مختصرصفة الصلاة
بسم الله الرحمن الرحیم
الحمد لله رب العالمین،وصلی الله وسلم علی نبينا محمد، وعلی آله،وصحبه أجمعين.
أمابعد:
ما چې د (لمانځه طریقه) په نامه کوم کتاب ليکلی، په دې کې مې د فقهاوو أقوال، دلائل او مناقشې ذکر کړي، بیا مې د هرې مسألې په اړه راجح قول ذکر کړی، په ځانګړې توګه هغه چې زما په نظر د نصوصو «قرآن او حديث» سره ډېر نږدې او موافق ښکاره شوی دی. ځينو درنو ملګرو راته مشوره راکړه چې له یاد شوي کتاب نه د لمانځه طریقه مختصره کړم او په روان عبارت او عام فهمه انداز کې د لمانځه کیفيت بیان کړم، پرته له دې چې د فقهاوو اقوال او مناقشې ورسره ذکر شي، يعنې په دې مختصر کې يوازې په غوره او احادیثو ته نږدې اقوالو باندې اکتفاء وکړم او بس.
د دوستانو دا مشوره راته مناسبه او ګټوره ښکاره شوه، نو له دې کبله مې دا مختصر ولیکه، هڅه مې دا کړېده چې په روان او ساده انداز يې تاسې لوستونکو ته ډالۍ کړم.
له الله تعالی څخه امید لرم چې دغه مختصره هڅه ګټوره وګرځوي او پخپل دربار کې يې قبوله کړي، بېشکه الله تعالی جواد او کریم ذات دی.
عن أبي هریرة رضي الله عنه أن رجلا دخل المسجد، ورسول الله ﷺ جالس في ناحیة المسجد، فصلی ثم جاء فسلم عليه فقال له رسول الله ﷺ: "وعليك السلام، ارجع فصل فإنك لم تصل". فرجع فصلی ثم جاء فسلم، فقال: "وعليك السلام ارجع فصل فإنك لم تصل". فقال في الثانیة، أو في التي بعدها:علمني یارسول الله، فقال: "إذا قمت إلی الصلاة فأسبغ الوضوء، ثم استقبل القبلة فکبر، ثم اقرأ بما تیسر معك من القرآن، ثم ارکع حتی تطمئن راکعا، ثم ارفع حتی تستوي قائما، ثم اسجد حتی تطمئن ساجدا، ثم ارفع حتی تطمئن جالسا ثم اسجد حتی تطمئن ساجدا، ثم ارفع حتی تطمئن جالسا، ثم افعل ذلك في صلاتك کلها". (متفق عليه).
ژباړه: له ابو هریره رضي الله عنه نه روایت دی، چې یو سړی جومات ته ننوت په داسې حال کې چې رسول الله ﷺ د جومات په یو طرف کې ناست ؤ، هغه چې لمونځ وکړ نو راغی سلام یې واچاوه، نبي عليه الصلاة والسلام ورته د سلام ځواب ورکړ او ورته ویې فرمایل: لاړشه لمونځ وکړه تا لمونځ نه دی کړی! سړی واپس شو لمونځ یې وکړ او بیا راغی، سلام یې واچاوه، رسول الله ﷺ د سلام ځواب ورکړ، ورته ویې فرمایل: لاړ شه لمونځ وکړه تا لمونځ نه دی کړی، نو دغه سړي په دویم یا درېیم ځل ورته عرض وکړ: ای د الله رسوله! ته يې راته وښایه! نبي کریم ﷺ ورته وفرمایل: کله چې د لمانځه اراده وکړې، نو په ښه شان اودس وکړه، بیا د قبلې په لور مخ کړه او تکبیر (الله أکبر) ووایه، بیا د قرآن کریم هغه برخه ولوله کومه چې درته آسانه وي، بیا په اطمئنان سره رکوع وکړه (بیړه مه کوه)، بیا پورته شه او برابر ودرېږه، بیا په آرام سره سجده وکړه، بیا له سجدې څخه ووروسته په آرام سره کښېنه، بیا دوهمه سجده په آرام سره وکړه او بيا خپل ټول لمونځ (رکعتونه) په همدغه شان سره ادا کړه. متفق عليه
***
۞ اودس:
* کله چې مسلمان د لمانځه اراده وکړي نو اودس کول ورته واجب دي.
الله تعالی فرمايي: ﴿يا أيها الذين آمنوا إذا قمتم إلى الصلاة فاغسلوا وجوهكم وأيديكم إلى المرافق وامسحوا برءوسكم وأرجلكم إلى الكعبين وإن كنتم جنبا فاطهروا وإن كنتم مرضى أو على سفر أو جاء أحد منكم من الغائط أو لامستم النساء فلم تجدوا ماء فتيمموا صعيدا طيبا فامسحوا بوجوهكم وأيديكم منه ما يريد الله ليجعل عليكم من حرج ولكن يريد ليطهركم وليتم نعمته عليكم لعلكم تشكرون﴾. [المائدة:6]
ژباړه: ای مومنانو! کله چې تاسې لمانځه ته پاڅېږئ نو ووينځئ خپل مخونه او لاسونه سره د څنګلو او مسحه وکړئ په خپلو سرونو باندې او ووينځئ خپلې پښې سره د ګټکيوو (ښنګرو) که چيرته دجنابت په حالت کې وئ، نو ځان پاک کړئ ـــ په غسل کولو سره-، که چيرته بیمار (ناروغ) او یا په سفر وئ یا مو ډک اودس ماتی وکړ یا مو ښځې سره کوروالی وکړ او اوبه مو ونه میندلې، نو په پاکه خاوره تیمم ووهئ، او په دې خاوره خپل مخونه او لاسونه مسحه کړئ، الله تعالی ستاسې تکليفول نه غواړي، بلکې ستاسې پاکول غواړي، او پر تاسې خپل نعمت پوره کول غواړی د دې لپاره چې تاسې د الله شکر ادا کړئ. (مائده:۶)
* څلور واړه مذهبونه په دې متفق دي چې د هر لمانځه له پاره اودس تازه کول مستحب دي.
د اودس تازه کولو مطلب دا دی: چې سړی په اوداسه کې وي او بیا اودس وکړي، له نبي کریم ﷺ نه په صحيح سند سره ثابت دي چې هغه ﷺ به هر لمانځه ته اودس کولو.
اودس تازه کول مستحب دي خو په شرط کې یې د فقهاوو درې قوله دي. صحيح او غوره قول دا دی: چې اودس تازه کول د هغه چا لپاره مستحب دي چې په شته اوداسه يې لمونځ کړی وي.
***
* له اوداسه نه ووروسته به ډېر په سکون او ادب سره جومات ته روان شې
* بیا به دوه رکعته د مسجد حق (تحیة المسجد لمونځ) ادا کړې.
د أبو قتاده الأ نصاري په روايت کې راغلي دي چې: أن النبي ﷺ قال: "إذا دخل أحدكم المسجد فلا يجلس حتى يصلي ركعتين". [متفق عليه]
ژباړه: نبي کریم ﷺ فرمایلي دي: که له تاسې نه يو تن جومات ته ننوځي نو تر هغې پورې دې نه کښيني چې دوه رکعته تحیة المسجد (دجومات حق) يې نه وي ادا کړی.
* بیا به د اقامت په انتظار کښینی، بهتره داده چې په ذکر یا په تلاوت ځان مصروف کړي، څوک چې د لمانځه لپاره انتظار کوي نو په دغه انتظار ورته د لمانځه ثواب رسېږي. له ابوهریره رضي الله عنه نه روايت دی چې: أن رسول الله ﷺ قال: (الملائکة تصلي علی أحدکم مادام في مصلاه ما لم یحدث، اللهم اغفرله وارحمه، لايزال أحدکم في صلاة مادامت الصلاة تحبسه، لایمنعه أن ینقلب إلی أهله إلا الصلاة). [رواه البخاري]
ژباړه: رسول الله ﷺ فرمایلي دي چې: پرښتې هغه کس ته دعا کوي چې د لمانځه په انتظار په جاینماز ناست وي، تر څو يې چې اودس نه وي مات شوی، وايي: اې الله! ته ورته بښنه وکړې او ورباندې ورحمېږې. ستاسې يو کس تر هغه پورې په لمانځه کې حسابېږي تر هغو چې لمانځه هغه له نورو دنياوي چارو څخه را ايسار کړی وي (یعنې د لمانځه ثواب ورته رسېږي) ځکه په دې صورت کې کور ته د هغه د تللو يواځينی مانع لمونځ وي.
* که مؤذن په داسې حال کې د لمانځه اقامت شروع کړي، چې امام لا نه وي را رسيدلی نو مقتدي به تر هغې پورې نه پاڅېږي چې امام يې نه وي ليدلی.
* او که چېرې امام موجود ؤ او مؤذن اقامت وکړ، نو په دې صورت کې د مقتدی لپاره د پاڅېدو کومه شرعي اندازه نده راغلې، بلکې دا لمونځ کوونکي پورې اړه لري، کمزوري او عمر خوړلي کس ته د اقامت نه لږ مخکې ودریدل په کار دي په دې خاطر چې تکبیر تحریمه ترې فوت نشي، تندرست سړی که ووروسته پاڅېږي څه باک نه کوي، وجه يې دا ده چې دی په چټکۍ سره تکبیر تحریمه ته پاڅېدلی شي، ځکه هغه سره د تکبیر تحریمه د فوت کېدو خطره نه وي.
* پر امام دا واجبه ده چې صفونه برابر کړي، صف یو بل ته په نږدې ودریدلو سره برابرېږې چې منځ کې يې خالیګاه پاتې نشي.
لمانځه ته نیت کول
* د فرض لمانځه د صحت له پاره شرط دا دی چې د فرضيت نیت به يې کوي. يعنې زړه کې به داسې راتيروي چې فرض لمونځ کوم، او دا هر لمونځ کوونکي ته بداهتا حاصليږي. یعنې کله چې اودس وکړي او له کوره د جومات په طرف روان شی نو د فرض لمانځه ادا کول يې په زړه کې وي.
ابن قدامه رحمه الله وایی: د لمانځه له پاره نیت واجب دی او په دې باندې د ټول امت اتفاق دی چې له نيت نه پرته لمونځ صحيح نه دی. [المغني]
***
* تکبیر تحریمه د لمانځه له ارکانو څخه یو رکن دی، او په هيڅ حالت کې هم نه ساقطېږي، نه په هېره، نه په ناپوهۍ او نه په قصدي ډول.
دلیل يې: د الله جل جلاله دا فرمان دی چې: (وربك فکبر) [المدثر:۳]
(او خپل رب په لويې سره یادوه).
رسول الله صلی الله عليه وسلم یوه صحابي ته لمونځ ښودلو، ورته ويې وویل: (إذاقمت إلی الصلاة فکبر) [متفق عليه] کله چې لمانځه ته پاڅېږې نو الله أکبر ووایه.
* د الله اکبر ویلو نه پرته لمونځ نه صحیح کېږي، د الله أکبر پر ځای بله کلمه ویل جائز نده.
* په فرضي لمانځه کې به تکبیر تحریمه هلته وايي چې کله پوره ودرېږې.
* تکبیر تحریمه ته لاسونه پورته کول په حدیث او اجماع دفقهاوو سره ثابت دي.
* سنت طریقه دا ده چې لاسونه له تکبیر تحریمه سره یو ځای پورته شي، مخکې ووروسته ترې نشي.
* تکبیرتحریمه ته د لاسونه پورته کولو پر مهال به ګوتې راجوختې او نیغي کړي، ځکه چې دا د خشوع سره ډېره مناسبه ده.
* لاسونه پورته کولو کې لمونځ کوونکي ته اختیار دی چې د اوږو په برابرۍ يې پورته کوي او که د غوږونو په برابرۍ، ځکه چې دواړه طریقي په احادیثو کې ثابتې دي، خو که زیاتره يې د اوږو په برابرۍ پورته کړي نو ښه ده، ځکه چې احادیث پرې ډېر دي.
* نارینه چې څنکه په لمانځه کې لاسونه پورته کوي زنانه به يې هم همدغه شان پورته کوي، د ځینو علماوو رایه دا ده چې زنانه به لاسونه ډېر نه پورته کوي.
* امام لپاره په اوچت اواز تکبیر (الله أکبر) ویل په دې خاطر واجب دي چې مقتدیان يې واوري او اقتدا ورپسی وکړي.
۞ قیام:
* په فرض لمانځه کې قیام (ودريدل) رکن دی، قرآن، سنت او د امت اجماع درېواړه په دې ټینګار کوي چې له قیام «ودرېدلو» پرته فرض لمونځ صحيح نه دی.
* پاتې شول نفلي لمونځونه، نو هغه په ناسته هم جائز دي، اګر که د ودرېدلو توان هم ولري.
* که چېرې لمونځ کونکی په فرضي لمانځه کې د ودرېدلو توان ونلري نو په دې صورت کې ترې قیام ساقطېږي، که څه هم د لمانځه له ارکانو څخه دی، ځکه لمونځ کوونکی د ودرېدلو توان نه لري. او الله تعالی فرمايي: (فاتقوا الله ما استطعتم) [التغابن:۱۶]. له الله تعالی څخه وويريږئ څومره چې ستاسو طاقت وي.
په يوه حدیث کې د نبي کریم ﷺ ارشاد دی، فرمايې: (إذا أمرتکم بأمر فأتوا منه مااستطعتم). [متفق عليه]
ژباړه: کله چې تاسې ته د یو کار امر وکړم، څومره چې ستاسې توان وي عمل پرې وکړئ.
* په دې اړه د لا زيات وضاحت په منظور يو بل حدیث هم واوره! رسول اکرم ﷺ ارشاد دی چې: (صل قائما، فإن لم تستطع فقاعداً، فإن لم تستطع فعلی جنب).[رواه البخاري]
ژباړه: په ولاړه لمونځ وکړه، که د ودریدلو توان نه لرې، په ناسته يې وکړه او که په ناسته يې نشې کولی، نو په اړخ باندې يې وکړه.
د دې حدیث مبارک نه دا څرګنده شوه چې د ناتوانۍ په صورت کې قیام ساقطېږي.
* که چېرته په ولاړه لمانځه کې د ناروغۍ يا بل کوم سبب په وجه خشوع نه برابریده، نو په دې صورت کې په ناسته لمونځ جائز دی، په فرضي لمانځه کې ودریدل مستقل شرط دی، که چېرته بغیر د عذر نه پر دیوال، یا امسا باندې تکيه ولګول شي، نو لمونځ يې نه صحیح کېږي.
د قیام په حالت کې د لا سونو ايښودلو ځای
* د قیام په حالت کې سنت طریقه داده چې لمونځ کونکی دواړه لاسونه له نامه نه بره وتړي، یعنې ښی لاس به د چپ لاس د پاسه کېږدي، لاسونه زوړند پرېښودل د سنت طریقې خلاف دي. حدیث د سهل بن سعد الساعدي کې راځي: (قال کان الناس یؤمرون أن یضع الرجل یده الیمنی علی ذراعه الیسری في الصلاة). [رواه البخاري]
ژباړه: د رسول الله ﷺ له خوا به خلکو ته امر وشو چې په لمانځه کې ښی لاس د کیڼ(چپ) لاس پر مړوند باندې کېږدي، دغه شان د وائل بن حجر په حدیث کې راغلي دي (أن النبي ﷺ کان يضع يده اليمنی علی اليسری في الصلاة). [رواه مسلم]
ژباړه: بېشکه نبي کریم ﷺ به په لمانځه کې ښی لاس په کیڼ (چپ) لاس باندې ایښوده.
