د اسلام بشپړتيا او د بدعاتو ستونزي ()

محمد بن صالح العثيمين

په دي رساله کي په قوي دلايلو سره داحقيقت ثابت شوي دی چي د اسلام دين مکمل شوی او دهيڅ قسم بدعاتو ګنجايش نلري اګر څوک دا دعوه وکړي چي مونږ په ښه نیت باندی دا کار کوو

 

| |

 د اسلام بشپړتيا او د بدعاتو ستونزي

ويناوال : علامه محمد بن صالح العثيمين

ترجمه       : لقمان حکيم حکمت

 د ژباړن پېليزه

الحمد لله رب العلمين ، ولاعدوان الا على الظالمين ، كالمبتدعة والمشركين ، والصلاة والسلام على سيد الانبياء والمرسلين ، محمد وعلى اله واصحابه اجمعين ، وعلى كل من سار بنهجه وتمسك بسنته الى يوم الدين.

اما بعد : په دين کې بدعت جوړول هغه موضوع ده چې خلکو ته يې بيان ډېر زيات اړين دی ، په دې موضوع خلک خبرول او هغه علماء چې په دې رنځ اخته دي د دين په دائره کې ورته ارشادات کول او ورته خطايي په ګوته کول ټول هغه څه دي چې اسلام د يو مسلمان په بل ثابت حق بللی دی .

دا چې د علامة محمد بن صالح العثيمين رحمه الله  چاپ شوې مقاله واقعاً علمي ارزښت لري ، د بدعت متعلق په داسې بې مثاله علمي انداز مشتمله ده چې ساری نه لري ، د قواعدو په رڼا کې، د ښه منطق او جالبې ګفتګو په بنسټ ډېره ښه ودانه محاضره ده ، زه په دې خوښ شوم چې د خپل ديني واجب په اساس يې پښتو ته وژباړم ، تر څو د عثيمينرحمه الله  د تحقيق په بنسټ ابادې محاضرې ته د ليک په بڼه او په اسانه لاس رسی ورته وشي .

په دې چې د کتاب خوند نور پسې هم اضافه شي، د بدعت متعلق مې د سلفو صالحينو اقوال هم ترجمې ته ضميمه کړل تر څو داعي وکولای شي د بدعاتو په رد کې له دغې اقوالو څخه استفاده وکړي .

د عثيمينرحمه الله د ژوند ، تعليم ، دندو او دعوتي پروګرامونه مې د هغه د مختصر ژوند ليک کې قلمبند کړي دي، تر څو لوستوال وتوانېزي چې د شيخرحمه الله علمي شخصيت او د هغه ذکاوت  وپېژنې .

له يو پلوه خو به داعي د خپلو علمي شخصيتونو سره اشنايي هم پېدا کړي او له بل پلوه به يې له علمي تراث سره مينه هم په څو څو چنده شي ، او وبه پيژني چې د بدعاتو په رد او د نبيصلى الله عليه وسلم  د سنتو په تحفظ کې الله پلوه ديني علماوو څومره زيار ويستی او تر کوم حده يې د مبتدعينو مخه نيولې ده .

په اخر کې له رب کريم لايزال څخه سوال او عاجزانه ابتهال کوم چې ای الله زما څخه دا عمل قبول کړه ، ای الله زما دا عمل خالص ستا د رضا لپاره وګرځوه .

که د لوستوال تر نظر لاندې هر ډول علمي، املائي او مطبعي خطا راشي د احسان له مخې مو په لاندې عنوان وخبروئ ترڅو يې اصلاح کړو، ځکه له خطا څخه هېڅ څوک هم معصوم نه دي.

امين يا رب العلمين

لقمان حکيم حکمت

 د امام محمدبن صالح العثيميرحمه الله  د ژوند سوانح

د شيخ عثيمينرحمه الله  په اړونده به ډېر كم او دګوتو په شمېر وګړي معلومات نه لري ،لرې پرتې او نږدې سيمې د عثيمينرحمه الله  په بالاترۍ او نېكو اخلاقو او د پياوړي علم ګواهي وركوي، د ګرد اسلامي قلمرو په خېل خېل ځايونو کې د هغه د علم نمونې شتون لري .

د سلفو صالحينو په پل دغه تللی شخصيت او نايابه هستي چې خپل رښتنوني عزم او كلك ايمان يې مخ په وړاندې روان كړی و ، د دې په پل پل اخستنه هم د انسان د ژوند يواځنې نېكمرغي ده .

شيخ عثيمينرحمه الله چې د خپلې علمي پياوړتيا او د سمې روزنې وركولو تر څنګ هغه د علم، پوهې، اخلاص، رښتيا، خاكسارۍ، او د زهد او پرهېزګارۍ منل شوی سمبول او رښتونې نمونه هم وه .

محمد بن صالح العثيمينرحمه الله د قرانكريم په تفسير، عقائدو، فقه، نبوي سيرت، اصول فقه، نحو، او په نورو ديني علومو کې ډېرې ځانګړتياوې لرلې .

محمد بن صالح العثيمينرحمه الله هغه مباركه او بابركته هستي وه چې د زياتې مينې او محبت له مخه يې علم او پوهه  د ځمكې پر مخ د بېلابېلو ځايونو ميشتو انسانانو د ژوند ژواك ديني او دنيوي د ورپېښو ستونزو د حل او فصل مصدر دی .

الله پاك دې محمد بن صالح العثيمينرحمه الله په جنت الفردوس کې د خپلو انبياؤ ، رښتينو خلكو ، شهيدانو ، او د نېكانو خلقو په ملګرتوب ونازوي .

امين

د محمد بن صالح العثيمينرحمه الله  نوم نسب او زوكړه

د محمد بن صالح العثيمينرحمه الله  اسم كنيه ابو عبدالله ، خپل نوم يې محمد او د پلار نوم يې صالح ، د نيكه نوم يې محمد او د ډر نيكه نوم يې سليمان و ، د قبيلې له نګاه او په نسبي شجره تميمي و .

زوكړه يې د سعودي عربستان د قصيم د ښار مربوط عنيزې كلي کې د هجري قمري كال له مخې په ( 1347) د رمضان د مباركې مياشتې په ( 27 ) کې شوې ده .

د محمد بن صالح العثيمينرحمه الله علمي نشاطات

له كوچنيتوب پر مهال يې د لومړي ځل لپاره له مور طرفه نيكه عبدالرحمن بن سليمان الدامغرحمه الله  څخه قرانكريم په يادو ضبط كړ او بيا سمدستي يې د ليك لوست او ورسره د عربۍ ادب او د حساب  د زده كړې په منظور دكلي مربوط نزدې روزنتون ته ولاړ، او د تېر په څېر يې د حديثونو او فقه اړتيا وړ متون حفظ كړ، علامة عبدالرحمن ناصر السعديرحمه الله  د خپلو تدريسي مهارتونو له مخې به خپل لويان شاګردان د ځېنو كوچنيانو په روزنه ګمارل ، دغه مهال د عثيمينرحمه الله  روزنه محمد بن عبدالعزيز المطوعرحمه الله  په غاړه واخسته .

د وخت په تېرېدو چې محمد بن صالح العثيمينرحمه الله  په توحيد ، فقه او نحو کې لومړي قواعد په خپل فهم کې راوستل، د دې جوګه شو چې د علامه عبدالرحمن ناصر السعديرحمه الله  په حلقه کې د درسونو د ضبط لپاره خپله حاضري وركړي ، هغه و چې د خپل بېدار بخت او ويښ برخليك له مخې يې له علامه سعديرحمه الله  څخه تفسير ، حديث ، توحيد ، فقه ، اصول فقه ، فرائض ، او نحو په ښه توګه ياد كړل .

له دغې ځای څخه په څرګند ډول بريښي چې علامه سعديرحمه الله  د عثيمينرحمه الله لومړی ښوونكی دی چې له دغې پاكې صفا علمي چينې څخه يې د لومړي ځل لپاره ګوټ وكړ.

علامه سعديرحمه الله   د خپل تدريس په مهال په شيخ عثيمينرحمه الله  کې د چټكې زده كړې، او د ښه علمي زيركتيا نښې نښانې وليدې چې د شاګردۍ په دوران کې يې په خپلې حلقه کې د ښه ښوونكي په صفت وګماره .

بيا يې له عبدالرحمن بن علي بن عودانرحمه الله  نه د ميراث  علم يو ځل بيا په ځانګړي توګه هغه مهال واخست چې كله هغه د عنيزې  د منطقې  د قضاء په دنده وګمارل شو.

او شيخ عبدالرزاق عفيفيرحمه الله نه يې په عنيزه کې د بلاغت ، نحو علوم او فنون په ښه توګه واخستل .

بيا چې كله په رياض کې د المعهد العلمي پرانسته وشوه د خپلو ځېنو مخلصو ملګرو په مشوره او د شيخ عبدالرحمن سعديرحمه الله  سره په سلاه يې په نوموړي معهد کې التحاق وكړ ، او د ( 1327 ) هجري قمري كال څخه راپدېخوا يې په مذكوره معهد کې  له نامتو او سترو سترو پوهانانو څخه علمي استقادې وكړې ، د دغې نامتو علماوو د ليكې په سر کې علامه محمد الامين الشنقيطي، شيخ عبدالعزيز بن ناصر بن رشيد ، شيخ عبدالرحمن افريقايn شامل وو .

بيا يې له شيخ عبدالله بن عبدالعزيز بن بازرحمه الله  څخه صحيح البخاري ، فقه مقارن ، او نور علوم واخست ، چې ابن بازرحمه الله يې دوهم اساسي استاذ او ښوونكی بلل كيږي .

د رياض علمي معهد له فراغت څه وروسته سمدستي د رياض د امام محمد بن سعود اسلامي نړيوال پوهنتون کې تر هغه پورې د شاګرد په توګه پاتې شو چې ورڅخه يې د ليسانس  ( بكالوريوس ) بری ليك تر لاسه كړ .

د محمد بن صالح العثيمين علمي نشاطات او دندې

·                 وړاندې مو وويل چې علامه عبدالرحمن سعديرحمه الله شيخ عثيمينرحمه الله د چټكې زده كړې او علمي زيركتيا له كبله په ( 1370هـ ) کې د عنيزې په لوی مسجد کې د استاذ په صفت وګماره ، او د رياض د علمي معهد تخرج او فراغت وروسته د عنيزې په علمي معهد کې په ( 1374 هـ ) کې د پياوړي ښوونكي په صفت د تدريس په دنده وګمارل شو .

·                 د علامه عبدالرحمن السعديرحمه الله له مړينې ورسته په ( 1376هـ ) کې د جامع مسجد د خطابت او امامت ذيمه واريانې هم په غاړه واخستې ، او د سعدي رحمه الله په ( 1359هـ )  کې د دغې مسجد  اړوند عنيزه کې د جوړې كړې. مكتبې د تدريس دنده يې هم په غاړه لرله .

د خپل مرګ تر اخره سلګې پورې د دغې مكتبي مدرس و ، خو چې كله يې هم د ملك داخلي او خارجي شاګردان دې حد ته ورسېدل چې په مكتبه کې يې ځای پرځای كېدل له امكان څخه ووتل نو تدريس يې جامع مسجد ته نقل كړ .

·                 د عنيزې معهد کې د تدريسي  دندې ترڅنګ يې په رياض کې د امام محمد بن سعود اسلامي نړيوال پوهنتون كې د تدريسي منهج غړيتوب هم لرو  چې ځيني منهجي ليكنې يې هم پدغه اړوند نوشته كړي دي .

هيره دې نه وي چې د عنيزې د علمي معهد تدريس يې د ( 1398هـ ) كال پورې وغځېد.

·                 د وفات تر اخرې سلګې پورې له (1399هـ ) څخه راپدېخوا په قصيم کې د اصول الدين په پوهنځي کې ورته د نامتو او د پياوړي استاذ په توګه ګوته نېول كېده .

·                 د اوړي په رخصتيانو کې به يې په مكي حرم او مدني حرم کې ګڼ شمير درسونه وركول په ځانګړي توګه د حج او عمرې په موسمونو کې .

·                 د سعودي عربستان د داخلي علمي پلاوې غړيتوب يې هم درلود .

·                 د تليفون په كرښه به يې سعودي عربستان او په نورو ګڼ شمير هيوادونو کې علمي محاضرات هم وړاندې كول .

·                 په عنيزه کې د قرانكريم د ضبط د جمعيت د تاسيسي كال ( 1405هـ  ) څخه  تر مرګ پورې د رياست دنده هم په غاړه درلوده .

·                 د ( 1398-1399 هـ ) او د ( 1400هـ ) د دوو كلنو په مهال د امام محمد بن سعود اسلامي په نړيوال پوهنتون کې يې د علمي مجلس غړيتوب هم درلود .

·                 په قصيم کې د اصول الدين د پوهنځي د رياست تر څنګ يې د شرعياتو د پوهنځي غړيتوب او عضويت هم درلود .

·                 له (۱۴۰۷هـ )كال څخه راپدېخوا د سعودي عربستان د هيئة كبار العلماء عضويت او غړيتوب يې تر مړيني پورې درلود .

د دغې چارو د سمبالولو سره يې نور ديني او زړه پورې انساني نيكې رويې او شرعي وجايب هم ترسره كول ،هغه د فتوې وركونكي او د خلكو تر منځ د راپېدا شو پېښو د حل او فصل په شمول د ديني ګټې وټې طرفدار هم وو ، هغه به هميشه خلك خاكسارۍ زهد او تقوىٰ ته هڅول .

هغه خپل ژوند د ژوند اړوند چارو باندې ويشلی و ،هغه به د قصيم د قاضيانو سره هفته واره غونډه كوله ، او په عنيزه کې به يې د امر بالمعروف او نهي عن المنكر له پلاوې سره هم اوونيزه غونډه كوله چې به يې ورسره په دغې هكله تفصيلي خبرې اترې كولې .

