1. له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرماېلي دي: الله تعالی فرماېلي دي: زه ډېر بې حاجته شرېکوال ېم د شرک نه (شریک ته اړتیا نه لرم)، چاچې یو کار وکړ او په هغه کې يې زما سره بل څوک شرېک کړ نو پرې به ږدم زه دغه (کار او یا دغه کس لره( او د هغه شرک لره.
(دا حديث) مسلم روايت کړی دی
2. او له ابو موسی رضي الله عنه نه روايت دی هغه فرمايي: رسول الله صلی الله علیه وسلم په مونږ کې ودرېدلو او دا پنځه خبرې يې وکړې:
بېشکه الله تعالی نه وېده کېږي او نه هغه سره ښايي چې وېده شي، ښکته کوي تله او پورته کوي هغې لره، پورته کېږي هغه ته د شپې عمل مخکې د ورځې د عمل نه، او د ورځې عمل مخکې د شپې د عمل نه، پرده یې رڼا ده، که چېرته یې لرې کړي نو خامخا وبه سوځوي شغلې (وړانګې) د رڼا د (بلا کیف مخ) د الله تعالی ټولو هغه څه لره چې د دې نظر ورته ورسېږي د دې د مخلوقاتو نه.
(دا حديث)مسلم روايت کړی دی
3. او له ابوهريرة رضي الله عنه نه روايت دی هغه روایت کوي د رسول الله صلی الله علیه وسلم نه:
ښي لاس د الله تعالی (د خیر نه) ډک دی نه کموي دې لره خرچ کول، همېشه خرچ کول د شپې او د ورځې، خبر راکړئ (ایا تاسې پوهېږئ!( چې څومره يې خرچ کړي د هغه وخت نه چې اسمانونه او ځمکه يې پيداکړي دي؟ نو یقېنا دې خرچ کولو نه دي کم کړي هغه څه چې د ده په ښي لاس کې دي، او تله يې په بل لاس کې ده اوچتوي او ښکته کوي يې.
دا حدیث امام بخاري او امام مسلم روایت کړی.
4. او د ابو ذر -رضی الله عنه - څخه روایت دی هغه فرمايلي: پېغمبر صلی الله علیه وسلم دوه ګډان ولېدل چې یو بل يې په ښکرونو وهل، نو ويې فرماېل: «آیا ته پوهیږئ چې دوی ولې یو بل په ښکرونو وهي، ای ابو ذره؟» ما ورته وویل: نه، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرماېل: «لېکن الله تعالی پوهېږي او خامخا به د دې دواړو ترمنځ فېصله کوي.
داحديث امام احمد روايت کړی دی.
5. او د ابو هریره -رضی الله عنه- څخه روایت دی چې بېشکه پېغمبر -صلی الله علیه وسلم- دا آیت ولوست ﴿إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُكُمْ أَن تُؤَدُّوا الْأَمَانَاتِ إِلَىٰ أَهْلِهَا﴾] تر دې ځایه پورې: [﴿إنَّ اللَّهَ كَانَ سَمِيعًا بَصِيرًا﴾ [النساء:۵۸] او خپلې دواړه غټې ګوتې يې په خپلو غوږونو کې کېښودلې او د شهادت ګوتې يې په خپلو سترګو کېښودلې.
دا حدیث امام ابو داود او ابن حبان او ابن أبی حاتم روایت کړی.
6. او د عبد الله بن عمر -رضی الله عنهما- څخه روایت دی چې بېشکه رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرماېلي:
د غیبو کونجیانې (کېليانې) پنځه دي چې په هغو باندې پرته له الله تعالی نه بل هېڅوک نه پوهېږي: د سبا په کارونو باندې نه پوهېږې مګر الله تعالی، او نه پوهېږي په هغه څه باندې چې رحمونه د مېندو يې کموي مګر الله تعالی، او هیڅوک نه پوهېږي چې باران به کله کېږي مګر الله تعالی، او هیڅ یو کس ته پته نه لږي چې په کومه ځمکه به مړ کېږې مګر الله تعالی ته، او هېڅوک نه پوهېږي چې قیامت به کله وي مګر الله تعالی پوهېږي.
دا حديث بخاري او مسلم روايت کړی دی.
7. او د انس بن مالک -رضی الله عنه- څخه روایت دی هغه فرماېي: رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرماېلي دي: بېشکه الله تعالی ډیر خوشحالېږي د خپل بنده په توبه باندې کله چې ورته توبه وباسي د یو کس ستاسې نه چې هغه په خپله سورلۍ باندې په یوه شړه صحرایي ځمکه کې وي، نو د هغه نه خپله سورلۍ وتختي او په دې باندې د هغه خوراک او څښاک وي نو دا انسان د هغې نه مایوسه شي، نو د یوې ونې بېخ ته راشي او د هغې د سېورې لاندې وېده شي په داسې حال کې چې هغه د خپلې سورلۍ نه نا امېده شوی وي، نو دا په دغه (بد) حالت کې وي چې نا څاپه د هغه سورلۍ د هغه په خوا کې ولاړه وي، نو د هغې واګي راونېسي او د ډېرې خوشحالۍ نه داسې ووايي: یا الله! ته زما بنده يې او زه دې رب یم، د ډېرې خوشحالۍ د وجې نه خطا شي.
دا حدیث امام بخاري او امام مسلم روایت کړی.
8. او له ابو موسی -رضی الله عنه- څخه روایت دی بېشکه رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرماېلي: بېشکه الله تعالی را اوږدوي خپل لاس د شپې له خوا د دې لپاره چې توبه وباسي هغه څوک چې د ورځې ترې ګناه شوي وي، او را اوږدوي لاس خپل د ورځې د دې لپاره چې توبه وباسي هغه څوک چې د شپې ترې ګناه شوي وي تر هغه وخته پورې چې کله لمر د مغرب (لوېدېځ) له طرفه راوخېژي.
(دا حديث (مسلم روايت کړی دی.
9. او امام بخاري او مسلم روایت نقل کړی د عمر - رضی الله عنه- څخه هغه فرماېي: رسول الله -صلی الله علیه وسلم- ته د هوازن قبېلې بندیان راوستل شول، نو په دوی کې یوې ښځې منډې کړې کله چې یې یو ماشوم په دې بندیانو کې ولېده نو راوایې خېست او خپلې سېنې ته یې جوخت کړ او تی (شېدې) يې ورکړې، نو پېغمبر -صلی الله علیه وسلم- وفرماېل : ((آیا تاسې څه وايئ چې دا ښځه به خپل زوی په اور کې وغورځوي؟ !((مونږ ووېل : قسم په الله هیڅکله نه! نو هغه ووېل: ((بېشکه الله تعالی ډېر مهربان دی په خپلو بندګانو د دې ښځې نه په خپل بچې باندې)).
10. له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی، هغه فرماېي : رسول الله صلی الله علیه وسلم فرماېلي دي:
[الله تعالی چې کله مخلوقات پیدا کړل نو د ځان سره يې په لوح محفوظ کې ولېکل نو دغه کتاب د هغه سره د عرش دپاسه دی: بېشکه زما مهرباني او رحمت زما په غضب باندې غالب دی]
دا حدیث امام بخاري روايت کړی دی.
11. او امام بخاري او مسلم د ابوهريره رضي الله عنه څخه روايت کړی، چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرماېلي دي:
[الله تعالی رحمت سل برخې کړی، نو نهه نوي برخې يې د ځان سره ساتلي او یوه برخه يې ځمکې ته رالېږلی، نو د دغې یوې برخې په وجه خلق په یو بل باندې رحم او مهرباني کوي، تر دې چې یو چارپایې خپله پښه د خپل بچي نه پورته کوي هسې نه چې خوږ يې نه کړي].
12. او په صحیح مسلم کې د دې حدیث په شان معنی شته چې هغه حدیث سلمان فارسي -رضی الله عنه- روایت کړی، او په هغه کې دي: [هر یو رحمت يې ډکوونکی دی اسمان او ځمکې منځ لره] او په دې حدیث کې دي [نو چې د قیامت ورځ شي نو په دې رحمت او مهربانۍ سره به يې پوره کړي].
13. او د انس -رضي الله عنه- څخه روایت دی هغه فرمايي : رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرماېلي:
[کله چې کافر یوه نېکي وکړي نو هغه لره به د هغه بدله په دنیا کې ورکړل شي، او هر چې مومن دی نو بېشکه الله تعالی ده لره د ده نېکیانې د اخرت لپاره جمع کوي، او په بدله کې ورله په دنیا کې ښاېسته رزق ورکوي].
(دا حديث) مسلم روايت کړی دی
14. او امام مسلم د انس رضي الله عنه مرفوع روایت نقل کړی
[بېشکه الله تعالی له یو بنده څخه رضا کېږي پدې چې یو خوراک وکړي نو په هغه د الله تعالی شکر وباسي، او یو ګوټ اوبه وڅښي نو په هغې د الله تعالی شکر وباسي].
15. او د ابو ذر رضي الله عنه څخه روایت دی هغه فرمايي: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرماېلي دي:
اوازونه کوي اسمان او پکار ده ورله چې اوازونه وکړي ځکه چې نشته پدې کې د څلورو ګوتو په اندازه ځای مګر په دې کې یو ملاېک الله تعالی ته په سجده پروت دی، قسم په الله تعالی که چېرته تاسې پوهېدلی په هغو حالاتو چې زه پرې پوهېږم نو تاسې به لږ خندلی وی او ډیر به مو ژړلی وی، او تاسې به د خپلو بیبیانو نه په بېسترو کې خوندونه نه وی اخېستلی، او تاسې به صحراګانو او ډاګونو ته راوتلي وئ الله تعالی ته به مو چغې او فریادونه کولی.
دا حدیث امام ترمذي روایت کړی او ویلي يې دې: دا حدیث حسن دی.
16. او امام مسلم د جندب رضي الله عنه مرفوع روایت نقل کړی:
[یو سړي وویل: په الله تعالی مې دې قسم وي چې هېڅکله به الله تعالی فلانکي ته بخښنه ونه کړي، نو الله تعالی وفرماېل: څوک دی هغه کس چې په ما قسم کوي چې زه فلانکي ته بخښنه نه کوم؟ بېشکه ما هغه ته بخښنه کړې او ستا عمل مې برباد کړی].
17. او امام مسلم د ابو هریره رضي الله عنه نه مرفوع روایت نقل کړی:
[که چېرته مسلمان ته د هغو سزاګانو پته ولږي چې کومې د الله تعالی سره دي نو هیڅوک به د هغه د جنت تمه ونه کړي، او که چېرته کافر ته د هغه د رحمت او مهربانۍ پته ولږي کومه چې د الله تعالی سره ده نو هیڅوک به د هغه جنت ته د ننوتلو څخه نا امېده نه شي].
18. او امام بخاري د عبد الله بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت نقل کړی هغه فرماېې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرماېلي دي:
[جنت ډیر نږدې دی یو کس ته ستاسې نه د هغه د بوټانو د مزې نه، او اور هم همدغسې دی].
19. او ابو هریره رضي الله عنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم نه نقل کوي:
[بېشکه یوه بد کاره زنانه وه چې یو سپې يې په ګرمه ورځ کې ولېد چې د یو کوهي غاړي ته تاوېده او د تندې له امله يې ژبه راوېستلې وه، نو هغې زنانه خپله پڼه ووېستله او دې سپې لره يې په کې د کوهي نه اوبه ورکړې نو الله تعالی دې زنانه ته پدې وجه بخښنه وکړه].
20. او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرماېلي دي: [اور ته یوه زنانه د یوې پېشو له امله ننوتله چې هغه يې بنده کړې وه، نه يې خوراک ورکاوه، او نه يې پرېښودله چې د زمکې له حشراتو نه خوراک وکړي].
زهري رحمه الله فرماېلي : دا د دې لپاره چې څوک د الله تعالی په رحمت باندې ځان ونه سپاري او عمل کول پرېږدي (یعنې یوازې په الله ج په توکل بسنه وکړي) او نه څوک د الله تعالی د رحمت نه نا امېده شي.
دا حدیث امام بخاري او امام مسلم روایت کړی.
21. او ابو هریره رضي الله عنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم نه روایت کړی:
زمونږ رب هغه قوم ته تعجب کوي چې جنت ته په ځنځیرونو (تړلي) راښکل کیږي.
دا حدیث امام احمد او بخاري روایت کړی.
22. او د ابو موسی اشعري رضي الله عنه څخه روایت دی هغه فرماېي: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرماېلي دي: [او نه دی هیڅوک ډیر صبرناک په اورېدلو د بدو خبرو کې چې اوري ئې د الله تعالی نه، دا خلک هغه لره نازولی او زوی رابلي خو هغه یې بیا هم بخښي (د مصېبتونو نه یې ژغوري( او روزي ورکوي].
دا حدیث امام بخاري روايت کړی دی
23. او امام بخاري د ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت رانقل کړی هغه فرماېي: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرماېلي دي:
[بېشکه الله تعالی چې کله د یو بنده سره مېنه وکړې نو اواز وکړي: ای جبریله! بېشکه الله تعالی فلانکی خوښوي نو ته يې هم خوښ کړه، نو د جبریل هم خوښ شي، بیا جبرېل په اسمان کې اواز وکړي: بېشکه الله تعالی فلانکی خوښوي نو تاسې يې هم خوښ کړئ، نو ټول د اسمان والا يې خوښ کړي، او د ځمکې والاو په زړونو کې ورسره هم مېنه کیښودل شي].
24. او د جریر بن عبد الله البجلي رضي الله عنه نه روایت دی هغه فرمايي: مونږ یوه ورځ د پېغمبر صلی الله علیه وسلم سره ناست وو چې ناڅاپه يې د څوارلسمې شپې سپوږمۍ ته وکتل ويې ویل:
[بېشکه تاسې به خپل رب داسې وینئ لکه څنګه چې دا سپوږمۍ وینئ چې تاسو ټیل ماټیل نه کوئ د یو بل سره د دې په لېدلو کې یا ضرر او تکلیف نه دررسېږي تاسې ته د دې په لېدلو کې، نو که چېرته ستاسې وسع او طاقت رسېږي چې غالبه شئ په لمانځه کولو باندې مخکې د راختلو د لمر نه او مخکې د پرېوتلو د لمر نه نو دا کار وکړئ]، بیا يې دا آیت ولوست: ﴿وَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ قَبْلَ طُلُوعِ الشَّمْسِ وَقَبْلَ غُرُوبِهَا﴾
یعنې: او بیان کړه پاکي د رب خپل مخکې د لمر له راختلو او وروسته د لمر له پریوتلو څخه. [سورت طه آیت نمبر: ۱۳۰].
دا حدیث امام بخاري، مسلم، ابو داود، نسائي، ترمذي، ابن ماجه او احمد بن حنبل روایت کړی.
25. او له ابوهريره رضي الله عنه څخه روايت دی، چې بېشکه رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرماېل:
[بېشکه الله تعالی فرماېلي: چا چې دښمني وکړه زما د ولي سره نو بېشکه ما دې کس ته د جنګ اعلان کړی، او نه رانېږدي کېږي ما ته زما یو بنده په يو عمل سره چې هغه ډیر غوره وي ما ته د ادا کولو د فرایضو نه په هغه باندې، او همېشه وي زما یو بنده چې ما ته په نفلونو باندې ځان رانږدې کوي تر دې چې زه هغه خوښ کړم، نو کله چې هغه زه خوښ کړم نو زه د هغه غوږونه شم هغه چې اورېدل پرې کوي، او د هغه سترګې شم هغه چې لېدل پرې کوي، او د هغه لاس شم هغه چې نیول پرې کوي، او د هغه پښه شم هغه چې تلل پرې کوي، او که زما نه څه وغواړي نو زه يې خامخا ورکوم، او که په ما پورې پناه ونېسي نو زه ورته خامخا پناه ورکوم، او هېڅکله زه متردد شوی نه یم په یو کار کې چې زه يې کووم په شان د متردد کېدلو زما په وخت د ساه اخېستلو زما د مومن بنده نه، چې هغه مرګ بد ګڼي او زه د هغه خپه کېدل بد ګڼم خو دا کار خامخا کېدونکی دی].