* سنت طریقه داده چې په ښي لاس باندې د چپ لاس مړوند ونیول شي او که د لاسونو ګوتې يې پراخه کېښودلې نو څه باک نه کوي.
* لمونځ کوونکي ته اختیار دی چې دواړه لاسونه تر نامه لاندې ږدي او که بره، ځکه چې په دې کی د نبي عليه الصلاة والسلام څخه کومه صحيحه اندازه نقل نده، د دې وجهي نه ابن المنذر ویلي دي: لم یثبت عن النبي في ذلك شيء وهو مخیر بینهما.
وقال الترمذي رحمه الله تعالى في (جامعه): (رأی بعضهم أن يضعهما فوق سرته، و رأی بعضهم أن یضعهما تحت سرته، کل ذلك واسع عندهم).
ژباړه: لاسونه د نامه نه بره یا لاندې ایښودلو په باره کې د نبي عليه الصلاة والسلام څخه کوم صحیح حدیث ثابت نه دی، لمونځ کوونکي ته اختیار دی چې د نامه نه لاندې يې ږدي او که بره.
امام ترمذي رحمه الله په خپل کتاب جامع الترمذي کې ویلي دي: د ځينو علماو نظر دا دی چې لاسونه دې له نامه نه پورته کېږدي او د ځینو په نظر يې له نامه نه ښکته اېښودل په کار دي، دواړه طریقې جائز دي.
* د لمانځه خشوع سره مناسبه داده چې لاسونه د سینې او خېټې ترمينځ کېښودل شي.
* پاتې شوه دا چې لاسونه د سینې له پاسه اېښودل څنګه دي؟ نو امام احمد بن حنبل رحمه الله دې ته مکروه ویلي دي، ځکه چې دا ثابت نه دي، بل دا چې دا یو قسم تکلف او مبالغه ده.
***
* لمونځ کوونکی به د قیام په حالت کې خپلي سترګې د سجدې ځای ته نیسي، که چېرې د سجدې له ځای نه بل ځای ته وګوري، نو د سنت خلاف یې وکړ، او که اسمان ته يې وکتل نو حرام کار يې وکړ.
* د دواړو سجدو تر مينځ او تشهد ته د ناستي په وخت کې د فقهاوو اختلاف دی، ځیني وايي چې: د لمانځه په ټول حالت کې به د سجدې ځای ته ګوري، ځینې بیا په دې نظر دي چې د تشهد په حالت کې به د شهادت ګوتې ته سترګې نیسي. په دې مسأله کې توسع ده، د لمونځ کوونکي خوښه چې د سجدې ځای ته ګوري او که د شهادت ګوتي ته. په دې مسأله کې کوم صحيح حدیث ثابت نه دی.
***
* د لمانځه د پیل په اړه په احادیثو کې څو ډوله دعاګانې راغلي دي: له هغو نه هره یوه يې چې وویل شي جائز ده، ولې بهتره دا ده چې تنوع پکې وکړي (کله یوه دعا او کله بله دعا ووايي) او زیاتره د عمر په روایت چې کومه دعا راغلې ده هغه لوستل په کار ده، دا د امام أحمد رحمه الله او د نورو أئمه وو مذهب هم دی.
ابن تیمیه رحمه الله وايی: (أکثر السلف يستفتحون به). [مجموعة الفتاوى لشيخ الإسلام] ژباړه: ګڼ شمېرسلفو به د عمر رضي الله عنه په روایت کې راغلې دعا لوستله.
۞ د استفتاح دعاګانې:
۱- مسلم شریف کې حدیث دی چې: (أن عمر بن الخطاب کان يجهر بهؤلاء الکلمات، يقول: سبحانك اللهم وبحمدك, وتبارك اسمك, وتعالى جدك, و لا إله غيرك).
ژباړه: عمر رضي الله عنه به د «دعاء الاستفتاح» کلمات په جهر لوستل، ويل به يې: ای الله! تا په پاکي سره یادوم او ستا ستاینه کوم، او مبارک دی نوم ستا، او لوی دی شان او شوکت ستا، او بې له تا نه بل هيڅوک د بنده ګۍ وړ نه شته.
دا حدیث اګر که په عمر باندې موقوف دی، خو د مرفوع حکم لري.
۲- په صحیحینو کې د أبو هریرة په روایت حدیث دی چې: (كان الرسول ﷺ يسكت بين التكبير وبين القراءة اسكاتة -قال: احسبه قال: هنية- فقلت بأبي و أمي يا رسول الله, اسكاتك بين التكبير و القراءة, ماتقول؟ قال: أقول: "اللهم باعد بيني وبين خطاياي كما باعدت بين المشرق والمغرب, اللهم نقني من الخطايا كما ينقى الثوب الأبيض من الدنس، اللهم اغسل خطاياي بالماء, والثلج, والبرد".
ژباړه: ابوهریرة فرمایی: رسول الله ﷺ به د تکبیر او قرائت ترمنځ لږ شان چوپ (خاموش) پاتې کیده. ما ورته وویل: ای د الله رسوله! مور پلار مي درنه قربان شه! ته د تکبیر تحریمه او قرائت (سورة فاتحه) تر منځ خاموش پاتې کېدو پر مهال څه وايي؟ رسول الله وفرمایل: زه دا دعا وایم: (اللهم باعد...) ای الله! زما او زما د ګناهونو تر منځ دومره لرې والی راولې، لکه څنګه چې دې د مشرق او مغرب په منځ کي لرې والی راوستی دی، ای الله! ما له خپلو ګناهونو نه داسې پاک کړې، لکه څنګه چي سپینه جامه له خیرو نه پاکه کړی شي، ای الله! ما له ګناهونو نه په واوره، او اوبو او ږلۍسره ووینځې.
۳- په صحیح مسلم کې له علي بن أبي طالب نه روایت دی، هغه له رسول الله ﷺ نه نقل کوي: (أنه کان إذا قام إلی الصلاة قال: إني وجهت وجهي للذي فطر السماوات والأرض حنيفا, وما أنا من المشركين، إن صلاتي, ونسكي, ومحياي, ومماتي لله رب العالمين, لا شريك له, و بذلك أمرت,و أنا من المسلمين,اللهم أنت الملك لا إله إلا أنت ربي, وأنا عبدك ظلمت نفسي,واعترفت بذنبي,فاغفرلي ذنوبي جميعا, إنه لايغفر الذنوب إلا أنت, واهدني لأحسن الأخلأق لايهدي لأحسنها إلا أنت,واصرف عني سيئها لايصرف عني سيئها إلا أنت, لبيك وسعديك والخير كله في يديك, والشر ليس إليك, أنا بك وإليك, تباركت وتعاليت,أستغفرك وأتوب إليك".
ژباړه: د الله پيغمبر به چې کله لمانځه ته ودريد، نو ويل به يې: ما خپل مخ هغه ذات طرف ته ګرځولی دی، چې آسمانونه او زمکه يې پیدا کړی دي، په داسې حال کې چي د حق دین مل یم، او نه یم له مشرکانو نه، په رښتیا سره زما لمونځ، قربانې، ژوند، او مرګ یوازې د همغه الله لپاره دی، چې د مخلوقاتو پروردګار دی، شریک نه لري، او په دې باندې زه مامور شوی يم، په داسې حال کې چې زه له مسلمانانو څخه يم، ای الله! ته پادشاه یې، بی له تا نه بل د عبادت وړ معبود نشته، ته زما پروردګار يې، او زه دې بنده یم، په خپل ځان مې ظلم کړی، او په خپله ګناه اقرار کوم، بې له تا نه بل هيڅوک زما ګناهونه نشي بخښلی، د ښو اخلاقو هدایت راته وکړې، یوازې ته يې چې د ښو اخلاقو په لورې ښودنه کوې، او بد اخلاق را څخه لرې کړې، بد اخلاق را نه یوازې ته لرې کولای شې، ستا دعوت مې قبول کړ، او ستا خدمت ته ولاړ یم، خیر ټول ستا په لاسونو کي دی، او شر ستا لپاره شر نه دی، او په تامې تکیه ده، او تاته به درځم، ته برکت والا یې، او اوچت یې له تا نه بخښنه غواړم، او تا ته توبه وباسم.
* د استفتاح دعا په پټه ویل مشروع (جائز) دي او په دې د درستو علماوو اجماع ده.
او دا چې عمر رضي الله عنه په جهر سره ویلې، نو هغه د تعلیم لپاره وه، ترڅو خلکو ته دا دعا وښايي، ابن قدامه رحمه الله وايي: امام أحمد رحمه الله ویلي دي: لایجهر الإمام بالافتتاح.
ژباړه:امام به د استفتاح دعا په جهر سره نه وايي.
او دا د عامو علماوو وينا هم ده، ځکه چې نبي عليه الصلاة والسلام په جهر سره نه ده ویلې، بلکې عمر رضي الله عنه خلکو ته د تعلیم په خاطر په جهر سره ویلې ده. [المغني ۱/۵۱۸]
***
له سورت څخه وړاندې اعوذ بالله لوستل
* استعاذه (أعوذ بالله من الشيطان الرجيم) ویل سنت دي، الله تعالی فرمايي: (فإذا قرأت القرآن فاستعذ بالله). [النحل: ۹۸]
* لمونځ کوونکي ته په کار ده چې په هر رکعت کې اعوذ بالله ووايي، يوازې اول رکعت پورې خاص نه ده.
۞استعاذه(اعوذ بالله) په آحادیثو کې په مختلفو الفاظو راغلې ده:
۱- أعوذ بالله من الشیطان الرجیم. ژباړه: زه له رټل شوي شيطان نه په الله تعالی پورې پناه نيسم.
۲-أعوذ بالله السمیع العلیم من الشیطان الرجیم. ژباړه: زه له رټل شوي شيطان نه په هغه الله پورې پناه نيسم چې اوريدونکی او پوه ذات دی.
۳- أعوذ بالله السمیع العلیم من الشیطان الرجیم من همزه، ونفخه، ونفثه.
ژباړه: زه د رټل شوي شيطان له پوکولو، توکولو او وسوسو اچولو نه په هغه الله پورې پناه نيسم چې اورېدونکی او پوه ذات دی.
* له ذکر شويوو الفاظو نه چې هر یو يې ولوستل شي جائز دي، لیکن بهتره دا ده چې اکثر اوقاتو کې أعوذبالله من الشیطان الرجیم ولولي، ځکه چې دا د سورت نحل د آیت کریمه الفاظو سره موافقه ده، او دغه نور ذکر شوي الفاظ هم په صحيحو أحادیثو کې راغلي دي.
* غوره داده چې أعوذ بالله په پټه ولوستل شي جهري لمانځه کې وي او که خفيه کې.
***
* له أعوذ بالله نه ووروسته او له سورت فاتحې نه مخکې بسم الله الرحمن الرحیم لوستل مشروع دي، د أبو هریرة په حديث کې راغلي دي: (أنه صلّی و قرأ بسم الله الرحمن الرحيم، ثم قال: إني لأشبهکم صلاة برسول الله ﷺ). [صحيح ابن خزيمة برقم: ۶۸۸]
ژباړه: ابو هریرة رضي الله عنه لمونځ وکړ، نو بسم الله الرحمن الرحیم يې ولوستله، بیایې وویل: تاسې کې زما لمونځ د رسول الله ﷺ «دلمانځه» سره ډير مشابه دی.
* بسم الله په جهر سره ویل نشته، ځکه چې د رسول الله ﷺ څخه نقل نه ده، لیکن د مصلحت په خاطر که په جهر وویل شي، د مثال په ډول د خلکو د تعلیم لپاره، یا د سنتو اشاعت يې مقصد وي، یا جهر سره ویل يې د خلکو زړونه لمونځ او دین طرف ته مائل کوي. نو بيا څه پروا نه کوی. دا د امام أحمد رحمه الله او نورو أئمه ؤو څخه نقل دي.
* بسم الله د قرآن کریم له آيتونو څخه يو آیت دی، په سورت نمل کې د الله جل جلاله ارشاد دی چې: ﴿إنه من سليمان وإنه بسم الله الرحمن الرحیم﴾ [النمل:30]
* د سورت انفال او سورت توبه تر منځ بسم الله الرحمن الرحیم لوستل ثبوت نه لري، له دې دوه ځايونو پرته بسم الله يو مستقل آیت دی، خو د هر سورت آیت نه ګڼلی کېږي، بلکي د سورتونو تر منځ د فاصلې او تبرک په خاطر د هر سورت په پيل کې راوړل شوې ده.
سورت فاتحه لوستل
* سورت فاتحه لوستل د امام او منفرد (یوازې لمونځ کوونکي) لپاره رکن دی.
* د جمهورو صحابه کرامو او تابعینو په آند سورت فاتحه د لمانځه له ارکانو څخه یو رکن دی، پرته له سورت فاتحې لمونځ نه صحيح کېږی، که يو څوک په هیره یا قصدا سورت فاتحه ونه لولي، لمونځ يې باطل دی. دلیل يې: د عبادة روايت دی چې: (لا صلاة لمن یقرأ بفاتحة الکتاب). [متفق عليه] چاچي په لمانځه کې سورة فاتحه ونه لوستله، لمونځ يې نه صحيح کېږي.
او د ابوهریرة په حدیث کې راځي: (من صلی صلاة لم يقرأ فيها بأم القرآن فهي خداج). [نقله الالباني في صحيح ابي داود وحکم عنه بانه صحيح]
چاچې لمونځ وکړ او سورت فاتحه يې ونه لوسته نو لمونځ يې پوره نه دی.
که يو چا ته سورت فاتحه یاده نه وي نو زده کول يې ورباندې واجب دي، ځکه په فقه کې یوه قاعدة ده چې: (ما لايتم الواجب إلا به فهو واجب). کوم شی چې له هغه پرته واجب نه پوره کېږي، نو د هغه څیز ترلاسه کول یا زده کول هم واجب دی. یو څوک چې د سورت فاتحې د زده کولو توان نه لري، لکه د بوډاوالي له کبله یا نور لاملونه وي نو په دغسې حالت کې د سورت فاتحي په اندازه اووه (۷) آیتونه لوستل واجب دي او که اووه آیتونه يې هم نشو لوستلی نو بیا به دغه لاندېنۍ پنځه دعاګانې لولي:
۱- سبحان الله. ۲- و الحمد لله. ۳- ولااله الاالله.
۴- والله أکبر. ۵- ولاحول ولاقوة الا بالله العلي العظیم.
* د سهار لمونځ همدارنګه د ماښام او ماخوستن اولني دوه رکعته د امام لپاره په جهر(لوړ آواز) لوستل واجب دي، دلیل يې: نبي عليه الصلاة و السلام جهري لمونځونه هميشه په جهر سره کړېدي او خفيه یې په خفيه او پټه کړېدي، نو دنبي صلی الله عليه وسلم دا مواظبة (همیشوالی) په وجوب باندې دلیل دی، او د أمت عمل پرې هم دلیل دی.
* واجب قرائت یا ذکر باندې چې تر څو ژبه نه وي خوځيدلي نه صحيح کېږي، يعنې له خولې خوزلو نه پرته ځان سره قرائت یا ذکر نه صحيح کېږي.
