دحاجي لپاره رساله ()

 

|

 دحاجي لپاره رساله

رسالة الي حاج

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام الله عليك ورحمته وبركاته,  وبعد.

محترمه حاجي وروره آخر هم ستا قدمونه دحرم شريف په زمکه ولګيدل او دا ستا هغه خوب وو ، چه له ډيري زمانې نه به ستا په خيال کښي لوبيدلو ، دادی نن دي په خپلو سترګو دهغي حقيقت وليدلو، نو ستا لپاره خوشحالې او خوشبختې ده او مونږ تاته ښه راغلاست وايو.

ګرانه وروره.. زه په يقين سره دا ويلی شم چه ستا زړه به د الله جل جلاله او دهغه درسول صلی الله عليه وسلم دمحبت نه ډک وي، نو ددي له وجي نه زه له تانه داپو ښته کوم :

آيا ته دا نه خوښوي چه ته رسول الله صلی الله عليه وسلم وويني او ورسره په دي سفر دحج کښي ملګری شې؟

زه باور لرم چه ته به خامخا داسي وايي، چه ولي نه ، بلکه ددي په مقابل کښي چه زه رسول الله صلی الله عليه وسلم ووينم او ورسره ملګری شم، هر هغه څه ورکولو ته تيار يم چه زه دهغي مالک يم .

ګرانه وروره زه تاته وايم، که دا ناشوني او نا ممکن وي چه نن ورځ ته رسول الله صلی الله عليه وسلم په حقيقت کښي وويني او ورسره ملکری شی ، داخو کولاي شی چه درسول الله صلی الله عليه وسلم ملګرتوب وکړي  په روح او خيال سره ، په دي مبارک سفر دحج کښي، او هغه داچه ته درسول الله صلی الله عليه وسلم تابعداري وکړي او هر هغه اماکن (ځايونه) تالاش کړي، او زيارت يي وکړي په حج کښي کوموته چه رسول الله صلی الله عليه وسلم ورغلی دی. او هغه ځايونه پريږدي کوم چه رسول الله صلی الله وسلم پريښي دي ، او نه دی ورغلی . نو ته به داسي شي ګويا چه ته درسول الله صلی الله عليه سره ملګری شوي.

زه غواړم چه تاته دهغه ځايونو يادونه وکړم کومو ته چه ته ورځي دحج په وخت کښي او ستا نبی محمد صلی الله عليه وسلم ورته نه دی ورغلی ، نو که ته دا غواړې چه دخپل نبي صلی الله عليه وسلم نه لري او جداشې ، دغه ځايونو ته ورځه او که دا نه غواړي چه دخپل نبي صلی الله عليه وسلم نه جدا شې نو ددغه ځايونو نه ځان وساته .

 اول هغه ځايونه چه دهغي ليدل او زيارت کول دعبادت په نيت باندي جايز نه دي

دحج په وخت کښي ددي ځايونو زيارت کول دعبادت په نيت باندي شرعا جايز نه دي او درسول الله صلی الله عليه وسلم دطريقي ښکاره مخالفت دی،

 مکتبه مکة المکرم:

دا مکتبه دمسجد حرام شرقي طرف ته واقع ده ، بعضي خلک داعقيده لري چه په همدي ځاي کښي رسول الله صلی الله عليه وسلم پيداشوی دی ، ليکن ددي يقيني ثبوت نشته ، او بل داچه رسول الله صلی الله عليه وسلم دحج او عمري په دوران کښي ددي ځاي زيارت نه دی کړی.

نو دحج په وخت کښي ددي ځاي ليدل او زيارت کول دعبادت په نيت باندي جايز نه دی او درسول الله عليه وسلم دطريقې خلاف دي، دنبي کريم صلی الله عليه وسلم ارشاد دی،

ﭽمن أحدث في أمرنا هذا ما ليس منه فهو ردﭼ  ([1])

چاچه پيداکړه زمونږ په دين کښي هغه څه چه ددين نه نه  وي نوهغه به رد وي او مقبول به  نه وي.

ددي ځاي ليدل او زيارت کول که مشروع او سنت وی، او خير په کښي وی ، نو خامخا به نبي کريم صلی الله عليه وسلم ددي ځاي ليدل او زيارت کړی وی، او همدارنګه صحابه کرامو به هم ددي ځاي زيارت کړی وی.

