عقيدة أهل السنة والجماعة
بسم الله الرحمن الرحیم
الحمد لله وحده والصلاة والسلام علی من لا نبی بعده، وعلی آله وصحبه،امابعد:
زمونږ شیخ فضیلة الشیخ محمد بن صالح العثیمین رحمه الله چی د مضبوطی اور قیمتی عقیدې متعلق څه مواد پهٔ اختصار سره را جمع کړی دي، نو دا رساله ما ( پهٔ طریقه د املاء سره) ټوله واوریدله، نو دامي پهٔ باب د توحید د الله تعالیٰ او د ھغه لوئ الله د اسماء او صفاتو په بیان مشتمله وموندله۔ دغه شان پهٔ ملائکو، منزل کتابونو، رسولانو، د آخرت ورز (قیامت) باندې د ایمان لرلو اور د تقدیر د خیر او شر پهٔ باب کې ھم ډیره بھترینه او مفیده مونده کړه
مصنف ډیر پهٔ بھتره طریقه ھغه سه را جمع کړی او ذکر کړی دی چې ھر طالب علم او مسلمان ورته حاجت لري پهٔ باب د خپل ایمان کٔې چٔې ھغه پهٔ الله تعالیٰ ، د ھغه پهٔ ملائکو ، د ھغه په کتابونو ، دھغه پهٔ رسولانو، د قیامت پهٔ ورځ اور د تقدیر پهٔ خیر او شر باندې ایمان لرل دي۔ او بیائ ددي سره ھغه ډیر فوائد ھم یو ځائ کړي دي چې د عقیدې سره تعلق لري چې دا فوائد پهٔ باب د عقیده کي لیکلے شوؤ ډیرو کتابونو کې نهٔ موندلے کیږی۔ نو الله تعالیٰ دي مصنف ته غوره بدله ورکړی ، علم او ھدایت دي ورته نورھم زیات کړی او دده پهٔ دي کتاب او نورو ټولو کتابونو سره دي خلقوته نفع ورکړي او الله تعالیٰ دي مونږه، مصنف اوزمونږ ټول ورونه ھدایت یافته وګرزوي کوم چې دالله تعالیٰ طرف ته پهٔ بصیرت سره دعوت کوونکي دي، یقینا٘ الله تعالیٰ اوریدونکے او نزدي دے
الفقیر الی الله تعالیٰ:
عبد العزیز بن عبد الله بن باز رحمه الله
د سعودي عربستان مفتی
بسم الله الرحمن الرحیم
الحمد لله رب العالمين، والعاقبة للمتقين، ولا عدوان إلا على الظالمين، وأشهدُ أن لا إله إلا الله وحده لا شريك له الملك الحقّ المبين، وأشهد أن محمداً عبده ورسوله خاتم النبيين وإمام المتقين، صلى الله عليه وعلى آله وأصحابه ومن تبعهم بإحسان إلى يومِ الدين، أما بعد:
یقینا٘ الله تعالیٰ خپل رسول جناب محمد صلی الله علیه وسلم (په هدایت او حق دین باندې رالیګلے دے۔ چې د ټول عالم د پاره رحمت د تمامو عمل کوؤنکو د پاره یوه نمونه او پهٔ تمامو بندګانو باندې حجت دے ددې نبی پهٔ ذریعه باندې او پهٔ هغه کتاب او حکمت (سنت نبوی) سره الله تعالی داسې بیان او وضاحت وکړو چې پهٔ هغې کې پهٔ پوره طور د بندګانو داحوالو اصلاح موجوده او د دوی پهٔ دین او دنیا کې د صحیح عقائدو برابر اعمالو، بهترین اخلاقو او اعلیٰ آدابو استقامت او برابر والے پروت دے، نو خپل امت ئ پهٔ یو سپین او واضح دین باندې پریخودلو چې د هغې شپه هم د ورزې پشان ده ددې نه کګیدونکې انسان به ضرور هلاکت سره مخامخ کیږي۔ پهٔ دغه دین باندی ئ خپل هغه امت روان کړو کوم چې د الله او د هغه د رسول حکم منونکي دي، دوي پهٔ ټول مخلوق کي (بعد الانبیاء) غوره خلق دي، چي صحابه کرام (رضی الله عنهم) دي، تابعین (رحمهم الله) دي او بیا هغه خلق چې د دوي تابعداری ئ پهٔ ښائسته طریقه کړې ده۔ دوی په خپلو عقائده ، عباداتو، اخلاقو او آدابو کې په شریعت عمل وکړو او د نبی صلی الله علیه وسلم په سنتوئ منګولې ولګولې او دغه سنت ئ د خپل ژامې په غاخونو کلک راونیول (مضبوط عمل ئ پرې وکړو) نو دوی هغه ډله وګرزیدله چې به په حق باندې قائمه او غالبه وي، او هغه څوک چې د دوي مدد پریګدي یا ئ مخالفت کوي نو دویته هیڅ ضرر نشي ورکولے تر دي پورې چې د الله تعالیٰ امر (قیامت) راشي او دوي به په دغه حال (استقامت سره) وي
الحمد لله مونږ د دوي په آثارو پسې، او په هغه سیرت پسې روان یو چې د کتاب او سنت نه ئ تایید شودے دے، دا خبره مونږه د الله تعالیٰ د نعمت د اظهار په طور کوؤ او د هغه منهج د بیانولو د پاره چې هر مؤ من ته پري عمل واجب دے مونږ د الله تعالیٰ نه سوال کوؤ چې مونږ او زمونږ مسلمانان ورونه په کلکے وینا سره په دنیا او آخرت کې کلک ( مضبوط) کړي، او مونږ ته د خپل طرف نه خاص رحمت را وبخي، یقینا٘ دغه الله وهاب (بخشش ورکوؤنکے) ذات دے.
ددي موضوع د اهمیت او پدي باب کې د خلقو د آراؤ او خیالاتو د انتشار او تفریق په وجه ما دا خوښه کړه چې په اختصار سره زمونږ عقیده چي د اهل السنۃ والجماعۃ عقیده ده ، ولیکم ، او هغه عقیده دا ده چې په الله تعالیٰ باندې ایمان ، د هغه په ملائکو ، د هغه په کتابونو، د هغه په رسولانو، د قیامت په ورز او په تقدیر د خیر او شر باندې ایمان راوړل دي زه د الله تعالیٰ نه سوال کوؤم چې دا عمل خالص د خپل مخ د پاره وګرزوي، چې د هغه د رضا موافق او د هغه د بندګانو د پاره فائده مند وي
زمونږ عقیده
په الله تعالیٰ باندې ایمان ، د هغه په ملائکو ، د هغه په کتابونو، د هغه په رسولانو، په ورز د قیامت او په تقدیر د هغه باندې که د خیر وی او که د شر وي، ایمان لرل
نو مونږ د الله تعالی په ربوبیت باندې ایمان لرو، یعني دا چې الله تعالی رب، خالق ، مالک او د ټولو کارونو تدبیر او انتظام کوؤنکے دے.
او مونږ د الله تعالی په الوهیت باندې ایمان لرو چې صرف هغه حق اله(د بندګئ لائق او حقدار) دے او هر معبود چې د الله تعالی نه سوا وي هغه باطل دے.
دغه شان مونږ د الله تعالی په نومونو او صفتونو باندې ایمان لرو چې یقینا د دغه الله د پاره ښائسته (خکلې) نومونه او ډیر کامل او اوچت صفتونه دي
په دې باب کې مونږ د الله تعالی په وحدانیت (یووالی) باندي ایمان لرو، یعنی دا چې بے شکه نه خو د الله تعالی سره د هغه په ربوبیت کې کوم شریک ( برخه دار) شته او نه د هغه په الوهیت کې او نه د هغه په نومونو او صفتونو کې الله تعالی فرمائی رب دے د اسمانونو او ځمکې او د هغه څه چې ددې دواړو په مینځ کی دي، پس خالص د هغه عبادت کوه او کلک شه د هغه د بندګئ د پاره، آیا ته پیژنې د الله دپاره څوک هم نام او (هم صفت (سورت مریم:65)
او مونږ په دې ایمان لرو چېالله تعالی، نیشته دے حقدار د عبادت سیوا د هغه نه، همیشه ژوندے او انتظام کوؤنکے ( د ټول عالم) دے، نه رازي په الله تعالی باندې پرکالی او نه خوب، د هغه په اختیار کې دي هغه څه چې په اسمانونو کې دي او هغه څه چې په ځمکه کې دي، څوک دے هغه کس چې سفارش وکړي د هغه په نزد مګر د هغه په اجازت (به ئ کوي) هغه پوهه دے په هغه څه چې د دوي نه مخې ته دي او په هغه څه چې د دوینه روستو دي او دوي نشی راګیرولے د علم د هغه نه ، مګر هغه څه چې الله تعالی ئ او غواړي، فراخه ده کرسي د الله تعالی د اسمانونو او ځمکې نه، او نه سټرے کوي هغه لره ساتنه (حفاظت) د دې دواړو ( اسمانونو او ځمکې) او هغه الله پورته او لوئ ذات دےسورت بقره:255.او مونږ په دې ایمان لرو چېخاص الله تعالی هغه ذات دے چې نیشته دے حقدار د بندګئ سوا د هغه نه، عالم دے په هر پټ او ښکاره باندې خاص هغه بې حده مهربان او همیشه رحم کوؤنکے دےخاص الله هغه ذات دے چې نیشته دے حقدار عبادت سیوا د هغه نه، هغه بادشاه دے، پاک ذات دے، سلامتیا ورکوؤنکے ، امن ورکوؤنکے ، حفاظت کوؤنکے، غالب، زور آور او لوئ ذات دے ، پاک دے الله تعالی د هغه څه نه چې دا خلق ئ ورسره شریکان کويخاص الله هغه ذات دے چې پیدا کوؤنکے، جدا جدا شکلونو جوړوؤنکے او تصویر ورکوؤنکے دے خاص د هغه د پاره نومونه او صفتونه دي ښائسته، پاکي وائي د هغه د پاره هغه څه چې په اسمانونو او ځمکه کې دي او دغه الله غالب حکمتونو والا دےسورت حشر:22- 24.او مونږ پدې ایمان لرو چې بے شکه د الله تعالی په اختیار کې بادشاهی د اسمانونو او ځمکې دهپیدا کوي الله تعالی هغه څه چې خوښه ئ شي، وربخی چاته چې وغواړی زنانه اولاد، او وربخی چاته چې وغواړي نارینه اولاداو یا ورته دواړه نارینه او زنانه ورکړي، او چالره چې وغواړي نو شنډئ وګرزوي، یقینا دغه پوهه ذات قدرت والا دےسورت شوری: 49-50او مونږ په دې ایمان لرو چېد الله په څېر هېڅ شی نشته او هغه اورېدونکی او ليدونکی دید هغه په اختیار کې کنجیانې دې د اسمانونو او ځمکې، فراخه کوي رزق چالره چې وغواړي او تنګوی ئ، یقینا الله تعالی په هر څیز باندې علم لرونکے دےسورت شوری: 11-12.او مونږ په دې ایمان لرو چېاو نیشته دے هیڅ زنده سر پدې ځمکه کې مګر د الله تعالی په ذمه د هغې رزق دے او الله پوهیګي د هغې د اوسیدو په ځائ باندې او د هغې د سپارختنې په ځائ باندې، دا ټول په کتاب ښکاره (لوح محفوظ) کې موجود ديسورت هود: 6او مونږ په دې ایمان لرو چېاو خاص د الله تعالی سره د غیب ( پټو څیزونو او احوالو) کنجیانې دي، چې د هغه نه غیر ئ هیڅوک نه پیژنې، او الله پوهه دے په هغه څه چې په اوچه ځمکه کې دي او دریاب کې، او نه را غورزیګی کومه پانړه (د ونې) مګر هغه پري عالم دے، او نیشته کومه دانه (د تخم) په تیارو د ځمکه کې او نه کوم لوند او نه وچ څیز مګر (دا ټول) په کتاب ښکاره ( لوح محفوظ) کې ديسورت انعام: 59.او مونږ په دي خبره هم ایمان لرو چې ، بی شکه الله تعالیخاص د الله تعالی سره علم د قیامت دے، او هغه باران وروي، او الله پوهه دے په هغه (بچې او د هغې په احوالو) چې په رحمونو (بچه دانئ) کې وي، او هیڅ نفس پدي نه پوهیږي چې سبا به هغه څه کوياو هیڅ نفس په دې نه پوهیږي چې په کومه ځمکه به مړکیږي یقیناالله تعالی پوهه خبردار دےسورت لقمان:34.
او مونږ پدي خبره ایمان لرو چې یقینا الله تعالی کلام (خبرې) کوي د څه په باره کې ئی چې خوښه شي، کله ئ چې خوښه شي او په کومه طریقه چې ئ خوښه شي
او خبرې وکړي الله تعالی د موسی علیه السلام سره خبري کولسورت نساء:164.او هر کله چې راغلو موسی علیه السلام د پاره د وقت مقرر زمونږ، او خبري وکړي د هغه سره رب د هغهسورت اعراف: 143.او مونږ آواز وکړو هغه (موسی علیه السلام) ته، د طور غر د خې اړخ نه او هغه مونږ ځان ته رانزدي کړے وو رازدار۔(په داسې حال کې چې د راز خبرې مو ورسره کولې)سورت مریم: 52.او مونږ په دې ایمان لرو چېکه چرته دریاب سیاهی شي دپاره د لیکلو د کلماتو د رب زما، نو خامخا به دریاب زما د رب د کلماتو ختمیدو نه مخکې ختم شيسورت کهف:109.او که چرته پدي ځمکه کې دا ټولی ونې قلمونه شي او سمندر سره د هغې د ختمیدو نه روستو نورې اووه سمندرې (د سیاهی په طور) زیاتې شي، نو د الله تعالی کلمات (خبرې) به ختمې نشي، یقینا الله تعالی زور آور حکمتونو والا دےسورت لقمان:27.او مونږ پدي خبره ایمان لرو چې یقینا د الله تعالی کلمات ډیر پوره دي د یو خبر د ریشتینوالی په اعتبار( یعنی د الله کلمات په خبر ورکولو کې پوره ریشتیا دي) په احکامو کې د عدل نه ډک دي او په خبرو کې د حسن نه ډک ديالله تعالی وايي:او پوره ده هره کلمه (خبره) د رب ستا په اعتبار د ریشتیا او په اعتبار د عدل (انصاف) سرهسورت انعام:115.او څوک دے ډیر ریشتونے د الله تعالی نه په خبرو کېسورت نساء: 87.او مونږ پدي خبره ایمان لرو چې قرآن کریم د الله تعالی کلام دے، پدې باندې ئ په حق سره خبرې کړي دي، او بیائ دغه کلام جبریل علیه السلام ته پیش کړے دے، نو جبریل بیا په زړه د نبی کریم صلی الله علیه وسلم باندې نازل کړے دےورته اووایه (اے نبی) چې نازل کړے دے دي قرآن لره جبریل علیه السلام ستا د رب طرف نه په حق سرهسورت نحل: 102.او یقینا دا قرآن نازل کړے شوے (کتاب دے) د رب العالمینښکته راوړے دے دي لره روح امانتدار ( جبریل علیه السلام)ستا په زړه باندې، دې دپاره چې شي ته د ویره ورکوؤنکو نهپه ژبه عربی واضحه بانديسورت شعراء:191-195او مونږ پدې باندې ایمان لرو چې بې شکه الله عزوجل په خپل مخلوق باندې د ذات او صفاتو په لحاظ سره پورته دے، د وجي ددي قول د الله تعالی نه:او دغه الله پورته او لوئ ذات دےسورت بقره:255،او دا قول د الله تعالی:او دغه الله تعالی زور آور دے دے، پورته دے په خپلو بندګانو باندي، او دغه الله حکمتونو والا خبردار دےسورت انعام:18او مونږ په دې ایمان لرو چېپیدا کړي ئ دي اسمانونه او ځمکه په اندازه د شپږو ورځوکې بیا الله تعالی پورته شوے دے په عرش باندې، انتظام کوي د ټولو کارونوسورت یونس:3.
د الله تعالی په عرش باندې استواء (پورته والے) د ذات په لحاظ سره دے او دا یو خاص علو (پورته والے) دے چې د الله عزوجل د جلال او عظمت پورې خاص دی، ددي په کیفیت باندې د هغه نه سیوا هیڅوک نه پوهیږي.
