په مدد د نوم د الله چې ډیر او همیشه مهربان دی پیل کوم.
سريزه
إِنَّ الْحَمْد للهِ، نَحْمَدُهُ وَنَسْتَعِينُهُ وَنَسْتَغْفِرُهُ، وَنَعُوذُ بِاللهِ مِنْ شُرُورِ أَنْفُسِنَا وَمِنْ سَيِّئَاتِ أَعْمَالِنَا، مَنْ يَهْدِهِ اللهُ فَلا مُضِلَّ لَهُ، وَمْنْ يَضْلُلُ فَلَا هَادِيَ لَهُ، وَأَشْهَدُ أَنْ لا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَحْدَهُ لا شَرِيكَ لَهُ، وَأَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدَاً عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ.
اما بعد:
الله تعالی بنيادمو ته ډېر عزت ورکړی او په خپلو ډېرو مخلوقاتو يې هغوی غوره کړي دي، الله تعالی ويلي:
(او بې شكه د آدم اولادي ته مو ډېر عزت وركړى). [الإسراء: 70].
او د دې امت په عزت کې يې په دې نور ډېروالی هم کړی، چې د خپلو نبيانو تر ټولو غوره نبي محمد -(صلی الله علیه وسلم)- يې په کې رالېږلی، د خپلو کتابونو غوره کتاب قران کريم يې پرې نازل کړی او د خپل شريعت ستر دين اسلام يې ورته خوښ کړی دی، الله تعالی ويلي دي: (تاسو غوره امت ياست ایستل شوي یاست د خلکو د پاره، په نیکیو به امر كوئ او له بديو به خلک منع كوئ او په الله ايمان لرئ، او كه اهل كتابو (هم) ايمان راوړى واى (نو دا) حتماً ورته غوره وه، (بيا هم) ځينې يې مؤمنان خو زياتره يې فاسقان دي)
[آل عمران: 110].
پر انسان د الله تعالی يو لوی نعمت دا دی چې اسلام ته د هدايت احسان پرې وکړي، ثبات پرې ورنصيب کړي او پر احکامو او قوانينو يې عمل وکړي، دغه کتاب چې په حجم کې کوچنی خو د مضمون له پلوه لوی دی، په لنډه توګه د اسلام په اړه نويو مسلمانانو ته هغه څه ورښيي چې ناپوه پاتې کېدل ترې ښه نه دي، د دې ستر دين اصول ورښيي چې که ويې پېژندل او د هغو له غوښتنو سره سم يې عمل وکړ، نو د علم په طلب پسې به ووځي او پرې د لا پوهېدو هڅه به وکړي، څو خپل پروردګار، د هغه نبي محمد -(صلی الله علیه وسلم)- او د هغه دين اسلام لا ښه وپېژني؛ نو د الله بندګي به بيا په پوهه او بصيرت سره کوي، زړه به يې مطمئن وي او د عبادت په کولو الله ته په نږدې کېدو او د هغه د نبي محمد -(صلی الله علیه وسلم)- د سنتو په پيروۍ به يې ايمان زياتېږي.
الله تعالی نه غواړم چې د دې کتاب په هر ټکي کې برکت واچوي، اسلام او مسلمانانو ته پرې ګټه ورسوي، يوازې د هغه د رضا لپاره يې ومني او ثواب يې ټولو ژونديو او مړو مسلمانانو ته ورسوي.
وصلى الله وسلم على نبينا محمد وعلى آله وصحبه أجمعين.
محمد بن الشيبة الشهري.
۲/ ۱۱/ ۱۴۴۱هـ.
***
الله مې رب دی.
الله تعالی ويلي: (ای خلكو د خپل رب عبادت وكړئ، هغه چې تاسې يې پيدا كړئ او له تاسې ړومبي، د دې لپاره چې ځان وساتئ). [البقرة: 21].
• الله تعالی ويلي: (الله هماغه دى چې له هغه پرته بل لایق د عبادت نه شته). [الحشر: 22].
الله تعالی فرمایلي دي: (د هغه په شان هیڅ شی نه شته(نه په ذات کې او نه په صفاتو کې) او هماغه ښه اورېدونكى ليدونكى دى). [الشورى: 11].
• همدا الله زما رب هم دی او د بل هر شي رب هم، د هر شي مالک، پيدا کوونکی، روزي ورکوونکی او د هر شي تدبير جوړونکی.
• يوازې همغه د بندګۍ وړ دی، له هغه پرته نه بل پروردګار شته او نه بل د بندګۍ وړ.
هغه داسې ښکلي نومونه او لوړ صفات لري چې خپله يې هم ځان لره ثابت کړي او د هغه نبي -(صلی الله علیه وسلم)- هم ورلره ثابت کړي دي، چې په کمال او ښايست کې اوج ته رسېدلي، د هغه په څېر هيڅ شی نشته او هغه اورېدونکی او لیدونکی دی.
× ځينې ډیر ښایسته نومونه يې دا دي:
روزي ورکوونکی، مهربان، ځواکمن، پاچا، اورېدونکی، امن وروکونکی، ليدونکی، ذمه وار، پيدا کوونکی، باریک بین، بسنه کوونکی او بښونکی.
الرزاق: د بندګانو د هغې روزۍ ذمه وار، چې د هغوی زړونه او بدنونه پرې ژوندي دي.
الرَّحْمن: د سترې او پراخې مهربانۍ خاوند چې هر شي ته ورغلې ده.
القدير: د بشپړ توان خاوند چې نه پکې عجز شته او نه ستړيا.
المَلِك: د لويۍ، قهر او تدبير په صفاتو موصوف او د ټولو هغو شيانو مالک چې تصرف پکې کېږي.
السميع: هغه ذات چې ټول پټ او ښکاره اورېدل کېدونکي شيان درک کوي.
السَّلَام: له هر نقصان، آفت او عيب نه پاک.
البَصِيرُ: هغه ذات چې هر شی يې تر نظر لاندې دی، که څومره پټ او کوچنی وي، د شيانو ليدونکی، پرې پوه او له پټو څخه يې خبر دی.
الوَكِيْل: د خپل مخلوق د روزيو ذمه وار، د هغوی د مصلحتونو سرپرست او هغه ذات چې خپل دوستان يې په دوستۍ نيولي، نو چارې يې ورته اسانې کړي او هر څه لره يې دی بس دی.
الخالق: په داسې توګه د شيانو راپيدا کوونکی او پنځوونکی، چې مخکې يې بېلګه نه ده ليدل شوې.
اللطيف: هغه ذات چې خپلو بندګانو ته عزت ورکوي، رحم پرې کوي او غوښتنې يې پوره کوي.
الكَافِي: هغه ذات چې خپلو بندګانو ته په ټولو هغو شيانو کې بسنه کوي چې ورته اړ دي، او هغه ذات چې د ده په مرسته کې له بل هر چا څخه بسنه او بې پروايي ده.
