94 - Ash-Sharh ()

|

(1) آيا سينه مو درته پراخه نه کړه.

(2) او ستا هغه پېټی مو در څخه کوز کړ.

(3) هغه چې ستا ملا يې درنه کړې وه.

(4) او ستا ذکر(ياد) مو درته اوچت کړ.

(5) نو بېشکه له سختۍ سره آسانتيا هم شته.

(6) بېشکه چې له سختۍ سره آساني هم شته.

(7) نو کله چې وزګار وې، ځان ستړی کړه.

(8) او د پالونکي لوري ته دې مخه کړه.