(1) تباهي ده هر پېغور ورکوونکي او پسې شا بد ويونکي لره.
(2) هغه چې مال يې غونډ کړی او شمېرلی يې (اېښی) دی.
(3) ګومان کوي چې (دا) مال به يې تل ژوندی وساتي.
(4) هيڅکله نه، هغه به هرومرو په ټوټه ټوټه کوونکي (اور) کې غورځول کيږي.
(5) او ته څه خبر يې چې ټوټه ټوټه کوونکی څه دی.
(6) د الله بل کړل شوی اور دی.
(7) همغه چې پر زړونو به ورخېژي.
(8) بېشکه هغه پر هغوی را ايسار کړل شوی دی.
(9) په اوږدو ستنو کې.