دا حدیث امام بخاري روايت کړی دی.
26. او د ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې بېشکه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرماېلي:
[زمونږه رب تعالی هره شپه د ځمکې آسمان ته را کوزېږي(څرنګه چې د هغه له شان سره ښایې( هغه وخت چې د شپې درېیمه وروستنۍ برخه پاتې شي، او فرمايي: څوک شته چې له ما څخه دعا وغواړي چې ورته یې قبوله کړم، څوک شته چې له ما څخه سوال وکړي، چې وريې کړم، څوک شته چې له ما څخه بخښنه وغواړي، چې بخښنه ورته وکړم].
دا حدیث امام بخاري او امام مسلم روایت کړی.
27. او د ابو موسی اشعري رضي الله عنه څخه روایت دی هغه فرماېي: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرماېلي دي:
[دوه جنتونه د سرو زرو دي لوښي د هغوی او هر هغه څه چې په هغوی کې دي، او دوه جنتونه د سپين زرو دي لوښي د هغوی او هر هغه څه چې په هغوی کې دي، او د دې جنتیانو او د دوی خپل رب ته د کتلو تر منځ په جنتونو د همېشوالي کې هېڅ حایل او پرده نشته مګر صرف د تکبر او لويۍ څادر دی د هغه په مخ باندې].
دا حدیث امام بخاري روايت کړی دی
باب دی د الله تعالی د دې وېنا باره کې: ﴿حَتَّىٰ إِذَا فُزِّعَ عَن قُلُوبِهِمْ قَالُوا مَاذَا قَالَ رَبُّكُمْ ۖ قَالُوا الْحَقَّ ۖ وَهُوَ الْعَلِيُّ الْكَبِيرُ﴾ [سبأ23:]
یعنې : تر هغه پورې چې تر څو د دوی له زړونو څخه ویره پورته کړی شي ( په خپلو منځونو کې) چې څه (حکم) وفرمایل رب ستاسو، نو وایې دوی چې حق یې وفرمایل او همدغه (الله) ډیر پورته او ډیر لوی دی.
28. د عبد الله بن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی هغه فرماېي: ما ته د پېغمبر صلی الله علیه وسلم د انصارو ملګرو څخه یو کس بیان کړی چې دوی یوه شپه د پېغمبر صلی الله علیه وسلم سره ناست وو چې ناڅاپه په ستورې باندې وېشتل وشو نو رڼا ترې اوچته شوه، نو پېغمبر صلی الله علیه وسلم وفرماېل:
(کله چې به داسې وشو تاسې به څه وېل؟)
هغوی وفرماېل: مونږ به وېل: نن شپه یو غټ انسان پيدا شو او يا یو غټ انسان مړ شو.
نو پېغمبر صلی الله علیه وسلم وفرماېل : [دا د چا د مرګ او یا پېدایښت له وجې نه وېشتل کېږي بلکې کله چې زمونږ رب د یو کار فېصله او حکم وکړي نو د عرش باروونکي ملاېکې د الله تعالی پاکي بیان کړي (سبحان الله ووايي( تر دې چې په دوی پسې چې د اسمان والا کوم مخلوقات دي هغوی هم د الله تعالی پاکي بیان کړي(سبحان الله ووایي(، تر دې چې دا ثنا وېل اخرني اسمان والا ته ورسېږي، نو د عرش باروونکو ملاېکو سره چې کوم نږدې مخلوق دی هغوی ترې پوښتنه وکړي چې: ستاسې رب څه ووېل؟ نو هغوی يې خبر کړي په هغه څه چې الله تعالی وېلي وي، نو پوښتنه وکړي د اسمان والا بعضي د بعضو نورو نه تر دې چې دا خبر د اخري اسمان والاو ته ورسېږي نو پېریان (شیطانان( غوږ کیښودنه وکړي او دغه خبرې پټې واورې نو هغوی يې خپلو دوستانو ته راورسوي، نو هغه څه چې هغوی يې په سمه توګه راورسوي نو هغه حق دي خو لېکن دوی خبره وېشي او زیاتوي يې].
دا حدیث امام مسلم، ترمذي او نسائي روایت کړی.
29. او د نواس بن سمعان رضي الله عنه څخه روایت دی هغه فرماېي: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرماېلي دي:
[کله چې الله تعالی وغواړي چې د یو کار امر وکړي پس وحی وکړي نو اسمانونه یوه لړزه ونېسي (په دې ځای کې د راوي شک دی چې پيغمبر صلی الله علیه وسلم د -رجفة- لفظ ویلی، او که -رعدة- یې ویلی( د الله تعالی د ویرې له وجې، -نو کله چې دا وحی د اسمانونو والا واوري ټول بې هوشه شي- او یا یې داسې ویلي: ټول الله تعالی ته په سجده پرېوځي، نو اول هغه څوک چې سر راپورته کړي هغه جبریل علیه السلام وي، نو الله تعالی ورته د خپلې وحې نه هغه څه ووايې چې غواړي یې، بیا جبریل علیه السلام په ملاېکو باندې تېرېږي، نو په هر یو اسمان چې تېرېږي د هغه اسمان ملاېکې ترې پوښتنه کوي: زمونږ رب څه وویل ای جبریله!؟ نو هغه ورته ووايې: الله تعالی حق خبره وکړه او هغه اوچت او لوی ذات دی، نو ټولې ملاېکې د جبریل علیه السلام په شان خبره وکړي، پس جبریل علیه السلام وحی هغه ځای ته ورسوي چې کوم ځای ورته الله تعالی امر کړی وي].
دا حدیث ابن جریر، ابن خزیمة، طبراني او ابن أبی حاتم روایت کړی او دا لفظ د ابن أبی حاتم دی.
ääääää
ترجمه: [او دغو (مشركانو) د الله تعظیم ونه كړ د هغه حق تعظیم، حال دا چې ځمكه ټوله د ده په قبضه كې ده د قیامت په ورځ كې او اسمانونه د ده په ښي لاس كې رانغاړل (راټول كړى) شوي دي، ده لره پاكي ده او هغه ډېر اوچت دى له هغو څیزونو نه چې دوى يې (له هغه سره) شریكوي].
30. او د ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی هغه فرمايي: ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي دي چې ویل يې:
[الله تعالی ځمکه په موټي کې راټولوي، او اسمان په خپل ښي لاس کې رانغاړي، بیا وایې: زه حقیقي بادشاه یم، هغه د دنیا بادشاهان څه شول؟]
دا حدیث امام بخاري روایت کړی.
31. او امام بخاري د عبد الله بن عمر -رضی الله عنهما- څخه روایت کړی هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم نه روایت کوي چې هغه فرماېلي دي: [بېشکه الله تعالی د قیامت په ورځ ځمکې په خپل موټي کې راټولوي او اسمانونه به يې په ښي لاس کې وي بیا به داسې وايې: زه حقیقي بادشاه یم].
32. او په بل روایت کې د هغه نه داسې دي [بېشکه رسول الله صلی الله علیه وسلم په منبر باندې یوه ورځ دا آیت ولوست: ﴿وَمَا قَدَرُوا اللَّهَ حَقَّ قَدْرِهِ وَالْأَرْضُ جَمِيعًا قَبْضَتُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَالسَّمَاوَاتُ مَطْوِيَّاتٌ بِيَمِينِهِ ۚ سُبْحَانَهُ وَتَعَالَىٰ عَمَّا يُشْرِكُونَ﴾ ژباړه: او دغو (مشركانو) د الله تعظیم ونه كړ د هغه حق تعظیم، حال دا چې ځمكه ټوله د ده په قبضه كې ده د قیامت په ورځ كې او اسمانونه د ده په ښي لاس كې رانغاړل (راټول كړى) شوي دي، ده لره پاكي ده او هغه ډېر اوچت دى له هغو څیزونو نه چې دوى يې (له هغه سره) شریكوي. او رسول الله صلی الله علیه په خپل لاس داسې اشارې کولې چې خوځاوه يې او مخکې وروسته کاوه يې: ((الله تعالی خپله پاکي بیانوي داسې وايې زه زورور یم زه لويي کوونکی یم زه په هر څه غالب یم زه سخي یم ((نو په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندې منبر ولړزېده تر دې چې مونږ ووېل چې ګویا کې راغورځېږي پرې].
داحديث امام احمد روايت کړی دی
33. او امام مسلم د عبید الله بن مقسم نه روایت کړی چې هغه عبد الله بن عمر رضي الله عنهما ته وکتل چې هغه څنکه د رسول الله صلی الله علیه وسلم طرېقه کوي- هغه ووېل:
[الله تعالی به خپل آسمانونه او ځمکې په خپلو دواړو لاسونو کې په موټي کې روانېسي، نو وبه وايې: زه حقیقي بادشاه یم، او خپلې ګوتې راټولوي او خوروي يې، او وايې به: زه حقیقي بادشاه یم، تر دې چې ما منبر ته وکتل چې د لاندې څخه ټول خوځېده، تر دې چې ما وېل: آیا دا منبر په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندې راغورځېدونکی دی؟].
34. او په صحیح بخاري او صحیح مسلم کې راغلي دي، د عمران بن حصین رضي الله عنه څخه روایت دی هغه فرمايي: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرماېلي دي:
[زیری قبول کړئ ای د تمیم قبیلې والاو،. هغوی ووېل: بېشکه تا په مونږ زیری وکړ، نو خبر راکړه چې څه دي.
رسول الله صلی الله وسلم وفرماېل: زیری قبول کړئ ای د یمن والاو.
هغوی ووېل: مونږ زیری قبول کړ، نو مونږ ته خبر راکړه د دې کار د شروع باره کې؟.
هغه ووېل: ((الله تعالی د هر څه نه مخکې و او د هغه عرش د اوبو دپاسه و، او په لوح محفوظ کې یې د هر یو شي یاداشت لېکلی)).
35. عمران بن حصین رضي الله عنه فرماېي: په ما پسې يو څوک راغې راته یې ووېل: ای عمران! اوښه دې د پړي نه خلاصه شوې.
هغه وايې: پس زه په هغې پسې ووتلم، نو زه نه پوهېږم چې زما نه وروسته بیا څه وشول (یعنې: رسول الله صلی الله علیه وسلم څه ووېل)
او د جبیر بن محمد بن جبیر بن مطعم نه روایت دی هغه روایت کوي د خپل پلار نه د هغه پلار روایت کوي د هغه د نېکه نه هغه فرمائې: یو بانډه چي سړی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی نو ویې وېل: ای د الله تعالی پیغمبره! خلک سخت په تکلېف کې شول، او بچي در په در شو، او مالونه مو کم شول، او څاروي مو هلاک شول، نو مونږ لره د خپل رب نه د باران دعا وکړه، نو مونږ سپارش کوو په تا سره الله تعالی ته او په الله تعالی سره سپارش کوو تاته.
نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرماېل:
الله دې پر تا ورحمیږي: آیا ته پوهېږې چې ته څه وايې؟ او رسول الله صلی الله علیه وسلم د الله تعالی پاکي بیانول شروع کړل تر دې چې د هغه د ملګرو په مخونو کې د هغه اثرات ښکاره شول، بیا يې ووېل: الله دې پر تا ورحمیږي، بېشکه سپارش نشي کېدلی د الله تعالی په ذات باندې د هغه هیڅ یو بنده ته، بېشکه د الله تعالی شان د دې نه ډیر لوی دی، هلاکت دې وي تا لره آیا ته پوهېږې چې الله تعالی څه دی؟ بېشکه د هغه عرش د آسمانونو دپاسه داسې دی او په خپلو ګوتو يې داسې اشاره وکړه لکه یوه ګنبد په هغه باندې، او بېشکه دا داسې اواز کوي لکه یو انډي باندې چې څوک ناست وي او هغه اوازونه کوي].
دا حدیث امام احمد او ابو داود روایت کړی.
36. او د ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی، هغه فرماېي: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرماېلي دي:
[الله تعالی فرماېلي دي: بنی ادم ما ته د دروغو نسبت کړی او هغه لره دا مناسب نه و او ما ته کنځلې کړي او هغه لره دا کول نه و پکار، هر چې د هغه ما ته د دروغو نسبت دی نو هغه دا دی چې هغه وایې: الله تعالی ما بېرته د اول ځل په شان نشي راژوندی کولی، او اول پیدایش د دوباره پیدایش نه اسان ندی، او هر چې د هغه کنځل کول دي ما ته نو هغه دا دي چې وایې: الله تعالی ځان لره نازولی نېولی، او حال دا چې زه یوازې بې نیازه ذات یم داسې ذات چې نه يې څوک زیږولي او نه د چا نه پيدا دی او نشته هغه لره هیڅوک هم مثل (د هغه په شان).
37. او عبد الله بن عباس رضي الله عنهما په روایت کې دي:
[نو هر چې د هغه کنځل کول دي ما ته نو هغه دا دي چې وايې: زما نازولي دي، او پاک یم زه د دې نه چې زه دې ځان لره ښځه او نازولی ونېسم].
دا حدیث امام بخاري روايت کړی.
38. او امام بخاري او امام مسلم د ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت کړی هغه فرمايې: رسول الله صلی الله علیه فرماېلي دي:
[الله تعالی فرماېلي: ضرر او تکلېف رارسوي ما ته بني آدم په کنځلو کولو سره زمانې ته، او حال دا چې زه اړووم راړووم زمانې لره زما په لاس کې واک او اختیار د هر یو کار دی اړووم راړووم شپې او ورځې لره].
ääääää
او دا وینا د الله تعالی: ﴿إِنَّ الَّذِينَ سَبَقَتْ لَهُم مِّنَّا الْحُسْنَىٰ أُولَٰئِكَ عَنْهَا مُبْعَدُونَ﴾ (101)
بېشكه هغه كسان چې هغوى ته زمونږ له طرفه نیکمرغي مخكې فیصله شوې، دغه كسان له دغه (دوزخ) نه لرې كړى شوي دي. [الأنبیاء: آيت نمبر ۱۰۱].
او د الله تعالی دا قول: ﴿مَّا كَانَ عَلَى النَّبِيِّ مِنْ حَرَجٍ فِيمَا فَرَضَ اللَّهُ لَهُ ۖ سُنَّةَ اللَّهِ فِي الَّذِينَ خَلَوْا مِن قَبْلُ ۚ وَكَانَ أَمْرُ اللَّهِ قَدَرًا مَّقْدُورًا﴾ (38)
او دی حکم د الله تعالی تقدیر مقرر کړی شوی [الأحزاب: ۳۸ آیت]
او د الله تعالی دا قول: ﴿وَٱللَّهُ خَلَقَكُمْ وَمَا تَعْمَلُونَ﴾
[او الله تعالی پیداکړي یاست تاسې او ستاسې عملونه] [الصافات: 96 آیت.]
او د الله تعالی دا قول: ﴿إِنَّا كُلَّ شَيْءٍ خَلَقْنَاهُ بِقَدَرٍ ﴾ (49)
بېشکه مونږ هر یوشي لره پيداکړی په اندازې سره [سورت القمر: آيت نمبر ۴۹].
