د امام محمد بن عبد الوهاب دعوت او سیرت (⮫)


 د امام محمد بن عبد الوهاب دعوت او سیرت

الحمد لله رب العالمين، وصلى الله وسلم وبارك على عبده ورسوله وخيرته من خلقه سيدنا و إمامنا محمد بن عبد الله، وعلى آله وأصحابه ومن والاه.

وبعد، محترمو ورونو او ګرانو بچيانو، په دې وينا (محاضره) کې درته داسې څه وړاندې کوم، چې فکرونه مو روښانه او حقايق څرګند کړي، د الله او بندګانو لپاره نصيحت، او د هغه چا يو څه حق ادا کول چې په اړه يې وينا کوم، د وینا عنوان دی: د امام محمد بن عبد الوهاب دعوت او سيرت.

کله چې خبره د مصلحينو، دعوتګرو او نوښتګرو اړوند وي، د دوی د احوالو، نېکو خويونو او لويو کارونو يادونه په کې وي، او د دوی هغه سيرت په کې تشريح کېږي چې پر اخلاص او دعوت کې يې پر ريښتينولۍ او اصلاح دلالت کوي، کله چې خبره د دغو مصلحينو، د دوی د اخلاقو، اعمالو او سيرت په اړه وي، چې زړونه يې غواړي او خلک ورته په شوق کې وي، ټول پر دين غيرتي، اصلاح غوښتونکي او حق لارې ته بلونکي خلک يې اورېده غواړي، نو ومې غوښتل چې د يوه ستر شخصيت، لوی مصلح او غيرتي دعوتګر په اړه درته وغږېږم، هغه څوک چې په دولسمه هجري پېړۍ کې يې په عربي جزيره کې اسلام ته نوی والی ورکړ، شيخ، امام محمد بن عبد الوهاب بن سليمان بن علي التميمي الحنبلي.

دغه امام په عربي جزيره کې او له عربي جزيرې بهر خلکو او په ځانګړي ډول علماوو، لويانو، مشرانو او نومياليو پېژندلی دی، خلکو يې په اړه ډېرې لويې او وړې لیکنې کړې دي، او ځينو خلکو يې په ځانګړي ډول په اړه ليکل کړي دي، ان ختيځپوهانو (مستشرقانو) يې په اړه ډېر څه ليکلي، نورو يې په اړه د اصلاحګرو اړوند او تاريخي ليکنو کې ليکل کړي دي، باانصافه خلکو د يوه لوی مصلح، د اسلام د مجدد او د الله پر لاره د روان سړي په توګه ستايلی، او دغه ستايونکي له شمېره وتلي دي.

چې ستر لیکوال ابو بکر شيخ حسين بن غنام الأحسائي يو له دوی څخه دی. نوموړي د دې شيخ په اړه ښه او ګټور لیکل کړي، د هغه سيرت يې بيان کړی او غزوات يې ذکر کړي، په دې اړوند يې اوږده ليکل کړي، د هغه رسالې او له کتاب الله نه د هغه استنباطات يې ليکلي دي. دغه راز شيخ عثمان بن بشر په خپل کتاب «عنوان المجد» کې د دې شيخ، د ده د دعوت، سيرت، د ژوند ليک، غزواتو او جهاد په اړه لیکل کړي دي. ځينې دغه ستايونکي ليکوالان بيا له عربي جزيرې بهر دي، لکه دکتور احمد امين چې په «زعماء الإصلاح» کتاب کې د هغه په اړه ليکل کړي او انصاف يې کړی. مشر استاذ مسعود ندوي هم له دوی څخه دی، د هغه په اړه يې ليکل کړی او هغه يې مظلوم مصلح نومولی دی، د هغه د سيرت په اړه يې ليکل کړي او ښه ليکل يې کړي دي، نورو هم د هغه په اړه ليکل کړي، چې يو يې مشر استاذ امير محمد بن اسماعیل الصنعاني دی، دی د هغه همزمان او دعوتګر و، کله چې د شيخ رحمه الله له دعوته خبر شو، خوشحاله شو او د الله ثنا يې پرې وويله.

دغه راز د نيل الأوطار مؤلف ستر علامه شيخ محمد بن علي شوکاني يې هم په اړه ليکل کړي او ستره ويرنه (مرثيه) يې پرې ويلې ده، له دوی پرته نورو ډېرو پرې ليکل کړي دي، چې علماء او لوستونکي يې پېژني، او لدې امله چې ډېری خلک له دې سړي او د هغه له سيرت او دعوت سره اشنا نه و، ما وغوښتل چې د ده حالت بيانولو کې ونډه واخلم، د هغه غوره اخلاق، نېک دعوت او ريښتونی جهاد بيان کړم، او هغه څه لږ روښانه کړم، چې زه يې د دې امام په اړه پېژنم، څو هغه خلک يې په اړه غور وکړي چې د نوموړي په اړه زړه نازړه دي، يا يې پر حالت، دعوت او مسلک شکمن دي. د دې امام د زېږېدنې په اړه مشهوره خبره دا ده چې په کال (۱۱۱۵) هجري کې زېږېدلی و، دغه راز (۱۱۱۱) هجري کال هم يادېږي، خو مشهور لومړی هغه دی، چې په (۱۱۱۵) هجري کې زېږېدلی و، پر دغه هجرت کوونکي دې د الله سبحانه وتعالی ډېر درود او سلام وي.

په عيينة ښارګوټي کې يې له خپل پلاره زده کړه وکړه، دغه ښارګوټی يې د زېږېدو ځای هم دی، چې د رياض شمال لويديځ لور ته د نجد په يمامه کې يو معلوم کلی دی، او له رياض څخه په اويا (۷۰) کيلو متره واټن کې پروت دی، هملته وزېږېد او په غوره تربيه رالوی شو، په وړکتوب کې يې قرآن زده کړ، او له خپل پلار عبدالوهاب بن سليمان څخه يې په زده کړه او دينپوهنه کې ښه خواري وکړه، پلار يې ستر فقيه، لوی عالم او په عيينة ښار کې قاضي و. ځوانۍ ته له رسېدو وروسته يې د حج نيت وکړ او بيت الله شريف ته ولاړ، هلته يې د حرم شريف له ځينو علماوو زده کړه وکړه، بيا د محبوب نبي صلی الله عليه وسلم ښار (مدينې) ته ولاړ، د هغه ځای له علماوو سره شو او څه وخت هلته پاتې شو او د مدينې د هغه وخت له دوو لويو او نامتو علماوو يې زده کړه وکړه. او دوی دواړه: چې يو شيخ عبدالله بن ابراهيم بن سيف النجدي و، اصلا د «المجمعة» نومې ځای څخه و، نوموړی د «العذب الفائض في علم الفرائض» د ليکوال شيخ ابراهيم بن عبد الله پلار و. دغه راز يې مدينه کې له ستر عالم محمد حياة السندي نه هم زده کړه وکړه. مدينه کې دا دوه علماء وو، چې شيخ ترې په زده کړه مشهور دی او ښايي له نورو داسې علماوو يې هم علم ترلاسه کړی وي، چې موږ يې نه پېژنو.

