د اسلام فضيلت
اب دی په فرضيت د اسلام کې
او د الله تعالی دا قول: [او هر څوك چې له اسلامه پرته بل دين لټوي نو هيڅ كله به ترې قبول نه شي او هغه به په اخرت كې له تاوانيانو وي]
(د آل عمران سورت: ۸۵ آیت)
او د الله تعالی دا قول: [او دا چې دا زما نېغه سمه لار ده نو پيروي يې وكړئ، او په نورو لارو پسې مه ځئ چې بيا به مو د هغه له لارې خواره واره كړي]
(الأنعام: ۱۵۳)
مجاهد ويلي: د السبل مطلب: بدعتونه او شبهې دي.
او له عائشې رضي الله عنها څخه روايت دی، چې د الله رسول -صلی الله عليه وسلم- وويل: (چا چې زموږ په دې کار (دين) کې داسې نوی شی پيدا کړ، چې پکې نه و؛ نو هغه رد دی).[1]
په نورو الفاظو کې دي: (چا چې داسې يو کار وکړ چې موږ پرې امر نه دی کړی، نو هغه رد دی). [2]
او بخاري له أبي هريرة -رضي الله عنه- نه روايت کړی هغه وايي: د الله رسول -صلی الله عليه وسلم- ویلي: (زما ټول امت به جنت ته داخلېږي، پرته له هغو چې منع راوړي -وويل شو: او څوک منع راوړي؟- ويې ويل: چا چې زما اطاعت وکړ؛ جنت ته به ننوځي او چا چې زما نافرماني وکړه، نو منع يې راوړه)
په صحيح کې له ابن عباس -رضي الله عنهما- نه روايت دی، چې د الله رسول -صلی الله عليه وسلم- فرماېلي: درې کسان د الله ډېر بدې شي: په حرم شريف کې ملحد، په اسلام کې د جاهليت د کارونو لټوونکی، او په ناحقه د مسلمان شخص د وينې پسې تلاش کوونکی، څو یې وينه توی کړي.
(بخاري روايت کړی)
د دې حديث لاندې هر جاهليت راځي، که مطلق وي او که مقيد، يعنې چې په يوه شخص کې وي بل کې نه، که کتابيت وي، که بت پرستي وي او که لدې پرته نور، چې د پېغمبرانو د راوړو دينونو د هر مخالف له لوري وي.
په صحيح کې له حذيفه -رضي الله عنه- نه روايت دی، وايي: ای د قاریانو ټوليه، نېغه لار ونيسئ، ځکه تاسو -پر نورو- ډېر ښکاره مخکې والی کړی -هر خير ته، - نو که له نېغې لارې ښي او کيڼ لور ته شوئ، نو سخته بېلاري به مو کړې وي.
له محمد بن وضح نه روايت دی: چې دی به مسجد ته ننوت نو پر حلقو به ودرېد او د يادګيرنې له مخې به يې ويل: موږ ته ابن عيينة خبر راکړی، له مجالد نه، له شعبي نه، له مسروق نه، چې عبد الله -يعنې ابن مسعود- ويلي، هيڅ کال نه (تېریږي) مګر هغه ترې ډېر د شر والا دی چې ورپسې وي، زه دا نه وايم چې يو کال به له بله ډېر زرغون وي، يا يو امير به له بله غوره امير وي، خو ستاسو د علماوو او ښو خلکو تګ يادوم، بيا به نوي خلک راشي، کارونه به په خپلو رايو پرتله کوي، نو اسلام به ونړوي او ويجاړ به يې کړي.
باب دی د اسلام په تفسيرکې
او د الله تعالی دا قول: [نو كه دوى شخړه درسره كوله ورته وايه: ما هم ځان الله ته سپارلى او هغوى هم چې زما متابعت يې كړى] ۷]
(آل عمران: ۲۰) آیت.
په صحيح کې له ابن عمر -رضي الله عنهما نه راغلي، چې رسول الله -صلی الله عليه وسلم- فرماېلي: اسلام دا دی چې ته ګواهي ورکړې چې له الله پرته د بندګۍ وړ هيڅوک نشته، او دا چې محمد -صلی الله علیه وسلم- د الله رسول دی؛ لمونځ قايم کړې، زکات ورکړې، د رمضان روژه ونيسې او که په وس کې دې وه -د بيت الله شريف- حج ادا کړې.
او په دې اړه له ابو هريرة -رضي الله عنه- نه مرفوع روايت دی: -کامل- مسلمان هغه دی چې نور مسلمانان يې د ژبې او لاس له ضرره څخه خوندي وي. [3]
له بهز بن حکيم نه روايت دی، هغه له خپل پلار نه، له خپل نيکه نه، چې هغه رسول الله -صلی الله عليه وسلم- وپوښت، نو ويې ويل: چې خپل زړه الله ته وسپارې، او خپل مخ الله ته ورواړوې، او فرض لمونځونه ادا کړې، او فرض زکات ورکړې.[4]
داحديث امام احمد روايت کړی دی.
له أبو قلابة نه روايت دی، هغه له عمرو بن عبسة، هغه د شام د خلکو له يوه سړي نه، هغه له خپل پلار نه، چې ده له رسول الله -صلی الله عليه وسلم- نه پوښتنه وکړه: اسلام څه ته وايي؟ ويې ويل: چې خپل زړه الله ته وسپارې، او مسلمانان دې له ژبې او لاس څخه خوندي شي. ويې ويل: کوم اسلام غوره دی؟ ويې ويل: ايمان، ويې ويل: ايمان څه ته وايي؟ ويې ويل: چې پر الله، پرښتو، کتابونو، پېغمبرانو او له مرګه وروسته پر بيا راژوندي کېدو ايمان ولرې.