* پاتې شو قرائت په جهر یا خفيه ویل دی د دې حکم جلا دی.
* ابن تیمة رحمه الله فرمايي: (یجب تحريك لسانه بالذکر الواجب في الصلاة من القراءة وغیرها مع القدرة) ژباړه: لمونځ کوونکي باندې واجب دي چې په لمانځه کې واجب ذکر او قرائت باندې ژبه و خوځوي.
* اصل کې د ماسپښين او مازدیګر په لمانځه کې قرائت په پټه لوستل په کار دي، لیکن کله کله یو آیت په جهر سره ویل د امام لپاره مستحب دي، په دی خاطر چي مقتدیان يې واوري که څوک غافل وي نو متوجه به شي، کېدی شي نور حکمتونه به هم پکې وي. دلیل يې د ابوقتادة هغه روايت دی چې وايي: (کان رسول الله ﷺ یصلي بنا، فيقرأ في الظهر-في الرکعتین الأولیین- بفاتحة الکتاب وسورتین ویُسمعناالآیة أحیانا، ویطول الرکعة الأولی، ویقرأ في الآخرتین بفاتحة الکتاب). [متفق عليه]
ژباړه: رسول الله ﷺ به چې مونږ ته د جماعت لمونځ را کولو، نو د ماسپښين اولنيوو دوه رکعتونو کې به يې سورت فاتحې سره دوه سورتونه نور لوستل، او کله کله به يې یو آیت را اورولو هم، اول رکعت به يې اوږدولو او په وروستنيوو دوه رکعتونو کې به يې يوازې فاتحه لوستله.
* مقتدی لپاره په جهري لمانځه کې سورت فاتحه او نور سورتونه لوستل نشته، بلکی امام ته به غوږ نیسي، په ټولو جهري لمونځونو کې همدا حکم دی، فرضي وي (لکه دسهار، ماښام، ماخوستن لمونځونه) او که نفلي وي (لکه تراویح) وغیره، دا د جمهور علماوؤ قول دی. ابن تیمیة رحمه الله وايي: (المقصود بالجهر استماع المأمومین). [مجموع الفتاوی ۲۸۹/۲۳] ژباړه: قرائت په جهر سره ویلو مقصد مقتدیانو ته قرائت اورول دي، چې له امام څخه یې واوري، کله چې مقتدی هم قرائت کوي نو د امام قرائت اوریدو څخه بی برخې کېږي نو له دې کبله په جهري لمونځونو کې د مقتدي لپاره قرائت نشته.
***
* علماء په دې متفق دي چې منفرد (یوازې لمونځ کوونکي) او مقتدي (امام پسې لمونځ کوونکي) لپاره آمین ویل سنت دي، منفرد به له سورت فاتحه څخه ووروسته آمین وايي، او مقتدي به يې له امام د قرائت څخه ووروسته وايي.
* د امام لپاره له سورت فاتحې نه ووروسته آمین ویل مشروع دي.
* امام او مقتدی دواړو ته په جهر سره آمین ویل سنت دي، غوره دا ده چې مقتدي له امام سره سمدستي آمین ووايي کله چي امام ولا الضالین وايي نو امام او مقتدي دواړه به یو ځای آمین وايي، دلیل: د ابوهریره په روايت کې راځي: (أن النبي ﷺ قال: إذا أمن الإمام فأمنوا، فإنه من وافق تأمینه تأمین الملائکة غفر له ماتقدم من ذنبه).[متفق عليه].
ژباړه: نبي عليه الصلاة والسلام فرمایلي دي کله چې امام آمین ووايي تاسو هم آمین ووایي، بېشکه د ملائکو آمین سره چې د چا آمین برابر شي نو مخکني ګناهونه به یي وبښل شي.
* امام بخاري رحمه الله په خپل کتاب صحیح البخاری کي باب تړلی دی چې: (باب جهرالمأموم بالتأمین) بیا يې حدیث راوړی دی، وايي: (قال رسول الله ﷺ: إِذَا قَالَ الْإِمَامُ: غَيْرِ الْمَغْضُوبِ عَلَيْهِمْ وَلَا الضَّالِّينَ، فَقُولُوا: آمِينَ).
ژباړه: کله چې امام غیر المغضوب عليهم ولا الضالین ووايي نو تاسې آمین ووايئ.
* ابن تیمیة رحمه الله وايي: "ټول نصوص (د حدیث الفاظ) په دې دلالت کوي چې نبي ﷺ آمین په لوړ اواز ویلی دی، او مقتدیانو ته يې امر کړی چې له امام سره آمین ووايي، ظاهره دا ده چې صحابه وو د رسول الله ﷺ په شان آمین ویلو، آمین د صحابه وو په اړه ډېر مؤکد دی، ځکه چې هغوی ته په آمین ویلو أمر شوي ؤ، هر کله چې رسول الله ﷺ آمین په جهر سره ویلی دی، نو مقتدي خو به په طریقه اولی په جهر سره ويلی وي، صحابه وو د مذکور حدیث نه دا فهم اخستی چې آمین په لوړ اواز سره ویل په کار دي او په دې يې اجماع کړېده. اسحاق بن راهویه رحمه الله له عطاء څخه نقل کوي چې هغه ویلي دي: ما دوه سوه صحابه کرام میندلي چې امام به کله ولا الضالین ووايه نو له هغوي څخه مې په لوړ غږ آمین واوریده، عکرمة وايي: (أدرکت الناس في هذا المسجد ولهم ضجة بآمین)، ما په دې مسجد کې صحابه ومیندل چې په لوړ غږ یې آمین ویلو. اسحاق رحمه الله وايي: (کان أصحاب النبي ﷺ یرفعون أصواتهم بآمین حتی یسمعوا للمسجد رجة) صحابه وو به په لوړ اواز آمین ویلو تر دې چې جمات به ولړزیدو".
***
* سنت طریقه داده چې لمونځ کونکی د سورت فاتحې له لوستلو نه ووروسته په ړومبنيوو دوه رکعتونو کی سورت ولولي او بس.
دلیل: د ابوقتاده حديث دی چې: (کان رسول الله ﷺ یصلي بنا، فيقرأ في الظهر والعصر- في الركعتين الأوليين- بفاتحة الكتاب وسورتين, ويُسمعنا الآية أحيانا, و يطول الركعة الأولى و يقرأ في الاُخريين بفاتحة الكتاب). [متفق عليه]
ژباړه: ابوقتاده وايي: مونږ ته به رسول الله ﷺ د ماسپښین او مازدیګر لمونځ راکولو، لومړنیو دوه رکعتونو کې يې سورت فاتحه او دوه نور سورتونه لوستل، کله کله به یي یو، نيم آیت مونږ ته هم را اورولو، اول رکعت به یې د دویم رکعت په نسبت لږ اوږدولو، په وروستنیو دوه رکعتونو کې به یې یوازې سورت فاتحه لوستله.
*ابن قدامه رحمه الله وايي: (لانعلم بين أهل العلم خلافاً في أنه يُسن قراءة سورة مع الفاتحة في الرکعتين الأوليين من کل صلاة ويجهر فيما يجهر فيه بالفاتحة، ويُسر فيما يسربها فيه). [المغني]
ژباړه: په هر لمانځه کې په اولنيوو دوه رکعتونو کې له سورت فاتحې سره بل سورت ویل سنت دي، په دې خبره مونږ ته دعلماوو تر منځ کوم اختلاف معلوم نه دی. کوم ځای چې فاتحه په جهر لوستل په کار وي هلته يې بايد په جهر ولولي او چيرته چې خفيه لوستل کېږي نو هلته يې خفيه لوستل په کار دي.
* په څلور رکعتي او درې رکعتي لمونځونو کې اصل دا دی چې درېیم او څلورم رکعت کې له سورت فاتحې نه ووروسته قرائت نشته، خو که ځينې وخت يې څوک ووايي نو څه پروا نه کوي.
* امام لپاره مستحبه داده چې د جمعې په ورځ د سهار په لمانځه کې سورت سجده او سورت الانسان (الدهر) همیشه ووايي، د ابو هریره په حديث کې راځي، هغه وايي (كَانَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم يَقْرَأُ فِي الجُمُعَةِ فِي صَلاَةِ الفَجْرِ {الم. تَنْزِيلُ} [السَّجْدَةَ]، و{هَلْ أَتَى عَلَى الإِنْسَانِ حِينٌ مِنَ الدَّهْرِ} [الإنسان]) [رواه البخاري] وللطبراني من حدیث ابن مسعود:(یدیم ذلك).
ژباړه: رسول الله ﷺ به د جمعې په ورځ د سهار په لمانځه کې (الم تنزیل) او (هل اتی علی الإنسان) سورتونه لوستل، په طبرانی کې د ابن مسعود په روایت کې راځي چې دا به يي همیشه لوستل.
* د جمعې په ورځ د دغو دوه سورتونو په لوستلو کې حکمت دا دی چې: په دواړو کې د آدم عليه السلام د تخلیق او قیامت بحث دی، آدم عليه السلام د جمعې په ورځ پیدا شوی او قیامت به هم د جمعې په ورځ قائمیږي، دسجدې په خاطر يې لوستل مقصود نه دي، سجده پکې اتفاقا راغلې ده، اصلا په دغو سورتونو کې امت ته د قیامت یادونه راغلې ده.
ابن القیم رحمه الله ویلي دي: د جمعې په سهار کې له دغو سورتونو څخه صرف د سجدي آیت لوستل مستحب نه دي، بلکی دغه دوه ذکر شوي سورتونه لوستل مقصود دي، سبب يې دا دی چې په دې کې د انسان د پیدايښت او قیامت د حالاتو تذکره شوې ده دانسان پیدایښت د جمعې په ورځ شوی دی او قیامت به هم د جمعې په ورځ وي، نو د دې سورتونو په لوستلو کې امت ته د قیامت یادونه ده، د سجدي پخاطر لوستل يې مقصود نه دي چا چې سورت سجده ونه لوستله په هغه لازم نه دي چې د سجدي پخاطر له بل سورت نه د سجدي آیت ولولي).
***
* سنت طریقه دا ده چې لمونځ کونکی سورت بشپړ ولولي او همدغه طریقه د نبي عليه الصلاة والسلام نه نقل ده.
* که چېرته د سورت له ړومبنۍ برخې نه څه حصه ولوستله شي په اتفاق د علماوو سره صحيح ده او کوم کراهت نه لري، ځکه نبي کریم ﷺ سورت مؤمنون لوستله کله چې د موسی او هارون عليهما السلام واقعې ته ورسيد، ټوخی ورغی نو رکوع ته ښکته شو.
همدارنګه رسول الله ﷺ د ماښام په لمانځه کې سورت أعراف لوستلې ده، نو ښکاره خبره ده چې څه برخه به يې په ړومبي رکعت کې لوستلې وي او پاتې په دویم رکعت کې. دا په دې خبره دليل دی چې په یو رکعت کې د سورت یوه برخه لوستل مکروه نه دي. د جبیر بن مطعم په روايت کې راځي وايي چې: (سَمِعْتُ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم يَقْرَأُ فِي الْمَغْرِبِ بِالطُّورِ). [رواه البخاري]
ژباړه: ما له رسول الله ﷺ څخه اوریدلي دي چې د ماښام په لمانځه کې يې سورت طور ولوست.
همدارنګه د سورت له وروستۍ برخې نه قرائت لوستل هم جواز لري، خو ورباندې همیشوالی کول مکروه دي، ځکه چې دا د رسول الله د سنت په خلاف باندې همیشوالی دی، سنت طریقه دا ده چې سورت مکمل ولوستلی شي یا له ړومبۍ برخې څخه ولوستل شي.
ابن قدامه رحمه الله وايي: (المنقول عن النبي ﷺ قراءة السورة او بعض سورة من أولها).
ژباړه: د نبي کریم ﷺ څخه مکمل سورت یا د سورت ړومبۍ برخې لوستل نقل دي.
* سنت طریقه داده چې د ماښام په لمانځه کې له قصارالمفصل سورتونو څخه یو سورت ولولي چې هغه د سورة «الضحی» نه نیولي تر سورة «الناس» پوري دي, او د سهار په لمانځه کې دې له طوال المفصل سورتونوڅخه یو سورت لولي، چې هغه د سورة «ق» نه نیولی تر سورة «النبأ» پورې دي. او د ماخوستن، ماسپښین او مازدیګر لمونځونو کې دې له اوساط المفصل سورتونو څخه کوم سورت ولولي چې هغه له سورت «النبا» نه نیولي تر سورة «الضحی» پورې دي.
دلیل يې: د ابوهریرة حديث دی چې: (أَنّهُ قَالَ: مَاصَلّيتُ خَلْفَ رَجُلٍ أَشْبَهَ صَلَاةً بِرَسُوْلِ اللهِ صَلّی اللهُ عَلَيهِ وَسَلّمَ مِنْ فُلَانَ، قَالَ: وَ کَانَ يقْرَأُ فِي الْفَجْر بِطِوَالِ الْمُفَصّلِ، وَفِي الْمَغْرِبِ بِقِصَارِ الْمُفَصّلِ، وَ فِي الْعِشَاءِ بِأَوْسَاطِ الْمُفَصّلِ).
ژباړه: ما له فلاني سړي نه پرته بل داسې څوک نه دی ليدلی چې لمونځ يې د رسول الله ﷺ لمانځه ته ډېر ورته وي ـــ راوي سلیمان بن یسار -وايي: دغه سړي به د سهار په لمانځه کې له طوال المفصل سورتونو څخه یو سورت لوسته، په ماښام کې به يې له قصارالمفصل څخه يو سورت لوسته او په ماخوستن کې به يې اوساط المفصل سورتو نه لوسته.
بل دلیل: أمیر المؤمنین عمربن الخطاب ابو موسی اشعري ته یو مکتوب وليږه چې ورته ليکلي يې وو: (واقْرأْ في الظهر من أوساط المفصل). ()
ژباړه: د ماسپښین په لمانځه کې اوساط المفصل سورتونه لوله.
* که امام په لمانځه کې اوږد سورت لوستل وغواړي نو د لمانځه نه مخکې مقتدیان خبرول ضروري نه دي، لکه نن سبا يې چې ځیني خلک اعلانوي، په کومو احادیثو کې چې د رسول الله ﷺ قرائت نقل شوی دی، په یوه حدیث کې هم دا نه دي راغلي چې رسول الله ﷺ به صحابه کرام خبرول چې نن به فلانی او فلانی سورت لولم!، سره له دې چې ځینې صحابه کرام به رسول الله سره یو ځای جومات ته داخل شوي وو، هغوی ته ضرورت پیښیدای شو، خو بیا هم نبي عليه الصلاة والسلام ورته کوم خبرداری نه دی ورکړی چې زه نن يو اوږد سورت لوستل غواړم.
د دې پر ځای بايد خلکو ته د لمانځه احکام او سنت طریقي وښودلی شي، هغه دا چې کله کوم انسان ته د لمانځه په دوران کې ضرورت پیښ شي نو کولای شي چې له امام څخه جلا شې او یوازې لمونځ پوره کړي، او په دې کې کوم باک نشته.
دلیل: معاذ پسې چې کومو صحابه کرامو لمونځ کاوه، هغوي به چې کله پوه شول چې معاذ سورت بقره لولي نو د جماعت لمانځه نه به ووتل او ځانله به يې لمونځ کولو، نو مونږ ته هم په کار دي چې سنت طریقې خپرې کړو او خلکو ته يې واضحې کړو.
