صحیح عقیده ()

عبد العزيز بن عبد الله بن باز

 

صحیح عقیده او هغه څه چې د دې په ضد دي او د اسلام ماتوونکي شیان

|

 صحیح عقیده

بسم الله الرحمن الرحيم

 ﴿ سریزه ﴾

ټولې ستاینې یوازې الله لره دي، او درود او سلام دې وي پر هغه چا چې وروسته ترې بل نبی نشته، او د هغه پر کورنۍ او ملګرو (دې د الله درود او سلام وي)

أما بعد: کله چې صحیح عقیده د اسلام اصل او د ملت بنیاد دی نو مناسبه راته ښکاره شوه چې د تقریر موضوع مې همدا وټاکم. او په شرعي دلایلو؛ قرآن او سنت سره ښکاره ده چې کړنې او ویناوي هغه مهال صحیح بلل کیږي او منل کیږي چې له سمې عقیدې سرچینه واخلي، که چېرته عقیده ناسمه وي نو هر څه چې پرې بنا وي باطل دي خواه که کړنې وي او یا ویناوې، لکه چې الله تعالی فرمایي: (نن ورځ تاسو لپاره پاكیزه څیزونه حلال كړى شول او د هغو كسانو ذبیحه (حلاله) چې كتاب ورته وركړى شوى دى؛ تاسو لپاره حلاله ده او ستاسو طعام د هغوى لپاره حلال دى، او (تاسو لپاره حلالې دي) پاك لمنې مومنې ښځې او پاك لمنې ښځې له هغو خلقو ځنې چې هغوى ته له تاسو نه مخكې كتاب وركړى شوى دى، كله چې تاسو دغو (ښځو) ته د هغوى مهرونه وركړئ، چې عفت غوښتونكي یئ، بدكاري كوونكي نه یئ او نه په پټه سره یاران نیوونكي یئ او څوك چې له ایمان نه انكار وكړي، نو یقینًا د هغه عمل برباد شو او هغه به په اخرت كې له تاوانیانو څخه وي).[[1]]

او الله تعالی فرمایلي: (او یقینًا یقینًا تا ته وحې كړاى شوې ده او هغو كسانو ته چې له تا نه مخكې وو (داسې چې) قسم دى كه تا شرك وكړ (نو) ستا عمل به خامخا لازمًا برباد شي او ته به خامخا لازمًا له تاوانیانو ځنې شې) [[2]]

او پدې معنا سره آیتونه ډیر دي، د الله تعالی د کتاب او د هغه د امانتدار رسول - د هغه د رب له لورې دې تر ټولو غوره درود او سلام پر هغه وي - سنت پر دې دلالت کوي چې سمه ( صحیح ) عقیده : په الله جل جلاله، په پرېښتو، په کتابونو، د هغه پر پېغمبرانو، د آخرت پر ورځ او د خیر او شر په اندازه په ایمان راوړلو کې خلاصه کیږي، دا شپږ کارونه همدغه د صحیح عقیدې بنسټونه دي، پر کومو چې غالب الله خپل کتاب نازل کړی، او خپل پېغمبر یې؛ محمد - صلی الله علیه وسلم - پرې رالیږلی دی. [[3]]

د دې بنسټونو لاندې ټولې هغه غیبي چارې راځي چې ایمان راوړل پرې واجب دي، او ټول هغه څه چې الله او رسول یې ـ صلی الله علیه وسلم - پرې خبر ورکړی، او د دې شپږو بنسټونو ډیر زیات دلیلونه په قرآن او سنت کې شته، چې له هغو څخه دا قول د الله تعالی دی: ﴿لَيْسَ الْبِرَّ أَنْ تُوَلُّوا وُجُوهَكُمْ قِبَلَ الْمَشْرِقِ وَالْمَغْرِبِ وَلَكِنَّ الْبِرَّ مَنْ آمَنَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَالْمَلَائِكَةِ وَالْكِتَابِ وَالنَّبِيِّينَ﴾ [[4]]

 (نېكي دا نه ده چې خپل مخونه د مشرق او مغرب په طرف وګرځوئ، خو لېكن نېكي (د هغه چا) ده چې پر الله او پر ورځ د آخرت او پر ملايكو او پر كتابونو او پر نبیانو يې ایمان راوړی).

او دا قول د الله تعالی: (رسول پر هغه څه ایمان راوړى دى ؛ چې په ده باندې د خپل رب له جانبه نازل كړى شوى دى او مومنانو هم، ټولو ایمان راوړى دى په الله باندې او د هغه پر ملايكو او د هغه پر كتابونو او د هغه په رسولانو باندې (او وايي) مونږه د هغه (الله) په رسولانو كې د هیچا په مینځ كې توپیر نه كوو). [[5]]

 او دا قول د الله تعالی: (اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو پر الله ایمان راوړئ او د هغه پر رسول او پر هغه كتاب چې هغه په خپل رسول باندې نازل كړى دى او پر هغو كتابونو چې له ده نه يې مخكې نازل كړي دي، او څوك چې کفر وکړي په الله او د هغه په ملاېكو او د هغه په كتابونو او د هغه په رسولانو او د اخرت په ورځ، نو یقینًا هغه ګمراه شو په ډېرې لرې ګمراهۍ سره). [[6]]

او دا قول د الله تعالی: (آیا ته نه يې پوه شوى چې بېشكه الله پوهېږي په هر هغه څه چې په آسمان او ځمكه كې دي، بېشكه دغه په یو كتاب كې دي، بېشكه دغه الله ته ډېر آسان دي. [[7]]

که څه هم صحیح حدېثونه کوم چې پر دې اصولو دلالت کوي ډیر زیات دي، له هغو نه یو هغه مشهور حدیث دی چې مسلم په خپل صحیح کې د امیر المؤمنین عمر بن الخطاب - (رضی الله عنه) - څخه روایت کړی دی چې جبریل علیه السلام له نبي - صلی الله علیه وسلم څخه د ِایمان په اړه پوښتنه وکړه، نو هغه ورته وویل: «ایمان دې ته وایې چې: په الله جل جلاله، پرېښتو یې، کتابونو یې، پیغمبرانو یې، په وروستۍ ورځ(قیامت) او د خیر او شر په اندازه باور ولرې». الحديث، او دواړو شیخانو؛ بخاري او مسلم دا حدیث له ابو هریرة څخه هم (په خپلو کتابونو کې) راوړی دی. او د دې شپږو بنسټونو(اصولو) لاندې ټول هغه څه راځي چې مسلمان پرې باید د الله تعالی، بیا ژوندون او داسې نورو غیبي چارو په اړه عقیده او باور ولري.

***

 ﴿ په الله تعالی ایمان ﴾

پدې باور لرل چې الله همغه حق معبود دی چې له ټولو شیانو پرته د بندګۍ مستحق دی.

په الله پاک له ایمان راوړلو څخه پدې ایمان راوړل دي چې همغه(ذات) په حقه له نورو ټولو پرته د بندګۍ مستحق دی، ځکه چې د بندګانو پیدا کوونکی، ورسره نیکي کوونکی،  روزي ورکوونکی او د دوی په پټو او ښکاره و پوه دی، او د دې وړتیا لري چې منونکي ته یې ثواب او سرکښ ته یې جزا ورکړي، او د دې عبادت لپاره الله انسانان او پيریان پيدا کړي او امر یې ورته پرې کړی لکه چې فرمایي: او ما پېریان او انسانان نه دي پیدا كړي مګر د دې لپاره چې دوى زما عبادت وكړي. [[8]] زه له دوى نه هېڅ رزق نه غواړم او نه دا غواړم چې دوى ما ته خوراك راكړي. [[9]] بېشكه همدغه الله ښه روزي وركوونكى، قوت والا، (او) ډېر مضبوط دى. [[10]]

او الله پاک فرمایي: اى خلکو! د خپل رب عبادت وکړئ، هغه چې تاسو يې پيدا كړي ياست او هغه كسان چې له تاسو نه مخكې وو، د دې لپاره چې تاسو پرهېزګاره شئ.[[11]]

هغه (رب) چې ستاسو لپاره يې ځمكه فرش او اسمان چت ګرځولی او له پورته نه يې اوبه نازلې كړي دي، بيا يې په دغو سره له مېوو نه ستاسو لپاره رزق راوېستلى، نو له الله سره هېڅ قسمه شريكان مه جوړوئ، حال دا چې تاسو پوهېږئ. [[12]]

الله جل جلاله د دې حق د روښانه کولو او لورې ته یې د بلنې ورکولو لپاره رسولان او کتابونه رالېږلي دي او د دې له مخالفت څخه یۍ خبرداری ورکړی لکه چې الله پاک فرمایي: او یقینًا یقینًا مونږ په هر یو امت كې یو رسول لېږلى و (په دې سره) چې تاسو د الله عبادت كوئ او له طاغوت نه ځان وساتئ. [[13]]

او الله تعالی فرمایي: او مونږ له تا نه مخكې هېڅ رسول نه دى لېږلى مګر چې هغه ته به مونږ(دا) وحي كوله چې بېشكه شان دا دى چې له ما نه پرته بل هېڅ حق معبود نشته، نو تاسو زما عبادت كوئ. [[14]]

او الله تعالی فرمایي: الف، لام، را، (دا) كتاب دى چې آیتونه يې محكم كړى شوي دي، بیا د ښه حكمت والا، پوره خبردار ذات لخوا نه په تفصیل سره بیان شوي دي دا چې تاسو عبادت مه كوئ مګر يواځې د الله، بېشكه زه ستاسو لپاره د هغه له لورې (رالېږل شوى) وېروونكى او زېرى وركوونكى یم. [[15]]