الغَفُوْر: هغه ذات چې خپل بندګان د هغوی د ګناهونو له شره ساتي او سزا پرې نه ورکوي.
مسلمان د الله په عجيبه او له اسانۍ ډک پيدايښت کې غور کوي، لکه ګورو چې مخلوقات خپلو کوچنيانو ته پاملرنه کوي، تر هغه يې په مړولو او پاملرنه حريص وي تر څو چې پر ځان بسيا شي، نو پاکي ده هغه ذات لره چې پيدا کړي يې دي او مهربان دی پرې، له مهربانۍ يې دا هم ده چې سره له دې چې دا مخلوقات يې پوره کمزوري دي، خو داسې څه يې ورته برابر کړي چې مرسته ورسره کوي او حالت يې ښه کوي.
***
نبي مې محمد -(صلی الله علیه وسلم)- دی
(الله) تعالی فرمايلي دي: (-دا دى- تاسو ته يو داسې رسول راغلى چې خپله له همدا تاسو څخه دى، څه چې تاسو كړوي(په مشقت کې مو اچوي) هغه په ده ډېر ګران (او درانه) تمامېږي، ستاسې پر ښېګڼې حريص دى، په مؤمنانو مهربان خواخوږى دى). [التوبة: 128].
(الله) تعالی فرمايلي دي: (او ته مو د ټولو خلكو لپاره يوازې د يو رحمت په توګه لېږلى يې). [الأنبياء: 107].
محمد -(صلی الله علیه وسلم)- ډالۍ شوی رحمت.
محمد زوی د عبدالله -(صلی الله علیه وسلم)- د نبيانو او رسولانو ( د لړۍ) پای ته رسوونکی، الله تعالی له اسلامي دين سره ټولو خلکو ته راولېږه، څو خير وروښيي چې لوی خير توحيد دی، او له شره يې منع کړي چې لوی شر الله سره شريک نيول دي.
په کومو شیانو يې چې امر کړی هغو کې يې طاعت واجب دی، او له کومو شيانو يې چې خبر ورکړی په هغو کې يې تصديق واجب دی، له کومو شيانو يې چې منع او نهې کړې ځان ساتل ترې ضروري دي، او د الله عبادت به يوازې د هغه له شريعت سره سم کېږي.
د ده او له ده وړاندې د ټولو انبياوو رسالت د يوازېني الله عبادت ته بلنه وه، چې هيڅ شريک نه لري.
د هغه -(صلی الله علیه وسلم)- ځينې صفات په لاندې ډول دي:
رښتينولي، مهرباني، نرمي، صبر، زړورتيا، سخا، ښه اخلاق، عدل، تواضع او بخښنه.
***
قران کريم مې د رب کلام(خبری یې) دی
الله تعالی فرمایلي دي: (ای خلكو يقينا چې د خپل رب له لوري مو ښكاره دليل درغلى او تاسو ته مو څرګنده رڼايي نازله كړې (چى قران دى). [النساء: 174].
قران کريم د الله تعالی هغه کلام دی چې پر خپل نبي محمد -(صلی الله علیه وسلم)- یې نازل کړی دی، څو خلک -د کفر- له تيارو نه -د ايمان- رڼا ته وباسي او نېغې لارې ته يې برابر کړي.
څوک يې چې ولولي؛ هغه لره لوی ثواب دی او څوک يې چې پر لارښوونو عمل وکړي، په نېغه لاره به تللی وي.
***
د اسلام بناوې پېژندل غواړم
رسول الله -(صلی الله علیه وسلم)- ويلي دي: (اسلام پر پنځو شيانو بنا دی، د دې ګواهي چې له الله پرته د بندګۍ وړ هيڅوک نشته او محمد-(صلی الله علیه وسلم)- د الله رسول دی، لمونځ قايمول، زکات ورکول، د رمضان روژه نيول او د بيت الله حج کول).
د اسلام بناوې داسې عبادتونه دي چې هر مسلمان يې بايد ترسره کړي او د يوه انسان اسلام تر هغه نه دی صحیح، چې د دې بناوو د فرضيت عقيده و نه لري او په بشپړ ډول يې ترسره نه کړي، ځکه اسلام پر همدې بنا دی، له همدې امله د اسلام بناوې ورته ويل کېږي.
× دا بناوې دغه دي:
v لومړۍ بنا يا رکن: د دې ګواهي ورکول چې له الله پرته د بندګۍ وړ بل هيڅوک نه شته او محمد د الله رسول دی.
الله تعالی فرمایلي دي: (نو پوی شه چې يقينا له الله پرته بل د عبادت وړ نه شته). [محمد: 19].
او الله تعالی فرمایلي دي: (-دا دى- تاسو ته يو داسې رسول راغلى چې خپله له همدا تاسو څخه دى، څه چې تاسو كړوي(تاسو ته سخت وي) هغه په ده ډېر ګران (او درانه) تمامېږي، ستاسې پر ښېګڼې حريص دى، په مؤمنانو مهربان خواخوږى دى). [التوبة: 128].
د «لا إله إلا الله» د ګواهۍ معنا دا ده، چې له الله پرته بل هيڅ حق معبود نشته.
د «محمد رسول الله» د ګواهۍ معنا دا ده، چې په کوم شي هغه امر کړی ويې منو، له کومو شيانو يې چې خبر ورکړی تصديق يې وکړو، له کومو شيانو يې چې نهې او منع کړې ډډه ترې وکړو او يوازې له شريعت سره سم د الله بندګي وکړو.
v دويمه بنا: په صحیح توګه د لمانځه ادا کول.
الله تعالی فرمايلي دي: او لمونځ و دروئ. [البقرة: 110].
د لمانځه قايمول دې ته وايي چې په هغه طريقه ادا کړی شي چې الله تعالی فرض کړی دی او د هغه رسول محمد -(صلی الله علیه وسلم)- موږ ته ښودلی دی.
v درېيمه بنا: د زکات ورکړه.
الله تعالی فرمايلي دي: (او زكات وركوئ). [البقرة: 110].
زکات الله تعالی د مسلمان د ايمان د رښتينولۍ ازمويلو لپاره فرض کړی دی، بل دا چې د خپل پروردګار د دې احسان شکر ادا کړي چې د مال نعمت يې ورکړی او د غريبانو او اړمنو مرسته وکړي.
د زکات ورکړه داسې وي چې مستحقو خلکو ته ورکړل شي.
زکات په هغه مال کې يو فرض حق دی چې ټاکلې اندازې ته رسېدلی وي، اته (۸) ډوله خلکو ته ورکول کېږي چې الله په قران کريم کې ذکر کړي دي او غريب او مسکين هم په کې دي.