* مصنف حفظه الله وايي: زما په نظر سورت طور او سورت اعراف د ماښام په لمانځه کې په دې عقیده لوستل چې دغه سورتونه بالذات مقصود دي، یا د قُرب په نیت لوستل يې کوم مشروعیت نه لري، ځکه ظاهره دا ده چې د ماښام په لمانځه کې سورت اعراف لوستل د نبي عليه الصلاة والسلام بالذات مقصود نه ؤ، بلکې قصد یې دا ؤ چې اوږد سورت ولولي، مطلب دا چې د احادیثو نه دا نه واضحه کېږي چې دغه دوه سورتونه د ماښام په لمانځه کې ویل بالذات مقصود دي، لکه څنګه چې د ځینو سورتونو لوستل مقصود دي لکه د جمعې په ورځ د سهار په لمانځه کې سورت «السجدة» او سورت «الدهر» یا د جمعې او اختر په لمونځونو کې سورة «الأعلی» او سورت «الغاشیة» لوستل چې بالذات مقصود دي.
* امام ته په کار دي چې په لمانځه کې ړومبی رکعت اوږد کړي، تر څو ډېر کسان په کې برخه واخلي او په دې کې د خلکو لحاظ ساتل هيڅ باک نه لري. دلیل يې: د قتادة روايت دی چې: (يطول في الرکعة الأولی) ژباړه: نبي کریم ﷺ به ړومبنی رکعت اوږدولو. مطلب دا چې نبي عليه الصلاة والسلام به د مقتدیانو لحاظ ساته، د دې معنی تاييد د دغو لاندېنيوو دوه حدیثونه څخه هم په لاس راځي چې:
۱- (أن النبي ﷺ کان إذا سمع بکاء الصبي تجوّز في الصلاة). []
ژباړه: نبي عليه الصلاة والسلام به چې کله د ماشوم ژړا واوریده نو لمونځ به يې را لنډ کړ.
۲- (أن النبي ﷺ کان يصلي الظهر بالهاجرة، والعصرَ والشمسُ نقية، والمغربَ إذا وجبت والعِشاءَ أحيانا، إذا رآهم اجتمعوا عجل وإذا رآهم أبطؤوا أخر ). [رواه البخاري]
ژباړه: نبي عليه الصلاة والسلام به د ماسپښین لمونځ په ټکنده غرمه کې کاوه او مازدیګر يې داسې مهال کاوه چې لمر به روښانه ؤ او ماښام به چې کله داخل شو او ماخوستن به يې چې کله خلک راټول وليدل نو رامخکې کاوه به یې او چې مقتدیان به يې سست وليدل نو -لمونځ- يې هم ووروسته کاوه.
د دغو دوه حدیثونو څخه څرګنده شوه چې د مقتدیانو د حال خيال ساتل، کوم شرعي ممانعت نه لري.
* د قرائت او رکوع ترمنځ لنډه سکته (لږ شيبه چوپ ودرېدل) سنت دي. حدیث شریف کې راځي: (أن النبي ﷺ کان يسکت قليلا قبل أن يرکع). [] ژباړه: نبي عليه الصلاة والسلام به رکوع ته له تللو نه مخکي لږ شيبه چوپ پاتې کېدو.
* د دې سکتې کومه اندازه په احادیثو کې نه ده راغلې. ابن قیم رحمه الله وايي: اندازه يې د لوستونکي تنفس پورې اړه لري. [] نومعلومه شوه كوم امامان چې د رکوع تکبیر فوراً له قرائت سره وصل کوي نو دا د سنت خلاف دی، امام أحمد رحمه الله ورته مکروه ویلي دي. []
* له تکبیر تحریمه نه علاوه نور ټول تکبیرونه (تکبیرات الانتقال) واجب دي، ځکه چې رسول الله ﷺ خپله تکبیر ویلی دی، صحابه وو ته یې أمر کړی او په تکبیراتو يې مداومت «همیشهوالی» هم کړی دی.
نبي کریم ﷺ فرمايي: (صلُّوا كما رأيتُموني أُصلِّي). [رواه البخاري]
هغسې لمونځ وکړئ څنګه مو چې زه په لمونځ کولو ليدلی يم.
په بل حدیث کې راځي: (فإذا كبَّر فكبِّروا). [متفق عليه]
کله چې امام «الله أکبر» ووايي نو تاسو يې هم ووايئ. په دې حدیث کې نبي عليه الصلاة والسلام په الله أکبر ویلو أمر کړی دی.
تکبیرات الانتقال که څه هم واجب دي خو د سهوې -کله چې درنه هېرشي- په حالت کې ساقطېږي، يعنې په سجده سهوې سره جبیره کيدلی شي.
* بهتره دا ده چې «الله أکبر» ويل د انتقال په شروع سره پیل او په ختمیدو سره يې ختم شي. دا هم جائز ده چې «الله أکبر» ووايي او بیا رکوع یا سجدې ته ښکته شي او دا هم جائز دي چې د تکبیر ځينې برخه له رکوع نه ووروسته پوره کړی شي، ځکه د انتقال اول او آخر دقیق حسابول مشکل دي.
***
* د فقهاء کرامو په اتفاق سره په هر رکعت کې رکوع کول د لمانځه له ارکانو څخه حسابېږي او په هیره یا قصداً پرېښودلو سره يې لمونځ باطلېږي.
د رکوع په رکنیت باندې دلیل: نبي عليه الصلاة والسلام یوه صحابي ته لمونځ ښودلو نو ورته ويې ویل: (ثم اركَعْ حتَّى تَطمَئِنَّ راكِعًا). [متفق عليه]
بیا په اطمينان «آرام» سره رکوع وکړه.
الله تعالی فرمايي: ﴿اِرکعوا واسجدوا﴾. [الحج:۷۷]
ای مؤمنانو! رکوع او سجده وکړئ.
* څوک چې رکوع کوي نو سنت طریقه دا ده چې له تکبیر (الله أکبر) ویلو سره لاسونه پورته کړي. د ابن عمر رضي الله عنهما روايت دی چې: (أن النبي ﷺ کان یرفع یدیه إذا استفتح الصلاة و إذا رکع، وإذا رفع من الرکوع). [متفق عليه]
ژباړه: نبي کریم ﷺ به د لمانځه په شروع، رکوع ته د ښکته کېدو پر وخت او له رکوع نه د پورته کېدو پر مهال لاسونه اوچتول.
د ساعدي په روايت کې هم راځي چې: (أن النبي ﷺ کان يرفع في هذه المواضع).()
نبي عليه الصلاة والسلام به په دغو مواردو کې لاسونه پورته کول.
قال الإمام البخاري: (يُروی عن سبعة عشر نفسا من أصحاب النبي ﷺ أنهم کانوا يرفعون أيديهم عند الرکوع) ثم ذکرهم.
د امام بخاري وينا ده چې: د نبي ﷺ په صحابه کرامو کې له ۱۷ کسانو څخه نقل دي چې هغوي به رکوع ته د ښکته کېدو پر وخت لاسونه پورته کول. بیا یې دهغوي نومونه هم واخستل.
* رکوع ته د ښکته کېدو اندازه: رکوع ته به دومره اندازه ښکته کېږي چې دواړه لاسونه زنګنو سره ولګېږي، که چیرته دغومره اندازه ټیټ نه شي نو رکوع یې باطله ده، ځکه په دې صورت کې د رکوع واجبه اندازه نه ده پوره شوې.
* په رکوع کې سنت طریقه دا ده چې زنګنونه په لاسونو کلک ونیسي په داسې حال کې چې د لاسونو ګوتې به یې يو له بله جدا وي. په یو حدیث شريف کې په صحیح سند سره نقل دي چې: (أن النبي ﷺ کان يقبض علی رکبتيه). []
ژباړه: نبي عليه الصلاة والسلام به په رکوع کې خپل زنګنونه -په لاسونو- نیول. د أبو مسعود انصاري په روايت کې راځي: ( أن النبي ﷺ کان إذا رکع فرج بین أصابعه. () وهذا الحدیث فيه ضعف لکن له شواهد یقویه وهو حدیث وائل بن حجر: (أن النبي ﷺ کان إذا رکع فرج بين أصابعه وإذا سجد ضم أصابعه) [رواه الحاکم]
ژباړه: نبي عليه الصلاة والسلام به په رکوع کې ګوتې پراخې ساتلې. دا حدیث اګر که ضعیف دی لیکن د نورو شواهدو په مرسته يې قوت موندلی دی، چې له هغې جملې نه يو شاهد يې د وائل بن حجر روايت هم دی، وايي چې: نبي کریم ﷺ به په رکوع کې خپلې د لاسونو ګوتې خلاصې ساتلې او د سجدې پر مهال به يې جوختولې. دغه روايتونه په مجموعي ډول په دې دلالت کوي چې زنګنونه په لاسونو نیول په داسې حال کې چې ګوتې خلاصې وي، سنت دي.
* اعتدال (نه ډېر ښکته کېدل او نه ډېر پورته کېدل) په رکوع کې مستحب دی.
دلیل: د انس روايت دی چې: (أن النبي ﷺ قال: اعتدلوا في الرکوع والسجود). [رواه النسائي]
ژباړه: نبي کریم ﷺ فرمایلي دي چې په رکوع او سجده کې ځان برابر کړئ.
د اعتدال مزید وضاحت د عائشې رضي الله عنها په روایت کې راځي چې: (أن النبي ﷺ كَانَ إِذَا رَكَعَ لَمْ يُشْخِصْ رَأْسَهُ).[أَخْرَجَهُ مُسْلِمٌ] أی: لم یخفضه ولم یرفعه.
ژباړه: نبي کریم ﷺ به په رکوع کې خپل سر مبارک نه ډېر ښکته کولو او نه به يې ډېر پورته کولو. یعنې له ملا سره به یې برابر نیولو.
* د تېرو حدیثونو نچوړ (لنډیز) دا دی چې: کله رکوع ته ښکته شې نو ملا به سمه کړې، سر به له ملا سره برابر ونیسې او په دواړو لاسونو به زنګنونه داسې کلک کړې چې ګوتې يوه له بلې څخه جلا وي، که چېرته رکوع په همدې شکل وشي نو دا به په سنت طریقې برابره رکوع وي.
* د «سبحان ربی العظیم» ویلو په مشروعيت کې د هيچا اختلاف نشته، البته راجحه دا ده چې دا د لمانځه له واجباتو څخه دی، د حذیفه په روايت کې راځي چې: (و کان إذا رکع -أي النبي ﷺ- يقول: (سبحان ربي العظيم). [رواه مسلم]
ژباړه: رسول الله ﷺ به په رکوع کې «سبحان ربي العظیم» ویل. او دا په داسې حال کې چې رسول الله ﷺ فرمایلي دي: (صلُّوا كما رأيتُموني أُصلِّي). [رواه البخاري] زه مو چې په کومه طریقه په لمانځه لیدلی یم په هماغه طریقه لمونځ وکړئ.
د عقبه بن عامر څخه روايت دی وايي: دا آیت چې کله نازل شو ﴿فسبح باسم ربك العظيم﴾ [الواقعه:۷۴]، نبي عليه الصلاة والسلام وفرمايل:(اجعلوها في رکوعکم) [] د دې حدیث سند اګر که ضعیف دی، لیکن مخکې ذکر شوي صحیح آحادیث يې د اثبات لپاره کافي دي.
* په رکوع او سجده کې مستحبه دعاء: له عائشې رضي الله عنها څخه نقل دي وايي چې: رسول الله ﷺ به په رکوع او سجده کې دا دعا ویله چې: (سبوح قدوس رب الملائکة والروح). [رواه مسلم]
ژباړه: ډېر پاک دی ډېر مقدس دی د ملائکو او د روح پروردګار.
همدارنګه دا دعا ویل هم مستحب دی چې: (سبحان ذي الجبروت والملکوت والکبریاء والعظمة). [] ژباړه: د هغه ذات پاکي بيانوم چې د ډېر زور، پاچاهۍ، لویي او عظمت څښتن دی.
* په رکوع کې د تسبیح (سبحان ربي العظیم) ویلو واجبه اندازه یو ځلې ده، درې ځلې ویل یې د کمال ټيټه درجه ده، لس ځلې ویل يې د کمال بشپړه اندازه ده، په دې کې بیا دعلماوو درې اقوال دي:
لومړی قول: امام أحمد رحمه الله وايي: له حسن څخه نقل دي چې: د پوره تسبیحاتو اندازه اوهٔ (۷) ځلې ده، منځنۍ اندازه يې پنځه (۵) ځلې او کمه تسبیح درې (۳) ځلې ده.
دویم قول: د تسبیحاتو ويلو لپاره کومه ټاکلې اندازه نشته.
درېیم قول دا دی چې: د تسبیحاتو ویلو په مسأله کې توسع «پراختيا» ده، يعنې کله دې لږه اندازه وویلی شي او کله زیات. بيا هم، څوک یې کم وايي او که زیات، په آحادیثو کې د ادنی الکمال او اقصی الکمال کومه ټاکلې اندازه نه ده راغلې او همدا يې راجح قول دی.
له رکوع نه ووروسته په اطمينان او اعتدال سره ودریدل:
* له رکوع نه تر پورته کېدو ووروسته په اطمينان سره برابر ودریدل د لمانځه له ارکانو څخه یو رکن دی، نبي عليه الصلاة والسلام یوه صحابي ته د لمونځ ښودلو پر مهال وویل:(ثم ارفع حتی تعتدل قائما). [صحیح البخاري] بیا د رکوع نه سر پورته کړه، تر دې چې برابر ودرېږې.
* له رکوع نه پورته کېدل په اعتدال کې داخل دي، ځکه چې اعتدال (برابر ودریدل) له رکوع نه ووروسته کېږي.
* د اعتدال مطلب دا دی چې: له رکوع نه بايد په داسې ډول پورته شې چې د ملا د تیر (هډوکي) هر بند بيرته خپل ځای ته واپس شي او د أدنا درجې -يو ځلې- تسبيح ويلو په اندازه ودرېږي. په يوه حدیث شریف کې راځي چې: (أن النبي ﷺ کان إذا رفع من الرکوع قام حتی يعتدل). ومعنی قام في الحديث أي: بقي قائما حتی يعتدل).
ژباړه: نبي کریم ﷺ به چې کله له رکوع نه پورته شو، نو برابر به ودرید. په دې حدیث کې د «قام» معنی دا ده چې: له پورته کېدو ووروسته به په خپلو ودرېدو باندې ډاډمن شو. اوس نو که يو څوک له رکوع نه په پورته کېدو سره سمدستي سجدې ته لاړ شي، نو په دې صورت کې ترې اعتدال بعد الرکوع پاتې شو او هغه رکن دی، نو لمونځ یې نه کېږي.
ابو حمید د رسول الله ﷺ لمانځه طریقه داسې بیانوي:(فإذارفع رأسه استوی حتی یعود کل قفار مکانه) [رواه البخاري]
ژباړه: رسول الله ﷺ به چې کله له رکوع نه سر مبارک پورته کړ، نو برابر به ودرېد، تر دې چې د ملا د هډوکې هر بند به خپل ځای ته واپس شو.
عائشه صدیقه رضي الله عنها د رسول الله ﷺ د لمانځه په باره کې وايي: (کان إذا رفع رأسه من الرکوع لم يسجد حتی يستوي قائما). [أخرجه مسلم]
ژباړه: نبي کریم ﷺ به چې کله له رکوع نه سر مبارک پورته کړ نو تر هغې به سجدې ته نه ښکته کېده چې په ولاړه به برابر شوی نه ؤ.