مګر که ته دکتابونو دليدلو او لو ستلو لپاره ددي ځاي ليدل او زيارت کول غواړې نو باک نه لري . خو که څوک ناپوهه دي وليده چه ددي ځاي نه ګير چا پيره طواف کوي او دي طرف ته لمونځ کوي او قبله شاته پريږدي ، او يا ددي مکتبي ديوالونه مسحه کوي او برکت پري حا صلوي ، نو ددي قبيح کار نه يي منعه کړه ، او په ښه طريقه او نرمۍ سره ورته وضاحت وکړه چه دا کار نارواه او باطل دی.

 ۲- غار حراء:              

دا هغه غار ده کومه کښي چه به نبي کريم صلی الله عليه وسلم دنبوت نه مخکې عبادت کولو،که ددي غار څه خصوصيت وی ،او يا ددي غار زيارت کول مشروع او جايز وی ، نو نبي کريم صلی الله عليه وسلم به دنبوت نه رستو ددي ځاي زيارت کولای، نبي کريم صلی الله عليه وسلم دنبوت نه روستو لس (۱۰) کاله په مکه مکرمه کښي پاتي شوی وو ،او ددي غار زيارت يي نه دی کړی ، نه په حج کښي او نه په عمره کښي . او نه دصحابه کرامو نه ددي غار زيارت کول ثابت دي ، نو ددي غار زيارت کول دعبادت په نيت باندي دنبي کريم صلی الله عليه وسلم دطريقي ښکاره مخالفت دی، نا جايز ناروا او مردود عمل دی .

اوهر چه بعضي خلک دغه غار دتبرک په نيت باندي مسحه کوي ، او دځان نه بعضي دعاګاني وايي، داخو ډير نارواه عمل او ښکاره مخالفت دی .

 ۳- غار ثور:                 

دا هغه غار ده په کومه کښي چه نبي کريم صلی الله او ابوبکر صديق رضی الله عنه دهجرت په واقعه کښي پناه اخستې وه ددي لپاره چه د مشرکينونه محفوظ شي ،

ليکن ددي غار لپاره هيڅ ديني ارزښت نشته ، نه نبي کريم صلی الله عليه وسلم ددي غار زيارت کړی دی،او نه صحابه کرامو ددي غار زيارت کړی دی، او نه نبي کريم صلی الله عليه وسلم ددي غار زيارت کولو ته ترغيب ورکړی دی . نو داخلک په کوم دليل سره ددي ځايونو زيارتونه کوي دعبادت په نيت باندي .دا ټول دځانه جوړ شوي او نارواه اعمال دي.

 ۴- د احد غره کښي دغارنو زيارت کول :  

بعضي خلک داحد په غره کښي دبعضي غارونو زيارتونه کوي، او داګمان کوي ، چه په دي کښي اجر او ثواب دی ، حالانکه ددي هيڅ اصل او دليل نشته .

 په عرفات کښي د( جبل الرحمة) دغره زيارت کول :

ډير مسلمانان دګمان کوي ، چه دعرفي په ورځ باندي په جبل الرحمة غره باندي ودريدل ضروري دي، او بعضي خو لا داکوشش هم کوي ، چه دغره بره سر ته ور وخيژي ، ددي هيڅ دليل په شرعه کښي نشته، بلکه دعرفي په ټوله  زمکه ودريدل صحيح دي، مګر په ( بطن عرنه ) نومي ځاي کښي ودريدل صحيح نه دي، او دحکومت دطرفه دعرفات دحدودو معلومولو لپاره ښکاره علامي لګيدلي دي.

نو دحاجي لپاره دا مناسب نه ده چه خامخا دي غره ته دختلو کوشش کوي ، او دا ثواب کڼي، حتی تردي پوري چه نورو خلکو ته ضرر هم ورکوي .