د دې عبادت حقیقت په عبادت سره د الله جل جلاله په ځانګړې کولو کې دی (پدې معنا) چې ټول هغه څه چې بندګان یې پرې د هغه عبادت کوي لکه: دعا، ویره، امید ساتل، لمونځ کول، روژه نیول، قرباني، نذر او داسې نور ډول ډول عبادتونه باید هغه ته په تسلیمېدو، ورڅخه هیله لرلو،ویرېدلو او په عین وخت کې ورسره د پوره مینې ساتلو، په وړاندې یې سر ټيټولو او د هغه لویي منلو په فضا کې(یوازې هغه ته) تر سره شي،او د قران ډیره برخه ددې قاعدې د اثبات لپاره نازل شوې ده، لکه د الله دا وینا: نو ته د الله عبادت كوه، په داسې حال كې چې دین هغه (الله) لره خالص كوونكى يې خبردار شئ! خاص د الله لپاره خالص دین دى. [[16]]

او د الله پاک دا قول: او پرېکړه کړې رب ستا چې تاسو عبادت مه كوئ (د بل هیچا) مګر يواځې د هغه. [[17]]

او د الله تعالی دا قول: نو تاسو الله بلئ، په داسې حال كې چې همده ته د دین خالص كوونكي یاست، اګر كه كافران يې بد ګڼي. [[18]]

او په صحیحینو کې له معاذ بن جبل - (رضی الله عنه)  - څخه روایت دی چې نبی - صلی الله علیه وسلم - فرماېلي: د الله حق پر بنده ګانو دادی چې عبادت یې وکړي او هیڅ شی ورسره شریک نه کړي.

***

 ﴿ د اسلام په ټولو پنځو ښکاره رکنونو ایمان راوړل چې پر خپلو بنده ګانو یې واجب او فرض ګرځولي دي ﴾

په الله له ایمان راوړلو څخه د اسلام په پنځو ښکاره ارکانو ایمان راوړل هم دي چې الله په خپلو بندګانو لازم او فرض ګرځولي دي او هغه: ګواهي ورکول دي چې نشته په حقه معبود مګر یو الله دی او پدې چې محمد - صلی الله علیه وسلم - د الله رسول دی، د لمانځه ودرول، د زکات ورکول، د رمضان روژه، او د بیت الله الحرام حج کول د هغه چا لپاره چې د ورتګ وړتیا ولري او داسې نور هغه فرضونه چې پاک شریعت پرې راتګ کړی دی.

تر ټولو اړین(مهم) او لوی رکن یې پدې ګواهي ورکول دي چې پرته له الله څخه په حق بل معبود نشته او دا چې محمد - صلی الله علیه وسلم - د الله رسول دی، نو پدې ګواهي ورکول چې له الله پرته په حقه بل معبود نشته؛ الله تعالی ته د عبادت د ځانګړې کولو او له هغه پرته له نورو څخه یې د نفي کولو غوښتنه کوي، او همدا د (لا ِاله الا الله ) معنا ده، ځکه معنا یې داسې ده چې په حقه سره معبود نشته مګر یو الله، نو هر هغه څه چې له الله پرته یې عبادت شوی؛ که انسان وي، یا پرښته وي او یا هم پیری او یا نور، نو د ټولو عبادت په باطل سره شوی، او هغه چې په حقه یې عبادت کیږي یوازې الله دی لکه څرنګه چې هغه پاک ذات فرمایي: دغه پدې سبب چې بېشكه الله، هم دى حق دى او دا چې بېشكه هغه چې دوى يې له هغه (الله) نه پرته رابولي، همغه باطل دى. [[19]]

وړاندې څرګنده شوه چې الله تعالی د همدې بنسټیز اصل لپاره ثقلین(انسانان او پيریان) پیدا کړي او ورته یې پرې امر کړی، خپل پیغمبران یې لدې سره رالېږلي او خپل کتابونه یې پدې سره نازل کړي، نو پدې اړه ښه فکر وکړه او زیات یې راپه زړه کړه، تر څو درته پدې بنسټیز اصل هغه لویه ناپوهي څرګنده شي چې ډیری مسلمانان پکې لویدلي دي  تر دې چې د الله سره یې د نورو عبادت وکړ، او د هغه خالص حق یې له هغه پرته نورو ته ورکړ، نو له الله نه مرسته غواړو.

***

 ﴿ پدې باور لرل چې الله پخپله پيدا کوونکی د عالم، چارې سموونکی یې او په خپل علم او ځواک سره پدوی کې تصرف کوونکی دی ﴾

او په الله پاک له ایمان څخه پدې باور لرل دي چې همغه د کائناتو پيدا کوونکی، چارې سموونکی، او په خپل علم او ځواک سره هر رنګ چې وغواړي د هغوی په چارو کې تصرف کوونکی دی، او همغه د دنیا او آخرت مالک او د ټولو کائناتو رب دی، له هغه پرته بل خالق نشته او له هغه پرته بل رب نشته. او دا چې هغه استازي(رسولان) رالیږلي او کتابونه یې د بندګانو د اصلاح او هغه څه ته د بلنې په موخه نازل کړي دي چې په دنیا او اخرت کې د هغوی خلاصون او ښېګڼه پکې ده.

او هغه پاک ذات لره پدې ټولو کې شریک نشته لکه څرنګه چې فرمایي: الله د هر شي پیدا كوونكى دى او هغه په هر شي باندې نګران دى [[20]]

او الله تعالی فرمایي: بېشكه ستاسو رب هغه الله دى چې آسمانونه او زمكه يې په شپږو ورځو كې پیدا كړي دي، بیا د عرش له پاسه برقراره شو، هغه په شپې سره ورځ پټوي، په داسې حال كې چې دا (شپه) هغې (ورځ) لره په تلوار سره طلب كوي او (پیدا كړې يې ده) لمرسترګه، او سپوږمۍ او ستوري، چې د هغه په حكم سره مسخر كړى شوي دي، خبر اوسئ! خاص هغه لره دي پیدا كول او حكم كول، ډېر بركت والا دى الله؛ پالوونکی د ټول عالم دی. [[21]]

د هغه په ښاېسته نومونو او لوړو صفتونو ایمان راوړل پرته له تحریف ( معنی کې بدلون راوستل )، تعطیل ( له معنی یې انکار کول ) تکییف ( څرنګوالی یې بیانول ) او تمثیل ( د هغه لپاره د بیلګې یا مثل بیانول ).

او په الله له ایمان راوړلو دا هم دي چې د هغه په ښاېسته نومونو او لوړو صفتونو؛ هغه چې په خپل غالب کتاب او یا د هغه د امین رسول په ثابت شوو سنتو کې راغلي دي، پرته له تحریف، تعطیل، تکییف او تمثیل څخه ایمان درلودل، بلکه هغه ډول یې منل واجب دي لکه څرنګه چې راغلي دي پرته له څرنګوالي څخه، سره له ایمان درلودلو نه په هغه لویو معناوو چې هغه د الله جل جلاله صفتونه دي، نو په هغه ډول پرې د الله نومول واجب دي څرنګه چې د هغه شان سره ښایي پرته لدې چې د مخلوق سره په کوم شي کې ورته والی ورکړل شي لکه څرنګه چې فرمایي: (د هغه په مثل هېڅ شى نشته او هم دغه ښه اورېدونكى، ښه لیدونكى دى) [[22]]

او الله تعالی فرمايي: (نو تاسو د الله لپاره مثالونه مه بیانوئ، بېشكه الله پوهېږي او تاسو نه پوهېږئ) [[23]]

او دا د پیغمبر صلی الله علیه وسلم له ملګرو څخه د اهل سنت والجماعت عقیده ده او د هغه چا چې په نیکۍ کې د هغوی پیروان دي، او هغه(عقیده) چې امام ابو الحسن الأشعری - رحمه الله - په کتاب " المقالات عن أصحاب الحديث وأهل السنة " کې رانقل کړې ده، او لدې پرته نورو د علم او ایمان خاوندانو هم رانقل کړې ده.

أوزاعي رحمه الله فرمایلي دي: له زهري او مکحول څخه د صفاتو د آیتونو په اړه پوښتنه وشوه، نو هغوی دواړو وویل: څرنګه چې راغلي همداسې یې تېر کړئ.

او ولید بن مسلم رحمه الله وایي: له مالک، اوزاعي، لیث بن سعد او سفیان الثوری - رحمهم الله - څخه د صفاتو په اړه د راغلو روایتونو په اړه پوښتنه وشوه، نو ټولو وویل: څرنګه چې راغلي له څرنګوالي پرته یې همداسې تېر کړئ.

 او اوزاعي رحمه الله ویلي: مونږ او ډیری تابعینو به وییل: الله پاک یې په عرش باندی دی او ایمان مو راوړی په هغه صفتونو چې په سنتو کې راغلي دي.

او کله چې د مالک له شیخ؛ ربیعة بن أبی عبد الرحمن ـ رحمها الله - څخه د استواء په اړه پوښتنه وشوه ویې ویل: ( استواء نامعلومه نده، او د کیفیت په اړه یې پوښتنه کول دعقل خلاف کار دی، د الله لخوا پیغام دی، په رسول یې ښکاره رسول  او پر مونږ یې منل دي).

او کله چې له امام مالک - رحمه الله - څخه پدې اړه پوښتنه وشوه ویې ویل: استواء معلومه ده، کیفیت یې نامعلوم دی، ایمان پرې واجب دی او په اړه یې پوښتنه کول بدعت دی، بیا یې پوښتونکي ته وویل: زما له نظره سم سړی نه یې! بیا یې امر وکړ او وویستل شو.

