هغه اذكار چې سبا او ماښام ویل کیږي (⮫)




بسم الله الرحمن الرحيم 

﴿الٓمٓ١ ذَٰلِكَ ٱلۡكِتَٰبُ لَا رَيۡبَۛ فِيهِۛ هُدٗى لِّلۡمُتَّقِينَ٢ ٱلَّذِينَ يُؤۡمِنُونَ بِٱلۡغَيۡبِ وَيُقِيمُونَ ٱلصَّلَوٰةَ وَمِمَّا رَزَقۡنَٰهُمۡ يُنفِقُونَ٣ وَٱلَّذِينَ يُؤۡمِنُونَ بِمَآ أُنزِلَ إِلَيۡكَ وَمَآ أُنزِلَ مِن قَبۡلِكَ وَبِٱلۡأٓخِرَةِ هُمۡ يُوقِنُونَ ٤ أُوْلَٰٓئِكَ عَلَىٰ هُدٗى مِّن رَّبِّهِمۡۖ وَأُوْلَٰٓئِكَ هُمُ ٱلۡمُفۡلِحُونَ ٥﴾ [البقرة: 1-5]

(الم *  الف، لام، ميم. ذَٰلِكَ ٱلۡكِتَٰبُ لَا رَيۡبَۛ فِيهِۛ هُدٗى لِّلۡمُتَّقِينَ (دا (عظيم) كتاب دى، په ده كې هېڅ شک نشته، د پرهېزګارانو لپاره هدايت دى. الَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِالْغَيْبِ وَيُقِيمُونَ الصَّلاةَ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنْفِقُونَ * هغه خلق چې پر غيبو ايمان راوړي او لمونځ قايموي او له هغه (مال) نه څه حصه خرچ كوي؛ چې مونږ هغوى ته وركړي دي. وَالَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِمَا أُنْزِلَ إِلَيْكَ وَمَا أُنْزِلَ مِنْ قَبْلِكَ وَبِالْآخِرَةِ هُمْ يُوقِنُونَ *  او هغه كسان چې ايمان راوړي پر هغه (كتاب) چې تا ته نازل كړى شوى دى او پر هغو (كتابونو) چې له تا نه مخكې نازل كړى شوي دي، او پر اخرت همدوى يقين لري. أُولَئِكَ عَلَى هُدىً مِنْ رَبِّهِمْ وَأُولَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ). دغه كسان د خپل رب له طرفه په راغلي هدايت باندې دي او همدغه كسان پوره كامياب دي). . البقرة.1-5 آيتونه.

﴿ٱللَّهُ لَآ إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ ٱلۡحَيُّ ٱلۡقَيُّومُۚ لَا تَأۡخُذُهُۥ سِنَةٞ وَلَا نَوۡمٞۚ لَّهُۥ مَا فِي ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَمَا فِي ٱلۡأَرۡضِۗ مَن ذَا ٱلَّذِي يَشۡفَعُ عِندَهُۥٓ إِلَّا بِإِذۡنِهِۦۚ يَعۡلَمُ مَا بَيۡنَ أَيۡدِيهِمۡ وَمَا خَلۡفَهُمۡۖ وَلَا يُحِيطُونَ بِشَيۡءٖ مِّنۡ عِلۡمِهِۦٓ إِلَّا بِمَا شَآءَۚ وَسِعَ كُرۡسِيُّهُ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضَۖ وَلَا يَـُٔودُهُۥ حِفۡظُهُمَاۚ وَهُوَ ٱلۡعَلِيُّ ٱلۡعَظِيمُ٢٥٥﴾ [البقرة: 255]

(الله (چې دى) نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى، همېشه ژوندى دى، د ټول عالم انتظام كوونكى دى، پر ده نه پركالي راځي، او نه خوب، خاص همده لره دي هغه څه چې په آسمانونو كې دي او هغه څه چې په ځمكه كې دي، څوک دى هغه كس چې د ده په وړاندې به سفارش كوي مګر د ده په اجازت سره؟ هغه پوهېږي پر هر هغه څه چې د دوى په وړاندې دي او پر هر هغه څه چې له دوى وروسته دي، او دوى (مخلوق) د هغه له علم نه هېڅ شى هم نشي راګېرولى، مګر هغه څه چې هغه (الله) يې وغواړي، د هغه كرسۍ آسمانونه او ځمكه راځای (راګېر) كړي دي او د دې دواړو ساتنه هغه (الله) نه ستړى كوي، او هم هغه ډېر اوچت، ډېر لوى دى) آية الكرسي 255 البقرة.

