بسم الله الرحمن الرحیم
د الله په مرسته، ټولې د کمال ستاینې خاص الله لره دي، اما بعد:
4 دا هغه دیني مسائل دي چې مسلمان ماشومان ترې باید ناخبره پاتې نه شي، مور او پلار باید خپلو اولادونو ته دغه مسألې له کوچنيوالي څخه ورزده کړي.
4 دا ډېر آسان او بشپړ نصاب او منهج دی چې په عقیده، فقهې، سیرت، آدابو، تفسیر، حدیث، اخلاقو او د اذکارو په برخه کې، د ماشومانو او هر عمر لرونکو او هغه خلکو لپاره چی نوي په اسلام کی داخل شوي وي مناسب دی، دا په کورونو، وړکتونونو او ښوونځیو کې د حفظولو او تدريس په موخه ويشل کيږي، او ما يې (موضوعات) د هنرونو پر اساس ترتیب کړي، او د سوال او جواب په بڼه مې چمتو کړی دی، ځکه دا ذهن تیزوي، او د حفظ لپاره خورا پیاوړی دی، او روزونکی لدې څخه هغه څه غوره کوي چې د کوچنیانو د عمر سره مناسب وي.
له الله - تعالی - څخه غواړم چې ګټور تمام شي او قبول یې کړي.
د دې خبرې اصلي موخه د الله تعالی دغه وینا ده چی فرمایی:
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا قُوا أَنفُسَكُمْ وَأَهْلِيكُمْ نَارًا وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ عَلَيْهَا مَلَائِكَةٌ غِلَاظٌ شِدَادٌ لَّا يَعْصُونَ اللَّهَ مَا أَمَرَهُمْ وَيَفْعَلُونَ مَا يُؤْمَرُونَ (6).
(اى هغو کسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو خپل ځانونه او خپلې کورنۍ له داسې اور نه وساتئ چې د هغه د سوند توکي خلک او کاڼي دي، هغه باندې ډېر سخت خویه او ځواکمنې ملايکې مقررې دي، چې دوى په هغه څه کې د الله نافرماني نه کوي چې دوى ته يې حکم کړى وي او دوى هغه څه کوي چې امر يې ورته کيږي). [سورة التحريم: ٦ ].
او د عبدالله بن عباس رضي الله عنهما حديث چې فرمایلي يې دي: زه یوه ورځ (په سپرلۍ) د رسول الله صلی الله علیه وسلم پسې شاته ناست وم، هغه وفرمایل: ای هلکه، زه تا ته څو کلمې درښایم: الله په ياد لره، هغه به ستا ساتنه وکړي، الله په ياد لره، هغه به دې په وړاندې ومومې، کله دې چې څه غوښتل نو له الله څخه یې وغواړه، او کله دې چې مرسته مرسته غوښتله، نو له الله نه یې وغواړه، او پوه شه: که دا ټول خلک راغونډ شي تر څو تاته د څه ګټه ورسوي، نو هغوی به تاته هيڅ ګټه و نه رسوي پرته له هغې چې الله درته لیکلی وي، او که دوی راغونډ شي چې تاته یو څه ضرر ورسوي، نو هيڅ ضرر به در ونه رسوي له هغه پرته چې الله تعالی درته لیکلي وي. قلمونه پورته شوي او کاغذونه وچ شوي دي. ترمذي او احمد روایت کړی دی.
د کوچنیانو د ښوونې د ارزښت په اړه
4 نو پر انسان لازم دي چې کوچنيانو ته هغه څه ور زده کړي چې په دين کې ورته اړتيا لري، تر څو هغه د اسلام د فطرت له مخې بشپړ انسان او د ايمان په لاره کې ښه موحد وروزل شي.
امام ابن أبی زید القیرواني – رحمه - الله فرمایي:
"او دا حکم راغلی چې کوچنیانو ته دې په اووه کلنۍ کې په لمانځه امر وشي، او په لس کلنۍ کې دې پرې ووهل شي، او په خوب ځایونو کې دې د دوی تر منځ جلاوالی راوستل شي، همدا رنګه بلوغ ته له رسیدلو وړاندې ورته پکار دي پدې پوه شي چې الله تعالی پر بندګانو له ویناوو او کړنو څخه څه فرض کړي دي، نو پداسې حال کې به بلوغ ته ورسیږي چې دا هر څه به یې زړونو ته کوز شوي وي، زړونو به یې ورته سکون موندلی وي، او هغه څه چې دوی یې کوي اندامونه او د بدن غړي به یې ورسره عادت شوي وي. د ابي زید القیرواني سریزه (۵ مخ).
***
اودلیل: د الله تعالی وینا ده: ﴿الْحَمْدُ لِلَّهِ رَب الْعَالَمِينَ 2﴾.
ټول (د کمال) صفتونه خاص د الله لپاره دي چې د ټولو عالَمونو ښه پالونکى دى [سورة الفاتحة: 2].
الله تعالی فرمايي : ﴿إِنَّ الدِّينَ عِنْدَ اللَّهِ الْإِسْلَامُ ...﴾
له شک پرته (معتبر) دین د الله په نزد اسلام دى. [سورة آل عمران: 19].
الله تعالی فرمايي:﴿مُّحَمَّدٌرَّسُولُ ٱللَّهِۚ ...﴾
محمد د الله رسول دی [سورة الفتح: 29].
الله تعالی فرمايي: ﴿فَاعْلَمْ أَنَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ ...﴾
نو ته پوه شه چې بیشکه شان دا دى چې د عبادت هېڅ لايق نشته مګر الله دى. [سورة محمد: 19].
الله تعالی فرمايي: ﴿الرَّحْمَنُ عَلَى الْعَرْشِ اسْتَوَى 5﴾
رحمٰن ذات د عرش د پاسه دی(څنګه چې د هغه د شان سره ښایي) [سورة طه: 5].
الله تعالی فرمايي: ﴿وَهُوَ ٱلۡقَاهِرُ فَوۡقَ عِبَادِهِۦۚ وَهُوَ ٱلۡحَکيمُ ٱلۡخَبِيرُ 18﴾
او همدى غالب دى، د خپلو بنده ګانو له پاسه دى او همدى ښه حکمت والا، ښه خبردار دى [سورة الأنعام: 18].
ضرور داده چی:
۱- په هغه څه یې چې امر کړی اطاعت یې وشي.
۲- تصدیق د هغه څه چی خبر یې پرې ورکړی.
۳- د هغه نافرماني نه کول.
۴- د الله عبادت نه کول مګر د هغه د شریعت مطابق، او د هغه د سنتو پیروي او د بدعت پرېښودل دي.
الله تعالی فرمايي: ﴿مَنْ يُطِعِ الرَّسُولَ فَقَدْ أَطَاعَ اللَّهَ ...﴾
چا چې د رسول اطاعت وکړ، نو یقینًا هغه د الله اطاعت وکړ. [سورة النساء: 80].
او الله تعالی فرمايي: ﴿وَمَا يَنْطِقُ عَنِ الْهَوَى (3) إِنْ هُوَ إِلَّا وَحْيٌ يُوحَى (4)﴾
او دى له خپل خواهش نه خبرې نه کوي. ندى دا (قرآن) مګر وحې چې (ده ته) وحې کېږي. [سورة النجم: 3، 4].
او الله تعالی فرمايي: ﴿لَقَدْ کانَ لَکمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِمَنْ کانَ يَرْجُو اللَّهَ وَالْيَوْمَ الْآخِرَ وَذَکرَ اللَّهَ کثِيرًا 21﴾
یقینًا ستاسو لپاره په رسول الله کې ډېره ښه اقتدا ده، د هغه چا لپاره چې د الله او د وروستنۍ ورځې تمه لري او الله ډېر زیات یادوي. [سورة الأحزاب: 21].
الله تعالی فرمايي: ﴿وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنْسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ 56﴾
او ما پېریان او انسانان ندي پیدا کړي مګر د دې لپاره چې دوى زما عبادت وکړي [سورة الذاريات: 56].
ظاهري: لکه د الله یادول په ژبه باندې؛ سبحان الله، الحمدلله، الله اکبر، لمونځ او یا حج.
باطني: لکه: پر الله توکل، ورڅخه وېره او ورته امید ساتل.
او د توحيد د درې واړو ډولونو د ثبوت په اړه الله تعالی فرمایی: ﴿رَّبُّ ٱلسَّمَـوَ تِ وَٱلۡأَرۡضِ وَمَا بَيۡنَهُمَا فَٱعۡبُدۡهُ وَٱصۡطَبِرۡ لِعِبَـدَتِهِۦۚ هَلۡ تَعۡلَمُ لَهُۥ سَمِيًّا 65﴾
(دغه) د آسمانونو او ځمکې رب دى او د هغه څه چې د دغو دواړو په مینځ کې دي، نو ته د ده عبادت کوه او د ده پر عبادت ښه ټینګ اوسه، آیا ته د ده کوم همنام پیژنې! [سورة مريم: 65].
الله تعالی فرمايي: ﴿إِنَّ اللَّهَ لَا يَغْفِرُ أَنْ يُشْرَک بِهِ وَيَغْفِرُ مَا دُونَ ذَلِک لِمَنْ يَشَاءُ وَمَنْ يُشْرِک بِاللَّهِ فَقَدِ افْتَرَى إِثْمًا عَظِيمًا 48﴾
بېشکه الله نه بخښي دا چې له هغه سره دې (څوک) شریک کړى شي او هغه بخښي هغه (ګناه) چې له دې (شرک) نه کمه وي د چا لپاره چې وغواړي او څوک چې له الله سره شریک ونیسي، نو یقینًا هغه ډېره لویه ګناه راجوړه کړله. [سورة النساء: 48]
لوی شرک؛ لکه: د غیر الله را بلل، له هغه پرته بل ته سجده کول، یا له الله جل جلاله پرته بل ته قرباني کول.
کوچنی شرک؛ لکه: له الله تعالی پرته په بل څه قسم خوړل، او تعويذونه - چې د ګټې او ضرر د له منځه وړلو په موخه - ځړول کیږي، او معمولي ځان ښودنه (ریا)؛ لکه د لمانځه ښه ادا کول لدې امله چې خلک یې ګوري.
الله تعالی فرمايي: ﴿قُل لَّا يَعۡلَمُ مَن فِي ٱلسَّمَـوَ تِ وَٱلۡأَرۡضِ ٱلۡغَيۡبَ إِلَّا ٱللَّهُۚ وَمَا يَشۡعُرُونَ أَيَّانَ يُبۡعَثُونَ 65﴾
ته (دوى ته) ووایه: هر هغه څوک چې په آسمانونو او ځمکه کې دي په غیبو نه پوهیږي غیر له الله نه او دوى نه پوهېږي چې کله به دوى بیا ژوندي کولى شي. [سورة النمل: 65].
دلیل یې په مسلم کې د جبرائیل مشهور حدیث دی چې جبرائیل - علیه السلام - رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وفرمایل: "بیا د ایمان په اړه راته ووایه، هغه وویل: په الله، د هغه په ملایکو، د هغه په کتابونو، د هغه په رسولانو، د قیامت په ورځ،او د خیر او شر په اندازه ایمان لرل دي( چې ټول د الله له طرفه دي)."
دا باور لرل چې الله هغه ذات دی چې تاسو یې پیدا کړي یاست او تاسو ته یې روزي درکړې، او دا چې هغه یوازی د ټولو مخلوقاتو مالک او کار ساز دی.
او هغه معبود دی او له هغه پرته بل څوک د عبادت لایق نشته.
او هغه عظیم، لوى او بشپړ ذات دى، او ټوله ستاينه هغه لره ده، او د هغه لپاره ډېر ښايسته نومونه او لوړ صفتونه دي، د هغه سره هيڅ شى برابر نه دى او د هغه پاک ذات سره هیڅ شی ورته والی نه لري.
پر ملائکو ایمان لرل:
دوی مخلوقات دي؛ الله تعالی له رڼا څخه پیدا کړي دي، او د خپل عبادت او په بشپړه توګه یې خپل امر ته د غاړې اېښودلو لپاره یې پیدا کړي دي.
او د هغوی له جملې څخه جبرائیل علیه السلام دی چې پر پیغمبرانو وحې نازلوي.
په کتابونو ایمان:
دا هغه کتابونه دي چې الله تعالی پر خپلو رسولانو نازل کړي دي.
لکه قرآن: پر محمد صلی الله علیه وسلم.
انجیل: پر عیسی علیه السلام.
تورات: پر موسی علیه السلام.
زبور: پر داود علیه السلام.
د ابراهیم او موسی صحیفې: پر ابراهیم او موسی علیهما السلام.
پر پیغمبرانو ایمان:
او دا هغه کسان دي چې الله تعالی خپلو بندګانو ته د دې لپاره رالیږلي چې دوی ته تعلیم ورکړي، دوی ته د نیکۍ او جنت زیری ورکړي، او دوی ته د بدۍ او اور څخه خبرداری ورکړي.
- له هغوی څخه اولو العزم دي، او هغوی دا دي:
نوح علیه السلام،
ابراهیم علیه السلام،
موسی علیه السلام،
عیسی علیه السلام او
محمد صلی الله علیه وسلم .
د آخرت په ورځ ایمان:
دا هغه څه دي چې په قبر کې له مرګ څخه وروسته وي، او د قيامت ورځ، او بیرته د ژوندی کیدو او حساب ورځ، چېرته به چې جنتيان خپلو کورونو او د دوزخیان خپلو کورونو کې مېشت شي.
د خیر او شر په اندازه ایمان لرل(تقدیر)
تقدیر: دا عقیده لرل چې هر څه چې په کایناتو کې پیښیږي الله تعالی هغه باندی پوهیږي، او هغه دا په لوح محفوظ کې لیکلي، او د هغه د شتون او پیدا کولو اراده یې کړې.
الله تعالی فرمایلي: ﴿إِنَّا كُلَّ شَيْءٍ خَلَقۡنَـٰهُ بِقَدَر 49﴾
بېشكه مونږ هر شي په اندازې سره پیدا كړى دى. [سورة القمر ٤٩].
تقدیر څلور مرتبې لري:
لومړی: د الله تعالی پوهه، د هغه له جملې څخه دا چی له هر څه نه مخکې پوه دی، وړاندې او وروسته له پېښيدو څخه.
دلیل یی د الله تعالی دغه وینا ده: ﴿إِنَّ اللَّهَ عِنْدَهُ عِلْمُ السَّاعَةِ وَيُنَزِّلُ الْغَيْثَ وَيَعْلَمُ مَا فِي الْأَرْحَامِ وَمَا تَدْرِي نَفْسٌ مَاذَا تَكْسِبُ غَدًا وَمَا تَدْرِي نَفْسٌ بِأَيِّ أَرْضٍ تَمُوتُ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ 34﴾
بېشكه، خاص الله سره د قیامت علم دى؛ هغه باران وروي او هغه (په يقيني طريقه، بې له وسايلو) پوهېږي په هر هغه څه چې په رحمونو كې دي او هېڅ یونفس نه پوهېږي چې هغه به سبا ته څه كار كوي او هېڅ یو نفس نه پوهېږي چې په كومه ځمكه (سيمه) كې به مري، بېشكه الله ښه عالم، ښه خبردار دى. [سورة لقمان: 34].
دویم: الله پاک هغه په لوح محفوظ کې ليکلي دي، نو هر څه چې پېښ شوي او پېښيږي هغه سره په کتاب کې ليکل شوي دي.
دلیل یې د الله تعالی دغه وینا ده: ﴿وَعِنْدَهُ مَفَاتِحُ الْغَيْبِ لَا يَعْلَمُهَا إِلَّا هُوَ وَيَعْلَمُ مَا فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَمَا تَسْقُطُ مِنْ وَرَقَةٍ إِلَّا يَعْلَمُهَا وَلَا حَبَّةٍ فِي ظُلُمَاتِ الْأَرْضِ وَلَا رَطْبٍ وَلَا يَابِسٍ إِلَّا فِي كِتَابٍ مُبِينٍ 59﴾
او خاص له الله سره د غیبو کونجیاني دي، يوازې هغه پر دغو عالم دى او هغه عالم دى په هر هغه څه چې په وچه او سمندر كې دي، او هېڅ یوه پاڼه نه غورځېږي مګر هغه پرې عالم دى او د زمكې په تیارو كې نه یوه دانه (پرېوځي) او نه لوند څیز او نه وچ مګر (دا ټول) په څرګند كتاب (لوح محفوظ) كې دي. [سورة الأنعام: 59].
دریم: دا چې هر څه د الله تعالی په ارادې سره کیږي او د هغه یا د هغه له مخلوق څخه هیڅ شی د هغه له ارادې پرته نه پیښیږي.
دلیل یې د الله تعالی دغه وینا ده: ﴿لِمَنْ شَاءَ مِنْكُمْ أَنْ يَسْتَقِيمَ 28 وَمَا تَشَاءُونَ إِلَّا أَنْ يَشَاءَ اللَّهُ رَبُّ الْعَالَمِينَ 29﴾
د هغه چا لپاره چې په تاسو كې غواړې چې دى نېغ برابر شي (28) او تاسو د ( سمې لارې) اراده نشئ كولى مګر دا چې الله رب العالمین يې اراده وكړي (29) [سورة التكوير: 28، 29].
څلورم: دا عقیده لرل چې ټول مخلوقات د الله تعالی له خوا پیدا شوي مخلوقات دي او د دوی نفسونه، صفات، حرکات او هر څه یې پیدا کړي دي.
دلیل یې د الله تعالی دغه وینا ده: ﴿وَاللَّهُ خَلَقَكُمْ وَمَا تَعْمَلُونَ 96﴾
حال دا چې الله تاسو او هغه عملونه چې تاسو يې كوئ، پیدا كړي دي [سورة الصافات: 96].
الله تعالی فرمايي: ﴿وَإِنْ أَحَدٌ مِنَ الْمُشْرِكِينَ اسْتَجَارَكَ فَأَجِرْهُ حَتَّى يَسْمَعَ كَلَامَ اللَّهِ ...﴾
او كه په مشركانو كې یو تن له تا نه امان (پناه) وغواړي، نو هغه ته امان وركړه تر هغه پورې چې هغه د الله كلام واوري. [سورة التوبة: 6].
4 موږ یې نه منو، بلکې رد کوو یې .
د رسول الله صلی الله علیه وسلم ددې خبرې پر اساس چی فرمایی: "هر بدعت ګمراهي ده" ابوداود روایت کړی.
د بېلګې په توګه: په عبادت کې زياتوالی، لکه څلورم ځل په اودس کې د یو (غړي) وینځل او یا د رسول الله صلی الله عليه وسلم د ميلاد لمانځل، حال دا چی د رسول الله صلی الله عليه وسلم او د هغه له صحابه کرامو څخه ندي نقل شوي.
ج- ولاء (دوستي): د مؤمنانو سره مينه او ملاتړ دی.
الله تعالی فرمايي:﴿وَالْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ ...﴾
او مومن سړي او مومنې ښځې، دوى ځینې د ځینو نورو دوستان دي [سورة التوبة: 71].
الله تعالی فرمايي: ﴿قَدْ كَانَتْ لَكُمْ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ فِي إِبْرَاهِيمَ وَالَّذِينَ مَعَهُ إِذْ قَالُوا لِقَوْمِهِمْ إِنَّا بُرَآءُ مِنْكُمْ وَمِمَّا تَعْبُدُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ كَفَرْنَا بِكُمْ وَبَدَا بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمُ الْعَدَاوَةُ وَالْبَغْضَاءُ أَبَدًا حَتَّى تُؤْمِنُوا بِاللَّهِ وَحْدَهُ﴾
یقینًا ستاسو لپاره یوه ښكلې طریقه په ابراهیم او په هغو كسانو كې ده چې له هغه سره ملګري وو كله چې هغوى خپل قوم ته وویل: بېشكه مونږ له تاسو نه او له هغو څیزونو نه چې تاسو يې له الله نه غیر عبادت كوئ، سخت بېزاره (او جدا) یو، مونږ پر تاسو باندې منكران شوي یو او زمونږ په مینځ او ستاسو په مینځ كې عداوت (دښمني) او بغض د تل لپاره څرګند (او واقع) شوى دى، تر هغه پورې چې تاسو په الله باندې ایمان راوړئ چې هغه يوازې دى. [سورة الممتحنة: 4].
