1 - Al-Faatiha ()

|

(1) د الله -تعالی- په نامه چې ډېر مهربان او رحم کوونکی دی.

(2) ټولې ستاینې (صفتونه) خاص الله لره دي، چې د عالمیانو پالونکی دی.

(3) ډېر مهربان اوتل (همېشه) مهربان

(4) څښتن (مالک) د ورځې د جزا دی.

(5) خاص (یوازې) ستا عبادت کوو، او خاص له تا څخه مرسته (مدد) غواړو.

(6) وښایه موږ ته سمه (نېغه) لاره

(7) د هغو كسانو لاره چې تا پر هغوی پېرزوېنه كړېده، نه د هغو كسانو لاره چې غضب ورباندې شوى او نه د هغو كسانو لاره چې لار وركي (ګمراهان) دي.