﴿ءَامَنَ ٱلرَّسُولُ بِمَآ أُنزِلَ إِلَيۡهِ مِن رَّبِّهِۦ وَٱلۡمُؤۡمِنُونَۚ كُلٌّ ءَامَنَ بِٱللَّهِ وَمَلَٰٓئِكَتِهِۦ وَكُتُبِهِۦ وَرُسُلِهِۦ لَا نُفَرِّقُ بَيۡنَ أَحَدٖ مِّن رُّسُلِهِۦۚ وَقَالُواْ سَمِعۡنَا وَأَطَعۡنَاۖ غُفۡرَانَكَ رَبَّنَا وَإِلَيۡكَ ٱلۡمَصِيرُ٢٨٥ لَا يُكَلِّفُ ٱللَّهُ نَفۡسًا إِلَّا وُسۡعَهَاۚ لَهَا مَا كَسَبَتۡ وَعَلَيۡهَا مَا ٱكۡتَسَبَتۡۗ رَبَّنَا لَا تُؤَاخِذۡنَآ إِن نَّسِينَآ أَوۡ أَخۡطَأۡنَاۚ رَبَّنَا وَلَا تَحۡمِلۡ عَلَيۡنَآ إِصۡرٗا كَمَا حَمَلۡتَهُۥ عَلَى ٱلَّذِينَ مِن قَبۡلِنَاۚ رَبَّنَا وَلَا تُحَمِّلۡنَا مَا لَا طَاقَةَ لَنَا بِهِۦۖ وَٱعۡفُ عَنَّا وَٱغۡفِرۡ لَنَا وَٱرۡحَمۡنَآۚ أَنتَ مَوۡلَىٰنَا فَٱنصُرۡنَا عَلَى ٱلۡقَوۡمِ ٱلۡكَٰفِرِينَ٢٨٦﴾ [البقرة: 285-286]

(رسول پر هغه څه ایمان راوړى دى؛ چې په ده باندې د خپل رب له جانبه نازل كړى شوى دى او مومنانو هم، ټولو ایمان راوړى دى په الله باندې او د هغه پر ملايكو او د هغه پر كتابونو او د هغه په رسولانو باندې (او وايي) مونږه د هغه (الله) په رسولانو كې د هیچا په منځ كې توپیر نه كوو).او وايي: مونږ واورېدل او مونږ خبره ومنله (مونږ) ستا (نه) بښنه (غواړو) اې زمونږه ربه! او خاص تا ته بېرته درتګ دى). لا يُكَلِّفُ اللَّهُ نَفْساً إِلا وُسْعَهَا لَهَا مَا كَسَبَتْ وَعَلَيْهَا مَا اكْتَسَبَتْ رَبَّنَا لا تُؤَاخِذْنَا إِنْ نَسِينَا أَوْ أَخْطَأْنَا رَبَّنَا وَلا تَحْمِلْ عَلَيْنَا إِصْراً كَمَا حَمَلْتَهُ عَلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِنَا رَبَّنَا وَلا تُحَمِّلْنَا مَا لا طَاقَةَ لَنَا بِهِ وَاعْفُ عَنَّا وَاغْفِرْ لَنَا وَارْحَمْنَا أَنْتَ مَوْلانَا فَانْصُرْنَا عَلَى الْقَوْمِ الْكَافِرِينَ). (او الله هېڅ یو نفس نه مكلف كوي مګر د هغهٔ له وَس سره سم، د همده لپاره دي څه نېكۍ چې ده كړي دي او په همدغه (نفس) باندې دي څه (ګناهونه) چې ده كړي دي، اې زمونږه ربه! مونږ مه نیسه كه مونږ (څه حكم) هېر كړو، یا مونږ غلطي وكړو، اې زمونږه ربه! او په مونږ باندې بوج مه ږده؛ لكه څنګه چې تا هغه (بوج) ایښى و په هغو خلقو باندې چې له مونږ نه مخكې وو، اې زمونږه ربه! او پر مونږ باندې داسې څه مه راباروه چې په مونږ كې د هغو (د اوچتولو) هېڅ طاقت نه وي او مونږ ته معافي وكړه او مونږه وبخښه او پر مونږ رحم وكړه، هم ته زمونږ كارساز يې، نو د كافر قوم په خلاف ته زمونږ مدد وكړه). سورت البقره 285-286 آيتونه