* کله چې له رکوع نه پورته شي نو د «سمع الله لمن حمده» په ویلو سره به دواړه لاسونه پورته کړي، څرنګه چې لږ مخکې د ابن عمر رضي الله عنهما په حديث کې يې يادونه وشوه.
د ابو حمید الساعدي په روايت کې راځي چې: (...ثم قال سمع الله لمن حمده ورفع يديه) [أخرجه البخاري] بیا یې «سمع الله لمن حمده» وویل او لاسونه یې پورته کړل.
او د ابن عمر رضي الله عنهما په روايت کې راځي چې: (ثم رفع رأسه ورفع یدیه کذلك).
ژباړه: بيا يې له رکوع نه سر مبارک پورته کړ او لاسونه يې همدغسې اوچت کړل.
په بخاري شریف کې په دې الفاظو راغلي دي: (رأیت رسول الله ﷺ افتتح التکبیر في الصلاة فرفع یدیه حین یکبر حتی یجعلهما حذو منکبیه، وإذا کبر للرکوع فعل مثل ذلك، و إذا قال سمع الله لمن حمده فعل مثله، وقال:ربنا ولك الحمد، و لا یفعل ذلك حین یسجد، و لا حین یرفع من السجود).()
ژباړه:ابن عمر رضي الله عنهما وايي: ما رسول الله ﷺ ولید چې لمونځ یې په تکبیر(الله أکبر) سره پیل کړ او د تکبیر پر مهال یې لاسونه تر اوږو پورې پورته کړل، کله چې رکوع ته ښکته کېده بیا يې هم لاسونه تر اوږو پورته کړل، کله چې له رکوع نه پورته شو «سمع الله لمن حمده» ویلو سره یې هم لاسونه تر اوږو پورې اوچت کړل، سجدي ته د تللو پر مهال او له سجدې نه د پورته کېدو پر مهال یې لاسونه پورته نه کړل.
د(حین یکبر) او (و إذا قال سمع الله لمن حمده فعل مثله) څخه معلومه شوه چې د تکبیر له پیل سره به لاسونه پورته کوی.
* له رکوع نه چې سر پورته کړي نو دا دعا به ووايي: « سمع الله لمن حمده» او ورپسې به ووايي چې: (اللهم ربنا لك الحمد مل ء السموات وملء الأرض، وما بینهما، وملءماشئت من شيء بعد، أهل الثناء والمجد، لامانع لما أعطیت، ولا معطي لما منعت، ولاینفع ذا الجد منك الجد). [رواه مسلم]
ژباړه:ای الله! ته زمونږ پروردګار يې، تالره پوره ستاينه ده، د آسمانونو او زمکي او د هغو تر منځ د مخلوقاتو د ډکوالي په اندازه، او په اندازه د ډکوالي د هغو شیانو چې تا ووروسته غوښتي دي، اې دستاینې او لويي خاونده! ته چې چاته څه ورکړې، د هغه (څوک) بندوونکی نشته، او ته چې (له چانه) څه بند کړې، د هغه (څوک) ورکوونکی نشته، او فائده نه کوي مالدار ته دهغه مال، ستا د عذاب لرې کولو کې.
۞ په احادیثو کې تحمید (ربنا لک الحمد) په مختلفو الفاظو راغلی دی:
۱-ربنا لك الحمد. ای زمونږ پروردګاره! تا لره پوره ستاینه ده.
۲- ربنا ولك الحمد. (واو) پکې زیات دی.
۳- اللهم ربنا لك الحمد.
۴- اللهم ربنا ولك الحمد. (واو) پکې زیات دی.
بهتره داده چې لمونځ کونکی تنوع (کله یوه دعا لوستل او کله بله دعا) وکړي، ټول الفاظ صحې دي کوم یو چې وویل شي جائز دي، لیکن (اللهم ربنا لك الحمد) یا (ربناولك الحمد) اکثر اوقاتو کې ویل په کار دي، ځکه چې دا په أصح روایاتو ثابت دي.
* د قبض او ارسال مسئله
له رکوع نه ووروسته په قومه کې بهتره دا ده چې لاسونه د نیت په شکل د نامه نه بره وتړل شي، که چېرته زوړند پرېښودل شي نو هم څه باک نه لري -إن شاءالله- په دې مسئله کې وسعت دی، ځکه چې په تعین باندې کوم صریح نص نه شته او دا د امام أحمد رحمه الله نه هم نقل دی.
***
* سجدې ته چې ښکته کېږي، سنت طریقه دا ده چې «الله أکبر» ووايي او لاسونه پورته نه کړي.
په دې اړه له ابن عمر رضي الله عنهما څخه په دې الفاظو روايت نقل دی چې: (کان یرفع یدیه حذو منكبيه إذا افتتح الصلاة و إذا کبر للرکوع و إذا رفع رأسه من الرکوع، رفعهما کذلك أيضا و قال: «سمع الله لمن حمده ربنا ولك الحمد» و کان لایفعل ذلك في السجود).
ژباړه: رسول الله ﷺ به چې کله په لمانځه پیل کاوه، نو لاسونه به یې د اوږو تر برابرۍ پورته کول او همدا راز، کله به يې چې رکوع ته ښکته کېدو لپاره تکبير وايه. او کله به يې چې له رکوع نه سر مبارک را پورته کولو، نو لاسونه به يې د اوږو تر برابرۍ پورته کړل او «سمع الله لمن حمده ربنا ولك الحمد» به يې وایه، خو سجدې ته د ښکته کېدو پر مهال به یې لاسونه نه پورته کول.
* پر لمونځ کوونکي واجب دي چې پر اوو اندامونو سجده وکړي.
د ابن عباس رضي الله عنهما په روايت کې راځي وايي چې: (أُمرنا بالسجود علی سبعة أعضاء: الیدین و الرکبتین و القدمین و الجبهة و أشار إلی أنفه). [متفق عليه]
ژباړه: مونږ ته حکم شوی چې پر اوو اندامونو سجده وکړو: په دواړو لاسونو، زنګنونو، قدمونو، تندي او پوزې ته يې اشاره وکړه -چې بايد د تندي سره يې پر زمکه ولګوي-.
(دوه لاسونه، دوه زنګنونه، دوې پښې او تندی سره له پوزې) دا اووهٔ اندامونه شول.
* که چېرې د دغو اوو اندامونو څخه کوم یو پر زمکه ونه لګیده، نو سجده یې باطله ده، ځکه چې په رکن کې خلل راغی او سجده د لمانځه له أرکانو څخه ده. په سجده کې تندی او پوزه دواړه پر زمکه لګول واجب دي، که چېرته یوازې په تندي اکتفاء وکړي، نو سجده یې ناقصه ده. همدا راز که یوازې په پوزه اکتفاء وکړي او تندی ونه لګوي، نو د صحابه کرامو په اجماع سره يې سجده باطله ده () ځکه چي تندی اصل دی او دا ظاهر د حدیث هم دی لکه چې مخکي تېر شو.
* سجدې ته د ښکته کېدو پر مهال به لومړی لاسونه لګوئ او که زنګنونه؟
کله چې لمونځ کونکی سجدې ته ښکته کېږي نو په کار ده چې خپل زنګنونه مخکې کړي بیا دې لاسونه ولګوي او که يې لاسونه مخکې ولګول، نو هم صحیح ده، په دواړو صورتونو کې لمونځ د علماوو په اتفاق سره صحيح دی، اختلاف په أفضلیت کې دی، چې لومړی لاسونه لګول غوره دي او که زنګنونه؟ نو غوره دا ده چې لومړی زنګنونه ولګول شي او بیا لاسونه. دا د عمر بن الخطاب نه هم نقل دي او متبعه سنت دي، کېدی شي چې د رسول الله ﷺ نه يې هم اوریدلي وي، په هر حال په دې مسئله کې کوم صحیح مرفوع حدیث نشته.
امام ترمذي رحمه الله وايي: و العمل عليه عند أکثر أهل العلم، يرون أن يضع الرجل رکبتيه قبل يديه، و إذا نهض رفع يديه قبل رکبتيه).( )
ژباړه: د اکثره علماوو په دې عمل دی. د دوی په اند لمونځ کوونکی بايد زنګنونه له لاسونو څخه مخکې ولګوي او کله چې -له سجدي نه- پورته کېږي، نو لاسونه له زنګونو څخه مخکې پورته کړي.
* په سجده کې مجافاة (مټې له اړخونو نه جدا ساتل) مستحب دي او ځینې علماء ورته واجب وايي.
۞ د مجافاة پر سنتوالي دلائل:
۱ـــ د عبد الله بن بحينه په روايت کې راغلي دي چې: ( أن النبي ﷺ کان إذا صلی فرج بین یدیه، حتی یبدو بیاض إبطیه). [متفق عليه]
ژباړه: نبي کریم ﷺ به چې کله لمونځ کولو، نو لاسونه به یې د اړخونو نه دومره جدا ساتل چې د تخرګونو سپینوالی به یې ښکارېده. دا حدیث په صحیحینو کې دی، د تخرګونو سپینوالی هغه وخت ښکاري چې کله مټې له اړخونو نه پوره لرې وساتل شي. له دې کبله صحابه وو به د رسول الله ﷺ تخرګونه مبارک لیدل.
۲- عن أنس بن مالك عن النبي ﷺ قال: (اعتدلوا في السجود، ولايبسط أحدکم ذراعيه انبساط الکلب). [متفق عليه]
ژباړه: انس بن مالک له نبي کريم ﷺ څخه نقل کوي چې ويې فرمایل: تاسې په سجده کې اعتدال «ميانه روي» وکړئ او له تاسې نه دې څوک د سپی په شان خپلې څنګلې په زمکه نه خوروي.
په سجده کې له اعتدال کولو نه مطلب دادی: چې توسط بین الافتراش والقبض وکړئ، یعنې لاسونه (ورغوی) به پر زمکه کېږدئ او څنګلې به د زمکې نه اوچتې وساتئ اوخېټه به له ورون څخه ليرې کړئ.
۳- عن عائشة رضي الله عنها: (أن النبي ﷺ کان ينهی أن يفترش الرجل ذراعيه افتراش السبع). [أَخْرَجَهُ مُسْلِمٌ]
ژباړه: عائشه صدیقه رضي الله عنها وايي: نبي کریم ﷺ به خلک له دې نه منعه کول چې یو څوک په سجده کې د ځناور په څېر خپلې څنګلې پر زمکه خورې کړي.
۴- وعن أبی حمید: (أن النبي ﷺ إِذَا سَجَدَ وَضَعَ يَدَيْهِ غَيْرَ مُفْتَرِشٍ وَلَا قَابِضِهِمَا، وَاسْتَقْبَلَ بِأَطْرَافِ أَصَابِعِ رِجْلَيْهِ القِبْلَةَ). [اخرجه البخاري]
ژباړه: له أبو حمید څخه نقل دي چې: رسول الله ﷺ به کله سجده کوله نو لاسونه به یې په داسې شان پر زمکه ايښودل چې نه به يې څنګلې پر زمکې غوړولې او نه به يې له اړخونو سره پيوسته ساتلې او د پښو د ګوتو سرونه به یې قبلې ته مخامخ کول.
۵- و عن جابر قال: قال رسول الله صلی الله وعليه وسلم:(إذا سجد أحدکم فليعتدل، و لايفترش ذراعيه افتراش الکلب). [صحيح الترمذي]
ژباړه: له جابر څخه نقل دي چې ويل يې: رسول الله ﷺ فرمايلي دي: کله چې یو تن له تاسې نه سجده کوي نو درمیان والی دې وکړي او څنګلې دې د سپي په شان پر زمکه نه غوړوي.
۶- وعن ابن عباس رضي الله عنهما قال: (أتيت النبي ﷺ من خلفه، فرأيت بياض إبطيه وهو مجخ قد فرج بين يديه). [مسند امام احمد] ومعنی (مجخ) أي فتح عضدیه وجافاهما عن جنبيه ورفع بطنه عن الأرض.
ژباړه: د ابن عباس رضي الله عنهما نه روایت دی وايي: زه د نبي عليه الصلاة والسلام د شا له طرفه د هغه په لور را روان وم نو د هغه مبارک د تخرګونو سپينوالی مې ولید، په داسې حال کې چې مټې مبارکې یې آزادې نيولې وې، دواړه لاسونه يې يو له بل نه جدا وو. (مجخ) معنا دا ده چې مټې خلاصې کړي او له اړخونو نه يې جدا وساتي او خېټه له زمکې نه پورته ونيسي.
* په سجده کې د دواړو لاسونو اېښودلو دوې طریقې دي: یوه دا چې د لاسونو ګوتې له اوږو سره برابرې کېږدي. دویمه دا چې له غوږونو سره يې برابرې کړي، د لمونځ کوونکي خوښه او اختیار دی چې په کوم یوه عمل کوي دواړه طریقې په صحيحو احادیثو کې ثابتې دي.
* په سجده کې سنت طریقه دا ده چې لمونځ کونکی خېټه له ورنونو څخه جدا وساتي، لکه مخکې حديث کې چې یادونه وشوه.
د ابو حمید الساعدي په روايت کې راځي چې: (أن النبي ﷺ إذا سجد فرج بين فخذيه غيرحامل بطنه علی شیء من فخذيه). [اخرجه أبو داود]
ژباړه: نبي کريم ﷺ به چې کله سجده کوله نو ورنونه به یې یو له بل نه جدا ساتل او خېټه به یې د ورنونو پر کومه برخه باندې نه وراچوله. دا حدیث په دې الفاظو ضعیف دی، لیکن د کیفيت بیانولو پهخاطر مې راوړی دی، قوي دلیل په دې مسئله کې د ابن عباس رضي الله عنهما هغه روايت دی چې مخکې تېر شو.
له دغو دوه حدیثونو نه څرګنده شوه چې ورنونه بايد یو له بله جدا وساتلی شي، همدغه شان خېټه پر ورنونو بار نکړی شي.
* د سجدې پر مهال سنت طریقه دا ده چې د پښو ګوتې قبلې ته مخامخ کړی شي.
په دې کې د فقهاوو اختلاف دی، خو مهمه دا ده چې په دې مسئله کې وسعت دی، لمونځ کوونکی اختیار لري چې جوختوي يې او که يې ليرې ساتي، خو له احادیثو نه قدمونه له یو بل سره جوختول غوره معلومېږي، لکه څنګه چې د وائل بن حجر په روايت کې راځي چې: (أن النبي ﷺ کان إذا رکع فرج بین أصابعه، و إذا سجد ضم أصابعه). [رواه الحاکم]
* ژباړه: رسول الله ﷺ به چې کله رکوع کوله نو خپلې ګوتې به يې يوه له بلې جدا ساتلې او په سجده کې به یې سره جوختولې. دا حدیث په دې دلالت کوي چې د سجدې په حالت کې به ګوتې جوختوي، سند یې حسن درجه کې دی، او هغه أحادیث یې هم تقویه کوي چې په کې ګوتې قبلې ته مخامخ کول راغلي دي، ګوتې قبلې ته مخامخ کول د دې تقاضا کوي چې قدمونه یو بل سره پيوست کړی شي.