باب دی د الله تعالی د دې قول په اړه: "ومن يبتغ غير الإسلام دينا فلن يقبل منه" يعنې: او هر څوك چې له اسلامه پرته بل دين لټوي نو هېڅكله به ترې قبول نه شي.
او له ابو هريرة -رضي الله عنه- نه روايت دی، وايي: د الله رسول -صلی الله عليه وسلم- ویلي: اعمال د قيامت په ورځ راځي، لمونځ به راشي او وبه وايي: ای ربه! زه لمونځ يم، الله به ووايي: ته دې په خير يې، بيا به روژه راشي او وبه وايي: ته ښه يې، بيا به ټول اعمال همداسې راځي او وايي به، ته په خير يې، بيا به اسلام راشي او وبه وايي: ای ربه، ته سلام يې او زه اسلام، نو وبه وايي، ته دې په خير يې، نن ورځ زه په تا نيول هم کوم او ورکړه هم، الله تعالی فرمايي: او هر څوك چې له اسلامه پرته بل دين لټوي نو هيڅكله به ترې قبول نه شي او هغه به په آخرت كې له تاوانيانو وي.[5]
(آل عمران: ۸۵) أحمد روايت کړی دی.
او په صحيح کې له بي بي عائشې -رضي الله عنها- نه روايت دی چې د الله رسول -صلی الله عليه وسلم- فرماېلي: چا چې داسې يو کار وکړ، چې زموږ په دين کې نه و؛ نو هغه د منلو ندی.
(أحمد روايت کړی دی).
دا باب پدې اړه دی چې د رسول الله په پيروۍ باندې باید پرته له نورو ټولو شیانو څخه بساینه وشي(یعنې د هغه پیروۍ ته په نورو ټولو شیانو غوره والی ورکړل شي).
او د الله تعالی دا قول: (او مونږ پر تا داسې كتاب نازل كړی چې هر شي لره بيانوونکی دی).
(النحل: ۸۹).
نسائي او نورو له نبي -صلی الله عليه وسلم- نه روايت کړی، چې هغه د عمر بن الخطاب -رضي الله عنه- په لاس کې د تورات يوه پاڼه وليده؛ نو ويې ويل: که موسی ژوندی وی، نو زما له پيروۍ پرته به بله لار نه وه ورپاتي نو عمر وويل: زه پر الله د رب په توګه، پر اسلام د دين په توګه او پر محمد د نبي په توګه راضي يم.[6]
باب دی د اسلام له دعوې نه د وتلو په اړه.
او د الله تعالی دا قول: هماغه (الله) تاسو ړومبى هم مسلمانان ونومولئ او په دې (قران) كې هم.
(الحج: ۷۸)
له حارث الأشعري -رضي الله عنه- نه روايت دی، هغه له رسول الله -صلی الله عليه وسلم نه روايت کړی، هغه فرماېلي: په پنځو شيانو درته امر کوم چې الله پرې ماته امر کړی: سمع (اوریدل)، طاعت (پيروي)، جهاد، هجرت، يووالی؛ ځکه څوک چې د يوه لوېشت هومره له جماعت څخه جلا شي، نو د اسلام کړۍ يې له مرۍ لرې کړله، مګر دا چې بېرته راوګرځي، او چا چې د جاهليت په چيغه (ناره) بلل وکړل؛ نو هغه د اور له -سوځېدونکو- ډبرو څخه دی، يوه سړي وويل: د الله رسوله که لمونځ هم وکړي او روژه هم ونيسي، ويې ويل: هو که لمونځ هم وکړي او روژه هم ونيسي، نو هغه الله دروغواړئ د الله بندګانو چې تاسو يې مسلمانان او مومنان نومولي ياست.[7]
احمد او ترمذي روايت کړی او ترمذي ويلي: حسن او صحيح دی
او په صحيح کې دي: څوک چې له جماعته يو لوېشت جلا شو نو مرګ يې د جاهليت دی.[8]
او په دې (حدیث کې دا هم) دي: آيا د جاهليت په ناره -بلل کوئ- حال دا چې زه ستاسو په منځ کې يم؟. أبو العباس ويلي: هر هغه شی چې د اسلام او قرآن له بلنې وځي، که نسب دی، که ښار دی، که جنس يا مذهب يا طريقه ده، نو دا د جاهليت له وياړنو څخه دی، بلکې کله چې مهاجر او انصاري سره شخړه وکړه، مهاجر وويل: وای پر مهاجرينو! او انصاري وويل: وای پر انصارو! نو رسول -صلی الله عليه وسلم- وويل: آيا د جاهليت په ناره -بلل کوئ- او زه ستاسو په منځ کې يم؟. او پر دې کار سخت په غصه شو. د هغه خبره ختمه شوه.
باب دی په اسلام کې د ټول داخلېدو په اړه او له اسلام پرته د هر څه پرېښودل.
