فضل الدعاء وآدابه والأوقات التي يستحب فيها الدعاء
الحمد لله والصلاة والسلام علی رسول الله، أما بعد:
یقینا دعا له هغو لویو کارونو څخه ده چې بنده پرې خپل رب ته نږدې کېږي، او دعا غوښتل دلیل دی په عاجزي کولو د بنده خپل رب ته، او پر خپله کمزورۍ د هغه اعتراف ده، ناچارۍ او خوارۍ د خپل رب پر وړاندې، حال دا دی چې انسان ته پرته د خپل رب له مرستې او کومک نه بله چاره او لاره نشته؛ او له دې وجې نه الله تعالی هغه څوک چې دعا غوښتل پرېږدي، کبرجن بللي، الله فرمايي:
سورت غافر آیت نمبر 60
او رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکړی، چې بېشکه دعا عبادت دی، او دعا د مومن هغه وسله ده چې په سختیو او مصیبتونو کې پرې مرسته حاصلوي، او په دې دعا د بنده او د هغه د کورنۍ حالت په دنیا او اخرت کې سمېږي.
او دا د قرآن کریم او د صحيحو نبوي دعاګانو یوه ټولګه ده، سره د ځینو پناه غوښتونکو دعاګانو او مبارکو نبوي اذکارو، چې په دې لږو پاڼو کې مو را ټولې کړي دي؛ چې مسلمان ورته په هر وخت کې زیاته اړتیا لري، نو مونږ له الله تعالی نه دا دعا کوو، چې په دې سره د دې دعاګانو راټولوونکي او ویونکي ته ګټه ورسوي.
وصلی الله وسلم وبارک علی نبینا محمد وعلی آله وصحبه أجمعین.
لومړي: د دعا فضیلت:
الله تعالی فرمايي:
او ستاسې رب ویلي: له ما څخه دعا وغواړئ زه به ستاسو دعا قبوله کړم.
سورت غافر آیت نمبر 60
او الله تعالی فرمایي:
آیا څوک دی هغه ذات چې قبلوي د ډېر ناچاره دعا کله چې یې راوبلي، او لرې کوي مصیبتونه، او ګرځوي تاسو خلیفګان د ځمکې، آیا شته دی بل څوک لایق د عبادت له الله تعالی سره، تاسي ډېر لږ نصیحت قبلوئ.
سورت النمل: آيت نمبر 62.
او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي:
بېشکه دعا عبادت ده
بیا یې دا آیت ولوست:
او ستاسې رب ویلي: له ما څخه دعا وغواړئ زه به ستاسو دعا قبوله کړم.
سورت غافر: آیت نمبر 60.
صحيح
او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمایلي:
له دعا پرته بل شی الله تعالی ته ډېر عزتمند نه دی
حسن
او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمایلي:
بېشکه ستاسو رب ډېر حياناک او کریم ذات دی، له خپل هغه بنده نه ورته حيا شرم ورځي چې لاسونه ورته د دعا لپاره پورته کړي او هغه يې ورته خالي واپس کړي.
صحيح
دوهم: د دعا آداب او د هغې د قبلېدو لاملونه:
1- یوازې الله تعالی ته اخلاص، او له نورو مخ ګرځول.
2- باید د الله تعالی په صفت او ثنا ویلو دعا پیل شي، بیا ورپسې پر رسول الله صلی الله علیه وسلم درود ووایي، او په همدې یې ختمه هم کړي.
3- پوره ډاډ یقین او د زړه حضور په دعا کې او په دې یقین ولري چې دعا یې قبلېږي.
4- په دعا کې زارۍ کول او له عجلې بيړې څخه ځان ساتل؛ د دې حدیث په رڼا کې:
زه د خپل بنده د ګومان مطابق له هغه سره یم، نو چې څنګه یې خوښه وي، پر ما دې ګومان وکړي
صحيح
5- باید په خپل خوراک، څښاک او لباس کې د حلالو شیانو کوښښ وکړي.
6- خپل اهل، عیال، مال، بچو او ځان ته دې ښېرا بدې دعا نه کوي.
7- په ټيټ آواز دعا کول، د پټ او لوړ آواز تر منځ.
8- پر ګناه اعتراف کول او د هغې بخښنه غوښتل، او په نعمتونو باندې اعتراف کول او پر هغو د الله تعالی شکر ویستل.