د زکات په ورکړه کې د مهربانۍ او زړه سوي، د مسلمان د اخلاقو او مال د پاکولو، د غريبانو او مسکينانو د زړونو خوشحالولو او د مسلمانې ټولنې د وګړو تر منځ د مينې او ورورولۍ د اړيکو پياوړي کولو صفت پروت دی، له همدې امله يې نېک مسلمان د زړه په خوښه ادا کوي او په ورکړه يې له دې امله خوشحالېږي چې نور خلک پرې خوشحاله شوي دي.
د زکات اندازه په ذخيره شويو سرو زرو، سپينو زرو، نغدو او د ګټې لپاره پير او پلور ته جوړو شويو سوداګريزو توکو کې چې قيمت يې ټاکلې اندازې ته رسېدلی او يو بشپړ کال پرې تېر شوی وي؛ ۲.۵٪ ده.
دغه راز که څوک يو معلوم شمېر چارپای ژوی (اوښ، غوا او ګډې) ولري او د کال ډېری موده بې له دې چې خاوند يې خوراک ورکړي د زمکې ګياوې وخوري، نو زکات په کې فرض دی.
دغه راز په هغو دانو، مېوو، کانونو او خزانو کې هم زکات فرض دی چې له زمکې راوځي او ټاکلې اندازې ته رسېدلي وي.
v څلورمه بنا: د رمضان د مياشتې روژه نيول
الله تعالی فرمايلي دي: (ای مؤمنانو پر تاسو روژه داسې فرض شوې، لكه له تاسو نه پر مخكينيو چې فرض شوې وه، د دې لپاره چې ځان ساتنه وكړئ). [البقرة: ۱۸۳].
رمضان په هجري کليزه کې د کال نهمه مياشت ده، دا د مسلمانانو په اند يوه محترمه مياشت ده چې د کال د نورو مياشتو په پرتله ځانګړی مقام لري او ټوله مياشت روژه نيول يې د اسلام له پنځو ارکانو څخه يو رکن دی.
د رمضان روژه دې ته وايي چې د روژې د مبارکې مياشتې په ټولو ورځو کې د سهار له راختو څخه تر لمر لوېدو پورې له خوراک، څښاک، کوروالي او بل هر روژه ماتوونکي شي څخه په ډډه کولو د الله بندګي وکړی شي.
v پنځمه بنا: د بيت الله شريف حج کول.
الله تعالی فرمايلي دي: (او د الله لپاره پر خلكو د دې كور حج (لازم) دى، څوك چې هغه ته د لارې وس پيدا كړي). [آل عمران : 97].
حج په ژوند کې يو ځل پر هغه چا فرض دی چې د ادا کولو توان يې لري، دا په ټاکلي وخت د ځانګړو عباداتو د ادا کولو په موخه د بيت الله شريف او د مکې مکرمې د نورو مقدسو ځايونو قصد ته وايي، حج نبي کريم -(صلی الله علیه وسلم)- هم کړی و او له هغه وړاندې نورو پېغمبرانو هم او ابراهيم عليه السلام ته الله امر کړی و چې خلکو کې د حج اعلان وکړي، الله تعالی په دې اړه په قران کريم کې ويلي دي. (او په خلكو كې د حج اعلان وكړه چې له هرې لرې لارې نه پلي او په هر (ډول) ډنګر اوښ سپاره درته راشي). [الحج : 27].
***
د ايمان ارکان پېژندل غواړم
له نبي -(صلی الله علیه وسلم)- څخه د ايمان په اړه وپوښتل شو نو ويې ويل: (چې په الله، په ملايکو يې، په کتابونو يې، په رسولانو يې، د قيامت په ورځ او د تقدير په خير او شر ايمان ولرې).
د ايمان ارکان د زړه هغه عبادتونه دي چې هر مسلمان ته ضرور دي او د يو چا اسلام تر هغه نه صحیح کېږي څو پر دغو عبادتونو عقيده و نه لري، له همدې امله ورته د ايمان ارکان ويل شوي دي. د اسلام له ارکانو سره يې توپير دا دی، چې د اسلام ارکان هغه ظاهري اعمال دي چې انسان يې په خپلو غړو ترسره کوي، لکه کلمه طيبه ويل، لمونځ او زکات، او د ايمان ارکان د زړه هغه اعمال دي چې انسان يې په زړه سره ادا کوي، لکه پر الله، د هغه پر کتابونو او د هغه پر رسولانو ايمان درلودل.
د ايمان مفهوم او معنا: پر الله، د هغه پر ملايکو، کتابونو، رسولانو، د اخرت پر ورځ او د تقدير په خير او شر د زړه کلک تصديق او د ټولو هغو شيانو پيروي چې رسول -(صلی الله علیه وسلم)- راوړي، او د هغو پلي کول: د ژبې په وينا لکه د «لا إله إلا الله» ويل، د قران کريم تلاوت، تسبيح (سبحان الله) او تهليل(لا اله الا الله) او د الله ثنا بيانول.
او د ظاهري غړو په عمل: لکه لمونځ، حج او روژه... او په باطني غړو چې په زړه پورې تړلي دي، لکه د الله محبت او هغه نه وېره، پر هغه توکل او هغه لره اخلاص.
ځينې خلک يې لنډ تعريف داسې کوی: د زړه باور او تصديق، د ژبې اقرار او د غړو عمل، چې په طاعت زياتېږي او په ګناه کمېږي.
v لومړی رکن: پر الله ايمان
الله تعالی فرمايلي دي: (بې شكه مؤمنان هغه كسان دي چې په الله يې ايمان راوړى وي). [النور: 62].
پر الله ايمان دا غوښتنه کوي چې په ربوبيت، الوهيت او اسماوو صفاتو کې هغه يوازې ومنل شي، او ايمان لاندې شيانو ته شامل دي:
د الله (سبحانه وتعالی) پر شتون ايمان.
د الله (سبحانه وتعالی) پر ربوبيت ايمان او دا چې هغه د هر شي مالک، پيدا کوونکی، روزي ورکوونکی او کارساز دی.
د الله پاک پر الوهيت ايمان او دا چې يوازې همغه د عبادت وړ دی، چې هيڅ شريک پکې نه لري: لکه لمونځ، دعا، نذر، حلاله، مرسته غوښتل، پناه غوښتل او ټول نور عبادتونه.