او د الله تعالی دا قول: [اى مومنانو! په اسلام كې پوره پوره داخل شئ]. (البقرة: ۲۰۸)
او د الله تعالی دا قول: [آيا هغه دې نه دي ليدلي چې ګومان كوي په هغه څه يې ايمان راوړى دى چې پر تا نازل شوي او پر هغه څه چې له تا مخكې نازل شوي]. (النساء ۶۰ آيت)
او د الله تعالی دا قول: [په هغې ورځ کې چې ځينى مخونه به تک سپېن وي او ځېني مخوته به تک تور وي]. (آل عمران: ۱۰۶)
ابن عباس -رضي الله عنهما- وايي: د اهل سنت والجماعت مخونه سپينېږي او د بدعتيانو او اختلاف کوونکو مخونه تورېږي.
له عبدالله بن عمر -رضي الله عنهما- نه روايت دی، هغه وايي: د الله رسول -صلی الله عليه وسلم- وېلي: هرومرو به زما پر امت هغه څه راشي لکه پر بني اسرائيلو چې راغلي و، لکه يوه پڼه د بلې په څېر، تر دې چې که له هغوی څخه يوه په علني توګه خپلې مور ته راتګ کړی وي، نو زما په امت کې به هم څوک وي چې داسې به وکړي، او بني اسرائيل په دوه اويا (۷۲) ډلو وېشل شوي وو.[9]
حديث ورپسې داسې دی: او دا امت به په درې اويا ډلو وېشل کېږي، ټول به يې دوزخ کې وي، له يوې ډلې پرته، صحابه و وويل: دا کومه ډله ده د الله رسوله؟ ويې ويل: هغه چې زه او زما ملګري پرې يو .[10]
څومره ښکلی نصيحت دی چې زړونه ژوندي کوي، ترمذي روايت کړی، او أحمد او أبوداود د معاوية له حديثه هم روايت کړی، او په هغه کې دي: (بې شکه زما له امته به يو قوم راووځي، چې دې نفسي غوښتنو به داسې پسې اخيستي وي، لکه سپی چې خپل خاوند پسې اخلي، نو هيڅ رګ او بند به يې پاتې نه شي، مګر ورداخل به شي). او هغه قول يې وړاندې تېر شو چې: (او د اسلام په وخت کې د جاهلي خويونو لټوونکی).
باب دی په دې اړه چې بدعت له کبیره(لویو) ګناهونو څخه هم سخت دی.
د الله -عز وجل- دې قول ته په کتو: [يقينا الله شرك نه بخښي او له دې پرته (نور ګناهونه) چا ته چې وغواړي بخښي يې]. (النساء: ۴۸)
او د الله دا قول: [د دې لپاره چې دوى خپل پېټي پوره پورته كړي د قیامت په ورځ او د هغو خلقو له پېټو نه (هم پورته كړي) چې دوى يې په جهالت سره ګمراه كوي، خبردار شئ! بد دى هغه څیز چې دوى يې باروي] (النحل: ۲۵)
په صحيح کې راغلي چې رسول الله -صلی الله عليه وسلم- د خوارجو په اړه وويل: چېرته هم چې ورسره مخ شوئ؛ نو ويې وژنئ.
او په حديث کې دي، چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د ظالمانو اميرانو سره له جنګ کولو نه منع کړې، تر څو چې دوی لمونځونه کوي.
له جرير نه روایت دی، هغه له عبد الله نه روايت کوي، چې يوه سړي يو خيرات وکړ، بيا خلکو د هغه پيروي وکړه، نو رسول الله -صلی الله عليه وسلم- وويل: چا چې په اسلام کې يوه نېکه طريقه رامنځته کړه؛ نو ده ته د دې طريقې اجر هم دی او چې له ده وروسته پرې څوک عمل کوي د هغوی اجر هم، پرته لدې چې د هغوی له اجرونو څه شی کم شي، او چا چې په اسلام کې يوه بده طريقه رامنځته کړه، نو د دې ګناه به هم پرې وي او چې لده وروسته څوک عمل پرې کوي د هغوی ګناه هم، پرته لدې چې د هغوی له ګناهونو څه شی کم شي .
مسلم روايت کړی.
او دارمي له ابو هريره نه هم دا حديث روايت کړی، چې الفاظ يې داسې دي: چا چې يوه ښه کار ته بلنه وکړه -بيا يې وويل- چا چې يوې بېلارۍ ته بلنه وکړه.[11]
باب دی پدې اړه چې الله پر بدعت والا توبه بنده کړې ده.
دا د انس له حديثه روايت شوی، چې د حسن له مراسيلو څخه دی.
او ابن وضاح له ايوب نه نقل کړی چې ويلي يې دي: موږ سره يو سړی و، يوه رايه(نظریه) يې درلوده چې بیا یې پریښوده، نو زه محمد بن سيرين ته راغلم، ومې ويل: ته خبر يې چې فلانکي خپله رايه پريښې ده؟ هغه وويل:زه څه شي ته وګورم نو؟ د حديث پای پر دوی د حديث له پيله ډېر سخت وي.دلته د ابن سیرین هدف دا دی چې دوی (خوارج) کله په یوه موضوع کې خپله رایه پریږدي نو داسې څه ته یې نظر واوړي چې له لومړۍ رایې څخه ډیره ناوړه او بده وي، یعنې یو بدعت پریږدي او بل ته ترې واوړي حال دا چې دویم بدعت به له لومړي څخه ډیر بد وي، خو بده خبره دا ده چې دا دویم ورته له لومړي څخه ښه ښکاري. له اسلام نه به وځي، بيا به ورته نه راګرځي.[12]
احمد بن حنبل نه د دې معنا وپوښتل شوه؛ نو ويې ويل: د توبې توفيق به نه ورکول کېږي.