﴿حمٓ١ تَنزِيلُ ٱلۡكِتَٰبِ مِنَ ٱللَّهِ ٱلۡعَزِيزِ ٱلۡعَلِيمِ٢ غَافِرِ ٱلذَّنۢبِ وَقَابِلِ ٱلتَّوۡبِ شَدِيدِ ٱلۡعِقَابِ ذِي ٱلطَّوۡلِۖ لَآ إِلَٰهَ إِلَّا هُوَۖ إِلَيۡهِ ٱلۡمَصِيرُ٣﴾ [غافر: 1-3]

(حم * تَنْزِيلُ الْكِتَابِ مِنَ اللَّهِ الْعَزِيزِ الْعَلِيمِ *  (د كتاب نازلول د الله له جانبه دي چې ډېر غالب، ښه پوه دى (غَافِرِ الذَّنبِ وَقَابِلِ التَّوْبِ شَدِيدِ الْعِقَابِ ذِي الطَّوْلِ ۖ لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ ۖ إِلَيْهِ الْمَصِيرُ)  د ګناهونو بخښونكى او د توبې قبلوونكى دى، ډېر سخت عذاب والا د لوى فضل والا دى، نشته دى هېڅ حق معبود مګر هم دى دى، خاص هم ده ته بېرته ورتلل دي). سورت غافر 1– 3 ايتونه

﴿هُوَ ٱللَّهُ ٱلَّذِي لَآ إِلَٰهَ إِلَّا هُوَۖ عَٰلِمُ ٱلۡغَيۡبِ وَٱلشَّهَٰدَةِۖ هُوَ ٱلرَّحۡمَٰنُ ٱلرَّحِيمُ٢٢ هُوَ ٱللَّهُ ٱلَّذِي لَآ إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ ٱلۡمَلِكُ ٱلۡقُدُّوسُ ٱلسَّلَٰمُ ٱلۡمُؤۡمِنُ ٱلۡمُهَيۡمِنُ ٱلۡعَزِيزُ ٱلۡجَبَّارُ ٱلۡمُتَكَبِّرُۚ سُبۡحَٰنَ ٱللَّهِ عَمَّا يُشۡرِكُونَ٢٣ هُوَ ٱللَّهُ ٱلۡخَٰلِقُ ٱلۡبَارِئُ ٱلۡمُصَوِّرُۖ لَهُ ٱلۡأَسۡمَآءُ ٱلۡحُسۡنَىٰۚ يُسَبِّحُ لَهُۥ مَا فِي ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِۖ وَهُوَ ٱلۡعَزِيزُ ٱلۡحَكِيمُ٢٤﴾ [الحشر: 22-24]