او زمونږ پدي خبره هم ایمان دے چې د الله تعالی په عرش باندې پورته والي سره سره هغه دخپل مخلوق سره هم په داسي طور دے چې د دوي په احوالو عالم دے، د دوي اقوال (خبري) اوري او د دوي ټول کارونه ویني، د مخلوق د تمامو امورو تدبیر (انتظام) کوي، فقیرانو ته رزق ورکوي، د بي کسو کارونه جوړوي، چې چا ته ئ خوښه شي نو بادشاهی ورته ورکوي او د چا نه ئ چې خوښه شي نو تري را کاږي ئ ( اخلي ئ)، چاته چې او غواړي عزت ورکوي او چې چا ته او غواړي نو ذلت ورکوي، د هغه په لاس کې ټول په ټوله خیر دے، او هغه په هر څیز باندې قدرت لرونکې دے
او چې د چا داسې شان وي نوهغه د خپل مخلوق سره هم دے اګر که هغه د دوي د پاسه په عرش باندي استوا هم کړې ده حقیقتا٘
د الله په څېر هېڅ شی نشته او هغه اورېدونکی او ليدونکی دیسورت شوری:11.او مونږ په جهمیه ډله کې د حلول واله ډلې (حلولیه) او د دي نه غیر نورو ګمراه ډلو پشان داسې نه وایو:چې الله تعالی په ځمکه کې د خپل مخلوق سره دے (یعنې د الله تعالی په مخلوق کې د حلول د باطلې عقیدې نه مونږ بې زاره یو)او زمونږ دا عقیده ده چې څوک ددې حلول د عقیدې قائل وي نو هغه کافر او یا ګمراه انسان دے، ځکه چې هغه د الله تعالی د پاره هغه وصف بیان کړو چې د نقائصو او عیبونو وصف دے او د الله تعالی د شان سره لائق نه دے۔ ( دا د الله عزوجل دلوئ شان سره نا خائیږي)زمونږ په دې خبره هم ایمان دے چې مونږ ته د الله رسول صلی الله علیه وسلم خبر راکړے دے چې کله د شپې آخری دریمه حصه باقی پاتې شي نو هره شپه الله تعالی (د خپل شان مناسب) اسمان د دنیا ته نزول کوي۔ او فرمائی:څوک ځما نه دعا غواړي چې ورته ئ قبوله کړم، څوک زمانه سوال ( د کوم څیز غوښتنه) کوي چې ورته ئ ورکړم او څوک زما نه بخنه غواړی چې زه ورته (د ګناه) بخنه وکړم؟او مونږ په دې باندې ایمان لرو چې یقینا الله سبحانه وتعالی به د قیامت په ورځ د بندګانو په مینځ کې د فیصلې د پاره راځي( سنګه چې د هغه د لوئ شان سره لائق ده) د وجې د دې قول د الله نه:هیچرې داسې نه ده ، کله چې وټکولې شې ځمکه په پوره همواریدلو سرهاو را به شي ستا رب او ملائک صفونههیچرې داسې نه ده ، کله چې وټکولې شې ځمکه په پوره همواریدلو سره، او را به شي ستا رب او ملائک صفونه، او را به وستے شي جهنم په دغه ورز نو نصیحت به اخلي (منکر) انسان، او دکوم ځائ نه دي دده د پاره نصیحت اخستل؟" یعنی اوس خو په نصیحت اخستلو کار نه کیږيسورت فجر:21-23.زمونږ په دي خبره ایمان دے چې بې شکه الله تعالیډیر ښه کوؤنکے دے د هغه کار چې اراده ئ کويسورت بروج:16.مونږ په دې خبره هم ایمان لرو چې د الله تعالی اراده په دوه قسمه ده اراده کونیه:پدې سره هغه څه واقع کیږي چې الله تعالی ئ اراده کوي او ددې سره دا لازم نه ده چې دغه کار دې هغه ته محبوب هم وي، او دا هغه اراده ده چې په معنی د مشیئت سره ده، لکه د الله تعالی دا قولاو که غوښتلې وې الله تعالی نو دوي به جنګ نه وو کړے، لیکن الله تعالی کوي هغه څه چې اراده ئ اوکړيسورت بقره:الآية253،که چیرې الله پاک ستاسو د ګمراه کولو اراده لري هم هغه ستاسو رب دیسورت هود: 34.اراده شرعیۃ: ددي سره واقع کیدل د مراد لازم نه دي ، خو دا اراده چې د چا په باره کې واقع کیږي نو الله تعالی ته محبوب (خوښ) وي، لکه د الله تعالی ارشاد دے:او الله تعالی دا اراده کوي چې مهربانی را وګرزوي په تاسو ( توبه مو قبوله کړي)سورت نساء: 27.زمونږ په دې خبره هم ایمان دے چې د الله تعالی مراد که کوني دے او که شرعي نو دا د هغه د حکمت تابع دے۔ نو هر هغه څه چې هغه ئ کوني فیصله فرمائیلې ده یا ئ بندګان شرعا٘ په هغې سره په بندګئ مکلف کړي دي، نو دا د حکمت په وجه دي او د حکمت الهي موافق دي، برابره خبره ده که مونږ په هغې باندې پوهیږو او که زمونږ عقلونه د هغې د پوهې نه قاصر وي، ځکه الله تعالی فرمائي:آیا نه دے الله تعالی ډیر غوره فیصله کوؤنکے د فیصله کوؤنکو نه؟ ولې نه دے بلکه الله تعالی ډیر غوره فیصله کوؤنکے دےسورت تین: 8.او څوک دے ډیر ښائسته (بهتر) د الله تعالی نه په اعتبار د فیصلې سره ، د پاره د هغه قوم چې یقین کويسورت مائده: 50.زمونږ په دې خبره هم ایمان دے چې الله تعالی د خپلو دوستانو (مومنانو) سره محبت کوي او هغوي د الله تعالی سره محبت کوي۔ لکه د الله تعالی ارشاد دےته اووایه اے نبی! که چرته تاسو د الله تعالی سره محبت کوئ نو (شرط دا دے چې) زما تابعداری وکړئ، نو الله تعالی به ستاسو سره محبت وکړيسورت ال عمران: 31.نو زر دے چې الله تعالی به داسي قوم راولي چې الله تعالی به هغوي سره محبت کوي او دوي به د الله تعالی سره محبت کويسورت مائده: 54.او الله تعالی محبت کوي د صبر کوؤنکو سرهسورت ال عمران:146.او انصاف کوئ، یقینا الله تعالی محبت کوی د انصاف کوؤنکو سرهسورت حجرات:9.او احسان ( په اخلاص سره او اتباع د سنت سره ښائسته عمل) کوئ بې شکه الله تعالی محبت کوي د داسي ښائسته عمل کوؤنکو سرهسورت بقره:195.زمونږ په دې خبره هم ایمان دے چې الله تعالی کوم اعمال او اقوال مشروع ګرځولي دي نو په هغي رضا کیږي او چې د کومو نه ئ منع کړې ده نو هغه بدګنړي۔ لکه فرمائی.که تاسو کفر کوئ، نو الله تعالی بې پرواه دے ستاسو نه (څه حاجت ستاسو ایمان او عبادت ته نه لري) او هغه د خپلو بندګانو په کفر نه رضا کیږي ( نه ئ خوښوي) او که تاسو شکر کوئ نو الله تعالی به رضا کیږي ستاسو نه. سورت زمر:7لیکن بد ګنړلي دي الله تعالی پورته کیدل د دوي ( د پاره د جهاد) نو دوي ئ منع کړل او اووئیلے شول دوي ته، کینئ سره د کیناستونکو نهسورت توبه:46.او زمونږ پدي خبره هم ایمان دے چې الله تعالی د هغه چا نه رضا کیږي څوک چې ایمان والا دي او د سنت مطابق اعمال کويراضي شوے دے الله تعالی د دوینه او دوي راضي شوي دي د هغه نه، دا (بدله) د هغه چا د پاره ده چې څوک ویره کوي د خپل رب نهسورت بینه:8.او زمونږ په دې خبره هم ایمان دے چې یقینا٘ الله تعالی غضب کوي په هغه چا چې څوک ددي غضب مستحق وي، چی هغه کافران وغیره دي لکه الله تعالی فرمائی:هغه خلق چې ګمانونه کوي په الله تعالی باندې بدګمانو نه په دوي باندې دې وي آفت (حادثه او عذاب) ناکاره، او غضب کړے دے الله تعالی په دوي باندېسورت فتح: 6.لیکن هغه څوک چې هغه د کفر قبلولوته سینه پرانیستله، نو په دوي باندې غضب دے د الله تعالی د طرف نه او ددوی د پاره عذاب لوئ دےسورت نحل: 106.او زمونږ پدي خبره باندي ایمان دے چې یقینا٘ د الله تعالی د پاره صفت د "وجه" شته چې الله ذوالجلال پري موصوف دے لکه فرمائی:او باقی به پاتي کیږي مخ د رب ستا چې خاوند د لویئ او د عزت دےسورت رحمن :27.او زمونږ پدې هم ایمان دے چې بې شکه د الله تعالی د پاره دوه عظیم او کریم لاسونه دی (څنګه چې د هغه د لوئ شان سره لائق دي)لکه چې الله تعالی فرمائی بلکه دواړه لاسونه د الله تعالی فراخه دي، خرچ کوي څنګه چې د هغه خوښه شيسورت مائده: 64.او دي خلقو (مشرکانو) قدر نه دے کړے د الله تعالی لائق قدر د هغه، او ځمکه به ټوله د هغه په قبضه (موټی) کې وی د قیامت په ورز باندې او اسمانونه به را انغختي شوي وي د هغه په خي لاس کي، پاک دے الله تعالی او پورته دے د هغه څه نه چې دا خلق ورسره کوم شریکان جوړويسورت زمر: 67.او زمونږ پدي خبره ایمان دے چې د الله تعالی د پاره دوه حقیقی سترګي دي، ځکه چې الله تعالی فرمائی (نوح علیه السلام ته)اوجوړوه کشتئ زمونږ د سترګو مخامخ او زمونږ په وحي سرهسورت هود:37. او نبی کریم صلی الله علیه وسلم فرمائیلي دي:د الله تعالی حجاب (د مخلوق نه پرده) نور دے، که دغه د نور پرده لري کړي نو تر څومره مخلوق پوری چې د هغه نظر رسیږي نو د الله تعالی د مخ پلوشې به ئ وسوزوي۔"(یعنی د الله سبحانه وتعالی د مخ پلوشي دومره تیزی دي که چرته د هغې د مخې نه ئ د نور حجاب لري کړو نو تمام مخلوقات د دغه پلوشو برداشت نشي کولے، بلکه وبه سوزي)د تمام اهل السنۃ والجماعۃ پدي اجماع ده چې د الله سبحانه وتعالی سترګې دوه دې۔ ددې خبرې تائید د نبی کریم صلی الله علیه وسلم هغه قول کوي چې کوم ئ د دجال په باره کې فرمائیلے دے:چې هغه اعور( یعنی یوي سترګې والا دے، ځکه چې بله سترګه ئ د انګور پشان بوټه راوتې ده او خرابه ده) او ستاسو رب اعور نه دے.او مونږ په دي خبره هم ایمان لرو چې ، بی شکه الله تعالی:نشي را لاندې کولے الله تعالی لره نظرونه (سترګي) او هغه الله تعالی خو را لاندې کوي ټول نظرونه (د مخلوق) او الله تعالی ډیر باریک بین خبردار ذات دےسورت انعام: 103.زمونږ پدي خبره هم ایمان دے چې مؤمنان به خپل رب د قیامت په ورز ویني او دهغه (سبحانه وتعالی) دیدار به کوي۔ لکه الله تعالی فرمائی:څه مخونه (د مومنانو) به په دغه ورز (د قیامت) ترو تازه وياو خپل رب ته به کتونکي (دیدار کوؤنکي) ويسورت قیامه: 22-23.زمونږ پدي خبره هم ایمان دے چې د الله تعالی د صفاتو د کمال په وجه د هغه هیڅ مثال نیشته، لکه الله تعالی فرمائی:د الله په څېر هېڅ شی نشته او هغه اورېدونکی او ليدونکی دیسورت شوری: 11.او مونږ په دې ایمان لرو چېپه الله تعالی باندې څه پرکالي او خوب نه رازيسورت بقره: 255.د حیات او قیومیت د کمال په وجه
زمونږ پدي خبره هم ایمان دے چې الله تعالی د خپل عدل د کمال په وجه په هیڅ چا هم ظلم نه کوي۔ او دا چې الله تعالی په بندګانو باندې د خپلې نګهبانئ او احاطې د کمال په وجه د خپلو بندګانو د اعمالو نه غافل (بې خبره) نه دے
او زمونږ پدي خبره ایمان دے چې د الله تعالی د علم او قدرت د کمال په وجه هغه لره په ځمکه او اسمانونو کې هیڅ نشي عاجز کولے ۔ لکه الله تعالی فرمائی:یقینا٘ حکم د الله تعالی چې کله اراده وکړي د یو څیز ( کار) هغه داوي چې ورته وائی اوشه نو هغه اوشیسورت یس: 82.
د الله تعالی د قوت د کمال په وجه د هغه سره کوم ستړي والے او سستی نه پیوسته کیږي۔ لکه الله تعالی فرمائی:
او یقینا٘ پیدا کړي دي مونږ اسمانونه او ځمکه او هغه څه چې په مینځ دواړو کې دئ، په اندازه د شپږو ورځو کې، او ندے رسیدلے مونږ ته څه ستړي والے.سورت ق 38.بغیر د ستړي والي او عاجزئ نه
زمونږ پدي هم ایمان دے چې مونږ د الله تعالی د پاره هغه اسما او صفات ثابتوؤ کوم چې الله تعالی د خپل زان د پاره ثابت کړي دي او یا ورته رسول الله صلی الله علیه وسلم ثابت کړي دي، لیکن پدې باب کې مونږ د دوؤ لویو غلطو نظریاتو نه برات کوو.چې یو تمثیل دے او بل تکییف:
تمثیل:دا دے چې یو تن په زړه کې یا په ژبه داسې او وائی چې، د الله تعالی صفات د مخلوق پشان دي (یعنی مونږ به د الله تعالی د صفاتو که استوا علی العرش ده، که ید، ساق، رجل، اتیان، غضب، رحمۃ، ضحک وغیره هر قسم صفات وي په ظاهر به ئ ایمان راوړو او ددي هیڅ مثال به د مخلوق سره نه ورکوؤ۔مترجم)
تکییف:دا دے چې یو تن په خپل زړه کې یا ژبه باندې دا او وائی چې د الله تعالی د صفاتو کیفیت داسې او داسې دے۔ (بلکه د صفاتو په کیفیاتو باندې الله تعالی عالم دے او زمونږ به ئ ظاهر ایمان وي او حقیقت به ئ الله تعالی ته سپارو او ددي کیفیاتو باره کې سوالات او تپوسونه کول د اهل البدع والاهوا کار دے
او زمونږ پدي ایمان دے چې هر هغه څه به د الله تعالی نه نفی کوؤ کوم چې الله تعالی د خپل زان نه نفي کړي دي او یا تري رسول الله صلی الله علیه وسلم نفي کري دي، او دغه نفی به متضمن وي داسي اثبات لره کوم چې ددې په ضد کئ کمال وي۔ ( یعني الله تعالی د خپل ځان نه د کمزورئ یا ضعف یو صفت نفي کړي نو ددي په ضد کې به د کمال یو لوئ صفت الله تعالی لره ثابتیږي لکه مثلا٘ الله تعالی د زان نه خوب او پرکالی یا غفلت نفي کړے دے، ځکه چې په الله تعالی کئ کمال د حیات، قیومیت، علم ،قدرت او کمال د احاطې دے۔ او مونږ به سکوت (خاموشی) کوؤ د هغه څه نه چې الله تعالی او د هغه رسول تري سکوت کړے دے۔مترجم)
زمونږ عقیده دا ده چې په دغه طریقه باندې تللی( او دغه مخکې بیان شوې عقیده اختیارول) فرض دي، چې ددې نه خلاصے نیشته ، ځکه چې کوم صفات چې الله تعالی د خپل زان د پاره ثابت کړي دي او یائ د خپل زان نه نفی کړي دي، نو دا هغه خبر دے کوم چې الله سبحانه وتعالی د خپل ځان په باره کې ورکړے دے او دغه الله سبحانه وتعالی په خپل نفس باندې ډیر اعلم دے او په وینا کې ډیر ریشتونے دے او خبرئ ئ ډیري ښائسته دي، او بندګان د هغه علم پخپله احاطه کې نشې راوستلے۔او هغه صفات او نومونه چې د هغه رسول صلی الله علیه وسلم ورله ثابت کړي دي او یائ ترې نفې کړي دي نو دا هغه خبر دے چې ددې خبر مونږ ته هغه شخصیت (محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم) راکړے دے کوم چې پخپل رب باندې د ټولو خلقو نه زیات اعلم، د مخلوق ډیر خیر خواه، په خلقو کې ډیر ریشتونے او ډیر فصیح وو۔نو د الله تعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم په کلام کې د علم ، صدق او بیان کمالات دي ، نو ددي په رد کولو کې زمونږ د پاره هیڅ عذر نیشته او نه ددې په قبلولو کې څه تردد او شک پکار دے
هر هغه څه چې د دینه مخکې مونږ کوم د الله تعالی صفات تفصیلی یا اجمالی، په طور د اثبات یا په طور د نفي پیش کړل نو پدي کې مونږ د خپل رب په کتاب ( قرآن مجید) او د خپل نبی صلی الله علیه وسلم په سنتو اعتماد کوؤنکی یو۔ او په هغه لاره تلونکی یو چې زمونږ د امت سلف صالحین او د هغوي نه بعد پری د هدایت امامان تلونکي وو.
