(1) الٓر﴾ د بقرې سورت په پیل کې د ورته تورو په اړه بحث تېر شو. په دغه سورت کې دغه لوستل شوي آیتونه د هغه محکم، باوري پر حکمت او حکمونو مشتمل قرآن آيتونه دي.
(2) آيا د خلکو د حيرانتيا لامل دا و چې موږ وحي د هغوی له جنسه پر يو سړي نازله کړه؛ چې هغوی ورته امر کوونکي وو تر څو يې د الله له سزا و وېروي؟ ای پېغمبره! خبر ورکړه هغوکسانو ته چې پر الله يې ايمان راوړی د هغه څه چې خوشحاله کوي يې، دا چې هغوی لره د خپل پالونکي په وړاندې يې لوړه مرتبه ده د هغه نېک عمل په بدل کې چې مخکې يې لېږلی، کافرانو وويل: بېشکه دغه سړی چې دغه آيتونه يې راوړي دي يو څرګند کوډګر دی.
(3) بېشکه ستاسو پالونکی ای تعجب کوونکو! هغه الله دی چې لوی آسمانونه او پراخه ځمکه يې په شپږو ورځو کې پيداکړي دي، بيا پر عرش لوړ او اوچت شو؛ نو څنګه ستاسو له جنسه د يو سړي په لېږلو يې تعجب کوئ؟ هغه يوازې په خپله پراخه پاچاهي کې پرېکړه کوي او اندازه کوي يې، هيڅوک د هغه په وړاندې سپارښتنه نشي کولی مګر سپارښت کوونکي د هغه له اجازې او خوښې وروسته، دغه پر دغو صفتونو یاد هغه الله ستاسو پالونکی دی؛ يوازې هغه ته مو عبادت ځانګړی کړئ، آيا د هغه پر يووالي له دغو ټولو دلايلو او حجتونو پند نه اخلئ؟ چا لره چې لږ پند اخېستل هم و هغه پر دغه پوه شو او ايمان يې پرې راوړ.
(4) د قيامت په ورځ مو يوازې هغه ته ورګرځېدل دي، ترڅو مو د کړنو بدله درکړي، الله له خلکو سره داسې رېښتيني ژمنه کړې چې مخالفت يې نه کوي، بېشکه هغه پر دغه ځواکمن دی، د مخلوق را منځته کول پرته له مخکينۍ بېلګې پيلوي، بيا يې له مرګ وروسته راګرځوي، ترڅو هغه پاک ذات په عدل هغو کسانو ته بدله ورکړي چې پر الله يې ايمان راوړی او ښه کارونه يې کړي دي د هغوی له نېکيو څه نه کموي او نه يې په بديو کې څه ورزياتوي، هغه کسان چې پر الله او د هغه پر پېغمبرانو يې کفر کړی، هغوی لره د څښاک سختې ګرمې اوبه دي چې کولمې يې پرې کوي، پر الله او پېغمبرانو يې د کفر له امله هغوی لره دردوونکې سزا ده.
(5) او هغه داسې ذات دی چې لمر يې رڼا ورکوونکی او رڼا خپروونکی ګرځولی او سپوږمۍ يې داسې رڼا کړې چې رڼا يې غوښتل کيږي، د هغې تګ يې په شمېر اته ويشت منزلو ته اندازه کړی، يو منزل هغه مسافه ده چې سپوږمۍ يې هره ورځ او شپه پرې کوي، ترڅو ای خلکو تاسو له لمر د ورځو او له سپوږمۍ د مياشتو او کلونو شمېر معلوم کړئ، الله آسمانونه، ځمکه اوڅه چې په هغو کې دي يوازې په حقه پيداکړي دي، تر څو خپل ځواک او لويي خلکو ته وښيي، الله پر خپل يووالي دغه څرګند دليلونه او ښکاره برهانونه هغه قوم ته بيانوي چې پر دغه له استلال کولو پوهيږي.
(6) بېشکه پر خلکو د شپې او ورځې پرله پسې راتګ، کومه تياره او رڼا چې له دغو سره مل وي، له هغوی دواړو د يو لنډوالی او اوږدوالی، څه مخلوقات چې په اسمانونو او ځمکه کې دي، دا د الله پر ځواک د هغه قوم لپاره دلالت کوونکې نښې دي چې له الله څخه د هغه د امرونو پرځای کولو او له نواهيوو څخه يې په ډډه کولو وېريږي.
(7) بېشکه هغه کافران چې له الله سره د مخامخ کېدو هيله نلري چې ترې وډار شي او يا هغه وغواړي، د آخرت د تلپاتې ژوند په بدل کې د دنيا په پای ته رسيدونکي ژوند خوښ دي، پر هغو د خوښۍ له امله يې زړونه ډاډه دي، دا هغه کسان دي چې د الله له نښانو او دلايلو مخ اړوونکي او بې پروا دي.
