(1) کله چې ځمکه په خپلو سختو خوځولو وخوځوله شي.
(2) او ځمکه خپل درانه پيټي را وباسي.
(3) او انسان ووايي چې پر دې څه شوي دي.
(4) همغه ورځ به هغه خپل خبرونه بيانوي.
(5) ځکه چې ستا پالونکي هغې ته امر کړی دی.
(6) په هغه ورځ به خلک ډلې ډلې ورګرځي ترڅو يې خپل عملونه ور وښودل شي.
(7) نو چا چې یوه ذره غوندې نيکي کړې وي وبه يې ويني.
(8) او چا چې يوه ذره غوندې شر (بدي) کړی وي هغه به وويني.