زمونږ پدي باب کې دا عقیده ده چې ددې متعلق وارد د کتاب او سنت نصوص پخپل ظاهر جاري کول واجب (فرض) دي، او دا به پخپل حقیقت حمل کیږی کوم چې د الله عزوجل د لوئ شان سره لائق دياو مونږ برات او بیزاری ( د لاتعلقئ اعلان) کوؤ د هر هغه تحریف کوؤنکو د غلطې لارې نه چې دغه صفات ئ هغه طرف ته اړولي دي ( د باطل علم کلام یا فسد تاویلاتو په وجه) چې الله تعالی او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم ئ اراده نه ده کړي۔(یعنی دهغه متکلمین او باطل پرستو د عقیدې نه برات فرض دے چا چې په اسما او صفات الهی کې باطل تاویلات کړي دي او داسي تحریفات ئ کړي دي چې د الله او رسول د مراد نه خلاف مرادونه ئ ترې اخذ کړي دي، لکه استوی په معنی د استولیٰ او غلبې یا ید په معنی د قدرت سره اخلی چې دا یو باطل او د الله او رسول د مراد نه خلاف تاویل بلکه تحریف دےاو مونږ د هغه معطلینو د طریقې او لارې نه هم برات کوؤ چا چې دغه صفات د خپل مدلول او هغه مراد نه معطل کړی دي کوم چې الله تعالی او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم مراد کړي دي۔ او د هغه غالینو د لارې نه هم زمونږ برات دے چا چې دغه صفات په تمثيل حمل کړي دي او یا ئ د هغې د مدلول د پاره د تکییف (کیفیت بیانولو) تکلف کړے دے۔ مترجم)
زمونږ په علم یقینی سره پدې خبره علم دے چې هر هغه څه چې د الله تعالی په کتاب او یا د هغه د نبی صلی الله علیه وسلم په سنت کې راغلي دي نو هغه حق دي او د یو بل سره ئ څه تناقض نیشته۔ ځکه چې الله تعالی فرمائی:آیا دا خلق ژور سوچ نه کوي په قرآن کې؟ او که چرته دا قرآن د الله نه غیر د بل چا د طرف نه وے نو خامخا به دوي موندلے وے په دي کې اختلاف (تناقض) ډیرسورت نساء: 82.ځکه چې په خبرونو ورکولو کې تناقض خو د یو بل تکذیب کولو لره مستلزم وي او دا کار د الله تعالی او د هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په خبرو ورکولو کې محال او ناممکن دے.چا چې داسی دعوه وکړله چې د الله تعالی په کتاب یا د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سنت کې او یا دواړو پخپل مینځ کې تناقض دے نو دا دعوی ئ د خپل ناکاره قصد او د زړه د کوږ والي په بنیاد کړئ ده۔ نو داسي ناکاره انسان دي الله تعالی ته توبه وکړي او د خپل کږ لیچ او ګمراهی نه دي زان وباسي۔ او چاته چې په زړه کې د الله تعالی په کتاب یا د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم په سنت او یا ددي دواړو په مینځ کې د تناقض وهم راغلو نو دا وهم یا خو د ده د قلت علم ( د علم د کموالي) په وجه رازي، یا به دده د فهم قصور وي او یا با دده په تدبر کې تقصیر (کوتاهی) وي۔ نو دا انسان دي د علم تالاش وکړی او په تدبر کې دې کوشش وکړي تردي پوري چې ده ته صحیح حق واضح شی۔ او که بیا هم ده ته خبره واضحه نشی نو بیا دي دا معامله یو عالم ته وسپاري او د خپل توهم نه دي ځان بند کړی، او داسي خبره دې وکړی لکه څنګه چې د مضبوط علم خاواندان ئ کوي ، چي(یعنی مونږ په دي باندې ایمان راوړے دے، چې دا قول زمونږ د رب د طرف نه دي) سورت ال عمران: 7.
او پدي خبره دي ځان پوهه کړي چې په کتاب او سنت کی هیڅ تناقض نیشته او نه ددي دواړه په مینځ کې شته او نه پکي څه اختلاف شته.
زمونږ د الله تعالی په ملائکو باندې ایمان دے او دا ملائک داسې ديدوي د الله تعالی عزتمند بندګان دي.دوي د الله تعالی د وینا نه وړاندې والے نه کوي او د الله تعالی په حکم باندي عمل کويسورت انبیاء: 26-27.دا ملائک الله تعالی پیدا کړی دي ، نو دوي د الله تعالی د عبادت پابندي کوي او د هغه اطاعت نه منقاد دي۔ لکه الله تعالی فرمائی:دوي لوئي نه کوي د الله تعالی د عبادت نه او نه (ئ د عبادت نه) ستړې کیږي پاکي وائی د الله تعالی د پاره د شپې او د ورځې او سستی نه کويسورت انبیاء: 19-20.
دا ملائک الله تعالی زمونږ نه په پرده (حجاب) کې کړي دي نو مونږئ نشو لیدلې، او کله ئ الله تعالی د خپلو بعض بندګانو د پاره را ښکاره هم کړي، لکه جناب نبی کریم صلی الله علیه وسلم،جبریل علیه السلام لره د هغه په اصل صورت کې لیدلے ووچې شپښ سوه (600) وزې ئ وې او د اسمان کنارې ئ پټې کړې وې دغه شان جبریل علیه السلام، مریم علیه السلام ته د پوره بشر په صورت کې راغلے ووچې مریم علیه السلام د هغه سره اوهغه و بي بي مریم سره خبرې وکړلې یوځل جبریل علیه السلام د جناب نبی کریم صلی الله علیه وسلم په خدمت کې په یو داسې وخت کې حاضر شو چې د نبی کریم صلی الله علیه وسلم سره صحابه کرام رضي الله عنهم ناست وو او جبریل علیه السلام د یو سړی (ځوان) په شکل کې راغلو چې نه پيژندلے کیدلو (چې دا ځوک دے؟) او نه پرې د سفر اثرات ښکا ره کیدل تکې سپینې جامې ئ اغوستې (اچولې) وې ویخته ئ تک تور وو ، د نبی کریم صلی الله علیه وسلم مخې ته کینا ستلو، او نبی کریم صلی الله علیه وسلم د زنګنانو (ګوډو) سره ئ خپل زنګنان ولګلول او خپل لاسونه ئ د هغوي په ورون (پتونونو) باندې کیخودل ، هغه د نبی کریم صلی الله علیه وسلم سره خبرې کړلې (چې سوالات وو)او نبی کریم صلی الله علیه وسلم د هغه سره خبرې وکړلې ( چې جوابات ئ ورکړل ) نو بیا روستو نبی کریم صلی الله علیه وسلم صحابه کرام رضي الله عنهم ته خبر ورکړو چې دغه شخص جبریل علیه السلام وو ( ځکه صحابه کرامو رضي الله عنهم نه وو پيژندلې)
زمونږ پدې خبره باندې ایمان دے چې ملائک په مختلفو کارونو باندې مکلف کړې شوي دي:
زمونږ پدې خبره باندې ایمان دے چې ملائک په مختلفو کارونو باندې مکلف کړې شوي دي په دوي کې جبریل علیه السلام په وحي راوړلو باندې مقرر دے، چي دغه وحی د الله تعالی په حکم باندې د ھغه د طرف ته هغه چاته راوړي چې د الله خوښ شي ، چې هغه انبیاء کرام او رسولان علیهم السلام دي ، ( چې دغه سلسله په محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم باندې سرته ورسیدله ) جناب میکائیل علیه السلام په بارانونو او نباتاتو باندې مکلف او مقرر دے ، جناب اسرافیل علیه السلام په شپیلئ کې په پوکې و هلو مقرر دے، کله چې قیامت قائمیږي او په خلقو به صعق او مرګ رازي او بیا به د قیامت په ورز د خلقو د راپورته کیدو او راغونډیدو په وخت کې هم پوکے کوي(حديث کې رازي چې دوې دواړو مینځ کې به څلویښت کاله فاصله وي) په دوي کې ملک الموت د مخلوق د مرګ په وخت کې د هغوي د ارواحو قبض کولو باندې مکلف دے۔ ملک الجبال په غرونو باندې مقرر دے۔ او "مالک " په نوم د جهنم خزانچی (دربان) دے ، چې په اور مقرر دے۔ بعض ملائک په هغه وړو ماشو مانو باندې ( او په هغوي کې په روح اچولو) مقرر دي کوم چې د مائندو په رحمونو ( بچه دانئی) کې وي ، بعض نور ملائک د بنی آدم په حفاظت مقرر دي، بعض د دوي د اعمالو په لیکلو (کراما کاتبین) مقرر ديد هر شخص د پاره دوه ملائک ديخې طرف او ګس طرف ته یو یو ملک تیار ناست دےخې طرف او ګس طرف ته یو یو ملک تیار ناست دے ، نه راوباسي دا انسان کومه خبره (د خولې نه) مګر د هغې په خواکې نګهبان ملک تیار (مقرر) دےسورت ق: 17-18.بعض ملائک د مړی نه په سوال (تپوس) کولو مقرر دي چې کله هغه قبر ته وسپارلے شي، دوه ملائک ورته راځی او د ده نه به دده د دین او دده د نبی په باره کې تپوسونه کويمومنانو ته الله تعالی د صحیح جواب ورکولو توفیق ورکوي، لکه الله تعالی فرمائی:کلکوي الله تعالی مومنان په وینا مضبوطه باندې په دنیا او آخرت کې ، او ګمراه کوي ظالمان ، او کوي الله تعالی هغه ځه چې ئ خوښه شيسورت ابراهیم: 27.بعض ملائک په اھل جنت باندې مقرر دي (چې د جنت په دروازو کې به د جنتیانو استقبال کوي)را داخلیږي به په دوي باندې ملائک د هرې دروازې نه، (وائی به ورته )سلام دې وې په تاسو باندې ستاسو د صبر کولو په وجه ، ډیر ښکلے (ښائسته ) انجام دے د کور (د جنتسورت رعد: 23-24.
او یقینا مونږ ته نبی کریم صلی الله علیه وسلم د دې خبر راکړے دے چې په (اوؤم) اسمان کې بیت المعمور ته روزانه ملائک داخلیږي ، او بل روایت کې چې دا ملائک هلته مونځ کوي۔نو روزانه اویازره (70000) ملائک ور داخلیږي ، او بیا هيڅ کله د دوي دوباره نمبر نه رازي
زمونږ پدی خبره ایمان دے چی الله تعالی د ھر رسول سره یو کتاب نازل کړے دے ، لکه چی الله تعالی فرمائی:یقینا رالیږلی دی مونږه رسولان په واضحه دلائلو سره ، او مونږ نازل کړې وو د ھغوی سره کتابونو او میزان ، ددی د پاره چی ودریږی خلق په انصاف سورت حدید: 25.
په دغه اسمانی کتابونو کي مشھور دادی:
1۔ تورات:دا کتاب الله تعالی په جناب موسی علیه السلام باندی نازل کړے وو او بنی اسرائیلو ته د ټولو نه عظیم کتاب ھمدا راغلے وو ، ددی په باره کی الله تعالی فرمائی:پدی تورات کی ھدایت او رنړا وه ، فیصلی به کولی په دی سره انبیاؤ ( علیھم السلام ) کوم چی تابعدار وو د دی د احکامو ھغه خلقو ته چی یھود وو او الله والا خلقو او علماؤ ( به پری ھم فیصلی کولی ) په دی سبب چی د دوینه د الله د کتاب حفاظت غوښتلے شوے وو او دوی په ھغی عالمان (پوھه ) وو.سورت مائده: 44.1۔ تورات:دا کتاب الله تعالی په جناب موسی علیه السلام باندی نازل کړے وو او بنی اسرائیلو ته د ټولو نه عظیم کتاب ھمدا راغلے وو ، ددی په باره کی الله تعالی فرمائی:انجیل: دا ھغه کتاب دے چی الله تعالی په جناب عیسی علیه السلام باندی نازل کړے وو ، او دا کتاب د تورات تصدیق کوؤنکے او د ھغی د احکامو اتمام کوؤنکے وو، لکه الله تعالی فرمائیسورت مائده: 46.او دغه شان الله تعالی فرمائی:( عیسی علیه السلام وفرمائیل ) او ددی د پاره چی زه حلال وګرزوم ( په بیان سره ) د بعضی ھغه څیزونو چی حرام کړے شوی وو په تاسو باندیسورت ال عمران: 50.