الله تعالی فرمايي: ﴿وَمَن یَبتَغِ غَیرَ ٱلإِسلَـٰمِ دِینا فَلَن یُقبَلَ مِنهُ وَهُوَ فِی ٱلـَٔاخِرَةِ مِنَ ٱلخَـٰسِرِینَ 85﴾
او څوك چې له اسلام نه غېر (بل) دین غواړي، نو هېڅكله به هم له ده نه قبول نه كړى شي او دغه كس په آخرت كې له تاوانیانو څخه دى. [سورة آل عمران ٨٥].
له اسلام څخه ویستل کوي او هغه له لوی کفر څخه دی.
الله تعالی فرمايي: ﴿إِنَّ ٱلمُنَـٰفِقِینَ فِی ٱلدَّركِ ٱلأَسفَلِ مِنَ ٱلنَّارِ وَلَن تَجِدَ لَهُم نَصِیرًا 145﴾
بېشكه منافقان د اور تر ټولو لاندینۍ طبقه كې دي او ته به كله هم د هغوى لپاره څوک مرسته كوونكى ونه مومې. [سورة النساء ١٤٥].
(انسان) له اسلام څخه نه باسي ، او هغه له ګناهونو څخه دی او خاوند یې د سزا وړ دی.
- رسول الله (ﷺ) فرمایلي دي: "منافق درې نخښې لري: کله چی خبرې کوي دروغ وايي، کله چې وعده وکړي؛ وفا پرې نه کوي، او کله چې امانت وروسپارل شي خيانت کوي." بخاري او مسلم روایت کړی دی.
الله تعالی فرمايي: ﴿مَّا كَانَ مُحَمَّدٌ أَبَا أَحَد مِّن رِّجَالِكُم وَلَـٰكِن رَّسُولَ ٱللَّهِ وَخَاتَمَ النَّبِيِّينَۗ...﴾
محمد ((ﷺ)) ستاسو په سړیو كې د هیچا پلار ندى، مګر د الله رسول او د نبیانو (د لړۍ) ختموونكى دى. [سورة الأحزاب ٤٠].
- رسول الله (ﷺ) فرمایلي دي: "زه د أنبیاوو د لړۍ پای ته رسوونکی یم، زما څخه وروسته بل پیغمبر نشته". ابو داود، ترمذي او نورو روایت كړی دی.
- د رسول الله صلی الله علیه وسلم لپاره د سپوږمۍ دوه ټوټې کیدل.
- او د موسی علیه السلام لپاره د سمندر جدا کیدل او د فرعون او د هغه د لښکرو ډوبیدل.
-موږ له دوی سره مینه لرو، په لاره یې ځو او دوی له پیغمبرانو څخه وروسته ښه او غوره خلک دي.
او تر ټولو غوره یې: څلور خلفاء دي:
1. ابوبکر (رضي الله عنه)،
2. عمر (رضي الله عنه)،
3. عثمان (رضي الله عنه)،
4. علی (رضي الله عنه).
الله تعالی فرمايي: ﴿ٱلنَّبِيُّ أَوۡلَى بِٱلۡمُؤۡمِنِينَ مِنۡ أَنفُسِهِمۡۖ وَأَزۡوَجُهُۥٓ أُمَّهَتُهُمۡۗ﴾
نبي (محمد(ﷺ)) په مومنانو باندې د دوى له ځانونو نه زیات حقدار دى او د ده ښځې د دوى میندې دي. [سورة الأحزاب: ٦ ].
ج – جنت دی، الله تعالی فرمايي: ﴿إِنَّ اللَّهَ يُدْخِلُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ ...﴾
بېشكه الله به هغه كسان چې ایمان يې راوړى او نېک عملونه يې كړي دي، داسې جنتونو ته ننباسي چې لاندې ترې ویالې بهېږي ... [سورة محمد: 12].
ج- اور دی، الله تعالی فرمايي: ﴿فَاتَّقُوا النَّارَ الَّتِي وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ أُعِدَّتْ لِلْكَافِرِينَ 24﴾
نو له هغه اور نه ځان وساتئ چې خس يې انسانان او تیږي دي، د كافرانو لپاره تيار كړى شوى دى. [سورة البقرة: 24].
دلیل: د الله تعالی دغه وینا ده: ﴿أُولَئِكَ الَّذِينَ يَدْعُونَ يَبْتَغُونَ إِلَى رَبِّهِمُ الْوَسِيلَةَ أَيُّهُمْ أَقْرَبُ وَيَرْجُونَ رَحْمَتَهُ وَيَخَافُونَ عَذَابَهُ إِنَّ عَذَابَ رَبِّكَ كَانَ مَحْذُورًا 57﴾
دغه خلق چې دوى يې بلي، هغه خلق دي چې خپل رب ته وسیله(نزدیکت) لټوي چې په دوى كې كوم یو زیات نږدې دى، او د هغه د رحمت امېد لري او د هغه له عذابه وېرېږي، بېشكه د عذاب د رب ستا څخه بیره کیدی شي. [سورة الإسراء: 57].
الله تعالی فرمايي: ﴿نَبِّئْ عِبَادِي أَنِّي أَنَا الْغَفُورُ الرَّحِيمُ 49 وَأَنَّ عَذَابِي هُوَ الْعَذَابُ الْأَلِيمُ 50﴾
زما بنده ګانو ته خبر وركړه چې بېشكه زه، همدا زه ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى یم. او دا چې بېشكه زما عذاب، هم هغه ډېر دردوونكى عذاب دى. [سورة الحجر: 49، 50]
ج- (الله) معبود، (رب) څښتن، (الرحمن) ډېر بخښونکی، (السميع) د هر څه ښه اورېدونكى، (البصير) د هر څه ښه ليدونكى، (العليم) په هر څه ښه پوه، (الرزاق) ښه روزي ورکوونکی، (الحي) تل ژوندى، (العظيم) لوى… او داسې نور ښكلي نومونه او لوړ صفتونه.
(الرب) پیداکوونکی او واکدار رزق ورکوونکی تدبیر کوونکی په دې ټولو کې یوازې دی د شریک څخه پاک دی.
(السمیع) هغه ذات چې پراخه دی د اوریدلو طاقت د هغه هر شي ته،ټول اوازونه اوري.
(البصير): هغه ذات چې هر شی ګوري،هر شی که غټ دی که وړوکی الله یې ګوري.
(العليم): هغه ذات چې هر شی یې په خپل علم کې راګیر کړی که پخوا و که اوس دي او که په راتلونکي زمانه کې دي.
(الرحمن): د هغه ذات رحمت هر مخلوق او ژوندي ته پراخ شوی ،او ټول بنده ګان او مخلوق د هغه تر رحمت لاندې دي.
(الرزاق): ښه روزي ورکوونکی: هغه ذات چې د ټولو مخلوقاتو روزي پرې ده ؛ له انسانانو، پېریانو او ټولو ژوندیو مخلوقاتو څخه.
(الحي): ژوندى: هغه ژوندی چې نه مړ کیږي او ټول مخلوقات مړه کیږي.
(العظيم): هغه ذات چې پوره کمال هغه لره دی، او ټوله لویي د هغه په نومونو، صفتونو او افعالو کې ده.
الله تعالی فرمايي: ﴿يَرۡفَعِ ٱللَّهُ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا مِنكُمۡ وَٱلَّذِينَ أُوتُوا ٱلۡعِلۡمَ دَرَجَـٰتۚ وَٱللَّهُ بِمَا تَعۡمَلُونَ خَبِير 11﴾
اوچت به کړي الله تعالی هغه کسان چې مؤمنان دي په تاسو کې او هغه کسان چې علم ورکړل شوی په ډیرو درجو او الله په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ ښه خبر دى. [سورة المجادلة ١١].
الله تعالی فرمايي: ﴿أَلَا إِنَّ أَوْلِيَاءَ اللَّهِ لَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ 62 الَّذِينَ آمَنُوا وَكَانُوا يَتَّقُونَ 63﴾
خبر شئ! بېشكه د الله دوستان چې دي؛ پر هغوى باندې نه څه وېره شته او نه دوى ته غم رسېږي. هغه كسان چې ایمان يې راوړى وي او ځان ساتي. [سورة يونس: 62، 63].
الله تعالی فرمايي: ﴿إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِينَ إِذَا ذُكِرَ اللَّهُ وَجِلَتْ قُلُوبُهُمْ وَإِذَا تُلِيَتْ عَلَيْهِمْ آيَاتُهُ زَادَتْهُمْ إِيمَانًا وَعَلَى رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ 2﴾
بېشكه مومنان هغه خلک دي، چې كله الله یاد كړى شي، نو د دوى زړونه ووېرېږي او كله چې دوى ته د هغه (الله) آیتونه تلاوت كړى شي، (نو) دغه (آیتونه) دوى ته ایمان ورزیات كړي او خاص په خپل رب باندې دوى توكل كوي. [سورة الأنفال: 2].
۱- کله چې خالص د الله تعالی د رضا لپاره وي.
۲- کله د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتو مطابق وي.
ج – د اسبابو په اخستلو سره د ګټو په راجلبولو او د ضرر په دفع کولو کې په الله تعالی باور او اعتماد کول
الله تعالی فرمايي: ﴿وَمَنْ يَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ فَهُوَ حَسْبُهُ ...﴾
او هغه څوک چې په الله توكل وكړي، نو همغه د ده لپاره بسنه کوي (او كافی) دى ... [سورة الطلاق: 3].
﴿حَسْبُهُ﴾: یعنی کافی او بس دی.
الله تعالی فرمايي: ﴿كُنتُمۡ خَيۡرَ أُمَّةٍ أُخۡرِجَتۡ لِلنَّاسِ تَأۡمُرُونَ بِٱلۡمَعۡرُوفِ وَتَنۡهَوۡنَ عَنِ ٱلۡمُنكَرِ وَتُؤۡمِنُونَ بِٱللَّهِۗ ...﴾
تاسو غوره امت یاست ایستل شوي یاست د خلکو د فایدې د پاره، تاسوپه نېكۍ امر كوئ او له بدۍ څخه منع كوئ او په الله باندې ایمان راوړئ ... [سورة آل عمران ١١٠].
دوی اهل سنت نومول شوي دي: ځکه دوی د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتو پیروان او د بدعت پریښودونکي دي.
دوی په جماعت نومول شوي دي: ځکه چې دوی په حق باندې راټول شوي او په اړه یې سره ندي جلا شوي.
***
- او هغه څه چې سپي څټلی وي؛ اووه ځلې باید ومينځل شي لومړی ځل په خاورو سره.
ج- رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: "کله چې یو مسلمان بنده " - یا "مؤمن" –اودس کوي –نو کله چې- " خپل مخ ومینځي؛ هره ګناه یې چې په سترګو کړي وي له اوبو سره د هغه له مخ څخه وځي" - یا " د اوبو په وروستي څاڅکي سره" - " او هر کله چې خپل لاسونه ومینځي، د هغه له لاسونو څخه هره هغه ګناه یې چې لاسونو سره کړي وي په اوبو سره د هغه له لاسونو څخه وځي" - یا "د اوبو په وروستي څاڅکي سره" - کله چې هغه خپلې پښې ومینځی؛ هره ګناه ته یې چې په پښو سره ورتګ کړی وي د اوبو سره د هغه له پښو څخه وځي " - یا "د اوبو له وروستي څاڅکي سره" - "تر هغه چې هغه له ګناهونو پاک شي." مسلم روایت کړی.
درې ځلې مضمضه (خولې ته اوبه اچول)، استنشاق (پوزې ته اوبه اچول) او استنثار کول (له پوزې څخه بیرته د اوبو سوڼکول).
مضمضه، د خولې مینځل: په خوله کې اوبه اچول، او د هغې اړول راړول او بېرته توی کول.
استنشاق، په ښې لاس سره پزې ته د هوا په کش کولو سره اوبه اچول.
استنثار، له پزې څخه اوبه ایستل: د استنشاق نه وروسته په چپ لاس له پزې څخه د اوبو ایستل دي.
بیا درې ځلې مخ پرېمینځل.
بیا لاسونه سره د څنګلو درې ځلې پرېمینځل.
بیا سر مسح کول، په لاسونو دې چې مخکې او وروسته یې کش کړې، او غوږونه ورسره مسح کړې.
بیا درې ځلې خپلې پښې سره د ښنګرو مینځل.
دا بشپړ اودس دی، او دا له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه په بخاري او مسلم کې په احادیثو ثابت دی چې له عثمان، عبدالله بن زید او نورو څخه روایت شوی دی. او د هغه څخه په بخاري او نورو کې هم ثابت دي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم يو یو ځل اودس وکړ، او دوه دوه ځله يې اودس وکړ، يعنې: د اودس هر غړی يې يو يا دوه ځلې ومينځه.
۱- د مخ مينځل، سره له مضمضې او استنشاق،
۲- د لاسونو مینځل تر څنګلو پورې،
۳- د غوږونو په شمول د سر مسح کول،
۴- د پښو مینځل تر ښنګرو پورې،
۵- د غړو تر مينځ ترتیب مراعاتول، لکه د مخ مينځل، بيا لاسونه، بيا د سر مسح، او بيا د پښو مينځل،
۶. موالات: یعنی په دوامداره توګه اودس کول، پرته له وقفې څخه تر څو مخکنی غړی وچ نه شي.(یعنې مخکې لدې چې مخکې غړی وچ شي باید ورپسې نور غړي ژر ومینځل شي)
– لکه دا چې نيم اودس وکړي او نیم یی بل وخت پوره کړي، نو په دې شکل یې اودس صحيح نه دی.
۱- تسميه: بسم الله ويل،
۲- مسواک وهل،
۳- د لاسونو مینځل،
۴- د ګوتو خلالول،
۵- د اعضاوو دوه او درې ځلي مينځل،
۶- له ښي خوا پیل کول،
۷- له اودس څخه وروسته دا دعا وییل: «أشهد أن لا إله إلا الله، وحده لا شريك له، وأشهد أن محمدًا عبده ورسوله». "زه شاهدي ورکوم چې له الله پرته بل معبود نشته، هغه یوازې دی او شریک نه لري، او شاهدي ورکوم چې محمد – صلی الله علیه وسلم د هغه بنده او رسول دی" ۸- له هغه وروسته دوه رکعته لمونځ کول،
۸- له هغه وروسته دوه رکعته لمونځ کول.
د پښو مینځلو پر ځای پرې مسح کول روا دي.
الله تعالی فرمايي: ﴿إِنَّ الصَّلَاةَ كَانَتْ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ كِتَابًا مَوْقُوتًا 103﴾
بېشكه لمونځ په مومنانو باندې په (معلومو) وختونو كې فرض كړى شوى دى. [سورة النساء: 103].
ج- لمونځ څوارلس رکنونه لري، چې په لاندې ډول دي:
یو له هغو څخه: هغه څوک چی د دریدلو توان لري باید په فرض لمانځه کې ودریږي.
تکبیر تحریمه: «الله اکبر» ،
د فاتحې سورت لوستل،
رکوع کول، خپله شا باید د سر سره یو برابر کړي،
له رکوع څخه پورته کیدل،
برابر دریدل،
سجده کول، او د سجدې ځای باندی خپل تندی، پوزه، لاسونه، زنګنونه او د پښو د ګوتو څوکې لګول،
د سجدې څخه پورته کیدل،
د دوو سجدو تر منځ کیناستل،
سنت دا دي چې: چپه پښه وغځول شي او هغې باندې کېني، ښۍ پښه دې قبلې خوا ته ولاړه وساتي،
اطمینان او آرامتیا، او هغه په هر فعلی رکن کی باید خپله آرامتیا وساتي،
وروستی تشهد،
تشهد ته کښیناستل.
دواړو خواوو ته سلام ګرځول او هغه دا چې هر لورې ته مخ اړولو سره ووایي: "السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته."
د رکنونو ترتیب - لکه څرنګه چې مو یادونه وکړه - د مثال په توګه، که هغه په قصدي توګه له رکوع څخه مخکې سجده وکړه؛ لمونځ یي باطل شو؛ او که یې په سهوه کې وکړه ورباندې لازم دي چې رکوع وکړي او بیا سجده وکړي.
ج- د لمانځه واجبات اته دي، او په لاندې ډول دي:
۱- له تحریمه تکبیر پرته نور تکبیرونه،
۲- د (سمع الله لمن حمده) وییل، د امام او منفرد لپاره،
۳- د (ربنا و لک الحمد) وییل،
۴- د (سبحان ربي العظیم) ويیل، په رکوع کې یو ځل،
۵- د (سبحان ربي الأعلی) ويیل، یو ځل په سجده کې.
۶- د (رب اغفر لی) ویيل، د دوو سجدو په مینځ کې،
۷- لومړی تشهد،
۸- د لومړي تشهد لپاره کیناستل.
۱- د تکبیر تحریمې له ویلو څخه وروسته باید ووایي: « سُبْحَانَکَ اللَّهُمَّ وَ بِحَمْدِکَ وَتَبَارَکَ اسْمُکَ، وَتَعَالَی جَدُّکَ وَلَا اِلَهَ غَيْرُک.
ای الله! پاکي او ستاینه یوازې تا لره ده او نوم دي مبارک دی،شان دې لوړدی او له تا پرته بل معبود نشته. دې ته د استفتاح دعا ویل کیږي.
۲. تعوذ: اَعُوْذُ بِاللهِ مِنَ الشَّيْطَنِ الرَّجِيْمِ .
۳. بسم الله پوره ویل(بسم الله الرحمن الرحیم)
۴- د آمین ویيل.
۵- له فاتحې وروسته د سورت لوستل.
۶- (په جهري لمانځه کې)
د امام لپاره په لوړ آواز قراءت کول.
- له سمع الله لمن حمده څخه وروسته: "ملء السَّمٰوات، وملء الأرض، وملء ما شئت من شيء بعد". وییل : یعنې ؛ حمد او ثنا دې وي تا لره د آسمانونو په اندازه، د زمکې په اندازه، او د هر هغه څه په اندازه چې ته یی غواړې،
۸- په رکوع کې له یو ځل څخه زیات تسبيح وییل: یعني: دویم او دریم ځل تسبیح او یا له دې څخه ډیر،
۹- په سجده کې له یو ځل څخه زیاد د تسبیحاتو وییل،
۱۰- هغه څه چې د دوو سجدو په منځ کې یې له یو ځل څخه زیات ووایی: رب اغفرلي، یعنی ای ربه ما وبخښه.