9- د دعا د قبلېدو وختونه څارل، او له هغو حالاتو او ځایونو ګټه پورته کول چې د دعا قبلېدو ګومان پرې کېږي.
10- قبلې ته مخ کول، او په دعا کې لاس اوچتول.
11- د ګناه په کار او د خپلولۍ صله رحمۍ په پرېکولو دعا نه کول.
12- له توبې سره سره، په ظلم د اخیستل شویو شیانو بېرته ستنول.
13- په دعا کې الله تعالی ته د هغه ښایسته نومونه او لوړ صفتونه وسیله کول.
14-باید له الله تعالی څخه هر کوچني او لوی حاجت وغواړي.
15- باید هڅه وکړي چې هغه دعاګاني وغواړي کومې چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم غوښتلي؛ ځکه چې دا د جامعو ټول معنا دعاګانو څخه دي.
درېیم: هغه وختونه، حالات او ځایونه چې دعا په کې قبلېږي:
1- له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
زمونږه رب تعالی هره شپه د ځمکې آسمان ته را کوزېږي، هغه وخت چې د شپې درېیمه وروستنۍ برخه پاتې شي، او فرمايي: څوک شته چې له ما څخه دعا وغواړي چې ورته یې قبوله کړم، څوک شته چې له ما څخه سوال وکړي، چې وريې کړم، څوک شته چې له ما څخه بخښنه وغواړي، چې بخښنه ورته وکړم؟
صحيح
2- د فرضي لمونځونو لپاره د اذان کولو پر مهال، او د اذان او اقامت ترمنځ.
3- له اودس کولو وروسته، کله چې هغه دعا ووایې کومه چې حدیثو کې راغلې.
4- په سجده کې د لمانځه پر مهال؛ د دې حدیث له مخې:
هغه حالت چې بنده په کې خپل رب ته ډېر نږدې وي، هغه د سجدې حالت دی؛ نو تاسو زیاته دعا وکړئ
صحيح
5- د پنځه ګونو لمونځونو په پای کې له سلام ګرځولو وړاندې او وروسته.
6- د جمعې په ورځ کې یو وخت دی، او راجح قول دادی چې هغه له لمر پرېوتلو وړاندې د مازدیګر آخري وخت دی.
7- د زمزم اوبو د څښلو پر مهال، له پاک او رښتیني نیت سره.
8- د باران ورېدلو پر مهال.
9- له الله تعالی نه د هغه په لوی نوم اسم اعظم سره د دعا غوښتلو پر مهال هغه چې دعا پرې وغوښتل شي قبلوي یې او چې څه پرې وغوښتل ورکوي یې.
10- د حاجي او عمره کوونکي دعا.
11- په حج کې د کوچنۍ او منځنۍ جمرې ترمنځ دعا.
12- دعا غوښتل په طواف کې، او په صفا او مروه باندې، او د دې دواړو ترمنځ د سعي پر مهال.
13- د عرفې په ورځ، د عرفې په میدان کې دعا.
14- د مسافر دعا.
15- د روژه دار دعا تر هغه چې روژه ماته کړي، او د روژه ماتي پر مهال.
16- د حاجتمند دعا.
17- د نیکي کوونکي بچي دعا خپل مور او پلار ته.
څلورم: قرآني دعاګانې:
ای ربه زمونږ! له مونږ نه قبوله کړه، بېشکه ته د هر څه اورېدونکی او پر هر څه پوهه یې ۱۲۷ اې زمونږ ربه! وګرځوې مونږ غاړه اېښودونکي تا ته، او زمونږ له اولادې نه یوه ډله غاړه ایښودونکې تا ته، او مونږ ته زمونږ د بندګۍ لارې وښایه، او مونږ ته بخښنه وکړه، بېشکه ته توبه قبلوونکی رحم کوونکی یې۱۲۸
سورت بقره: آیت نمبر ۱۲۷-۱۲۸.
ای ربه زمونږ! راکړې مونږ ته په دنیا کې ښکلی ژوند او په آخرت کې هم ښایسته ژوند، او مونږ د جهنم له اور څخه وساته.
سورت بقره: آیت نمبر ۲۰۱.
ای ربه زمونږ! مه کږوه زړونه زمونږ وروسته له هغې چې تا مونږ ته هدایت وکړ، او مونږ ته له خپل لوري رحمت راکړه، بېشکه یوازې ته بخښنه کوونکی یې.