د الله پر هغو ښايسته نومونو او لوړو صفتونو ايمان چې خپله يې هم ځان ته ثابت کړي او نبي -(صلی الله علیه وسلم)- يې هم ورلره ثابت کړي دي، او د هغو نومونو او صفتونو نفي کول چې هغه له خپل ځان نه نفي کړي يا يې نبي -(صلی الله علیه وسلم)- ترې نفي کړي دي، او دا چې نومونه او صفتونه د کمال او ښکلا اخري حد ته رسېدلي دي او د هغه په څېر هيڅ شی نشته، او هغه اورېدونکی او ليدونکی دی.
v دويم رکن: پر ملايکو ايمان
الله تعالی فرمايلي دي: (الله لره ستاينه ده، له نوي سره د اسمانو او ځمكې پيدا كوونكي (لره)، د دوه دوه، درې درې او څلورو څلورو وزرونو والا ملايكو استازي ګرځوونكي (الله) لره، چې هغه په مخلوق كې څنګه غواړي هومره زياتوالى كوي يقينا الله په هر څه قادر دى). [فاطر: 1].
موږ پر دې ايمان لرو چې ملايکې يوه غيبي دنيا ده او هغوی د الله داسې بندګان دي چې له نور(رڼا) نه يې پيدا کړي دي او ځان لره يې طاعت کوونکي او سرټيټي کړې دي.
او دا چې هغوی يو ستر مخلوق دی چې ځواک او شمېر يې يوازې الله تعالی ته معلوم دی، هر يو يې داسې نومونه، صفتونه او دندې لري، چې الله تعالی ورته ځانګړې کړي دي، جبريل عليه السلام هم له دوی څخه دی، چې د الله تعالی له لوري د هغه رسولانو ته د وحې وړل ور په غاړه و.
v درېيم رکن: پر کتابونو ايمان.
(الله) تعالی فرمايلي دي: تاسو ووايئ: مونږ پر الله ايمان راوړى او پر هغه څه چې مونږ ته نازل كړى شوي دي، او پر هغه څه چې ابراهيم او اسمٰعيل او اسحٰق او يعقوب او (د هغوى) اولادې ته نازل كړى شوي دي، او (مونږ ايمان راوړى دى) پر هغه څه چې موسٰى او عيسٰى ته وركړى شوي دي، او پر هغه څه چې د خپل رب له جانبه (نورو) نبيانو ته وركړى شوي دي، مونږ په دوى كې د هېڅ يو په مينځ كې فرق نه كوو، او مونږ خاص د هغه (الله) حكم منونكي يو. [البقرة: 136].
پر دې غوڅ باور چې ټول اسماني کتابونه د الله کلام دی.
او دا چې دا کتابونه په ښکاره حق سره د الله عز وجل له لوري د خپلو بندګانو لپاره د هغه پر رسولانو رانازل شوي.
او دا چې الله پاک خپل نبي محمد -(صلی الله علیه وسلم)- ټولو خلکو ته راولېږه، نو په دې سره يې ټول مخکيني دينونه منسوخ کړل او قران کريم يې پر ټولو اسماني کتابونو مسلط او د هغوی ناسخ وګرځاوه، او الله له هر ډول بدلون او تحريف نه د قران کريم د ساتنې ذمه واري واخيسته. الله تعالی ويلي. (يقينا موږ خپله دا ذكر نازل كړى او همدا موږ يې حتما ساتونكي يو). [الحجر : 9].
ځکه قران کريم انسانانو ته د الله تعالی وروستی کتاب دی او نبي يې محمد -(صلی الله علیه وسلم)- وروستنی پېغمبر دی، او اسلامي دين هغه دين دی چې الله د قيامت تر ورځې پورې انسانانو ته خوښ کړی دی، الله تعالی فرمايلي دي: (يقينا الله ته منلى دين اسلام دى).
[ال عمران: 19].
هغه اسماني کتابونه چې الله تعالی په خپل کتاب کې ذکر کړي دي، دا دي:
د مخلوقاتو د پالونکي له لوري پر نبي محمد (صلی الله علیه وسلم) نازل شوی دی.
تورات: چې الله پر خپل نبي موسی عليه السلام نازل کړی و.
انجيل: چې الله پر خپل نبي عيسی عليه السلام نازل کړی و.
زبور: چې الله پر خپل نبي داوود عليه السلام نازل کړی و.
د ابراهيم صحيفې: چې الله پر خپل نبي ابراهيم عليه السلام نازلې کړې وې.
v څلورم رکن: پر پېغمبرانو ايمان.
الله تعالی فرمايلي دي: (او موږ هر ولس ته يو رسول ولېږه، چې الله ولمانځئ او له باطلو معبودانو ځان وساتئ). [النحل: 36].
پر دې غوڅ يقين چې الله تعالی په هر امت کې يو رسول لېږلی دی، چې هغوی يې يوازې د الله عبادت ته بلل، چې شريک نه لري، او د هغه څه نه منل چې له الله پرته يې عبادت کېږي.
او دا چې هغوی ټول انسانان، سړي او د الله بندګان وو، او هغوی رښتوني او تصديق کړل شوي وو، پرهېزګاران او امانتدار وو، د نېغې لارې ښودونکي او پر نېغه لاره برابر وو، او څه چې الله ورسره رالېږلي وو په بشپړ ډول يې خلکو ته رسولي دي او ټول پر څرګند حق او روښانه هدايت روان وو.
د هغوی د لومړي او وروستي د ټولو دعوت د دين په اصل کې ايکی يو و، چې په بندګۍ کې د الله يو ګڼل او شريک ورسره نه نيول و.
v پنځم رکن: د اخرت په ورځ ايمان
(الله) تعالی فرمايلي دي: (الله هماغه دى چې له هغه پرته كوم بل د عبادت وړ نشته، خامخا به مو د قيامت په هغه ورځ راغونډ كړي چې څه شك پكې نشته او تر الله زياته رښتينې خبره به د چا وي؟). [النساء: 87].
د اخرت د ورځې اړوند پر هر هغه شي پوخ باور درلودل چې الله عز وجل په خپل مقدس کتاب کې د هغې په اړه خبر راکړی دی، يا ګران نبي محمد -(صلی الله علیه وسلم)- راته بيان کړي دي، لکه د انسان مرګ، له قيامت وروسته بېرته راژوندي کېدل، شفاعت، ميزان (تله)، حساب کتاب، جنت، دوزخ او د اخرت د ورځې اړوند نور شيان.
v شپږم رکن: د تقدير په خير او شر باندې ايمان
(الله) تعالی فرمايلي دي: (بې شكه موږ هر شى په يوه ټاكلې اندازه پيدا كړی) [القمر : 49].
دا باور درلودل چې دنيا کې مخلوقات له کومو پېښو سره مخ کېږي، ټول د يوازيني الله (سبحانه وتعالی) په علم، تقدير او تدبير تر سره کېږي، او دا چې دغه تقدير د انسان له پيدايښت وړاندې ليکل شوی و، او انسان اراده او واک لري او د خپلو کارونو حقيقي فاعل (ترسره کوونکی) دی، خو دا هيڅ څه د الله له پوهې، ارادې او خوښې نه وتلي ندي.
نو پر تقدير ايمان څلور مرتبې لري چې دا دي:
× لومړۍ: د الله پر شامل او چاپېر علم ايمان.