د كلني مهال ويش له مخې به يې پخپل كور کې هفتوارې غونډې كولې ، او پخپل مسجد کې به يې مياشتينيزې علمي غونډې هم كولې ، او له خپلې منطقې څخه د باندې به يې په بېلابېلو كليزو غونډو کې برخه هم اخسته .

·                 په ( 1414هـ ) كال کې يې د ملك فيصل نړيوال مډال تر لاسه كړ ، او مډال وركولو هيئت يې برياليتوب په راراوانو مذكوره نقطو کې څرګندكړ :

نوموړی د علماوو د رښتونې اخلاقو او د نېكې رويې حقيقي سمبول دی ، د زهد ، پرهيزګارۍ ، د پراخې سينې ، د حق په وينا قايم ، د عامو او خاصو مسلمانانو د مصلحت رښتوني لټونوال دی .

د نړۍ ګڼ شمير وګړو يې له علم ، تدريس ، فتوى  او ليكنو څخه زياته استفاده كړې ده .

د نړيوالو اسلامي كانفرنسونو او غونډو کې زيات ګډونوال دی .

د فكر او سلوك له نګاه نه او په ښه انداز په ځانګړۍ توګه د الله پاك رښتني دين ته خلك رابلل .

د شيخرحمه الله علمي جد جهد او نشاطات په لاندې نقاطو کې نچوړ دي

۱-  له ( 1370هـ ) كال څخه تر (1421هـ ) كال پورې يې خپل ټول ژوند په تعليم او تعلم کې تېر كړ .

 يعنې سمه نيمه پېړۍ نه هم زيات عمر يې اسلامي ښووني ته وقف كړی و ، د عنيزې په منطقه کې به هغه هره ورځ درس او تدريس كو  .

۲- د حج په مواسمو کې او په ځانګړي توګه د رمضان د مياشت په مباركه مياشت کې به يې په دواړو حرمونو مكي او مدني کې د اسلامي تعليماتو ښوونې كولې .

۳- د امام محمد بن سعود په اسلامي پوهنتون کې يې د تدريس دنده مخ په وړاندې هم بوويله .

۴- د تليفون په كرښه به يې د اسلامي مركزونو له لارې د سعودي عربستان په داخل او خارجي مملكتونو کې درسونه وركول .

د دغې ترڅنګ به چې كله هم يوې منطقې ته ولاړ ، هرو مرو به يې د منطقې ميشت خلكو ته علمي محاضرات وړاندې كول .

۵- هغه به هميشه خلكو ته د دې ايت په هكله زيات وعظ نصيحت كو چې ( وَاتَّقُوا اللَّـهَ وَاعْلَمُوا أَنَّكُم مُّلَاقُوهُ ۗ وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ ) او بيا به يې ويل : د الله په ذات مې دې قسم وي ، كه رښتيا هم مونږ د ويخ زړه او ضمير څښتنان وای ، نو دې ايت به زمونږ په نفسونو کې راسخ اثر كړی وای .

د دغې ترڅنګ به هغه هميشه د ژوند زياته برخه د علم لټونوالو ته وركوله ، هغه به شاګردانو ته اسلامي توجيهات او د صبر زغم تربيه وركوله .

هغه به د عنيزې په منطقه کې په خپل مسجد کې د جمعې د مباركې ورځ خطبې هم وړاندې كولې ، د هغه خطبې به له نورو شيوخو كرامو څخه ټولو اسلامي احكامو ته شاملې وې ، د هغه خطبې د الله پاك په خاص فضل او احسان تر نن ورځ پورې عملي اثار د خلكو په معاملاتو ، عباداتو کې په څرګند ډول بريښي .

د محمد بن صالح العثيمينرحمه الله صفتونه او مناقب

ـ : شيخرحمه الله يواځې دا نه چې په ښوونې او روزنې او د علمي محاضراتو په وركولو يې بسنه كوله ، نا بلكې هغه په علم ، تواضع ، صبر او زغم ، او پرهيزګاري کې دومره ستر ارزښتناك سمبول و چې خلكو يې هم پل خپل كړی دی .

ـ : شيخ عثيمينرحمه الله د ژوند په مهال ويش، علمي جدوجهد، او پر نيكو ښائسته اخلاقو باندې زيات شهرت لرو ، هغه به ګردو خلقو سره په كولاو تندي چې خوشحالي به پرې خوره وره وه مخامخ كېده ، د خلكو په زړونو کې به يې خوشحالي ننوسته .

ـ : شيخ عثيمينرحمه الله به په ځانګړي توګه ځوانانو ته زيات نصيحت او قابل قناعت وعظ كو، د هغوی سره به يې د ژوند لحظات په قابو کې د راوستنې اړوند مناقشې كولي.

ـ : شيخ عثيمينرحمه الله د خپل ژوند په ګردو چارو کې د اسلامي شريعت تنفيذ لومړی اختيار و .

ـ : د ديني امانت ستره نښه يې دا وه چې د پوښتنې په مهال به يې چټګه فتوى نه وركوله ، هغه مهال چې به ورڅخه پوښتنه وشوه نو لومړی به يې وويل : زه د مسئلې اړوند لږ سوچ كوم بيا به يې مدلل جواب وكړ.

ـ : د ناروغتيا په مهال هم د شيخرحمه الله علمي عزيمت لكه د تېر په څېر پياوړی او په جوش خروش کې و ، د ورپېښي ناروغتيا له كبله چې كله د امريكي متحده ايالاتو ته د علاج لپاره ولاړ ، هلته يې هم امريكايې مسلمانانو ته زياتې علمي محاضرې تقديم كړې ، او د هغوی د جمعې د مباركې ورځې امامت به يې كو.

بيا چې كله سعودي پلاريز ټاټوبي ته راستون شو ، خپل دعوتي مهم او پروګرام يې نور هم مخ په وړاندې بوت ، چې ورپېښې ناروغې يې هېڅ مخه ونه نيوله .

بالاخره د دغې ناروغې له كبله يې خپل روح الله پاك ته د هغه د قضاء سره سم وسپارته ، الله دې د شيخرحمه الله دغه هلې ځلې د هغه د منزلت د لوړتيا سبب وګرځوي .

د شيخ محمد بن صالح العثيمينرحمه الله ليكنې او اثار

شيخرحمه الله ډېر زيات علمي اثار او ليكنې لري چې د بېلګې په توګه يې د ځېنو په لاندې ډول يادونه كوو :

۱ –  ۴۸ سؤالا في الصيام .

۲ –  ۶۰ سؤال و جواب في احكام الحيض .

۳ –  احكام الاضحية والذكاة .

۴ –  اسماء الله وصفاته و موقف اهل السنة منها .

۵ –  الابداع في كمال الشرع و خطر الابتداع .

۶ –  الاصول من علم الاصول .

۷ –  الاعتدال في الدعوة .

۸ –  الخلاف بين العلماء

۹ –  الذكر الثمين .

۱۰ –  الزواج .

۱۱ –  الشرح الممتع علىٰ زاد المستقنع .

۱۲ –  الضياء اللامع من الخطب الجوامع .

۱۳ –  القواعد المثلىٰ في صفات الله واسمائه الحسنىٰ

۱۴ –  القول المفيد علىٰ كتاب التوحيد .

۱۵ –  اللقاء الشهري .

۱۶ –  المداينة .

۱۷ –  المنتقى من فرائد الفوائد .

۱۸ –  المناهي اللفظية .

۱۹ –  المنهج لمريد العمرة والحج .

۲۰ –  بحوث و فتاوىٰ في المسح علىٰ الخفين .

۲۱ –  تسهيل الفرائض .

۲۲ –  تعاون الدعاة و اثره في المجتمع .

۲۳ –  تعليق مختصر علىٰ كتاب لمعة الاعتقاد .

۲۴ –  تفسير العلامة محمد العثيمين .

۲۵ –  تقريب التدمرية .

۲۶ –  تلخيص فقه الفرائض .

۲۷ –  جلسات رمضانية 1410-1415هــــ .

۲۸ –  حقوق دعت اليها الفطرة و قررتها الشريعة .

۲۹ –  حكم تارك الصلاة .

۳۰ –  دروس و فتاوىٰ الحرم المدني لعام : 1416هــ .

۳۱ –  رسالة الحجاب .

۳۲ –  رسالة في الدماء الطبيعية .

۳۳ –  رسالة في القضاء والقدر  .

۳۴ –  رسالة في سجود السهو .

۳۵ –  زاد الداعية .

۳۶ –  شرح الاربعين النووية .

۳۷ –  شرح التدمرية .

۳۹ –  شرح العقيدة السفارينية .

۴۰ –  سرح العقيدة الواسطية  .

۴۱ –  شرح الفية ابن مالك .

۴۲ –  شرح منظومة البيقونية في مصطلح الحديث .

۴۳ –  شرح ثلاثة اصول .

۴۴ –  شرح حديث جابر في صفة حج النبي - صلى الله عليه وسلم - .

۴۵ –  شرح دعاء قنوت .

۴۶ –  شرح رياض الصالحين .

۴۷ –  طهارة المريض و صلاته .

۴۸ –  عقيدة اهل السنة و الجماعة .

۴۹ –  فتاوى اركان الصلاة .

۵۰ –  فتح رب البرية بتلخيص الحموية .

۵۱ –  فصول في الصيام والتراويح والزكاة .

۵۲ –  فقه العبادات .

۵۳ –  كيف تؤدي مناسك الحج والعمرة .

۵۴ –  لقاء الباب المفتوح .

۵۵ –  مجالس شهر رمضان .

۵۶ –  مجموع فتاوى ورسائل الشيخ العثيمين .

۵۷ –  مجموعة اسئلة تهم الاسرة المسلمة .

۵۸ – مختصر مغني اللبيب عن كتاب الاعاريب .

۵۹ –  مصطلح الحديث .

۶۰ –  مطوية نبذ في الصيام .

۶۱ –  مكارم الاخلاق .

۶۲ –  من الاحكام الفقهية في الطهارة و الصلاة و الجنائز .

۶۳ –  من مشكلات الشباب .

۶۴ –  مناسك الحج و العمرة و المشروع في الزيارة .

۶۵ –  منها ج اهل السنة و الجماعة في العقيدة والعمل

۶۶ –  نبذة في العقيدة الاسلامية .

۶۷ –  اخطاء يرتكبها بعض الحجاج .

۶۸ –  تعليق العثيمين على صحيح البخاري .

۶۹ –  شرح باب صفة الصلاة من الزاد .

۷۰ –  شرح كتاب الصوم من بلوغ المرام .

۷۱ –  رسالة في البيع .

۷۲ –  قواعد في الاملاء .

۷۳ –  مجموعة رسائل ملحقة بكتاب العلم .

۷۴ –  منظومة في القواعد والاصول .

د شيخ عثيمينرحمه الله  مړينه

د ( 1321هـ ) كال د شوال د مياشتې په پنځلسمه نېټه د چارشنبې په ورځ مازديګر ناوخته د شيخرحمه الله د مړيني خبر لومړی د سعودي عربستان د مشهور ښار جدې نه خپور شو .

د شيخ عثيمينرحمه الله  دغې اعلان هر فرد نارينه او زنانه ، هركور، هركلی ، هره منطقه ، خفه او بې دمه كړه ، او كور په كور ، منطقه په منطقه يې د مړيني تعزيتونه وركول كېدل او اخستل كېدل ، هر چا د سعودي عربستان ټولواك فهد بن عبدالعزيز او ولي العهد عبدالله بن عبدالعزيز او نورو لوړ پوړو ته د عثيمينرحمه الله د مړيني تعزيتونه پيغامونه د فاكس له لارې ولېږدول ، ځينو  خلكو د عثيمينرحمه الله د دغې راز پلټنه پېل كړه ، چې دغه د ميني او محبت منزلت او لوړ مكانت عثيمينرحمه الله له كوم ځای څخه تر لاسه كړی دی ، د مړينې په سبا يې ګردو ورځنيزو ، اوونيزو  او مياشتنيزو خپرونو کې د شعر او نثر په ژبه مرثيې وغږېدلې .

ـ : د ( 1421هـ ) د شوال د مياشتې په شپاړسم  د پنجشنبې په ورځ مازديګر لمونځ نه وروسته پرې په مسجد حرام کې د جنازې لمونځ وشو ، د جنازې د لمونځ ګډونوالو شمېر په زرهاو باندې اوختی و .

مقبرې ته هم تللي خلک دومره ډېر وو چې شمير يې له امكان نه بهر و ، بيا ورباندې د سعودي عربستان په داخل او خارج کې د غائبانه جنازو لړې پېل شوې ، او په مكه مكرمه كې خاورو ته وسپارل شو .

ـ : د خلكو په زړونو کې د محبت او د مينې دروازې بېرته كول د الله پاك ځانګړې پېرزوينه ده ، او له شك پرته ورسره ټولو خلكو مينه محبت كو ، او الله پاك دې د هغه سره د خلكو مينه د دې حديث مصداق وګرځوي چې نبي صلى الله عليه وسلم  فرمايي : كله چې الله پاك له يو انسان سره د مينې او محبت اراده وكړي ، جبريلعليه السلام ته اواز وكړي چې الله پاك د پلانكي انسان سره مينه او محبت كوي ته هم ورسره مينه محبت وكړه ، ان چې جبريلعليه السلام  ورسره هم مينه وكړي ، بيا جبريلعليه السلام  په اسمان کې اواز وكړي چې الله پاك له پلانكي انسان سره مينه او محبت كوي ، تاسو هم ورسره مينه محبت وكړئ ، ان چې د ځمكې ګردو اوسيدونكو يې ته محبوب كړي .

ـ : شيخرحمه الله پينځه نارينه زامن : عبدالله، عبدالرحمن، ابراهيم، عبدالعزيز، عبدالرحيم ځان نه وروسته پريښودلي دي، الله پاك دې په دغه پينځو واړو کې  خير او بركت واچوي .

