اسلام : د اسلام لنډه پېژندنه څرنګه چې په قرآن کريم او نبوي سنتو کې راغلې ده. ()

 

اسلام : د اسلام لنډه پېژندنه څرنګه چې په قرآن کريم او نبوي سنتو کې راغلې ده.

|

 اسلام : د اسلام لنډه پېژندنه څرنګه چې په قرآن کريم او نبوي سنتو کې راغلې ده.

دا يو مهم کتاب دی چې د اسلام پر لنډ تعريف مشتمل دی چې د هغه له اصلي سرچينو قرآن او نبوي سنتو څخه د هغه اصول، ښوونې او ښېګڼې بيانوي، او دغه کتاب مسلمانو او نامسلمانو ټولو مکلفو خلکو ته د هغوی په ژبو د ظروفو او حالاتو له توپير سره په هر وخت او ځای کې متوجه دی.

له قرآن کريم او نبوي سنتو څخه پر دلايلو مشتمله نسخه ده.

 اسلام د الله له لورې ټولو خلکو ته يو پيغام دی، نو هغه داسې تلپاتې الهي پيغام دی چې د رباني پيغامونو پای ته رسوونکی دی.

اسلام ټولو خلکو ته د الله يو پيغام دی هغه فرمايي: او ته نه يې لېږلى مونږ مګر د ټولو خلقو (انسانانو) لپاره زېرى وركوونكى او وېروونكى او لېكن اكثره خلق نه پوهېږي. (د سبأ سورت: ۲۸ آيت).

او الله تعالی فرمايي: ووايه: اې خلکو! پرته له شکه زه تاسو ټولو ته د الله استازی يم. (د الأعراف سورت: ۱۵۸ ايت).

او الله تعالی فرمايي: اې خلکو! پرته له شکه ستاسو د پالونکي له لوري په حقه رسول درته راغی، ايمان راوړئ دا به ستاسو لپاره غوره وي، او که کفر وکړئ، نو پرته له شکه څه چې په اسمانونو او زمکه کې دي؛ يوازې الله لره دي، او الله ډېر پوه او حکمت والا دی. د النساء سورت ۱۷۰ آیت.

اسلام يو تلپاتې الهي پيغام دی، او هغه د رباني پيغامونو پای ته رسوونکی دی، الله تعالی فرمايي: محمد له تاسو سړيو څخه د چا پلار نه دی، بلکې د الله استازی او د نبيانو پای ته رسوونکی دی، او الله پر هرڅه ښه پوه دی. ( د الأحزاب سورت: ۴۰ ايت)

 او اسلام په یو جنس او قوم پورې خاص دین نه دی، بلکې هغه ټولو خلکو ته د الله دين دی.

او اسلام په یو جنس او قوم پورې خاص دین نه دی، بلکې هغه ټولو خلکوته د الله دين دی، او په قرآن عظيم کې ترټولو لومړی امر د الله تعالی هغه وينا ده: اى خلکو! د خپل رب عبادت وکړئ، هغه چې تاسو يې پيدا كړي يئ او هغه كسان چې له تاسو نه مخكې وو، د دې لپاره چې تاسو پرهېزګاره شئ. (د البقره سورت: ۲۱ ايت)

او الله تعالی فرمايي: اې خلکو! له هغه پالونکي مو ووېرېږئ چې له يونفس( آدم) څخه يې پيدا کړي ياست، او له هغه يې د هغه جوړه (مېرمن حوا) پيدا کړې ده او له هغوی دواړو يې ډېر سړي او ښځې خورې کړې دي. (د النساء سورت: ۱ ايت)

او له ابن عمر رضي الله عنهما څخه روايت دی چې د الله رسول صلی الله عليه وسلم د مکې د فتحې په ورځ خلکو ته وينا وکړه، نو ويې فرمايل: اې خلکو! پرته له شکه الله ستاسو څخه د جهالت لويي او د هغه وخت پر پلرونو وياړ کول له منځه يوړل، نو خلک دوه ډوله دي: يو هغه نېک، پرهېزګار او د الله پر وړاندې عزتمن دي، او بل بې لارې، بدبخته او د الله پر وړاندې سپک دي، او ټول خلک د آدم زامن دي، او الله آدم له خاورې پيداکړی، الله فرمايي: اې خلکو! پرته له شکه تاسو مو له يو نارېنه او ښځېنه پيداکړئ، او بېلابېل قومونه او قبيلې مو وګرځولئ تر څو يو بل سره وپېژنئ، بېشکه د الله په وړاندې له تاسو تر ټولو زيات عزتمن ستاسو زيات پرهېزګار دی، پرته له شکه الله ښه پوه خبر لرونکی دی. ترمذي روايت کړی. د حديث شمېره (۳۲۷۰).

او د قرآن کريم په امرونو او د رسول کريم صلی الله عليه وسلم په امرونو کې کوم داسې حکم نشې موندلئ چې د يو قوم يا ډلې د رګ، يا هغوی قوميت او يا جنس د رعايت له امله تر هغوی پورې ځانګړی وي.

 اسلام هغه الهي پيغام دی چې د پخوانيو نبيانو او رسولانو عليهم السلام خپلو امتونو ته د پيغامونو بشپړوونکی دی.

اسلام هغه الهي پيغام دی چې د پخوانيو نبيانو او رسولانو عليهم السلام خپلو امتونو ته د پيغامونو بشپړوونکی دی. الله تعالی فرمايي. بېشکه مونږ تا ته وحې کړې ده، لکه څنګه چې مونږه وحې کړې وه نوح ته او له هغه نه پس (نورو) نبیانو ته، او مونږ وحې کړې وه ابراهیم او اسماعیل او اسحاق او یعقوب او د (هغوی) اولادې ته او عیسی او ایوب او یونس او هارون او سلیمان ته، او مونږ داود ته زبور ورکړی و. (د النساء سورت: ۱۶۳ ايت).

او دغه دين چې الله يې خپل استازي محمد صلی الله عليه وسلم ته وحي کړې ده هغه دين دی چې الله مخکېنيو نبيانو ته روا کړی و او هغوی ته يې پرې سپارښتنه کړې وه، الله تعالی فرمايي: تاسو ته يې همغه دين ټاكلى چې نوح ته يې پرې سپارښتنه کړې وه، او هغه چې تاته مو وحي كړى او پر کوم مو چې ابراهيم، موسى او عيسى ته سپارښتنه کړې وه، چې (همدغه) دين ترسره كړئ او اختلاف پکې مه کوئ- پر مشركانو هغه خبره ډېره درنه ده چې ته يې وربولې. الله هغه څوک غوره کوي چې ورته خوښه يې شي او هغه چاته لارښوونه کوي چې هغه ته ورګرځي. د الشوری سورت ۱۳ آیت.

او دا هغه څه دي چې الله خپل استازي محمد صلی الله عليه وسلم ته وحي کړی، له هغه څخه د مخکېنيو الهي کتابونو؛ تورات او انجيل له تحريف مخکې تصديقوونکی دی، الله تعالی فرمايي: او هغه څه چې مونږ تا ته له کتابه وحې کړي دي هم دغه حق دی، په داسې حال کې چې تصدیقوونکی دی د هغو (کتابونو) چې له ده نه مخکې وو، بېشکه الله په خپلو بنده ګانو باندې خامخا ښه خبردار، ښه لېدونکی دی. د فاطر سورت ۳۱ آیت.

 د نبيانو عليهم السلام دين يو دی او شريعتونه يې بېل بېل دي.

د نبيانو عليهم السلام دين يو دی خو د هغوی شريعتونه بېل بېل دي، الله تعالی فرماېلي: او تاته مو په حقه دغه كتاب نازل كړى چې تر هغه مخکې كتاب لره تصديقونكى او پر هغه څارونكى دى، نو د هغوى تر منځ پر هغه څه پرېکړه كوه چې الله رانازل كړي او كوم حق چې درته راغلى له هغه په مخ اړولو د هغوی په هوسونو پسې مه ځه، له تاسې هر يوه ته مو يو شريعت او تګلاره ټاكلې ده او كه الله غوښتي واى نو تاسو ټول به يې يو امت ګرځولي وئ خو ددې لپاره (يې داسې وكړل) چې په هغه څه كې مو وازمويي چې دركړي يې دي، نو په ښېګڼو كې يو له بله وړاندې شئ، د الله لور ته ستاسو ټولو ستنېدل دي بيا به مو پر هغه څه خبركړي چې تاسو پکې اختلاف کاوه. (د المائده سورت: ۴۸ ايت)

او رسول صلی الله عليه وسلم فرماېلي: زه د مريمې زوی عيسی ته په دنيا او آخرت کې تر ټولو خلکو ور نږدې يم او نبيان علاتي وروڼه دي؛ ميندې يې بېلابېلې او دين يې يو دی. بخاري روايت کړی، د حديث شمېره (۳۴۴۳) ده.

 اسلام هم همداسې بلنه کوي لکه ټولو نبيانو، نوح، ابراهيم، موسی، سليمان، داود او عيسی عليهم السلام چې ايمان ته بلنه کوله چې بېشکه پالونکی هغه الله دی چې پيداکوونکی، روزي ورکوونکی، ژوندی کوونکی، مړ کوونکی او د پاچايۍ څښتن دی او همغه دی چې د چارو تدبير نيسي او هغه مهربانه لوروونکی دی.

اسلام هم همداسې بلنه کوي لکه ټولو نبيانو، نوح، ابراهيم، موسی، سليمان، داود او عيسی عليهم السلام چې ايمان ته بلنه کوله چې بېشکه پالونکی هغه الله دی چې پيداکوونکی، روزي ورکوونکی، ژوندی کوونکی، مړ کوونکی او د پاچايۍ څښتن دی او همغه دی چې د چارو تدبير نيسي او هغه مهربانه لوروونکی دی. الله تعالی فرماېلي: اې خلکو! پر تاسو د الله پېرزوينه در په ياد کړئ، آيا له الله پرته بل پيداکوونکی شته چې له اسمان او زمکې تاسې ته روزي درکوي، نشته حقدار د بندګۍ په حقه سره مګر هغه دی، نو تاسې څنګه (له حقه) اړول کېږئ.

(د فاطر سورت: ۳ ايت)

او الله تعالی فرماېلي: ووايه: څوک له اسمانه او ځمکې روزي درکوي، څوک د اورېدو او ليدو واک لري او څوک له مړه ژوندی راوباسي او له ژوندي مړ راوباسي او څوک د چارو تدبير نيسي، ژر به هغوی ووايي چې: الله، نو ووايه: بيا ايا تاسې نه وېرېږئ. (د يونس سورت: ۳۱ ايت)

او الله تعالی فرماېلي: څوک دی چې د پيدايښت پيل يې کړی، بېرته به يې راګرځوي او څوک دی چې له اسمانه او ځمکې روزي درکوي، آيا له الله سره بل څوک حقدار د بندګۍ شته، ووايه: دليل مو راوړئ که تاسې رېښتيني ياستئ. (د النمل سورت: ۶۴ ايت)

ټول نبيان او رسولان عليهم السلام يوازې د الله عبادت ته په را بلنه را لېږل شوي دي، الله تعالی فرماېلي: او پرته له شکه په هر امت کې مو يو رسول لېږلی چې (ویل به يې) د الله عبادت وکړئ او له شيطان (بت) ډډه وکړئ، نو له هغوی ځينې داسې دي چې الله لارښوونه ورته کړې او ځېني په دوی کې هغه دي چې ګمراهي پرې ثابته شوې، نو تاسې په ځمکه کې وګرځئ، بیا وګورئ چې د درواغ ګڼوونکو انجام څنګه و؟ (د النحل سورت: ۳۶ ايت)

او الله تعالی فرماېلي: او له تا مخکې مو هيڅ رسول نه دی لېږلی مګر دا وحي مو ورته کوله چې له ما پرته بل هیڅ حق معبود نشته؛ لهذا تاسو زما عبادت وکړئ.

(د الأنبياء سورت: ۲۵ ايت)

الله له نوح عليه السلام څخه خبر ورکړی چې بېشکه هغه وېلي: اې زما قومه! د الله عبادت وکړئ له هغه پرته تاسو لره بل حق معبود نشته، زه پر تاسو د لويې ورځې له سزا څخه وېرېږم. (د الأعراف سورت: ۵۹ آيت)

او ابراهيم خليل عليه السلام ویلي: -لکه څرنګه چې له هغه څخه الله تعالی خبر ورکړی- چې بېشکه هغه ویلي: او ابراهيم در ياد کړه کله يې چې خپل قوم ته وويل: د الله عبادت وکړئ او ترې ووېرېږئ، دغه ستاسو لپاره غوره ده که تاسو پوهېږئ. (د العنکبوت سورت: ۱۶ ايت).

او صالح عليه السلام وېلي: لکه څنګه چې الله له هغه څخه خبر ورکړی: ويې ويل: اې زما قومه! د الله عبادت وکړئ له هغه پرته بل حق معبود نشته، پرته له شکه تاسو ته مو د پالونکي له لورې نښانه راغله، دغه د الله اوښه ستاسو لپاره نښانه ده، پرې يې ږدئ چې په ځمکه کې خوراک کوي (څري) او ضرر ورته مه رسوئ، چې دردوونکې سزا به مو ونيسي.

(د الأعراف سورت: ۷۳ ايت. (

او شعيب عليه السلام وېلي: لکه الله چې له هغه څخه خبر ورکړی: اې زما قومه! د الله عبادت وکړئ له هغه پرته بل حق معبود نشته، پرته له شکه تاسو ته مو د پالونکي له لورې نښانه راغله، نو پوره پوره پېمانه او تول کوئ او له خلکو څخه د هغوی په شيانو کې کمی مه کوئ او په ځمکه کې د هغې له سمون وروسته ورانکاری مه کوئ، دغه ستاسو لپاره غوره دی که مؤمنان ياست. (د الأعراف سورت: ۸۵ ايت(

او لومړی چې الله له موسی عليه السلام سره خبرې وکړې، الله پاک ورته وفرماېل: او ما ته غوره کړې؛ نو هغه څه ته غوږ ونيسه چې درته وحې کيږي. پرته له شکه زه الله يم له ما پرته بل حق معبود نشته؛ نو عبادت مې کوه او زما د ياد لپاره بشړ لمونځ کوه.

(د طه سورت: ۱۳- ۱۴ ايتونه)

او الله له موسی عليه السلام څخه په خبر ورکولو سره وېلي: بېشکه هغه پر الله پناه وغوښته؛ نو ويې ويل: پرته له شکه زه مې پر خپل پالونکي او ستاسو پر پالونکي له هرداسې لويي کوونکي څخه پناه غواړم چې د حساب پر ورځ باور نه لري.

(د غافر سورت: ۲۷ ايت).

او الله له مسيح عليه السلام څخه په خبر ورکولو سره وفرمايل: بېشکه هغه وويل: پرته له شکه الله زما پالونکی او ستاسو پالونکی دی؛ نو عبادت يې وکړئ، دغه نېغه لار ده. (د آل عمران سورت: ۵۱ ايت)

او الله عزوجل همدا رنګه له مسيح عليه السلام څخه په خبر ورکولو وفرمايل: هغه وويل: اې بني اسرائيلو! د هغه الله عبادت وکړئ چې زما پالونکی او ستاسو پالونکی دی، پرته له شکه څوک چې پر الله شرک وکړي پر هغه الله جنت حرام کړی، او ځای به يې اور وي، او ظالمانو لره هيڅ مرستندوی نشته.

(د المائده سورت: ۷۲ ايت).

بلکې آن په تورات او انجيل دواړو کې يوازې د الله پر عبادت ټينګار راغلی، د تثنيه په سفر (د موسی په تشريعي سفر) کې د موسی عليه السلام وينا راغلې: اې اسرائيله! واوره پالونکی زموږ معبود يو پالونکی دی.

په مرقص (دويم) انجيل کې د الله پر يووالي ټينګار راغلی داسې چې مسيح عليه السلام فرمايلي: پرته له شکه لومړنۍ سپارښتنه دا ده چې: اې اسرائيله! واوره زموږ پالونکی يو پالونکی دی.

او الله عزوجل دا خبره بيان کړه چې ټول نبيان د دغه لوی کار لپاره لېږل شوي چې هغه د الله يووالي ته بلنه ده، الله تعالی فرماېلي: او پرته له شکه په هر امت کې مو يو رسول لېږلی چې (ویل به يې) د الله عبادت وکړئ او له شيطان (بت) ډډه وکړئ، نو له هغوی ځينې داسې دي چې الله لارښوونه ورته کړې او ځينې په دوی کې هغه دي چې ګمراهي پرې ثابته شوې.

(د النحل سورت: ۳۶ ايت)

او الله تعالی فرماېلي: ووايه: تاسو ماته د هغو (معبودانو) خبر راکړئ چې تاسو یې له الله پرته را بولئ، راوښيئ چې له ځمکې يې څه پيداکړي؟ يا هغوی لره په اسمانونو کې کومه برخه شته؟ تاسو ما ته له دغه (قرآن) نه مخکې کوم کتاب راوړئ، او یا د پوهې کومه نښه راته راوړئ که چېرې تاسې ريښتېني یاستئ. (د الأحقاف سورت: ۴ ايت).

شيخ سعدي رحمه الله وېلي: نو څرګنده شوه چې مشرکان د خپل شرک په اړه په شخړه کولو کې پر کوم برهان او دليل تکيه کوونکي نه دي او هغوی د درواغو پر ګومانونو، ناچله نظریاتو او فاسدو عقلونو باور کړی دی، چې د هغو پر فساد د هغوی د حالاتو پلټل، د هغوی د علومو او اعمالو څېړنه او د هغه چا په حال کې فکر کول چې عمرونه يې د هغه په بنده ګۍ کې تېر کړي دي، ستا دې خبرې ته لارښوونه کوي، چې آيا هغوی ته (له الله پرته دغو معبودانو) په دنيا يا آخرت کې کومه ګټه رسولې ده.

تیسیر الکریم المنان: ۷۷۹

 همغه الله پاک پيداکوونکی دی او يوازې همغه د بنده ګۍ حقدار دی، او دا چې له هغه سره د بل چا بنده ګي ونه شي.

او الله هغه ذات دی چې يوازې هغه حقدار د بنده ګۍ دی او دا چې د هغه سره دې د هیچا بنده ګي ونه شي، الله تعالی فرماېلي: اې خلکو! ستاسې د هغه پالوونکي بنده ګي وکړئ چې تاسې ئې پیداکړي یاستئ او هغه خلک يې پيداکړي دي چې له تاسو مخکې وو، کېدای شي چې ووېرېږئ. هغه ذات چې ستاسې لپاره ئې ځمکه فرش او اسمان چت جوړ کړی او له آسمانه يې اوبه راورولي دي، چې پر هغو يې ستاسو لپاره د روزۍ په توګه مېوې را اېستلي دي؛ نو له الله سره شرېکان مه جوړوئ په داسې حال کې چې تاسې پوهېږئ.

(د البقره سورت: ۲۱- ۲۲ ايتونه).

نو هغه ذات چې موږ يې پيداکړي يو او له موږ مخکې نسلونه يې پيداکړي دي، ځمکه يې زموږ لپاره فرش ګرځولې ده او له اسمانه يې پر موږ اوبه را نازلې کړي دي چې پر هغو يې زموږ لپاره د روزۍ په توګه مېوې را اېستلې دي؛ يوازې هغه د لمانځلو وړ دی، او الله تعالی فرماېلي: اې خلکو! پر تاسو د الله پېرزوينه در په ياد کړئ، آيا له الله پرته بل پيداکوونکی شته چې له آسمانه او ځمکې تاسې ته روزي درکوي، له هغه پرته بل الله نشته، نو تاسې څنګه (له حقه) اړول کېږئ. (د فاطر سورت: ۳ آيت).

نو هغه ذات چې پيداکول کوي او روزي ورکوي يوازې همغه د بنده ګۍ حقدار دی، او الله تعالی فرماېلي: دغه الله ستاسو پالونکی دی، نشته حقدار د بنده ګۍ په حقه سره مګر هماغه دی، د هر څه پيداکوونکی دی؛ نو عبادت يې وکړئ، او هغه پر هرڅه نګران دی.

(د الأنعام سورت: ۱۰۲ ايت)

او له الله چې د هر څه بنده ګي کېږي هغه د بنده ګۍ لاېق نه دی، ځکه هغه په آسمانونو او ځمکه کې د يوې ذرې څښتنان هم نه دي، او له الله سره په هيڅ شي کې هم شريک نه دي او نه الله لره مرستندوی او ملاتړي دي؛ نو څنګه به له الله سره را بلل کيږي او له هغه سره به شريکيږي، الله تعالی فرماېلي: ته (دې مشرکانو ته) ووایه: راوبولئ هغه خلک چې له الله پرته مو (معبودان) ګڼلي، هغوى خو د يوې ذرې په اندازه څه په واك كې نه لري، نه په آسمانونو كې او نه په ځمكه كې او نه يې په دې دواړو كې څه برخه شته او نه له هغوى څوك د الله مرستندوى دى. (د سبأ سورت: ۲۲ ايت)

او الله پاک هغه ذات دی چې دغه مخلوقات يې پيدا کړي او له نشتون څخه يې رامنځته کړي دي او د هغو شتون د الله پر شتون، ربوبيت او الوهيت دلالت کوي، الله تعالی فرماېلي: او د هغه له نښانو څخه دا دي چې تاسې يې له خاورې پيدا کړئ، بيا تاسې انسانان خورېږئ. او د هغه له نښانو دا دي چې تاسو لره يې له تاسو څخه جوړې (مېرمنې) پيداکړې دي، تر څو له هغوی سره ډاډ تر لاسه کړئ، او ستاسو تر منځ يې مينه او محبت پيداکړي، پرته له شکه په دغه کې د هغه قوم لپاره نښانې دي چې فکر کوي. او د هغه له نښانو د اسمانونو او ځمکې پيدايښت او ستاسو د ژبو او رنګونو توپير دی، پرته له شکه په دغه کې د پوهانو لپاره نښانې دي. او د هغه له نښانو په شپه کې ستاسو خوب او په ورځ کې ستاسو له لوري د هغه فضل (روزي) لټول دي، پرته له شکه په دغه کې د هغه قوم لپاره نښانې دي چې اوري. او د هغه له نښانو دا دي چې چې تاسې ته برېښنا د وېرې او طمعې لپاره ښيي او له اسمانه اوبه را نازلوي، چې ځمکه د هغې له مرګ وروسته پرې را ژوندۍ کوي، پرته له شکه په دغه کې د هغه قوم لپاره نښانې دي چې د عقل نه کار اخلي. او د هغه له نښانو دا دي چې په امر يې اسمان او زمکه ولاړ دي، بيا چې کله تاسو له زمکې راوبولي په يو غږ به راووځئ. او هغه لره دي هغه څوک چې په اسمانونو او ځمکه کې دي، ټول هغه لره غاړه اېښودونکي دي. او همغه ذات دی چې د پيدايښت پيل کوي بيا يې راګرځوي او هغه کار ورته ډېر اسانه دی. (د الروم سورت: ۲۰- ۲۷ ايتونه).

نمرود د خپل پالونکي له شتون څخه انکار وکړ؛ نو ابراهيم عليه السلام ورته وويل: لکه څنګه چې الله له هغه څخه خبر ورکړ: ابراهيم وويل: پرته له شکه الله له ختيځه لمر راخېژوي، ته يې له لوېديځه راوخېژوه؛ نو هغه څوک هک پک شو چې کفر يې کړی و، او الله ظالم قوم ته لارښوونه نه کوي. (د البقره سورت: ۲۵۸ ايت)

او همدارنګه ابراهيم عليه السلام د خپل قوم پر خلاف پردې خبره استدلال وکړ چې الله هغه ذات دی چې لارښوونه يې ورته کړې، خوراک او څښاک يې ورکړی او کله چې ناروغ شي روغتيا ورکوي، او همغه ذات دی چې مړ کوي يې او را ژوندی کوي يې، هغه وويل: لکه څنګه چې الله له هغه څخه خبر ورکړی. هغه ذات چې پيداکړی يې يم او لارښوونه مې کوي. او همغه ذات چې خوراک او څښاک راکوي. او کله چې ناروغ شم، نو هغه روغتيا راکوي. او هغه ذات چې مړ کوي مې بيا مې ژوندی کوي. (د الشعراء سورت: ۷۸- ۸۱ ايتونه)

او الله له موسی عليه السلام څخه په خبر ورکولو سره وفرمايل: چې هغه فرعون ته په حجت وړاندې کولو سره وويل: پرته له شکه د هغه پالونکی همغه دی. هغه ذات چې هر څه ته يې د ده (موافق) شکل ورکړی، بیا لارښوونه ورته کړې ده. (د طه سورت: ۵۰ ايت)

او الله ټول هغه څه چې په اسمانونو او ځمکه کې دي د انسان لپاره تابع ګرځولي او پر نعمتونو يې چاپېر کړی دی، تر څو د الله عبادت وکړي او کفر ترې ونه کړي، الله تعالی فرماېلي: آيا تاسې نه وينئ چې الله ستاسو لپاره په کار اچولي هغه څه چې په آسمانونو کې دي او هغه څه چې په ځمکه کې دي، او پوره کړي ېې دي پر تاسو خپل پټ او ښکاره نعمتونه، او په خلکو کې ځېني هغه دي چې د الله په باره کې جګړه کوي، بې له علمه او بې له هدایته او بې له روښانه کتاب. (د لقمان سورت: ۲۰ ايت)

او لکه څنګه چې الله د انسان لپاره ټول هغه څه چې په اسمانونو او ځمکه کې دي تابع کړي دي، پرته له شکه هغه يې پيداکړی دی او هغه لره يې غوږونه، سترګې او زړه چې اړتيا ورته لري چمتو کړي دي، تر څو داسې پوهه ترلاسه کړي چې ګټه ورته رسوي او خپل مولا او پيداکوونکي ته يې لارښوونه وکړي، الله تعالی فرماېلي: او الله تاسو د خپلو ميندو له ګېډو داسې را اېستلي ياست چې پر هيڅ نه پوهېدلئ، او تاسو لره يې غوږونه، سترګې او زړونه درکړل، کېدای شي شکر وباسئ. (د النحل سورت: ۷۸ ايت).

الله پاک ټول دغه کائنات پيدا کړل، انسان يې پيدا کړ او ټول هغه غړي او قواوې یې ورته چمتو کړې چې اړتيا ورته لري، بيا يې پر هر هغه څه مرسته وکړه چې د الله د عبادت په تر سره کولو او د ځمکې په ابادولو کې مرسته ورسره کوي، بيا يې ټول هغه څه ورلره تابع کړل چې په اسمانونو او ځمکه کې دي.

او الله له خپل لورې د دغو لويو مخلوقاتو پر پيداکولو د خپل ربوبيت لپاره دليل وړاندې کړ چې د هغه الوهيت ته مستلزم دی؛ نو الله پاک وفرمايل: ووايه: څوک تاسې ته له اسمانه او ځمکې روزي درکوي، څوک د اورېدو او ليدو واک لري او څوک له مړه ژوندی را باسي او له ژوندي مړ را باسي او څوک د چارو تدبير نيسي، ژر به هغوی ووايي چې: الله، نو ووايه: بيا ايا تاسې نه وېرېږئ. (د يونس سورت: ۳۱ ايت)

 او الله پاک فرماېلي: ووايه: تاسو ما ته د هغو (معبودانو) خبر راکړئ چې تاسې يې له الله نه غیر رابلئ، تاسو ما ته راوښيئ دوی په ځمکه کې څه پیداکړي دي؟ یا دوی لره په (په پیداکولو د) اسمانونو کې څه شراکت شته؟ تاسو ما ته له دغه (قرآن) نه مخکې کوم کتاب رواړئ، یا له علمه څه باقي علامه، که تاسې رېښتني یاستئ! (د الأحقاف سورت: ۴ ايت)

او الله تعالی فرماېلي: اسمانونه يې پرته له ستنو پيداکړي چې تاسې يې وينئ، او په ځمکه کې يې کلک ولاړ غرونه اچولي چې پرتاسې ونه خوځيږي او خواره کړي يې دي په دې (ځمکه کې) هر قسمه خوځنده (زنده سر)، او له اسمانه مو اوبه را اورولي، چې پکې مو هر ډول غوره شينګياوې را ټوکولې دي، دا د الله پيدايښت دی؛ نو را وښاياست چې له هغه (الله) پرته دوی څه پيداکړي دي، بلکې ظالمان په ښکاره ګمراهۍ کې دي. (د لقمان سورت: ۱۰- ۱۱ ايتونه)

او الله پاک فرماېلي: ايا دوی پرته له يو څه (خالق) څخه پيدا شوي (او) كه هغوى په خپله پيدا كوونكي دي؟ ایا هغوى اسمانونه او ځمكه پيدا كړي؟ بلكې هغوى باور نه كوي. كه له هغوى سره ستا د پالونکي خزانې دي؟ يا هغوى څه واكداران دي؟

(د الطور سورت: ۳۵-۳۷ ايتونه).

شيخ سعدي وېلي: او دا د هغوی پر خلاف په داسې څه استدلال و چې هغوی به يا حق ته تسليمېدل او يا به د عقل او دين له غوښتنې څخه وتل. د ابن سعدي تفسير: ۸۱۶.

 الله د هر هغه څه پيداکوونکی دی چې په کائناتو کې يې موږ وينو، يا يې نه وينو، او له هغه پرته ټول يې له مخلوقاتو څخه مخلوق دي او الله اسمانونه او ځمکه په شپږو ورځو کې پيداکړي.

الله د هر هغه څه پيداکوونکی دی چې په کائناتو کې يې موږ وينو، يا يې نه وينو، او له هغه پرته ټول يې له مخلوقاتو څخه مخلوق دي، الله تعالی فرماېلي: ووايه: د اسمانونو او ځمكې پالونکی څوك دى؟ ووايه: الله دى. ورته ووايه ښه نو ايا له هغه پرته مو ځانو ته داسې دوستان نيولي دي چې هغوى خپله د ځان لپاره د ګټې او تاوان واك نه لري، ووايه: آيا ړوند او سترګور (بینا) سره برابر دي؟ يا تيارې او رڼا سره برابرې دي؟ او كنه هغوى له الله سره داسې شريكان نيولي چې د هغه غوندې پيدايښت دوى هم كړى نو د پيدايښت خبره پر دوى ګډه وډه شوې، ووايه: الله د هر څه پيداکوونکی او همغه یو دی، ډېر غالب دی. (د الرعد سورت: ۱۶ ايت)

او الله تعالی فرماېلي: او پیداکوي هغه څه چې تاسو يې نه پېژنئ. (د النحل سورت: ۸ ايت)

او الله اسمانونه او ځمکه په شپږو ورځو کې پيدا کړل، الله تعالی فرمايي: هغه ذات چې اسمانونه او ځمکه يې په شپږو ورځو کې پيداکړي، بيا پر عرش باندې برقراره شو، پر هغه څه پوهيږي چې په ځمکه کې ننوځي او څه چې ترې راوځي، او څه چې له اسمانه را نازليږي او څه چې پکې خيژي، او هغه (الله د خپل شان لاېق) ستاسو سره دی چېرې چې ياست، او د هغه څه ليدونکی دی چې تاسو يې کوئ. (د الحديد سورت: ۴ ايت)

او الله تعالی فرماېلي: او یقېنا مونږ پیداکړي اسمانونه او ځمکه او هغه څه چې د دې دواړو په منځ کې دي، په شپږو ورځو کې، او مونږ ته هیڅ ستوماني نه ده رارسېدلي. (د ق سورت: ۳۸ ایت)

 او الله پاک لره نه په پاچايۍ، نه په پيدايښت، نه په تدبير او نه په عبادت کې شريک شته.