(هُوَ اللَّهُ الَّذِي لا إِلَهَ إِلا هُوَ عَالِمُ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ هُوَ الرَّحْمَنُ الرَّحِيمُ * (خاص الله تعالی هغه ذات دی چې نشته دی حقدار د بندګۍ پرته له هغه نه، پوهه دی په هر پټ او ښکاره باندې خاص هغه بې حده مهربان او همیشه رحم کوونکی دی. هُوَ اللَّهُ الَّذِي لا إِلَهَ إِلا هُوَ الْمَلِكُ الْقُدُّوسُ السَّلامُ الْمُؤْمِنُ الْمُهَيْمِنُ الْعَزِيزُ الْجَبَّارُ الْمُتَكَبِّرُ سُبْحَانَ اللَّهِ عَمَّا يُشْرِكُونَ * دغه الله هغه ذات دى چې نشته هېڅ حق معبود په حقه مګر هم دى دى، چې (حقیقي) بادشاه دى، ښه پاك دى، سلامتي وركوونكى (او) امان وركوونكى دى، نګهبان (محافظ)، ښه غالب (او زورور)، ډېر عظمت والا، ډېر لويۍ والا دى، الله پاک دى له هغو (شیانو) نه چې دوى يې ورسره شریكوي. هُوَ اللَّهُ الْخَالِقُ الْبَارِئُ الْمُصَوِّرُ لَهُ الأَسْمَاء الْحُسْنَى يُسَبِّحُ لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيم}  هم دغه الله پیدا كوونكى، (له نشت نه وجود ته) راوېستونكى، صورت وركوونكى دى، خاص د همده لپاره تر ټولو ښكلي نومونه دي، د ده پاكې بیانوي هر هغه شى چې په آسمانونو او ځمكه كې دى، او هم دى ښه غالب، ډېر حكمت والا دى). سورت حشر 22-24 ايتونه.

(قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ)  (اې نبي!) ته (دوى ته) ووایه: شان دا دى چې الله یو دى).

(قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ الْفَلَقِ) (ووایه (اې پېغمبره): زه پناه نیسم په رب د سبا پورې). {قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ النَّاس} (ووایه (اې پېغمبره): زه پناه غواړم په رب د خلکو پورې). ټول سورت درې ځلې.

أعوذ بكلمات الله التامات من شر ما خلق  (د الله په بشپړو کلمو سره پناه نیسم د هر هغه شي له شر څخه چې هغه پیدا کړي).

(درې ځلې).

«بِسْمِ اللهِ الَّذِي لاَ يَضُرُّ مَعَ اسْمِهِ شَيْءٌ فِي الأْرْضِ وَلاَ فِي السَّمَاءِ وَهُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ» (د هغه الله په نوم چې ضرر نشي رسولی د هغه له نوم سره هیڅ یو شی په ځمکه او نه په آسمان کې، او هغه اورېدونکی او پوهه دی).

(درې ځلې).

رضيت بالله ربًّا وبالإسلام دينًا وبمحمد صلى الله عليه وسلم نبيًّا. (زه پدې راضي یم چې الله مې رب، اسلام مې دین او محمد صلی الله علیه وسلم نبي دی).

(درې ځلې).

أصبحنا وأصبح الملك لله والحمد لله لا إله إلا الله وحدة لا شريك له، له الملك وله الحمد وهو على كل شيء قدير، رب أسألك خير ما في هذا اليوم وخير ما بعده، وأعوذ بك من شر ما في هذا اليوم ومن شر ما بعده، ربِّ أعوذ بك من الكسل والهرم وسوء الكِبَر، وأعوذ بك من عذاب النار وعذاب القبر. (مونږ - د الله په نعمتونو کې - سهار کړ، او پادشاهي په دوامداره توګه الله لره ثابته ده او الله لره ستاینه ده، له الله پرته بل معبود نشته، هغه يو دى، هېڅ شريک نه لري، د هغه لپاره پاچاهي ده او د هغه لپاره ستاينه ده او هغه پر هر څه قادر دى، زما ربه، زه له تا څخه د دې ورځې د خیر او لدې ورځې وروسته د خیر غوښتنه کوم، او زه پر تا د دې ورځې له شر او لدې ورځې وروسته له شر څخه پناه غواړم،  زما ربه زه پر تا له سستۍ، زوړوالي او ناوړه بوډاتوب څخه پناه غواړم او زه په تا باندې د دوزخ له عذاب او د قبر له عذاب څخه پناه غواړم).

او بیګا مهال به وایي: (أمسينا وأمسى الملك لله)، (مونږ - د الله تعالی په نعمتونو کې - بیګا کړ او پادشاهي الله لره ثابته او دوامداره ده)، او وایي: رب أسألك خير ما في هذه الليلة... ربه! زه پدې شپه کې له تا څخه د هرې ښېګڼې سوال کوم... تر پای... یعنې بیګا مهال به د ( أصبحنا و اصبح الملک ) پر ځای ( امسینا و امسی الملک ) و ایي، او د ( هذا الیوم ) پر ځای به ( هذه اللیلة ) وایې.