۞ لنډه دا چې د سنت طریقې مطابق سجده هغه ده چې په لاندې شپږو صفاتو سمباله وي:
۱- څنګلي به پر زمکه نه خوروي، بلکې له زمکې نه به يې اوچتې ساتي.
۲- لاسونه به له اړخونو څخه جلا ساتي، تر دې چې د تخرګونو سپينوالی ښکاره شي.
۳- په سجده کې به لاسونه د غوږونو یا د اوږو تر برابرۍ پورته کوي.
۴- قدمونه به سیده ودروي او ګوتې به د قبلی طرف ته مخامخ کوي.
۵- خېټه به له ورونو څخه ليرې ساتي.
۶- دلاسونو ګوتې به قبلې ته مخامخ کوي.
کله چې سجده په دغو شپږو صفاتو برابره وي، نو بیا د سنت طریقې موافقه سجده ده او که چېرې کوم صفت په کې کم شي نو په دې صورت کې سجده صحيحه ده، ځکه دغه صفات مستحب دي. په پرېښودو سره يې په لمانځه کې کوم فساد او یا بطلان نه راځي، مګر دومره ده چې سنت طریقه کې يې نقصان او کمی ضرور راځي.
* لمونځ کوونکي ته په اوو (۷) اندامونو سجده کول په کار دي، که څه هم د زمکی او د دی اندامونو تر منځ کوم حائل هم وي، مګر د تندي او زمکې تر منځ حائل (پرده) بغیر د حاجت نه مکروه ده، د مثال په توګه: په لمن سجده کول او که حاجت ؤ، لکه سخته ګرمي وه، پر زمکه تندی لګول ګران ؤ، لمانځه ته خشوع نه برابرېده، نو بیا پرته له کراهته پر لمن یا د بل شي له پاسه سجده کول جائز دي، صحابه کرامو به ځينې وخت د ډېرې زیاتې ګرمۍ له کبله پر لمنو باندې سجده کوله.
* په سجده کې به دا دعا وايي: « سبحان ربي الأعلی». په صحیح مسلم کې د حذیفه په روایت حدیث دی چې: أن النبي ﷺ کان إذا سجد قال: (سبحان ربي الأعلی).
ژباړه: نبي اکرم ﷺ به په سجده کې « سبحان ربي الأعلی» ویله، چې معنی يې ده: «پاکي بيانوم د خپل پروردګار چې ډير اوچت دی».
د عقبه په روايت کې راغلي دي: (لما نزل -سبح اسم ربي الأعلی- قال النبي ﷺ: اجعلوها في سجودکم). [أخرجه أبو داود و ابن ماجة]
ژباړه: کله چې ﴿سبح اسم ربك الأعلی﴾ سورت نازل شو، نبي کریم ﷺ وفرمايل: دا په سجده کې ولولئ.
* په سجده کې چې د کومو دعاګانو ویل مستحب دي د هغو يادونه لږ مخکې د رکوع په دعاګانو کې شوېده.
***
* د دوه سجدو تر منځ کښېناستل د لمانځه له ارکانو څخه دی، دلیل يې: د نبي کریم ﷺ دا فرمان دی چې: (ثم ارفع حتی تطمئن جالسا). [متفق عليه]
ژباړه: بیا له سجدې نه پورته شه تر دې چې په کښېناستلو ډاډمن شې. له دې څخه معلومېږي چې له سجدي نه سر پورته کول یو رکن دی او د دوه سجدو تر منځ کښېناستل بل رکن.
* سنت طریقه دا ده چې کله د اولې سجدې نه سر پورته کړي نو تکبیر به ووايي او د دوه سجدو تر منځ به کښېني، حدیث شریف کې راځې: (أن النبي ﷺ کان یکبر في کل خفض ورفع). []
ژباړه: نبي اکرم عليه الصلاة والسلام به په هر ځل ښکته کېدو او پورته کېدو سره تکبیر وايه.
* د دوه سجدو تر منځ کښېناستل د لمانځه له ارکانو څخه دی، دلیل: حدیث کې راځي رسول الله ﷺ یوه صحابي ته دلمانځه طریقه ښودله، نو ورته ویې فرمایل: (ثم ارفع حتی تطمئن جالسا). [متفق عليه] بيا -له سجدې نه -پورته شه تر دې چې په کښېناستلو ډاډمن شې.
د عائشې رضي الله عنها په حديث کې راغلي دي چې: (أن النبي ﷺ کان إذا رفع رأسه من السجدة لم يسجد حتی يستوي جالسا). [رواه مسلم]
ژباړه: نبي کريم ﷺ به چې کله له –ړومبۍ- سجدې نه سر مبارک راپورته کړ، نو –دویمه- سجده به يې تر هغې نه کوله چې برابر به کښېناست.
* د دوو سجدو تر منځ د ناستې طریقه: چپه پښه (قدم) به څملوي او ښۍ پښه به ودروي. همدا کیفيت د عائشې رضي الله عنها په حدیث کې بیان شوی دی، فرمايي: (أن النبي ﷺ کان إذا جلس افترش اليسری، و نصب اليمنی). []
ژباړه: نبي عليه الصلاة والسلام به چې کله د دوه سجدو تر منځ کښېناسته نو کیڼه (چپه) پښه به یې هواره کړه او ښۍ پښه به یې ودروله. دا حدیث په صحیح مسلم کې دی. د ابو حمید په روايت کې هم نقل دي چې: (أنه ﷺ کان يفعل ذلك).[] او په همدې طریقه ټولو مسلمانانو عمل کړی دی، چې له مخکنيوو سلفو نه ورته پاتې ده.
* د دواړو سجدو ترمنځ په ناسته کې د لاسونو اېښودلو سنت طریقه:
په څرګنده توګه له احادیثو نه دا معلومېږي چې لمونځ کونکی به دواړه لاسونه په ورنونو کېږدي، په داسې حال کې چې د لاسونو ګوتې به يې خلاصې وي، یعنې د څپېړې په شکل او په مسواکه ګوته اشاره کول ورته جائز نه دي.
* مستحبه دا ده چې د ښۍ پښې ګوتې به قبلې ته مخامخ کړي، ځکه چې ښۍ پښه (قدم) ودرول سنت دي او کله چې پښه ودروله شي نو ګوتې يې خامخا قبلې ته مخامخ کېږي.
* د دوو سجدو تر منځ دعا ویل واجب دي او دا دعا به درې ځلې وايي: (رب اغفرلي).اې الله ما ته بښنه وکړې، که درې ځلې نه زیات وویل شي نو څه باک نه کوي. په يوه صحیح حدیث کې له حذیفه نه ثابت دي چې: (أن النبي ﷺ کان يقول بين السجدتين: (رب اغفرلي، رب اغفرلي). [رواه النسائي]
ژباړه: نبي عليه الصلاة والسلام به د دوه سجدو تر منځ دا دعا ویله: (رب اغفرلی،رب اغفرلی). علما وايي دا دعا به رسول الله ﷺ باربار ویله، ځکه چې رسول الله به د دوه سجدو تر منځ د سجدې په مقدار کښېناسته.
له ابن عباس نه نقل دی: (أن النبي صلی الله عليه وسلم کان یقول ذکرا آخر وهو: (اللهم اغفرلي، وارحمني، واهدني، وارزقني). [رواه الترمذي]
ژباړه: نبي کریم ﷺ به دا دعاء هم ویله چې: (اللهم اغفرلي، وارحمني...) اې الله! ما ته بښنه وکړې او په ما رحم وکړې او هدایت راته وکړې او روزي راته راکړې. ځینې حفاظو (محدثینو) دې حدیث ته د ضُعف اشاره کړې ده. د امام أحمد رحمه الله په نظر د حذیفه په روایت چې کوم حدیث مخکې تېر شو، هغه د ابن عباس رضي الله عنهما د روایت په نسبت ډېر قوي دی، لیکن د ابن عباس رضي الله عنهما په روایت چې کومه دعاء ده، ویل یې جائز دي، کوم باک نه لري.
* له دویمې سجدې نه ووروسته کښېناستل: دویم رکعت ته له پورته کېدو نه مخکې لږ غوندې کښېناستل په کار دي، چې دې ناستې ته د فقهاوو په اصطلاح کې «جلسة الاستراحة» وايي. دا جلسه زيات نه زيات د استحباب په درجه کې ده، يعنې که چا ونه کړه باک نه لري.
لمونځ کوونکی چې کله دویم رکعت ته پاڅېږي نو لاسونه به پر زمکه تکیه کوي او که په زنګنونو؟ د مصنف حفظه الله په نظر «جلسة الاستراحة» مستحبه نه ده، یعنې فوراً به پاڅېږي په داسې حال کې چې لاسونه به په زنګنونو تکیه کړي، نه پر زمکه.
***
* دویم رکعت هم د ړومبي رکعت په څېر اداء کول په کار دي، ځکه چې نبي کریم ﷺ یوه صحابي ته د لمونځ ښودلو پر مهال وفرمايل: (ثم افعل هذا في صلاتك کلها). [متفق عليه]
ژباړه: بيا په ټول لمانځه کې همدغسې کوه، یعنې په اول رکعت کې چې دې څه کړي او ويلي، په پاتې ټولو رکعتونو کې همدغسې وکړه.
۞ دغه لاندې څو کارونه په دویم رکعت کې نشته:
۱- تکبیرتحریمه: په دویم رکعت کې تکبیر تحریمه نشته، ځکه دغه تکبیر د لمانځه د پیل کولو لپاره مشروع شوی دی او په دې تکبیر سره د لمانځه پیل په اول رکعت کې شوی دی.
۲- د استفتاح دعاء: د لمانځه شروع کولو دعاء يوازې په ړومبي رکعت کې مقرره شوې ده، په دویم رکعت کې يې لوستل نشته، که په اول رکعت کې درنه هېره شي یا يې قصداً پرېږدې، نو بیا يې هم ویل نشته، ځکه د دې محل (د ویلو ځای) اول رکعت ؤ او هغه فوت شوی دی.
۳- نیت تازه کول: دویم رکعت کې دوباره نیت کول نشته د لمانځه په شروع کې چې کوم نیت شوی وي، همغه د ټولو رکعتونو لپاره کافي دی.
***
* په ړومبۍ قاعده کې د لاسونو اېښودلو دوې طریقې دي: په کومه طریقه مو چې عمل وکړ صحیح ده، ځکه چې دواړه طریقې په احادیثو کې ثابتې دي.
لومړۍ طریقه: ښی لاس به په ښي ورون او چپ لاس به په چپ ورون (پتون) باندې کېږدې، د عبد الله بن الزبیر رضي الله عنهما په روايت کې راځې چې: (أن النبي ﷺ کان إذا جلس وضع یده الیمنی علی فخذه الأیمن ویده الیسری علی فخذه الأیسر، و ألقم یده الیسری رکبته). و هذا اللفظ ثابت في صحیح مسلم.
ژباړه:کله به چې نبي عليه الصلاة والسلام تشهد ته کښېناست ښی لاس به يې په ښي ورون او چپ لاس به يې په چپ ورون کېښود. دا حدیث په دې الفاظو په صحیح مسلم کې شته. د (و القم) معنی علماوو داسې کړې چې: یجوف کفه الیسری قابضة علی رکبته الیسری. یعنې په چپ ورغوي به چپ زنګون په داسې ډول ونيسي چې ګوتې يې يو تر بله پرانستې وي.
دویمه طریقه: ښی لاس به پر ښي زنګون او چپ لاس به پر چپ زنګون کېږدي، د ابن عمر رضي الله عنهما په روايت کې راځي چې: (أن النبي ﷺ کان إذا جلس وضع یدیه علی رکبتیه) و هذا ایضا ثابت في صحیح مسلم.
ژباړه: نبي کریم ﷺ چې به کله تشهد ته کېناست نو لاسونه به یې پر زنګنونو کېښودل.
* ځنې وخت چپ لاس پر چپ زنګون باندې په داسې ډول ایښودل چې ګوتې يې پرانستې وي، سنت دي، لکه مخکې چې د عبدالله بن الزبیر رضي الله عنهما په حديث کې په دې الفاظو تېر شول چې (والقم یده الیسری رکبته). نو مناسبه دا ده چې دا د تورک په حالت کې وشي، ځکه له تورک نه غير په تلقیم کولو کې تکلف او مشقت دی.
۞ د تشهد پر مهال د لاسونو ایښودلو درې کیفیته په احادیثو کې راغلي دي:
د تشهد پر مهال دلاسونو ایښودلو درې کیفيته په احادیثو کې راغلي دي: په کوم کیفيت چې عمل وشي جائز دی، بهتره دا ده چې کله په اوله طریقه عمل وکړي، کله په دویمه او کله په درېيمه، درېواړه طریقې سره له دلیله په لاندې توګه ذکر کېږی:
۱- دښي لاس کوچنۍ او ور سره دویمه ګوته به را بندې کړي او د منځ ګوته به د غټي ګوتي سره یو ځای کړۍ «حلقه» کړي او په شهادت ګوته (مسواک ګوته) به د الله تعالی د توحید اشاره وکړي، دا طریقه د وائل بن حجر رضي الله عنه په حدیث کې راغلې ده، او هغه صحیح روایت دی.
۲- د شهادت له ګوتې نه غیر د لاس نوري ټولې ګوتې به رابندې کړي او غټه ګوته به د شهادت ګوتې له بیخ سره کېږدي او په مسواک ګوته به اشاره وکړي، په صحیح مسلم کې د ابن عمر رضي الله عنهما په حديث کې راغلي دي: (أن النبي ﷺ قبض علی یدیه ثلاثة و خمسین). [رواه مسلم]
ژباړه: نبي کریم ﷺ د لاس د ګوتو په رابندولو سره د دري پنځوس عدد شکل جوړ کړ.
۳- د ښي لاس ګوتې به ټولې رابندې کړي، غیر د شهادت له ګوتي نه، بیا به په همدې ګوته اشاره وکړي، دا طریقه هم په صحیح مسلم کې د ابن عمر رضي الله عنهما په روایت کې راغلې ده، وايي: (أن النبي ﷺ قبض أصابعه کلها و أشار بالسبابة). [رواه مسلم]
ژباړه: نبي عليه الصلاة والسلام ټولې ګوتې رابندې کړې او په سبابه ګوته یې اشاره وکړه.
* دغه ذکر شوې طریقې لکه د ګوتو رابندول او اشاره کول يوازې تشهد ته د ناستې پر مهال دي، د دوو سجدو په منځ وغیره کې نشته، ابن عمر رضي الله عنهما وايي: (إذا قعد للتشهد) یعنې دغه مذکورې طریقې به صرف تشهد ته د ناستې پر مهال کوي.
* د اشارې کولو پر مهال به د شهادت ګوته اوچته نیسي، ټیټ نیول، یا خوځول يې نشته، ځکه په صحیحو احادیثو کې يې چېرته يادونه نه ده راغلې! په داسې حال کې چې اصل په عباداتو کې توقیف دی.
په صحیح مسلم کې د عبد الله بن الزبیر رضي الله عنهما په روایت کې راغلي دي: (کان رسول الله ﷺ إذا قعد في الصلاة جعل قدمه اليسری بين فخذه وساقه، و فرش قدمه اليمنی، و وضع يده اليسری علی رکبته اليسری، و وضع يده اليمنی علی فخذه اليمنی وأشار بإصبعه). [رواه مسلم]
ژباړه: کله به چې نبي اکرم ﷺ په لمانځه کې تشهد ته کښېناست، نو د چپې پښې قدم به یې د ورون او پُنډۍ په مابین کې ساتلو او د ښۍ پښې قدم به یې هوار کړ، چپ لاس به یې پر چپ زنګون او ښی لاس به یې پر ښي ورون کېښود او په مسواک ګوته به یې اشاره وکړه.