39. او په صحیح مسلم کې روایت دی د عبد الله بن عمرو بن العاص رضي الله عنهما څخه هغه فرمايې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرماېلي دي:
[بېشکه الله تعالی لېکلی تقدیر د ټولو مخلوقاتو د آسمانونو او زمکې د پیدایښت نه پنځوس زره کاله مخکې، ویلي يې دي: او د هغه عرش د اوبو دپاسه و].
40. او دعلي بن أبي طالب رضي الله عنه څخه روایت دی هغه فرمايي: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرماېلي دي:
(نشته هیڅ یو کس ستاسې څخه مګر لېکل شوی د هغه ځای د ورتلو د اور او ځای د ورتلو د جنت نه) صحابو کرامو وفرماېل: ای د الله تعالی پېغمبره! نو آیا مونږ ولې ځان خپل تقدیر ته نه سپارو او عمل کول پرېږدو؟ !رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرماېل:
((تاسې عملونه کوئ نو پس هر چا ته آسانه کېدونکي دي هغه څه چې دې ورله پيدا شوی دی، نو هر هغه څوک چې د نېکبختانو له ډلې څخه وي نو هغه ته به د نیکانو عملونه کول اسانه کیدای شي، او هر هغه څوک چې د بدبختو له ډلې نه وي، نو هغه ته به د بدبختانو د عمل کولو لار آسانه کیدلی شي، او بیا يې دا آیتونه ولوستل: [نو هر هغه څوک چې وريې کړ حق او تقوی يې اختیار کړه (۵) او ريښتیا ئې وګڼله ښاېسته خبره (۶) نو خامخا اسانه به کړو هغه ته لار د آسانۍ]. [اللیل: ۵-۸]
دا حدېث امام بخاري او امام مسلم روایت کړی.
41. او د مسلم بن یسار الجهني نه روایت دی هغه وايې چې: [د عمر بن الخطاب رضي الله عنه څخه د دې آیت باره کې پوښتنه وشوه: ﴿وَإِذْ أَخَذَ رَبُّكَ مِن بَنِي آدَمَ مِن ظُهُورِهِمْ ذُرِّيَّتَهُمْ﴾ او کله چې واخیسته رب ستا له بنی آدم ( انسانانو ( د شاګانو د هغوی نه اولاد د هغوی . [الأعراف: ۱۷۲] نو عمر رضي الله عنه وفرماېل: ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې د دې باره کې ترې پوښتنه وشوه، نو هغه وفرماېل:
بېشکه الله تعالی آدم علیه السلام پیداکړو بیا یې د هغه په شا باندې خپل ښی لاس راکاږه، نو د هغه نه یې اولاده راووېسته، او ویې فرماېل:
دا مې د جنت لپاره پیدا کړي او د جنتیانو عملونه به کوي، بیا یې د هغه شا مسحه کړه نو نوره اولاده یې ترې راووېسته، او ویې فرماېل: دا مې د اور (دوزخ) لپاره پیدا کړي او د دوزخیانو عملونه به کوي نو یو سړي ووېل: ای د الله تعالی پېغمبره! نو مونږ بیا دا عملونه ولې کوو؟
نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرماېل: بېشکه الله تعالی چې کله یو بنده د جنت لپاره پيدا کړي نو د جنتیانو د عملونو توفیق ورکوي تر دې چې د جنتیانو د عملونو څخه په یو عمل وفات شي نو په هغه سره یې جنت ته داخل کړي، او کله چې یو بنده د اور (دوزخ( لپاره پیداکړي نو د اور والا د عمل کولو توفیق ورکړي تر دې چې د دوزخیانو د کارونو څخه په یو کار باندې وفات شي نو دوزخ ته یې داخل کړي].
دا حدیث امام مالک او حاکم روایت کړی او حاکم ویلي:دا سند د مسلم په شرط صحیح دی.
او ابو داود په بل سند سره د مسلم بن یسار نه هغه د نعیم بن ربیعه نه هغه د عمر رضي الله عنه نه روایت کړی.
42. او اسحاق بن راهویه فرماېلي: مونږ ته بقیة بن الولید حدیث بیان کړی، هغه فرمايې: ماته زبیدي محمد بن الولید خبر راکړی، هغه د راشد بن سعد نه روایت کړی هغه د عبد الرحمن بن أبي قتاده څخه روایت کړی هغه د خپل پلار نه روایت کوي هغه د هشام بن حکیم بن حزام نه روایت کړی [بېشکه یو سړي ووېل: ای د الله تعالی پېغمبره! آیا عملونه د اوس نه شروع کېږي او که تقدیر د پخوا نه لېکل شوی؟ نو هغه وفرماېل:
بېشکه الله تعالی چې د آدم علیه السلام اولاده د هغه د شا نه راووېستله نو په خپلو ځانونو يې ترې ګواهي واخېستله، بیا يې دوی په خپلو ورغوو کې راخواره کړل، نو ويې وېل: دا خلک د جنت لپاره دي او دا خلک د دوزخ لپاره دي، نو د جنت والا ته اسانه کېدلی شي د جنتیانو عملونه، او د دوزخ والاو ته اسانه ګرځولی شي د اور والا کار].
43. او د عبد الله بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی هغه فرمائې: مونږ ته رسول الله صلی الله علیه وسلم بیان کړی او هغه ريښتیا ویونکی تصدیق کړل شوی دی:
[بېشکه یو کس ستاسې نه راجمع کېدلی شي پیدایش د هغه د مور په خېټه کې څلوېښت ورځي نطفه وي، بیا د دې په شان د غوښي تکړه وي، بیا د دې په شان کرپندوکی وي، بیا ورته الله تعالی یو ملاېک په څلورو خبرو راولېږي: نو د هغه عمل ولېکل شي او د مرګ نېټه يې ولېکل شي او د هغه په دنیا کې رزق ولېکل شي او د هغه نیکبختي او یا بدبختي ولېکل شي، بیا پکې ساه (روح) واچول شي، نو قسم مې دي وي په هغه ذات چې نشته لاېق د بندګۍ په حق سره پرته له هغه نه بېشکه یو کس ستاسې نه خامخا عمل به کوي د جنتیانو تر دې د هغه او د جنت تر منځ د یو ذراع (څنګل) په اندازه فاصله پاتي شي، نو پدې باندې خپل تقدیر رامخکي شي پس د دوزخیانو عمل به وکړي نو دوزخ ته به ننوځي، او بېشکه یو کس ستاسې نه خامخا عمل به کوي د دوزخیانو تر دې چې د هغه او د دوزخ ترمنځ فاصله پاتي نشي مګر د یو ذراع (څنګل) په اندازه نو په دې باندې خپل تقدیر رامخکې شي، نو د جنتیانو عمل وکړي نو جنت به داخل شي]
(دحديث په صحت(اتفاق شوی دی (بخاري اومسلم)
44. او د حذېفه بن أسید رضي الله عنه څخه روایت دی چې هغه دپېغمبر صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي فرمايې:
[نطفه چې کله په بچي دانې کې پر ځای شي نو د هغه نه څلوېښت یا پنځه څلوېښت ورځې وروسته دې ته ملاېک راشي، نو ووايې: ای ربه! دا به بدبخته وي که نېکبخته؟ نو ويې لېکي، بیا ووايې: ای ربه: نر دی که ښځه؟ نو ويې لېکي، او د هغه عمل او اثر او د مرګ نېټه او رزق يې هم ولېکل شي، بیا دا عملنامې راټولې کړی شي نو نه په کې څه زیاتيږي او نه پکې کمېږي].
(دا حديث) مسلم روايت کړی دی.
45. او په صحیح مسلم کې د عاېشې رضي الله عنها څخه روایت دی هغه فرمايې:
رسول الله صلی الله علیه وسلم د انصارو د یو ماشوم جنازې ته راوبلل شو، نو ما ووېل چې دې لره دې د جنت مزې وي (نېکبختي وي)، دا خو د جنت له مرغیو څخه یوه مرغۍ ده تر اوسه يې هيڅ ګناه هم نده کړې او نه د ګناه کولو وخت ته رسېدلی، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرماېل:
[ایا تا ته یقیني پته ده چې داسې به وي او که چېرته بل شان وي ای عائشې! بېشکه الله تعالی د جنت لپاره خلق پیداکړي په داسې حال کې چې هغوی د خپلو پلرونو په شاګانو کې وو، او د دوزخ لپاره يې خلک پیداکړي په داسې حال کې چې هغوی د خپلو پلرونو په شاګانو کې وو].
46. او د عبد الله بن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی هغه فرمايې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرماېلي دي: [هر یو کار په تقدیر سره دی، تر دې چې کمزوري او هوښیارتیا هم].
(دا حديث) مسلم روايت کړی دی.
47. او د قتاده رضي الله عنه څخه روایت دی په دې ایت کې: ﴿تَنَزَّلُ الْمَلَائِكَةُ وَالرُّوحُ فِيهَا بِإِذْنِ رَبِّهِم مِّن كُلِّ أَمْرٍ﴾ [القدر4:]
فرمايې: فېصله کېږي (لېکل کېږي) په دې کې هغه څه چې په ټول کال کې واقع کېږي تر بل همدې وخت پورې.
دا اثر عبد الرزاق او ابن جریر روایت کړی.
او د دې معنی د عبد الله بن عباس رضي الله عنهما، حسن، أبو عبد الرحمن السلمي، سعید بن جبیر او مقاتل څخه رانقل شوې.
48. او د عبد الله بن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی هغه فرمايې: بېشکه الله تعالی لوح مخفوظ د سپېنې ملغلرې څخه پیداکړی، چې پوښونه يې د سرو یاقوتو څخه دي، قلم يې رڼا ده، او لېکل يې هم رڼا ده، پلنوالی يې د اسمان او ځمکې ترمنځ فاصلې په اندازه دی، هره ورځ پکې درې سوه شپېته کرته ګورې، نو په هر یو ځل کتلو کې پیداکول کوي او روزي ورکوي څوک ژوندي کوي او څوک مړه کوي چا لره عزت ورکوي څوک ذلیله کوي څه چې وغواړي هغه کوي، نو دا د الله تعالی د دې قول تفسیر دی: ﴿كُلَّ يَوْمٍ هُوَ فِي شَأْنٍ﴾
ترجمه: هر وخت هغه په جدا جدا کار کې دی. [الرحمن:29]
دا اثر عبد الرزاق، ابن المنذر، طبراني او حاکم رانقل کړی.
ابن القیم رحمه الله تعالی چې کله دا حدیثونه او د دې په معنی کې اثار ذکر کړي، فرماېلي يې دي:
نو دا ورځنی تقدیر دی، او د دې نه چې مخکې و هغه د کال تقدیر دی، او د هغه نه چې مخکې و هغه د ټول عمر تقدیر دی په وخت د تړل کېدو د یو نفس په هغه پورې، او د هغه نه چې مخکې و هغه همدارنګه د هغه د اول پیدا کېدو سره و او په هغه وخت کې چې هغه کرپندوکی و، او د هغه نه چې مخکې و هغه د هغه د پیداېښت نه مخکنی تقدیر و لېکن د اسمانونو او ځمکو له پیداېښت نه وروسته و، او د هغه نه چې مخکې وو هغه د اسمانونو او د ځمکې له پیداېښت نه پنځوس زره کاله وړاندې و، او هر یو د دې تقدیرونو څخه په شان د شرحې دی مخکني تقدیر لره.
او په دې کې دلېل دی په پوروالي د علم د الله تعالی او په قدرت او حکمت د هغه باندې، او په زیات تعریف د هغه کې ملاېکو او خپلو مومنانو بندګانو ته په خپل ځان او خپلو نومونو باندې.
بیا يې ووېل: نو دا حدېثونه او د دې په شان احادېث ټول سره پدې یو دي چې د انسان لومړنی لېکل شوی تقدیر د نیک عمل څخه منع کول نه کوي او نه په دې باندې تقدیر ته ځان سپارل واجب کېږي، بلکې د دې په وجه په انسان باندې زیات کوشش او زیار ویستل لازميږي.
او لدې امله کله چې ځینو صحابو کرامو دا خبره واورېده ويې وېل: زه نه وم ډیر کوشش کوونکی په نيک عمل کې مخکې د اوسني وخت نه.
او ابو عثمان النهدي سلمان ته ووېل: مونږ د دې کار په اول باندې ډیر خوشحاله یو د دې د اخیر نه.
او هغه داسې چې کله الله تعالی دې لره د مخکي څخه یو څه لېکلي او تیار کړي وي او دې لره يې هغې ته رسېدګي اسانه کړي وي نو د دې خوشحالي په هغه مخکني تقدیر چې د الله تعالی له طرفه دې ته لېکل شوی ډیره لویه ده د هغې خوشحالۍ نه چې د دې نه وروسته به د اسبابو په کارولو سره راځي.
49. او د ولېد بن عباده نه روایت دی هغه وايې: [زه خپل پلار ته ورغلم په داسې حال کې چې هغه مریض و چې ما پکې د مرګ نښې لېدلی وې، نو ما ورته ووېل: ای پلاره! ما ته نصېحت وکړه او پوره کوشش زما لپاره وکړه، نو هغه ووېل: ما کښېنوئ، نو کله ئې چې کښېناوه، ويې وېل: ای بچوړېه: بېشکه ته هیڅکله د اېمان خوند او مزه نه شې څکلی او هېڅکله رسېدلی نشي په الله تعالی د علم لرلو حقیقت ته تر دې چې ته د خیر او شر په تقدیر باندې اېمان ونه لرې، نو ما ورته ووېل: ای پلار جانه! او څنګه به زه د خیر او شر تقدیر پېژنم؟ هغه وفرماېل: پوهه شه چې بېشکه هغه څه چې ستا نه بچ شو هیڅکله تا ته نه و دررسېدونکی، او هغه څه چې تا ته درورسېږي نه و چې ستا نه بچ شي، ای بچوړیه! بېشکه ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې فرماېل يې:
[الله تعالی چې اول قلم پیداکړ ويې وېل: ولېکه، نو په دغه وخت کې ټول هغه څه ولېکل شول چې د قیامت د ورځې پورې کېدونکي دي...» ای بچوړیه! که ته چېرته مړ شوې او دا عقېده دې نه وه نو ته به اور ته ننوځې].
داحديث امام احمد روايت کړی دی
50. او د ابو خزامه نه روایت دی هغه د خپل پلار نه روایت کوي هغه فرمايې: [ما ووېل: ای د الله تعالی پېغمبره! ته مونږ له خبر راکړه مونږ چې کوم دمونه کوو او یا دوايي کوو او یا نور څه پرهېزونه کوو آیا دا شیان د الله تعالی په تقدیر کې څه بدلون راوستلی شي؟
پېغمبر صلی الله علیه وسلم وفرماېل: [دا ټول شیان د الله تعالی د تقدیر څخه دي].
دا حدیث امام احمد او ترمذی روایت کړی او ترمذي ورته حسن ویلی.
51. او د ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی هغه فرمايې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرماېلي دي:
[قوي مومن غوره او ډیر خوښ دی الله تعالی ته د کمزوري مومن نه، او په دواړو کې خیر دی، د هغه څه لپاره کوشش کوه چې تا ته فاېده دررسوي، او د الله تعالی نه مدد غواړه او کمزوري مه کوه، نو که څه مصېبت درورسېږي نو داسې مه وایه: که ما چېرته داسې کړی وی نو داسې به شوی وی داسې به شوی وی! خو لېکن داسې وایه: الله تعالی تقدیر لېکلی او څه چې يې خوښه وي هغه کوي، ځکه چې د (لو) (که چېرې) کلمه انسان ته د شیطان کار (وسوسه) کولاووي].