(8) دغه کسان چې پر دغو صفتونو یاد شوي دي د اوسېدو ځای يې چې ورځي به، هغه اور دی، د هغه څه د ترسره کولو له امله چې د قيامت له ورځې انکار کول او درواغ ګڼل دي.
(9) بېشکه هغه کسان چې پر الله يې ايمان رواړی او ښه کارونه يې کړي دي الله به يې د ايمان له امله د هغوی داسې ښه کار ته لارښوونه وکړي چې د هغه خوښۍ ته رسوونکی وي، بيا به د قيامت په ورځ الله هغوی د تلپاتې نعمتونو جنتونو ته ننباسي، چې لاندې به ترې نهرونه بهيږي.
(10) د هغوی بلنه (وينا) به په جنت کې د الله پاکي او سپېڅلتيا بيانول وي، د الله لخوا هرکلی، د پرېښتو هرکلی او د هغوی يو بل ته هرکلی: به سلام ويل وي، د بلنې پای به يې د ټولو مخلوقاتو پالونکي الله ستاينه وي.
(11) که چېرې الله پاک د خلکو د هغې ښېرا په قبلولو کې بيړه کولی چې هغوی يې د غوسې په حال کې د خپلو ځانونو، اولادونو او مالونو لپاره کوي لکه د هغوی د خير دعا چې ژر قبلوي؛ نو هغوی به تباه شوي وای، خو الله هغوی ته مهلت ورکوي، هغه خلک پرېږدي چې له هغه سره د مخامخ کېدو هيله نلري، ځکه هغوی له سزا نه ډاريږي، هغوی پرېږدي په داسې حال کې چې تردد، تعجب او د حساب په ورځ کې شک کوونکي دي.
(12) کله چې له بريده اوښتونکي انسان بدن ته کومه ناروغي يا بدحالي ورسيږي، په خوارۍ او عاجزۍ مو د اړخ لګولو، ناستې او ولاړې په حالت کې رابولي، په دې هيله چې کړاو ځنې لرې کړل شي، کله يې چې موږ دعا قبوله کړو او کړاو ورڅخه لرې کړو، پر هغه څه روان شي چې مخکې پرې و، ګواکې موږ يې د ور رسېدلي کړاو په اړه ور بللي نه يو، لکه څنګه چې د دغه مخ اړوونکي لپاره په لار ورکۍ کې پاتې کېدل ښايسته کړل شوي دي همدارنګه له پولو اوښتونکو لپاره يې د کفر له امله هغه کفر او ګناهونه ښايسته کړل شوي دي چې ترسره کوي يې؛ نو نه يې پرېږدي.
(13) بېشکه له تاسو مخکې مو ای مشرکانو! امتونه تباه کړل د خپلوپېغمبرانو د درواغ ګڼلو او ګناهونو د ترسره کولو له امله يې، په داسې حال کې چې کوم پېغمبران مو ورلېږلي وو هغوی له داسې څرګندو دلايلو سره ورته راغلل، چې د خپل پالونکي لخوا يې په راوړي شيانو کې د هغوی پر رېښتينولۍ دلالت کوي، خو هغوی سم نشول چې ايمان راوړي، د ايمان د وړتيا نه لرلو له امله، الله هغوی خوار کړل، د ايمان توفيق يې ور نکړ، لکه څنګه مو چې دغه ظالم امتونو ته سزا ورکړه همدارنګه هغوی ته ورته خلکو ته په هر وخت او هرځای کې سزا ورکوو.
(14) بيا مو ای خلکو! د دغو درواغ ګڼونکو امتونو چې تباه مو کړل تاسو ځای ناستي ورګرځولئ، ترڅو وګورو چې څنګه کارونه کوئ، ايا ښه کار کوئ چې ثواب پرې درکړل شي او که بد کار کوئ چې سزا پرې درکړل شي؟.
(15) کله چې پر هغوی د الله پر يو والي دلالت کوونکي څرګند قراني آيتونه لوستل کيږي، له بېرته راپورته کېدو څخه هغه نټه کوونکي چې د ثواب هيله نلري او نه له سزا وېريږي وايي: ای محمده! له دغه قرآن چې د بوتانو پر ښګنځلو مشتمل دی پرته بل قرآن راوړه او يا د ځينو برخو يا ټول قرآن په نسخه کولو بدلون پکې راوله چې زموږ له غوښتنو سره سم وي، ورته ووايه: ای رسوله! دا سمه خبر نه ده چې زه يې بدل کړم او نه تر دې بل ښه راوړلی شم، بلکې يوازې الله هغه ذات دی چې څه وغواړي ترې بدلوي يې، زه يوازې د هغه څه پيروي کوم چې الله يې راته وحي کوي، بېشکه زه د لويې ورځې چې هغه د قيامت ورځ ده، له سزا وېرېږم که مې له الله سرغړونه وکړه ستاسو د خبرو په منلو کې چې تاسو يې غواړئ.