الله پاك دې شيخرحمه الله باندې خپل ډېر زيات كرم او رحم وكړي ، الله دې هغه ته د جنت الفردوس لوړ مقام وركړي ، هغه دې الله پاك پخپلو جنتونو ونازوي ، الله پاك دې هغه ته ګردې تيروتنې ، لغزشات ، بخشش كړي ، الله دې هغه ته د اسلامي خدماتو غوره او نېكه بدله وركړي .

امين

وَصَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَلَی خَيْرِ خَلْقِهِ وَ عَلَی آلِهِ وَ أَصْحَابِهِ أَجْمَعِيْنَ

 لومړی : د بدعت تعريف

بدعت د عربۍ ژبې کلمه ده ، تر ټولو لومړی بايد د عربۍ ژبې له نګاه نه د بدعت لغوي او اصطلاحي تعريف زده کړو  ، تر څو د بدعت شرعي حيثيت او ډولونه په سمه توګه وپېژنو .

 د بدعت لغوي تعريف

بَدَعَ : معنی : له کومې نمونې پرته يې ايجاد کړ .

اِبْتَدَعَ : معنی : پخپل زيار يې د نوي شي ايجاد وکړ .

بِدَعٌ او بَدِيْعٌ : هغه شی چې له نورو څخه لومړيتوب لري ، په دی هکله الله پاک فرمايي : [ قُلْ مَا كُنْتُ بِدْعًا مِنَ الرُّسُلِ ] ([1])

ژباړه : ورته ووايه چې زه خو څه په اسماني استازو کې نوی استازی نه يم .

معنی دا شوه چې له ما څخه ډېر پېغمبران او اسماني استازي مخکې تېر شوي دي چې زه يې وروستنی يم . ([2])

او بدعت په دين کې له بشپړېدو وروسته اضافه کارۍ ته ويل کيږي .

أَبْدَعَ ، اِبْتَدَعَ ، تَبَدَّعَ : معنی : نوی کار يې پېدا او ايجاد کړ چې وړاندې يې هېڅ نمونه نه لرله ، په دې هکله الله پاک فرمايي : [  وَرَهْبَانِيَّةً ابْتَدَعُوهَا ] ([3])

ژباړه : او دوی [ بني  اسرائيلو ] له خپل ځا نه پېري ملنګي شروع کړېوه .

بَدّعَ : معنی : کار يې بدعت ته منسوب کړ .

اِسْتَبْدَعَ : د بدعاتو له جملې څخه يې شمار کړ .

بَدِيْعٌ : معنی : د تعجب  او حېرانتيا وړ کار .

او بَدِيْعٌ د الله پاک نوم هم دی په دې معنی چې اسمانونه او ځمکې يې له هېڅ کومې نمونې پرته جوړ او پېدا کړي دي .

د بدعت له دغې ګردو کلماتو څخه جوته شوه چې د [ بَدَعَ ] ماده په دين کې د خواهشاتو څخه راپېدا نوي کارونو ته ويل کيږي .

هېره دې نه وي چې [ اِبْتِدَاع ] د الله پاک له پلوه له عدم څخه وجود ته د شيانو راوستو ته ويل کيږي، په دې معنی چې د مخلوقاتو او ګردو شيانو پېدا کول يواځې الله پاک کوي، خو د مخلوق له لورې [ اِبْتِدَاع ] د الله پاک او د هغې د راستولي رسول په ضد د شيانو او عبادتونو رواجولو ته ويل کيږي ، او دا د مذمت وړ دومره بد کار دی چې پوره پرې تمامه ده . ([4])

 امام أبو شامه وايي : ( په شرع کې ) د بدعت او مبتدع نومونه يک او يواځې په مذماتو کې راځي ، خو ولې په لغوي بڼه دواړه کلمې د مدح او مذمت دواړو معناګانو ته شمول لرلی شي . ([5])

 د بدعت اصطلاحي تعريف

که څه هم علماوو د بدعت په بېلابېلو اسلوبونو تعريفات کړي دي خو له کره کتنې او ژورې څېړنې وروسته ترې يوه معنی او يو مفهوم اخستل کيږي .

¨ امام جرجانيرحمه الله  وايي :

بدعت په دين کې د هغې نوي شي منځ ته راغلي کار نوم دی چې له صحابه کراموf او تابعينو نه يې په صحت دروستوالی هېڅ اثر نه وي نقل شوی ، او نه هم د کوم شرعي دليل مقتضا او غوښتنه وي . ([6])

¨ ابن عابدينرحمه الله  د بدعت په تعريف کې وايي :

بدعت د ضد يا شک او شبهې يا استحسان په بنسټ علمي يا عملي داسې نوی کار رواجول چې ورته د قوي دين او نېغې لارې او په ديني احترام قايل وي . ([7])

¨ شاطبيرحمه الله  د بدعت تعريف داسې کوي :

دين او اسلام ته په ورته والي کې د داسې لارې پېدا کول چې غاړه کېښودلو باندې پرې د الله پاک په عبادت کې مبالغه کول وي ([8])

په دې درېواړو تعريفونو کې واضح ترين او د مقصودونو په خورا بهترينه طريقه واضحه کونکی تعريف د شاطبيرحمه الله تعريف دی ، يو خو دا چې تعريف دومره واضحه او څرګنده دی چې له يوې خوا اسان فهمه دی او له بلې خوا پرې ټول احترازات له منځه بهر وځي .

¨ عز بن عبدالسلامرحمه الله  وايي :

د داسې کار کول چې د نبي صلى الله عليه وسلم   څخه يې ثبوت هېڅ صحت نه لري . ([9])

 دوهم : د بدعت ډولونه

د بدعت د لغوي او اصطلاحي تعريفونو وروسته مونږ ته جوته شوه چې بدعت په مختلفو اعتبارونو بېلابېل او جلاجلا ډولونه لري .

د من حيث اللفظ بدعت دوه ډولونه لري:

¡ لغوي بدعت: لکه عمر رضي الله عنه چې کله خلک د تراويحو په لمونځ کې په يو امام راټول کړل او بيا يې وويل:[ نِعْمَتِ البِدْعَةُ هَذِهِ ] ([10])

هېره دې نه وي چې عمر رضي الله عنه په دې کې له اسلامي نصوصو سره هېڅ مخالفت نه لري، ځکه چې له نبي صلی الله عليه وسلم څخه د تراويحو لمونځ په جماعت سره ثبوت لري خو هغه يې جماعت په دې خاطر پرېښی و چې پر امت يې فرض نه شي.

¡شرعي بدعت: دا ډول بدعت د انسان ايمان لپاره لويه ستونزه ده، او خطورت ته يې د نبي کريم صلی الله عليه وسلم په دې قول کې اشاره شوې ده [ فَاِنَّ کُلَّ مُحْدَثَةٍ بِدْعَةٌ وَ کُلُّ بِدْعَةٍ ضَلاَلَةٌ ] ([11])

د کل او جزء په اعتبار هم بدعت دوه ډولونه لري:

¡ کلي بدعت: دې ته ويلی شي چې کله د بدعت متعلق منځ ته راغلی خلل په اسلامي شريعت کې کلي وي بدعت به يې هم کلي وي، لکه په تحکيم کې د خوارجو بدعت چې په دې ايت يې دليل نيو [ اِنِ الحُکْمُ اِلاَّ لِلهِ ] ([12])

ژباړه: فيصله ايکي يواځې د الله لپاره دی .

سره له دې چې له دې ايت څخه بې غوره او جهل کې پاتې دي [ فَابْعَثُوْا حَکَمآً مِنْ أَهْلِهِ وَ حَکَماً مِنْ أَهْلِهَا ] ([13])

ژباړه: يو پرېکړه کونکی د هلک او بل د ښځې له خاندان واستوئ.

نمونې يې لکه : د قران په ايتونو باندې د اقتصار له مخې نبوي سنتونو نه انکار کول، يا له اخبار احادو نه انکار کول...

¡ جزئي بدعت: دېته ويلی شي چې په ځينو فروعو کې وي لکه په قران باندې د تغني بدعت، يا  لمونځ کې په يوه خپه باندې ودرېدل، يا دروژې په ولاړه نېول، يا له شرعي عذر پرته د الله مباحات او حلال پر ځان بندول، لکه خوب نه کول، خوندور خوراکونه نه کول او داسې نور...

د عموم او خصوص په اعتبار هم بدعت دوه ډولونه لري:

¡ عام بدعت: دې ته ويل کيږي چې ستونزه او تکليف يې امت ته عام وي، لکه عيد ميلاد بدعت.

¡ خاص بدعت: دې ته ويل کيږي چې ستونزه يې يواځې مبتدع ته خپله وي لکه هغه ډول اذکار کول چې په اسلامي شريعت کې ثبوت نه لري.

د دې ډول دواړو بدعتونو له کلي او جزئي بدعت سره توپېر په دې کې دی چې عام او خاص بدعتونو کې معيار د مبتدعينو څېړل دي او  هلته بدعت بذاته.

بل: کلي بدعت د شريعت فروعو پورې منحصر نه وي خو ولې د عام بدعت شر او ستونزې يواځې پر مبتدع نه بلکې د امت نورو افرادو ته هم په زيان تماميږي.

بل: جزئي بدعت په فروعو کې راځي خو ولې خاص بدعت کې ستونزه يواځې مبتدع ته جوړه وي او د امت نور افراد ترې سلامت وي.

د مفرد او مرکب په اعتبار هم بدعت دوه ډولونه لري:

¡ مفرد بدعت: هغه ته ويل کيږي چې مخالفتونه پکې په تسلسل نه وي، بس همدغه يو بدعت دی چې بل ورسره ټل نه دی، لکه د فرض لمونځ نه وروسته له تسبيح او اذکارو پرته په نوافلو شروع کول.

¡ مرکب بدعت:  دې ته ويل کيږي چې ګڼ شمېر بدعتونه سره داسې يو بل کې منسجَم وي ګوياکې يو بدعت دی، د امامانو په عصمت کې د شيعګانو عقيده، يا د دې عقېدې په بنسټ يې نور ولاړ عقايد...

د حرمت او کراهت په اعتبار هم بدعت دوه ډولونه لري:

دپام وړ: دا حقيقت دی چې د بدعت هر ډول ګمراهي ده، په اسلامي شريعت کې راغلې نهي ورته سم دم شمول لري، خو دومره ده چې بدعتونه سره خپل منځ په يوه رتبه نه دي، يوه خبره شته چې که څوک ووايي : بدعت ضلالت دی او ضلالت دهدايت ضد دی نو حرام او مکروه ته يې تقسيم څه ګټه لري؟

ځواب يې دا کېدای شي او بل نه چې د ضلالت عموم هر بدعت ته لازم دی خو په مکروهو افعالو کې ورته عموم لازم نه دی ځکه چې:

لومړی: ځکه چې  افعال هرومرو اضداد لري،لکه امر او نهي،خو ترمنځ بيا داسې واسطه لري چې له يو سره هم اړيکه نه لري چې (تخيير ) دی.

خو که مکروه بدعت کې له غور څخه کار واخلو راته به جوته شي چې د نهي له نګاه نه منهي عنه له حرامو سره په مطلق نهي کې شريک دی خو ولې بل اړخ يې له غليظ حرمت څخه راوباسي ځکه تحريم تنزيهي که عقاب او ا ثم نه وي،نو په دې کې ورسره مباحات هم شريک شول.

دوهم: په بدعتونو کې مکروه ثابتول حقيقت دی، ځکه رسول الله صلى الله عليه وسلم پر هغو خلکو رد وکړ چې غوښل يې تل به روژه وي او افطار به نه کوي، بل وويل چې نکاح به نه کوي...

او حالانکه دغه نفرو له مندوباتو په خاطر د مندوباتو لپاره مندوبات پرېښودل.

دا ډول شواهد په نبوي نصوصو کې بلا ډېر دي.

د دين او دنيا په لحاظ هم بدعت دوه ډولونه لري:

¡  ديني بدعت: دا ډول بدعت خپل کې څلور تقسيمونه لري:

Œ د کفر بدعت: لکه غير  الله ته فرياد کول، له انبياؤ کرامو او او اولياء آلله نه د حاجتونو غوښتل، هغوي ته په سختو کې پناه وړل.

 حرام بدعت: لکه الله ته په مړو باندې وسيله نېول، پر قبرونو باندې مسجدونه ودانول او ورته سجدې کول، پر قبرونو باندې شمعې بلول او نذرې منښتې کول، له قبرونو او زيارتونو څخه طواف کول.

نو دا ټول هغه بدعتونه دي چې اسلام حرام کړي دي او انسان پرې له اسلام څخه وځي خو دحرمت په رتبه کې ترې لومړی بدعت ډېر غليظ دی خو دحرمت حکم يې يو دی.

Ž مکروه تحريمي بدعت: لکه له اذان وروسته په درود باندې اواز لوړول، د رمضان په اخر کې د کال قضا شوي لمونځونه ادا کول، دا هم هغه بدعتونه دي چې حرام دي خو د حرمت په رتبه کې له مخکنو دواړو نه ښکته دي.

 مکروه تنريهي بدعت: لکه د فرض لمونځ وروسته يو له ته لاس ورکول، يا پر ممبرونو باندې پردې راځړول.

خو د محقيقينو علماؤ د کره کتنې له مخې په دين کې هر بدعت، کوچنی او که ستر حکم يې حرام دی.