(دا حديث) مسلم روايت کړی دی
ääääää
او دا وینا د الله تعالی: ﴿ لَّيْسَ الْبِرَّ أَن تُوَلُّوا وُجُوهَكُمْ قِبَلَ الْمَشْرِقِ وَالْمَغْرِبِ وَلَٰكِنَّ الْبِرَّ مَنْ آمَنَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَالْمَلَائِكَةِ وَالْكِتَابِ وَالنَّبِيِّينَ﴾
[نه ده نېکي خاص دا خبره چې وګرځوئ مخونه خپل په طرف د مشرق او مغرب، او نیکي، نیکي د هغه چا ده چې ايمان يې راوړی وي په الله تعالی او په ورځ وروستنۍ او په ملاېکو او په کتابونو او پېغمبرانو] الآیة البقره سورت: ۱۷۷.
او د الله تعالی دا قول: ﴿إِنَّ الَّذِينَ قَالُوا رَبُّنَا اللَّهُ ثُمَّ اسْتَقَامُوا تَتَنَزَّلُ عَلَيْهِمُ الْمَلَائِكَةُ أَلَّا تَخَافُوا وَلَا تَحْزَنُوا وَأَبْشِرُوا بِالْجَنَّةِ الَّتِي كُنتُمْ تُوعَدُونَ﴾ (30)
بېشكه هغه كسان چې (په رښتیا) يې ویلي دي: زمونږ رب الله تعالی دى، بیا ټینګ ولاړ وي (نو) په دوى ملاېک نازلېږي چې تاسو مه وېرېږئ او مه غمګین كېږئ او تاسو د هغه جنت زېرى واخلئ چې تاسو سره به يې وعده كولى شوه .
[فصلت سورت: ۳۰ آیت.]
او د الله تعالی دا قول: ﴿لَّن يَسْتَنكِفَ الْمَسِيحُ أَن يَكُونَ عَبْدًا لِّلَّهِ وَلَا الْمَلَائِكَةُ الْمُقَرَّبُونَ﴾
هیچ چېرې بد نه ګڼي مسیح د بندګۍکولو د الله تعالی نه او نه د الله تعالی نږدې ملاېکې]
[النساء سورت: ۱۷۲].
او د الله تعالی دا قول: ﴿وَلَهُ مَن فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۚ وَمَنْ عِندَهُ لَا يَسْتَكْبِرُونَ عَنْ عِبَادَتِهِ وَلَا يَسْتَحْسِرُونَ﴾ (19)
او خاص د هغه لپاره دي هغه څوك چې په اسمانونو او ځمكه كې دي، او هغه څوك چې له هغه سره دي، هغوى د هغه له عبادت نه سرکښي نه كوي او نه ستومانه كېږي (۱۹) هغوى شپه او روځ تسبیح وايي، نه كمزور کیږي او نه ستړي کیږي]
[الأنبیاء: ۱۹،۲۰].
او د الله تعالی دا قول ﴿الْحَمْدُ لِلَّهِ فَاطِرِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ جَاعِلِ الْمَلَائِكَةِ رُسُلًا أُولِي أَجْنِحَةٍ مَّثْنَىٰ وَثُلَاثَ وَرُبَاعَ ۚ يَزِيدُ فِي الْخَلْقِ مَا يَشَاءُ ۚ إِنَّ اللَّهَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ﴾ (1)
[مقررونکی د ملاېکو دی رسولان د وزرو والا دی دوه دوه، درې درې، او څلور څلور [آیت [فاطر: ۱].
او د الله تعالی دا قول: ﴿ٱلَّذِينَ يَحْمِلُونَ ٱلْعَرْشَ وَمَنْ حَوْلَهُۥ يُسَبِّحُونَ بِحَمْدِ رَبِّهِمْ وَيُؤْمِنُونَ بِهِۦ وَيَسْتَغْفِرُونَ لِلَّذِينَ ءَامَنُواْ رَبَّنَا وَسِعْتَ كُلَّ شَىْءٍۢ رَّحْمَةً وَعِلْمًا فَٱغْفِرْ لِلَّذِينَ تَابُواْ وَٱتَّبَعُواْ سَبِيلَكَ وَقِهِمْ عَذَابَ ٱلْجَحِيمِ﴾
[هغه ملاېک چې پورته کوي عرش د الله تعالی او هغه چې چاپېره د هغې نه دي تسبیح وايې سره د ستاېني د رب د دوی نه او اېمان راوړي په هغه باندې او بخښنه غواړي د هغه چا لپاره چې اېمان يې راوړی دی]
[المؤمن سورت: ۷].
52. او د عاېشې رضي الله عنها څخه روایت دی هغه فرمايې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرماېلي دي:
[ملاېکې د رڼا څخه پیداشوي، او پېريان د اور د شغلې نه پیداشوي، او ادم علیه السلام د هغه څه نه پیداشوی چې تاسې ته بیان شوی].
(دا حديث) مسلم روايت کړی دی.
او د معراج د واقعې په ځېنو حديثونو کې داسې راغلي چې پېغمبر صلی الله علیه وسلم ته بیت معمور کوم چې په اوم اسمان کې دی پورته کړی شو، او په بعضو روایتونو کې ویل شوي: [چې په شپږم اسمان کې دی او دا داسې دی لکه په ځمکه کې چې کعبه شرېفه ده، او د هغه حرمت او عزت په اسمان کې داسې دی لکه د کعبې حرمت او عزت چې په ځمکه کې دی، او دا پداسې حال کې دی چې هره ورځ ورته اویا زره ملاېکې ورننوځي او بیا ورته د اخرې زمانې پورې بېرته نشي راګرځېدلی].
53. او د عاېشې رضي الله عنها څخه روایت دی هغه فرمايې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرماېلي: [په آسمان کې د یو قدم په اندازه ځای نشته مګر په هغه کې یو ملاېک سجده کوونکی دی او یا یو ملاېک الله تعالی ته په عبادت ولاړ دی، نو دا د ملاېکو دا خبره ده]:
[او یقینا مونږ خامخا صفونه جوړوو] (۱۶۵) [او یقینا مونږ خامخا تسبیح ویونكي یو] [الصافات سورت: ۱۶۵،۱۶۶].
دا حدیث محمد بن نصر، ابن أبي حاتم، ابن جریر او أبو الشیخ روایت کړی.
54. طبراني د جابر بن عبد الله رضي الله عنهما څخه روایت کړی هغه فرماېې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرماېلي دي:
[په اوو واړو آسمانونو کې د یو قدم او نه د یوې لوېشتې او نه د یو ورغوي په اندازه ځای شته مګر په دې کې یو ملاېک الله تعالی ته په عبادت ولاړ دی او یا یو ملاېک سجده کوونکی دی او یا یو ملاېک رکوع کوونکی دی، نو کله چې د قیامت ورځ شي ټول به ووايې: پاکي ده تا لره (ای ربه!( مونږ ستا د بندګۍ کولو حق نه دی ادا کړی! مګر دا چې ستا سره مو هیڅ شی نه دی شرېک کړی].
55. او د جابر بن عبد الله رضي الله عنهما څخه روایت دی هغه فرماېې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرماېلي دي : [ما ته اجازه شوې چې د الله تعالی د عرش باروونکو ملاېکو نه د یوې ملاېکې باره کې خبرې وکړم، د هغه د غوږ د نرمۍ څخه د څټ پورې د اوو سوو کالو د مزل په اندازه مسافه ده].
دا روایت ابو داود روایت کړی، او بیهقي په «اسماء او صفات»کې روایت کړی، او ضیاء فی «المختارة» کې رانقل کړی.
56. د دوی د مشرانو څخه جبریل علیه السلام دی، او الله تعالی هغه په امانتدارۍ خوش اخلاقۍ او قوت لرلو سره ستاېلی، نو فرماېلي یې دي: [ښودنه کړې دې ته سخت قوتونو والا (۵) چې د طاقت والا دى، نو برابر شو] د النجم سورت: ایت ۵،۶].
او د هغه د طاقت څخه دا دي چې هغه د لوط علیه السلام د قوم اوه کلي سره د خلکو پورته کړي او هغوی تقریبا څلور زره کسان وو، سره د هغوی د چارپایانو او حیواناتو، او ټولو هغه ځمکو او ودانیو چې د دوی وې، د خپل وزر په یو طرف باندې، تر دې چې هغوی يې د اسمان څنډې ته اوچت کړل، تر دې چې ملاېکو د هغوی د سپو غپا او د هغوی د بانګیانو اوازونه واورېدل، او بیا یې رانسکور کړل نو بره طرف یې ورله ښکته وګرځاوه.
نو دا دی هغه د سخت طاقت والا.
او د الله تعالی دا قول: ذو مرة، یعنې: د ښاېسته اخلاقو، ښاېسته شکل، لوړ مقام او د سخت طاقت والا.
دا معنی یې عبد الله بن عباس رضي الله عنهما ویلې ده.
او نورو ویلي: ذو مرة: یعني: د طاقت والا.
او الله تعالی د هغه په صفت کې فرماېلي﴿ إِنَّهُ لَقَوْلُ رَسُولٍ كَرِيمٍ (19) ذِي قُوَّةٍ عِندَ ذِي الْعَرْشِ مَكِينٍ (20) مُّطَاعٍ ثَمَّ أَمِينٍ (21)﴾
بېشكه دا (قرآن (یقینًا د ډېر عزتمند رسول خبره ده (۱۹( چې د عرش د مالك په نز د قوت والا (او (د مرتبې والا دى (۲۰) منلى شوى دى هلته، امانت دار دی . [د التکویرسورت: ۱۸-۲۱ نمبر آیتونه]
یعني: هغه سره زور دی او د سخت جنګ والا دی او د الله تعالی په نزد هغه لویه مرتبه او لوړ مقام دی [مُّطَاعٍ ثَمَّ أَمِينٍ] یعني : تابعداري کړی شوی دی په ملاېکو کې، أمین: یعني: د امانت والا دی، او د دې وجې هغه د الله تعالی او د هغه د پېغمبرانو ترمنځ استازی دی.
57. او بېشکه هغه به رسول الله صلی الله علیه وسلم ته په مختلفو شکلونو کې راته، او دوه ځله یې هغه په خپل اصلي شکل کې لېدلی و په داسې حال کې چې د هغه شپږ سوه وزرې وې.
دا امام بخاري رحمه الله د عبد الله بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت کړی.
58. او امام احمد د عبد الله نه روایت کړی فرمایلي یې دي: [پېغمبر صلی الله علیه وسلم جبریل په خپل شکل کې ولېده او د هغه لپاره شپږ سوه وزرونه و، هر یو وزر یې د اسمان کنارې پټې کړې وې، د وزرو نه یې مختلف رنګه ګلونه او ملغلرې او یاقوت راغورځېدل دومره ډیر چې الله تعالی نه پغیر هیڅوک پرې نه پوهېږي]
د دې روایت سند قوي دی.
59. او د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی هغه فرماېې: [رسول الله صلی الله علیه وسلم جبریل علیه السلام په شنه چپنه کې لېدلی وو دومره غټ و چې د اسمان او زمکې تر منځ خالېګاه یې ډکه کړې وه]
(دا حديث) مسلم روايت کړی دی.
60. او د عاېشې رضي الله عنها څخه روايت دی، چې بېشکه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرماېلي دي:
[ما جبریل علیه السلام د راکوزېدو په حالت کې ولېدو چې د اسمان د کنارو منځ یې ډک کړی و په هغه باندې د ورېښمو جامې وې چې ملغلرې او یاقوت پرې راځوړند وو]
دا حديث ابو الشیخ رانقل کړی.
61. او ابن جریر د ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت نقل کړی هغه فرماېې: جبرائېل معنی عبد الله، او مېکائېل معنی عبید الله، او هر یو نوم چې ایل پکې وي نو د هغه معنی عبد الله دی.
62. او ابن جریر د علي بن الحسین همداسې رانقل کړي، او دا یې پکې زیات کړي: او اسرافیل معنی عبد الرحمن.
63. او د عبد الله بن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی هغه فرمایې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرماېلي دي:
[آیا زه تاسې ته د ټولو نه غوره ملاېک در ونه ښاېم؟ جبريل علیه السلام].
64. [او د أبې عمران الجوني څخه روایت دی هغه فرمايې چې هغه ته دا خبره رارسېدلې ده چې بېشکه جبریل علیه السلام پېغمبر صلی الله علیه وسلم ته راغې په داسې حال کې چې ژړل يې، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته ووېل:
«په څه خبره ژاړې؟».
هغه وفرماېل: [زه به ولې نه ژاړم په الله تعالی مې دې قسم وي د کوم وخت نه چې الله تعالی دوزخ پیداکړی تر اوسه زما سترګه نده وچه شوې، د دې وېرې نه چې هسې نه چې زه د الله تعالی نا فرماني وکړم نو ما به دوزخ ته واچوي].
دا روایت امام احمد فی «الزهد» کې روایت کړی.
65. او امام بخاري د عبد الله بن عباس رضي الله عنهما څخه روایت کړی هغه فرماېې: رسول الله صلی الله علیه وسلم جبریل علیه السلام ته ووېل:
[ته زمونږ ملاقات ته د دې نه ډیر ولې نه راځې]
نو دا ایت نازل شو [او مونږ نه شو راکوځیدی مګر په حکم د رب ستا، هغه لره دي ټول هغه څه چې مخکې زمونږ نه دي او هغه څه چې وروستو زمونږ نه دي] آیت د مریم سورت: ۶۴].
او د دوی د مشرانو نه مېکائېل علیه السلام دی، او هغه ته د باران ورولو او نېالګېو ذمه وراي ورکړل شوې.
66. او امام احمد د انس رضي الله عنه نه روایت کړی چې بېشکه رسول الله صلی الله علیه وسلم جبرېل علیه السلام ته ووېل:
[څه دې ما لره چې ما تر اوسه مېکائېل علیه السلام هېڅکله په خندا نه دې لېدلی؟ هغه ورته وفرماېل: د کله نه چې اور پیداشوی د هغه وخت نه مېکاېل علیه السلام ندي خندلي].
او د دوی د مشرانو نه اسرافېل علیه السلام دی، او هغه یو د باروونکو د عرش نه دی او دا هغه ملاېک دی چې په شپېلۍ کې به پوکې کوي.
67. امام ترمذي روایت نقل کړی او حسن یې ورته ویلې، او حاکم هم روایت کړی د أبو سعید الخدري رضي الله عنه نه هغه فرماېې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرماېلي دي:
[څرنګه به زه خوشحاله شم او د ښکر والا ښکر په خوله کې نېولی او خپل طرف ته یې کوږ کړی او غوږ یې اېښودی د دې انتظار کوي چې کله به ورته امر کېږي نو شپېلۍ به وهي؟].
هغوی وفرماېل : نو مونږ به څه وایو ای د الله تعالی پېغمبره؟
پېغمبر صلی الله علیه وسلم وفرماېل : داسې ووايئ: حسبنا الله ونعم الوکیل علی الله توکلنا].
68. او د عبد الله بن عباس رضي الله تعالی عنهما څخه روایت دی بېشکه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرماېلي:
[بېشکه یو ملاېک د عرش باروونکو ملاېکو نه چې هغه ته اسرافیل ویل کېږي، د عرش یوه څنډه د هغه په اوږه ده، د هغه پښې د اوومې ځمکې لاندې تیرې شوي، او سر یې د اووم آسمان څخه پورته شوی دی].
دا حدیث أبو الشیخ او ابو نعیم فی «الحلیة» کتاب کې روایت کړی.
69. او أبو الشیخ د اوزاعي نه روایت کړی هغه فرمايې: د الله تعالی په ټولو مخلوقاتو کې د اسرافېل علیه السلام نه ښاېسته اواز لرونکی بل څوک نشته، نو کله چې هغه د الله تعالی پاکي شروع کړي نو د اوو اسمانونو والا باندې خپل لمونځونه او خپله تسبیح بنده کړي.