اللهم بك أصبحنا وبك أمسينا وبك نحيا وبك نموت واليك النشور. (يا الله ! مونږ - ستا په نعمتونو او ساتنه کې - سهار کړ، او مونږ- ستا په نعمتونو او ساتنه کې - بیګا کړ . او - په هر حالت ؛ ژوند او مرګ دواړو کې په تا پناه نیسو، او له مرګ نه وروسته ستا لورې ته بیرته پورته کېدل دي).

او بېګا مهال به وایي: اللهم بك أمسينا وبك أصبحنا وبك نموت وبك نحيا وإليك المصير. (اې الله - ستا په نعمتونو او حفاظت کې مو-  بیګا کړ او ستا - په نعمتونو او حفاظت کې مو - سبا کړ او د مړیني پر مهال او په ژوند کې پر تا پنا نیسم، او تاته درګرځېدل دي).

(اللهم ما أصبح بي من نعمة أو بأحد من خلقك فمنك وحدك لا شريك لك فلك الحمد ولك الشكر). (یا الله! ما؛ او ستا هيڅ مخلوق له یو نعمت سره ندی سبا کړی مګر دا چې یوازې ستا لخوا دی، ته شریک نه لرې، نو تا لره ستاینه او شکر دی).

او بېګا مهال به وایي: د ( ما أصبح ) پر ځای به ( ما أمسی بي ) وایې.

(اللهم إني أصبحت في نعمة وعافية وستر، فأتم نعمتك عليّ وعافيتك وسترك في الدنيا والآخرة). (یا الله ما په نعمت، روغتیا او پرده کې سبا کړ، نو خپل نعمت دې پر ما بشپړ کړه، روغتیا راکړه او په دنیا او آخرت کې مې پرده وکړه).

(درې ځلې)، او بېګا مهال به وایي: یعنې د  ( اللهم انی أصبحتُ ) پر ځای به (اللهم إني أمسيت..) وایی. تر پای پورې.

اللهم إني أعوذ بك من الهم والحزن، وأعوذ بك من العجز والكسل، وأعوذ بك من الجبن والبخل، وأعوذ بك من غلبة الديْنِ ومن قهْر الرجال. (یا الله ! زه پر تا له خفګان او غم څخه پنا غواړم، او زه پر تا له کمزورۍ او تنبلۍ څخه پناه غواړم، او زه پر تا له بزدلۍ او بخل څخه پناه غواړم، او زه پر تا د قرضونو له اووښتو او د سړیو له قهر څخه پناه غواړم).

اللهم إني أسألك العافية في الدنيا والآخرة، اللهم إني أسألك العفو والعافية في ديني ودنياي وأهلي ومالي، اللهم استر عوراتي وآمن روعاتي، اللهم احفظني مِن بين يديَّ ومِن خلفي وعن يميني وعن شمالي ومن فوقي، وأعوذ بعظمتك أن أُغتال من تحتي.  (يا الله زه له تا څخه په دنیوي او اخروي چارو کې د ساتنې سوال کوم ، یا الله ! زه له تا څخه زما په دین، دنیا، کورنۍ او مال کې د بخښنې او عافیت سوال کوم چې - یعنې هر هغه څه چې ماته زما په دین، دینا، کورنۍ او مال کې ضرر رارسوي - یا الله ! زما  عورت پټ کړه، وېره مې لرې کړه، اې الله ! د مخې لخوا، د شا لخوا، له ښي طرفه، له چپ طرفه او له پاسه مې ساتنه وکړه؛ ، او زه ستا په لویۍ پناه نیسم چې له لاندې طرفه ترور شم).