× دويمه: د الله له لوري د قيامت تر ورځې د هر پېښېدونکي شي پر ليکلو ايمان.
× درېيمه: د الله پر نافذ مشيئت او بشپړ قدرت ايمان، نو چې څه د الله خوښ وي هغه به وي او چې څه يې خوښ نه وي، هغه به نه وي.
× څلورمه: پر دې ايمان چې الله د هر شي پيدا کوونکی دی او په پيدايښت کې هيڅ شريک نه لري.
***
اودس زده کول غواړم
(الله) تعالی فرمايلي دي: (بې شكه الله بيا بيا توبه كوونكي خوښوي او ځان پاك ساتونكي خوښوي) [البقرة: 22].
رسول الله -(صلی الله علیه وسلم)- فرمايلي دي: (زما د دې اودس په څېر اودس وکړه).
د لمانځه لوی شان لدې څخه معلوميږي چې الله مخکې ترې پاکوالی فرض کړی او د لمانځه د صحت لپاره يې شرط ګرځولی، نو پاکي د لمانځه کيلي ده او فضيلت ته په کتو يې زړه د لمانځه ادا کولو ته شوق پيدا کوي. رسول الله - (صلی الله علیه وسلم) - فرمايلي دي: (پاکوالی نیم ایمان دی او لمونځ رڼايي ده).
او رسول الله (صلی الله علیه وسلم) فرمایلي: (چا چې اودس وکړ او ښه يې وکړ، نو ګناهونه به يې له بدنه ووځي).
نو بنده د اودس په کولو سره د حسي پاکۍ له پلوه او د نبي -(صلی الله علیه وسلم)- له لارښوونو سره سم يوازې الله لپاره د دې عبادت په ترسره کولو د معنوي پاکۍ له امله پاک سپیڅلی درېږي.
هغه څه چې اودس کول ورته واجب دي:
1. مطلق لمونځ که فرضي وي، که نفلي.
2. له کعبې شريفې تاوېدل (طواف).
3. په قران کريم لاس لګول.
په پاکو اوبو؛ اودس او غسل کوم:
پاکې اوبه: ټولې هغه اوبه چې له اسمانه راتوی شوې وي يا له زمکې راوتلې وي او په خپله اصلي بڼه پاتې وي، په دريو صفتونو (رنګ، خوند او بوی) کې يې يو هم په داسې شي نه وي بدل شوی چې د اوبو پاکوالی له منځه وړي.
اودس زده کول غواړم:
لومړی ګام: نيت چې زړه يې ځای دی، د نيت معنا: الله تعالی ته د نږديکت له مخې د عبادت په کولو د زړه عزم.
دويم ګام: د لاسونو (خپړو) وينځل.
درېيم ګام: مضمضه کول
مضمضه: په خولې کې اوبو اچولو، اړولو راړولو او بېرته راويستلو ته وايي.
څلورم ګام: استنشاق
استنشاق: په ساه باندې اوبو کشولو او د پوزې وروستۍ برخې ته رسولو ته وایي.
بيا استنثار دی: چې په ساه باندې د پوزې ګړنګ وغيره راويستلو ته وايي.
پنځم ګام: مخ وينځل
د مخ اندازه:
مخ: چې مخ کېدل پرې کېږي.
اندازه يې په پلنوالي له يوه غوږ نه تر بل پورې ده.
او اندازه يې په اوږدوالي په عادي توګه د سر د ويښتانو د شنه کېدو له ځايه د زنې تر ښکتنۍ برخې پورې ده.
د مخ وينځل، سره د مخ د ټولو کوچنيو ويښتانو، او همدا راز له ويښتانو پاک ځای او راوتلی هډوکی.
سپينوالی: هغه (له ويښتانو پاک ځای) د غوږ د پوڅکۍ او راوتلي هډوکي تر منځ ځای ته ويل کېږي.
عذار: هغه ويښته دي چې د مخ پر راوتلي هډوکي چې د غوږ هغه سوري ته برابر وي چې سر ته تللی، او ښکته د غوږ مېخ ته رسي.
د مخ وينځل دغه راز د ږيرې ټولو ګڼو او ترې ځړېدونکو ويښتانو ته شامل دی.
شپږم ګام: د لاسونو وينځل، د ګوتو له څوکو نيولې تر څنګلو پورې.
او څنګلې د لاسونو په فرضي وينځلو کې داخلې دي.
اووم ګام: د غوږونو په ګډون يو ځل په لاسونو د ټول سر مسح کول.
د سر له مخکينۍ برخې به پيل کوي تر وروستۍ برخي به لاسونه وړي او بېرته به يې راګرځوي.
د شهادت ګوتې به په غوږونو کې ننباسي.
او غټې ګوتې به د غوږونو د ظاهر مخالفې نيسي او د غوږونو شا او مخ به پرې مسح کوي.
اتم ګام: د پښو وينځل، د ګوتو له څوکو تر ښنګرو (ګيټکيو) پورې، او ګيټکۍ هم د پښو په فرضي وينځلو کې داخلې دي.
ګټيکۍ: د پونډيو په ښکته برخې کې راوتلي دوه هډوکي دي.
اودس په دې شيانو ماتېږي:
1. له سبيلينو وتونکي شيان لکه تشې او غټې بولې، باد، مني او مذي.
2. د ژور خوب، بې هوشۍ، نشه راوړونکي او لېونتوب له امله د عقل زايلېدل.
3. هر هغه شی چې غسل فرض کوي، لکه جنابت، حيض او نفاس.
کله چې انسان خپله اړتيا پوره کړي، نو نجاست پاکول پرې لازمېږي، يا په اوبو چې دا غوره ده، يا بغير له اوبو په هغو شيانو چې نجاست له منځه وړي، لکه تيږې، کاغذونه او ټوټې وغيره، چې درې يا له دريو ځلو زيات به يې کاروي، خو پاک او روا شی به وي.
***
پر موزو او جرابو مسحه.
د موزو يا جرابو د اغوستلو پر مهال مسحه پرې شونې ده او د پښو وينځلو ته اړتيا نه پېښېږي، خو په لاندې شرطونو:
1. چې له کوچنۍ او سترې بې اودسۍ وروسته په بشپړ پاکوالي -چې پښې هم په کې وينځل شوې وي- اغوستل شوې وي.
2. چې خپله پاکې او غير نجسې وي.
3. چې مسحه په ټاکل شوې موده کې وي.
4. چې حلالې وي، نو غلا شوې يا غصب شوې نه وي.
موزې: چې پښې ته کوم نرم پوستکی وغيره اغوستل کېږي، هغه بوټان هم ورته ورته دي چې قدمونه (پښې) پټوي.
جرابې: چې انسان پښو ته کومه ټوټه وغيره وراغوندي او د جرابو په نوم پېژندل کېږي.