(16) ووايه ای رسوله:! که چېرې الله وغواړي چې زه پرتاسو قرآن ونه لولم؛ نو نه به مې وای لوستلی او نه به مې وای تاسو ته رسولی، که الله وغواړي تاسو به يې زما په ژبه پر قرآن نه وای خبر کړي، ستاسو په منځ کې مې اوږده موده تېره کړه چې څلوېښت کلونه وو، نه لوستل کولی شم او نه ليکل، نه دا ډول حالت غواړم او نه يې پلټنه کوم؛ نو آيا په عقلونو مو دا نشئ درک کولئ چې ما تاسوته کوم څه راوړي هغه د الله له لوري دي، په هغو کې زما هيڅ واک نشته؟!.
(17) له هغه چا لوی ظالم نشته چې پر الله درواغ تړي؛ نو زما لپاره به څنګه وي چې قرآن بدل کړم پر هغه د درواغ تړلو له امله، بېشکه حال دادی چې د الله له پولو اوښتونکي پر هغه د درواغ تړلو له امله په خپله غوښتنه کې نشي بريالي کېدلی.
(18) مشرکان له الله پرته د ګمان کړل شويو معبودانو عبادت کوي، نه ګټه رسولی شي او نه تاوان، پر حقه معبود چې کله وغواړي ګټه او تاوان رسولی شي، هغوی د خپلو معبودانو په اړه وايي: دغه زموږ لپاره منځګړي دي د الله په وړاندې زموږ سپارښتنه کوي؛ نو هغه زموږ پرګناهونو سزا نه راکوي، ورته ووايه: ای رسوله! آيا تاسو ښه پوه الله ته د هغه د شريک په اړه خبر ورکوئ، حال دا چې هغه خپل ځان لره په آسمانونو او ځمکه کې کوم شريک نه پېژني، هغه پاک او سپېڅلی دی له هغه باطل او دراوغو څخه چې مشرکان يې وايي.
(19) خلک يوازې يو مؤمن موحد امت وو، خو اختلاف يې وکړ؛ نو څوک ترې مؤمن پاتې شو، او چا کفر وکړ، که چېرې د الله دا پرېکړه نه وای تېره شوې چې هغه په دنيا کې د هغوی ترمنځ د هغه څه په اړه پرېکړه نه کوي چې اختلاف يې پکښې کړی دی، بلکې د هغوی ترمنځ به په هغو کې د قيامت په ورځ پرېکړه کوي، که دا نه وی، هرومرو به يې د هغوی ترمنځ د هغه څه په اړه په دنيا کې پرېکړه کړې وای چې اختلاف پکې کوي؛ نو په سمه لار روان به له لار ورکي بېل شوی وای.
(20) مشرکان وايي: ولې پر محمد د خپل پالونکي لخوا داسې نښنه نده نازله کړل شوې چې د هغه پر رېښتينولۍ دلالت کوونکي وي؟ ای رسوله! هغوی ته ووايه: د آيتونو نازلېدل پټ دي يوازې الله پرې پوهيږي، د هغه حسي نښانو انتظار وکړئ چې وړانديز کړې مو دي، زه هم ستاسو سره هغوته له انتظار کوونکو څخه يم.
(21) او کله چې مشرکانو ته د باران او آبادۍ څخه کومه پېرزوينه وروسته د وچ کالۍ او سختۍ څخه ورسيږي، هغوی سملاسي زموږ په آيتونو ملنډې او مسخرې کوي، ای رسوله! دغو مشرکانو ته ووايه: الله د تدبير له پلوه بيړه کوونکی، تاسو لره د استدراج او سزا له پلوه تيزي کوونکی دی، بېشکه ساتونکې پرېښتې هغه مکر ليکي چې تاسو يې تدبير نيسئ له هغوی څه نه پاتې کيږي؛ نو د هغوی له پيداکوونکي به څنګه پاتې شي؟ ژر به الله تاسو ته ستاسو پر مکر سزا درکړي.