۱۱- په وروستي تشهد کې پر هغه د هغه پر کورنۍ او د الله په نیکو بنده ګانو باندې درود او سلام وییل او وروسته ورڅخه دعا کول،
څلورم: فعلی سنتونه، او هیئات بلل کیږي:
۱- تحریمه تکبیر سره د لاسونو پورته کول،
۲- او د رکوع پر مهال،
۳- د ركوع څخه د پورته کیدو پر مهال،
۴- او له هغه وروسته یې ښکته کول،
۵- ښي لاس په چپ لاس باندی ایښودل،
۶- د سجدې ځای ته کتل،
۷- د ودریدلو پر مهال د پښو جلا کول،
۸- په خپلو لاسونو يې زنګونونه کلک نیول، په داسی حال کی چې ګوتې يې په رکوع کې پرانستې وي،او ملا یې هواره اوږده کړې وي او سر یې هم د ملا سره برابر نیولی وي.(نه کښته وي او نه پورته)،
۹- د سجدې غړي باید زمکې باندې د سجدې پر ځای ونښلوي،
۱۰- مټې له تشو (څنګونو) څخه جلا کول، او خیټه له ورنونو څخه او ورنونه له پنډیو څخه، او د پنډیو او دزنګونونو تر مینځ جداوالی،او د پښو نیغ درول، د پښو د ګوتو لاندې برخه په ځمکه کېښودل پداسې حال کې چې سره جلا وي، او لاسونه د اوږو برابر اېښودل په داسې حال کې چې ګوتې یو له بل سره نښتې وي،
۱۱- د دوو سجدو تر منځ غوړیدلی کیناستل، او په لومړي تشهد کې هم او په دویم تشهد کې تورک کول.(چپه پښه د ښۍ پښې لاندې کول او ښۍ پښه نیغه ودرول او په چپ کوناټي کښیناستل. دې ته تورک وایې)
۱۲- د دواړو سجدو په منځ کې لاسونه په غځیدلی شکل باندی په ورنونو ایښودل، او د دو سجدو په منځ کې هم چې ګوتې باید یو له بل سره نښتی وي، او همدا رنګه په تشهد کې هم، مګر دا چې د ښي لاس سلطانۍ او خچۍ (څلورمه او پنځمه) ګوتې ونیول شي، غټه او منځنی ګوتې سره حلقه کړاي شی، او د الله د ذکر په وخت کې د شهادت ګوتی سره اشاره وشي.
۱۳- د سلام په وخت کې ښي او چپ لوري ته مخ کول.
ج- (۱) د لمانځه د یو رکن او یا له شرطونو څخه د یو شرط پرېښودل،
(۲) قصداً خبرې کول،
(۳) خوړل او څښل،
(4) ډیر پرله پسې حرکتونه،
(۵) د لمانځه د واجباتو څخه یو واجب په قصدي توګه پرېښودل،
۱- په ټول بدن سره قبلې ته مخامخ کېدل، پرته له انحراف او یو خوا او بل خوا کتلو څخه.
۲- بيا به په زړه کې پرته له تلفظ کولو څخه د هغه لمانځه نیت کوي چې د کولو اراده یې لري.
۳- بيا تکبير تحریمه: الله اکبر وایې او د تکبير د ويلو پر مهال خپل لاسونه تر اوږو پورې پورته کوي.
۴- بيا د سینې د له پاسه د ښي لاس ورغوی د چپ لاس په شا باندی ږدي.
۵- بیا شروع کوي او وایي: اللهم باعد بيني وبين خطاياي كما باعدت بين المشرق والمغرب، اللهم نقني من خطاياي كما يُنقى الثوب الأبيض من الدنس، اللهم اغسلني من خطاياي بالماء والثلج والبرد». ای الله ما له ګناهونو څخه داسې جلا کړه لکه څنګه چې تا ختيځ له لویدیځ څخه لرې کړی، ای الله ما له ګناهونو څخه داسې پاک کړه لکه سپینه جامه چې له کثافاتو څخه پاکیږي، ای الله ما له ګناهونو څخه په اوبو، واورو او ګلۍ سره پاک کړه.
یا وایي: سُبْحَانَکَ اللَّهُمَّ وَ بِحَمْدِکَ وَتَبارَکَ اسْمُکَ ،وَ تَعَالَی جَدُّکَ وَلَا اِلَهَ غَيْرُکَ. ای الله! پاکي او ستاینې یوازې تالره دي او نوم دي مبارک دی، شان دې لوړدی او له تا پرته بل معبود نشته .
۶- بیا تعوذ وايي: اَعُوْذُ بِاللهِ مِنَ الشَّيْطَنِ الرَّجِيْمِ . زه الله ته پناه وروړم له رټلي شیطان څخه.
۷- بیا بسم الله او د فاتحې سورت لولي، نو وایې: ﴿بِسْمِ اللهِ الرَّحْمنِ الرَّحِيمِ (1) د الله په نامه سره (شروع كوم) چې ډېر زيات مهربان، همیشه رحم كوونكى دى.
الْحَمْدُ للّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ (2). ټول (د كمال) صفتونه خاص د الله لپاره دي چې د ټولو عالَمونو ښه پالونكى دى.
الرَّحْمـنِ الرَّحِيمِ (3). ډېر زيات مهربان، همیشه رحم كوونكى دى.
مَالِكِ يَوْمِ الدِّينِ (4). د بَدلې د ورځې مالك دى.
إِيَّاكَ نَعْبُدُ وإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ (5). مونږ خاص ستا عبادت كوو او خاص له تا نه مدد غواړو.
اهدِنَــــا الصِّرَاطَ المُستَقِيمَ (6). ته مونږ ته سَمَه (نېغه) لاره وښَيه.
صِرَاطَ الَّذِينَ أَنعَمتَ عَلَيهِمْ غَيرِ المَغضُوبِ عَلَيهِمْ وَلاَ الضَّالِّينَ (7). د هغو خلکو لاره چې تا پر هغوى باندې انعام كړى دى؛ چې نه غضب کړای شوي او نه ګمراهان دي. [سورة الفاتحة:1-7].
بيا وايي: (آمين) يعنې: اې الله قبول یې کړه.
۸- بیا دې هغه قران ولولي چې ورته اسان وي او د سهار په لمانځه کې دې تلاوت اوږدوي.
۹- بیا رکوع کوي، یعنې: د الله د تعظیم لپاره سر ښکته کوی ، او د رکوع په وخت کې تکبیر وایي، او لاسونه د اوږو پورې پورته کوي. او سنت دا دي چې: خپله شا اوږده کړي(همواره)، او خپل سر ور سره برابر کړي، او لاسونه پر زنګنونو کېږدي پداسې حال کې چې او ګوتې يې جلا سره وي.
۱۰- په رکوع کې درې ځلې: «سُبْحَانَ اللَّهِ الْعَظِيْمِ» وايي او که دا ووايي: « سبحانك اللهم وبحمدك، اللهم اغفر لي(۱). نو غوره ده .اې الله! پاکي او ستاینې یوازې تالره دي، یا الله ما ته بخښنه و کړه.
۱۱- بیا خپل سر له رکوع څخه پورته کوي او وایی: سمع الله لمن حمده " الله د ثنا ویونکو ستاینه واورېده." بیا لاسونه پورته کوي تر اوږو پوري، او مقتدي دا نه وايي: " سمع الله لمن حمده " بلکه وايي: ربنا ولك الحمد ، "زموږ ربه ستاینه خاص تا لره ده."
۱۲- بیا له پورته کیدو وروسته وايي: : «ربنا ولك الحمد، ملء السماوات والأرض، وملء ما شئت من شيء بعد». "زموږ ربه ستا ستاینه ده، د آسمانونو او ځمکې د ډکوالي په اندازه او د هغه څه د ډکوالي په اندازه چې تاسو یې غواړئ."
۱۳- بیا لومړۍ سجده کوي، او د سجدې پر مهال وایی: الله أكبر"الله لوی دی" او په اوو غړو سجده کوي: تندی سره د پزې، لاسونه، زنګنونه، د پښو سرونه، او خپلې مټې به له اړخونو څخه لرې ساتي، څنګلي به په ځمکه نه خپروي، او د ګوتو سرونه به قبلې ته مخامخ کوي.
۱۴- په سجده کې درې ځلې: " سبحان ربي الأعلى "وايي او که یې دا الفاظ ورزیات کړل: "«سبحانك اللهم ربنا وبحمدك، اللهم اغفر لي " نو غوره ده. اې الله! پاکي او ستاینې یوازې تالره دي، یا الله ما ته بخښنه و کړه.
۱۵- بیا له سجدې څخه سر پورته کوي او وایي: الله أكبر (الله لوی دی).
۱۶- بیا د دواړو سجدو په مینځ کې په چپه پښه کښیني، ښۍ پښه ودروي، خپل ښی لاس د خپلې ښۍ پښې په ورون زنګون ته نږدې ږدي، او د ښي لاس سلطانۍ او خچه (څلورمه او پنځمه) ګوته کلکې نیسی، غټه او منځنۍ ګوتې سره حلقه کوي، او د دعا په وخت کې د شهادت ګوتې سره اشاره کوي، او خپل کیڼ لاس د ګوتو په خپرولو سره په چپ ورون ږدي په هغه ځای کې چې زنګون ته نږدی دی.
۱۷- د دوو سجدو تر منځ د ناستې په وخت کي وايي: «رب اغفر لي، وارحمني، واهدني، وارزقني، واجبرني، وعافني». " ای ربه، ما ته بخښنه وکړه، پر ما رحم وکړه، ما ته لارښوونه وکړه، ما ته روزي راکړه، زما په زړه پټۍ ولګوه، او زما حفاظت وکړيوکړه."
۱۸- بيا لکه د لومړۍ سجدې به څېر دویمه سجده کوي، او د سجدې پر مهال تکبير وايي.
۱۹- بیا له دویمې سجدې څخه پاڅیږي او وایي: الله أكبر «الله لوی دی» او دویم رکعت لکه د لومړي رکعت په څیر اداء کوي، مګر دا چې په هغه کې استفتاحیه دعا نه وایی.
۲۰- بیا د دویم رکعت له پای ته رسیدو وروسته کښيني او وايي: الله اكبر، «الله لوی دی» او کښيني څرنګه چی د دوو سجدو په منځ کې ناست و.
۲۱ - په دې ناسته کې تشهد ويل کيږي او وايي: «التحيات لله والصلوات والطيبات، السلام عليك أيها النبي ورحمة الله وبركاته، السلام علينا وعلى عباد الله الصالحين، أشهد أن لا إله إلا الله، وأشهد أن محمداً عبده ورسوله، اللهم صلِّ على محمد وعلى آل محمد، كما صليت على إبراهيم وعلى آل إبراهيم، إنك حميد مجيد، وبارك على محمد وعلى آل محمد، كما باركت على إبراهيم وعلى آل إبراهيم، إنك حميد مجيد. أعوذ بالله من عذاب جهنم، ومن عذاب القبر، ومن فتنة المحيا والممات، ومن فتنة المسيح الدجال».
«ثنا، ستاینه او پاکي الله لره دي، ای نبي! پرتا دې سلام، د الله رحمت او برکتونه دې وي، پرمونږ او د الله پر نیکو بندګانو دې سلام وي، شاهدي ورکوم چې بې له الله پرته بل لایق د عبادت نشته او شاهدي ورکوم چې محمد صلی الله علیه وسلم د الله بنده او رسول دی. یا الله! پر محمد صلی الله علیه وسلم او دهغه پرکورنۍ رحمت ووروه، لکه پر ابراهیم علیه السلام او د هغه پرکورنۍ دې چې لورولی ، بېشکه ته ستایل شوی او لوی یې .ای الله !پر محمد او د هغه پر کورنۍ برکتونه ووروه، لکه پر ابراهیم علیه السلام او د هغه پرکورنۍ دې چې ورولی ي وو، بېشکه ته ستایل شوی او لوی یې . زه د دوزخ له عذابه، د قبر له عذابه، د ژوند او مرګ له فتنو او د دجال له فتنو څخه په الله پناه غواړم.» بيا له خپل رب څخه د دنيا او آخرت د خير غوښتنه کوي.
۲۲- بیا ښي اړخ ته سلام اړوي وایي په: السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته) وییلو سره ښي او چپ لور ته سلام اړوي. او چپ طرف ته هم همداسې.
۲۳ – که لمونځ درې یا څلور رکعتي وي ی، د لومړي تشهد په پای کې «أشهد أن لا إله إلا الله، و أشهد أن محمداً عبده ورسوله». وایې
یعنی زه شاهدي ورکوم چې له الله پرته بل معبود نشته او شاهدي ورکوم چې محمد د هغه بنده او رسول دی» او توقف کوي.
۲۴- بیا پاڅیږي او وایي: الله أكبر «الله لوی دی» او په دې وخت کې د اوږو پوری لاسونه پورته کوي.
۲۵- بيا خپل پاتې لمونځ لکه د د دویم رکعت په څېر ادا کوي، خو د فاتحې په ویلو بسنه کوي.
۲۶ – بیا په متورک شکل کینی کیني نو داسې چې خپله ښی ښۍ پښه ودروي او چپه پښه به له د ښۍ پښې د ساق لاندې تیروی تیروي او خپل مقعد به په ځمکه نښلوینښلوي، او لاسونه به په ورنو کېږدی په هغه طریقه لکه څنکه یې چې په تشهد اول کې ایښي وو.
۲۷ – په دې ناسته کې ټول تشهد ويل کيږي.
۲۸- بیا شې ښې لورې ته سلام اړوي او وایې: «السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته» او چپ طرف ته هم.
- «اللّهُـمَّ أَنْـتَ السَّلامُ، وَمِـنْكَ السَّلام، تَبارَكْتَ يا ذا الجَـلالِ وَالإِكْـرام». - "اې الله، ته سلام یې، او ستا د طرفه سلامتیا ده، ته برکت ورکولو والا ذات یې، ای د عظمت او عزت خاونده."
- «لا إلهَ إلاّ اللّهُ وحدَهُ لا شريكَ لهُ، لهُ المُـلْكُ ولهُ الحَمْد، وهوَ على كلّ شَيءٍ قَدير، اللّهُـمَّ لا مانِعَ لِما أَعْطَـيْت، وَلا مُعْطِـيَ لِما مَنَـعْت، وَلا يَنْفَـعُ ذا الجَـدِّ مِنْـكَ الجَـد». - له الله پرته بل معبود نشته، یوازییوازې، بې شریکه دی، هغه لره پاچاهي ده او هغه لره ستاینه ده او هغه پر هر څه قادر دی، ای الله! هر څه چې ورکوې څوک یی مخه نشي نیولی، او هر څه چی له چا څخه منع کوې څوک یی نشي ور کولی.فایده نه شي ورکولای خاوند د شرافت او مرتبې ته ستا د عذاب په مقابل کې شرافت او مرتبه د هغه.
- «لا إلهَ إلاّ الله، وحدَهُ لا شريكَ لهُ، لهُ الملكُ ولهُ الحَمد، وهوَ على كلّ شيءٍ قدير، لا حَـوْلَ وَلا قـوَّةَ إِلاّ بِاللهِ، لا إلهَ إلاّ الله، وَلا نَعْـبُـدُ إِلاّ إيّـاه، لَهُ النِّعْـمَةُ وَلَهُ الفَضْل وَلَهُ الثَّـناءُ الحَـسَن، لا إلهَ إلاّ الله مخْلِصـينَ لَـهُ الدِّينَ وَلَوْ كَـرِهَ الكـافِرون». "له الله پرته بل معبود نشته، یوازینی، بې شریکه دی، پاچایي د هغه ده او ستاینه همغه لره ده، او هغه په هر څه قادر دی، د الله نشته له بدۍ اړول او په د نیکۍ توفیق ورکول مګر د الله په مدد مرسته، د له الله پرته بل معبود نشته، او موږ د بل چا عبادت نه کوو مګر د لوی الله، الله لره لورینه او غوره والی او نیکه نېکه ستاینه ده، نشته بل معبود پرته د لوی الله څخه، هغه ته په دین کې مخلص یو، که څه هم کافران یې بد ګڼي.
- «سُـبْحانَ اللهِ» (دري دېرش ځلې).
«الحَمْـدُ لله» (دري دېرش ځلې).
«اللهُ أكْـبَر» (دري دېرش ځلې).
بیا د سل پوره کولو لپاره وايي: «لا إله إلا الله وحده لا شريك له، له الملك وله الحمد، وهو على كل شيء قدير». "له الله پرته بل معبود نشته هغه یو دی شریک نه لري، د هغه لپاره پاچاهي ده او د هغه لپاره ستاینه ده، او هغه په هر څه قادر دی."
فضیلت یی: رسول الله (ﷺ) فرمایلي دي: چا چې په شپه او ورځ کې دولس رکعته نفل(۱) لمونځ ادا کړ، الله تعالی به ورته په جنت کې کور جوړ کړي. مسلم، احمد او نورو روایت کړی.
ج- د جمعې ورځ، ؛ رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دي: په ورځو کې غوره ورځ ستاسو د لپاره جمعه ده، پدې کې آدم پيدا شوی او په همدې کې وفات شوی، په همدې ورځ صور(شپیلۍ) غږول کیږي او په همدې ورځ به عمومي مرګ وي(قیامت)، نو پر ما باندې زيات درود ووایئ، ځکه چی ستاسو درود ما ته وړاندې کېږي.
هغه وایی وایي: هغوی وویل: ای د الله رسوله، زموږ درود څنګه تاته وړاندې کېږي، حال دا چې ته خاورې شوی یی؟ - وايي خاوری شوی یی - هغه وویل: "الله جل جلاله پر ځمکه د پیغمبرانو جسدونه حرام کړي دي." ابو داود او نورو روایت کړی.
الله تعالی فرمايي: ﴿ يَٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓاْ إِذَا نُودِيَ لِلصَّلَوةِ مِن يَوۡمِ ٱلۡجُمُعَةِ فَٱسۡعَوۡاْ إِلَى ذِكۡرِ ٱللَّهِ وَذَرُواْ ٱلۡبَيۡعَۚ ذَلِكُمۡ خَيۡرٞ لَّكُمۡ إِن كُنتُمۡ تَعۡلَمُونَ 9﴾
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! كله چې د جمعې د ورځې د لمانځه لپاره اذان وویلى شي، نو تاسو د الله د ذكر (لمونځ) اهتمام وکړئ او اخيستل خرڅول پرېږدئ، دا ستاسو لپاره ډېر غوره دي كه تاسو پوهېږئ [سورة الجمعة٩].
ج – له عبدالله بن عمر (رضي الله عنهما) څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: "د جماعت لمونځ له يوازي لمانځه څخه اوه ویشت درجې غوره دى." مسلم روایت کړی.
الله تعالی فرمايي: ﴿قَدْ أَفْلَحَ الْمُؤْمِنُونَ (1) الَّذِينَ هُمْ فِي صَلَاتِهِمْ خَاشِعُونَ (2)یقینًا مومنان كامیاب شول، هغه چې هغوى په خپلو لمونځونو كې خشوع كوونكي دي [سورة المؤمنون: 1، 2].
- دا د اسلام له ارکانو څخه یو رکن دی، او فرضي صدقه ده چې له شتمنو څخه اخیستل کیږي او غریبانو ته ورکول کیږي.
الله تعالی فرمايي: ﴿وَآتُوا الزَّكَاةَ﴾ او زكات وركړئ [سورة البقرة: 43].
الله تعالی فرمايي: ﴿وَأَنْفِقُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ﴾ او د الله په لاره كې خرڅ كوئ [سورة البقرة: 195].
فرضي روژه: لکه د رمضان د میاشتې روژه چې د اسلام له ارکانو څخه ده.
الله تعالی فرمايي: ﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ 183﴾
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! پر تاسو باندې روژه فرض كړى شوې ده لكه چې فرض كړى شوې وه پر هغو كسانو چې له تاسو نه مخكې وو، د دې لپاره چې تاسو متقیان شئ. [سورة البقرة: 183].
او غیر فرضي روژې: لکه د هرې اونۍ څخه د دوشنبې او پنجشنبې روژه، او د هرې میاشتې د ایام البیض درې ورځې روژه نیول دي، چې غوره یې د هرې قمري میاشتې (۱۳، ۱۴، ۱۵) ورځې دي.
ج- له ابوهریره (رضي الله عنه) څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: څوک چې د رمضان روژه په ایمان او د ثواب په نیت ونیسي؛ د هغه مخکني ګناهونه بخښل کیږي.» متفق عليه.