 دوهم هغه اماکن(ځايونه) چه دهغي ليدل او زيارت کول شرعا مشروع او جايز دي:

ليکن په دي کښي دا تخصيص نشته چه دحج په ورځوکښي ددي ځايونو ليدل او زيارت کول مشروع دي فقط بلکه ددي ځايونو ليدل او زيارت کول په هر وخت کښي مشروع دي، بعضي ددي ځاينو نه دقبر ستان ليدل دي: دقبر ستان ليدل او دهغي زيارت کول ددي لپاره جايز او مشروع دي، چه انسان خپل مرګ راياد کړي، پند او نصيحت واخلي، او داخرت لپاره تياری او نيک اعمال وکړي،

ليکن نن په مقبروکښي داسي مخالفات او نارواه کارونه کيږي، کوم چه مؤمن بنده ډير غمژن کوي، لکه دنارينه اوزنانه اختلاط (ګډون) شو وغيره اوبعضي خلک خو لا دمړو نه پکښي مددونه غواړي،کوم چه ښکاره منکر او نارواه عمل دی، که چيرته داخلک نبي کريم صلی الله عليه وسلم په دي نارواه عمل ليدلی وی، نوخامخا به يي منعه کړی وی .

که ته چيرته په دي قادر يي نو دقبرستان زيارت کوه ، او خلک ددي منکرا تو نه منعه کوه امر بالمعروف کوه اونهي عن المنکر کوه ، او دالله سبحانه وتعالی نه داجر اميد ساته .

سره له دينه چه دقبر ستان زيارت کول جايز او مشروع دي، ليکن بعضي خلک دحج او عمرې په دوران کښي دخاصو قبرونو دزيارت اهتمام کوي، دکومو دخصوصيت لپاره چه هيڅ دليل نشته .                                   

 ۱-  بعضي ددي قبرونو نه(مقبرة المعلاة) ده په مکه مکرمه کښي:  

په دي مقبره کښي ډير قبرونه دي دصحابه کرامو ، په دي مقبره کښي ( ام المؤمنين خديجه) هم مدفون ده ، ليکن دنبي کريم صلی الله عليه وسلم نه په حج يا عمره کښي  دخديجي رضی الله عنها دقبر زيارت کول ثابت نه دي، سره له دينه چه دخديجي رضی الله عنها ډير لوي مقام وو درسول الله صلی الله عليه وسلم سره.

 ۲ - دام المؤ منين ميمونة رضی الله عنه قبر :

د ميموني رضی الله عنها قبردمکې مکرمې نه بهردمديني په لاره باندي واقع دی،ليکن دحج او عمرې په وخت کښي ددي قبر په خصوصي زيارت کولو باندي څه دليل نشته بلکه ددي قبر حيثيت دنورو عامو قبرونو په شان دی.

 دحوا عليها السلام قبر :  

په جده کښي دوزارت خارجيه دتعمير مخي ته په يو قبر باندي بعضي خلک داګمان کوي، چه دا دحوا عليها السلام قبر دی، ليکن څوک دا ثابته ولی شي چه دا همغه قبر دی، دا ډيره دتعجب خبره ده. بهر حال زمونږ نبي صلی الله عليه وسلم نه ددي ځاي زيارت کړی دی، اونه يي ددي ځاي دزيارت کولو حکم کړی دی، او دا لاهم نه ده ثابته چه دلته قبر شته، نو ددي ځاي زيارت کول دعبادت په نيت باندي، ښکاره بي عقلي ده،او دنبي کريم صلی الله عليه وسلم دطريقي خلاف کار دی.

خصوصا داځايونه وسيله جوړه ول، او په دي ځاينو برکت حاصلول وغيره دا ټول هغه کارونه دي، چه انسان شرک ته رسوي.

 دنبي کريم صلی الله عليه وسلم دمور بي بي اميني قبر :

دبي بي اميني دقبر په خواکښي خلک ډير منکرات کوي لکه دقبر په خواکښي لمونځ کول، او په همدي قبر باندي پيسي وغيره آچول، او دقبر نه طواف کول، او برکت تري نه حاصلول. او دنبي کريم صلی الله عليه وسلم نه په حج او عمره کښي ددي قبر زيارت کول ثابت نه دي، نو ددي قبر په زيارت کولو کښي څه فضيلت نشته، بلکه دا ثابته ده چه الله سبحانه وتعالی نبي کريم صلی الله عليه وسلم ته دا اجازه ورنه کړه چه دخپلې مور لپاره دالله تعالی نه بښنه وغواړي، امام نووي رحمه الله فرمايی په شرحه دصحيح مسلم کښي

ﭽاستأذنت ربي أن أستغفر لأمي فلم يأذن لي واستأذنته أن أزور قبرها فأذن ليﭼ ما دخپل رب نه دا اجازه طلب کړه چه خپلې مور لپاره بښنه وغواړم خو ماته اجازه ملاو نه شوه، او ما دا طلب وکړه چه دهغي دقبر زيارت وکړم، نو اجازه ملاوشوه.