(22) ای خلکو! الله هغه ذات دی چې په وچه کې تاسو په خپلو پښو او سپرليو مو بيايي او همغه ذات دی چې په درياب کې په کښتيو کې مو بيايي، تردې چې کله تاسو په درياب کې په کښتيو کې وئ، پر هغوی سمه هوا چليږي، سپاره پر دغې سمه هوا خوشحاله وي، کله چې په همدغې خوشحالۍ کې وي، پر هغوی سخته تيزه هوا راشي، له هر لوري د درياب څپه پرې راشي او زيات ګمان يې راشي چې تباه کېدونکي دي، هغه مهال يوازې الله رابولي، له هغه سره هيڅوک نه شريکوي په داسې حال کې چې وايي: که چېرې دې له دغه تباه کوونکي کړاو څخه وژغورلو، هرومرو به تا لره پر هغې پېرزوينه شکر اېستونکي شو چې پر موږ دې کړې ده.
(23) کله یې چې دعا قبوله کړي او هغوی له دغه کړاو څخه وژعوري، سملاسي د کفر، ګناهونو او سرغړونو په ترسره کولو په ځمکه کې وران کاری کوي، ای خلکو! بيدار شئ، بېشکه ستاسو د بد تيري پايله ستاسو پر خلاف ده، الله ته ستاسو تېری زيان نشي رسولی، د دنيا په ختمېدونکي ژوند کې پر هغې ګټه واخلئ بيا مو موږ ته د قيامت په ورځ راګرځېدل دي؛ نو پر هغو ګناهونو به مو خبر کړو چې کول مو او پر هغو به سزا درکړو.
(24) بېشکه د دنيا د هغه ژوند بېلګه چې تاسو مزې پکښې کوئ په تېز تېرېدو کې داسې ده لکه د هغه باران غوندې چې د ځمکې له شينکیو څخه چې کومې غلې او مېوې خلک خوري او کوم واښه او نور شيان چې څاروي يې خوري ګډ شي، تردې چې کله ځمکه خپل ښکلی رنګ واخلي او په ډول ډول شينکیو را شنه کولو ښايسته شي، څښتنان يې دا ګومان وکړي چې هغوی د هغه څه په رېبلو او راټولولو ځواکمن دي چې را شنه کړي يې دي، د هغو د تباهۍ په اړه زموږ پرېکړه راشي؛ نو هغه داسې رېبل شوې وګرځوو لکه په نېږدې وخت کې چې بيخي په ونو او شينکیو آباده نه وه، لکه څنګه مو چې تاسو لره د دنيا حال او د هغې تېز تېرېدل بيان کړل، بيانوو دلايل او برهانونه د هغه چا لپاره چې فکرکوي او پند اخلي.
(25) الله ټول خلک هغه جنت ته وربولي چې د سلامتيا کور دی، خلک له کړاوونو او غمونو پکښې ساتي او له مرګه خوندي وي، الله چې له خپلو بندګانو چاته وغواړي د اسلام د دين توفيق ورکوي چې دغه د سلامتۍ کور ته رسوونکی دی.
(26) د هغو کسانو لپاره چې په ښه توګه هغه پيروۍ ترسره کوي چې الله پرې واجبې کړې دي او له ګناهونو چې څه پرې حرام کړل شوي دي پرېږدي يې، ښه بدله ده، چې هغه جنت دی، او هغوی لره پردې زيات څه دي، چې هغه د الله کريم مخ ته کتل دي، د هغوی مخونه ګرد نه پټوي، نه يې خواري او رسوايي پټوي، دغه کسان چې په ښېګڼه متصف دي جنتيان دي تل پکښې اوسېدونکي وي.
(27) او هغه کسان چې د کفر او ګناهونو غوندې ناوړه کارونه يې کړي دي هغوی لره يې د ناوړه کار بدله ده چې ترسره کړی يې دی، د هغې جزا په څېر د الله سزا په آخرت کې هم ده، مخونه به يې خوارۍ او رسوايۍ پټ کړي وي، هغوی لره د الله د سزا په وړاندې کوم خنډ نشته کله چې پرې راشي، ګواکې مخونه يې د تورې شپې توروالی اغوستی دی د اور دود او توروالي به داسې زيات پټ کړي وي، دغه کسان چې پر دغو صفتونو متصف دي دوزخيان دي تل به پکې اوسېدونکي وي.
(28) ای رسوله! د قيامت ورځ در په ياد کړه، کله چې موږ ټول خلک را غونډ کړو، بيا هغو کسانو ته چې په دنيا کې يې په الله شرک کړی وو، ووايو: ای مشرکانو! تاسو او ستاسو هغه معبودان چې له الله پرته مو يې عبادت کولو په خپلو ځايونو کې اوسئ، بيا موږ د معبودانو او د عبادت کوونکو ترمنځ بېلوالی راولو او معبودان له عبادت کوونکو بېزاره شي په داسې حال کې چې وايي: تاسو خو په دنيا کې زموږ عبادت نه کاوه.