ج – له ابو سعید الخدري (رضي الله عنه) څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: "هیڅ بنده نشته چې د الله په لاره کې یوه ورځ روژه ونیسي، مګر دا چې په دې ورځ به الله د هغه مخ د اویا کلونو په اندازه له اور څخه لرې کړي." متفق عليه.
- د "سبعون خریفا" معنا ؛: اویا مني ( کلونه).(۱)
الله تعالی فرمايي: ﴿وَلِلَّهِ عَلَى النَّاسِ حِجُّ الْبَيْتِ مَنِ اسْتَطَاعَ إِلَيْهِ سَبِيلًا وَمَنْ كَفَرَ فَإِنَّ اللَّهَ غَنِيٌّ عَنِ الْعَالَمِينَ (97)﴾
او خاص د الله لپاره په خلکو باندې د (هغه د) كور زیارت كول فرض دي، په هغه چا باندې چې هغه د لارې وسَ ولري او څوك چې كافر شو، نو بېشكه الله له مخلوقاتو نه بېخي بې پروا دى. [سورة آل عمران: 97].
ج-۱- احرام.
۲- په عرفات دریدل.
۳- طواف افاضه (د حج طواف)
۴- د صفا او مروه تر مینځ سعی.
ج – له ابوهریره (رضي الله عنه) څخه روایت دی وایي: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اوریدلي چې ویل یې: "څوک چې حج د الله لپاره وکړي، فحشا او بد اخلاقی و نه کړي، هغه د هغې ورځې په څېر بیرته (له ګناه څخه ) راستنیږی چې مور زیږیدلی و. بخاري او نورو روایت کړی.
- "لکه څنګه چې د هغه مور په هماغه ورځ زیږولی وي": یعني له ګناه څخه پاک .
ج – د اسلام د خپراوي لپاره کوښښ او هلې ځلې کول، د هغه او د هغه له اهل څخه دفاع کول، او یا د اسلام او د هغه د اهل له دښمن سره جګړه کول دي.
الله تعالی فرمايي: ﴿وَجَاهِدُوا بِأَمْوَالِكُمْ وَأَنْفُسِكُمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَكُمْ إِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُونَ (41)﴾
په مالونو او ځانونو سره د الله په لار كې جهاد كوئ، دا ستاسو لپاره ډېر غوره دی، كه تاسو پوهېږئ. [سورة التوبة: 41].
***
او کله چې قریشو د دې په اړه اختلاف وکړ، چې حجر الاسود باید څوک کېږدي، هغه یی د قضاوت لپاره غوره کړ، نو هغه په ټوټه (تکه)کې کیښودله او هرې قبیلې ته یې امر وکړ چی د څادر یوه څنډه ونیسي، او دوی څلور قبیلې وې، او کله چی یی خپل ځای ته پورته کړه، نو هغه - صلی الله علیه وسلم - په خپلو لاسونو کېښوده.
او په هغه باندې وحې نازل شوه، په داسې حال کې چې هغه په غار کې عبادت کاوه.
ج- د الله تعالی دا وینا: ﴿ٱقۡرَأۡ بِٱسۡمِ رَبِّكَ ٱلَّذِي خَلَقَ (1). ته د خپل هغه رب په نامه سره ولوله چې پیدا كړي يې دي (ټول مخلوقات).
خَلَقَ ٱلۡإِنسَـنَ مِنۡ عَلَقٍ (2). انسان یې له پرنډ شوې (ټوټې) وینې نه پیدا كړى دى.
ٱقۡرَأۡ وَرَبُّكَ ٱلۡأَكۡرَمُ (3). ته ولوله، په داسې حال كې چې ستا رب ډیر عرتمند دى.
ٱلَّذِي عَلَّمَ بِٱلۡقَلَمِ (4). هغه چې په قلم سره يې ښوونه كړې ده.
عَلَّمَ ٱلۡإِنسَـنَ مَا لَمۡ يَعۡلَمۡ (5)﴾. انسان ته يې هغه څه ښودلي دي چې دى پرې نه پوهېده.
[سورة العلق: 1 - 5].
مشرکانو په یوه خوله رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د ضرر رسولو او د هغه د وژلو موافقه وکړه، مګر الله تعالی د هغه ساتنه وکړه او هغه یې د خپل تره ابو طالب د حمایت لاندې راوسته ترڅو هغه له دوی څخه وساتي.
اسراء: له مسجد الحرام څخه مسجد الاقصی ته.
معراج: له مسجد الاقصی څخه تر آسمانه تر سدرة المنتهی پورې وه.
ج- د الله تعالی دغه وینا: ﴿ وَٱتَّقُوا يوۡمًا تُرۡجَعُونَ فِيهِ إِلَى ٱللَّهِۖ ثُمَّ تُوَفَّى كُلُّ نَفۡسٍ مَّا كَسَبَتۡ وَهُمۡ لَا يُظۡلَمُونَ 281﴾
او تاسو له هغې ورځې نه ووېرېږئ چې په هغې كې به تاسو الله ته بېرته ورګرځول كېږئ، بیا به هر نفس ته پوره پوره وركړى شي بدل د هغه عمل چې ده كړى دى، او پر دوى به ظلم ونه كړى شي. [سورة البقرة: 281].
4 القاسم او په هغه باندې ملقب و.
4 او عبدالله.
4 او ابراهيم.
4 له ښځینه و څخه:
4 فاطمة
4 رقية.
4 أم كلثوم.
4 زينب.
د هغه ټول اولادونه له خدیجې (رضي الله عنها) څخه وو، پرته له ابراهیم څخه، او هغوی ټول له هغه څخه مخکې وفات شول، پرته له فاطمې څخه چې شپږ میاشتې وروسته له هغه څخه وفات شوه .
***
﴿بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ (1). پيل کوم د الله په نوم چې ډیر زیات مهربان او همیشه رحم والا دی.
الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ (2). ټول (د كمال) صفتونه خاص د الله لپاره دي چې د ټولو مخلوقاتو پالونكى دى.
الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ (3). ډېر زيات مهربان،رحم كوونكى دى.
مَالِكِ يَوْمِ الدِّينِ (4). د بَدلې د ورځې مالك دى.
إِيَّاكَ نَعْبُدُ وَإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ (5). مونږ خاص ستا عبادت كوو او خاص له تا نه مرسته غواړو.
اهْدِنَا الصِّرَاطَ الْمُسْتَقِيمَ (6). ته مونږ ته سَمَه (نېغه) لاره وښَيَه.
صِرَاطَ الَّذِينَ أَنْعَمْتَ عَلَيْهِمْ غَيْرِ الْمَغْضُوبِ عَلَيْهِمْ وَلَا الضَّالِّينَ (7)﴾. د هغو خلکو لار چې تا پر هغوى باندې انعام كړى دى؛ نه پر هغوى چې غضب کړای شوي او نه ګمراهان.
[سورة الفاتحة: 1 - 7].
تفسير:
ځکه ورته فاتحه ويیل کیږي چې د الله تعالی کتاب پرې پیل شوی دی.
1- ﴿بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرحیم) : د الله په نامه د قرآن تلاوت پیلوم او د هغه د نوم په تبرک سره له هغه څخه مرسته غواړم.
﴿الله﴾ یعني: لایق د عبادت، عبادت د هغه حق دی او په(الله) بل څوک نه نومول کیږي، دا اسم خاص د الله دی.
﴿الرَّحْمَن﴾ یعنی د پراخه رحمت خاوند چې هر شي ته یې رحمت رسیدلی دی
﴿الرَّحِيم﴾ یعنی: خاوند د مهربانۍ په مومنانو(۱).
2- ﴿الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ (2)﴾ يعنې: هر ډول ستاينه او کمال يوازې الله ته دى.
3- ﴿الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ (3)﴾ یعنی د پراخ رحمت خاوند چې رحمت یې هر شي ته رسیدلی دی او د هغه رحمت خاوند چې په پرلپسې توګه مؤمنانو ته رسیږي.
4- ﴿مَالِكِ يَوْمِ الدِّينِ 4﴾: د قیامت د ورځې مالک.
5- ﴿إِيَّاكَ نَعْبُدُ وَإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ (5)﴾ یعني موږ یوازې ستا عبادت کوو او یوازې له تا څخه مرسته غواړو.
6- ﴿اهْدِنَا الصِّرَاطَ الْمُسْتَقِيمَ (6)﴾: وښایه مونږ ته لاره برابره.
7- ﴿صِرَاطَ الَّذِينَ أَنْعَمْتَ عَلَيْهِمْ غَيْرِ الْمَغْضُوبِ عَلَيْهِمْ وَلَا الضَّالِّينَ (7)﴾. لار د هغو کسانو چې تا پرې لورینه کړې ده؛ نه د هغو کسانو چې غضب پرې شوی او نه لار د ګمراهانو. (۱)
له لوستلو وروسته «آمين» ويل سنت دي، چې مانا يې دا ده، یا الله قبول یې کړه.
بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَـٰنِ ٱلرَّحِيمِ. د الله په نام سره (پیل كوم) چې ډېر زيات مهربان، بې حده رحم كوونكى دى.
﴿إِذَا زُلْزِلَتِ الْأَرْضُ زِلْزَالَهَا (1). كله چې ځمكه وخوځولى شي په خپلو سختو خوځولو سره.
وَأَخْرَجَتِ الْأَرْضُ أَثْقَالَهَا (2). او ځمكه خپل درانه پېټي بهر راوباسي.
وَقَالَ الْإِنْسَانُ مَا لَهَا (3). او انسان به ووايي چې په دې څه شوي دي.
يَوْمَئِذٍ تُحَدِّثُ أَخْبَارَهَا (4). په دغې ورځې كې به دا ځمكه خپلې خبرې (حالات) بیانوي.
بِأَنَّ رَبَّكَ أَوْحَى لَهَا (5). په دې سبب چې ستا رب به دې ته وحي وكړي.
يَوْمَئِذٍ يَصْدُرُ النَّاسُ أَشْتَاتًا لِيُرَوْا أَعْمَالَهُمْ (6). په دغې ورځ كې را وبه وځي خلک ډلې ډلې، د دې لپاره چې دوى ته خپل عملونه وښودل شي.
فَمَنْ يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ خَيْرًا يَرَهُ (7). نو هغه څوك چې د یوې ذرې په اندازه نېك عمل وكړي (،نو) دى به هغه وویني.
وَمَنْ يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ شَرًّا يَرَهُ (8)﴾. او هغه څوك چې د یوې ذرې په اندازه د شر (او بدۍ) عمل كوي (نو) دى به هغه وویني. [سورة الزلزلة: 1 - 8].
1- ﴿إِذَا زُلْزِلَتِ الْأَرْضُ زِلْزَالَهَا (1)﴾: کله چې زمکه وخوځیږي په سختو خوځېدلو سره، هغه څه چې د قیامت په ورځ به ورته پېښیږي.
2- ﴿وَأَخْرَجَتِ الْأَرْضُ أَثْقَالَهَا (2)﴾: او ځمکه به راوباسي هغه څه چی د هغی په خیټه کې دي د مړو او نورو شیانو څخه.
3- ﴿وَقَالَ الْإِنْ-سَانُ مَا لَهَا (3)﴾: انسان به په حيرانتيا ووايي: د ځمکې خوځښت او ګډوډي د څه لپاره ده؟!
4- ﴿يَوْمَئِذٍ تُحَدِّثُ أَخْبَارَهَا (4)﴾: په هغه لویه ورځ به ځمکه د هغه د ښو او بدو څخه خبر ورکړي چې په هغې تر سره شوي دي.
5- ﴿بِأَنَّ رَبَّكَ أَوْحَى لَهَا (5)﴾: ځکه چې الله هغې ته پوهه ورکړې او امر یې ورته کړی دی.
6- ﴿يَوْمَئِذٍ يَصْدُرُ النَّاسُ أَشْتَاتًا لِيُرَوْا أَعْمَالَهُمْ (6)﴾: په هغه لویه ورځ چې په ځمکه کی زلزله وشي، خلک به د حساب له ځای نه ډلې ډلې راووځی ترڅو وګوری چې دوی په دې دنیا کې څه کړي و.
7- ﴿فَمَنْ يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ خَيْرًا يَرَهُ (7)﴾: چا چې د يو کوچني مېږي په اندازه نيک او صالح عمل کړي وي؛ هغه به خپل وړاندې وګوري.
8- ﴿وَمَنْ يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ شَرًّا يَرَهُ (8)﴾: او چا چې د هغی په اندازه شر او بد کار کړی وي؛ هغه به په خپل مخ کې وګورئ.
ج- العاديات سورت او تفسير یې:
بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَـٰنِ ٱلرَّحِيم. پيل کوم په نوم د الله چې ډیر زیات مهربان تل رحم والا دی.
﴿وَالْعَادِيَاتِ ضَبْحًا (1). قسم دى په تېزو ځغلېدونكو آسونو، چې له سینو او ګېډو نه اواز ایستونكي دي.
فَالْمُورِيَاتِ قَدْحًا (2). پس (قسم دى) په هغو آسونو چې په خپلو سُمانو سره تیږې وهي او اور را ایستونكي دي.
فَالْمُغِيرَاتِ صُبْحًا (3). پس (قسم دى) په هغو آسونو چې د سبا په وخت كې حمله كوونكي دي.
فَأَثَرْنَ بِهِ نَقْعًا (4). نو په دغه وخت كې دغه (آسونه) ګرد پورته كوي.
فَوَسَطْنَ بِهِ جَمْعًا (5). پس پدغه وخت كې د لويې ډلې په مینځ كې ننوځي.
إِنَّ الْإِنْسَانَ لِرَبِّهِ لَكَنُودٌ (6) . چې بېشكه انسان د خپل رب ډېر ناشكره دى.
وَإِنَّهُ عَلَى ذَلِكَ لَشَهِيدٌ (7). او بېشكه دى په دې خبره یقینًا ښه خبردار (او ګواه) دى.
وَإِنَّهُ لِحُبِّ الْخَيْرِ لَشَدِيدٌ (8). او بېشكه دى د مال په مینه كې یقینًا ډېر سخت دى.
أَفَلَا يَعْلَمُ إِذَا بُعْثِرَ مَا فِي الْقُبُورِ (9). آیا نو دى نه پوهېږي كله چې هغه (مړي) راوښكل شي چې په قبرونو كې دي؟
وَحُصِّلَ مَا فِي الصُّدُورِ (10). او هغه څه راښكاره كړى شي چې په سینو كې دي.
إِنَّ رَبَّهُمْ بِهِمْ يَوْمَئِذٍ لَخَبِيرٌ (11)﴾ بېشكه د دوى رب په دغې ورځ كې په دوى باندې یقینًا ښه خبردار دى [سورة العاديات: ١ - ١١].
١- ﴿وَالْعَادِيَاتِ ضَبْحًا (1)﴾: الله قسم یاد كړى په اسونو چې منډې وهي تر څو د منډو له شدت څخه د هغوی د ساگانو آواز واریدل شي.
٢- ﴿فَالْمُورِيَاتِ قَدْحًا (2)﴾: الله قسم یاد كړى په هغه آسونو چې کله د هغوی پښې ډبرو باندې ولګیږي او اور بلوي ، کله یې چې پښې په ډیره تېزۍ سره په تیږو ولګیږي.
٣- ﴿فَالْمُغِيرَاتِ صُبْحًا (3)﴾: الله قسم یاد كړى په هغه آسونو چې کله سهار په دښمنانو حمله کوي.
۴- ﴿فَأَثَرْنَ بِهِ نَقْعًا (4)﴾: نو د دوی د منډو په واسطه دوړی خورې شوې.
٥- ﴿فَوَسَطْنَ بِهِ جَمْعًا (5)﴾: اسونه سره د شاسوارانو د دښمن د ټولګي په منځ کی ورننوتل.
۶- ﴿إِنَّ الْإِنْسَانَ لِرَبِّهِ لَكَنُودٌ (6)﴾: بیشکه انسان خورا منع کوونکی دی د هغه خیر څخه چی الله تعالی یی ورنه غواړي.
٧- ﴿وَإِنَّهُ عَلَى ذَلِكَ لَشَهِيدٌ (7)﴾: او یقینا انسان خاماخا ګواهي ورکوونکی دی پخپل ممانعت باندې له خیر څخه، دا خبره ډاکیزه ده انکار ورڅخه نه شي کیدلای.
٨- ﴿وَإِنَّهُ لِحُبِّ الْخَيْرِ لَشَدِيدٌ (8)﴾: او بیشکه انسان د مال په محبت کې اوج ته رسیدلی دی بخیلي پرې کوي.
٩- ﴿أَفَلَا يَعْلَمُ إِذَا بُعْثِرَ مَا فِي الْقُبُورِ (9)﴾: نو آیا دا انسان چې د دنیا په ژوند باندې دوکه شوی دی په دې نه پوهیږي چې کله الله مړي له قبرونو څخه بیرته را ژوندي کړي او له ځمکې څخه یې د حساب او جزا لپاره راوباسي، نو دا خبره هغسې نه وه لکه ده چې ګمان کاوه؟!
١٠- ﴿وَحُصِّلَ مَا فِي الصُّدُورِ (10)﴾: هغه څه چې په زړونو کې د عقیدې او نیتونو او داسی نورو شیانو په اړه دي په ډاګه او روښانه کړي.
١١- ﴿إِنَّ رَبَّهُمْ بِهِمْ يَوْمَئِذٍ لَخَبِيرٌ (11)﴾: د دوی رب په دې ورځ پر هغو پوه دی، او د بندګانو هیڅ شی له هغه څخه پټ نه دی، او هغه به دوی ته د دې بدله ورکړي.
ج- القارعه سورت او تفسير یی:
بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَـٰنِ ٱلرَّحِیمِ. پیل کوم په نوم د الله چې خورا زیات مهربان او همیشه رحم کوونکی دی.
﴿الْقَارِعَةُ (1). هغه ورځ ټكوونكى (قیامت) د دې درځ هیبت الله بیانوي.
مَا الْقَارِعَةُ (2). (د زړونو) ټكوونكى څه شى دى؟
وَمَا أَدْرَاكَ مَا الْقَارِعَةُ (3). او ته څه شي پوه كړې چې (د زړونو) ټكوونكى څه شى دى؟ یعنې هغه ډیره سخته ورځ ده که تا ته یې بیان هم وشي ستا زړه کې به واقع نه شي.
يَوْمَ يَكُونُ النَّاسُ كَالْفَرَاشِ الْمَبْثُوثِ (4). شي به خلک په دغه ورځ خواره واره په شان د پتنګانو(۱).
وَتَكُونُ الْجِبَالُ كَالْعِهْنِ الْمَنْفُوشِ (5). او غرونه به د ډانډس كړى شوي رنګینې وړۍ په شان شي.
فَأَمَّا مَنْ ثَقُلَتْ مَوَازِينُهُ (6). نو هر چې هغه څوك دى چې د هغه تلې(د نیکیو) درندې شي.
فَهُوَ فِي عِيشَةٍ رَاضِيَةٍ (7). نو دى به په ډېر ښه ژوندون كې وي.
وَأَمَّا مَنْ خَفَّتْ مَوَازِينُهُ (8). او هر چې هغه څوک دی چې سپکې شي تلې د نیکیو د هغه.
فَأُمُّهُ هَاوِيَةٌ (9). نو د ده استوګنځى هاویه ده.
وَمَا أَدْرَاكَ مَا هِيَهْ (10). او ته څه شي پوه كړې چې دغه (هاویه) څه شى دى؟
نَارٌ حَامِيَةٌ (11)﴾. (دغه) ډېر ګرم اور دى.
[القارعة سورت : ١ - ١١].
