د هغه څه نه چې ما لوستلي او ښه راته ښکاره شوي:
«په هغه وخت کې چې نابولي د کارلينیا Karlinia هنرمند نمایشونو لړزوله، په دغه ښارکې یو سړی یو مشهور ډاکټر ته ورغی چې د ژور خفګان (ذهني پرېشانۍ) لپاره ترې د دوایي غوښتنه وکړي، نو ډاکټر ورته د تسلیت او ارامۍ سپارښتنه وکړه او د کارلینیا نندارو ته د تللو توصیه یې ورته وکړه، نو هغه مریض ورته په جواب کې ووېل: زه کارلینیا یم»[۱].
او لیکوال خپلې وینا ته داسې دوام ورکړ:
«هغه مومن چې له زړه نه یې اېمان راوړی وي او یو ملحد هيڅکله هم د ذهني ډاکټر کتنځاي ته نه ورځي، یوازې او یوازې پلټونکي او شک کوونکي خلک ورځي.
مومنان پلټنه کوي او راحت مومي، ملحدان پلټنه هم نه کوي او راحت هم نشي موندلی، او دریم قسم خلک هغه دي چې پلټنه کوي خو تر اوسه یې راحت نه دی موندلی، پرته له الله تعالی نه چې (پیداکوونکی دی) ژوند یو میخانیک سیسټم ته ورګرځي او بې معنا کيږي.
که ته دا ووایې چې زه مټرو بس ته وختي تللی وم او بیا په مټرو بس کې سپور شوم، بیا پوهنتون ته ورسیدم او خپلې لیکچرې مې ورکړی او بیرته خپل کور ته راوګرځیدلم، دا وینا د دې وړ نه ده چې دا دی یوه لنډه کېسه وي، یا دی د چا نه یو نقل وي، ځکه چې دا د خیر او شر نه خالي ده، او د تاریخ په اوږدو کې د چا نه داسې یو نقل نشته چې هغه دې له خیر او شر دواړو نه خالي وي، ځکه چې دا دواړه د انسان د شتون او د هغه د مکلفیت راز دی».
دا دنده چې لېکوال یې په اړه وینا کوي د انساني بشریت په داخل کې د هغه ژور شعور او احساس نمونه ده چې دا انسان د سم کار کولو ته هڅوي او د بدو نه یې مخنیوی کوي، او په دې توګه حساب او سزا هم ورکوي.
د پلټنې سفر:
ډیری خلک دا ګمان کوي چې د هر شي چې څه معنی نه وي هغه به اصلي وي، او په دې توګه زمونږ سره پوره ازادي ده چې مونږ د ځان لپاره یوه معنا جوړه کړو د دې لپاره چې مونږ یوه خوشحاله زنده ګي ولرو.
بېشکه زمونږ د پیدایښت د هدف نه انکار کول په حقیقت کې خپل ځان ته دوکه ورکول دي، او ګویا کې مونږخپلو ځانونو ته داسې وایو: «راځئ فرض کړو چې زمونږ لپاره دي په دې ژوند کې یو هدف وي».
ګویا کې زمونږ حال د هغو ماشومانو په څېر دی چې له ځانه د ټوکو ډاکټران او نرسان یا مور او پلار جوړوي. مونږ هېڅکله نېکبختي نشو حاصلولی مګر کله چې مونږ په ژوند کې خپل هدف نه وي پېژندلی.
که چېرته یو انسان د خپلو ارادو پر خلاف په یو په زړه پورې رېل کې کینول شي، او خپل ځان په لومړۍ درجه کې بیامومي، دا یوه اعلی او هوسا، او د مزو نه ډکه تجربه ده. آیا دا انسان به پدې سفر کې خوشحاله وي پغیر له دې چې د هغو پوښتنو جوابونه ورته حاصل شي کوم چې د دې په ذهن کې اوړي راوړي لکه:
زه دې رېل ته څنګه راوختلم؟ لدې سفر څخه موخه څه ده؟ کوم ځای ته به ځي؟ کله چې دا پوښتنې پرته له جوابونو پاتي شي، نو دی به څنګه نېکبخته او خوشحاله وي؟
تر دی چې که د دې ټولو شیانو څخه استفاده هم وکړي کوم چې د دې د واک لاندې دي، نو بیا هم هېڅکله په حقیقي معنی سره خوشحالي او نېکبختي نشي حاصلولی، نو ایا خوندور خواړه د دې نه په دې سفر کې دا پوښتنې هیرولی شي؟
بېشکه دا قسم نېکبختي او خوشحالي خامخا لنډ مهالې او جعلي وي، تر هغه پورې دا خوشحالي نشي حاصلولی تر څو چې د دې مهمو پوښتنو په ځوابونو باندې ځان ناګاره او بې غرضه نه کړي، دا د شرابو له امله رامینځته شوې د دروغجنې خوښۍ په شان ده چې څښتن یې په دې سره هلاکت ته رسېږي.
او په دې توګه انسان هېڅکله حقیقي خوشحالي نشي حاصلولی مګر کله چې د دې اساسي پوښتنو ځوابونه ومومي.
انګریز مفکر جوهن لوک وایي:
«که چېرته د انسان ټول امېدونه په دې دنیا پورې تړلي وی، او که چېرته مونږ یوازې او یوازې په دې دنیا کې د زندګۍ نه خوندونه اخلو او بس نو دا د عقل او منطق نه لرې خبره نده چې مونږ دې د خوشحالۍ لټون وکړو اګر که د پلرونو او بچو په قیمت هم وي».
د شته والي او نشتوالي ترمنځ:
ډیری هغه خلک چې د دې دنیا له پېداکوونکي څخه انکار کوي په دې خبره یقین لري چې رڼا د وخت نه بهر ده، او دا یې نده قبول کړې چې پیداکوونکی ذات د وخت او ځای د قانون لاندی نشي راتللی، په دې معنی چې پيداکوونکی ذات د هر څه نه مخکې و، او د ټولو شیانو نه وروسته به پاتي وي، او بېشکه هیڅ مخلوق هغه لوی ذات لره په خپله احاطه کې نشي راګیرولی.
ډیری له دوی نه په دې خبره باور لري چې واړه واړه یوځای شوې اجزاوې چې سره کله د یو بل نه جدا کېږي بیا هم په عین وخت کې د یو بل سره یوځای کیدای شي، خو لېکن دا خبره نشي منلی چې پیداکونکی ذات په خپل علم سره د خپلو بنده ګانو سره دی، هر ځای ته چې دوی لاړ شي. او په دې خبره هم باور لري چې د دې عقل شته پرته له دې چې دا یې وويني، خو په پیداکوونکي ذات باندې ایمان نه لري پغیر له دې چې دا هم وویني.
ډېرو د دوی نه په جنت او دوزخ باندې اېمان لرل رد کړي، خو بل طرف ته د داسې کائناتو په شتون باور لري چې لیدلي یې نه دي. مادي پوهې دی خبر کړی چې باید په ځېنو داسې شیانو باور او یقین ولري چې هغه له سره شتون هم نلري لکه د شګو ګل، په دې اېمان لري او باور پرې کوي، خو د مرګ په وخت کې انسان ته فیزیک او کیمیا کومه ګټه نشي رسولی، ځکه چې هغوی ورسره د نشت وعدې کړي.
دا په الله تعالی او د هغه په کتاب د باور کوونکو او د هغه د وجود نه د انکار کوونکو ترمنځ توپیر دی، ملحد (بې دېنه) ته مومن یو پس پاتي انسان ښکاري ځکه چې هغه په داسې یو شی باور کړی چې نه یې دی لیدلی، سره له دی نه چې مسلمان په هغه څه باور کوي چې د هغه مرتبه او مقام اوچتوي، او بل طرف ته ملحد (بې دېنه) د فیزیک او د کیمیا د کتابونو درناوي کوي کوم چې د دې مقام نور هم ټېټوي.
د پرودګار شتون:
د دې کایناتو لپاره د یو پیداکوونکي په شتون باندې اېمان په دې حقیقت باندې ولاړ دی چې شیان پرته له سبب څخه نه څرګندېږي، او نه هم د کایناتو پیداکېدل یو ناڅاپي ډول کېدی شي، ځکه چې ناڅاپي ډول پیداکېدل اساسي سبب نه دی، بلکې دا یوه دویمه نتېجه ده چې په نورو عواملو پورې تړاو لري لکه (وخت، ځای، ماده او د ځواک شتون) د دې لپاره چې د دې شیانو څخه په ناڅاپي ډول یو څه شي جوړ شي. نو (د ناڅاپي ډول) کلمې استعمالول د هیڅ شي لپاره تشریح او تفسیر نشي کېدلی، ځکه چې دا پخپله هیڅ شی نه دی.
د حقېقت درک کول (معلومول):
په تجربوي مادي پوهې باندې زموږ د بشپړ باور ساتلو ستونزه دا ده چې دا پوهه یو بدلیدونکی بنسټ دی.
هره ورځ داسې نوې اختراع ګانې کېږي چې پخوانۍ نظريي ورسره له منځه وړي.
ځېنې هغه څه چې مونږ یې پوهه بولو لا هم نظري دي. ولو که مونږ دا فرض کړو چې ټول علمونه ثابت او ځېرک دي، خو بیا هم زمونږ سره ستونزه شته.
په اوسني وخت کې په تجربه ولاړ علم موندونکي ته ټول ویاړ ورکوي او اصل جوړوونکی له پامه غورځوي.
د مثال په توګه - فرض کړئ چې یو څوک یوې کوټې ته ننوځي او یوه ښکلې نقاشي ومومي چې په ډیر دقت سره رسم شوې وي، او په داسې ترتیب او خاېست سره چې د منلو وړ نه وي، او بیا د باندې راووځي ترڅو خلکو ته د هغې په اړه ووایی.
هرڅوک د هغه سړي څخه دومره متاثره شي چې دا نقاشي یې کشف کړې چې تر ټولو اړینه پوښتنه هیره کړی چې : «دا نقشه چا رسم کړې؟».
دا هغه څه دي چې انسانان یې کوي؛ دوی د طبیعت او فضا د قوانینو ساینسي موندنو څخه دومره اغېزمن شوي چې دوی د هغه چا حیرانوونکی پیداېښت هیر کړی چې د کایناتو قانون، انرژي، ماده او نور یې رامینځته کړي. ټول هغه څه چې ساینس پوهان یې کوي یوازې د قوانینو کشف کول دي. دوی دا قوانین نه دي جوړ کړي.
بلکې دا د خالق ذات لخوا رامینځته شوی.
انسان داسې نشي کولی چې د یو کتاب په پېژندلو سره د دې کتاب لېکوال هېر کړي، دوی بدېل نه دي. ساینس او نني علم د کایناتو قوانین کشف کړي خو دوی دا قوانین جوړ کړي نه دي، بلکې خالق ذات دا جوړ کړي.
داسې مؤمنان شته چې په فزیک او کیمیا کې لوړې درجې لري، خو په دې پوهېږي چې د دې کاېناتي قوانینو تر شا یو لوی خالق دی، نو هغه مادي علم چې ماده پوهان پرې باور لري داسې قوانین یې کشف کړي چې الله تعالی جوړ کړي، او ساینس دا قوانین نه دي جوړ کړي.
بېشکه ساینس پوهانو داسې څه نه دي موندلي چې دوی یې مطالعه کړي پرته له هغه قوانینو څخه چې الله تعالی پیداکړي.
په داسې حال کې چې اېمان مومن ته په دنیا او اخرت کې ګټه رسوي.
بېشکه کله چې یو څوک سخت زکام او تبه ولري کیدی شي د څښلو لپاره یو ګیلاس اوبه هم ترلاسه نشي کړلی، نو څنګه کولی شي چې د خپل خالق سره د خپلې اړېکي څخه بې پروا شي؟
«ویلیم جیمز» وايي: «د دریابونو ګډې وډې او ډېرې څپې هېڅکله د ژورو ځایونو سکون نه ګډوډوي، نه یې امنیت ګډوډوي، او همدارنګه هغه څوک چې په الله تعالی ژور باور لري باید د لنډمهاله سطحي بدلونونو سره د هغه ارامتیا ګډه وډه نه کړي.، یو ریښتینی دیني سړی د اضطراب مخه نیسي ، تل خپله هوښیارتیا کاروي، تل د هغو بدلونونو مقابلې ته تیار وي چې کېدای شي په ده باندې راشي».
دین د څه لپاره؟
د لاهوتي علم (علم اللاهوت: هغه علم دی چې د الله د وجود او د هغه د ذات او د صفاتو څخه بحث کوي).
استاذ هانز شفارتز (Hans Schwarz) وایي:
"د ساینس د اهمیت سره سره، دا کېدلی شي چې د ویجاړولو لپاره هم وکارول شي لکه څنګه چې د بیا رغونې لپاره کارول کیدی شي، او دلته د عقیدې ترټولو مهم رول راځي، ځکه چې عملي تجربه نشي کولی چې دا ټول جوابونه پیداکړي."
او وایې:
"عقیده او پوهه یو بل ته اړتیا لري، او ساینس پوهان باید دا ومني چې دوی ځینې وختونه ایمان کاروي ترڅو د طبیعت د اړخونو ترمنځ په هغو ژورو اړیکو پوه شي چې دوی یې ګوري."
او شوارز په دې باور دی چې ساینس پوهان هغه حقیقتونه او ځوابونه نه لري چې دوی یې ادعا کوي، او په هغو پوښتنو کې چې ساېنس پوهان ورسره هر ورځ مخامخ کېږي د دې خبرې غټ ثبوت دی، په ځانګړې توګه هغه ساېنس پوهان چې د ژوند د اصل په لټه کې دي، کله چې دوی یوې پایلې ته ورسیږي. یوه نوې موندنه په راتلونکی ورځ کې د دې سره مخالفت کوي.
زموږ د ژوند د سرچینې او د هغې د معنی په اړه هغه پوښتنې چې مادي ساینس نشي کولی ځواب ورکړي، د ځواب لپاره یې میټافزیک یا د طبیعت تر شا علم ته رول ورکړی، د هیروشیما حادثه او نور ناورینونه چې د ساینسي اختراعاتو له امله رامینځته شوي، د دې په وجه ساینس خپل معصومیت له لاسه ورکړی.
فیلسوف کارل جاسپرس او نورو د ساینسي مادیالیزم علم په افسانوي (خیالي) نوم یاد کړی.
او موږ له دې څخه دې نتیجې ته رسیږو چې که موږ د استدلال لپاره ومنو چې ساینس دې پوښتنې ته ځواب ورکړی: کائنات څنګه رامینځته شوي؟ دا ممکنه نه ده چې د ژوند او اخلاقو د اصل او هدف په اړه پوښتنو ته ځواب ووایو سره له دې چې ساینسي پرمختګ هم وساتو، پرته له دې چې د دین او ساینس ترمنځ توافق او یووالی پیداکړو.
د مادي علومو په مرسته انسان کولای شي توغندی جوړ کړي، خو په دې ساینس سره نه شي کولای چې د نقاشۍ د ښکلا په اړه قضاوت وکړي د بېلګې په توګه، د شیانو د ارزښت اندازه نشي کولای او نه د ښو او بدو په اړه موږ ته معلومات راکولای شي. د مادي ساینس په مرسته موږ پوهیږو چې ګولۍ وژل کوي، خو پدې نه پوهیږو چې د نورو د وژلو لپاره کارول یې غلط دي.
د فیزیک د علم مشهور عالم البرت آنشتاین وایي:
"ساینس د اخلاقو سرچینه نه شي کیدی، په دې کې شک نشته چې د ساینس لپاره اخلاقي بنسټونه شتون لري، مګر موږ د اخلاقو لپاره د ساینسي بنسټونو په اړه خبرې نشو کولی. د ساینس قوانینو او مساواتو ته د اخلاقو د تابع کولو ټولې هڅې ناکامې شوې او ناکامې به وي."
او مشهور جرمنی فیلسوف ایمانویل کانت وایي:
"د پرودګار د شتون اخلاقي ثبوت د عدالت د غوښتنو سره سم رامینځته شوی، ځکه چې ښه سړي ته باید انعام ورکړل شي، او بد سړی باید مجازات شي ، او دا نه پېښېږي مګر د یوې لوړې سرچېني په شتون کې چې د هر انسان سره د هغه په ټولو کړو وړو حساب وکړي، لکه څرنګه چې دلیل د هغه څه پر بنسټ ولاړ دی چې د فضیلت او خوښۍ د یوځای کولو امکان ته اړتیا لري، ځکه چې دا ممکنه نه ده چې دوی یوځای شي مګر د هغه چا په شتون کې چې هغه د کایناتو نه اوچت دی، او هغه په هر څه پوهه دی او په هر شي قدرت لرونکی دی، او دا عالي او موجوده سرچینه د طبیعت څخه پورته د پرودګار استازیتوب کوي.
له بندګۍ څخه ازادي:
خامخا که مونږ د خالق عبادت ونه کړو، موږ به داسې حالت ته ورسېږو چې د نورو "باطلو خدایانو" عبادت به کوو. زړه؛ یا د دنیا له یوې معاملې سره تړاو لري چې د لاسته راوړلو په لټه کې یې وي او په ترلاسه کولو پسې یې منډې وهي، او یا هم د هغه له خالق او د وجود له اصل سره تړاو لري، او له همدې امله زموږ غوښتنې او خواهشات پرته زمونږ له پوهېدو مونږ غلامان کوي. په داسې حال کې چې زموږ د زړونو تړل د الله تعالی او د اخرت سره، موږ د نورو د غلامۍ له کړۍ څخه راوباسئ، او رب العالمین زموږ خالق دی او هغه ډیر مستحق دی چې موږ ورته وروګرځو او له هغه څخه مرسته وغواړو.
ډیری خلک شهرت او فیشن ته متوجه کېږي.
سربیره پردې اعلانونه او ټولنیزې رسنۍ د خلکو پام ډیر جذبوي، او د نیمګړو مفکورو په خپرولو کې ډیر لوی رول لري، چې په وړو وړو شیانو پاملرنې ته خلک رابولي او لومړېتوبونه ترې ګډوډوي، او دې ته زمونږ په کړاوونو کې ونډه ورکړل شوې، او مونږ ګډوډ او د بدبختۍ ژوند ته رسوي.
همدارنګه، ځیني ټولنیز معیارونه او نور کورني فشارونه، چې کیدای شي موږ میراثي دودونو او مفکورو ته اړ کړي، موږ له هغه څه څخه لرې کوي چې په دې ژوند کې زمونږ څخه غوښتل شوي او زموږ د پرودګار په وړاندې زموږ دنده ده.
مکلفیت او مسؤولیت: دندې او سپارښتنې
د کايناتو پر خالق ايمان يوه ژمنتیا او مسؤوليت دی، ايمان ضمیر وېښوي، او مؤمن ته په هر کوچني او لوی شي کې د ځان سره د حساب کولو تېزي ورکوي، مؤمن د خپل ځان، کورنۍ، ګاونډي او آن د مسافر په وړاندې هم مسؤول دی، مومن سببونه لټوي او په الله تعالی توکل او یقین کوي، زه فکر نه کوم چې دا دې په تریاکو د روږدو کسانو ځانګړتیاوې وي کوم چې نن ورځ پرې مومنان بدناموي.
د خلکو اصلي تریاک الحاد دی نه عقیده.
ځکه چې ملحد خپل پیروان مادیت ته بولي، د دین په ردولو او د مسؤلیتونو او وظیفو په پریښودلو سره د خپل خالق سره د دوی اړیکې لرې کوي، او دوی دې ته هڅوي چې د هغې شیبې څخه خوند واخلي چې دوی پکې ژوند کوي پرته له دې چې د هغې پاېلي په نظر کې ونیسي، نو دوی د د نیوي سزا څخه د خوندیتوب په حالت کې هغه څه کوي چې دوی یې خوښوي، په دې عقیده چې هیڅ الهي څارونکی یا حساب کوونکی نشته، او هیڅ بېرته راژوندې کېدل (قیامت) یا حساب شتون نلري. ایا دا په حقیقت کې په نشیي توکو د روږدي کسانو ځانګړتیاوې او صفتونه نه دي؟!