دا حديث ددي خبري جواز ورکوي چه دمشرکينو ملاقات کولی شي په ژوند کښي، او همدارنګه دمشرکينو دقبرونو ليدنه هم کولاي شي دمرګ نه روستو ،

هرکله چه دمشرکينو دقبرونو ليدل جايز دي، نو په ژوند کښي خو يي خامخا ليدنه او ملاقات جايز دی،

او ملګرتيا ددوي کوه د دنيا په کار کښي نيکه ملګرتيا .

 او په دي حديث کښي دمشرکينو لپاره دبښني غوښتلو نه منعه ذکر ده،قاضي عياض رحمه الله وايي: نبي کريم صلی الله عليه وسلم په دي وجه باندي دا زيارت کولو چه ددي قبر په ليدلو سره پوره وعظ حاصل کړي، دنبي کريم صلی الله عليه وسلم په يو بل حديث کښي ددي تاييد موجوددی. ﭽفزوروا القبور فإنها تذكركم الموتﭼ تاسو دقبرونو ليدنه کوي ځکه چه دا تاسو ته مرګ در په ياده وي. ([2])

 هغه قبرونه چه خصوصي دهغي زيارت کول مستحب دي:

  ۱- دنبي کريم صلی الله عليه وسلم دقبر زيارت کول :

دنبي کريم صلی الله عليه وسلم دقبر زيارت کول مستحب دي، او دهغه قبر ته مخامخ ودريدل او ورباندي سلام اچول هم مستحب دي، دسلام الفاظ دادي: (ألسلام عليك أيها النبي ورحمة الله وبركاته , صلي الله عليك وجزاك عن أمتك خيرا) سلام دي وي,او دالله تعالی رحمتونه اوبرکتونه دي وي په تا باندي، ای دالله نبي، او الله تعالی دي تاته ستا دامت له طرفه خير درکړی.

 ۲- دنبي کريم صلی الله عليه وسلم د دوه ملګرو ( ابوبکر،اوعمر) رضی الله عنهما دقبرونو زيارت هم مستحب دی.       

په نبي کريم صلی الله عليه وسلم باندي دسلام اچولونه بعد به يو دوه قدمه مخکې شي ددي لپآره چه دابوبکر رضی الله عنه دقبر مخامخ ودريږي، اوسلام به ورباندي واچوي، او دسلام الفاظ دادي:(ألسلام عليك يا أبابكر خليفة رسول الله صلى الله عليه وسلم ورحمة الله وبركاته, رضي الله عنك , وجزاك عن أمة محمد خيرا)

او ددي نه بعد به ښي طرف ته يو دوه قدمه مخکې شي ددي لپاره چه دعمر رضی الله عنه قبر ته مخامخ ودريږي، او سلام به ورباندي واچوي. (ألسلام عليك ياعمرأميرالمؤمنين ورحمة الله وبركاته, رضي الله عنك , وجزاك عن أمة محمد خيرا)

 د بقيع مقبرې زيارت کول او په دفن شوي مسلمانانو  باندي سلام اچول :

 او همدارنګه دعثمان رضی الله عنه قبر ته مخامخ ودريدل او ورباندي سلام اچول : دسلام الفاظ دادي،. (ألسلام عليك ياعثمان أميرالمؤمنين ورحمة الله وبركاته, رضي الله عنك , وجزاك عن أمة محمد خيرا)     

 احد ميدان ته تلل او دحمزه رضی الله عنه د قبر او دنورو شهداو قبرونو زيات کول:

 دا صحابه کرام ټول په يوځاي دفن شوي دي، نو په دوي باندي سلام اچول، او ددوي لپاره دالله تعالی نه دمغفرت او رحمت دعا غوښتل مستحب دي.