همدا رنګه په مسلم شریف کې د عبد الله بن عمر رضي الله عنهما په روایت شوي بل حدیث کې راځي: (أن رسول الله ﷺ کان إذا قعد في التشهد وضع يده اليسری علی رکبته اليسری ووضع يده اليمنی علی رکبته اليمنی وعقد ثلاثة وخمسين وأشار بالسبابة). [رواه مسلم]
ژباړه: رسول الله صلی الله عليه وسلم به چې کله تشهد ته کښېناست، نو چپ لاس به یې پر چپ زنګون او ښی لاس به یې پر ښي زنګون کېښود. د دري پنځوس عدد شکل به يې جوړ کړ او په سبابه ګوته به یې اشاره وکړه.
په مسند أحمد کې د وائل بن حجر نه نقل دي وايي: (رأيت النبي ﷺ حين کبر رفع يديه حذاء أذنيه، ثم حين رکع، ثم حين قال: سمع الله لمن حمده رفع يديه، ورأيته ممسکا يمينه علی شماله في الصلاة، فلما جلس حلق بالوسطی والإبهام وأشار بالسبابة، و وضع يده اليمنی علی فخذه اليمنی، ووضع يده اليسری علی فخذه اليسری).
ژباړه: له وائل بن حجر نه روايت دی وايي چې: نبي کریم ﷺ مې ولید چې کله يې لمانځه ته «الله أکبر» وايه، نو دواړه لاسونه يې د غوږونو تر برابرۍ پورته کړل، بيا کله چې رکوع ته لاړ او هغه مهال چې «سمع الله لمن حمده» يې وویله نو لاسونه يې پورته کړل او په لمانځه کې مې په داسې حال کې ولید چې ښی لاس یې د چپ لاس له پاسه نیولي ؤ. او کله چې ـــ تشهد ته -کېناست نو منځنۍ ګوته يې له غټې ګوتې سره یو ځای کړۍ کړه او په سبابه ګوته یې اشاره وکړه. ښی لاس یې په ښي ورون او چپ لاس یې پر چپ ورون باندې ايښی ؤ.
په دغو ټولو ذکر شويوو صحیحو احادیثو کې د اشارې کولو یادونه راغلې، خو اشارې سره د ګوتې خوزولو يادونه په یوه حدیث کې هم ونه شوه.
* اوله قاعده د لمانځه له واجباتو څخه ده. که چېرې په هېره سره پاتې شې نو سجده سهوه لازمېږي او د وجوب دلائل یې دا دي:
۱- رسول الله ﷺ ورباندې مداومت «همیشوالی» کړی او په حدیث کې راغلي دی چې: (صلوا کما رأيتموني أصلي). [متفق عليه].
ژباړه: هماغسې لمونځ اداء کړئ چې څنګه مو زه په لمونځ کولو ليدلی يم.
او که په هېره ترې پاتې شي، نو بیا یې هم په سجده سهوې سره نقصان جبیره کېدی شي.
۲- د ابن مسعود په روایت حدیث دی چې: (قولو: التحیات لله). [رواه الشيخان] التحیات لله «تشهد» ووایئ. يعنې أمر یې کړی او أمر په وجوب دلالت کوي.
۳- رسول الله ﷺ په تشهد ډېر اهتمام (پاملرنه) کړې چې دا هم پر وجوب دلالت کوي لکه څنګه چې د ابن عباس رضي الله عنهما په روايت کې راغلي دي وايي: (کان رسول الله ﷺ یعلمنا التشهد کما یعلمنا السورة من القرآن، فيقول: قولوا: التحيات المبارکات،الصلوات الطيبات لله، سلام عليك أیها النبي ورحمة الله وبرکاته، سلام علينا، وعلی عباد الله الصالحين، أشهد أن لا إله إلا الله، و أشهد أن محمدا رسول الله ).[رواه مسلم]
ژباړه: ابن عباس رضي الله عنهما وايي: مونږ ته به رسول الله ﷺ تشهد داسې راښودلو، لکه د قرآن کریم سورت به يې چې راښودلو، راته ويل به يې چې: ووايئ: (التحیات المبارکات...) ټول ژبنې مبارک عبادتونه او بدني پاک عبادتونه الله جل جلاله لره دي، سلام او د الله رحمتونه او برکتونه دې وي په تا اې پیغمبره، سلام دې وي پر مونږ او د الله په نيکو بندګانو، زه ګواهي ورکوم چې بې له الله جل جلاله بل هيڅوک د بنده ګۍ لائق نشته، او زه ګواهي ورکوم چې محمد ﷺ د الله پیغمبر دی.
د تشهد دعاء د ابن مسعود په روایت کې په دې الفاظو راغلې ده چې: (التحیات لله والصلوات و الطیبات، السلام عليك أیها النبي ورحمة الله وبرکاته، السلام علینا وعلی عباد الله الصالحین، أشهد أن لا إله إلا الله، وأشهد أن محمدا عبده ورسوله). دا روایت په صحیحینو کې را غلی او په أئمه وو کي امام أحمد رحمه الله غوره کړی دی.
قال الإمام أبوعیسی الترمذي رحمه الله (حدیث ابن مسعو قد روي عن غیر أوجه وهو أصح حديث روي عن النبي ﷺ في التشهد، والعمل عليه عند أکثر أهل العلم من أصحاب النبي ﷺ ومن بعدهم من التابعين. [الجامع الصحيح سنن الترمذي]
ژباړه: ټول ژبنې، بدني، او مالي عبادتونه الله جل جلاله لره دي، سلام او د الله رحمتونه او برکتونه دې وي پر تا ای پیغمبره، سلام دې وي پر مونږ او د الله پر نیکو بنده ګانو، ګواهي ورکوم چې له الله تعالی نه پرته بل هيڅوک د عبادت وړ نشته او ګواهي ورکوم چې محمد ﷺ د الله بنده او رسول دی. امام ترمذي رحمه الله وايي: د ابن مسعود په ډېرو سندونو کې راغلي دي چې دا په تشهد کې له رسول الله صلی الله عليه وسلم نه صحيحترين روایت دی. د صحابه کرامو، او تابعینو له جملې نه ډېرو د علم خاوندانو پرې عمل کړی دی.
۞ په تشهد کې نور آحادیث هم راغلي دي:
۱- د عمر بن الخطاب حديث په دې الفاظو راغلی دی چې:
(التحيات الزاکيات لله، والصلوات الطيبات لله...) [أخرجه مالك في الموطأ] باقي الفاظ یې د ابن مسعود د حدیث په شان دي. دغه تشهد امام مالک رحمه الله غوره کړی دی.
۲- په دې اړه د ابن عباس رضي الله عنهما حديث هم په دې الفاظو راغلی دی چې: (التحيات المبارکات، والصلوات الطيبات لله....) [أخرجه مسلم]. باقي الفاظ یې د ابن مسعود د حدیث پشان دي او دغه تشهد امام شافعي رحمه الله غوره کړی دی.
د تشهد کومې درې ډوله دعاګانې چې پاس ذکر شوې، د هغو له جملې نه چې هره يوه يې وویل شي، لمونځ صحيح دی. ولې بهتره دا ده چې لمونځ کونکی کله یو تشهد ووايي او کله بل. د دې لپاره چې په ټولو احادیثو عمل راشي، هڅه دې وکړي چې په زياتو وختونو کې هغه تشهد ووايي کوم چې د ابن مسعود په روايت نقل دی، ځکه چې دا په صحیحینو کې راغلی او أصح روایت دی. د ترجيح نور اسباب يې هم مصنف په اصل کتاب کې ذکر کړي دي.
* په اول تشهد کې درود شریف (اللهم صل) ویل نشته، ځکه چې دا په وروستي تشهد پورې خاص دی.
ابن القیم رحمه الله وايي: ( التشهد الأول تخفيفه مشروع، و کان النبي ﷺ إذا جلس فيه کأنه علی الرضف، و لم يثبت عنه أنه کان یفعل ذلك فيه - أي الصلاة عليه ﷺ في التشهد الأول – و لا علّمه للأمة و لا يُعرف أن أحدا من الصحابة استحبه).()
د ړومبي تشهد لنډول يو مشروع کار دی، نبي عليه الصلاة والسلام به چې کله ړومبي تشهد ته کښېناست، ګویا په ګرم کاڼي ناست دی – يعنې لنډولو به يې– له نبي عليه الصلاة والسلام نه په ړومبي تشهد کې درود ثابت نه دی او نه یې په دې اړه امت ته ښودنه کړې، همدا راز په صحابه وو کې هم چا ورته مستحب نه دی ویلي.
***
* له ړومبي تشهد نه درېیم رکعت ته پورته کېدو پر مهال لاسونه اوچتول سنت دي. د ابن عمر رضي الله عنهما په اړه نقل دي چې: (کان إذا دخل في الصلاة کبر و رفع یدیه، و إذا رکع رفع یدیه، و إذا قال: سمع الله لمن حمده) رفع یدیه، و إذا قام من الرکعتین رفع یدیه. و رفع ذلك ابن عمر إلی النبي ﷺ. [صحيح البخاري] و بوب البخاری: (باب رفع اليدين إذا قام من الرکعتين).
ژباړه: ابن عمر رضي الله عنهما به چې کله لمانځه ته داخلېده نو تکبير به يې ووايه او دواړه لاسونه به یې د اوږو تر برابرۍ پورته کړل او چې کله به رکوع ته ښکته کېده نو لاسونه يې پورته کول او چې کله به يې «سمع الله لمن حمده» وویله نو لاسونه به يې پورته کړل او چې کله به له دویم رکعت نه پورته کېده نو بیا یې هم لاسونه پورته کول. ابن عمر رضي الله عنهما ددې نسبت رسول الله ته کړی دی. امام بخاري رحمه الله په دې عنوان مستقل باب تړلی دی چې: (باب: له دويم رکعت نه د پاڅېدلو پر وخت د لاسونو پورته کول).
د ابو حمید الساعدي په اړه نقل دي چې: أنه کان في عشرة من أصحاب رسول الله ﷺ منهم ابوقتادة و قال أبوحمید: (أنا أعلمکم بصلاة رسول الله ﷺ إلی أن قال: ثم إذا قام من الرکعتين کبر، و رفع يديه حتی یحاذي بهما منکبيه، کما کبر عند افتتاح الصلاة). [سنن أبي داود]
ژباړه: هغه د لسو صحابه کرامو سره ؤ چې په دوث کې ابو قتاده هم موجود ؤ نو ابوحميد وويل چې: زه په تاسې کې د رسول الله ﷺ په لمانځه باندې ښه پوهسږم... تر دې پورې چې ويې ويل: بيا به چې هغه ﷺ له دويم رکعت نه پاڅېده نو دواړه لاسونه به يې پورته کړل تر دې چې د دواړو اوږو سره به يې برابر کړل، هماغسې لکه د لمانځه په شروع کې به یې چې تکبير وايه -او لاسونه به يې ورسره پورته کول-.
* لمونځ کوونکی به باقي لمونځ -یعنې درېیم او څلورم رکعت- د ړومبي او دویم رکعت په شان اداء کوي. نبي عليه الصلاة والسلام يوه صحابي ته د لمانځه ښودلو پر مهال وفرمایل: (ثم افعل هذا في صلاتك کلها). [متفق عليه]
ژباړه: بيا په ټول لمانځه کې همدغسې کوه.
***
* آخرې تشهد د لمانځه له ارکانو څخه یو رکن دی. د ابن مسعود رضي الله عنه په روايت کې راځي، هغه وايي چې: (کنا نقول قبل أن يُفرض التشهد: السلام علی الله، السلام علی جبریل، السلام علی میکاييل، فقال النبي ﷺ: قولو التحيات لله....).[رواه النسائي]
ژباړه: له تشهد فرض کېدو نه وړاندې به مونږ داسې ويل چې: السلام علی الله، السلام علی جبریل، السلام علی میکاييل، نو نبي عليه الصلاة والسلام راته وفرمايل: داسې ووايي چې: التحیات لله.......
د تشهد پر فرضيت باندې بل دليل دادی چې: رسول الله ﷺ ورباندې مداومت «همیشوالی» کړی دی، کله يې هم نه دی پريښی.
په داسې حال کې چې رسول الله فرمايي: (صلوا کما رأيتموني أصلي). [متفق عليه]
* په وروستۍ قاعده کې درود شریف -اللهم صل...- لوستل سنت مؤکد دي او ځینې علماء ورته واجب وايي.
۞ د درود شریف د مؤکد والي دلائل:
۱- د فضالة بن عبید الله حديث دی چې: (أن رسول الله ﷺ رأی رجلا يصلي لم یحمد الله ولم يمجده، ولم يصل علی النبي ﷺ فقال النبي ﷺ:"عجل هذا" ثم دعاه النبي ﷺ فقال:"إذا صلی أحدکم فليبدأ بحمد ربه والثناء عليه، وليصل علی النبي ﷺ، وليدع ماشاء). [سنن البيهقي]
ژباړه: رسول الله صلی الله عله وسلم يو سړی ولیده چې لمونځ یې کولو خو په لمانځه کې يې نه د الله ستاینه وکړه، نه يې د هغه لويي بیان کړه او نه يې پر نبي صلی الله عليه وسلم باندې درود ووايه، نو نبي عليه الصلاة والسلام وفرمایل: دې سړي بېړه وکړه، بیایې راوغوښت او ورته ويې ویل: کله چې ستاسې نه یو تن لمونځ کوي، نو په کار ده چې د خپل رب په ستاينه او ثناء يې پيل کړي، پر نبي صلی الله عليه وسلم دې درود ووايي او د خپلې خوښې دعاء دې وغواړي.
۲- د کعب بن عجرة په روايت کې راغلي هغه وايي: خرج علینا النبي ﷺ، فقلنا: یارسول الله! قد علمنا کیف نسلم عليك، فکیف نصلي عليك؟ قال: قولوا: اللهم صل علی محمد وعلی آل محمد کما صليت علی إبراهيم إنك حميد مجيد، اللهم بارك علی محمد وعلی آل محمد کما بارکت علی آل إبراهيم إنك حميد مجيد.[متفق عليه] و في لفظ: کما صليت علی إبراهيم وعلی آل إبراهيم.
ژباړه: کعب بن عجرة وايي: يو ځلې د الله رسول ﷺ زمونږ لورې ته راغی، نو مونږ ورته وویل: ای د الله رسوله! مونږ پر تا سلام ویل زده کړيدي، خو پر تا درود شریف به څنګه وایو؟ ويې فرمايل: داسې ووايي چې: (اللهم صل... ).
ژباړه: ای الله! پر محمد ﷺ او د محمد ﷺ پر آل باندې درود ولیږه، لکه څنګه چې دي د ابراهیم عليه السلام پر آل باندې درود لېږلی دی، په رښتیا سره ته ستایلی شوی، او د لويي خاوند يې، ای الله! برکت نازل کړه پر محمد صلی الله عليه وسلم او د محمد صلی الله عليه وسلم پر آل باندې، لکه څنګه چې دې برکت نازل کړې د ابراهیم عليه السلام پر آل باندې په رښتیا سره ته ستایلی شوی او د لویي خاوند یې.