او همدا معنا له أم المؤمنین أم سلمه - (رضي الله عنها) - څخه روایت شوې ده، او ِامام أبو عبد الرحمن بن المبارک رحمة الله علیه فرمایلي دي: (مونږ خپل پاک رب پېژنو چې هغه د اسمانونو له پاسه د مخلوقاتو نه جدا په خپل عرش باندې دی ).

او پدې اړه د امامانو خبرې ډیرې زیاتې دي چې پدې یو تقریر کې یې راوړل ناشوني دي، او که څوک غواړي چې ډیرو معلوماتو ته پدې اړه لاسرسی ولري نو د اهل سنت علماوو لیکنو ته دې مراجعه وکړي لکه (السنة) کتاب؛ د عبد الله بن الامام احمد او (التوحید) د جلیل القدر امام محمد بن خزیمة کتاب، او (السنة) د ابو القاسم اللالکائي الطبري کتاب، او (السنة) د أبی بکر بن أبی عاصم کتاب، د حماة کلي اوسیدونکو ته د شیخ الِاسلام ابن تیمیة جواب، او هغه لوی او ډیر ګټه لرونکی جواب دی، په نوموړي جواب کې هغه رحمه الله د اهل سنت عقیده بیان کړې ده او د هغوی زیاتې ویناوې یې نقل کړي دي، همدا رنګه شرعي او عقلي دلیلونه چې د اهل سنت د ویناوو په صحت دلالت کوي او د هغوی د مقابل لورې د ویناوو په بطلان دلالت کوي راوړي دي.

او همدا رنګه (التدمریه) نومې رساله یې چې موضوع ته یې پکې پراخوالی ورکړی او د اهل سنت والجماعت عقیده یې په عقلي او نقلي دلایلو او پر مخالفینو رد کولو سره بیان کړې ده چې په پایله کې حق ښکاره کوي او باطل ورکوي، د هر هغه عالم لپاره چې د ښه نیت او حق پېژندنې ته د لیوالتیا له مخې پکې نظر واچوي، او ټول هغه خلک چې د اهل سنت و الجماعت سره یې د أسماء او صفاتو په اړه په عقیده کې مخالفت کړی دی نو خامخا به په عقلي او نقلي دلایلو وړاندې کولو کې له ټکر سره مخ شي، او ښکاره تناقض به په هغه څه کې وګوري چې دی یې ثابتوی او یا یې نفي کوي.

او اهل سنت والجماعت الله پاک لره هغه څخه ثابتوي چې هغه ځان لره په خپل عزتمند کتاب کې ثابت کړي دي او یا یې رسول محمد - صلی الله علیه وسلم - ورته په صحیحو سنتو کې ثابت کړي دي؛ پرته له تمثیل څخه. او الله تعالی یې مخلوقاتو سره له تشبیه ورکولو څخه پاک ګرځولی دی، پداسې پاکوالي سره چې له تعطیل څخه یې پکې ځان ژغورلی، نو له ټکر څخه یې ځان ژغورلی او پر ټولو دلیلونو یې عمل کړی، او دا د پاک الله کړنلاره ده چې هغه چا چې په هغه حق منګولې خښې کړي چې الله پرې خپل پېغمبران رالیږلي، او پدې اړه یې خپله وسه  وکړه، او له الله تعالی څخه یې په اخلاص وغوښتل چې حق ته یې ورسوي او دلیل یې په نورو پورته کړي لکه څرنګه چې فرمایي: (بلكې مونږ په حق سره باطل وُلو، نو دا د هغه دماغ راوباسي، نو ناڅاپه هغه ختمېدونكى وي).[[24]]

او الله تعالی فرمایلي: (او دوى تا ته كوم مثال (عجیب سوال او اعتراض) نه راوړي مګر مونږ تا ته راوړو (د هغه) حق (جواب) او تر ټولو ښه تفسیر). [[25]]

حافظ ابن کثیر رحمه الله په خپل مشهور تفسیر کې د الله جل جلاله د دې وینا په اړه - ﴿إِنَّ رَبَّكُمُ اللَّهُ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ ثُمَّ اسْتَوَى عَلَى الْعَرْشِ﴾ [[26]]

یعنې: بېشكه ستاسو رب هغه الله دى چې اسمانونه او ځمكه يې په شپږو ورځو كې پیدا كړي دي، بیا د عرش له پاسه برقراره شو.

 د دې باب په اړه غوره وینا کړې ده چې رانقلول یې دلته مناسب دي ځکه لویه ګټه لري. د هغه رحمه الله وینا داسې ده: خلک د دې دریځ په اړه ډیرې ویناوې لري چې دا یې په تفصیل سره د یادولو ځای ندی، بلکه مونږ پدې ځای کې د سلفو د مذهب لاره نیسو، چې هغه د مالک، أوزاعي، ثوري، لیث بن سعد، شافعي، أحمد، ِاسحاق بن راهویه او د مسلمانانو نور پخواني او اوسني امامان دي(هغوی) پدې اند دي چې ( د الله تعالی صفتونه ) باید داسې تېر کړل شي لکه څرنګه چې راغلي دي پرته له تکییف، تشبیه او تعطیل څخه، او هغه (ذات) اوریدونکی او لیدونکی دی، بلکه خبره دا ده لکه څرنګه چې امامانو ویلي لکه: نعیم بن حماد الخزاعي د امام بخاري استاد چې وایي: چا چې د الله تعالی تشبیه د مخلوق سره یې وکړه نو کفر یې وکړ، او چاچې له هغه څه انکار وکړ چې الله تعالی پرې خپل ځان یاد کړی نو کفر یې وکړ، او هیڅکله په هغه څه کې تشبیه نشته چې الله تعالی پرې خپل ځان یاد کړی او یا یې رسول پرې هغه یاد کړی، او په هغه څه کې - چې الله تعالی پرې ځان یاد کړی او یا یې رسول په هغې سره یاد کړی - تشبیه نشته، نو چا چې الله تعالی ته هغه څه ثابت کړل چې په هغې سره ښکاره آیتونه او صحیح احادیث راغلي په هغه شان چې د الله تعالی د لویۍ سره ښایي، او له الله تعالی څخه یې د نقصان (صفتونه) نفي کړل نو د هدایت لار یې نیولي ده.

***

 ﴿ په پرښتو ایمان ﴾

او په پرښتو ایمان: پر هغوی اجمالي او تفصیلي ایمان په بر کې نیسي، نو مسلمان به پدې ایمان لري چې الله تعالی لره ملایکې دي او د خپلې پیروۍ لپاره یې پیدا کړي دي او په عزتمندو بنده ګانو سره یې نومولي دي چې هیڅ کله په خبرو کې له هغه (الله) نه مخکي والی نه كوي او دوى خاص د هغه په حكم عمل كوي (هغه ته معلوم دي څه چې د دوى په وړاندې دي او څه چې له دوى نه وروسته دي، او دوى شفاعت نشي كولى مګر د هغه چا لپاره چې هغه (الله) ترې راضي وي او دوى خاص د هغه له هیبته وېرېدونكي دي). [[27]]

او دوی (پرښتې) بیلابیل ډولونه دي،ځنې له دوی د عرش په پورته کولو ګمارل شوي، او ځنې یې د جنت او دوزخ ساتونکي دي، او ځنې یې د بندګانو د کړنو پر ساتلو ګمارل شوي دي، او مونږ په بشپړه توګه په هغو ایمان لرو چې الله تعالی او رسول یې راته نومولي دي لکه: جبریل، میکائیل، مالک د دوزخ ساتونکی او اسرافیل؛ په شپیلۍ کې په پوکي ګمارل شوی، د دوی یادونه په ډیرو صحیحو حدیثونو کې شوې ده، او په صحیح کې له عائشې (رضي الله عنها)- څخه ثابت دي چې نبی - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي: «پرښتې له نور(رڼا) څخه  پیدا شوي، او جان(د پيریانو پلار) له هغه اور نه پيدا شوی چې سختي لمبي وهي او یا یې په لمبو کې توروالی وي، او آدم له هغه څه څخه پيدا شوی چې تاسو ته یې یادونه شوې ده». مسلم په خپل صحیح کې راوړی دی.