١- ﴿الْقَارِعَةُ (1)﴾: دا د قیامت ورځ ده چې د ډیر هیبت له امله به د خلکو زړونه ټنګوي.
٢- ﴿مَا الْقَارِعَةُ (2)﴾: دا قیامت څه شی دی چې د ډیر هیبت له وجې د خلکو زړونه ټنګوي؟!
٣- ﴿وَمَا أَدْرَاكَ مَا الْقَارِعَةُ (3)﴾: او ته څه شي پوه کړې - ای رسوله - دا څه ساعت دی چې د خپل هیبت له امله د خلکو زړونه ټکوي؟! دا د قیامت ورځ ده.
۴- ﴿يَوْمَ يَكُونُ النَّاسُ كَالْفَرَاشِ الْمَبْثُوثِ (4)﴾: په کومه ورځ چې د خلکو زړونه وټکول شي، دوی به داسې وي لکه خواره واره تیتو پرک پتنګان هر طرف ته.
٥- ﴿وَتَكُونُ الْجِبَالُ كَالْعِهْنِ الْمَنْفُوشِ (5)﴾: او غرونه به د ډانډس كړى شوې رنګینې وړۍ په شان شي په سپکوالي او حرکت او تللو کې.
۶- ﴿فَأَمَّا مَنْ ثَقُلَتْ مَوَازِينُهُ (6)﴾: او هغه کسان چې ښه عملونه یې په بدو عملونو درانده شي.
٧- ﴿فَهُوَ فِي عِيشَةٍ رَاضِيَةٍ (7)﴾: هغه ته به په جنت کې غوره ژوند ورکړل شي.
٨- ﴿وَأَمَّا مَنْ خَفَّتْ مَوَازِينُهُ (8)﴾: او د هغو کسانو چې بد عملونه یې په ښو عملونو درانده شي.
٩- ﴿فَأُمُّهُ هَاوِيَةٌ (9)﴾: د قيامت په ورځ يې د اوسېدو ځاى او استقرار جهنم دى.
١٠- ﴿وَمَا أَدْرَاكَ مَا هِيَهْ (10)﴾: او ته څه شي پوه کړې – ای رسوله - چې هغه څه دي؟!
١١- ﴿نَارٌ حَامِيَةٌ (11)﴾: هغه یو ډیر ګرم اور دی.
بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَـٰنِ ٱلرَّحِیمِ. په مدد د نوم د الله چې بې حده او همیشه مهربان دی شروع کوم (۱).
﴿أَلْهَاكُمُ التَّكَاثُرُ (1). غافل كړي وئ تاسو ډېروالي د مال په خپل مینځ کې.(۱)
حَتَّى زُرْتُمُ الْمَقَابِرَ (2). تر هغه پورې چې تاسو هدېرو ته ورشئ(تر مرګه پورې).
كَلَّا سَوْفَ تَعْلَمُونَ (3). داسې نده په كار، ژر ده چې تاسو به پوه شئ.
ثُمَّ كَلَّا سَوْفَ تَعْلَمُونَ (4). بیا بیخي داسې نه ده، ژر ده چې تاسو به پوه شئ.
كَلَّا لَوْ تَعْلَمُونَ عِلْمَ الْيَقِينِ (5). داسې نه ده، كه تاسو په علم اليقين سره پوهېدلى(۱).
لَتَرَوُنَّ الْجَحِيمَ (6). تاسو به خامخا ضرور دوزخ وینئ (دا خطاب ټول انسانیت او پیريانو ته دی: وان منکم الا واردها، که څوک یې لایق وو هغه به ورداخل شي او که څوک یې لایق نه وو هغه به پرې ورتیر شي).
ثُمَّ لَتَرَوُنَّهَا عَيْنَ الْيَقِينِ (7). بیا به تاسو خامخا ضرور دغه (دوزخ) د یقین په سترګو وینئ (۱).
ثُمَّ لَتُسْأَلُنَّ يَوْمَئِذٍ عَنِ النَّعِيمِ﴾. بیا به په دغې ورځ كې له تاسو نه خامخا ضرور د نعمتونو په باره كې تپوس كېږي. [التكاثر سورت: ١ - ٨].
١- ﴿أَلْهَاكُمُ التَّكَاثُرُ (1)﴾: ای خلکو! تاسو د الله تعالی د پیروۍ پر ځای په خپلو مالونو او اولادونو ویاړ کولو بوخت کړې یاست.
٢- ﴿حَتَّى زُرْتُمُ الْمَقَابِرَ (2)﴾: تر څو چې تاسو مړه شوئ او خپلو قبرونو ته ننوتلئ.
٣- ﴿كَلَّا سَوْفَ تَعْلَمُونَ (3)﴾: تاسو ته پکار نه وه چې په هغو شیانو ویاړ کول مو د الله تعالی له اطاعت څخه بوخت کړي، نو ژر دی چې تاسو به د دې بوختیا پر پایله پوه شئ.
۴- ﴿ثُمَّ كَلَّا سَوْفَ تَعْلَمُونَ (4)﴾: بیا به د هغه په پایله باندی پوه شئ.
۵- ﴿كَلَّا لَوْ تَعْلَمُونَ عِلْمَ الْيَقِينِ (5)﴾: په حقیقت کې، که تاسو په یقین سره پوهیدئ چې ستاسو ورتگ الله ته دی، او هغه به تاسو ته ستاسو د عملونو بدله درکوي، نو تاسو به د پیسو او اولادونو په فخر کولو کې بوخت نه اوسیدۍ.
۶- ﴿لَتَرَوُنَّ الْجَحِيمَ (6)﴾: قسم په الله چی تاسو به د قيامت په ورځ اور وينئ.
٧- ﴿ثُمَّ لَتَرَوُنَّهَا عَيْنَ الْيَقِينِ (7)﴾: بیا به یې تاسو بې له شکه په یقیني توګه وگورئ.
٨- ﴿ثُمَّ لَتُسْأَلُنَّ يَوْمَئِذٍ عَنِ النَّعِيمِ﴾: بیا به الله تعالی په هغه ورځ له تاسو څخه پوښتنه وکړي، د روغتیا، مال او نورو شیانو په برخه کې چې تاته یی درکړي دي؟.
بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَـٰنِ ٱلرَّحِیمِ. پيل کوم په نوم د الله چې ډیر زیات مهربان همیشه رحم کوونکی دی.
﴿وَالْعَصْرِ (1). قسم دى په عصر (مازیګر، یا زمانه).
إِنَّ الْإِنْسَانَ لَفِي خُسْرٍ (2). چې بېشكه یقینًا انسان په زیان (او تاوان) كې دى.
إِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَتَوَاصَوْا بِالْحَقِّ وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ (3)﴾. پرته له هغو كسانو نه چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړې دي او یو بل ته يې د حق (دین) وصیت كړى دى، او یو بل ته يې د صبر وصیت كړى دى. [العصر سورت: 1 - 3].
1- ﴿وَالْعَصْرِ (1)﴾: الله تعالی په زمانه قسم کړی دی.
2- ﴿إِنَّ الْإِنْسَانَ لَفِي خُسْرٍ (2)﴾: يعنې : ټول انسانان په زیان او هلاکت کې دي .
3- ﴿إِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَتَوَاصَوْا بِالْحَقِّ وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ (3)﴾: پرته له هغو کسانو چې ایمان یې راوړی او نیک عملونه یې کړي، خو دې سره هم حق ته یې دعوت کړی وي او صبر یې کړی وی، ځکه نو همدا خلک له تاوان څخه ژغورل شوی دي.
د الهُمزة سورت او تفسیر یې:
بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمن الرحیم: پيل کوم په نوم د الله چې ډیر زیات مهربان همیشه رحم کوونکی دی.
﴿وَيْلٌ لِكُلِّ هُمَزَةٍ لُمَزَةٍ (1) هلاكت دى د هر ډېر غیبت كوونكي، ډېر عیبت لګوونكي لپاره(۱).
الَّذِي جَمَعَ مَالًا وَعَدَّدَهُ (2). هغه چې مال يې جمع كړى دى او دغه يې بیا بیا شمېرلى (او ذخیره كړى) دى.
يَحْسَبُ أَنَّ مَالَهُ أَخْلَدَهُ (3). دى ګمان كوي چې بېشكه د ده مال به دى تل ژوندى وساتي؟
كَلَّا لَيُنْبَذَنَّ فِي الْحُطَمَةِ (4). داسې هیڅكله نشي كېدى، دى به خامخا ضرور په حطمه (ماتوونكي او سوځوونكي دوزخ) كې وغورځول شي.
وَمَا أَدْرَاكَ مَا الْحُطَمَةُ (5). او ته څه شي پوه كړې چې حطمه څه شى دى؟
نَارُ اللَّهِ الْمُوقَدَةُ (6). د الله هغه بل كړى شوى اور دى.
الَّتِي تَطَّلِعُ عَلَى الْأَفْئِدَةِ (7). هغه چې په زړونو راخېژي (او غالب كېږي).
إِنَّهَا عَلَيْهِمْ مُؤْصَدَةٌ (8). بېشكه دغه (اور) به په دوى باندې (له هره جانبه) رابند كړى شوى وي.
فِي عَمَدٍ مُمَدَّدَةٍ 9﴾. په اوږدو (راښكلى شویو) ستنو كې [سورة الهمزة: ١ - ٩].
١- ﴿وَيْلٌ لِكُلِّ هُمَزَةٍ لُمَزَةٍ (1)﴾: ناوړه عاقبت او سخت عذاب دی د خلکو ډیر غیبت کوونکو او عیب پلټونکو ته.
٢- ﴿الَّذِي جَمَعَ مَالًا وَعَدَّدَهُ (2)﴾: څوک چې د پیسو راټولولو او شمیرلو ته پام کوي، او د بل څه اندیښنه ورسره نه وي.
٣- ﴿يَحْسَبُ أَنَّ مَالَهُ أَخْلَدَهُ (3)﴾: هغه فکر کوي چې راټولې شوې پیسې به یې له مرګه وژغوري، نو په دې دنیا کې به تل پاتې وي.
۴- ﴿كَلَّا لَيُنْبَذَنَّ فِي الْحُطَمَةِ (4)﴾: داسې نده لکه څنګه چې دغه جاهل فکر کوي، دوی به د دوزخ اور ته واچول شي چې د هغې د عذاب د سختوالي له امله هر هغه څه چی ورته اچول کیږي ټکوي او ماتوي یی.
٥- ﴿وَمَا أَدْرَاكَ مَا الْحُطَمَةُ (5)﴾: او ته څه پوهیږې - ای رسوله - دا اور څه شی دی چې هر څه په کې اچول کیږي او ماتوي یی.؟!
۶- ﴿نَارُ اللَّهِ الْمُوقَدَةُ (6)﴾: دا د الله جل جلاله بل کړی شوی اور دی.
٧- ﴿الَّتِي تَطَّلِعُ عَلَى الْأَفْئِدَةِ (7)﴾: کوم چې د خلکو له بدن څخه د دوی زړونو ته تیریږي.
٨- ﴿إِنَّهَا عَلَيْهِمْ مُؤْصَدَةٌ (8)﴾: دا پر هغه خلکو چې پکې عذابولای شي په هغوی - وربند شوی دی (یعنې هغوی پکې ایسار دي).
٩- ﴿فِي عَمَدٍ مُمَدَّدَةٍ (9)﴾: په اوږدو (راښكلى شویو) ستنو كې، ترڅو له دې څخه را ونه وځي.
بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَـٰنِ ٱلرَّحِیمِ. پيل کوم په نوم د الله چې ډیر زیات مهربان همیشه رحم کوونکی دی.
﴿أَلَمْ تَرَ كَيْفَ فَعَلَ رَبُّكَ بِأَصْحَابِ الْفِيلِ (1). آیا ته نه يې خبر شوى چې ستا رب له فیل والاو سره څنګه كار كړى و؟
أَلَمْ يَجْعَلْ كَيْدَهُمْ فِي تَضْلِيلٍ (2). آیا د هغوى چل (او مكر) يې په زیان كې نه و ګرځولى؟
وَأَرْسَلَ عَلَيْهِمْ طَيْرًا أَبَابِيلَ(3). او په دوى باندې يې ډلې ډلې مرغان راخوشې كړل.
تَرْمِيهِمْ بِحِجَارَةٍ مِنْ سِجِّيلٍ (4). چې دغو (مرغانو) به دوى لره په داسې كاڼو ویشتل چې له خټو نه جوړ، په اور پاخه شوي وو.
فَجَعَلَهُمْ كَعَصْفٍ مَأْكُولٍ (5)﴾. نو دغه (خلق) يې د خوړل شویو وښو په شان وګرځول [سورة الفيل: ١ - ٥].
١- ﴿أَلَمْ تَرَ كَيْفَ فَعَلَ رَبُّكَ بِأَصْحَابِ الْفِيلِ (1)﴾: آيا ته نه پوهېږې – اې پېغمبره – ستا پروردګار له ابرهه او د هغه له ملګرو سره، چې د فيلانو له خاوندانو سره يې د کعبې د ړنګولو اراده وکړه، څه ډول چلند وکړ؟!
٢- ﴿أَلَمْ يَجْعَلْ كَيْدَهُمْ فِي تَضْلِيلٍ (2)﴾: الله د دوی ناوړه پلان چې د ویجاړولو لپاره جوړ کړی و، نو دوی د کعبې څخه د خلکو د اړولو په هدف کې هغه څه ترلاسه نه کړل چې دوی غوښتل، او کعبی ته یی هیڅ ضرر و نشو رسولای.
٣- ﴿وَأَرْسَلَ عَلَيْهِمْ طَيْرًا أَبَابِيلَ (3)﴾: او هغه په دوی باندې مرغان واستول، او دوی ته په ډلو ډلو راغلل.
٤- ﴿تَرْمِيهِمْ بِحِجَارَةٍ مِنْ سِجِّيلٍ (4)﴾:او مرغانو به دوى په داسې كاڼو ویشتل چې له خټو نه جوړ و، هغه خټه چې تېږه ګرځیدلې وه.
۵- ﴿فَجَعَلَهُمْ كَعَصْفٍ مَأْكُولٍ (5)﴾: الله دوی د کښت د پاڼو په څیر وګرځول چې د څارویو لخوا خوړل شوي او تر پښو لاندې شوي.
بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَـٰنِ ٱلرَّحِیمِ. پيل کوم په نوم د الله چې ډیر زیات مهربان بی حده رحم کوونکی دی.
﴿لِإِيلَافِ قُرَيْشٍ (1). د قریشو د محبت له امله(۱).
إِيلَافِهِمْ رِحْلَةَ الشِّتَاءِ وَالصَّيْفِ (2). محبت د دوی د ژمي او د دوبي د سفر سره.
فَلْيَعْبُدُوا رَبَّ هَذَا الْبَيْتِ (3). نو لازم دي چې دوى د دې كور د رب عبادت وكړي.
الَّذِي أَطْعَمَهُمْ مِنْ جُوعٍ وَآمَنَهُمْ مِنْ خَوْفٍ (4)﴾ هغه (رب) چې دوى ته يې له لوږې نه (د بچ كولو لپاره) طعام وركړى دى او دوى ته يې له وېرې نه (د ساتلو لپاره) امن (او بې خوفي) وركړې ده.
[سورة قريش: ١ - ٤].
١- ﴿لِإِيلَافِ قُرَيْشٍ ()1﴾: په دې سره مراد هغه څه دي چې دوی ورسره الفت لرلو چې هغه سفر د اوړي او د ژمي و.
٢- ﴿إِيلَافِهِمْ رِحْلَةَ الشِّتَاءِ وَالصَّيْفِ (2)﴾: یمن ته په ژمی کې سفر او په اوړي کې سفر شام ته په امن و امان.
٣- ﴿فَلْيَعْبُدُوا رَبَّ هَذَا الْبَيْتِ (3)﴾: نو دوی دې یوازې د دې بيت الحرام څښتن الله ته عبادت وکړي، چې دوی ته یې دا سفر آسانه کړی، او بل څوک دې ورسره شریک نه کړي.
4- ﴿الَّذِي أَطْعَمَهُمْ مِنْ جُوعٍ وَآمَنَهُمْ مِنْ خَوْفٍ (4)﴾: هغه ذات چې دوی ته یې له لوږې څخه خواړه ورکړل او له ویرې څخه یې خوندي کړل، په هغه څه چې د عربو په زړونو کې د حرم او د هغه د اوسیدونکو تعظیم ځای پر ځای کړي.
بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَـٰنِ ٱلرَّحِیمِ. په مدد د نوم د الله چې بې حده او همیشه مهربان دی.
﴿أَرَأَيْتَ الَّذِي يُكَذِّبُ بِالدِّينِ (1). آیا تا هغه كس لیدلى چې د بدلې ورځ (قیامت) دروغ ګڼي(۱). فَذَلِكَ الَّذِي يَدُعُّ الْيَتِيمَ (2). نو همدغه هغه كس دى چې یتیم ته ډیكې وركوي.
وَلَا يَحُضُّ عَلَى طَعَامِ الْمِسْكِينِ (3). او مسكین ته په طعام وركولو ترغیب نه وركوي.
فَوَيْلٌ لِلْمُصَلِّينَ (4). نو هلاكت دى لمونځ كوونكو لره.
الَّذِينَ هُمْ عَنْ صَلَاتِهِمْ سَاهُونَ (5). هغه كسان چې دوى له خپلو لمونځونو نه غافله وي.(۱)
الَّذِينَ هُمْ يُرَاءُونَ (6). هغه كسان چې دوى ریا كاري كوي.
وَيَمْنَعُونَ الْمَاعُونَ (7)﴾. او دوى ماعون (د استعمال عام څیزونه هم له یو بل نه) منع كوي.
[سورة الماعون: ١ - ٧].
١- ﴿أَرَأَيْتَ الَّذِي يُكَذِّبُ بِالدِّينِ (1)﴾: آيا ته پیژنې هغه څوک چې د سزاء او د جزاء ورځ نه مني؟!
٢- ﴿فَذَلِكَ الَّذِي يَدُعُّ الْيَتِيمَ (2)﴾: دا هغه څوک دی چې یتیم په سختۍ سره شړي او د هغه اړتیاوې نه پوره کوي.
٣- ﴿وَلَا يَحُضُّ عَلَى طَعَامِ الْمِسْكِينِ (3)﴾: نه خپل ځان هڅوي او نه نور د مسکینانو د خوراک لپاره هڅوي.
۴- ﴿فَوَيْلٌ لِلْمُصَلِّينَ (4)﴾:لمونځ کوونکو لپاره هلاکت او عذاب دی.
۵- ﴿الَّذِينَ هُمْ عَنْ صَلَاتِهِمْ سَاهُونَ (5)﴾: هغه لمونځ كونكي چې د خپلو لمونځونو په اړه بې غوري کوي، د لمونځ پروا نه کوي تر څو چې وخت یی تېر شي.
۶- ﴿الَّذِينَ هُمْ يُرَاءُونَ (6)﴾: هغه کسان چې دوی لمونځونه او عملونه د خلكو د كتلو لپاره ترسره کوي، په اخلاص سره د الله لپاره عمل نه کوي.
٧- ﴿وَيَمْنَعُونَ الْمَاعُونَ (7)﴾: او دوی نورو ته د مرستې ورکولو مخه نیسي، په هغه شیانو چې د هغې په واسطه د خلکو مرسته کولو کې وده ته هیڅ ضرر نشته.
بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَـٰنِ ٱلرَّحِیمِ. د الله په نوم سره (پيل كوم) چې ډېر زيات مهربان، او همیشه رحم كوونكى دى
﴿إِنَّا أَعْطَيْنَاكَ الْكَوْثَرَ (1). بېشكه مونږ تا ته ډیر خیر(۱) دركړى دى.
