86 - At-Taariq ()

|

(1) په اسمان او د شپې په راتلونکي قسم.

(2) او ته څه خبر يې چې د شپې راتلونکی څه دی.

(3) ځلېدونکی ستوری دی.

(4) هيڅوک داسې نشته چې پر هغو دې يو ساتونکی نه وي.

(5) نو انسان دې وګوري چې له څه پيدا شوی دی.

(6) له ټوپ وهونکو اوبو پيدا دی.

(7) چې د شا او سينې د هډوکو له منځه راوځي.

(8) بېشکه هغه (الله) يې پر بيا پيدا کولو ځواکمن دی.

(9) په کومه ورځ چې پټ شيان رابرسېره کړل شي.

(10) بيا به نه څه (خپله زور) لري او نه مرستندوی.

(11) او قسم دی پر آسمان؛ راګرځیدونکي (په اورښت سره).

(12) او پر چاودېدونکې ځمکه قسم.

(13) بېشکه هغه يوه بېلوونکې وينا ده.

(14) او څه ټوکه او مسخره نه ده.

(15) بېشکه هغوی چل کوي چل.

(16) او زه هم تدبیر(پلان) کوم تدبیر.

(17) نو کافرانو ته مهلت ورکړه او لږ يې پرېږده.