***

 ﴿ په کتابونو ایمان﴾

همدا رنګه ایمان په کتابونو؛ په اجمالي (کلي) توګه ایمان واجب دی پر دې چې الله تعالی پر خپلو  نبیانو او رسولانو د حق د بیانولو او ورته د بلنې لپاره کتابونه نازل کړي دي لکه څرنګه چې هغه تعالی فرمایي: (یقینًا مونږ خپل رسولان په ښكاره دلیلونو سره لېږلي دي او له دوى سره مونږ كتاب او تله نازل كړي دي، د دې لپاره چې خلق په انصاف ودرېږي) [[28]]

او الله تعالی فرمایلي: (ټول خلق (په پيل كې) یو امت وو (نو هغوی د یو بل سره اختلاف وکړو) نو الله نبیان راولېږل چې زېرى وركوونكي او وېروونكي وو او له هغوى سره يې په حقه كتاب نازل كړ، د دې لپاره چې هغه د خلقو په مينځ كې د هغه شي فیصله وكړي چې دوى په كې اختلاف كړى دى. [[29]]

او له ډلې یې هغه چې الله تعالی نومولي تفصیلي ایمان پرې لرو لکه: تورات، انجیل، زبور او قرآن چې تر ټولو غوره او وروستی یې دی، پر ټولو مسلط او تصدیق کوونکی یې دی، او هغه دی چې پر ټول امت یې پیروي واجب ده، د صحیحه سنتو سره چې له رسو الله صلی الله علیه وسلم - څخه ثابت دي، ځکه الله تعالی یې استازی محمد - صلی الله علیه وسلم - ټولو ثقلینوـ انسانانو او پيریانو- ته رالیږلی، او دا قرآن یې پرې نازل کړی چې پریکړه پرې وکړي، او د هغه (ناروغیو) لپاره یې شفا ګرځولی چې په زړونو کې دي، او د هر څه په اړه وضاحت ورکوونکی، لارښود او رحمت د مؤمنانو لپاره، لکه چې فرمایي: (او دا كتاب دى چې مونږ نازل كړى دى، نو تاسو د ده پیروي وكړئ او پرهېزګاره شئ، د دې لپاره چې پر تاسو رحم وكړى شي). [[30]]

او الله پاک فرمایلي: (او مونږ په تا باندې كتاب نازل كړى دى، په داسې حال كې چې (د دين) د هر شي لپاره (په كې) واضحه بیان دى او هدایت او رحمت او زېرى دى د مسلمانانو لپاره). [[31]]

او الله تعالی فرمایلي: (ته ووایه: اى خلکو! بېشكه زه ستاسو د ټولو په طرف د هغه الله (رالېږل شوى) رسول یم چې خاص د هغه لپاره د اسمانونو او زمكې بادشاهي ده، نشته هېڅ حق معبود مګر همدى دى، همدغه ژوند وركوي او مرګ وركوي، نو تاسو پر الله او د هغه پر رسول ایمان راوړئ چې نبي دى، امي دى، هغه چې پر الله او د هغه پر كلماتو ایمان لري او تاسو د هغه پیروي وكړئ، د دې لپاره چې تاسو هدایت ومومئ). [[32]]

او آیتونه پدې معنا سره ډیر دي.

***

 ﴿ پر پیغمبرانو ایمان﴾

او همدارنګه رسولان؛ چې اجمالي او بشپړ ایمان راوړل پرې واجب دي، نو ایمان لرو پر دې چې الله پاک خپلو بندګانو ته د دوی له ډلې پیغمبران لیږلي دي؛ زیری ورکوونکي، ویروونکي او حق ته بلونکي، نو چا چې یې بلنه ومنله نیمګرغي به وګټي او څوک چې ورسره مخالفت وکړي مایوسه او پښیمانه به شي، وروستی او غوره یې زمونږ نبي محمد بن عبد الله - صلی الله علیه وسلم - دی لکه چې الله پاک فرمایي: (او یقینًا مونږ په هر یو امت كې یو رسول لېږلى و (په دې سره) چې تاسو د الله عبادت كوئ او له طاغوت نه ځان وساتئ). [[33]]

او الله تعالی فرمایي: (او (مونږ لېږلي وو) رسولان، چې زېرى وركوونكي او وېروونكي وو، د دې لپاره چې د خلقو لپاره په الله باندې څه حجت پاتې نشي). [[34]]

او الله تعالی فرمایي: (محمد (ﷺ) ستاسو په سړیو كې د هیچا پلار نه دى، مګر د الله رسول دى او د نبیانو (د لړۍ) ختموونكى دى). [[35]]

او څوک چې الله - تعالی - نومولي او یا یې له رسول څخه نوم ثابت شوی دی، تفصیلي او کټ مټ ایمان پرې لرو لکه: نوح، هود، صالح، ابراهیم او داسې نور - علیهم وعلی نبینا أفضل الصلاة و أزکی التسلیم.

پر هغوی او زمونږ پر نبي دې غوره درود او پاکیزه سلامونه وي.

***

 ﴿ د آخرت پر ورځ ایمان ﴾

او د آخرت په ورځ ایمان چې دی:

په ټولو هغو شیانو ایمان په بر کې نیسي چې الله او رسول یې - صلی الله علیه وسلم - پرې خبر ورکړی، چې له مرګ نه وروسته به وي لکه: د قبر امتحان، عذاب او نعمتونه یې، ویره او سختي، د صراط (پل)، تله، حساب، جزا، د خلکو تر منځه د عملنامو خپریدل؛ چې ځینې به یې په ښي او ځینې نور به یې په چپ لاس او یا د شا لخوا اخلي.

او پدې کې زمونږ د پیغمبر محمد - صلی الله علیه وسلم حوض هم شامل دی، په جنت او دوزخ ایمان، او د مؤمنانو لخوا د خپل پاک رب لیدل او د هغه لخوا ورسره خبرې کول او داسې نور چې په قران کریم او د رسول الله - صلی الله علیه وسم- په صحیحو سنتو کې راغلي دي، نو پدې ټولو ایمان واجب دی، او په  هغه ډول منل یې واجب دي چې الله او رسول یې بیان کړي دي.

***

 ﴿ په تقدیر ایمان ﴾

په تقدیر ایمان؛څلورو شیانو ته شاملیږي:

لومړی: الله په هغه څه پوه دی چې وو او هغه څه چې وروسته به وي، او د بندګانو په حالاتو خبر دی او د دوی ارزاق، وروستۍ نیټې، عملونه او داسې نورې چارې یې ورته معلومې دي، لدې شیانو هیڅ شی ورڅخه پټ ندی، پاکي ده هغه ذات لره او پورته دی، لکه چې فرمایي: الله په هر شي باندې ښه پوه دى. [[36]]

او الله تعالی فرمایي: (د دې لپاره چې تاسو پوه شئ چې یقینًا الله په هر شي باندې ښه قادر دى او دا چې یقینًا الله د علم په لحاظ هر شى راګېر كړى دى). [[37]]

دویمه خبره: هر هغه شی چې (الله پاک) اندازه کړی او د هغه پریکړه یې کړې؛ لیکلی دی، لکه الله پاک چې فرمایلي: (یقینًا مونږ په هغه څه خبر یو چې ځمكه يې د دوى (له وجود) نه كموي او زمونږ سره یو ښه یاد ساتونكى كتاب دى). [[38]]

 او الله تعالی فرماېلي: (او هر شى، مونږ هغه په ښكاره اصل (لوح محفوظ) كې درج كړى دى). [[39]]

او الله تعالی فرمایلي: (آیا ته نه يې پوه شوى چې بېشكه الله پوهېږي په هر هغه څه چې په اسمان او ځمكه كې دي، بېشكه دغه په یو كتاب كې دي، بېشكه دغه الله ته ډېر اسان دي). [[40]]

دریمه خبره: د هغه په خوښه (مشیئت) ایمان، نو څه چې وغواړي هغه کیږي او څه چې ونه غواړي هغه نه کیږي لکه چې الله پاک فرمایي: (بېشكه الله كوي هغه څه چې اراده يې وكړي) [[41]]

او الله تعالی فرمایلي: (بېشكه د هغه امر (حكم) هم دا وي چې كله د یو شي اراده وكړي، دا چې هغه ته ووايي چې پیدا شه، نو هغه پیدا شي). [[42]]

 او الله پاک فرمايي: (او تاسو اراده نشئ كولى مګر دا چې الله وغواړي، بېشكه الله ښه عالم، ښه حكمت والا دى).[[43]]

څلورمه خبره: د ټولو موجوداتو پیدا کول، له هغه پرته بل پیدا کوونکی او له هغه پرته به رب نشته لکه چې فرمایي: (الله د هر شي پیدا كوونكى دى او هغه په هر شي باندې نګران دى). [[44]]

او الله تعالی فرماېلي: (اى خلقو! تاسو د الله هغه نعمتونه یاد كړئ چې په تاسو شوي دي، ایا له الله نه غیر (بل) خالق شته، چې تاسو ته له اسمان او ځمكې نه رزق دركوي؟ نشته هېڅ حق معبود مګر هم دى دى، نو كوم اړخ ته تاسو ګرځولى كېږئ).[[45]]

نو د اهل سنت والجماعت په اند پر تقدیر ایمان دغه څلورو کارونو ته شاملیږي، د ځنې بدعتیانو پر خلاف چې هغوی ورڅخه انکار کوي.

***

 ﴿ ایمان له قول او عمل څخه عبارت دی، چې په طاعت سره زیاتیږي او په ګناه کولو سره کمیږي ﴾

او په الله ایمان دې ته هم شاملیږي چې ایمان له قول او عمل څخه عبارت دی؛ په پیروۍ سره زیاتیږي او په سرکښۍ سره کمیږي، له شرک او کفر نه پرته د نورو ګناهونو په پایله کې د هیڅ مسلمان کافرول جایز ندي لکه: زنا، غلا، سودخوړل، نشه یي توکي څښل، د مور او پلار نافرماني او داسې نور کبیره ګناهونه تر دې چې حلال یې ونه ګڼي، دلیل یې د الله تعالی دا قول دی: (بېشكه الله نه بخښي دا چې له هغه سره دې (څوك) شریك كړى شي او هغه بخښي هغه (ګناه) چې له دې (شرك) نه كمه وي د چا لپاره چې وغواړي). [[46]]

 او د هغه متواترو احادیثو له امله چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه راغلي چې  فرمایي : الله تعالی به له اور څخه هر هغه څوک راوباسي چې په زړه کې یي د کنجد د دانې په اندازه له ایمان څخه وي.

***

 ﴿ د الله لپاره مینه کول او د الله لپاره کرکه کول، او دوستي او دښمني د الله لپاره ﴾

او په الله تعالی له ایمان څخه: د الله لپاره مینه او د الله لپاره کرکه، دوستي او دښمني د الله لپاره دي، نو مؤمن سره به مینه لرې او دوستي به ورسره کوې، او کفار به بد ګڼې او دښمني به ورسره کوې، او د دې امت د ټولو مؤمنانو په سر کې د پيغمبر - صلی الله علیه وسلم - ملګري دي.