د نفس لپاره لوړ مقام:
د هغه څه نه چې ما لوستلي او خوښ شوي مې دي:
"کله چې یو څوک جرم وکړي نو د تورن کس وکیل هڅه کوي چې د تورن کس جرم غیر قصدي ثابت کړي، که څه هم جرم د مادي لید څخه واقع شوی او مجرم اعتراف هم کړی، مګر قانون د جرم پر مهال د ارادې او نیت موندلو او د انسان د حالت د پېژندلو لپاره مداخله کوي.
دلته موږ روح (نفس) د مادي حقیقت څخه په لوړ مقام کې ځای په ځای کوو.
په حقیقت کې موږ د هغه څه په اړه قضاوت نه کوو چې په نړۍ کې پېښ شوي بلکې د هغه څه باره کې قضاوت کوو چې په نفس کې پېښ شوي.
دا د انسان او نړۍ تر منځ لومړنی تناقض منعکسوي، باېد اخلاق داسې ارزښت ولري چې د تجریدي مادي معیارونو له مخې نه اندازه کیږي او د طبیعي قوانینو تابع نه وي.
اخلاقي سلوک، قرباني، لوړ مثالونه، د دنیا نه بې رغبتي، خواهشات پرېښودل، په ځان بل غوره کول دا اصلي اخلاق یا بې معنی دي او یا د پرودګار په شتون کې معنی لري."[1]
په هغه ورځ چې مال او بچي به چا ته فاېده نشي رسولی:
هغه څه چې موږ د کورونا په ناورین کې ولېدل د دومره مړو نه چې د هغوی په اړه هېڅوک نه پوهېږي، او د زړو خلکو کورونه (پالن ځاېونه) د بې وزلو جسدونو څخه ډک شوي، چې د دوی شاوخوا ټول خلک د دوی څخه بېزاره شوي، او هغه څوک چې په لارو کې مړه شوي هیڅوک یې په اړه نه پوهیږي، او څوک چې مالدار دي د درملنې په ا نتظار دي، او دوی څنګه داسې حالت ته ورسېدل چې د ځوان په خاطر بوډا قرباني کوي، او ناروغان د روغتون په بسترونو باندې د یو بل نه مخکې کېږي، ګویا کې چې دا حالت د قيامت د ورځې د صحنې په څېر يوه صحنه وړاندې کوي.
دکرونا بحران د خلکو له زړونو څخه ډیری هغه سمبولونه لرې کړل چې دوی ورپورې خپل خیالونه تړلي وو، او د دوی دروغجن معبودان چې دوی به یې پرته له الله تعالی نه احترام کاوه په یو بل پسې ټوټه ټوټه شول، نو چا چې به د مال بندګي کوله هغوی ته مال او دولت هیڅ فاېده ونه رسوله، او چا به چې دا ګمان کاوه چې شاید دا به په مادي علم باندې بچ شي هېڅ فاېده یې ورته ونه رسوله، او چاچې به په تېږو او بتانو سره ځان نږدې کاوه اوس ورته د کورونا د لګېدلو د ویرې نه نږدې کېږي، او مونږ د نصراني مولایانو څخه اورېدلي چې خپل پېروان یې نېغ په نېغه د الله تعالی طرف ته رابللي او هغوی ته د ورتللو نه یې منع کړي، او د دې کلمې (لا اله الا الله) لمر او شان په ټوله نړۍ کې وځلېده.
بې له شکه حالات انسان دې ته اړ باسي چې الله تعالی ته وروګرځي او هغه ته رجوع وکړي او له هغه څخه مرسته او مدد وغواړي، او د دې حدېث الفاظ په خپلو ښکلو معناګانو کې څرګندېږي:
کله چې څه غواړې نو د الله تعالی څخه یې وغواړه، او کله چې مدد غواړې نو د الله تعالی څخه یې وغواړه. ترمذي روایت کړی.
او تل په خپلو لیکنو کې هغه خبرې یادوم چې یو هسپانوي سپین ږیري راته ویلي: موږ په لویدیځ کې نه د الله تعالی عبادت کوو او نه د مسیح عبادت کوو، موږ د ښځو او پیسو عبادت کوو.
که څه هم هغه دا د ټوکو په توګه وویل خو د هغه په دې جمله کې ډیر حقیقت پروت دی، او د هغه سړي وینا ما ته اوس رایادېږي پداسې حال کې چې په اروپا کې ټول خلک دا وینا کوي: یا الله بس زما ځان وژغوره.
په دې ژوند کې موږ پرته له دې بله چاره نه لرو چې د خالق بلنه ومنو چې په هغه باندې ایمان ولرو او هغه ته تسلیم شو او مونږ سره بله لار نشته، یا شتون دی یا نه شتون، د دې لپاره چې د دنیا او اخرت خیر تر لاسه کړو، او یا دنیا غوره کړو نو هلاک به مو کړي، او برخلیک به مو جهنم ته وي.
په دې لنډیز کې ما وغوښتل چې د کایناتو د خالق د شتون لپاره د خالق له ویناوو، د کایناتو له قوانینو څخه چې د خالق لخوا رامینځته شوي، او د کایناتو د هغو موجوداتو څخه چې خالق په نا اشنا ډول پیدا کړي دلیلونه وړاندې کړم.
او د ځینو هغو علماوو ویناوې وړاندې کړم چې د خالق په وجود باور لري، سربېره پر دې د هغو کسانو ویناوې چې د خالق د وجود څخه انکار کوي، او ویناوي یې د الله تعالی د شتون حقیقت تاییدوي.
دا کتاب د دې لپاره هم دی چې ثابت کړي چې د خالق نه د انکار کولو نظریه د عقل، فطرت او عصري علم (ساینس) سره په ټکر کې ده؛ نه ایمان لکه څرنګه چې ځېني خلک دا باور لري.
او له لوی الله جل جلاله څخه غواړم چې دا کتاب له ما څخه قبول کړي او هغه چا ته یې د لارښوونې سرچینه او د حل لاره وګرځوي څوک چې د خالق له شتون څخه انکار کوي او د لارښووني په لټه کې دي، ځکه چې هغه په ملحد (بې دینه) کېدلو سره حل لارې ته د رسېدو په لار کې د خپلې ناکامۍ اعلان کړی.
که ساينس پوه مؤمن وي، نو بې له شکه به خالق وايي، خو ملحد ساينس پوه به وايي: يو تکړه انجنير، يا هوښيارې باکتريا، يا چانس (ناڅاپي ډول)، يا د ساينس پوهانو يوې ډلې يا د بلې سيارې مخلوقاتو تجربه کړې چې د دې لامل شوې چې کاینات دې رامنځ ته شي!
نو الله تعالی جواب ورکوي:
الله تعالی د ټولو مخلوقاتو پیداکوونکی دی، او هغه په هر شي باندې ساتونکی دی. [2]
نااشنا جوړوونکی د اسمانونو او ځمکې دی، څرنګه هغه لره زوی کېدلی شي حال دا چې د هغه مېرمن نشته، او هر شی یې پیدا کړی او هغه په هر څه باندې پوهه دی (۱۰۱) دغه الله تعالی ستاسو پالونکی دی، نشته لاېق د بندګۍ په حقه سره مګر همدغه الله تعالی دی، پیداکوونکی د هر یو شي دی نو خاص د هغه بندګي وکړئ او هغه په هر څه باندې نګران دی. [3]
او بېشکه مونږ پیداکړي آسمانونه او ځمکه او هغه څه چې د دې دواړو ترمنځ دي په اندازه د شپږو ورځو کې او مونږ ته هېڅ ستوماني نه ده رارسېدلی. [4]
الله (چې دی) نشته بل حقدار د بندګۍ په حقه سره مګر هم دی دی، همېشه ژوندی دی، د ټول عالم انتظام کوونکی دی، په ده باندې نه پرکالي راځي او نه خوب، خاص هم ده لره دي ټول هغه څه چې په آسمانونو او ځمکه کې دي، څوک دی هغه کس چې د ده په وړاندې به سفارش کوي مګر د ده په اجازې سره، پوهېږي په هر هغه څه چې د دوی په وړاندې دي او په هر هغه څه چې د دوی وروسته دي، او دوی (مخلوق) د هغه له علم نه هېڅ شی هم نشي راګېرولی، مګر هغه څه چې هغه (الله) یې وغواړي، پراخه ده کرسۍ د الله(د دوو پښو ځای) د اسمانونو او ځمکې څخه او د دې دواړو ساتنه هغه (الله) نه ستړی کوي، او هم هغه ډېر اوچت دی، ډېر لوی دی. [5]
(هُوَ الْأَوَّلُ وَالْآخِرُ وَالظَّاهِرُ وَالْبَاطِنُ ۖ وَهُوَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ)
هم دغه (الله تعالی) اول دی (هیڅ شی له هغه څخه مخکې نه و) او آخر دی (له ده نه وروسته هېڅ شي نشته) او لوړ دی (په هر شي بره دی) او باطن دی (د ده په وړاندې هېڅ شی پټ نه دی)، او هغه په هر شي باندې ښه پوهه دی. [6]
(...لَيْسَ كَمِثْلِهِ شَيْءٌ ۖ وَهُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ).
نشته د هغه په شان هیڅ شی، او هغه ښه اورېدونکی او ښه لېدونکی دی. [7]
نو د آسمان او ځمکې په رب مې قسم دی چې بېشکه دا (خبره چې الله موجود دی شریک نلري) یقېنا حق ده، په شان د هغې چې تاسو خبرې کوئ. [8]
پیغمبرانو ورته ویلي وو: ایا د الله تعالی په باره کې شک دی، چې د اسمانونو او ځمکې پیداکوونکی دی...؟ [9]
خاص الله تعالی هغه ذات دی چې نشته دی حقدار د بندګۍ پرته له هغه نه، پوه دی په هر پټ او ښکاره باندې خاص هغه بې حده مهربان او همیشه رحم کوونکی دی(۲۲).
دغه الله -تعالی- هغه ذات دی چې نشته هېح حق معبود مګر هم دی دی، چې (حقیقي) بادشاه دی، ښه پاک دی، سلامتي ورکوونکی (او) امان ورکوونکی دی، نګهبان (محافظ) ښه غالب (او زورور)، ډېر عظمت والا، ډېرې لویي والا دی، الله پاک دی له هغو شیانو نه چې دوی یې ورسره شرېکوي (۲۳) هم دغه الله تعالی پيداکوونکی، (له نشت نه وجود ته) راوېستونکی، صورت ورکوونکی دی، خاص هم ده لپاره تر ټولو ښکلي نومونه دي، د ده پاکي بیانوي هر هغه شي چې په آسمانونو او ځمکه کې دي، او هم دی ښه غالب، ډېر حکمت والا دی (۲۴) [10]
بېشکه د هغه کار کله چې د یو شي د کولو اراده وکړي ورته ووایي چې شه سمدس هغه وشي. [11]
او هم هغه غالب دی، د خپلو بنده ګانو له پاسه دی، او پر تاسو باندې ساتونکي (ملاېک) رالېږي، تر هغه پورې چې کله په تاسو کې یو کس ته مرګ راشي، (نو) زمونږ استازي یې وفات کړي او هغوی هېڅ تقصیر (کمی) نه کوي. [12]
او تاسو (د سمې لارې) اراده نشئ کولی مګر دا چې الله رب العالمین یې اراده وکړي. [13]
هغه له اسمانه تر ځمکې پورې د نړۍ چارې اداره کوي (د قیامت د ورځې پورې) بیا به ده ته دغه (کار) په هغې ورځ کې خېژي چې د هغې اندازه زر کاله ده، له هغو (کلونو) نه چې تاسو یې شمیرئ. [14]
او خاص الله تعالی لره دی د اسمانونو او ځمکې (علم) غیب او خاص هم ده ته بیرته ګرځولی شي (د بنده ګانو) کار ټول، نو ته د ده عبادت کوه اوپه ده توکل کوه او ستا رب له سره غافله نه دی له هغو کارونو نه چې تاسو یې کوئ.[15]
او خاص د الله تعالی لپاره دي هغه څه چې په اسمانونو کې دي او هغه څه چې په ځمکه کې دي او خاص د الله تعالی په طرف (ټول) کارونه ورګرځولی شي. [16]
او نشته هیڅ څیز مګر مونږ سره د هغه خزانې دي او مونږ هغه نه نازلوو مګر په معلومې اندازې سره. [17]
او خاص د الله تعالی لپاره د اسمانونو او ځمکې خزانې دي خو منافقان نه پوهېږي. [18]
او هم ستا رب ښه بې پروا، (او) رحمت والا دی، که چېرې هغه وغواړي نو تاسو به بوځي او له تاسو وروسته به هغه خلق ځای ناستي کړي چې یې غواړي، لکه څنګه چې یې تاسو د بل قوم له اولادې نه پیدا کړئ. [19]
ای خلکو! هم تاسو الله تعالی ته اړ یاست، او الله تعالی، هم دی ښه بې پروا، ښه ستاېل شوی دی. [20]
او څوک چې کافر شو، نو بېشکه الله تعالی د مخلوقاتو نه بیخي بې پروا دی. [21]
او خاص له هغه سره د غیبو چابیانې دي، یوازې هغه په دغو عالم دی او هغه عالم دی په هغه څه چې په وچه او سمندر کې دي، او هیڅ یوه پاڼه نه غورځیږي مګر هغه پرې عالم دی او د ځمکې په تیارو کې نه یوه دانه (پرېوځي) او نه لوند څېز او نه وچ مګر (دا ټول) په څرګند کتاب (لوح محفوظ) کې دي. [22]
ته ووایه: ای الله! د بادشاهۍ مالکه! ته بادشاهي ورکوې هغه چا ته چې وغواړې او بادشاهي بېرته اخلي له هغه چا نه چې وغواړې، چا ته چې وغواړې عزت ورکوې او چا ته چې وغواړې ذلت ورکوې، هم ستا په لاس کې خیر دی، بېشکه ته په هر شي باندې ښه قادر یې (۲۶)
ته شپه په ورځ کې ننباسې او ورځ په شپه کې ننباسې او ته ژوندی له مړي راوباسې او مړی له ژوندي راوباسې او چا ته چې وغواړې بې حسابه روزي ورکوې (۲۷).[23]
نا اشنا جوړونکی د اسمانونو او زمکې دی، او کله چې د کوم کار پریکړه وکړې، نو همدا خبره ده چې هغه ته ووایي: «وشه» نو هغه وشي. [24]
آیا نه دي خبر کافران چې بېشکه آسمانونه او ځمکه سره دواړه یوځای نښتي وو نو بیا مونږ دواړه بېل کړل، او هر ژوندی شی مو د اوبو څخه پیداکړی دی، آیا دا خلک اېمان نه راوړي؟ [25]
ټولې د کمال صفتونه خاص د الله تعالی لپاره دي چې د اسمانونو او ځمکې پیداکوونکی دی، ملاېکو لره رسولان ګرځوونکی دی، (داسې ملاېک) چې د وزرو والا دي، دوه دوه او درې درې او څلور څلور، هغه په پیداېښت کې زیاتوي چې څه وغواړي، بېشکه الله تعالی په هر شي باندې ښه قدرت لرونکی دی. [26]
راتلونکي قرآني آيتونه لاندې موضوعات تاییدوي:
آسمانونه او ځمکه (کاینات) دا ټول یوه ټوټه وه، الله تعالی د هغې صفت داسې بیان کړی چې «یو بل سره نښتي وو» مطلب دا چې یو شی سره کلک نښتی وي.
او اسمان مونږ هغه په قدرت سره جوړ کړی او بېشکه مونږ خامخا پراخوونکي یو. [27]
ته دوی ته ووایه: ایا په رښتیا تاسو خامخا کافران کېږئ په هغه ذات چې ځمکه یې په دوه ورځو کې پیدا کړه او تاسو د هغه لپاره شرېکان جوړوئ (۹)
او دغه (الله تعالی) په دغې ځمکه کې د دې له پاسه غرونه کېنول او په هغې کې یې برکت واچاوه او په هغې کې یې د دې د (اوسېدونکو) روزي په اندازه کړه په څلورو ورځو کې، په داسې حال کې چې د تپوس کوونکو لپاره برابر دي (۱۰)
بیا یې د اسمان په طرف اراده وکړه، په داسې حال کې چې هغه یو لوګی و، نو هغه (الله تعالی) ده ته او ځمکې ته ووېل: تاسو دواړه راشئ، په خپلې خوښې سره، یا په زور سره، دواړو ووېل: مونږ په خوښې سره فرمان منوونکي راځو (۱۱)
نو په دوو ورځو کې يې اوه اسمانونه جوړ کړل او په هر اسمان کې یې د هغه مناسب کار وحې وکړه او د ټولو نږدې اسمان مو په ډېوو (ستورو) سره ښکلی کړ او (دغه مو وساته) په ښې ساتنې سره، دغه د ډېر غالب، ښه پوهه ذات اندازه کول دي (۱۱) [28]
دا ایتونه دا راتلونکې خبرې څرګندوي:
اوله او دویمه ورځ: د ځمکې جوړښت.
او په درېمه او څلورمه ورځ کې: د بره طرف نه د غرونو راښکاره کېدل او د هغوی لوړوالی، او همدارنګه د ځمکې د اوسېدونکو لپاره د غلې (خوراک) اندازه کول (یعني د نباتاتو او څارویو پیداکول)
په داسې حال کې چې قرآن تر ۱۴۰۰ کاله مخکې د اسمان د لوګي د اصل په اړه خبرې کړې وې، تر هغه وخته پورې د ستورو ترمنځ ګرد او غبار نه وو کشف شوی تر څو چې په اوسني وخت کې آلمانیانو د دوړو کشف کوونکې اله جوړه کړه.
هر چې د ستورو ترمنځ د دوړو په اړه ده: نو ساینس پوهانو کشف کړې چې زمونږ دنیا د خاورو دنیا ده، او اوسنی اسماني ګرد د اسمان د لوګي څخه پاتي یوه برخه ده.
تجربوي ساینس خبر ورکړی چې زموږ کهکشان د کایناتو په پورتنۍ نیمایي برخه کې موقعیت لري او د کږېدلو سره نور هم بره طرف ته حرکت وي، او موږ د کایناتو د پراخیدو په لور روان یو.