بيا شيخ صاحب عراق ته د علم تر لاسه کولو لپاره ولاړ، بصرې ته ولاړ؛ د هغه ځای له علماوو سره شو او د الله له خوښې سره سم علم يې ترلاسه کړ، هلته يې د الله توحيد ته بلنه ښکاره کړه، خلک يې سنتو ته راوبلل او دا يې وروښوده چې پر ټولو مسلمانانو لازمه ده چې خپل دين د الله له کتاب او د رسول الله صلی الله عليه وسلم له سنتو څخه واخلي، په دې اړه يې بحث او مذاکرې وکړې او له ځايي علماوو سره يې مناظرې هم وکړې. بصره کې د نوموړي له استاذانو څخه د شيخ محمد المجموعي په نوم يو تن مشهور دی، بصره کې څه خلک پرې راپورته شول او ده او د ده دغه شيخ ته يې څه ضرر هم ورساوه، له همدې امله له بصرې ووت او غوښتل يې شام ته ولاړ شي، خو د لګښت د نه درلودو له کبله و نه توانېد، بيا له بصرې څخه «زبير» او له زبيره «أحساء» ته ولاړ، هلته له علماوو سره شو او د دين د ځينو اصولو په اړه يې ورسره مذاکره کوله. بيا حريملاء ښار ته ولاړ، چې دا د دولسمې پېړۍ پنځوسم کلونه وو (والله أعلم)، ځکه پلار يې په عيينة کې قاضي و او د هغه ځای له امير سره يې شخړه راغله، نو په ۱۱۳۹ هجري کې ترې حريملاء ته ولاړ، بيا شيخ محمد هم خپل پلار پسې حريملاء ته ورغی، چې د هغه ورتګ په ۱۱۴۰ هجري يا له دې وروسته کلونو کې راځي، بيا هملته مېشت شو او تر هغه په علم، تعليم او دعوت بوخت و چې پلار يې په ۱۱۵۳ هجري کې مړ شو، نو د حريملاء ځينو خلکو له شر سره مخ کړ، ځينو کم عقلانو يې ان د وژلو هوډ وکړ، او ويل کېږي چې ځينو خلکو پرې دېوال راغورځاوه خو نور خلک پرې پوی شول او وتښتېدل، له دې وروسته شیخ رحمت الله عليه عيينة ته ستون شو.

او دا بې عقلان له دې امله پرې غوسه وو، چې هغه په نېکۍ امر او له بدۍ منع کوله، د واک خاوندان يې دې ته هڅول چې هغو مجرمانو ته تعزير ورکړي، کومو چې پر خلکو په غلاو، چور او ضرر رسولو تېری کاوه، دغه بې عقلان چې هلته مريان بلل کېدل، کله چې پوی شول چې شيخ د دوی پر ضد دی، د دوی کړنې يې خوښې نه دي او اميران تشويقوي چې دوی ته سزا ورکړي او د شر مخه يې ونيسي، نو دوی پرې په قهر شول او د هغه د وژنې هوډ يې وکړ، خو هغه الله وساته او عيينة ته په داسې حال کې ورغی چې د هغه ځای امير عثمان بن ناصر بن معمر و، دی هغه ته ورغی، امير يې هرکلی وکړ او ويې ويل: الله ته بلنه کوه، موږ دې مل او مرستندوی يو، خپلې نېکې هيلې يې ورته څرګندې کړې او د هغه له کار سره يې مينه او موافقه وښوده.

بيا شيخ پر تعليم، ښوونه، الله عز وجل ته پر بلنه، خير او لله في الله محبت ته د خلکو په لارښوونه بوخت شو، عيينة کې يې دعوت شهرت وموند او خپور شو، چې له ګاونډيو کليو هم خلک ورته راغلل، بيا يوه ورځ شيخ ځايي مشر عثمان ته وويل: راځه چې دا د زيد بن الخطاب رضي الله عنه ګنبذه ونړوو، ځکه دا په غير شرعي توګه جوړه شوې ده او الله جل جلاله دا کار نه خوښوي، رسول الله صلی الله عليه وسلم هم پر قبرونو له ودانيو کولو او مسجدونو جوړولو منع فرمايلې ده، دې ګنبذې خلک په فتنه کې اچولي، عقيدې يې خرابې کړې دي او شرک پرې رامنځته شوی، نو بايد ونړول شي، امير ورته وويل: نړولی يې شو. شيخ وويل: زه وېرېږم چې د جبيلة خلک به راوپارېږي، جبيله دې قبر ته نږدې يو کلی و، نو عثمان له ۶۰۰ سرتېرو سره د ګنبذې ورانولو پسې ووت، شيخ رحمة الله عليه هم ورسره و، کله چې ګنبذې ته نږدې شول د جبيلة خلک خبر شول او د ګنبذې ساتنې ته راووتل، خو کله يې چې امير عثمان او ورسره خلک وليدل، ستانه او ارام شول. بيا شيخ رحمة الله عليه د ګنبذې نړولو ته ورمخکې شو او الله د هغه په لاسونو ونړوله. دلته به د شيخ رحمة الله عليه له قيام وړاندې د نجد حال ذکر کړو، د قيام لاملونه به يې څرګند کړو او د دعوت په اړه به يې وغږېږو.

د نجد خلک د شيخ له دعوت وړاندې په داسې حال کې وو چې هيڅ مسلمان پرې راضي نه و، شرک اکبر ډېر شوی او خپور شوی و، تر دې چې د ګنبذو، ونو، تيږو او نورو شیانو بندګي کېدله، د هغو لېونيانو بندګي هم کېده چې له عقلونو خلاص وو، خو د ولايت دعوه يې کوله، نجد له کوډګرو او کاهنانو ډک و، خلکو به ترې پوښتنې کولی او بيا يې د هغوی تصديق کاوه، ډېر لږ خلک د الله په خوښه له دې کارونو بچ وو، خلک پر دنيا او د دنيا په مزو کې غرق وو، د الله والا خلک او د دين مرستندويان ډېر کم وو، د حرمينو شريفينو هم همدا حال و، يمن هم له شرکه ډک و، پر قبرونو ګنبذې جوړېدې، له اولياوو دعاو او پناوې غوښتل کېدې، يمن کې دا کيسې ډېرې وې، نجد کې خو له شمېره وتې، قبرونه، غارونه، ونې بوټي، لېونيان او بې عقلان چې له الله پرته بلل کېدل او خلکو پرې له الله سره شريکې پناوې غوښتې، دغه راز په نجد کې له پېريانو سوالونه کول او پناه غوښتل مشهور وو، حلالې ورته کېدې او د کورونو کونجونو کې يې د دې لپاره ايښودې، چې دوی د هغوی له شرونو خوندي او ژغورېدلي وي. کله چې شيخ امام دغه شرک او په خلکو کې يې ظهور وليد، او دا چې له دې هيڅ منکر نه شته، نه د الله لور ته څوک دعوت کوي، نو هڅې يې پيل کړې، په صبر يې دعوت کاوه او پوهېده چې جهاد، صبر او تکليفونه ګالل حتمي دي، نو عيينة کې يې ښوونه، روزنه او لارښوونه پيل کړه، په دې اړه يې علماوو ته ليکل وکړل، خبرې اترې يې ورسره وکړې، پدې تمه چې هغو ورسره د الله د دين مرسته کې ودرېږي، د دغه شرک او خرافاتو خلاف مبارزه وکړي، نو د نجد حرمينو، يمن او نورو ځايونو ډېرو علماوو ځواب ورکړ او موافقه يې ورسره وکړه، ځينو نورو يې مخالفت وکړ، او د ده د عوت بدي يې وويله، ترې په تېښته شول او دوی دوه ډوله وو، يا جاهل خرافاتي چې د الله له دين او توحيده ناخبره و او يوازې هغه جهل، ګمراهي، شرک، بدعت او خرافات يې پېژندل چې له پلرونو او نيکونو ورپاتې وو، د همدغه ډول خلکو په اړه الله عز وجل فرمايلي: موږ خپل پلرونه په يوه لاره موندلي او يقيناً موږ دهغوى پر پلونو روان يو. [الزخرف ۲۳ آيت] بلې ډلې چې علماء هم ورته ويل کېدل، د کينې او ضد له کبله پرې رد کاوه، له دې وېرې چې خلک ورته و نه وايي، چې تاسو ولې موږ له دې کاره نه منع کولو؟. څنګه د عبدالوهاب زوی راغی او پر حق ودرېد، او تاسو علماء هم وئ خو موږ مو له دې باطله نه ايسارولو؟! نو ځکه يې ده سره کينه وکړه او خلکو ته خجالته ول، حق سره يې ضد ښکاره کړ، دنيا يې په اخرت غوره وبلله او پر اخرت د دنيا غوره بللو کې يې د يهودو پيروي وکړه، الله دې موږ له دې کاره خوندي ولري.