نو اهل سنت والجماعت ورسره مینه لري او دوستي ورسره کوي، او پدې باور دي چې دوی له نبیانو څخه وروسته غوره خلک دي، ځکه پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «خير القرون قرني ثم الذين يلونهم ثم الذين يلونهم» [[47]]

تر ټولو غوره پیړۍ زما ده، بیا هغه خلک چې ورپسې دي او بیا هغه خلک چې ورپسې دي. د دې حدیث پر صحت اتفاق شوی دی.

دوی باور لري چې غوره یې أبوبکر الصدیق بیا عمر الفاروق بیا عثمان ذو النورین بیا علی المرتضی - (رضي الله عنهم) - دي، بیا ورپسې پاتې د هغو لسو نور پاتې کسان دي چې د جنت زیری ورکړل شوی، بیا ورپسې پاتې صحابه کرام - (رضي الله عنهم أجمعین)- دي، او دوی له هغه څه لاس په سر کیږي چې د هغوی تر منځ واقع شوي دي، او باور لري چې هغوی په هغه کارونو کې مجتهدین وو، نو د چا اجتهاد چې سم و هغه ته دوه اجرونه او د چا چې ناسم و هغه ته یو اجر دی.

او د رسول الله - صلی الله علیه وسلم - د کورنۍ له مؤمنانو سره مینه ساتي او دوستي ورسره کوي، همدارنګه د پېغمبر صلی الله علیه وسلم بیبیانو؛ د مسلمانانو مورګانو ته د قدر په سترګه ګوري او دعا ورته کوي چې الله له ټولو څخه راضي شي،  او د روافضو له طریقې نه بیزاره دي؛ هغوی چې د رسول الله - صلی الله علیه وسلم - ملګري بد ګڼي؛ ښکنځلي ورته کوي، او د اهل بیت په اړه له حد نه اوړي، له خپلې مرتبې نه یې - چې الله تعالی ورکړې - پورته ګڼي، همدا رنګه د ناصبیانو له طریقې نه هم بیزاره دي؛ هغوی چې په وینا او یا کړنو سره أهل البیت اذاروي.

ټول هغه څه مو چې پدې لنډه وینا کې راونغاړل، په هغه صحیح عقیده کې شامل دي چې الله تعالی پرې خپل رسول محمد - صلی الله علیه وسلم - رالیږلی، او هغه د ژغورل شوي ټولي؛ أهل السنت والجماعت عقیده ده هغه چې نبی - صلی الله علیه وسلم - یې په اړه فرمایلي: «لا تزال طائفة من أمتي على الحق منصورة لا يضرهم من خذلهم حتى يأتي أمر الله سبحانه» [[48]]

همېشه به زما د امت یوه ډله پر حق بریالۍ پاتې وي- څوک یې چې سپکوي هیڅ ضرر به ورته ونه رسولای شي تر دې - چې د الله پاک امر راشي.

او هغه - علیه الصلاة و السلام - فرمایلي: «یهود په یو اویا ډلو وویشل شول، او نصارا په دوه اویا ډلو، او زر دی چې دا اُمت به درې اویا ډلو ته وویشل شي؛ ټولې به په اور کې وي مګر یوه ډله، نو صحابه و وویل: هغه کومه ده ای د الله رسوله! ویې فرمایل: څوک چې په هغه لاره وي چې زه او زما ملګري پرې دي» او دا هغه عقیده ده چې منګولې لګول او کلک پاتې کېدل پرې واجب دي، او هر هغه څه چې د دې خلاف دي ځان ورڅخه ژغورل (واجب) دي.[[49]]

***

 ﴿ لدې عقیدې څخه د منحرفو او پر ضد یې د تلونکو یادونه ﴾

ډولونه یې:

لدې عقېدې نه کاږه شوي او پر ضد یې لاره وهونکو خلکو ډیر ډولونه دي: ځنې یې بتان، مجسمې، پرښتې، ولیان، پيریان، ونې، تېږې (ډبرې) او د داسې نورو شیانو عبادت کوونکي دي، دوی د پيغمبرانو بلنه نده منلې، بلکه د هغوی مخالفت یې کړی او ضد او دښمني یې ورسره کړې لکه هغه څه چې قریشو او بیلابیلو عربو چې زمونږ د پیغمبر محمد - صلی الله علیه وسلم - سره وکړل، هغوی به له خپلو خدایانو څخه د اړتیاوو پوره کول، د ناروغانو لپاره روغتیا، او پر دښمنانو یي د برلاسي کېدو دعاګانې غوښتلې، هغو ته به یې حلالې کولې او نذرونه به یې ورته وړاندې کول، کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د دوی دا کار بد وګاڼه او په یوازې توګه د یو الله پر عبادت یې ورته امر وکړ، نو دا خبره یې ناشنا وګڼله او ویې ویل: (آیا ده دغه معبودان یو اله وګرځول، بېشكه دا خامخا ډېر عجیبه څیز دى). [[50]]

نو پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - دوی تر هغه د الله عبادت ته رابلل او له شرک څخه یې ویرول،او هغه څه چې دوی یې عبادت کاوه د هغه په حقیقت یې پوهول؛ تر دې چې الله تعالی چې چاته لدوی څخه غوښتل هدایت وکړ، نو د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- او د هغه د ملګرو -(رضي الله عنهم) - او ورپسې نورو لارویانو له اوږد جهاد او پرلپسې بلنې څخه وروسته د الله - تعالی - دین پر ټولو دینونو بریالی شو او خلک د الله په دین کې ډلې ډلې ننوتل؛ بیا حالاتو بدلون وکړ او په ډیرو خلکو ناپوهۍ لمن وغړوله، تر دې چې ډیری یې بیرته د جاهلیت دین ته وروګرځېدل؛ داسې چې په پیغمبرانو او ولیانو باندې باور لرلو کې له حد نه واوښتل، نو چا ترې دعا غوښتله او چا پرې مرسته او داسې نور د شرک ډولونه، او د: لا إله إلا الله معنا یې داسې ونه پیژنده لکه د عربو کفارو چې پېژندلې وه، نو الله مرسته کوونکی دی.

او دا شرک تر دې مهاله په خلکو کې د هغوی د ناپوهۍ او د نبوت له زمانې سره د زیات واټن د رامنځته کېدو له امله خپریږي.

***

 ﴿ له هغوی څخه د وروستیو شبهه همغه د پخوانیو شبهه ده؛ دا او د ځینو کفري عقیدو یادونه ﴾

د دې وروستیو شبهه همغه د پخوانیو شبهه ده، او هغه د دوی دا خبره ده چې: دوی د الله په وړاندې زمونږ سپارش کوونکي دي، مونږ د دوی عبادت نه کوو مګر د دې لپاره چې الله ته مو نږدې کړي، الله - تعالی - د دوی دا شبهه باطله کړه او ورته یې څرګنده کړه چې چا له هغه پرته د بل چا عبادت وکړ؛ چې هر څوک وي نو خامخا له هغه سره یې شرک وکړ او کافر شو لکه چې الله تعالی فرمایي: او دوى له الله نه پرته د هغو څیزونو عبادت كوي چې نه دوى ته ضرر رسولى شي او نه دوى ته نفع رسولى شي او دوى وايي: دا د الله په وړاندې زمونږ سپارش کوونکي دي. [[51]]

الله پاک پر دوی په خپلې دې وینا سره رد وکړ (ته ووایه: آیا تاسو الله پر هغه څه خبروئ چې هغه يې نه په آسمانونو كې پېژني او نه يې په ځمكه كې! هغه ډېر پاك دى او ډېر اوچت دى له هغو څیزونو نه چې دوى يې ورسره شریكوي). [[52]]

نو هغه پاک ذات پدې آیت کې دا بیان کړه چې له هغه پرته د نبیانو، ولیانو او داسې نورو عبادت لوی شرک دی، اګر که تر سره کوونکي یې دا په نورو نومونو یادوي، او الله تعالی فرمایي: (او هغه كسان چې له هغه پرته يې نور دوستان (كارسازي) نیولي دي (وايي:) مونږ د دوى عبادت نه كوو مګر د دې لپاره چې دوى مونږ الله ته نژدې كړي).[[53]]

الله پاک پر دوی په خپلې دې وینا سره رد وکړ: (بېشكه الله به د دوى په مینځ كې په هغو خبرو كې فیصله كوي چې دوى په هغو كې اختلاف كوي، بېشكه الله لارښوونه نه كوي هغه چا ته چې هغه دروغجن، ډېر ناشكره وي).[[54]]

نو پدې سره ورته الله پاک ښکاره کړه چې له هغه پرته بل چاته د دوی عبادت کول په دعا، ویرې، امید ساتلو او داسې نورو سره په هغه پاک ذات کفر کول دي، او دوی یې دروغجن وګرځول په خپله هغه وینا کې چې وایې: مونږ یې عبادت نه کوو مګر د دې لپاره چې هغه -  الله تعالی - ته مو ښه نږدې کړي.

