(1) کله چې آسمان وچوي.
(2) او کله چې ستوري خواره واره شي.
(3) او کله چې دريابونه وبهولی شي.
(4) او کله چې قبرونه څېرې کړل شي.
(5) بيا به هر څوک پر هغه څه پوه شي چې مخکې يې لېږلي او وروسته يې پرېښې دي.
(6) اې انسانه! ته د خپل عزتمن پالونکي پر وړاندې څه شي په دوکه کې اچولی يې؟
(7) داسې ذات دی چې پیدا کړی یې ته، نو نیغ قد والا یې کړې.
(8) په هره بڼه يې چې غوښتل سره ويې نېښلولې.
(9) هيڅکله نه بلکې تاسي سزا (د قیامت) دروغ ګڼئ.
(10) حال داچې پر تاسو ساتونکې پرېښتې ټاکل شوې دي.
(11) عزتمنې ليکونکې دي.
(12) ستاسو پر کړو وړو پوهيږي.
(13) پرته له شکه نېکان به په نعمتونو کې وي.
(14) او بدان به هرومرو په دوزخ کې وي.
(15) د بدلې په ورځ به ور ننوځي.
(16) او له هغې به پټېدونکي نه وي.
(17) او ته څه خبر يې چې د بدلې ورځ څه ده.
(18) بيا ته څه خبر يې چې د بدلې ورځ څه ده.
(19) هغه ورځ ده چې هيڅوک به د بل چا لپاره څه نه شي کولای او په هغه ورځ به امر يوازې الله لره وي.