او الله پاک هغه ذات دی چې د پاچايۍ څښتن دی، هغه لره نه په پيدايښت، نه په پاچايۍ او نه په تدبير کې کوم شريک شته، الله تعالی فرمایلي: ووايه: تاسو ما ته د هغو (معبودانو) خبر راکړئ چې تاسې یې د الله نه غیر رابلئ، تاسو ما ته وښيئ چې دوی په ځمکه کې څه پیدا کړي دي؟ یا دوی لره په (پیداکولو) د اسمانونو کې څه شراکت شته؟ تاسو ما ته له دغه (قرآن) نه مخکې کوم کتاب راوړئ، یا له علمه څه کومه نښه راته راوړږئ که چیرې تاسې ريښتني یاستئ.

(د الأحقاف سورت: ۴ ايت)

شيخ سعدي رحمه الله وېلي: معنا دا چې: ته ووایه دوی هغو خلکوته چې له الله سره يې داسې بتان او سيالان شريکان کړي دي چې نه د ګټې، نه د زيان، نه د مرګ، نه د ژوند او نه د بيا راپاڅولو واک لري، هغوی ته يې د بوتانو عاجزي بیان کړه او دا ورته بیان کړه چې دا بتان د بنده ګۍ کولو هیڅ حق هم نه لري: [راوښيئ چې هغوی له ځمکې څه پيداکړي دي يا هغوی لره په اسمانونو کې کومه برخه شته؟ ايا هغوی د اسمانونو او ځمکې له اجرامو څه پيداکړي؟ يا يې غرونه پيدا کړي؟ يا يې نهرونه روان کړي؟ يا يې څاوري خپاره کړي؟ يا يې ونې را شنې کړې؟ يا هغوی لره له دغه څخه د يو څه په پيدايښت کې کومه مرسته شته؟ له دغو څخه د هغوی په خپل اقرار هيڅ هم نشته چېرې به له هغوی پرته نور څه ووايي، نو دا يو عقلي قطعي دليل چې له الله پرته د بل هر چا بنده ګي کول باطل دي.

بيا يې د نقلي دليل نفي بيان کړه؛ نو ويې ويل: له دغه مخکې کوم داسې کتاب راوړئ چې شرک ته بلنه کوي، او يا د پوهې کوم اغېز چې له رسول څخه په ميراث پاتې وي چې پر دغه (شرک) امر کوي. ښکاره خبره ده چې هغوی د هيڅ رسول له لوري د داسې دليل پر راوړلو توان نه لري چې پر دغه دې دلالت وکړي، بلکې موږ يقين او باور لرو چې ټولو رسولانو د خپل پالونکي يووالي ته بلنه کوله او له هغه سره د شرک کولو نه يې منع کوله، او دا تر ټولو هغه لويه پوهه ده چې له هغوی رانقل شوې. د ابن سعدي تفسير: ۷۷۹

او الله تعالی هغه دی چې د پاچايۍ څښتن دی، هغه لره په پاچايۍ کې کوم شريک نشته، الله تعالی فرماېلي: ووايه: اې الله د پاچايۍ څښتنه! چاته چې وغواړې پاچايي ورکوې او چاته چې وغواړې پاچايي ترې اخلې، چاته چې وغواړې عزت ورکوې او چاته چې وغواړې ذلت ورکوې، ستا په لاس کې خير دی، پرته له شکه ته پر هر څه قدرت لرونکی يې. (د آل عمران سورت: ۲۶ ايت)

او الله تعالی د دې خبرې په بيانولو سره چې بشپړه پاچايي هغه لره د قيامت په ورځ ده وويل: له هغې ورځې نه چې دوی به بېخي ښکاره وي، له الله نه به د دوی هیڅ شي پټ نه وي، نن ورځ پاچايي د چا ده؟ خاص د الله (پاچايي ده) چې یو دی، ښه غالب دی.

(د غافر سورت: ۱۶ ايت).

او الله تعالی لره په پاچايي، پيدايښت، تدبير او عبادت کې شريک نشته، الله تعالی فرماېلي: او ووايه: ټولې ستاينې يوازې هغه الله لره دي چې نه يې زوی نيولی او نه هغه لره په پاچايۍ کې شريک شته او نه يې د بې وسۍ له امله څوک ملاتړ شته، او د هغه لويي بيانوه، بشپړه لويي. (د الإسراء سورت: ۱۱۱ ايت)

او الله تعالی فرماېلي: هغه ذات چې هغه لره د اسمانونو او ځمکې پاچايي ده، نه يې زوی نيولي، نه هغه لره په پاچايي کې کوم شريک شته او هر څه يې پيداکړي، نو بشپړ درناوی يې وکړه. (د الفرقان سورت: ۲ ايت)

 نوهغه مالک او له هغه پرته هرڅه د هغه مملوک دي، او هغه پيداکوونکی او له هغه پرته ټول د هغه مخلوق دي، او هغه داسې ذات دی چې د چارې تدبير نيسي، او څوک چې دا ډول وي؛ نو د هغه عبادت کول واجب دي او له هغه پرته د بل چا عبادت او بنده ګي کول د عقل کموالی دی او داسې شرک دی چې د دنيا او آخرت له منځه وړونکی دی، الله تعالی فرماېلي: او هغوی وويل: يهود يا نصارا شئ ترڅو لار وموئ، ووايه، بلکې حق ته مايل د ابراهيم ملت شئ او هغه له مشرکانو څخه نه و. (د البقره سورت: ۱۳۵ ايت)

او الله تعالی فرماېلي: او له هغه چاڅخه په دين كې څوك غوره دى چې الله ته يې ځان تسليم كړى، حال داچې ښېګڼې والا دی او د حق پلوي ابراهيم په دين پسې روان وي او الله خو ابراهيم خپل دوست نيولى.

(د النساء سورت: ۱۲۵ ايت)

او هغه پاک او حق ذات دا خبره بیان کړې چې څوک د ابراهيم خليل له ملت پرته د بل څه پيروي وکړي، نو هغه ځان کم عقل کړ، الله تعالی فرماېلي: او څوک دی چې د ابراهیم له ملت څخه مخ اړوي، پرته له هغه کس څخه چې خپل ځان يې جاهل کړی وي، او یقینا مونږه هغه (ابراهیم) په دنیا کې غوره کړی دی، او بېشکه هغه په اخرت کې خامخا له صالحانو څخه دی. (د البقره سورت: ۱۳۰ ايت).

 او الله پاک نه څوک زېږولي او نه له چا زېږېدلی او نه هغه لره کوم سيال شته او نه کوم مثال.

او الله پاک نه څوک زېږولي او نه له چا زېږېدلی او نه هغه لره کوم سيال شته او نه کوم مثال. الله تعالی فرماېلي: ووايه: هغه الله يو دی. الله بې نيازه دی. نه له هغه څوک زېږېدلي او نه له چا زېږېدلی. او نه هغه لره هيڅ سيال شته. (د الإخلاص سورت: ۱- ۴ ايتونه)

او الله تعالی فرماېلي: د اسمانونو، ځمكې او د هغه څه رب دى چې تر منځه يې دي؛ نو د همغه بنده ګي وکړه او په عبادت يې ټينـګ اوسه ايا د هغه كوم همنامې درته معلوم دى؟ (د مريم سورت: ۶۵ ايت)

او الله پاک فرماېلي: د اسمانونو او ځمكې پيدا كونكى دى. تاسو ته يې له تاسو څخه جوړې پيدا كړې او د څارويو يې هم جوړې پيدا كړې، تاسو په هغې كې (همداسې) خپروي، د هغه غوندې څه نشته او همغه ښه اورېدونكى ښه ليدونكى دى.

(د الشوری سورت: ۱۱ ايت)

 او الله پاک په هيڅ شي کې حلول نه کوي او نه له خپل مخلوق څخه په هيڅ شي کې جسد کيږي.

او الله پاک په هيڅ شي کې حلول نه کوي او نه له خپل مخلوق څخه په هيڅ شي کې جسد کيږي او نه له هيڅ شي سره يو کيږي، دا ځکه چې الله پيداکوونکی دی او له هغه پرته نور مخلوق دي، هغه پاتې کېدونکی دی او له هغه پرته نور پناه کېدونکي دي او هر څه د هغه په واک کې دي او هغه يې څښتن دی؛ نو له خپل مخلوق څخه په هيڅ شي کې حلول نه کوي او نه کوم څه د هغه په ذات کې حلول کوي، او الله پاک له هر څه لوی او تر هرشی ستر دی، الله تعالی پر هغه چا په رد کولو سره وايي چې هغه ګومان کړی چې الله په مسيح کې حلول کړی.

هغه كسان هرومرو كافر شوي چې وايي: الله خو همدا د مريمې زوى مسيح دى! ورته ووايه: ښه نو څوك د الله يو څه ايسارولاى شي كه هغه وغواړى چې د مريمى زوى مسيح، مور يې او په ځمكه كې چې هر څوك دي ټول تباه كړي؟ او (خاص) الله لره د اسمانو، ځمكې او څه يې چې تر منځه دي د هغو پاچايي ده، څه چې غواړي پيدا كوي يې او الله په هرڅه ښه قادر دى. (د المائده سورت: ۱۷ ايت)

او الله تعالی فرماېلي: يوازې الله لره ختيځ او لوېديځ دي، نو هر لوري ته چې مخ کړئ همغلته د الله مخ دی، پرته له شکه الله پراخه لورېينې والا او ښه پوه دی. او هغوى وويل الله زوى نيولى، هغه (الله) لره پاكي ده، بلكې په اسمانونو او ځمكه كې چې دي يوازې هغه لره دي، ټول هغه ته غاړه اېښودونكي دي. پرته له نمونې د اسمانونو او ځمکې پيداکوونکی دی، کله چې د يو څه پرېکړه کوي، نو يوازې ورته وايي: شه، هغه کيږي. (د البقره سورت: ۱۱۵- ۱۱۷ ايتونه).

او الله تعالی فرماېلي: او هغوی وويل: رحمان زوی نيولی دی. یقینا تاسو ډېره لویه د ګناه خبره کړی ده. نېږدې ده چې اسمانونه ترې وچوي، ځمکه څيرې شي او غرونه دړې وړې را پرېوزي. له دې امله چې د رحمان لپاره يې د زوی دعوه کړې ده. او د رحمان لپاره نه ښايي چې زوی ونيسي. څه چې په اسمانونو او ځمکه کې دي الله ته د بنده په توګه ورتلونکي دي. په رېښتيا هغوی يې را ګير کړي او ښه يې شمېرلي دي. او هغوی ټول هغه ته د قيامت په ورځ يو يو ورتلونکي دي.

(د مريم سورت: ۸۸- ۹۵ ايتونه)

او الله تعالی فرماېلي: الله همغه دى چې له هغه پرته بل حقدار د بنده ګۍ نشته همېشه ژوندى دی، د ټول عالم انتظام کوونکی دی، نه پركالي پرې راځي او نه خوب، څه چې په اسمانونو كې دي او څه چې په ځمكه كې (ټول) هغه لره دي، څوک دي چې د هغه په وړاندې پرته له هغه د اجازې يې سپارش وکړی شي؟ پر هر هغه څه پوهيږي چې د هغوى مخې يا يې شاته دي، او هغوى د هغه د علم نه هیڅ شی هم نشي راګېرولی مګر چې د هغه ورته خوښه وي، د هغه کرسۍ اسمانونه او ځمکه راځای (راګېر) کړي، او د دواړو (ځمكې او اسمان) ساتنه يې نه ستومانه كوي او هغه لوى اوچت ذات دى. (د البقره سورت: ۲۵۵ ايت)

نو څوک چې دا ډول وي او دا ډول يې مخلوق وي، هغه به څنګه له هغوی څخه په يو کې حلول کړل شي؟ یا به هغه لره زوی ونېسي؟ او یا به ئې له ځانه سره د بنده ګۍ حقدار جوړکړي؟

 الله تعالی پر خپلو بندګانو مهربانه او رحم کوونکی دی، ځکه يې رسولان ولېږل او کتابونه يې نازل کړل.

الله تعالی همغه دی چې پر خپلو بندګانو مهربانه او رحم کوونکی دی، پر بندګانو يې له رحم څخه دا دي چې هغوی ته يې رسولان لېږلي او کتابونه يې ورته نازل کړي دي، تر څو يې د کفر او شرک له تيارو د توحيد او لارښوونې رڼا ته را وباسي، الله تعالی فرماېلي: همغه ذات دی چې پر خپل بنده يې څرګند آیتونه نازلوي، تر څو مو له تيارو رڼا ته را وباسي، او پرته له شکه الله پر تاسو مهربانه رحم کوونکی دی.

(د الحديد سورت: ۹ ايت)

او الله تعالی فرماېلي: او ته مو يوازې ټول عالم ته د رحمت په توګه لېږلې يې. (د الانبياء سورت: ۱۰۷ ايت)

او الله خپل نبي ته امر وکړ تر څو بندګان پردې خبر کړي چې هغه بخښونکی او مهربان دی، الله تعالی فرماېلي: زما بندګان پردې خبر کړه چې زه بښونکی مهربان يم.

(د الحجر سورت: ۴۹ ايت)

او د هغه له مهربانۍ او رحم څخه دا دي چې له خپلو بندګانو ضرر لرې کوي او ښېګڼه پرې نازلوي، الله تعالی فرماېلي: او که الله کوم ضرر درته رسوي، نو له هغه پرته بل لرې کوونکی يې نشته، او که د ښېګڼې اراده درته ولري، نو د هغه د پېرزوينې ايساروونکی نشته، له بندګانو چې چاته وغواړي ورته رسوي يې، او هغه بښونکی مهربان دی. (د يونس سورت: ۱۰۷ ايت)

 الله هغه پالونکی مهربان دی، يوازې همغه دی چې د قيامت په ورځ به له خلکو سره حساب کوي کله چې هغوی ټول له قبرونو يې راپورته کړي، نو هر چا ته به يې د کړې ښېګڼې او بدۍ بدله ورکړي؛ نو چا چې نېکۍ کړې وي په داسې حال کې چې مؤمن وي، هغه لره به تلپاتې لورېينې وي، او چا چې کفر او ناوړه کارونه کړي وي، هغه لره به په آخرت کې لوی عذاب وي.

الله پالونکی مهربان دی، يوازې همغه دی چې د قيامت په ورځ به له خلکو سره حساب کوي کله چې هغوی ټول له قبرونو را پاڅوي، چې هر چا ته به د خپل ښه او بد عمل بدله ورکوي، نو که چا نېک کارونه کړي وي په داسې حال کې چې مؤمن وي، هغه لره به تلپاتې نعمتونه وي، او چا چې کفر کړی وي او ناروا کارونه يې کړي دي، هغه لره به د قيامت په ورځ لوی عذاب وي، د الله پر خپل مخلوق له بشپړ عدل، حکمت او رحمت څخه دا دي چې دغه دنيا يې د عمل کور ګرځولې ده او آخرت يې دويم کور ګرځولی چې هلته به بدله، حساب او ثواب وي، تر څو نېک عمله د خپل نېک عمل بدله ترلاسه کړي، بدکاره ظالم او بغاوت کوونکی د خپل بغاوت او ظلم سزا وګالي، او د دې لپاره چې ځينې خلک دا کار لرې ګڼي، نو الله زيات داسې دليلونه راوړي چې پر دې خبره دلالت کوي چې بېرته را پورته کېدل حق دي هيڅ شک پکې نشته. الله تعالی فرماېلي: او د هغه له نښانو څخه دا دي چې ته زمكه وينې چې وچه (شاړه) ده خو كله چې اوبه ورباندې واوروو، نو سره وخوځيږي او راوپړسيږي، په رېښتيا همغه ذات چې هغه يې راژوندۍ كړه هرومرو د مړو راژوندى كوونكى دى، بېشكه هغه پر هر څه ښه قادر دى. (د فصلت سورت: ۳۹ ايت)

او الله تعالی فرماېلي: اې خلكو! كه د بيا ژوندون په اړه په شك كې ياست، نو (خبر شئ) موږ تاسو له خاورې پيدا كړي ياست، بيا له نطفې، بيا د وينې له ټوټې، بيا د غوښې له بوټۍ څخه چې پوره شكل لرونكې هم وي او نيمګړي شكل والا هم، د دې لپاره چې تاسو ته (حقيقت) بيان كړو. او هره نطفه چې موږ يې وغواړو، تر ټاکلې نېټې يې په رحمونو كې تم كوو، بيا مو د ماشوم په بڼه را وباسو، بيا (مو روزنه كوو) تر څو چې خپلې ځوانۍ ته ورسېږئ. او ځينې له تاسو څخه (ژر) وفات شي او ځينى مو تر ناكاره عمره وځنډول شي (ان) چې له پوهېدو وروسته بيا په هيڅ نه پوهيږي. او ته خو ځمكه وينې چې وچه شاړه ده، بيا چې كله اوبه ورباندې راتويې كړو نو وخوځيږي، را ډډه شي او له هر ډول تاندو شېنګياوو راوټو كوي. (د الحج سورت: ۵ ايت)

الله پاک په دغه ایت کې درې داسې عقلي دلايل بيان کړل چې پر بېرته را ژوندي کېدو دلالت کوي او هغه عبارت دي له:

1.        دا چې الله لومړی انسان له خاورې پيداکړ، او چا چې له خاورې پيداکړی وي، نو هغه يې ژوندون ته پر بېرته راګرځولو هم ځواکمن دی کله چې هغه خاورې وي.

2.        دا چې چا له نطفې څخه انسان پيداکړی وي، هغه پر دې ځواکمن دی چې انسان د هغه له مړينې وروسته بېرته ژوند ته راوګرځوي.

3.         او دا چې چا ځمکه د هغې له شاړېدو وروسته را ژوندۍ کړې ده، د خلکو له مړينې وروسته د هغوی پر بېرته را ژوندي کولو هم ځواکمن دی، او په دغه ایت کې د قرآن پر اعجاز لوی دلیل دی، نو دغه آیت سره له دې چې اوږد هم ندی څه ډول پر يوه لويه مسئله دغه درې څرګند عقلي دليلونه را جمع کړي دي.

او الله تعالی فرماېلي: هغه ورځ چې موږ اسمان داسې راونغاړو لكه د ليكل شويو پاڼو نغښتل، څنګه چې لومړی ځل پيدايښت مو پيل كړى و، همغسې به يې بيا راګرځوو، دا پر موږ ژمنه ده موږ خامخا د دې كاركوونكي يو. ((د الانبياء سورت: ۱۰۴ ايت)

او الله تعالی فرماېلي: او زموږ لپاره بېلګه بيانوي او خپل پيدايښت يې هېر كړی، وايي څوك به دا هډوكي راژوندي كوي په داسې حال کې چې وراسته رژېدلي وي. ووايه: هغه ذات به يې راژوندي كوي كوم چې په لومړي ځل يې پيدا كړي او همغه پر هر ډول پيدايښت ښه پوه دى. (د یس سورت: ۷۸ ايت)

او الله تعالی فرماېلي: آيا تاسې د پيدايښت له پلوه سخت ياست او که آسمان چې جوړ کړی يې دی. د هغه چت یې اوچت کړی دی، نو بیا یې برابر جوړ کړی دی. او د هغه شپه يې تياره کړې ده او د ده رڼا یې راوېستلې ده. او له هغه وروسته يې ځمکه غوړولی ده. د هغې اوبه او شينګيا يې ترې را اېستلي دي. او غرونه يې پکې محکم کړي دي. (د النازعات سورت: ۲۷- ۳۲ ايتونه).

او الله دا خبره بيان کړه چې د انسان پيداکول د اسمان، ځمکې او څه چې د هغو دواړو ترمنځه دي د هغو تر پيدايښت سخت نه دي، نو څوک چې د اسمانونو او ځمکې پر پيداکولو ځواکمن دی، هغه د انسان له دويم ځل را ګرځولو څخه بې وسه نه دی.

 الله پاک آدم له خاورې پيداکړ، او له هغه وروسته يې اولاد همداسې زياتېدلو، نو ټول خلک د خپل اصل له پلوه سره برابر دي، يو جنس پر بل جنس او نه يو قوم پر بل قوم غوراوی لري مګر د تقوا له مخې.

الله تعالی آدم له خاورې پيداکړ، او له هغه وروسته يې اولاد همداسې زياتېدلو، نو ټول خلک د خپل اصل له پلوه سره برابر دي، نه يو جنس پر بل جنس او نه يو قوم پر قوم غوراوی لري مګر د تقوا له مخې.

الله تعالی فرماېلي: اې خلکو! تاسو مو له يو نارينه او ښځينه څخه پيداکړي ياست، بيا مو بېلابېل ملتونه او قبيلې ګرځولي ياست تر څو يوبل وپېژنئ، پرته له شکه د الله په وړاندې په تاسو کې عزتمن هغه دی چې زيات پرهېزګاره وي، پرته له شکه الله ښه پوه خبر لرونکی دی. (د الحجرات سورت: ۱۳ ايت)

او الله تعالی فرماېلي: الله تاسې (لومړی) له خاورې پيدا كړئ، بيا له يو څاڅكي مني، بيا يې جوړه جوړه كړئ او د هغه له پوهې پرته نه كومه ښځينه بلاربيږي او نه يې زېږوي او نه د پاخه عمر والا عمر اوږديږي او نه يې له عمره څه كميږي مګر (دا هر څه) په کتاب کې (ثابت) دي، په رېښتيا دا (كارونه) پر الله اسانه دي. (د فاطر سورت: ۱۱ ايت)

او الله تعالی فرماېلي: همغه ذات دى چې تاسې يې له خاورې پيدا كړئ، بيا له يو څاڅكي (مني) بيا د وينې له ټوټې، بيا مو د ماشوم په توګه را وباسي، بيا مو (لويوي) تر څو خپلې ځوانۍ ته ورسېږئ بيا تر دې چې بوډاګان شئ. او له تاسې څخه څوك مخكې مري او (تاسې پرېږدي) چى ټاكلې نېټې ته ورسېږئ او د دې لپاره چې له عقله کار واخلئ. (د غافر سورت: ۶۷ ايت) او الله تعالی د دې خبرې په بيانولو سره چې د مسيح پيدايښت په کَوْنِي امر سره و، لکه د خاروې څخه د آدم پيدايښت چې په کوني امر سره و، الله تعالی فرماېلي: پرته له شکه د الله په وړاندې د عيسی بېلګه لکه د آدم غوندې ده، هغه يې له خاورې پيدا کړ، بيا يې ورته وويل: شه، نو هغه شو. (د آل عمران سورت: ۵۹ ايت) او په دويمه فقره کې دا خبره تېره شوه چې نبي صلی الله عليه وسلم دا خبره بيان کړه چې انسانان سره برابر دي، يو لره پر بل غوراوی يوازې د پرهېزګارۍ له امله وي.

 او هر بچی پر فطرت پيداکيږي.

او هر بچی پر فطرت پيداکيږي الله تعالی فرماېلي: نو سم برابر سوچه د دين په لور ورمخه كړه، په همغه (اصلي) پيدايښت ټينګ اوسئ چې په هغه سره الله خلك پيدا كړي، د الله پيدا كړي جوړښت لره څه بدلون نشته، همدا سم برابر دين دى خو زياتره خلك نه پوهيږي. حنيفيت د ابراهيم خليل عليه السلام ملت دی، الله تعالی فرماېلي: بيا مو تاته وحي وکړه چې د ابراهيم د سوچه دين پيروي وکړه او هغه له مشرکانو څخه نه و. (د النحل سورت: ۱۲۳ ايت)

او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرماېلي: هيڅ بچی نه پيدا کيږي مګر پر فطرت، بيا يې مور او پلار يهوديان، يا نصرانيان او يا هم مجوسيان ګرځوي، لکه څنګه چې سالمه اوښه سالم بچی زيږوي آيا تاسې په هغې کې کوم عيب احساسوئ. بيا ابوهريره رضي الله عنه وايي: د الله هغه فطرت چې خلک يې پر هغو پيداکړي دي، د الله پيدايښت لره هيڅ بدلون نشته، دغه سم نېغ دين دی خو ډېری خلک نه پوهيږي. (د الروم سورت: ۳۰ ايت)

 صحيح البخاري، حديث شمېره ۴۷۷۵.

او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرماېلي: خبر اوسئ ماته مې پالونکي امر کړی، چې تاسو ته هغه څه وښيم چې نه پرې پوهېږئ او ماته يې زما په دغه ورځ ښوولي دي، هر هغه مال چې یو بنده ته مې ورکړی حلال دی او ما مې خپل بندګان پر سوچه حنیفي دين پيداکړل، او هغوی ته شيطانان راغلل، نو له خپل دين څخه يې واړول او هغه څه يې پرې حرام کړل چې ما ورته حلال کړي وو، او هغوی ته يې امر وکړ چې له ما سره هغه څه شريک کړي چې هيڅ دليل مې نه و پرې نازل کړی. مسلم روايت کړی، حديث شمېره ۲۸۶۵.

 هيڅ بشر داسې نه دی چې ګناهکار وزېږول شي او يا د بل چا د ګناه وارث شي.

هيڅ بشر داسې نه دی چې ګناهکار وزېږول شي او يا د بل چا د ګناه وارث شي. او الله تعالی له آدم عليه السلام څخه خبر راکوي چې کله هغه د الهي امر مخالفت وکړ؛ یعنې هغه او مېرمنې يې حواء له ونې خوراک وکړ، پرته له شکه هغه پښېمانه شو، توبه يې واېستله او له الله څخه يې بخښنه وغوښته، نو الله هغه ته په زړه کې داخبره ورواچوله چې ځينې پاکې کلمې ووايي، چې هغه وويلې، نو الله د هغوی دواړو توبه قبوله کړه، الله تعالی فرماېلي: او موږ وويل: اې آدمه! ته او مېرمن دې په جت کې اوسېږئ او له کوم ځايه مو چې خوښه وي پرېمانه خورئ او دغې ونې ته مه نېږدې کېږئ، چې له تيری کوونکو به شئ. خو شيطان ترې وښويول، نو له هغه ځايه يې بهر كړل چې پكې (مېشت) وو، او (بيا) موږ وويل: کوز شئ، ستاسو ځیني به د ځېنو نورو لپاره دښمنان وي، او ستاسو لپاره په ځمکه کې تر یو وخته پورې استوګنه او فاېده اخېستل دي. بيا نو آدم عليه السلام له خپل پالونکي يو څو ټكي ترلاسه كړل چې توبه يې ورقبوله كړه، رېښتيا چې همدى مهربان ښه توبه منونكى دى. موږ وويل ټول ترې كوزشئ خو كه زما له خوا کومه لارښوونه درته راغله، نو چا چې زما د لارښوونې پيروي وكړه، پر هغو به نه کومه وېره وي او نه به خپه کيږي. (د البقره سورت: ۳۵- ۳۸ ايتونه).

او کله چې الله د آدم عليه السلام توبه قبوله کړه نو نور هغه ګناهګار پاتې نشو، له همدې امله اولاد ته يې ګناه په ميراث پاتې نشوه، ځکه هغه په توبه اېستلو سره له منځه ولاړه او اصل هم همدا دی چې يو انسان د بل ګناه پر غاړه نه اخلي، الله تعالی فرماېلي: او هیڅ یو نفس ګناه نه کوي مګر د خپل ځان په ضرر یې کوي، او هيڅ بار وړونكى به د بل بار نه وړي. بيا مو خپل رب ته ورستنېدل دي، نو پر هغه څه به مو خبر كړي چې اختلاف مو پکې كاوه. (الانعام سورت: ۱۶۴ ايت)

او الله تعالی فرماېلي: چا چې نېغه لاره ونېوله، نو همدا خبره ده چې هغه د خپل ځان (د فاېدې) لپاره نېغه لاره نېسي، او څوک چې بې لارې شو، نو همدا خبره ده چې هغه د همدغه (نفس) په ضرر بې لارې کېږي، او هیڅ بار اوچتوونکی د بل بار نه اوچتوي، او مونږ کله هم عذاب ورکوونکي نه یو تر هغه پورې چې رسول ولېږو. (الاسراء سورت: ۱۵ ايت)

او الله تعالی فرماېلي: او هيڅ بار وړونكى به د بل (د ګناه) بار نه وړي. او كوم دروند باري كه خپل بار ته بل څوك رابولي نو د هغه هيڅ شى به نه شي پورته كولى كه څه هم خپلوان يې وي. رېښتيا خبره داده چې ته يوازې هغه خلك وېرولى شې چې په غيبو له الله څخه وېريږي او لمونځ قاېموي، او چا چې ځان پاك كړ؛ نو د خپل ځان لپاره يې پاك كړ او يوازې الله ته ورتګ دى. (د فاطر سورت: ۱۸ ايت)

 او د خلکو له پيدايښت څخه موخه دا ده: چې يوازې د الله عبادت وکړي.

او د خلکو له پيدايښت څخه موخه داده: چې يوازې د الله عبادت وکړي. الله تعالی فرماېلي: او ما پېریان او انسانان نه دي پیدا كړي مګر د دې لپاره چې دوى زما عبادت وكړي. (د الذاريات سورت: ۵۶ ايت).

 اسلام انسان ته عزت ورکړی -که نارېنه دی او که ښځېنه-، او د هغه د بشپړ حقوقو کفالت يې کړی، د ټولو اختياراتو، اعمالو او تصرفاتو مسئول يې ګرځولی او د هغه عمل چې ځان يا نورو ته ضرر رسوي مسئوليت يې ور په غاړه کړی دی.

اسلام له انسان څخه د نارينه و او ښځينه و درناوی کړی، پس الله تعالی انسان پيدا کړ ترڅو په ځمکه کې ځای ناستی شي، الله تعالی فرماېلي: او درپه ياد کړه هغه وخت چې کله ستا رب پرېښتو ته وويل: پرته له شکه زه په ځمکه کې د ځای ناستي پيداکوونکی يم. (د البقره سورت: ۳۰ ايت)

او دغه درناوی د آدم ټولې اولادې ته شامل دی، الله تعالی فرماېلي: او په رېښتيا موږ بني آدم ته درناوی ورکړی، هغوی مو په وچه او درياب کې پورته کړي دي او پاک شيان مو په روزۍ ورکړي دي او هغوی ته مو په ډېرو هغو شيانو غوراوی ورکړی چې پيداکړي مو دي په غوراوي ورکولو سره. (د الاسراء سورت: ۷۰ آيت)

او الله تعالی فرماېلي: پرته له شکه موږ انسان په تر ټولو ښکلي شکل کې پيداکړی دی. (د التين سورت: ۴ ايت).