او له کفري عقیدو څخه چې د سمې عقیدې ضد او هغه څه سره مخالفې دي چې پیغمبرانو علیهم الصلاة والسلام پرې راتګ کړی؛ هغه عقیده ده چې بې دینان یي په نن عصر کې لري لکه: د مارکس، لینن پېروان او داسې نور بې دینۍ او کفر ته بلونکي، برابره ده که دوی یې په سوسیالیزم، کمونیزم، بعث او داسې نورو نومونو یادوي، ځکه د دې بې دینانو له اصولو څخه دا دي چې هیڅ اله نشته او ژوند یوازې ماده ده. او د دوی له اصولو څخه له: بیا ژوندون، جنت او دوزخ څخه منکریدل او په ټولو دینونو کفر کول دي، او څوک چې د دوی په کتابونو کې وګوري او هغه څه چې دوی پرې دي په یقیني توګه به باوري شي، او شک نشته چې دا عقیده د ټولو اسماني دینونو سره په ټکر کې ده، او پیروان یې په دنیا او اخرت کې له تر ټولو ناوړه انجام سره مخ کوي.

او د حق له مخالفو عقیدو څخه د ځینو باطنیانو او ځینو صوفیانو دا عقیده ده، ځنې چې هغوی ورته اولیاء وایي چې د الله سره په تدبیر او د عالم د چارو په سمون کې برخه لري او اقطاب ورته وایي (هغه څوک چې په یوه چاره کې محوري رول لري) همدا رنګه اوتاد یې بولي (هغه څوک چې په کایناتو کې د تصرف واک لري) او غوث یې هم بولي (هغه څوک چې د زمکې د خلکو سره مرسته کوي) او داسې نور نومونه چې دوی د خپلو خدایانو لپاره له ځان نه جوړ کړي دي. دا په ربوبیت کې تر ټولو بد شرک دی، او دا د جاهلیت د عربو له شرک څخه هم ناوړه دی، ځکه د عربو کافرانو په ربوبیت کې شرک نه کاوه، بلکه په عبادت کې یې شرک کاوه، او شرک به یې د آسانتیا په حالت کې و، ځکه په سختۍ کې به یې یوازې الله ته عبادت ځانګړی کاوه لکه چې الله تعالی فرمایي: (نو كله چې دوى په كښتۍ كې سواره شي (، نو) دوى الله بولي، په داسې حال كې چې خاص هغه لره دین خالص كوونكي وي، نوكله چې هغه (الله) دوى وچې ته وژغوري (نو) ناڅاپه دوى (له الله سره) شریكان نیسي). [[55]]

خو په ربوبیت باندې هغوی یوازې الله ته اعتراف کاوه لکه چې الله پاک فرمایي: (او قسم دى كه ته له دوى نه پوښتنه وكړې چې دوى چا پیدا كړي دي (نو) دوى به خامخا ضرور ووايي: الله (پیدا كړي دي). [[56]]

او الله تعالی فرمایي: (ته ووایه: تاسو ته له آسمان او ځمكې نه روزي څوك دركوي؟ یا د غوږونو او سترګو مالك څوك دى اوڅوك ژوندى له مړي راوباسي او مړى له ژوندي راوباسي او څوك د كارونو تدبیر كوي؟ نو یقینًا دوى به وايي چې الله دى، (نو ته ووايه:) آیا نو تاسو نه وېرېږئ)! [[57]]

او پدې معنا سره ډیر آیتونه راغلي دي.

***

 ﴿ هغه څه چې وروستیو مشرکانو له لومړیو نه زیات کړي ﴾

او اوسنیو مشرکانو پر پخوانیو باندې په دوو کارونو کې زیاتوالی کړی: لومړی دا چې له دوی څخه د ځینو شرک په ربوبیت کې دی ، او دویم دا چې : شرک یې په آسانه او سخته دواړو کې دی، لکه څرنګه چې د دوی په حال هغه څوک ښه پوهیږي چې ورسره ګډ شوي او د دوی حالات یې له نږدې څېړلې دي، او هغه څه یې لیدلي چې دوی یې د الحسین او البدوي او نورو له قبرونو سره په مصر او د عیدروس له قبر سره په عدن، او د الهادي له قبر سره په یمن، او د ابن عربی له قبر سره په شام، او د شیخ عبد القادر الجیلانی له قبر سره په عراق او نورو مشهورو قبرونو سره کوي؛ چې عوام خلک پکې غلو(له حد نه اوړیدل) کوي او د الله تعالی ډیری حقونه یې ورکړي دي، او داسې ډیر کم خلک شته چې رد ورباندي وکړي او د توحید حقیقت ورته بیان کړي؛ هغه چې الله پرې خپل نبي - صلی الله علیه وسلم - او له هغه وړاندې رسولان علیهم الصلاة والسلام رالیږلي، بس مونږ یواځې د الله تعالی یو او خاص هغه ته ورګرځېدونکي یو. او د الله پاک نه سوال کوو چې دوی بیرته په هوش راولي او تر منځه یې حق ته بلونکي زیات کړي، او د مسلمانانو حاکمان او علماوو ته یې د شرک پر وړاندې د مبارزې او بالاخرة د (شرک ) او شرکي وسایلو د له منځه وړلو توفیق ورکړي، هغه ذات اوریدونکی او نږدې دی.

او د اسماء او صفاتو په باب کې د صحیح عقیدې ضد عقیده د بدعتیانو؛ جهمیه او معتزله و او د دوی د پيروانو عقیده ده، چې له الله - تعالی- څخه صفات نفي کوي او یا یې له معنا څخه انکار کوي، بلکه الله تعالی پداسې صفتونو سره یادوي چې هغه معدوم (نشت)، جامد او یا ناشوني وي، الله تعالی د دوی له ویناوو څخه ډیر پورته دی. او پدوی کې هغه خلک هم شامل دي چې له ځني صفتونو منکر دي او ځنې نور ثابتوي لکه: أشعریان، دا چې هغوی ځني صفتونه ثابتوي نو ورباندې لازم دي چې ورته نور صفتونه چې دوی ورڅخه تېښته کوي او نفي کوي یې او دلایل یې تأویلوي (هم باید ثابت کړي، خو دا چې نه یې کوي) ، نو پدې سره دوی د سمعي او عقلي دلایلو سره په مخالفت کې واقع شول، او پدې سره په ښکاره ټکر کې ولوېدل، خو أهل سنت والجماعت الله پاک ته د پوره کمال سره له نومونو او صفتونو څخه هغه څه ثابتوي چې هغه (ذات) خپل ځان ته ثابت کړي وي او یا یې رسول؛ محمد - صلی الله علیه وسلم - ورته ثابت کړي وي، او پاک یې ګڼي لدې چې د مخلوق سره یې تشبیه کړي پداسې پاکوالي سره چې د تعطیل (له معنا څخه) پکې څکه نه وي، نو پدې سره دوی په ټولو دلیلونو عمل کړی، نه یې تحریف وکړ او نه هم تعطیل، او له هغه ټکر څخه هم بچ پاتې شول چې لدوی پرته نور پکې واقع شوي دي، لکه څرنګه چې پدې اړه وړاندې وویل شول او همدا په دنیا او اخرت کې د خلاصون او نیکمرغۍ لار ده؛ هغه نیغه لار چې د دې امت سلفو او امامانو نیولې وه. او هیڅکله به د دې امت وروستي خلک اصلاح نه شي مګر په هغه څه چې لومړي پرې اصلاح شوي وو، چې هغه د قرآن اوسنت پیروي ده، او د هر هغه څه پرېښودل چې د دې خلاف وي.

***

 ﴿ یوازې د الله د عبادت واجبوالی، او د الله پر دښمنانو د بریا لاملونه (أسباب)

پر مکلف تر ټولو اړین واجب  او لویه فریضه دا ده چې د خپل رب عبادت وکړي؛ هغه چې د آسمانونو، زمکې، او لوی عرش څښتن دی، هغه چې په خپل کتاب کې فرمایي: (بېشكه ستاسو رب هغه الله دى چې آسمانونه او ځمكه يې په شپږو ورځو كې پیدا كړل، بیا د عرش له پاسه برقراره شو، هغه په شپې سره ورځ پټوي، په دې حال كې چې دا (شپه) هغې (ورځ) لره په تلوار سره طلب كوي او (پیدا كړې يې ده) لمرسترګه، او سپوږمۍ او ستوري، چې د هغه په حكم سره مسخر كړى شوي دي، اګاه شئ! خاص هغه لره دي پیدا كول او حكم كول، ډېر بركت والا دى الله چې رب د ټولو مخلوقاتو دى). [[58]]

او په بل ځای کې الله پاک په خپل کتاب کې خبر ورکوي چې (هغه ثقلین (انسانان او پيریان) د خپل عبادت لپاره پیدا کړي دي (او ما پېریان او انسانان نه دي پیدا كړي مګر د دې لپاره چې دوى زما عبادت وكړي). [[59]]

او دا عبادت چې الله تعالی ثقلین (انسانان او پيریان) د همدې لپاره پیدا کړي دي؛ دا د هغه توحید دی د بیلابیلو عبادتونو سره لکه: لمونځ، روژه، زکات، حج، رکوع، سجده، طواف، ذبح (حلاله)، نذر، ویره، امید ساتل، مرسته غوښتل (د سختۍ پر مهال)، مرسته غوښتل (د کارونو په ترسره کولو کې)، پناه غوښتل او د عبادت ټول ډولونه، او پدې کې  د هغه د ټولو امرونو منل او له منهیاتو یې ډډه کول دي چې د هغه عزتمند کتاب او د امانتدار رسول - سنت پر هغه دلالت کوي، په هغه دې د رب غوره درود او سلام وي - . او یقینا پدې عبادت سره الله پاک ټولو ثقلینو (انسانانو او پيریانو) ته امر کړی؛ هغوی چې د همدې لپاره پیدا شوي او ټول پيغمبران لیږل شوي، او د دې عبادت د بیان او وضاحت لپاره کتابونه نازل شوي، نو دا عبادت او تفصیل یې او ورته بلنه او الله تعالی ته یې یوازې په خاصوالي باندې امر کول (پدې ټولو سره الله پاک امر کړی دی ) لکه چې الله تعالی فرمایي: (اى خلقو! د خپل رب عبادت كوئ، هغه چې تاسو يې پيدا كړي يئ او هغه كسان چې له تاسو نه مخكې وو، د دې لپاره چې تاسو پرهېزګاره شئ). [[60]]

او الله تعالی فرمایي: او ستا رب حكم كړى دى چې تاسو عبادت مه كوئ (د بل هیچا) مګر يواځې د هغه او له مور او پلار سره ښه احسان كوئ. [[61]]

او د قضی معنی پدې آیت کې امر او وصیت دی.