· پر موزو د مسحې د رواوالي حکمت:
پر موزو د مسحې حکمت پر هغو مسلمانانو اساني کول دي، چې د موزو يا جرابو ويستل او د پښو وينځل ورته سخت وي، په ځانګړي ډول د ژمي، سختې يخنۍ او سفر په وختونو کې.
· د مسحې موده:
مقيم: يوه شپه او ورځ (۲۴ ساعته).
مسافر: درې شپې او ورځې (۷۲ ساعته).
د مسحې موده -له بې اودسۍ وروسته- پر موزو يا جرابو له لومړنۍ مسحې سره سمه پيلېږي.
× پر موزو يا جرابو د مسحې طريقه:
1. لاسونه لمدول کېږي.
2. لاسونه د پښې پر پاس لوري کش کول کېږي (د ګوتو له څوکو د پنډۍ تر پيله).
3. ښۍ پښه پر ښي لاس او چپه پښه پر چپ لاس مسحه کېږي.
× د مسحې ماتوونکي:
1. هر شی چې غسل واجبوي.
2. د مسحې د مودې وخت ختمېدل.
***
غسل:
که سړي يا ښځې کوروالی وکړ، يا د ويښې يا خوب حالت کې ترې مني په شهوت ووتل، غسل پرې واجبېږي څو لمونځ ادا کړی شي يا بل هغه شی چې پاکي ورته اړينه ده، دغه راز که ښځه له حيض يا نفاس نه پاکه شوه، غسل پرې واجب دی، څو د لمانځه يا بل هغه شي ادا کول ورته روا شي چې پاکي ورته اړينه ده.
× د غسل طريقه داسې ده:
چې مسلمان خپل ټول بدن لوند کړي، په هره طريقه چې وي، او د خولې او پوځې وينځل هم په کې دي، نو چې ټول بدن يې لوند شو، غټه بې اودسي ترې لرې شوه او پاکي يې بشپړه شوه.
× پر جنوب د لاندې شيانو کول بند دي، تر څو چې غسل وکړي:
1. لمونځ.
2. د کعبې طواف.
3. جومات کې پاتې کېدل، خو له درنګ پرته جومات کې تېرېدی شي.
4. په قران کريم لاس وهل.
5. د قران کريم تلاوت.
***
تيمم
کله چې مسلمان د پاکوالي لپاره اوبه پيدا نه کړي، يا يې د کومې ناروغۍ وغيره له امله او يا د لمانځه د وخت د تېرېدو له وېرې استعمال نه کړی شي، نو په خاوره به تيمم کوي.
طريقه يې داسې ده، چې يو ځل لاسونه ووهي او يوازې مخ او دواړه لاسونه پرې مسح کړي. په دې شرط چې خاوره پاکه وي.
· تيمم په دغو شيانو ماتېږي:
1. په ټولو هغو شيانو ماتېږي چې اودس پرې ماتېږي.
2. چې د کوم عبادت لپاره تيمم کېږي، د هغه له پيل وړاندې اوبه وموندل شي.
***
لمونځ زده کول غواړم
الله جل جلاله پر مسلمان باندې په شپه او ورځ کې پنځه لمونځونه فرض کړي، چې د سهار، ماسپښين، مازديګر، ماښام او ماخوستن لمونځونه دي.
· لمانځه ته چمتووالی نيسم.
کله چې د لمانځه وخت داخل شي، مسلمان له وړې بې اودسۍ او که غټه بې اودسي ولري، له غټې بې اودسۍ ځان پاکوي.
غټه بې اودسي: هغه چې پر مسلمان غسل واجبوي.
وړه بې اودسي: هغه چې پر مسلمان اودس لازموي.
مسلمان په پاکو جامو او داسې پاک ځای کې لمونځ کوي چې له نجاستونو پاک وي، او خپل عورت پټوي.
مسلمان د لمانځه وخت کې په مناسبو جامو ځان ښکلی کوي او خپل بدن پرې پټوي، او سړي ته نه دي روا چې لمانځه کې د نامه او زنګون تر منځ لږ ځای هم ښکاره کړي.
ښځې ته لازم دي چې په لمانځه کې له مخ او لاسونو پرته ټول بدن پټ کړي.
مسلمان په لمانځه کې خبرې نه کوي او يوازې لمونځ وايي، امام ته غوږ نيسي، يو خوا بل خوا نه ګوري، او که د لمانځه ځانګړي عبارتونه يې نه وي زده نو د لمانځه تر پايه د الله تسبيح او ذکر کوي، او پرې لازمېږي چې ژر تر ژره لمونځ او د هغه عبارتونه زده کړي.
× لمونځ زده کوم
لومړی ګام: د هغې فريضې لپاره نيت چې کول يې غواړي، او د نيت ځای زړه دی.
له اودس کولو وروسته قبلې ته مخ کوم او که کولی مې شو نو په ولاړه لمونځ کوم.
دويم ګام: د اوږو (وليو) برابر لاسونه پورته کوم او لمانځه کې د ننوتو په نیت وايم: (الله اکبر).
درېيم ګام: له رواياتو سره سم د لمانځه د پيل دعا وايم، چې يوه يې دا ده. (سُبْحَانَكَ اللَّهُمَّ وَبِحَمْدِكَ، وَتَبَارَكَ اسْمُكَ وَتَعَالَى جَدُّكَ، وَلَا إِلَهَ غَيْركَ).
څلورم ګام: په الله باندې له رټل شوي شيطان نه پناه غواړم، نو وايم: (أعوذُ باللهِ من الشيطان الرجيم)
پنځم ګام: په هر رکعت کې د فاتحې سورت وايم، چې دا دی: د الله په نوم پېل کوم چې ډېر زيات مهربان، بې حده رحم كوونكى دى ټول (د كمال) صفتونه خاص د الله لپاره دي چې د ټولو عالَمونو ښه پالونكى دى. ډېر زيات او، همیشه رحم كوونكى دى. د بَدلې د ورځې مالك دى. خاص ستا عبادت كوو او خاص له تا نه مرسته غواړو ته مونږ ته سَمَه (نېغه) لاره وښَيَه. لیار د هغه کسانو چې تا پر هغوى باندې انعام كړى دى؛ چې نه پر هغوى باندې غضب شوى او نه ګمراهان دي.
له فاتحې وروسته د هر لمانځه په لومړي او دويم رکعتونو کې د قران کريم يوه اسانه برخه وايم، او دا فرض نده (د سورت فاتحې څخه پس نور قرات)، خو په کولو کې يې لوی ثواب دی.
شپږم ګام: (الله اکبر) وايم او رکوع ته ځم، تر دې چې ملا مې سيده برابره شي او لاسونه مې پر زنګنونو وي چې ګوتې يې خلاصې وي، بيا رکوع کې وايم: (سبحان ربي العظيم).