او الله انسان له دې څخه منع کړی چې خپل ځان له الله پرته د بل معبود، پيروي شوي او اطاعت کړل شوي لپاره پيرو او تابع وګرځوي، الله تعالی فرماېلي: او په خلکو کې ځېنې هغه څوک دي چې له الله نه غیر شرېکان نېسي، له هغوی سره مېنه کوي له الله سره د مېنې په شان، او هغه کسان چې اېمان یې راوړی دی، له الله سره په مېنه کې ډېر سخت (او کلک) دي، او که چېرې هغه کسان چې ظلم یې کړی دی، دا ووېني، کله چې دوی عذاب ووېني، چې یقېنا قوت ټول خاص د الله تعالی لپاره دی او دا چې یقېنا الله ډیر سخت عذاب ورکوونکی دی.کله چې هغه کسان چې اتباع یې کړی شوې وه، له هغو کسانو نه بېزاره شي چې اتباع یې کړې وه، او عذاب ووېني او ټولې اړېکي پرې وشلېږي. (د البقره سورت: ۱۶۵- ۱۶۶ ايتونه.

او الله تعالی د قيامت په ورځ په باطل سره د پيروانو او د هغوی د مشرانو د حال په بيانولو سره وفرمايل: لويي کوونکي به کمزورو ته ووايي چې آيا له هغه وروسته هم موږ له لارښوونې ايسار كړي وئ چې درته راغله؟ خو نه په اصل كې ( په خپله) تاسو مجرمان وئ. او (بيا به) كمزوري ګڼل شوي كسان لويي کوونکو ته ووايي چې نه په اصل كې همدا ستاسو د شپې او ورځې چلونه وو چې موږ ته مو امر كولو تر څو پر الله كفر وکړو او له هغه سره شريکان ونيسو. او كله چې عذاب وويني نو هغوى (ټول) به په پټه (ډېره) پښېماني وكړي. او كومو كسانو چې كفر کړی په غاړو كې به يې ځنځيرونه ورواچوو. ايا له هغو عملونو پرته چې هغوى به كول د بل څه بدله به وركول كيږي؟. (د سبا سورت: ۳۲- ۳۳ ايتونه(.

او د قيامت په ورځ د الله تعالی له بشپړ عدالت څخه دا هم ده چې (باطل ته) دعوت کوونکو او لار ورکوونکو مشرانو ته به يې خپل ګناهونه او د هغو خلکو ګناهونه ور بار کړي چې پرته له پوهې يې لارورکې کړي دي، الله تعالی فرماېلي: د دې لپاره چې د قیامت په ورځ خپل بارونه پوره پورته کړي او هغه خلکو له بارونو څخه هم چې بغیر له پوهې یې ګمراه کوي، خبردار شئ! بد دی هغه څیز چې دوی یې باروي. (د النحل سورت: ۲۵ ايت).

او اسلام د انسان لپاره په دنيا او آخرت کې د بشپړه حقوقو کفالت کړی دی، او تر ټولو لوی هغه حقوق چې اسلام يې کفالت کړی او د خلکو لپاره يې بيان کړي دي: د الله حق پر خلکو او د خلکو حق پر الله دی.

له معاذ رضي الله عنه څخه روایت دی هغه فرماېي: زه د نبي صلی الله عليه وسلم سره شاته سپور وم چې ويې فرمايل: اې معاذه! ما وويل: حاضر يم او ستا خادم يم، بيا يې درې ځلې داسې وويل: آيا پوهېږې چې د الله حق پر بندګانو څه دی؟ ما وويل: نه، هغه وفرمايل: د الله حق پر بندګانو دا دی چې د هغه عبادت وکړي او هيڅ شی ورسره شريک نه کړي، بيا یې يو ساعت مزل وکړ، بيا يې وويل: اې معاذه! ما ورته وويل: حاضر يم او خادم دې يم، هغه وفرمايل: ايا پوهېږې چې د بندګانو حق پر الله څه دی چې کله هغوی دا وکړي: هغه دا چې هغوی ته عذاب ورنه کړي. صحيح بخاري، حديث شمېره ۶۸۴۰

او اسلام د انسان لپاره د هغه د حق دين، اولاد، مال او عزت کفالت کړی دی. نبي صلی الله عليه وسلم فرماېلي دي: پرته له شکه الله پر تاسو ستاسې وينې، مالونه او عزتونه داسې حرام کړي دي لکه د دغې ورځې په دغه مياشت او دغه ښار کې حراموالی. صحيح بخاري، حديث شمېره ۶۵۰۱ او رسول صلی الله عليه وسلم د دغه لوی تړون اعلان په حجة الوداع کې وکړ چې له يولک زيات صحابه پکې حاضر وو، او دغه خبره يې څو څو ځلې تکرار کړه او د حجة الوداع د نحر په ورځ يې ډېر ټينګار پرې وکړ.

او اسلام انسان د خپلو ټولو اختياراتو، اعمالو او تصرفاتو په اړه مسؤول ګرځولی، الله تعالی فرماېلي: اوهر انسان لره مونږ هغه ته خپل عمل د هغه په غاړه کې لازم کړی دی، او د قیامت په ورخ به ده ته یو کتاب راوباسو چې ورسره به مخامخ شي، په داسې حال کې چې غوړېدلی به وي. ته خپل کتاب ولوله، نن ورځ ستا په خلاف هم ستا خپل نفس کافی دی، حساب کوونکی. (د الاسراء سورت: ۱۳ ايت)

معنا دا چې کوم ښه يا بد عمل يې کړی وي هغه به ورسره لازم وي بل چا ته به ترې تجاوز نه کوي، نو د بل چا پر عمل به حساب نه ورسره کيږي او نه به له بل چا سره د هغه پر عمل حساب کيږي. الله تعالی فرماېلي: اې انسانه! ته د خپل رب لور ته (ورتلو پورې) زحمت اېستونكى او بيا ورسره مخامخېدونكى يې.

(د الانشقاق سورت: ۶ ايت)

او الله تعالی فرماېلي: چا چې ښه کار وکړ؛ نو د ځان لپاره يې دی، او چا چې بد کار وکړ؛ نو پر همغه يې وبال دی، او ستا پالونکی پر بندګانو ظلم کوونکی نه دی. (د فصلت سورت: ۴۶ ایت)

او اسلام پر انسان د هر هغې کړنې مسؤوليت ور اچوي چې خپل ځان يا نورو ته ضرر رسوي، الله تعالی فرماېلي: او څوک چې ګناه ترسره کړي؛ نو د ځان پرخلاف يې ترسره کړې ده، او الله ښه پوه حکمت والا دی. (د النساء سورت: ۱۱۱ ايت)

او الله تعالی فرماېلي: له همدې امله مو په بني اسرائيلو فرض کړي وو چې که چا بل داسې څوک ووژل چې نه يې قتل کړی و او نه په ځمکه کې فساد، نو دا داسې دی لکه ټول انسانان يې چې يې وژلي وي او څوک چې د يو چا د ژوند لامل شي دا داسې دی لکه ټول انسانان يې چې ژوندي کړي وي. (د المائده سورت: ۳۲ ايت)

 او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرماېلي: هر څوک چې په ظلم وژل کيږي د آدم د لومړني زوی پر ذمه يې هم ګناه وي، ځکه هغه لومړنی هغه څوک و چې د قتل د لارې بنسټ يې کېښود. صحيح مسلم، حديث شمېره ۵۱۵۰

 اسلام نارينه او ښځينه د عمل، مسؤوليت، بدلې او ثواب له پلوه سره برابر ګرځولي دي.

اسلام نارينه او ښځينه د عمل، مسؤوليت، بدلې او ثواب له پلوه سره برابر ګرځولي دي. الله تعالی فرماېلي: او هر څوک چې ښه کارونه کوي هغه که نارينه وي او که ښځينه په داسې حال کې چې مومن وي، نو همدوی به جنت ته ننوځي او د خرما د زړي د نري پوستکي په اندازه به ظلم نه ورسره کيږي. (د النساء سورت: ۱۲۴ ايت)

او الله تعالی فرماېلي: څوک چې نېک عمل وکړي هغه بيا که نارينه وي او که ښځينه په داسې حال کې چې مؤمن وي، هرومرو به يې په غوره ژوند سره را ژوندي کړو، او هرومرو به يې د غوره هغو کارونو بدله ورکړو چې کول يې. (د النحل سورت: ۹۷ ايت)

او الله تعالی فرماېلي: څوک چې بد کار وکړي يوازې د هغو غوندې بدله به ورکړل شي، او څوک چې ښه کار وکړي هغه بيا که نارينه وي او که ښځينه په داسې حال کې چې مؤمن وي؛ نو همدوی به جنت ته ننوځي په هغو کې به پرته له حساب روزي ورکول کيږي.

(د غافر سورت: ۴۰ ايت)

او الله تعالی فرماېلي: بېشكه مسلمان نارينه او مسلمان ښځينه وو ته، مؤمن نارينه او مؤمنو ښځينه وو ته، پيروي کوونکو نارينه او پيروي کوونکو ښځينه وو ته، رښتيني نارينه او رښتينې ښځينه وو ته، صبر كوونكو نارينه او صبر كوونكو ښځينه وو ته، عاجزي كوونكو نارينه او عاجزي كوونكو ښځينه وو ته خيرات كوونكو نارينه او خيرات كوونكو ښځينه وو ته، روژه نيوونکو نارينه او روژه نيوونکو ښځينه وو ته، د خپلو عورتونو ساتونكو نارينه او ساتونكو ښځينه وو ته، د الله ډېر يادوونكو نارينه او يادوونكو ښځينه وو ته، دوى ټولو ته الله بښنه او ستر اجر چمتو كړى دى.

(د الاحزاب سورت: ۳۵ ايت)

 اسلام ښځې ته درناوی ورکړی او ښځې يې د نارينه وو سيالانې وګرځولې او پر سړي يې له توان سره نفقه لازمه کړه؛ نو د لور نفقه يې پر پلار او د مور پر بالغ توان لرونکي زوی او مېرمنې پر مېړه واجبه کړه.

اسلام ښځې د نارينه وو برابرې وګرځولې.

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرماېلي: پرته له شکه ښځې د نارينه برابرې دي. ترمذی روايت کړی، شمېره ۱۱۳

او ښځې ته د اسلام له درناوي څخه دا دي چې اسلام د مور نفقه پر زوی واجبه کړې ده کله چې هغه توان ولري. رسول الله صلی الله عليه وسلم فرماېلي: ورکوونکی پورته لاس غوره دی، او په ورکړه کې له مور، پلار، خور، ورور، نېږدې او نېږدې څخه پيل کوه. امام احمد روايت کړی. او ژر به په ۲۹ مه فقره کې د الله په امر سره د مور او پلار د مرتبې بيان راشي.

او ښځې ته د اسلام له درناوي څخه دا دي چې پر مېړه يې د مېرمنې نفقه واجبه کړې ده که چېرې هغه توان ولري. الله تعالی فرماېلي: په كار ده چې شتمن له خپلې شتمنۍ لګښت وكړي او پر چا چې روزي تنګه شوې وي نو څه چې الله وركړي وي له همغو دې خرچه كوي. الله څوك پر بل شي نه مکلف کوي پرته له هغه چې وركړي يې وي، زر دی چې الله به له تنګستیا وروسته اسانې راولي. (د الطلاق سورت: ۷ ايت)

يو سړي له نبي صلی الله عليه وسلم څخه پوښتنه وکړه: د ښځې پر مېړه څه حق دی؟ هغه وفرمايل: خوراک به ورکوي کله چې په خپله خوراک کوي، جامې به ورکوي کله چې په خپله جامې اغوندي، پر مخ به يې نه وهي او نه به يې شکل ورخرابوي (بد رد به ورته نه وایې). امام احمد روايت کړی.

رسول الله صلی الله عليه وسلم د ښځو پر مېړونو د ځينو حقوقو په بيانولو سره ويلي: او د هغوی پر تاسو په ښه ډول د هغوی روزي او د هغوی جامې دي. صحيح مسلم روايت کړی.

او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرماېلي: د سړي د ګناه لپاره دا بسنه کوي چې هغه څوک ضايع کړي چې نفقه يې پرې لازمه وي. امام احمد روايت کړی.

 او خطابي ويلي: د هغه دا وينا چې "من يقوت" له دې څخه هغه څوک مراد دي چې نفقه يې پرې لازمه وي، معنا دا چې ګواکې دا يې لګښت کوونکي ته وويل: چې (د خپل اهل پر ځای) په هغه څه لګښت مه کوه چې کوم خير پکې نه وي ځکه ته به پر به بل څه په لګښت کولو کې اجر غواړې، خو هغه به درته ګناه وګرځي کله چې ته خپل اهل ضايع کوې.

او ښځې ته د اسلام له درناوي څخه دا دي چې اسلام د لور نفقه د هغې پر پلار واجبه کړې ده.

الله تعالی فرماېلي: او مېندې به خپلو اولادونو ته بشپړ دوه کاله شېدې ورکوي، دا حکم د هغه چا لپاره دی چې پوره شېدې ورکول وغواړي، او بچی چې د چا لپاره وي پر هغوی په ښه توګه د ميندو نفقه او جامې دي. (د البقره سورت: ۲۳۳ ايت)

نو الله دا خبره بيان کړه چې د کوم پلار لپاره چې بچی زيږول کيږي پر هغه په ښه توګه يې خوراک او جامې لازمې دي، د الله تعالی د دغې وينا له مخې: که هغوی ستاسو لپاره شېدې ورکړې؛ نو هغوی ته يې مزدوري ورکړئ. (د الطلاق سورت: ۶ ايت)

نو الله د بچي د شېدې ورکولو مزدوري پر پلار واجبه کړه، چې دا خبره پر دې دلالت کوي چې د بچي نفقه پر پلار ده او بچی نارينه او ښځينه دواړو ته شامل دی، او په راتلونکي حديث کې پر دې دلالت دی چې د مېرمنې او د هغې د اولادونو نفقه پر پلار واجبه ده. له عائشې رضي الله عنها څخه روايت دی: چې هندې نبي صلی الله عليه وسلم ته وويل: چې ابوسفيان يو بخيل سړی دی نو زه د هغه له مال څخه د يو څه اخېستلو ته اړتيا لرم، هغه وويل: دومره واخله چې په ښه توګه ستا او بچي لپاره دې بسنه کوي. بخاري روایت کړی.

 او نبي کريم صلی الله عليه وسلم پر لورګانو او خويندو د لګښت کولو فضيلت بيان کړ؛ نو رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: چا چې د دوو یا درېو لورګانو، يا دوو خويندو او يا هم دريو خويندو پالنه وکړه، تر دې چې له هغوی بېل شو او يا ترې مړ شو، نو زه او هغه به ( په جنت کې) د دغو دوو ګوتو غوندې نېږدې وو او د شهادت او په منځنۍ ګوتو يې اشاره وکړه. السلسلة الصحیحة، شمېره ۲۹۶.

 مرګ د تل لپاره له منځه تلل نه دي بلکې هغه د عمل له کوره د بدلې کور ته تګ دی، مرګ جسد او روح دواړو ته رسيږي، د روح مرګ له بدن څخه بېلوالی دی، بيا د قيامت په ورځ له را پاڅېدلو وروسته بېرته ورته راستنيږي، او له مرګ وروسته روح بل هيڅ جسد ته نه انتقاليږي او نه په بل جسد کې ننوځي.

مرګ د تل لپاره له منځه تلل نه دي، الله تعالی فرماېلي: ووايه: هغه پرېښته مو مړه کوي چې درباندې ګومارل شوې ده، بيا به خپل پالونکي ته ورګرځول کېږئ.

(د السجده سورت: ۱۱ ايت)

مرګ جسد او روح دواړو ته رسيږي، د روح مرګ له بدن څخه بېلوالی دی، بيا د قيامت په ورځ له را پاڅېدلو وروسته بېرته ورته راګرځي، الله تعالی فرماېلي: (همغه) الله د مرګ په وخت كې ساګانې اخلي او د كومو چې مرګ نه وي راغلى په خوب كې (يې اخلي) بيا چې په هر چا د مرګ پرېکړه شوې وي هغه ايساروي او نورې تر يوې ټاكلې نېټې بېرته راليږي. په دې كې په رېښتيا د هغو خلكو لپاره ډېرې نښانې دي چې فکر کوي. (د الزمر سورت: ۴۲ ايت)

او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرماېلي: پرته له شکه روح چې کله قبض کړل شي سترګې ور پسې ختلې وي. مسلم روايت کړی شمېره ۹۲۰.

او له مرګ وروسته انسان د عمل له کوره د بدلې کور ته انتقاليږي، الله تعالی فرماېلي: د همغه لوري ته ستاسو ټولو ورستنېدل دي، د الله ژمنه رېښتينې ده بېشكه همغه پيدايښت پيل كوي بيا يې همغه دويم ځل پيدا كوي تر څو هغو خلكو ته چې ايمان يې راوړى او سم كارونه يې كړي په عدالت سره بدله وركړي. او چا چې کفر کړی هغوى لره به د خوټېدلو اوبو څښاك او دردوونکی عذاب وي، په دې چې هغوى به كفر كولو. (د يونس سورت: ۴ ايت)

او له مرګ وروسته روح بل جسد ته نه انتقاليږي او نه په بل جسد کې ننوځي، نو د استنساخ پر دعوا نه عقل او نه حس دلالت کوي او نه کوم نقل شتون لري چې له نبيانو څخه د دغې عقيدې شاهدي ورکړي.

 اسلام ايمان ته بلنه کوي د ايمان لويو اصولو ته چې هغه پر الله او د هغه پر پرېښتو ايمان دی، پر الهي کتابونو لکه د تورات، انجيل او زبور له تحريف مخکې پر هغو ايمان، پر قرآن ايمان، پر ټولو نبيانو او رسولانو عليهم السلام ايمان، او د هغوی د لړۍ پر پای ته رسوونکي ايمان چې هغه د الله استازی محمد د نبيانو او رسولانو ختم کوونکی دی. د آخرت په ورځ ايمان، او موږ پوهېږو چې که د دنيا ژوند د هرڅه پای وي، نو ژوندون او شتون به له هر اړخه بې ګتې و. او په قضاء او قدر ايمان راوړل.

اسلام ايمان ته بلنه کوي د ايمان هغو لويو اصولو ته چې ټولو نبيانو او رسولانو عليهم السلام بلنه ورته کوله او هغه دادي:

لومړی: پردې ايمان چې الله پالونکی، پيداکوونکی، روزي ورکوونکی د دغې نړۍ تدبير نيوونکی دی او دا چې يوازې هغه د عبادت وړ دی او له هغه پرته د بل چا عبادت باطل دی او له هغه پرته بل معبود باطل دی، نو له هغه پرته نه څوک د عبادت وړ دي او نه عبادت ورته صحيح دی.

او د دغې مسئلې دلايل په اتمه فقره کې تېر شول.

او الله پاک دغه لوی اصول په زياتو آیتونو کې بيان کړي چې په قرآن عظيم الشان کې خواره واره دي چې له هغو څخه د الله تعالی دا وينا ده: رسول پر هغه څه اېمان راوړی چې د خپل پالونکي له لوري ورته نازل شوي او مؤمنانو هم، ټولو ايمان راوړى پر الله، پرېښتو يې، كتابونو يې او رسولانو يې (هغوى وايي چې) له رسولانو يې د يوه تر منځ هم توپير نه كوو او وایي: اورېدلي او منلي مو دي، مونږ ستا نه بخښنه (غواړو) زموږ ربه! او خاص ستا په لور (ستنېدل) دي.

(د البقره سورت: ۲۸۵ ايت)

او الله تعالی فرماېلي: (يوازې) دا نيكي نه ده چې مخونه مو ختيځ او (يا) لوېديځ ته وګرځوئ بلکې نيكى دا ده چې څوك پر الله، وروستۍ ورځ، پرېښتو، كتاب او نبيانو ايمان راوړي او (خپل) مال سره له مينې (اړتيا) خپلوانو، يتيمانو، بې وزلو، لاروي مسافرو) او سوالګروته وركوي او په مرېيانو) ازادولو كې يې (لګوي) او بشپړلمونځ کوي، زكات وركوي، چې كله ژمنه وكړي نو په خپلو ژمنو درېدونكي وي، او په كړاوونو، رنځونو او د جګړې پر مهال صبر کوونکي وي، دا خلك همدوى رېښتيا ويلي او همدوى ځان ساتونكي دي. (د البقره سورت: ۱۷۷ ايت)

او الله تعالی په دغو اصولو ايمان ته بلنه ورکړې او دا خبره يې بيان کړې چې څوک کفر پرې وکړي؛ نو هغه په لرې لارورکۍ سره لارورکی شوی دی، الله تعالی فرمايي: اې هغو کسانوچې ايمان مو راوړی! پر الله د هغه پر رسولانو او پر هغه کتاب ايمان راوړئ چې پر خپل رسول يې نازل کړی دی او هغه کتاب چې له هغه مخکې يې نازل کړی دی، او څوک چې پر الله د هغه پر پرېښتو، کتابونو، رسولانو يې او وروستۍ ورځ کفر وکړي؛ نو هغه په لرې لارورکۍ سره لارورکی شوی دی. (د النساء سورت:۱۳۶ آيت).

او په حديث کې له عمر بن خطاب رضي الله عنه څخه روايت دی هغه وايي: يوه ورځ موږ له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره وو، چې ناڅاپه يو سړی راښکاره شو؛ تکې سپينې يې جامې وې او تک تور يې وېښتان و، پر هغه د سفر کومه نښه نه ښکارېده او له موږ هيچا هغه نه پېژندلو، تر دې چې نبي صلی الله عليه وسلم ته داسې کښېناست چې خپل زنګنونه يې د هغه له زنګنونو سره ولګول او لاسونه يې پر ورنو کېښودل او ويې ويل: اې محمده! له اسلامه خبر راکړه، رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: اسلام دا دی چې ته شاهدي ورکړې چې له الله پرته بل حق معبود نشته او دا چې محمد صلی الله عليه وسلم د الله رسول دی، بشپړ لمونځ وکړې، زکات ورکړې، د رمضان مياشتې روژه ونيسې او که د لارې توان ولرې د بيت الله حج ادا کړې: هغه وويل: رېښتيا دې وويل: عمررضي الله عنه وايي: موږ حيران شو، چې پوښتنه هم ترې کوي او تصديق يې هم کوي، بيا يې وويل: له ايمانه خبر راکړه: هغه وفرمايل: دا چې پر الله، د هغه پر پرېښتو، کتابونو، رسولانو يې، د آخرت په ورځ ايمان ولرې او د خير او شر پر تقدير باور ولرې، هغه وويل: رېښتيا دې وويل: بيا يې وويل: له احسانه خبر راکړه، هغه وفرمايل: دا چې د الله داسې عبادت وکړې لکه ته چې هغه وينې که چېرې ته هغه نه وينې؛ نو هغه خو تا ويني. صحيح مسلم روايت کړی ۸ په دغه حديث کې جبرئيل عليه السلام د الله رسول محمد صلی الله عليه وسلم ته راغی، له هغه يې د دين د مرتبو په اړه پوښتنه وکړه: چې هغه اسلام، ايمان او احسان دي، د الله رسول محمد صلی الله عليه وسلم هغه ته ځواب ورکړ او بيا رسول صلی الله عليه وسلم خپل صحابه رضي الله عنهم خبر کړل چې دا جبرئيل و، هغوی ته د دې لپاره راغلی و چې هغوی ته يې دين وروښيي، نو دغه اسلام يو الهي پيغام دی چې جبرئيل عليه السلام نقل کړی او د الله رسول محمد صلی الله عليه وسلم خلکو ته رسولی او د هغه صحابه وو يې ساتنه کړې او له هغه وروسته يې خلکو ته رسولی دی.

دويم: پر پرېښتو ايمان لرل چې هغوی يو غیبي (په سترګو نه لېدونکی) مخلوق دي، الله پيدا کړې دي او په ځانګړي حالت يې ګرځولې دي او پر لويو کارونو يې مکلفې کړې دي او د هغوی له لويو کارونو څخه رسولانو او نبيانو عليهم السلام ته د الهي پيغامونو راوړل هم دي او تر ټولو لويه پرېښته جبرئيل عليه السلام دی او رسولانو عليهم السلام ته د جبرئيل عليه السلام په مرسته د وحي پر نزول د الله تعالی دغه وينا دلالت کوي. له خپلو بندګانو چاته چې وغواړي دغه روح د پرېښتو په مرسته په خپل حكم پرې نازلوي چې (خلك) پوه کړئ چې له ما پرته بل حق معبود نشته نو (يوازې) له ما ووېرېږئ. (د النحل سورت: ۲ ايت)

او الله تعالی فرماېلي: او پرته له شکه هغه د رب العالمين له لوري نازل کړل شوی دی. دا جبریل امین راکوز کړی دی. ستا پر زړه (نازل شو)، د دې لپاره چې ته له وېروونكو واوسې. په څرګنده عربي ژبه. او هغه هرومرو د لومړنيو خلكو په كتابونو كې هم شته.

(د الشعراء سورت: ۱۹۲- ۱۹۶ ايتونه)

درېيم: پر الهي کتابونو، لکه تورات، انجيل او زبور مخکې د هغو له تحريف څخه ايمان راوړل او پر قرآن ايمان راوړل، الله تعالی فرماېلي: اې هغو کسانوچې ايمان مو راوړی! پر الله د هغه پر رسولانو او پر هغه کتاب ايمان راوړئ چې پر خپل رسول يې نازل کړی دی او هغه کتاب چې له هغه مخکې يې نازل کړی دی، او څوک چې پر الله د هغه پر پرېښتو، کتابونو، رسولانو يې او وروستۍ ورځ کفر وکړي؛ نو هغه په لرې لارورکۍ سره لارورکی دی. (د النساء سورت: ۱۳۶ ايت).

او الله تعالی فرماېلي: په حقه يې پر تا داسې کتاب نازل کړ چې د هغه څه تصديقوونکی دی چې ترې مخکې و او تورات او انجيل يې نازل کړل. د مخکېنيو خلكو د لارښوونې لپاره او فرقان يې رانازل كړ، چا چې د الله په ايتونو کفر کړی، د هغوى لپاره هرومرو يو سخت عذاب دى، او الله برلاسى غچ اخېستو والا دى.

(د آل عمران سورت: ۳- ۴ ايتونه)

او الله تعالی فرماېلي: رسول پر هغه څه اېمان راوړی چې د خپل رب له لورې ورته نازل شوي او مؤمنانو هم، ټولو ايمان راوړى پر الله، پرېښتو يې، كتابونو يې او رسولانو يې (هغوى وايي چې) له رسولانو يې د يوه ترمنځ هم توپيرنه كوو او وایي: اورېدلي او منلي مو دي بخښنه (غواړو) ستا نه زموږ ربه! او ستا په لور (ستنېدل) دي. (د البقره سورت: ۲۸۵ ايت)

او الله تعالی فرماېلي: ووايه: موږ پر الله او هغه څه ايمان راوړی چې پر موږ نازل کړل شوي او پر هغه څه چې پر ابراهيم، اسماعيل، اسحاق، یعقوب او د هغوی پر اولادونو نازل کړل شوي دي، او څه چې موسی، عيسی او نبيانو ته د هغوی د پالونکي له لوري ورکړل شوي دي، موږ له هغوی څخه د هيچا ترمنځ توپير نه کوو او موږ هغه لره غاړه اېښودونکي يو. (د آل عمران سورت: ۸۴ ايت)

څلورم: پر ټولو نبيانو او رسولانو عليهم السلام ايمان راوړل، نو پر ټولو نبيانو او رسولانو عليهم السلام ايمان راوړل واجب دي او پردې خبره باور کول چې هغوی ټول د الله له لوري رسولان دي چې خپلو امتونو ته د الله پيغامونه د هغه دين او شريعت رسوي.

الله تعالی فرماېلي: وواياست: موږ پر الله او هغه څه ايمان راوړی چې موږ ته نازل کړل شوي او پر هغه څه چې ابراهيم، اسماعيل، اسحاق، یعقوب او د هغوی اولادونو ته نازل کړل شوي دي او څه چې موسی، عيسی او نبيانو ته د هغوی د رب له لوري ورکړل شوي دي، موږ له هغوی څخه د هيچا ترمنځ توپير نه کوو او موږ هغه ته غاړه اېښودونکي يو. (د البقره سورت: ۱۳۶ ايت)

او الله تعالی فرمايلي: رسول پر هغه څه اېمان راوړی چې هغه ته د خپل رب له طرفه نازل کړل شوی دی او مومنانو هم، ټولو ایمان راوړى دى په الله باندې او د هغه پر ملايكو او د هغه پر كتابونو او د هغه په رسولانو باندې (او وايي) مونږه د هغه (الله) په رسولانو كې د هیچا په مینځ كې تفريق نه كوو او وايي: مونږ واورېدل او مونږ خبره ومنله (مونږ) ستا (نه) بخښنه (غواړو) اى زمونږه ربه! او خاص تا ته بېرته درتګ دى. (د البقره سورت: ۲۸۵ ايت).

او الله تعالی فرماېلي: ووايه: موږ پر الله او هغه څه ايمان راوړی چې پر موږ نازل کړل شوي او پر هغه څه چې پر ابراهيم، اسماعيل، اسحاق، یعقوب او د هغوی پر اولادونو نازل کړل شوي دي، او څه چې موسی، عيسی او نبيانو ته د هغوی د رب له لوري ورکړل شوي دي، موږ له هغوی څخه د هيچا تر منځ توپير نه کوو او موږ هغه لره غاړه اېښودونکي يو. (د آل عمران سورت: ۸۴ ايت)

او د هغوی پر ختمیدونکي(وروستي) ايمان راوړل چې هغه د الله رسول محمد صلی الله عليه وسلم د نبيانو او رسولانو د لړۍ پای ته رسوونکی دی، الله تعالی فرماېلي: او كله چې الله له نبيانو ژمنه واخيسته چې كله مې كتاب او حكمت دركړ، بيا كه کوم داسې رسول درشي چې تاسو سره د شته كتاب تصديقوونكى وي نو هرومرو به ايمان پرې راوړئ او ملاتړ به يې كوئ ! ( بيايى) وفرمايل: ايا په دې اقراركوئ او زما ټينګه ژمنه مو واخيسته، هغوى وويل اقرار كوو، ويى فرمايل: نو شاهدان اوسئ او زه هم درسره له شاهدانو يم. (د آل عمران سورت: ۸۱ ايت)

نو اسلام پر ټولو نبيانو او رسولانو عمومي ايمان راوړل واجبوي او د هغوی پر وروستي محمد صلی الله عليه وسلم ايمان راوړل واجبوي. الله تعالی فرماېلي: ووايه: اې اهل كتابو! تر هغه به تاسو په هيڅ شي (حساب) نه يئ، تر څو تورات، انجيل، او هغه څه چې تاسو ته د خپل رب له طرفه درنازل شوي، قایم نه كړئ. (د المائده سورت: ۶۸ ايت)

او الله تعالی فرماېلي: ووايه: اې اهل كتابو! هغه څه ته راشئ چې زموږ او ستاسو ترمنځ برابر دي، دا چې له الله پرته د بل چا عبادت به نه کوو، نه به څه شى ورسره شريكوو او نه به له الله پرته ځينې زموږ ځينې نور د پالونکو په توګه نيسو، نو كه هغوی وګرځېدل بيا ورته ووايئ تاسو شاهدان اوسئ چې موږ مسلمانان يو. (د آل عمران سورت: ۶۴ ايت).