فَصَلِّ لِرَبِّكَ وَانْحَرْ (2). نو ته د خپل رب لپاره لمونځ كوه او قرباني كوه.
إِنَّ شَانِئَكَ هُوَ الْأَبْتَرُ (3)﴾. بېشكه ستا دښمن هم هغه بې بنیاده (او لاولده) دى. [سورة الكوثر: ١- ٣].
١- ﴿إِنَّا أَعْطَيْنَاكَ الْكَوْثَرَ (1)﴾: موږ تاته ډېر خیر درکړی – ای رسوله - او له هغه څخه په جنت كي د كوثر نهر دى.
٢- ﴿فَصَلِّ لِرَبِّكَ وَانْحَرْ (2)﴾: نو پدې نعمت باندې د الله شکر ادا کړه، او یوازې د هغه لپاره لمونځ او ذبح وکړه، برعکس د هغه څه چې مشرکین یې په ذبح کولو سره خپلو بتانو ته د نږدې کیدلو لپاره ترسره کوی.
٣- ﴿إِنَّ شَانِئَكَ هُوَ الْأَبْتَرُ (3)﴾: هغه څوک چې له تاسو څخه کرکه لري هغه څوک دی چې هیر شوي دی او د ټولو نیکیو څخه لیرې دی، او که چیرته یادونه یې وشي په بدۍ سره یادیږي.
بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَـٰنِ ٱلرَّحِیمِ. د الله په نوم سره (پيل كوم) چې ډېر زيات مهربان، همیشه رحم كوونكى دى
﴿قُلْ يَا أَيُّهَا الْكَافِرُونَ (1). (اى نبي!) ته (دوى ته) ووایه: اى كافرانو!(۱).
لَا أَعْبُدُ مَا تَعْبُدُونَ (2). زه د هغو (شیانو) عبادت نه كوم چی تاسو يې عبادت كوئ.
وَلَا أَنْتُمْ عَابِدُونَ مَا أَعْبُدُ (3). او نه تاسو د هغه ذات خالص عبادت كوونكي يئ چې زه يې عبادت كوم.
وَلَا أَنَا عَابِدٌ مَا عَبَدْتُمْ (4). او نه زه د هغه شي عبادت كوونكى یم چی تاسو يې عبادت كړى دى.
وَلَا أَنْتُمْ عَابِدُونَ مَا أَعْبُدُ (5). او نه تاسو عبادت كوونكي یئ د هغه ذات چې زه يې عبادت كوم(۱).
لَكُمْ دِينُكُمْ وَلِيَ دِينِ (6)﴾ تاسو لپاره ستاسو دین دى او زما لپاره زما دین دى. [سورة الكافرون: ١ - ٦].
١- ﴿قُلْ يَا أَيُّهَا الْكَافِرُونَ (1)﴾: ووایه - ای رسوله - ای هغو کسانو چې په الله کفر کوي.
٢- ﴿لَا أَعْبُدُ مَا تَعْبُدُونَ (2)﴾: زه نه اوس او نه په راتلونکي کې د کومو بتانو عبادت کوم چې تاسو یې عبادت کوئ.
٣- ﴿وَلَا أَنْتُمْ عَابِدُونَ مَا أَعْبُدُ (3)﴾: او نه تاسو د هغه څه عبادت کوئ چې زه یې عبادت کوم او هغه یوازې الله دی.
۴- ﴿وَلَا أَنَا عَابِدٌ مَا عَبَدْتُمْ (4)﴾: او نه زه د بتانو عبادت کوونکی یم كوم چی تاسو یی عبادت کوئ.
۵- ﴿وَلَا أَنْتُمْ عَابِدُونَ مَا أَعْبُدُ (5)﴾: او نه تاسو د هغه څه عبادت کوئ چې زه یې عبادت کوم او هغه یوازې الله دی.
۶- ﴿لَكُمْ دِينُكُمْ وَلِيَ دِينِ (6)﴾: تاسو ته هغه دین چې تاسو د ځان لپاره جوړ کړی او زما لپاره هغه دین دی چې الله ماته وحې کړی دی.
بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَـٰنِ ٱلرَّحِیمِ. د الله په نوم سره (پيل كوم) چې ډېر زيات مهربان، همیشه رحم كوونكى دى
﴿إِذَا جَاءَ نَصْرُ اللَّهِ وَالْفَتْحُ (1). كله چې د الله مرسته راشي او فتح.
وَرَأَيْتَ النَّاسَ يَدْخُلُونَ فِي دِينِ اللَّهِ أَفْوَاجًا (2). او ته خلق ووینې چې د الله په دین كې ډلې ډلې داخلېږي(۱).
فَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ وَاسْتَغْفِرْهُ إِنَّهُ كَانَ تَوَّابًا (3)﴾. نو ته پاكي بیانوه د خپل رب له ستاينې سره او له ده نه مغفرت غواړه، بېشكه دى تل ښه توبه قبلوونكى دى [سورة النصر: ١ - ٣].
١- ﴿إِذَا جَاءَ نَصْرُ اللَّهِ وَالْفَتْحُ (1)﴾: كه د الله مرسته او فتح ستا په دين كي راشی - اې رسوله- او د هغه عزت او شرف ورته راشي، او د مكې فتحه ترسره شي.
٢- ﴿وَرَأَيْتَ النَّاسَ يَدْخُلُونَ فِي دِينِ اللَّهِ أَفْوَاجًا (2)﴾: او ته به خلک ووینې چې د اسلام په دین كې ډلې یوه له بلې پسې داخلیږي.
٣- ﴿فَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ وَاسْتَغْفِرْهُ إِنَّهُ كَانَ تَوَّابًا (3)﴾: نو پوه شه چې دا د هغه مسولیت د پای ته رسیدو د نزدیوالی نښه ده چې ته پرې لیږل شوی یې، پس پاکي بیان کړه سره د ثنا د رب خپل هغه لره د شکر کولو له امله د هغه نعمت په مقابل کې چې غلبه او کامیابي یې درکړه ، او له هغه څخه بخښنه وغواړه، ځکه چې هغه د توبې قبولونکی دی، او د خپلو بندګانو توبه قبلوي، او بخښنه ورته کوی.
بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَـٰنِ ٱلرَّحِیمِ. د الله په نوم سره (پیل كوم) چې ډېر زيات مهربان، همیشه رحم كوونكى دى
﴿تَبَّتْ يَدَا أَبِي لَهَبٍ وَتَبَّ (1). د ابو لهب دواړه لاسونه دې هلاك شي او دى هلاك شو.
مَا أَغْنَى عَنْهُ مَالُهُ وَمَا كَسَبَ (2). د ده هېڅ په كار رانغلل، نه د ده مال او (نه) هغه څه چې ده ګټلي وو.
سَيَصْلَى نَارًا ذَاتَ لَهَبٍ (3). ژر ده چې دى به لمبې وهونكي اور ته داخل شي.
وَامْرَأَتُهُ حَمَّالَةَ الْحَطَبِ (4). او د ده ښځه هم، (زه د دغې) د لرګو اوچتوونكې (مذمت كوم).
فِي جِيدِهَا حَبْلٌ مِنْ مَسَدٍ (5)﴾. د دې په غاړه كې د كجورې د پټ مضبوطه رسۍ ده.
[سورة المسد: ١ - ٥].
١- ﴿تَبَّتْ يَدَا أَبِي لَهَبٍ وَتَبَّ (1)﴾: د رسول الله صلی الله علیه وسلم د تره ابو لهب بن عبد المطلب لاسونه زیانمن شول، ځکه چې هغه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته زیان رسولی و او کوششونه یې ناکام شو.
٢- ﴿مَا أَغْنَى عَنْهُ مَالُهُ وَمَا كَسَبَ (2)﴾: څه شي هغه ته ګټه ورسوله، شتمنۍ او زوی یی؟ نه يې عذاب ورڅخه دفع کړ، او نه يې ورباندې څه زړه خوګی وکړ.
٣- ﴿سَيَصْلَى نَارًا ذَاتَ لَهَبٍ (3)﴾: د قيامت په ورځ به هغه اور ته ننوځي چې لمبې وهونکی به وي او تودوالی به یې زغمي.
۴- ﴿وَامْرَأَتُهُ حَمَّالَةَ الْحَطَبِ (4)﴾: او د هغه مېرمن ام جميل چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته به يې ضرر رساوه، د هغه په لاره کې به یی اغزي اچول هغه به هم اور ته داخلیږي.
۵- ﴿فِي جِيدِهَا حَبْلٌ مِنْ مَسَدٍ (5)﴾: د هغې په غاړه کې به یوه ټینګه اوبدل شوې رسۍ وي چې هغه یې پرې اور ته لیږدوله کیږي.
بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَـٰنِ ٱلرَّحِیمِ. د الله په نوم سره (پيل كوم) چې ډېر زيات مهربان، همیشه رحم كوونكى دى.
﴿قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ (1). (اى نبي!) ته (دوى ته) ووایه: شان دا دى چی الله یو دى(۱).
اللَّهُ الصَّمَدُ (2). هم دا الله بې نیاز (بې حاجته) دى.
لَمْ يَلِدْ وَلَمْ يُولَدْ (3). نه يې (څوك) زېږولى دى او نه دى (له چا) زېږول شوى دى.
وَلَمْ يَكُنْ لَهُ كُفُوًا أَحَدٌ (4)﴾. او د ده هیڅوك سیال (او) برابر نشته(۱). [سورة الإخلاص: 1 - 4].
1- ﴿قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ (1)﴾: ووایه - ای رسوله - هغه الله دی، له هغه پرته بل معبود نشته.
2- ﴿اللَّهُ الصَّمَدُ (2)﴾: يعنې: د مخلوق اړتياوې ورته پورته کېږي.
3- ﴿لَمْ يَلِدْ وَلَمْ يُولَدْ (3)﴾: هغه پاک ذات نه بچی لري، او نه پلار.
4- ﴿وَلَمْ يَكُنْ لَهُ كُفُوًا أَحَدٌ (4)﴾: او په مخلوق کې د ده هیڅوک سیال برابر نشته.
بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَـٰنِ ٱلرَّحِیمِ. د الله په نوم سره (پیل كوم) چې ډېر زيات مهربان، همیشه رحم كوونكى دى.
﴿قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ الْفَلَقِ (1). (اى نبي) ته ووایه: زه په رب د سبا پورې پناه نيسم.
مِنْ شَرِّ مَا خَلَقَ (2). د هر هغه شي له شر نه چې ده پیدا كړى دى.
وَمِنْ شَرِّ غَاسِقٍ إِذَا وَقَبَ (3). او د تیارې شپې له شر نه كله چې تكه توره (او خوره) شي.
وَمِنْ شَرِّ النَّفَّاثَاتِ فِي الْعُقَدِ (4). او له شر د هغو (جادوګرو) ښځو چې په غوټو كې پوكي وهونكې دي وَمِنْ شَرِّ حَاسِدٍ إِذَا حَسَدَ 5﴾ او د حسد كوونكي له شر نه كله چی دى حسد (شروع او ښكاره) كړي. [سورة الفلق: 1 - 5].
1- ﴿قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ الْفَلَقِ (1)﴾: ووایه - ای رسوله - زه د سهار په رب پناه نیسم، او ځان ورسپارم.
2- ﴿مِنْ شَرِّ مَا خَلَقَ (2)﴾: د هغه مخلوقاتو له شر څخه چی ضرر رسوي.
3- ﴿وَمِنْ شَرِّ غَاسِقٍ إِذَا وَقَبَ (3)﴾: او زه الله تعالی ته پناه وړم له هغو شرونو څخه چې د شپې له خوا د جاندارانو او غلو څخه څرګندیږي.
4- ﴿وَمِنْ شَرِّ النَّفَّاثَاتِ فِي الْعُقَدِ (4)﴾: زه د هغو (جادوګرو) له شره څخه چې په غوټو كې پوكي وهونكې دي پناه غواړم.
5- ﴿وَمِنْ شَرِّ حَاسِدٍ إِذَا حَسَدَ (5)﴾: او د هغه حسد کوونکي له شر څخه چې له خلکو سره دښمني کوي، د هغو نعمتونو په خاطر چې الله ورته ورکړي حسد کوي، غواړي چې دغه نعمتونه له دوی څخه لرې شي او دوی ته زیان ورسیږي.
بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَـٰنِ ٱلرَّحِیمِ. د الله په نوم سره (پيل كوم) چې ډېر زيات مهربان،همیشه رحم كوونكى دى
﴿قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ النَّاسِ (1). (اى نبي) ته ووایه: زه د خلقو په رب پورې پناه نیسم.
مَلِكِ النَّاسِ (2). چې د خلقو بادشاه دى.
إِلَهِ النَّاسِ (3). د خلقو (حقیقي) معبود دى.
مِنْ شَرِّ الْوَسْوَاسِ الْخَنَّاسِ (4). له شره د وسوسې اچوونكي، تښتېدونكي(۱).
الَّذِي يُوَسْوِسُ فِي صُدُورِ النَّاسِ (5). هغه چې د خلقو په سینو كې وسوسې اچوي.
مِنَ الْجِنَّةِ وَالنَّاسِ (6)﴾. چی (دغه وسوسې اچوونكي) له پېریانو او انسانانو ځنې دي.
[سورة الناس: 1 - 6].
1- ﴿قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ النَّاسِ (1)﴾: ووایه ای رسوله - زه د خلکو په رب ځان ساتم او هغه ته پناه وړم
2- ﴿مَلِكِ النَّاسِ (2)﴾: هر څنګه چې وغواړي پر هغوی تصرف کوي، او دوی ته پرته له هغه بل مالک نشته.
3- ﴿إِلَهِ النَّاسِ (3)﴾: په حق سره هغه د دوی معبود دی، په حق سره د دوی لپاره هیڅ بل معبود نشته.
4- ﴿مِنْ شَرِّ الْوَسْوَاسِ الْخَنَّاسِ (4)﴾: د شیطان له شر څخه چې په خلکو کې خپل وسوسه اچوي.
5- ﴿الَّذِي يُوَسْوِسُ فِي صُدُورِ النَّاسِ (5)﴾: هغه چې د خلکو په زړونو کې وسوسه اچوي.
6- ﴿مِنَ الْجِنَّةِ وَالنَّاسِ (6). يعنې وسوسه اچوونکی له انسانانو څخه هم وي او له پيريانو څخه هم وي.
***
4 لومړی حدیث:
۱- هر عمل باید ضرور د هغې د پاره نیت وي، لکه لمونځ، روژه، حج او داسې نور عملونه.
۲- په نيت کې باید د الله تعالی لپاره اخلاص موجود وي.
4 دویم حدیث:
۱- په دين کې د بدعت د پیداکولو څخه منع.
۲- نوي له ځانه جوړ شوي عملونه مردود دي او نه قبلیږي.
4 دریم حدیث:
۱- د اسلام د پنځو رکنونو یادونه؛ او هغه: په (اشهد أن لا إله إلا الله، وأن محمدا رسول الله) ګواهي ورکول دي یعنې: له الله پرته بل په حقه معبود نشته او محمد-صلی الله علیه و سلم- د الله رسول دی.
او لمونځ قائمول.
او زکات ورکول.
او د رمضان روژه.
او د بیت الله الحرام حج کول.
۲- د ايمان د رکنونو یادونه او هغه شپږ دي:
په الله ایمان.
او د هغه پر ملایکو.
او د هغه په کتابونو.
او د هغه په رسولانو.
او د قیامت په ورځ.
او په اندازه د خیر او د شر.
۳- د احسان یو رکن يې ياد کړ او هغه دا چې د الله عبادت داسې وكړئ چې ته يې ويني او كه دا حالت نه شې جوړولای نو دا حالت خو خاماخا جوړ کړه چې الله ما ویني.
۴- د قيامت وخت، يوازې الله تعالی پرې پوهيږي.
4 څلورم حدیث
۱- ښو اخلاقو ته هڅول،
۲- د اخلاقو کمال د ایمان د کمال څخه دي،
۳- او دا چې ایمان زیاتیږي او کمیږي،
4 پنځم حدیث:
د حدیث ګټې:
- د الله تعالی پرته په بل څه قسم کول جواز نلري.
- له الله پرته په بل چا قسم کول له کوچني شرک څخه دي.
4 شپږم حدیث:
د حدیث ګټې:
- د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره باید د ټولو خلکو په پرتله زیاته مینه وشي.
دا د ایمان کمال دی.
4 اووم حدیث:
د حدیث له ګټو څخه:
۱- مؤمن ته پکار دي چې د بل مؤمن لپاره له ښېګڼو هغه څه خوښ کړي چې ځانته یې خوښوي.
دا د ایمان له کمال څخه دي.
4 اتم حدیث:
د حدیث ځینې ګټې:
۱- د الاِخلاص سورت فضیلت.
۲- د قرآن کریم د دریمې برخې سره برابر دی.
4 نهم حدیث:
د حدیث له ګټو څخه:
۱- د دې کلمې فضیلت او دا چې د جنت له خزانو څخه یوه خزانه ده.
2- د بنده بیزاري له خپل ځواک او قوت څخه، او یوازې په الله تعالی تکیه کول.
4 لسم حدیث:
د حدیث ځینې ګټې:
۱- د زړه په اصلاح سره ظاهر او باطن اصلاح کیږي.
۲- د زړه اصلاح ته پاملرنه، ځکه په دې کې د انسان اصلاح دی.
4 یوولسم حدیث:
د حدیث ځینې ګټې:
۱- د لا إله إلا الله فضیلت، او دا چې بنده پرې جنت ته ننوځي.
۲- او د هغه چا فضیلت چې وروستۍ خبره یې په دنیا کې: لا إله إلا الله وي
4 دولسم حدیث:
د حدیث ځینې ګټې:
۱- د هر ډول باطلو او بدو خبرو منع.
۲- دا د مؤمن د ژبې صفت دی.
4 دیارلسم حدیث:
د حدیث ګټې:
۱- د هغه څه پرېښودل چې د نورو په دين او دنياوي چارو کې دده مربوط نه وي.
۲- پرېښودل د هغه څه چې د انسان پورې اړه نه لري، دا د هغه د اسلام له کمال څخه دي.
4 څوارلسم حدیث:
د حدیث ځینې ګټې:
۱- د قرآنکریم د تلاوت فضیلت.
۲- او دا چې هر توری لولې ستا لپاره پرې نیکۍ دي.
***
له الله تعالی سره ادب :
رسول الله (ﷺ) سره ادب:
د خپلوۍ ادبونه:
د الله تعالی لپاره د ورورولۍ ادبونه:
د ګاونډیتوب ادبونه:
د میلمستیا اداب:
د ناروغۍ ادبونه:
د زده کړې آداب:
د مجلس ادبونه:
د خوب ادبونه:
د ډوډۍ خوړلو ادبونه:
د جامو ادبونه
د سپرلۍ (سواری) آداب:
د لارې ادبونه:
کور ته د ننوتلو او وتلو آداب:
د قضای حاجت آداب:
د جومات آداب:
د سلام آداب:
د اجازې غوښتلو آداب:
په څارويو د مهربانۍ آداب:
د لوبو آداب:
د ټوکو آداب:
د پرنجي آداب:
د خوله وازي (ارګمي) آداب:
د قرآن کریم د تلاوت آداب:
ج- ۱- له اوداسه وروسته په پاکوالي سره تلاوت کول
۲- په ادب او وقار سره کښېناستل.
۳- د تلاوت په پیل کې له شیطان څخه الله تعالی ته پناه وړل.
۴- قرائت کې تدبر او فکر کوم.
***
بېشكه دا قرآن هغې (لارې) ته ښودنه كوي چې تر ټولو برابره نېغه ده [سورة الإسراء: ٩].