اووم ګام: د (سمع الله لمن حمده) په ويلو له رکوع راپورته کېږم او لاسونه د اوږو برابر پورته کوم، کله مې چې بدن په ولاړه ښه نېغ شي، (ربنا ولک الحمد) وايم.
اتم ګام: (الله اکبر) وايم او پر لاسونو، زنګنونو، پښو، تندي او پوزه سجده کوم، سجده کې (سبحان ربي الأعلی) وايم.
نهم ګام: (الله أکبر) وايم او له سجدې راپورته کېږم، پر چپه پښه کښېنم او ښۍ پښه دروم، تر دې چې په ناسته نېغه ملا برابر شم، بيا وايم: (ربي اغفر لي).
لسم ګام: (الله أکبر) وايم او د لومړۍ سجدې غوندې بله سجده کوم.
يوولسم ګام: د (الله أکبر) په ويلو له سجدې راپورته کېږم او ښه نېغ درېږم، بيا د لومړي رکعت په څېر د لمانځه پاتې رکعتونه کوم.
د ماسپښين، مازديګر، ماښام او ماخوستن لمونځونو کې له دويم رکعات وروسته د تشهد لپاره لومړۍ ناسته کوم، او تشهد دا دی. ټول تعريفونه ، عبادتونه او ټولې پاکيزه خبرې الله لره دي، سلام دې وي پر تا باندې ای نبي او پر تا باندې دې د الله رحمت او برکتونه وي، او سلامتیا دې وي پر مونږ او د الله پر نيکو او صالحو بندګانو ، شاهدې ادا کوم چې له الله څخه پرته بل څوک د عبادت وړ نشته ، او شاهدې ادا کوم چې محمد-صلی الله علیه و سلم-د الله بنده او رسول دی . له دې وروسته درېيم رکعات ته پورته کېږم.
د هر لمانځه له وروستي رکعات وروسته د اخیدي تشهد لوستو لپاره کښېنم، چې هغه دا دی: ټول تعريفونه ، عبادتونه او ټولې پاکيزه خبرې الله لره دي، سلام دې وي پر تا ای نبي او پر تا دې د الله رحمت او برکتونه وي، سلامتیا دې وي پر مونږ او د الله پر نيکو او صالحو بندګانو ، شاهدي ادا کوم چې له الله څخه پرته بل څوک د عبادت وړ نشته ، او شاهدي ادا کوم چې محمد د الله بنده او رسول دی، ای الله! رحمت نازل کړې پر محمد -(صلی الله علیه وسلم)- او د هغه په کورنۍ ، لکه څرنګه دې چې پر ابراهيم او د هغه په کورنۍ نازل کړی و، يقيناً ته ستایلی او لوی یې. ای الله! برکت نازل کړې پر محمد -(صلی الله علیه وسلم)- او د هغه په کورنۍ، لکه څرنګه دې چې په ابراهيم او د هغه په کورنۍ برکت نازل کړی و، يقيناً ته ستایلی او لوی یې.
دولسم ګام: له دې وروسته لمانځه نه د وتو په نيت ښي لور ته سلام ګرځوم او وايم: (السلام عليكم ورحمة الله)، ورپسې کيڼ لور ته سلام ګرځوم او وايم: (السلام عليكم ورحمة الله)، دې سره به مې لمونځ بشپړ کړی وي.
***
د مسلمانې ښځې ستر پرده
(الله) تعالی فرمايلي دي: (ای نبي خپلو مېرمنو، لورانو او د نورو مؤمنانو ښځو ته ووايه چې خپل پړوني دې پر ځان راخپروي، دا كار د دې ډېره وړتيا لري چې هغوى وپېژندلی شي، بيا به نه ځورول كيږي او الله (ډېر) بخښونكي مهربان دى). [الأحزاب: 59].
الله جل جلاله پر مسلمانه ښځه باندې له پرديو سړيو څخه په ځايي دودیزه جامه حجاب کول او د عورت او ټول بدن پټول فرض کړي دي، هغې ته روا نه ده چې حجاب يې له خپل مېړه او محارمو پرته د بل چا په مخ کې لرې کړي، محارم هغه خلک دي چې مسلمانې ښځې ته له هغوی سره واده کول د تل لپاره حرام وي او هغوی دا کسان دي: پلار او همداسې پورته، زوی او همداسې ښکته، ترونه، ماماګان، ورور، وراره، خوريين، د مور خاوند، د مېړه پلار او همداسې پورته، د مېړه زوی او همداسې ورپسې ښکته، رضاعي ورور او د رضاعي مور خاوند، او د رضاعت له مخې هغه خلک حرامېږي چې د نسب له مخې حرامېږي.
× مسلمانه ښځه په خپله جامه کې څو شيانو ته پام کوي:
لومړی: د ټول بدن رانغاړل.
دويم: دا جامه به یې د هغه جامو څخه نه وي کومه چې د ډول سینګار د پاره اغوندي.
درېيم: دومره نرۍ به نه وي چې بدن يې ترې ښکاره شي.
څلورم: پراخې به وي، تنګې نه، چې د بدن کوم ځای يې وپېژندل شي.
پنځم: خوشبويي به پرې نه وي وهل شوې.
شپږم: د سړو جامو ته به ورته نه وي.
اووم: د نامسلمانو ښځو هغو جامو ته به نه وي ورته چې هغوی يې خپلو عبادتونو او اخترونو ته اغوندي.
× د مومن له صفاتو څخه.
(الله) تعالی فرمايلي دي: (خبره دا ده چې (رښتيني) بیشکه مؤمنان هغه كسان دي چې كله د الله نوم ياد شي زړونه يې ووېريږي او كله چې آيتونه يې ورباندې ولوستل شي؛ نو ايمان يې ورزيات كړي او په خپل رب بروسه كوي). [الأنفال: 2].
ü په خپلو خبرو کې ريښتونی وي او دروغ نه وايي.
ü په ژمنه او تړون وفا کوي.
ü د شخړې پر وخت سپکې سپورې نه وايي.
ü امانت ادا کوي.
ü مسلمان ورور ته هغه شی خوښوي چې خپل ځان ته يې خوښوي.
ü له خيره ډک وي.
ü خلکو سره ښېګڼه کوي.
ü خپلولي پالي
ü د الله په پرېکړه (تقدير) خوښ وي، د پراخۍ پر مهال شکر باسي او د تنګسې پر مهال صبر کوي.
ü حياناک وي.
ü پر مخلوق زړه سواندی وي
ü زړه يې له کينې او لاسونه يې پر نورو له تېري څخه پاک وي.
ü خلکو ته بخښنه کوي.
ü سود نه خوري او نه راکړه ورکړه پرې کوي.
ü زنا نه کوي.