اللهم أنت ربي لا إله إلا أنت، خلقتني وأنا عبدك، وأنا على عهدك ووعدك ما استطعت، أعوذ بك من شر ما صنعت، أبوء لك بنعمتك علي، وأبوء بذنبي، فاغفر لي، فإنه لا يغفر الذنوب إلا أنت. (اې الله! ته زما رب یې، له تا پرته بل معبود نشته، تا زه پیدا کړی یم او زه ستا بنده یم او زه ستا په هوكړې او وعدې باندې تر هغه حده پابند یم چې زه یې توان لرم، زه له تا څخه پناه غواړم له هر هغه څه چې ما کړي دي، پر ما باندې ستا د احسان اعتراف کوم، او په خپله ګناه اقرار کوم، نو ما ته بخښنه وکړه، ځکه چې له تا پرته بل څوک ګناهونه نه بخښي).

اللهم فاطر السماوات والأرض، عالم الغيب والشهادة، ربَّ كل شيء ومَلِيكه، أشهد أن لا إله إلا أنت، أعوذ بك من شر نفسي ومن شر الشيطان وشركه وأن أقترف على نفسي سوءاً أو أجُرَّه إلى مسلم. (اې الله د آسمانونو او ځمکې پیدا کوونکی ربه ! په پټو اوښکاره و پوه ذاته، د هر شي څېښتن او مالک، زه ګواهي ورکوم چې پر حقه بل معبود نشته دی مګر ته یې، زه پر تا د خپل نفس له شر څخه - چې په بدۍ امر کوونکی دی - پناه نیسم او پر تا د شیطان له شر او شرک څخه پناه نیسم - یعنې چې شر او شرک کولو ته مې وبلي - او پرتا پناه نیسم لدې څخه چې په خپله بدي وکړم  او یا بل مسلمان ته د بدۍ رسولو سبب جوړ شم).

اللهم إني أصبحت أُشهدُك وأشهد حملة عرشك وملائكتك وأنبياءك وجميع خلقك بأنك أنت الله لا إله إلا أنت وأن محمدًا عبدك ورسولك. (یا الله ! ما سبا کړه، زه - پدې خبره - تا ګواه ګرځوم او ستا د عرش پورته کوونکي، او نورې ټولې پرښتې او ستا پیغمبران او ستا ټول مخلوقات ګواه ګرځوم چې بېشکه همدا ته الله یې؛ نشته دی بل معبود په حقه سره مګر همدا ته یې، او پدې چې محمد - صلی الله علیه وسلم - ستا بنده او ستا رسول دی).

او بېګا مهال (به وایي): یعنې د  ( اللهم  إني أصبحتُ ) پر ځای به (اللهم إني أمسيت..) وایي. تر پای پورې ( څلور ځلې )

«لا إله إلا الله وحده لا شريك له، له الملك وله الحمد، وهو على كل شيء قدير». "له الله پرته بل معبود نشته هغه یو دی شریک نه لري، د هغه لپاره پاچاهي ده او د هغه لپاره ستاینه ده، او هغه په هر څه قادر دی".

( سل ځلې ) سبا او بیګا.

حسبي الله لا إله إلا هو عليه توكلت وهو رب العرش العظيم. (ما ته الله كافي دى، نشته دى هېڅ لايق د عبادت مګر هغه دى، خاص په هغه باندې ما توكل كړى دى او هم هغه د عظیم عرش مالک دى).

(اووه ځلې).

حسبي الله وكفى، سمع الله لمن دعا، ليس وراء الله مرمى. (زما لپاره الله کافي دی او بسنه راته کوي، الله د هغه چا دعا واوریده چې هغه یې راوباله، له الله تعالی وروسته د دعا کولو لپاره بل هدف نشته (چې وټاکل شي او دعا ترې وغوښتل شي).

سبحان الله وبحمده د الله - تعالی - پاکي بیانوم او ستاینه یې کوم

(سل ځلې) سبا او یا بیګا. او یا په دواړو وختونو کې.

أستغفر الله وأتوب إليه. له الله تعالی څخه بخښنه غواړم او هغه ته توبه وباسم.

( سل ځلې )

دا هغه څه و چې - الله تعالی - یې لیکل آسان کړل، له الله تعالی څخه سوال کوم چې خلکو ته پرې فاېده ورسوي.

دغه لیکنه محمد بن صالح العثیمین په  20-1-1418هـ کې لیکلې ده.