دغه الله تعالی دی چې لمر یې تېز ځلېدونکی ګرځولی دی او سپوږمۍ یې روښانه او هغه یې منزلونه منزلونه مقرر کړه، د دې لپاره چې تاسو د کلونو شمېره او حساب معلوم کړئ، الله تعالی دا څېزونه نه دي پیدا کړي مګر په حقه سره، هغه ایتونه په تفصېل سره بیانوي، د هغو خلقو لپاره چې پوهېږي. [29]
همدارنګه الله تعالی فرمایي:
إِنَّ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَاخْتِلَافِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ وَالْفُلْكِ الَّتِي تَجْرِي فِي الْبَحْرِ بِمَا يَنْفَعُ النَّاسَ وَمَا أَنْزَلَ اللَّهُ مِنَ السَّمَاءِ مِنْ مَاءٍ فَأَحْيَا بِهِ الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا وَبَثَّ فِيهَا مِنْ كُلِّ دَابَّةٍ وَتَصْرِيفِ الرِّيَاحِ وَالسَّحَابِ الْمُسَخَّرِ بَيْنَ السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ لَآيَاتٍ لِقَوْمٍ يَعْقِلُونَ)
بېشکه د آسمانونو او ځمکې په پیداکولو او د شپې او ورځې په بدلېدو کې، او په هغو بېړیو کې چې په سمندر کې یې هغه څه روان کړي وي چې خلقو ته فاېده رسوي، او په هغه څه کې چې الله تعالی له اسمانه (بره) نه راورولي دي، چې اوبه دي، نو په دې سره یې ځمکه د هغې له مړه کېدو (وچېدو) نه پس ژوندۍ کړه، او په دې کې یې هر قسمه خوځنده (شیان) خواره کړل، او د بادونو په ګرځولو (راګرځولو) کې او په هغې ورېځ کې چې د اسمان او ځمکې په مېنځ کې تابع کړی شوې ده، خاماخا د هغه قوم لپاره نښې دي چې عقلمند وي. [30]
او ما پېریان او انسانان نه دي پیدا کړي مګر د دې لپاره چې زما بنده ګي وکړي. [31]
همدارنګه الله تعالی فرماېلي:
بېشکه مونږ ګرځولی هر هغه شی چې د ځمکې دپاسه دی ښاېست د ځمکې، د دې لپاره چې مونږ دوی وازمایو چې په دوی کې کوم یو د عمل په لحاظ ډېر غوره دی. [32]
... بېشکه الله تعالی د ټولو مخلوقاتو نه بې حاجته دی. [33]
یقینا په انسان باندې داسې وخت هم راغلی چې دی څه داسې د یادولو وړ شی نه و. [34]
او بېشکه مونږ انسان د خټې د خلاصې(بېلابېلو ځایونو څخه راټولې شوې) نه پیداکړی دی. [35]
هغه الله تعالی چې ښاېسته کړی یې دی هر هغه شی چې پیداکړی یې دی، او د انسان د پیدایښت پېل یې له خټې څخه کړی دی. [36]
(الله تعالی) ووېل: ای ابلېسه! ته هغه کس ته له سجدې کولو نه څه شي منع کړې چې ما پخپلو دواړو لاسونو پیدا کړی دی؟ آیا تا لویي وکړه، او که یا ته له (پېل نه) د لوړو خلقو ځني یې؟ [37]
او کله چې مونږ ملاېکو ته ووېل: آدم ته سجده وکړئ، نو هغوی سجده وکړه لیکن ابلیس نه، هغه انکار وکړ، او تکبر یې وکړ، او هغه و له کافرانو څخه. [38]
بیا یې د هغه نسل د سپکو (حقېرو) اوبو د خلاصې نه پیدا کړ. [39]
بیا مونږ هغه، نطفه (دمني یو څاڅکی) وګرځوله په مضبوط قرار ځای(رحم) کې(۱۳).
بیا مونږ دغه نطفه د وینې ټوټه وګرځوله، ورپسې مونږ دغه د وینې ټوټه د ژولې شوې غوښې په څیر وړه بوټۍ وګرځوله، ورپسې مونږ دغه بوټۍ هډوکی وګرځوله، بیا مو هډوکو ته غوښه ورواغوستله، بیا مونږ هغه په بل تخلېق کې پیدا کړ، نو الله تعالی ډېر برکت والا دی چې تر ټولو ښه پیداکوونکی دی. [40]
او (الله تعالی) هغه ذات دی چې له اوبو نه یې انسان پیدا کړی دی، بیا یې هغه د نسب او سخرګنۍ والا وګرځاوه او ستا رب ښه قادر دی.
(الفرقان سورت : ۵۴ آیت)
او یقېنا مونږ د ادم اولادې ته ډېر عزت ورکړی دی، او مونږ دوی په سورلېو باندې په وچه او سمندر کې سواره کړي دي، او مونږ دوی په خپل مخلوق کې په ډېرو زیاتو باندې غوره کړي دي، په غوره کولو ډېرو سره. [41]
(دغه الله تعالی) نا اشنا پیداکوونکی د اسمانونو او ځمکې دی، تاسو لپاره یې ستاسو له جنسه نه جوړې پیداکړي دي، او د څارویو نه یې هم قسمونه پیداکړي دي، هغه تاسو په دې طرېقې سره خوروي، د هغه په مثل هېڅ شي هم نشته، او هم دغه الله تعالی ښه اورېدونکی ښه لېدونکی دی. [42]
او مونږ ووېل ای ادمه! اوسېږه ته او ستا بې بې په جنت کې، او دواړه د هغه له میوو نه پرېمانه خوراک کوئ کوم ځای چې مو خوښه وي، او تاسو دواړه دې ونې ته مه نږدې کیږئ، ګنې تاسو به له ظالمانو نه شئ. [43]
او ته دوی ته ووایه: حق ستا د رب له جانبه دی، نو څوک چې (د اېمان) اراده وکړي نو هغه دې اېمان راوړي او څوک چې (د کفر) اراده وکړي نو هغه دې کافر شي ... [44]
او ادم ته یې ټول نومونه وروښودل(د هغه ضروري شیانو)، بیا یې هغه ملاېکو ته وړاندې کړل، نو ویې وېل: ما د دوی په نومونو باندې خبر کړئ که چېرته تاسو ريښتوني یاست. [45]
نو آدم له خپل رب نه څو کلمې زده کړې، نو د هغه توبه یې قبوله کړه، بېشکه هم هغه ښه توبه قبلوونکی، بې حده رحم کوونکی دی. [46]
او کله چې ستا رب ملاېکو ته ووېل: بې شکه زه په ځمکه کې یو خلېفه پیدا کوونکی یم، هغوی ووېل: آیا ته په هغې کې داسې څوک پیدا کوې چې په هغې کې به ورانی کوي او وینې به تویوي؟ حال دا چې مونږ ستا له ستاېلو سره تسبیح وایو او ستا پاکوالی بیانوو، (الله تعالی) ووېل: یقېنا زه پوهېږم په هغه څه چې تاسې پرې نه پوهېږئ. [47]
که څه هم دوی هیڅکله دا نه مني، د ملحدېنو پوهان خالق ته په نورو نومونو (مورنی فطرت، د کائناتو قوانین، طبیعي ټاکنه "د ډاروین نظریه"، او نورو ...) سره اشاره کوي.
په ناکامو هڅو سره د دین له منطق او د خالق په شتون باندې د باور نه تېښته کوي.
دغه (بتان) ندي مګر تش نومونه چې تاسو او ستاسو پلرونو دغه اېښي دي، الله تعالی په دغو هېڅ دلېل ندی نازل کړی، دوی پېروي نه کوي مګر د تش ګمان او د هغه شي چې نفسونه یې غواړي او یقېنا دوی ته د خپل رب له جانبه هدایت(۱) راغلی دی. [48]
د هغه څه نه چې ما لوستلي او ښه راته ښکاره شوي.
نوی ډاروینېزم د ژونديو موجوداتو په هغو ځانګړتیاوو باور لري کوم بدلونونه چې په دې کې د جنین په وخت کې واقع کېږي، او د جنین په وخت کې تغیرات بل څه نه دي مګر په جنتېکي موادو کې (ګډوډي ده)!
نو مونږ باید دا ومنو چې د دغو پرلپسې خطاګانو (ګډوډیانو) په وجه دا نا اشنا او بې مثاله کاینات جوړ شوي! او دا داسې ده لکه څوک چې ووایي: چې یو ماشوم څو کلونه په کمپيوټر کې لوبې کولې، او د دې په کېبورډ کې د ګډوډو بټنو وهلو په نتېجه کې په ناڅاپي ډول یو غوره نظام رامنځ ته شو.
دی دومره لوی بدلون ته هسې د اتفاقیاتو وصف ورکول او یا د ړانده غرګی ویل دا معنی لري چې موږ:
د دې ټولو "مجهولاتو" سره سره، بیا هم ځینې په دې باور دي چې لوی پرمختګ یو سالمه ساینسي تیوري ده! د مومنانو لپاره لوی پرمختګ د "تور بکس" سیسټم دی.
نو پرمختګ معلوم دی او څرنګوالی یې نا معلوم دی، او د هغه د منونکو لپاره په هغه باندې اېمان واجب دی، او په اړه یې پوښتنه کول پرته له بحث او جنجال څخه یو علمي بدعت دی.
د کایناتو د قوانینو د سرچینې په پوهیدو کې نه لیوالتیا د سرچینې له شتون څخه د انکار لپاره د وسېلې په توګه اخیستل کیږي.
بلکې دوی د هغه قرآن تکذیب وکړ چې دوی د هغه د علم احاطه نه وه کړې، او نه دی راغلی دوی ته تر اوسه پورې هغه بد انجام د نه منلو د قران، همدارنګه تکذیب کړی وو هغو کسانو چې له دوی نه مخکې وو، نو ته وګوره د ظالمانو انجام څنګه و؟ [49]
دوی وایي: تاسو مومنان د «خالېګاوو الله» قاعده جوړه کړې، یعنې: کله چې تاسو په ساېنس کې یو سرحد بیامومئ، نو تاسو د هغې د جوړولو نسبت الله تعالی ته کوئ.
مونږ دوی ته وایو: د کایناتو د قوانینو د سرچینې درک کولو نه لیوالتیا یا وړتیا د یوې ذرېعې په توګه نېول چې د سرچینې له شتون څخه انکار کوي، په حقیقت کې په ادراک او منطق کې ترټولو لویه تشه ده، "د خالېګاوو الحاد" دی.
هېچا دا دعوه نه ده کړې چې دی خالق دی، پرته له پريکړې کولو او پېداېښت والا څخه، چې یوازې هغه دا حقیقت په ډاګه کړي، کله چې هغه انسانیت ته خپل پیغمبران ولېږل.
کله چې یوه کڅوړه په عام ځای کې وموندل شي او هیڅوک نه راځي چې دا ادعا وکړي چې هغه د کڅوړې مالک دی پرته له یو کس څخه چې د کڅوړې ځانګړتیاوې او ورپکې شیان وښايې، دا کڅوړه د هغه حق دی تر څو چې د دې برعکس یو دعوا کوونکی ښکاره شي، او دا د بشري قوانېنو مطابق دی.
ته (دې مشرکانو ته) ووایه: تاسو هغه معبودان وبولئ چې تاسو هغه له الله تعالی نه غیر معبودان ګڼلي دي، دوی د یوې ذرې اندازه واک نه لري په اسمانونو کې او نه په ځمکه کې او د دوی لپاره په دغو دواړو کې هېڅ برخه (شرکت) نشته، او نشته دغه الله تعالی ته له دوی نه هېڅ مرستندوی. [50]
که چېرې په دغو (ځمکه او اسمان) کې له الله تعالی نه پرته نور معبودان وی (نو) دواړه به خامخا وران شوي وو، نو الله د عرش مالک؛ پاک دی له هغو خبرو چې دوی یې بیانوي. [51]
او ما پېریان او انسانان نه دي پیدا كړي مګر د دې لپاره چې دوى زما عبادت وكړي (۵۶)
زه له دوی نه هېڅ رزق نه غواړم(د دوی د پاره: چې ځانته دې روزي پیدا کړي) او نه دا غواړم چې دوی ما ته خوراک راکړي (۵۷)
بېشکه هم دغه الله تعالی ښه روزي ورکوونکی، قوت والا او ډېر مضبوط دی (۵۸) (الذاریات سورت: ۵۶-۵۸)
هغه الله تعالی چې اوه آسمانونه یې طبقې طبقې (لاندې باندې) پیداکړي دي، ته به د رحمان په پیداکولو کې هېڅ خلل او فرق ونه وېنې، بیا بیا وګوره، آیا ته کوم څېرې والی (او چاود) وینې؟ [52]
بېشکه مونږ هر یو شی په اندازې سره پیداکړی. [53]
په کایناتو کې د آفتونو او ناروغیو شتون د محکموالي شتون نه نفی کوي، که مونږ چېرته په اصل کې د کایناتو لپاره بشپړتیا نه وی موندلی نو مونږ به داسې شیان نه وو موندلي چې بشپړ نه وو.
بېشکه د کایناتو په جوړښت کې د عیب د شتون دعوا نه ده مګر په شیانو کې د حکمت په درک کولو کې کمی، نو د کایناتو لپاره د یو خالق په شتون باور کوونکی په دې باندې باور لري چې بېشکه په کایناتو کې هېڅ شی هم پرته له هدف څخه نه واقع کېږي، نو ځکه دنیوي ژوند د تلپاتې ژوند لپاره پېل دی کوم چې د انسان د مرګ څخه وروسته پيليږي په دوباره راوژندې کېدلو او حساب کتاب سره او بیا په بدلې ورکولو سره، او په دې دنیا کې زمونږ شتون د یو خاص او اوچت هدف لپاره دی چې هغه د الله تعالی پېژندل دي، او خاص د هغه بنده ګي ده او مستقېما هغه ته په دعا او غوښتنې سره توجه کول دي، او د مصېبت په وخت کې صبر کول دي او د پراخۍ او نعمتونو په وخت کې شکر وېستل دي.
او څاروي هغه یې پیداکړي دي، ستاسو لپاره په دوی کې د ګرمۍ اسباب او نورې ګټې دي ، او ځېني د دوی نه تاسې خورئ (۵) او ستاسو لپاره په دې کې ښاېست دی کله چې یې بېرته ماښام کور ته راولئ او کله چې یې د څر لپاره بوځئ (۶) او دوی ستاسو درانه بارونه پورته کوي هغه ښار ته چې تاسو هغه ته رسېدونکي نه وئ مګر د ځانونو په مشقت سره، بېشکه ستاسو رب یقېنا ډېر نرمي کوونکی، بې حده مهربان دی (۷) او اسونه قچر او خره یې (پیداکړي) د دې لپاره چې تاسې په دې باندې سواره شئ او د زېنت لپاره، او پیدا کوي هغه څه چې تاسو یې نه پېژنئ(په دې کې اشاره ده الات جدیدو ته). [54]
بېشکه الله تعالی هغه ذات دی چې آسمانونه او زمکه یې پیدا کړي دي او له بره نه یې اوبه نازلې کړي دي، پس په هغو سره یې له مېوو نه ستاسو لپاره رزق راوېستلی دی او ستاسو لپاره یې بېړۍ مسخرې کړي دي، د دې لپاره چې هغه (بېړۍ) د هغه په حکم سره په سمندر کې روانې وي، او ستاسو لپاره یې نهرونه مسخر کړي دي. [55]
نو تاسو ما ته خبر راکړئ! هغه اوبه چې تاسو یې څښئ (۶۸) آیا تاسو دغه له سپېنو ورېځو نه نازلې کړي دي، یا هم دا مونږ یې نازلوونکي یو؟ (۶۹) که مونږ وغواړو دغه به تروې ترخې وګرځوو، نو تاسو ولې شکر نه وباسئ! [56]
آیا تا د خپل رب (قدرت) ته نه دي کتلي چې هغه سیوری څنګه غځولی دی او که هغه غوښتلی (نو) هغه به یې خامخا ولاړ (ساکن) ګرځولی و، بیا مونږ په هغه باندې لمر دلېل وګرځاوه. [57]
پاکي ده هغه ذات لره چې دغه ټولې جوړې یې پيداکړي دي، له هغو څېزونو نه چې ځمکه یې زرغونوي او د دوی له نفسونو نه او له هغو څېزونو نه چې دوی يې نه پېژني. [58]
ځان جوړونه په یوګونې حجره لرونکو مخلوقاتو کې کیدای شي چې وموندل شي، مګر د لومړۍ حجرې شتون فرض کړئ، او له همدې امله دا د ډېروالي یوه طریقه ده، او که موږ د استدلال لپاره ومنو چې یو ځان تولیدوونکی مخلوق وده کولی شي، دا کار په جوړو باندې نه پلي کیږي، ځکه چې د ژوندي موجوداتو جوړښت او پیداېش د جوړو له وجې د هغه څه په اړه پوهې ته اړتیا لري چې هره یوه جوړه غواړي چې هغې ته په پوره زېرکتیا سره ارتقا وکړي د وساېلو جوړښت، د دوی د دندو او موقعیتونو او ډیری نورو توضېحاتو کې د توپېر له امله.
آیا دوی بې له څه شي پيدا کړی شوي دي، یا هم دوی پخپله پیداکوونکي دي؟ (۳۵) ایا دوی اسمانونه او ځمکه پیداکړي دي؟ بلکې دوی یقین نه کوي (۳۶) ایا له دوی سره ستا د رب خزانې دي، یا هم دوی واکداران دي. [59]
دا فرضیه چې د کایناتو خالق شتون نلري د ډیرو طبیعي قوانینو سره مخالفت کوي کوم چې مونږ یې شاوخوا ګورو، د ساده مثال په توګه، که موږ ووایو چې د مصر اهرامونه د هېڅ شي څخه موندل شوي دا د دې احتمال د ردولو لپاره کافی دي.
ځان جوړونه یو منطقي او عملي ناشوني ده، په دې معنی چې یو څه شتون لري او په ورته وخت کې شتون نلري، او دا نظریه چې انسان خپل ځان پیدا کړی، پدې معنی چې هغه د هغه له شتون څخه مخکې هم شتون درلوده،او دا ناممکن دي.
هر هغه څوک چې په دې ځمکه باندې دي، خامخا فاني کېدونکي دي. [60]
دا قانون وايي چې کاینات اوس د تودوخې د مړینې په لور روان دي کله چې د ټولو سیارو تودوخه مساوي شي، کاینات لکه څنګه چې ساینس پوهان وایي، د ساده کېدو او جداکېدو په لور روان دي، او بیا د کایناتو فنا او هغه څه چې پکې شامل دي، په داسې حال کې چې الحاد وایي: کائنات د پیچلتیا او پرمختګ په لور روان دی. نو ځکه ساینس پوهان په دې نظر دي چې دا قانون د ډاروین نظریه له منځه وړي.
آیا ستا رب ښه کافي ندی دا چې یقېنا هغه په هر شي باندې خبردار دی. [61]
دا اصل وايي چې موږ انسانان د بهرنۍ نړۍ په اړه نه پوهیږو پرته له هغه څه چې زموږ په ذهن کې د حسي ادراکونو( څخه دي، او ذهن د یو داسې عقل په شتون باندې ټېنګار کوي چې ټول شیان راګېر کړي او په دوی باندې به شاهد وي، (مطلب یوه بهرنی ځواک چې د انسانانو څخه توپېر لري)
ای خلقو! بېشکه مونږ تاسو له یوه سړي او له یوې ښځې پیداکړي یاست، او مونږ تاسو څانګې او قبېلې ګرځولي یې، د دې لپاره چې تاسو یو بل سره وپېژنئ، بېشکه د الله تعالی په نېز په تاسو کې ډېر عزتمن، ستاسو زیات پرهېزګار دی، بېشکه الله تعالی ښه پوه، ښه خبردار دی. [62]
او مونږ اسمان او ځمکه او هغه څه چې د دواړو په مېنځ کې دي داسې نه دې پیداکړي، چې لوبې کوونکي يو (۱۶) که مونږ اراده کړې وی چې څه لوبه تماشه جوړه کړو نو یقېنا هغه به مو له خپلې خو انه جوړه کړې وی، که مونږ دا کار کوونکي وو (۱۷). بلکې مونږ په حق سره باطل ولو، نو دا د هغه دماغ راوباسي، نو ناڅاپه هغه ختمېدونکی وي، او تاسو ته د هغه څه په وجه هلاکت دی چې تاسو یې بیانوئ (۱۸) او خاص د هغه لپاره دي هغه څوک چې په اسمانونو او ځمکه کې دي، او هغه څوک چې له هغه سره دي، هغوی د هغه له عبادت نه تکبر نه کوي او نه ستومانه کېږي (۱۹) هغوی شپه او ورځ تسبیح وایي، نه څه وقفه کوي (۲۰). [63]
دا وینا چې د انسان ژوند یوه بریښنایی لوبه ده چې د واقعیت تقلید کوي یو منطقي ناممکن دی. د دې لپاره چې هغه کمپیوټر چې ریاضیاتي عملیې تر سره کوي واقعیت راته حکایت کړي، نو هغه کافي ساختماني وړتیاوو ته اړتیا لري تر څو هغه پېښې رامېنځته کړي چې مونږ یې د سمولو چاپېریال کې ژوند کوو چې دا رامېنځته شوی (زمونږ چاپیریال دی).
مګر دا وموندل شوه چې یوازې د څو سوو الکترونونو لپاره د ځینې چلندونو انډول کولو لپاره اړین معلومات ذخیره کول د کایناتو د شتون په پرتله ډیرو اتومونو ته اړتیا لري! موږ نشو کولی کوانټم فزیک او د هغې پیچلي اصول د هرې پرمختللې ټیکنالوژۍ سره چې موږ پرې پوهیږو جوړ کړو حتی په لوی کمپیوټر کې چې موږ یې تصور کولی شو.