ü شراب نه څکي
ü ګاونډيانو سره ښېګڼه کوي.
ü ظلم او ټګي نه کوي.
ü غلا او فرېب نه کوي.
ü له مور او پلار سره نېکي کوي اګر که مسلمانان نه وي او په نېکيو کې يې خبره مني.
ü خپل اولاد په نېکه تربيه روزي، د شرعي واجباتو امر ورته کوي او له بديو او حرامو يې منعه کوي.
ü په ديني ځانګړتياوو او هغو عادتونو کې د نامسلمانو د کړنو پېښې نه کوي، چې د هغوی ځانګړتيا او شعار وي.
***
نېکبختي مې په خپل دين اسلام کې ده
(الله) تعالی فرمايلي دي: (چا چې نېك عمل وكړ؛ نارينه وي كه ښځينه خو چې مؤمن وي نو خامخا به ښه ژوند وركړو او (اخرت كې به) د هغو نېكو عملونو چې دوى به كول، ښه بدله وركړو). [النحل: 97].
د مسلمان زړه ته چې ډېره خوشحالي، پراخي او خوشبختي راولي، هغه له کوم بت او ژوندي يا مړي منځګړي پرته له خپل پروردګار سره د ده اړيکه ده، ځکه الله تعالی په خپل مبارک کتاب کې ويلي چې هغه تل خپلو بندګانو ته نږدې دی، اوري يې او دعا يې قبلوي، لکه الله (سبحانه وتعالی) چې ويلي دي: (او چې بندګان مې زما په اړه تا كله وپوښتي؛ نو (ورته وايه چې) زه بالكل نږدې يم، د غوښتونكى سوال قبلوم كله چې ما وربولي، نو زما (بلنه) دې هم ومني او پر ما دې ايمان راوړي تر څو په سمه لار محكم پاتې شي). [البقرة: 186].
هغه جل جلاله موږ ته د دعا کولو امر کړی او له هغو سترو عبادتونو يې ګرځولې ده، چې مسلمان پرې خپل رب ته نږدې کېږي، لکه الله عز وجل چې ويلي دي: (او ستاسو رب ويلي دي چې ما دروبولئ سوال به مو قبول كړم). [غافر: 60]
نو نېک بنده همېشه الله ته محتاج وي، تل يې په وړاندې دعا کوي او په نېکو عملونو ځان ورنږدې کوي.
او الله تعالی موږ په دې کایناتو کې د يوه لوی حکمت له مخې پيدا کړي يو، هسې خوشې نه، دا لوی حکمت يوازې د هغه بندګي ده، چې شريک ورسره و نه منل شي، موږ ته يې يو شامل رباني دين رالېږلی، چې د خاص او عام ژوند ټولې چارې مو تنظيموي، پر دې عادل دين يې د ژوند ټولې اړتياوې خوندي کړې دي، چې هغه زموږ دين، ځانونه، ناموسونه، عقلونه او مالونه دي، او څوک چې د شريعت د اوامرو تابع ژوند کوي او له حرامو ډډه کوي، نو دغه اړتياوې خوندي ساتي او له شک پرته بختور او مطمئن ژوند تېروي.
او د مسلمان اړيکه له خپل رب سره داسې ژوره وي چې نفسي ډاډ او ارام ورکوي، د سکون، امن او خوښۍ احساس کوي او د الله جل جلاله ملتيا، پاملرنه او مومن بنده سره د هغه دوستي احساسوي، الله تعالی ويلي دي: (الله د هغو خلكو دوست دى چې ايمان يې راوړى، له تيارو يې د رڼا پلو ته باسي) [البقرة: 257].
دغه لويه اړيکه يو وجداني حالت دی چې د رحمن ذات له بندګۍ نه د خوند اخيستو او ملاقات ته يې د شوق لامل ګرځي او د ايمان د شيرينۍ په احساسولو د بنده زړه د خوشحالۍ په اسمان کې ځنګوي.
هغه شيريني چې يوازې هغه څوک يې بيانولی شي چې د طاعاتو په کولو او له ګناهونو په ډډه کولو يې څکلې ده، له همدې امله د الله رسول محمد -(صلی الله علیه وسلم)- وايي: (هغه چا د ايمان خوند وڅاکه، چې پر الله د رب په توګه، پر اسلام د دين او پر محمد د رسول په توګه راضي شي).
هو کله چې انسان د خپل خالق پر وړاندې خپل همېشنی شتون احساس کړي، هغه په خپلو ښکلو نومونو او صفتونو وپېژني او داسې عبادت يې وکړي لکه ګوري يې چې، عبادت يوازې د الله لپاره وکړي او له الله پرته بل هيچا ته نه، نو په دنيا کې به يو پاک او خوشحاله ژوند وکړي او په اخرت کې به يې نېک انجام په نصيب شي.
ان هغه کړاو چې دنيا کې پر مومن راځي، نو د يقين په يخنۍ، د الله تعالی پر تقدير په رضا، د تقدير پر ټول خير او شر د الله په حمد ويلو او پر هغې په بشپړې رضا د هغه تاو سړېږي.
بل شی چې مسلمان پرې د خپلې خوشحالۍ او ډاډ د زياتولو په پار ډېر حرص بايد وکړي، د الله تعالی ياد او د قران کريم تلاوت دی، لکه الله تعالی چې ويلي دي. (هغوى چې ايمان راوړى او د الله په يادولو يې زړونه ډاډه شوي، خبردار اوسئ چې زړونه خو د الله په ياد ډاډه كيږي). [الرعد: 28].
او څومره چې مسلمان د الله ذکر او د قران تلاوت ډېر وکړي، هغومره يې الله تعالی سره اړيکه ټينګېږي، نفس يې پاکېږي او ايمان يې قوي کېږي.
دغه راز مسلمان ته په کار ده، چې له صحيحو مصادرو څخه د خپل دين د مسايلو په زده کړه حريص واوسي، څو په پوهه د الله تعالی عبادت وکړي، نبي -(صلی الله علیه وسلم)- ويلي دي: (د علم زده کړه پر هر مسلمان فرض ده)، او چې د خپل پيدا کوونکي الله تعالی اوامرو ته تسليم او غاړه ايښودونکی وي، که د دې اوامرو په حکمت خبر وي او که نه، ځکه الله تعالی په خپل پاک کتاب کې وايي: نه دي مناسب هیڅ مومن او هیڅ مومنې لره کله چې فیصله وکړي الله او رسول یې د یو کار چې شي دې د هغوی د فیصلې په عوض کې دوی لره اختیار او څوک چې سرغړونه وکړي د الله او د هغه د رسول نو هغه بې لارې شو په يو څرګند بې لاريتوب).
[الأحزاب: 36].
وصلى الله وسلم على نبينا محمد وعلى آله وصحبه أجمعين.
پای