او الله تعالی فرمایلي: (حال دا چې دوى ته حكم نه و وركړى شوى مګر په دې چې دوى دې د الله عبادت كوي، په داسې حال كې چې دین (عبادت) دغه (الله) لره خالص كوونكي وي (او) حنیفان (له باطله حق ته راګرځېدونكي) وي، او (د دې چې) دوى دې لمونځ قايموي او زكات دې وركوي او همدغه ډېر محكم دین دى). [[62]]

او پدې معنا سره د الله په کتاب کې آیتونه ډیر دي، او الله تعالی فرمایي: او پېغمبر چې تاسو ته څه هم دركړي، نو هغه واخلئ او له څه نه چې هغه تاسو منع كړي، نو تاسو منع شئ او له الله نه ووېرېږئ، بېشكه الله ډېر سخت عذاب والا دى) [[63]]

او الله پاک فرمایلي: (اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! د الله خبره منئ او د رسول خبره منئ او د خپلو د امر د خاوندانو (واکمنانو)، نو كه چېرې تاسو په خپلو كې د څه شي په باره كې هم نزاع (جګړه او اختلاف) وكړئ، نو هغه (شى) الله او د هغه رسول ته وګرځوئ كه چېرې تاسو په الله او په ورځ د اخرت ایمان لرئ، دا (كار) ډېر غوره دى او د انجام په لحاظ ډېر ښه دى). [[64]]

او الله تعالی فرمایلي (چا چې د رسول اطاعت وكړ نو یقینًا هغه د الله اطاعت وكړ). [[65]]

او الله پاک فرمایلي: (او یقینًا یقینًا مونږ په هر یو امت كې یو رسول لېږلى و (په دې سره) چې تاسو د الله عبادت كوئ او له طاغوت نه ځان وساتئ). [[66]]

 او الله پاک فرمایلي: (او مونږ له تا نه مخكې هېڅ رسول نه دى لېږلى مګر چې هغه ته به مونږ (دا) وحي كوله چې بېشكه شان دا دى چې له ما نه پرته بل هېڅ حق معبود نشته، نو تاسو زما عبادت كوئ). [[67]]

او الله تعالی فرمایلي: (الف، لام، را، (دا) كتاب دى چې آیتونه يې محكم كړى شوي دي، بیا د ښه حكمت والا، پوره خبردار ذات له خوا نه په تفصیل سره بیان شوي دي) (دا چې تاسو عبادت مه كوئ مګر يواځې د الله، بېشكه زه ستاسو لپاره د هغه له جانبه (رالېږل شوى) وېروونكى او زېرى وركوونكى یم). [[68]]

نو دا محکم آیتونه او هغه چې په همدې معنا سره د الله له کتاب څخه راغلي دي ټول الله تعالی ته د عبادت د اخلاصوالي په وجوب دلالت کوي، او دا چې همدا د دين اصل او د (ابراهیمي) ملت بنسټ دی، همدا رنګه پدې دلالت کوي چې د پيریانو او انسانانو له پیدا کولو، د پيغمبرانو د رالیږلو او د کتابونو د نازلیدو حکمت هم همدا دی؛ نو دې چارې ته پر ټولو مکلفو پاملرنه واجب ده، چې ځان پرې ښه پوه کړي، او له هغه څه څخه ځان وساتي چې ډیری اسلام ته منسوب شوي خلک پکې لویدلي؛ په پیغمبرانو او صالحینو باندې په باور لرلو کې له حد نه په اوړیدلو، پر قبرونو یې د ودانیو، جوماتونو او کمبدو جوړولو، له هغوی نه سوال کولو، مرسته غوښتلو، هغوی ته پناه وړلو او د اړتیا د پوره کولو لپاره ترې سوال کول او د سختیو د لرې کولو، د ناروغانو د روغتیا، پر دښمنانو بریا او داسې نور (کارونه چې) د لوی شرک ډولونه دي، له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه صحیح ثابت دي او د هغه څه سره سمون خوري چې د الله کتاب پرې دلالت کوي، په صحیحینو کې له معاذ - (رضي الله عنه) - څخه روایت دی چې نبی - صلی الله علیه وسلم - ورته وویل: «آیا پوهیږې چې د الله حق پر بنده ګانو او د بندګانو حق پر الله څه دی؟ نو معاذ وايي: ما وویل: الله او رسول یې ښه پوهیږي، نو نبي - صلی الله علیه وسلم - وویل: د الله حق پر بندګانو دا دی چې عبادت یې وکړي او هیڅ شی ورسره شریک نه کړي، او د بندګانو حق پر الله دا دی چې هغه چاته عذاب ورنکړي چې هیڅ شی یې ورسره شریک کړی نه وي». [[69]]الحدیث

او په صحیح البخاري کې له ابن مسعود - (رضي الله عنه) - څخه (روایت ) دی چې نبي - صلی الله علیه وسلم - وویل: «څوک چې پداسې حال کې مړ شو چې له الله سره یې شریک باله نو اور ته داخل شو» . او مسلم پخپل صحیح کې له جابر - رضي الله عنه - څخه روایت کوي چې نبي - صلی الله علیه وسلم - وویل: «څوک چې د الله تعالی سره پداسې حال کې مخ شو چې هیڅ شی یې ورسره شریک کړی نه وي نو جنت ته داخل شو، او څوک چې وسره مخ شو او څه شی یې ورسره شریک کړی و، نو اور ته داخل شو» . [[70]]

او پدې معنا سره احادیث ډیر دي، او دا مسأله له اړینو او لویو مسائلو څخه ده، او الله خپل نبی محمد - صلی الله علیه وسلم - توحید ته په بلنې او له شرک څخه په منع کولو سره رالیږلی دی، نو هغه څه یې خلکو ته په پوره توګه ورسول چې الله پرې رالیږلی و، او د الله په لار کې سخت وربړول شو، نو پر هغو یې صبر وکړ، او د هغه سره یې ملګرو - (رضي الله عنهم) -  هم صبر وکړتر دې چې الله تعالی د عربو له جزیرې څخه ټول بتان او طلسمونه لرې کړل، او خلک ډلې ډلې د الله په دین کې داخل شول، او د کعبې چاپیره او دننه ټول بتان مات شول، لات، عزی او منات هم ویجاړ شول، او د عربو په قبیلو کې ټول بتان مات شول او هغه باطل معبودان چې هغوی سره وو ټول وران شول او د الله کلمه پورته شوه او د عربو په جزیره کې اسلام ښکاره شو. [[71]]

بیا مسلمانانو له جزیرې نه د باندې دعوت او جهاد ته مخه کړه، او کومو بندګانو ته چې  الله له وړاندې نیکمرغي لیکلې وه د دوی په لاس ورته الله هدایت وکړ، او د دوی پر مټ الله حق او عدالت په ډیری کلو او بانډو کې خپور کړ او پدې سره د هدایت امامان او د حق سالاران او عدالت او اصلاح ته بلونکي وګرځیدل، او د دوی لار له تابعینو او په نیکو کې د هغوی له پيروانو څخه؛ د هدایت امامانو او حق ته بلونکو هم ونیوله؛ د الله دین یې خپراوه، او خلک یې د الله یووالي ته رابلل، او په خپلو مالونو او ځانونو سره یې د الله په لار کې جهاد وکړ؛ پداسې حال کې چې د هیڅ ملامتوونکي له ملامتیا څخه نه ویریدل، نو الله یې ملاتړ وکړ او بریا یې ور په برخه کړه او پر خپلو حریفانو یې برلاسي کړل  او په خپله ژمنه یې چې ورسره پدې قول کې کړې وه وفا وکړه: (اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى! كه چېرې تاسو د الله مرسته وكړئ، هغه به ستاسو مرسته وكړي او ستاسو قدمونه به ثابت (او ټینګ) كړي). [[72]]

او د الله تعالی دا قول: (او الله به خامخا ضرور د هغه چا مرسته وكړي چې د هغه (الله) مدد كوي، بېشكه الله خامخا ډېر زورور، غالب دى) هغه كسان دي چې كه مونږ دوى ته په زمكه كې قدرت وركړو (نو) دوى به لمونځ قايموي او زكات به ادا كوي او د نېكۍ حكم به كوي او له بدۍ نه به منع كوي، او خاص د الله لپاره د كارونو انجام دى). [[73]]

بیا له هغې وروسته خلک بدل شول، ډلې ډلې شول، د جهاد په اړه یې ناغیړي وکړه او آرامتیا او شهوت پرستۍ ته یې لومړیتوب ورکړ، ناکاره کړنې پکې راښکاره شوې مګر هغه څوک چې الله پاک وساتل، نو الله یې حالت ته بدلون ورکړ، دښمنان یې پرې برلاسي کړل؛ (دا) د هغو کړنو سزا وه چې دوی کړې وې، او هیڅکله ستا رب د بندګانو سره ظلم کوونکی ندی، الله تعالی فرمایي: (دا په دې چې یقینًا الله د هغه نعمت بدلوونكى نه دى چې پر كوم قوم يې پېرزو كړى وي تر هغه چې هغوى هغه (حالت) بدل كړي چې د هغوى په نفسونو كې دى). [[74]]

نو پر ټولو مسلمانانو واجب دي؛ په حکومتونو او ولسونو چې الله ته رجوع وکړي او عبادت هغه ته ځانګړی کړي او له هغو نیمګړتیاوو او ګناهونو چې تېر شوي دي توبه وکړي او بیړه وکړي د هغه واجب په ادا کولو کې له فرضي عملونو څخه او له هغه څه نه ځان ژغورلو سره چې پرې یې حرام کړي دي ، او دا چې یو بل ته سره پدې نصیحت وکړي او یو بل سره پدې اړه مرسته وکړي.