زبور:دا کتاب الله تعالی داؤد علیه السلام ته ورکړے وو
4۔ د ابرھیم او موسی علیھما الصلاۃ و السلام صحیفی
5۔ قرآن مجید:دا ھغه آخری عظیم کتاب دے چی الله تعالی په خپل خوږ نبی جناب محمد خاتم النبیین صلی الله علیه وسلم باندی نازل کړے دے د دی عظیم کتاب په باره کی الله تعالی فرمائی:ھدایت دے د خلقو د پاره او واضح دلائل پکی دی د ھدایت او فرق کوؤنکے دے په مینځ د حق او باطل کئسورت بقره:185.تصدیق کوؤنکے دے د ھغه کتابونو کوم چی ددینه مخکښے دی او ساتنه (حفاظت کوؤنکے ) دے په دغه کتابونو باندیسورت مائده: 48.الله په دی قرآن سره مخکنیئ ټول کتابونه منسوخ وګرځول او الله تعالی ددی د حفاظت ذمه داری اخستی ده چی د خبث کارونو والو او د تحریف کوؤنکو د کږ لیچ نه ئی محفوظ ساتلے دے لکه الله تعالی فرمائیژباړه: مونږ قران کریم ناز کړی دی او مونږ يې حفاظت په خپله کو.سورت حجر:9.دا حفاظت ئی ځکه وکړو چی دا کتاب به ترقیامته پورے په تمام مخلوق باندی حجت پاتی کیږی.او ھر چی مخکنی کتابونه وو نو ھغه تر یو محدود مودی پوری نازلیدل ، چی کله به ورپسی بل کتاب نازل شو نو ھغه مخکنے به ئے منسوخ اوګرځولو او په مخکنی کتاب کی به چی څه تحریف یا تغیر شوے وو نو د ھغی وضاحت به ئے کولو ، ھمدا وجه ده چی دغه کتابونه معصوم نه وو ( یعنی د تحریف لفظی او معنوی نه مفوظ نه وو ) ځکه په ھغی کی تحریف ، زیادت او نقصان واقع شو لکه چی پدی خبره باندی دغه لاندینی تمام آیتونه دلیل دی:د ھغه خلقو نه چی یھودیان دی ( داسی خلق شته ) چی تحریف کوی ( بدلوی کلمات د الله تعالی د کتاب ) د خپلو ځایونو نهسورت توبه: 46.پس تباھی ده د ھغه خلقو د پاره کی لیکی کتاب پخپلو لاسونو باندی ، بیا وائی چی دا خو د الله تعالی د طرف نه دے ( دا کار کوی ) دوی د پاره ددی چې واخلی په ھغی باندی قیمت لږ (دنیاوی مفادات) پس تباھی ده د دوی د پاره د و جی د ھغه لیکلو چی د دوی لاسونو لیکلی دی او تباھی ده د دوی د پاره د و چی د ھغه کسب نه چی دوی ئے کویسورت بقره: 79.ته ورته اووایه اے نبی : چا نازل کړے دے ھغه کتاب چی راوړے وو ھغی لره موسی علیه السلام چی رنړا او ھدایت وو د خلقو د پاره ، تاسو ګرځولے دے ھغی لره ټکړی ټکړی ، چی ښکاره کوئی ( بعضی احکام د ھغی ) او پټه وئ ډیری خبریسورت انعام:91.او بعض د دوینه یوه داسی ډله ده چی تاووی خپلی جبی په کتاب باندی دی دپاره چی ته ګمان وکړی په ھغی باندی د کتاب نه او حال دادے چی ھغه د کتاب نه نه وی ، او وائی دوی چی دا د الله د طرف نه دے او حال دا چی ھغه د الله د طرف نه نه وی ، او دوی جوړوی په الله تعالی باندے دروغ ، او حال دا چی پوھیږی ( چی دا دروغ دی او باطل کار دے)نه دی جائز ( او ممکن ) د یو ( داسی) بشر د پاره چی الله تعالی دی ھغه ته کتاب ، د دین پوھه او پیغمبری ورکړی وی او بیا دی خلقو نه داسی اووائی چی د الله نه سیوا زما بندګی کوؤنکی شئسورت ال عمران: 78-79.اے اھل کتابو ! یقینا راغلے دے تاسو ته رسول ځمونږ چی بیان کوی تاسوته د ډیرو ھغه ( احکامو ) چی تاسو پټ کړی وو د الله تعالی د کتاب نهسورت مائده: 15.تردی قول پوری:یقینا کفر کړے دے ھغه خلقو ( کافران دی ) چی څوک دا وائی چی یقینا الله تعالی چی دے نو ھغه مسیح ځوی د مریم دےسورت مائده: 17.فصلزمونږ پادی خبره باندی ایمان دے چی الله تعالی خپل مخلوق ته رسولان را لیګلی دیزیری ورکوؤنکی او ویره ورکوؤنکی ددی د پاره چی نه وی د خلقو د پاره په الله تعالی باندی ( دھغه مخی ته ) کومه بھانه ، روستو د رالیګلو د رسولانو نه ، او دے الله تعالی زورو ( غالب ) حکمتونو والاسورت نساء: 165.زمونږ پدی خبره ایمان دے چی په سلسله د رسولانو کی او جناب نوح علیه السلام وو او په دوی کی آخری جناب محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم وو ۔ لکه الله تعالی فرمائی:یقینا مونږه وحي کړی ده تاته ، لکه چی څنګه مونږه وھی کړی وه جناب نوح علیه السلام او ھغه (رسولانو ) ته کوم چی د ھغه نه روستو ووسورت نساء: 16.نه دے محمد ( صلی الله علیه وسلم ) پلار د یو نارینه ستاسونه ، لیکن د الله تعالی رسول او آخری شخصیت د پغمبرانو دےسورت احزاب: 40په دغه پیغمبرانو کی د ټولو نه افضل جناب محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم دے ، بیا جناب ابراھیم علیه السلام ، بیپه دغه پیغمبرانو کی د ټولو نه افضل جناب محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم دے ، بیا جناب ابراھیم علیه السلام ، بیا جناب موسی علیه السلام ، بیا جناب نوح علیه السلام ، او بیا جناب عیسی بن مریم علیه السلام دے ، او د دوئ خصوصیت او فضیلت ددی قول د الله تعالی د وجی نه دےاو ھغه وخت چی مونږ پخه وعده اخستی وه د پیغمبرانو نه او ستانه او د نوح او ابراھیم او موسی او عیسی ځوئ د مریم ( علیھم السلام ) نه او د ھغوی نه می وعده اخستی وه دعده مضبوطهسورت احزاب: 7.زمونږ دا عقیده ده چی شریعت د محمد صلی الله علیه وسلم د دغه تمامو انبیاء کرام علیھم السلام په شریعتونو باندی کوم چی الله تعالی پخپل فضل سره مخصوص کړی وو حاوی شریعت دے ۔ لکه چی الله تعالی فرمائیښکاره ګرځولے دے الله تعالی ستاسو د پاره ھغه دین چی په ھغی ئے وصیت کړے وو نوح علیه السلام ته ، او ھغه دین چی مونږ ئے وحی کړی ده تاته او ھغه چی مونږ په ھغی باندی وصیت (کلک حکم ) کړے وو ابراھیم ، موسی او عیسی ( علیھم السلام ) ته ( ھغه دا چی ) قائم کړئ ( کلک ودروئ په قانون ګرځولو سره ) دین او پدی کی تفرقی ( ډله بازی ) مه کوئسورت شوری:13.زمونږ پدی خبره ایمان دے چې تمام رسولان بشر وو ، د الله تعالی مخلوق وو ، په دوئ کی د ربوبیت صفات نه وو یعنی ( څه معبودات او " الھۃ نه وو ) لکه چی الله تعالی د نوح علیه اٖلسلام چی پدی رسولانو کی اول وو ، په باره کی فرمائی ( چی نوح علیه السلام خپل قوم ته وئیلی وو )زه تاسو ته دا نه وایم چی زما سره خزانی دی د الله تعالی اوزه په غیبو باندی ھم نه پوھیګم او دا ھم نه وایم چی زه ملک ( د ملائکو نه ) یمسورت هود: 31.دغه شان الله تعالی محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم ته حکم کړے دے ، چی ددی رسولانو په سلسله کی آخری رسول دے ، چی ھغه دی خپل امت ته داسی اووائی:زه تاسو ته دا نه وایم چی زما سره خزانی دی د الله تعالی اوزه په غیبو باندی ھم نه پوھیګم او دا ھم نه وایم چی زه ملک ( د ملائکو نه )سورت انعام:50.اوداسی ورته اووائی:زه اختیار نه لرم د خپل ځان د پاره د نفعی او نه د ضررر ، مګر ھغه څه ( کیګی ) چی الله تعالی ئ غواړیسورت اعراف: 188.او دائی ورته ھم وئیلی دی چی داسی دی اووائی:یقینا زه اختیار نه لرم ستاسو د پاره د ضرر او نه د فائدی ، ته اووایه یقینا مالره ھیڅوک د الله تعالی نه نشی خلاصولے او زه ھیچری نه مونده کوؤم د الله تعالی نه سیوا ځائی د پناھئسورت جن:21-22.زمونږ په دی خبره ھم ایمان دے چی دا تمام انبیاء کرام علیھم السلام د الله تعالی بندګان وو ، الله تعالی دوی ته په رسالت سره عزت ورکړے وو، او په اعلی مقاماتو کی ئ د دوئ صفت په عبودیت سره کړے دے او په داسی مقام کی چی الله تعالی د دوی ثنا او مدح کوی نو د دوی بندګی ذکر کوی ، لکه الله تعالی د جناب نوح علیه السلام په باره کی فرمائی:اولاد د ھغه چا چی کوم مونږ سواره کړی وو د نوح علیه السلام سره ( په کشتئ کښ) یقینا ھغه د الله تعالی بنده وو شکر ګزارسورت اسراء:3.او د آخری رسول محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم په باره کی ئ فرمائیلی دی.برکتونو والا دے ھغه ذات چی نازل کړے ئے دے فرقان ( فرق کوؤنکے کتاب په مابین د حق او باطل کی ) پخپل بنده باندی دی د پاره چی شی د عالمونو ( انس او جن ) د پاره ویره ورکوؤنکیسورت فرقان:1.او د نورو رسولانو په باره کی ئ فرمائیلی دی.او رایاد کړه زمونږ بندګان ابراھیم او اسحاق او یعقوب ( علیھم السلام ) چی خاوندان د قوت او پوھی ووسورت ص:45.او را یاد کړه زمونږ بنده داود علیه السلام چی خاوند د قوت وو ، یقینا ھغه ډیر ګرځیدونکے وو ( د الله طرف ته ) سورت ص: 17.او بخلے وو مونږه داود علیه السلام ته سلیمان علیه السلام ، ډیر غوره بنده وو، یقینا ډیر ګرځیدونکے وو ( الله طرف ته ) سورت ص: 30.او د جناب عیسی علیه السلام په باره کی ئی فرمائیلی دی.نه وؤ ھغه مګر بنده وو ( د الله ) چی مونږ نعمت کړے وو په ھغه باندی او مونږ ګرځولے وو ھغه لره مثال د پاره د بنی اسرائیلوسورت زخرف:59.زمونږ پدی خبره ایمان دے چی د رسولانو سلسله په رسالت د جناب محمد رسول الله ﷺ سره ختمه شوه او سرته ورسیدله او محمد مصطفی ﷺ الله تعالی د تمامو خلقو طرف ته د رسول په حیثیت سره رالیګلے دے ،لکه چی الله تعالی فرمائی:اے خلقو یقینا زه رسول ( استازے ) یم د الله تعالی ستاسو د ټولو خلقو طرف ته ھغه الله ( رسول ګرځولی یم ) چی د ھغه د پاره بادشاھی ده د اسمانونو او ځمکی نشته دے ھیڅ حقدار د عبادت سیوا د ھغه نه ، ھغه ژوندی کول او مړه کول کوی ، نو ایمان روړئ په الله تعالی او د ھغه په ھغه رسول چی نبی اّمی دے ، ھغه نبی چی (پخپل ھم ) ایمان لری په الله تعالی او د ھغه په کلماتو باندی او د دی نبی تابعداری وکړئ ، دی د پاره چی تاسوته ھدایت وشی.سورت اعراف:158.مونږ پدی خبره ایمان دے چکی د جناب محمد رسول الله ﷺ شریعت ھغه دین دے کوم چی الله تعالی د خپلو بندګانو د پاره غوره کړے دے ، او الله تعالی د ھیچانه د دی دین نه سیوا بل دین نه قبلوی ، لکه چی الله تعالی فرمائی:بے شکه د الله تعالی په نیز ( غوره کړی شوی او قبول کړی شوی ) دین اسلام دے سورت ال عمران:19.او دا قول د الله تعالی:ژباړه : ستاسو لپاره مي نن ورځ دين بشپړ او مكمل كړ ، او ستاسو لپاره په اسلام باندې د دين په توګه راضي يم.سورت مائده:3.او دا قول د الله تعالی:او چا چی لټلولو ( طلب کړو ) د اسلام نه غیر بل دین نو دا به ھیچری دده نه قبول نه کړیشی او دا انسان به په آخرت کی د تاوان والو نه ویسورت ال عمران: 85.
سورت جن:21-22.
زمونږ په دی خبره ھم ایمان دے چی دا تمام انبیاء کرام علیھم السلام د الله تعالی بندګان وو ، الله تعالی دوی ته په رسالت سره عزت ورکړے وو، او په اعلی مقاماتو کی ئ د دوئ صفت په عبودیت سره کړے دے او په داسی مقام کی چی الله تعالی د دوی ثنا او مدح کوی نو د دوی بندګی ذکر کوی ، لکه الله تعالی د جناب نوح علیه السلام په باره کی فرمائی:
اولاد د ھغه چا چی کوم مونږ سواره کړی وو د نوح علیه السلام سره ( په کشتئ کښ) یقینا ھغه د الله تعالی بنده وو شکر ګزار
سورت اسراء:3.
او د آخری رسول محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم په باره کی ئ فرمائیلی دی.
برکتونو والا دے ھغه ذات چی نازل کړے ئے دے فرقان ( فرق کوؤنکے کتاب په مابین د حق او باطل کی ) پخپل بنده باندی دی د پاره چی شی د عالمونو ( انس او جن ) د پاره ویره ورکوؤنکی
سورت فرقان:1.
او د نورو رسولانو په باره کی ئ فرمائیلی دی.
او رایاد کړه زمونږ بندګان ابراھیم او اسحاق او یعقوب ( علیھم السلام ) چی خاوندان د قوت او پوھی وو
سورت ص:45.او را یاد کړه زمونږ بنده داود علیه السلام چی خاوند د قوت وو ، یقینا ھغه ډیر ګرځیدونکے وو ( د الله طرف ته ) سورت ص: 17.
او بخلے وو مونږه داود علیه السلام ته سلیمان علیه السلام ، ډیر غوره بنده وو، یقینا ډیر ګرځیدونکے وو ( الله طرف ته ) سورت ص: 30.
او د جناب عیسی علیه السلام په باره کی ئی فرمائیلی دی.
نه وؤ ھغه مګر بنده وو ( د الله ) چی مونږ نعمت کړے وو په ھغه باندی او مونږ ګرځولے وو ھغه لره مثال د پاره د بنی اسرائیلو
سورت زخرف:59.
زمونږ پدی خبره ایمان دے چی د رسولانو سلسله په رسالت د جناب محمد رسول الله ﷺ سره ختمه شوه او سرته ورسیدله او محمد مصطفی ﷺ الله تعالی د تمامو خلقو طرف ته د رسول په حیثیت سره رالیګلے دے ،لکه چی الله تعالی فرمائی:
اے خلقو یقینا زه رسول ( استازے ) یم د الله تعالی ستاسو د ټولو خلقو طرف ته ھغه الله ( رسول ګرځولی یم ) چی د ھغه د پاره بادشاھی ده د اسمانونو او ځمکی نشته دے ھیڅ حقدار د عبادت سیوا د ھغه نه ، ھغه ژوندی کول او مړه کول کوی ، نو ایمان روړئ په الله تعالی او د ھغه په ھغه رسول چی نبی اّمی دے ، ھغه نبی چی (پخپل ھم ) ایمان لری په الله تعالی او د ھغه په کلماتو باندی او د دی نبی تابعداری وکړئ ، دی د پاره چی تاسوته ھدایت وشی.
سورت اعراف:158.
مونږ پدی خبره ایمان دے چکی د جناب محمد رسول الله ﷺ شریعت ھغه دین دے کوم چی الله تعالی د خپلو بندګانو د پاره غوره کړے دے ، او الله تعالی د ھیچانه د دی دین نه سیوا بل دین نه قبلوی ، لکه چی الله تعالی فرمائی:
بے شکه د الله تعالی په نیز ( غوره کړی شوی او قبول کړی شوی ) دین اسلام دے سورت ال عمران:19.
او دا قول د الله تعالی:
ژباړه : ستاسو لپاره مي نن ورځ دين بشپړ او مكمل كړ ، او ستاسو لپاره په اسلام باندې د دين په توګه راضي يم.
سورت مائده:3.
او دا قول د الله تعالی:
او چا چی لټلولو ( طلب کړو ) د اسلام نه غیر بل دین نو دا به ھیچری دده نه قبول نه کړیشی او دا انسان به په آخرت کی د تاوان والو نه وی
سورت ال عمران: 85.
او زمونږ دا رائ ده چی کوم مسلمان ( نعوذ بالله ) نن داسی دعوی وکړی چی د دین اسلام نه غیر بل دین ھم د الله تعالی په نیز مقبول او قائم کیدلی شی لکه یھودیت او نصرانیت او یا د دینه غیر نو دینونه نو دا انسان پدی سره کافر ګرځی ، دده نه به د توبه کولو مطالبه کیدیشی ورنه ده ته به اسلامی حکومت د مرتد سزا ورکوی ، ځکه چی دا انسان د قرآن تکذیب کوؤنکے دے.
زمونږ دا عقیده ده چی چا د تمام عالم د پاره د محمد رسول الله ﷺ رسالت نه انکار وکړو نو دا انسان په تمام رسولانو کافر شو ، تردی پوری چی په ھغه رسول ھم کافر شو په کوم باندی چی دا د ایمان لرلو دعوی کوی او وائی چی زه د ھغی تابعدار یم ، لکه چی الله تعالی فرمائی:
تکذیب کړے وو قوم د نوح علیه السلام د رسولانو.
سورت شعراء:105.دلته ئ دوی د تمامو رسولانو تکذیب کوؤنکی وګرځول ، حالانکه د نوح علیه السلام نی مخکښی خو رسولان نه وو تیر شوی او الله تعالی بل ځائی کی فرمائی:یقینا ھغه کسان چی کفر کوی په الله تعالی او د ھغه په رسولانو باندی او دوئ غواړی چی جدائی راولی په مابین د الله تعالی او د ھغه د رسولانو کی او دوی وائی مونږ ایمان لرو په بعضو باندی او انکار کوؤ د بعضو نه ، او دوی غواړی چی جوړه کړی ددی په مینځ کی بله لار.دغه خلق دوی پوره کافر دی په ریشتیا سره ، او مونږ تیار کړے دے د کافرانو د پاره عذاب رسوا کوؤنکے.سورت نساء:150-151.
دلته ئ دوی د تمامو رسولانو تکذیب کوؤنکی وګرځول ، حالانکه د نوح علیه السلام نی مخکښی خو رسولان نه وو تیر شوی او الله تعالی بل ځائی کی فرمائی:
یقینا ھغه کسان چی کفر کوی په الله تعالی او د ھغه په رسولانو باندی او دوئ غواړی چی جدائی راولی په مابین د الله تعالی او د ھغه د رسولانو کی او دوی وائی مونږ ایمان لرو په بعضو باندی او انکار کوؤ د بعضو نه ، او دوی غواړی چی جوړه کړی ددی په مینځ کی بله لار.
دغه خلق دوی پوره کافر دی په ریشتیا سره ، او مونږ تیار کړے دے د کافرانو د پاره عذاب رسوا کوؤنکے.
سورت نساء:150-151.
زمونږ پدی خبره ھم ایمان دے چی د جناب محمد روسول الله ﷺ نه بعد بل رسول او نبی دنیا ته نه رازی ، چا چی د ھغوی نه وروسته د نبوت دعوی وکړله او یا چا د دغه دعوی کوؤنکی تصدیق وکړو نو داسی انسان یقینا کافر دے ځکه چی دغه انسان د الله تعالی ، د ھغه د رسول او د اجماع المسلمین تکذیب کوؤنکے دے.