او څوک چې پر يو نبي کفر وکړي؛ نو هغه پر ټولو نبيانو او رسولانو عليهم السلام کفر کړی دی، ځکه خو الله د نوح عليه السلام د قوم پر خلاف له خپلې پرېکړې په خبر ورکولو سره فرمايي: د نوح قوم رسولان درواغجن وګڼل. (د الشعراء سورت: ۱۰۵ ايت)

او ښکاره خبره ده چې له نوح عليه السلام مخکې کوم رسول نه و تېرشوی، خو سره له دې چې قوم يې هغه درواغجن وګڼلو؛ نو د هغوی له لوري د هغه درواغجن ګڼل د ټولو نبيانو او رسولانو درواغجن ګڼل و، ځکه د هغوی بلنه يوه وه او موخه يې يوه وه.

پنځم: پر وروستۍ ورځ ايمان لرل چې هغه د قيامت ورځ ده او د دغې دنيا د ژوند په پای کې به الله اسرافيل پرېښتې ته امر وکړي؛ نو هغه به په چېغه پوکی وکړي، داسې چېغه به ووهي چې هر هغه څه به مړه شي چې الله يې غواړي، الله تعالی فرماېلي: او شپېلۍ به پو كړى شي نو څوك چې په اسمانونو او څوك چې په ځمكه كې دي، ټول به بې هوښه شي پرته له هغه چې الله يې وغواړي، بيا به بل ځل پو كړى شي نو يو دم به (ټول) ولاړ كتل پيل كړي. (د الزمر سورت: ۶۸ ايت)

او کله چې ټول هغه خلک چې په اسمانونو او څوک چې په ځمکه کې دي تباه شي پرته له هغه چې الله د هغو تباه کېدل نه غواړي، نو اسمانونه او ځمکه به را ونغښتل شي، لکه الله تعالی چې وايي: په کومه ورځ چې موږ اسمان داسې راونغاړو لكه د ليكل شويو پاڼو نغښتل، څنګه چې لومړی ځل پيدايښت مو پيل كړى و، همغسې به يې بيا راګرځوو، دا په موږ ژمنه ده موږ هرومرو د دې كاركوونكي يو. (د الأنبياء سورت: ۱۰۴ ايت)

او الله تعالی فرماېلي: او هغوى د الله هغه ډول درناوى ونه كړ څنګه چې ښايي، حال دا چې ځمكه به ټوله د قيامت په ورځ د هغه په موټي كې او اسمانونه به نغښتلي د هغه په ښي لاس كې وي، هغه لره پاكي ده او له هغه څه ډېر لوړ دى چې هغوى يې (ورسره) شريكوي. (د الزمر سورت: ۶۷ ايت)

او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرماېلي: الله عزوجل به د قيامت په ورځ اسمانونه را ونغاړي، بيا به يې په ښي لاس کې را واخلي بيا به ووايي: زه پاچا يم، چېرې دي برلاسي ځواکمن؟ چېرې دي لويي کوونکي؟ بيا به ځمکې په چپ لاس کې را ونغاړي بيا به ووايي: زه پاچا يم، چېرې دي برلاسي ځواکمن؟ چېرې دي لويي کوونکي؟ مسلم روايت کړی.

بيا به الله پرېښتې ته امر وکړي؛ نو هغه به د بيا ځل لپاره پوکی وکړي، نو هغوی (ټول) به ولاړ کتل پيل کړي. الله تعالی فرماېلي: بيا به بل ځل پو كړى شي نو يو دم به (ټول) ولاړ كتل پيل كړي. (د الزمر سورت: ۶۸ ايت) نو پس هر کله چې الله خلک د حساب لپاره بېرته ژوندي راپورته کړي. الله تعالی فرماېلي: هغه ورځ چې زمكه ترې وچوي منډې به وهي. دا راغونډول پر موږ اسانه دي. (د ق سورت: ۴۴ ايت)

او الله تعالی فرماېلي: هغه ورځ چې هغوى (ټول) به راڅرګندېدونكي وي، د هغوى هيڅ شى به پر الله پټ نه وي، نن پاچايي د چا ده؟ يوازې يو برلاسي الله لره. (د غافر سورت: ۱۶ ايت(

 په دغه ورځ به الله له ټولو خلکو سره حساب کوي، د هر مظلوم لپاره به له ظالم څخه غچ اخلي او هر انسان ته به د هغه څه بدله ورکوي چې کړي يې دي.

الله تعالی فرماېلي: نن به هر چاته په خپلو كړو وړو بدله وركول كيږي، نن ظلم نشته. بېشكه الله ډېر ژر ژر حساب كوونكى دى. (د غافر سورت: ۱۷ ايت)

 او الله تعالی فرماېلي: پرته له شكه الله د ذرې په اندازه ظلم نه كوي او كه هغه ښېګڼه وي نو دوه برابره كوي يې او له خپل لوري لا ستر اجرهم وركوي. (د النساء سورت: ۴۰ ايت)

او الله تعالی فرماېلي: څوک چې د يوې ذرې په اندازه ښېګڼه وکړي بدله به يې وويني. او څوک چې د يوې ذرې په اندازه بدي وکړي وبه يې ويني. (د الزلزله سورت: ۷- ۸ ايتونه)

او الله تعالی فرماېلي: او موږ به د قيامت ورځې ته د انصاف تلې ږدو نو بيا به په هيچا هيڅ ظلم ونه شي كه (څه هم يو عمل) د اوري دانې په اندازه وي، موږ به يې راوړو او د حساب كولو لپاره موږ بس یو. (الانبياء سورت، ۴۷ ايت(

او له را پاڅېدلو او حساب وروسته به بدله وي، نو چا چې غوره کار کړی وي، د هغه لپاره به تلپاتې داسې نعمتونه وي چې نه به ختمېږي، او چا چې شر او کفر کړی وي د هغه لپاره به عذاب وي، الله تعالی فرماېلي: پاچايي به په هغه ورځ يوازې الله لره وي، همغه به يې تر منځ پرېکړه كوي، نو چا چې ايمان راوړى او سم كارونه يې كړي هغوى به له نعمتونو ډكو جنتونو كې وي. او هغه کسان چې کفر يې کړی او زموږ ايتونه يې درواغ ګڼلي نو د هغوى لپاره به سپكوونكى عذاب وي. (د الحج سورت ۵۶- ۵۷ ایتونه)

او موږ پوهېږو چې که د دنيا ژوند وروستی حالت وای، نو ژوند او شتون به له هر اړخه بې ګټې وای، الله تعالی فرماېلي: آيا تاسې ګومان کوئ چې موږ هسې چټي پيداکړي ياست، او تاسو به موږ ته نه راګرځول کېږئ. (المؤمنون سورت: ۱۱۵ آیت)

شپږم: په قضاء او تقدير ایمان لرل او پردې خبره ايمان لرل واجب دي چې الله پر هغه څه پوه دی چې مخکې تېر شوي او څه چې کيږي او څه چې وروسته په دغو کائناتو کې کېدونکي دي، او دا چې الله دا هر څه د آسمانونو او ځمکې له پيدايښت څخه وړاندې ليکلي دي، الله تعالی فرماېلي: له همغه سره د غيبو ټولې چابيانې دي چې له هغه پرته بل څوك نه پرې پوهيږي، په وچه او لمده كې چې هرڅه دي ورباندې پوهيږي، داسې كومه پاڼه نه رالويږي چې هغه پرې پوه نه وي او نه به د ځمكې په تيارو كې څه دانه وي (چى الله ته معلومه نه وي)، لامده او وچ ټول په يو روښانه كتاب كې (ليكل شوي) دي. (الانعام سورت، ۵۹ ايت)

او الله پر هرڅه د پوهې له پلوه را چاپېر دی، الله تعالی فرماېلي: الله هغه ذات دی چې اوه اسمانونه او د هغو غوندې ځمکې يې پيداکړې دي، د هغو ترمنځ امر را نازليږي، ترڅو پوه شئ چې پرته له شکه الله پر هر څه ځواکمن دی او دا چې الله د پوهې له پلوه پر هرڅه چاپېر دی. ( د الطلاق سورت: ۱۲ ايت)

او دا چې په دغو کائناتو کې هيڅ هم نه واقع کيږي مګر هغه چې الله يې اراده کړې وي، غوښتي يې وي، پيداکړي يې وي او اسباب يې ورته اسانه کړي وي، الله تعالی فرماېلي: هغه ذات چې هغه لره د اسمانونو او ځمکې پاچايي ده، نه يې زوی نيولی، نه هغه لره په پادشاهۍ کې کوم شريک شته او هرڅه يې پيدا کړي، نو بشپړ درناوی يې وکړه. (د الفرقان سورت: ۲ ايت)

او هغه لره په دغه کې داسې لوی حکمت دی چې خلک پرې نه شي را چاپېرېدلای، الله تعالی فرماېلي: (دغه) ډېر كامل حكمت دى، پس (دوى ته) وېروونكي ګټه نه رسوي. (د القمر سورت: ۵ ايت).

او الله تعالی فرماېلي: او همغه ذات دی چې د پيدايښت پيل كوي او بيا يې (هم) راګرځوي او دا لا ورته اسانه ده او په اسمانونو او ځمكه كې د هغه صفت تر ټولو لوړ دى او همغه حكمت والا برلاسى دى. (د الروم سورت: ۲۷ ايت).

او الله تعالی د ځان صفت په حکمت سره بيان کړ او ځان يې په حکيم سره ونومولو، الله تعالی فرماېلي: الله تعالی ګواهي ورکړې د دې خبرې چې یقینا نشته بل حقدار د بنده ګۍ په حقه سره مګر همدا دی او ملاېکو او د علم خاوندانو (هم) چې (الله) پر عدالت ولاړ دی، بل حقدار د بنده ګي نشته په حقه سره مګر همدی دی چې ډیر غالب ښه حکمت والا دی (د آل عمران سورت: ۱۸ ايت)

او الله تعالی له عيسی عليه السلام څخه په خبر ورکولو سره فرمايي په داسې حال کې به هغه د قيامت په ورځ الله ته په خطاب سره وايي: که چېرې ته عذاب ورکړې؛ نو هغوی ستا بندګان دي، او که بخښنه ورته وکړې؛ نو پرته له شکه ته برلاسی حکمت والا يې. (د المائده سورت: ۱۱۸)

او الله تعالی موسی عليه السلام ته وفرمایل کله يې چې اواز ورته وکړ په داسې حال کې چې هغه د طور له غره سره و: اې موسی پرته له شکه زه الله برلاسی حکمت والا يم. (د النمل سورت: ۹ ايت)

او د قرآن عظيم صفت يې په حکمت سره بيان کړ، الله تعالی فرمايي: الر (دا) يو داسې كتاب دى چې ايتونه يې محكم كړى شوي بيا په تفصيل بيان شوي د يو حکيم او با خبر ذات له لوري. (د هود سورت: ۱ ايت)

او الله تعالی فرماېلي: دا هغه د حكمت خبرې دي چې ستا د رب له خوار درته وحي كړی شوي دي. او (پام كوه) الله سره كوم بل معبود مه نيسه، كنه بيا به جهنم كې پړ او ديكه شوى غورځول كېږې. ( د الاسراء سورت: ۳۹ ايت)

 انبياء عليهم السلام په هغه څه کې معصوم دي چې د الله له لوري يې رسوي او له هر هغه څه څخه معصوم دي چې له عقل سره په ټکر کې وي او يا يې سالم اخلاق ردوي، او نبيان د الله بندګانو ته د امرونو په رسولو مکلف دي، او نبيان د ربوبيت او الوهيت له ځانګړنو څخه هيڅ ځانګړنه نلري، بلکې هغوی د ټولو انسانانو غوندې انسانان دي چې الله تعالی هغوی ته خپل پيغامونه وحي کوي.

او انبياء عليهم السلام په هغه څه کې معصوم دي چې د الله له لوري يې رسوي، ځکه الله په خپل مخلوق کې له غوره خلکو څخه انتخاب کړي دي، تر څو د هغه پيغامونه ورسوي، الله تعالی فرماېلي: الله له پرېښتو استازي غوره کوي او له خلکو، پرته له شکه الله ښه اورېدونکی ليدونکی دی. (د الحج سورت: ۷۵ ايت) او الله تعالی فرماېلي: پرته له شکه الله آدم، نوح، د ابراهيم کورنۍ او د عمران کورنۍ پر ټولو خلکو غوره کړي دي. (د آل عمران سورت: ۳۳ ايت)

او الله تعالی فرماېلي: ووېل (الله): ای موسی! بېشکه ما تا ته په ټولو خلکو باندې په خپلو پېغامونو او په خپل کلام سره غوره والی درکړی دی، نو ته هغه څه ونېسه چې ما تا ته درکړي دي، او له شکر کوونکو څخه شه. (د الأعراف سورت: ۱۴۴ ايت)

او رسولان عليهم السلام پوهيږي چې پر هغوی څه نازليږي هغه الهي وحي ده او هغوی پرېښتې ويني چې وحي را نازلوي، الله تعالی فرماېلي: هغه پر پټو پوه دى نو په خپلو پټو هيڅوك نه خبروي. پرته له هغه استازي چې هغه يې (د پټو څه پوهې لپاره) غوره كړى وي، نو د هغه مخته او وروسته ساتونكي روانوي. تر څو معلومه كړي چې د هغه پيغامونه يې (سم) رسولي دي او الله د هغوى له هر څه را چاپېر دى او هر شى يې په شمېر شمېرلي ساتلي دي. (د الجن سورت: ۲۶- ۲۸ ايتونه)

او الله هغوی ته د خپلو پيغامونو د رسولو امر کړی، الله تعالی فرماېلي: اې رسوله! څه دې چې درته د رب له لوري درنازل شوي هغه (خلكوته) ورسوه او كه داسې دې ونه كړل؛ نو د هغه پيغام دې سم نه دى رسولى او د خلكو له شره به دې الله ساتي. بېشكه الله كافر قوم ته لارښوونه نه کوي. (د المائده سورت: ۶۷ ايت)

او الله تعالی فرماېلي: (دا ټول) رسولان زېري وركوونكي او ويروونكي (لېږل شوي وو) ترڅو له رسولانو وروسته خلكوته د الله په وړاندې كوم دليل پاتې نه شي، او الله برلاسی حکمت والا دی. (د النساء سورت: ۱۶۵ ايت)

او رسولان عليهم الصلاة والسلام ترټولو زيات له الله څخه وېريږي او له هغه ډاريږي، نو د هغه په پيغامونو کې نه څه زياتوي او نه ترې څه کموي، الله تعالی فرماېلي: او كه چېرې هغه له ځانه موږ پسې څه خبرې جوړې كړې واى. هرومرو به مو هغه په ښي لاس رانيولى و، بيا به مو د هغه د زړه رګ ترې غوڅ كړى واى. نو بيا به له تاسې هيڅوك له دې كاره زموږ ايسارووونكي نه و. (د الحاقه سورت: ۴۴- ۴۷ ايتونه) ابن کثير رحمه الله وېلي: الله تعالی وايي: (که هغه پر موږ له ځانه خبرې جوړې کړې وای) معنا دا چې که محمد صلی الله عليه وسلم دا کار کړی وای، که چېرې داسې وای لکه هغوی چې ګومان کوي چې هغه پر موږ درواغ تړونکی دی؛ نو په پيغام کې يې څه زياتوالی او يا له هغه کموالی راوړی وای، او يا يې له ځانه يوڅه ويلي وای چې موږ ته يې نسبت کړی و، -خو داسې نه ده-، او موږ به هم هغه ته په سزا ورکولو کې بيړه کړې وای، ځکه خو يې وويل: (هرومرو به مو هغه په ښي لاس رانيولی وای) ويل کيږي: معنا دا چې له هغه به مو په ښي لاس غچ اخېستی وای، ځکه هغه (ښی لاس) په را نيولو کې ډېر سخت وي، او چا ويلي: هغه به مو هرومرو له ښي لاس رانيولی وای. او الله تعالی فرماېلي: او كله چې الله وويل: اې عيسى د مريمې زويه! ايا تا خلكوته ويلي و چې له الله پرته ما او زما مور معبودان ونيسئ؟ (عیسی) ووېل: تا لره پاكي ده! زما خو دا كار نه و چې داسې څه مې ويلي واى كوم چې ماته حق نه و كه ما څه ويلي واى نو ته هرومرو ورباندې پوه يې، ته په هغه څه ښه پوهېږې چې زما په زړه كې دي او زه په هغه نه پوهېږم چې ستا په نفس كې دي، بېشكه همدا ته پر پټو ښه پوه يې، بل څه مې نه دي ورته ويلي پرته له هغه چې تايې را ته امركړى و، دا چې يوازې د الله چې زما او ستاسو پالونکی دی بنده ګي وکړئ. او زه تر هغه پرې څارونكى وم چې په هغوى كې وم خو كله دې چې در واخيستم نو ته په خپله ورباندې څارونكى وې او همدا ته په هر څه څارونكى يې. (د المائده سورت: ۱۱۶- ۱۱۷ ايتونه)

او د الله پر خپلو نبيانو او رسولانو عليهم الصلاة والسلام له پېرزوينې څخه دا ده چې الله هغوی د خپل پيغام په رسولو کې ټینګوي، الله تعالی فرماېلي: هغه وويل: پرته له شکه زه پر الله شاهدي ورکوم او تاسو شاهدي ورکړئ، پرته له شکه زه له هغه څه بېزار يم چې تاسو يې ورسره شرېکوئ، له هغه پرته تاسو ټول زما پر خلاف چل وکړئ بيا وخت مه راکوئ. پرته له شكه ما پر الله توکل کړی چې زما او ستاسو رب دی، هيڅ داسې خوځېدونكى نشته چې هغه يې د تندي د وېښتانو رانيوونكى نه وي، بېشكه زما پالونکی پر سمه لار دى. (د هود سورت: ۵۴- ۵۶ ايتونه)

او الله تعالی فرماېلي: او نېږدې و چې هغوى دې په فتنه كې واچوي، له هغې وحيې دې واړوي چې موږ درلېږلې، تر څو په موږ پورې بل څه وتړي او بيا به يې نو هرومرو په دوستۍ نيولى وې. او كه ته مو ټينـګ كړى نه واى نو نېږدې و چې د هغوى لور ته لږ وركوږ شوى واى. بيا به مو هرومرو په ژوند كې هم دوه برابره عذاب درڅكلى و او په مړينه (آخرت) كې هم دوه برابره، بيا به دې زموږ پر خلاف كوم مرستندوى نه و موندلى. (د الإسراء سورت: ۷۳- ۷۵ ايتونه)

دغه او له دغو مخکېني ايتونه پردې شاهد او دليل دي چې قرآن د کائناتو د پالونکي له لوري نازل کړل شوی دی، ځکه که چېرې هغه د رسول محمد صلی الله عليه وسلم له لوري وای؛ نو پر داسې خبرو به مشتمل نه و چې هغه ته متوجه دي.

او الله پاک خپل رسولان له خلکو ساتي، الله تعالی فرماېلي: اې رسوله! څه دې چې د پالونکي له لوري درنازل شوي هغه (خلكوته) ورسوه او كه داسې دې ونه كړل؛ نو د هغه پيغام دې سم نه دى رسولى. او د خلكو له شره به دې الله ساتي. بېشكه الله كافر قوم ته لارښوونه نه کوي. (د المائده سورت: ۶۷ ايت)

او الله تعالی فرماېلي: او د نوح خبر پرې ولوله! كله يې چې خپل قوم ته وويل: اې زما قومه! كه په تاسو كې زما اوسېدل او د الله په آيتونو نصيحت درته كول، پر تاسو درانه شوي وي نو ما پر الله بروسه كړې، او تاسو هم خپل كار او شريكان راغونډ كړئ، بيا دې خپل دغه كار له تاسو پټ نه وي بيا چې هر څنګه ضرر وي، ماته يې را ورسوئ او (هيڅ) مهلت مه راكوئ.

(د يونس سورت: ۷۱ ايت).

او الله تعالی د موسی عليه السلام له وينا څخه په خبر ورکولو فرماېلي: هغوی دواړو وويل: اې زموږ پالونکيه! موږ وېرېږو چې هغه به پر موږ بيړه وكړي (په سزا كې) يا به نور هم سرکښه شي، ويې فرمايل: مه وېرېږئ، زه درسره يم، اورم او وينم. (د طه سورت: ۴۵- ۴۶ ايتونه)

نو الله تعالی دا خبره بيان کړه چې هغه د خپلو رسولانو عليهم السلام د هغوی له دښمنانو څخه ساتونکی دی، چې هغوی ته کوم زيان نه شي رسولای، او الله خبر ورکړ چې هغه د خپلې وحي ساتنه کوي چې نه څه پکې زياتېدلای شي او نه څه ترې کمېدلای شي. الله تعالی فرماېلي: پرته له شکه موږ ذکر (قرآن) نازل کړی او موږ يې هرومرو ساتونکي يو. (د الحجر سورت: ۹ ايت)

او نبيان عليهم السلام له هر هغه څه څخه معصوم او خوندي دي چې له عقل او اخلاقو سره ټکر وي، الله تعالی د خپل نبي محمد صلی الله عليه وسلم د پاکۍ په بيانولو سره فرماېلي: او پرته له شکه ته پر لويو اخلاقو يې. (د القلم سورت: ۴ ايت)

او د هغه په اړه همدارنګه وايي: او ستاسو ملګری لېونی نه دی. (د التکوير سورت: ۲۲ ايت)

او دا ځکه چې تر څو هغوی په سمه توګه پيغام ورسولای شي، او نبيان عليهم السلام د الله بندګانو ته د هغه د امرونو په رسولو مکلف دي، هغوی لره د ربوبيت او الوهيت له ځانګړنو هيڅ هم ثابت نه دي، بلکې هغوی د ټولو انسانانو غوندې انسانان دي، الله هغوی ته خپل پیغامونه وحي کوي، الله تعالی فرماېلي: رسولانو يې ورته وويل: موږ ستاسو غوندې له بشر پرته بل څه نه يو، خو الله چې له خپلو بندګانو هر چاته وغواړي احسان پرې كوي او دا مو هم په واك كې نشته چې د الله له حكم پرته كوم سند درته راوړو او پر همغه الله دې مؤمنان بروسه وکړي.

(د إبراهيم سورت: ۱۱ ايت)

او الله خپل رسول محمد صلی الله عليه وسلم ته په امر کولو سره وفرمايل چې خپل قوم ته ووايي: ورته ووايه: پرته له شکه زه خو يوازې ستاسو غوندې يو انسان يم، ماته وحي شوې چې بېشكه ستاسو معبود همغه يو الله دى، نو هر څوك چې له خپل پالونکي سره د ملاقات هيله لري هغه دې سم كارونه وكړي او د خپل پالونکي په عبادت كې دې بل هيڅوك نه شريكوي. ( د الکهف سورت: ۱۱۰ آیت)

 او اسلام يوازې د الله عبادت ته د لویو عبادتونو په اصولو سره بلنه کوي

چې هغه: داسې لمونځ دی چې ولاړه، رکوع، سجده، د الله ياد، د هغه ستاينه او دعاء ده چې يو څوک يې هره ورځ پنځه ځلې کوي، چې په هغو کې ټول توپيرونه له منځه ځي، شتمن، بې وزله، مشر او کشر د لمانځه په يو صف (کتار) کې وي، زکات: چې د مال لږه برخه ده کومه چې له شرطونو او هغو اندازو سره چې الله د شتمنو په مالونو کې واجبه کړې چې په کال کې يوځل بې وزلو او نورو خلکو ته ورکول کيږي، روژه چې هغه: له ماتوونکو شيانو څخه د رمضان مياشتې په ورځ کې بندېدل دي، چې په نفس کې اراده او صبر زياتوي، حج چې هغه: په ټول عمر کې يوځل په مکه مکرمه کې د بيت الله قصد کول دي پر هغه چا چې وس او توان يې لري او په دغه حج کې ټول د خپل پيداکوونکي لوري ته په متوجه کېدلو سره برابريږي او توپيرونه او نسبتونه له منځه پکې ځي.

اسلام د الله عبادت ته په لويو عبادتونو او نورو عبادتونو سره بلنه کوي او دغه لوی عبادتونه الله پر ټولو نبيانو او رسولانو عليهم الصلاة السلام واجب کړي دي او ترټولو عبادتونو لوی یې دادي:

لومړی: لمونځ دی چې الله پر مسلمانانو فرض کړی لکه څنګه يې چې پر ټولو نبيانو او رسولانو عليهم الصلاة والسلام فرض کړی و، او الله خپل دوست نبي ابراهيم عليه السلام ته امر وکړ چې د هغه کور د طواف کوونکو، لمونځ کوونکو، رکوع کوونکو او سجده کوونکو لپاره پاک کړي، الله تعالی فرماېلي: او کله چې مو دا كور (كعبه) خلكوته د ثواب او امن ځای وګرځولو (نو تاسو) د ابراهيم د درېدلو ځاى د لمانځه لپاره ونيسئ، او ابراهيم او اسماعيل ته مو دا حكم كړى و چې زما كور طواف كوونكو، اعتكاف كوونكو او ركوع کوونکو سجده كوونكو لپاره پاك كړئ. (د البقره سورت: ۱۲۵ ايت)

او الله پر موسی په لومړي اواز کې چې موسی عليه السلام ته يې وکړ (لمونځ) واجب کړ، الله تعالی فرماېلي: پرته له شکه زه ستا پالونکی يم؛ نو څپلۍ دې وباسه، پرته له شکه ته د طوی په سپېڅلي ناو (دره) کې يې. او ته مې غوره كړى يې نو چې څه درته وحي كيږي هغو ته غوږ كېږده. پرته له شکه زه الله يم له ما پرته بل الله نشته؛ نو عبادت مې کوه او زما د ياد لپاره بشپړ لمونځ کوه. (د طه سورت: ۱۲- ۱۴ ايتونه)

او مسيح عيسی عليه السلام دا خبر ورکړ چې الله هغه ته د لمانځه او زکات امر کړی دی؛ نو ويې ويل لکه څنګه الله تعالی خبر ورکړی. او زه يې مبارک ګرځولی يم هر چېرته چې يم او د لمانځه او زكات ټينګار يې راباندې كړى تر څو چې ژوندى يم. (د مريم سورت: ۳۱ ايت)

او په اسلام کې لمونځ: ولاړې، رکوع، سجدې، د الله ياد، د هغه ستاينې او دعاء ته ويل کيږي چې هر څوک يې په ورځ کې پنځه ځلې کوي، الله تعالی فرماېلي: د ټولو لمونځونو او هغه منځني لمونځ ښه ساتنه كوئ او الله ته غاړه ايښودونكي دريږئ. (د البقره سورت: ۲۳۸ ايت)

او الله تعالی فرمايلي دي: لمونځ كوه د لمر له زواله د شپې تر تيارې پورې او د سهار قرائت هم كوه، بېشكه د سهار د قرائت شاهدي ورکول کيږي. (د الإسراء سورت: ۷۸ ايت)

او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرماېلي دي: هر چې رکوع ده په هغې کې د الله رب العزت لويي بيانوئ، په سجده کې په دعاء کې ښه کوښښ کوئ او دا ډېره وړ ده چې هغه دعا مو قبلوه کړل شي. صحيح مسلم روايت کړی.

دويم: زکات دی چې الله پر مسلمانانو فرض کړی لکه پر پخوانيو نبيانو او رسولانو عليهم الصلاة والسلام يې چې فرض کړی و، او زکات د مال داسې لږه برخه ده چې شرطونه او اندازې يې الله ټاکلې دي د شتمنو په مال کې واجب دی، بې وزلو او نورو خلکو ته په کال کې يوځل ورکول کيږي. الله تعالی فرماېلي: د هغوى له مالونو صدقه واخله چې په دې سره يې پاك او اصلاح كړې او هغوى ته د رحمت دعا وكړه، بېشكه ستا دعا د هغوى لپاره ډاډګېرنه ده او الله پوه اورېدونكى دى. (د التوبه سورت: ۱۰۳ ايت)

کله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم معاذ رضي الله عنه يمن ته ولېږلو ورته يې وويل: پرته له شکه ته د اهل کتابو يو قوم ته ورتلونکی یي؛ نو هغوی ته بلنه ورکړه تر څو دا شاهدي ورکړي چې له الله پرته بل حقدار د بنده ګۍ نشته او زه د الله رسول يم، که چیرته یې په دغه خبره کې ستا پيروي وکړه، بيا يې خبر کړه چې الله پر هغوی په يوه شپه او ورځ کې پنځه لمنځونه فرض کړي دي، که يې په دغه خبره کې هم ستا پيروي وکړه، بيا يې خبر کړه چې الله عزوجل پر هغوی د هغوی په مالونو کې صدقه فرض کړې ده چې له شتمنو به يې اخېستل کيږي او بې وزلو ته به يې ورکول کيږي، که يې په دې کې هم ستا پيروي وکړه؛ نو بيا يې د غوره مالونو له اخېستلو ډډه کوه او د مظلوم له ښېرا څخه وېرېږه، ځکه د هغه د ښېرا او الله تر منځ پرده نشته. ترمذي روايت کړی، د حديث شمېره ده ۶۲۵.

درېيم: روژه چې الله تعالی پر مسلمانانو فرض کړې لکه څنګه يې چې پر پخوانيو نبيانو او رسولانو عليهم الصلاة والسلام فرض کړې وه، الله تعالی فرماېلي: اې هغو کسانو چې اېمان مو راوړی! پرتاسو روژه فرض کړل شوې لکه څنګه چې پر هغو خلکو فرض کړل شوې وه چې له تاسو مخکې وو، تر څو تاسو ځانونه وساتئ. (د البقره سورت: ۱۸۳ ايت)

او هغه: د رمضان مياشتې په ورځ کې له روژه ماتوونکو شيانو څخه ځان ساتل دي او روژه په نفس کې اراده او صبر روزي. رسول الله صلی الله عليه وسلم فرماېلي: الله عزوجل فرمايي: روژه زما لپاره ده او زه به يې بدله ورکوم، زما لپاره خپل خوراک، څښاک او شهوت پرېږدي، روژه ډال دی، د روژه نيوونکي لپاره دوې خوشحالۍ دي: يوه خوشحالي کله چې روژه ماتوي او بله خوشحالي کله چې له خپل رب سره مخامخ کيږي. د صحيح بخاري روایت کړی، حديث شمېره ۷۴۹۲

څلورم: حج دی چې الله پر مسلمانانو فرض کړی دی لکه څنګه يې چې پر مخکېنيو نبيانو او رسولانو عليهم الصلاة والسلام فرض کړی و، او خپل دوست نبي ابراهيم عليه السلام ته يې امر وکړ چې د حج په اړه اواز وکړي، الله تعالی فرماېلي: او په خلكو كې د حج اعلان وكړه چې له هرې لرې لارې څخه پلي او په هر (ډول) ډنګر اوښ سپاره درته راشي. (د الحج سورت: ۲۷ ايت)

او الله هغه ته امر وکړ چې دغه پخوانی کور د حاجيانو لپاره ښه پاک کړي، نو الله تعالی فرماېلي: او كله چې موږ ابراهيم ته د بيت الله ځاى وټاكلو چې له ماسره هيڅ شى مه شريكوه او زما كور د طواف كوونكو، قيام كوونكو، ركوع او سجده كوونكو لپاره پاك كړه. (د الحج سورت: ۲۶ ايت)

او حج په مکه مکرمه کې د معلومو اعمالو لپاره په ټول عمر کې يوځل پر وس او توان لرونکي شخص د بيت الله قصد کول دي، الله تعالی فرماېلي: او د الله لپاره پر خلکو د بيت الله حج کول دي څوک يې چې د لارې توان ولري، او څوک چې کفر وکړي؛ نو الله له ټولو مخلوقاتو څخه بې پروا دی. (د آل عمران سورت: ۹۷ ايت)

او په حج کې حاجيان مسلمانان په يوځای کې را غوڼديږي د خپل پيداکوونکي په عبادت کې اخلاص کوونکي وي، او ټول حاجيان په داسې طريقه د حج مناسک ادا کوي چې د ټولنې، فرهنګ او اقتصادي وضعيت توپيرونه پکې له منځه ځي.