باب دی د الله تعالی د دې قول په اړه"يا أهل الكتب لم تحاجون في إبراهيم"يعنې: ای اهل كتابو! تاسو ولې د ابراهيم په هكله ناندرۍ سره وهئ
او د الله تعالی دا قول: [ای اهل كتابو! تاسو ولې د ابراهيم په هكله ناندرۍ سره وهئ] . (آل عمران: ۶۵).
تر دې قول پوری: او دی (ابراهیم) نه و له مشرکانو څخه] (آل عمران: ۶۷).
او دا قول يې: [او څوك دى چې د ابراهيم له ملت نه مخ اړوي، پرته له هغه كس نه چې خپل ځان يې جاهل كړى وي او يقينًا مونږه هغه (ابراهيم) په دنيا كې غوره كړى دى او بېشكه هغه په اخرت كې خامخا له صالحانو ځنې وي] (البقرة: ۱۳۰)
او د خوارجو حديث کې دي چې مخکې تېر شو، چې رسول الله -صلی الله عليه وسلم- ويلي: د أبو فلانکي ايېل(اولاده) زما دوستان ندي، زما دوستان يوازې پرهېزګاران دي او په دې حديث کې دا هم دي، له انس نه روايت دی، چې رسول الله -صلی الله عليه وسلم- ته ياده وشوه چې ځينې صحابه وايي: هر چې زه يم نو غوښه به نه خورم، بل وويل: او زه چې يم نو ټوله شپه به قيام کوم او ويده کېږم به نه، او بل وويل: زه چې يم -عمري- روژه نيسم او افطار نه کوم، نو رسول الله -صلی الله عليه وسلم- وفرمايل: خو زه قيام الليل هم کوم او ويده کېږم هم، روژې هم نيسم او بوزه کېږم هم، او ښځې هم په نکاح کوم او غوښه هم خورم، نو څوک چې زما له سنتو مخ اړوي له ما څخه نه دی.
نو غور وکړه، کله چې ځينې صحابه غواړي د عبادت لپاره ځان وزګار کړي، د هغوی په اړه دومره سخته خبره کېږي او د هغه کار ته له سنتو مخ اړول ويل کېږي، نو څه ګومان کوئ، له دې پرته د نورو بدعاتو به څه حال وي او له صحابه و پرته د بل چا به څه حال وي؟.
"باب دی د الله تعالی د دې قول په اړه: "فأقم وجهك للدين حنيفا"
د الله تعالی دا قول: [نو سم برابر سوچه د دين په لور ورمخه كړه، په هماغه (اصلي) پيدايښت ټينګ اوسئ چې په هغه سره الله خلك پيدا كړي، د الله پيدا كړي جوړښت لره څه بدلېدل نه شته، همدا سم برابر دين دى خو زياتره خلك نه پوهيږي]. (الروم: ۳۰).
او د الله دا قول: [او په همدې (کلمه؛ أَسْلَمْت لِرَبِّ الْعَالَمِينَ) باندې ابراهيم هم خپلو زامنو ته وصيت كړى و او يعقوب هم (چې) ای زامنو! دا دين الله درته غوره كړى؛ نو مه مرئ مګر دا چى تاسې مسلمانان وئ]. (البقرة: ۱۳۲)
او دا قول يې: [بيا مو تا ته (هم) دا وحې وكړه چې د ابراهيم د دين تابعداري كوه چې حق پلوى و او له مشركانو څخه نه و]. (النحل: ۱۲۳)
او له ابن مسعود -رضي الله عنه- نه روايت دی، چې رسول الله -صلی الله عليه وسلم- وويل: بې شکه هر نبي په نورو انبياوو کې دوستان لري، او زما دوست په دوی کې زما پلار ابراهيم دی، چې زما د پروردګار دوست هم دی.
بيا يې دا آيت تلاوت کړ: [بېشكه په خلکو كې ابراهیم ته په رښتیا نږدې خامخا هغه كسان دي چا چې د هغه پيروي كړې ده او دا نبي دى او هغه كسان دي چې ایمان يې راوړى دى؛ او الله د مومنانو دوست دى]. (آل عمران: ۶۸) ترمذي روايت کړی[13]
او له ابو هريرة -رضي الله عنه- نه روايت دی، وايي: د الله رسول -صلی الله عليه وسلم- وويل: بې شکه الله ستاسو جسمونو او مالونو ته نه ګوري، بلکې ستاسو زړونو او عملونو ته ګوري.