او د دوی د مشرانو نه ملک الموت علیه السلام دی:
په قرآن او حدیث کې د هغه نوم ندی ذکر شوی، او په بعضې آثارو کې د هغه نوم عزرائېل ذکر شوی (والله أعلم) دا خبره حافظ ابن کثېر رحمه الله کړی. او وېلي يې دي: دوی د خپلو د کارونو د اجرا کولو په نسبت په څو ډوله دي:
نو ځېني د دوی نه د عرش باروونکي دي.
او ځیني د دوی نه کروبیون دي هغوی چې د عرش نه چاپېره دي، او دوی د عرش باروونکو سره د غوره ملاېکو د ډلې څخه دي، او دوی الله تعالی ته ډیر نږدې ملاېک دي، لکه چې الله تعالی فرماېلي دي: [هیچ چېرې بد نه ګڼي مسیح د بندګۍکولو د الله تعالی نه او نه د الله تعالی نږدې ملاېکې د [النساء سورت: ۱۷۲ آیت].
او ځېني د دوی نه په آسمان کې اوسېږي هغه يې په همېشه عبادت باندې پټ کړی د شپې او د ورځې سهار او بېګاه د الله تعالی بنده ګي کوي لکه چې الله تعالی فرماېلي: [تسبیح وايې د الله تعالی شپه او ورځ څه سستي نه ښکاره کوي]
[النبأ سورت [۲۰]آیت].
او ځېني د دوی نه هغه دي چې په نمبر نمبر یو بل پسې بیت المعمور ته ورننوځي.
زه دا واېم: ښکاره خو داسې ده چې بیت المعمور ته چې په نمبر نمبر یو بل پسې ننوځي هغه د اسمان اوسېدونکي دي.
او ځېني د دوی نه په جنتونو باندې موکل دي او د جنتیانو لپاره په کرامتونو تیارولو او هغوی لره په میلمستیا کولو باندې ذمه واران دي، لکه کالي خوراک څښاک ګاڼه د اوسېدو ځای او نور د هغو نعمتو څخه چې نه سترګو لېدلي او نه غوږونو اورېدلي او نه د یو انسان په سوچ او فکر کې راغلي.
او ځېني د دوی نه په اور (دوزخ) باندې مقرر دي -الله تعالی دی ترې مونږ وساتي- او هغوی ته زبانیه وایې، د هغوی په سر کې نولس ملاېک دي او نګران د هغوی مالک علیه السلام دی، او هغه د ټولو نګرانانو مشر دی، او دوی د الله تعالی په دې وینا کې ذکر شوي: او وبه وايي هغه كسان چې (د دوزخ( په اور كې دي، د جهنم نګرانانو ته: ﴿وَقَالَ ٱلَّذِينَ فِى ٱلنَّارِ لِخَزَنَةِ جَهَنَّمَ ٱدْعُواْ رَبَّكُمْ يُخَفِّفْ عَنَّا يَوْمًا مِّنَ ٱلْعَذَابِ﴾
: تاسو له خپل رب نه دعا وغواړئ چې سپک کړي زمونږ نه یوه ورځ د عذاب څخه . [د المومنون سورت: ۴۹].
او (الله (تعالی فرماېلي
﴿وَنَادَوْا يَا مَالِكُ لِيَقْضِ عَلَيْنَا رَبُّكَ ۖ قَالَ إِنَّكُم مَّاكِثُونَ﴾ (77)
: [او دغه (دوزخیان) به اواز وكړي: اى مالكه! ستا رب دې مونږ مړه كړي، هغه (مالك) به ووايي: بېشكه تاسو به همېشه په دې کې پاتي کېدونکي یاست]. د زخرف سورت: ۷۷آیت . او (الله) تعالی فرماېلي: ﴿يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ قُوٓاْ أَنفُسَكُمْ وَأَهْلِيكُمْ نَارًا وَقُودُهَا ٱلنَّاسُ وَٱلْحِجَارَةُ عَلَيْهَا مَلَٰٓئِكَةٌ غِلَاظٌ شِدَادٌ لَّا يَعْصُونَ ٱللَّهَ مَآ أَمَرَهُمْ وَيَفْعَلُونَ مَا يُؤْمَرُونَ﴾
[په دغه اور باندې مقرر دي ملاېک سخت طبیعت والا، طاقتور نافرماني نه کوي د الله تعالی نه د هغه چې دوی ته يې امر کړی وي، او کوي دوی هغه څه چې دوی ته يې حکم ورکول کیږي.
[د تحریم سورت: ۶ آیت]
او (الله) تعالی فرماېلي: ﴿عَلَيْهَا تِسْعَةَ عَشَرَ ﴾ (30)
[په هغه باندې مقرر دي نولس (ملاېک( (۳۰ (او نه دي مقرر کړي مونږ ساتوونکي د اور مګر ملاېک] تر دې ځای پورې:
﴿وَمَا يَعْلَمُ جُنُودَ رَبِّكَ إِلَّا هُوَ ۚ وَمَا هِيَ إِلَّا ذِكْرَىٰ لِلْبَشَرِ﴾ (31)
[او نه پېژني لښکرې د رب ستا مګر هغه].
[د المدثر سورت: ۳۰،۳۱].
او ځېني لدوی څخه د انسانانو په ساتنه باندې مقرر دي، لکه چې الله تعالی فرماېلي: ﴿لَهُ مُعَقِّبَاتٌ مِّن بَيْنِ يَدَيْهِ وَمِنْ خَلْفِهِ يَحْفَظُونَهُ مِنْ أَمْرِ اللَّهِ ۗ إِنَّ اللَّهَ لَا يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّىٰ يُغَيِّرُوا مَا بِأَنفُسِهِمْ ۗ وَإِذَا أَرَادَ اللَّهُ بِقَوْمٍ سُوءًا فَلَا مَرَدَّ لَهُ ۚ وَمَا لَهُم مِّن دُونِهِ مِن وَالٍ﴾ (11)
[د الله تعالی په اختیار کې دي وار په وار راتلونکي ملاېک وړاندې او وروستو د انسان نه چې د هغه حفاظت کوي په سبب د حکم د الله تعالی].
[د الرعد سورت: ۱۱ آیت].
عبد الله بن عباس رضي الله عنهما فرماېلي: دا پرښتې دي چې لدوی څخه وړاندې وروسته ساتنه کوي، نو کله چې د الله تعالی حکم راشي نو ملاېک د هغوی نه لرې شي او هغوی یواځې پرېږدي.
او مجاهد رحمه الله ویلي: هیڅ یو بنده نشته مګر په هغه باندې یو ملاېک مقرر دی چې هغه په خوب او وېښه د پېریانو، انسانانو او حشراتو څخه ژغوري، نو د دې شیانو څخه هیڅ یو شي نشته چې انسان ته راځي او هغه ته د ضرر رسولو اراده کوي مګر دا ملاېک ورته وایې: چې وروسته شه، مګر هر هغه چې الله تعالی ورته اجازه کړي وي نو هغه ورته رسېږي.
او ځېني لدوی نه د انسانانو د عملونو په ساتنه باندې ګمارل شوي، لکه چې الله تعالی فرماېلي: (یاد كړه( [هغه وخت چې را اخلي دوه اغستونکي ملاېک، ښي اړخ او چپ اړخ ته ناست وي]. [نه وباسي انسان د خولې نه څه خبره مګر د هغه په خوا کې شته څوکۍ کوونکي تیار]. [د ق سورت : ۱۷،۱۸ آیتونه]
او (الله) تعالی فرماېلي: [او یقېنا په تاسې مقرر دي حفاظت کوونکي ملاېک (۱۰) . عزتمند لېکوونکي (۱۱) پوهېږي په هغه څه چې تاسې يې کوئ] د الانفطار سورت: ۱۰-۱۲ آیتونه].
70. امام بزار د عبد الله بن عباس رضي الله عنهما څخه روایت کړی هغه فرمايې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرماېلي:
[بېشکه الله تعالی تاسې له بربنډتوب نه منع کوي، نو تاسې حیا وکړئ د الله تعالی د ملاېکو نه هغوی چې ستاسې سره دي، کرام کاتبین ملاېکې کومې چې هیڅ وخت ستاسې څخه نه جدا کېږي مګر په یو د ددې درې حالتونو کې: د ډک اودس ماتي په وخت کې، د جنابت په وخت کې او د غسل کولو په وخت کې، نو کله چې یو کس ستاسې په یو کولاو ځای کې غسل کوي نو خپل ځان دي په کالېو او یا په دیوال یا بل شي باندې پټ کړي].
حافظ ابن کثیر رحمه الله فرماېلي: او د (إكرامِهِم) معنی داده چې د هغوی نه حیا او پرده وشي، نو په هغوی دی غلط عملونه نشي لېکلې، ځکه چې الله تعالی هغوی په اخلاقو او شکلونو کې عزتمند پیداکړي.
بیا یې داسې څه وېلي چې د هغه معنی دا ده: یقېنا د هغوی د کرم او عزت څخه دا دي چې دوی داسې کور ته نه ننوځي چې په هغه کې سپی وي او یا پکې تصویر وي او یا پکې جنب انسان وي او یا پکې بت وي او د هغې ډلې سره هم نه ملګری کېږي د کومو سره چې سپی او ګونګرو وي.
71. او امام مالک بخاري او مسلم د ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت کړی چې بېشکه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرماېلي:
[ځي راځي په تاسې کې، ملاېکې د شپې او ملاېکې د ورځې، او دوی ټول د یو بل سره د سهار او مازدېګر په لمانځه کې یوځای کېږي، بیا هغه ته ورخېژي هغه ملاېک چې ستاسې سره يې شپه سبا کړې وي نو (الله تعالی) د هغوی نه پوښتنه کوي او هغه په دوی باندې ښه پوهه دی: زما بندګان مو څنګه پرېښودل؟ نو هغوی ورته وایي: مونږ هغوی پداسې حال کې پرېښودل چې لمونځ یې کاوه، او مونږ چې هغوی ته ورغلو نو هم يې لمونځ کاوه].
72. او په یو روایت کې راغلي چې بېشکه ابو هریره رضي الله عنه وفرماېل: که ستاسې خوښه وي نو دا آیت ولولئ: [او لمونځ د سبا، یقینا لمونځ دسبا ته حاضریدلی شي (ملاېکې) ]
[د الاسراء سورت : ۷۸ آیت].
73. او امام أحمد او مسلم دا حدیث روایت کړی:
[نه دی راجمع شوی یو قوم د الله تعالی د کورونو نه په یو کور کې چې لولي د الله تعالی کتاب او یو بل ته یې ورښايي مګر خامخا نازل شوی په دوی باندې د زړه سکون او پټ کړي دوی لره د الله تعالی رحمت او مهربانۍ او راچاپېره شوي د دوی نه ملاېکې او یاد کړي الله تعالی دوی د هغه چا په ډله کې چې هغه سره دي، او د چا چې خپل عمل کمزوری وي نسب یې ورله نشي تېزولی].
74. او په مسند او سننو کې حدیث دی چې:
[بېشکه ملاېکې خپلې وزرې د طالب العلم لپاره غوړوي د خوشحالۍ له وجې نه په هغه کار چې دا یې کوي]
او د ملاېکو په باره کې دير زیات حدېثونه راغلي.
ääääää
او دا وینا د الله تعالی ﴿اتَّبِعُوا مَا أُنزِلَ إِلَيْكُم مِّن رَّبِّكُمْ وَلَا تَتَّبِعُوا مِن دُونِهِ أَوْلِيَاءَ ۗ قَلِيلًا مَّا تَذَكَّرُونَ﴾ (3)
تاسو پیروي كوئ د هغه (دین) چې تاسو ته د خپل رب له جانبه نازل كړى شوى دى او تاسو له ده نه سِوا (د نورو( دوستانو پیروي مه كوئ، (خو) تاسو ډېر كم نصیحت اخلئ!
[الأعراف سورت: ۳].
75. د زید بن أرقم رضي الله عنه څخه روایت دی هغه فرمايې [بېشکه رسول الله صلی الله علیه وسلم خطبه وکړه نو د الله تعالی ثنا او صفت یې بیان کړ، بیا یې وفرمایل:
[د الله تعالی له حمد او ثنا څخه وروسته، خبردار ای خلکو! زه یو بشر یم، شاید چې ما ته زما د رب استازی (ملک الموت) راشي نو زه به د هغه دعوت قبول کړم، او یقېنا زه پرېښودونکی یم په تاسې کې دوه درانه شیان، اول د هغوی نه د الله تعالی کتاب دی چې پدې کې هدایت او رڼا ده نو تاسې د الله تعالی په کتاب عمل وکړئ او په هغه منګولې کلکې کړئ» نو د الله تعالی په کتاب باندې د عمل کولو ته یې خلک وهڅول او بیا یې ووېل: او زما د کور والاو عزت او احترام وکړئ» او په بل لفظ کې راغلي: «د الله تعالی کتاب هغه د الله تعالی مضبوطه رسۍ ده، چا چې د هغه تابعداري وکړه نو دا کس په هدایت باندې دی، او چا چې پرېښوده نو دا کس په ګمراهۍ باندې دی].
(دا حديث) مسلم روايت کړی دی.
76. او د مسلم په روایت کې د جابر رضي الله عنه په اوږد حدیث کې راغلي چې بېشکه پېغمبر صلی الله علیه وسلم د عرفې د ورځې په خطبه کې وویل:
[او بېشکه ما په تاسې کې دوه شیان پرېښي دي چې هیڅکله به تاسې ګمراه نشئ که تاسې پرې منګولې کلکې کړې، د الله تعالی کتاب، او ستاسې څخه به زما باره کې پوښتنه کیدلی شي، نو تاسې به څه جواب ورکوئ؟» صحابو وفرماېل: مونږ دا ګواهي ورکوو چې بېشکه تا د الله تعالی دین رسولی او خپله ذمه واري دی ادا کړې او خپل امت دې نصېحت کړی- پېغمبر صلی الله علیه وسلم په خپله د شهادت په ګوته اسمان ته اشاره وکړه پداسې حال کې چې خلکو ته یې خوځوله- :« ای الله ته ګواه شه» درې ځلې یې داسې ووېل].
77. او د علي رضي الله عنه څخه روایت دی هغه فرمايي: [ما له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه اورېدلي چې ويل يې:
[خبردار چې خامخا به په راتلونکي وخت کې فتنې وي].
ما ورته ووېل: چې د فتنو څخه د وتلو لاره کومه ده د الله تعالی پېغمبره؟
هغه وفرماېل: [د الله تعالی کتاب په دې کې ستاسې څخه د مخکنیو خلکو خبرونه دي، او ستاسې نه د وروستیو خلکو خبرونه پکې دي، او فېصله کوونکی دی ستاسې ترمنځ، هغه قاطع کتاب چې لوبې او ګپ نه دی، چا چې د یو زورور له وجې پرېښوده الله تعالی به یې پرې کړي، او چا چې د هغه نه پرته په بل څه کې هدایت ولټاوه الله تعالی به یې ګمراه کړي، او هغه د الله تعالی مضبوطه رسۍ ده، او هغه د حکمت والا خبري دي، او هغه نېغه لاره ده، دا هغه کتاب دی چې د دې په وجه خواهشات بل طرف ته نشي کږېدلی، او ژبې پرې نه ګډودېږي، او علما د هغه د علمونو څخه نه مړېږي، او د ډېر تکرار له وجې نه زړېږي، او عجاېب یې نه ختمېږي، دا هغه کتاب دی چې کله پېریانو واورېده نو د دې منعه نشو چې ووايي: [یقېنا مونږ اورېدلی قرآن ناآشنا (مضمون والا( (۱) هدایت کوي حق ته نو مونږ اېمان راوړی په دې (قرآن) باندې] [د الجن سورت: ۱،۲] چا چې د هغه مطابق وینا وکړه نو ريښتیا یې ووېل، او چا چې پرې عمل وکړ نو الله تعالی به اجر ورکړي، او چا چې پرې فېصله وکړه نو انصاف ته به ورسېږي، او چا چې دې ته دعوت وکړ نو نېغې لارې ته برابر شو].