 او د اسلامي عباداتو تر ټولو لويه ځانګړنه داده چې طريقه، وختونه او شرطونه يې الله تعالی ټاکلي دي او رسول صلی الله عليه وسلم رسولي، او تر نن ورځې پورې هيڅ انسان د زياتوالي او کموالي لاسوهنه پکې نه ده کړې، او ټولو نبيانو عليهم السلام دغو لويو عبادتونو ته بلنه کوله.

او د اسلامي عباداتو تر ټولو لويه ځانګړنه داده چې طريقه، وختونه او شرطونه يې الله تعالی ټاکلي دي او رسول صلی الله عليه وسلم رسولي، او تر نن ورځې هيڅ انسان د زياتوالي او کموالي لاسوهنه پکې نه ده کړې، او ټولو نبيانو عليهم السلام دغو لويو عبادتونو ته بلنه کوله.

الله تعالی فرماېلي: نن مو ستاسو لپاره ستاسو دين پوره کړ او پر تاسو مو خپله پېرزوينه بشپړه کړه او ستاسو لپاره مو اسلام د دين په توګه خوښ کړی دی.

(د المائده سورت: ۳ ايت)

او الله تعالی فرماېلي: هغه څه ټينګ ونيسه چې وحي يې درته کيږي، پرته له شکه ته پر نېغه لار يې.

(د الزخرف سورت: ۴۳ ايت)

او الله تعالی د لمانځه په اړه وېلي: نو کله چې لمونځ ختم کړئ، بيا په ولاړه، ناسته او په ملاسته الله يادوئ، او کله چې ډاډه شوئ؛ نو بيا بشپړ لمونځ کوئ، پرته له شکه لمونځ په ټاکلو وختونو کې پر مؤمنانو فرض دی.

(د النساء سورت: ۱۰۳ ايت)

او الله تعالی د زکات ورکولو په اړه ویلي: پرته له شکه خيراتونه خو يوازې د فقيرانو، بې وزلو، په هغو (كې) د كاركوونكو، هغوى چې په زړونو كې يې الفت اچولى شي، مرېيانو ازادولو، پور وړو، د الله په لار كې او مسافرو لپاره دي دا د الله له لورې يوه فريضه ده او الله ډېر پوه حکمت والا دى. (د التوبه سورت: ۶۰ ايت)

 او الله تعالی د روژې په اړه وېلي: د رمضان مياشت خو همغه ده چې قرآن پكې نازل شوى د خلكو لپاره لار ښود، د هدايت څرګندې نښې او د حق او باطل بېلوونكى (كتاب) نو له تاسو چې څوك دا مياشت بيامومي، هغه دې روژه ونيسي، او څوك چې ناروغ يا په سفر وي نو پر هغه له نورو ورځو څخه شمېر پوره كول دي. الله خو تاسو ته اسانى غواړي، سختي خو درته نه غواړي. دا د دې لپاره چې تاسو همغه شمېر پوره كړئ (په قضا راوړلو سره) او الله په لويۍ يادكړئ چې لارښوونه يې درته كړى او کېدای شي شكر وباسئ. (د البقره سورت: ۱۸۵ ايت)

او الله تعالی د حج په اړه وېلي: د حج څو معلومې مياشتې دي، نو چا چې په هغو كې حج ( پر ځان) فرض كړ نو بيا په حج كې نه كوروالى شته، نه ګناهونه او نه جنګ جګړه، او كومه ښېګڼه چې كوئ الله ورباندې پوهېږي او توښه در سره واخلئ او بېشكه غوره توښه ځان ساتل (له سواله) دي او له ما څخه ووېريږئ اې د عقل څښتنانو! (د البقره سورت: ۱۹۷ ايت)

او ټولو نبيانو عليهم السلام دغو ټولو لویو عبادتونو ته بلنه کوله.

 د اسلام رسول محمد چې د عبدالله زوی، د اسماعيل بن ابراهيم عليهم السلام له اولادې څخه دی په مکه کې په ۵۷۱ م کې زېږدېلی او هملته نبوت ورکړل شوی.

مدينې ته يې هجرت کړی او له قوم سره يې د بوت لمانځنې په کړنو کې ګډون نه دی کړی خو په لویو کارونو کې يې ورسره ګډون کولو او له پيغمبرۍ مخکې يې هم غوره اخلاق لرل او د هغه رب يې په لویو اخلاقو ستاينه کړې ده چې فرمايلي يې دي. او پرته له شکه ته پر لويو اخلاقو يې. (د القلم سورت: ۴ ايت)

چې قوم يې امين ورته ويلو، کله چې څلوېښت کلن شو نبوت ورکړل شو او الله په لويونښانو (معجزو) د هغه تاييد وکړ، چې تر ټولو لويه معجزه يې قرآن کريم دی، او هغه د ټولو نبيانو له معجزو لويه او تر نن پورې پاتې معجزه ده، کله چې الله د هغه دين بشپړ کړ او رسول صلی الله عليه وسلم په پوره توګه ورسولو، نو نبي صلی الله عليه وسلم د درې شپېتو کلونو په عمر کې وفات شو او په مدينه کې خاورو ته وسپارل شو، رسول محمد صلی الله عليه وسلم د نبيانو او رسولانو ختموونکی دی، الله له لارښوونې او حق دين سره لېږلی دی، ترڅو خلک د ناپوهۍ، کفر او بوت لمانځنې له تيارو د توحيد او پوهې رڼا ته را وباسي او الله د هغه لپاره دا شاهدي ورکړه چې هغه د الله په امر را لېږل شوی بلونکی دی.

او کله چې څلوېښت کلن شو نبوت ورکړل شو او الله په لويونښانو (معجزو) د هغه تاييد وکړ، چې تر ټولو لويه يې قرآن کريم دی. د هغه رسول صلی الله عليه وسلم فرماېلي: له نبيانو هيڅ نبي نشته مګر دا چې هغه څه ورکړل شوي دي چې د هغو په اندازه خلکو ايمان پرې راوړی، خو ماته داسې وحي راکړل شوې ده چې الله يې راته وحي کوي؛ نو زه هيله لرم چې د قيامت په ورځ تر ټولو زما پيروان زيات وي. صحيح بخاري.

او قرآن عظيم د الله له لورې خپل رسول صلی الله عليه وسلم ته وحې ده، الله د هغه په اړه فرماېلي: دغه کتاب چې هيڅ شک پکې نشته د ځان ساتونکو لپاره لارښوونه ده. (د البقره سورت: ۲ ايت)

او الله تعالی په دې اړه فرماېلي: ايا په قران کې فکر نه کوئ، که چېرې له الله پرته د بل چا له لورې وای؛ نو هغوی به زيات اختلاف پکې موندلی وای. (د النساء سورت: ۸۲ ايت)

او الله پېريان او انسانان وننګول چې د هغه غوندې څه دې راوړي، الله تعالی فرماېلي: ووايه: که انسانان او پېريان سره يوځای شي چې د دغه قرآن غوندې څه راوړي، د هغه غوندې به را نشي وړی، که څه هم ځينې د ځينو ملاتړ شي. (د الإسراء سورت: ۸۸ ايت)

 او الله هغوی وننګول چې د هغو غوندې لس سورتونه دې راوړي، الله تعالی وفرمايل: که هغوی وايي چې دا يې له ځانه پسې تړلي دي؛ نو د هغو غوندې لس له ځانه جوړ کړل شوي سورتونه دې راوړي او له الله پرته څوک مو چې په وس وي راويې بولئ که تاسې رېښتيني ياست. (د هود سورت: ۱۳ ايت)

بلکې الله د هغه غوندې د يو سورت په راوړلو سره وننګول، الله تعالی وفرمايل: او که تاسو له هغه څه څخه په شک کې واست چې موږ پر خپل بنده نازل کړي دي؛ نو د هغه غوندې يو سورت راوړئ او له الله پرته شاهدان مو راوبولئ که رېښتيني ياست. (د البقره سورت: ۲۳ ايت)

او قرآن عظيم د نبيانو له معجزو څخه يوازېنۍ هغه معجزه ده چې تر ننه پورې پاتې ده، کله چې الله د رسول الله صلی الله عليه وسلم لپاره دين بشپړ کړ او هغه په پوره طرېقې سره ورسوو؛ نو هغه د درې شپېته کلونو په عمر کې وفات شو او مدينه منوره کې دفن کړل شو.

او د الله رسول محمد صلی الله عليه وسلم د نبيانو او رسولانو د لړۍ پای ته رسوونکی دی لکه الله تعالی چې وېلي: محمد ستاسو له نارينه وو څخه د چا پلار نه دی، بلکې د الله استازی او د نبيانو ختموونکی(د لړۍ پای ته رسوونکی) دی، او الله پر هر څه ښه پوه دی. ( د الأحزاب سورت: ۴۰ ايت)

له ابو هريره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: پرته له شکه زما او له ما مخکې د نبيانو مثال داسې دی لکه يو سړی چې کور جوړ کړي؛ نو ښکلی او ښايسته يې کړي مګر په يو کونج کې د يوې خښتې ځای پاتې وي، خلک پرې را تاويږي او ډېر يې خوښوي او وايي: ولې دغه خښته نه ده اېښودل شوې؟ ويې ويل: زه هغه خښته يم او زه د نبيانو ختموونکی( د لړۍ پای ته رسوونکی) یم. صحيح بخاري.

او په انجيل کې مسيح عليه السلام د رسول محمد صلی الله عليه وسلم په اړه د زيري ورکوونکي په توګه فرمايلي دي.

هغه ډبره چې معمارانو رد کړه هغه د کونج سر وګرځېده ايا په کتابونو کې مو نه دي لوستي: هغوی ته یسوع د خپل پالونکي له لوري وویل: دغه زموږ په سترګو کې حيرانوونکې وه. او د نن ورځې د موجود تورات په سفر کې موسی عليه السلام ته د الله وينا راغلې: هغوی ته يې د وروڼو له منځه ستا غوندې يو نبي دروم او خپل کلام د هغه په خوله کې اچوم؛ نو پر ټولو هغه څه به خبرې ورسره کوي چې زه يې سپارښتنه ورته کوم.

او الله خپل رسول محمد صلی الله عليه وسلم له لارښوونې او حق دين سره ولېږلو او الله د هغه لپاره دا ګواهي ورکړه چې هغه پر حقه دی او دا چې هغه يې په خپل امر خپل لوري ته د بلونکي په توګه ولېږلو، الله تعالی فرماېلي: خو الله ګواهي وركوي چې څه يې درته نازل كړي، هغه يې په خپله پوهه نازل كړي او پرېښتې هم په دې ګواهي وركوي (كه څه هم) د الله ګواهي بيخي بس ده. (د النساء سورت: ۱۶۶ ايت)

او الله تعالی فرماېلي: (الله) همغه دى چې خپل رسول يې له لارښوونې او رېښتيني دين سره لېږلى تر څو پر ټولو دينونو يې برلاسى كړي او الله د شاهد په توګه بس دى. (د الفتح سورت: ۲۸ ايت)

الله خپل رسول له لارښوونې سره ولېږی تر څو خلک د بت لمانځنې، کفر او ناپوهۍ له تيارو د توحيد او ايمان رڼا ته را وباسي، الله تعالی فرماېلي: چې پر هغه سره الله هغه چاته چې د هغه په رضا پسى ځي، د سلامتۍ لارې ښايي او په خپل حكم سره يې له تيارو رڼا ته را باسي او سمې لارې ته يې لارښوونه كوي.

(د المائده سورت: ۱۶ ايت)

او الله تعالی فرماېلي: الر – دا (قرآن) يو كتاب دى چې تاته مو نازل كړى تر څو خلك د هغوى د پالونکي په اراده له تيارو څخه رڼا ته راوباسې، د ستايل شوي برلاسي الله لارې ته. (إبراهيم: ۱ ايت)

 او د اسلام هغه شريعت چې د الله رسول محمد صلی الله عليه وسلم راوړی، هغه د الهي پيغامونو او رباني شريعتونو ختموونکی دی

او د بشپړتيا شريعت دی او په هغو کې د خلکو د دين او دنيا سمون دی او هغه په لوړه درجه د خلکو د دينونو، وينو، مالونو، عقلونو او اولادونو ساتنه کوي، او هغه د ټولو مخکېنيو شريعتونو نسخه کوونکی دی، لکه څنګه چې مخکېني شريعتونه ځينې پر ځينو نورو نسخه شول.

او الله پر دغه پیغام سره دين بشپړ کړ او پر خلکو د الله د رسول محمد صلی الله عليه وسلم په لېږلو سره پېرزوينه بشپړه شوه، الله تعالی فرماېلي: نن مو ستاسو لپاره ستاسو دين پوره کړ او پر تاسو مو خپله پېرزوينه بشپړه کړه او ستاسو لپاره مو اسلام د دين په توګه خوښ کړی دی. (د المائده سورت: ۳ ايت)

او د اسلام شريعت د بشپړتيا شريعت دی، په هغو کې د خلکو د دين او دنيا سمون دی، ځکه هغه ټول هغه څه را نغښتي دي چې په مخېکنيو شريعتونو کې وو او هغه يې بشپړ او تام کړل.

الله تعالی فرمايي: پرته له شکه دغه قرآن هغې لارې ته ښوونه كوي چې هغه سمه سيده ده او هغو مؤمنانو ته چې سم كارونه كوي دا زېرى وركوي چې په رېښتيا د هغوى لپاره لويه بدله ده. (د الإسراء سورت: ۹ ايت)

او د اسلام شريعت هغه ستونزمن حکمونه چې په پخوانيو امتونو کې وو له خلکو لېرې کړل.

الله تعالی فرماېلي: هغه کسان چې د همدغه نالوستي رسول او نبي پيروي كوي د كوم چې هغوی په تورات او انجيل كې يې (نوم) ليكلى مومي، (هغه) چې د ښېګڼې امر ورته كوي، له بدۍ يې ايساروي، پاكيزه شيان ورته حلالوي، ناپاكه ورباندې حراموي او درانه پيټي يې ترې ايسته كوي او هغه بنديزونه چې پر هغوى وو (له منځه وړي). نو چا چې ايمان پرې راوړ، ملاتړ او مرسته يې وكړه او په هغې رڼايي پسې روان شول چې له هغه سره نازله شوې، همدوى بريالي دي. (د الأعراف سورت: ۱۵۷ ايت)

او د اسلام شريعت د ټولو مخکېنيو شريعتونو لپاره ناسخ دی، الله تعالی فرماېلي: او تاته مو دا كتاب په حقه نازل كړى چې دا كتاب د هغه څه تصديقوونكى دى كوم چې ترې وړاندې و او پر هغه څارونكى (يا شاهد) دى، نو د هغوى تر منځ په هغه څه پرېکړه كوه چې الله رانازل كړي او كوم حق چې درته راغلى له هغه څخه په مخ اړولو سره د هغوى په هوسونو پسې مه ځه له تاسې څخه هر يوه ته مو يو شريعت او تګلاره ټاكلې ده او كه الله غوښتي واى نو تاسو ټول به يې يو امت ګرځولي واى خو د دې لپاره (يې داسې وكړل) چې په هغه څه كې مو وازمويي چې دركړي يې دي، نو په ښېګڼو كې يو له بله وړاندې شئ، د الله لورته ستاسو ټولو ستنېدل دي بيا به مو پر هغه څه خبر كړي چې اختلاف مو پکې كولو.

(د المائده سورت: ۴۸ ايت)

نو قرآن کريم چې شريعت پکې رانغښتی دی، د مخکېنيو الهي کتابونو لپاره تصديقوونکی، پر هغو پرېکړه کوونکی او د هغو لپاره ناسخ دی.

 او الله تعالی له هغه اسلام پرته چې رسول محمد صلی الله عليه وسلم ورسره راغلی بل هيڅ دين نه مني؛ نو څوک چې له اسلام پرته بل دين ته غاړه ږدي هيڅکله به يې ترې قبول نه کړي.

د محمد صلی الله عليه وسلم له راتګ وروسته الله له هغه اسلام پرته چې محمد صلی الله عليه وسلم پرې راتګ کړی بل هيڅ دين نه مني؛ نو څوک چې له اسلام پرته د بل دين پيروي وکړي هيڅکله به يې ترې ونه مني. الله تعالی فرماېلي: او څوك چې له اسلام پرته بل دين لټوي نو هيڅكله به ترې قبول نه شي او هغه به په آخرت كې له تاوانيانو وي. (د آل عمران سورت: ۸۵ ايت)

او الله تعالی فرماېلي: پرته له شکه الله ته منلى دين اسلام دى او د اهل كتابو مخالفت خو د خپل منځي ضد له امله يوازې له هغه وروسته و چې پوهه ورته راغله او څوك چې د الله په ایتونو کفر کوي؛ نو بىشكه الله ډېرژر حساب والا دى. (د آل عمران سورت: ۱۹ ايت)

او دغه اسلام همغه د الله د دوست ابراهيم عليه السلام ملت دی. الله تعالی فرماېلي: او څوک دی چې د ابراهیم له ملته مخ اړوي، مګر هغه کس چې خپل ځان ئې جاهل او احمق کړی وي، او یقینا مونږ هغه په دنیا کې غوره کړی دی او بېشکه په اخرت کې خامخا له صالحانو څخه دی. (د البقره سورت: ۱۳۰ ايت).

او الله تعالی فرماېلي: او له هغه چا څخه په دين كې څوك غوره دى چې الله ته يې ځان تسليم كړى، حال دا چې ښېګڼې والا او د حق پلوي ابراهيم په دين پسې روان وي او الله خو ابراهيم خپل دوست نيولى.

(د النساء سورت: ۱۲۵ ايت)

او الله خپل رسول محمد صلی الله عليه وسلم ته امر وکړ چې ووايي: ووايه: په رېښتيا زما پالونکي د سمې لارې ښوونه راته كړې ده، چې يو مخ نېغ دين دی، د ابراهيم ملت چې حق پلوى و، او له مشركانو څخه نه و. (د الأنعام سورت: ۱۶۱ ايت)

 قرآن کريم هغه کتاب دی چې الله خپل رسول محمد صلی الله عليه وسلم ته وحي کړی، او هغه د مخلوقاتو د پالونکي کلام دی

چې الله انسانان او پېريان پرې ننګولي تر څو د هغو غوندې يو سورت راوړي، او دغه ننګونه تر نن ورځې روانه ده او قران کريم د زيات شمېر مهمو پوښتنو ځواب وويلو چې په ميليونونو خلک يې حيران کړل، او قرآن عظيم تر نن ورځې په هغه عربي ژبه خوندي دی چې پرې نازل شوی و، يو حرف هم نه دی ترې کم شوی او هغه چاپ شوی خپور شوی دی، او دا لوی عاجزوونکی کتاب دی او په دې ارزي چې ولوستل شي او معناوې يې وژباړل شي، لکه څنګه چې د رسول محمد صلی الله عليه وسلم سنت د باوري راويانو له لړۍ سره سم را نقل شوي خوندي دي او په همغه عربي ژبه کې چاپ شوي چې رسول صلی الله عليه وسلم پرې خبرې کولې او زيات شمېر ژبو ته ژباړل شوي دي، قرآن کريم او د رسول صلی الله عليه وسلم سنت دواړه د اسلام د حکمونو او تشريعاتو لپاره يوازېنۍ سرچينې دي؛ نو اسلام د هغو خلکو له کړنو څخه نه اخېستل کيږي چې يوازې اسلام ته منسوب دي، بلکې له الهي وحي قرآن عظيم او نبوي سنتو څخه اخېستل کيږي.

قرآن کريم هغه کتاب دی چې عربي رسول محمد صلی الله عليه وسلم ته یې په عربي ژبه وحې کړی دی او د مخلوقاتو د پالونکي کلام دی، الله تعالی فرماېلي: او پرته له شکه هغه د رب العالمين له لوري نازل کړل شوی دی. دا جبریل امین راکوز کړی. ستا پر زړه، تر څو له وېروونکو شې. په څرګنده عربي ژبه.

د الشعراء سورت: ۱۹۲- ۱۹۵ ايت پورې

او الله تعالی فرماېلي: او پرته له شکه خامخا تا ته د ډېر حکمت والا، ښه علم والا له طرفه قرآن ښوولی او (عطا کولی) شي. (د النمل سورت: ۶ ايت)

او دغه قران د الله له لوري نازل کړل شوی دی او له هغه د مخکېنيو الهي کتابونو تصديقوونکی دی. الله تعالی فرماېلي: او دا قرآن خو داسې نه دى چې له الله پرته په درواغو جوړ کړل شوی وي، خو د هغه څه تصديق دى چې ترې مخكې وو، او د الكتاب تفصيل دى. په دې كې څه شك نشته چې دا د مخلوقاتو د پالونکي له لوري دى. (د يونس سورت: ۳۷ ايت)

او قرآن عظيم په ډېری هغو مسائلو کې تفصيل بيانوي چې يهودو او نصاراوو يې د خپل دين په اړه اختلاف پکې کړی دی، الله تعالی فرماېلي: پرته له شکه دغه قرآن پر بني اسرائیلو ډېری هغه څه بيانوي چې هغوی پکې اختلاف کوي. (د النمل سورت: ۷۶ ايت)

او قرآن عظيم پر هغو دلايلو او برهانونو مشتمل دی چې د ټولو خلکو پر خلاف د الله سبحانه و تعالی اړوند د حقيقتونو د هغه د دين او جزا په پېژندګلوۍ کې حجت پرې قائميږي. الله تعالی فرماېلي: او په دغه قرآن کې مو د خلکو لپاره هرډول بېلګې بيان کړې دي، کېدای شي هغوی پند واخلي. (د الزمر سورت: ۲۷ ايت)

او الله تعالی فرماېلي: او پر تا مو کتاب نازل کړی چې د هرڅه بيانوونکی، لارښوونه، لورېينه او د مسلمانانو لپاره زېری دی. (د النحل سورت: ۸۹ ايت)

او قرآن کريم د داسې مهمو پوښتنو ځواب ورکوي چې په ميليونونو خلک ورته حيران دي؛ نو قرآن کريم دا بيانوي چې الله څه ډول اسمانونه او ځمکه پيدا کړل. الله تعالی فرماېلي: ايا هغو كسانو چې كفر يې کړی دا نه دي ليدلي چې اسمانونه او ځمكه سره نښتي وو بيا موږ سره بېل كړل، او له اوبو نه مو هر ژوندى شى پيدا كړ، نو آيا هغوى ايمان نه راوړي؟. (د الأنبياء سورت: ۳۰ ايت)

او دا چې الله څه ډول انسان پيداکړ، الله تعالی فرماېلي: اې خلكو! كه د بيا ژوندون په هكله په شك كې ياست، نو (خبر شئ) چې موږ تاسو له خاورې پيدا كړي ياست، بيا له نطفې، بيا د وينې له ټوټې، بيا د غوښې له بوټۍ څخه چې پوره شكل لرونكي هم وي او نيمګړي شكل والا هم، د دې لپاره چې تاسو ته (حقيقت) بيان كړو. او هره نطفه چې موږ يې وغواړو، تر يوې معلومې نېټې يې په رحمونو كې تم كوو، بيا مو د ماشوم په بڼه را باسو، بيا (مو روزنه كوو) تر څو چې خپلې ځوانۍ ته ورسېږئ. او ځينې له تاسو څخه (ژر) وفات كېدلى شي او ځينى مو تر ناكاره عمره ځنډېدلى شي (ان) چې له پوهېدو وروسته بيا په هيڅ نه پوهيږي. او ته خو ځمكه وينې چې وچه شاړه ده، بيا چې كله اوبه ورباندې راتويې كړو نو وخوځيږي، را ډډه شي او له هر ډول تاندو شينګياوو څخه راوټوكوي. الحج پنځم ايت.

او چېرې يې ګرځېدل دي او له دغه ژوند وروسته د نېک کاره او بدکاره بدله څه ده، او پر دغه مسئله د دلائلو بيان په شلمه فقره کې تېر شو، او ايا دغه وجود همداسې تصادفي رامنځته شوی او که د کومې شريفې موخې لپاره رامنځته کړل شوی دی. الله تعالی فرماېلي: آيا هغوى د اسمانونو او ځمكې په پاچايي كې سوچ نه دى كړى او كوم شيان چې الله پيدا كړي دي او دا چې ښايي نېټه يې رانژدې شوې وي نو له دې وروسته په كومه خبره ايمان راوړي؟ (د الأعراف سورت: ۱۸۵ ايت)

او الله تعالی فرماېلي: ايا تاسو ګومان کړی همداسې بې ګټې مو پيداکړي ياست او زما لوري ته به نه راګرځول کېږئ. (المؤمنون سورت: ۱۱۵ ایت)

او قرآن عظيم تر نن ورځې پر هغه ژبه خوندي دی چې پرې نازل شوی و، الله تعالی فرماېلي: پرته له شکه موږ دغه ذکر (قرآن) نازل کړی او موږ يې ساتونکي يو. (د الحجر سورت: ۹ ايت)

له هغه يو حرف هم نه دی کم شوی او ناشونې ده چې په هغو کې ټکر، نقصان او يا بدلون راشي، الله تعالی فرماېلي: آيا هغوی په قرآن کې فکر نه کوي، که چېرې له الله پرته د بل چا له لوري وای؛ نو ډېر اختلاف به يې پکې موندلی وای. (د النساء سورت: ۸۲ ايت)

او هغه (قرآن) چاپ شوی خپور شوی دی، او هغه داسې لوی عاجزوونکی کتاب دی چې په لوستلو، اورېدلو او د معناوو په ژباړلو ارزي، لکه څنګه چې د الله د رسول محمد صلی الله عليه وسلم سنت، ښوونې او سيرت خوندي او د باوري راويانو د لړۍ پر بنسټ رانقل شوي دي، او پر هغه عربي ژبه چاپ شوي چې رسول صلی الله عليه وسلم به پرې خبرې کولې او زيات شمېر ژبو ته ژباړل شوي دي، قرآن کريم او د رسول صلی الله عليه وسلم سنت دواړه د اسلام د احکامو او تشريعاتو لپاره يوازېنۍ سرچينې دي؛ نو اسلام د هغه خلکو له کړنو څخه نه اخېستل کيږي چې اسلام ته منسوب دي، بلکې هغه د الهي خوندي وحي څخه اخېستل کيږي، چې هغه قرآن عظيم او نبوي سنت دي، الله تعالی د قرآن په اړه فرماېلي: پرته له شکه هغه کسان چې پر قرآن يې کفر کړی، کله چې هغوی ته راغی او پرته له شکه چې هغه عزتمند کتاب دی، نه له مخې او نه له شا څخه باطل ورتلای شي، د حکيم ستايل شوي له لوري نازل کړل شوی دی. (د فصلت سورت: ۴۱- ۴۲ ايت)

او الله تعالی د نبوي سنتو په اړه وايي چې هغه د الله له لوري وحي ده: او هغه څه چې رسول پرې تاسو ته راتګ کړی؛ نو هغه واخلئ او له کوم څه څخه مو چې منع کوي ترې ايسار شئ او له الله څخه ووېرېږئ، پرته له شکه الله د سختې سزا والا دی. (د الحشر سورت: ۷ ايت)

 او اسلام له مور او پلار سره په نېکۍ امر کوي که هغوی دواړه مسلمانان هم نه وي او د اولاد په اړه سپارښتنه کوي.

اسلام له مور او پلار سره په نېکۍ کولو امر کوي، الله تعالی فرماېلي: او ستا رب حكم كړى چې له هغه پرته د بل چا بنده ګي مه کوئ، او مور پلار سره ښېګڼه كوئ. كه تا سره يو له هغو يا دواړه يې زړښت ته ورسېږي نو هغوی ته اُف هم مه وايه، رټه يې مه او هغوى سره په درناوي خبرې كوه. (د الإسراء سورت: ۲۳ ايت)

او الله تعالی فرماېلي: او موږ انسان ته د هغه د مور او پلار په اړه سپارښتنه کړې ده، (ځكه) چې مور يې د کمزورۍ له پاسه د کمزورۍ په حالت كې په ګېډ ه کې پورته کړی دی او (له تي) بېلول يې په دوو كلونو كې دي چې زما شكر وباسه او د مور او پلار دې، يوازې زما په لور راتلل دي. (د لقمان سورت: ۱۴ ايت)

او الله تعالی فرماېلي: او انسان ته مو له خپل مور او پلار سره په ښېګڼه ټينګار كړى دى، چې مور يې په (ډېر) كړاو سره په ګېډه ګرځولى او په كړاو سره يې زېږولى، او په ګېډه كېدل او له تې بېلېدل يې (ټول) دېرش مياشتې دي. تر دې چې هغه بيا ځوانۍ او څلوېښت کلنۍ ته ورسېد، ويلې زما ربه! توفيق راكړې چې ستا د هغه نعمت شكر وباسم چې پر ما او زما پر مور او پلار دې لورولی او چې داسې ښه کارونه وكړم چې ته پرې خوښېږې او اولاده مې هم صالحه وګرځوه ما تاته توبه اېستلي او زه له مسلمانانو څخه يم. (د الأحقاف سورت: ۱۵ ايت)

له ابوهریره رضي الله عنه څخه روايت دی وايي: يوسړی رسول الله صلی الله عليه وسلم ته راغی ويې ويل: اې د الله رسوله! له خلکو تر ټولو زيات زما د ښېګڼې حقدار څوک دی؟ هغه وفرمايل: مور دې. هغه وويل: بيا څوک؟ هغه وفرمايل: بيا هم مور دې. ويې ویل: بيا څوک؟ بيا يې ورته وفرمايل: بيا هم مور دې. ويې ويل: بيا څوک؟ هغه وفرمايل: بيا پلار دې. صحيح مسلم

او د مور او پلار سره دغه د سپارښتنې امر په هرحال کې دی هغوی که مسلمانان وي او که مسلمانان نه وي.