د انسان عقل کمپیوټر نه دی، او تمییز یې د هغه په درک کولو پټ دی.
ایا نو دوی په ځمکه کې ګرځېدلي نه دي، نو چې د دوی لپاره زړونه وي چې دوی په هغو سره پوهیدلی یا داسې غوږونه چې دوی په هغو سره اورېدلی، نو بېشکه خبره دا ده چې سترګې نه ړندېږي او لېکن هغه زړونه ړندېږي چې په سېنو کې دي. [64]
او دغه الله تعالی هماغه ذات دی چې تاسو لپاره یې غوږونه او سترګې او زړونه پیداکړل، تاسو ډېر لږ شکر وباسئ. [65]
دوی د دنیايي ژوند په ظاهري (سرسري شیانو) پوهېږي، په داسې حال کې چې دوی له اخرته هم دوی غافلان دي. [66]
مشهور ملحد سټیفن هوکېنز ویلي چې د ژوند پای د عقل له تللو سره تړلی ده، لکه د کمپیوټر کله چې یې الات خراب شي له کار څخه ودرېږي، د بېرته راژوندې کولو نه د انکار لپاره بهانه لټوي.
موږ ورته وايو: آيا سالم عقل دا مني چې د مړي زړه ټکان کوي او سږي يې تنفس کوي؟ البته نه، ځکه دا هغه مړی دی چې په مړي کې ځای پر ځای شوی او له هغه روح پرته چې له هغه څخه راوتلی دی دا هیڅ ارزښت نه لري، له همدې امله موږ د یو ژوندي بدن په لټه کې یو چې روح پکې وي، داسې چې د هغه زړه ټکان کوي او سږي یې تنفس کوي. حتی که ملحد په هغه روح باندې اعتراف هم نه کوي کوم چې هغه یې د هغه د وجود یا د خالق د مهربانۍ له منلو پرته په لټه کې دی، دا کافي ده چې د ساینس پوهانو تجربې کوم چې د دماغ یا سر لیږد په برخه کې کار کوي په دې اقرار کوي.
آیا نو تاسو ګومان کوئ چې بېشکه مونږ تاسو بس عبث پیداکړي یاست او دا چې بېشکه تاسو به مونږ ته نه راوستل کېږئ؟ [67]
کمپيوټر يو ډېر محدود ذهن لرونکي انسان جوړ کړى او په ناڅاپې ډول سره منځ ته نه دی راغلی، دا انسان د کمپيوټر جوړونکى دى، چې تر ټولو پيچلى دى، هغه هم په ناڅاپي ډول دې نړۍ ته نه دى راغلى، هغه باېد یو جوړونکی ولري، او که کمپیوټر د یو ملحد په نېز داسې څوک ونه مومي چې هغه بیرته را ژوندی کړي، دا د هغه د جوړونکي د وړتیاو د کمزورتیا له امله دی، او که هغه د خپل ځان د جوړولو او د هغه په شاوخوا کې د کایناتو د جوړولو په اړه فکر وکړي چې په دې کې څومره نا اشنا جوړښت دی، نو دی به خامخا د خپل خالق په ځواک باندې باور وکړي، او د هغه په بېرته راژوندي کولو باندې قدرت لرلو باندې به یقېن وکړي وروسته د هغه د ختمېدلو نه.
الله تعالی فرماېلي:
آیا ته نه وېنې چې بېشکه الله تعالی آسمانونه او ځمکه په حقه سره پيداکړي دي، که هغه وغواړي (نو) تاسو به ختم کړي او نوي مخلوق به راولي. [68]
د انسان عقل د کمپیوټر سره تشبیه کول بېرته راژوندي کېدل باوري کوي.
کله چې د کمپيوټر جوړوونکی په بلیونونو نور کمپېوټري ماشينونه د اول ځل نه په اسانه طرېقې سره جوړولی شي بلکې د هغه نه غوره او ښه یې جوړولی شي، او د الله تعالی لپاره اوچت مثال دی، نو د هغه چا به څه حال وي چې د انسان د پيداېښت پېل یې کړی او ټول کاېنات یې په دې سترو استعدادونو سره پيداکړي دي، ایا بېرته د انسان پېداکول او یا د کاېناتو په دې ډول او یا له دې څخه په ښه طرېقه سره پیداکولو څخه به عاجز وي؟!
الله تعالی فرماېلي:
او هغه (الله تعالی) همغه ذات دی چې مخلوق اول ځلې پیداکوي، بیا به دغه دويم ځل راژوندی کوي او دغه (بیا راژوندي کول) هغه ته ډېر اسان دي، او خاص هغه لره تر ټولو لوړ شان (او صفت) دی په اسمانونو او ځمکه کې، او هغه ښه غالب، ښه حکمت والا دی. [69]
که ملحد د کمپیوټر او انسان ترمنځ ښه پرتله وکړي، نو پوه به شي چې کمپیوټر د خپلو فزیکي اجزاو سره له انرژۍ پرته هیڅ ارزښت نلري، او یو عملیاتي پروګرام دی چې دا د شاوخوا ساینسي معلوماتو سره تړي. او همدا رنګه انسان باید داسې انرژي ولري چې هغه ته حرکت ورکړي او په هغه کې زنده ګي راژوندۍ کړي، او دې ته د خپل ځان او د هغه څه چې د هغه په شاوخوا کې د پېژندلو توان ورکړي، او هغه د کاڼي، ونو او نورو حیواناتو څخه په ادراک او وړتیاوو سره په پراخه توګه توپیر کوونکی وګرځوي، که د هغه څخه دا انرژي ختمه شي نو ادراک یې هم ختمېږي، او دا هغه څه دي چې موږ یې د امیندوارۍ په لومړیو میاشتو کې د مور په رحم کې وینو، کله چې دا د غوښې یوه ټوټه وي چې هیڅ پوهه نلري، او هغه څه چې موږ یې په یو انسان کې له مرګ څخه وروسته ګورو، کله چې هغه د غوښې یوه ټوټه شي چې هیڅ پوهه نه لري، او د دې دواړو مرحلو ترمنځ مونږ دا د ژوند او پوهاوي څخه ډک وېنو، او عقل دا خبره لازموي چې ژوندی د مړي نه په یو شي سره زیات دی چې هغه د ژوند او پوهې بخشش دی، لکه هغه کمپیوټر چې کار کوي له هغه څخه زیات دی چې په محرکې انرژۍ سره کار نه کوي، دې شي ته ملحد د شعور نوم ورکړی او الله تعالی ورته روح ویلی.
او دوی له تا نه د روح په باره کې پوښتنه کوي ته ورته ووایه: روح زما د رب له امره ځني دی او تاسو ته له علم څخه برخه نه ده درکړل شوې مګر ډېره لږه. [70]
دوی وایي: ایا الله تعالی داسې یوه لویه تېږه پیداکولی شي چې د هغې د بارولو وسه او طاقت ونه لري؟
الله تعالی جواب ورکوي:
او ستا رب پیدا کوي هغه څه چې ویې غواړي او هغه انتخاب کوي، دوی ته هېڅ اختیار نشته، الله تعالی لره پاکي ده، او هغه اوچت دی له هغه څه نه چې دوی یې ورسره شرېکوي. [71]
ای خلقو! یو مثال بیانولی شي، نو تاسو دې ته ښه غوږ کېږدئ، بېشکه هغه شیان چې تاسو یې له الله تعالی نه غیر بلئ دوی له سره یو مچ هم نشي پيدا کولی اګر که دوی ده ته ټول راجمع شي او که مچ له دوی نه یو شی وتښتوي، دوی له هغه نه دغه شي نشي راخلاصولی، کمزوری دی دا طالب (د غیر الله عبادت کوونکی) او دغه مطلوب (باطل معبود) (73) دوی د الله تعالی قدر ونه کړ، څنګه چې د هغه د قدر کولو حق دی، بېشکه الله خامخا ډېر زورور، ښه غالب دی (74). [72]
او دغو (مشرکانو) د الله تعالی تعظیم ونه کړ د هغه حق تعظیم، حال دا چې ځمکه ټوله د ده په قبضه کې ده د قیامت په ورځ کې او اسمانونه د ده په ښي لاس کې رانغاړل (راټول کړی) شوي دي، ده لره پاکي ده او هغه ډېر اوچت دی له هغو څېزونو نه چې دوی یې (له هغه سره) شرېکوي. [73]
نو هغه پوښتنه چې ملحدین یې بیا بیا تکراروي چې هغه د خالق ذات د توان په اړه ده چې آیا هغه د خپل ذات څخه لویه تېږه پیداکولی شي کنه! په اصل کې غلطه پوښتنه ده، لکه یو څوک چې پوښتنه کوي چې آیا دایره په مثلث ډول رسمېدلی شي که نه.
پیداکوونکی ذات پرودګار دی یوازې دی د لوی شان والا دی، داسې څه نه کوي چې د هغه د شان سره نه وي مناسب، اوچت دی الله تعالی د دې شیانو څخه په اوچتوالی ډېر سره.
او الله تعالی لره لوی او اوچت مثال دی: بېشکه کوم پادري یا د لوړې مذهبي رتبې لرونکی سړی عامه سړکونو ته لوڅ نه وځي، که څه هم هغه د دې توان لري، مګر دا ناممکن ده چې هغه دې په دې شکل سره راووځي.
ځکه چې دا چلند د هغه له دیني رتبي سره مناسب نه دی.
دا فرضیه چې ملحدین د کایناتو د خالق له وجود څخه د انکار لپاره د نورو کایناتو د شتون په اړه خپروي د دوی په خلاف دلیل دی، که موږ دا د دلیل په توګه ومنو، نو دا کاینات باید یو خالق ولري.
آیا هغه ذات چې آسمانونه او ځمکه یې پيدا کړي دي، په دې نه دی قادر چې هغه د دوی په شان (نور مخلوق) پیدا کړي؟ ولې نه! او هم دی ښه پیداکوونکی، ښه پوه دی (81). بېشکه د هغه امر (حکم) هم دا وي چې کله د یو شي اراده وکړي، دا چې هغه ته ووایي چې پیدا شه، نو هغه پیدا شي (82) نو پاکي ده هغه الله تعالی لره چې خاص د هغه په لاس کې د هر شي باچاهي ده او خاص هغه ته به بېرته بېولی کېږئ (83) [74]
نو ته خپل مخ دېن ته نېغ (او برابر) وساته، په داسې حال کې چې حق ته ماېل اوسې، (تاسو لازم ونېسئ) د الله تعالی هغه فطرت لره چې په هغه یې خلق پیداکړي دي، د الله تعالی پېداېښت لره هېڅ بدلون نشته، همدغه سم (نېغ) دین دی، او لېکن ډېر د خلقو څخه نه پوهېږي. [75]
زموږ لپاره دا کافي ده چې د مذهبونو د عامو خلکو په منځ کې ووایو: خالق یو پرودګار دی، نو خامخا به په یو غږ ځواب ورکړي: هو، هو خالق یو دی. مګر شاېد دوی په خپل منځ کې اختلاف ولري او شاېد په یو ټکي یو بل ووژني (حلال کړي) او هغه دا دی چې: هغه انځور چې خالق پکې مجسم شوی دی. نو ځينې د دوی نه وايي: خالق يو دى، خو په درېيو ذاتونو کې مجسم دى او يا يو زوى لري او ځينې بيا وايي: خالق د حيوان يا بت په بڼه راځي، خالق ذات له دې خبرو ډېر اوچت دى.
د مثال په توګه: په هغه راپور کې چې په هند کې د برتانیې حکومت ته سپارل شوی، ویل شوي:
"د کمیټې لخوا د څیړنې عمومي پایله دا ده چې د هند اکثریت په یو لوړ ذات کې په کلکه باور لري."[76]
رهان باسکال او د خالق په شتون باور
د هغو مسألو څخه چې د ځینو ملحدینو له خوا راپورته شوي دا دي: که چیرته په دوی باندې په یو پرودګار اېمان لازم وي، او د یو دین او د دې دین د سپیڅلي کتاب پیروي په دوی لازمه وي، نو دوی باید په کوم پروردګار او په کوم دین او په کوم کتاب اېمان راوړي؟
ستاسو حق معبود یو معبود دی، نو هغه کسان چې په اخرت اېمان نه راوړي د هغوی زړونه منکر دي او دوی تکبر کوونکي دي (22) حقېقت دا دی چې بېشکه الله تعالی پوهېږي په هغه څه چې دوی یې پټوي او په هغه څه چې دوی یې څرګندوي، بېشکه هغه (الله تعالی) تکبر کوونکي نه خوښوي. [77]
په خالق باندې ایمان باید په پوره یقین سره وي نه د احتمالاتو پر بنسټ، او هغه د کایناتو او هغه څه چې په دې کې شتون لري پیداکوونکی دی، یوازې یک تنها دی چې د هغه په پاچاهۍ کې د هغه سره شرېک نشته او نه د هغه لپاره څه اولاد شته.
او د کوم بوت یا انسان او یا حیوان په شکل کې ندی پوښل شوی. هغه خالق چې ټول خلک ورته په مصېبت کې ورګرځي که د دوی خوښه وي او کنه، که په قصد سره وي او که پغیر له قصده.
او حق معبود ستاسو یو معبود دی، نشته لاېق د بنده ګۍ مګر یوازې هغه دی چې ډېر زیات مهربان، بې حده رحم لرونکی دی. [78]
د پاسکال رهان د مشهورې نظریي خپروونکي خپل پیروان هڅوي چې په هر حالت کې په الله باور وکړي.
رهان پاسکال دا خبره کړې:
که چېرته په الله تعالی اېمان ولرې او هغه وي، نو بېشکه ستا بدله به په جنت کې همېشوالی وي، او دا داسې یوه ګته ده چې هېڅ حد یې نشته.
که چېرته الله تعالی وي او ته پرې اېمان ونه لرې، نو ستا بدله به په جهنم کې همېشوالی وي، او دا داسې یو تاوان دی چې هېڅ حد یې نشته.
که چېرته په الله تعالی اېمان ولرې او هغه نه وي، نو تا ته په دې بدله نشي درکېدلی، او دا یو محدود تاوان دی.
که چېرته په الله تعالی اېمان ونه لرې او هغه نه وي، نو تا ته سزا نه درکول کېږي خو مګر تا به زنده ګي تیره کړې وي، او دا یوه محدوده ګټه ده.
ملحد وايي: "که زه د دې نظریې پلي کول وغواړم، زه باید د کوم اله عبادت وکړم: مسیح، د عیسویانو اله، یا کرشنا، د هندوانو اله، یا بودا، د بودایانو اله، او که د مسلمانانو د اله؟
مونږ هغه ته وایو: ته باید په هغه چا اېمان راوړی او بنده ګي یې وکړې کوم چې هر څوک ورته په سختۍ کې ورګرځي، د بودا، کرشنا، مسیح او د ټولو انسانانو خالق دی، کوم چې ته یې پیداکړی یې او د مرګ په وخت کې به تا مړ کوي. بېشکه چې د چا سره یو شی نه وي هغه یې بل ته هم نشي ورکولی، نو آیا دا عقل مني چې په غوښتنه کې سره بادشاه او عام خلک برابر شي؟
ته ووایه: ای خلقو! که چېرې تاسو زما د دېن په باره کې په شک کې یاست، نو زه خو د هغو څېزونو عبادت نه کوم چې تاسو یې له الله نه پرته عبادت کوئ، او لېکن زه د هغه الله تعالی عبادت کوم چې تاسو وفات کوي، او ما ته حکم کړی شوی دی دا چې زه شم له مومنانو څخه. [79]
ملحد باور لري؛ که د هغه خوښه وي او کنه! مګر هغه کفر ښکاره کوي او اېمان او باور د ظلم او لویۍ(تکبر) له وجې پټوي.
او دوی له دغو (معجزو) انکار وکړود ظلم او سرکښۍ په وجه، حال دا چې د دوی نفسونو په دغو یقین کړی و، نو ته وګوره د فساد کوونکو انجام څنګه و؟ [80]
د بېلګې په توګه: کله چې د الوتکې مسافر د دې د حتمي غورځېدو احساس وکړي، د دوی د مذهب او فرقې په پام کې نیولو پرته، د ملحدانو په ګډون دوی د مرستې لپاره هغه ځواک ته مخه کوي کوم چې په اسمان کې دی(۱)، په دې وخت کې ګویا کې دوی د اسلام په دین باندې سره متحد شول، مګر کله چې دوی د دې نه د خلاصون ډاډ ترلاسه کړي نو دوی بېرته د واسطو او منځګړو نېولو ته راګرځي تر څو بېرته سره جدا شي.
نو کله چې دوی په کښتۍ کې سواره شي (نو) دوی الله تعالی رابولي، په داسې حال کې چې خاص هغه لره دین خالص کوونکي وي، نو کله چې هغه (الله تعالی) دوی ته وچې ته نجات ورکړي (نو) ناڅاپه دوی (له الله تعالی) سره شرېکان نيسي. [81]
قرآن کریم په دې خبره ټینګار کوي چې د کائناتو په خالق باندې د اېمان نه لرلو اعلان له ضد او غرور پرته بل څه نه دي.
بېشکه هغه کسان چې د الله تعالی په آیتونو کې جګړې کوي، بې له داسې دلېله چې دوی ته راغلې وي، د دوی په سېنو کې ندی مګر کبر چې دوی دغه (د کبر مقتضی) ته رسېدونکي ندي، نو ته په الله تعالی پورې پناه ونېسه، بېشکه هغه، هم هغه ښه اوریدونکی، ښه لېدونکی دی. [82]
لکه څنګه چې هر چا په مصیبت کې مستقیم خالق طرف ته رجوع وکړه، نو دوی باید په خوشحالۍ او مصیبتونو کې نېغ په نېغه هغه ته توجه وکړي، او دا هغه الله دی چې د اسلام دین د هغه بنده ګۍ ته رابلل کوي، او د هغه په اخري پېغمبر محمد صلی الله علیه وسلم باندې اېمان راوړلو ته رابلل کوي، او دهغه په سپېڅلي کتاب چې قرآن کریم دی اېمان راوړلو ته رابلل کوي.
تاسو ووایئ: مونږ په الله تعالی اېمان راوړی دی او په هغه څه چې مونږ ته نازل کړی شوي دي، او په هغه څه چې ابراهېم او اسماعیل او اسحاق او یعقوب او د هغوی اولادې ته نازل کړی شوي دي، (او مونږ اېمان راوړی دی) په هغه څه چې موسی او عېسی ته ورکړی شوي دي، او په هغه څه چې د خپل رب له جانبه (نورو) پېغمبرانو ته ورکړی شوي دي، مونږ په دوی کې د هېڅ یو په مېنځ کې فرق نه کوو(۱)، او مونږ خاص د هغه الله تعالی حکم منونکي یو. [83]
لکه څنګه چې ډیری د هغو پیغمبرانو او رسولانو نه کوم چې خالق بېلابېلو قومونو ته لیږلي وو، نومونه یې په قران کریم کې ذکر شوي (لکه مسیح، موسی، ابراهیم، نوح، داؤد، سلیمان، اسماعیل، اسحاق او یوسف تر پایه. .)، نور هم شته چې نه دي ذکر شوي.
نو دا لرې نه ده چې شاېد د ځیني خود ساخته دینونو سرچینې د سپیڅلي ادیانو اصل پیغمبران وي چې خپلو قومونو یې بنده ګي کړي وي او د وخت په تېرېدلو سره یې د الله تعالی نه پرته هغوی لمانځلي وي.
لکه څنګه چې د نوح علیه السلام قوم خپل نېکان لمانځل او د هغوی بنده ګي یې کوله.