او دوی دواړو له ابن مسعود نه هم روايت کړی، هغه ويلي: د الله رسول -صلی الله عليه وسلم- وويل: زه به پر حوض کوثر ستاسو په انتظار يم، او زما له امته به ما ته څه خلک راوښودل شي، تر دې چې کله زه وغواړم چې اوبه ورکړم، دوی به ما نه پټ کړی شي، نو زه به ووايم: ای ربه، دوی زما ملګري دي، نو وبه ويل شي، ته نه پوهېږې چې دوی له تا وروسته کوم نوي کارونه (بدعتونه، فتنې او ګناهونه) کړي دي.[14]
او د دواړو (بخاري او مسلم) روایت دی له ابو هريرة -رضي الله عنه- څخه چې رسول الله -صلی الله عليه وسلم- وويل: زما دا خوښه ده چې خپل ورونه مې ليدلی وی، صحابه و وويل: آيا موږ دې ورونه نه يو د الله رسوله؟ ويې ويل: تاسو مې ملګري ياست، ورونه مې هغه خلک دي چې تر اوسه ندي راغلي. هغوی وويل: نو ته خپل هغه امتيان څنګه پېژنې چې تر اوسه نه وي راغلي؟ ويې ويل: خبر راکړئ که د يو سړي اوښان وي، سپين تندي او سپين لاسونه پښې يې وي، د تکو تورو اوښانو منځ کې وي، نو دی به خپل اوښان نه پېژني؟ دوی وويل: ولې نه؛ رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل: نو زما امتيان به هم د اوداسه له امله سپين تندي او سپين لاسونه پښې راځي، او زه به له دوی وړاندې حوض -کوثر- ته تللی يم، خبردار! څه خلک به د قيامت پر ورځ زما له حوضه داسې وشړل شي لکه پردی ورک شوی اوښ چې شړل کېږي، زه به غږ ورته کوم چې راشئ، نو وبه ويل شي: دوی له تا وروسته -دين- بدل کړی دی، نو زه به ووايم: لرې شئ، لرې شئ.
او د بخاري الفاظ داسې دي: په داسې حال کې چې زه -پر حوض- ولاړ يم يو ټولی به وي، تر دې چې کله يې زه وپېژنم زما او د دوی تر منځ به يو سړی راووځي او وبه واي: راځئ، نو زه ووايم: چېرته؟ وايي: پر الله قسم اور ته. زه ووايم: دوی څه کړي؟ هغه ووايي: دو له تا وروسته اوښتي، په خپلو پوندو باندې پر شا تللي، بيا يو بل ټولی وي -بيا يې همغسې حال ذکر کړ-، ويې ويل: نو زه نه وينم چې له دوی څخه دې له ډېرو لږو هاخوا څوک بچ شي [15].
او دوی دواړو د ابن عباس -رضي الله عنهما- له حديث نه روايت کړی: نو زه هم هغسې وايم لکه نېک بنده چې ويلي و: [او زه تر هغه پرې څارونكى وم چې په دوى كې وم، خو كله دې چې در واخيستم نو خپله ته ورباندې څارونكى وې او همدا ته په هر څه څارونكى يې]. (المائدة: ۱۱۷(.
او دواړو له همده نه مرفوع روايت کړی دی: هيڅ نوی زېږدونکی نه وي مګر پر -اسلامي- فطرت زېږیږي، نو مور او پلار يې يا يهودي کړي، يا يې نصراني کړي او يا يې مجوسي کړي، لکه يو څاروی چې روغ سلامت بل څاروی وزېږوي، ايا تاسو په کې کوم -د غوږ يا پوزې وغيره- پرې شوی وينئ، تر دې چې تاسو يې -غوږ، پوزه يا بل ځای- پرې کړئ.
بيا ابو هريره دا ايت ولوست: [فِطْرَتَ اللَّهِ الَّتِي فَطَرَ النَّاسَ عَلَيْهَا].
يعنې: په هماغه (اصلي) پيدايښت ټينګ اوسئ چې په هغه سره الله خلك پيدا كړي دي. (الروم: ۳۰)
متفق عليه
او له حذيفه -رضي الله عنه- نه روايت دی، هغه وايي: خلکو به له رسول الله -صلی الله عليه وسلم- نه د خير په اړه پوښتنې کولې، خو ما به له دې ويرې د شر په اړه پوښته چې دا شر ما ته و نه رسي، نو ما وويل: ای د الله رسوله، موږ په جاهليت او بدۍ کې وو؛ نو الله دغه خير موږ ته راوړ، نو آيا لدې خير څخه وروسته بيا هم شر شته؟ هغه وويل: هو. ما وويل: او له هغه شر وروسته بيا نور خير شته؟ هغه وویل: هو خو په هغه کې به ګرد وي (يعنې خالص خير به نه وي)، ما وويل: ګرد يې څه دی؟ ويې ويل: څه خلک به وي چې زما له سنتو پرته به پر نورو روان وي او زما له لارې پرته به يې بله لار نيولې وي، ځينې کارونه به يې تاسو پېژنئ (يعنې د شرعې مطابق به وي) او ځينې نه، ما وويل: له دې خير وروسته به بيا شر وي؟ ويې ويل: هو؛ ړنده فتنه او د دوزخ په دروازو ولاړ بلونکي، چا چې يې خبره ومنله دوزخ ته به يې وروغورځوي، ما وويل: د الله رسوله د دوی حالات موږ ته بيان کړه، ويې ويل: داسې خلک دي چې زموږ له خلکو څخه به وي او زموږ په ژبه به خبرې کوي، ما وويل: د الله رسوله، که ما دغه وخت وموند نو ته ما ته څه امر کوې؟ ويې ويل: د مسلمانانو له جماعت او امام سره اوسه، ما وويل: او که جماعت او امام نه و بيا؟ ويې ويل: بيا لدې ټولو ډلو ګوښه شه، ولو که د کومې ونې په ډډ خوله ولګوې، تر مرګه همداسې پاتې شه.[16]
بخاري او مسلم دواړو روايت کړ او مسلم په کې زياته کړې:
بيا به څه وي؟ ويې ويل: دجال به له يوه نهر او اور سره راووځي؛ نو څوک يې چې په اور کې ولوېد، اجر يې واجب شو، ما وويل بيا به څه وي؟ ويې ويل: بيا د قيامت قائمېدل دي.