له اسماء بنت ابي بکر څخه روایت دی وايي: له قريشو سره د تړون په زمانه کې مې مور د خپل زوی سره راغله په داسې حال کې چې هغه مشرکه وه، کله چې هغوی له نبي صلی الله عليه وسلم سره معاهده وکړه، نو له نبي صلی الله عليه وسلم څخه مې پوښتنه وکړه ومې ويل: مور مې راغلې په داسې حال کې چې مايله ده، نو آيا له هغې سره خواخوږي وکړم؟ هغه وفرمايل: هو، له مور سره دې صله رحمي وکړه. صحيح بخاري

بلکې که مور او پلار هڅه وکړي او دا کوښښ وکړي چې بچی يې له اسلام څخه کفر ته واړوي، نو اسلام په دغه حال دا امر ورته کوي چې پيروي يې ونه کړي او پر الله به مؤمن پاتې کيږي او له هغوی دواړو سره به ښېګڼه کوي او په ښه توګه به ملګرتیا ورسره کوي. الله تعالی فرماېلي: او كه چېرې هغوى دواړه پر تا زور واچوي چې له ما سره هغه څه شريك كړې چې له تا سره د هغه څه علم نشته نو بيا د هغوى مه منه، خو په دنيا كې ښه چلند ورسره كوه، او د هغه چا لارې پسې ځه چې زما په خوا راګرځېدلى وي، بيا ستاسې راتلل زما په لور دي نو زه به مو په هغه څه خبروم چې تاسې به كول. (د لقمان سورت: ۱۵ ايت)

او اسلام یو مسلمان د مشرکو خپلوانو يا نورو مشرکانو سره چې هغوی له مسلمانانو سره په جنګ نه وي له ښېګنې څخه نه ايساروي، الله تعالی فرماېلي: چا چې په دين كې ستاسو سره جګړه نه ده كړې او له خپلو كورونو يې نه يئ اېستلي؛ نو الله مو هغوى سره له ښېګڼې او انصاف څخه نه ايساروي، په رېښتيا الله انصاف کوونکي خوښوي. (د الممتحنه سورت: ۸ ايت)

اسلام مسلمانانو ته د خپلو اولادونو په اړه د سپارښتنې امر کوي، تر ټولو لوی هغه څه چې اسلام يو پلار ته پرې امر کوي هغه دا چې خپل اولاد ته د الله حقوق ور وښيي، لکه نبي صلی الله عليه وسلم چې خپل د تره زوی عبدالله بن عباس رضي الله عنهما ته وفرمايل: اې هلکه يا هلکيه! ايا داسې کلمې درونه ښيم چې الله ګټه درته پرې ورسوي؟ نو ما وويل: ولې نه. هغه وفرمايل: د الله د حدودو حفاظت وکړه، الله تعالی به ستا حفاظت وکړي، د الله تعالی د حدودو حفاظت وکړه الله تعالی به دې مخې ته ومومي، هغه ته په هوسايۍ کې متوجه اوسه، هغه به دې په سختۍ کې مرسته وکړي، کله چې څه غواړې؛ نو له الله يې غواړه او که مرسته غواړې؛ نو له الله يې غواړه. احمد روايت کړی۲۸۷/۴

او الله يو مور او پلار ته امر کړی چې خپلو اولادونو ته هغه څه وروښيي چې هغوی ته د دين او دنيا په چارو کې ګټه رسوي. الله تعالی فرماېلي: اې هغوکسانو چې ايمان مو راوړئ! خپل ځانونه او خپل بچي مو له هغه اور څخه وساتئ چې خس خاشاك يې انسانان او ډبرې دي. چې پر هغه به غوسه ناك، سخت زړې پرېښتې (ولاړې) وي، كوم چې د الله له حكمه سرغړاوى نه كوي او چې څه امر ورته كيږي هغه پر ځاى كوي. (د التحريم سورت: ۶ ايت)

او له علي رضي الله عنه څخه د الله د هغه وينا په اړه روايت دی: ځانونه او کورنۍ مو له اوره وساتئ.

هغه وايي: "هغوی ته ادب وروښيئ او پوهه وروښيئ" او نبي صلی الله عليه وسلم يو پلار ته امر کړی چې خپل بچي ته لمونځ وروښيي، تر څو يې پر هغه روزنه وشي.

نبي صلی الله عليه وسلم فرماېلي: اولادونو ته مو د لمانځه امر کوئ کله چې هغوی اوه کلن شي. ابوداود روايت کړی

او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرماېلي: ستاسو هر يو شپون دی او هر يو مو د خپل رعيت په اړه مسؤول دی، امام شپون دی او د خپل رعيت په اړه مسئول دی، سړی په خپله کورنۍ کې شپون دی او د خپل رعيت په اړه مسئول دی، ښځه د خپل مېړه په کور کې شپنه ده او د خپل رعيت په اړه مسؤوله ده، خادم د خپل بادار د مال شپون دی او د خپل رعيت په اړه مسئول دی، هر يو ستاسو شپون او د خپل رعيت په اړه مسئول دی. صحیح بن حبان روايت کړی ۴۴۹۰

او اسلام يو پلار ته د خپلو اولادونو او کورنۍ د نفقې امر کړی دی او ۱۸ مه فقره کې د دې اړوند لږ بحث تېر شو، او نبي صلی الله عليه وسلم پر خپل اولاد د نفقې ثواب هم بيان کړی دی ويلي يې دي: غوره دينار چې يو څوک يې لګوي: هغه دينار دی چې پر خپل بچو يې لګوي، بل هغه دينار چې د الله په لار کې يې پر خپله سپرلۍ لګوي او بل هغه دينار چې يوڅوک يې د الله په لار کې پر خپلو ملګرو لګوي.

ابوقلابه وايي پر عیال يې پيل وکړ، بيا ابوقلابه وايي: او تر هغه سړي به د چا ثواب لوی وي چې پر خپل کوچنیانو بچیانو لګښت کوي، د هغوی ساتنه کوي او يا الله هغوی ته پرې ګټه رسوي او غنيان کوي يې. صحيح مسلم ۹۹۴

 اسلام په وينا او کړنه کې که څه هم له دوښمن سره وي پر عدالت امر کوي.

الله سبحانه وتعالی په خپلو کړنو او د بندګانو ترمنځ په تدبير کې پر عدل او انصاف متصف دی، او په هر هغه څه کې چې امر يې پرې کړی او منع يې ترې کړې ده، څه يې چې پيداکړي او اندازه کړي دي پر نېغه لار دی، الله تعالی فرماېلي: الله شاهدي ادا كړې چې له هغه پرته بل معبود نشته پرېښتو او د پوهې څښتنانو هم چې (الله) پر عدالت ولاړ دی، نشته بل حقدار د بنده ګۍ مګر همغه حكمت والا برلاسى.

(د آل عمران سورت: ۱۸ ايت)

او الله پر عدل امر کوي. الله تعالی فرماېلي: ووايه: ماته مې پالونکي پر عدالت مر کړی دی. (د الأعراف سوررت: ۲۹ ايت)

ټول رسولان او نبيان عليهم الصلاة والسلام له عدل سره راغلي دي، الله تعالی فرماېلي: موږ خپل رسولان په رېښتيا له ښكاره دليلونو سره لېږلي او هغوى سره مو كتاب او تله هم رانازل كړي تر څو خلك په انصاف ولاړ اوسي. (د الحديد سورت: ۲۵ ايت)

تله هغه: په ويناوو او کړنو کې عدالت دی.

اسلام په وينا او کړنه کې که څه هم له دوښمن سره وي پر عدالت امر کوي. الله تعالی فرماېلي: اې هغو کسانو چې ايمان مو راوړئ! په عدل ولاړ اوسېږئ، د الله لپاره شاهدان، كه څه هم پرخپلو ځانو مو وي يا پر مور او پلار او خپلوانو، شتمن وي كه بېوزله، خو الله تر هر چا زيات د هغو دواړو خواوو خيرغوښتونكى دى، نو په (خپل) هوس پسې مه ځئ چې بيا له حقه هم واوړئ او كه ژبې واړوئ را واړوئ يا څنګ وكړئ نو بیىشكه الله پر هغو کارونو ښه خبردى چې تاسو يې كوئ. (د النساء سورت: ۱۳۵ ايت)

 او الله تعالی فرماېلي: او د هغه قوم دوښمني چې له مسجد حرام نه يې ايساركړي وئ، بايد تاسو دې ته چمتو نه كړي چې تېرى وكړئ او تاسو په ښېګڼه او ځان ساتنه كې يو له بله مرسته وكړئ او په ګناه او تېري كې يو له بل سره مرسته مه كوئ او له الله څخه وډار شئ، بېشكه د الله عذاب ډېرسخت دى. (د المائده سورت: ۲ ايت)

او الله تعالی فرماېلي: اې هغو کسانو چې ايمان مو راوړئ! د الله لپاره په حق ولاړ او په عدل شاهدان اوسئ، او د كومې ډلې دوښمني مو دومره و نه پاروي چې بيا عدالت ونه كړئ، عدل كوئ، دا ځان ساتنې ته ډېر نېږدې دی. (د المائده سورت: ۸ ايت)

نو آيا نن د ملتونو په قوانينو او يا د خلکو په دينونو کې دا ډول په حقه د ګواهۍ او رېښتيا وينا امر مومې، که څه هم د ځان، مور او پلار او يا خپلوانو پر خلاف وي او دا چې د عدالت امر له دوښمن او دوست دواړو سره دې وي؟

او نبي صلی الله عليه وسلم د اولادونو ترمنځ د عدالت کولو امر کړی دی. له عامر څخه روايت دی وايي: د بشير زوی له نعمان رضي الله عنهما څخه مې واورېدل په داسې حال کې چې پر منبر و ويې ويل: ماته مې پلار يوه ډالۍ راکړه؛ د رواحه لور عمره ووېل: زه يې تر هغه نه منم چې تر څو رسول الله صلی الله عليه وسلم ګواهي نه وي ورکړې؛ نو هغه رسول الله صلی الله عليه وسلم ته راغی ويې ويل: ما مې خپل هغه زوی ته چې د رواحه له لور عمره څخه دی يوه ډالۍ ورکړې ده چې هغې ماته امر کړی تر څو اې د الله رسوله! زه تا شاهد ونيسم، هغه وفرمايل: ايا ټولو بچيانو ته دې دغه ډول ډالۍ ورکړې ده؟ هغه وويل: نه. هغه وفرمايل: "له الله څخه وډار شه او د اولادونو ترمنځ دې عدل وکړه" نو هغه را وګرځېدی او خپله ډالۍ يې واپس واخېستله. صحيح بخاري ۲۵۸۷.

دا ځکه چې د خلکو او هېوادونو چارې يوازې پر عدل سمې درېدلای شي او خلک د خپلو دينونو، وينو، اولادونو، عزتونو، مالونو او هېوادونو په اړه يوازې په عدالت سره په امن کې کېدلای شي، نو ځکه موږ وينو چې کله د مکې کفارو مسلمانان ډېر تنګ کړل، نبي صلی الله عليه وسلم حبشې ته د هجرت کولو امر ورته وکړ او لامل يې دا بيان کړ چې هلته يوعادل پاچا دی چې د هغه په هېواد کې پر هيچا ظلم نه کيږي.

او اسلام له ټولو خلکو سره په نېکۍ کولو امر کوي او غوره اخلاقو او ښو کړنو ته بلنه کوي.

اسلام له ټولو خلکو سره په نېکۍ کولو امر کوي.

الله تعالی فرماېلي: پرته له شکه الله پر عدل، نېکۍ او خپلوانو ته پر ورکړه امر کوي. (د النحل سورت: ۹۰ ايت)

او الله تعالی فرماېلي: هغه کسان چې په هوسايي او تنګستیا كې لګښت كوي او غوسه زغمونكي او له (بدۍ د) خلكو تېرېدونكي وي، او الله (داسې) نېكان خوښوي. (د آل عمران سورت: 134آيت)

رسول محمد صلی الله عليه وسلم فرماېلي: پرته له شکه الله په هرڅه کې ښېګڼه لازمه کړې ده؛ نو کله چې وژل کوئ په سمه توګه يې کوئ او کله چې ذبح کوئ په سمه توګه ذبحه کوئ، ستاسو هر يو دې خپله چاړه ښه تېره کړي او څاروی دې په ارامه سره ذبحه کړي. صحيح مسلم ۱۹۵۵

اسلام ښو اخلاقو او غوره کړنو ته بلنه کوي، الله تعالی د خپل رسول محمد صلی الله عليه وسلم په ستاينه کې په مخکېنيو کتابونو کې وايي: هغه کسان چې د همدغه نالوستي رسول او نبي پيروي كوي د كوم چې هغوی په تورات او انجيل كې يې (نوم) ليكلى مومي، (هغه) چې د ښېګڼې امر ورته كوي، له بدي يې ايساروي، پاكيزه شيان ورته حلالوي، ناپاكه ورباندې حراموي او درانه پيټي يې ترې ايسته كوي او هغه بنديزونه چې پر هغوى وو (له منځه وړي) نو چا چې ايمان پرې راوړ، ملاتړ او مرسته يې وكړه او په هغې رڼايي پسې روان شول چې له هغه سره نازله شوې، همدوى بريالي دي. (د الاعراف سورت: ۱۵۷ ايت).

او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرماېلي: اې عائشې بېشکه الله مهربانه دی مهرباني خوښوي او پر مهربانۍ هغه څه ورکوي چې په سختګېرۍ يې نه ورکوي او نه يې له هغه پرته پر بل څه ورکوي. صحيح مسلم ۲۵۹۳ او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرماېلي: بېشکه الله پرتاسو د ميندو نافرماني، د لوڼو ژوندي خښول، د فرضي صدقو نه ورکول او ناروا شيانو غوښتل حرام کړي دي، او ستاسو لپاره يې بې خايه خبرې، بې ګټې پوښتنې او د مال ضايع کول ناخوښ کړي دي. صحيح البخاري ۲۴۰۸

او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرماېلي: تر هغه به جنت ته داخل نشئ تر څو مو ايمان نه وي راوړی او تر هغه به ايمان رانه وړئ تر څو له يوبل سره مينه ونه کړئ او آيا هغه څه درته ونه ښيم چې کله مووکړل له يوبل سره به مينه وکړئ؟ هغه دا چې په خپلو منځو کې سلام کوئ. صحيح مسلم ۵۴

 او اسلام د ښو اخلاقو لکه رېښتينولۍ، د امانت اداکولو، پاک لمنۍ، حياء، شجاعت، قربانۍ، سخاوت، د اړ سره مرسته کولو، له بې وزله سره کمک کولو، وږي ته خواړه ورکولو، ښه ګاونډيتوب، صله رحمۍ او پر څارويو مهربانۍ امر کوي.

او اسلام پر ښو اخلاقو امر کوي، رسول الله صلی الله فرماېلي: بېشکه زه يوازې د ښو اخلاقو د بشپړولو لپاره رالېږل شوی يم.

صحيح الادب المفرد ۲۰

او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرماېلي: پرته له شکه ماته په تاسو کې تر ټولو محبوب او د قيامت په ورځ د مجلس له پلوه نېږدې هغه څوک دی چې په تاسو کې ښه اخلاق لري، او له تاسو بدترين او د قيامت په ورځ د مجلس له پلوه تر ټولو لېرې زيات خبرې کوونکي، د خپلو خبرو غوره ګڼونکي او لويي کوونکي دي، هغوی وويل: ثرثارون او متشدقون خو پېژنو، خو د متفيهقون څوک دي؟ هغه وفرمايل: لويي کوونکي. السلسلة الصحيحة ۷۹۱

او له عبدالله بن عمر رضي الله عنهما څخه روايت دی وايي: نبي صلی الله عليه وسلم نه په طبیعي ډول د بدوخبرو کوونکی او نه په تکلف سره د بدوخبرو کوونکی و، او هغه به ويل: له تاسو غوره ستاسو څخه د ښو اخلاقو والا دی. صحيح البخاري ۳۵۵۹

له دې سربېره نور يوشمېر ايتونه او حديثونه پردې دلالت کوي چې اسلام په عمومي ډول ښواخلاقو او غوره کارونو ته هڅونه کړې ده.

او پر کوم څه چې اسلام امر کوي: هغه رېښتينولي ده، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرماېلي: پرتاسو رېښتينولي لازمه ده، ځکه رېښتينولي نېکۍ ته لارښوونه کوي او نيکي جنت ته لارښوونه کوي او سړی تل رېښتيا وايي او د رېښتينولۍ په لټه کې وي تر دې چې د الله په وړاندې رېښتينی وليکل شي. صحيح مسلم ۲۶۰۷

او پر کوم څه چې اسلام امر کوي: له هغو څخه يو د امانت اداکول دي، الله تعالی فرماېلي: پرته له شکه الله تاسو ته امر کوي چې امانتونه خپلو اهلو ته وسپارئ. (د النساء سورت: ۵۸ ايت)

او پر کوم څه چې اسلام امر کوي له هغو څخه: پاک لمني ده، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرماېلي: درې کسان داسې دي چې پر الله يې مرسته لازمه ده: او له هغو څخه يې هغه نکاح کوونکی ذکر کړی چې پاک لمني غواړي. سنن ترمذي ۱۶۵۵

او د نبي صلی الله له دعاوو څخه دا وه چې ويل به يې: اې الله! زه ستا څخه د لارښوونې، پاک لمنۍ او د زړه دې غني والي غوښتنه کوم. صحيح مسلم ۲۷۲۱

او پر کومو شيانو چې اسلام امر کوي له هغو څخه يوه حيا ده، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرماېلي: حيا يوازې خير راوړي صحيح بخاري ۶۱۱۷

او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرماېلي: د هر دين لپاره اخلاق وي او د اسلام اخلاق حياء ده. بيهقي په شعب الايمان کې د دغه حديث تخريج کړی۲۶۱۹/۶

او له هغو شيانو څخه چې اسلام امر پرې کوي شجاعت هم دی، له انس رضي الله عنه څخه روايت دی وايي: نبي صلی الله عليه وسلم تر ټولو خلکو د غوره اخلاقو، تر ټولو خلکو زيات شجاع او تر ټولو خلکو زيات سخي و، او يوځل د مدينې خلک په يوه وېره کې شول؛ نو نبي صلی الله عليه وسلم تر ټولو پر آس مخکې و. صحيح بخاري ۲۸۲۰

او رسول الله صلی الله عليه وسلم به له بزدلۍ څخه پناه غوښتله ويل به يې: اې الله! زه پر تا له بزدلۍ څخه پناه غواړم. صحيح بخاري ۶۳۷۴

او پر کوم څه چې اسلام امر کوي له هغو څخه د الله په لار کې لګښت او سخا هم دي، الله تعالی فرماېلي: د هغو خلكو مثال چې خپل مالونه د الله په لاركى لګوي داسې ده لكه يوه دانه (تخم) چې اوه وږي راشنه كړي (بيا) په هروږي كې سل دانې وي او چاته چې الله غواړي (نورهم) زياتوي او الله ښه پوه د پراخۍ څښتن دى. (د البقره سورت: ۲۶۱ ايت)

او د رسول الله صلی الله عليه وسلم اخلاق سخاوت و، له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روايت دی وايي: نبي صلی الله عليه وسلم په ښېګڼه کې ترټولو خلکو زيات سخي و او په روژه کې به چې کله جبرئيل ورته راتلی نو تر ټولو زيات به سخي و او جبرئيل عليه السلام د رمضان مياشتې په هره شپه کې ورسره کتل تردې چې وفات شو، نبي صلی الله عليه وسلم به هغه ته قرآن اورولو، کله به چې جبرئيل عليه السلام ورته راغی، هغه به تر باران اوروونکې وريېځې هم زيات سخي و. صحيح بخاري ۱۹۰۲

او پر کوم څه چې اسلام امر کوي له هغو څخه د اړ تن مرسته کول، د بې وزله کمک کول، وږي ته خواړه ورکول، له ګاونډي سره ښه چلند کول، له خپلوانو سره صله رحمي کول او پر څارويو رحم کول دي.

له عبدالله بن عمر رضي الله عنهما څخه روايت دی چې یو سړي له نبي صلی الله عليه وسلم څخه وپوښتل: کوم اسلام غوره دی؟ هغه وفرمايل: چې چاته خواړه ورکړې او څوک چې پېژنې او که يې نه پېژنې پر هغو سلام واچوې. صحيح بخاري ۱۲

او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرماېلي: په داسې حال کې چې يوسړی پر لاره تللو سخته تنده پرې راغله چې يوه څاه يې ومونده، نو ورکوز شو او اوبه يې وڅښلې، بيا ترې راووتلو، ګوري چې يو سپی ستميږي او له تندې څخه نمناکه خاوره خوري؛ نو سړي وويل: دغه سپي ته داسې تنده رسېدلې لکه ماته چې رسېدلې وه؛ نو څاه ته کوز شو، موزه يې له اوبو ډکه کړه، بيا یې په خوله کې ونيوله (راواېستله) سپی يې اوبه کړ، الله د هغه دغه عمل قبول کړ او بښنه يې ورته وکړه، هغوی وويل: اې د الله رسوله! ايا موږ ته په څارويو کې هم ثواب شته؟ هغه وفرمايل: هو، په هر لانده ځيګر والا کې ثواب دی. صحيح بن حبان ۵۴۴.

او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرماېلي: پر کونډه او بې وزله کوښښ کوونکی(پاملرونکی) لکه د الله په لار کې مجاهد، د شپې لمونځ کوونکی او د ورځې روژه نيوونکی داسې دی. صحيح بخاري ۵۳۵۳

او اسلام د خپلوانو پر حقوقو ټينګار کوي او د خپلوانو صله رحمي يې واجب کړه، الله تعالی فرماېلي: (دا) نبي پر مؤمنانو له خپلو ځانو يې هم زيات حق لرونكى دى او د هغه مېرمنې يې ميندې دي او د الله په كتاب كې د خپلوۍ څښتنان يو پربل ډېر حق لرونكي دي نظر له نورو مؤمنانو او مهاجرينو څخه، مګر كه تاسې له خپلو دوستانو سره څه ښېګڼه وكړئ، همدا په كتاب كې ليكل .شوي دي. (د الأحزاب سورت: ۶ ايت)

او د خپلوۍ له پرېکولو سره يې وېرولي او په ځمکه کې د فساد غوندې يې ښودلې ده، الله تعالی فرماېلي: نو آیا تاسو، كه چېرې حاكمان شئ، دې ته نژدې يئ چې تاسو به په زمكه كې فساد وكړئ او خپل قرابتونه (خپلویانې) به پرې كړئ. هغوى داسې خلك دي چې الله پرې لعنت كړى نو هغوى يې كاڼه او سترګې يې ورړندې كړې دي. (د محمد سورت: ۲۲- ۲۳ ايتونه)

او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: جنت ته به خپلوۍ پرې کوونکي داخل نشي. صحيح مسلم ۲۵۵۶ هغه خپلوان چې پالل يې واجب دي: مور او پلار، وروڼه، خويندې، ترونه، عمه ګانې، ماماګان او خاله ګانې دي.

او اسلام د ګاونډي پر حق ټينګار کوي، که څه هم کافر وي، الله تعالی فرماېلي: او (يوازې) د الله تعالی بنده ګي وکړئ او هيڅ شى مه ورسره شريكوئ، مور او پلار سره ښېګڼه كوئ خپلوانو سره، يتيمانو، مسكينانو، خپلوان ګاونډي، پردي ګاونډي، د څنګ ملګري، مسافر او له هغو سره چې ستاسو په واك كې وي بېشكه الله هغه څوك نه خوښوي چې ځان ستايونكي كبرجن وي. (د النساء سورت: ۳۶ ايت)

او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرماېلي: جبرئيل به تل ماته د ګاونډي په اړه سپارښتنه کوله تردې چې فکر مې وکړ چې هغه به ميراث وړي. صحيح ابوداود۵۱۵۲

 اسلام د خوراک او څښاک پاک شيان حلال کړي دي او د زړه، بدن او کور پر پاکوالي يې امر کړی، له همدې امله يې نکاح حلاله کړې ده، لکه نبيانو عليهم السلام ته يې چې امر پرې کړی، چې هغوی پر هر پاک شي امر کړی دی.

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرماېلي: اې خلکو! پرته له شکه الله پاک دی، يوازې پاک شيان قبلوي او الله مؤمنانو ته پر هغه څه امر کړی چې رسولانو ته يې پرې امر کړی و، الله تعالی فرمايي: ای رسولانو! له پاکو شيانو خوراک کوئ او نېک کارونه کوئ، پرته له شکه زه پر هغه څه ښه پوه يم چې تاسو يې کوئ.

او الله تعالی فرمايي: اې هغو کسانو چې ايمان مو راوړئ! له هغو پاکو شيانو خوراک کوئ چې په روزۍ مو درکړي دي او د الله شکر وباسئ که چېرې تاسې يوازې د هغه عبادت کوئ.

وايي: بيا يې هغه سړی ياد کړ چې اوږد سفر کوي، ببرسر، سپېره وي خپل لاسونه اسمان ته پورته کوي وايي: اې پالونکيه اې پالونکيه! په داسې حال کې چې خوراک يې حرام وي، جامې يې له حرامو وي، څښاک يې حرام وي او په حرامو پالل شوی وي؛ نو چېرې به دغه لره دعا قبوله شي. صحيح مسلم ۱۰۱۵

او الله تعالی فرماېلي: ورته ووايه: د الله هغه (د) ښكلا (سامان) چا حرامه كړې چې خپلو بندګانو ته يې را اېستلې او د روزۍ هغه پاكيزه شيان؟ ورته وايه: هغه خو په دنيوي ژوند كې هم (اصلاً) د مؤمنانو لپاره دي او د قيامت په ورځ خو به يوازې د هغوى لپاره وي، په همدې توګه موږ هغو خلكوته خپل آيتونه څرګند بيانوو چې پوهيږي. (د الأعراف سورت: ۳۲ ايت)

او اسلام د زړه، بدن او کور پر پاکوالي امر کړی دی، له همدې امله يې نکاح حلاله کړې ده، لکه څنګه يې چې پردې نبيانو او رسولانو عليهم السلام ته امر کړی، چې هغوی په هر پاک شي امر کوي، او الله تعالی فرماېلي: او الله تاسو ته له خپله جنسه مېرمنې پيدا كړې او له مېرمنو يې زامن او لمسي دركړي او له ښو پاكيزه شيانو يې روزي دركړې ده، نو ايا هغوى باطل مني او د الله له پېرزوينې انكار كوي.

(د النحل سورت: ۷۲ ايت)

او الله تعالی فرماېلي: او جامې دې پاکې کړه (۴) او پليتي پرېږده (۵) (د المدثر سورت: ۴- ۵ ايتونه)

او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرماېلي: او جنت ته به هغه څوک داخل نشي چې په زړه کې يې يوه ذره لويي وي. يو سړي وويل: بېشکه يوسړی خوښوي چې جامې يې ښايسته وي، څپلۍ يې ښايسته وي، هغه وفرمايل: پرته له شکه الله ښايسته دی، ښايست خوښوي، لويي له حق څخه انکار کول او د خلکو کم ګڼل دي. صحيح مسلم ۹۱

 اسلام د نارواوو اصول لکه پر الله شرک او کفر کول، د بوتانو لمانځل، پرته له پوهې پر الله خبرې تړل، د اولادونو وژل، د محترم نفس وژل، په ځمکه کې فساد کول، کوډې، ښکاره او پټې بې حيايۍ، زنا او لواطت حرام کړي دي، او سود، د مردارې خوړل او د هغه څه خوړل يې حرام کړي دي چې د بوتانو او غلطو معبودانو لپاره ذبح کړل شوي وي، د خنزير غوښه او ټول پليت او ناپاک شيان یې حرام کړي دي، د يتيم مال خوړل، په پېمانه او تول کې کموالی او زياتوالی يې حرام کړي دي، د خپلويو پرې کول يې حرام کړي دي، او ټول نبيان عليهم السلام د دغو نارواوو پر حراموالي په يوه خوله دي.

الله تعالی فرماېلي: ورته ووايه: راشئ هغه څه در باندې ولولم چې ستاسو رب در باندې حرام كړي، دا چې هيڅ شی به نه ورسره شريكوئ، له مور او پلار سره به ښېګڼه كوئ، د بې وزلۍ له امله به خپل اولاد نه وژنئ، تاسو او هغوى دواړوته موږ روزي دركوو بې حيا كارونه كه ښكاره وي او كه پټ، مه ورنېږدې كيږئ، داسې څوک مه وژنئ چې الله (يى وژل) حرام كړي وي، پرته له حقه. په دې سره الله تاسو ته حكم كړى چې له عقله كارواخلئ. او (بل دا چې) د يتيم مال ته مه ورنېږدې كيږئ مګر په ښه طريقه، تر هغه چې خپلې ځوانۍ ته ورسيږي، پېمانه او تول په عدل سره پوره کوئ، هيڅوك د هغه له وس پورته نه مکلفوو، او چې خبره مو كوله نو انصاف كوئ، كه څه هم خپلوان وي، او د الله په لوظ وفا كوئ، پر همدې سره يې تاسوته حكم كړى، ښايي چې نصيحت ومنئ.

(د الأنعام سورت: ۱۵۱- ۱۵۲ ايتونه)

او الله تعالی فرماېلي: ورته وايه: زما پالونکي يوازې ښكاره او پټ د بې حيايۍ كارونه حرام كړي، ګناه، په ناحقه تېرى، دا چې الله سره هغه څه شريك وګڼئ چې د هغه په هكله يې څه سند نه دى رانازل كړى او داچې پر الله پورې داسې څه ووايئ چې نه (ورباندې) پوهيږئ. (د الاعراف سورت: ۳۳ ايت).

او اسلام د محترم نفس وژل حرام کړي دي، الله تعالی فرماېلي: او هغه څوک مه وژنئ چې الله تعالی ئې وژل حرام كړي دي مګر په حقه، او هر څوك چې په ظلم سره ووژل شو نو بېشکه موږ يې وارث ته (د بدل اخيستو) حق وركړى خو په وژلو كې به زياتى نه كوي، بېشكه هغه سره مرسته شوې ده. (د الإسراء سورت: ۳۳ ايت)

او الله تعالی فرماېلې: او هغه کسان چې له الله سره بل معبود نه رابولي او نه پرته له حقه هغه څوک وژني چې الله ئې وژل حرام كړي وي او نه زنا كوي او څوك چې داسې وكړي، هغه به خپله ګناه مومي. (د الفرقان سورت: ۶۸ ايت)

او اسلام په ځمکه کې فساد کول حرام کړي دي، الله تعالی فرماېلي: او په ځمکه د هغې له سمون وروسته ورانکاری مه کوئ. (د الاعراف سورت: ۵۶ ايت)

او الله تعالی له شعيب عليه السلام څخه په خبر ورکولو سره وويل چې هغه يې خپل قوم ته ويل: اې زما قومه! د الله عبادت وکړئ له هغه پرته بل الله نشته، پرته له شکه تاسوته مو د پالونکي له لوري نښانه راغله، نو پوره پوره پېمانه او تول کوئ او له خلکو څخه د هغوی په شيانو کې کمی مه کوئ او په ځمکه کې د هغې له سمون وروسته ورانکاری مه کوئ، دغه ستاسو لپاره غوره دی که مؤمنان ياست. (د الأعراف سورت: ۸۵ ايت)

او الله تعالی جادو حرام کړی دی، الله سبحانه وتعالی فرماېلي: او څه دې چې په لاس كې دي هغه وغورځوه، هغوى چې څه جوړ كړي هغه به له ستوني تېروي، دا څه يې چې جوړ كړي، د كوډ ګر چل دی، او كوډګر چې هر چېرته راشي نه بريالى كيږي. (د طه سورت: ۶۹ ايت)

او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرماېلي: له اوو تباه کوونکو څخه ځانونه وساتئ، هغوی وويل: اې د الله رسوله! هغه څه دي؟ هغه وفرمايل: پر الله شرک کول، کوډې، د داسې چا وژل چې الله حرام کړی وي مګر په حق، د سود خوړل، د يتيم مال خوړل، د جنګ په ورځ تېښته او پر پاک لمنو مؤمنو بې خبرو ښځو تور لګول. صحيح بخاري ۶۸۵۷

او اسلام ښکاره او پټې بې حيايۍ، زنا او لواطت حرام کړي دي، د دغې فقرې په پيل کې د هغو ايتونو يادونه تېره شوه چې پر دغو يې دلالت کولو، او اسلام سود حرام کړی دی، الله تعالی فرماېلي: اې هغو کسانو چې ايمان مو راوړئ! له الله وډارشئ او له سود څخه چې څه پاتې وي هغه ورپرېږدئ كه (رېښتيني) مؤمنان ياست. او كه دا مو ونه كړل نو خبرشئ (او ځان چمتوكړئ) د الله او د هغه له رسول سره يوې جګړې ته، او كه توبه مو وكړه؛ نو ستاسو لپاره خپلې پانګې دي، نه به ظلم كوئ او نه دې ظلم درباندې كيږي.