خو شيخ صبر کاوه او خپل دعوت ته يې کار ووايه، د جزيرې دننه او بهر ډېرو علماوو او شخصيتونو هغه تشويق هم کړ، نو خپل کار ته يې ټينګه ملا وتړله او له خپل رب عز وجل نه يې مرسته وغوښته، له دې وړاندې د الله له کتاب سره ملازم و، او د کتاب الله په تفسير او هغه نه د مسايلو په استنباط کې يې ډېر کار کړی و، دغه راز د رسول صلی الله عليه وسلم او صحابه و له سيرت سره ملازم و، ډېر کوښښ او ژور نظر يې په کې وکړ، تر دې چې هغه څه يې په کې وموندل چې ده سره يې مرسته وکړه او پر حق يې ثابت قدم پاتې کړ، نو ټينګ هوډ يې وکړ او پرېکړه يې وکړه چې دعوت به د خلکو تر منځ خپروي، اميرانو او علماوو ته به په دې تړاو ليکونه لېږي، او په دې لار کې چې هر څه کېږي، ودې شي.

نو الله يې دا نېک اميدونه ترسره کړل، دعوت يې د ده په وسيله خپور کړ او حق يې پرې مضبوط کړ، الله ورته ملګري مرستندويان او دوستان پيدا کړل، تر دې چې د الله دين څرګند او کلمه يې لوړه شوه، شيخ په عيينة کې د تعليم او ښوونې له لارې دعوت ته دوام ورکړ، بيا يې په پوره کوښښ په ريښتينې توګه د شرک د اثارو د له منځه وړلو کار پيل کړ، کله چې پوه شو چې يوازې بلنه اغېز نه کوي، نو دعوت ته یې د عمل جامه ورواغوسته او د شرک له اثارو يې چې څه په وس پوره وو او امکان يې و، هغه يې له منځه يووړل، شيخ ځايي امير عثمان بن معمر ته وويل: د زيد پر قبر چې دا کومه ګنبذه ولاړه ده، بايد ونړول شي. زيد بن الخطاب رضي الله عنه د امير المومنين عمر بن الخطاب ورور و، الله دې له ټولو نه راضي شي. هغه د نبوي هجرت په ۱۲م کال د مسيلمة الکذاب پر ضد جګړه کې شهيد شوی و، نو په همغه ځای کې شهيد شوی و او پر قبر يې ګنبذه جوړه شوې وه، کېدای شي قبر د ده پر ځای د بل چا وي، خو د خلکو له ياده د همده دی، نو عثمان د مخکې په څېر ومنله او ګنبذه يې ونړوله الحمد لله، چې د الله په فضل تر ننه يې کومه نښه نده پاتې، او دا چې له نېک نيته او د حق د مرستې لپاره ونړول شوه نو الله يې له نړېدا وروسته ټولې نښې ورکې کړې، نور قبرونه هم هلته وو، يو قبر و؛ ويل کېده چې د ضرار بن الأزور دی، پر هغه يوه ګنبذه وه چې هغه هم ونړول شوه، څه نورې نښې نښانې وې هغه هم الله عز وجل له منځه يووړې، دې نه غير نور ونې بوټي وو چې له الله پرته يې بندګي کېده، هغه هم لرې کړی شول او خلک ترې منع شول.

مطلب دا چې لکه مخکې مو چې وويل، شيخ رحمة الله عليه دعوت جاري وساته، هم په وينا او هم په عملي توګه، بيا شيخ ته يوه ښځه راغله او څو ځل يې د هغه پر وړاندې په زنا اعتراف وکړ، شيخ د هغې د عقل په اړه وپوښتل نو چا ورته وويل چې هغه عاقله ده او هيڅ مشکل نه لري، نو کله چې ښځې پر خپل اعتراف ټينګار کاوه او ترې نه اوښته، او نه په زور چا رانيولې وه، نه د کومې شبهې له مخې، او واده شوې (محصنه) هم وه، نو شيخ رحمه الله امر وکړ چې په تيږو دې وويشتل شي، نو د عيينة د قاضي په توګه د هغه په امر په تيږو وويشتل شوه، له دې وروسته د هغه کار د ګنبذې په نړولو، د ښځې په سنګسارولو، الله ته په لويې بلنې او عيينة ته د مهاجرينو په هجرت لا مشهور شو.

