100 - Al-Aadiyaat ()

|

(1) پر سختو ځغلېدونکو آسونو قسم.

(2) بيا پر اور ویستونکو د پښو وهلو سره.

(3) بيا په سباوون کې پر يرغل کوونکو قسم.

(4) بيا دوړې پرې جګې کړي.

(5) او د ټولي منځته ځان ننباسي.

(6) بېشکه چې انسان د خپل پالونکي ډېر ناشکره دی.

(7) او هغه په خپله هم پرې هرومرو شاهد دی.

(8) او بېشکه هغه د مال په مينه کې ډېر تکړه دی.

(9) آيا هغه نه پوهيږي کله (به) چې هغه څه راپورته کړی شي کوم چې په قبرونو کې دي.

(10) او را ښکاره به شي څه چې په سينو کې دي.

(11) بېشکه په هغه ورځ به يې پالونکی ښه پرې خبر وي.