او لدې اړین او مهم د شرعي حدودو نافذول او په ټولو شیانو کې د خلکو تر منځه د شریعت حاکمول دي، او شریعت ته د پریکړو وړل او د بشري قوانینو چې د الله له قانون سره په ټکر کې وي باطلول دي، او ورته د پریکړو له وړلو نه ځان ژغورل او د شریعت حکمونو ته د ټولو ولسونو اړ ویستل دي( چې غاړه ورته کیږدی)، همدا رنګه پر علماوو لازم دي چې خلک په خپل دین پوه کړي او د دوی تر منځ اسلامي درک خپور کړي او یوبل ته په حق او صبر وصیت سره وکړي، (همدارنګه)په نیکیو امر او له بدیو څخه منع کول او دې کارونو ته د چارواکو هڅول دي. همدا رنګه د ویجاړوونکو بنسټونو لکه کمونیزم، بعثیت، قومي تعصبونه او داسې  نورو مبادئو او د شریعت خلاف مذهبونو په وړاندې مبارزه کول واجب دي، چې پدې سره به الله مسلمانانو ته هغه څه سم کړي چې خراب شوي دي او هغه څه به بیرته ورکړي چې ورڅخه شړیدلې دي او هغه پخوانی عزت به بیرته ورکړي او پر غلیم به یې برلاسي کړي او په ځمکه کې به یې واکداران کړي لکه چې الله تعالی فرمایي او هغه تر ټولو رښتیا ویونکی دی: (او په مونږه باندې د مومنانو مرسته كول حق دي). [[75]]

او الله تعالی فرمایي: (الله وعده كړې د هغو كسانو سره چې ایمان يې راوړى ستاسې نه او نېك عملونه يې كړي دي، چې خامخا هرومرو به دوى ته په ځمكه كې خلافت وركوي لكه چې هغو كسانو ته يې خلافت وركړى و چې له دوى نه وړاندې وو او خامخا ضرور به دوى ته د دوى هغه دین ثابت (او قوي) وګرځوي چې هغه (الله) د دوى لپاره غوره كړى دى او خامخا ضرور به دوى ته د دوى له وېرې نه پس امن په بدل كې وركړي، چې دوى به زما عبادت كوي او زما سره به هېڅ شى نه شریكوي، او هر څوك چې د دغو (انعامونو) نه بعد كافر شو، نو همدغه كسان فاسقان دي). [[76]]

او الله پاک فرمایي: (بېشكه مونږ خامخا د خپلو رسولانو او د هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى، په دنيايي ژوند كې مرسته كوو او په هغې ورځ كې (هم) چې ګواهان به ودرېږي). [[77]]

(په هغې ورځې كې چې ظالمانو (مشركانو) ته به د هغوى معذرت هېڅ نفع نه رسوي او د همدوى لپاره لعنت دى او د همدوى لپاره بد كور (دوزخ) دى). [[78]]

له الله تعالی نه سوال کوم چې د مسلمانانو چارواکي او عوام یې اصلاح کړي او په دین کې پوهه ورپه برخه کړي، او د الله څخه په ویره یې سره راغونډ کړي او ټولو ته دې خپله نیغه لار وښایي، حق ته دې پرې بریا ورکړي او باطل دې پرې ذلیل کړي او ټولو ته دې توفیق ورکړي چې په نیکو کارونو او تقوا کې یو له بل سره مرسته وکړي او یو بل ته سره په حق او صبر سره وصیت وکړي ، هغه ذات د همدې کارونو توان ورکوونکی او پرې ځواکمن دی، وصلى الله وسلم على عبده ورسوله وخيرته من خلقه نبينا وإمامنا وسيدنا محمد بن عبد الله وعلى آله وأصحابه ومن اهتدى بهداه- والسلام عليكم ورحمة الله وبركاته.

 ***



[[[1]]] [المائدة سورت: ۵ آیت]

[[2]] [الزمر سورت: 65 آیت].

[[3]] مسلم الإيمان (8)، الترمذي الإيمان (2610)، النسائي الإيمان وشرائعه (4990)، أبو داود السنة (4695)، ابن ماجه المقدمة (63)، أحمد (1/27).

[[4]] [البقرة سورت: 177 آیت].

[[5]] [البقرة سورت: 285 آیت].

[[6]] [النساء سورت: 136 آیت].

[[7]] [الحج سورت: 70 آیت].

[[8]] [الذاريات سورت: 56 آیت].

[[9]] [الذاريات سورت: 57 آیت].

[[10]] [الذاريات سورت: 58 آیت].

[[11]] [البقرة سورت: 21 آیت].

[[12]] [سورت بقره: 22 آیت].

[[13]] [النحل سورت 36 آیت].

[[14]] [الأنبياء سورت: 25 آیت].

[[15]] [هود سورت: 1-2 آیتونه].

[[16]] [الزمر سورت: 2-3 آیتونه].

[[17]] [الإسراء سورت: 23 آیت].

[[18]] [غافر سورت: 14 آیتونه].

[[19]] [الحج سورت: 62 آیت].

[[20]] [الزمر سورت: 62 آیت].

[[21]] [الأعراف سورت: 54 آیت].

[[22]] [الشورى سورت: 11 آیت].

[[23]] [النحل سورت: 74 آیت].

[[24]] [الأنبياء سورت: 18 آیت].

[[25]] [الفرقان سورت: 33 آیت].

[[26]] [الأعراف سورت: 54 آیت].

[[27]] [الأنبياء سورت: 28 آیت].

[[28]] [الحديد سورت: 25آیت].

[[29]] [البقرة سورت: 213 آیت].

[[30]] [الأنعام سورت: 155آیت].

[[31]] [النحل سورت: 89 آیت].

[[32]] [الأعراف سورت: 158آیت].

[[33]] [النحل سورت: 36 آیت].

[[34]] [النساء سورت: 165 آیت].

[[35]] [الأحزاب سورت: 40 آیت].

[[36]] [البقرة سورت: 231 آیت].

[[37]] [الطلاق سورت: 12 آیت].

[[38]] [ق سورت: 4 آیت].

[[39]] [يس سورت: 12 آيت].

[[40]] [الحج سورت: 70 آیت].

[[41]] [الحج سورت: 18آیت].

[[42]] [يس سورت: 82 آیت].

[[43]] [الإنسان سورت: 30 آیت].

[[44]] [الزمر سورت:62 آیت].

[[45][فاطر سورت: 3 آیت].

[[46]] [النساء سورت: 48 آیت].

[[47]] البخاري الشهادات (2509)، مسلم فضائل الصحابة (2533)، الترمذي المناقب (3859)، ابن ماجه الأحكام (2362)، أحمد (1/434

[[48]] مسلم الإمارة (1920)، الترمذي الفتن (2229)، أبو داود الفتن والملاحم (4252)، ابن ماجه الفتن (3952)، أحمد (5/279).

[[49]] ابن ماجه الفتن (3992).

[[50]] [ص سورت: 5 آیت].

[[51]] [يونس سورت: 18 آیت].

[[52]] [يونس سورت: 18 آیت].

[[53]] [الزمر سورت: 3 آیت].

[[54]] [الزمر سورت: 3 آیت].

[[55]] [العنكبوت سورت: 65آیت].

[[56]] [الزخرف سورت: 87 آیت].

[[57]] [يونس سورت: 31 آیت].

[[58]] [الأعراف سورت: 54 آیت].

[[59]] [الذاريات سورت: 56 آیت].

[[60]] [البقرة سورت: 21 آیت].

[[61]] [الإسراء سورت: 23 آیت].

[[62][البينة سورت: 5 آیت]

[[63]] [الحشر سورت: 7 آیت].

[[64]] [النساء سورت: 59 آیت].

[[65]] [النساء سورت: 80 آیت].

[[66]] [النحل سورت: 36 آیت]،

[[67]] [الأنبياء سورت: 25 آیت]

[[68]] [هود سورت: 1-2 آیتونه].

[[69]] البخاري الاستئذان (5912)، مسلم الإيمان (30)، الترمذي الإيمان (2643)، ابن ماجه الزهد (4296)، أحمد (5/238).

[[70]] البخاري تفسير القرآن (4227)، مسلم الإيمان (92)، أحمد (1/374).

[[71]] البخاري العلم (129)، مسلم الإيمان (32)، أحمد (3/157).

[[72]] [محمد سورت: 7 آیت].

[[73]] [الحج سورت: 40-41 آیتونه].

[[74]] [الأنفال سورت: 53 آیت].

[[75]] [الروم سورت: 47 آیت].

[[76]] [النور سورت: 55 آیت].

[[77]] [غافر سورت: 51 آیت].

[[78]] [غافر سورت: 52 آیت].