سورت آل عمران: آيت نمبر ۸.
ای ربه زمونږ! بېشکه مونږ ایمان راوړی، نو مونږ ته زمونږ د ګناهونو بخښنه وکړه، او د اور له عذابه مو وساته.
سورت ال عمران: آیت نمبر ۱۶.
ای ربه زمونږ! نو مونږ ته زمونږ ګناهونه وبخښه او زمونږ بدۍ له مونږ څخه لرې کړه او له نېکانو سره مو وفات کړه ۱۹۳ ای ربه زمونږ! مونږ ته هغه څه راکړه چې تا له مونږ سره د پېغمبرانو پر ژبه ژمنه کړې ده، او د قیامت په ورځ مو مه خواروه، بېشکه ته د خپلې ژمنې خلاف نه کوې.۱۹۴
سورت آل عمران: آیت نمبر ۱۹۳-۱۹۴.
ای ربه زمونږ! ظلم کړی نقصان کړی مونږ پر خپلو ځانونو، او که ته مونږ ته بخښنه ونه کړې او پر مونږ رحم و نه کړې، نو بېشکه چې مونږ به له زیان کوونکو څخه شو.
الاعراف: آيت نمبر ۲۳.
ای ربه زمونږ! راکړه مونږ ته زمونږ له مېرمنو او اولادونو څخه د سترګو یخوالی او مونږ د متقیانو لپاره پېشوا وګرځوئ.
سورت فرقان: آیت نمبر ۷۴.
ا ربه زما! ما ته له خپل لوري پاکه اولاده راکړه، بېشکه ته د دعا اورېدونکی یې.
سورت ال عمران: آیت نمبر ۳۸.
ای ربه زما! بخښنه او رحم وکړه او ته غوره رحم کوونکی یې.
سورت مومنون: آیت نمبر ۱۱۸.
ای ربه زما! ما پر لمانځه همېشنی پابندي کوونکی وګرځوه، او زما له اولادې هم، ای ربه زمونږ! زما دعا قبوله کړه ۴۰ ای ربه زمونږ! ماته، زما مور او پلار او ټولو مومنانو ته بخښنه وکړې په کومه ورځ چې حساب کېږي.۴۱
سورت ابراهیم: آیت نمبر۴۰-۴۱.
ای ربه زما! تا ته پناه دروړم د شیطانانو له وسوسو څخه ۹۷ او تا ته پناه دروړوم ای ربه زما چې ما ته دوی حاضر شي ۹۸.
سورت مومنون: آیت نمبر۹۷-۹۸
ای ربه زما! ما ته د نېکانو له ډلې نه ځوی را وبخښې.
سورت صافات: آیت نمبر ۱۰۰.
بېشکه زه په تکلیف مرض اخته شوی یم، او ته تر ټولو ډېر رحم کوونکی یې
سورت أنبیاء: آیت نمبر ۸۳.
ای ربه زما! ما ته وس راکړي چې ستا د هغو نعمتونو شکر وباسم چې تا پر ما او زما پر مور او پلار دې پېرزو کړي، او هغه نیک عمل وکړم چې ته پرې رضا کېږې، او زما اولاده صالح نېکان کړه، بېشکه ما تاته توبه کړې او یقینا زه د پوره غاړه اېښودونکو حکم منوونکو څخه یم.
سورت احقاف: آیت نمبر ۱۵.
پنځم: مسنونه دعاګانې:
یا الله! ماته زما دین سم برابر کړه، هغه چې زما د هرې چارې ساتونکی بچ کوونکی دی، او ماته زما دنیا سمه برابره کړه، هغه چې زما ژوند په کې دی، او ماته زما آخرت سم برابر کړه، هغه چې زما ورته بېرته ګرځېدل دي، او ما ته ژوند د هرې ښېګڼې د زیاتوالي لامل وګرځوه، او مرګ زما لپاره له هر شر څخه د راحت او آرام لامل وګرځوه
صحيح
یا الله! ما پر خپل ځان ډېر ظلم کړی دی، او له تا پرته بل څوک ګناهونه نه شي بخښلی، نو ما ته له خپل لوري بخښنه وکړه، او پر ما مهرباني وکړه، بېشکه یوازې ته بښوونکی او رحم کوونکی یې
صحیح. دا دعا رسول الله صلی الله علیه وسلم ابوبکر صدیق رضي الله عنه ته ښودلې وه، چې په لمانځه کې دا دعا وغواړي.
