109 - Al-Kaafiroon ()

|

(1) ووايه! اې کافرانو!.

(2) زه هغه نه لمانځم چې تاسي يې لمانځئ.

(3) او نه تاسي د هغه څه لمانځونکي ياست چې زه يې لمانځم.

(4) او نه زه د هغه څه لمانځونکی يم چې تاسو يې لمانځئ.

(5) او نه تاسي د هغه څه لمانځونکي ياست چې زه يې لمانځم.

(6) ستاسو لپاره خپل دين او زما لپاره خپل دين دی.