بيا د «أحساء» امير او اړوند خلک لکه بني خالد سليمان بن عريعر الخالدي د شيخ له کارو خبر شول، چې د الله لور ته دعوت کوي، ګنبذې نړوي او حدونه جاري کوي، نو پر دې بانډچي د شيخ کار دروند تمام شو، ځکه بانډچيان -غير له هغو چې الله ورته هدايت وکړی- د عادت له مخې ظلمونه کوي، وينې تويوي، مالونه لوټي، او د حرمتونو سپکاوی کوي، نو دی ووېرېد چې دا شيخ به ډېر پر مخ ولاړ شي او د دې بانډچي امير واک به له منځه يوسي، نو عثمان ته يې له ګواښه ډک ليک ولېږه او امر يې ورته وکړ چې دا ملا ووژني، ويې ويل: دغه ملا چې تاسو سره دی موږ يې له دې او هغې خبر شو!! يا يې ووژنه او يا به موږ هغه خراج نور در نه کړو چې له موږ سره دی!! ده سره د امير عثمان د سرو زرو خراج و، نو پر عثمان د دې امير خبره ښه و نه لګېده او ووېرېد چې که خبره يې و نه مني نو يا به ترې خراج ايسار کړي او يا به ورسره وجنګېږي. نو شيخ ته يې وويل: دې امير موږ ته داسې داسې ليکلي دی، او موږ دا نه شو کولی چې تا ووژنو، خو موږ له دې اميره وېرېږو او د جګړې زور يې نه لرو، نو که ستا خوښه وي او ته له موږ بل خوا ولاړ شې ښه به وي، نو شيخ وويل: زما بلنه د الله دين او د دې کلمې د تحقق لپاره ده، چې له الله پرته د بندګۍ وړ هيڅوک نشته او محمد د الله رسول دی، نو څوک چې په دې دين ټينګ پاتې شو، د هغه مرسته يې وکړه او په دې کار کې ريښتونی و، نو الله به يې مرسته وکړي، ملاتړ به يې وکړي او د دښمن سيمې به په واک کې ورکړي، نو که ته صبر وکړې، ټينګ پاتې شي او دا خير قبول کړې نو زېری واخله، الله به دې مرسته وکړي، له دې بانډچي او نورو به دې وساتي، او الله به د ده وطن او خلک هم تا ته وسپاري. نو هغه وويل: موږ د هغه د جګړې زور نه لرو، نه يې په مخالفت صبر کولی شو. دا وخت نو شيخ راووت او له عيينة څخه «درعية» ته ولاړ، د خلکو په خبره دې ځای ته پلی ولاړ، تر دې چې د ورځې په اخر کې ورسېد، له عيينة څخه د ورځې په شروع کې په خپلو پښو راوتی و، عثمان سپرلي نه وه ورکړې، درعية کې يوه مخور سره مېلمه شو، داسې هم ويل کېږي چې دا سړی یې له مېلمستيا ووېرېد او زمکه پرې له پراخۍ سره تنګه شوه، د درعية له امير محمد بن سعود څخه ووېرېد، خو شيخ ډاډ ورکړ او ورته ويې ويل: د خير زېری واخله، زه چې کوم شي ته خلک رابولم د الله دين دی او ژر به يې الله څرګند کړي. بيا محمد بن سعود د شيخ محمد له ورتګه خبر شو، داسې ويل کېږي چې خپلې ښځې خبر کړ، له نېکانو څوک ورغلی و او ورته ويلي يې وو: محمد د دې سړي په اړه خبر کړه، د هغه د دعوت منلو ته يې تشويق کړه او د هغه مرستې او لاسنيوي ته يې وهڅوه، هغه يوه نېکه او ښه ښځه وه، کله چې د «درعية» او شاوخوا سيمو امير محمد بن سعود ورغی، ورته ويې ويل: د دې ستر غنيمت زېری درواخله. دا غنيمت الله درته راوړی دی، دعوتګر سړی دی، چې د الله دين ته بلنه کوي، د الله کتاب ته او د رسول الله صلی الله عليه وسلم سنتو ته خلک وربولي، څومره ستر غنيمت دی! ويې منه او مرسته يې وکړه او چې په دې کار کې هيڅ ځنډ و نه کړې، امير د هغې مشوره ومنله خو بيا ټکنی و چې خپله ورشي او که ځان ته يې وروغواړي؟! چا مشوره ورکړه، او ويل کېږي چې دا مشوره هم همدې ښځې له يوه ډله نېکانو سره په ګډه ورکړه، هغوی ورته وويل: دا مناسبه نده چې ځان ته يې راوغواړې، بلکې مناسبه دا ده چې د هغه کور ته ته ورشې، د علماوو او خير ته د بلونکو خلکو قدر بايد وکړې، نو چې الله ورته د خير او نېکبختۍ اراده کړې وه، دا خبره يې ومنله، د الله رحمت دې ورباندې وي، او پر ګور دې يې نور وي، بيا د محمد بن سويلم کور ته د شيخ ليدو ته ورغی، سلام يې پرې وکړ، ورسره وغږېد او ورته ويې ويل: شيخ محمده، د مرستې، خونديتابه او همکارۍ زېری واخله، نو شيخ ورته وویل: ته هم د مرستې، لاسبرۍ او نېک انجام زېری واخله، دا د الله دين دی، چا يې چې مرسته کړې الله د هغه مرسته کړې او چا يې چې ملا تړلی الله د هغه ملا تړلې ده، ډېر ژر به د دې نښې نښانې وګورې، امير وويل: زه درسره د الله او د هغه د رسول پر دين او د الله په لار کې پر جهاد کولو بيعت کوم، خو زه وېرېږم چې زموږ له ملاتړ او مرستې وروسته که الله ته د اسلام پر دښمنانو غالب کړې، نو بيا به زموږ وطن پرېږدې او بل خوا به ولاړ شې، شيخ وويل: نه؛ پر دې درسره بيعت کوم، په دې درسره بيعت کوم چې وينه په وينه او ويجاړی په ويجاړي دی، ستا له وطنه به هيڅکله و نه وځم، نو د مرستې او ښار کې د پاتې کېدو بيعت يې ورسره وکړ، او دا چې هغه به له امير سره پاتې کېږي، امير به يې مرسته کوي او د الله په لار کې به جهاد ورسره کوي، تر دې چې د الله دين ښکاره شي، پر همدې يې سره بيعت وکړ. بيا له هر ځايه درعية ته د خلکو پلاوي راتلل پيل شول، له عيينة نه، له عرقة نه، له منفوحة نه، له رياض او نورو ګاونډيو سيمو نه، درعية همداسې د خلکو د هجرت وطن پاتې شو، له هر ځايه ورته خلک راتلل، خلکو يو بل ته د شيخ خبرې کولې، درعيه کې د هغه د درسونو، الله ته د دعوت او لارښوونې په اړه غږېدل، نو ډلې ډلې او يو يو راتلل، شيخ په درعية کې مېشت شو، احترام، مرسته، ملاتړ او محبت يې کېده، درعيه کې يې د عقائدو، قرآن کريم، تفسير، فقه، حديث، مصطلح الحديث، عربي علومو، تاريخ او نورو ګټورو علومو درسونه ترتيب کړل.

له هر ځايه خلک راتلل او ځوانانو او نورو درعيه کې زده کړې کولې، خلکو عامو او خاصو وګړو ته درسونه جوړول، درعيه کې علم خپور او دعوت عام شو، بيا يې جهاد پيل کړ او خلکو ته يې دې ډګر کې د داخلېدو لپاره وليکل، څو هغه شرک له منځه ولاړ شي چې د دوی په سيمو کې دی، پيل يې د نجد له خلکو وکړ، د هغه ځای اميرانو او علماوو ته يې ليکل وکړل، د رياض علماوو او امير دهام بن دواس ته يې وليکل، د خرج علماوو او امير ته يې وليکل، د لويديځو سيمو علماوو، د قصيم، حائل، وشم، سدير او نورو سيمو علماوو ته يې ليکل وکړل. په پرله پسې توګه يې ورته ليکونه لېږل، علماوو او اميرانو ته، دغسې يې د أحساء او حرمينو شريفينو علماوو ته هم وليکل، له هېواده بهر د مصر، شام، عراق، هند، يمن او نورو وطنونو علماوو ته يې هم ليکل وکړل، همداسې يې خلکو ته ليکونه لېږل او حجت يې قايماوه، خلکو ته يې وريادوله چې ډېری خلک په شرک او بدعت کې اخته دي، او د دې دا معنا نده چې د دين مرستندويان نشته، بلکې شته، او الله د دې دين ذمه واري اخيستې چې خامخا به يې مرسته کوي، او په دې امت کې به د تل لپاره داسې يوه ډله وي چې پر حق به ولاړه وي او مرسته به يې کېږي، لکه نبي عليه الصلاة والسلام چې ويلي دي، ډېر ځايونه شته چې هلته د حق مرستندويان شته، خو اوس خبره د نجد ده، نجد کې دومره شر، فساد، شرک او خرافات خپاره وو، چې يوازې الله ته معلوم وو، سره له دې چې هلته داسې علماء وو چې د خير خلک وو، خو دا ورته نه وه ليکل شوې چې په دعوت کې فعاليت وکړي او چې څنګه مناسب دی هغسې يې ترسره کړي.

دغه راز په يمن او نورو سيمو کې هم حق ته بلونکي وو، داسې څوک چې دا شرک او خرافات يې پېژندل، خو الله د هغوی بلنې ته دومره بريا نه وه ليکلې، څومره يې چې د شيخ محمد هغې ته ليکلې وه او د دې ډېر اسباب وو، چې يو يې د هغوی د ملګري او مرستندوی نه شتون و، بل يې د ډېری دعوتګرو بې صبري او د الله په لار کې د تکليفونو نه ګالل وو.