یا الله! زما په زړه کې رڼا پیدا کړې، او زما سترګې، او غوږونه روښانه کړې، او زما ښی او ګس چپ لوری رڼا کړې، او له ما پورته او له ما ښکته رڼا پیدا کړې، او زما مخه او زما شا رڼا کړې، او ما ته رڼا راکړې.
متفق علیه. رسول الله صلی الله علیه وسلم به په دې سره په لمانځه کې دعا غوښتله، او یا په سجده کي به یې دعا غوښتله.
یا الله! زه له تا څخه ټول بېړنی او وروستنی خیر غواړم، هغه چې زه پرې خبر یم او هغه چې زه ترې ناخبره یم، او تا ته پناه دروړم له ټول بېړني او وروستني شر څخه، هغه چې زه پرې خبر یم او هغه چې زه ترې نا خبره یم، یا الله! زه له تا څخه د هغه خیر غوښتنه کوم چې له تا څخه ستا بنده او پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم غوښتی ؤ، او تا ته له هغه شر څخه پناه دروړم له کوم څخه چې ستا بنده او پیغمبر پناه غوښتې وه، یا الله! زه له تا څخه جنت او هغه وینا او عمل غواړم چې جنت ته پرې نږدې کېدل کېږي، او له اور او هغې وینا او عمل څخه پناه غواړم چې په هغې سره اور ته نږدې کېدل کېږي، او له تا څخه غواړم چې هره فیصله پرېکړه چې زما په اړه کوې، هغه ماته خیر وګرځوې.
صحیح. دا دعا پیغمبر صلی الله علیه وسلم عایشې رضي الله عنها ته ښودلې وه، او دا د جامعو ټول معناوو دعاګانو څخه ده.
یا الله! تا ته ستا د نعمت له زوال څخه پناه دروړم، او له دې چې روغتیا مې په ناروغتیا بدله نه شي، او پناه غواړم ستا له ناڅاپه عذاب څخه، او ستا له ټولو غضبونو څخه.
صحيح
یا الله له تا څخه د نېکیو کولو، او د بدیو د پرېښودلو، او له مسکینانو سره د مینې کولو غوښتنه کوم، او کله چې ته د خپلو بنده ګانو د ازمایښت او عذاب پرېکړه وکړې، نو ما خپل لوري ته درواخله مړ مې کړه پرته له دې چې په فتنې او عذاب اخته شم، او له تا څخه ستا د مینې او د هغه چا د مینې غوښتنه کوم، چې له تا سره مینه کوي، او له هغه عمل سره مینه محبت در څخه غواړم، کوم عمل چې ستا مینې ته نږدېوالی کوي.
حسن صحیح. رسول الله صلی الله علیه وسلم نوروته د دې دعا په ښودلو او یادولو باندې امر کړی.
اې د آسمانونو او ځمکې او د لوی عرش، پالونکیه ربه! او زمونږ او د هر شي ربه، د دانې او زړې چوونکیه، د تورات، انجیل او فرقان نازلوونکیه، پناه دروړم تاته د هر هغه شي له شر نه چې ته یې له پېکي څخه نیسې، یا الله تعالی! ته اول یې له تا څخه مخکې څه نشته، او ته آخر یې له تا څخه وروسته څه نشته، او ته اوچت یې نو له تا څخه پورته څوک نشته، او ته د ذات په لحاظ پټ یې له تا څخه بل څوک پټ نشته؛ زمونږ څخه پور پرې کړه، او مونږ د غریبۍ څخه مالداره کړه.
صحیح. دا د قرض د ادا کولو او د رزق د پراخوالي دعا ده.
یا الله! ستا له وېرې مونږ ته دومره برخه راکړې چې زمونږ او د ګناهونو ترمنځ لرې والی پرې راشي، او ستا له تابعدارۍ څخه دومره برخه راکړي چې ستا جنت ته مو پرې ورسوې، او له باور یقین څخه دومره راکړي چې په هغه سره د دنیا مصیبتونه ناورینونه مونږ ته سپک کم کړې، یا الله مونږ ته زمونږ په غوږونو، سترګو او ټولو قوتونو تر هغه وخته چې دې ژوند راکړی ګټه راورسوې، او زمونږ انتقام غچ یوازې د هغه چا لپاره وګرځوې چې پر مونږ یې ظلم کړی، او مونږ پر هغه چا بریالي کړې چې پر مونږ یې تېری او له مونږ سره یې دښمني کړې ده، او زمونږ مصیبت زمونږ په دین کې مه ګرځوې، او دنیا زمونږ تر ټولو ستره موخه او فکر مه ګرځوه، همدا راز دنیا زمونږ د علم آخري حد مه ګرځوه، او پر مونږ داسې څوک مه حاکم کوه، چې پر مونږ رحم نه کوي.
