(1) قسم دی پر انځر او ښوون.
(2) او پر طور سينا (غره) قسم.
(3) اوپه دې له امن څخه ډك ښار (مكې) باندې.
(4) په رېښتيا موږ انسان په ډېر ښه صوررت کې پيداکړی دی.
(5) بيا مو تر ټولو لاندېنيو لاندې وګرځولو.
(6) مګر هغه کسان چې ايمان يې راوړی او ښه کارونه يې کړي دي، چې د هغوی لپاره نه ختمېدونکې بدله ده.
(7) نو له دې وروسته دې د بدلې (د ورځې) په اړه څه شی درواغجنوي.
(8) ايا الله تر ټولو حاکمانو ښه حاکم نه دی؟