101 - Al-Qaari'a ()

|

(1) (د زړونو) ټکوونکی.

(2) څه دی (د زړونو) ټکوونکی؟

(3) او څه پوهه کړې ته چې څه دی (د زړونو) ټکوونکی؟

(4) هغه ورځ ده چې خلک به د خورو ورو پتنګانو غوندې وي.

(5) او غرونه به د شيندل شويو رنګه وړيو غوندې وي.

(6) نو بيا چې د چا تلې درنې شي.

(7) نو هغه به په خوشحاله ژوند کې وي.

(8) او د چا چې تلې سپکې شي.

(9) نو د هغه د ورتګ ځای به ژوره کنده وي.

(10) او ته څه خبر يې چې هغه څه ده.

(11) سور اور دی.