111 - Al-Masad ()
|
(1) د ابولهب دواړه لاسونه مات او هغه په خپله تباه شو.
(2) نه يې مال څه (عذاب) ترې ايسارکړ او نه يې ګټې.
(3) ډېر ژر به د لمبووالا اور ته ور ننوځي.
(4) او مېرمن يې هم چې د خسو خشاکو وړونکې وه.
(5) چې د خرماوو د پاڼو رسۍ به يې پر غاړه وي.