(1) تاسو زياتولو بې پروا کړي ياست.
(2) تردې چې قبرونو ته ورسېږئ.
(3) نه داسې نه ده، ژر به تاسي پوه شئ.
(4) بيا هيڅکله داسې نه ده، ژر به پوه شئ.
(5) هيڅکله نه، که تاسي په يقيني پوهه پوهېدلای.
(6) تاسي به هرومرو دوزخ ووينئ.
(7) بيا به هرومرو د يقين په سترګو هغه ووينئ.
(8) بيا به هرومرو تاسي په هغه ورځ د (دغو) نعمتونو په اړه وپوښتل شئ.