دا حدیث ترمذي روایت کړی او وېلي يې دي: دا غریب دی.
78. او له ابو درداء رضي الله عنه څخه روایت دی چې هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي:
[هر هغه څه چې الله تعالی ورته په خپل کتاب کې حلال ویلي هغه حلال دي او کوم څه ته چې یې حرام ویلي نو هغه حرام دي، او د کوم شي نه چې چپ پاتې شوی هغه د الله تعالی له طرفه تاسې ته بخشش دی، نو د الله تعالی بخشش قبول کړئ، نو پس الله تعالی داسې ندی چې څه شی ترې هېر شي، بیا یې دا آیت ولوست: [او ستا رب هېڅکله هېروونکی ندی]] [د مریم سورت: ۶۴ آیت].
بزار، ابن أبی حاتم او طبراني دا روایت کړی.
79. او له ابن مسعود -رضي الله عنه- نه روايت دی، بېشکه رسول الله -صلی الله عليه وسلم- فرماېلي:
[الله تعالی د نېغي لارې مثال بیان کړی، او د دې لارې په دواړو اړخونو دیوالونه دي، په دې دیوالونو کې خلاصې دروازې دي، او په دې دروازو باندې پردې رازړول شوي، او د دې لارې په سر کې یو اواز کوونکی دی چې داسې اواز کوي: پدې لاره نیغ شئ او مه کږیږئ، او د دې دپاسه بل بلونکی هم دی کله چې یو بنده د دغو دروازو د خلاصولو اراده وکړي نو هغه ورته دا وایې: هلاک شې! مه خلاصوه که ته چېرته دا خلاصه کړی نو ته به ورته ورننوځې].
بیا یې داسې شرحه کړ چې د نېغي لارې نه مراد اسلام دی، او د خلاصو دروازو نه مراد د الله تعالی حرام شیان دي، او د رازړول شوو پردو نه مراد د الله تعالی حدود او پولې دي، او د لارې په سر کې بلونکی قران کریم دی، او د دې دپاسه بلونکی د هر مومن په زړه کې د الله تعالی له طرفه نصېحت کوونکی (ویره ورکونکی) دی.
رزین دا روایت کړی، او احمد او ترمذي د نواس بن سمعان رضي الله عنه څخه د دې په شان روایت کړی.
80. او له عايشې رضي الله عنها نه روايت دي هغه فرمايي:
رسول الله صلی الله علیه وسلم دا آیت ولوست: [خاص الله تعالی هغه ذات دی چې نازل کړی یې دی پر تا باندې کتاب چې بعضې د هغې نه آیتونه ښکاره معنی والا دي دغه اصل د ټول کتاب دی]. نو آیت یې تر دې ځایه ولوست: [او نصېحت نه اخلي مګر د صفا عقل والا].
[آل عمران سورت7:]
عاېشه رضی الله عنها فرمایې: ویې ویل:
[نو کله چې تاسې ولېدل هغه کسان چې تابعداري کوي د متشابهاتو نو دغه هغه خلک دي چې الله تعالی په دې آیتونو کې یاد کړي، نو لدوی څخه ځان وساتئ].
دا حدیث امام بخاري او امام مسلم روایت کړی.
81. او د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی هغه فرماېې: [پېغمبر صلی الله علیه وسلم مونږ ته په لاس باندې یو خط کش کړ، بیا یې وفرماېل:
[دا د الله تعالی لار ده]، بیا یې د دغه خط نه ښي او کیڼ طرف ته خطونه کش کړل، او ویې فرماېل: [دا نورې لارې دي، پدې هره لار باندې یو شیطان ناست دی چې هغې ته بلنه ورکوي]، او دا آیت یې ولوست : او دا چې بېشكه دا زما لار ده، چې نېغه ده، نو تاسو د دې پیروي وكړئ او د (نورو) لارو پیروي مه كوئ، ګنې نو تاسو به (د نورو لارو پیروي) د هغه له لارې نه تار په تار كړي، دا (حكم) دى چې هغه (الله) تاسو ته د دې كلك حكم كړى دى، د دې لپاره چې تاسو پرهېزګاره شئ. [الأنعام سورت: ۱۵۳].
أحمد، دارمي او نسائي روايت کړی.
82. او له ابوهريرة رضي الله عنه نه روايت دی هغه فرمايي: [د پېغمبر صلی الله علیه وسلم له ملګرو څخه ځېني کسان وو چې د توارت نه به یې لېکل کول، نو هغوی خپل دا کار پېغمبر صلی الله علیه وسلم ته بیان کړ، نو هغه ورته وفرماېل:
[بېشکه د ټولو نه ډېر کمعقلتوب او د ټولو نه ډېره لویه ګمراهي دا ده چې یو قوم د خپل پېغمبر د راوړل شوي کتاب نه پرته د بل پېغمبر کتاب ته ترجیح ورکوي، او د خپل امت نه پرته بل امت ته ترجېح ورکوي] بیا الله تعالی دا آیت راولېږه: آیا دوى ته دا كافي نه ده چې بېشكه مونږ په تا كتاب نازل كړى، پداسې حال كې چې دوى ته لوستل كېږي، بېشكه چې په دغه (كتاب) كې خامخا رحمت او نصیحت دى د هغه قوم لپاره چې ایمان راوړي. [العنکبوت سورت:۵۱ آیت].
دا حدیث الاسماعیلي په خپل معجم کې روایت کړی، او ابن مردویه هم روایت کړی.
83. د عبد الله بن ثابت بن الحارث الأنصاري رضي الله عنه څخه روایت دی هغه فرمايې: [د عمر رضي الله عنه سره په لاس کې یو خط و چې په هغه کې د تورات نه هم څه لېکل وو او د پېغمبر صلی الله علیه وسلم خوا ته راننوت نو ویې وېل: دا مې د اهل کتابو څخه د یو کس سره ولېده او ښه راته ښکاره شو، نو تا ته مې راوړ چې درښکاره يې کړم، نو د پېغمبر صلی الله علیه وسلم د مخ مبارک رنګ د غصې له وجې نه ډېر زیات بدل شو داسې چې ما هېڅکله د دې نه مخکې داسې نه و لېدلی، نو عبد الله بن الحارث عمر رضي الله عنه ته ووېل: ته د پېغمبر صلی الله علیه وسلم مخ مبارک نه وېنې؟ نو عمر رضي الله عنه وفرماېل: مونږ راضي یو په الله تعالی باندې په رب نېولو، او په اسلام باندې د دېن منلو، او په محمد صلی الله علیه وسلم باندې د پېغمبر منلو، نو پېغمبر صلی الله علیه وسلم خوشحاله شو، او ویې وېل:
[که چېرته موسی اوس راکوز شي او تاسې د هغه تابعداري وکړئ او زما تابعداري پرېږدئ نو خامخا تاسو به بې لارې شئ، زه په پېغمبرانو کې ستاسې برخه ېم او تاسې په امتونو کې زما برخه یاست].
عبد الرزاق او ابن سعد روایت کړی، او حاکم په (الکُنی) کې روایت کړی.
ääääää
او دا وینا د الله تعالی: اى هغو كسانو چې ایمان مو راوړى دى! تاسو د الله او د الله د رسول اطاعت وکړئ او خپل عملونه مه تباه كوئ. [النساء سورت: 59 آیت].
او د الله تعالی دا قول: [او تاسو لمونځ قائم کړئ او زكات ورکړئ او د رسول اطاعت وکړئ، د دې لپاره چې په تاسو رحم وكړى شي] [النور سورت: 56 آیت].
او دا وینا د الله تعالی: [او پېغمبر چې تاسې ته څه درکړي نو هغه واخلئ، او له څه نه چې یې منع کړي یاست نو تاسې د هغه نه منع شئ]. [الحشر سورت: 7 آیت]
84. له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی، هغه فرمايې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرماېلي: [ما ته حکم کړی شوی چې د خلکو (کافرانو) سره جنګ وکړم تر څو دوی دا ګواهي ورکړي چې نشته لاېق د بنده ګۍ په حقه سره مګر یواځې الله تعالی دی او پر ما اېمان راوړي، او په هغه څه اېمان راوړي چې ما پرې راتګ کړی، نو کله چې دوی دا کار وکړ پس زما څخه يې خپلې وېني او مالونه بچ کړل مګر په شرعی حق سره او د دوی نور حساب د الله تعالی سره دی].
(دا حديث( مسلم روايت کړی دی
85. او بخاري او مسلم د انس رضي الله عنه روایت نقل کړی، هغه فرمايې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرماېلي:
[درې شيان داسې دي چې په چا کې وي هغه به د ايمان خوند ومومي: دا چې الله او د هغه رسول هغه ته تر ټولو محبوب وي، او له چا سره چې مينه کوي يوازې د الله لپاره يې وکړي، او دا چې کفر ته ورګرځېدل چې الله يوځل ترې اېستلی وي داسې بد وګڼي لکه څوک چې په اور کې غورځېدل بد ګڼي].
او بخاري او مسلم له همده نه مرفوع روايت کړی دی:
[تر هغه ستاسو د يوه ايمان ندی بشپړ چې له ما سره يې تر خپل زوی پلار او ټولو خلکو زياته مينه نه وي].
86. او له مقداد بن معدي کرب رضي الله عنه څخه روایت دی بېشکه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرماېلي:
[کېدای شي چې یو سړي به خپلې تکیا ته ډډه لږولي وي زما یو حدیث به بیانوي نو بیا به وایې: زمونږ او ستاسې تر منځ د الله عزوجل کتاب شته نو مونږ چې په دې کې څه شی حلال پیدا کړل هغه به حلال ګڼو، او چې څه مو پکې حرام پیدا کړل هغه به حرام ګڼو!! خبردار! پېغمبر صلی الله علیه وسلم چې څه شي ته حرام ویلي وي هغه داسې دی لکه الله تعالی چې حرام کړي وي].
دا حدیث ترمذي او ابن ماجه روايت کړی دی.
ääääää
او دا وینا د الله تعالی: ﴿لَّقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِّمَن كَانَ يَرْجُو اللَّهَ وَالْيَوْمَ الْآخِرَ وَذَكَرَ اللَّهَ كَثِيرًا﴾ (21)
یقینًا ستاسو لپاره په (كار د (رسول الله كې ډېره ښه اقتدا ده، د هغه چا لپاره چې د الله او د وروستنۍ ورځې امېد لري او الله ډېر زیات یادوي.
[الأحزاب سورت: :21 آیت].
او د الله تعالی دا قول: ﴿إِنَّ الَّذِينَ فَرَّقُوا دِينَهُمْ وَكَانُوا شِيَعًا لَّسْتَ مِنْهُمْ فِي شَيْءٍ ۚ إِنَّمَا أَمْرُهُمْ إِلَى اللَّهِ ثُمَّ يُنَبِّئُهُم بِمَا كَانُوا يَفْعَلُونَ ﴾ (159)
[بېشکه هغه کسان چې خپل دین یې تار په تار کړی دی، او دوی فرقې فرقې شول، ته لدوی نه په هېڅ شي کې نه یې] .
[الأنعام سورت:159آیت].
او د الله تعالی دا قول: هغه ستاسې لپاره هغه دین مقرر کړی دی چې د هغه وصیت یې نوح ته کړی و او هغه چې مونږ تا ته وحي کړی دی او هغه چې مونږ د هغه وصیت ابراهېم او موسی او عیسی ته کړی و، چې تاسې دین قاېم کړئ، او پدې کې اختلاف مه کوئ] آیت.
[الشوری سورت: 13 آیت].
87. او له عرباض بن ساریة رضي الله عنه څخه روایت دی هغه فرمايې: [رسول الله صلی الله علیه وسلم مونږ ته یو ډیر له پند نه ډک نصېحت وکړ، داسې نصېحت چې له امله یې(د خلکو) له سترګو نه اوښکې لاړې، او زړونه ترې په وېره کې شول، نو یو صحابي ووېل: ای د الله تعالی پېغمبره! دا خو داسې نصېحت دی لکه د خدای په امانۍ والا نصېحت نو ته مونږ ته څه کلک حکم کوي؟ هغه وفرماېل : [زه تاسې ته حکم کوم د الله تعالی نه په وېره کولو باندې، او د حاکم (واکمن) په اطاعت باندې او اګر که دا امیر یو حبشي غلام هم وي، ځکه څوک چې ستاسې نه ژوند کوي نو خامخا به ډیر اختلاف ووېني نو تاسې زما په طرېقو باندې کلکې منګولی ولګوئ او زما نه وروسته د هدایت موندونکو خلیفه ګانو په طرېقو باندې منګولې ولګوئ، تاسې په هغې باندې ځان کلک کړئ او د ژامې غاښونه پرې ولګوئ، او ځان وساتئ په دین کې د نویو طرېقو نه، ځکه هر یو نوی کار په دېن کې بدعت دی او هر یو بدعت ګمراهي ده].
ابو داود، ترمذي او ابن ماجه روایت کړی دی او ترمذي ورته صحیح ویلی دی.
88. او د ابن ماجه په بل روایت کې دي:
[بېشکه ما تاسې په سپېنه لاره پرېښي یاست داسې لاره چې شپه یې د ورځې په شان رڼا ده، نه کږېږي د هغې نه مګر هلاکېدونکی شخص، او څوک چې ستاسې نه ژوند کوي نو خامخا به ډیر اختلافات ووېني...]
بیا یې په خپلې معنی سره ذکر کړ.
89. او مسلم د جابر رضي الله عنه څخه روایت نقل کړی هغه فرمایې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرماېلي:
[د الله تعالی د حمد او ثنا څخه وروسته، بېشکه په خبرو کې غوره د الله تعالی کتاب دی، او غوره ښودنه د پېغمبر صلی الله علیه وسلم ښودنه ده، او بد په کارونو کې نوی کار دی او هر یو بدعت ګمراهي ده].
90. او امام بخاري د ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت رانقل کړی هغه فرماېي: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرماېلي دي:
[زما ټول اُمت به جنت ته ننوځي مګر هغه څوک چې انکار یې کړی وي].
ووېل شو: او چا انکار کړی؟.
پېغمبر صلی الله علیه وسلم وفرماېل: چا چې زما تابعداري وکړه نو دا کس به جنت ته ننوځي، او چا چې زما نا فرماني وکړه نو بېشکه دې سړي جنت ته د ننوتلو نه انکار وکړ].