 دريم هغه اماکن ( ځايونه ) چه په هغي کښي عبادت کول جايز او مشروع دي، ليکن دغه ځايونه په عبادت سره خاص کول جايز نه دی:

 داپه مدينه طيبه کښي يو څو   مسجدونه (جماعتونه) دي، چه حکم يي دعامو جماعتونو په شان دي،يعني عبادت کول په کښي مشروع اوجايز دي، او څه تخصيص وغيره يي نشته، بلکه ټول مسجدونه دالله کورونه دي او داجايز نه دي چه په دي مسجدونو کښي بعضي خاص کړی شي،اودهغي خصوصي زيارت کيدي  شي او عبادت په کښي کيږي، مګر درې مسجدونه دي، چه دهغي خصوصي زيارت کول او په هغي کښي عبادت کول مشروع دي،لکه مسجد الحرام،مسجد نبوي،اومسجد اقصی شو، او ددينه علاوه په هر ځاي کښي چه په مسلمان باندي دلمانځه وقت راشي،نولمونځ دي اوکړی هريو مسجد کې چه وي،نودامناسب نه ده چه ددي (۷) مسجدونو تخصيص وکړی شي، ځکه چه په دي کښي دسنت مخالفت دی، او بعضي جهلان خلک په کښي ډير نارواه اعمال کوي لکه دمسجدونو ديوالونه مسحه کوي،اوتبرک ورباندي حاصلوي  وغيره دا هغه اعمال دي چه انسان شرک ته رسوي.

 هغه آوه(۷) مسجدونه دادي:

 مسجد الفتح، او يا مسجد الاحزاب:

دا مسجد په ټولو مسجدونو کښي لوي مسجد دی، او دجبل سلعه دبره غربي طرف ته آوچت جوړ دی،او داسي ويل کيږي، چه دي مسجد ته مسجد فتحه ځکه وايي، چه دغه غزوه ( غزوه دخندق) دمسلمانانو لپاره لويه فتحه وه.

 ۲ - مسجد سلمان الفارسي:

دا مسجد دمسجد الفتح جنوبي طرف ته په شل (۲۰)  متره دغره په بيخ کښي واقع دی، او دسلمان فارسي رضی الله عنه په نوم باندي مشهور دی، داهغه صحابی دی کوم چه دخندق دکنستلو مشوره رسول الله صلی الله عليه وسلم ته ورکړي وه ددي لپاره چه مدينه ددښمنانونه محفوظه شي.  

 مسجد ابي بکر الصديق رضی الله عنه، دابوبکر صديق رضی الله عنه مسجد:

دامسجد،دسلمان فارسي رضی الله عنه دمسجد جنوبی طرف ته د (۱۵) متره په مسافه کښي واقع دی.

 مسجد عمربن الخطاب رضی الله عنه ، دعمر رضی الله عنه مسجد  

 دابوبکر صديق رضی الله عنه مسجد ته نيژدي دعمر رضی الله عنه مسجد په (۱۰) متره جنوبي طرف ته واقع دی. او ډير په ښکلي طريقي سره اوچت جوړ دی ، او اته قدمه د زمکې نه او چت دی.

 مسجد علي بن ابي طالب رضی الله عنه، دعلي بن ابی طالب رضی الله عنه مسجد:

دا مسجد د فاطمي رضی الله عنها دمسجد مشرقي طرف ته په يوه آ وچته ډيرکۍ باندي جوړ شوی دی،او داسي هم ويل کيږي چه په دي ځاي کښي علي رضی الله عنه عمرو بن ود العامري مشرک قتل (اوژه) کوم چه کوشش يي کوو چه له هغه خندقه تير شي کوم چه صحابه کرامو کنستلی وو له دي لپاره چه مدينه محفوظه شي.

 ۶مسجد فاطمة بنت رسول الله صلی الله عليه وسلم،دفاطمي رضی الله عنه مسجد:

په تاريخ کښي دي مسجد ته دسعد بن معاذ مسجد وايي او دا په ټولو مساجدوکښي وړوکی مسجد دي  او دعلي بن ابي طالب مسجد غربي طرف ته واقع دی.                              