«او (مونږ لیږلي وو) ډېر رسولان، چې یقینا د هغوی احوال مونږ تا ته لدې نه مخکې بیان کړی دي او (نور) رسولان چې د هغوی احوال مونږ تا ته نه دي بیان کړي..» [84]
علي عزت بیګوویچ وایي:
ارسطو درې ساینسي کتابونه لیکلي، په طبیعت کې، په اسمانونو کې، په ځمکه کې، په ساینسي لحاظ په دې درې کتابونو کې نن ورځ یوه جمله سمه نشته، دا درې کتابونه د ساینسي لحاظه په لسو کې د صفر سره برابر دي، بل طرف ته قرآن کریم په داسې حال کې دی لکه موریس بوکاي چې پخپل مشهور کتاب کې وایي: (قرآن کریم او انجیل او تورات د عصري ساینس له نظره) حقیقت دا دی چې ما د قران کریم داسې یو آیت پیدا نه کړ چې هغه د یو ساینسي حقیقت سره په ټکر کې وي، بلکې قرآن کریم په ډېرو لارو کې د عصري ساینس څخه مخکې شوی، او ډیر ساینسي نظریات یې سم کړي کومو چې په هغه وخت کې شتون درلود او رایج ول، د بیلګې په توګه، د ځمکې د اوبو نظریه چې دا د براعظمونو په لاندینۍ برخه کې د یوې ژورې کندې له لارې رامینځته شوي، د ځمکې اوبه له سمندرونو څخه د ځمکې ژورو ته لیږدول شوي، آیا قرآن دا ساینسي افسانه چې په هغه وخت کې شتون درلود تایید کړې؟ او که ویلي یې دي:
آیا تا نه دي کتلي چې بېشکه الله تعالی له بره نه اوبه نازلې کړي دي، بیا یې دغه (اوبه) په ځمکه کې په چېنو کې ننه اېستي دي... [85]
نو د ځمکې د اوبو سرچینه هغه چینې دي چې د بارانونو په واسطه رامینځته شوي، نه د ارسطو ژوره کنده کومه چې د براعظم په ژوره کې ده، کومې چې په هغه وخت کې شهرت درلود.
که موږ ووایو چې هر څه یوه سرچینه لري، او دا سرچینه بله سرچینه لري، او که دا لړۍ دوام وکړي، نو دا منطقي ده چې موږ پیل یا پای ته ورسیږو. موږ باید یوې سرچینې ته ورسیږو چې هیڅ سرچینه نلري، او دا هغه څه دي چې موږ یې "بنسټیز لامل" بولو، او دا د اصلي پیښې څخه توپیر لري، د بیلګې په توګه، که موږ فرض کړو چې لویه چاودنه اصلي پیښه ده، نو خالق ذات د دې پیښې اصلي لامل دی.
بېشکه دا وینا چې د کایناتو خالق یو بل خالق ته اړتیا لري، سره د دې نه چې هغه خالق دی، دا داسې ده چې مونږ ووایو: مالګه د مالګې لپاره مالګې ته اړتیا لري سره د دې نه چې هغه مالګین وي.
او دا پوښتنه: "الله چا پیدا کړی؟" د دې پوښتنې سره برابره ده: د هغه شي څخه مخکې څه شی دی چې مخکې ترې هیڅ شی نه و؟ او د دې پوښتنې سره برابر ده: د هغه شی پیل څه شی دی چې هیڅ پیل نلري؟ او همدارنګه د دې پوښتنې سره مساوي ده چې: "د زیړ-رنګ- بوی څه رقم دی؟"
لکه څنګه چې زېړ رنګ د هغو شیانو په لیست کې نه راځي چې بوی لري، او الله تعالی لره اوچت مثال دی، نو خالق ذات هم د پیدا شوي شیانو په لیست کې نه راځي.
کائنات خالق لري او هغه یو دی، او دا پوښتنه چې "خالق چا پیدا کړی" سمه نه ده. د مثال په توګه موږ د عسکر او مرمۍ مشهور مثال اخلو، عسکر غواړي ډزې وکړي، مګر د ډزو کولو لپاره، عسکر باید د هغه نه شاته عسکر څخه اجازه وغواړي، او دا عسکر چې اجازه ورکوي باید د هغه عسکر څخه اجازه وغواړي چې د هغه تر شا دی، او داسې تر لا یتناهي پورې، پوښتنه دا ده: آیا سرتیری به ډزې وکړي؟
ځواب: نه؛ ځکه هغه عسکر ته نه رسېږي چې هغه ته د ډزو اجازه ورکړي، خو که دا سلسله په داسې یو کس سره پای ته ورسېږي چې د هغه له پاسه بل څوک نه وي چې دې ته د ډز کولو اجازه ورکړي، نو مرمۍ به ووځي، خو د دې کس پرته، که څومره کسان ډیر شي، هېڅکله به مرمۍ ونه وځي، او دوی د صفرونو په شان دي چې د یو بل سره یې کیږدې، نو که څومره ډیر وي او لایتناهي ته ورسېږي، نو بیا هم د هېڅ سره نه دي برابر، مګر که مخکې ترې عدد کېښودلی شي: یو یا زیات عدد.
د یو توکي تولیدونکی شرکت لکه تلویزیون یا یخچال د مثال په توګه، د وسیلې د کارولو لپاره قوانین او مقررات ټاکي، او دا لارښوونې په یو کتاب کې لیکي چې د وسیلې کارولو څرنګوالی تشریح کوي او د وسیلې سره یې یوځای کوي.
او اخېستونکی (استعمالوونکی) باید دا لارښوونې تعقیب کړي که چیرې هغه غواړي د اړتیا سره سم د وسیلې څخه ګټه پورته کړي، پداسې حال کې چې تولیدوونکی شرکت دې قوانېنو ته غاړه نه ږدي. الله تعالی لره اوچت مثال دی، نو پس الله تعالی هغه ذات دی چې د علت قانون یې پیداکړی، او دا نا ممکن ده چې الله تعالی دې دې قانون ته غاړه کېږدي کوم یې چې پیداکړی، سره د دې نه چې هغه لره ازاد قدرت دی او هغه چې څه وغواړي کوي یې.
که یو سړی خپلې کوټې ته ننوځي او وګوري چې د کړکۍ شیشه یې ماته ده، نو په دغه وخت کې به خامخا د خپلې میرمنې څخه پوښتنه کوي چې دکړکۍ شېشه چا ماته کړې، نو هغوی به ورته جواب ورکړي: دا په خپله ناڅاپي ماته شوه.
دلته جواب غلط دی، ځکه ده داسې پوښتنه نه ده کړې چې دا کړکۍ څرنګه ماته شوه، بلکې پوښتنه یې کړې چې کړکۍ چا ماته کړې؟ تصادف (ناڅاپي ډول) د کار صفت دی، نه د کارکوونکي.
نو لهذا دا سمه نه ده چې د تصادف (ناڅاپي ډول) کلمې سره دې پوښتنې ته جواب ورکړو چې کاینات چا پیدا کړي.
او که فرض کړو چې یو څوک خپلې کوټې ته ننوځي او وګوري چې د کړکۍ شیشه یې ماته شوې ده، او له خپلې مېرمنې څخه پوښتنه وکړي چې دا چا ماته کړی، نو هغوی جواب ورکړي: فلانکي په ناڅاپي ډول سره ماته کړی. دلته بیا جواب معقول او د منلو وړ دی، ځکه د شېشې ماتېدل یو ناڅاپي کار دی کیدای شي په ناڅاپي ډول پېښ شي. خو که په بله ورځ همدغه کس خپلې کوټې ته ننوت او د کړکۍ شیشې یې د پخوا په څېر ترمیم شوې وې، او بیا یې د خپلې مېرمنې څخه وپوښتل: دا چا جوړه کړې، او دوی ورته جواب ورکړي: چې فلانکي په ناڅاپي ډول سره جوړه کړه، نو دلته بیا جواب د منلو وړ ندی، بلکې د عقل د لحاظه ناشونی او نا ممکن کار دی، ځکه د شېشې جوړول یو ناڅاپي کار نه دی، لدې وجې نه مونږ وایو: د عقل د لحاظه دا ناشوني ده چې دا کاینات او مخلوقات دې په ناڅاپي ډول رامنځته شوي وي، بلکې دا په قصد او ارادې سره جوړ شوي. او پدې سره تصادف (ناڅاپي ډول) د کاېناتو د پيداېښت له مسئلې څخه د تل لپاره وځي.
ډاکټر رابرټ وایټ، له ۱۹۶۰ کال راهیسې د مغز یا سر د انتقال په برخه کې یو له سترو کارکوونکو څخه ګڼل کېږي، په یوه بې سارې تجربه کې په دې وتوانید چې د یو شادو (بېزو) دماغ ترلاسه کړي او د ځانګړو ماشینونو په کارولو سره یې د یخولو له لارې له بدن څخه بهر ژوندي وساتي.
په داسې توګه چې د دې ځانګړو ماشینونو په مرسته د مصنوعي زړه په شان دې مغزو ته د وینې رسولو لپاره کار وکړي او په دې توګه دماغ په ښه حالت کې وساتل شي او د بل چا بدن ته د لیږد لپاره چمتو شي.
او دا پخوانۍ تجربه په هغه ملحد باندې رد دی چې وایي ژوند د دماغو په خرابېدو سره خرابېږي، ځکه چې بېزو (شادو) مړ شو خو دماغ یې پاتي شو او خراب نه شول، نو ایا د ځمکې ټول ساېنس پوهان کولی شي چې دا روغ دماغ د مړ شوي شادو بدن ته ورکړي تر څو بېرته راژوندی شي؟ طبیعي خبره ده چې دا کار نا ممکن دی.
دا معلومه ده چې د ساینسي معلوماتو په اړه د کمپیوټر ادراک د انسانانو لخوا د پخوانیو پروګرامونو پایله ده، نو آیا انسان کولی شي چې له پخوانیو پروګرامونو پرته د هغه شاوخوا څه درک کړي. هغه څه چې پنځه حواس یي موږ ته لیږدوي هغه د بریښنایی اشارو پرته بل څه ندي چې د حواس څخه دماغ ته د اعصابو له لارې لیږدول کیږي نو په ذهن کې پیژندل کیږي. نو ټول هغه څه چې مونږ پرې خبرېږو د دې کایناتو څخه دا نور څه ندي مګر دغه د دماغو په منځ کې برېښنايي اشارې دي، نو دا څه شی دی چې دماغ د هغه په وجه د حواسو په هر څه باندې پوهېږي او د هغو ترمنځ ډیر په دقت سره توپیر کوي، چې دا غټ دی او دا وړوکی دی، دا زیړ دی او دا شین، دا اواز خوږ دی او دا بد.
نو دا کوم ماشین دی چې زموږ دننه کار کوي ترڅو ټول مختلف حسي شیان درک کړي، نه یوازې له زیږون وروسته بلکه د زیږون دمخه هم، ماشوم د مور په ګیډه کې د روح له اچولو وروسته ځان احساسوي نو خندا کوي او خپله ګوته په خوله کوي. او خپل غړي خوځوي، لکه څنګه چې په نورو هم پوهېږي نو اورېدل کولی شي او د غږ جواب ورکولی شي او د مور د خوشحالۍ او خپګان ترمنځ توپېر کولی شي، نو دې ته دا چا ښودلي او دا یې پروګرام کړي تر څو دا ټول کارونه وکړي!.
طبیعت د کایناتو خالق نه شی کیدی، ځکه چې طبیعت د وخت، ځای او انرژۍ څخه جوړ دی، نو طبیعت داسې یو چا ته محتاج دی چې دا عوامل یې پیداکړي دي، او هغه یې داسې پېچلي ګرځولي، سره د دومره غټو توپېرونو نه د دوی په جوړښتونو، طبېعتونو او رنګونو کې، بیا طبیعت څنګه پوه شو چې د انسان ذهن باید د کایناتو دې ټولو ویرونکو توضیحاتو ته پام وکړي، نو د ادراک ماشین یې پکې چمتو کړ هغه چې د شیانو په منځ کې توپېر کوي، سره د دې نه چې دا یوازې برېښنايي اشارې دي چې د حواسو نه دماغو ته انتقالېږي. د نړۍ د پیچلتیا او د ادراک د پیچلتیا تر منځ اړیکه باید د دقیقو محاسبو سره برنامه شوي وي نه د تصادف له مخې،که دا یو تصادف و، نو طبیعت به هغه ته دا توان ورکړی و چې هر څه په دې کې درک کړي نو هېڅ شی به ترې نشو پټېدلی، یا به طبیعت د هغه د هر څه د درک کولو مخه نیولې وی، مګر دا چې د درک کولو ماشین یو پروګرام شوی شی دی نو هغه په یو ځانګړي چوکاټ کې کار کوي، او په دې توګه هر ژوندی موجود خپل پروګرامونه لري چې هغه ته دا توان ورکوي چې ځینې شیان درک کړي او نور شیان له هغې څخه پټ پاتي شي.
د ادم علیه السلام د بنې آدمو پلار عزت یوازې لدې وجې نه دی چې هغه ځانته د خټې څخه پیدا شوی دی، بلکې دا هم دی چې هغه په مستقیم ډول د رب العالمین په لاسونو جوړ شوی دی، او له ملایکو څخه (د الله تعالی) غوښتنه وه چې آدم ته د الله تعالی په اطاعت کې سجده وکړي.
الله تعالی د آدم علیه السلام نسل د سپکو اوبو څخه پیل کړ ترڅو د مخلوق د سرچینې او د خالق د یووالي څرګندونه وکړي، او دا چې هغه آدم د خپلو ټولو مخلوقاتو نه جلا کړ داسې چې هغه یې خپلواک پیداکړ د انسان د عزت د وجې نه او د رب العالمین د حکمت د ښکاره کولو په خاطر چې هغه یې په ځمکه کې خلیفه وګرځاوه، او دا چې د آدم (علیه السلام) پيدايښت له پلار او مور پرته شوی دا هم د استعداد د پراخوالي څرګندونه ده، او بل مثال يې د عيسى (عليه السلام) په پيدايښت کې له پلار پرته بیان کړی د دې لپاره چې د قدرت او توان په پراخوالي معجزه شي او خلکو ته یوه نښه شي، او هغه څه چې ملحدین یې د پرمختګ په نظریي کې د انکار کولو هڅه کوي د دوی په وړاندې دلیل دي.
بیشکه د عیسی-علیه السلام- مثال د الله تعالی په نیز د ادم-علیه السلام- د مثال په شان دی، الله تعالی هغه له خاورې پیدا کړ، بیا یې هغه ته ووېل: (پیدا) شه، نو (پیدا) شو. [86]
کله چې یو سړی خپل ځان ډير مالداره او نهایت زیات سخي ومومي، نو هغه به ملګري او مینه وال د خوراک او څښاک لپاره رابلي.
زموږ دا صفات د هغه څه یوه کوچنۍ برخه ده کوم چې د الله تعالی سره دي، نو الله تعالی پیداکوونکی ذات دی هغه لره د عظمت او ښکلا ځانګړتیاوې دي، هغه خورا مهربان، ډیر رحم کوونکی، ډیر سخي او ورکوونکی ذات دی.
هغه موږ د خپلې بنده ګۍ لپاره پیداکړي یو، د دې لپاره چې په مونږ مهرباني وکړي او مونږ خوشحاله کړي او مونږ ته نعمتونه راکړي، خو که چیرته مونږ هغه ته بنده ګي خاص کړو او د هغه خبره ومنو او حکمونه یې پلي کړو، او باور ولرو چې د انسانانو ټولې ښاېسته ځانګړتیاوې د هغه له ځانګړتیاوو څخه سرچینه اخلي.
هغه مونږ پیداکړي یو او مونږ ته یې د غوره کولو واک راکړی، نو یا به مونږ د تابعدارۍ او بنده ګۍ لار غوره کوو، او یا به د هغه د شتون نه انکار کوو او د سرکښۍ او نافرمانۍ لاره به غوره کوو.
الله پاک پیریان او انسانان په انفرادي ډول له نورو مخلوقاتو څخه د انتخاب په ازادۍ کې ځانګړي کړي دي.
او د انسان تفاوت دا دی چې د هغه مستقیما خپل رب ته متوجه کېدل پرته له کوم ولي او یا کاهن څخه، او د انسان د خالصې ارادې له مخې الله تعالی ته بنده ګي خاص کول، او پوره باور لرل چې بېشکه الله تعالی لره هېڅ شرېک او نه اولاد شته، او نه په کوم انسان، حیوان، بوت او یا تېږې (ډبرې) کې ننوتلی. او په دې توګه سره دې- انسان- د الله تعالی حکمت په ځای کړ د کوم له مخې یې چې انسان د ټولو مخلوقاتو په سر کې ګرځولی.
په انتخاب کې اراده او وړتیا په خپله یو نعمت دی، کله چې په سمه توګه وکارول شي او لارښوونه یې وشي، او که د فاسدو موخو او اهدافو لپاره وکارول شي نو بیا عذاب دی.
خالق کولای شو چې مونږ اطاعت او عبادت ته اړ کړي، مګر په زوره اړ کول د انسان د پیداېښت مطلوب هدف نه شي ترلاسه کولی(۱).
هغه درس چې الله پاک انسان ته د آدم (علیه السلام) د توبې قبلولو په وخت کې وروښوده کله یې چې د ادم (علیه السلام) توبه قبوله کړه ځکه چې هغه د حرامې ونې څخه خوراک کړی و، دا د الله تعالی له طرفه د بشریت لپاره د لومړنۍ بخښنې په شان وه، داسې چې میراثي ګناه هېڅ معنی نه لري، نو په یو چا باندې د بل چا د ګناه پېټی نشي بارېدلی، پس هر یو انسان يوازې خپله ګناه باروي، او دا په مونږ باندې د رب العالمین له لورې مهرباني ده، او دا چې انسان د ګناه څخه پاک پیداکېږي، او هغه د بلوغ د عمر له پېل څخه د خپلو اعمالو مسوول دی.
یو انسان سره د هغې ګناه حساب نه کیږي چې هغه نه وي کړي، لکه څرنګه چې هغه خلاصون نشي موندلی مګر په خپل اېمان او نیک عمل، الله تعالی انسان ته زنده ګي ورکړې او هغه ته یې د ازمېښت لپاره اراده ورکړې، او هغه یوازې د خپلو کړنو څخه مسئوول دی. او دا چې انسان یوازې د خپلې پوهې او وړتیا په حدودو کې د انتخاب ازادي لري. محاسبه د مسؤولیت په شتون او د انتخاب په امکاناتو پورې اړه لري، ځکه چې خالق یو شخص سره د هغه د شکل او ټولنیز حالت په سر حساب نه کوي. او هغه ازادي چې په شخړو او مبارزو کې راګېر وي د لوړې مرتبې او عزت والا ده د هغه نه چې یو انسان خوشحاله وي خو اراده او واک نه لري.
حساب او اجر پرته له ارادې بې معنا دي.
دا منطقي خبره نه ده چې الله تعالی خلکو ته د انتخاب آزادي ورکړي او بیا یې بې حسابه پریږدي. حساب مسؤولیت تعقیبوي، د قیامت ورځ زموږ د شتون د نظام بشپړتیا ده.
الحاد په انسانانو کې په مختلفو لارو وده وکړه، مګر دا وروسته له هغه راڅرګند شو چې د پخوانیو آسماني دینونو پیروانو د پرودګار ريښتنی مفهوم تحریف کړ، او د دې تحریف شوي مفکورې پیچلتیا د خالق په داسې ځانګړتیاوو سره بیانول چې د هغه د عظمت سره نه ښایي لکه ستړتیا، آرام کول، نه پوهیدل او داسې نور، کوم چې د هغه ساده مفهوم سره مخالفت کوي چې الله تعالی د انسانانو په زړونو کې جوړ کړی. د نورو لاملونو له جملې څخه چې خلک یې الحاد ته اړ کړي: د پادریانو او دیني بنسټونو د نه منلو وړ غوښتنې او حکمونه او د دنیاوي او سیاسي ګټو ترلاسه کول دي.
د ژوند لومړنی هدف د خوښۍ بې ځایه احساس نه دی؛ بلکه دا د الله تعالی د پیژندلو او عبادت کولو له لارې د ژورې داخلي آرامۍ ترلاسه کول دي. د الهي هدف ترلاسه کول به د ابدي نعمت او ریښتینې خوښۍ لامل شي.