ابو العاليه ويلي: اسلام زده کړئ، او کله مو چې زده کړ نو بيا ترې مه اوړئ، او په نېغه لاره پاتې شئ ځکه دا اسلام دی، له دې لارې ښي او چپ لور ته مه کږېږئ، او د خپل نبي پر سنتو ټينګ شې او له دې خواهشاتو ځانونه وساتئ. (د ابو العالیه خبره) پای ته ورسیده[17].
د ابو العاليه په دې خبره کې سوچ وکړه؛ څومره مهمه خبره ده، او هغه وخت هم وپېژنه چې هغه په کې خلک له هغو خواهشاتو منع کړي چې که چا يې پيروي وکړه نو له اسلامه کوږ شو، او د اسلام تفسير يې په سنت کړی دی، او پر لويو تابعينو او علماوو لدې وېرېدلی چې له سنت او کتاب نه و نه وځي، نو بيا به د الله د دې قول معنا درته واضحه شي چې: [كله چې هغه ته يې خپل رب وويل: تسليم شه!] (البقرة: ۱۳۱)
او دا قول يې: [او په همدې (وینا؛ اسلمت لرب العالمین) باندې ابراهيم هم خپلو زامنو ته وصيت كړى و او يعقوب هم (چې) ای زامنو! دا دين الله درته غوره كړى؛ نو مه مرئ مګر دا چى تاسې مسلمانان وئ]. (البقرة: ۱۳۲)
او دا قول يې: [او څوك به د ابراهيم له دينه مخ واړوي پرته له هغه چې خپل ځان يې پاګل جوړ كړى وي؟.] (البقرة: ۱۳۰)
او دې لويو اصولو -چې أصل الأصول دي- ته ورته نور شيان چې خلک ترې غافل دي او په پېژندنې سره يې د هغو احاديثو معنا جوتېږي چې په دې باب او نورو ورته بابونو کې دي، او هغه انسان چې دا او دې ته ورته شيان لولي او پر دې ډاډه وي، چې ده ته څه نه شي ويلی او ګمان کوي چې دا په داسې خلکو کې وو، چې د الله له جزا نه يې ځان خوندي باله، نو د الله له تدبير نه يوازې هغه خلک ځان خوندي بولي چې تاونيان دي.
له ابن مسعود -رضي الله عنه- نه روايت دی، هغه ويلي: د الله رسول -صلی الله عليه وسلم- موږ ته يو خط کش کړ، بيا يې وويل: دا د الله لاره ده، بيا يې د هغه ښي او کيڼ لوري ته نور خطونه وويستل او ويې ويل: دا نورې لارې دي، پر هره لاره يې يو شيطان دی چې بلنه ورته کوي او دا ايت يې تلاوت کړ: [او دا چې دا زما نېغه سمه لار ده نو پيروي يې وكړئ، او په نورو لارو پسې مه ځئ چې بيا به مو د هغه له لارې خواره واره كړي]. (الأنعام: ۱۵۳)
أحمد او نسائي روايت کړی.
باب دی په بيان د نااشنايۍ (ځانته والي) د اسلام او د لږکيو په فضيلت کې
او د الله تعالی دا قول: [نو ولې تاسو نه مخكې قومونو كې داسې د خير خلك موجود نه شول؛ چې په ځمكه كې يې له فساده منع كړې وى، پرته له هغو لږو كسانو چې هغوى مو ترې وژغورل]. (هود ۱۱۶ آيت)
او له أبو هريرة نه مرفوع روايت شوی: اسلام نااشنا (په لږو پيروانو) پيل شوی او ژر به بېرته هماغسې نااشنا شي (پيروان او مرسته کوونکي به يې لږ شي) څنګه چې پيل شوی و، نو لږکيو ته خوشحالي ده.
مسلم روايت کړی او أحمد د ابن مسعود له حديث نه روايت کړی، په هغه کې دي: نااشنا څوک دي؟ ويې ويل: له قبايلو راجلا شوي خلک او هغو چې د خلکو د فساد پر وخت اصلاح راولي [18] [19].
ترمذي د کثير بن عبد الله له حديث نه، هغه له خپل پلار نه، له نيکه نه يې روايت کړی: نو خوشحالي ده هغو غريبانو (لږو خلکو) ته چې زما د سنتو هغه څه اصلاح کوي چې خلکو فاسد کړي دي [20].