بل يې د ځينو دعوتګرو کم علمي وه چې نه يې شو کولی خلک په مناسبو اساليبو، ښکلو عبارتونو، حکمت او نېک نصيحت رهبري کړي. نور يې له دې پرته نور اسباب وو، خو د دغو ډېرو ليکنو، رسالو او جهاد له امله شیخ مشهور شو، دعوت يې څرګند شو او رسالې يې د جزيرې دننه او بهر علماوو ته ورسېدې، لويه برخه خلک يې له دعوته اغېزمن شول، په هند، اندونيزيا، افغانستان، افريقا، المغرب، مصر، شام، عراق کې، او ډېر داسې دعوتګر وو چې له حق او حق ته له دعوت نه خبر وو، نو کله چې د شيخ دعوت ورورسېد، فعاليت او قوت يې زيات شو، په دعوت مشهور شول او د شيخ دعوت همداسې په اسلامي او غير اسلامي نړۍ کې پسې خپرېده او څرګندېده. بيا يې په دې وروستي وخت کې کتابونه او رسالې چاپ شول، دغه راز يې د زامنو، لمسيانو او د جزيرې دننه او بهر د مسلمانو علماوو ملګرو او مرستندويانو کتابونه چاپ شول، همداسې يې د دعوت، ژوندليک او د ملګرو په اړه ليکل شوي کتابونه چاپ شول، تر دې چې په ډېری لوريو او ښارونو کې په خلکو کې مشهور شو، او دا معلومه خبره ده چې هر نعمت يو کينه ګر لري او هر دعوتګر ډېر دښمنان لري. لکه الله تعالی چې فرمايي: او په همدې توګه مو هر نبي ته انسى او جنى شيطانان دښمنان ګرځولي، چې د غولونې لپاره يو بل ته په (ظاهره) ښكلې خبرې وسوسه كوي او كه ستا رب غوښتي واى نو داسې به يې نه وو كړي، نو هماغسې يې په خپلو دروغ تړلو كې پرېږده. [الأنعام ۱۱۲ آيت] نو کله چې شيخ په دعوت مشهور شو، ډېر کتابونه يې وليکل، ارزښتناک تأليفات يې وکړل او خلکو کې يې خپاره کړل او علماوو ورته ليکل وکړل، نو ډلې ډلې حاسدين او مخالفين يې راڅرګند شول، دغه راز يې نور ډېر دښمنان راپيدا شول.

دښمنان او مخالفين يې دوه ډوله شول، يو ډول يې د علم او دين په نوم دښمني کوله او بل ډول د سياست په نوم، خو د علم او دين تر نامه لاندې يې ځانونه پټول او د هغو علماوو له دښمنۍ يې ناوړه ګټه اخيسته چې له شيخ سره يې دښمني کوله، هغوی چې ده سره يې دښمني ښکاره کړې وه او ويل يې چې دی پر حقه ندی، او داسې او داسې دی، خو شيخ رحمة الله عليه خپل دعوت جاري ساتلی و، شبهې يې له منځه وړلې، دليلونه يې واضح کول او خلک يې هغو حقايقو ته رهبري کول، کوم چې د الله کتاب او د رسول الله صلی الله عليه وسلم سنتو کې وو. دوی به کله ويل چې: دی له خوارجو څخه دی، کله به يې ويل چې پر اجماع ورتېر دی او د مطلق اجتهاد دعوه کوي او د پخوانيو علماوو او فقهاوو هيڅ خيال نه ساتي، کله به يې په نورو تورونو تورناوه، او دا هر څه د دوی له ځينو څخه يوازې د کم علمۍ له امله کېدل. او نورو يې بيا د نورو د پيروۍ له امله کول، چې پر نورو يې باور کاوه. بله ډله خلک وو چې په خپلو مراکزو وېرېدل، نو په سياسي توګه يې ورسره دښمني کوله، د اسلام او دين تر نامه لاندې يې کار کاوه، او د ګمراه کوونکو او خراباتيانو پر وينا يې باور کاوه.

مخالفين اصلا درې ډوله دي: يو خرافاتي علماء دي چې حق ورته باطل او باطل ورته حق ښکاري او په دې باور دي چې پر قبرونو ودانۍ کول، جوماتونه ترې جوړول، له الله پرته ترې سوالونه کول، پناه پرې غوښتل او دې ته ورته نور شيان دين او سمه لار ده، دوی په دې عقيده دي چې که څوک له دې منکر شو نو له نېکانو او اولياوو سره يې بغض وکړ او هغه داسې دښمن شو چې پر ضد يې جهاد فرض دی.

بل ډول: علم ته منسوبېدونکي خلک دي چې د دې سړي له حقيقته ناخبره وو، هغه حق يې ترې و نه پېژانده چې ده ورته دعوت کاوه، بلکې د نورو تقليد يې کاوه، او بېلارې کوونکو خرافاتيانو چې ورته د ده په اړه څه ويل، د هغې تصديق يې کاوه، او له دې سره په دې ګومان وو چې دوی په هغه څه کې په سمه دي چې شيخ ته يې د اولياوو او پېغمبرانو په بغض او د هغوی له کراماتو په انکار کې منسوبول، نو د شيخ بدي يې ويله، د هغه دعوت يې بد ګاڼه او لرې ترې تښتېدل.

بله ډله هغه دي: چې په خپلو منصبونو او رتبو ووېرېدل، نو د دې لپاره يې د هغه دښمني کوله چې د اسلامي دعوت د لارويانو لاس تر دوی و نه رسېږي، له منصبونو يې را و نه غورځوي او پر سيمو يې ولکه ټينګه نه کړي، د شيخ او د مخالفينو تر منځ يې لفظي شخړې او لانجې کونجې روانې وي، ده هم ورته ليکل کول او هغوی هم، ده هم خپل دلايل ويل او هغوی یې هم ځواب وايه، دغسې د هغه د زامنو، لمسيانو او ملګرو او د دعوت د مخالفينو تر منځ هم، تر دې چې له دې کاره ډېرې رسالې او ګڼ شمېر ځوابونه جمع شول. دغه رسالې، فتواوې او ځوابونه جمع شول او ډېرو ټوکونو ته ورسېدل، چې اکثريت يې الحمد لله چاپ شوي دي، شيخ خپل دعوت او جهاد جاري وساته او د درعية امير محمد بن سعود يې مرسته کوله، سعودي ټولنې په دې کار کې جديت وښوده او د جهاد بیرغ هسک شو، دغه جهاد له ۱۱۵۸هـ کال څخه پيل شو، په توره او په قلم، په دليل او برهان، بيا دعوت او وسله وال جهاد روان و، او دا معلومه ده چې د الله عز وجل لور ته دعوت کوونکی که داسې يو ځواک و نه لري چې د حق مرسته پرې وکړي او حق پرې نافذ کړي، نو ډېر ژر به يې دعوت له منځه ولاړ شي، شهرت به يې ومري او بيا به يې ملګري نه وي، او د دعوت په خپراوي، د دښمنانو په بېخکنۍ، د حق په نصرت او د باطل په ريښو ويستلو کې چې د وسلې کوم اغېز دی هغه معلوم دی، الله عز وجل په خپل دې قول او ټولو اقوالو کې ريښتونی دی، چې فرمایې: موږ خپل رسولان يقيناً له ښكاره دليلونو سره لېږلي او هغوى سره مو كتاب او تله هم رانازل كړي، تر څو خلك په انصاف ولاړ اوسي. او موږ اوسپنه راكوزه كړه چې په هغې كې سخت زور او د خلكو لپاره (ډېرې) ګټې دي. او د دې لپاره هم چې الله هغه څوك معلوم كړي چې په غيبو د هغه او رسولانو يې مرسته كوي. الله بې شكه ځواكمن برلاسى دى. الحديد ۲۵ آيت نو الله سبحانه وتعالی واضحه کړې چې هغه پيغمبران له واضحو نښو سره رالېږلي دي، چې هغه ښکاره دلايل او براهين دي، هغه چې الله پرې حق څرګندوي او باطل پرې په شا تمبوي، او له رسولانو سره يې کتابونه نازل کړي چې بيان، هدايت او روښاني په کې ده، تله يې ورسره نازله کړې ده چې هغه عدل دی چې د ظالم او مظلوم تر منځ به انصاف پرې کېږي، حق به پرې قايمېږي او هدايت به پرې خپرېږي، او خلک به يې په رڼا کې په حق او عدل يو له بله چلن کوي، او اوسپنه يې نازله کړې چې سخت زور په کې دی، ځواک په کې دی او د حق د مخالفينو زورنه او ايسارونه په کې ده، نو اوسپنه د هغو خلکو لپاره ده چې دليل ورسره ګټه نه کوي، نه پرې څرګندې نښې اغېز کوي، نو اوسپنه يې بيا له مخې ورکوي.