زمونږ په دی خبره ھم ایمان دے چی د جناب نبی کریم ﷺ دپاره خلفاء راشدین رضی الله عنھم وو ، چی ھغوی روستو په امت کی د علم ، دعوت او په مؤمنانو باندی د ولایت په لحاظ سره د نبی کریم ﷺ خلیفه ګان شو، په دغه خلفاء راشدین ﷺ کی د ټولو نه افضٖل جناب ابوبکر صدیق رضی الله عنه وو چی د خلافت د ټولونه زیات حقدار وو ، بیا ور پسی عمر بن الخطاب رضی الله عنه ، بیا عثمان بن عفان او بیا علی بن ابی طالب ( رضی الله عنھم اجمعین ) وو
په خلافت کی ھم د دوی داسی درجه او مرتبه او قدر و منزلت وو، لکه په فضیلت کی ، او ھغه الله چی د لوئی حکمت خاوند دے داسی نه کوی چی په خیر القرون ( په پیړو کی بھترینه پیړئ ) باندی دی داسی یو سړے والی او ذمه دار ( مشر ) وګرځوې او حال دا چی د ھغه نه دی غوره او د خلافت ډیر حقدار په دوی کی موجود وی
زمونږ پدی خبره ھم ایمان دے چی په دی صحابه کرامو رضی الله عنھم کی کله کله یو تن چی په فضیلت کی به ښکته ( مفضول ) وو نو ھغه ھم په یو خصوصیت سره ممتاز شوے دے چی په دغه یو خصوصیت سره د خپل ځان نه افضل صحابی باندی ئی ھم فوقیت حاصل کړے دے لیکن په دی سره ھغه د مطلق فضیلت مستحق نه ګرزی په ھغه چا باندی چی څوک دده نه په فضیلت کی پورته وی ، ځکه چی د فضیلت موجبات زیات او مختلف انواعو باندی مشتمل دی
زمونږ په دی خبره ایمان دے چی دا امت د تمامو ( مخکنو ) امتونو نه غوره او د الله تعالی په نیز ډیر عزت والا دے ، لکه چی الله تعالی فرمائی:تاسو غوره امت یئ ، راوخکلے شوی یئ د پاره د خلقو چی امر (حکم ) به کوئی د نیکئ او منع به کوئ د ھر بدئ نه او ایمان به لری په الله تعالی باندیسورت ال عمران: الآية110.
تاسو غوره امت یئ ، راوخکلے شوی یئ د پاره د خلقو چی امر (حکم ) به کوئی د نیکئ او منع به کوئ د ھر بدئ نه او ایمان به لری په الله تعالی باندی
سورت ال عمران: الآية110.
زمونږ ایمان دے چی پدی امت کی د ټولونه زیات غوره خلق صحابه کرام رضی الله عنھم وو ، بیا تابعین او بیا اتباع التابعین رحمھم الله او دا ھم زمونږ د ایمان حصه ده چی په دی امت کی به یوه ډله ھمیشه په حق باندی قائمه وی ، څوک چی ددی ډلی مدد پریګدی او یا ئی مخالفت کوی نو ھغوی ورته ھیڅ ضرر نشی ورکولے ، تردی پوری چی د الله تعالی امر راشی ، ( قیامت قائم شی )
زمونږ عقیده ده چی د صحابه کرام رضی الله عنھم په مابین کی کوم واقعات یا جنګونه واقع شوی دی نو دا د ھغوی په اجتھاد باندی مبنی دی ، نو په دی اجتھاد کی چی په دوی کی څوک حق ته رسیدلے دے د ھغه د پاره دوه اجرونه دی او که څوک پخپل اجتھاد کی خطاء شوے دے نو د ھغه د پاره یو اجر دے او د خطا یئ ورته بخنه شوی ده زمونږ رائی داده چی په مونږه باندی د ھغوی د بدئ ذکر کولو نه خپله خله بنده ساتل واجب دی ، بلکه مونږ ته پکار ده چی د صحابه کرام رضی الله عنھم تذکره په داسی طریقه وکړو د کوم چی ھغوی مستحق دی ، چی ھغه خکلی ثنا او مدح او صفت کول دی ، او مونږ باندی واجب ده چی په صحابه کرام رضی الله عنھم کید ھر یو تن سره په زړه کی د خیانت یا حسد وغیره راتلو نه خپل زړونه پاک کړو ، ځکه چی الله تعالی د دوی په باره کی فرمائی:نه دی برابر ستاسو نه ھغه څوک چی مالونه ئ لګولی دی ( په دین د الله ) مخکی د فتح ( د مکی ) نه او جنګ ( جھاد) ئی کړے دے ( په لار د الله کی ) دغه خلق ډیری لوئی درجی والا دی د ھغه خلقونه چی مالونه ئ لګولی دی روستو ( د فتحی نه ) او جنګونه ئی کړی دی ، او ددی ټولو ) صحابه کرام رضی الله عنھم ) سره الله تعالی وعده کړی ده ښائسته ( د جنت )سورت حدید:10.او زمونږ د روستنی امت په باره کی د الله تعالی دا قول:او ھغه خلق چی رازی به روستو د دوی ( صحابه کرام رضي الله عنھم ) نه ھغوی به وائی ، اے زمونږ ربه ! بخنه وکړه مونږ ته او زمونږ ھغه ورونو ( صحابه کرام او ورپسی نور صالحين ) ته چی مخکی والے ئے کړے دے ، زمونږ نه ( مخکی تلي دی ) په ایمان سره ، او مه اچوه زمونږ په زړونو کی خیانت ( خفګان ) دپاره د مؤمنانو ، اے زمونږ ربه ، یقینا ته شفقت کوؤنکے رحم والا یيسورت حشر:10.
نه دی برابر ستاسو نه ھغه څوک چی مالونه ئ لګولی دی ( په دین د الله ) مخکی د فتح ( د مکی ) نه او جنګ ( جھاد) ئی کړے دے ( په لار د الله کی ) دغه خلق ډیری لوئی درجی والا دی د ھغه خلقونه چی مالونه ئ لګولی دی روستو ( د فتحی نه ) او جنګونه ئی کړی دی ، او ددی ټولو ) صحابه کرام رضی الله عنھم ) سره الله تعالی وعده کړی ده ښائسته ( د جنت )
سورت حدید:10.
او زمونږ د روستنی امت په باره کی د الله تعالی دا قول:
او ھغه خلق چی رازی به روستو د دوی ( صحابه کرام رضي الله عنھم ) نه ھغوی به وائی ، اے زمونږ ربه ! بخنه وکړه مونږ ته او زمونږ ھغه ورونو ( صحابه کرام او ورپسی نور صالحين ) ته چی مخکی والے ئے کړے دے ، زمونږ نه ( مخکی تلي دی ) په ایمان سره ، او مه اچوه زمونږ په زړونو کی خیانت ( خفګان ) دپاره د مؤمنانو ، اے زمونږ ربه ، یقینا ته شفقت کوؤنکے رحم والا یي
سورت حشر:10.
نو زمونږ په بعث باندی ایمان دے چی دا د الله تعالی مړو لره را ژوندی ) کول دی ، کله چی جناب اسرافیل علیه السلام په شپیلئ ( صور) کی دویم پوکی وکړی ( نو دا بعث به کیږی ) لکه الله تعالی فرمائی:او پوکے به وکړیشی په شپیلئ کی ، نو بے ھوشه ( مړه ) به شی ھغه څوک چی په آسمانونو کی دی او ھغه څوک چی په ځمکه کی دی ، مګر ھغه څوک چی وئی غواړی الله تعالی ، بیا به پوکے وکړیشی په ھغی کی بل ځل ( دویم ځل ) نو په دغه وخت کی به دا خلق ولاړ وی او ګوری بهسورت زمر:68.په دغه وخت کی به خلق د قبرونو نه راپاڅیږی ، او د رب العالمین طرف ته به ورزی په داسی حال کی چی خپی ابلی خپی به وی بغیر د پیزار نه ، په بدن به بربنډوی ، کپړی به ئی نه وی او ناسنته به وی ، لکه الله تعالی فرمائی: لکه څنګه چی مونږ اول پیدائش کړے وو نو دوباره ب ئ ھم کوؤ ، دا وعده په مونږ لازم ده ، یقینا مونږ خامخا دا کار کوؤنکی یو.سورت انبیاء:104.زمونږ په دی ایمان دے چی صحائف الاعمال ( عملنامی ) به تقسیمیږی ، چاته ب په خی لاس ورکول کیږی او چاته د روستو طرف نه په ګس لاس باندی ، لکه چی الله تعالی فرمائی:پس ھر چی ھغه څوک دے چی ورکړیشی ھغه ته د ھغه عملنامه په حي لاس باندینوزر دے چی حساب به ورسره وګړیشی حساب آساناو واپس به وګرځی خپل اھل ( کورنئ ) ته خوشحاله کړے شوےاو ھر چی ھغه څوک دے چی عملنامه ورته ورکړیشی د شاه د طرف نهنو زر دے چی غوړی به ( چغی به وھی د ) ھلاکتاو ورداخلیږی به ګرم اور ( جھنم ) تهسورت انشقاق:7-12.دغه شان الله تعالی فرمائی:او د ھر انسان سره لازم کړے دے مونږ عمل د ھغه په غاړه د ھغه کی ، او مونږ به را اوباسو ده ته د قیامت په ورځ باندی کتاب ( عملنامه ) چی دے به ورسره مخامخ کیږی ، خو روور( ورته به وایو ) ولو له خپل کتاب ( عملنامه ) پوره دے ستا نفس نن ستا سره حساب کوؤنکےسورت اسراء:13-14.زمونږ په دی خبره ایمان دے چی د قیامت په ورځ به موازین ( دعملونو د تللو د پاره تلی ) قائمیږی ، په دغه ورز به په ھیچا باندی ظلم نشی کیدے ، او ھر عمل به تللے کیږینو ھغه څوک چی عمل کوی په قدر دیو ذری سره د خیر نو او به وینی ھغی لرهاو ھغه څوک چی عمل کوی د ذری په مقدار د شر ، نو اوبه وینی ھغی لره.سورت زلزال:7-8.نو ھغه څوک چی درانه شی تلی ( د عملونو ) د ھغه ، نو دا کسان خاص ھم دوی کامیاب دیاو ھغه څوک چی سپک شی تلی ( د عملونو) د ھغه نو دا کسان ھغه خلق دی چی په تاوان کی ئ اچولی وو خپل ځانونه ، په جھنم کی به ھمیشه ویسوزوی ( ورینوی ) به د دوی مخونو لره اور او دوی به په ھغی کی بدشکله ویسورت مؤمنون:102-104.ھغه څوک چی یوه نیکی ئ وکړله نو د ھغه د پاره لس چنده ثواب د ھغی دے ، او چا چی بدی ( ګناه ) وکړله نو ھغه ته به بدله ( سزا) نه ورکول کیږی مګر په مثل د ګناه او په دوی به څه ظلم نشی کیدلےسورت انعام:160.
او پوکے به وکړیشی په شپیلئ کی ، نو بے ھوشه ( مړه ) به شی ھغه څوک چی په آسمانونو کی دی او ھغه څوک چی په ځمکه کی دی ، مګر ھغه څوک چی وئی غواړی الله تعالی ، بیا به پوکے وکړیشی په ھغی کی بل ځل ( دویم ځل ) نو په دغه وخت کی به دا خلق ولاړ وی او ګوری به
سورت زمر:68.
په دغه وخت کی به خلق د قبرونو نه راپاڅیږی ، او د رب العالمین طرف ته به ورزی په داسی حال کی چی خپی ابلی خپی به وی بغیر د پیزار نه ، په بدن به بربنډوی ، کپړی به ئی نه وی او ناسنته به وی ، لکه الله تعالی فرمائی: لکه څنګه چی مونږ اول پیدائش کړے وو نو دوباره ب ئ ھم کوؤ ، دا وعده په مونږ لازم ده ، یقینا مونږ خامخا دا کار کوؤنکی یو.
سورت انبیاء:104.
زمونږ په دی ایمان دے چی صحائف الاعمال ( عملنامی ) به تقسیمیږی ، چاته ب په خی لاس ورکول کیږی او چاته د روستو طرف نه په ګس لاس باندی ، لکه چی الله تعالی فرمائی:
پس ھر چی ھغه څوک دے چی ورکړیشی ھغه ته د ھغه عملنامه په حي لاس باندی
نوزر دے چی حساب به ورسره وګړیشی حساب آسان
او واپس به وګرځی خپل اھل ( کورنئ ) ته خوشحاله کړے شوے
او ھر چی ھغه څوک دے چی عملنامه ورته ورکړیشی د شاه د طرف نه
نو زر دے چی غوړی به ( چغی به وھی د ) ھلاکت
او ورداخلیږی به ګرم اور ( جھنم ) ته
سورت انشقاق:7-12.
دغه شان الله تعالی فرمائی:او د ھر انسان سره لازم کړے دے مونږ عمل د ھغه په غاړه د ھغه کی ، او مونږ به را اوباسو ده ته د قیامت په ورځ باندی کتاب ( عملنامه ) چی دے به ورسره مخامخ کیږی ، خو روور
( ورته به وایو ) ولو له خپل کتاب ( عملنامه ) پوره دے ستا نفس نن ستا سره حساب کوؤنکے
سورت اسراء:13-14.
زمونږ په دی خبره ایمان دے چی د قیامت په ورځ به موازین ( دعملونو د تللو د پاره تلی ) قائمیږی ، په دغه ورز به په ھیچا باندی ظلم نشی کیدے ، او ھر عمل به تللے کیږی
نو ھغه څوک چی عمل کوی په قدر دیو ذری سره د خیر نو او به وینی ھغی لره
او ھغه څوک چی عمل کوی د ذری په مقدار د شر ، نو اوبه وینی ھغی لره.
سورت زلزال:7-8.
نو ھغه څوک چی درانه شی تلی ( د عملونو ) د ھغه ، نو دا کسان خاص ھم دوی کامیاب دی
او ھغه څوک چی سپک شی تلی ( د عملونو) د ھغه نو دا کسان ھغه خلق دی چی په تاوان کی ئ اچولی وو خپل ځانونه ، په جھنم کی به ھمیشه وی
سوزوی ( ورینوی ) به د دوی مخونو لره اور او دوی به په ھغی کی بدشکله وی
سورت مؤمنون:102-104.
ھغه څوک چی یوه نیکی ئ وکړله نو د ھغه د پاره لس چنده ثواب د ھغی دے ، او چا چی بدی ( ګناه ) وکړله نو ھغه ته به بدله ( سزا) نه ورکول کیږی مګر په مثل د ګناه او په دوی به څه ظلم نشی کیدلے
سورت انعام:160.
زمونږ په دی خبره ایمان دے چی د قیامت په ورځ به د رسول الله ﷺ د پاره مقام وی د شفاعت عظمی او شفاعت کبری ، نبی کریم ﷺ به د الله تعالی په اجازت باندی د ھغه په لوئی دربار کی ، الله تعالی ته سفارش کوی ، ددی د پاره چی د بندګانو په مينځ کی فیصلی وشی ( او حساب شروع شی ) ځکه چی دوی ته به ډیر غم او تکلیف رسیدلے وی ، نو د قیامت د تکالیفو برداشت او طاقت به نور نشی لرلے نو دوی به آدم علیه السلام ته راځی ، بیا نوح علیه السلام ، بیا ابراھیم علیه السلام ، بیا موسی علیه السلام او بیا عیسی علیه السلام ته تر دی ( چی کله تری دا تمام انبیاء کرام علیھم السلام معذرت وکړی ) نو آخر چی به جناب محمد رسول الله ﷺ ته رازی ، ( او بیا په ھغوی شفاعت شروع کړی )
زمونږه په دی خبره ھم ایمان دے چی د ھغه مؤمنانو په حق کی به ھم شفاعت قبلیږی چی کوم د جھنم اورته ( د بعض ګناھونو په وجه ) تلی وی ، او دا شفاعت به د نبی کریم ﷺ ، او د ھغوی نه علاوه نورو انبیاء کرامو علیھم السلام ، مؤمنانو او ملائکو د طرف نه وی ، چی پدی سره به ھغه ګنھګاران د اور نه را اوځید مؤمنانو بعض اقوام (ډلی ) به داسی ھم وی چی الله تعالی به ئی د اور نه بغیر د شفاعت نه را او باسی او دابه خاص د الله تعالی په فضل او رحمت سره وی.
زمونږ د رسول الله ﷺ په حوض باندی ایمان دے ، چی دھغی اوبه پیو (شودو) نه زیاتی سپینی دی ، د شھد ( ګبین ) نه زیاتی خوږی دی او د مشکو نه زیاتی خوشبو به وی ، ددی حوض او ګدوالی د یو یی میاشتی په اندازه باندی دے او پلن والی ی ھم د یویی میاشتی په اندازه دے ، ددی لوخی د آسمان د ستورو پشان خکلی او زیات دی ، په دی باندی به د رسول الله ﷺ د امت مؤمنان ور تیریګی ، چا چی ددی اوبه وڅکلی نو ھغه به ھیڅکله نه تږے کیګی
زمونږ پدی ایمان دے چی د صراط په نوم یو پل په جھنم باندی د پاسه نصب شوی دے او خلق به په ھغی باندی د خپلو اعمالو په اندازه باندی ور تیریږی ، اولنئ ډل به پری د برق ( د بریخنا د پړق ) پشان تیریږی بیا بله ډله لکه د سیلئ ( باد ) په شان ، بیا بله ډله لکه د مرغئ د رفتار په انداز، د تکړه اوکره اسونو پشان او څه خلق به داسی تیریږی لکه د یو تکړه سړی پشان ، په دغه حال کی به رسول الله ﷺ په صراط باندی ولاړ وی او داسی به فرمائی (رب سلم سلم ۔۔۔۔ ( اے ربه ( مؤمنانو ) ته سلامتیا ورکړه ، بچ ئ کړه )
تر دی پوری چی د بندګانو اعمال به عاجز شی ( چی دوی په صراط پوری باسی ) نو داسی خلق به ھم راشی چی په خړ پوسو به راروان وی ، د پل صراط په دواړو طرفونو باندی به د ( وسپني ) کونډی رازوړندی وی او د ھغی ته به ( د الله د طرف نه ) حکم شوے وی ، نو چی د چا باره کی ورته حکم کیږی ھغه به را نیسي ، نو څوک خو به په داسی حالت کی نجات و مومی ( راخلاص به شی ) چی زخمی زخمی به وی او څوک به په جھنم کی پړمخي وروغورزولے شی.