(د البقره سورت: ۲۷۸- ۲۷۹ ايتونه)

او الله د هيڅ ګناه والا داسې نه دی ګواښلی لکه د سود والا يې چې ګواښلی؛ ځکه سود د دينونو، هېوادونو، مالونو او نفسونو ورانوالی دی.

او اسلام د مردارې او هغه څه خوړل حرام کړي دي چې د بوتانو او ناحقه معبودانو لپاره ذبح شوي وي، او د خنزير غوښه يې حرامه کړې ده، الله تعالی فرماېلي: پرتاسې حرامه کړل شوه مرداره، وينه (بهېدونکی)، د خنزير غوښه، هغه چې له الله پرته د بل چا په نوم حلال شوى وي، په ستوني خپه کړل شوى، ويشتلى، غورځېدلى، په ښكر څېرې شوى، هغه چې ځناورو خوړلى وي خو پرته له هغه چې تاسويې حلال كړئ، هغه چې د كوم ناروا ځاى يا څه بل شي په نوم حلال شوى وي او داچې د فال په غشو خپلې تالې وګورئ، دا ټول فسق دى. (د المائده سورت: ۳ ايت)

او اسلام د شرابو او ټولو پليتو او مردارو شيانو څښل حرام کړي دي، الله تعالی فرماېلي: اې هغو کسانو چې ايمان مو راوړی! پرته له شکه شراب، جواري، د غير الله د عبادت ځايونه او د فال غشې دا ټول ناولي شيطاني كارونه دي نو ډډه ترې وكړئ چې بريالي شئ. خبره داده چې شيطان غواړي په شرابو او جواري سره مو ترمنځ دوښمني او کينه واچوي او د الله له يادولو او لمانځه څخه مو ايساركړي، نو آيا تاسو ترې ايسارېدونكي ياست؟ (د المائده سورت: ۹۰- ۹۱ ايتونه)

 او په ۳۱ مه فقره کې د الله د خبر ورکولو ذکر تېر شو چې په تورات کې د رسول صلی الله عليه وسلم صفتونو څخه يې ورکړی، چې پر هغوی يې پليت شيان حراموي، الله تعالی فرماېلي: هغه کسان چې د همدې امي (نالوستي) رسول پيروي كوي كوم چې هغوى سره په تورات او انجيل كې يې (نوم) ليكلى مومي، (هغه) چې د ښېګڼې امر ورته كوي، له بدۍ يې ايساروي، پاكيزه شيان ورته حلالوي، ناپاكه ورباندې حراموي او درانه پېټي يې ترې ايسته كوي او هغه بنديزونه چې پر هغوى وو (ماتوي يې). (د الأعراف سورت: ۱۵۷ ايت)

او اسلام د يتيم مال خوړل حرام کړي دي، الله تعالی فرماېلي: او يتيمانوته يې خپل مالونه وركوئ او ناپاك په پاك مه سره بدلوئ، او مه يې مالونه خپلو مالونو سره (ګډ) خورئ، دا هرومرو لويه ګناه ده. (د النساء سورت: ۲ ايت)

او الله تعالی فرماېلي: پرته له شکه هغه کسان چې د يتيمانو مالونه په ظلم خوري نو هرومرو به هغوى په ډكو ګېډو اور خوري او ژر به ګرم اورته ننوځي.

(د النساء سورت: ۱۰ ايت)

او اسلام په پېمانه او تول کې کموالی او زياتوالی حرام کړی دی، الله تعالی فرماېلي: تباهي ده هغه چا لره چې په تول او پېمانه کې کمی کوي. هغه كسان چې ځان ته يې پر خلكو پيمانه كوي نو پوره يې اخلي. او چې هغوی ته پيمانه يا تول كوي نو كم وركوي. آيا هغوى باور نه كوي چې دوی به دوباره بیا راژوندي کولی شي. (د المطففين سورت: ۱- ۴ ايتونه).

او اسلام د خپلويو پرې کول حرام کړي دي، په ۳۱ مه فقره کې د هغو آيتونو او حديثونو ذکر تېر شو چې پر دغه يې دلالت کولو، ټول نبيان او رسولان د دغو نارواوو پر حراموالي په يوه خوله دي.

 اسلام له بدو اخلاقو لکه درواغو، دوکې، غدر، خيانت، فرېب، حسد او ناوړه چل، غلا، بغاوت او تېري څخه منعه کړې ده او له هر ډول پليتو اخلاقو يې منعه کړې ده.

اسلام په عمومي ډول له بدو اخلاقو څخه منعه کړې ده، الله تعالی فرماېلي: او (په كبر سره) له خلكو مخ كوږ مه نيسه او مه په ځمكه كې په ناز او نخرو ګرځه، بېشكه د الله هر یو كبرجن او لاپو خوښيږي. (د لقمان سورت: ۱۸ ايت)

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرماېلي: پرته له شکه ماته په تاسو کې ترټولو محبوب او د قيامت په ورځ د مجلس له پلوه نېږدې هغه څوک دي چې په تاسو کې ښه اخلاق لري، او له تاسو بدترين او د قيامت په ورځ د مجلس له پلوه ترټولو لېرې زيات خبرې کوونکي، د خپلوخبرو غوره ګڼونکي او لويي کوونکي دي، هغوی وويل: ثرثارون او متشدقون خو پېژنو، خو د متفيهقون څوک دي؟ هغه وفرمايل: لويي کوونکي. السلسلة الصحيحة ۷۹۱

اسلام له درواغو منع کوي، الله تعالی فرماېلي: پرته له شکه الله له بريده اوښتونکي او درواغجنو ته لارښوونه نه کوي. (د غافر سورت: ۲۸ ايت)

او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرماېلي: له درواغو ځانونه وساتئ، ځکه درواغ بې لارۍ ته لارښوونه کوي، او بې لاري اور ته لارښوونه کوي، او تل یو سړی درواغ وايي او د درواغو په لټه کې وي تر دې چې د الله په وړاندې درواغجن وليکل شي. صحيح مسلم ۲۶۰۷

او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرماېلي: د منافق درې نښې دي: کله چې خبرې کوي درواغ وايي، کله چې ژمنه کوي، ماتوي يې او کله چې امانت ورته اېښودل کيږي، خيانت پکې کوي. صحيح بخاري ۶۰۹۵ .

اسلام له دوکې منع کوي په حديث کې راځي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د غلې پر ټولي تېرېدی؛ نو خپل لاس يې پکې د ننه کړ، چې پر ګوتو يې لوندوالی راغی، بيا يې وويل: دا څه دي اې د غلې والا؟ هغه وويل اې د الله رسوله! پرې وریدلی دی: هغه وفرمايل: نو آيا د غلې سربېره دې نشوای کولای چې خلکو ليدلي وای، (بيا يې وويل) څوک چې دوکه ورکړي هغه له ما څخه نه دی. صحيح مسلم ۱۰۲

اسلام له غدر، خيانت او فرېب څخه منع کوي، الله تعالی فرماېلي: اې هغو کسانو چې ايمان مو راوړی! له الله او رسول سره خيانت مه كوئ او هم خپل امانتونه مه خيانت كوئ حال دا چې تاسو (ښه) پوهېږئ هم. (د الأنفال سورت: ۲۷ ايت)

او الله تعالی فرماېلي: هغه کسان چې له الله سره کړې ژمنې پوره کوي او ټينګ تړونونه نه ماتوي. (د الرعد سورت: ۲۰ ايت)

او رسول الله صلی الله عليه وسلم به خپل لښکر ته ويل کله به چې هغه ووتلو: غزا وکړئ، له بريده مه اوړئ دوکه مه کوئ، مثله مه کوئ او ماشوم مه وژنئ. صحيح مسلم ۱۷۳۱.

او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرماېلي: څلور شيان چې کله په چا کې وي هغه سوچه منافق دی او په چا کې يو عادت له هغو څخه وي په هغه کې د نفاق عادت دی ترڅو يې پرې اېښی نه وي: کله چې امانت ورته کېښودل شي خيانت پکې کوي، خبرې چې کوي درواغ وايي، ژمنه چې وکړي ماتوي يې او کله چې شخړه کوي ښکنځل کوي. صحيح بخاري ۳۴

اسلام له کينې څخه منع کوي، الله تعالی فرماېلي: یا دوی له خلكو سره په هغه څه حسد كوي چې الله په خپله لورينه وركړي، نوموږ خو د ابراهيم كورنۍ ته كتاب او حكمت وركړى او(لا دا چې) لويه پاچاهي مو وركړې ده. (د النساء سورت: ۵۴ ايت)

او الله تعالی فرماېلي: د ډېری اهل كتابو دا خوښه ده چې له خپل ايمانه مو بېرته كفرته وګرځوي(او دا) د هغه حسد له امله چې هغوى سره دى، (او) پس له هغه چې حق هم (ښه) ورته څرګند شو، نو تېرشئ او مخ وګرځوئ ترڅو چې الله خپله پرېکړه (درته) راوړي، په رېښتيا هغه پر هر څه ځواکمن دى. (د البقره سورت: ۱۰۹ ايت)

او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرماېلي: په تاسو کې له تاسو د مخکېنيو امتونو ناروغۍ را شنې شوې دي: حسد، کينه چې خرېيونکې ده، زه دا نه وايم چې وېښتان خرېيي، بلکې دين خرېيي، زما دې پر هغه ذات قسم وي چې زما ځان يې په لاس کې دی، تر هغه به جنت ته داخل نه شئ ترڅو مو ايمان نه وي راوړی او تر هغه به ايمان را نه وړئ ترڅو مو له يو بل سره مينه نه وي کړې، ايا پر داسې څه مو خبر نه کړم چې دغه څه ستاسو لپاره ثابت کړي؟ په خپلو منځو کې سلام رواج کړئ. سنن ترمذي۲۵۱۰.

اسلام له بد چل څخه منع کوي، الله تعالی فرماېلي: او همدارنګه مونږ په هر کلي کې د هغه کلي مجرمان مشران ګرځولي دي، د دې لپاره چې دوی په هغه (کلي) کې مکر او فریب وکړي، او دوی یواځې له خپلو ځانونو سره مکر کوی، په داسې حال کې دوی نه پوهېږي.

(د الأنعام سورت: ۱۲۳ ايت)

او الله تعالی خبر ورکړی چې يهودو د مسيح عليه السلام د وژلو هڅه وکړه او چل ول يې وکړ، خو الله د هغوی د چل ول ځواب ورکړ او الله دا خبره بيان کړه چې بد چل يوازې پر خپل څښتن يې ورګرځي، الله تعالی فرماېلي: نو كله چې عيسى د هغوى كفر معلوم كړ، ووېل: څوک مې د الله لوري ته ملګري دي؟ حواريانو وويل: موږ د الله (د دين) ملګري يو، په همغه الله مو ايمان راوړى او ته هم شاهد اوسه چې موږ مسلمانان يو. ای زمونږه ربه! په هغه څه مو ايمان راوړى چې تا را نازل كړي او د دغه رسول پيروي موكړې ده؛ نو موږ له شاهدانو سره وليكه. او هغوى (چى) پټ تدبير وكړ، الله (يې هم) تدبير وكړ او الله خو تر ټولو ښه تدبير نيوونكى دى. كله چې الله وفرمايل: اې عيسى! بېىشكه زه دې وفات كوونكى (يا اخيستونكى) او خپل لور ته خېژوونكى يم، او له كافرانو ستا پاكوونكى، او تر قيامته پركافرانو ستا د پيروانو اوچتوونكى يم، بيا مو زما خوا ته راتلل دي نو ستاسو تر منځ به په هغه څه کې پرېکړه وكړم چې تاسو پکې یو له بل سره اختلاف کاوه. (د آل عمران سورت: ۵۲- ۵۵ ايتونه)

او الله تعالی دا خبر ورکړی چې د صالح عليه السلام قوم په چل سره د هغه د وژلو اراده وکړه، نو چل ول يې وکړ، الله هم د هغوی د چل ځواب ورکړ، هغوی او د هغوی قوم يې ټول تباه کړل، الله تعالی فرماېلي: هغوی وويل: پر الله قسم وكړئ چې هرومرو به په هغه او كورنۍ يې د شپې يرغل كوو بيا به يې خپلوانو ته وايو چې موږ د هغه د كورنۍ د وژنې په ځاى كې حاضر نه وو او موږ بالكل رښتيني يو. هغوى يوه دسيسه جوړه كړه خو موږ هم يو پلان جوړ كړ چې هغوى خبر هم نه وو. نو ګوره چې د هغوى د دسيسې پايله څه وه؟ دا چې موږ هغوى او ټول قوم يې تباه كړل. (د النمل سورت: ۴۹- ۵۱ ايتونه)

اسلام له غلا څخه منع کوي، رسول الله صلی عليه وسلم فرماېلي: زنا کوونکی زنا نه کوي کله چې زنا کوي په داسې حال کې چې هغه دې مؤمن وي، هغه غلا نه کوي کله چې غلا کوي په داسې حال کې چې هغه دې مؤمن پاتې وي، او نه شراب څښي کله چې شراب څښي په داسې حال کې چې هغه دې مؤمن پاتې شي او توبه له دغو وروسته وړاندې کړل شوې ده. صحيح بخاري ۶۸۱۰

اسلام له بغاوت څخه منع کوي، الله تعالی فرماېلي: پرته له شکه الله د عدل، ښېګڼې او خپلوانو ته د وركړې امر كوي او له بې حيايۍ، بدۍ او تيري څخه منع كوي، هغه تاسو ته نصيحت كوي تر څو پند واخلئ.

(د النحل سورت: ۹۰ ايت)

او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرماېلي: پرته له شکه الله ماته وحي کړې دا چې تاسو امر ومنئ تر څو يو پر بل تېری ونه کړي او يو پر بل وياړ ونه کړي. صحیح ابوداود ۴۸۹۵.

اسلام له ظلم څخه منع کوي، الله تعالی فرماېلي: او الله تېری کوونکي نه خوښوي. (د آل عمران سورت: ۵۷ ايت)

او الله تعالی فرماېلي: پرته له شکه تېری کوونکي نه بريالي کيږي. (د الأنعام سورت: ۲۱ ايت)

او الله تعالی فرماېلي: او د ظالمانو لپاره يې دردوونکی عذاب چمتو کړی دی. (د الإنسان سورت: ۳۱ ايت)

او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرماېلي: درې کسان داسې دي چې دعا يې نه رديږي: يو عادل پاچا، بل روژه نيوونکی تر څو يې چې روژه نه وي ماته کړې او د مظلوم دعا پر ورېځو سربېره پورته کيږي او د اسمانونو دروازې ورته پرانېستل کيږي او رب عزوجل فرمايي: پر عزت مې دې قسم وي زه به دې هرومرو مرسته کوم که څه هم يوه موده وروسته وي. مسلم يې په ۲۷۴۹ شمېره له لږ اختلاف سره په لنډ ډول تخريج کړی، او ترمذي په ۲۵۲۶ شمېره له لږ اختلاف سره تخريج کړی او احمد په ۸۰۴۳ شمېره تخريج کړی او لفظ د هغه دی.

او کله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم معاذ رضي الله عنه يمن ته ولېږلو هغه ته يې دا هم وويل: د مظلوم له ښېرا څخه ځان وساته، ځکه د هغه د ښېرا او د الله جل جلاله ترمنځ هيڅ پرده نشته. صحيح بخاري ۱۴۹۶

او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرماېلي: خبر اوسئ چا چې پر معاهد ظلم وکړ، يا يې څه ترې کم کړل او يا يې له وس پر زيات څه مکلف کړ او يا يې د هغه د زړه له خوښې پرته څه ترې واخېستل؛ نو زه به د قيامت په ورځ د هغه لپاره دعوا کوونکی وم. سنن ابوداود ۳۰۵۲

نو اسلام لکه څنګه چې وينې له هر ډول ناوړه اخلاقو، د تېري او ظلم له معاملې څخه منع کوي.

 اسلام د هغو مالي راکړو ورکړو څخه منع کوي چې سود، ضرر، دوکه، ظلم، فرېب وي پکې او يا د مصيبتونو او د ټولنو، قومونو او افرادو د عام ضرر لامل کيږي.

د دغې فقرې په پيل کې د هغو ايتونو او احاديثو ذکر تېر شو چې سود، ظلم، دوکه او په زمکه کې فساد حراموي، الله تعالی فرماېلي: او هغه كسان چې مؤمنان او مؤمنانې ځوروي پرته له څه ګناه چې هغوى كړې وي نو بېشكه هغوى پر خپل ځان لوى درواغ او څرګنده ګناه باروي. (د الأحزاب سورت: ۵۸ ايت)

او الله تعالی فرماېلي: چا چې نېک عمل وکړ، نو د ځان لپاره يې دی، او چا چې بد کار وکړ؛ نو پر هغه دی او ستا پالونکی ظلم کوونکی نه دی. (د فصلت سورت ۴۶ ایت)

او په احاديثو کې دي: چې رسول الله صلی الله عليه وسلم پرېکړه وکړه چې نه ضرر وي او نه ضرار. یعنې نه ځان ته ضرر رسول شته نه بل ته. سنن ابوداود

او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرماېلي: څوک چې پر الله او د آخرت په ورځ ايمان لري؛ نو خپل ګاونډي ته دې ازار نه رسوي، او څوک چې پر الله او د آخرت په ورځ ايمان لري؛ نو د خپل مېلمه درناوی دې کوي، او څوک چې پر الله او د آخرت په ورځ ايمان لري؛ نو يا دې ښه خبره وکړي او يا دې چوپ پاتې شي. او په يو روايت کې دي: چې له ګاونډي سره دې ښېګڼه وکړي. صحیح مسلم ۴۷

او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرماېلي: يوې ښځې ته د يوې پېشو له امله عذاب ورکړل شو چې بندي کړې يې وه، تر دې چې مړه شوه، نو په اور کې دننه شوه، هغې ښځې پشۍ ته نه خوراک ورکولو او نه څښاک، ځکه هغه يې بندي کړې وه، او هغه يې نه پرېښودله چې د ځمکې حشرات يې خوړلي وای. صحيح بخاري ۳۴۸۲

دا د هغه چا سزا وه چې پېشکه يې ازار کړې وه؛ نو د هغه چا حال به څنګه وي چې خلک ازاروي، له ابن عمر څخه روايت وايي: رسول الله منبر ته وختلو، په لوړ غږ يې اواز وکړ او ويې فرمايل: اې هغوکسانو چې په خوله يې ايمان راوړی او زړه ته يې ايمان نه دی رسېدلی! مسلمانان مه ازاروئ او مه پېغور ورکوئ او مه يې په عيبونو پسې کېږئ، ځکه څوک چې د خپل مسلمان ورور په عيب پسې وي، الله به د هغه پر عيب پسې شي او د چا په عيب پسې چې الله شي، رسوا کوي يې که څه هم د خپل بار په منځ کې وي، هغه وويل: او ابن عمر يوه ورځ بيت الله يا کعبې ته وکتل؛ نو ويې ويل: څومره لوی شان والا يې او څومره لوی حرمت دې دی، خو مؤمن د الله په وړاندې له تا څخه هم د حرمت او درناوي له پلوه لوی دی. ترمذی يې په ۲۰۳۲ شمېره تخريج کړی او ابن حبان په ۵۷۶۳ شمېره

او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرماېلي: څوک چې پر الله او د آخرت په ورځ ايمان لري؛ نو خپل ګاونډي ته دې ازار نه رسوي، او څوک چې پر الله او د آخرت په ورځ ايمان لري؛ نو د خپل مېلمه درناوی دې کوي، او څوک چې پر الله او د آخرت په ورځ ايمان لري؛ نو يا دې ښه خبره وکړي او يا دې چوپ پاتې شي. صحيح بخاري ۶۰۱۸

او ابوهريره له نبي صلی الله عليه وسلم څخه روايت کوي چې ويې فرمايل: آيا پوهېږئ چې مفلس څوک دی؟ هغوی وويل: اې د الله رسوله! په موږ کې مفلس هغه څوک دی چې درهم او توښه نه لري، هغه وفرمايل: بېشکه زما له امت څخه مفلس هغه څوک دی چې د قيامت په ورځ به له روژې، لمانځه او زکات سره راشي، خو يو تن به راشي چې د هغه يې بې عزتي کړې وي، او پر دغه به يې تور لګولی وي، د دغه به يې مال خوړلی وي، نو هغه به کېنول شي او دغه به يې له نېکيو خپله بدله اخلي او هغه به يې هم له نېکيو بدله اخلي، کله يې چې نېکۍ خلاصې شي مخکې تردې چې د خپلو ګناهونو پور اداکړي، نو د هغوی ګناهونه به را واخېستل شي او پر هغه به ورواچول شي بيا به هغه هم په اور کې واچول شي. مسلم په ۲۵۸۱ شمېره، ترمذي په ۲۴۱۸ او احمد په ۸۰۲۹ شمېرې سره تخريج کړی او لفظ د احمد دی.

او رسول صلی الله عليه وسلم فرماېلي: پر لاره د ونې يو شاخ و چې خلکو ته يې تکليف رسولو، يوسړي هغه لرې کړ؛ نو هغه جنت ته داخل کړای شو. بخاري په ۶۵۲ شمېره د هغه معنا تخريج کړې، مسلم په ۱۹۱۴ دېته ورته، ابن ماجه په ۳۶۸۲ شمېره او احمد په ۱۰۴۳۲ شمېره تخريج کړی دی او لفظ د هغو دواړو دی، چې له لارې څخه د زيان رسوونکي شي لرې کول څوک جنت ننه باسي؛ نو ستا خيال دی چې د هغه چا به څه حال وي چې خلکو ته زيان رسوي او د هغوی ژوند ور خرابوي.

 اسلام د عقل د ساتنې او ټولو هغو شيانو د حرامووالي لپاره راغلی چې عقل خرابوي

 لکه د شرابو څښل او د عقل مرتبه يې لوړه کړې ده او هغه يې د تکليف مدار ګرځولی او د خرافاتو او بوتانو له ځنځيرونو يې ازاد کړی دی، او په اسلام کې هيڅ داسې رازونه او حکمونه نشته چې يوازې تر يوې طبقې پورې اړه ولري تر بلې پورې تړاو ونه لري، د اسلام ټول حکمونه او فرمانونه د صحيح عقلونو سره سمون لري او هغه د عدالت او حکمت مطابق دي.

الله تعالی فرماېلي: پرته له شکه غوږونه، سترګې او زړه د هر يوه په اړه به پوښتنه کيږي. (د الإسراء سورت: ۳۶ ايت)

نو پر انسان واجب دي چې د خپل عقل ساتنه وکړي، له همدې امله اسلام شراب او نشه يي توکي حرام کړي دي، او د شرابو نارواوالی مې په ۳۴ مه فقره کې بيان کړ او د قرآن کريم ډېری ايتونه پر دغو تورو ختميږي. کېدای شي له عقله کار واخلئ. (د البقره سورت: ۲۴۲ ايت)

او الله تعالی فرماېلي: او دنيوې ژوند له لوبې او تماشې پرته بل څه نه دي، او همغه د آخرت مېنه هغو خلكو ته غوره ده چې ځان ساتنه (تقوى) كوي، آيا له عقل کار نه اخلئ. (د الأنعام سورت: ۳۲ ايت)

او الله تعالی فرماېلي: پرته له شکه موږ قرآن په عربي ژبه نازل کړی، تر څو تاسو له عقل څخه کار واخلئ. (د يوسف سورت: ۲ ايت)

او الله تعالی داخبره بيان کړه چې له لارښوونې او حکمت څخه يوازې د عقلونو څښتنان ګټه پورته کولای شي او هغوی چې هوښياران دي، الله تعالی فرماېلي: چاته چې غواړي حكمت وركوي او هر چاته چې حكمت وركړل شي؛ نو بېىشكه ډېره ښېګڼه وركړل شوه او د عقل له څښتنانو پرته بل څوك پند نه اخلي. (د البقره سورت: ۲۶۹ ايت)

او له همدې امله اسلام، عقل د تکليف مدار وګرځولو، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرماېلي: له دريو کسانو څخه قلم پورته کړل شوی دی: له ويده څخه ترڅو وېښ شوی نه وي، له ماشومه تر څو بالغ شوی نه وي او له لېوني څخه تر څو په سد شوی نه وي. دغه حديث بخاري د جزم په صيغه سره معلقا مخکې تر ۵۲۶۹ شمېره کې همدغه ډول تخريج کړی او ابوداود موصولا ۴۴۰۲شمېرې سره تخريج کړی او لفظ د هغه دی، ترمذي په ۱۴۲۳ شمېره، نسائي په سنن کبری کې په ۷۳۴۶ شمېرې سره، احمد په ۹۵۶ شمېره له لږ اختلاف سره او ابن ماجه په ۲۰۴۲ شمېره په لنډ ډول راوړی دی.

او د خرافاتو او بوتانو له ځنځيرونو څخه يې يادونه کړې ده، الله تعالی د خرافاتو په ټينګو نيولو کې د امتونو له حال څخه په خبرولو سره او هغه حق ته يې په ردولو سره چې د الله له لورې راغلی فرماېلي: او په همدې توګه موږ له تا مخکې په كوم كلي كې څوك وېروونكى ندی لېږلى مګر دا چې سوكاله خلكو به يې ويل؛ موږ خپل پلرونه په يوه لاره موندلي او په رېښتيا موږ د هغوى پر پلونو روان يو. (د الزخرف سورت: ۲۳ ايت)

او الله تعالی د خپل دوست ابراهيم عليه السلام څخه په خبر ورکولو سره وايي چې هغه يې خپل قوم ته وويل: كله چې هغه خپل پلار او قوم ته وويل: دا بوتان څه شی دي چې تاسو يې عبادت ته ټينـګ ولاړ ياست؟ هغوى وويل: موږ خپل پلرونه د دغو په لمانځنه موندلي دي. (د الأنبياء سورت: ۵۲- ۵۳ ايتونه)

اسلام راغی او خلکو ته يې د بوتانو د لمانځلو د پرېښودلو او له پلرونو او نيکونو څخه په ميراث ورپاتې خرافاتو څخه د ځان ساتلو او رسولانو عليهم الصلاة والسلام د لارې د پيروۍ امر وکړ.

او په اسلام کې داسې رازونه او حکمونه شتون نه لري چې تر يوې طبقې پورې تړاو ولري نه تربلې طبقې پورې.

د ابوطالب له زوی علي رضي الله عنه څخه - چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د تره زوی او د لور خاوند دی، و پوښتل شول: چې آيا رسول الله صلی الله عليه وسلم تاسو ته کوم څه ځانګړي کړي دي؟ نو هغه وفرمايل: موږ ته رسول الله صلی الله عليه وسلم داسې څه نه دي ځانګړي کړي چې ټولو خلکو ته عام نه وي، مګر هغه څه چې زما د دغې تورې په پوښ دي هغه وويل: نو يوه پاڼه يې راوېستله چې په هغې کې ليکلي و: الله پر هغه چا لعنت کړی چې له الله پرته د بل چا لپاره ذبح کوي، الله پر هغه چا لعنت کړی چې د ځمکې نښې غلا کوي، الله پر هغه چا لعنت کړی پر خپل پلار بد وايي او الله پر هغه چا لعنت کړی چې بدعتي ته پناه ورکوي. صحيح مسلم ۱۹۷۸ او د اسلام ټول حکمونه او فرمانونه د صحيح عقلونو سره سم او د عدالت او حکمت د غوښتنې سره مطابق دي.

 او د باطل دينونو پيروان چې کله پر هغه څه پوهه ونه لري چې ترمنځ يې ټکر وي او يا هغه چارې چې عقلونه يې ردوي، نو بيا د دين پيروان دا ګومان کوي چې دين له عقل څخه پورته دی او يا دا چې عقل لره د دين په پوهاوي او پر هغه د را چاپېرېدو کې هيڅ ځای نشته.

سره له دې چې اسلام دين د عقل لپاره يوه داسې رڼا بللې ده چې لاره يې ورته روښانه کوي، نو د باطلو دينونو خلک له انسان څخه غواړي چې له عقل څخه خالي شي او د ځان تابع يې وګرځوي او اسلام بيا له انسان څخه غواړي چې عقل يې را بیداره کړي، تر څو حقيقتونه لکه څنګه چې دي همداسې يې وپېژني.

الله تعالی فرماېلي: او همدارنګه موږ تاته هم په خپل امر سره روح راولېږلو، ته نه پوهېدې چې كتاب څه دى او ايمان څه دى خو موږ هغه رڼايي وګرځوله چې له خپلو بندګانو چاته وغواړو په هغه سره يې لارښوونه كوو او بېشكه چې ته د نېغې لارې خواته ښوونه كوې. (د الشوری سورت: ۵۲ ايت)

نو الهي وحې داسې برهانونو او حجتونو ته شامله ده چې د سالمو عقلونو داسې حقيقتونو ته لارښوونه کوي چې د هغو پر پېژندګلوۍ او ايمان يې خبر وي، الله تعالی فرماېلي: اې خلکو! بېشکه تاسو ته مو د خپل پالونکي له لورې برهان راغلی او تاسو ته مو څرګندوونکې رڼا نازله کړې ده. (د النساء سورت: ۱۷۴ ايت)

الله سبحانه وتعالی د انسان لپاره غواړي چې د لارښوونې، پوهې او حقيقت په رڼا کې ژوند وکړي، شیطانان او طاغوتان غواړي چې انسان د کفر، ناپوهۍ او لارورکۍ په تيارو کې پاتې شي، الله تعالی فرماېلي: الله د هغو خلكو دوست دى چې ايمان يې راوړى، له تيارو يې د رڼا لوري ته باسي او هغوى چې كافر شوي، دوستان يې شيطانان دي چې له رڼايې د تيارو لوري ته باسي، دا خلك د اور والا دي، همدوى به تل پكې اوسېدونكي وي. (د البقره سورت: ۲۵۷ ايت)

 اسلام صحيح علم ته لویه درجه ورکوي او له نفسي غوښتنې څخه خالي علمي بحث ته هڅونه کوي

او زموږ په نفسونو او شاوخوا کايناتو کې د نظر او فکر کولو ته بلنه کوي او د پوهې لپاره صحيح علمي پايلې له اسلام سره ټکر نه دي.

اسلام د صحیح علم لوی او قدر کوي، الله تعالی فرماېلي: الله هغو کسانو ته چې ايمان يې راوړی او چاته چې پوهه ورکړل شوې ده لوړې درجې ورکوي، او الله پر هغه څه ښه خبر دی چې تاسو يې کوئ.

(د المجادله سورت: ۱۱ ايت).