(29) هلته به يې هغه معبودان چې هغوی یې له الله پرته عبادت کړی و ترې بېزاره شي وايي به: الله شاهد دی او هغه بسنه کوي چې موږ ستاسو په عبادت خوښ نه وو، نه مو تاسو ته پرې امر کړی و او نه موږ ستاسو عبادت احساس کړی دی.
(30) په دغه لوی ځای کې به له هر چا څخه د هغه کار ازموينه اخېستل کيږي چې په دنيا کې يې ترسره کړی دی، مشرکان به خپل هغه حق پالونکي الله ته ور وګرځول شي چې د هغوی حساب يې په لاس کې دی او له هغوی به يې هغه د بوتانو سپارښت ولاړ شي چې له ځانه يې جوړولو.
(31) ای رسوله! ووايه دغه پر الله شرک کوونکو ته: څوک د آسمان له لوري پر تاسو د باران په اورولو روزي درکوي؟ او څوک له ځمکې روزي درکوي چې شنې ګياوې پکې را شنې کوي او هغه خزانې درکوي چې ځمکه پرې مشتمله ده؟ څوک ژوندی له مړي راباسي لکه انسان له نطفې څخه، مرغه له هګۍ څخه، څوک مړی له ژوندي راباسي لکه نطفه له حيوان څخه، هګۍ له مرغه څخه؟ څوک د آسمانونو، ځمکې او کوم مخلوقات چې پکې دي تدبير نيسي؟؛نو ژر به هغوی ځواب ووايي چې د دغو ټولو کوونکی الله دی، هغوی ته ووايه: آيا پر دغه نه پوهېږئ او له الله نه وېرېږئ د هغه د امرونو پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو سره؟!.
(32) ای خلکو! دا هغه ذات چې دغه ټول کوي هغه الله حق ستاسو پيداکوونکی دی، ستاسو د چارو تدبير کوونکی دی، د حق له پېژندنې وروسته له لرې والي او ضايع کولو پرته بل څه دي؟؛ نو عقلونه مو له دغه څرګند حقه چېرې تللي دي؟!.
(33) لکه څنګه چې په حقه ربوبيت يوازې الله ته ثابت شو، ای رسوله! ستا د پالونکي د تقدير وينا همداسې پر هغو خلکو ثابته شوه چې له حق څخه د ضد له امله وتلي دي چې هغوی ايمان نه راوړي.
(34) ای رسوله! دغو مشرکانوته ووايه: آيا ستاسو د هغو شريکانو ترمنځ چې تاسو يې له الله پرته عبادت کوئ څوک شته چې پرته له مخکېنۍ بېلګې يې مخلوق پيداکړی وي، بيا يې له مرګ وروسته بېرته راپاڅوي؟ ورته ووايه: الله مخلوق پرته له مخکېنۍ بېلګې پيداکوي، بيا يې له مرګ وروسته بېرته راپاڅوي؛ نو څنګه ای مشرکانو له حق څخه باطل ته ورګرځئ؟!
(35) ای رسوله! ورته ووايه: آيا ستاسو د شريکانو ترمنځ چې تاسو يې له الله پرته عبادت کوئ داسې څوک شته چې حق ته لارښوونه وکړي؟ هغوی ته ووايه: يوازې الله حق ته لارښوونه کوي؛ نو آيا هغه څوک چې د خلکو حق ته لارښوونه کوي او ورته رابولي يې، غوره دی چې پيروي يې وشي يا ستاسو هغه معبودان چې په خپله لارورکي دي خو دا چې بل څوک يې لارښوونه وکړي؟! څه دي تاسو لره څنګه پر باطل پرېکړه کوئ کله چې دا ګومان کوئ چې هغوی له الله سره شريکان دي؟! الله ستاسو له وينا په ډېر لوړوالي لوړ دی.
(36) مشرکان ډېری د هغه څه پيروي کوي چې هغوی لره پرې پوهه نشته، يوازې د وهم او شک پيروي کوي، شک د پوهې ځای ناستی نشي کېدلی او نه څه ګټه رسولی شي، بېشکه الله ښه پوه دی پر هغه څه چې هغوی يې کوي، د هغوی له کړنو څه ترې پټ نه دي او هغوی ته به پرې سزا ورکړي.
