(1) قسم دی پر سهار.
(2) او پر لسو شپو.
(3) او پر جفت او تاق.
(4) او پر شپه کله چې روانه وي.
(5) آیا په دې کې د عقل څښتن ته څه قسم شته؟
(6) ايا ودې نه ليدل چې پالونکي دې له عاديانو سره څه وکړل.
(7) ارم سره، د لوړو ستنو والا سره.
(8) هغه چې سيال يې په ښارونو کې نه و پيدا شوی.
(9) او له هغو ثموديانو سره چې په ناو کې يې (د سمڅو لپاره) لويې ډبرې تراشلې وې.
(10) او د ميخونو والا فرعون سره.
(11) هغه چې په ښارونو کې يې سرکښي کړې وه.
(12) او ډېره ورانکاري يې پکې کړې وه.
(13) نو راوغورځوله پر هغوی رب ستا دره (متروکه) د عذاب.
(14) په رېښتيا چې پالونکی دې په څارنځي کې دی.
(15) خو انسان ( داسې دی) چې کله يې خپل پالونکی و ازمويي او عزت او نعمت ورکړي، وايي: پالونکي مې عزت راکړ.
(16) او کله يې چې و ازمويي او روزي يې ورباندې تنګه کړي، بيا وايي پالونکي مې سپک کړم.
(17) هيڅکله نه، بلکې (ستاسې عمل سم نه دی) تاسې د يتيم عزت نه کوئ.
(18) او بې وزله ته په خوړو ورکولو يو بل نه هڅوئ.
(19) او ميراث مال يو ځايي ټول خورئ.
(20) او مال ډېر زيات خوښوئ.
(21) هيڅکله نه، کله چې ځمکه په سختو ټکولو سره وټکول شي.
(22) او راشي رب ستا او پرېښتې کتار کتار.
(23) او په هغه ورځ چې دوزخ هم راوستل شي، په همغه ورځ به انسان ته نصيحت ور ياد شي خو بيا د هغه لپاره پوهېدل څه ګټه نه لري.
(24) وايي به کاشکي مې د خپل ژوندانه لپاره مخکې را لېږلي وای.
(25) نو په هغه ورځ به د الله غوندې عذاب هيڅوک هم نه ورکوي.
(26) او نه به څوک د هغه غوندې تړل کوي.
(27) اې ډاډمن نفسه (ځانه)!.
(28) وګرځه د خپل رب لورې ته خوشحاله، خوشحاله کړی شوی.
(29) بيا زما په (نېکو) بندګانو کې ور ننوځه.
(30) او زما جنت ته ننوځه.