له أبي أمية نه روايت دی، هغه ويلي: ما له أبو ثعلبة نه پوښتنه وکړه، په دې آيت کې ته څه وايې: [ای مومنانو! د خپلو ځانو غم كوئ، د بل چا بې لاريتوب كوم تاوان نه درته كوي خو چې خپله پر سمه لار ياست]. (المائدة: ۱۰۵)
هغه وويل: په الله قسم په دې اړه مې له پوی سړي نه پوښتنه کړې، له رسول الله -صلی الله عليه وسلم- نه مې پوښتنه وکړه؛ نو ويې ويل: بلکې نېکي کوئ او خپلو کې يو بل ته امر کوئ او له بدۍ ځان ساتئ او يو بل ترې منع کوئ، تر دې چې وګورئ چې خلک د بخل اطاعت او د نفسي خواهشاتو پيروي کوي او دنيا پر اخرت غوره بولي، او هر چا ته خپله رايه ښه ښکاري، نو بيا يوازې د ځان غم کوه او نور خلک پرېږده، ځکه وروسته مو داسې ورځې راروانې دي چې صبر کوونکی په کې داسې دی لکه موټي کې يې چې سکروټه نيولې وي، عمل کوونکي ته په کې د پنځوسو هغو کسانو اجر دی چې ستاسو په څېر عمل کوي، موږ وويل: له موږ نه که له دوی نه؟ ويې ويل: بلکې له تاسو نه .
ابو داود او ترمذي روايت کړی.
ابن وضاح يې معنا د ابن عمر له حديثه روايت کړې او لفظ يې داسې دی: تاسو نه وروسته داسې ورځې راروانې دي، چې صابر سړی به په کې هغه وي چې په دغه دين منګولې ټينګې کړي، پر کوم چې نن تاسو ياست، هغه ته به ستاسو د پنځوسو تنو اجر وي.
بيا يې وويل: محمد بن سعيد موږ ته خبر راکړی، هغه وايي اسد خبر راکړی، چې سفيان بن عيينة وويل: له بصري نه روايت دی، د حسن له ورور سعيد نه مرفوع، هغه ويلي: بې شکه تاسو نن ورځ د الله له لوري پر څرګند دليل (ثابت) ياست، پر نېکيو امر کوئ او له بديو منع او د الله په لار کې جهاد کوئ، او په تاسو کې دوه نشې (بې هوښۍ) ندي راښکاره شوې، يوه د ناپوهۍ او بله د ژوند د مينې، او له دې حالته به تاسو اوړئ، نو په هغه وخت کې به پر کتاب او سنتو منګول لګوونکي لپاره د پنځوسو کسانو اجر وي، وويل شو: له هغوی څخه؟ ويې ويل: بلکې له تاسو څخه .
او ده په سند سره له معافري نه روايت کړی، هغه وايي: د الله رسول -صلی الله عليه وسلم- وفرمايل: هغو نا اشنايانو ته خوشحالي ده، چې په داسې وخت کې پر کتاب (قرآن) منګولې لګوي چې هغه پرېښودل شوی وي او په داسې وخت کې پر سنتو عمل کوي چې هغه مړه شوي وي.[21]
باب دی له بدعت نه د ځان ساتنې په باره کې
له عرباض بن سارية نه روايت دی، هغه وايي: د الله رسول -صلی الله عليه وسلم- موږ ته يو له پنده ډک نصيحت وکړ، نو موږ وويل: د الله رسوله، داسې نصيحت و لکه د رخصت اخيستونکي سړي، نو موږ ته وصيت وکړه، ويې ويل: الله -عز وجل- نه د وېرې وصيت درته کوم، او د سمعې او طاعت اګر که يو مريی پر تاسو مشر شي، او که تاسو نه څوک ژوندی پاتې شي ډېر اختلافات به وويني، نو تاسو زما او د راشدینو خلفاوو چې پر سمه لار دي؛ پر سنتو ټينګ پاتې شئ، نواجذ (د ژامې)غاښونه مو پرې کلک کړئ، او له نويو پيدا شويو کارونو ډډه وکړئ، ځکه هر بدعت بې لاري ده.
ترمذي ويلي: حسن صحیح حديث دی
له حذيفة نه روايت دی، هغه ويلي: هر عبادت چې د محمد ملګري يې نه کوي، نو تاسو يې هم مه کوئ، ځکه مخکينيو وروستنيو ته هيڅ خبره نده پريښې، نو ای د قاريانو ټوليه! له الله نه ووېرېږئ او د هغو خلکو لاره ونيسئ چې تاسو نه مخکې دي، ابو داود روايت کړی دی.