حسن ابن عمر رضی الله عنهما فرمایي: ډېر کم به داسې پېښېدل چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم به له مجلس څخه پاڅېده تر څو چې خپلو ملګرو ته به یې دا دعا نه وه غوښتلې.
یا الله تعالی ما په ولاړه، ناسته او خوب کې پر اسلام ټینګ وساته، او مه خوشحالوې پر ما هیڅ حسدکوونکی دښمن، یا الله له تا څخه د ټول خیر غوښتنه کوم، چې خزانې یې ستا په لاس کې دي، او له هر شر نه چې خزانې یې ستا په لاس کې دي پناه غواړم.
حسن
اې د زړونو اړوونکیه! زمونږ زړونه ستا پر تابعدارۍ ټینګ کړه.
صحيح
ای د زړونو نسکوروونکيه!، زما زړه ستا په دین همېشنی ثابت کړه
صحیح. پیغمبر صلی الله علیه وسلم به دا دعا ډېره زیاته ویله.
یا الله زه له تا څخه سوال کوم، بېشکه ته د ثنا او صفت څښتن یې، نشته لایق د عبادت په حقه سره مګر يوازې ته یې، ډېر احسان کوونکی ذات یې، له هیڅ نه د آسمانونو او زمکې جوړوونکی یې، اې د عزت او تعظیم او د پراخه لورینې ذاته، اې همېشه ژوندی ذاته، او اې د ټولو مخلوقاتو واکدار او مالک ذاته.
صحیح. رسول الله صلی الله علیه وسلم واوریده چې یو سړی دا دعا په خپل لمانځه کې وايي، نو ویې فرمایل: بېشکه دې سړي له الله تعالی نه د هغه په لوی نامه سره دعا وغوښتله، هغه نوم چې کله پرې څه دعا وشي قبلوي یې، او کله چې پرې څه شي وغوښتل شي نو ورکوي یې.
یا الله! زه تاته سوال کوم، چې بېشکه ته یوازې واحد او بې نیازه یې، هغه ذات یې چې نه ترې څوک پیدا شوي او نه د چا نه پیداشوی دی، او هیڅ د ده بېلګه او سیال نه شته، نو ماته زما د ګناهونو بخښنه وکړه، بېشکه ته بخښوونکی مهربان ذات یې.
صحیح. رسول الله صلی الله علیه وسلم واوریده چې یو سړی په تشهد کې دا دعا کوي، نو ويې فرمایل: بېشکه هغه ته بخښنه وشوه، بېشکه هغه ته بخښنه وشوه، بېشکه هغه ته بخښنه وشوه.
یا الله! زه له تا څخه هدایت، تقوی، پاک لمنتوب او مالداري غواړم.
صحیح. عفاف: له ناروا کارونو څخه ځان ساتل او هغه نه کول، غنی: له خلکو څخه سوال نه کول او له هغه څه نه چې د خلکو په لاسونو کې دي ځان ساتل.
یا الله! ماته زما تېروتنې او زما ناپوهي وبخښه او په چارو کې بد خرچي کول راوبخښه، او په هغه څه کې چې ته پرې له ما ښه پوهېږې د هغو بخښنه هم راته وکړه، یا الله ما ته مې د ټوکو او ریښتیا ګناهونه وبخښه، او زما تېروتنې، او زما په لوی لاس ګناهونه وبخښه، چې دا ټول ګناهونه په ما کې شته دي، یا الله ما ته زما مخکني او وروستني ټول ګناهونه وبخښه، او ما ته مې پټ او ښکاره ګناهونه وبخښه، او هغه ګناهونه چې ته پرې له ما ښه خبر یې، یا الله یقینا ته مخکې کوونکی یې او ته وروسته کوونکی یې، او بېشکه ته پر هر څه برلاسی یې.
صحيح
اې زمونږ ربه! په دنیا کې مونږ ته ښایسته ژوند راکړې او په اخرت کې هم ښکلی ژوند را په برخه کړې، او مونږ د اور له عذاب نه وساتې.