او د سنت څخه: څرنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی: «إنَّما بُعِثْتُ لِأُتَمِّمَ صالحَ الأَخلاقِ» "زه د ښو اخلاقو د بشپړولو لپاره رالېږل شوی یم" احمد روایت کړی.
رسول الله (ﷺ) فرمایلي: «إِنَّ اللَّهَ كَتَبَ الْإِحْسَانَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ» "الله لازم کړي چې د هر شي سره احسان کوئ" مسلم روایت کړی.
د احسان له اشکالو څخه:
4 احسان د الله تعالی په عبادت کې، او هغه د الله په عبادت کې اخلاص کول دي.
4 له مور او پلار سره په قول او عمل کې احسان کول.
4 کورنۍ او خپلوانو سره احسان کول.
4 ګاونډي سره احسان کول.
4 یتیمانو او مسکینانو سره احسان کول.
4 د هغه چا سره احسان کول چې تاسو ځوروي.
4 په خبرو کې احسان کول.
4 په بحث او مجادله کې احسان کول.
4 حیوان سره احسان کول.
ج – د احسان ضد بدی او ناوړ برخورد دی.
له هغې جملې څخه:
4 د الله تعالی په عبادت کې د اخلاص پریښودل.
4 د مور او پلار نافرماني.
4 د خپلوۍ پرې کول.
4 بد ګاونډ یتوب.
4 مسکينانو او فقیرانو سره احسان نه کول او همدارنګه نورې ناوړه خبرې او بد کارونه.
ج-۱- امانت د الله تعالی د حقونو په ساتلو کې.
شکلونه یې: امانت د عبادت په ادا کولو کې له: لمونځ، زکات، روژې، حج، او همداسې نورو کارونو څخه چې الله پر مونږ باندې فرض كړي دي.
4 د خلکو ناموس ساتل.
4 او د هغوی مالونه.
4 او د هغوی وینې.
4 او د هغوی رازونه، او ټول هغه څه چې خلکو درته د امانت په توګه سپارلي دي.
الله تعالی د بریالیو خلکو د ځانګړتیاو په بیانولو کې فرمايي: ﴿وَالَّذِينَ هُمْ لِأَمَانَاتِهِمْ وَعَهْدِهِمْ رَاعُونَ (8)﴾.
او هغوى چې د خپلو امانتونو او ژمنو رعایت كوونكي دي [سورة المؤمنون: ٨].
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی: "منافق درې نښې لري" - او له هغه څخه یې دا یادونه وکړه - "او که امانت ورکړل شي نو خیانت کوي" بخاری او مسلم روایت کړی.
ځینې نمونې یې :
4 د خلکو سره په خبرو کې ریښتيا ویل.
4 په ژمنه کې ریښتینولي.
4 په هره خبره او عمل کې ریښتونولي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی: «إنَّ الصِّدقَ يَهْدي إلى البِرِّ، وإنَّ البِرَّ يَهْدي إلى الجنَّةِ، وإنَّ الرَّجلَ لَيَصْدُقُ حتَّى يكونَ صِدِّيقًا» " ریښتينولي نيکۍ ته لاره هواروي، او نيکي جنت ته لاره هواروي، او انسان تر هغه رښتیا وایي تر څو چې ریښتونی وګرځی." بخاری او مسلم روایت کړی دی.
رسول الله (ﷺ) فرمایلي: "درواغ بد اخلاقۍ ته لاره هواروي، او بې حیایي اور ته لاره هواروي، او یو سړی به تر هغه پورې دروغ وایي تر څو چې هغه د الله سره د دروغجن په توګه ثبت شي." بخاری او مسلم روایت کړی دی.
او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی: "منافق درې نښې لري" - او له هغو څخه یې ځینې دا دي - "کله چی خبرې کوي دروغ وایي، او که وعده وکړي ماتوي یې" بخاری او مسلم روایت کړی دی.
الله تعالی فرمايي: ﴿وَٱللَّهُ يُحِبُّ ٱلصَّـبِرِينَ (146)﴾ او الله صبر كوونكي خوښوي. [سورة آل عمران: ١٤٦].
او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "د مؤمن کار د حیرانتیا وړ دی، هر یو کار یې د هغه په ګټه دی، او دا د بل چا لپاره نشته پرته له مؤمن څخه، كه خوشحالي ورته ورسيږي نو شكر وباسي او دا د ده لپاره خير دى، او كه مصيبت ورته ورسيږي صبر کوي او دا د ده لپاره خير دى". مسلم روایت کړی.
له ځینو نمونو څخه یې:
4 د مرګ هیله.
4 د مخونو وهل.
4 د جامو څیري کول.
4 د احساس خپرول.
4 خپل ځان ته د هلاکت خیرې کول.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی: "ثواب(۱) د لوی مصیبت سره دی، او هر کله چی الله د کوم قوم سره مینه ولري، هغوی آزمایي، نو چا چې (د الله په تقدیر) خوښي څرګنده کړه، نو د هغه لپاره (د الله له طرفه ) خوښي ده، او څوک چې ناراضه شو نو د هغه لپاره ناخوښي ده" ترمذي او ابن ماجه روایت کړی دی.
د همکارۍ بڼې:
4 د حقوقو په ورکولو کی مرسته.
4 د ظالم په دفع کولو کې مرسته.
4 د اړمنو خلکو د اړتیاوو په پوره کولو کې مرسته.
4 په ټولو نیکو کارونو کی مرسته کول.
4 په ګناه، ضرر او تجاوز کې مرسته نه کول.
الله تعالی فرمايي: ﴿وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَى وَلَا تَعَاوَنُوا عَلَى الْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ (2)﴾ او تاسو له یو بل سره په نېكۍ او پرهېزګارۍ كې مرسته كوئ او د ګناه او ظلم په كار كې د یو بل مرسته مه كوئ او له الله نه ووېرېږئ، بېشكه الله ډېر سخت عذاب وركوونكى دى. [سورة المائدة: ٢].
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی: " یو مؤمن د بل مؤمن لپاره د ودانۍ په څیر دی؛ چی یو بل کلک نیسي او ټینګوي » بخاری او مسلم روایت کړی دی.
او رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: "یو مسلمان د بل مسلمان ورور دی، نه پر هغه ظلم کوي، او نه ورسره خیانت کوي، او څوک چې د خپل ورور اړتیاوي پوره کوي، الله د هغه اړتیاوي پوره کوي، او څوک چې له مسلمان غم لرې کړي، الله به د قیامت په ورځ د سختیو څخه یوه سختي له هغه څخه لرې کړي، او څوک چې پر یو مسلمان پرده واچوي، الله به د قیامت په ورځ هغه باندی پرده واچوي. د بخاری او مسلم روایت.
رسول الله (ﷺ) فرمایلی دی: "ايمان اویا او څو " - يا: " شپيته او څو" - " څانګې دی، تر ټولو لوړه یې د : لا إِلَهَ إلَّا اللهُ (له الله پرته بل معبود نشته). وییل دي، او ټیټه یې: له لارې څخه د ضرري شي لرې کول دي. او حیاء د ایمان یوه څانګه ده.» مسلم روایت روایت کړی دی.
په دې اړه د رسول الله صلی الله علیه وسلم وینا ده: "مؤمنان په شفقت، مینې او خواخوږۍ کې د بدن په څیر دي، که یو غړی شکایت وکړي، د بدن پاتې برخه یې په بې خوبۍ او تبې سره نور غړي دګډون لپاره رابلي." د بخاری او مسلم روایت.
رسول الله (ﷺ) فرمایلي دي: "رحم کوونکو باندی الله رحم کوي، تاسو د ځمکې پر خلکو رحم وکړئ ترڅو هغه ذات چې په آسمانونو کې دی پر تاسو رحم وکړي." ابو داود او ترمذي روایت روایت کړی دی.
الله تعالی فرمايي: ﴿وَالَّذِينَ آَمَنُوا أَشَدُّ حُبًّا لِلَّهِ﴾ او هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى؛ له الله سره په مینه كې ډېر سخت (او كلك) دي [سورة البقرة: ١٦٥].
هغه وویل: « قسم په هغه ذات چې زما روح د هغه په لاس کې دی، په تاسو کې هیڅوک تر هغه وخته مؤمن نه شی کیدلای تر څو چې زه ورته له پلار او زوی څخه ګران نه شم». بخاري روایت کړی دی.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "په تاسو کې هیڅوک تر هغې پوری مؤمن نه شي جوړيدلی چې د خپل ورور لپاره هغه څه خوښ نه کړي چې د ځان لپاره یې خوښوي." بخاری روایت کړی دی.
پدې اړه حدیثونه راغلي دي ، له ابوذر (رضي الله عنه) څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم راته وویل : له ښېګڼې څخه هیڅ شی سپک مه ګڼه، اګر که د خپل ورور سره په ورین تندي مخامخ شئ. مسلم روایت کړی دی.
رسول الله (ﷺ) فرمایلي دي: " د خپل ورور په مخ کې موسکا کول ستا لپاره صدقه ده." ترمذي روایت کړی دی.
الله تعالی فرمایلی دی: ﴿وَمِنْ شَرِّ حَاسِدٍ إِذَا حَسَدَ (5)﴾ او د کینه كوونكي له شر نه كله چی دى کینه (شروع او ښكاره) كړي. [سورة الفلق: ٥].
له انس بن مالک (رضي الله عنه) څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: "له یو بل سره دښمني، کینه او مخالفت مه کوئ، او یو بل سره - د الله بندګان - وروڼه شئ" بخاري او مسلم روایت کړی دی.
الله جل جلاله د دې د نهې په اړه فرمايلي: ﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا لَا يَسْخَرْ قَومٌ مِنْ قَوْمٍ عَسَى أَنْ يَكُونُوا خَيْرًا مِنْهُمْ وَلَا نِسَاءٌ مِنْ نِسَاءٍ عَسَى أَنْ يَكُنَّ خَيْرًا مِنْهُنَّ وَلَا تَلْمِزُوا أَنْفُسَكُمْ وَلَا تَنَابَزُوا بِالْأَلْقَابِ بِئْسَ الِاسْمُ الْفُسُوقُ بَعْدَ الْإِيمَانِ وَمَنْ لَمْ يَتُبْ فَأُولَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ (11)﴾.
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! هېڅ قوم دې په بل قوم پورې مسخرې نه كوي، كېدى شي چې هغوى لده نه ډېر غوره وي، او نه (دې) ښځې په نورو ښځو پورې (مسخرې كوي)، كېدى شي چې هغوى له دوى نه ډېرې غوره وي او تاسو د خپلو ځانونو عیب پلټنه مه كوئ او یو بل په بدو لقبونو (او نومونو) سره مه بلئ، له ایمان راوړو نه وروسته د فسق نامه بده ده او چا چې توبه ونه وېستله، نو هم دغه كسان ظالمان دي. [سورة الحجرات: ١١].
- الله تعالی فرمايي: ﴿وَعِبَادُ الرَّحْمَنِ الَّذِينَ يَمْشُونَ عَلَى الْأَرْضِ هَوْنًا﴾ او د رحمن بنده ګان هغه دي چې په ځمكه ورو ګرځي. [سورة الفرقان: ٦٣]، یعنی: تواضع کوونکي.
- رسول الله (ﷺ) فرمایلي دي: "هر څوک چې د الله په وړاندې تواضع وکړي، الله د هغه مقام لوړ او اوچتوي." مسلم روایت کړی.
- رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "الله تعالی ماته وحې وکړه چې تاسو تواضع وکړئ، ترڅو هیڅوک یو پر بل باندې فخر ونه کړي، او هیڅوک یو بل باندې ظلم ونه کړي." مسلم روایت کړی.
رسول الله (ﷺ) فرمایلي دي: "د هغه چا په زړه کې چې د ذرې په اندازه کبر وي جنت ته به داخل نشي." یو سړي وویل: آیا یو سړی دا خوښوي چې جامې یې ښې وي او بوټونه یې ښه وي؟ هغه وویل: "الله ښکلی دی او ښکلا خوښوي، تکبر: حق نه منل او خلکو ته په سپکه کتل دی." مسلم روایت کړی.
- بَطَرُ الحَقِّ: د حق رد کول، یا له حق څخه انکار کول.
- غَمْطُ النَّاسِ: خلکو ته په سپکه کتل.
- ښې جامې او ښه بوټان تکبر نه دی.
او د درغلۍ څخه د منعې په اړه، رسول الله صلی الله علیه وسلم د خوراک په یو ډیري تېریيده، او خپل لاس یې په هغه کې د ننه کړ، ګوتې یې لمدې شوې، نو ویې ویل: ای د خوراک مالکه دا څه دي؟" هغه ويې وويل: د الله رسوله، باران پرې وریدلی دی. هغه وویل: " آیا بهتره نه وه چې دا دې د خوړو په سر کیښودلی وی ترڅو چی خلک یې وګوري؟ څوک چې درغلی وکړی زمونږ له جملې څخه نه دی.» مسلم روایت کړی.
الصبرة: ډیری.
الله تعالی فرمايي: ﴿وَلَا يَغْتَبْ بَعْضُكُمْ بَعْضًا أَيُحِبُّ أَحَدُكُمْ أَنْ يَأْكُلَ لَحْمَ أَخِيهِ مَيْتًا فَكَرِهْتُمُوهُ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ تَوَّابٌ رَحِيمٌ (21)﴾ او غیبت دې نه کوي ځینې ستاسې د ځینو نورو، آیا په تاسو كې یو كس دا خوښوي چې د خپل ورور غوښه وخوري، په داسې حال كې چې هغه مړ وي، نو تاسو دغه (خوراك) بدګڼئ(۱) او له الله نه ووېرېږئ، بېشكه الله ښه توبه قبلوونكى، بې حده رحم كوونكى دى. [سورة الحجرات: ١٢].
- رسول الله (ﷺ) فرمایلي دي: " نمام (چغلخور) به جنت ته داخل نشي" مسلم روایت کړی.
الله تعالی فرمایلي: ﴿إِنَّ الْمُنَافِقِينَ يُخَادِعُونَ اللَّهَ وَهُوَ خَادِعُهُمْ وَإِذَا قَامُوا إِلَى الصَّلَاةِ قَامُوا كُسَالَى يُرَاءُونَ النَّاسَ وَلَا يَذْكُرُونَ اللَّهَ إِلَّا قَلِيلًا (142)﴾.
بېشكه منافقان له الله سره دوكه كوي او الله له دوى سره دوكه كوونكى دى او كله چې دوى لمانځه ته پاڅېږي سست(لټۍ) سره پاڅېږي، خلقو ته ځانونه ښیي او الله نه یادوي مګر ډېر لږ. [سورة النساء: ١٤٢].
د نامطلوبی غصې درملنه:
اودس کول.
کېناستل که ولاړ وي ، او څملاستل که ناست وي (استراحت).
په دې اړه باید د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) وصیت عملي کړي، چی فرمایي: «غصه مه کوه».
د غوسی پر مهال دې خپل ځان کنټرول کړي.
اعوذ بالله من الشیطان الرجیم، ویل.
چوپتیا(۱).
- د خلکو د کورونو څخه د هغوی د رازونو او خصوصیاتو څخه ځان خبرول.
د خلکو خبرو ته غوږ نیول پرته لدې چی هغوی خبر اوسي.
الله تعالی فرمايي: ﴿وَلَا تَجَسَّسُوا ...﴾ او جاسوسي مه كوئ. [سورة الحجرات: ١٢].
الله تعالی فرمايلي: ﴿وَٱلَّذِينَ إِذَاۤ أَنفَقُوا لَمۡ يُسۡرِفُوا وَلَمۡ يَقۡتُرُوا وَكَانَ بَيۡنَ ذَ لِكَ قَوَامًا (67)﴾.
او هغه كسان دي چې كله انفاق كوي (مال لګوي نو) اسراف نه كوي او بخل هم نه كوي او د دغو (دواړو حالتونو) په مینځ كې میانه حاله وي. [سورة الفرقان ٦٧].
رسول الله صلی الله علیه وسلم به په خپله دعا کې وییل: "ای الله! زه له بزدلۍ څخه تا ته پناه وړم..."
رسول الله (ﷺ) فرمایلي دي: "قوی مؤمن د کمزوري مؤمن په پرتله الله ته غوره او محبوب دی، او په ټولوکې خیر دی." مسلم روایت کړی.
رسول الله صلی الله علیه وسلم لدې ټولو څخه منعه کړې ده او فرمايي: "مؤمن پیغور ورکونکی او لعنت ویونکی نه وي او نه ښکنځل کوونکی، او بد ژبی" ترمذي او ابن حبان روایت کړی دی.
***
او بیا وایې: «اللهم رب هذه الدعوة التامة، والصلاة القـائـمـة، آت محـمـدًا الـوسـيلة والفـضـيلـة، وابـعثه مقامًا محمودًا الذي وعدته»" اې الله، د دې کاملې بلنې او د لمانځه څښتنه، محمد ته وسیلې او فضیلت ورکړه، او هغه د ستاینې ځای ته یې ولېږه چې تا ورسره ژمنه کړې وه." بخاری روایت کړی دی.
ج-۱- آیت الکرسي لوستل: ﴿اللَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ لَا تَأْخُذُهُ سِنَةٌ وَلَا نَوْمٌ لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ مَنْ ذَا الَّذِي يَشْفَعُ عِنْدَهُ إِلَّا بِإِذْنِهِ يَعْلَمُ مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ وَلَا يُحِيطُونَ بِشَيْءٍ مِنْ عِلْمِهِ إِلَّا بِمَا شَاءَ وَسِعَ كُرْسِيُّهُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَلَا يَئُودُهُ حِفْظُهُمَا وَهُوَ الْعَلِيُّ الْعَظِيمُ 255﴾
الله (چې دى) نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى، همېشه ژوندى دى، د ټول عالم انتظام كوونكى دى، پر ده نه پركالي راځي، او نه خوب، خاص همده لره دي هغه څه چې په آسمانونو كې دي، او هغه څه چې په ځمكه كې دي، څوك دى هغه كس چې د ده په وړاندې به سفارش كوي مګر د ده په اجازت سره؟ هغه پوهېږي پر هر هغه څه چې د دوى په وړاندې دي او پر هر هغه څه چې له دوى وروسته دي، او دوى (مخلوق) د هغه له علم نه هېڅ شى هم نشي راګېرولى، مګر هغه څه چې هغه (الله) يې وغواړي، د هغه كرسۍ د اسمانونو او د ځمکې څخه پراخه ده او د دې دواړو ساتنه هغه (الله) نه ستړى كوي، او هم هغه ډېر اوچت دى(۱)، ډېر لوى دى. [سورة البقرة: ٢٥٥].
٢- او دا قرائت کوم: بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَـٰنِ ٱلرَّحِيمِ ﴿قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ (1). (اى نبي!) ته (دوى ته) ووایه: شان دا دى چی الله یو دى.
اللَّهُ الصَّمَدُ (2). هم دا الله بې نیازه (بې حاجته) دى. لَمْ يَلِدْ وَلَمْ يُولَدْ (3). نه يې (څوك) زېږولى دى او نه دى (له چا) زېږول شوى دى.
وَلَمْ يَكُنْ لَهُ كُفُوًا أَحَدٌ (4)﴾ او د ده هیڅوك سیال (او) برابر نشته دری ځلې.
بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَـٰنِ ٱلرَّحِيمِ
﴿قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ الْفَلَقِ (1). (اى نبي) ته ووایه: زه په رب د سبا پورې پناه نيسم.
مِنْ شَرِّ مَا خَلَقَ (2). د هر هغه شي له شر نه چې ده پیدا كړى دى.
وَمِنْ شَرِّ غَاسِقٍ إِذَا وَقَبَ (3). او د تیارې شپې له شر نه كله چې تكه توره (او خوره) شي.