91. او امام بخاري او مسلم روایت نقل کړی له انس -رضی الله عنه- څخه هغه فرماېي: [د پېغمبر صلی الله بېبیانو ته د درې کسانو ډلګۍ راغله د پېغمبر صلی الله علیه وسلم د عبادت او بنده ګۍ پوښتنه یې کوله، نو کله چې بېبیانو هغوی ته د پېغمبر صلی الله علیه وسلم د عبادت خبر ورکړ نو ګویا کې هغوی دغه کم وګڼلو، نو ویې وېل: مونږ چېرته پېغمبر صلی الله علیه وسلم ته رسېدلی شو بېشکه هغه ته مخکني او وروستني ټول ګناهونه بښل شوي، نو یو لدوی نه ووېل: هر چې زه یم نو د همېش لپاره به ټوله شپه لمونځ کوم، او بل ووېل: زه به د ورځې روژه نېسم او بوزه کېږم به نه، او بل ووېل: زه د ښځو نه جدا کېږم نو هېڅکله به ښځه ونه کړم، نو پېغمبر صلی الله علیه وسلم دوی ته راغی او ورته ویې وېل: [تاسو هغه کسان یاست چې داسې داسې خبرې مو کړي! خبردار! په الله تعالی مې دی قسم وي زه ستاسو څخه د الله تعالی نه ډېر ډارېږم لېکن زه روژه هم نېسم او بوزه کېږم هم، د شپې لمونځ هم کوم او وېده کېږم هم، او ښځې هم کوم نو څوک چې زما له سنتو نه بېزاره شو نو دا کس زما امتي نه دی].
92. او له ابوهريره رضي الله عنه څخه روايت دی، چې بېشکه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرماېلي:
[اسلام نااشنا (په لږو پيروانو) پيل شوی او ژر به بېرته هماغسې نا اشنا شي (پيروان او مرسته کوونکي به يې لږ شي) څنګه چې پيل شوی و، نو لږکيو ته خوشحالي ده].
(دا حديث) مسلم روايت کړی دی
93. او د عبد الله بن عمرو رضي الله عنهما څخه روایت دی هغه فرماېي: رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرماېلي دي:
له تاسو يو هم تر هغه بشپړ ايمان نه شي راوړی تر څو يې خپله نفسي غوښتنه د هغه څه تابع نه وي ګرځولې چې زه ورسره راغلی يم.
بغوي په (شرح السنة) کې روایت کړی او نووي ورته صحیح ویلی.
94. او له هم دې څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرماېلي: [هرومرو به زما پر امت هغه څه راشي لکه پر بني اسرائيلو چې راغلي وو، لکه يوه پڼه د بلې په څېر، تر دې چې که له هغوی څخه يو په علني توګه خپلې مور ته راتګ کړی وي، نو زما په امت کې به هم څوک وي چې داسې به وکړي، او بني اسرائيل په دوه اويا (۷۲) ډلو وېشل شوي وو، او زما امت به په درې اویا ډلو ووېشل شي، ټولې به په اور کې وي مګر یوه ډله].
هغوی وفرماېل: هغه یوه ډله څوک دی د الله تعالی پېغمبره؟.
هغه وفرماېل: [دا هغه ډله ده چې په هغه لاره روانه وي چې زه او زما ملګري پرې روان دي].
دا حدیث ترمذي روايت کړی.
95. او امام مسلم د ابو هریره رضي الله عنه نه مرفوع روایت نقل کړی:
[چا چې د نېکۍ طرف ته بلنه او دعوت وکړ نو دې لره به همدومره ثواب وي لکه څومره ثواب چې د هغه چا دی چې د دې تابعداري يې وکړه په نیکۍ کې د هغوی د ثوابونو نه به هیڅ شي هم نشي کمېدلی، او چا چې د ګمراهۍ طرف ته بلنه او دعوت وکړ نو د دې به دومره ګناه کېږي لکه څومره چې د هغه چا کېږي چې د دې تابعداري یې کړې د هغوی د ګناهونو نه به هیڅ هم نشي کمېدلی].
96. او امام مسلم د ابو مسعود الأنصاری رضي الله عنه څخه روایت نقل کړی هغه فرماېلي: [یو سړی پېغمبر صلی الله علیه وسلم ته راغی ورته یې ووېل: بېشکه زه په لاره کې اېسار شوی یم نو ما ته یوه سورلۍ راکړه چې زه پرې سفر وکړم، پېغمبر صلی الله علیه وسلم ورته ووېل: ما سره سورلۍ نشته، نو یو بل کس ووېل: ای د الله تعالی پېغمبره زه به ورته یو داسې کس وښاېم چې دې ته د سفر لپاره سورلۍ ورکړي، پېغمبر صلی الله علیه وسلم وفرماېل:
[چا چې د یو خیر کار لارښوونه وکړه نو دې لره د هغه خیر کار د کوونکي پشان ثواب دی].
97. او له عمرو بن عوف رضي الله عنه څخه مرفوعا روايت دی:
[چا چې زما نه وروسته زما یوه مړه (د خلکو نه هیره شوې (طرېقه راژوندې کړه نو د دې لپاره د هغو خلکو د ثوابونو په اندازه ثوابونه دی چې کوم خلک په دې باندې عمل وکړي په داسې حال کې چې د دغه خلکو د ثوابونو نه به هیڅ شی هم نشي کمېدلی، او چا چې په دین کې داسې یو نوی کار راپېداکړ چې الله تعالی او د هغه رسول یې نه خوښوي نو بېشکه په دې کس باندې ګناه د هغو خلکو ده چې دا بدعت کوي په داسې حال کې چې د دغه خلکو د ګناهونو نه به هیڅ شی هم نشي کمېدلی].
ترمذي روایت کړی او حسن یې ورته ویلی، او ابن ماجه هم روایت کړی -او دا لفظ د هغه دی-.
98. او له ابن مسعود -رضي الله عنه- نه روايت دی، هغه ويلي:
[ستاسې به څه حال وي کله چې په داسې فتنو اخته شئ چې ماشوم پکې غټېږي، او لویان پکې زړېږي، او د دې نه خلک د سنت طریقه جوړه کړي چې په هغه باندې به روان وي، نو کله چې د دې نه څه شی بدل شي نو ویل کېږي به چې: سنت طرېقه پرېښودل شوه، پوښتنه وشوه چې دا به کله وي ای ابو عبد الرحمن؟ هغه ووېل: کله چې ستاسې قاریان ډیر شي، او فقها (په دین پوهه خلک) مو لږ شي، او مالونه مو زیات شي، او امانتدار خلک مو کم شي، او خلک د اخرت په کار باندې دنیا حاصلول شروع کړي، او د دین نه پغیر د بل هدف لپاره پوهه حاصله کړی شي].
دا حدیث دارمي روايت کړی دی.
99. او د زیاد بن حدیر رضي الله عنه څخه روایت دی هغه فرمايې: ما ته عمر رضي الله عنه وفرماېل: آیا ته پوهېږې چې کوم شی اسلام ورانوي؟ ما ورته ووېل: نه، هغه وفرماېل: د عالم سړي اشتباه (ښویدنه)، د منافق سړي په قرآن باندې جګړه، او د ګمراهانو واکمنانو فېصلې یې ورانوي].
دا هم دارمي روایت کړی.
100. او د حذیفه رضي الله عنه څخه روایت دی هغه فرمايي: [هر عبادت چې د محمد صلی الله علیه وسلم ملګري يې نه کوي، نو تاسو يې هم مه کوئ، ځکه مخکينيو وروستنيو ته هيڅ خبره نده پريښې، نو ای د قاريانو ټوليه له الله نه ووېرېږئ او د هغو خلکو لاره ونيسئ چې ستاسې نه مخکې وو].
ابوداود روايت کړی دی.
101. او د عبد الله بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی هغه فرمایې: څوک چې ستاسې نه پیروي کوي نو د هغه چا پېروي دې وکړي چې مړه شوي، ځکه په ژوندو باندې په فتنو کې د واقع کېدلو امکان شته، دغه خلک د محمد صلی الله علیه وسلم ملګري د دې امت د ټولو نه بهترین انسانان وو، او د ژور علم والا وو، او د لږ تکلف والا وو، الله تعالی د خپل پېغمبر د ملګرتیا او د هغه د دین د قاېمولو لپاره غوره کړي دي، نو د هغوی په غوره والي اعتراف وکړئ، او په هغوی پسې روان شئ، او د خپل وس مطابق د هغوی اخلاق او کردار راټېنګ کړئ، ځکه بېشکه هغوی په نېغه لاره باندې وو.
رزین روایت کړی.
102. او د عمرو بن شعیب نه روایت دی هغه د خپل پلار نه روایت کوي هغه د دې د نېکه نه روایت کوي فرمایي: پېغمبر صلی الله علیه وسلم د یو قوم باره کې واورېدل چې په قرآن کریم کې جګړه کوي، نو ویې فرماېل: [بېشکه ستاسې مخکې امتونه په دې وجه باندې هلاک شوي، د الله تعالی کتاب یې په خپل منځ کې ټکراو کړی، بلکې د الله تعالی کتاب خو رانازل شوی په داسې حال کې چې ځیني آیتونه د نورو آیتونو تصدیق کوي نو تاسې یې د ځېنو آیتونو نه د نورو آیتونو په وجه انکار مه کوئ، نو په کوم څه چې ترې پوهېږئ نو ویې وايئ، او په کوم چې نه پوهېږئ نو هغه چا ته یې پرېږدئ چې پوهېږي پرې].
احمد او ابن ماجه روايت کړی دی
ääääää
103. په دې باره کې د دوو صحیحو کتابونو (بخاري او مسلم) حدیث دی د قبر د تپوسونو باره کې [نو بېشکه کوم انسان چې نعمتونو کې وي هغه وایې: مونږ ته ښکاره آیتونه او هدایت راغلی و نو مونږ پرې اېمان راوړ او په ځان مو واجب کړ او د هغه تابعداري مو وکړه، او چا ته عذاب ورکول کېږي هغه به وایې: ما د خلکو نه اورېدلي وو چې یو څه به یې وېل نو ما هم هماغه شان ووېل]!
104. او په بخاري او مسلم کې دي؛ له معاویة رضي الله عنه څخه روایت دی چې بېشکه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرماېلي:
[د چا لپاره چې الله تعالی د خیر اراده وکړي نو په دین کې ورته پوهه ورنصيب کړي].
105. او په بخاري او مسلم کې دي؛ له ابو موسی رضي الله عنه څخه روایت دی هغه فرمایې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرماېلي:
[زه چې الله تعالی په کوم هدایت او علم سره رالېږلی یم د هغه مثال داسې دی لکه ډیر باران چې یوې ځمکې باندې وورېږي، نو ځيني ځمکه ښه وي نو د باران اوبه جمع کړي نو زیاتې ګیاګانې او شینکي پکې راشنه شي، او ځېني د دې نه سخته وچه وي فصل پکې نه کېږي مګر اوبه را اېسارې کړي نو الله تعالی پرې خلکو ته فاېده ورسوي او خلک یې وڅښي او خپل فصلونه پرې خړوب کړي او ویې کري، او دا باران د ځمکې داسې یوې برخې ته هم ورسېږي چې هغه بالکل شړه ډاګه وي چې نه اوبه ساتي او نه پکې ګیاه راشنه کېږي، نو دا مثال د هغه چا دی چې د الله تعالی په دین باندې ځان پوهه کړي او ما چې کومه وحې راوړې هغه ورته فاېده ورسوي نو په خپله یې هم زده کړي او نورو ته یې هم وښايي، او دا مثال د هغه چا دی چې بېخي په دې باندې ځان خبر هم نه کړي او نه دالله تعالی هغه ښودنه قبوله کړي چې زه پرې الله تعالی رالېږلی یم].
106. او امام بخاري او مسلم له عاېشي رضي الله عنها څخه مرفوع روایت نقل کړی:
[کله چې تاسې ولېدل هغه کسان چې تابعداري کوي د متشابهاتو نو دا هغه خلک دي چې الله تعالی په دې آیتونو کې یاد کړي، نو د دوی څخه ځان وساتئ].
107. او له عبد الله بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی هغه فرمايي: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرماېلي دي: [زما نه مخکې الله تعالی هیڅ پېغمبر یو امت ته ندی رالېږلی مګر هغه لره د هغه د امت نه ملګري او خاص ملګري (حواریان) وو چې د هغه په سنتو یې عمل کاوه، او د هغه په حکم پسې یې اقتدا کوله، بیا د هغوی نه وروسته د دوی داسې ناکاره خلېفه ګان (وارثان) راغلل چې وایي یو څه؛ او کوي یې نه، او هغه څه کوي چې امر ورته نه وي شوی، نو چا چې د دوی سره په لاس جهاد وکړ، نو دا مومن دی، او چا چې ورسره په ژبه جهاد وکړ، نو دا هم مومن دی، او چا چې ورسره په زړه باندې جهاد وکړ نو دا هم مومن دی، او د دې نه وروسته د سپېلني د دانې په اندازه اېمان هم نشته].
(دا حديث) مسلم روايت کړی دی
108. او د جابر رضي الله عنه څخه روایت دی چې بېشکه عمر رضي الله عنه ووېل: ای د الله تعالی پېغمبره مونږ د یهودو نه څه خبرې اورو نو هغه مونږ ته ښې ښکاره شي نو آیا ته مونږ ته اجازه کوې چې ځېني د دوی نه ولېکو؟! پېغمبر صلی الله علیه وسلم وفرماېل:
[آیا تاسې حیران یاست لکه څرنګه چې یهود او نصاری حیران وو! بېشکه ما تاسې ته پاک ښاېسته دین راوړی، او که چېرته موسی ژوندی وی نو هغه لره به هم بله چاره نه وی مګر دا چې زما تابعداري وکړي].
داحديث امام احمد روايت کړی دی
109. او له أبو ثعلبه خشني رضي الله عنه څخه مرفوعا روايت دی:
[بېشکه الله تعالی څه شیان فرض کړي دي نو تاسې یې مه ضاېع کوئ، او ځېني پولې یې ټاکلي نو د هغوی نه مه اوړئ، او څه شیان یې حرام کړي نو تاسې هغه مه کوئ، او د څه شیانو نه غلی شوی په تاسې د مهربانۍ له وجې؛ نه دا چې هېر شوی ترې دی نو تاسې د هغه پلټنه مه کوئ].
حدیث حسن دی دار قطني او نورو روایت کړی.
110. په صحيح بخاري او مسلم کې له ابوهريره رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرماېلي:
[ما چې تاسې د څه شي نه منع کړي یاست نو د هغه نه ځان وساتئ، او ما چې تاسې ته په څه شي امر کړی نو هغه د خپلې وسې مطابق وکړئ، ځکه ستاسې نه مخکې خلک د ډېرو پوښتنو او د هغوی د خپلو پېغمبرانو د مخالفت او نا فرمانۍ له وجې هلاک شوي].
111. او د عبد الله بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی هغه فرمايي: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرماېلي دي:
[الله تعالی دې هغه بنده ترو تازه کړي چې زما خبره واوري نو یاده یې کړي او د ځان سره یې وساتي، او بیا یې بل چا ته ورسوي، نو کله نا کله یو کس سره علم وي خو فقیه نه وي، او کله نا کله د یو علم باروونکی هغه چا ته علم ورسوي چې د دې نه ډېر پوهه وي، درې داسې شیان دي چې په هغو سره د مسلمان په زړه کې حسد او دوکه نه پاتې کېږي: خپل عمل الله تعالی ته خاص کول، مسلمانانو ته خیرخواهي کول، او د مسلمانانو د ټولې سره ځان تړل، ځکه د دوی دعا د دوی نه ګېرد چاپېره راتاوو وي.
شافعي او بېهقي په (المدخ) کې روایت کړی.
112. او احمد، ابو داود، او ترمذي د زید بن ثابت رضي الله عنه څخه روایت کړی.
113. او د عبد الله بن عمرو رضي الله عنهما څخه روایت دی هغه فرماېي: رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرماېلي دي:
[علم درې شیان دي: محکم آیتونه، او یا د پېغمبر صلی الله علیه وسلم نه ثابت سنت، او یا یو فرضي حکم چې په قرآن او حدیث باندې ولاړ وي (ثابت وي(، او د دې نه بغیر نور علمونه زیاتي دي پوهېدل یې ضروري ندي].
دا حدیث دارمي او ابو داود روایت کړی.