صحیح. حسنة الدنیا: دا یو جامع نوم دی د هر خیر، چې بنده یې په دنیا کې ترلاسه کوي، او حسنة الآخرة: د دې نه مراد جنت دی. او دا دعا له هغو دعاګانو څخه ده، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به ډېره ویله، لکه څنګه چې انس رضي الله عنه فرمایلي دي. او انس رضي الله عنه به چې کله دعا کوله، نو دا دعا به یې ویله، او دې مختصرو کلماتو د دنیا او آخرت ټول خیرونه راجمع کړي، سره د اور له عذاب نه خلاصون، چې هغه د ټولو نه غټ شر دی.
یا الله! ته زما رب یې، نشته د عبادت وړ په حق سره پرته له تا څخه، تا زه پیدا کړی یم او زه ستا بنده یم، او زه ستا پر لوظ او ژمنه له خپل توان سره سم ولاړ یم، پناه غواړم پر تا سره له هغه شر څخه چې ما تر سره کړی، اقرار کوم تا ته ستا په هغو نعمتونو چې تا ما ته راکړي او پر خپلو ګناهونو هم اقرار کوم، نو ماته بخښنه وکړه، ځکه چې له تا پرته بل څوک ګناهونه نه شي بخښلی. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: او چا چې دا دعا له یقین سره د سهار له خوا وویله، او له شپې وړاندې په همدې ورځ مړ شو، نو هغه جنتي دی، او چا چې دا دعا په یقین سره د شپې له خوا وویله، او له سهار نه مخکې مړ شو، نو هغه جنتي دی.
صحيح
یا الله! ته زیات بخښنونکی پتمن یې، بخښنه خوښوې، نو ماته بخښنه وکړه.
صحيح
یا الله! له زمونږ سره ستا د ذکر او شکر ادا کولو او ښایسته بندګي کولو کې مرسته وکړه.
صحيح
شپږم: د غم، خفګان، تنګسیا او مصیبت دعاګانې:
یا الله! زه ستا بنده، ستا د بنده او ستا د وینځې ځوي یم، زما ټنډه د تندې ویښتان ستا په لاس کې دي، ستا حکم پر ما جاري دی، ستا پرېکړه زما په اړه عادلانه ده، ستا په ټولو هغو نومونو له تا څخه سوال کوم، چې تا پرې خپل ځان نومولی، او یا دې له خپلو بندګانو څخه چاته ښودلي دي، او یا دې په خپل کتاب کې رالېږلي دي، او یا دې په پټ علم کې له ځان سره ساتلي، دا چې قرآن کریم زما د زړه پسرلی، او زما د سینې رڼا او زما د غمونو لرې کوونکی او زما د مصیبت او پریشانۍ له منځه وړونکی وګرځوه.
صحیح. پیغمبر صلی الله علیه وسلم یادونه کړې ده: په کار ده څوک چې دا دعا واوري نو یاده یې کړي.
یا الله! ستا رحمت ته امیدوار یم، نو ما خپل نفس ته د سترګي د رپ په اندازه هم مه سپاره، او زما ټول کارونه برابر کړه، بېشکه پرته له تا د عبادت لایق بل څوک نه شته.
صحیح. رسول الله صلی الله فرمایلي دي، چې دا د مصیبت زپلي کس له دعاګانو څخه ده.
نشته د عبادت وړ پر حقه سره پرته له الله تعالی څخه، چې لوی او صبرناک ذات دی، نشته د عبادت وړ په حقه سره پرته له الله تعالی څخه، چې د لوی عرش څښتن دی، نشته د عبادت وړ پرته له الله تعالی څخه، چې د آسمانونو او ځمکې رب دی، او د عزتمن عرش رب دی.
صحیح. او رسول الله صلی الله علیه وسلم به د مصیبت پر مهال همدا الفاظ ویل او بیا به یې وروسته دعا غوښتله.
له تا پرته بل څوک د عبادت وړ نشته، ته پاک یې، بېشکه زه له ظالمانو څخه وم
صحیح. دا د ذي النون یونس علیه السلام دعا ده، په داسې حال کې چې هغه د کب په خېټه کې ؤ، رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکړی چې هیڅ مسلمان په هیڅ یو کار کې دا دعا نه ده غوښتلې مګر دعا یې قبوله شوې.