وَمِنْ شَرِّ النَّفَّاثَاتِ فِي الْعُقَدِ (4). او له شره د هغو (جادوګرو) ښځو چې په غوټو كې پوكي وهونكې دي.
وَمِنْ شَرِّ حَاسِدٍ إِذَا حَسَدَ (5)﴾ او د کینه كوونكي له شر څخه كله چی دى کینه (شروع او ښكاره) كړي دری ځلې.
بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَـٰنِ ٱلرَّحِيمِ
﴿قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ النَّاسِ (1). (اى نبي) ته ووایه: زه د خلقو په رب پورې پناه نیسم.
مَلِكِ النَّاسِ (2). چې د خلقو بادشاه دى.
إِلَهِ النَّاسِ (3). د خلقو (حقیقي) معبود دى.
مِنْ شَرِّ الْوَسْوَاسِ الْخَنَّاسِ (4). له شره د وسوسې اچوونكي، تښتېدونكي.
الَّذِي يُوَسْوِسُ فِي صُدُورِ النَّاسِ (5). هغه چې د خلقو په سینو كې وسوسې اچوي.
مِنَ الْجِنَّةِ وَالنَّاسِ (6)﴾. چی (دغه وسوسې اچوونكي) له پېریانو او انسانانو ځنې دي دری ځلې.
٣- «اللهم أنت ربي لا إله إلا أنت، خلقتني وأنا عبدك، وأنا على عهدك ووعدك ما استطعت، أعوذ بك من شر ما صنعت، أبوء لك بنعمتك علي، وأبوء بذنبي، فاغفر لي، فإنه لا يغفر الذنوب إلا أنت»
- ای الله! ته زما رب یې، له تا پرته بل معبود نشته، تا زه پیدا کړی یم او زه ستا بنده یم او زه ستا په هوكړې او وعدې باندې تر هغه حده پابند یم چې زه یې توان لرم، زه له تا څخه پناه غواړم له هر هغه څه چې ما کړي دي، پر ما باندې ستا د احسان اعتراف کوم، او په خپله ګناه اقرار کوم، نو ما ته بخښنه وکړه، ځکه چې له تا پرته بل څوک ګناهونه نه بخښي. بخاري روایت کړی.
ج- «باسمك اللهم أموت وأحيا» - ای الله! ستا په نوم، مړ او ژوندی کیږم. متفق عليه.
ج- «بسم الله». "د الله په نوم."
او که په پیل کې مو هېر شول، نو ووایه:
ج - «الحمد لله الذي أطعمني هذا، ورزقنيه، من غير حول مني ولا قوة» " د الله ستاینه ده چې ما ته یې دا خواړه راکړل، او روزي یې راکړه، پرته زما له کوم ځواک او قوت څخه." ابو داود، ابن ماجه او نورو روایت کړی.
ج- «اللـهم بـارك لهـم فيما رزقتهـم، واغـفر لهم وارحمهم» "اې الله، په هغه څه چې تا دوی ته ورکړي دي، دوی ته برکت ورکړه، او دوی ته بخښنه وکړه او په دوی رحم وکړه." مسلم روایت کړی دی.
ج- «الحمد لله». "ستاینه الله لره ده."
او د هغه ورور یا ملګری دې ورته ووایي: «یرحمک الله». "الله دې په تا رحم وکړي."
كله چې ورته دا ووايي: نو هغه دې بیا ورته ووايی: «يهديكم الله ويصلح بالكم». الله دې تاته هدايت وكړي او چارې دې سمې كړه. بخاري روایت کړی.
ج – «سبحانك اللهم وبحمدك، أشهد أن لا إله إلا أنت، أستغفرك وأتوب إليك». ای الله ته پاک یې او ستا ستاینه کوم، زه شاهدي ورکوم چې له تا پرته بل معبود نشته، زه ستا څخه بخښنه غواړم او تاته توبه کوم. ابوداود، ترمذي او نورو روایت کړی دی.
ج - بسم الله، والحمد لله ﴿سُبْحَانَ الَّذِي سَخَّرَ لَنَا هَذَا وَمَا كُنَّا لَهُ مُقْرِنِينَ 13 وَإِنَّا إِلَى رَبِّنَا لَمُنْقَلِبُونَ (14)﴾، «الحمد لله، الحمد لله، الحمد لله، الله أكبر، الله أكبر، الله أكبر، سبحانك اللهم إني ظلمت نفسي فاغفر لي؛ فإنه لا يغفر الذنوب إلا أنت» د الله په نوم، او ثنا خاص الله لره دی. پاكي ده هغه ذات لره چې زمونږ لپاره يې دا مسخر كړى دى او مونږ ده لره په قابو كې راوستونكي نه یو(۱۳). او بېشكه مونږ خاص خپل رب ته خامخا بېرته ورتلونكي یو. ستاینه خاص الله لره ده، ستاینه خاص الله لره ده، ستاینه خاص الله لره ده، یا الله پاکي تا لره ده، ما خپل نفس باندې ظلم كړى دی نو ما وبخښه؛ ځكه له تا پرته بل څوک ګناهونه نه بخښي.» ابو داود او ترمذي روایت کړی دی.
ج - - «الله أكبر، الله أكبر، الله أكبر ﴿سُبْحَانَ الَّذِي سَخَّرَ لَنَا هَذَا وَمَا كُنَّا لَهُ مُقْرِنِينَ 13 وَإِنَّا إِلَى رَبِّنَا لَمُنْقَلِبُونَ 14﴾، اللهم إنا نسألك في سفرنا هذا البر والتقوى ومن العمل ما ترضى، اللهم هون علينا سفرنا هذا، واطو عنا بعده، اللهم أنت الصاحب في السفر، والخليفة في الأهل، اللهم إني أعوذ بك من وعثاء السفر، وكآبة المنظر، وسوء المنقلب، في المال والأهل». - "الله لوی دی، الله لوی دی ، الله لوی دی. پاكي ده هغه ذات لره چې زمونږ لپاره يې دا (سوارلۍ) تابع كړې ده او مونږ د هغه مهاروونکي نه یو(۱۳). او بېشكه مونږ خاص خپل رب ته خامخا بېرته ورتلونكي یو. یا الله په دې سفر کی ستا نه د نیکیو او تقوا غوښتنه کوو او هغه عمل چې ستا خوښ وي، یا الله مونږ ته دغه سفر آسانه کړې، او ددې سفر اوږد والی له مونږ څخه لرې کړې، اې الله ته په سفر کې ملګری یې او په کور کی سرپرست یې، اې الله زه تا ته پناه وړم د سفر له سختیو، له زړه بوګنوونکي منظر او کور ته د ستنیدو پر مهال له ناوړه پېښې څخه په مال او اولاد کې.
او کله چې بیرته راستون شي، همدغه دعا دې ووایي، او زیاته دې کړي:
«آيبون، تائبون، عابدون، لربنا حامدون» "مونږ په خیر راغلو، له ګناهونو څخه توبه کوونکي، د الله خاص عبادت کوونکي، او د الله په نعمتونو شکر ویستونکي" مسلم روایت کړی.
ج -«أستودعكم الله الذي لا تضيع ودائعه» "زه تاسو الله ته سپارم، هغه ذات چې سپارنې نه ضایع کوي." احمد او ابن ماجه روایت کړی.
ج – «أستودع الله دينك، وأمانتك، وخواتيم عملك» زه ستا دین، امانت او د کار پایله الله ته سپارم. احمد او ترمذي روایت کړی.
ج – «لا إله إلا الله وحده لا شريك له، له الملك، وله الحمد، يحيي ويميت، وهو حي لا يموت، بيده الخير، وهو على كل شيء قدير» له الله پرته بل معبود نشته، هغه یواځی دی، شریک نه لري، پاچاهي هغه لره ده، او ستاینه هغه لپاره ده، هغه ژوند او مرګ ورکوي، هغه ژوندی دی او نه مري، د هغه په لاس کې خیر دی، او هغه پر هر څه باندی قادر دی» ترمذي او ابن ماجه روایت کړی دی.
ج – «أعوذ بالله من الشيطان الرجيم» "زه الله ته پناه وړم د رټل شوي شیطان څخه" متفق عليه.
ج- «جزاك الله خيرا». "الله دې خیر درکړي" ترمذي روایت کړی دی.
ج- «بسم الله». "د الله په نوم" ابوداود روایت کړی.
ج - «الحمد لله الذي بنعمته تتم الصالحات»" ستاینه الله تعالی لره ده، چې د هغه په فضل سره نیک کارونه سرته رسیږي." حاکم او نورو روایت کړی.
ج - «الحمد لله على كل حال» "په هر حال، د الله شکر دی." صحیح الجامع
ج- مسلمان وايي: السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.
او ورور يې ورته په ځواب کې وایی: وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته. په ترمذي او ابوداود او نورو کې.
ج – «اللهم صيباً نافعاً» "اې الله، دغه باران ګټور كړې." بخاري.
ج – «مطرنا بفضل الله ورحمته» د الله په فضل او رحمت پر مونږ باران وورید. بخاري او مسلم.
ج –«اللهم إني أسألك خيرها وأعوذ بك من شرها» الهی! له تانه د دې د خیر سوال کوم، او له شر نه یې پر تا پناه غواړم. أبو داود وابن ماجه
ج - «سبحان الذي يسبح الرعد بحمده والملائكة من خيفته» "پاکې ده هغه ذات لره چې رعد(۱) یې پاکي وایې سره د هغه د ستاینې او ټول ملایک د هغه د ویرې له وجهې " موطأ مالك.
ج- «الحمد لله الذي عافاني مما ابتلاك به، وفضلني على كثير ممن خلق تفضيلاً» " الله لره ستاینه ده چې زه یې له هغه څه څخه ژغورلی یم چې ته یې ورباندې ګرفتار کړي یې، او ماته یې له ډیرو خلکو څخه په غوره شکل باندی فضیلت راکړی." ترمذي روایت کړی.
ج- په حدیث کې راغلي دي چی: «که له تاسو څخه څوک د خپل ورور او یا په خپل ځان کې او یا خپل مال کې څه وګوري چې د هغه خوښ شي، [نو د برکت دعا دې وکړي] ځکه چې بد نظر حق دی. د احمد، ابن ماجه او نورو روايت.
اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ، وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ، إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ، اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ، وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ»
یاالله! پر محمد صلی الله علیه وسلم او د هغه پرکورنۍ رحمت ووروه، لکه پر ابراهیم علیه السلام او د هغه پرکورنۍ دې چې لورولی و، بېشکه ته ستایلی او لوی یې .یا الله !پر محمد او د هغه پر کورنۍ برکتونه ووروه،لکه پر ابراهیم - علیه السلام - او د هغه پرکورنۍ دې چې ورولی وو،بېشکه ته ستایلی او لوی یې. متفق عليه.
***
1. واجب.
2. مستحب.
3. حرام.
4. مکروه.
5. مباح.
ج-
- فرض اداء کوونکي ته اجر او نه کوونکي ته یې سزا ورکول کیږي.
- د مستحب عمل کوونکي ته اجر ورکول کیږي او نه کوونکي ته یې سزا نه ورکول کیږي.
مهمه یادونه:
کله چې یو مسلمان واوري چې دا کار سنت یا مستحب دی، په هغه باید په چټکۍ سره عمل وکړي، او د رسول الله صلی الله علیه وسلم پیروي وکړي.
- په حرامو عمل نه کوونکي ته اجر ورکول کیږي او عمل کوونکي ته پرې سزا ورکول کیږي.
- د مکروه په پرېښودلو اجر ورکول کیږي او عمل کوونکي ته پرې سزا نه ورکول کیږي.
- د مباح په پریښودلو سره جزا نه ورکول کیږي او عمل کوونکي ته یې ثواب نه ورکول کیږي.
الله تعالی فرمايي: ﴿وَأَحَلَّ اللَّهُ الْبَيْعَ وَحَرَّمَ ٱلرِّبَوٰاۚ﴾ حال دا چې الله اخيستل خرڅول (بیع) حلال كړي دي او سود يې حرام كړى دى [سورة البقرة: ٢٧٥].
له ابوهریره (رضي الله عنه) څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د خوراکي شیانو په یو ډیري تیریده، نو لاس یې پکې دننه کړ، تر دې چې ګوتې یې لندې شوې. هغه وویل: دا څه شی دی، اې د خوړو مالکه؟ هغه وويل: باران وهلي دي ای د الله رسوله! هغه وویل: "آیا ښه به نه وه چې دا (لانده)خواړه دې په سر اېښودلي و تر څو یې خلک وګوري؟ څوک چې دوکه کوي زما څخه نه دی.» مسلم روایت کړی.
۲- سود: او له هغه جملې څخه دا چې له يو کس څخه زر واخلم او دوه زره بېرته ورکړم.
دغه زياتوالی حرام سود دی.
الله تعالی فرمايي: ﴿وَأَحَلَّ اللَّهُ الْبَيْعَ وَحَرَّمَ ٱلرِّبَوٰاۚ﴾ حال دا چې الله اخيستل خرڅول (بیع) حلال كړي دي او سود يې حرام كړى دى [سورة البقرة: ٢٧٥].
په حدیث کې: (رسول الله صلی الله علیه وسلم د غرر له خرڅلاو منع کړې ده) مسلم روایت کړی.
او پر موږ باندې د الله تعالی نعمتونه بې شمېره او بې حسابه دي.
الله تعالی فرمايي: ﴿وإن تَعُدُّوا نِعۡمَةَ ٱللَّهِ لَا تُحۡصُوهَاۗ إِنَّ ٱللَّهَ لَغَفُورٌ رَحِيمٌ (18)﴾. او كه چېرې تاسو د الله نعمتونه شمېرل شروع كړئ، (، نو) هغه به ونشمېرلى شئ، بېشكه الله یقینًا ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى.
[سورة النحل: ١٨].
لکه څنګه چې له انس (رضي الله عنه) څخه روایت دی، وايي: رسول الله صلی الله علیه وسلم مدینی ته تشریف راوړ او هغوی د لوبې لپاره دوه ورځې درلودې، هغه پوښتنه وکړه: دا دوه ورځې د څه دي؟ هغوی وویل: د جاهلیت په وخت کې مونږ په دې دوو ورځو کې لوبې کولې، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: "الله د دې په بدل کې تاسو ته دوه غوره شیان درکړل: د لوی اختر ورځ او د کوچني اختر ورځ." ابوداود روایت کړی.
او پرته له هغو څخه نور اخترونه بدعت دی.
- هغه نفس چې د بدۍ امر کوي ورته: تر څو انسان د هغه څه پیروي وکړي چې د هغه نفس او خواهشات ورته د الله پاک په نافرمانۍ حکم کوي، الله تعالی فرمايي: ﴿إِنَّ ٱلنَّفۡسَ لَأَمَّارَةُۢ بِٱلسُّوۤءِ إِلَّا مَا رَحِمَ رَبِّيۚ إِنَّ رَبِّي غَفُورٌ رَّحِيمٌ﴾. یقینًا نفس خو په بدۍ سره ډېر حكم كوونكى دى، مګر هغه چې زما رب پرې رحم وكړي، یقینًا زما رب ښه مغفرت كوونكى، بې حده رحم كوونكى دى [سورة يوسف: ٥٣].
۲- شیطان: د بني آدم دښمن دی او هدف یې دا دی چې انسان ګمراه کړي او د بدیو په اړه هغه ته وسوسه وکړي ترڅو یې دوزخ ته داخل کړي. الله تعالی فرمايي: ﴿وَلَا تَتَّبِعُوا خُطُوَ ٰتِ ٱلشَّيطَـٰنِۚ إِنَّهُۥ لَكُمۡ عَدُوٌّ مُّبِينٌ﴾. او د شیطان د قدمونو پیروي مه كوئ، یقینًا هغه ستاسو ښكاره دښمن دى [سورة البقرة: ١٦٨].
۳- بد ملګري: هغه څوک چې بدۍ ته هڅول کوي او د ښو مخه نیسي.
الله تعالی فرمايي: ﴿الْأَخِلَّاءُ يَوْمَئِذٍ بَعْضُهُمْ لِبَعْضٍ عَدُوٌّ إِلَّا الْمُتَّقِينَ﴾. په دغې ورځ كې به خواږه یاران، د دوى ځینې به د ځینو نورو دښمنان وي، غیر له متقیانو نه. [سورة الزخرف: 67].
الله تعالی فرمايي: ﴿وَإِنِّي لَغَفَّارٌ لِّمَن تَابَ وَءَامَنَ وَعَمِلَ صَـٰلِحًا ثُمَّ ٱهۡتَدَىٰ﴾. او بېشكه زه خامخا ډېر بخښونكى یم هغه چا ته چې توبه وباسي او ایمان راوړي او نېك عمل كوي، بیا په نېغه لار روان اوسي [سورة طه: ٨٢].
الله تعالی فرمايي: ﴿وَٱلَّذِينَ إِذَا فَعَلُوا فَـٰحِشَةً أَوۡ ظَلَمُوۤا أَنفُسَهُمۡ ذَكَرُوا ٱللَّهَ فَٱسۡتَغۡفَرُوا لِذُنُوبِهِمۡ وَمَن يَغۡفِرُ ٱلذُّنُوبَ إِلَّا ٱللَّهُ وَلَمۡ يصِرُّوا عَلَىٰ مَا فَعَلُوا وَهُمۡ يَعۡلَمُونَ (135)﴾. او هغه كسان چې كله څه فاحش كار وكړي، یا پر خپلو ځانونو (بل) ظلم وكړي (نو) الله یاد كړي، (او) ورپسې د خپلو ګناهونو لپاره بخښنه وغواړي، او بل څوك دى چې ګناهونه وبخښي پرته له الله نه؟ او څه چې دوى كړي وي په هغو همیشوالی و نه كړي، په دې حال كې چې دوى پوهېږي. [سورة آل عمران: ١٣٥].
ج – مطلب دا دی چې ته د الله تعالی څخه وغواړې چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم ستاینه په آسمان کې وکړي.
***
دا هغه پوښتنې دی چې مور او پلار یې باید کوچنیانو ته تشریح او تکرار کړي تر څو دوی په سمه وینا، عمل او عقیدې سره لوی شي، او د هغوی پالنه او تربیه له خوراک او پوښاک څخه ډېره اړینه ده، الله تعالی فرمایی: ﴿يَـۤأَيُهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا قُوۤا أَنفُسَكُمۡ وَأَهۡلِيكُمۡ نَارًا وَقُودُهَا ٱلنَّاسُ وَٱلۡحِجَارَةُ عَلَيۡهَا مَلَائِكَةٌ غِلَاظ شِدَاد لَّا يَعۡصُونَ ٱللَّهَ مَاۤ أَمَرَهُمۡ وَيَفۡعَلُونَ مَا يُؤۡمَرُونَ (6)﴾. اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو خپل ځانونه او خپلې کورنۍ له داسې اور نه وساتئ چې د هغه خشاک خلک او كاڼي دي، په دې باندې ډېر سخت خویه، ځواکمنې ملايكې مقررې دي، چې دوى په هغه څه كې د الله نافرماني نه كوي چې دوى ته يې حكم كړى وي او دوى هغه څه كوي چې دوى ته يې حكم كولى شي. [سورة التحريم: ٦].
رسول الله (ﷺ) فرمایلي دي: "او سړی په خپل کور کې ساتونکی دی او د لاس لاندې کسانو مسؤول دی، او ښځه د خپل خاوند په کور کې ساتونکې ده او د لاس لاندې کسانو مسؤوله ده.(۱) د بخاري او مسلم روایت.
او درود دې وي زموږ پر آقا محمد (صلى الله عليه وسلم) او د هغه په کورنۍ او اصحابو.
هغه څه چې مسلمان ماشومان ترې بايد ناخبره پاتې نه شي