نو زمونږ په ھغه ټولو خبرو او ھیبتونو ایمان دے کومی چی ددی ورځی متعلق په کتاب او سنت کی راغلی دی الله تعالی دی ددی ټولو ھیبتونو او سختو په مقابل کی زمونږ مدد وکړی.
زمونږ په دی ایمان دے چی جناب نبی کریم ﷺ به د اھل جنت د پاره شفاعت کوی چی جنت ته داخل شی او دابه خاص وی په رسول الله ﷺ پوری
په جنت او جھنم باندی زمونږ ایمان دے ، جنت د نعمتونو کور دے چی الله تعالی د مؤمنانو متقیانو د پاره تیار کړے دے ، په دی جنت کی ھغه نعمتونه دی چی لا تراوسه پوری کومی سترګی لیدلی نه دی ، نه کومو غوږونو د ھغی آواز اوریدلے دے او نه په کوم زړه د انسان کی د ھغی څه خیال تیر شویدے.پس علم نیشته یو نفس ته د ھغه ( نعمتونو ) چی پټ ساتلی شوی دی ، د دوئ ( مؤمنانو ) د پاره د سترګو د یخ والی نه ، بدله به ورکیدیشي په سبب د ھغه اعملونو چی دوی کولسورت سجده:17
پس علم نیشته یو نفس ته د ھغه ( نعمتونو ) چی پټ ساتلی شوی دی ، د دوئ ( مؤمنانو ) د پاره د سترګو د یخ والی نه ، بدله به ورکیدیشي په سبب د ھغه اعملونو چی دوی کول
سورت سجده:17
( د جھنم) اور د عذاب کور دے چی الله تعالی د کافرانو ظالمانو د پاره تیار کړے دے ۔ په ھغی کی داسی عذابونه او عبر تناکی سزا ګانی دی چی د چا په خیال کی ھم نه رازی ، لکه الله تعالی فرمائی:
یقینا مونږ تیار کړیدے د ظالمانو د پاره اور ( جھنم ) چی راګیرکړی به وی دوی لره دیوالونو د ھغی او که دوی فریاد کوی ( د اوبو غوښتلو د پاره ) نو دوی ته به داسی اوبه ورکړیشي لکه تانبه ویلی کړے شوی "چي ورپټوي بہ مخونو لرہ، ډیر بد څکل دي او بد ځائ دے د فائدې حاصلولو.سورت کهف: 29.دا دواړہ ځایونہ (جنت او جہنم) اوس هم موجود دي او هیڅکله به دا نه فنا کیږي ۔ اللہ تعالیٰ فرمائی:او هغه څوک چې ایمان راوړی پہ اللہ تعالی باندې او عمل کوي نیک، نو داخل به ئ کړي (الله تعالی) جنتونه ته چې بهيږي بہ د هغی د لاندي نهرونه ، دوي به په هغي کې همیشه وي، یقیناً ښائسته کړے دے اللہ تعالی ددي ( مومن) د پارہ رزقسورت طلاق:11.ددي برعکس د کافر پہ باره کي اللہ تعالیٰ فرمائی:یقیناً لعنت کړے دے اللہ تعالی پہ کافرانو باندي او تیار کړے ئ دے د دوي د پاره ګرم اوردوي به هميشه وي په هغي کي هميشه.نه به مومي دوي څوک دوست (بچ کوؤنکے) او نه مددګار.په هغه ورز چي اړولي را اړولي به شي د دوي مخونه په اور کې، دوي به وائی (په چغو چغو) ھائ ارمان چې مونږ خبره منلې د الله او خبره مو منلې وې د رسول.سورت احزاب:64-66.
سورت کهف: 29.
دا دواړہ ځایونہ (جنت او جہنم) اوس هم موجود دي او هیڅکله به دا نه فنا کیږي ۔ اللہ تعالیٰ فرمائی:
او هغه څوک چې ایمان راوړی پہ اللہ تعالی باندې او عمل کوي نیک، نو داخل به ئ کړي (الله تعالی) جنتونه ته چې بهيږي بہ د هغی د لاندي نهرونه ، دوي به په هغي کې همیشه وي، یقیناً ښائسته کړے دے اللہ تعالی ددي ( مومن) د پارہ رزق
سورت طلاق:11.
ددي برعکس د کافر پہ باره کي اللہ تعالیٰ فرمائی:یقیناً لعنت کړے دے اللہ تعالی پہ کافرانو باندي او تیار کړے ئ دے د دوي د پاره ګرم اور
دوي به هميشه وي په هغي کي هميشه.نه به مومي دوي څوک دوست (بچ کوؤنکے) او نه مددګار.
په هغه ورز چي اړولي را اړولي به شي د دوي مخونه په اور کې، دوي به وائی (په چغو چغو) ھائ ارمان چې مونږ خبره منلې د الله او خبره مو منلې وې د رسول.
سورت احزاب:64-66.
مونږ د ھر ھغه چا د پاره د جنت ګواھی ورکوؤ د چا د پاره چی کتاب او سنت ګواھی ورکړی ده ، که شخص معین وی او که په یو صفت سره ئی ورته ګواھی د جنت ورکړی وی ، د معین د پاره شھادت او ګواھی لکه جناب ابو بکر صدیق ،عمر فاروق ، عثمان ذوالنورین او علی بن ابی طالب او د دوی پشان ھغه صحابه کرام ( رضي الله عنھم اجمعین ) چی نبی کریم ﷺ معین فرمائیلی وو، په وصف ( او صفت) سره ګواھی لکه د ھر مؤمن او متقی د پاره د جنت ګواھی ورکړی شوی ده.
او مونږ د اور ( جھنم ) ګواھی ورکوؤ د ھر ھغه چا د پاره چی کتاب او سنت د ھغه د پاره د غه ګواھی ورکړی ده که شخص معین وی او که په یو صفت سره ئ ورته دا ګواھی ورکړی وی شھادۃ بالعین لکه د ابولھب ( فرعون، ھامان، قارون) او عمرو بن لحي الخزاعي وغیره او د دوی پشان خلق ، او شھادۃ بالوصف لکه د ھر کافر او مشرک په شرک کبر سره او ھر منافق د پاره د اور جھنم ګواھی.
زمونږ د قبر په فتنه ( او عذاب ) باندی ایمان دے او دا چی د ھر میت نه به په خپل قبر کی د ھغه د رب ، دین او نبی په باره کی سوال ( تپوس ) کیږی ، نو بیا بهکلکوی ( مضبوطوی په صحیح جواب ورکولو سره) الله تعالی مؤمنانو لره په مضبوطه وینا ( کلمه د حق) باندی په دینوی ژوند او آخرت کیسورت ابراهیم: 27.
کلکوی ( مضبوطوی په صحیح جواب ورکولو سره) الله تعالی مؤمنانو لره په مضبوطه وینا ( کلمه د حق) باندی په دینوی ژوند او آخرت کی
سورت ابراهیم: 27.
نو مؤمن به وائی:زما رب الله دے ، زما دین او مذھب اسلام دے او زما نبی محمد ﷺ دے زه نه پوھیدم ( په دین او د دین په دلائلو) د خلقو نه به مي چې څه اوریدل ، خلقو به څه وئیل ، نو ما به ھم ھسی ( تقلیدا) دغه خبره کوله، " ( نور په حقیقت پوھه نه ووم )
زمونږ ایمان دے چی د مؤمنانو د پاره د قبر انعامات شته الله تعالی فرمائی:ھغه کسان چی ساه اخلی ( روح قبض کوی ) د دوی نه ملائک ، په داسی حال کی چی دوی پاک ( مؤمنان) وی ، ملائک ورته وائی : سلامونه دی وی په تاسو ور داخل شئ جنت ته په سبب د ھغه عملونو چی تاسو کول.
ھغه کسان چی ساه اخلی ( روح قبض کوی ) د دوی نه ملائک ، په داسی حال کی چی دوی پاک ( مؤمنان) وی ، ملائک ورته وائی : سلامونه دی وی په تاسو ور داخل شئ جنت ته په سبب د ھغه عملونو چی تاسو کول.
سورت نحل:32
زمونږ ایمان دے چی د ظالمانو او کافرانو د پاره د قبر عذاب دے، الله تعالی فرمائی:او که اوګوری ته ( اے لیدونکیه!) ھغه وخت چی ظالمان به په سختو د مرګ کی وی او ملائک به ورته لاسونه ور اوګدوؤنکی وی ( ورته به وائی ) را او باسئ دا خپلی ساه ګانی ( روحونه) ، نن ورځ به تاسو ته بدله درکول کیږی ، د عذاب د ذلت ( رسوائي) په سبب د دی چی جوړولی تاسو په الله تعالی باندی نا حق ( دروغو او باطل ) خبری ، او وئ تاسو د ھغه د آیتونو نه لوئی ( تکبر) کوؤنکي.سورت انعام:93.
او که اوګوری ته ( اے لیدونکیه!) ھغه وخت چی ظالمان به په سختو د مرګ کی وی او ملائک به ورته لاسونه ور اوګدوؤنکی وی ( ورته به وائی ) را او باسئ دا خپلی ساه ګانی ( روحونه) ، نن ورځ به تاسو ته بدله درکول کیږی ، د عذاب د ذلت ( رسوائي) په سبب د دی چی جوړولی تاسو په الله تعالی باندی نا حق ( دروغو او باطل ) خبری ، او وئ تاسو د ھغه د آیتونو نه لوئی ( تکبر) کوؤنکي.
سورت انعام:93.
او احادیث خو په دی باب کی ډیر ھم دی او معلوم او معروف ھم دی ، نو یو مؤمن باندی لازم ده چی په ھر ھغه څه به ایمان لری کوم چی په کتاب او سنت کی د دغه غیبی امورونه ذکر شوی دی ، او د دی تعارض به د دنیا د مشاھدی سره نه راولی ، ځکه د آخرت امور د دنیا په امورو باندی نشی قیاس کیدلے ، ځکه چی د دی دواړو په مابین کی ډیر لوئ فرق ظاھر او ښکاره دے ( والله المستعان!
د تقدیر څلور (4) مراتب دي:
اولنئی مرتبه:علم دے ، یعنی زمونږ دا ایمان دے چی الله تعالی په ھر څیز باندی عالم او پوھه دے ، چی څه شوي دی ( مخکی) او ھؔغه څه چی ( روستوبه) کیږی ، او څنګه به کیږی ، دا ھر څه د الله تعالی په ازلي او ابدی علم کی دی، الله تعالی ته داسي علم نوے نوے نه رازي ( لکه چی انسان ته ) د جھل نه روستو ( علم رازی) بلکه د الله تعالی علم د مخکی نه ازلی او ابدی دے او دغه شان په الله تعالی باندی نسیان ( ھیره ) ھم نه رازیدویمه مرتبه : الکتابۃ ( لیکل )زمونږ په دی خبره ایمان دے چی الله تعالی په لوح محفوظ کی ھر ھغه څه لیکلی دی ، کوم چی تر قیامته پوري کیدونکی ( حالات او واقعات ) دی، لکه الله تعالی فرمائی:آیا ته نه پوھیږی چی یقینا الله تعالی پوھه دے ، په ھغه څه چی په آسمان کی او ځمکه کی دی ، یقینا دا ھر څه په کتاب ( لوح محفوظ) کی دی ، یقینا دا کار په الله تعالی باندی آسان دےسورت حج:70.دریمه مرتبه:المشیئۃ ( د الله تعالی خوښه ) زمونږ په دی خبره ایمان دے چی بی شکه الله تعالی غوښتنه(خوښه ، مشیئت) کوی د ھر ھغه څه چی په اسمانونو کی دی او په ځمکه کی ھیڅ یو کار د الله تعالی د مشیئت نه بغیر نشی کیدے ھغه څه چی الله تعالی ئ اوغواړی نو ھغه کیږی او ھغه څه چی ھغه ئی ونه غواړی نو ھغه نشی کیدےڅلورمه مرتبه:الخلق ( پیدائش ) زمونږ په دی خبره ایمان دے چی یقینا الله تعالی:پیدا کوؤنکے د ھرڅیز دے او ھغه په ھر څیز باندی ذمه دار دے ، د ھغه په اختیار کی کنجیانی د اسمانونو او ځمکی دیسورت زمر:62-63.
علم دے ، یعنی زمونږ دا ایمان دے چی الله تعالی په ھر څیز باندی عالم او پوھه دے ، چی څه شوي دی ( مخکی) او ھؔغه څه چی ( روستوبه) کیږی ، او څنګه به کیږی ، دا ھر څه د الله تعالی په ازلي او ابدی علم کی دی، الله تعالی ته داسي علم نوے نوے نه رازي ( لکه چی انسان ته ) د جھل نه روستو ( علم رازی) بلکه د الله تعالی علم د مخکی نه ازلی او ابدی دے او دغه شان په الله تعالی باندی نسیان ( ھیره ) ھم نه رازی
دویمه مرتبه : الکتابۃ ( لیکل )
زمونږ په دی خبره ایمان دے چی الله تعالی په لوح محفوظ کی ھر ھغه څه لیکلی دی ، کوم چی تر قیامته پوري کیدونکی ( حالات او واقعات ) دی، لکه الله تعالی فرمائی:
آیا ته نه پوھیږی چی یقینا الله تعالی پوھه دے ، په ھغه څه چی په آسمان کی او ځمکه کی دی ، یقینا دا ھر څه په کتاب ( لوح محفوظ) کی دی ، یقینا دا کار په الله تعالی باندی آسان دے
سورت حج:70.
دریمه مرتبه:
المشیئۃ ( د الله تعالی خوښه ) زمونږ په دی خبره ایمان دے چی بی شکه الله تعالی غوښتنه(خوښه ، مشیئت) کوی د ھر ھغه څه چی په اسمانونو کی دی او په ځمکه کی ھیڅ یو کار د الله تعالی د مشیئت نه بغیر نشی کیدے ھغه څه چی الله تعالی ئ اوغواړی نو ھغه کیږی او ھغه څه چی ھغه ئی ونه غواړی نو ھغه نشی کیدے
څلورمه مرتبه:
الخلق ( پیدائش ) زمونږ په دی خبره ایمان دے چی یقینا الله تعالی:
پیدا کوؤنکے د ھرڅیز دے او ھغه په ھر څیز باندی ذمه دار دے ، د ھغه په اختیار کی کنجیانی د اسمانونو او ځمکی دی
سورت زمر:62-63.
دا څلور مراتب شامل دی ھغه څه ته کوم چی د الله تعالی د طرف نه دی ، او ھغه څه ته ھم چی کوم د بندګانو نه صادر یږی ، نو د بندګانو نه صادریدونکی ټول اقوال ، اعمال او تروک ، دا الله تعالی ته معلوم دی او دھغه سره لیکلی شوی دی ، الله تعالی ددی مشیت کړے دے او ددی خالق دے ، لکه فرمائی:
(قرآن مجید نصیحت دے ) د ھغه چا د پاره چی غواړی ستاسونه چی په نیغه ( سیدھا ) لار روان شی ، او نه غواړی تاسو ( یو څیز او یو کار) مګر دا چی او غواړی الله تعالی ( دغه کار) ، چی پالنه کوؤنکے د عالمونو دےسورت تکویر: 28-29.او که غوښتلې وې الله تعالی نو دوي به جنګ نه وو کړے، لیکن الله تعالی کوي هغه څه چې اراده ئ اوکړي
سورت تکویر: 28-29.
او که غوښتلې وې الله تعالی نو دوي به جنګ نه وو کړے، لیکن الله تعالی کوي هغه څه چې اراده ئ اوکړي
سورت بقره: 253.