¡ دنيوي بدعت: دې ته ويلی شي چې په معاشي امورو کې داسې پرمختګ وکړی شي چې ګټور وي او خلکو ته يې هېڅ ديني او دنيوي ستونزه نه وي، نه پکې د ديني محرماتو ارتکاب وي او نه پرې د دين کوم اصل ته خطر وي، چونکه دا د انسان د ژوند سره تعلق لري او انسان کولی شي چې د سوکاله ژوند لپاره هغه اسباب په کار راولي چې الله د ده لپاره پېدا کړي دي او حتی ټوله دنيا  يې د ده لپاره مسخّره کړې ده، نو ابتکار او نوښت نه اسلام غندي او نه يې غندلی دی بلکې اسلام انسان ته تيزي ورکوي چې په دنيوي امورو کې هم پرمختګ وکړي او خپله دنيا دې له دين سره په ټکر کې نه راولي، ځکه چې په اصل کې دين او دنيا هېڅ ټکر نه لري مګر دا چې انسان خپله ددغه ټکر د شتون سبب جوړ نه شي.

د من حيث الوضع په اعتبار بدعت دوه ډوله دی :

¡ حقيقي بدعت : حقيقي بدعت دېته ويل کيږي چې په اسلامي دائره کې ديني اصولو ( قران ، حديث ، اجماع )  ته هېڅ استناد ونه لري .

¡ يا په بل اعتبار : حقيقي بدعت هغې ته ويل کيږي چې قراني ايت يا نبوي حديث يا اجماع ورباندې هېڅ دلالت نه کوي ، خو بدعتي انسان له دين پورې د شخصي غرضونو په بنسټ تړلی وي .

ځينې حقيقي بدعتونه د الله پاک څخه سرغړونې شمېرل کيږي او ځينې نور يې کفر هم بلل کېدای شي، دا هله چې بدعت عقيدوي چارو سره اړيکي ولري، لکه: جبريت ، قدريت ، اعتزال ، پر قرانکريم د مخلوقيت عقيده لرل، د الله پاک صفتونه نفي کول، د کبيرې مرتکب کافر بلل، يا د صوفيانو عقيدوي بدعتونه چې اوليا په ژوند کې هم او له مرګ څخه وروسته په نړۍ کې د ځينو  تغييراتو او بدلون راوستلو توان لري او داسې نور...

¡  اضافي بدعت :  دوه اړخونه لري روا اړخ : مبتدع انسان د دې مشروع اړخ له مخې نور داسې څه په دين کې ننباسي چې بيخي د شرعي کيفيت څخه يې بهر وباسي ، په خلکو کې هم نن سبا د بدعت دا ډول ډېر شتون لري ، د نمونې په توګه لکه : روژه ، طهارت ، لمونځ  يا نور هغه عبادتونه چې اسلام يې مشروعيت تنصيص کړی وي ، روژه که څه هم د اسلام رکن دی خو مبتدع انسان يې د دې له مخې په داسې کيفيت ونيسي چې د مشروعيت له دائرې څخه يې د نفسي خواهشاتو له مخې وباسي ، لکه ووايي : زه به روژه په  ولاړه نيسم او بيخي به نه کينم ، يا زه به د لمونځ په لومړي رکعت کې درې ، يا څلور  يا له دې څخه هم زياتې سجدې کوم تر څو الله ته ډېر ګران شم ، ددې پر ځای چې په سجده الله ته تقرب حاصل کړي نور هم لعنتي کيږي ، ځکه چې د مشروع عبادت ديني کيفيت يې بيخي ردوبدل کړ ([14]) .

د کفر او عدم کفر له مخې هم بدعت په دوه ډوله دی ، معنا دا چې مبتدع کله په خپل بدعت کافر بلل کيږي او کله نه بلل کيږي ؟

حافظ حکمي وايې : په دين کې بدعتونه جوړول دوه ډوله لري :

×هغه بدعت چې انسان پرې کافر بلل کيږي .

× هغه بدعت چې د انسان په حق کې د کفر سبب نه جوړيږي .

¡ بدعت مکفره دېته ويل کيږي چې انسان د داسې ديني اړخ نه انکار وکړي چې په ثبوت يې غوڅه اجماع شوې وي، په شريعت کې په تواتر ثابت وي ، لکه د د ين له مفروضاتو روژه ، لمونځ ، د حرامو تحليل ، د حلالو تحريمول ، د الله پاک ، يا رسول صلى الله عليه وسلم  اړوند داسې عقيده ساتل چې هغوی ترې پاک وي .

¡غېر مکفره بدعت دېته ويل کيږي چې له کولو څخه يې د قران تکذيبول ، له پيغمرانو څخه انکار منځ ته نه راځي ، لکه د مروان بن الحکم هغه بدعتونه چې صحابه کرامو پرې نيوکې وکړې خو هېڅ چا هم پرې کافر ونه نومو، او نه يې هم له بيعت څخه ووتل، لکه د لمونځونو تاخيرول ، د اخترونو په لمونځ خطبه مخکې کول او داسې نور...

 په بدعت او مبتدعينو د اهل السنت و الجماعت نيوکې

™ عبدالله بن عباسرضى الله عنهما  وايي : پر خلکو هېڅ کله هم کا ل نه نوی کيږي مګر بدعتونه پکې راژوندي کوي او سنت پکې مړه کوي ، او داسې وخت به راشي چې بدعت به ژوندی پاتې شي او سنتونه بل ټول مړه شي([15]) .

™ عبد الله بن مسعودرضى الله عنه  وايي : مبتدعين مه جوړېږئ ، بلکې پېروکار جوړ شئ ، ستاسو لپاره سنت بسنه کوي ([16]).

™ او وايي : د سنت په اداء کولو کې ميانه روي کول په بدعاتو کې د ځان ستومانه کولو نه ډېر بهتر دی ([17]).

™ معاذ بن جبلرضى الله عنه  وايي :ستاسو تر شا داسې رنګارنګ فتنې را روانې دي چې مالي پانګونې به پکې ډېرې شي ، د قرانکريم مخ کتنه به مومن او منافق دواړه په يو څېر کوي ، د تير په څېر به نارينه او زنانه ، مشر او کشر ، ازاد او غلام ټول يو شان وي ، شايد داسې څوک هم وي چې وايي : خلک زما خبرې ولې نه مني سره له دې چې قرانکريم مې هم لوستلی دی ، تر هغه مې دوي پلوي نه کوي جې تر څو ورته د بدعت ايجاد ونه کړم ، د د غې سړي له ګردو بدعتونو څخه ځان وژغورئ ، د هغوی نوي پېدا کړي کارونه ټوله سراسر بې لاري ده ، د عالم د ديني کږليچونو څخه ځان را بند کړئ ځکه چې په ژبه يې شيطان ډېرې ناکاره خبرې کوي ، او کله ناکله منافق د حق حقانيت خبرې هم کوي ([18]).

™ سفيان ثوريرحمه الله  وايي : ابليس ته له عامو سرغړونو څخه بدعت ډېر محبوب دی ، ځکه چې د ګناه نه توبه ويستل کيږي او له بدعت نه څوک توبې نه وباسي ([19]).

™  له امام احمد بن حنبلرحمه الله  څخه وپوښتل شول چې تا ته هغه سړی ډېر ګران دی چې لمونځونه کوي او روژې نيسي او په اعتکافونو بوخت وي ، او که هغه څوک درته ګران دی چې د بدعتيانو په مذمت بوخت وي ؟

هغه ځواب ورکړ چې : لمونځونه او روژې او اعتکاف خو د سړي خپل ځاني عمل شو خو ولې په بدعتيانو کې د مذمت بيانونه د عامو مسلمانانو په خير او ګټه دي ، دا ډېر له بهتر او له خير نه ډک دی([20]) .

™ شيخ الاسلام ابن تيميةرحمه الله وايي :  د ټولو مسلمانانو په اتفاق امت له بدعت څخه وېرول لوي فرض او ستر واجب دي ([21]).

™ اووايي : د نبوي حديثونو او د علماوو اجماع په رڼا کې ګرد مبتدعين د شهواني رنځونو باندې اخته ګناهګارانو نه بدترين دی ، هغه داسې چې نبي صلى الله عليه وسلم  له خوارجو سره د وسلوال نظامي بريد تېزي ورکړې ده ، خو د ظالمانو ټولواکانو په ضد غبرګون نه يې منعه کړېده ، او د شراب خوور اړوند يې هم ويلي ( لاَ تَلْعَنْهُ فَاِنَّهُ يُحِبُّ اللهَ وَرَسُولَهُ ) لعنت پرې وايه ، دا د الله او د هغه رسول سره مينه لري ([22]).

™ اوزاعيرحمه الله  له حسان څخه نقلوي : کوم قوم چې په دين کې بدعت رواج کړي ، الله ترې په مقابل کې سنت پورته کړي چې تر قيامته به بېرته ورنه کړل شي ([23]).

™ ابو قلابه رحمه الله وايي : څوک چې په دين کې بدعتونه رواجوي په توره يې مرګ واجب دی ([24]).

™ عبدالله بن عمررضى الله عنهما  وايي : که څومره هم خلک ورته ښه ووايي خو په دين کې بدعت ګمراهي ده ([25]).

™ ابن الماجشونرحمه الله وايي : ما له امام مالکرحمه الله  نه واورېدل : څوک چې په اسلام کې بدعتونه راپېدا کړي او بيا ورته په ښه نظر هم ګوري ، دا يې عقيده ده چې محمدصلى الله عليه وسلم   په دين کې خيانت کړی دی ، او حالانکه الله پاک وايي ( اليَوْمَ أَکْمَلْتُ لَکُمْ دِيْنَکُمْ وَ أَتْمَمْتُ عَلَيْکُمُ نِعْمَتِيْ وَرَضِيْتُ لَکُمُ الاِسْلَامَ دِيْناً ) د پيغمبر په دور کې چې څه شی دين نه و ، اوس هم دين نه دی ([26]).

™ امام شافعيرحمه الله وايي : په ښه نيت چې څوک په دين کې شيان ننباسي له ځان نه  يې شارع جوړ کړ ([27]).

لقمان حکيم حکمت

 نبيصلى الله عليه وسلم  ټول امت ته د اړتيا وړشيان بيان كړي دي

الحمد لله نحمده ونستعينه ونستغفره ونتوب اليه ونعوذ بالله من شرور انفسنا ومن سيئات اعمالنا ، من يهده الله فلا مضل له ومن يضلل فلا هادي له ، واشهد ان لا اله الا الله وحده لا شريك له واشهد ان محمدا عبده ورسوله ، ارسله الله تعالى بالهدى ودين الحق فبلغ الرسالة وادى الامانة ونصح الامة وجاهد في الله حق جهاده حتى اتاه اليقين ، وترك امته على محجة بيضاء ليلها كنهارها لا يزيغ عنها الا هالك ، بين فيها ماتحتاجه الامة في جميع شئونها حتى قال ابوذر ـ رضي الله عنه ـ  ما ترك النبيصلى الله عليه وسلم   طائرا يقلب جناحيه في السماء الا ذكر لنا منه علما .

وقال رجل من المشركين لسلمان الفارسيرضى الله عنه  علمكم نبيكم حتى الخراءة قال نعم ، لقد نهانا ان نستقبل القبلة بغائط او بول او ان نستنجي باليمين او ان نستنجي برجيع او عظم([28]).

 د قرانكريم د اياتونو په مباركو كرښو کې تاسو وينئ چې الله پاك ورپکې  ټول اصول او فروع په روښانه انداز ذكر كړي دي ،ان چې د توحيد ټول ډولونه، ان چې د ناستې پاستې اداب، د اجازت غوښتلو اصول په دومره تفصيلي توګه ذكركړي دي چې ورپکې د سوال او پوښتني ځای نه پېدا كيږي .

الله پاك په قرانكريم کې د دين ټول اصول او فروع بيان كړي دي :

الله پاك فرمايي : ( يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا قِيلَ لَكُمْ تَفَسَّحُوا فِي الْمَجَالِسِ فَافْسَحُوا يَفْسَحِ اللَّـهُ لَكُمْ ) ([29] )

ژباړه : اى هغه كسانو ! چې ايمان مو راوړی دی، چې كله هم درته وويل شي چې پخپلو مجلسونو کې پراخوالی راولئ، نو پراخوالي راولئ ، الله پاك به مو د پراخوالي په نعمت وناز وي.

او الله پاك فرمايي : (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَدْخُلُوا بُيُوتًا غَيْرَ بُيُوتِكُمْ حَتَّىٰ تَسْتَأْنِسُوا وَتُسَلِّمُوا عَلَىٰ أَهْلِهَا ۚ ذَٰلِكُمْ خَيْرٌ لَّكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ* فَإِن لَّمْ تَجِدُوا فِيهَا أَحَدًا فَلَا تَدْخُلُوهَا حَتَّىٰ يُؤْذَنَ لَكُمْ ۖ وَإِن قِيلَ لَكُمُ ارْجِعُوا فَارْجِعُوا ۖ هُوَ أَزْكَىٰ لَكُمْ ۚ وَاللَّـهُ بِمَا تَعْمَلُونَ عَلِيمٌ ) ([30] )

ژباړه : ای هغه كسانو ! چې ايمان مو راوړی دی، له خپلو كورنو پرته د هېڅ چا كور ته تر هغه مه د اخليږئ تر څو ورته د خپلو ځانونو پيژندګلو ونه كړئ، او په اوسيدونكو باندې مباركه تحيه (سلام) واچوئ، دغه كار ستاسو لپاره ډېر غوره او پسند دی، شايد تاسو دا حكم په ياد ولري * او كه ورپکې هېڅ څوك ونه مومئ نو تر هغه پورې له ننوتو څخه ډډه وكړئ تر څو درته اجازت وكړی شي، او كه درته وويل شول چې له ننوتو څخه بېرته ستانه شئ، نو بيرته ستانه شئ ځكه دغه ستنېدل ستاسو لپاره له بدنامۍ څخه يواځنې لار ده، او الله پاك ستاسو په عملونو باندې پوهه دی .