نو که دا زموږ لومړنی هدف وي، نو دې موخې ته د رسیدو لپاره د هر ډول ستونزو او کړاونو سره مخامخ کېدل به اسان وي.
دا دنیا یوه ازموینه ده، او انسان له دې دنیا څخه یوازې د بریا یا ناکامۍ په شهادتنامې سره وځي. له دې دنيا سره مينه کول د انسان لپاره خطا ده، دا د هغه چا په څېر دی چې وايي له امتحان سره مينه لري او په دې پورې تړلى دى او هغه شهادتنامه نه غواړي چې له دې امتحان څخه پرې وځي.
د الوتکې جوړونکي ته ورګرځېدل کله چې موږ د الوتکې د انجن په میکانیزم نه پوهیږو په فکر کې کمی او نقصان نه دی، که څه هم د الوتکې جوړوونکی د انجن میکانیزم په هیڅ مرحله کې شتون نلري، مګر د هغو میکانیزمونو د شتون مسولیت لري چې موږ یې پیژنو.
پرودګار د دې لپاره پرودګار نه دی چې هغه تشې بندي کړي چې د جهل له وجې رامنځ ته شوي، مګر هغه د هغو ټولو میکانیزمونو اصلي لامل دی چې ساینس یې کشف کوي.
مادي ساینس وایي چی کاینات له هیڅ شي څخه پیدا شوي دي، په داسی حال کی چی ساینس پخپله وایی چی ماده نه له منځه ځي او نه د هېڅ شي څخه پيداکېږي، دا هغه څه دي چی ساینس پوهان یی په تعجب کی کړي دي چی ماده له هیڅ شي څخه نه ده پیدا شوی نو کاینات څنګه له هیڅ شي څخه رامنځ ته شوي؟ اوس د دین رول رامنځ ته کېږي چې هغه څه تشریح کړي چې ساینس یې د تشریح کولو توان نلري، او دین دوی ته ویلي چې ماده له منځه ځي، او د مادې لپاره یو لوی خالق ذات دی چې هغه یې د هېڅ شي څخه پیداکړې.
د کایناتو قوانین یوازې د کایناتو حقیقت دی او د کائناتو د موجودیت د علت وضاحت ندی، او کوم قوانېن چې کشف کېږي هغه د جوړوونکي د وجود نفي نه بلکې د الله تعالی د مخلوق یو بیان دی.
د بېلګې په توګه: یو څوک چې هره میاشت د سپما موسسې ته یوه اندازه پیسې جمع کوي او د کال په پای کې راځي چې هغه پیسې او ګټه یې ترلاسه کړي کومې چې یې د دې موسسې سره خوندي کړي، نو محاسب ورته ووايي: مونږ چې د ضرب کوم قانون د دې پېسو په شمېرلو کې استعمال کړی هغه تا لره دا پېسې رامېنځته کړي.
ایا دا کومه معنی لري؟ په حقیقت کې پرته له دې چې دې کس کومې پېسې پدې کې جمع کړي د دې د پيسو شمېر (بیلانس) به صفر پاتي شي، نو له همدې امله، دا دعوه کول چې د طبېعت قوانېنو کاېنات رامنځته کړي د عقل او منطق سره په ټکر کې ده.
افکار او قوانین د شیانو تګلاره په دقت او ځېرکتیا سره بیانوي مګر د نه شتون څخه څه شی نه شي رامېنځته کیدلی، د حرکت قوانین کولی شي د باسکیټبال طرېقه او تګلاره تشریح کړي، مګر بال ته حرکت د لوبغاړي لاس ورکوي، او له همدې امله قوانین داسې یو شي ته اړتیا لري چې په یو ځای او وخت کې د ځانګړي ځواک لخوا اغیزمن کیږي، او پرته له دې عناصرو څخه دا قوانین هېڅ کار نه کوي، بلکې په حقېقت کې دسره لا شتون نلري.
که د بوډۍ ټال (رنګین کمان) په باران باندې د لمر د وړانګو انعکاس وي، نو دا خبره غلطه ده چې: د بوډۍ ټال (رنګین کمان) ته په کتلو سره زمونږ خوند اخېستل هغه څه دي چې مونږ د خالق په شتون باور ته رسوي، او دا غلطه ده چې د هغه میکانیزم په کشفولو سره چې د بوډۍ ټال (رنګین کمان) رنګونه یې ښودلي، دا باور وشي چې په قطعي ډول سره دا د خالق ذات شتون نفي کوي. د بېلګې په توګه: که یو سړی په یوه لاره روان وي او د هغه څخه یې موباېل بې درکه شو، او یوه د عامه ټیلیفون کوټه یې وموندله او ویې غوښتل چې د دې نه استفاده وکړي او د خپلې میرمنې سره اړېکه ونيسي، نو آیا د دې سړي د دې ټلېفون او د هغه د کاري مېکانېزم نه فاېده اخېستل د دې خبرې دلېل کېدلی شي چې دا ټېلېفون په اصل کې هېح کوم جوړوونکی نه لري؟ یا عامه ټیلیفون یو ریښتینی وجود لري او جوړونکی لري؟
له یو شي څخه ګټه اخستل د شیانو د جوړونکي شتون نه ردوي، بلکې د هغه تایید کوي. په حقیقت کې د انسان د بوډۍ ټال (رنګین کمان) د منظرې څخه مزه او خوند اخېستل او د هغې آلي او مېکانېزم کشفول چې دا یې راښکاره کړي د لمر او د باران د راورونکي ذات شتون نه ردوي.
د الحاد تضاد په دې کې دی چې دا دې باور ته اړتیا لري چې لویه چاودنه د دوی د فرضیې له مخې د بهرني ځواک له مداخلې پرته رامینځته شوې، او کاېنات پرته له کوم هدف څخه رامینځته شوي. او د دوامداره اتحادیې د قوانینو له مخې، په دغه وخت کې پرته له کوم هدفه د نمونو تکرار او بیا تولید کولو وړتیا په ډیر دقت سره شتون درلود. له موږ څخه غوښتل کېږي چې پدې باور ولرو چې هوښیارتیا، یوازې فکر او سوچ، او شعور په یو ډول د پټو او غیر منطقي سرچینو څخه پرته له کوم هدف څخه رامنځ ته کیدی شي. او دا منل چې د کوډ شویو معلوماتو لوی بنډل (DNA) پرته له کوم پروګرامر (جوړوونکي) او هدف څخه ځان لیکلی، او دا مړه شوې ماده بیا ناڅاپه بې هدفه ښکاره کیدای شي.
د ترموډینامیک دویم قانون وايي چې وخت په یوه خطي Linear ډول تیریږي نه په دوراني cyclic ډول، نو د تودوخې له ساړه بدن څخه ګرم بدن ته لیږدول ناممکن دي. په دې توګه دا قانون د وخت او نړۍ د سایکلیک نظریه ردوي، او همدارنګه په یو بل کې د روح د لیږد فلسفه کومه چې د هندو، بودايي او دودیز چینایي مذهبونه پرې باوري دي، او دا هغه لوی کفري مذهبونه دي چې باور لري چې خالق د یو بوت یا ډبرې (تېږي) او داسې نورو په شکل کې مجسم شوی دی. دا قانون د کاېناتو د پیل او پای شتون تاییدوي او په دې توګه د روحونه د لیږد فلسفه ردوي.
الله تعالی فرماېلي:
.. او هغه کسان چې له هغه نه غیر یې دوستان (کار سازي) نیولي دي (وایي): مونږ د دوی عبادت نه کوو مګر د دې لپاره چې مونږ الله تعالی ته نږدې کړي، ښه نږدې کول .... [87]
دا ټول د خالق له حقیقي مفهوم څخه د ناپوهۍ له امله وو، چې ذهنونه یې مشوش کړل او په دې توګه یې الحاد ته لاره هواره کړه، او د خالق د موجودیت د لاملونو په اړه پوښتنې او نورې پوښتنې چې د هغه په وجود کې شک پيداکوونکي دي.
په کایناتو کې چې هر څه دي د خالق تر واک لاندې دي، نو یوازې هغه جامعه پوهه، مطلق علم، وړتیا او قدرت لري چې هر څه د هغه د ارادې تابع کړي. لمر، سیارې او کهکشانونه د پیدایښت له پیل راهیسې په خورا دقت سره کار کوي، او هم دا دقت او وړتیا د انسان په تخلیق کې هم پلي کیږي.
که موږ د انسانانو او د هغوی د بدن او د دوی د روحونو ترمنځ همغږي په پام کې ونیسو، نو دا موږ ته روښانه کیږي چې دا ممکنه نده چې دا روحونه د حیواناتو په بدن کې ژوند وکړي او نشي کولی د نباتاتو او حشراتو (د روحونو بیا زیږون) ترمنځ وګرځي.
الله تعالی انسان ته د عقل او پوهې په وجه امتیاز ورکړی او په ځمکه کې یې د خلیفه په توګه ګرځولی، او هغه یې غوره کړی او عزتمند کړی یې دي او د هغه مرتبه یې د ټولو مخلوقاتو نه اوچته کړې. او د خالق له عدل څخه دا دي چې د قيامت ورځ، جنت او دوزخ شتون لري، ځکه چې په دې ورځ کې ټول ښه او بد عملونه اندازه کېږي او تول کېږي.
الله تعالی فرماېلي:
نو هغه څوک چې د یوې ذرې په اندازه نېک عمل وکړي (نو) دی به هغه ووېني (۷ آیت) او هغه څوک چې د یوې ذرې په اندازه د شر (او بدۍ) عمل کوي (نو) دی به هغه ووېني. [88]
د ډاروین ځېني پېروان هغوی چې طبیعي انتخاب (یو غیر منطقي فزیکي پروسه) یو ځانګړی تخلیقي ځواک ګڼي چې پرته له کوم ریښتیني تجربوي اساساتو ټولې سختې ارتقايي ستونزې حل کوي، وروسته یې د باکتریایي حجرو په جوړښت او فعالیت کې د ډیزاین پیچلتیا وموندله.
نو د نورو عبارتونو استعمالول یې شروع کړل لکه «ځېرکه» باکتریا، «مایکروبیل ځېرکتیا»، «پریکړه کول» او «د ستونزو حل کولو باکتریا». او په دې توګه سره باکتریا د دوی په نوي خدای بدله شوه[89].
مشهور امریکایی لېکوال او کیمیا پوه میچل بېهي وایي:
"زه مجبور یم چې د الله موجودیت ومنم چې د حجرې د معاینې لپاره د دې ټولو ګڼو هڅو پایله ده. هغه دا دی: په مالیکولري کچه د ژوند معاینه کول یو لوړ روښانه او تیز غږ دی".
حقیقت دا دی چې دا مفکوره چې د انسان اصلیت شادو (بېزو) ده، یا د شادو (بېزو) څخه په تدریجي ډول رامینځته شوی هیڅکله د ډاروین له نظریاتو څخه نه و، مګر هغه وايي: دا چې انسان او شادو (بېزو) اصل یو ګډ او نا معلوم اصل ته ورګرځي چې هغه ورته د (ورکې شوې حلقې) نوم ورکړی او هغه په ځانګړي ډول پرمختګ وکړ او انسان ترې جوړ شو، او سره د دې نه چې مونږ د مسلمانانو په توګه د ډاروین خبرې په کلکه ردوو، مګر هغه په هیڅ صورت کې دا ونه ویل لکه څنګه چې ځینې فکر کوي: چې شادو (بېزو) د انسان پلار دی. او دا ثابته شوې ده چې ډاروین د خدای په وجود باور درلود، مګر دا نظریه چې انسانان د حیواناتو څخه دي، د ډاروین د پیروانو څخه په راتلونکي کې هغه وخت رامینځته شوه کله چې دوی د هغه په نظریه کې شامل کړل او دوی په اصل کې د ملحدینو له ډلې څخه وو.
د ډاروین نظریه کومه چې وايي: موږ دې کاېناتو ته د تصادفي بدلونونو په پایله کې راغلي یو نه د یو لوی خالق له خوا، دا یوازې یوه تیوري ده او تر اوسه نه ده ثابته شوې، او دا ثابته شوې چې پخپله ډاروین کوم چې د دې تیورۍ موسس دی د ځان سره ډير شکونه درلودل، او خپلو همکارانو ته يې ډېر ليکونه لېکلي چې خپل شکونه او پښيماني يې پکې څرګنده کړې، او ویلي یې دي: «دا ډېره سخته او يا هم ناممکنه ده چې تصور وکړو چې زموږ په څېر يو کاينات او په هغه کې يو مخلوق زموږ له بې شمېره انساني وړتياوو څخه برخمن وي په پیل کې د ړانده چانس په واسطه پیداشوي، یا دا چې اړتیا د اختراع مور ده، او کله چې زه خپل شاوخوا ته ګورم د دې موجودیت تر شا لومړی دلیل چې زه ورته هڅول کېږم هغه دا خبره ده چې یو هوښیار ذهن شتون لري، نو له دې امله زه د یو پرودګار په شتون باور لرم».
د پرمختګ نظریه، چې موخه یې د یو خالق له شتون څخه انکار کول دي، د ټولو ژوندیو موجوداتو، حیواناتو او نباتاتو په پیدایښت کې مشترک اصل بیانوي، او دا چې دوی د یو اصل څخه رامېنځته شوي چې هغه یو واحد حجروي ژوندی دی، او دا چې د لومړۍ حجرې جوړیدل په اوبو کې د امینو اسیدونو د راټولیدو پایله وه، چې په پایله کې یې د DNA لومړی جوړښت رامینځته کړ، کوم چې د یو ژوندي شي جینیاتي ځانګړتیاوې لري.
د دې امینو اسیدونو په یوځای کولو سره د ژوندیو حجرو لومړی جوړښت جوړ شو.
او د مختلفو محیطي او خارجي عواملو په پایله کې چې د دې حجرو د پراخیدو لامل شو، کوم چې لومړی سپرم جوړ کړ او بیا د غوښې یوې ټوټې ته یې وده وکړه او بیا یې کرپندونکي ته وده وکړه.
(او په ځمکه ګرځېدونکی هر حیوان الله تعالی له اوبو څخه پیداکړی دی، نو په دوی کې ځېنې هغه دي چې په خپلې خېټې تګ کوي او په دوی کې ځنې هغه دي چې په دوه پښو تګ کوي او په دوی کې ځېنې هغه دي چې په څلورو ګرځي، الله تعالی چې څه وغواړي پیداکوي یې، بېشکه الله تعالی په هر شي باندې ښه قادر دی. [90]
ساینس د یو عام اصل څخه د تکامل (ترقۍ) مفکورې لپاره قانع کوونکي شواهد وړاندې کوي، کوم چې قرآن کریم ورته اشاره کړې.
«او مونږ له اوبو څخه هر ژوندی شی پیدا کړی دی، آیا نو دوی اېمان نه راوړي»؟ [91]
الله تعالی ژوندي مخلوقات هوښيار او په فطرتي ډول داسې پیدا کړي چې د خپل ګېرچاپېره چاپېریال سره سمون پیداکړي، او په اندازه، شکل او اوږدوالي کې وده کولای شي، د بېلګې په توګه په سړو هېوادونو کې پسونه يو ډول شکل او پوستکي لري چې له يخنۍ څخه يې ساتي او وړۍ يې زياتېږي او کمېږي د هوا د تودوخې سره سم، او نور هیوادونه د دې بر عکس دي، شکلونه او ډولونه د چاپیریال له مخې سره توپیر لري، حتی انسانان په رنګ، ځانګړتیاوو، ژبو او شکلونو کې توپیر لري، ځکه چې هیڅ انسان د بل په څېر ندی، پرته لدې چې دوی انسانان پاتې کېږي او په بل ډول حیوان ته نه بدلېږي.
الله پاک فرماېلې:
او د هغه له نښو ځنې د اسمانونو او ځمکې پیدا کول دي او ستاسو د ژبو او ستاسو د رنګونو اختلاف (بېل والی) دی، بېشکه په دغو کې خامخا نښې دي د عالمانو (پوهانو) لپاره. [92]
د پرمختګ نظریې لرونکی مشهور ساينس پوه جوليس ديوانټ په خپل کتاب:
The Ascent of Nature in Darwin's Descent of Man
٢٩٥ مخ کې وايي:
«ډاروین په ژوره توګه باور درلود چې د ښځو رتبه د نارینه وو په پرتله خورا ټیټه ده! په ځانګړې توګه کله چې یې د بقا لپاره د مبارزې په اړه خبرې کولې. او هغه به بې وزله، معیوب، پس پاتي خلک او ښځه یو ځای حسابول!
او د هغه د انظریه وه چې د ښځې د دماغو کتله او د عضلاتو کچه په هغه اندازه نه دي کوم چې د سړي دي نو ښځه لدې کبله نشي کولی چې د سړي سره د بقا لپاره په مبارزه کې شامله شي، بلکې هغه په هغې کې یو ډول بیولوژیکي نیمګړتیا ویني ناشوني ده چې د دې نیمګړتیاو باوجود دې سړي ته ورسیږي».
او دا په حقیقت کې یو (مادي) بېلتون دی چې د تکامل نظریې د پیروانو او ملحدېنو عقیدې په ګوته کوي، په ځانګړې توګه هغه کسان چې په اسلام کې د (ښځې) په حیثیت اعتراض کوي، هغه ښځه چې الله تعالی په پیداېښت کې د انسان جوړه ګرځولی: نو هغه د هغه نه پیدا شوې: چې دواړه یو بل ته لیوالتیا لري.
الله تعالی فرماېلي:
او د هغه له نښو ځنې دا دي چې تاسو لپاره یې ستاسو له نفسونو څخه جوړې پیدا کړي، د دې لپاره چې تاسو هغو ته (په ماېله کېدو سره) سکون حاصل کړی او هغه ستاسو په مېنځ کې مېنه او مهرباني پیدا کړه، بېشکه په دغو کې خامخا نښې دې د هغه قوم لپاره چې ښه فکر کوي. [93]
په 673 ميلادي کال کې په فرانسه کې د ښځې د حقوقي ماهیت د معلومولو په اړه یوه اروپایي غونډه جوړه شوه، چې آيا دا انسانه ده که حيوانه، که انسانه وي نو آیا له ټولو حقوقو څخه برخمنه کېدلی شي او کنه؟
که حیوانه وي بیا له حقوقو څخه نشي برخمنه کېدلی.
له پرله پسې بحثونو وروسته دوی په اتفاق سره دې نتیجې ته ورسېدل چې ښځې انسانانې دي، خو له حقونو څخه ګټه نشي پورته کولی! د تکامل د تیورۍ په بنسټګر او د هغه په نظریي په باور کوونکو باندې د دې غونډې اغېز مستقیما ښکاره کېږي، او همدارنګه دا د نورو عقائدو په پرتله د اسلام او د هغه د قانون د برترۍ ثبوت هم دی، او همدارنګه د انسان په لاس جوړ شوي قوانين او عقيدې چې د ښځې انسانیت او کرامت ته په کمه ګوري، او هغه یو ارزانه، تش مال او لذت ګڼي لکه څنګه چې د تاریخ په واقعاتو کې دي، او موږ لره دغه غونډه د دلېل په توګه د هغوی د بې وزلۍ او د فکري او اخلاقي زوال نښه کافي ده.
د جرمني ډاروینیستانو د ډاروین نظریه د انسان د ژوند د حرمت له منځه وړلو لپاره وکاروله. د ډاروین د تیورۍ پراساس، کوم چې وایي چې معلولیت لرونکي خلک د ژوند کولو وړ ندي، اډولف هټلر وړاندیز وکړ چې د جګړې وخت "د لاعلاجې ناروغۍ څخه د خلاصون ترټولو مناسب وخت و." ډیری آلمانانو نه غوښتل چې د هغو اشخاصو یادونه وکړي چې د دوی د "حاکم جنسیت" مفکورې سره سم ژوند نه کوي. په فزیکي او ذهني توګه معلولین د ټولنې لپاره د "بې ګټې" په توګه انځور شوي، او د آریایي جینونو پاکوالي ته یو ګواښ دی، او بالاخره دوی د ژوند وړ نه دي. د دویمې نړیوالې جګړې په پیل کې، د رواني او فزیکي پلوه معلولیت لرونکي اشخاص د وژلو لپاره په نښه شوي و چې نازیانو د "T-4" پروګرام یا "د مهربان مرګ" په نامه یې یاد کړ.