(37) دا سمه نه ده چې قرآن دې له ځانه جوړکړل شوی وي او له الله پرته بل چا ته دې منسوب کړل شي، ځکه خلک د هغه له نمونې راوړلو په ښکاره بې وسې شول، خو هغه رېښتينی ګڼونکی دی د هغو کتابونو چې ترې مخکې نازل شوي دي، د هغو حکمونو بيانوونکی دی په مخکېنيو کتابونو کې په لنډ ډول راغلي وو؛ نو په دې کې شک نشته چې هغه د مخلوقاتو د پالونکي پاک لوړ ذات له لوري نازل کړل شوی دی.
(38) بلکې دغه مشرکان به وايي: محمد صلی الله عليه وسلم دغه قرآن له ځانه جوړ کړی دی او الله ته يې نسبت کړی دی، ای رسوله! هغوی ته په ځواب ورکولو ووايه: که چېرې ما له ځانه راوړی وي زه ستاسو غوندې يو انسان يم؛ نو تاسو هم د هغه غوندې يو سورت راوړئ او څوک چې د خپل ملاتړ لپاره را بللی شئ را ويې بولئ که چېرې تاسو په دغه دعوی کې رېښتيني واست چې قرآن درواغ له ځانه جوړکړل شوی دی، هيڅکله به د دغه توان ونلرئ، ستاسو توان نلرل حال دا چې د ژبې او فصاحت څښتنان ياست؛ دليل دی پر دې چې قرآن د الله له لوري نازل کړل شوی دی.
(39) هغوی ځواب ورنکړ، بلکې د قرآن په درواغ ګڼلو کې يې کوښښ وکړ، مخکې تر دې چې پرې پوه شي او فکر پکې وکړي او مخکې تر دې چې هغه سزا ورته ورسيږي چې پرې ډارول شوي وو، حال دا چې د دغه راتګ رانېږدې شو، د دغه درواغ ګڼلو غوندې پخوانيو امتونو هم تکذيب کړی و؛ نو هغه سزا پرې راغله کومه چې پرې راغله، فکر وکړه ای پېغمبره! د درواغ ګڼونکو امتونو پايله څنګه وه، بېشکه الله هغوی تباه کړل.
(40) له مشرکانو به ځينې پر قرآن مخکې له مړينې يې ايمان راوړي، ځينې به يې د ضد او لويۍ له امله پرې ايمان را نه وړي تردې چې مړه به شي، ای رسوله! ستا پالونکی پر هغو خلکو چې پر خپل کفر ټينګار کوي تر ټولو ډېر پوه دی او ژر به هغوی ته پر کفر يې سزا ورکړي.
(41) ای پېغمبره که چېرې دې قوم ته درواغجن ګڼلی وې نو ته ورته ووايه: ما لره زما د کړنې بدله ده او زه به د خپلې کړنې پايله زغمم، تاسو لره ستاسو د کړنې بدله ده او پر تاسو يې سزا ده، تاسو د هغه څه له سزا بېزاره ياست چې زه يې کوم او زه د هغه څه له سزا بېزاره يم چې تاسو يې کوئ.
(42) او له مشرکانو ځينې -ای پېغمبره- تا ته داسې غوږ نيسي کله چې ته قرآن لولې چې له منلو او باور کولو سره تړاو نلري، آيا ته هغه چا ته آورول کولی شې چې د اورېدلو توان يې له لاسه ورکړی وي؟! همدارنګه به هيڅکله د دغو کسانو پر لارښوونه ونه توانېږې چې له حق څخه ګونګيان دي؛ نو پرې پوهيږي.
(43) ای رسوله! له مشرکانو ځينې په سرسري کتلو درته ګوري نه په خپل بصيرت سره، آيا ته هغوکسانو ته د ليدو توان ورکولی شې چا چې خپلې سترګې له لاسه ورکړې وي؟! بېشکه ته دغه نشې کولئ، همدارنګه هغه چاته لارښوونه نشې کولئ چې بصيرت نلري.
(44) بېشکه الله پر خپلو بندګانو له ظلم کولو پاک دی، هغه يوه ذره ظلم هم نه پرې کوي، خو هغوی داسې کسان دي چې د تباهۍ ځايونو ته په ورښکته کولو پر خپلو ځانو ظلم کوي، د باطل، لويۍ او ضد په موخه د تعصب له امله.
(45) کله چې الله د قيامت په ورځ خلک د خپل حساب لپاره را پاڅوي، داسې به وي ګواکې هغوی د دنيا او برزخ په ژوند کې يې د ورځې يوه ګړۍ تېره کړې ده نه زيات، ځينې به ځينې پکښې وپېژني، بيا به يې پېژندګلوي د قيامت د سختو حالاتو د ليدو له امله ختمه شي، زيان وکړ هغو کسانو چې د قيامت په ورځ له خپل پالونکي سره مخامخ کېدل يې درواغ ګڼل او د بېرته راڅېدو پر ورځ په دنيا کې باور کوونکي نه وو، ترڅو له زيان خوندي شوي وای.