ان چې الله پاك د لباس اچونې آداب هم په ښه توګه روښانه كړي دي، الله تعالىٰ فرمايي ( وَالْقَوَاعِدُ مِنَ النِّسَاءِ اللَّاتِي لَا يَرْجُونَ نِكَاحًا فَلَيْسَ عَلَيْهِنَّ جُنَاحٌ أَن يَضَعْنَ ثِيَابَهُنَّ غَيْرَ مُتَبَرِّجَاتٍ بِزِينَةٍ  )([31] )

ژباړه : هغه بوډې زنانه چې د واده كولو اميد نه ساتي هېڅ ګناه پرې نشته كه د ډول ډال ښودو پرته خپل پړونی كيږدي .

همدا راز الله پاك فرمايي: (يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُل لِّأَزْوَاجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَاءِ الْمُؤْمِنِينَ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِن جَلَابِيبِهِنَّ ۚ ذَٰلِكَ أَدْنَىٰ أَن يُعْرَفْنَ فَلَا يُؤْذَيْنَ ۗوَكَانَ اللَّـهُ غَفُورًا رَّحِيمًا )([32])

ژباړه : اى نبي صلى الله عليه وسلم  خپلو بې بيانو او لورګانو او د ټولو مؤمنانو زنانوو ته ووايه چې پخپلو ځانونو غټې لوپټې ( پړوني ) اويزان كړئ، دغه كار دېته زيات نزدې دی چې دغه زنانه ونه پېژندل شي ، نو دوی به بيا هېڅ څوك نه شي تنګولای ، او الله پاك بښونكی او رحم والا دی .

د تېر په څېر بل ځای الله پاك فرمايي : (وَلَا يَضْرِبْنَ بِأَرْجُلِهِنَّ لِيُعْلَمَ مَا يُخْفِينَ مِن زِينَتِهِنَّ ۚ وَتُوبُوا إِلَى اللَّـهِ جَمِيعًا أَيُّهَ الْمُؤْمِنُونَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ  )([33])

ژباړه : او دغه زنانه دې خپلې ښپې په ځمكه باندې په زوره نه نږدي ، په دې خاطر چې خپل پټ ښايست خلكو ته وښايي .

همداراز الله پاك فرمايي : (وَلَيْسَ الْبِرُّ بِأَن تَأْتُوا الْبُيُوتَ مِن ظُهُورِهَا وَ لَـٰكِنَّ الْبِرَّ مَنِ اتَّقَىٰ وَأْتُوا الْبُيُوتَ مِنْ أَبْوَابِهَا  )([34])

ژباړه : نېكي دا نه ده چې تاسو كورنو ته له شا څخه راشئ ،بلكې نېكي د هغې چا ده چې له الله پاك څخه ويريږي اوكورنو ته د دروازو له اړخه ننوځي.

او داسې نور قراني اياتونه چې دا په ګوته كوي چې اسلامي دين كامل او هر څه ته شامل دی ، له دغې شموليت له كبله هېڅ راز زيادت ته اړتيا نه لري ، لكه څنګه چې نقصان ته اړتيا او احتياج نه لري ، په دغې منظور الله پاك د قران كريم په صفت کې فرمايي : ( وَنَزَّلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ تِبْيَانًا لِّكُلِّ شَيْءٍ )([35])

ژباړه : او مونږ تا ته داسې كتاب نازل كړی دی چې د هر شي لپاره بيان او څرګندونكی دی .

د دنيا پر مخ داسې هېڅ شی شتون نه لري  چې ورته خلك اړين وي مګر د دغې شي يادونه الله پاك په قرانكريم کې نصاً ، يا اشارةً ، او يا هم منطوقاً كړې ده .

 د (مَافَرَّطْنَا فِي الْكِتَابِ مِن شَيْءٍ ) کې د ناروا تفسيرونو نمونې

* محترمو ورنو ! څه داسې خلك شته چې هغوی د الله پاك دا قول داسې تعبيروي چې (وَمَا مِن دَابَّةٍ فِي الْأَرْضِ وَلَا طَائِرٍ يَطِيرُ بِجَنَاحَيْهِ إِلَّا أُمَمٌ أَمْثَالُكُم ۚ مَّا فَرَّطْنَا فِي الْكِتَابِ مِن شَيْءٍ ۚ ثُمَّ إِلَىٰ رَبِّهِمْ يُحْشَرُونَ   ) ([36])

ژباړه : د ځمكې پر مخ هېڅ قسم زنده سر نشته او نه مرغې شته چې پخپلو وزرونو الوتل كوي مګر دا چې ستاسو په څېر امتونه او ډلي دي ، مونږ په لوح محفوظ کې هېڅ راز نيمګړتياوې نه دي پرېښې ، او بيا به دغه ټول امتونه الله پاك ته راجمع كړی شي .

دغه ځينې خلك د الله پاك د دې قول په هكله داسې انګيروي چې (مَافَرَّطْنَا فِي الْكِتَابِ مِن شَيْءٍ ) نه مراد قرانكريم دی ، خو ولې دروسته خبره دا ده چې له دېنه مراد لوح محفوط دی، او هغه داسې چې الله پاك د قرانكريم اړوند له نفي څخه هم زياته مبالغه كړې ده ، الله پاك فرمايې : (وَنَزَّلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ تِبْيَانًا لِّكُلِّ شَيْءٍ  )

د الله پاك دغه قول د قرانكريم په هكله له دې قول څخه چې (مَافَرَّطْنَا فِي الْكِتَابِ مِن شَيْءٍ ) نه ډېر واضح او له بيان څخه ډك دی .

 ايا په قرانكريم د روزمره لمونځونو وختونه شتون لري ؟

 شايد داسې خلك به هم وي او دا ګمان به چې كه قرانكريم همدغسې له بيان څخه ډك وي نو مونږ به د قرانكريم له كومو اياتونو څخه د روزمره پنځه وخته لمونځونو مواقيت ـ وختونه ـ تر لاسه كړو ؟

او ايا دغه سمه كېدای شي چې دغه عدد مونږ په رښتيا هم لاس ته راوړ؟ سره له دې چې الله پاك فرمايې : ( وَنَزَّلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ )

جواب : مونږ الله پاك پخپل كتاب کې په دې مكلف كړي يو چې د رسول اللهصلى الله عليه وسلم  پيروي وكړو ، الله پاك په دغه هکله فرمايي : ( مَنْ يُّطِعِ الْرَّسُوْلَ فَقَدْ أَطَاعَ اللهَ ) ([37])

ژباړه : څوك چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم  پېروي وكړي نو يقيناً چې هغه د الله پاك پېروي وكړه .

او الله فرمايې :( وَمَا أَتَاکُمُ الْرَّسُوُ فَخُذُوْهُ وَمَا نَهَاکُمْ عَنْهُ فَانْتَهُوْا ) ([38])

ژباړه : چې رسول اللهصلى الله عليه وسلم   درته هرڅه دركوي هغه واخلۍ ـ عملي كړئ ـ او چې له څه شي مو منعه كوي له هغې نه ځان وژغورئ .

نو هر هغه څه چې ورباندې حديث ښكاره دلالت كوي، قرانكريم هم ورباندې دلالت كوي، او هغه دا چې حديث ـ سنت ـ پخپله د وحي يوه نوعه ده ، چې الله پاك رسول كريمصلى الله عليه وسلم  ته ښودلې او ورباندې يې نازله كړېده ، په همدغه اړه الله پاك فرمايي : ( وَأَنَزَّلَ اللهُ عَلَيْكَ الْکِتَابَ وَ الْحِکَمَةَ ) ([39])

ژباړه : او الله پاك په تاباندې كتاب او سنت دواړه نازل كړيدي .

نو له دې اياتونو څخه جوته شوه چې څه شي هم په نبوي حديثونو کې ثابت شي داسې دي لكه ثبوت يې چې په قرانكريم کې راغلی وي .

 له نبي صلى الله عليه وسلم څخه د بانډه چيانو په پوښتنو د صحابه كرامو خوشحالېدل

* محترمو ورنو ! ايا دا خبره ستاسو ذهن مني چې نبي‎صلى الله عليه وسلم   له دنيا څخه كوچ كړی دی او دين ورڅخه نيمګړی پاتې دی ؟                             

نا هېڅكله نا ، بلكې نبيصلى الله عليه وسلم   ټول دين مبارك په خپل قول، او عمل او اقرار کې او يا هم د سوال جواب له لارې خلكو ته په ګوته كړی دی ، ان چې الله پاك به ځينې داسې موقعې د نبيصلى الله عليه وسلم  ملګرو ته برابروله چې د دين اړوند چارو کې به يې د مزيد توضيح او بيان لپاره يو بانډه چې د نبيصلى الله عليه وسلم  په وړاندې عرض شو او ورڅخه به يې خپلي د اړتيا وړ پوښتنې وكړي، چې د نبيصلى الله عليه وسلم  د نزدې ملګرو به هم دغه پوښتنې په ذهني محيط کې نه وې .

حتی چې صحابه كرامو به په دې د خوشحالي اظهار هم كوو چې نبيصلى الله عليه وسلم  څخه د صحابوو په حضور کې يو اعرابي د ديني امورو په رابطه پوښتنې وكړي .

د تېر په څېر الله پاك فرمايي : ( الْيَوْمَ أَکْمَلْتُ لَکُمْ دِيْنَکُمْ وَ أَتْمَمْتُ عَلَيْکُمْ نِعْمَتِيْ وَ رَضِيْتُ لَکُمُ الاِسَلَامَ دِيْناً ) ([40])

ژباړه : ستاسو لپاره مي نن ورځ دين بشپړ او مكمل كړ ، او ستاسو لپاره په اسلام باندې د دين په توګه راضي يم .

له همدې ايت څخه راته جوته كيږي چې نبيصلى الله عليه وسلم  هېڅ داسې شی نه دی پرېـښی چې خلک ورته په زياته اړتيا کې وي او هغه يې بيان نه وي كړی، كه دغه شی په عباداتو کې وي او كه د معاملاتو پورې اړه لري ، او كه دغه شی د ژوند ژواك په نورو مهمو برخو پورې تړاو لري ، مګر دا چې په كافي انداز يې د هغې بيان كړی دی .

 بدعت جوړول په دين کې د لعن طعن عقيده ده

مسلمانه وروره ! چې كله ستا عقل دغه تېره خبره ومنله ، په دې هم پوهه شه چې هر هغه څوك چې په اسلامي شريعت کې نوي پېوندونه پېدا كوي، ولو كه دغه كار هغه په ښه او نيك قصد سره كوي، خو دغه پېوندونه او بدعات له يوې خوا په اسلامي دين کې طعن بلل كيږي او له بلې خوا دغه پېوندونه لګول د الله پاك په (الْيَوْمَ أَکْمَلْتُ لَکُمْ دِيْنَکُمْ وَ أَتْمَمْتُ عَلَيْکُمْ نِعْمَتِيْ وَ رَضِيْتُ لَکُمُ الاِسَلَامَ دِيْناً ) ([41]) قول کې تكذيبول هم دي.

ځكه دغه  مبتدع انسان چې د الله پاك په دين کې يې بدعت پېدا كړی دی په دې عقيده دی چې د الله پاك راستولی دين پوره او بشپړ نه دی ، دا داسې معنى وركوي  چې دغه شريعت ناقص دی او دغه ورپورې ټوټه  د دغې نيمګړتياو بشپړتيا ده ، د دغې خاليګاه تكميل دی ، په دې معنى چې دغه بدعت همدا وس دغه مبتدع انسان كشف كړ ، په دې خاطر چې ورباندې خپل ځان الله پاك ته نږدې كړي .

د ډېر زيات تعجب خبره ده چې انسان په اسلامي دين کې د بدعت پېدا كولو ځای ګوري، په ځانګړي توګه هغه بدعت چې د الله پاك د ذات پورې تړاو لري ، يا د الله پاك د صفتونو سره رابطه ولري ، او چې د دغې بدعت ترڅنګ لا بيا د دې دعوه هم كوي چې دا د الله پاك حق تعظيم كوي او له ثبوت سره سره يې  تنزيه هم كوي ، ترڅنګ يې د الله پاك د دې قول منونكی دی چې ( فَلاَ تَجْعَلُوْا لِلهِ أَنْدَاداً وَ أَنْتُمْ تَعْلَمُوْنَ ) ([42] )

ژباړه : تاسو د الله پاك لپاره هېڅ راز شريكان مه ګرځوئ او حالانكه تاسو ته ښه معلومات شته دی .

نو له دغسې بدعت څخه به ته خامخا تعجب كوې چې نه يې سلف صالحينو ملاتړ كړی وي او نه د دين امامانو پرې  قول كړی وي ، او چې لا بيا دغه بدعت د الله پاك د ذات پورې تړاو لري ، او دغه مبتدع په دې هم ټينګ ولاړ وي چې زه د الله پاك حق تعظيم كوم ، او د دې قول چې (فَلاَ تَجْعَلُوْا لِلهِ أَنْدَاداً وَ أَنْتُمْ تَعْلَمُوْنَ) په صحيح توګه منونكی يم ، او د دغې مبتدع انسان په زعم او ګمان كه څوك يې مخالفت وكړي ، يا خو به يې په ممثل نوموي ، او يا به هم ورته د مشبه نوم وركوي ، او يا به يې په داسې نورو القابو نوموي چې په اسلامي دائره د شخص په عدالت کې تور بلل كيږي .

د تېر په څېر له مبتدعينو څخه دا هم د تعجب څخه ډكه خبره ده چې د الله پاك په راستولي دين کې به داسې بدعت پېدا كوي چې د نبيصلى الله عليه وسلم   د شخصيت پورې مربوط وي ، او بيا د دغې بدعت سره سره په دې هم ټينګ ولاړ وي چې زه د نبيصلى الله عليه وسلم  كلك پېروي او د هغه سره مينه او محبت كوم ، په حق کې يې د مناسب تعظيم قايل يم .