او په حقېقت کې د قربانیانو جسدونه په غټو تنورونو کې وسوځول شول چې د سوخت تنورونه ورته ویل کېدل.
د بدبختیو، بدیو او دردونو شتون د ډیرو معاصرو مادیاتو فیلسوفانو د الحاد لامل و، چې په کې فیلسوف "انتوني فلو" هم شامل و، هغه د خپل مرګ څخه مخکې د الله په شتون اعتراف وکړ، او د "پرودګار شتون لري" په نوم یې یو کتاب ولېکه.
سره د دې نه چې هغه د شلمې پیړۍ په دویمه نیمایي کې د الحاد مشر و او کله چې یې د پرودګار شتون ومانه، ویې وېل:
"د انسان په ژوند کې د بدۍ او درد شتون د پرودګار شتون نه ردوي، مګر دا موږ د الهي صفاتو بیاکتنې ته هڅوي."
«انتوني فلو» په دې اند دی چې ناورین ډیر مثبت اړخونه لري، ځکه چې دوی د یو شخص مادي وړتیا هڅوي، نو دا هغه څه رامینځته کوي چې د هغه ارمان وي، او همدارنګه د هغه غوره رواني ځانګړتیاوې هڅوي او هغه د خلکو سره د مرستې لپاره هڅوي.
د بدۍ او درد شتون د تاریخ په اوږدو کې د انساني تمدنونو په جوړولو کې مهم رول لوبولی.
او ويې ويل:
«"که څه هم د دې ستونزو د تشریح کولو لپاره څومره وړاندیزونه شتون ولري، خو مذهبي تفسیر به د منلو وړ وي او د ژوند له ماهیت سره به ډېر سم وي».
د رب العالمین له صفتونو څخه یو صفت حکمت دی، هغه هیڅ شی بې مقصده او بې هدفه نه پیدا کوي، موږ یې د دې لپاره پیدا کړي یو چې پر موږ رحم وکړي، موږ ته خوشحالي راکړي او موږ ته (خپل نعمتونه) راکړي، او ټول ښکلي انساني صفتونه د هغه د صفاتو څخه اخیستل شوي دي. او دا چې په دې نړۍ کې زموږ شتون د یو لوړ هدف او مقصد لپاره دی چې هغه د الله تعالی پیژندل او هغه ته توبه کول او له هغه څخه مستقیما مرسته غوښتل دي.
د رب العالمین پېژندنه د هغه د غوره نومونو او د هغه د عالي صفاتو په پیژندلو سره ترلاسه کیږي چې په دوه اساسي ډلو ویشل شوي دي چې هغه دادي: نيک صفتونه: او دا ټول هغه صفتونه دي چې د مهربانۍ، بخښنې، نرمۍ سره تعلق لري، او د هغوی له جملې نه عامه مهرباني، خاص مهرباني، روزي ورکوونکی، بخشش ورکوونکی، نېکي کوونکی، رحم کوونکی ... او داسې نور دي.
د عظمت نومونه: لکه هر یو صفت چې په توان، استعداد، لويي، او وقار پورې اړه لري، او د دې د جملې نه: زورور، قهار، تنګسیا راوستونکی، ټېټوونکی ... او داسې نور دی.
د الله تعالی د صفاتو په اړه زموږ پوهه د دې سبب کېږي چې مونږ د هغه بنده ګي په هغه بڼه وکړو چې د هغه د عظمت او ستاېني سره ښايي او د هغه څه نه د هغه پاکي چې د شان سره یې مناسب نه وي، د هغه د رحمت په تمه او د هغه له غضب او عذاب څخه د مخنیوي لپاره. او د هغه عبادت د امرونو په عملي کولو، د ممنوعاتو څخه ځان ساتلو او د اصلاحاتو په کولو او د ځمکې په ابادولو کې دي. په دې اساس د دنيا د ژوند تصور د انسانانو لپاره د ازموينې په توګه ګرځي، تر څو الله پاک د متقيانو درجې لوړې کړي او په دې توګه د ځمکې د خلافت او په اخرت کې د جنت د ميراث مستحق شي، په داسې حال کې چې فاسقانو ته به په دنیا کې ذلت وي او د دوی برخلیک به د اور عذاب وي.
خالق د طبیعت قوانین او د اداره کولو لپاره یې چارې وضع کړي دي چې د چاپيریال د خرابیدو او فساد مخنیوی کوي او په زمکه کې د اصلاح او په ښه توګه د ژوند پر مخ تللو په موخه دغه توازن برقرار ساتي . او هغه څه چې خلکو او ژوند ته ګټه رسوي همغه په ځمکه کې پاتې کېږي. او کله چې په ځمکه کې داسې آفتونه را منځ ته شي چې انسان ترې متاثره کیږي لکه ناروغۍ، اورلګیدنه (آتش فشانونه)، زلزلې او سیلابونه، نو د الله تعالی نومونه او صفتونه څرګندیږي لکه شفا ورکوونکی او ساتونکی د بیلګې په توګه، مرېضانو ته په شفا ورکولو کې او بچ شوي انسان ته په ژغورلو کې، یا د هغه د انصاف نوم د نورو ظالمانو او نافرمانانو په سزا کې، او د هغه د حکمت نوم د فرمانبردارو په محاکمه او امتحان کې څرګندیږي کوم چې صبر کوونکي ته ښه بدله ورکوي او بي صبرو او اعتراض کوونکو ته عذاب ورکوي، او په دې توګه انسان د خپل رب عظمت د دې ازموینو له لارې پیژني لکه څنګه چې د هغه ښاېست د ورکړو د لارې پېژني. که یو څوک یوازې پرودګار د ښاېست په صفتونو باندې وپېژني نو ګو یا که ده الله تعالی نه دې پېژندلی.
هغه څه چې له ازمایښتونو څخه پیښیږي د الله تعالی اراده ده، او هغه څه چې الله تعالی غوښتلي پېښ شوي، او د الله تعالی اراده په بشپړ حکمت پورې اړه لري او مطلق حکمت په مطلق خیر پورې اړه لري، ځکه چې په وجود کې مطلق شر شتون نلري، او دا چې د دنیا ژوند چې انسان پکې ژوند کوي د ابدي وروسته ژوند په پرتله یوازې یوه شیبه ده، او بیا چې څومره تکلېفونه یې په دې دنیا کې ګاللي وي په جنت کې په یوې غوپي سره به ترې هېرشي.
که یو څوک د مثال په توګه پاڅي او بل کس ووهي تر دې چې د حرکت توان له لاسه ورکړي، نو د ظلم صفت یې خپل کړ او ظلم شر دی.
مګر د توان شتون د هغه چا سره چې امسا راخلي او یو بل کس پرې وهي شر نه دی.
او د هغې ارادې شتون چې الله تعالی ورته ورکړی هم شر نه دی.
او د هغه د خپل لاس په خوځولو باندې توان هم شر نه دی؟
او په امسا کې د وهلو د صفت شتون هم شر نه دی؟
دا ټول شته کارونه ښه(خیر) دي او د بدۍ صفت(شر) نه تر لاسه کوي تر څو چې له هغوی څخه په ناوړه توګه استفاده ونه شي، او هغه فالج دی لکه په تیر مثال کې، او د همدې مثال پر بنسټ د لړم او مار شتون شر ندی مګر کله چې انسان ورباندې پیښ شي نو ویې چېچي، نو الله تعالی ته د هغه په کارونو کې د شر نسبت نه کېږي کوم چې مطلق خیر دي، بلکې د هغو کړنو کې کوم چې د انسان له خوا د دې خیر د ناوړه استعمال له وجې رامنځ ته شوي.
او الله تعالی د دې بدۍ اجازه ورکوي د دې وجې نه چې د دې شر د وجې کوم خالص خیر منځ ته راځي لکه: الله تعالی ته توبه کول او هغه ته ورګرځېدل، نو دا د مرض نه د روغېدو لپاره د ترخو درملو د خوړولو په څېر دي.
د خالق په اړه تکراري پوښتنه چې انسانان دې ته اړ باسي چې داسې ژوند وکړي چې دوی هغه شان نه غواړي یوه بې بنیاده پوښتنه ده.
که الله تعالی وغواړي چې د مخلوق په اړه د خپل مخلوق نظر واخلي نو لومړی باید د دوی شتون درک کړي.
نو څنګه کیدلی شي چی انسان دې نظر ولري او هغه دې په نشت کې وي؟
دلته مسئله د شتون او نه شتون ده. له ژوند سره د انسان لېوالتيا او له هغه څخه وېره په دې نعمت باندې د هغه د رضايت تر ټولو ستر ثبوت دی.
د ژوند نعمت د انسان لپاره یوه ازموینه ده چې د هغه ښه انسان توپیر وکړي چې د خپل رب څخه راضي وي له هغه بد انسان څخه چې له هغه څخه ناراضه وي. نو د رب العالمین حکمت د پیدایښت څخه د هغه کسانو استخراج ته اړتیا درلوده چې په آخرت کې د هغه د عزت ځای ترلاسه کولو لپاره له هغه څخه راضي وي. او الله تعالی دا خبره په تأکېد سره کړې ده چې د کله نه چې هغه انسان ته امانت وربار کړی د هغوی د پيداېښټ نه مخکې یې ټول حاضر کړي، او په خپل وحدانیت یې ګواهان کړي دي.
او کله چې ستا رب د ادم له اولادې نه د هغوی له شاګانو نه د هغوی اولاد راواخېست او دوی یې په خپلو ځانونو باندې ګواه جوړ کړل، (او ورته ویې وېل:) آیا زه ستاسو رب نه یم؟
دوی ووېل: ولې نه! مونږ ګواهي وکړه، (دا د دې لپاره) چې تاسو د قیامت په ورځ ونه وایئ چې بېشکه مونږ لدې نه غافله وو. [94]
د هغې ورځې تر ټولو لوی ثبوت دا دی په کومه چې دوی د الله تعالی د وحدانیت ګواهي ورکړې چې هر یو انسان که مسلمان دی او که غیر مسلم د سختې ویرې په وخت کې د هغه سترګې بې اختیاره د مرستې د غوښتلو لپاره د اسمان لور ته پورته کېږي.
د چا د نه یادولو لامل دا دی چې که انسان ته یاد شي چې دې د الله تعالی په وړاندې ودرېدلی و او ګواهي یې ورکړې وه چې له هغه پرته بل معبود نشته مګر همدا دی، او بیا دا سړی په ځمکه کې په یو وخت او یا ځای کې موندل شوی وی، نو بیا خو به هیڅ امتحان نه وي. نو د ازمېښت راز په اېمان پورې اړه لري، او د اېمان راز په غیبو باندې په باور کولو کې دی، نو که غیب د هر چا په ذهن کې ښکاره، د لیدلو وړ او موجود وي، نو بیا خو غیب غیب نه ګڼل کېده.
په دې توګه سره ازموينې هيڅ مانا نه درلوده، او د ارادې د اختیار مفهوم بېخي له منځه تلو، که الهي ذات، مطلق حق او آخرت ټولو انسانانو ته په یقین سره معلوم وی، نو بیا ازموینه چېرته وه!
د مثال په توګه، که فرض کړو چې د زده کوونکو یوه ډله د امتحان تالار ته ننوته او امتحان پیل شو، هیڅ یو زده کونکي ته اجازه نه وه چې د ازموینې پای ته رسیدو پورې هغه حواله وګوري چې هغه ترې مطالعه کړې ده، مګر د ازموینې په جریان کې هغه نشي کولی حوالې ته وګوري؛ ځکه چې حوالې ته کتل د ازموینې مفهوم له اصل څخه لرې کوي.
مشهور المانی فیلسوف ایمانویل کانت وایي:
«د عقل څخه د بهر نړۍ درک کولو کې زموږ کمزوري نیمګړتیا نده، بلکې دا د اخلاقو لپاره یو اړین شرط دی، او که انسان په مطلق شي باندې مستقېما خبرېدلی نو بیا به هغه په خپلو چارو کې ازاد او رضا کار نه و».
په دې توګه موږ اجازه نه لرو چې دا صحنه را په یاده کړو کومه چې په عالم الذر (هغه وخت کوم کې چې الله تعالی د ادم علیه السلام د شا نه د هغه اولاده د سرو مېږیو په شان پيدا کړه او په خپل وحدانیت یې ګواه کړل) واقع شوې ده تر دې چې د واک څه معنی پیدا شي، سربېره پر دې د عالم الذر لوظ یوازې د عذاب مستلزم ندی د هغه چا لپاره چې د پېغمبر دعوت ورته نه وي رسېدلی، نو هغه دلېل چې په هغه سره مکلفیت او بدله لازمېږي تر هغه وخته انسان ته نه رسېږي تر څو چې د پېغمبرانو هغه بلنه ورته نه وي رسېدلي چې دا یوازې د الله تعالی بنده ګۍ ته رابلي پرته د هېڅ شرېک نه، نو که تابعداري یې وکړه نو نېکه بدله به ورته ورکړل شي، او که نا فرماني یې وکړه نو سزا به ورکړل شي.
ایمان د شواهدو پر بنسټ ولاړ دی. او که شواهد زیات شي، نو ایمان او یقین هم زیاتیږي، مګر غیب هېڅکله هم په حواسو نشي لېدل کېدی، که نه نو د ایمان تصور به پخپله سقوط وکړي.
موږ کولی شو د اوسط ژوند په اوږدو کې د روغتیا دورې او د ناروغۍ دورې پرتله کړو، یا د سوکالۍ او پراخۍ لسیزي او د هغه مقابل کې د ویجاړۍ دورې، او همدارنګه د ارام طبیعت او سکون پیړۍ او د هغې مقابل کې آتش فشاني او زلزلې پرتله کړو. موجوده خیر له کوم ځای څخه پیلیږي؟
هغه نړۍ چې د ګډوډۍ او تصادف پر بنسټ ولاړه وي ښه نړۍ نشي رامینځته کولی.
او انسان تر هغه پورې د روغتیا خوند نشي څکلی تر څو چې ناروغي تجربه نه کړي، او ښکلی تر هغه وخته نه پېژندل کیږي تر څو چې بدرنګ نه وي لیدل شوی.
د ترموډینامیک دویم قانون وايي چې په جلا شوي سیسټم کې ټول انټروپي (د ګډوډۍ یا تصادفي درجې) پرته له کوم بهرني نفوذ څخه تل وده کوي، او دا پروسه بدلیدونکې نده. په بل عبارت، تنظیم شوي شیان به خامخا ټوټه ټوټه کېږي او له منځه به ځي تر څو چې دوی لره یو خارجي شي نه وي راټول کړي. په دې توګه ړانده ترموډینامیک ځواکونه به هیڅکله د خپل طرفه خه څه تولېد نه کړي، یا به په لویه کچه دومره ښه نه وي لکه څنګه چې دي، پرته لدې چې خالق دا تصادفي پیښې تنظیم نه کړي کومې چې په ښاېسته شیانو کې ښکاري لکه: ښکلا، حکمت، خوښي او مینه، او دا ټول یوازې وروسته لدې چې دا قاعده ثابته شي چې خیر او شر استثنائي شیان دي.
د بدۍ او دردونو په اړه زموږ لید د دنیا د ژوند واقعیت او په هغه کې د انساني وجود د هدف په اړه زموږ په نظر پورې اړه لري، کوم چې د دیني خلکو په منځ کې د ماده پرستو سره توپیر لري.
مادي لید لوری په دې اند دی چې د دنیا د ژوند تر شا کوم هدف نشته چې د یو مقصد لخوا اداره کیږي، او دا چې که یو څوک مړ شو نو هغه هېڅ شی شو، ځکه چې د بېرته ژوند په تعقیب بله زنده ګي شتون نلري، نو د انسان چې څومره وسه کېږي باید هغومره خوندونه ترلاسه کړي، نو په دې توګه هغه درد چې هغه یې احساسوي او هر هغه څه چې هغه له دې خوښیو څخه بندوي مطلق شر دی، او له دې نظره هغه بدۍ او دردونه چې یو سړی ورسره مخ کیږي په تصادفي مسئلو بدلیږي چې هغه په دنیا کې د خپل ژوند په اوږدو کې تیریږي دا هم په تصادفي ډول را منځ ته شول، نو بیا د یو مهربان، مینه ناک، پرودګار شتون منل چې دا زنده ګي برابروي د دوی لپاره بې ځایه او عبث خبره ده، او د دې معنی دا ده چې هر هغه څه چې دوی له دې خوښیو څخه منع کوي د هغوی لپاره درد ګڼل کیږي. لکه څنګه چې یو ماشوم فکر کوي چې مور او پلار یې بد دي کله چې دوی دا د خپل نیکه د درملو له اخیستلو څخه منعه کوي.
انسان باید لومړی خپل ځان ته وګوري مخکې لدې چې کبر او لویي هغه له حقیقت څخه لرې کړي، د انسان ګېر چاپېره که تکنالوجي او ساینس څومره ترقي وکړي، بیا هم انسان نشي کولی چې د ځان نه بل مخلوق جوړ کړي داسې چې همېشه پاتي وي او یا تر دې چې په ځان بسیا زنده ګي وکړي د خوراک، څښاک او هوا نه پرته او ان تر دې چې قضای حاجت ته هم ضرورت ونه لري، او انسان په دې پراخه فضا کې د داسې ژوند په لټه کې دی چې هغه ته د تلپاتې او خوښۍ زمینه برابره کړي، او هغه په یقین سره پوهېږي چې سپوږمۍ ته له محافظتي جامو پرته نشي رسېدلی، یا پداسې موټر کې دننه شي چې د ځمکې د حد څخه یې لرې کړي، او دا ټول لدې ویرې چې مرګ ورته رانشي.
ته ورته ووایه: تاسو کاڼي شئ، یا اوسپنه (۵۰) یا کوم داسې مخلوق له هغه قسم نه چې ستاسو په سینو کې لوی ښکاري، نو دوی به ژر ووایي: څوک به مونږ بیا راژوندي کوي؟ ته ووایه: هغه ذات چې تاسو یې لومړی ځل پیدا کړي یاست، نو ژر به دوی خپل سرونه تا ته (د استهزا په ډول) وخوځوي او وايي به: دا به کله وي؟ ته ووایه: امېد دی چې دغه به ډېر نژدې وي (۵۱) [95]
ویکتور فرانک وېلي: «نن ورځ خلک د ژوند هره وسیله لري، مګر د ژوند کولو هیڅ معنی نشته، کوم چې ژوند یو زندان جوړوي چیرې چې اوسېدونکي يې د ژوند او مرګ د دیوالونو تر منځ ژوند کوي، په بې معنی ژوند کې د هر ټک څخه وېره لري، هر درد یوه تصادفي او د نه پوهیدو وړ پیښه ده - چې هېڅ تېښته ترې نشته - دا یوازې د انرژۍ او مادې له مخې طبقه بندي کیدی شي، او د ګډوډۍ او خپګان پرته د بل هېڅ شي استازولي نشي کولی».
دا دعوه چې یو ملحد نورو ته زیان نه رسوي او نشي کولی یو څوک بد چلند ته وهڅوي لکه څنګه چې ځینې مذهبي خلک د مذهب په نوم کوي؛ بې بنسټه ادعا ده.
دين ښو اخلاقو او له بدو کارونو څخه د ځان ساتلو ته رابلل کوي، او له همدې امله د ځينو مسلمانانو بد سلوک د هغوی د کلتوري عادتونو يا له دين څخه د ناپوهۍ او له صحيح دين څخه د هغوی د واټن له امله دی.