او په دې اړه چا دا خبره ډېره ښه کړې چې:

او له وحي پرته بل څه نه دي، یا خو تېره توره وي چې د هر کوږ شخص د مرۍ رګونه پرې کړي

نو دا د هر نا پوهه د ناروغۍ درملنه ده، او همدا د هر انصاف دار د ناروغۍ درملنه ده

نو عاقل او د سليم فطرت خاوند له دليله ګټه اخلي او حق له دليل سره قبلوی، خو ظالم چې د خپلې هوا تابع دی، يوازې توره يې چاره کولی شي، نو شيخ رحمه الله په دعوت او جهاد کې جدي و، او د آل سعود ملګرو يې مرسته کوله، الله دې يې نېکه بدله ورکړي، نو د دوی جهاد او دعوت له ۱۱۵۸ هـ څخه پيل و تر دې چې شيخ په ۱۲۰۶ هـ کې وفات شو، نو جهاد او دعوت نږدې ۵۰ کاله روان و، جهاد، دعوت، مبارزه، د حق لپاره شخړې، د الله او د هغه د رسول د وينا بيان، د الله دين ته دعوت او هغه شريعت ته لارښوونه چې د الله رسول صلی الله عليه وسلم راوړی دی، تر دې چې خلک د الله اطاعت کې اخته او د الله په دين کې داخل شول، کومې ګنبذې چې ورسره وې هغه يې ونړولې، پر قبرونو چې کومو جوماتونه ودان وو هغه يې له منځه يووړل، شريعت يې حاکم کړ، پر شريعت روان شول او هغه څه يې پرېښودل چې پلرونو او نيکونو يې پرې پرېکړې کولي او د قانون په توګه يې منلي وو، حق ته راوګرځېدل، جوماتونه په لمونځونو ودان شول، د علم حلقې جوړې شوې، زکاتونه ادا شول، روژې خلکو هغسې ونيوې څنګه چې الله فرض کړې دي، په نېکۍ امر او له بديو منع پيل شول، ښارونه، کلي، لارې او بانډې له امنه ډک شوې، بانډچيان په خپلو حدودو کې ايسار شول، د الله په دين کې داخل شول او حق يې ومانه، شيخ په دوی کې دعوت خپور کړ، شيخ دوی ته لارښوونکي ورواستول، دښتو بېدياو ته يې دعوتګر ولېږل، دغه راز يې کلو او ښارونو ته معلمان، لارښوونکي او قاضيان واستول او په ټول نجد کې دا لوی خير او څرګند هدايت خپور شو، حق هر خوا تيت شو او د الله عز وجل دين راڅرګند شو.

بيا د شيخ رحمة الله عليه له مړينې وروسته د هغه زامنو، لمسيانو، شاګردانو او ملګرو دعوت او جهاد جاري وساته، چې د زامنو په سر کې يې شيخ امام عبدالله بن محمد، شيخ حسين بن محمد، شيخ علي بن محمد او شيخ ابراهيم بن محمد وو، په لمسيانو کې يې شيخ عبد الرحمن بن حسن، شيخ علي بن حسين، شيخ سليمان بن عبد الله بن محمد او نور وو. په شاګردانو کې يې شيخ حمد بن ناصر بن معمر، د درعية نور ډېر علماء او نور وو چې دعوت او جهاد يې جاري وساته او د الله تعالی دين يې خپور کړ، رسالې يې وليکلې، مؤلفات يې تأليف کړل، د دين له دښمنانو سره يې جهاد وکړ، او د دغو دعوتګرو او د هغوی د مخالفينو تر منځ نور هيڅ نه وو، غير له دې چې دوی خلک د الله توحيد، يوازې د الله عبادت، پر دې عبادت استقامت، پر قبرونو د جوړو جوماتونو او ګنبذو نړولو ته وربلل، د شريعت حاکمولو او پرې ټينګ درېدو ته یې خلک بلل، پر نېکيو امر او له بديو منع ته یې خلک بلل او د شرعي حدودو قايمولو ته يې دعوت کاوه، د دوی او د خلکو تر منځ د شخړې لاملونه دغه وو. خلاصه دا چې: دوی د الله توحيد ته خلک رهبري کول، پر همدې يې ورته امر کاوه، خلک يې الله سره له شرک او د شرک له وسايلو او ذرائعو منع کول، خلک يې پر اسلامي شريعت برابر کړل، او چا چې له دعوت او بيان وروسته هم انکار او ټينګار کاوه؛ نو د الله لپاره يې ورسره جهاد وکړ، خپلو ځايونو ته پسې ورغلل څو حق ته سرټيټي شي او ورته راوګرځي، يا يې په زور او توره پر حق روان کړي، څو خپله هم حق ته سر ټيټ کړي او د وطن خلک يې هم، دغه راز يې خلک له هغو بدعتونو او خرافاتو منع کړل، چې د الله له لوري نه دي راغلي، لکه پر قبرونو ودانۍ کول او ګنبذې جوړول، يا په طاغوت فيصلې کول، له کوډګرو او کاهنانو سوالونه کول، هغوی ريښتوني ګڼل او نور... دا هر څه الله د شيخ او د هغه د ملګرو په لاس له منځه يووړل، پر ټولو دې د الله رحمتونه وي.