 7- مسجد القبلتين:

 داهغه مسجد دی، په کوم کښي چه په رسول الله عليه وسلم باندي د تحويل قبلي ( قبله د بيت المقدس نه مسجد حرام طرف ته بدليدلو) لپاره وحي نازله شوي وه، دهغه وخت نه دي مسجد ته مسجد قبلتين وايي، ځکه چه رسول الله صلی الله عليه وسلم په دي مسجد کښي دلمانځه اوله حصه (برخه) بيت المقدس (مسجد اقصی طرف ته) او دوهمه حصه (برخه) دلمانځه يي مسجد حرام طرف ته ادا کړي وه. ليکن هغه مساجد چه دهغوي زيارت کول مستحب دي دلمانځه لپاره په هغوي کښي، يو مسجد (قبا)  دی ، لکه څرنګه چه په صحيحين کښي د عبد الله بن عمر روايت دی: ﭽكان رسول الله صلى الله عليه وسلم يأتي مسجد قباء راكبا وماشيا, فيصلي فيه ركعتينﭼ رسول الله صلى الله عليه وسلم  به مسجد قبا ته راتلو په سورلۍ او همدارنګه پا يدل، او دوه رکعته لمونځ به کولو.([3] )

محترمه حاجي وروره...........

مخکښي مو داخبره ذکر کړه چه ددي اماکنو (ځايونو ) هيڅ خوصوصيت نشته چه ته د هغې زيارت اوکړې، او بعضي هغه مخالفتونه او نارواه کارونه مو هم ذکرکړه کوم چه دبعضي خلکونه په دي ځايونو کښي صادريږي، اوس درته دخوږ نبي محمد صلى الله عليه وسلم يوحديث هم ذکر کول غواړو: ﭽمن أحدث في أمرنا هذا ما ليس منه فهو ردﭼ [4] - چاچه پيداکړه زمونږ په دين کښي هغه څه چه ددين نه نه  وي نوهغه به رد وي او مقبول به  نه وي.

يعني چا چه داسي يو عبادت په دين کښي له ځانه جوړ کړه چه د هغي لپاره څه دليل نه وو، نو  دغه عبادت به مردود وي، اګر که دا پري داګمان کوي چه داعبادت دی او ښه کار دی. او همدارنګه داقول درسول الله صلی الله عليه وسلم هم واوره: ﭽوشرالأمورمحدثاتها وكل محدثة بدعة وكل بدعة ضلالة وكل ضلالة في النارﭼ([5]) او ناکاره  ددين په کارونو کښي هغه دي چه دځانه جوړ شوي وي، او هر دځانه حوړ شوی کار په دين کښي بدعت دی، او هر بدعت ګمراهي ده ،او هره ګمراهي به په آور کښي وي.

او په اخيره کښي دا هم واوره چه دا نارواکارونه او بدعات انسان دقيامت په ورځ درسول الله صلى الله عليه وسلم ,د حوض کوثر نه محرومه کوي،لکه چه رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي:إني فرطكم على الحوض, من مر علي شرب, ومن شرب لم يظمأ أبدا, ليردن علي أقوام اعرفهم, ويعرفونني, ثم يحال بيني وبينهم,فأقول إنهم مني, فيقال: إنك لاتدري ماأحدثوا بعدك. فأقول سحقا سحقا لمن غير بعديﭼ ([6]) يقينا زه تاسو ته مخکې انتظار کوم په حوض باندي، او څوک چه زما په حوض راتير شو نو اوبه به تري نه اوسکي، او چاچه زما له حوض نه اوبه اوسکلې نو هيڅ کله به تږی نشي، بعضي څه خلک به زما طرف ته راشي،چه زه به هغوي پيژنم او هغوي به ما پژني، بيابه زما او دهغوي تر مينځ حائل( پرده ) واقع شي، زه به ووايم دا خو زما له امت څخه دي، اوبه ويل شي، ته نه پوهيږي په هغه بدعاتو باندي، کوم چه دوي په دين کښي جوړ کړي وو، ستانه روستو نو زه به ووايم چه هلاکت دی هغه چالره چه زما نه روستو يي په دين کښي تغيير کړی وی.