او الله د عالمانو ګواهي له خپلې ګواهۍ او پرېښتو له ګواهۍ سره يوځای کړه په تر ټولو لوی د ګواهۍ په ځای کې، الله تعالی فرماېلي: الله شاهدي ادا كړې چې له هغه پرته بل حقدار د بنده ګۍ نشته پرېښتو او د پوهې څښتنانو هم چې (الله) پر عدالت ولاړ دی، بل حقدار د بنده ګۍ نشته مګر همغه حكمت والا برلاسى. (د آل عمران سورت: ۱۸ ايت)

دغه په اسلام کې د پوهې د څښتنانو مرتبه په ډاګه کوي او الله خپل نبي محمد صلی الله عليه وسلم ته د بل هيڅ شي د زياتوالي امر نه دی کړی پرته له پوهې څخه، الله تعالی فرماېلي: او ووايه: اې زما پالونکيه! پوهه مې را زياته کړه. (د طه سورت: ۱۱۴ ايت)

او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرماېلي: څوک چې داسې لار غوره کړي چې په هغې کې پوهه لټوي، الله به هغه ته د جنت لاره اسانه کړي، او پرېښتې د پوهې لټوونکي لپاره د هغه د خوښۍ په موخه وزرونه غوړوي او د پوهې لټوونکي لپاره ټول هغه څوک چې په اسمان او ځمکه کې دي د بښنې غوښتنه کوي تردې چې ماهيان يې په اوبو کې کوي، د عالم غوراوی پر عابد داسې دی لکه د سپوږمۍ غوراوی پر ټولو ستورو، بېشکه عالمان د نبيانو وارثان دي، نبيانو په ميراث کې دينار او درهم نه دي پرې اېښي، بلکې هغوی پوهه په ميراث پرې اېښې ده، نو چاچې هغه تر لاسه کړه لویه برخه يې ترلاسه کړه. ابوداود په ۳۶۴۱ شمېره، ترمذي په ۲۶۸۲ شمېره، ابن ماجه په ۲۲۳ شمېره تخريج کړی او لفظ هم د ابن ماجه دی، او احمد په ۲۱۷۱۵ شمېره.

او اسلام د نفسي غوښتنې څخه خالي علمي بحث ته هڅونه کوي او زموږ په نفسونو او شاوخوا کايناتو کې د نظر او فکر کولو ته بلنه کوي، الله تعالی فرماېلي: ژر به موږ هغوی ته په شاوخوا او د هغوی په نفسونو کې خپلې نښانې وروښيو، تر څو هغوی لره داخبره په ډاګه شي چې هغه حق دی، او ايا ستا د پالونکي لپاره دا بسنه نه کوي چې هغه پر هرڅه شاهد دی. (د فصلت سورت: ۵۳ ايت)

او الله تعالی فرماېلي: ايا هغوى د اسمانونو او ځمكې په پاچايۍ كې سوچ نه دى كړى او كوم شيان چې الله پيدا كړي دي او دا چې ښايي نېټه يې رانېږدې شوې وي نو له دې وروسته په كومه خبره ايمان راوړي. (د الأعراف سورت: ۱۸۵ ايت)

او الله تعالی فرماېلي: آيا هغوى ځمكه كې نه دي ګرځېدلي چې وګوري له هغوى د مخكې خلكو پايله څنګه وه؟ هغوى ترې ډېر زورور وو، ځمكه يې (ښه) سپړلې او دغو چې څومره ودانه كړې، هغوى ترې زياته ودانه كړې وه او رسولان يې له څرګندو نښانو سره ورغلي وو، نو الله خو پر هغوى ظلم نه كولو خو هغوى په خپله پر ځانونو ظلم كولو. (د الروم سورت: ۹ ايت)

او د پوهې لپاره صحيح علمي پايلې له اسلام سره ټکر نه وي او موږ به يې يوه بېلګه بيان کړو چې قرآن د هغه په اړه دقيق تفصيلات يوزر او څلورسوه کاله مخکې بيان کړي دي او نوي علم وروسته هغه تفصيلات پېژندلي دي، چې د دغه علم پايلې له هغه څه سره موافقې دي کوم چې په قرآن عظيم کې دي چې هغه د مور په ګېډه کې د جنين پيدايښت دی، الله تعالی فرماېلي: او بېشكه موږ انسان د خټې له سوچه برخې څخه پيدا كړ. بيا مو هغه د يو څاڅكي په بڼه محكم خوندي ځاى كې كېښود. بيا مو هغه څاڅكى د وينې يوه ټوټه وګرځوله، بيا مو هغه ټوټه د غوښې يوه بوټۍ وګرځوله، چې له بوټۍ مو هډوكي پيدا كړل نو هډوكو ته مو غوښه ور واغوستله، بيا مو هغه يو بل مخلوق جوړ كړ نو الله ډېر بركتناك دى، تر ټولو غوره پيدا كوونكى. (د المؤمنون سورت: ۱۲- ۱۴ ايتونه).

او الله عمل نه قبلوي او نه په آخرت کې ثواب پرې ورکوي مګر له هغه چا څخه چې پر الله يې ايمان راوړی وي، د هغه پيروي يې کړې وي او د هغه رسولان عليهم الصلاة والسلام يې رېښتيني ګڼلي وي او يوازې هغه عبادتونه قبلوي چې روا کړي يې وي؛ نو څنګه انسان پر الله کفر کوي او دا هېله لري چې ښه بدله به يې ورکړي؟ او له خلکو څخه د هيچا ايمان نه قبلوي مګر دا چې هغه پر ټولو نبيانو عليهم السلام ايمان راوړی وي او د محمد صلی الله عليه وسلم پر رسالت يې ايمان راوړی وي.

 او الله عمل نه قبلوي او نه په آخرت کې ثواب پرې ورکوي مګر له هغه چا څخه چې پر الله يې ايمان راوړی وي، د هغه پيروي يې کړې وي او د هغه رسولان عليهم الصلاة والسلام يې رېښتيني ګڼلي وي

الله تعالی فرماېلي: څوك چې د كومې سملاسى ګټې غوښتنه كوي نو چاته چې څه وركول غواړو همدلته يې ژر وركوو بيا جهنم ورته (برخه) ګرځوو، چې رټلى ديكه شوى به ورننوځي. او چا چې آخرت وغوښت او د هغه لپاره يې هڅه وكړه؛ مناسبه هڅه، او هغه مؤمن هم وي نو د داسې خلكو هڅه منونکي ده. (د الإسراء سورت: ۱۸- ۱۹ ايتونه).

او الله تعالی فرماېلي: نو څوک چې غوره کارونه وکړي په داسې حال کې چې مؤمن وي، د هغه د هڅې ناشکري به نه کيږي او موږ هغه لره ليکونکي يو.

(د الأنبياء سورت: ۹۴ ايت)

او له عبادتونو څخه يوازې هغه مني چې روا کړي يې دي، الله تعالی فرماېلي: څوک چې له خپل رب سره د مخ کېدلو هېله لري، نو نېک عمل دې وکړي او له هغه سره دې هيڅوک هم په بنده ګۍ کې نه شريکوي.

(د الکهف سورت: ۱۱۰ آیت).

دا خبره يې بيان کړه چې عمل هغه وخت نېک وي چې الله روا کړی وي او څښتن يې په خپل عمل کې د الله لپاره مخلص وي او پر الله باور کوونکی، د هغه د نبيانو او رسولانو عليهم السلام تصديقوونکی وي، خو د چا چې عمل له دې پرته بل څه وي؛ نو الله تعالی بيا وايي: او هر څه عمل چې هغوى كړى وي موږ به وروړاندې شو او دوړه دوړه به يې والوزوو. (د الفرقان سورت: ۲۳ ايت).

او الله تعالی فرماېلي: په هغه ورځ به ځينې مخونه ذليل وي. سخت زيار اېستونكي ستومانه به وي. سره اور ته به ورننوځي. (د الغاشيه سورت: ۲- ۴ ايتونه)

نو دغه مخونه به ذليل او له کاره ستړي وي، خو کله چې هغو د الله له لارښوونې پرته عمل کولو، الله به يې د ورتګ ځای اور وګرځوي، ځکه هغو له هغه څه پرته پر بل څه عمل کړی چې الله روا کړي دي، بلکې باطل عبادتونه يې کړي دي او د لارورکۍ د داسې مشرانو پيروي يې کړې ده چې د هغوی لپاره يې باطل دينونه رامنځته کړي دي؛ نو د الله په وړاندې منل شوی نېک عمل هغه دی چې له هغه څه سره سمون ولري له کوم څه سره چې رسول صلی الله عليه وسلم راغلی، نو څنګه بيا انسان پر الله کفر کوي او د ښې بدلې هيله لري.

او الله له خلکو څخه د هيچا ايمان نه قبلوي مګر هغه څوک چې پرټولو نبيانو عليهم السلام يې ايمان راوړی وي او د محمد صلی الله عليه وسلم پر رسالت يې ايمان راوړی وي - مخکې مو پر دغه خبره ځينې دليلونه په ۲۰ مه فقره کې ذکر کړل، او الله تعالی فرماېلي: رسول پر هغه څه اېمان راوړی چې د الله له خوا ورته نازل شوي او مؤمنانو هم، ټولو ايمان راوړى پر الله، پرېښتو يې، كتابونو يې او رسولانو يې (هغوى وايي چې) له رسولانو يې د يوه تر منځ هم توپيرنه كوو او ويې وېل: اورېدلي او منلي مو دي بښنه (غواړو) زموږ ربه! او خاص تا ته بېرته درګرځېدل دي. (د البقره سورت: ۲۸۵ ايت)

او الله تعالی فرماېلي: اې هغو کسانوچې ايمان مو راوړی! پر الله د هغه پر رسولانو او پر هغه کتاب ايمان راوړئ چې پر خپل رسول يې نازل کړی دی او هغه کتاب چې له هغه مخکې يې نازل کړی دی، او څوک چې پر الله د هغه پر پرېښتو، کتابونو، رسولانو يې او وروستۍ ورځ کفر وکړي؛ نو هغه په لرې لارورکۍ سره لارورکی شوی دی. (د النساء سورت: ۱۳۶ ايت)

او الله تعالی فرماېلي: او كله چې الله له نبيانو ژمنه واخيسته چې كله مې كتاب او حكمت دركړ، بيا كه يو داسې رسول درشي چې تاسو سره د شته كتاب تصديقوونكى وي نو هرومرو به ايمان پرې راوړئ او ملاتړ به يې كوئ ! (بيايې) وفرمايل: آيا پر دې اقراركوئ او زما دا پېټی (ټينګه ژمنه) مو واخيسته؟ هغوى وويل اقرار كوو، ويې فرمايل: نو شاهدان اوسئ او زه هم درسره له شاهدانو څخه يم. (د آل عمران سورت: ۸۱ ايت).

 پرته له شکه د ټولو الهي پيغامونو موخه دا ده چې حق دين د انسان مرتبه اوچته کړي، نو هغه يوازې د الله بنده وي کوم چې د ټولو کائناتو پالونکی دی

او د انسان، مادې او خرافاتو له لمانځلو يې ازاد کړي؛ نو اسلام لکه څنګه چې ته وينې د اشخاصو سپېڅلتيا نه بيانوي او له خپلو مرتبو يې نه پورته کوي او نه له هغو څخه ارباب او معبودان جوړوي.

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرماېلي: بدبخت دې وي د دينار، درهم، د ځونډیو او ورېښمو جامو بنده که ورکړل شي خوشحاله وي او که ورنه کړل شي خوشحاله نه وي. صحيح بخاري ۶۴۳۵ نو سم انسان يوازې الله ته غاړه اېښودونکی وي، چې د مال، عزت، مرتبې يا قبيلې د لمانځلو په لټه کې نه وي، او په دغه کېسه کې هغه څه دي چې د لوستونکي لپاره هغه څه په ډاګه کوي چې خلک مخکې تر رسالته پرې وو او وروسته څه ډول وګرځېدل؟

کله چې لومړنيو مسلمانانو حبشې ته هجرت وکړ او د حبشې پاچا چې هغه مهال نجاشي و وپوښتل، هغوی ته يې وويل: دا څه ډول دين دی چې تاسو مو د قوم ترمنځ بېلوالی راوستلی دی، نه زما په دين کې داخلېږئ او نه له دغو امتونو څخه د هيچا په دين کې؟ د ابوطالب زوی جعفر ورته وويل: اې پاچا! موږ جاهل قوم وو، د بوتانو بنده ګي مو کوله، مرداره مو خوړه، بې حيايۍ مو کولې، خپلوۍ مو پرې کولې، له ګاونډيانو سره مو بد کول، په موږ کې پياوړي به کمزوری خوړلو، موږ پر همدې حال وو تر دې چې الله له موږ څخه رسول راته راولېږلو، چې نسب، رېښتينولي، امانتداري او پاک لمني يې پېژنو، هغه موږ الله ته وروبللو، ترڅو يې يو وبولو او عبادت يې وکړو او له هغه څه څخه ووځو چې موږ او پلرونو مو يې له هغه پرته د کومو ډبرو او بوتانو عبادت کولو، او په رېښتيا ويلو، امانت اداکولو، صله رحمۍ، ښه ګاونډيتوب، له محارمو او وينو تويلو څخه په ډډه کولو يې امر راته وکړ، له بې حيايۍ، درواغو، د يتيم له مال خوړلو او پر پاک لمنو مېرمنو له تور لګولو يې منع کړلو، امر يې راته وکړ چې يوازې د الله عبادت وکړو هيڅوک ورسره شريک نه کړو او د لمانځه، زکات او روژې امر يې راته وکړ، هغه وايي: پر هغه يې د اسلام امور وشمېرل، موږ يې تصديق وکړ او ايمان مو پرې راوړ او په هغه څه کې مو يې پيروي وکړه چې ورسره راغلی و، نو يوازې د الله عبادت مو وکړ، هيڅوک مو ورسره شريک نه کړل، هغه څه مو حرام وبلل چې هغه راباندې حرام کړل او هغه څه مو حلال وبلل چې هغه راته حلال وګرځول. احمد په ۱۷۴۰ شمېره له لږ اختلاف سره تخريج کړی او ابونعيم په (حلية الاولياء) کې ۱/۱۱۵کې په لنډ ډول.

اسلام لکه څنګه چې ته وينې د اشخاصو تقديس نه کوي او هغوی له خپلې مرتبې نه پورته کوي او نه له هغوی څخه ارباب او معبودان جوړوي.

الله تعالی فرماېلي: ورته ووايه اى اهل كتابو! هغه څه ته راشئ چې زموږ او ستاسو ترمنځ يو برابر دي، دا چې له الله پرته بل څه به نه لمانځو، نه به څه شى ورسره شريكوو او نه به له الله پرته يو بل د معبودانو په توګه نيسو، نو كه وګرځېدل بيا ورته ووايئ تاسو شاهدان اوسئ چې موږ مسلمانان يو. (د آل عمران سورت: ۶۴ ايت)

او الله تعالی فرماېلي: او هغه داسې امر نه درته كوي چې پرېښتې او نبيان معبودان ونيسئ، نو آيا وروسته له هغه به هم د كفر امر درته كوي چې تاسو مسلمانان شوئ. (د آل عمران سورت: ۸۰ ايت)

او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرماېلي: زما دومره ستاينه مه کوئ لکه نصاراوو چې د مريمې د زوی وکړه، زه د هغه يو بنده يم؛ نو ووايئ چې د الله بنده او د هغه رسول. صحيح بخاري ۳۴۴۵

 الله په اسلام کې توبه روا کړې ده، توبه د انسان الله ته رجوع کول او ګناه پرېښودل دي

او اسلام خپل مخکې ګناهونه له منځه وړي، توبه خپل مخکې ګناهونه له منځه وړي، نو د هيڅ انسان په وړاندې د انسان د تېروتنو د منلو اړتيا نشته.

تعالی فرماېلي: اې مؤمنانو! ټول الله ته توبه وباسئ، د دې لپاره چې کامیاب شئ. (د النور سورت: ۳۱ ايت)

او الله تعالی فرماېلي: آيا هغوی نه دي پوه چې همغه الله له خپلو بندګانو توبه قبلوي او صدقې اخلي، او پرته له شکه الله توبه قبلوونکی او مهربانه دی.

(د التوبه سورت: ۱۰۴ ايت)

او الله تعالی فرماېلي: او همغه ذات دی چې له بندګانو يې توبه قبلوي او له ګناهونو ورتېريږي او پر هغه څه پوهيږي چې تاسو يې کوئ. (د الشوری سورت: ۲۵ ايت)

او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرماېلي: الله د خپل مؤمن بنده په توبه تر هغه سړي زيات خوشحاليږي کوم چې په يوه داسې ځمکه کې وي چې استوګنه پکې نه وي د تباهۍ ځای وي، له هغه سره يې پر سپرلۍ خواړه او څښاک وي، بيا هغه ويده شي، کله چې راويښ شي، نو هغه تللې وي، ويې لټوي تردې چې سخت تږی شي، بيا ووايي: خپل هغه مخکېني ځای ته ورګرځم، ويده کېږم تر څو مړ شم، نو سر يې پر بازو کېږدي، ترڅو مړ شي، بيا را ويښ شي، په داسې حال کې چې له هغه سره سپرلۍ وي اوپر هغې يې توښه، خواړه او څښاک هم وي؛ نو الله د خپل مؤمن بنده پر توبه تر دغه سړي له خپلې سپرلۍ او توښې سره هم زيات خوشحاليږي. صحيح مسلم ۲۷۴۴

او اسلام له هغه مخکې ګناهونه له منځه وړي او توبه هم مخکېني ګناهونه له منځه وړي. الله تعالی فرماېلي: ووايه: هغوکسانوته چې کفر يې کړی، که واوړي، نو څه چې مخکې شوي هغه به ورته وبښل شي، او که بېرته راوګرځي؛ نو د مخکېنيو کړنلاره تېره شوې ده. (د الأنفال سورت: ۳۸ ايت)

او الله نصارا توبې ته راوبلل؛ نو الله جل شانه وايي: آيا هغوی الله ته توبه نه باسي او بښنه ترې نه غواړي، او الله بښونکی مهربان دی. (د المائده سورت: ۷۴ آيت)

او الله ټول نافرمانه او ګناهکاران توبې اېستلو ته وهڅول، نو الله تعالی وفرماېل: ورته ووايه! اې زما هغو بندګانو چې پر خپلو ځانونو يې ظلم كړى د الله له رحمته مه ناهيلي كيږئ، په رېښتيا الله ټول ګناهونه بښي بېشكه همغه ډېر بښونكى مهربان دى. (د الزمر سورت: ۵۳ ايت)

او کله چې عمروبن العاص د اسلام راوړلو اراده وکړه، له دې څخه وډارشو چې هغه ګناهونه به يې ونه بښل شي چې له اسلام څخه مخکې يې کړي دي، عمرو د دغه دريځ د روايت کوونکي په توګه وايي: کله چې الله زما په زړه کې اسلام واچولو وايي: نبي صلی الله عليه وسلم ته راغلم تر څو بيعت راسره وکړي، لاس يې ماته وغځولو، خو ما وويل: اې د الله رسوله! تر هغه بيعت نه درسره کوم ترڅو دې زما مخکېني ګناهونه نه وي بښلي، هغه وايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم راته وويل: اې عمرو! آيا نه پوهېږې چې هجرت خپل مخکېني ګناهونه له منځه وړي، اې عمرو! آيا نه پوهېږئ چې اسلام له هغه مخکې ګناهونه له منځه وړي. مسلم ۱۲۱ شمېره سره دېته ورته اوږد تخريج کړی او احمد ۱۷۸۲۷ شمېره سره او لفظ د هغه دی.

 په اسلام کې د انسان او الله تر منځ يوه نېغ په نېغه اړيکه وي، چې هيچا ته اړتيا نشته تر څو ستا او د الله ترمنځ واسطه شي؛ نو اسلام موږ له دې څخه منع کوي چې له انسان څخه الله جوړ کړو او يا هغوی له الله سره په ربوبيت او الوهيت کې شريکان کړو.

په اسلام کې د نورو په مخکې د خپلو ګناهونو منلو ته اړتيا نشته، نو په اسلام کې د انسان او الله تر منځ يوه نېغ په نېغه اړيکه وي، چې هيچا ته اړتيا نشته تر څو ستا او د الله ترمنځ واسطه شي، لکه څنګه چې په ۳۶ مه فقره کې داخبره تېره شوه چې الله تعالی ټول خلک توبې او د ځان لوري ته په رجوع کولو رابللي دي، همدارنګه يې خلک منع کړي چې نبيان يا پرېښتې د هغه او د بندګانو ترمنځ واسطې وګرځوي، الله تعالی فرماېلي: او هغه داسى امر نه درته كوي چې پرېښتې او نبيان معبودان ونيسئ، نو آيا وروسته له هغه به هم د كفر امر درته كوي چې تاسو مسلمانان شوئ.

(د آل عمران سورت: ۸۰ ايت)

نو اسلام لکه څنګه چې وينې موږ له دې څخه منع کوي چې انسانان معبودان وګرځوو او يا يې له الله سره په ربوبيت او الوهيت کې شريکان کړو.

الله تعالی له نصاراو څخه وايي: هغوی خپل عالمان او عابدان له الله پرته معبودان نيولي او همدارنګه د مريمې زوى مسيح (يې هم معبود نيولى) او حال دا چې هغوى د يو الله له عبادت پرته په بل څه نه وو ګومارل شوي، له هغه پرته خو كوم بل الله نشته، له هغه څه پاك دى چې هغوى يې ورسره شريكوي.

(د التوبه سورت: ۳۱ ايت)

او الله پر کافرانو انکار وکړ چې هغوی د الله او خپلو ځانو تر منځ واسطې نيسي، نو الله تعالی وفرماېل: خبر اوسئ چې الله لره سوچه دين دى او كومو خلكو چې له هغه پرته نور چارواكي نيولي (او وايي چې) موږ خو د دې شيانو لمانځنه يوازې د دې لپاره كوو چې الله ته مو په مرتبه كې ورنېږدې كړي. بېشكه الله به د هغوى تر منځ په هغه څه كې پرېکړه كوي چې هغوی پكې اختلاف کوي، په رېښتيا الله هغه چاته لارښوونه نه كوي چې درواغجن او ناشكره وي.

(د الزمر سورت: ۳ ايت)

او الله دا خبره بيان کړه چې بوت لمانځونکي د جاهليت خلک داسې وو چې د خپلوځانونو او الله ترمنځ يې واسطې نيولې او ويل به يې: دا هغوی الله ته نېږدې کوي.

او کله چې الله خلک له دې څخه منع کړل چې نبيان او پرېښتې دې د هغه او بندګانو تر منځ واسطې ونيسي؛ نو له هغوی پرته نور به په طريقه اولی منع وي، څنګه حال دا چې نبيان او رسولان عليهم السلام الله ته په نېږدې والي کې ډېره بيړه کوي، الله تعالی د نبيانو او رسولانو عليهم السلام له حال څخه په خبرورکولو فرمايي: بېشكه هغوى (ټولو) په نېكيو كې بيړه كوله او موږ يې (د ثواب) په مينه او (له عذاب څخه) په وېره وربللو او يوازې موږ ته غاړه اېښودونكي وو.

(د الأنبياء سورت: ۹۰ ايت)

او الله تعالی فرماېلي: دوى چې چاته بلنه وركوي هغوى خو په خپله د خپل پالونکي لور ته وسيله لټوي چې كوم يو (هغه ته) ورنېږدې دى او د رحمت هيله يې كوي او له عذابه يې ويريږي، په رېښتيا ستا د پالونکي عذاب د وېرې وړ دى.

(د الإسراء سورت: ۵۷ ايت)

معنا داچې کوم نبيان او نېکان چې تاسو يې له الله پرته رابولئ، هغوی په خپله الله ته نېږدې کېدل غواړي، د هغه د لورېينې هيله لري او له عذابه يې وېريږي، نو څنګه له الله پرته هغوی را بلل کيږي.

 د دغې رسالې په پای کې

دا خبره يادوو چې خلک د خپلو زمانو، قومونو او ښارونو له پلوه بلکې ټولې انساني ټولنې په خپلو فکرونو او موخو کې مختلفې دي، د ژوند په چارو او کړنو کې له يوبل څخه بېل دي، نو يو داسې لارښود ته اړتيا لري چې لارښوونه يې وکړي، او داسې نظام ته چې راټول يې کړي او داسې واکمن ته چې ساتنه يې وکړي او درنو رسولانو عليهم الصلاة والسلام دغه څه د االله له لوري د وحي له لارې په مخ وړل، د ښېګڼې او هدايت لارې ته يې د خلکو لارښوونه کوله او د الله پر شريعت يې خلک را ټولول او په حق يې د هغوی ترمنځ پرېکړې کولې، نو څومره يې چې د دغو رسولانو خبره منله د هغوی د الهي پيغامونو له زمانې سره نېږدې همدومره يې په چارو کې سمون راتلو، او الله د خپل رسالت لړۍ د محمد صلی الله عليه وسلم پر رسالت پای ته ورسوله او د هغه د رسالت لپاره يې پاتې کېدل وليکل او هغه يې د خلکو لپاره لارښود، رحمت، رڼا او تر الله سبحانه وتعالی پورې د رسوونکې لارې لارښوونکی وګرځولو.

له همدې امله دې اې انسانه! دېته رابولم چې يوازې الله لره رېښتينی د بل له بې ځايه پيروۍ او عادت څخه خالي ودرېږې، او پردې پوه شه چې له مرګ وروسته دې خپل پالونکي ته ورګرځېدونکی يې او دا چې په ځان او شاوخوا کې دې وګوره؛ نو اسلام راوړه چې په دنيا او آخرت کې دې نېکبخته شې او که په اسلام کې داخلېدل غواړې نو پرتا يوازې دا ګواهي ورکول لازم دي چې له الله پرته بل حقدار د بنده ګۍ نشته او محمد د الله رسول دی، او له هر هغه څه څخه بېزاري اعلان کړې چې له الله پرته لمانځل کيږي، او موږ باور لرو چې الله ټول هغه خلک بېرته راپورته کوي کوم چې په قبرونو کې دي او دا چې حساب او بدله حق دي، کله چې دې دا ګواهي ورکړه؛ نو ته مسلمان شوې، نو بيا پرتا لازم دي چې د الله هغه عبادت وکړې کوم چې يې له لمانځه، زکات، روژې او حج څخه روا کړي دي که د حج وس ولرې.

له همدې امله دې اې انسانه! دېته رابولم چې يوازې الله لره رېښتينی د بل له بې ځايه پيروۍ او عادت څخه خالي ودرېږې، لکه څنګه چې الله په خپله وينا سره رابللی يې. ورته ووايه: زه تاسې ته يوازې د يوې خبرې نصيحت كوم: دا چې الله ته دوه دوه ودرېږئ او (يا) يو يو بيا (ښه) سوچ وكړئ، ستاسې په (دې) ملګري كې خو څه ليونتوب نشته، هغه خو د يو سخت عذاب په وړاندې ستاسو لپاره د يو وېروونكي څخه پرته بل څه نه دى. (د سبأ سورت ۴۶ ايت)

او ته پوهېږې چې له مرګ وروسته دې خپل پالونکي ته ورګرځېدونکی يې، الله تعالی فرماېلي: او دا چې انسان لره بل څه نشته پرته له هغې بدلې چې خپله يې هڅه كړې وي. او بېشكه چې دا هڅه به يې ژر وليدل شي. بيا به پوره پوره بدله وركړى شي. او دا چې (همغه) ستا د پالونکي لور ته ور رسېدل دي. (د النجم سورت: ۳۹- ۴۲ ايتونه)

او دا چې په خپل ځان او شاوخوا اطرافو کې دې وګوره، الله تعالی فرماېلي: ايا هغوى د اسمانونو او ځمكې په پاچايۍ كې سوچ نه دى كړى او كوم شيان چې الله پيدا كړي دي او دا چې ښايي نېټه يې رانږدې شوې وي نو له دې وروسته په كومه خبره ايمان راوړي؟ (د الأعراف سورت: ۱۸۵ ايت)

نو اسلام راوړه په دنيا او آخرت کې به دې نېکبخته شې او که په اسلام کې داخلېدل غواړې؛ نو درباندې لازمه ده چې دا ګواهي ورکړې چې له الله پرته بل حقدار د بنده ګۍ نشته او محمد صلی الله علیه وسلم د الله رسول دی. کله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم معاذ يمن ته د اسلام لوري ته د بلونکي په توګه ولېږلو ورته يې وويل: بېشکه ته له اهل کتابو څخه يو قوم ته ورځې؛ نو هغوی دغې ګواهۍ ته راوبوله چې له الله پرته بل معبود نشته او دا چې زه د الله رسول يم، که په دغه کې يې ستا پيروي وکړه، بيا يې خبر کړه چې الله پر هغوی پنځه لمنځونه په هره ورځ او شپه کې فرض کړي دي، که يې په دغه کې هم ستا پيروي وکړه، بيا يې خبر کړه چې الله پر هغوی زکات فرض کړی چې له شتمنو به يې اخېستل کيږي او بې وزلو ته به يې ورکول کيږي، او که يې په دغه کې هم ستا پيروي وکړه بيا نو د هغوی د غوره مالونو څخه ځان وساته. صحيح مسلم ۱۹

او دا چې له هر هغه څه څخه بېزاري اعلان کړې چې له الله پرته لمانځل کيږي، او له الله پرته د هرڅه له لمانځلو څخه بېزاري همدغه د ابراهيم عليه السلام حق ته مايل ملت دی، الله تعالی فرماېلي: په رېښتيا ستاسو لپاره په ابراهيم او د هغه په ملګرو كې غوره نمونه ده، كله يې چې خپل قوم ته وويل بېشكه موږ له تاسې او له هغو شيانو چې تاسې يې له الله پرته لمانځئ، بېزاره يو، ستاسې له عقيدې منكر يو او زموږ – تاسې تر منځ د تل لپاره دوښمني او كينه څرګنده شوې تر هغو چې يوازې پر يو الله ايمان راوړئ. (د الممتحنه سورت: ۴ آيت)

او پردې باور ولره چې الله ټول هغه خلک بېرته را پورته کوي چې په قبرونو کې دي، الله تعالی فرماېلي: دا ځكه چې همدغه الله حق دى او همغه مړي راژوندي كوي او همدى په هر څه قدرت لرونکی دى.

او (بل) دا چې قيامت هرومرو راتلونكى دى، هيڅ شك پكې نشته او دا چې الله به هغه څوك راپورته كړي چې په قبرونو كې دي. (د الحج سورت: ۶- ۷ ايتونه)

او دا چې حساب او بدله حق دي، الله تعالی فرماېلي: او الله اسمانونه او ځمكه په حقه پيدا كړي او د دې لپاره هم چې هر چا ته د خپلو كړو وړو بدله وركړی شي او ظلم به نه پرې كيږي. (د الجاثيه سورت:۲۲ ايت)

کله چې دغه ګواهي ورکړې؛ نو ته مسلمان شوې، له دې وروسته پرتا لازم دي چې د الله هغه عبادت وکړې چې له لمانځه، زکات، روژې او د توان لرلو په صورت کې يې حج او داسې نور روا کړي دي.

په ۱۹- ۱۱- ۱۴۴۱ نېټه وليکل شو.

ليکنه: د استاذ دکتور محمد بن عبدالله السحيم

د اسلامي تعليماتو په څانګه کې د عقيدې پخوانی استاذ

د ملک سعود پوهنتون د تربيې پوهنځی

سعودي عربستان، رياض