اووم: نبوي پناه غوښتونکې دعاګانې:
یا الله زه پناه غواړم ستا په رضا سره ستا له غصې نه، او ستا په عفوې بخښنې سره، ستا له سزا څخه، او پناه غواړم په تاسره له تا څخه، زه ستا پوره ستاینه نه شم کولی، ته هغه شان یې لکه څنګه چې دې د خپل ځان ستاینه کړې.
صحیح. نووي رحمه الله تعالی په دې کې یوه ښه باریکه معنی بیان کړی، او هغه داسې چې هغه الله تعالی پناه وروړې او له هغه یې غوښتي چې ویې ساتي په خپلې رضا سره د هغه له غصې نه او په خپلې عفوې سره د هغه له سزا نه، او رضا او غصه د یوبل ضد او مقابل دي، او همدارنګه عفوه او سزا ورکول یو د بل ضد دي، او د دې معناه داده: بخښنه غوښتل له کوتاهۍ نه د واجب په تر سره کولو کې د هغه د بنده ګۍ له حق څخه دي او په هغه باندې د ثناء ویلو څخه دي.
یا الله! تا ته پناه دروړم له سخت مصیبت څخه، او د راګیرولو د بدبختۍ څخه، او د تقدیر له بدې فیصلې څخه، او له دې څخه چې دښمنان په ما زما په مصیبت خوشحاله شي.
صحیح. جهد البلاء: هر هغه تکلیف چې انسان ته رسېږي، چې هغه یې د زغملو او لرې کولو توان نه لري. درک الشقاء: په سختیو او ناچاریو اخته کېدل او د هلاکت اسباب رسېدل. سوء القضاء: هغه فیصلې او تقدیر چې انسان یې نه خوښوي. شماتة الأعداء: هغه د دښمن خوشحالي ده، کله چې ما ته یو زیان یا مصیبت ورسېږي نو هغه زما پر غم خوشحاله شي.
یا الله! زه له کمزورۍ، لټۍ،بزدلۍ، بخل، بوډوالي زوړوالي او د قبر له عذاب څخه تا ته پناه دروړم، یا الله ته زما نفس ته د هغه تقوا ورکړې، او هغه پاک کړې ته غوره پاکوونکی یې، ته د هغه دوست او مالک یې، یا الله! زه له بې ګټې علم څخه پناه غواړم، او د داسې زړه څخه چې عاجزي نه کوي له الله تعالی څخه نه وېرېږي، او له داسې نفس څخه چې نه مړېږي، او له داسې دعا څخه چې نه قبلېږي.
صحیح. زكِّها: یعني: پاک یې کړه، او له تا پرته د هغه پاکوونکی بل نه شته، ته یا الله پاک یې.
یا الله! مونږ پناه غواړو د جهنم له عذاب څخه، او زه پناه غواړم په تا سره د قبر له عذاب څخه، او پناه غواړم په تا سره د مسیح دجال له فتنې څخه، او پناه غواړم په تا سره له هر قسم فتنې د ژوند او مرګ څخه.
صحیح. او له عبد الله بن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به دا دعا دوی ته داسې ښودله لکه د قران کریم کوم سورت چې ورته ښایې.
اتم: نبوي ذکرونه:
پاکي وایم د الله تعالی په ستاینې د هغه، پاکي وایم د لوی الله تعالی
صحیح. روایتونو کې راغلي چې دا ذکر پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته تر ټولو هغو ډېر محبوب ؤ چې لمر پرې راختلی په دې نړۍ کې دي.
پاکي وایم د الله تعالی، او ستاینه کوم د الله تعالی، او نشته معبود په حق سره پرته له الله تعالی، او الله تعالی لوی دی.
صحیح. روایتو کې راغلي چې دا کلام ا الله تعالی ته تر ټولو خبرو ډېر خوښ دی.