ايا ته دا خوښه وي چه د خوږ نبي صلى الله عليه وسلم د حوز نه محرومه شي،ايا دا خوښه وي چه ستا او د خوږ نبي صلى الله عليه وسلم په مينځ کښي حائل ( پرده ) واقع شي او هغه ستا په باره کښي ووايي،چه هلاکت دی هغه چالره چه زما نه روستو يي په دين کښي تغيير کړی وی.

محترمه وروره: اګر که په ټولو قسمونو د بدعت کښي شر دی،ليکن په هغه بدعت کښي ډير شر دی کوم چه دشرک سره مساوي او برابر وي، او يا دشرک لپاره ذريعه وي،ځکه چه دشرک اکبر سزا داده چه ددي شرک اکبر مرتکب به هميشه په اور دجهنم کښي وي، دډيرو خلکو نه داشرک اکبر صادريږي،په دي مذکوره ( ذکر شوې ) ځايونو کښي، او متحرمه وروره مونږ کوشش کوو چه دجهنم داور نه بچ شو او دالله تعالی نه د جنت سوال کوو،نو څنګه مونږ دداسي اعمالو ارتکاب اوکړو کوم چه دجهنم داور سبب کرځي ‎‎،

 بعضي ددي اعمالونه نه دادي:      

۱- د دي ذکرشوی ځايونونه طواف کول، لکه دمکې مکتبه شوه او بعضي قبرونه شو او همدارنګه په عرفه کښي د جبل رحمت دغره نه طواف کول، داټول نارواه دي، ځکه چه طواف به صرف دبيت الله نه کولای شي.

۲- قبرونو ته لمونځ کول او دهغي نه قبله جوړه ول .

۳- دغيرالله نه غو ښتني کول او حاجتونه غوښتل لکه د نبي صلى الله عليه وسلم نه مددونه او حاجتونه غوښتل او يا دنورو قبرونو  نه مددونه غوښتل .

۴- برکتونه حاصول دبعضي ځاينو نه لکه دمکتبي ديوالونه شو او قبرونه شو او همدارنګه دبعضي ځايونو په خاورسره دبرکت حاصلولو عقيده باطله ده.

۵- بعضي ونو اوبټو وغيره ته غوټي اچول، او يا ورته څه داسي  پاڼي وغيره ورګزارل کوموکښي چه څه دعاګاني وغيره وي.

۶- دقبرونو نه ګير چاپيره ديوالونه او پنجري خوښکلول،او څه غوټي وغيره وراچول او دهغي نه برکت وغيره حاصلول .

۷- بعضي قبرونو باندي پيسي اچول او همدارنګه خوشبو اچول نارواه کار دی.

۸- قبرونو ته مخامخ په عاجزۍ سره ودريدل،او خشوع کول او جړا کول وغيره دا ټول نارواه کارونه دي ددي نه ځان ساتل ضروري دي.

محترمه حاجي وروره .. په آخره کښي دالله تعالی نه دا دعا کوو، چه تاته په دي سفر دحج کښي توفيق در په برخه کړي، او توفيق درکړي چه په راتلونکو ورځو کښي د الله دکتاب او دهغه درسول صلى الله عليه وسلم په سنتوباندي عمل اوكړي، او جداوالی راولي په مابين ستا او په مابين دبدعاتو ګناهونو او خطاګانو کښي، لکه څنګه چه يي جدا کړی دی مشرق دمغرب نه . او وګرځوي تا له هغه چانه چه حج يي قبول وي او ګناهونه يي معاف وي، لکه څنګه چه له مور نه پيدا شوي وي.

وآخر دعوانا أن الحمد لله رب العالمين, وصل اللهم على نبينا محمد وعلى آله وصحبه وسلم. ****



[1] - رواه مسلم – 3- 1343-

[2] - شرح النووي علی مسلم (۷- ۴۵)

[3] - صحیح البخاری (۲- ۶۱) مسلم (۲- ۱۰۱۶)

[4] صحیح مسلم ( ۳- ۱۳۴۳)

[5] صحیح ابن خزیمة ۳- ۱۳۴۳

[6] صحيح البخاري- 5- 2406-