114. او د عبد الله بن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی هغه فرمايي: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرماېلي دي:
[چا چې قرآن کریم کې خپله رایه استعمال کړه نو ځان لره دې په جهنم کې خپل ځای تیار کړي].
دا حدیث ترمذي روايت کړی.
115. او په بل روایت کې دي:
[چا چې د قرآن کرېم باره کې پرته له پوهې نه یو څه ووېل نو د خپل ځان لپاره دی په جهنم کې ځای تیار کړي].
دا حدیث ترمذي روايت کړی.
116. او له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی، هغه فرماېي: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرماېلي دي:
[چا چې لهپوهې نه پرته فتوی ورکړه نو د دې ګناه په هغه چا ده چې فتوی یې ورکړې، او چا چې خپل یو مسلمان ورور ته د غلطې لارې مشوره ورکړه نو بېشکه چې خیانت یې ورسره وکړ].
ابو داود روايت کړی دی.
117. او له معاویة رضي الله عنه څخه روایت دی چې [بېشکه پېغمبر -صلی الله علیه وسلم- د داسې پوښتنو څخه منع کړې چې د علماوو د غلطولو په خاطر پوښتل کېږي].
ابو داود هم روایت کړی.
118. او د کثیر بن قیس څخه روایت دی هغه فرمايې : زه د ابو درداء رضي الله عنه سره د دمشق په جومات کې ناست وم، نو یو سړې راغی او ویې وېل: ای أبو درداء! زه تا ته د پېغمبر صلی الله علیه وسلم د ښار (مدینې منورې) څخه راغلی یم، د یو حدیث له وجې چې ما ته ستا څخه رارسېدلی و چې ته یې د پېغمبر صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوې او زه ستاسره نور هیڅ کار هم نه لرم، هغه وفرماېل: ما د پېغمبر صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې هغه فرماېل:
[چا چې داسې یوه لاره ونېوله چې علم یې پکې حاصلاوه؛ الله تعالی به یې د دې په وجه د جنت په لاره بوځي، او بېشکه ملاېکې د خوشحالۍ له وجې خپلې وزرې طالب العلم ته ږدي، او بېشکه عالم لره ټول هغه څوک بخښنه غواړي چې په اسمانونو او ځمکو کې دي حتی ماهیان د اوبو په بېخ کې، او بېشکه د عالم سړي فضېلت په عابد باندې داسې دی لکه د څوارلسمې سپوږمۍ فضېلت په ټولو ستورو باندې، او بېشکه عالمان د پېغمبرانو وارثان دي، او پېغمبرانو په میراث کې دینار او درهم نه دي پرېښودي بلکې علم یې پرېښودی نو چا چې واخېسته نو هغه د پېغمبرانو د میراث نه لویه برخه واخېسته].
امام احمد، دارمي، ابو داود، ترمذي او ابن ماجه روایت کړی.
119. او د ابو هریره رضي الله عنه څخه مرفوع روایت دی:
[ښه خبره او د حکمت خبره د مسلمان ورکه ده، هر چېرته چې يې بیامونده نو هغه د دې په اخېستلو ډیر حقدار دی].
ترمذي روایت کړی، او ویلي یې دي: دا غریب دی، او ابن ماجه هم روایت کړی.
120. [او د علي رضي الله عنه څخه روایت دی هغه فرمایې: بېشکه یقیني فقیه هغه څوک دی چې خلک د الله تعالی د رحمت څخه نه نا امېده کوي، او د الله تعالی په نافرمانۍ کې دوی ته اجازه نه ورکوي، او دوی د الله تعالی له عذاب څخه نه په امن کې کوي، او د قرآن نه د بېزارۍ له وجې هغه نه پرېږدي، بېشکه په هغه بنده ګۍ کې خیر نشته چې علم ورسره نه وي، او نه په هغه علم کې چې پوهه ورسره نه وي، او نه په هغه تلاوت کې چې سوچ او فکر ورسره نه وي].
121. او د حسن -رضي الله عنه- څخه روایت دی هغه فرمايي: رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرماېلي:
[چا لره چې مرګ راغی په داسې حال کې چې هغه د دې لپاره علم حاصلاوه چې اسلام پرې راژوندی کړي نو د دې او د پېغمبرانو ترمنځ به په جنت کې یوه درجه فرق وي].
دا دواړه روایتونه درامي روایت کړي.
ääääää
122. او له ابو درداء رضي الله عنه څخه روایت دی هغه فرمايې: [مونږ د پېغمبر صلی الله علیه وسلم سره وو نو اسمان ته یې پورته وکتل، بیا یې ووېل: دا هغه وخت دی چې په دې کې د خلکو نه علم راټولېږي تر دې چې د دوی سره به هیڅ شی هم پاتی نشي].
ترمذي روايت کړی.
123. او له زیاد بن لبید رضي الله عنه څخه روایت دی هغه فرمايې: [پېغمبر - صلی الله علیه وسلم- یو شی یاد کړ، نو ویې وېل: دا د علم د تللو وخت دی، ما ورته ووېل: ای د الله تعالی پېغمبره! علم به څنګه ځي او حال دا چې مونږ قرآن کریم پخپله هم لولو او خپلو بچیانو ته یې هم ورښایو او زمونږ بچيان به یې د قیامت د ورځې پورې خپلو بچیانو ته ورښایي؟ هغه وفرماېل : مور درباندې بوره شه ای زیاد! ته خو ما ته په مدینه کې تر ټولو ډير پوهه سړی ښکارېدې، آیا دا یهود او نصاری تورات او انجیل نه لولي حال دا چې په هغو کې په هیڅ باندې هم عمل نه کوي؟].
احمد او ابن ماجه روايت کړی دی
124. له ابن مسعود -رضي الله عنه- نه روايت دی، هغه ويلي:
[تاسې علم حاصل کړئ مخکې له دی چې علم راټول شي، او د هغه راټولېدل دا دي چې علما له دنیا نه لاړ شي، تاسې علم حاصل کړئ ځکه ستاسې نه یوکس نه پوهېږي چې کله یې ورته ضرورت راځي او یا دې ته کله د خلکو ضرورت راځي، او خامخا تاسې به داسې قومونه بیامومئ چې هغوی به دا ګمان کوي چې دوی د الله کتاب ته خلک رابلي او حال دا چې دوی به د الله تعالی کتاب شاته پرېښی وي، تاسې علم حاصل کړئ او په دین کې د نویو طرېقو جوړولو، او په یو کار کې د مبالغې او ډیرو ننوتلو نه ځان وساتئ، او تاسې پخوانی دین (دسلفو لاره( راټېنګه کړئ].
دارمي د دې په شان روایت کړی.
125. او په بخاري او مسلم کې د عبد الله بن عمرو رضي الله عنهما نه مرفوع روایت دی:
[بېشکه الله تعالی داسې علم نه راټولوي چې د بندګانو نه یې راوباسي، بلکې علم د علماو په مړینې سره راټولوي، تر دې چې هیڅ یو عالم پاتې نشي نو خلک جاهلان خپل مشران وټاکي، نو د هغوی نه به پوښتنې وشي، هغوی به پغیر د علم نه جواب ورکړي نو خپل ځان یې هم ګمراه کړ او نور خلک یې هم ګمراه کړل].
126. او د علي -رضي الله عنه- څخه روایت دی هغه فرمايي: رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرماېلي:
[نږدې ده چې په خلکو باندې به داسې یو وخت راشي چې د اسلام به صرف نوم پاتي شي، او د قرآن کریم به یواځې لېکل پاتی شي، جوماتونه به یې د آبادئ د لحاظه اباد وي خو د هدایت د لحاظه به خراب وي، د دغې زمانې علما به د اسمان لاندې په ټولو مخلوقاتو کې شر ترین مخلوق وي، د دوی نه به فتنې جوړېږي او په دوی کې به بېرته واپس کېږي].
بیهقي په شعب الایمان کې روایت کړی.
ääääää
127. د کعب بن مالک -رضی الله عنه- څخه روایت دی هغه فرماېي: رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرماېلي دي:
[چا چې د دې لپاره علم وکړ چې د علماوو سره پرې مقابله وکړي او یا پرې د کم عقلو خلکو سره جګړه وکړي او یا پرې د خلکو مخونه ځان ته راواړوي نو الله تعالی به یې اور ته داخل کړي].
ترمذي روايت کړی
128. او له ابو امامة رضي الله عنه څخه مرفوع روایت دی:
[هیڅ یو قوم د هدایت نه وروسته ندی ګمراه شوی مګر جکړې پکې پیداشوي]. بیا یې د الله تعالی دا وینا ولوستله: [دوی تا ته دا (مثال) بیان نه کړ مګر د جګړې لپاره، بلکې دوی ډیر جګړه کوونکی قوم دی]. الزخرف سورت: 58 آيت
احمد، ترمذي او ابن ماجه روايت کړی دی.
129. او د عاېشې رضي الله عنها څخه روایت دی هغه فرمايې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرماېلي:
[بېشکه الله تعالی ته په ټولو سړو کې مبغوض ترین انسان سخت جګړه کوونکی دی].
دا حدیث امام بخاري او امام مسلم روایت کړی.
130. او د ابو وائل نه روایت دی هغه د عبد الله رضي الله عنه څخه روایت کوي فرمایلي یې دي: چا چې علم د دې څلورو کارونو لپاره وکړ الله تعالی به یې اور ته داخل کړي -یا یې د دې په شان ووېل-: «چې د علماوو په مقابل کې پرې فخر او ځان ښودنه وکړي، او یا چې د کم عقلو خلکو سره پرې جګړه وکړي، او یا داچې د خلکو مخونه پرې خپل ځان ته راواړوي، او یا چې د چارواکو نه پرې څه دنیا واخلي.
دا حدیث دارمي روايت کړی دی
131. او د ابن عباس رضي الله عنهما نه روایت دی، هغه یو قوم ته چې اوریدلی یې وو په دین کې یو بل سره لانجې کوي وویل: آیا تاسو نه پوهیږئ چې د الله رب العالمین داسې بندګان شته چې نه ګونګیان دي او نه کاڼه دي، بلکې د الله رب العالمین ویرې غلي کړي، او بېشکه خاص دوی عالمان دي فصېحان دي، ازاد او هوښیار خلک دي، په پخوانیو امتونو کې د الله تعالی په عذابونو او نعمتونو باندې پوهه دي، مګر کله چې دوی د الله تعالی لویي را په یاد کړي عقلونه یې والوځي او زړونه یې مات شي، او د دوی ژبې پرې شي (بندې شي)، کله چې دوی د دې حالت څخه راوېښ شي الله تعالی ته په تلوار سره په نېکو او ښاېسته عملونو سره وروګرځي، خپل ځانونه کمتر ګڼي، او حال دا چې دوی هوښیاران او قوي دي، ځانونه ورته بې لارې او ګناهګار ښکاري حال دا چې دوی نېکان او پاک لمني دي، په حقیقت کې بېشکه دوی خپل ډېر اطاعات او عبادات ډېر نه ګڼي، او د الله تعالی لپاره په لږ عبادت نه راضي کېږي، او په خپلو اعمالو فخر نه کوي، کله که دی ورسره ملاقات وشي نو دوی به د الله په عبادات ډېر اهتمام کوي، او د الله رب العالمین دعذاب نه به ویریدونکي وي.
ابو نعيم روايت کړی دی
132. حسن -د یو قوم باره کې چې هغه اورېدلي وو چې دوی په دین کې جګړي کوي- ویلي: [دا داسې یو قوم دی چې عبادت یې ستړي کړي، او وینا کول ورته اسان ښکاره شوي، او د دوی تقوی او د الله تعالی نه وېره کمه شوې نو خبرې یې شروع کړې].
ääääää
133. او له ابو امامة رضي الله عنه څخه مرفوع روایت دی:
[حیا او ډېرې خبرې نه کول د ایمان له شعبو څخه دي، او بده ژبه خوځول او ډیرې خبرې کول د نفاق له شعبو څخه دي].
دا حدیث ترمذي روايت کړی.
134. او له ابو ثعلبه - رضي الله عنه - څخه روايت دی، چې بېشکه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرماېلي:
[په تاسو کې ما ته محبوب او د قيامت په ورځ به راته په مجلس کې نږدې هغه څوک وي چې ښايسته اخلاق لري، او په تاسو کې ما ته مبغوض ترين او د قيامت په ورځ به رانه په مجلس لرې هغه څوک وي چې ډېرې خبرې کوي او هغه څوک چې متکبره وي].
بیهقي په شعب الایمان کې روایت کړی.
135. او ترمذي د دې په شان د جابر رضي الله عنه څخه روایت کړی.
136. او د سعد بن أبي وقاص - رضي الله عنه - څخه روایت دی هغه فرمایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرماېلي دي:
[تر هغه وخته به قیامت نه قاېمېږي تر څو چې داسې یو قوم راپیدا نشي چې په خپلو ژبو به داسې خوراک کوي لکه غواګانې چې په خپلو ژبو باندې څرنګه خوراک کوي].
دا حدیث امام احمد، ابو داود او ترمذي روایت کړی.
137. او د عبدالله بن عمرو رضي الله عنه څخه مرفوع روایت دی:
[بېشکه د الله رب العالمين هغه بليغ او فصیح انسان بد راځي چې په خبرو کې د غوا په شان خپله ژبه اړوي را اړوي].
ترمذي او ابو داود روایت کړی.
138. او د ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی، هغه فرماېي: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرماېلي دي:
[چا چې د خبرو اړول راړول د دې لپاره زده کړل چې د خلکو او یا سړیو زړونه پری ځان ته مایله کړي، الله رب العالمین به ترینه د قیامت په ورځ هیڅ فرضي او یا نفلي عبادت قبول نه کړي]
ابوداؤد روايت کړی دی.
139. او له عايشې رضي الله عنها نه روايت دي هغه فرمايي: [د رسول الله صلی الله علیه خبرې جدا جدا وې هر اورېدونکی به پرې پوهېده، او (عاېشي رضي الله عنها) ویلي: هغه به مونږ ته داسې جدا جدا خبرې کولې که چا غوښتلی چې ویې شماري نو شمېرلی یې شوې، او عائشه رضی الله عنها وایې: بېشکه هغه به ستاسې په شان یو ځای خبرې نه کولې].
ځینې یې ابو داود روایت کړي.
140. او له ابو هريره رضي الله عنه څخه روايت دی، چې بېشکه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرماېلي:
[کله چې تاسې یو کس ووېنئ چې په دنیا کې بې رغبته وي او لږې خبرې کوي نو دې ته نږدي شئ، ځکه دیته حکمت ورکول کیږي].
بیهقي په شعب الایمان کې روایت کړی.
141. او د بریده رضي الله عنه څخه روایت دی هغه فرمايي: ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې فرماېل یې:
[بېشکه ځېني د بیان نه جادو وي، او ځېني د علم نه ناپوهي وي، او ځېنې د شعر څخه حکمت وي، او ځېني له ویناوو څخه ګناه وي].
142. او د عمرو بن العاص رضي الله عنه څخه روایت دی [بېشکه هغه یوه ورځ یو څه ووېل نو یو کس ودرېده او خبره یې اوږده کړه، نو عمرو رضي الله عنه ووېل: که دا خبره یې لنډه کړی وی نو دا به د ده لپاره ډېره غوره وی، ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې ویل یې: «بېشکه زه ښه ګڼم -یا ما ته امر شوی- چې خبرې لنډې کړم، ځکه په خبرو کې لنډوالی ډیر غوره وي].
دا دواړه ابوداؤد روايت کړي دي.
پای، ټول ثنا او صفتونه خاص الله تعالی لره دي زیات صفتونه.