91 - Ash-Shams ()

|

(1) قسم دی پر لمر او د هغه پر غرمو.

(2) او پر سپوږمۍ قسم چې ور پسې راشي.

(3) او په ورځ قسم چې هغه (لمر) څرګند کړي.

(4) او په شپه قسم چې کله هغه وپوښي.

(5) او په اسمان قسم او په هغه ذات قسم چې جوړ کړی یې دی.

(6) او په ځمكه او په هغه ذات چې غوړولې يې ده.

(7) او پر (انساني) نفس او هغه ذات قسم چې برابر کړی يې دی.

(8) نو ښودلې یې ده هغه ته لار د بدۍ او د تقوا.

(9) په رېښتيا هغه څوک بریالی شو چې پاک يې کړ(خپل ځان).

(10) او په تحقيق سره نامراد زيانمن شو هغه څوك چې پټ يې كړ دغه (نفس په ګناهونو کې).

(11) ثموديانو په خپله سرکښۍ هغه درواغ وباله.

(12) کله چې تر ټولو بدمرغه سړي يې ترپ کړل.

(13) نو د الله رسول ورته وويل پرېږدئ د الله اوښه او د هغې د څښاک نوبت.

(14) خو هغوی درواغجن وګڼلو او اوښه يې ووژله، بيا نو د هغوی پالونکي سخت عذاب پرې راکوز کړ د هغوی د ګناه له امله يې ټول سره يو برابر کړل.

(15) او هغه يې له پايلې څخه نه وېريږي.