آیا موږ په نړۍ کې د کمونیزم د رامینځته کولو د هڅو په اړه ندي اوریدلي چې د ملیونونو مسلمانانو او عیسویانو د مرګ لامل شوي؟
یو کمونیست فیلسوف وایی:
«موږ فکر کاوه چې موږ د الله پرته ښه یو، او د یو انسان انسانیت ساتو، موږ څومره په غلطه وو، موږ الله او انسان دواړه یو ځاي له منځه یوړل».
له خلکو سره د ښو اخلاقو چلند د انسانیت د ګټې او د زمکې د آبادۍ په موخه په خالق باندې ایمان او د دین تر چتر لاندې د نړیوالو اخلاقو پیروي کولو څخه نشي مستغني کېدلی، ځکه چې د زمکې بیارغونه او ښه اخلاق د دین آخري هدف نه دی، بلکې په حقیقت کې دا دواړه یوه وسېله ده.
د دین هدف دا دی چې انسان خپل رب، بیا د هغه منبع، خپله لاره او خپل راتلونکی وپیژني، او ښه پایله او ښه راتلونکی نشي رشتیا کېدلی مګر یوازې د الله تعالی د رضا په حاصلولو د هغه په مستقیم ډول عبادت او تابعدارۍ سره، او د دې د حاصلولو لار د زمکې بیا رغونه او ښه اخلاق دي.
د انسانانو تر منځ مساوات یوه اخلاقي ځانګړتیا ده، طبیعي یا مادي او یا عقلي حقیقت ندی، خلک بې له شکه د مادي، طبیعي یا فکري نظره سره مساوي ندي، او په خالق او دین باندې د باور په اساس یوازې ضعیف خلک د مساوات ادعا کولی شي، دا چې انسانان یو شان دي یوازې هغه وخت ممکن دی چې انسان د الله مخلوق وي.
له هغه څه نه چې ما لوستلي او خوښ شوي مې دي: کله چې ملحد د بدیو د شتون له امله د پرودګار له شتون څخه انکار کوي نو هغه د خپل ځان سره مخالفت کوي.
ملحدان دا مني چې دوی د پرودګار په وجود باور نه لري، ادعا کوي چې دوی یوازې په مادي او ظاهري شیانو باندې باور لري، او له همدې امله دوی د ملاېکو، پېریانو، آسماني پیغامونو، پیغمبرانو او معجزو په شمول د غیبي نړۍ څخه انکار کوي او په بدل کې د "طبیعت" په مسأله باندې اعتراف کوي. طبیعت یا ماده (چاپیریال) د دوی په اقرار سره په بشپړ ډول بې طرفه دی، دا نه د بدۍ د لازمي کیدو تابع دی او نه هم د خیر د لازمي کېدو تابع دی، پرته له دې چې دا دې د اخلاقو تابع یا سرچینه وي.
او که انسان د طبیعت نه پیدا وي، او خالص مادي وي، او چا سره چې یو څه نه وي هغه يې بل لره نشي ورکولی، نو ولې انسان د خیر، شر او اخلاقو په اړه بې طرفه نه و؟
ملحد څنګه کولای شي په خپلو اخلاقو وویاړي، په داسې حال کې چې طبیعت د هغه د ادعا له مخې په اخلاقو نه پوهیږي؟
دا پدې معنا ده چې هغه اخلاقي مفکورې چې یو ملحد پرې ویاړي د هغه خالق لخوا ورکړه ده چې دا یې شتون ردوي، او دا هغه څه دي چې موږ ورته فطرت وایو، کوم چې الله تعالی په موږ کې ځای پرځای کړی ترڅو موږ د هغه پیغامونو ترلاسه کولو ته چمتو یو چې هغه یې مونږ ته د پیغمبرانو او رسولانو له لارې رارسوي، او همدا پیغام دی، هر چې ذهن دی نو د هغه په واسطه مونږ د نړۍ سره اړېکه نېسو:ا
غیبي - ځکه چې د ذهن یوه مهمه برخه خلاصه ده - نو موږ په آسماني پیغامونو پوهیږو.
ماديت: چې مونږ وکولی شو د آسماني اخلاقي پېغام سره سم یې اباد یې کړو[96].
برتانوي ملحد ریچارډ ډوکنز په خپل کتاب The River Out of the Garden of Eden کې وايي:
«طبیعت بد ندی، مګر له بده مرغه دا بې پروا دی، او دا د انسان د پوهیدلو لپاره یو له خورا ستونزمنو درسونو څخه دی، ځکه چې دا زمونږ لپاره ستونزمنه ده چې دا ومنو چې ټول شیان نه ښه دي، نه بد، نه مهربانه دي او نه ډاروونکي، دا د انسان په دردونو باندې بې پروا دی، ځکه چې طبیعت هېڅ هدف نه لري».
الحاد د عقل له منځه وړلو ته بلنه ده، او د منطق او عقل له پامه غورځول او د ساینسي افسانو پیروي کول دي، دا ټول د ساینس په نوم! پرته له الله تعالی، د هغه د کایناتو، او د هغه د قوانېنو، او هغه نظرونه چې مونږ ته یې راکړي، داسې هېڅ شی به نه وي چې ساېنس پوهان یې مطالعه کولی شي او یا ملحدین ترې انکار کولی شي.
د انسان اړیکه باید له خپل خالق سره له هرې اړیکې غوره او پیاوړې وي، نو مسلمان باید د اسلام د لارښوونو د پلي کولو کوشش وکړي، او دا اړیکه هغه اصلي اړیکه ده چې دې ته ټول خیرونه او د نورو درناوی کول ورپه برخه کوي.
ډیری خلک د شک، لټون او تاوان په دور کې تیریږي، او بشپړ آرام تر هغه وخته نشي تر لاسه کولی تر څو چې دوی د رب العالمین لاره ومومي. لکه یو ورک شوی ماشوم چې د خپلې مور په لټه کې وي، او کله چې هغه ومومي، هغه د آرامۍ احساس کوي او پوهیږي چې دا هغه خوندیتوب دی چې هغه یې په لټه کې و. نو له همدې امله الحاد حقیقت ته په رسیدو کې د ښکاره ناکامۍ اعلان دی.
کله چې موږ یو کورنی څاروی اخلو نو د هغه څخه ترټولو لویه هیله مو فرمانبرداري وي، او دا ځکه چې مونږ هغه یوازې اخیستلی او پیدا کړی مو ندی، او الله تعالی لره اوچت صفات دی، نو مونږ د خپل خالق په اړه څه فکر کوو؟
آیا زمونږ نه د اطاعت، عبادت او تسلیمۍ حقدار ندی، او مونږ په دې دنیاي سفر کې په ډیرو شیانو کې د خپلې ارادې خلاف تسلیمیږو، زمونږ زړه ټکان کوي، زموږ د هاضمي سیسټم کار کوي، زموږ حواس په بشپړ ډول خبر دي، نو مونږ باېد په خپلو نورو چارو کې یواځې الله تعالی ته تسلیم شو، کوم چې مونږ ته پکې اختیار راکړل شوی تر څو چې مونږ په سمه توګه خوندېتوب ته ورسېږو.
دا خبره چې د عقیدې مفکوره د ماشومانو د تفریح کیسې یا د ښکلي خوبونو لیدونو څخه پرته بل څه ندي چې یو انسان له اندیښنو څخه لرې کوي، او نور هېڅ هم نشته یوه بې اساسه خبره ده. د یو لوی خالق پر وجود باور چې مونږ یې د یوې موخې لپاره پیدا کړي یو او له مرګ څخه وروسته همیشه نعمتونه زمونږ په انتظار دي دا یو حقیقت دی چې زمونږ په زړونو کې ځای پر ځای شوي دی، او دا ښکلی حقیقت د الحاد له بدو خوبونو څخه غوره دی کوم چې د انسان نه هیڅ شي جوړوي، له هیڅ شي څخه راغلی، او هیڅ شي ته به ورګرځي. آیا یو ملحد به د خپل زوی ځواب ومني کله چې هغه ترې وپوښتي چې هغه څه غواړي چې لوی شي او ورته ووایي: هیڅ شی؟
هغه به دا ځواب ونه مني او خپل زوی ته به د کار، زده کړې او په راتلونکي کې د ارزښتناکه شخص د پیدا کولو لپاره هر ممکنه هڅه وکړي.
نو ژوند لنډ دی، او مرګ ناڅاپه راځي، او ټول هغه څه چې مونږ یې لرو د پېسو او بچو نه ختمېدونکي دي، یا به مړه کیږو او شاته به یې پریږدو، یا به یې د مرګ څخه مخکې په خپل ژوند کې له لاسه ورکوو.
ژوند د ناول یوازې یو څپرکی دی چې ډیری فصلونه لري، مرګ د کیسې پای نه بلکې پیل دی. انسان د یو لوی او لوړ هدف لپاره پیدا شوی، او هوښیار او چالاک انسان هغه دی چې د مرګ نه وروسته زنده ګۍ لپاره پلانونه جوړوي.
او دا فرصت تر هغه وخته پورې شته چې انسان ژوندی وي، او هغه دا فرصت دی چې په یو خالق باندې ایمان ولرو، هغه ذات چې په پاچاهۍ کې یې هیڅ شریک نه لري او نه ورله اولاد شته، او نه د انسان یا حیوان او یا بوت او یا تېږي په شکل کې وجود لري، او په مستقیم ډول د دې خالق عبادت کول، او د اړتیا په وخت کې د هغه څخه غوښتنه کول او د ګناه په وخت کې هغه ته مستقېما توبه کول پرته له کوم راهب، کاهن، یا بل کوم منځګړي.
دا هغه دین دی چې د اسلام د دین په نوم یادیږي.
له همدې امله، د دنيا ژوند د هغه ابدي سفر پيل دی چې انسان یې له مرګ نه وروسته په بېرته راژندې کېدلو او حساب کتاب سره پېلوي او د هغه نه وروسته بیا بدلې ورکول دي لکه څنګه چې مو مخکې یادونه وکړه، اسلام په دې نظر دی چې په دې دنيا کې زمونږ شتون د يو سپېڅلي هدف او مقصد لپاره دی چې هغه د الله تعالی پېژندل، د هغه عبادت کول او مستقیماً هغه ته رجوع کول دي.
هر سا لرونکی دمرګ (مزه) څکونکی دی او یقېنا همدا خبره ده چې تاسو ته به د قیامت په ورځ ستاسو ثوابونه (پوره) پوره در کړی شي، نو څوک چې له اور (د جنهم) نه لرې کړی شو او جنت ته داخل کړی شو، نو یقېنا هغه کامیاب شو، او دنیایي ژوند یوازې د غولېدلو سامان دی. [97]
بېشکه د اسلام قبلول اسانه او ساده دي.
ټول هغه څه چې باید ترسره شي الله تعالی په یووالي او د هغه د پېغمبر صلی الله علیه وسلم د پېغمبرۍ ګواهي ورکول او د هغې سره سم عمل کول دي، او دا د یوې جملې په ویلو سره چې د ایمان د شاهدۍ (شهادت کلمې) په نوم یادېږي - تر سره کیږي - او هغه دا ده:
زه شاهدي وركوم چې له الله پرته بل معبود نشته، هېح شریک ورله نشته، او ګواهي ورکوم چې بېشکه (محمد صلی الله علیه وسلم) د الله تعالی بنده او پېغمبر دی.
او ګواهي ورکوم چې بېشکه د الله تعالی ټول پېغمبران حق دي.
او ګواهي ورکوم چې بېشکه جنت حق دی او اور (د جهنم) حق دی.
په منځني ختیځ کې عیسویان، یهودیان او مسلمانان د (الله) کلمه د پرودګار لپاره کاروي، چې معنی یې یو ریښتینی د عبادت مستحق ذات دی، د موسی او مسیح معبود دی، او خالق ذات په قران کریم کې خپل ځان په "الله" او نورو نومونو او صفتونو سره معرفي کړی.
د "الله" کلمه د عهد قدیم په زړه نسخه کې (89) ځله ذکر شوې ده (سفر التکوین 4: 2) او نور ډیر.
نن ورځ ځینو پوهانو د (الله) د کلمې د کارولو خبره د سنسکرټۍ ژبې په پخوانیو نسخو کې د هندو کتابونو په نسخو کې د واحد او یوازینی پرودګار ته د اشارې په توګه کارولې ده. [98]
قرآن کریم وروستی کتاب دی چې د خالق له خوا رالیږل شوی، پداسې حال کې چې مسلمانان د ټولو هغو کتابونو په اصلي نسخو باور لري چې له قرآن څخه مخکې لیږل شوي دي (د ابراهیم صحیفې، زبور، تورات او انجیل ... او نور).
مسلمانان په دې عقیده دي چې د ټولو کتابونو اصلي پیغام خالص توحید و (په الله تعالی باندې عقیده او یوازې د هغه عبادت کول په مستقیم ډول، نه د یو ولي یا پادري له لارې، او نه هیڅ زوی لري، او نه د یو انسان او یا یوې ډبرې په شکل کې ننوتلی).
قرآن د پخوانیو آسماني کتابونو په څېر، د یوې ډلې یا یوې ځانګړې فرقې له خوا له بلې پرته نه دی انحصار شوی، او نه یې مختلفې نسخې شتون لري، او نه پکې هیڅ بدلون راغلی، بلکې دا د ټولو مسلمانانو لپاره یوه نسخه ده. او قرآن د هر چا په لاس کې دی داسې چې په لمانځه کې لوستل کیږي او د ژوند په ټولو چارو کې ورته ورګرځېدل کیږي، د نړۍ ټول مسلمانان د قرآن کریم تلاوت داسې کوي لکه څنګه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم او د هغه د ملګرو په وخت کې لوستل کېده، پرته له بدلون څخه. او د قرآن کریم اوسنۍ ژباړې یوازې د قرآن کریم د معناګانو ژباړې دي.
خالق د قران کریم په ډیرو آیتونو کې د خپل ځان په څرګندولو کې د "مونږ" کلمه کارولې ده چې دا په عربي ژبه کې د قدرت او عظمت څرګندونه کوي، او همدارنګه په انګلیسي ژبه کې چې "وي؛ متکلم" یادېږي، نو چیرې چې د جمعې ضمیر کارول کیږي په دې کې د یو شخص لوړ مقام ته اشاره کېږي (لکه پاچا، چار سمبالی، یا سلطان).
په هرصورت، قرآن کریم تل د الله تعالی په یووالي ټېنګار کړی په هغه څه کې چې په بنده ګۍ پورې تړاو لري.
[1] د شفاء لما فی الصدور په نامه کتاب. د دکتور هیثم طلعت.
[2] (الزمر سورت : ۶۲ آیت)
[3] (الأنعام سورت: ۱۰۱-۱۰۲ آیتونه)
[4] (سورت ق: ۳۸ ایت)
[5] (البقرة سورت: ۲۵۵ آیت)
[6] (الحدید سورت: ۳ آیت)
[7] (الشوری سورت: ۱۱ آیت)
[8] (الذاریات سورت: ۲۳ ایت)
[9] (ابراهیم سورت : ۱۰ آیت)
[10] (سورت الحشر: ۲۲-۲۴ ایتونه)
[11] (سورت یس : ۸۲ ایت)
[12] (الأنعام سورت: ۶۱ آیت)
[13] (سورت التکویر: ۲۹)
[14] (سورت السجده: ۲۹ آیت)
[15] (د هود سورت: ۱۲۳ آیت)
[16] (ال عمران سورت : ۱۰۹ ایت)
[17] (الحجر سورت :۲۱ آیت)
[18] (المنافقون سورت: ۷ آیت)
[19] (الأنعام سورت: ۱۳۳ آیت)
[20] (د فاطر سورت: ۱۵ آیت)
[21] (ال عمران سورت : ۹۷ آیت)
[22] (الأنعام سورت: ۵۹ آیت)
[23] (آل عمران سورت : ۲۶-۲۷ آیتونه)
[24] (البقرةسورت: ۱۱۷ آیت)
[25] (الانبیاء سورت: ۳۰ آيت)
[26] ( فاطر سورت:۱ آيت)
[27] (الذاریات سورت: ۴۷ آیت)
[28] (فصلت سورت)
[29] (یونس سورت : ۵ ایت)
[30] (البقره سورت: ۱۶۴ آیت)
[31] (الذاریات سورت : ۵۶ آیت)
[32] (الکهف سورت: ۷ آیت)
[33] (العنکبوت سورت : ۶ آیت)
[34] (الانسان سورت: ۱ آیت)
[35] (المؤمنون سورت: ۱۲ آیت)
[36] (السجده سورت: ۷ آیت)
[37] (الصاد سورت : ۷۵ آیت)
[38] (البقره سورت: ۳۴ آیت)
[39] (السجدة سورت: ۸ آیت)
[40] (المؤمنون سورت : ۱۳-۱۴ آیتونه)
[41] (الاسراء سورت : ۷۰ آیت)
[42] ( الشوری سورت: ۱۱آیت)
[43] (البقره سورت: ۳۵ آیت)
[44] (الکهف سورت: ۲۹ آیت)
[45] (البقره سورت: ۳۱ آیت)
[46] (البقره سورت: ۳۷ آیت)
[47] (البقره سورت : ۳۰ آیت)
[48] (د النجم سورت: ۲۳ آیت)
[49] (د یونس سورت: ۳۹ ایت)
[50] (د سبا سورت: ۲۲ ایت)
[51] (د الانبیاء سورت: ۲۲ آیت)
[52] (د الملک سورت: ۳ ایت)
[53] (د القمر سورت: ۴۹ ایت)
[54] (د النحل سورت: ۸ آيت)
[55] (د ابراهیم سورت: ۳۲ آیت)
[56] (د الواقعې سورت: ۶۸ - ۷۰)
[57] (د الفرقان سورت: ۴۵ ایت)
[58] (د یس سورت: ۳۶ ایت)
[59] (د الطور سورت: ۳۵ - ۳۷)
[60] (د الرحمن سورت: ۲۶ ایت)
[61] (د فصلت سورت: ۵۳ ایت)
[62] (د الحجرات سورت: ۱۳ ایت)
[63] (د الأنبیاء سورت)
[64] (د الحج سورت: ۴۶ ایت)
[65] (د المومنون سورت: ۷۸ ایت)
[66] (د الروم سورت: ۷ ایت)
[67] (د المومنون سورت: ۱۱۵ آیت)
[68] (د ابراهیم سورت: ۱۹ایت)
[69] (الروم سورت: ۲۷ ایت)
[70] (اسراء سورت: ۸۵ ایت)
[71] (د القصص سورت: ۶۸ آیت)
[72] (د الحج سورت)
[73] (الزمر سورت: ۶۷)
[74] (د یس سورت)
[75] (د الروم سورت: ۳۰ آیت)
[76] موسوعة قصة الحضارة، ول دیورانت، ۳ ټوک، ۲۰۹ مخ.
[77] (د النحل سورت: ۲۳ آیت)
[78] ( د البقرې سورت: ۱۶۳آیت)
[79] (د یونس سورت: ۱۰۴ آیت)
[80] (د النمل سورت: ۱۴ آیت)
[81] (د عنکبوت سورت: ۶۵ آيت)
[82] (غافر سورت: ۵۶ آیت)
[83] (د البقرې سورت: ۱۳۶ آیت)
[84] (د النساء سورت: ۱۶۴ آیت)
[85] (د الزمر سورت: ۲۱ آیت)
[86] (د آل عمران سورت: 59آیت)
[87] (د الزمر سورت: ۳ آیت)
[88] ( سورت زلزله: 7-8 آیتونه)
[89] Atheism A Giant Leap of Faith. Dr. Raida Jarrar
[90] (د النور سورت: 45 آیت)
[91] (د الأنبیاء سورت: ۳۰ آیت).
[92] (الروم سورت: ۲۲ آيت)
[93] (الروم سورت: ۲۱ آیت)
[94] (د اعراف سورت: ۱۷۲ آیت)
[95] (د الاسراء سورت)
[96] د دکتور هیثم طلعت کتاب: شفاء لما فی الصدور.
[97] (د ال عمران سورت: ۱۸۵ آيت)
[98] ("الله" په ریګویدا کتاب 2 حمد 1 آیت11 کې).