په دي بيان کښي دا حقيقت واضحه شوی دی ، چه د الله تعالی ددين څخه اعراض کول او دهغي نه مخ اړول د اسلام دنواقضو څخه دی او ددي په وجه باندي انسان د دائره اسلام څخه خارجيږي .
دا ماده ددي حقيقت وضاحت کوي چه هر بنده بايد يواځي دالله تعالی نه په اخلاص سره دعاګاني اوغواړي الله تعالی قبلوي ځکه الله تعالی فرمايی چه زما نه دعاګاني غواړي زه يي قبلوم