او که غوښتلی وی الله تعالی نو دوی به دا کار نه وو کړی نو پریګده دوی سره د ھغه څه نه چی دوی کوم دروغ جوړویسورت انعام:137.او الله تعالی تاسو پیدا کړی یئی او تاسو چی کوم عملونه کوئی ( نو ھغه ئی ھم پیدا کړی دیسورت صافات:96.لیکن زمونږ ددی سره دا ایمان دے چی الله تعالی خپل بنده ته ھغه اختیار او قدرت ورکړے دے ، چی په ھغی سره دده فعل وجود ته رازی.او په دی خبره باندی چی بنده یو فعل پخپل اختیار او قدرت سره کوی دلیل یو څو امور دی:اول:د الله تعالی دا قول:نو رازئ خپل پټی ( د کروندی ځائی ته ) په کومه طریقه چی ستاسو خوښه شیسورت بقره:223.او دا قول د الله تعالی:او که دوی ( منافقانو) اراده کړے وے د وتلو ( جھاد ته ) نو خامخا تیاری به ئی کړے وے د ھغی د پاره تیاری کولسورت توبه:46.نو ګوره په دی آیتونو کی ئی د بنده د پاره پخپل مشیت ( خوښه او اختیار ) سره خپل اھل ته را تلل ( نزدیکت) او پخپلی ارادی سره د جھاد د پاره تیاری کول ثابت کړل.دویم:د ( شرعی ) امر او نھی بنده ته متوجه کیدل ، نو که چرته د بنده سره اختیار او قدرت نه وے ، نو بیا خو دی بنده ته د دی ( شرعی اوامرو او نواھیو) متوجه کیدل ، د تکلیف مالا یطاق ( یعنی په ھغه کار مکلف کول چی بنده ئی طاقت نشی لرلے) په درجه کی وو، او دا خو یو داسی خبره ده چي د الله تعالی حکمت او رحمت ددی تقاضا نه کوی ، او ددی ریشتنو نی خبر د الله تعالی په دی قول کی دے.کړاؤ د عمل نه ږدی الله تعالی په ھیڅ یو نفس مګر په قدر د وس او طاقت د ھغه " (یعنی بنده ئے د خپل طاقت مناسب مکلف ګرځولی دیسورت بقره:286.دریم:د یو ښائسته عمل کوؤنکی ( نیک انسان ) په نیک عمل د ھغه مدح او صفت کول او د یو بد عمل ( ګناه ) کوؤنکی په یو ګناه باندے د ھغه بدي او مذمت بیانول ، او ھر یو ته د خپل خپل عمل مطابق بدلے ورکول چی د کوم مستحق وی ۔ نو که چرته دا فعل د بنده په اراده او اختیار سره نه واقع کیدی نو بیا خو د یو نیک عمل کوؤنکی مدحه او صفت کول عبث وو، او یو ګناه کوؤنکی ته به سزا او عذاب ورکول ظلم وو، او حال دا چی الله تعالی د عبث کار او ظلم کولونه ډیر پاک او منزه دےد اسلامي نړۍاړيکو ادارهڅلورم:زیری ورکوؤنکی او ویره ورکوؤنکی ددی د پاره چی نه وی د خلقو د پاره په الله تعالی باندی ( دھغه مخی ته ) کومه بھانه ، روستو د رالیګلو د رسولانو نه ، او دے الله تعالی زورو ( غالب ) حکمتونو والاسورت نسا{:165.
سورت انعام:137.
او الله تعالی تاسو پیدا کړی یئی او تاسو چی کوم عملونه کوئی ( نو ھغه ئی ھم پیدا کړی دی
سورت صافات:96.
لیکن زمونږ ددی سره دا ایمان دے چی الله تعالی خپل بنده ته ھغه اختیار او قدرت ورکړے دے ، چی په ھغی سره دده فعل وجود ته رازی.
او په دی خبره باندی چی بنده یو فعل پخپل اختیار او قدرت سره کوی دلیل یو څو امور دی:
اول:
د الله تعالی دا قول:
نو رازئ خپل پټی ( د کروندی ځائی ته ) په کومه طریقه چی ستاسو خوښه شی
سورت بقره:223.
او دا قول د الله تعالی:
او که دوی ( منافقانو) اراده کړے وے د وتلو ( جھاد ته ) نو خامخا تیاری به ئی کړے وے د ھغی د پاره تیاری کول
سورت توبه:46.
نو ګوره په دی آیتونو کی ئی د بنده د پاره پخپل مشیت ( خوښه او اختیار ) سره خپل اھل ته را تلل ( نزدیکت) او پخپلی ارادی سره د جھاد د پاره تیاری کول ثابت کړل.
دویم:
د ( شرعی ) امر او نھی بنده ته متوجه کیدل ، نو که چرته د بنده سره اختیار او قدرت نه وے ، نو بیا خو دی بنده ته د دی ( شرعی اوامرو او نواھیو) متوجه کیدل ، د تکلیف مالا یطاق ( یعنی په ھغه کار مکلف کول چی بنده ئی طاقت نشی لرلے) په درجه کی وو، او دا خو یو داسی خبره ده چي د الله تعالی حکمت او رحمت ددی تقاضا نه کوی ، او ددی ریشتنو نی خبر د الله تعالی په دی قول کی دے.
کړاؤ د عمل نه ږدی الله تعالی په ھیڅ یو نفس مګر په قدر د وس او طاقت د ھغه " (یعنی بنده ئے د خپل طاقت مناسب مکلف ګرځولی دی
سورت بقره:286.
دریم:
د یو ښائسته عمل کوؤنکی ( نیک انسان ) په نیک عمل د ھغه مدح او صفت کول او د یو بد عمل ( ګناه ) کوؤنکی په یو ګناه باندے د ھغه بدي او مذمت بیانول ، او ھر یو ته د خپل خپل عمل مطابق بدلے ورکول چی د کوم مستحق وی ۔ نو که چرته دا فعل د بنده په اراده او اختیار سره نه واقع کیدی نو بیا خو د یو نیک عمل کوؤنکی مدحه او صفت کول عبث وو، او یو ګناه کوؤنکی ته به سزا او عذاب ورکول ظلم وو، او حال دا چی الله تعالی د عبث کار او ظلم کولونه ډیر پاک او منزه دے
د اسلامي نړۍاړيکو اداره
څلورم:
زیری ورکوؤنکی او ویره ورکوؤنکی ددی د پاره چی نه وی د خلقو د پاره په الله تعالی باندی ( دھغه مخی ته ) کومه بھانه ، روستو د رالیګلو د رسولانو نه ، او دے الله تعالی زورو ( غالب ) حکمتونو والا
سورت نسا{:165.
نو که چرته د بنده فعل دده په اراده او اختیار سره نه واقع کیدلی نو بیا خو د بنده حجت ( بھانه) په رسولانو رالیګلو سره ھم نه باطل کیدو.
پنځم:ھر یو فاعل ته ددی احساس کیږی چی ھغه یو کار کوی او یائ پریګدی بغیر د د شعور د اکراه نه ، ( یعنی یو فاعل ته ھډو ددی شعور او پوھه نه رازی چی دا کار په ما باندی څوک په جبر او اکراه سره کوی ، بلکه پخپله خو ښه لګیا وی او یو فعل اختیار وی ) دغه فاعل که پاڅیږی، کینی ، یو ځائی ته داخلیږی ، د یو ځائ نه را اوځی ، سفر کوی ، یا پخپل کور کلی کی مقیم پاتي کیږی، دا محض د ده په اراده سره کیږی ، او دغه انسان ددی شعور او ادراک نه کوی چی ګنی یو تن په ده باندی دا ټول کارونه په زور کوی ،(نو خپل ځان مجبور محض نه ګنړی) بلکه دا انسان په پوره واقعی تفریق سره دا جدا والے او بیلتون کولے شی په مابین د ھغه کار کی چی یو کار په خپل اختیار سره کوی ، او په بابین دھغه کار کی چی یو زور کوؤنکے په ده باندی زور کوی ( او په زبردستی سره ئی دغه کار کولو ته مجبوره کوی ) نو دغه شان شریعت مطھره ھم ددی دواړو کارونو په مابین کی ډیر د حکمت نه ډک تفریق او بیلتون کړے دے ، نو ځکه د فاعل مؤاخذه (نیول ) په ھغه کار سره نه کیږی ، چی په ده باندی په زور او اکراه سره تر سره کړی شوی وی ، کوم چی د الله تعالی د حق سره تعلقزمونږ دا عقیده ده چی یو ګنھګار د خپلی ګناه د جواز د پاره د الله تعالی په تقدیر باندی حجت نشی نیولی ، ځکه چی ګنھګار او نافرمان په ګناه باندی پخپل اختیار سره ورزی ، بغیر ددی علم نه چی الله تعالی دا ګناه دده د پاره مقدر کړی ده ، ( یعنی کله چی انسان کوی نو پخپل اختیار سره ئ کوی ، په دغه وخت کی دده سره دا علم نه وی چی دا ځما تقدیر دے بلکه خپل خواھش پوره کوی ) ځکه چی ھیڅ یو تن ھم د الله تعالی په تقدیر باندی نه پوھیږی مګر ھله چی ھغه مقدور ( تقدیر کی لیکلی شوی کار ) واقع شی ، ځکه الله تعالی فرمائی:ھیڅ یو نفس په دی نه پوھیږی چی ھغه به سبا څه کوی.سورت لقمان: 34.
ھر یو فاعل ته ددی احساس کیږی چی ھغه یو کار کوی او یائ پریګدی بغیر د د شعور د اکراه نه ، ( یعنی یو فاعل ته ھډو ددی شعور او پوھه نه رازی چی دا کار په ما باندی څوک په جبر او اکراه سره کوی ، بلکه پخپله خو ښه لګیا وی او یو فعل اختیار وی ) دغه فاعل که پاڅیږی، کینی ، یو ځائی ته داخلیږی ، د یو ځائ نه را اوځی ، سفر کوی ، یا پخپل کور کلی کی مقیم پاتي کیږی، دا محض د ده په اراده سره کیږی ، او دغه انسان ددی شعور او ادراک نه کوی چی ګنی یو تن په ده باندی دا ټول کارونه په زور کوی ،(نو خپل ځان مجبور محض نه ګنړی) بلکه دا انسان په پوره واقعی تفریق سره دا جدا والے او بیلتون کولے شی په مابین د ھغه کار کی چی یو کار په خپل اختیار سره کوی ، او په بابین دھغه کار کی چی یو زور کوؤنکے په ده باندی زور کوی ( او په زبردستی سره ئی دغه کار کولو ته مجبوره کوی ) نو دغه شان شریعت مطھره ھم ددی دواړو کارونو په مابین کی ډیر د حکمت نه ډک تفریق او بیلتون کړے دے ، نو ځکه د فاعل مؤاخذه (نیول ) په ھغه کار سره نه کیږی ، چی په ده باندی په زور او اکراه سره تر سره کړی شوی وی ، کوم چی د الله تعالی د حق سره تعلق
زمونږ دا عقیده ده چی یو ګنھګار د خپلی ګناه د جواز د پاره د الله تعالی په تقدیر باندی حجت نشی نیولی ، ځکه چی ګنھګار او نافرمان په ګناه باندی پخپل اختیار سره ورزی ، بغیر ددی علم نه چی الله تعالی دا ګناه دده د پاره مقدر کړی ده ، ( یعنی کله چی انسان کوی نو پخپل اختیار سره ئ کوی ، په دغه وخت کی دده سره دا علم نه وی چی دا ځما تقدیر دے بلکه خپل خواھش پوره کوی ) ځکه چی ھیڅ یو تن ھم د الله تعالی په تقدیر باندی نه پوھیږی مګر ھله چی ھغه مقدور ( تقدیر کی لیکلی شوی کار ) واقع شی ، ځکه الله تعالی فرمائی:
ھیڅ یو نفس په دی نه پوھیږی چی ھغه به سبا څه کوی.
سورت لقمان: 34.
نو څنګه به په یو داسی حجت باندی استدلال کول صحیح شی چی حجت نیوؤنکی ئ ھم د خپل عمل ( ګناه ) کولو په وخت کی نه پیژنی چی عذرئی ځان د پاره ګرځوی بلکه داسی حجت ( بھانه ) خو الله تعالی باطل ګرځولی دی په دی قول سره:
زر دے وائی به مشرکان چی که الله تعالی غوښتلی نو شرک به نه وو کړے مونږ او نه زمونږ پلارانو ( مشرانو ) او نه به مونږ حرام کړے وے (په ځان باندی ) څه څیز، دغه شان د دروغو نسبت به کولو ( پیغمبرانو ته ) ھغه خلقو چی د دوی نه مخکی وو، تر دی پوری چی زمونږ عذاب ئ وڅکلو ، ته ورته اووایه ! آیا شته دے ستاسو سره کوم علم ( دلیل ) نو راښکاره ئ کړئ مونږ ته ، تاسو خو تابعداری نه کوئی مګر د ګمان ، او نه یئی تاسو مګر اټکل ( په توک) روان یئ.
سورت انعام:148.
او مونږ ھغه چا ته وایو چی د خپله د ګناه دپاره په تقدیر سره دلیل نیوؤنکے دے:
ته د دګناه په ځائے د طاعت او نیکئ کولو دپاره ولی نه راوړاندی کیږے چی دا اندازه ولګوی چی دا نیکی به درته الله تعالی لیکلی وی ، ځکه چی د عمل صادریدلو نه مخکی خو ته ددی دواړو ( نیکی او ګناه ) نه جاھل وی ( یعنی په دی لحاظ سره خو نیکی او ګناه دواړو برابر دی ، او څه فرق پکی نیشته چی د مخکی نه ئی ستاسره علم نه وو چی کوم کار به صادریږی)
ھمدا وجه ده چی کله نبی کریم صلی الله علیه وسلم صحابه کرام رضی الله عنھم ته خبر ورکړو چی د ھریو تن دپاره د ھغه ټکانه او مکان د جنت او جھنم لیکلی شوی دے نو صحابه عرض وکړو : آیا ( په دغه تقدیر لیکلو) تکیه نه کوؤ او عمل به پریګدو ؟ نو رسول الله ﷺ اوفرمائیل : (( لا اعملوا فکل میسر لما خلق له )) " نه ! داسی مه کوئی ، بلکه عملونه کوی ، ځکه چی د ھر یو تن د پاره ھغه عمل آسانیدلے شی د کوم د پاره چی پیدا دے
او مونږ ھغه چا ته وایو چی د خپله د ګناه دپاره په تقدیر سره دلیل نیوؤنکے دے:
که چرته ستا اراده وی چی مکی مکر یی طرف ته سفر کوی ، او ھغی ته د رسیدلو دپاره دوه لاری وی ، تاته یوریشتونے انسان خبر درکړی چی دا یوه لاره د خطراتو او مشکلاتو والا ده ، او دا بله د امن او سھولت والاده ، نو ته به خامخا په دویمه لاره باندی مزل کوے او دا ممکن نه ده چی ته په اوله لاره باندی لاړ شی او دا اووائے چی بس دا به می په تقدیر کی لیکلے شوی وی ، ولی که ته دا کار وکړی نو خلق به دی خامخا په لیونو او پاګلانو کی شمار کړی
او مونږ ده ته داھم وایو:که چرته ستا مخی ته دوه کارونه او ډیوټیانی (جاب، سروس) پیش کړے شی ، چی په دغه دواړو کی په یوه کی تنخواه او پیسی ډیری وی ، نو ضرور به ته دغه ډیو ټی او کار کوی او ھغه کمی تنخواه والا به پریګیدی ، ( نو چی د دنیا په باره کی دی دا معامله ده ) نو بیا د آخرت په باره کی د خپل ځان د پاره ولی ھغه عمل غوره کوی چی آدنی او نقصانی دے او بیا دلیل په تقدیر باندی نیسی؟او مونږ ده ته داھم وایو:مونږ تا وینو چی کله ته په یو بدنی مرض ( بیماری) باندی آخته شی ، نو د خپل علاج دپاره د ھر طبیب او ډاکټر دروازه ټکوی او ( د ډاکټړ د تجویز په رنړاکی ) ته د آپریشن په درودنو او په ترخو دوایانو ( داروګانو ) باندی ھم صبر کوی ، نو بیا ته داسی کار په ګناھونو سره ستا د زړه بیماری کی ولی نه کوی ، ( چی زړه دی په ګناھونو سره بیمار دے نو ددی علاج ھم وکړه په توبه سره او د ګناه په پریخودلو سره ، د تقدیر په بھانه ځان مه خلاصوهزمونږ دا ایمان دے چی د شر نسبت به الله تعالی ته نشی کیدے ، د ھغه د رحمت او حکمت د کمال په وجه باندی لکه چی نبی کریم ﷺ فرمائیلی وو، ( والشر لیس الیک ) ( رواه مسلم ) " او د شر نسبت تاته نه کیږی ، اے الله !) نو کوم چی نفس فیصله او قضاء د الله تعالی ده ، په ھغی کی ھیڅ شرنه وی ، ځکه چی دا د الله تعالی د رحمت او حکمت نه صادر وی شر ددی په مقضیاتو کی راځی لکه چی رسول الله ﷺ به د قنوت الوتر په ھغه دعا کی چی کومه ئی خپل نمسی حسن رضی الله عنه ته ښود لی وه ، داسی فرمائیلی وو:( او بچ کړه مالره د شر د ھغه څه نه چی ته ئی فیصله کوی )نو اضافت د شر ئی ھغه څه ته وکړو چی کومه د ھغه قضا ده،خو سره ددی دا خبره یاد ساته چی په مقضیاتو کی شر دا ھم خالص او محض شر نه وی،بلکه دا پخپل محل کی د یواړخ نه شروی خو بله اړخ په ھغی کی یو خیر ( پوشیده ) وی، یا په یو محل کی شروی خو په بل محل کی خیر وی ، نو په دی ځمکه کی چی کوم فساد ، د سوکړی خشک سالئی، مرضونو ، فقر اویا د خوف په شکل کی ښکاری نو دا ھم شر دے ( چی وجه ئی د انسانانو ګناھونه دی ) خو بل اړخ ته په دی کی ھم خیر (پوشیده ) دے (دی دپاره چی انسانان ګناھونه پریګدی او الله ته متوجه شی )الله تعالی واييښکاره شوے دے فساد ( عذابونه ) په وجه ځمکه کی او په دریاب کی ، په وجه د ھغه عملونو چی د خلقو لاسونه ئی کوی ، دی دپاره چی او څکوی دوی ته بعض عذاب د ھغه عملونو ( ګناھونو) چی دوی کړی دی ، دی د پاره چی شاید دوی اوګرځی ( د نافرمانئ نه )سورت روم:41.د یو غل نه لاس پریکول، او د زنا کار ( واده والا ) رجم کول خو ھم په ظاھر کی د غل او زانی د پاره په یو لحاظ سره شر ښکاری چی د یو لاس پری کیږی او د بل نه ساه اوځی او مړکیږی ، لیکن بل طرف ته دا ددی دواړو د پاره خیر دے ، په دی لحاظ چی دغه ( شرعی حدود ) د دوی د پاره د ګناھونو کفاره وګرځی ، نو د دوی د پاره به دوه سزاګانی د دنیا او آخرت نه راجمع کیږی ، او په بل لحاظ ھم په دی کی دا خیر دے چی په دی سره د مالونو ، عزتونو او نسبونو حفاظت او بچاؤ راځی.او په بل لحاظ ھم په دی کی دا خیر دے چی په دی سره د مالونو ، عزتونو او نسبونو حفاظت او بچاؤ راځی.
