107 - Al-Maa'un ()

|

(1) آيا هغه دې وليدی چې د بدلې ورځ دروغ ګڼي.

(2) دا همغه دی چې يتيم شړي(ټېلې ورکوي).

(3) او بې وزله ته په خوراک ورکولو هڅونه نه کوي.

(4) نو د داسې لمونځ کوونکو لپاره تباهي ده.

(5) هغه کسان چې هغوی خپلو لمونځونو څخه ناخبره دي.

(6) هغه كسان چې ځان ښودنه (ریاكاري) كوى.

(7) او د اړتيا توکي له خلکو منع کوي.