دارمي ويلي: ما ته حکم بن المبارک خبر راکړی، هغه وايي عمرو بن يحيی خبر راکړی، وايي: له خپل پلار نه مې واورېدل، هغه له خپل پلار نه روايت کاوه، چې ويل يې: موږ به د سهار له لمانځه وړاندې د عبد الله بن مسعود دروازه کې کښېناستو، کله به چې هغه راووت موږ به ورسره جومات ته روان شو، نو ابو موسی الأشعري راغی او ويې ويل: آيا ابو عبد الرحمن راوتلی؟ موږ وويل: نه، نو دی موږ سره کښېناست، کله چې هغه راووت ويې ويل: ای ابو عبد الرحمن!، ما جومات کې داسې کار وليد چې خوښ مې نه دی، او الحمد لله يوازې خير مې ليدلی دی، ويې ويل: څه شی دې ليدلی؟ نو ويې ويل: که ژوندی وې نو ډېر ژر به يې وګورې، ويې ويل: جومات کې مې څه خلک وليدل چې ګرد ناست وو او د لمانځه انتظار يې کاوه، په هره حلقه کې يو سړی وي او د دوی په لاسونو کې کوچني کاڼي وي، نو دی وايي: سل ځل تکبير ووايئ، نو سل ځل تکبير ووايي، بيا وايي: سل ځل کلمه طيبه ووايئ، نو سل ځل کلمه ووايي، بيا ووايي: سل ځل تسبيح ووايئ، نو سل ځل تسبيح ووايي. وايي: نو تا ورته څه وويل: ويې ويل: هيڅ مې ورته و نه ويل، ستا امر ته انتظار يم، ويې ويل: ايا تا دا امر ورته و نه کړ چې خپلې بدۍ وشمېري او د دې ضمانت به دې ورکړی و چې له نېکيو به يې هيڅ شی نه ضايع کېږي؟ بيا ولاړ او د هغوی حلقو ته ورغی، نو ويې ويل: دا څه دي؟ هغوی ورته وويل: کوچني کاڼي دي تکبير، تهليل او تسبيح پرې شمېرو، ويې ويل: نو تاسو خپلې بدۍ وشمېرئ او د دې زه ذمه وار يم چې له نېکيو به مو هيڅ شی نه ضايع کېږي، خوار شئ د محمد امته! هلاکت مو څومره تېز دی، دغه ستاسو د نبي رسول الله -صلی الله عليه وسلم- ملګري شته دی، او دا يې جامې دي چې لا ندي زړې شوي او لوښي يې لا ندي مات شوي، قسم پر هغه ذات چې زما ساه د هغه په واک کې ده، تاسو ښايي پداسې دين ياست چې د محمد له دين نه به ډېر سهي وي او يا به د بې لارۍ د لارې پرانيستونکي ياست، هغوی وويل: قسم په الله ای ابو عبد الرحمنه، موږ يوازې د خير اراده لرله، هغه وويل: او څومره د خير غوښتنونکي شته چې هغه ته نه رسېږي. د الله رسول-صلی الله عليه وسلم- موږ ته حديث بيان کړ، چې يو قوم قرآن لولي خو له مريو څخه يې نه تېرېږي، پر الله سوګند چې ډېر يې ښايي له همدا تاسو څخه وي، عمرو بن سلمة بيا وويل: د دوی ډېری موږ وليدل چې د نهروان پر ورځ يې خوارجو سره زموږ پر ضد جګړه کوله.
[1] بخاري الصلح (۲۵۵۰)، مسلم الأقضية (۱۷۱۸)، أبو داود السنة (۴۶۰۶)، ابن ماجه المقدمة (۱۴)، أحمد (۶/ ۲۵۶).
[2] بخاري الصلح (۲۵۵۰)، مسلم الأقضية (۱۷۱۸)، أبو داود السنة (۴۶۰۶)، ابن ماجه المقدمة (۱۴)، أحمد (۶/ ۲۵۶).
[3] ترمذي؛ الإيمان (۲۶۲۷)، نسائي؛ الإيمان وشرائعه (4995)، أحمد (۲/ ۳۷۹).
[4] نسائي؛ الزكاة (2436)، أحمد (۵/ ۳).
[5] ۱۳] بخاري الصلح (2550)، مسلم الأقضية: (1718)، أبو داود السنة (۴۶۰۶)، ابن ماجه مقدمة (۱۴) ، أحمد (۶/ ۲۵۶).
[6] أحمد (۳/ ۳۸۷)، دارمي مقدمة (۴۳۵).
[7] ترمذي؛ الأمثال (۲۸۶۳)، أحمد (۴/ ۱۳۰).
[8] بخاري؛ الفتن (۶۶۴۶)، مسلم؛ الإمارة (۱۸۴۹)، أحمد (۱/ ۲۹۷)، دارمي السير (2519).
[9] ۲۲] ترمذي الإيمان (2641)
[10] ۲۳] ترمذي الإيمان (2641).
[11] مسلم العلم (۲۶۷۴) ترمذي؛ العلم (۲۶۷۴) ، أبو داود؛ السنة (۴۶۰۹) ، أحمد (۲/ ۳۹۷)، دارمي؛ مقدمة (513).
[12] بخاري؛ التوحيد (۶۹۹۵)، مسلم؛ الزكاة (۱۰۶۴)، النسائي؛ الزكاة (2578)، أبو داود؛ السنة (۴۷۶۴)، أحمد (۳/ ۶۸).
[13] ترمذي تفسير القرآن (2995)، أحمد (۱/ ۴۳۰).
[14] بخاري؛ الفتن (۶۶۴۲)، مسلم؛ الفضائل (2297)، ابن ماجه؛ المناسك (3057)، أحمد (۵/ ۳۹۳).
[15] ۴۳] بخاري؛ الرقائق (۶۲۱۵).
[16] بخاري؛ المناقب (۳۴۱۱)، مسلم؛ الإمارة (۱۸۴۷)، أبو داود؛ الفتن و الملاحم (۴۲۴۴)، ابن ماجه؛ الفتن (3979)، أحمد (۵/ ۳۸۷).
[17] بخاري؛ المناقب (۳۴۱۱)، مسلم؛ الإمارة (۱۸۴۷)، أبو داود؛ الفتن والملاحم (۴۲۴۴)، ابن ماجه؛ الفتن (3979)، أحمد (۵/ ۴۰۴).
[18] ۵۵] أحمد (۴/ ۷۴)
[19] ۵۴] مسلم؛ الإيمان (۱۴۵)، ابن ماجه؛ الفتن (۳۹۸۶)، أحمد (۲/ ۳۸۹)
[20] ۵۶] ترمذي؛ الإيمان (۲۶۳۰)
[21] ۶۰] أحمد (۲/ ۲۲۲)