جوماتونه د لوی کتاب، پاک سنت، اسلامي تاريخ او ګټورو عربي علومو له سبقونو ډک شول، خلک په مذاکره، علم، هدايت، دعوت او سمه لاره تګ بوخت شول، څه نور خلک د خپلې دنيا په کارونو بوخت شول، لکه کرنه، صنعت او نور، علم، عمل، دعوت، لارښوونه، دنيا او دين، يو تن به زده کړه هم کوله او مذاکره هم او له دې سره سره به يې په خپله کرنيزه زمکه کې کار هم کاوه، يا په خپله کارخانه، سوداګرۍ وغيره کې، څه وخت به يې دين ته ورکاوه او څه دنيا ته، الله ته بلونکي او د هغه لار ته برابروونکي ترې جوړ شول، سره له دې په خپلو سيمو کې په مروجو صنعتونو بوخت وو او د دې په مرسته يې هغه څه ترلاسه کول چې له هېواده بهر وو او د دوی ورته اړتيا وه. او کله چې داعيان او آل سعود له نجده وزګار شول، دعوت يې حرمينو او د جزيرې لويديځ لور ته وغځاوه، د حرمينو علماو ته يې له وړاندې هم ليکل وکړل او بيا يې هم ورته کول، خو چې دعوت کار و نه کړ او د حرمينو خلک همداسې د ګنبذو په احترام پاتې شول او پر قبرونو يې لګولې، شرک په کې موجود و او د شرک له خدايګوټو سوالونه کېدل، نو امام سعود بن عبد العزيز بن محمد د شيخ له مړينې ۱۱ کاله وروسته د حجاز پر لور ولاړ، د طائف خلکو ته هم ورغی او بيا مکې ته ولاړ، طايف ته له سعود وړاندې امير عثمان بن عبد الرحمن المضايفي ورغلی او په هغه ځواک په کې پاتې و چې د درعية امير امام سعود بن عبد العزيز بن محمد ورلېږلی و، دغه ستر ځواک د نجد او نورو ځايونو له خلکو جوړ و، تر هغه یې د امير مرسته وکړه چې طايف يې لاندې کړ، او د مکې د شریف امیران یې ترې وویستل، او هلته يې الله ته بلنه او حق ته لارښوونه ښکاره کړل، خلک يې له شرکه او د ابن عباس او نورو هغو شيانو له عبادته منع کړل چې د طائف ناپوهانو او بې عقلانو يې عبادت کاوه. بيا امير سعود د خپل پلار عبدالعزيز په امر د حجاز پر لور ولاړ او د مکې شاوخوا يې لښکرې راټولې کړې.

نو کله چې د مکې شريف پوی شو، چې له تسليمۍ يا تېښتې پرته بله لار نه شته، نو جدې ته وتښتېد، سعود او ورسره مسلمانان له جنګ پرته مکې ته ننوتل او د ۱۲۱۸هـ کال د محرم په اتمه يې د دوشنبې په ورځ مکه ونيوله، د الله دين ته دعوت يې پيل کړ، ټولې ګنبذې يې ونړولې او د الله توحيد ته بلنه یې څرګنده کړه، هلته یې مدرسين علماء، لارښوونکي، نصيحت کوونکي او داسې قاضيان تعين کړل چې په شريعت يې پرېکړې کولې، بيا لنډه موده وروسته مدينه فتحه کړی شوه. له مکې نږدې دوه کاله وروسته په ۱۲۲۰هـ کې آل سعود مدينه ونيوه، او حرمين د آل سعود په ولکه کې پاتې شول، هلته يې علماء او مرشدين تعين کړل، عدل، د شريعت پلي کول او له ځايي خلکو -په ځانګړي ډول غريبانو او محتاجانو- سره نېکي يې ښکاره کړه، مالي مرستې يې ورسره وکړې، د هغو تسلي يې وکړه او د الله کتاب يې وروښود، د خير خوا ته يې رهنمايي کړل، د علماوو احترام يې وکړ او د خلکو ښوونې او لارښوونې ته يې تشويق کړل، او تر ۱۲۲۶ هـ پورې حرمين شريفين د آل سعود تر واک لاندې وو. بيا مصري او ترکي لښکرې د حجاز لور ته راوخوځېدې چې د آل سعود پر خلاف جهاد وکړي او له حرمينو يې وباسي، دې ډېر اسباب لرل چې ځينې يې وړاندې تېر شول. دغه اسباب لکه مخکې چې مو وويل دا و چې د دوی دښمنان او کينه ګر او هغه خرافاتيان چې عقل يې نه درلود، او ځينې سياستوال چې د دې دعوت مړه کول يې غوښتل او له دې وېرېدل چې د دوی منصبونه له منځه يوسي او د دوی تمې پرې نه کړي، نو شيخ او د هغه پيروان او ملګري يې دروغجن وګڼل او ويې ويل: دوی له رسول عليه الصلاة والسلام سره کينه لري، له اولياوو سره کينه لري او د هغوی له کراماتو منکر دي، هغوی ويل، چې دوی داسې داسې وايي، چې د هغوی په ګومان د رسولانو عليهم السلام په حق کې کمی کوي، ځينو ناپوهانو او مغرضينو دا خبرې ومنلې او د هغوی له لوري د شيخ د پيروانو پر ضد د وسيلې په توګه استعمال شول او د هغوی په ځای يې جنګ هم کاوه، هغوی ترکان او مصريان هم د دوی خلاف جنګ ته وهڅول؛ چې په نتيجه کې هغه فتنې او جګړې رامنځته شوې چې هر چا وليدې، يو لور ته مصري او ترکي پوځونه او د هغوی ملګري وو او بل لور ته آل سعود شو چې په نجد او حجاز کې دا جنګونه د اوږده وخت لپاره له ۱۲۲۶هـ نه نيولې تر ۱۲۳۳ هـ پورې وغځېدل او کله به يو لوری غالب و، کله بل، اووه کاله د حق او باطل د ځواکونو تر منځ جګړې روانې وې.

خلاصه دا چې شيخ محمد بن عبد الوهاب رحمة الله عليه دغسې سړی و، د الله د دين د راښکاره کولو، او د الله توحيد ته د خلکو د رهنمايۍ لپاره راپاڅېدلی و، د دې لپاره چې هغه بدعتونه او خرافات منع کړي چې خلکو په دې دين کې ننويستي دي، خلک پر حق روان کړي او له باطله يې ورټي، په نېکۍ ورته امر وکړي او له بديو يې منع کړي.

دا د هغه رحمة الله عليه د دعوت لنډيز دی، هغه په عقيده کې د سلفو صالحينو په لار روان و، پر الله، د هغه په نومونو او صفتونو، پر پرښتو، رسولانو، کتابونو، د قيامت پر ورځ او د خير او شر په تقدير يې ايمان درلود، د الله په توحيد کې، يوازې د الله په عبادت کې، د الله پر نومونو او صفتونو ايمان کې څنګه چې له الله سبحانه سره ښايي، چې نه يې د الله صفات معطلول او نه يې له مخلوق سره مشابه کول، او پر بعث او بيا ژوندي کېدو باندې په ايمان کې، په جزا او حساب، جنت او دوزخ او نورو شيانو کې په ايمان لرلو کې د اسلام د امامانو پر لار روان و، د ايمان په اړه يې د سلفو په څېر ويیل چې ايمان قول او عمل دی، زياتېږي او کمېږي، په طاعت کولو زياتېږي او په ګناه کولو کمېږي. دا ټول د هغه رحمة الله عليه له عقيدې څخه وو، دی د هغوی پر لار او عقيده روان و، په وينا او عمل دواړو کې، هيڅکله د دوی له دغې لارې نه ووت، په دې کې يې کوم ځانګړی مذهب هم نه درلود، نه يې کومه خاصه طريقه لرله، بلکې د صحابه و او تابعينو د نېکو سلفو پر لار روان و، الله دې له ټولو راضي شي.