خو ولې كه څوك د دغې مبتدع انسان مخالفت وكړي په دې يې تورنوي چې دغه مخالف انسان د نبي صلى الله عليه وسلم  د شخصيت سره تر ټولو سترګوستاخ ، مبغض اوكينه ګر دی .

او په نور داسې ورته بدو القابو يې نوموي چې نور عوام ترېنه په اسانه زړه توري كيږي ، په ځانګړي توګه هغه خلك چې ورسره هېڅكله هم د دغې بدعت په منلو د توافق او موافقې لاره نه خپلوي .

د تعجب بله خبره دا ده چې همدغه مبتدعين د دې كلك دعوېدار دي چې مونږ د الله پاك او د هغه د رسول صلى الله عليه وسلم   تعظيم او قدر كونكي يو .

او په دې کې خو هېڅ شك نشته چې كله دغه مبتدعين په اسلامي شريعت کې بدعت پېدا كړي ، نو دوی د الله پاك او د هغه د رسول صلى الله عليه وسلم  بې احترامي او بې عزتي وكړه .

او الله پاك فرمايې : ( يَاأَيُّها الَّذِيْنَ آمَنُوْا لاَ تُقَدِّمُوْا بَيْنَ يَدَيِ اللهِ وَ رَسُوْلِهِ وَ اتَّقُوْا اللهَ اِنَّ اللهَ سَمِيْعٌ عَلِيْمٌ ) ([43])

ژباړه : اى هغه كسانو چې ايمان مو راوړی دی ، د الله پاك او د هغه د رسول صلى الله عليه وسلم  په وړاندې مخكېوالی مه كوئ ، او له الله څخه ويريږئ په يقين سره چې الله پاك اورېدونكی او پوهه دى .

محترمو ورنو ! زه له تاسو څخه يوه پوښتنه كوم خو ځواب بايد ستاسو له عواطفو څخه نه بلكې ستاسو له ضمائرو څخه وي ، او ځواب بايد ستاسو د تقليد له غوښتلو څخه نه بلكې ځواب ستاسو د اسلامي دين له غوښتنو څخه وي ، او هغه پوښتنه دا ده چې :

تاسو د هغه شخص اړوند څه فكر لرئ چې هغه د الله پاك په راليږلي دين کې بدعت جوړوی ، خوا كه دغه بدعت د الله پاك ذات پورې اړه لري او كه د نبي صلى الله عليه وسلم  د شخصيت پورې اړه لري ، او د دغې تر څنګ د دې هم كلك دعوېدار وي چې  مونږ د الله پاك او د هغه د رسول كريم صلى الله عليه وسلم  حق تعظيم او احترام كونكي يو ، ايا دغه خلك ( مبتدعين ) د الله پاك او د هغه د رسول كريم صلى الله عليه وسلم  په بشپړه توګه پيرويان بلل كيدای شي ؟

او كه نه هغه خلك د الله پاك او د هغه د رسول كريم صلى الله عليه وسلم  كلك پيروان دي چې د الله پاك د راليږلي شريعت څخه د ميږي قدرې اندازه سرغړونه هم نه كوي ؟

او ورسره د دې كلك شعار وركوي چې څه هم په اسلامي شريعت کې وي په هغې زمونږ پياوړی ايمان دی ، او په څه چې راته له مغيباتو له جملي څخه خبر راكوي په هغې مو د تصديق مضبوطه عقيده ده ، او هغه اوامر او نواهي چې مونږ مكلفينو ته متوجه دي ورته لاس په سينه او  ورته کلک ژمن يو .

او د بدعاتو اړوند خپله فكره داسې څرګندوي چې هر هغه څه چې په اسلامي شريعت کې رښتنی ثبوت ونه لري ، مونږ يې مهمل بولوو ، او ورباندې هېڅكله هم عمل نه كوو، او د الله پاك او د هغه د رسول په وړاندې د مزاحمت او شوخې څخه خپل ځانونه رانغاړو ، او كوم شيان چې د اسلامي شريعت په دائره کې شتون نه لري ، هېڅكله يې د منلو قايل نه يو .

د دې دواړو ډلو ترمنځ څوك د الله پاك او د هغه د رسول كريم صلى الله عليه وسلم  په مينه او محبت ډېر حقدار دي ؟

او څوك يې مينې ته ژمن دي ؟

او بيا د دواړو ډلو ترمنځ څوك د الله پاك او د هغه د رسول كريم صلى الله عليه وسلم  حق تعظيم كونكي دي ؟!

كه د حقيقت په سترګه وګورو ځواب هم داكيدای شي چې په دواړو ډلو کې د الله پاك او د هغه د رسول د محبت جوګه هغه طبقه ده چې د الله پاك او د هغه د رسول په دين كلك باوري وي ، د شريعت كوم اوامر چې ورته متوجه وي عملاً يې په دنياوي ژوند ژواك کې تطبيقوي او له نواهيو څخه يې د خپل نفس ټولې غوښتنې رانغاړي ، او په لوړ اواز داسې وايې چې :

مونږ پخپلو ځانونو او ضميرونو کې ډېر زيات قليل القدر يو له دې څخه چې  د الله پاك او د هغه د رسول كريم صلى الله عليه وسلم   په راوړي دين او شريعت کې د خپل نفسي خواهشاتو په سمون لړل تپل وكړو او يا هم ورپکې بل داسې بدعت ورننباسو چې د دين له اجزاؤ څخه نوي، دروسته خبره ده چې څوك هم خپل قدر وپېژني نو د خپل خالق قدر او قيمت هم پېژني .

همدغه خلك د الله پاك او د هغه د رسول كريمصلى الله عليه وسلم  صحيح تابعدار او پوره قدر كونكي دي ، او د زړه له كومې د الله پاك او د هغه د رسول كريمصلى الله عليه وسلم   په حق کې د رښتيا مينې اظهار كوي .

 په (كُلُّ بِدْعَةٍ) کې كليت عام تام او شامل كليت دى

خو له بل اړخه هغه خلك چې پخپلې عقيده، قول او عمل کې داسې بدعتونه رواجوي چې د اسلامي دائري څخه نه شميرل كيږي او د نبيصلى الله عليه وسلم  په دې قول هم ښه خبر وي چې  ( وَشَرُّ الْأُمُورِ مُحْدَثَاتُهَا ، وَكُلُّ مُحْدَثَةٍ بِدْعَةٌ وَكُلُّ بِدْعَةٍ ضَلَالَةٌ ، وَكُلُّ ضَلَالَةٍ فِي النَّارِ ) ([44])  .

ژباړه : په دين کې مو ځانونه له نوي شيانو څخه وساتئ ، ځكه هر نوی شی په دين کې بدعت وي، او هر بدعت ګمراهي ده ، او هره ګمراهي په اور کې وي .

او دغه مبتدع په دې هم ډېر ښه پوهيږي چې ( وَكُلُّ بِدْعَةٍ ) کې كليت عام او شامل دی ، چې د عموم ټولو ادواتو ورپکې ځای نيولی دی .

نبيصلى الله عليه وسلم  تر ټولو عربانو فصيح او بليغ انسان و ، په (وَكُلُّ بِدْعَةٍ) باندې نبيصلى الله عليه وسلم   خپله نطق كړی دی او هغه بېرته د دې كلمې په معنى او مدلول هم ډېر زيات ښه پوهېده او كله چې يو سړی د چا خېرخواه وي نو په داسې كلماتو  ورته نه غږيږي چې هېڅ مقصد او مفهوم ونه لري .

له دغه تحقيق څخه دا جوته شوه چې  نبيصلى الله عليه وسلم  په (وَكُلُّ بِدْعَةٍ ) باندې تلفظ كړی دی ، هغه د دې كلمې په مفهوم او معنى ډېر ښه پوهېده او ورڅخه دا كلمه له ډېرې زياتې خيرخواهۍ او د كامل نصيحت په توګه دامت لپاره صادره شوېده .

 هغه درې امور چې د کلمې په خپلې معنی دلالت کوي

خو چې كله هم په يوه خبره کې  لاندې درې امور سره راغونډ شي ، بيا له دغې كلمې څخه مقصوده معنى مراد وي او دغه درې شيان په لاندې توګه دي :

۱ – د نصيحت او ارادې كمال .

۲ – د بيان او فصاحت كمال .

۳ – د علم او معرفت كمال .

ايا له دغې كليت څخه وروسته هم لا دا سمه كيدای شي چې بدعت په درې يا پنځه ډوله دی؟

 ايا په دين کې بدعت حسنه شته دى؟

نا هېڅكله دا سمه نشي بلل كيدای اوكوم علماء چې د حسنه بدعت قايل دي نو هغه به له دوو حالتونو څخه خالي نوي :

۱ – دغه كار بدعت نه وي خو ورباندې يې د بدعت ګمان کړی وي.

۲ – دغه كار په حقيقت کې بدعت وي او په بدعت کې دا بدترينه نوعه ده ، خو دومره ده چې مبتدع انسان يې په  بدوالي نه پوهيږي .

كه څوك د بدعت حسنه قايل وي له دې پرته يې بل جواب نشي كيدای .

 نبوي پرېكنده او غوڅانده توره

د تېرې څېړنې پايله دا شوه چې د هېڅ بدعتي انسان لپاره دا د مناسب وړه خبره نه ده چې خپل بدعت ته حسنه بدعت ووايي حالانكه چې زمونږ په لاس کې د نبيصلى الله عليه وسلم  څخه راپاتې او تل پاتې وژونكې توره ده چې ( وَكُلُّ بِدْعَةٍ ضَلَالَةٌ ) او دا هغه پياوړې توره ده چې د نبوت او رسالت په شركتونو کې جوړه شوې ده ، هسي په ګډو وډو او نا معلومو شركتونو کې يې نه ده تياره شوې، او رنګ يې هم هغه اصيل رنګ دی چې نبيصلى الله عليه وسلم  ورته پخپله وركړی دی .

او دا هېڅ كله نشي كېدای چې د يو باتور او اتل په لاس کې دې دغه دردونكې او څېرونكې توره ( وَكُلُّ بِدْعَةٍ ضَلَالَةٌ ) وي او په مقابل کې يې بدعتي انسان د خپل ځان او سر د حسنه بدعت تش د ډال په نوم د ځان ساتنه كوي .

د عمررضى الله عنه د قول  ( نِعمَتِ الْبِدْعَةُ هَذِهِ ) نه ځواب

زه په دې ډېر ښه پوهېږم چې ستاسو په نفسونو کې به دا خبره ګرځي را ګرځي چې ايا عمر بن الخطابرضى الله عنه چې كله ابي بن كعب او تميم الداريرضى الله عنهما په دې مكلف كړل چې د رمضان مباركې مياشتې تراويح د عوامو لپاره د جماعت په صورت اداء كړي ،خو چې بيا يې دوی ټول په اجتماعي توګه د تراويح په لمونځ وليدل نو عمر بن الخطابرضى الله عنه وويل : ( نِعمَتِ الْبِدْعَةُ هَذِهِ ) ايا د عمر بن الخطابرضى الله عنه دغه كار هم بدعت شمېرل كيږي؟

جواب : د دې خبرې جواب له دوو اړخونو څخه كېدای شي :

۱ – د هېڅ چا لپاره د دې جواز نشته چې د نبيصلى الله عليه وسلم  د قول او خبرې په مقابل کې د ابوبكررضى الله عنه قو ل چې د نبيصلى الله عليه وسلم  څخه وروسته لومړی غوره صحابي دی ، يا د عمر بن الخطابرضى الله عنه چې دوهم غوره صحابي دی ، يا عثمان بن عفانرضى الله عنه چې دريم غوره صحابي دی ، يا علي بن ابي طالبرضى الله عنه چې څلورم غوره صحابي دی، د دوې قول واخلي ، ځكه چې الله پاك فرمايې : (فَلْيَحْذَرِ الَّذِينَ يُخَالِفُونَ عَنْ أَمْرِهِ أَن تُصِيبَهُمْ فِتْنَةٌ أَوْ يُصِيبَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ  ) ([45])

ژباړه : هغه كسان چې د نبيصلى الله عليه وسلم  د امر مخالفت كوي ، له دې څخه دې وډار شي چې ورته فتنه او يا دردناك عذاب ورسيږي .

امام احمد بن حنبلرحمه الله  وايي : ايا تاسو پوهيږئ چې فتنه څه شی دی ؟ له فتنې څخه شرك مراد دی ، نو معنى دا شوه چې : كه يو سړی د نبيصلى الله عليه وسلم   له ويناو څخه په څنګ هم شي نو په زړه کې به يې كوږوالي راشي ، او هلاك به شي .

عبدالله بن عباسرضى الله عنهما وايي : ډېره نزدې ده چې د رباندې له اسمان څخه د كاڼو باران و وريږي چې زه درته وايم نبيصلى الله عليه وسلم  فرمايي ، او تاسو وايئ چې ابوبكر او عمررضى الله عنهما داسې وايي .

۲ – مونږ په دې خبره كلك باوري يو چې امير المؤمنين عمر بن الخطابرضى الله عنه له ټولو خلكو څخه د الله پاك او د هغه د رسول كريمصلى الله عليه وسلم  د خبرې اړوند زيات تعظيم كونكی او منونكی انسان و .

هغه په دې هم زيات مشهور و چې د الله پاك د راليږلو حدود په وړاندې به يې له زيات اهتمام څخه كار اخست ان چې په ( وقّاف ) باندې ونومول شو .

هغه مهال چې عمر بن الخطابرضى الله عنه د مهرونو په رابطه يې خپله رايه څرګنده كړه،دا چې  يوې ښځې په دې ايت جواب كړ چې (وَآتَيْتُمْ إِحْدَاهُنَّ قِنطَارًا  ) ([46]) .

نو هغه سمدستي له خپلې رايې څخه راستون او په شا شو .