له جویریة رضي الله عنها څخه روایت دی:
بېشکه رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغې له کور څخه سهار وختي د سهار لمونځ له کولو وروسته ووت، او دا د خپل لمانځه پر ځای کې وه، بیا د څاښت له لمانځه وروسته بېرته راستون شو، او دا لا پر خپل ځای ناسته وه، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ته لا تر اوسه په هغه حالت ناسته یې چې زه در څخه جلا شوم؟ هغې وویل: هو، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: له تا وروسته ما څلور کلمات درې ځلې وویل، که چېرې دا د هغه څه سره وتلل شي چې تا نن ټوله ورځ ویلي، نو خامخا به ترې درانه شي: سبحان الله وبحمده، عدد خلقه ورضا نفسه وزنة عرشه ومداد کلماته. ژباړه: پاکي وایم الله تعالی لره او د هغه ستاینه کوم، د هغه د مخلوقاتو د شمېر په اندازه او د هغه د رضا په اندازه او د هغه د عرش د وزن په اندازه او د هغه د کلماتو د سیاهي رنګ په اندازه.
صحیح. مسلم روایت کړی.
د الله تعالی له مرستې پرته هیڅ حرکت تغییر او قوت نشته نه له ګناه څوک ګرځېدلی شي او نه نیکي تر سره کولای شي
صحیح. روایاتو کې راغلي چې دا د جنت له خزانو څخه یوه خزانه ده.
راضي یم چې الله تعالی مې پالونکی رب دی، اسلام مې دین دی، او محمد صلی الله علیه وسلم مې پیغمبر دی.
صحیح. روایاتو کې راغلي چا چې دا دعا وویله نو د هغه لپاره جنت واجب شو.
له الله پرته بل څوک د عبادت وړ نشته، هغه یو دی شریک نلري، بادشاهي یوازې د هغه ده او هم د هغه ده، او هغه پر هر څه برلاسی قادر دی.
صحیح. چا چې دا دعا په ورځ کې سل ځله وویله، نو د لسو غلامانو مریانو د آزادولو ثواب ورکول کېږي، او سل نیکۍ به ورته ولیکل شي، او سل ګناهونه به ترې لرې شي، او دا دعا به په دې ورځ تر شپې پورې له شيطان څخه د ده لپاره ډال ساتونکې وي، او هیڅوک به له دې څخه غوره عمل را نه وړي، مګر هغه سړی چې له ده څخه یې دا ذکر ډېر کړی وي.
یا الله زمونږ ربه! ټول ثنا او ستاینه تا لره ده، ته د آسمانونو او د ځمکې پالونکی یې، او ستاینه او صفت تا ته دی، ته د آسمانونو او د زمکې او هغه څه چې په دې دواړو کې دي، رب څښتن یې، او ثنا او ستاینه تا ته دی، ته د آسمانونو او د ځمکې او د هغو څه چې په دې دواړو کې دي نور یې، ته حق یې، او ستا وینا هم حق رښتیا ده، او ستا ژمنه هم حق ده، او له تا سره مخامخ کېدل هم حق دي، او جنت هم حق دی، او اور د جهنم هم حق دی، او قیامت هم حق دی، یا الله! ما تاته غاړه اېښې ده، او پر تا مې ایمان رواړی، او پر تا مې توکل کړی، او تا ته مې جګړه دروړې، او پر تا فیصله کوم، نو ما ته بخښنه وکړه له هغو ګناهونو چې ما مخکې او وروسته کړي، او هغه چې ما پټ او ښکاره کړي، ته مخکې کوونکی او وروسته کوونکی ذات یې، نشته په حقه سره معبود پرته له تا، او له تا پرته بل څوک د عبادت وړ نشته.
صحیح. رسول الله صلی الله علیه وسلم به چې د شپې تهجد لمونځ کولو، نو دا دعا به یې ویله.
یا الله! ما ستا حکم ته غاړه اېښې ده، او پر تا مې ایمان راوړي، او پر تا مې بروسه کړی، او تا ته راګرځېدلی یم، او ستا لپاره مې جګړه کړې، یا الله! زه ستا پر عزت او ځواک پناه غواړم، نشته په حقه سره معبود پرته له تا څخه، پناه غواړم له دې نه چې ته ما ګمراه کړې، ته هغه ژوندې ذات یې چې هیڅ نه مړ کېږي، او پېریان او انسانان مړه کېږي.
صحيح
د هغه الله په نامه چې ضرر نشي رسولي د هغه له نوم سره هیڅ یو شی پر ځمکه او نه په آسمان کې او هغه اورېدونکی او پوهه دی.
صحیح. چاچې دشپې له خوا دا دعا درې ځله وویله، نو تر سهاره پورې به ورته هیڅ شی ضرر ونه رسوي، او چا چې سهار درې ځله وویله، نو تر شپې پورې به ورته هیڅ شی ضرر ونه رسوي.