که چرته ستا مخی ته دوه کارونه او ډیوټیانی (جاب، سروس) پیش کړے شی ، چی په دغه دواړو کی په یوه کی تنخواه او پیسی ډیری وی ، نو ضرور به ته دغه ډیو ټی او کار کوی او ھغه کمی تنخواه والا به پریګیدی ، ( نو چی د دنیا په باره کی دی دا معامله ده ) نو بیا د آخرت په باره کی د خپل ځان د پاره ولی ھغه عمل غوره کوی چی آدنی او نقصانی دے او بیا دلیل په تقدیر باندی نیسی؟
او مونږ ده ته داھم وایو:
مونږ تا وینو چی کله ته په یو بدنی مرض ( بیماری) باندی آخته شی ، نو د خپل علاج دپاره د ھر طبیب او ډاکټر دروازه ټکوی او ( د ډاکټړ د تجویز په رنړاکی ) ته د آپریشن په درودنو او په ترخو دوایانو ( داروګانو ) باندی ھم صبر کوی ، نو بیا ته داسی کار په ګناھونو سره ستا د زړه بیماری کی ولی نه کوی ، ( چی زړه دی په ګناھونو سره بیمار دے نو ددی علاج ھم وکړه په توبه سره او د ګناه په پریخودلو سره ، د تقدیر په بھانه ځان مه خلاصوه
زمونږ دا ایمان دے چی د شر نسبت به الله تعالی ته نشی کیدے ، د ھغه د رحمت او حکمت د کمال په وجه باندی لکه چی نبی کریم ﷺ فرمائیلی وو، ( والشر لیس الیک ) ( رواه مسلم ) " او د شر نسبت تاته نه کیږی ، اے الله !) نو کوم چی نفس فیصله او قضاء د الله تعالی ده ، په ھغی کی ھیڅ شرنه وی ، ځکه چی دا د الله تعالی د رحمت او حکمت نه صادر وی شر ددی په مقضیاتو کی راځی لکه چی رسول الله ﷺ به د قنوت الوتر په ھغه دعا کی چی کومه ئی خپل نمسی حسن رضی الله عنه ته ښود لی وه ، داسی فرمائیلی وو:
( او بچ کړه مالره د شر د ھغه څه نه چی ته ئی فیصله کوی )
نو اضافت د شر ئی ھغه څه ته وکړو چی کومه د ھغه قضا ده،
خو سره ددی دا خبره یاد ساته چی په مقضیاتو کی شر دا ھم خالص او محض شر نه وی،
بلکه دا پخپل محل کی د یواړخ نه شروی خو بله اړخ په ھغی کی یو خیر ( پوشیده ) وی، یا په یو محل کی شروی خو په بل محل کی خیر وی ، نو په دی ځمکه کی چی کوم فساد ، د سوکړی خشک سالئی، مرضونو ، فقر اویا د خوف په شکل کی ښکاری نو دا ھم شر دے ( چی وجه ئی د انسانانو ګناھونه دی ) خو بل اړخ ته په دی کی ھم خیر (پوشیده ) دے (دی دپاره چی انسانان ګناھونه پریګدی او الله ته متوجه شی )
الله تعالی وايي
ښکاره شوے دے فساد ( عذابونه ) په وجه ځمکه کی او په دریاب کی ، په وجه د ھغه عملونو چی د خلقو لاسونه ئی کوی ، دی دپاره چی او څکوی دوی ته بعض عذاب د ھغه عملونو ( ګناھونو) چی دوی کړی دی ، دی د پاره چی شاید دوی اوګرځی ( د نافرمانئ نه )
سورت روم:41.
د یو غل نه لاس پریکول، او د زنا کار ( واده والا ) رجم کول خو ھم په ظاھر کی د غل او زانی د پاره په یو لحاظ سره شر ښکاری چی د یو لاس پری کیږی او د بل نه ساه اوځی او مړکیږی ، لیکن بل طرف ته دا ددی دواړو د پاره خیر دے ، په دی لحاظ چی دغه ( شرعی حدود ) د دوی د پاره د ګناھونو کفاره وګرځی ، نو د دوی د پاره به دوه سزاګانی د دنیا او آخرت نه راجمع کیږی ، او په بل لحاظ ھم په دی کی دا خیر دے چی په دی سره د مالونو ، عزتونو او نسبونو حفاظت او بچاؤ راځی.
او په بل لحاظ ھم په دی کی دا خیر دے چی په دی سره د مالونو ، عزتونو او نسبونو حفاظت او بچاؤ راځی.
، دالله تعالی محبت ملاویدل ، د ھغه تعظیم زړه کی کینول دالله تعالی د اوامرو ( حکمونو) ادا کول او د ھغه د نواھیو (منع کړی شوؤ کارونو ) نه اجتناب کول ، چی په دی دواړؤ سره بنده ته د سعادت کمال حاصلیږی په دنیا او آخرت کی ھم په انفرادی طور او ھم اجتماعی طور سره لکه الله تعالی فرمائی:چا چی عمل وکړو نیک ، که نارینه وی او که زنانه ، او حال دادی چی ایمان والا به وی ، نو خامخا به ورته مونږه ژوند ورکوؤ ژوند پاک ، او خامخا به په بدله کی ورکوؤ دویته د دوی آجر په وجه د ھغه ښائسته عملونو چی دوی کول.سورت نحل:97.
چا چی عمل وکړو نیک ، که نارینه وی او که زنانه ، او حال دادی چی ایمان والا به وی ، نو خامخا به ورته مونږه ژوند ورکوؤ ژوند پاک ، او خامخا به په بدله کی ورکوؤ دویته د دوی آجر په وجه د ھغه ښائسته عملونو چی دوی کول.
سورت نحل:97.
اول:
د الله تعالی په عظمت باندی علم ، چی دغه لوئ الله ددی ملائکو خالق دے ، او د الله تعالی قوت او غلبه باندی علم راوستل
دويم:د الله تعالی شکر کول چی پخپلو بندګانو باندی ئی د اعنایت کړے دے چی د دوی سره ئی ملائک مقرر کړی دی او دغه ملائک ددوی حفاظت کوی ، ددوی اعمال لیکی او ددینه غیر نور مصلحتونه ورته لټوی.دريم:د ملائکو محبت د ھغه بند ګئی د الله تعالی سره چی د دوی په ذمه ئی مقرر کړی ده او په پوره کامله طریقه ئی ادا کوی ، او ددی ملائکو مغفرت طلب کول ( استغفار) د مؤمنانو د پاره
د الله تعالی شکر کول چی پخپلو بندګانو باندی ئی د اعنایت کړے دے چی د دوی سره ئی ملائک مقرر کړی دی او دغه ملائک ددوی حفاظت کوی ، ددوی اعمال لیکی او ددینه غیر نور مصلحتونه ورته لټوی.
دريم:
د ملائکو محبت د ھغه بند ګئی د الله تعالی سره چی د دوی په ذمه ئی مقرر کړی ده او په پوره کامله طریقه ئی ادا کوی ، او ددی ملائکو مغفرت طلب کول ( استغفار) د مؤمنانو د پاره
اول:د الله تعالی رحمت او عنایت پخپل مخلوق باندی چی دوی ته ئی دغه عزتمند رسولان (علیھم السلام ) د دوی د ھدایت او رشد د پاره رالیګلی دی.دويم:د الله پاک د حکمت ظهور ځکه چې الله پاک په دي کتابونو کي د هرامت دپاره هغه څه مشروع کړي وو کوم چې د هغوي سره مناسب وو، خو ددي کتابونو سلسله يي په داسي کتاب( قران) باندي وکړه چي د هر چا دپاره په هروخت او هرځآي کي ترقيامته پوري مناسب دی.
د الله تعالی رحمت او عنایت پخپل مخلوق باندی چی دوی ته ئی دغه عزتمند رسولان (علیھم السلام ) د دوی د ھدایت او رشد د پاره رالیګلی دی.
دويم:
د الله پاک د حکمت ظهور ځکه چې الله پاک په دي کتابونو کي د هرامت دپاره هغه څه مشروع کړي وو کوم چې د هغوي سره مناسب وو، خو ددي کتابونو سلسله يي په داسي کتاب( قران) باندي وکړه چي د هر چا دپاره په هروخت او هرځآي کي ترقيامته پوري مناسب دی.
په دی لوئ نعمت باندی د الله سبحانه و تعالی شکر کول
اول:د الله تعالی رحمت او عنایت پخپل مخلوق باندی چی دوی ته ئی دغه عزتمند رسولان (علیھم السلام ) د دوی د ھدایت او رشد د پاره رالیګلی دی
دويم:په دی لوئ نعمت باندی د الله سبحانه و تعالی شکر کول
دريم: د رسولانو ( علیھم السلام ) سره محبت کول ، د ھغوی عزت او توقیر کول ، او د ھغوی داسی صفت کول چی د ھغوی د شان سره لائق وی ځکه چی دوی د الله تعالی رسولان دی او د ھغه د بندګانو خلاصه ده ، دوی خالص د الله تعالی د بندګئ اھتمام کړے دے ، د الله تعالی پیغامات ئی خلقو ته رسولی دی ، د ھغه د بندګانو خیر خواھی ئی کړی ده او د بندګانو ( منکرینو) د طرف نه رسؤلی شوؤ تکالیفو او مصیبتونو باندی ئی صبر کړے دے
اول: د الله تعالی په طاعت کی حرص کول ، د دغه ورځی د اجر او ثواب سره د رغبت ( مینی ) په بنیاد ، او د دغه ورځی د عذاب نه د خوف ( ویری) په بنیاد د ھغه د نافرمانئی نه ځان لری ساتل.
دويم:د مؤمن په دی خبره تسلی کول چی د دنیا کوم نعمتونه او د فائدي سامانونه تری فوت شی نو د آخرت د نعمتونو او ثوابونو امید ساتی
اول:د اسبابو استعمالولو سره سره ( یواځی په اسبابو اعتماد نه کول بلکه ) صرف په الله تعالی باندی اعتماد کول ، ځکه چی سبب او مسبب دواړه د الله تعالی په قضاء او قدر پوری تړلی دیدويم:د نفس راحت او د زړه اطمینان ، ځکه چی کله یو بنده ته ددی خبری علم راشی چی دا ھر څه د الله تعالی د قضاء په بنیاد باندی دی او دغه تکلیف یا مشکل به خامخا راتلو نو پدی سره نفس ته راحت ملاویګی او زړه مطمئن او د رب په قضا و باندی راضی شی نو د چا چی په تقدیر باندی ایمان وی ، د ھغه نه زیات به ھیڅوک د ژوند په لحاظ سره ډیر ښکلی د نفس په لحاظ ډیر راحت والا او ډیر قوی او مضبوط اطمینان والا نه وی
د اسبابو استعمالولو سره سره ( یواځی په اسبابو اعتماد نه کول بلکه ) صرف په الله تعالی باندی اعتماد کول ، ځکه چی سبب او مسبب دواړه د الله تعالی په قضاء او قدر پوری تړلی دی
دويم:
د نفس راحت او د زړه اطمینان ، ځکه چی کله یو بنده ته ددی خبری علم راشی چی دا ھر څه د الله تعالی د قضاء په بنیاد باندی دی او دغه تکلیف یا مشکل به خامخا راتلو نو پدی سره نفس ته راحت ملاویګی او زړه مطمئن او د رب په قضا و باندی راضی شی نو د چا چی په تقدیر باندی ایمان وی ، د ھغه نه زیات به ھیڅوک د ژوند په لحاظ سره ډیر ښکلی د نفس په لحاظ ډیر راحت والا او ډیر قوی او مضبوط اطمینان والا نه وی
دريم:
د مراد حاصلیدو په وخت کی د نفس غرور او خود پسندی لری کیدل ، ځکه چی ( بنده مؤمن وائی ) چی دا نعمت خو ماته د ھغه خیر او کامیابئی د اسبابو په نتیجه کی ملاؤشو کوم چی الله تعالی زما په تقدیر کی لیکلی وو، نو په دی نعمت د الله تعالی شکر کوی او د نفس خود پسندی پریګدیڅلورم:کله چی مراد پوره نشی ( بلکه فوت شی ) یا د تکلیف ملاویدل راشی نو د پریشانئی او غمزدګئی لری کیدل ، ځکه چی دا د ھغه الله په قضاء سره وشو د چا په اختیار کی چی د آسمانونو او ځمکی بادشاھی ده ، نو دابه خامخا کیدل نو دابنده په دی مصیبت صبر کوی او د الله تعالی نه د اجر امید ساتي،او دی خبری ته الله تعالی پخپل دی قول سره اشاره فرمائیلی ده:نه رسیږی کوم مصیبت په ځمکه کی او نه ستاسو په نفسونو کی مګر ( دا قول ) په کتاب ( تقدیر ) کی دی مخکی د واقع کیدو د ھغی نه ، یقینا دا کار په الله تعالی باندی آسان دے ، دا ددی د پاره چی تاسو غمژن نه شئ په ھغه څه باندی چی ستاسو نه فوت شی او لوئی ( تکبر او مستي ) ونه کړئی په ھغه څه چی تاسو ته ئی درکړل ، او الله تعالی محبت نه کوی د ھر متکبر او ځان ستائنه ( فخر) کوؤنکی سرهسورت حدید: 22-23.
څلورم:
کله چی مراد پوره نشی ( بلکه فوت شی ) یا د تکلیف ملاویدل راشی نو د پریشانئی او غمزدګئی لری کیدل ، ځکه چی دا د ھغه الله په قضاء سره وشو د چا په اختیار کی چی د آسمانونو او ځمکی بادشاھی ده ، نو دابه خامخا کیدل نو دابنده په دی مصیبت صبر کوی او د الله تعالی نه د اجر امید ساتي،
او دی خبری ته الله تعالی پخپل دی قول سره اشاره فرمائیلی ده:
نه رسیږی کوم مصیبت په ځمکه کی او نه ستاسو په نفسونو کی مګر ( دا قول ) په کتاب ( تقدیر ) کی دی مخکی د واقع کیدو د ھغی نه ، یقینا دا کار په الله تعالی باندی آسان دے ، دا ددی د پاره چی تاسو غمژن نه شئ په ھغه څه باندی چی ستاسو نه فوت شی او لوئی ( تکبر او مستي ) ونه کړئی په ھغه څه چی تاسو ته ئی درکړل ، او الله تعالی محبت نه کوی د ھر متکبر او ځان ستائنه ( فخر) کوؤنکی سره
سورت حدید: 22-23.
نو مونږ ( په آخر کی) د الله تعالی نه دا غواړو چی مونږ په دی عقیده باندی کلک کړی او مونږ ته ددی ثمرات راکړی او خپل زیاتی فضل ھم را باندی وکړی ، او الله تعالی دی زمونږ زړونه نه کږوی روستو د دینه چی مونږ ته ئی ھدایت کړے دے ، او مونږ ته دی د خپل طرف نه رحمت ( استقامت ) را او بخی ، یقینا الله تعالی بخشش ( بغیر غوښتنی ) ورکؤنکی دے ، او حمدونه ټول خاص د الله تعالی د پاره دی چی پالنه کوؤنکی د تمام عالمونو دے
پاي ته ورسيدپه قلم د ليکوال محمد الصالح العثیمینپه 30 د شوال کال: 1404هـ
په قلم د ليکوال محمد الصالح العثیمین
په 30 د شوال کال: 1404هـ