اګر چې د دې واقعې په صحت او عدم صحت کې د علماوو كلام هم شته .

خو بهر حال عمررضى الله عنه د الله پاك د حدودو په هكله زيات ( وقّاف ) انسان و په دې معنى چې هغه د الله پاك په حدودو او په ممنوعه علاقو باندې د تعدى او زياتي كولو هېڅ كومه اراده نه لرله .

دا هم د عمر بن الخطابرضى الله عنه سره هېڅ مناسب نه دي چې د پېغمبرصلى الله عليه وسلم  د قول خلاف وكړي او يا هم بدعت ته بدعت حسنه ووايي ، سره له دې چې همدغې بدعت ته نبي صلى الله عليه وسلم  بدعت او ګمراهي ويلې ده ، نو ورڅخه دا جوته شوه چې هغه بدعت چې ورته عمررضى الله عنه بدعت حسنه ويلي دي، له هغې بدعاتو له جملې څخه نه دی چې ورته نبيصلى الله عليه وسلم  ګمراهي او بې لاري ويلې ده.

د عمربن الخطابرضى الله عنه مراد خو له بدعت څخه دا و چې له متفرقه لمونځ كولو څخه يې خلك د لمونځ په اجتماعي توګه اداء كولو ته راوستل ، ورنه د  رمضان د مياشتې تراويح خو د نبيصلى الله عليه وسلم  په امامتۍ کې د عائشي kپه روايت ثابتې دي، په صحيحينو کې راځي چې نبيصلى الله عليه وسلم  د رمضان د مياشتې د تراويحو امامتي درې شپې وكړه خو په څلورمه شپه راونه وت او وويل: ( لَكِنِّي خَشِيتُ أَنْ تُفْرَضَ عَلَيْكُمْ، فَتَعْجِزُوا عَنْهَا ) ([47])

ژباړه : زه په دې وډارېدم چې هسې نه قيام الليل درباندې فرض شي چې تاسو به يې بيا له قيام څخه ناتوانه او عاجز ياست .

قيام الليل په جماعت سره اداء كو ل د نبيصلى الله عليه وسلم   ثابت سنت دي او عمررضى الله عنه  ورته په دې اعتبار بدعت ويلي دي چې كله هم نبيصلى الله عليه وسلم  قيام الليل پرېښود نو چا به قيام الليل يك تنها كول ، چا سره به دوه نفره وو ، چا سره به زيات وو ، نو امير المؤمنينرضى الله عنه ورپکې خپله دغه رايه څرګنده كړه چې بايد ټول خلك د يو امام په قومانده او امامت کې دغه قيام الليل تر سره كړي .

جوته شوه چې دا اعتباري او اضافي بدعت دی ، مطلق او انشايې بدعت نه دی چې عمر بن الخطابرضى الله عنه له خپل خواهش سره سم د خلكو منځ ته راوست ، او يا هم  د نبيصلى الله عليه وسلم  په وخت او عهد کې يې شتون نه لرو .

بلكي قيام الليل سنت دي ، نبي صلى الله عليه وسلم  يې د فرضيت له ويرې پريښي و ، او عمررضى الله عنه بېرته دغه سنت راژوندي كړل .

دا مسئله هېڅكله بدعتيانو ته د دې موقع نه وركوي چې د خپلو بدعتونو د ثبوت لپاره يې د خلكو مخې ته د دليل په توګه كيږدي .

 ايا اجماع او بدعت حسنه سر يو ځای کېدای شي ؟

* شايد څوك به دا هم وايې چې اوسمهال د سترګوله نظره داسې شيان راځي چې نه خو د نبيصلى الله عليه وسلم  په دور حيات کې ول  او له بل اړخه د خلكو ترمنځ هم پرمختللي ګامونه او په زړونو کې ورسره برسېره پر دغې مينه او محبت هم لري، لكه ديني روزنتونونه، مدارس، ليكوالي او نور داسې شيان چې ورسره په يو څېر دي چې هم ورته ټول مسلمانان حسنه بدعت وايي او هم ورباندې عمل كوي او هم يې له غورييزو چارو څخه بولي، له دغې څخه پوښتنه دا پيدا كيږي چې دا له كوم پلوه سمه بلل كېدای شي چې د يو شي په حسن دې مسلمانان له يو اړخه اجماع كوي او له بلي خوا همدغه شي ته نبي صلى الله عليه وسلم  بدعت ويلي وي ؟ او د ضلالت او ګمراهي په نوم يې نومولي وي ؟

جواب : ديته هېڅ كله بدعت نه شي ويل كيدای ، دغه او دغې ته ورته نور شيان په وسائلو نومول كيږي او وسائل د وخت او مكان په تغيير سره راز راز بدلونونه خوري ، او دا هم اصولي مسلّمه قاعده ده چې وسائل د مقاصدو په څېر احكام لري ، معنى دا چې د مشروع شيانو وسائل حلال او روا دي ، بالعكس د نارواو شيانو وسائلو ته د نفس حرمت او ناروا ګوته نيول سمه ده.

د تېر په څير كه دخير كار د حرام كار لپاره ذريعه اويا هم پل جوړيداي شي نو د شريعت له نګاه نه دغه د خير كار هم حرام او لويه سرغړونه ده.

الله پاك فرمايې : ( وَلَا تَسُبُّوا الَّذِينَ يَدْعُونَ مِن دُونِ اللَّـهِ فَيَسُبُّوا اللَّـهَ عَدْوًا بِغَيْرِ عِلْمٍ ) ([48]) .

ژباړه : او هغه چاته سپكې سپورې مه وايئ چې د الله پاك نه ماسوا د بل چا عبادت كوي ، ګنې دغه خلك به الله پاك ته هم په ناحقه سره سپورې ستغې ووايي .

نو د مشركانو باطل معبودان په سپكه يادول تېری او تجاوز نه بلكې حق او سم كار دی ، خو الله پاك ته سپورې ستغي ويل ناسم ، تجاوز ، او ناحقه كار دی ، نو په دې منظور چې د مشركينو باطل او غير حق معبودان په سپكه لهجه يادول محمود كار دی ، خو ولې له دغې محمود كار نه بل ناروا او حرام لازميږي چې هغه الله پاك ته كنځاوې او بدې ردې ويل دي ، پايله هم دا شوه چې همدغه ناروا او حرام په ناروا او حرامو يادول هم ممنوع او حرام وبلل شول .

دا دليل مي په دې خاطر ذكر كړ چې وسائل د مقاصدو په څېر احكام لري ، اګر چې روزنتونونه او ليكوالي د نبيصلى الله عليه وسلم  په دورحيات کې نه ول ،خو دومره ده چې دغه دواړه شيان وسائل دي او لږ وړاندې مو وويل چې وسايل د مقاصدو په څېر د حليت او حرمت احكام لري .

د مخکې وينا په اساس كه څوك د حرامو علمونو د زده كړې لپاره درسګاه يا ښونځی او پوهنځی تاسيس كړي ، نو د دغې ابادۍ ترسره كول حرام دي ، ناروا دي ، خو كه څوك درسګاه د شرعي علومو د زده كړې او يا په دې خاطر جوړه كړي ، نو دغه كار يې حلال او انساني خليقه بلل كيږي .

 د ( مَنْ سَنَّ فِي الْإِسْلَامِ سُنَّةً حَسَنَةً...) حديث نه ځوابونه

* كه څوك دا وايي چې د نبيصلى الله عليه وسلم  د دې قول سره به څه كوئ چې (مَنْ سَنَّ فِي الْإِسْلَامِ سُنَّةً حَسَنَةً، فَلَهُ أَجْرُهَا، وَأَجْرُ مَنْ عَمِلَ بِهَا مِنْ غَيْرِ أَنْ يَنْقُصَ مِنْ أُجُورِهِمْ شَيْئاً ) ([49] )

ژباړه : څوک چې په اسلام کې ښه سنت راپېدا کړي ، د دې لپاره د سنت د راپېدا کولو اجر دی ، څوک چې پرې عمل کوي دا ورسره په ثواب کې شريک دی .

لومړی جواب : چا چې دا خبره كړېده چې ( مَنْ سَنَّ فِي الْإِسْلَامِ سُنَّةً حَسَنَةً )  هغه دا خبره هم كړېده چې ( کُلُّ بِدْعَةٍ ضَلَالَةٌ ) او دا هېڅكله هم نه شي كېدای چې له صادق المصدوقصلى الله عليه وسلم  نه دوه متضادې ويناګانې صادرې شي په داسې حالت کې چې يوه د بلې تكذيب كوي ، او نه دا امكان لري چې د نبيصلى الله عليه وسلم  د احاديثو ترمنځ دې نقض او مناقضه وي ، او نه دا كېدای شي چې د نقض او مناقضې سره دې له دواړو حديثونو څخه يوه معنى مراد واخستل شي .

د الله پاك او د هغه د رسول د كلام ترمنځ هېڅ تضاد نشته

او كه څوك په دې اند وي چې د الله پاك او د هغه د رسول كريمصلى الله عليه وسلم   د كلام ترمنځ د تضاد او منافات نمونې شتون لري او دا قضيه هم له دغې ډول څخه ده ، نو دغه انسان دې تجديد نظر وكړي ، ځكه دغسي نظريات د انساني قصور او تقصير پايلې دي ، ورنه د الله پاك او د هغه رسول صلى الله عليه وسلم  د كلام ترمنځ هېڅ راز نقض او تناقض، اختلاف او تېرې نشته .

له مخكنۍ څېړنې څخه دا جوته شوه چې د ( کُلُّ بِدْعَةٍ ضَلاَلَةٌ ) حديث د (مَنْ سَنَّ فِي الْإِسْلَامِ سُنَّةً حَسَنَةً...) د حديث سره هېڅ راز تناقض ، اختلاف ، او تېرې پاتې نه لري ، ځكه چې نبيصلى الله عليه وسلم  فرمايي : (مَنْ سَنَّ فِي الْإِسْلَامِ سُنَّةً حَسَنَةً...) او بدعت بالكل اسلام نه دی ، بلكې بدعت د اسلام ضد دی او بيا فرمايي : ( سُنَّةً حَسَنَةً ) او بدعت بيخي حسن نه دی ، بلكې بدعت ګمراهي او بې لاري ده .

او په دې کې شك نشته چې سنت او بدعت سره پخپل منځ کې ستر توپير لري .

دوهم جواب : دا جواب هم تر يو حده پورې سم او دروست دی ، ځكه چې د ( مَنْ سَنَّ فِي الْإِسْلَامِ سُنَّةً حَسَنَةً...) معنى او صحيح مفهوم به دا شي چې چا د وخت په تېرېدو پاتې مړه شوي سنّت بېرته دوباره راژوندي كړل ، پايله دا شوه چې څنګه بدعت اضافي او نسبي كېدای شي ، د غه څير ( سَنَّ ) هم نسبي او اضافي كېدای شي ، د هغه چا په حق کې چې مړه شوي سنّت يې بېرته را ژوندي كړي وي .

دريم جواب : دا جواب تفصيلي جواب دی چې د دې حديث په اصل سبب دلالت هم كوي چې ځيني خلك د نبيصلى الله عليه وسلم  در ته حاضر شول او د تنګ دستۍ اثار او نښې نښانې پرې له ورايه تر سترګو كېدې، د دوی لپاره نبيصلى الله عليه وسلم  د تبرع پېشنهاد وكړ ، همغه و چې يو انصاري سړي د سپينو زرو اميانۍ راوړه، نزدې وه له لاس څخه يې پريوځي او د نبيصلى الله عليه وسلم   په وړاندې يې كېښوده ، د خوشحالۍ او خوښۍ اثرات او نورې نښې نښانې د نبيصلى الله عليه وسلم   په مخ کې وبرېښېدې ، او بيا يې وويل : (مَنْ سَنَّ فِي الْإِسْلَامِ سُنَّةً حَسَنَةً، فَلَهُ أَجْرُهَا، وَأَجْرُ مَنْ عَمِلَ بِهَا مِنْ غَيْرِ أَنْ يَنْقُصَ مِنْ أُجُورِهِمْ شَيْئاً )

نو د حديث د ښکاره دلالت له مخې د ( سنّ ) معنى تنفيذ ده ، تشريع نه ده ، او  د ( کُلُّ بِدْعَةٍ ضَلَالَةٌ ) د حديث د مدلول له مخې تنفيذ هېڅكله په تشريع نه نومول كيږي .

 د عمل د نېکوالي شپږ شرطونه

* محترمو ورنو ! تاسو بايد په دې خبره سم او ښه وپوهېږئ چې له شپږو شرطونو پرته عمل هېڅكله هم قابل قبول نشي جوړېدای :

لومړی :

ﷺ‬ سبب - : چې كله هم يو څوك د الله پاك عبادت د شرعي سبب پرته انجام كړي ، د اسلامي شريعت په قاموس کې ورته بدعت ويل كيږي ، د نمونې په توګه كه څوك د رجب د مياشتې اوويشتمه شپه ټوله په عبادت روڼه كړي ، په دې قصد چې نبيصلى الله عليه وسلم  په دغه شپه د معراج مبارك سفر ترسره كړی دی او اسمان ته ښتلی دی ، نو تهجد چې اسلامي شريعت ورته لوړ او ستر مقام وركړی دی ، د داسې غير شرعي سبب له كبله چې اسلام يې نه پيژني په بدعت ونومول شو .

ځكه چې دغه عبادت په داسې سبب بناء شو چې هېڅ راز شرعي حيثيت نه لري ، او دغه وصف ( چې عبادت بايد د شريعت له پلوه سبب سره سمون وخوري ) ډېر زيات اړتيا وړ وصف دی ، او په دې باندې د ډېرو زياتو مبتدعينو بدعتونه څرګنديږي ، ولي هغوي خو يې خپله له شريعت څخه بولي خو په حقيقت کې د اسلامي چوكاټ څخه بهر او خارج وي .