(46) ای رسوله! يا به تاته ستا له مرګ مخکې ځينې هغه سزا در وښيو چې له هغوی سره مو يې ژمنه کړې وه يا به دې مخکې له دې واخلو(مړکړو)، په دغه دواړو حالتونو کې د قيامت په ورځ د هغوی موږ ته راګرځېدل دي، بيا الله لیدونکی دی د هغه څه چې هغوی کول، له هغه څه پټ نه دي او ژر به هغوی ته پر کړنو يې سزا ورکړي.
(47) له مخکينيو امتونو څخه هر امت لره رسول و چې ورته لېږل شوی و، کله يې چې هغوی ته هغه څه ورسول چې د رسولو امر ورته شوی و، هغوی درواغجن وګاڼه، د هغوی او رسول ترمنځ يې په عدل پرېکړه وشوه؛ نو الله په خپله پېرزوينه رسول وژغوره او امت يې د عدالت له مخې تباه کړ او پر هغوی د کړنو له بدلې يې هيڅ ظلم نه کيږي.
(48) اودغه کافران به د ضد کوونکو او ننګوونکو په حالت کې وايي: د هغې سزا وخت کله دی چې تاسو يې له موږ سره ژمنه کړې وه که چېرې په هغه څه کې رېښتيني واست چې دعوی يې کوئ؟!
(49) ای رسوله! ورته ووايه: زه خپل ځانته د کوم زيان واک نلرم چې زيان ور ورسوم او نه يې ترې مخه نيولی شم، نه د کومې ګټې چې ګټه ور ورسوم؛ نو څنګه به له ځان پرته بل ته د ګټې او يا د هغه د زيان واک ولرم؟ خو دا چې الله له دغه څه وغواړي؛ نو څنګه به زه پر پټو پوه شم؟ له امتونو د هر هغه امت لپاره چې الله يې د تباهۍ ژمنه کړې ده د هغوی د تباهي يو ټاکلی وخت دی، يوازې الله پرې پوهيږي، کله يې چې د تباهۍ وخت راشي، له هغه به هيڅ وخت وروسته نشي او نه به مخکې شي.
(50) ای رسوله! دغو د سزا په بيړه غوښتونکو ته ووايه: ماته خبر اکړئ که چېرې د الله سزا د شپې يا ورځې په هر وخت کې در باندې راشي، کوم څه دي چې تاسو يې له سزا په بيړه غواړئ؟!
(51) آيا وروسته لدې چې هغه سزا پر تاسو راشي چې ژمنه يې درسره شوې وه، تاسو ايمان راوړئ چې هغه مهال به هيچاته يې ايمان ګټه ونه رسوي چې مخکې يې ايمان نه وي راوړی؟ آيا اوس ايمان راوړئ، حال داچې له دې مخکې مو سزا په بيړه غوښتله د درواغ ګڼلو په ډول.
(52) بيا د هغوی په سزا کې له ننه اېستلو او د هغوی لخوا د وتلو له غوښتنې وروسته به ورته وويل شي: په آخرت کې تلپاتې سزا وڅکئ، آيا تاسو ته له هغه کفر او ګناهونو پرته د بل څه بدله درکول کيږي چې کول مو؟!.
(53) ای پېغمبره! مشرکان به له تا د خبر غوښتنه کوي: آيا دغه سزا چې زموږ سره يې ژمنه شوې ده حق ده؟ ورته ووايه: هو، بېشکه په الله قسم هغه حق ده او تاسو له هغې تېښته کوونکي نه ياست.
(54) که چیرې د هر مشرک د پاره ټول هغه غوره مالونه چې په ځمکه کې دي وي، هرومرو به يې د الله له سزا د خلاصون لپاره بدل وګرځوي که چېرې هغه ته د فديه ورکولو فرصت ورکړل شي، مشرکان به خپله پښېماني پټه کړي کله چې د قيامت په ورځ سزا وويني، الله به په عدل د هغوی ترمنځ پرېکړه وکړي، په داسې حال کې چې پر هغوی به ظلم نه کيږي، يوازې پر خپلو کړنو به سزا ورکول کيږي.
(55) خبر اوسئ بېشکه د آسمانونو او څه چې په ځمکه کې دي پاچايي يوازې الله لره ده، خبر اوسئ بېشکه کافرانو ته د الله لخوا د سزا ژمنه ترسره کېدونکې ده هيڅ شک پکې نشته، خو د هغوی ډېری پردې نه پوهيږي؛ نو شک کوي.