هغه خپل دغه دعوت په نجد او شاوخوا کې څرګند کړ، خلک يې ورته راوبلل، چا چې ترې انکار کاوه له هغوی سره وجنګېد، دښمني او جګړه يې ورسره وکړل، تر دې چې د الله دين راښکاره او حق بريمن شو، دغه راز هغه الله ته په دعوت، باطل نه په انکار، پر نېکيو امر او له بديو منع کولو کې د مسلمانانو پر لار روان و، شيخ او د هغه ملګرو خلک حق ته رابلل، چې ټينګ پرې ودرېږي، له باطله يې منع کول، د هغوی دا کار يې بد ګاڼه او زجر يې ورکاوه چې پرې يې ږدي، دغه راز يې د بدعتونو او خرافاتو په بد ګڼلو کې تر هغه هڅې وکړې، تر څو چې هغه الله د ده د دعوت په سبب له منځه يووړل، نو دا درې اسباب چې اوس راروان دي، د هغه او د خلکو تر منځ د دښمنۍ او شخړې لاملونه وو، هغه دا دي:

لومړی: له شرکه انکار او خالص توحيد ته بلنه. دويم: له بدعتونو او خرافاتو انکار، لکه پر قبرونو ودانۍ او جوماتونه جوړول او داسې نور، لکه مولودونه او هغه طريقې چې صوفي ډلو ټپلو راويستې وې. درېيم: ده خلکو ته پر نېکيو امر کاوه او په زور يې ورته خلک مجبورول، نو که چا به له هغو نېکيو سر غړاوه چې الله پرې فرض کړې دي، په زور يې پرې کول او د پرېښودو په صورت کې يې تعزير ورکاوه، دغه راز يې خلک له بديو منع کول او ترې رټل يې، حدونه يې پلي کول، خلک يې د حق منلو ته مجبورول او له باطله يې شړل، همدا وه چې حق څرګند او خپور شو او باطل ورک او له بېخه وويستل شو، خلک په نېکو اخلاقو سنبال شول او په بازارونو، جوماتونو او بل هر ځای کې يې سيده تګلارې درلودې.

بدعتونه نور چا نه پېژندل، نه يې په سيمو کې شرک پاتې و او نه په کې منکرات ښکارېدل. بلکې چا به چې د دوی سيمې او احوال ليدل چې په کوم حال دي، د نېکو سلفو حال به وريادېده چې په غوره پېړيو کې د نبي صلی الله عليه وسلم، صحابه و او تابعينو په وخت کې پرې خلک وو. خلکو د هغوی په اخلاقو ځانونه سمبال کړل او د هغوی منهج يې خپل کړ، پر دې يې صبر او کوښښ کاوه او پرې جنګېدل، بيا چې په وروستي وخت کې د شيخ محمد او د هغه د ډېری بچيانو رحمة الله عليهم او ملګرو له مړينې ډېر وخت وروسته لږ څه بدلون راغی، په ترکي او مصري دولتونو امتحان او ابتلاء راغلل، چې د الله د دې قول مصداق و: بې شكه الله تر هغه د يو قوم حالت نه بدلوي څو چې هغوى خپل اوصاف نه وي بدل كړي. [الرعد ۱۱ آيت] الله عز وجل نه غواړو چې دوی کومې ستونزې ګاللې دي هغه د ګناهونو کفاره او بښنه وګرځوي، او چې څوک ترې وژل شوي دي هغه دې ورته شهادت او لوړې مرتبې وګرځوي، الله دې ترې راضي شي او خپل رحم دې پرې وکړي. د هغو دعوت الحمد لله تر نن ورځې پورې روان دی، مصري لښکر چې کله پر نجد ورننوتل او وژنې او تخريب يې وکړ، پر دې ډېر کلونه نه وو تېر چې دعوت بيا قايم او خپور شو، له دې نږدې پنځه کاله وروسته امام ترکي بن عبد الله بن محمد بن سعود رحمة الله عليه د دعوت چارې په لاس کې واخيستې او په نجد او شاوخوا کې يې دعوت خپور کړ، نجد کې علماء خپاره شول او کوم ترکان او مصريان چې هلته ول، وويستل شول، له نجد او شاوخوا کليو او ښارونو يې وويستل، او له دې وروسته په کال ۱۲۴۰ هـ کې په نجد کې دعوت خپور شو.

د درعية ويجاړی او د آل سعود دولت له منځه وړل په ۱۲۳۳هـ کې وو، د نجد خلک تر پنځو کلونو له ګډوډۍ، جګړو او فتنو سره مخ وو، له ۳۴م کاله تر ۱۲۳۹ هـ پورې، بيا په ۱۲۴۰م کال کې د نجد مسلمانان پر امام ترکي بن عبدالله بن محمد بن سعود راټول شول، حق څرګند شو او علماوو کليو او ښارونو ته رسالې وليکلې، خلک يې تشويق کړل او د الله دين ته يې راوبلل، او هغه فتنې مړې شوې، چې د مصريانو او د هغوی د ملګرو په لاس له رامنځته شويو جګړو وروسته دوی په کې ښکېل وو. دغسې هغه جګړې او فتنې مړې شوې چې د دې جګړو په ترڅ کې د دوی په منځ کې راپيدا شوې وې، د الله دين ښکاره شو او خلک په زده کړه، ښوونه، دعوت او توجيه بوخت شول، تر دې چې هر څه بېرته د پخوا په څېر سم شول او خلک خپل حالت ته وروګرځېدل، په کوم حالت چې د شيخ او د هغه د شاګردانو، زامنو او ملګرو په وخت کې وو، الله دې له ټولو نه راضي شي او رحم دې پرې وکړي، بيا له ۱۲۴۰ هـ څخه دعوت جاري و تر نن ورځې پورې الحمد لله، د سعود اولادې او د شيخ اولادې او د نجد علماوو په پرله پسې توګه يو د بل ځای نيوه، د سعود اولاده په امامت، الله ته په دعوت او د الله په لار کې په جهاد کې د يو بل ځايناستي کېدل.

دغسې علماوو الله ته په دعوت او لارښوونه او حق ته په توجيه کې يو د بل ځای نيوه، خو حرمين شريفين اوږده زمانه د سعودي له دولته جلا پاتې وو، بيا په ۱۳۴۳ هـ کې ورسره يو ځای شول او امام عبد العزيز بن عبد الرحمن بن فيصل بن ترکي بن عبد الله بن محمد بن سعود رحمة الله عليه پرې ولکه ټينګه کړه، او الحمد لله تر نن ورځې پورې د دې دولت تر ولکې لاندې دي.

نو الله لره حمد دی، او الله نه غواړو چې د آل سعود او آل شيخ باقي خلک هم نېکان کړي، دغه ټول مسلمان علماء که په دې وطن کې دي او که په نورو کې، الله دې د هغه څه توفيق ورکړي چې هغه پرې راضي کېږي، د مسلمانانو علماء که هر چېرته دي الله دې يې نېکان کړي، ټولو نه دې الله د حق د مرستې او د باطل د رسوايۍ کار واخلي، د سمې لارې داعيان دې الله په هر ځای کې موفق لري، چې د الله فرايض په ښه توګه قايم کړي، او الله دې موږ او دوی ته نېغه لاره وښيي، حرمين شريفين، د هغو ګاونډي سيمې او ټول مسلمان وطنونه دې الله اباد کړي، پر هدايت، په حق دين، د الله د کتاب او نبي عليه الصلاة والسلام د سنتو پر تعظيم او پر هغې په منګولو ښخولو، پر هغې په صبر او ثبات او د هغو پر حاکم ګرځولو، تر هغې ورځې چې له خپل رب سره مخ کېږي، الله پر هر څه قادر دی او دعا ډېره ښه قبلوي. دا وروستي هغه څه وو چې ما بيان کړل او تاسو مې د شيخ له حالت، دعوت، د هغه له ملګرو او دښمنانو خبر کړئ، الله غوره مرستندوی دی، پر همغه مو توکل دی، ولا حول ولا قوة إلا بالله العلي العظيم، وصلى الله وسلم وبارك على عبده ورسوله، نبينا وإمامنا محمد بن عبد الله، وعلى آله، وأصحابه، ومن سلك سبيله واهتدى بهداه والحمد لله رب العالمين.