دوهم :

ﷺ‬ جنس - : دا هم ډېر زيات ضروري ده چې بايد عبادت جنساً د شريعت سره هېڅ ټكر ونه لري ، د بېلګې په توګه كه څوك د الله پاك داسې عبادت وكړي چې په اسلامي شريعت کې يې فرضيت ثبوت ونه لري ، نو دغه عبادت مقبول نه بلكي مردود دی .

د بېلګې په توګه كه څوك په اس باندې قرباني وكړي، د دغه انسان عبادت مقبول نه بلكې مردود دی ، په دې معنى چې دغه انسان په داسې جنس قرباني وكړه چې په اسلامي شريعت کې هېڅ جواز نه لري .

له دغې شننې څخه همدا جوتيږي چې قرباني په ميښين، غويين او بيزين مال كيږي او بس .

دريم :

ﷺ‬ اندازه - : كه يو انسان د شريعت له ټاكلي  اندازې څخه اضافه وکړي په دې خاطر چې الله پاك ته پري له نورو انسانانو څخه زيات نزدې شي، نو دغه عمل پخپل صاحب باندې رد او مردود دی.

د مثال په توګه : كه څوك د ماسپښين څلور ركعتيز لمونځ الله پاك ته د زيات تقرب په منظور پنځه ركعتيز كړي په دې اجتهاد چې دغه لمونځ عبادت دی ، نو د تېر په څېر د اسلامي شريعت په قاموس کې ورته بدعت ويل كيږي او د علماوو په اتفاق يې لمونځ هم دروست نه دی .

څلورم :

كيفيت او څرنګوالی - : همدا راز كه يو انسان اودس وكړياو اودس پېل د ښپو په مينځلو وكړي، بيا لاسونه ووينځي، بيا مخ ووينځي، د اسلامي شريعت د كيفيت سره د مخالفت له كبله مونږ وايو دغه اودس له پېل څخه باطل دی .

پنځم :

ﷺ‬ زمانه او وخت - : همدغه شان كه يو سړی د ذي الحجې د مياشتې په لومړيو ورځو کې ګران قيمتي څربه حيوان قرباني كړي ، نو د شريعت له نګاه نه دغه قرباني د قبوليت ځای نه نيسي ، ځكه چې په وخت او زمانه کې يې سره توافق او سمون ونه خوړ ، او ما لا دا هم اوريدلي دي چې ځيني خلك د لوي اختر د مباركې ورځ قرباني د رمضان په مباركه مياشت کې كوي ، نو له وخت سره د نه سمون په بناء دغه ګرد عملونه بدعت شمېرل كيږي ، هغه داسې چې د اضحيې - قربانۍ - عقيقې ، او هديې پرته بل داسې عبادت نشته چې انسان ورباندې الله پاك ته ډېر زيات نزدې كيږي .

د رمضان په مياشت کې په دې خاطر ذبحه كول چې دا ذبحه هم لكه د لوي اختر په څېر لوی اجر او ثواب لري ، په بدعت نومول كيږي ، خو دومره ده چې د غوښي لپاره ورپکې ذبحه كول جواز لري .

شپږم :

مكان او ځای - :  د بېلګې په توګه كه څوك د مسجد پر ځای په بل پرامن ځای کې اعتكاف وكړي ، د اعتكاف دغه عبادت يې هېڅكله د قبوليت په رنګ نه رنګ كيږي ، ان كه يوه ښځه په خپل كور کې هم اعتكاف وكړي سم او دروست نه بلل كيږي ، ځكه چې د شريعت په رڼا کې يې د مكان سره توپير او منافات وخوړ ، يا د مثال په توګه كه يو سړي وغواړي چې طواف وكړي او په مطاف کې ګڼه ګوڼه وي ، د طواف كولو هېڅ چاره نه وي ، او بهر ووځي او له ټول مسجد څخه طواف وكړي ، نو دا طواف يې هم صحيح او قابل قبول نه دی ، په دې معنى چې طواف له مسجد څخه نه بلكې له بيت الله څخه جواز لري ، ځكه خو الله پاك ابراهيمعليه السلام ته وايي ( وَطَهِّرْ بَيْتِيَ لِلطَّائِفِينَ ) ([50] )

ژباړه : او د طواف كونكو لپاره زما كور پاك كړه .

 د نيك عمل د شرطونو نچوړ

د تېرې څېړنې پايله په دې تماميږي چې هېڅكله عمل تر هغه نيك او صالحه كېدای نه شي چې تر څو ورپکې دوه شرطونه شتون ونه لري :

۱ – اخلاص .

۲ – متابعت .

او متابعت هم هله په عمل کې موجوديږي چې تېر شپږ امور ورپکې ځای په ځای شي.

 سعادت د سلفو په متابعت کې دی

* هغه بدعتيان چې په دغې رنګارنګ بدعتونو اخته دي كه په رښتيا هم د خېر اراده او نېكې هيلې لري ، زه ورته دا توصيه كوم چې د سلفو صالحينو له طريقي او منهج پرته په بل هېڅ دين ته منسوبو منهجونو کې خير او فائده نشته .

* محترمو! د نبيصلى الله عليه وسلم   ټول سنت  د ژامو په غاښونو كلك ونيسئ، د سلفو صالحينو لارې او طريقې خپلې كړئ، بيا ځان ته وګورئ چې ايا دغه متابعت تاسو ته کوم ډول ستړياوې يا ستونزه ورسوله؟!

 بدعتيان او ثابت نبوي ارشادات

زه دلته يوې خبرې ته اشاره كول غواړم ، خو لومړی په الله پاك باندې د ټولو هغو څه نه پناه غواړم چې زه په لاعلمۍ سره خبره وكړم .

زه وايم : چې په بدعاتو منګولې لګونكي ټول خلك په هغې اعمالو کې چې د نبيصلى الله عليه وسلم  څخه يې شرعيت او سنيّت څرګند ثبوت نه لري ، زيات تقصير او كوتاهي كونكي دي ، بيا چې كله د خپلو بدعاتو د انجامولو څخه وزګار شي نو خپل ټول بدعات په اسلامي دائره کې د ثابته سنتو سره مقارنه كوي ، او همدغه په زړونو باندې د بدعتونو ښكاره اثر او علامه ده .

يواځې دا هم نه بلكې له زړونو نه پر دين باندې ډېر زيات بد اثر او ستونزمن اغېز هم لري ، هغه داسې چې څوك هم د بدعاتو لړې پېل كړي نو د اسلام څخه يې د دغې رواج كړي بدعتونو په اندازه د اسلام زياته برخه له منځه يوړه .

او دا خبره ګردو سلفو صالحينو په خپلو اقوالو کې تاييد كړېده .

او چې كله انسان خپل ځان د شارع نه بلكې د تابع په صفت وپيژني ، نو د الله پاك په وړاندې به تل تر تله د خشوع او خضوع په مباركه جامه ملبوس وي، ان چې د نبيصلى الله عليه وسلم  په بشپړه توګه پيروكار جوړ شي .

 هغه چاته له پېرزو ډك نصيحت چې بدعت ورته ښه ښكاري

زه ټولو مسلمانانو ته د دې توصيه كوم چې ټول هغه بدعتونه چې تاسو ورباندې د نېك عمل ګمان كوئ ، كه دغه بدعتونه د الله د ذات اړوند وي او كه د هغه د نومونو اوصفتونو اړوند وي ، كه دغه بدعتونه د نبي صلى الله عليه وسلم   د تعظيم او لوړ منزلت پورې رابطه لري اوكه نه ، بايد دغه انسان له الله پاك څخه وډاريږي او له دغې بدعت څخه لاس په سر شي او د خپل منهج بنياد دې د بدعت پرځای اتباع وګرځوي .

 د شرك پر ځای دې اخلاص، د بدعت پرځای دې سنت او د شيطان پر ځای دې د الله پاك رضا دخپلو عملونو بنسټيز هدف وګرځوي .

بيا دې خپل دغه نوی حالت د مخكني طرز زندګۍ پرتله كړي چې د دې زړه ته څومره سلامتيا ، سكون او ارام حاصل شو .

په پای کې له ا لله پاك څخه سوال او زاري كوم چې مونږ د سمې لارې ښونكي ، مصلحين او نيك پيشوايان جوړ كړي .

او زمونږ زړونه د ايمان په رڼا روښانه او مونږ باندې زمونږ حاصل كړی علم وبال ونه ګرځوي .

الله پاك دې مونږ ته د خپلو مؤمنو بندګانو سمه نيغه لاره راوښايي .

الله پاك دې مونږ د خپلو اولياو او متقيانو بندګانو له جملې څخه و ګرځوي.

وصلى الله وسلم على خيرخلقه محمد وعلى اله وصحبه اجمعين





([1]) سورت أحقاف : ( ۹ ) .

([2]) لسان العرب د ابن منظور ليکنه : ( ۸ / ۶ ) .چاپ : دارصادر بيروت .

([3]) سورت حديد : ( ۲۷ ) .

([4]) جامع الأصول : ( ۱ / ۲۸۰ – ۲۸۱ ) .دامام ابن الأثير ليکنه .

([5]) الباعث علی انکار البدع والحوادث : ( ۲۴ ) . مکتبة دارالبيان دمشق .

([6])  کتاب التعريفات : ( ۶۳ ) د جرجاني لیکنه ، تحقيق : ابراهيم أبياري ، چاپ : دارالکتاب العربي ، ۱۴۰۵ هـ ۱۹۸۵م .

([7]) حاشية رد المختار : ( ۱ / ۵۶۰ – ۵۶۱ ) . د محمد أمين بن عابدين ليکنه ، چاپ : دارالفکر .

([8]) الاعتصام : ( ۲۸ ) . چاپ : دارالباز للنشر والتوزيع مکة المکرمة .

([9]) قواعد الأحکام : ( ۲ / ۱۷۲ ) . د أبو محمد عبدالعزيز بن عبدالسلام السلمي ليکنه ، چاپ : درالکتب العلمية بيروت .

([10]) صحيح البخاري:( ۱۹۰۶ ) نمبر حديث.

([11]) سنن ابن ماجه: (۴۲) نمبر حديث.

([12]) سورت يوسف: ( ۴۰ ).

([13]) سورت نساء : ( ۳۵ ).

([14]) البدعة ضوابطها وأثرها السيئ في الأمة : ( ۱۶ – ۱۸ ) ، د دکتور علي بن محمد بن ناصر الفقيهي ليکنه ، لومړی چاپ ( ۱۴۲۳ هـ ۲۰۰۲ م ) دار المنهاج قاهرة .

([15]) البدع والنهي عنها : ( ۳۸ ) .د محمد بن وضاح ليکنه ، چاپ : دار الرائد العربي بيروت دوهم چاپ ( ۱۴۰۲ هـ ) .

([16]) سنن الدارمي : ( ۱ / ۶۹ ) د عبدالله بن عبدالرحمن الدارمي ليکنه ، دار احياء التراث السنة النبوية .

([17]) مستدرک الحاکم : ( ۱ / ۱۰۳ ) د محمد بن عبدالله الحاکم ليکنه ، المکتب الاسلامي څلورم چاپ ( ۱۴۰۳ هـ ) .

([18]) سنن ابي داود : ( ۵ / ۱۷ ) د عون المعبود سره ، چاپ دار الفکر للطباعة والنشر ، دريم چاپ ( ۱۳۹۹هـ ) .

([19]) البدع الحولية : ( ۳۴ ) د عبدالله بن عبدالعزيز التويجري لیکنه ، چاپ دارالفضيلة رياض ( ۱۴۲۱هـ  ۲۰۰مـ ) .

([20])  مجموع الفتاوی لابن تيمية : ( ۲۸ / ۲۳۱ ) چاپکال : ۱۳۹۸ هـ ، جمع : عبدالرحمن محمد بن قاسم .

([21]) مجموع الفتاوی لابن تيمية : ( ۲۸ / ۲۳۱ ) .

([22]) مجموع الفتاوی لابن تيمية : ( ۲۸ / ۲۳۱ ) .

([23]) السنن المبتدعات : ( ۱۳ ) .

([24]) السنن والمبتدعات : ( ۱۳ ) .

([25]) تلخيص أحکام الجنائز : ( ۸۳ ) . صلاة التراويح ( ۹۳ ) .

([26]) السنن والمبتدعات : ( ۱۵ ) .

([27]) السنن والمبتدعات : ( ۱۵ ) .

([28]) صحيح مسلم : ( ۲۶۲ ) .

([29]) سورت مجادلة : ( ۱۱ ) .

([30]) سورت نور : ( ۲۷ – ۲۸ ) .

([31]) سورت نور : ( ۶۰ ) .

([32]) سورت أحزاب : ( ۵۹ ) .

([33]) سورت نور : (۳۱ ) .

([34]) سورت بقرة : (۱۹۰ ) .

([35]) سورت نحل : ( ۸۹ )

([36]) سورت أنعام : ( ۳۸ ) .

([37]) سورت نساء : ( ۸۰ ) .

([38]) سورت حشر : ( ۷ ) .

([39]) سورت نساء : ( ۱۱۳ ) .

([40]) سورت مائده : ( ۳ ) .

([41]) سورت مائده : ( ۳ ) .

([42]) سورت بقره : ( ۲۲ ) .

([43]) سورت الحجرات : ( ۱ ) .

([44]) سنن النسائي : ( ۱۵۷۸ ) .

([45]) سورت نور : ( ۶۳ ) .

([46]) سورت نساء : ( ۲۰ ) .

([47]) صحيح البخاري : ( ۹۲۴ ) . صحيح مسلم : ( ۷۶۱ ) .

([48]) سورت أنعام : ( ۱۰۸ ) .

([49]) سنن النسائي : ( ۲۵۵۴ ) .

([50]) سورت الحج : ( ۲۶ ) .