دا حدیث په دې الفاظو متفق عليه دی او په بخاري کې ورسره دا الفاظ هم زیات شوي دي چې: (کما صليت علی إبراهيم وعلی آل إبراهيم).
د کعب بن عجرة حديث د درود شریف الفاظو ته پوره شامل دی.
* د وروستي تشهد په آخره کې د هغې دعاء ویل هم سنت دي چې په کې له څلورو شیانو څخه پناه غوښتل راغلي دي.
عن أبي هریرة أن النبي صلی الله عنه وسلم قال: (إذا انتهی أحدکم من تشهده فليستعذ من أربع: من عذاب جهنم، ومن عذاب القبر، وفتنة المحیا والممات، وفتنة المسیح الدجال ). [رواه مسلم]
ژباړه: له أبوهریره نه نقل دي چې رسول الله ﷺ وفرمايل: څوک چې له تشهد ويلو نه فارغ شي، نو په کار ده چې له څلورو شیانو څخه پناه وغواړي: ۱- د جهنم له عذاب نه. ۲- د قبر له عذاب نه. ۳- او د ژوند او مرګ له فتنې نه. ۴- او د مسیح دجال له فتنې نه.
* له تشهد ویلو او دغو څلورو شیانو څخه له پناه غوښتلو ووروسته يې چې کومه دعاء خوښه وي د الله تعالی نه دې وغواړي.
د ابن مسعود په روايت کې راځي: أن النبي ﷺ لما ذکر له التشهد قال: "ثم یتخير من الدعاء أعجبه إليه، فيدعو". [متفق عليه]
ژباړه: کله چې نبي عليه الصلاة والسلام ته د تشهد یادونه وشوه نو ويې ویل: بيا دې هغه دعاء غوره کړي چې ورته ډېره خوښه او په زړه پورې وي.
دلته وينا عامه ده ټولې هغه دعاګانې په بر کې نیسي چې د دنیا او آخرت خیر پکې وي، په خاصه توګه زياتو وختونو کې هغه دعاګانې ویل په کار دي کومې چې په آحادیثو کې راغلي دي، ځکه دا ډېرې جامع او شاملې دعاګانې دي.
***
* د لمانځه په پای کې به ښي او چپ لوري ته سلام وګرځوي او دا د لمانځه له ارکانو څخه دی، د سلام الفاظ دا دی: السلام عليکم ورحمة الله.
* په سلام ګرځولو کې سنت طریقه دا ده: چې ښي او چپ لورې ته به په دومره اندازه کې ګوري چې د اننګو سپینوالی يې مقتدیانو ته ښکاره شي.
د ابن مسعود په حديث کې راځي هغه وايي: (ثم سلم عن یمینه و عن شماله حتی رُؤي بیاضُ خده و قال: السلام عليکم ورحمة الله). [أبو داود و الترمذي]
ژباړه: بيا يې ښي او چپ لور ته سلام وګرځولو تر دې چې د اننګو سپینوالی یې ولیدل شو او «السلام عليکم ورحمة الله» الفاظ يې وويل.
* په سلام ګرځولو کې بله سنت طریقه داده: چې د سلام په الفاظو کې به مد «اوږدول» نه کوي، دلیل: په حدیث شريف کې راغلي دي چې: ( أن النبي ﷺ قال: (حذف السلام سنة).().
امام أحمد او ابن مبارک رحمهما الله ویلي دي: د (حذف السلام) مطلب دا دی چې د سلام الفاظ به نه اوږدوي.
* په وروستي تشهد کې سنت طریقه دا ده: چې لمونځ کونکی تورک وکړي، د تورک مطلب دا دی چې ښۍ پښه «قدم» به ودروي او چپه پښه به د ښۍ پښې څخه لاندې وباسي او پر زمکه به کښېني چې دغه ډول ناسته «تورک» يوازې په دویم تشهد پورې خاص دی، په ړومبي تشهد کې به «تورک» نه کوي.
***
* په اطمينان سره لمونځ کول د لمانځه له ارکانو څخه دی او د اطمينان لږه اندازه دا ده چې د واجب ذکر -یو ځلې تسبيح ویلو- په انذازه د لمانځه هر رکن په سکون او آرام سره ادا کړي.
د اطمينان په رکنیت باندې دلیل: نبي عليه الصلاة والسلام يوه صحابي ته وفرمايل: (ثم ارکع حتی تطمئن راکعا). بیا رکوع وکړه تر دې چې په رکوع باندې ډاډمن «مطمئن» شې. او همدغسې نور ارکان هم په اطمينان او آرام سره اداء کول په کار دي.
له حذیفه نه په روايت شوي حديث کې راغلي دي چې: (أنه رأی رجلا یصلي و لایطمئن في صلاته فقال له: (إنك لم تصل، ولو مت لمت علی غير الفطرة التي فطرالله عليها محمدا ﷺ ). [رواه البخاري]
ژباړه: حذیفه یو سړی په لمانځه ولیو په داسې حال کې چې په لمانځه کې یې اطمينان نه کاوه -یعنې رکوع او سجده یې په بېړه اداء کول-، نو حذیفه ورته وویل: تا لمونځ نه دی کړی او که په دې حالت کې مړ شې نو ته به په هغه دین نه يې مړ شوی په کوم چې الله تعالی محمد ﷺ پیدا کړی دی، یعنې ته به مسلمان نه مرې!.
* خشوع په لمانځه کې مستحب او سنت ده: امام ابن قیم رحمه الله د خشوع تعریف داسې کړی دی چې: ( الخشوع: قیام القلب بين يدي الرب بالخضوع والذل، والجمعية عليه). [مدارج السالکين]
ژباړه: د الله تعالی پر وړاندې خپل زړه په عاجزۍ او خاکسارۍ سره ودرولو ته خشوع وايي.
په لمانځه کې د خشوع اهمیت د رسول الله ﷺ او د مشرانو صحابه وو څخه په تواتر سره نقل دی. له دې کبله عائشة صدیقه رضي الله عنها وايي: (أن النبي ﷺ كان يصلى أربعاً فلا تسأل عن حسنهن وطولهن). [متفق عليه]
ژباړه: نبي عليه الصلاة والسلام به څلور رکعته لمونځ کولو چې د ښايست او اوږدوالي پوښتنه يې مه کوه.
* په لمانځه کې پرلپسې ډېر خوزیدل راخوزیدل لمونځ باطلوي.
* فقهاوو د (الحرکة الکثیرة) مفهوم دا بیان کړی دی چې: (أنه إذا رُؤي الرجل ظُنّ أنه ليس في صلاة). که څوک يې وويني نو د لمونځ کوونکي ګومان پرې نه کوي. نو په دې سره لمونځ باطلیږي.
**
* لمونځ کوونکي لپاره مخې ته ستره ودرول سنت مؤکد ده، دلیل يې د نبي عليه الصلاة والسلام دا وينا ده چې: (إِذَا صَلَّى أَحَدُكُمْ ، فَلْيُصَلِّ إِلَى سُتْرَةٍ وَلْيَدْنُ مِنْهَا) [واه أبو داود و صححه الألباني] ژباړه: کله چې له تاسې نه يو څوک لمونځ کوي، نو سُترې ته دې لمونځ وکړي او سُترې ته دې نږدې ودرېږي.
* ستره باید ودرول شي نه دا چې پر زمکه څملول شي.
* د سُترې اوږدوالی «طول»: د سترې اوږدوالی بايد د اوښ د پالان (کتې) د وروستۍ حصې په اندازه وي، چې هغه تقریبا یو ګز برابرېږي، نو په دې حساب د سُترې اوږدوالی د یوه شرعي ګز په اندازه په کار دی.
مسلم شریف کې د عائشې صدیقې رضې الله عنها په روایت حدیث دی چې: (سُئِلَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَنْ سُتْرَةِ الْمُصَلِّي ، فَقَالَ : مِثْلُ مُؤْخِرَةِ الرَّحْلِ) [رواه مسلم]
ژباړه: له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه د سُترې په اړه پوښتنه وشوه نو ويې فرمايل: د اُوښ د پالان د آخري حصې په اندازه.
د سُتری پلنوالی: فقهاوو ویلي دي چې په شريعت کې د سترې پلنوالی کومه ټاکلې اندازه نه لري، دېوال هم ستره کېدلی شي، دغه شان غشی وغیره هم ستره کېدلی شي، ځکه نبي کریم ﷺ د غشي، اوښ او دېوال په څير شيان ستره ګرځولي دي.
* د لمونځ کوونکي مخې ته تېرېدل حرام دي. دلیل يې: د رسول الله ﷺ دا وینا ده چې: (لو يعلم المار بين يدي المصلي ماذا عليه لكان أن يقف أربعين خيرًا له من أن يمر بين يديه).[متفق عليه]
ژباړه: که چېرې د لمونځ کوونکي مخې ته تېریدونکی په دې وپوهېږي چې دا څومره ګناه لري نو څلویښت ورځې یا کالونه ودرېدل به ورته له دېنه غوره ؤ چې د لمونځ کوونکي په مخ کې تېر شي.
* که یو څوک د لمونځ کوونکي مخې ته تېرېدل وغواړي، نو لمونځ کوونکی به یې منعه کوي او په دې کې د فقهاوو تر منځ اختلاف هم نشته.
د ابو سعید الخدري په روايت کې راځي: (إذا اتخذ أحدکم ما يستره في صلاته، فإذا أحد أراد أن يمر بينه وبين سترته فليرده،فإن أبی فليقاتله،فإنه شيطانٌ).()
ژباړه: که له تاسې نه چا په لمانځه کې ځان ته ستره ودرولې وي او يو څوک د دې لمونځ کوونکي او سترې تر منځ تېرېدل وغواړي، نو لمونځ کوونکي ته په کار ده چې مخه يې ونيسي او که بيا هم نه منعه کېده نو ورسره دې وجنګېږي. ځکه هغه شيطان دی.
امام نووي او شوکاني رحمهما الله له پورتني حدیث نه په استنباط سره یوه مسئله ذکر کړې ده او هغه دا چې: د لمونځ کوونکي مخې ته د تېرېدونکي منعه کول او ورسره جګړه کول په هغه صورت کې په کار دي چې لمونځ کوونکي مخې ته ستره ايښې وي، يعنې د لمانځه نه مخکې يې خپل احتیاطي تدبير نيولی وي او که چا ستره نه وي ودرولي نو حق نه لري چي مخې ته تېرېدونکي سره جګړه وکړي او یا يې په شدت سره منع کړي. دا مسئله يې د حدیث له دې الفاظو نه معلومه کړې ده: (إذا صلی أحدکم إلی مایستره) دلته "إذا" شرطیة ده یعنې جګړه یا شدت سره منع کول هغه مهال جائز دی چې لمونځ کوونکي له احتیاط نه کار اخستی وي او مخې ته یې ستره ودرولې وي، د نووي اوشوکاني رحمهما الله خبره ډېره مقبوله او د حدیث الفاظو سره موافقه ده، څوک چې پرته له سترې لمونځ کوي، دا یو ډول نقصان او کمی ده، نو دا مناسبه نه ده چې یو څوک په خپله په نقصان واقع وي او بل چا سره د هغه په نقصان باندې جګړه کوي.
* که لمونځ کوونکي مخې ته ستره نه وي ودرولي، نو په دې صورت کې يې مخې ته له لرې نه تېرېدل جائز دي او له نږدې نه حرام.
د نږدېوالي اندازه: د لمونځ کوونکي د ودریدو له ځای نه د سجدې تر ځای پورې ده. يعنې په دې صورت کې د لمونځ کوونکي مخې ته تېرېدل جائز نه دي.
* د لمونځ کوونکي مخې ته تېرېدل، که څه هم حرام دي، خو د لمونځ کوونکي لمونځ نه باطلوي. مګر د درې شیانو په تېرېدو سره يې لمونځ ماتېږي او هغه درې شیان: ښځه، تور سپی او خر دی.
د ابوذر په روایت حدیث دی چې: (إذا صلی أحدکم فإنه يستره مثل آخرة الرحل، فإذا لم يضع مثل آخرة الرحل فإنه يقطع صلاته المرأة، والحمار، والکلب الأسود).[أخرجه مسلم]
ژباړه: نبي عليه الصلاة والسلام ارشاد دی: کله چې له تاسې نه یو تن د لمانځه اراده وکړي نو هغه دې د اوښ پالان (د کتې) د آخري برخې په اندازه ستره ودروي، که چېرې ستره یې ونه دروله نو دغه درې شیان يې لمونځ ماتوي: ښځه، خر او تورسپی.
یوه سړي ابوذر ته وویل: د سور او ژېړ له منځه د تور سپي خاص کولو څه وجه ده؟ ابوذر په جواب کې وویل: ما له نبي کریم ﷺ نه دا پوښتنه کړې وه، هغه صلی الله عليه وسلم راته وفرمايل: تور سپی شیطان دی، یعنې په سپو کې شري، خبیث او بی فائدې ځناور دی.
***
ښځې د لمانځه په ټولو مسائلو کې چې مخکې يې يادونه وشوه له نارینه وو سره برابرې دي، هغه اذکار وي، که قرآن لوستل وي او که د لمانځه نورې طریقې، يعنې په بشپړه توګه د نارینه وو پشان دي، همدا رنګه سننو، واجباتو او أرکانو کې له سړیو سره برابرې دي، یعنې د لمانځه ټول مسائل د نارینه او ښځو لپاره یو شان دي، کوم توپیر نه لري.
دلیل: د دې لاندې حديث عموم پرې دلالت کوي: نبي عليه الصلاة والسلام فرمايلي دي: (إنما النساء شقائق الرجال).[أخرجه مسلم] شقائق الرجال أي: نظائرهم وأمثالهم.
ژباړه: ښځينه د نارينهوو په څېر او مثل دي.
* يوازې په یوه مسئله کې ښځې له سړیو نه مستثنی او جلا ګڼل شوي دي او هغه دا چې: په سجده کې د سړیو لپاره سنت طریقه دا ده چې څنګلې له اړخونو څخه جدا وساتي او د ښځو لپاره سنت طریقه دا ده چې څنګلې له اړخونو سره جوختې وساتي، همدا رنګه هر هغه ځای چې د سړیو لپاره پکې مجافات) اندامونه له یو بل نه لرې ساتل (سنت وي نو د ښځو لپاره پکې انضمام (جوختول) سنت دي.
قال ابن رجب رحمه الله: فأما المرأة فلا تتجافی بل تتضام و علی هذا أهل العلم. ().
ژباړه: ابن رجب رحمه الله ويلي دي: ښځې به مجافات نه كوي، بلکې اندامونه به له يو بل سره جختوي او دا د اهل علمو نظر هم دى.
والحمدلله رب العالمين و على نبينا محمد وعلى آله و صحبه أجمعين.
بعون الله وفضله تمت الترجمة من اللغة العربية إلى اللغة البشتو لكتاب مختصر صفةصلاة النبي للشيخ أ.د. أحمدبن محمد الخليل- حفظه الله وأن يجزيه عما يقدمه للإسلام والمسلمين خيرا- بعد صلاة العصر, الساعة الرابعة يوم عرفة , بتاريخ: 9 ذوالحجة 1440ه الموافق:10أغسطس 2019م , في مسجد جثلاء بنت عبدالرحمن غفرالله لها ولوالديهاولذريتها ولجميع المسلمين ويسكنها فسيح جناته.