93 - Ad-Dhuhaa ()

|

(1) قسم دی پر وخت د څاښت باندې.

(2) او پر شپه باندې کله چې وغوړیږي.

(3) چې پالونکي دې نه پرېښی یې او نه يې بد راغلی يې.

(4) او هرو مرو ستا لپاره آخرت تر دنيا غوره دی.

(5) او ژر به دې پالونکی دومره څه درکړي چې پرې خوشحاله شې.

(6) آيا ته يې يتيم ونه مومندلې چې بيا يې د هستوګنې ځای درکړ.

(7) او ویې موندلي ته ناخبره نو پوه یې کړې.

(8) او بې وزله يې وموندلې؛ نو شتمن يې کړې.

(9) نو هر چې یتیم دی غصه پرې مه کوه.

(10) او مه سوالګر رټه.

(11) او د خپل پالونکي د لورېينې ښکارندويي دې کوه.