(56) هغه پاک ذات مړي بېرته را پاڅوي، ژوندي مړه کوي، يوازې هغه ته مو د قيامت په ورځ ورګرځېدل دي؛ نو پر کړنو به مو سزا درکړي.
(57) ای خلکو! بېشکه تاسو ته قرآن راغی په هغو کې يادونه، هڅونه او وېرونه ده، هغه د زړونو د شک او تردد ناروغيو لپاره درملنه ده او د حق لارې ته لارښوونه ده، په هغه کې د مؤمنانو لپاره لورېينه ده؛ نو ترې ګټه اخېستونکي دي.
(58) ای رسوله! خلکو ته ووايه: کوم قرآن مې چې درته راوړی هغه د الله لخوا پر تاسو پېرزوينه ده، د هغه لخوا درباندې لورېينه ده؛ نو پرتاسو د الله په پېرزوينه او د هغه په لروېينه چې د دغه قرآن نازلول دي خوشحاله شئ، نه له هغو دوو پرته پر بل شي، کوم څه چې هغوی ته محمد صلی الله عليه وسلم د خپل پالونکي لخوا راوړي دي هغه غوره دي له هغه څه څخه چې هغوی يې ټولوي د له منځه تلونکې دنيا له توښې څخه.
(59) ای رسوله! دغو مشرکانو ته ووايه: خبر راکړئ چې الله پر تاسو دروزۍ په نازلولو پېرزوينه کړې ده، خو تاسو د خپلو نفسي غوښتنو پر بنسټ پرې عمل وکړ، ځينې مو حرام وګڼل او ځينې مو حلال، هغوی ته ووايه: آيا الله تاسو ته حلال ګرځولي دي د هغه څه حلالول کوم چې تاسو حلال وګڼل او د هغه څه حرامول کوم چې تاسو حرام وګڼل يا تاسو پر هغه درواغ تړئ؟!.
(60) پر الله درواغ تړونکي څه ګومان کوي چې د قيامت په ورځ به پر هغوی څه راځي؟! آيا هغوی ګومان کوي چې بخښنه به ورته وشي؟! ډېره لرې ده، بېشکه الله پر خلکو د پېرزوينې څښتن دی چې هغوی ته مهلت ورکوي او په سزا ورکولو کې بيړه نه کوي، خو د هغوی ډېری دالله له نعمت څخه نټه کوونکي دي چې پرې کړی يې دی؛ نو شکر يې نه وباسي.
(61) او نه ته له کارونو په کوم کار کې بوخت وې او نه قرآن لولې ای رسوله! او نه تاسو ای مؤمنانو کوم کار ترسره کوئ خو دا چې موږ تاسو وينو پر تاسو پوه يو او آورو مو چې کله په کار پيل کوئ او پکې بېړه کوئ، ستا د پالونکي له پوهې د يوې ذرې په اندازه څه نه په آسمان کې او نه په ځمکه کې پټېدلی شي، نه د ذرې له اندازې کوچنی شی او نه لوی شی شته خو دا چې په هغه څرګند کتاب کې ليکل شوي دي چې نه کوچنۍ خبره او نه لويه خبره پرېږدي مګر شمېري يې.
(62) خبر اوسئ بېشکه د الله پر دوستانو به د قيامت له راتلونکو حالاتو څخه نه وېره وي او نه به هغوی د دنيا په پاتې شويو برخو غمجنيږي.
(63) دغه دوستان هغه کسان دي چې پر الله او دهغه پر رسول صلی الله عليه وسلم په ايمان راوړلو متصف دي او له الله څخه د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو وېريږي.
(64) هغوی لره د خپل پالونکي لخوا په دنيا کې د هغه څه زېری دی چې خوشحاله کوي يې په ښو خوبونو او يا د خلکو لخوا په ستاينه سره، او د پرېښتو لخوا د ارواوو د اخېستو پر مهال زېری دی، له مرګ وروسته او په حشر کې، په هغه څه کې بدلون نشته چې الله یې له هغوی سره ژمنه کړې ده، دغه بدله لويه بريا ده، ځکه په هغې کې د موخې ترلاسه کول دي او له وېرې ژغورل دي.
(65) ای رسوله! د دغو خلکو په طعنه او په دين کې عيب ويلو مه غمجنېږه، بېشکه برلاسي او غلبه ټول الله لره دي، هيڅ شی يې نشي بې وسې کولی، هغه د هغوی د ويناوو اورېدونکی دی، پر کړنو يې ښه پوه دی او ژر به هغوی ته پرې سزا ورکړي.
(66) خبر اوسئ يوازې الله لره د هغه څه پاچايي ده چې په آسمانونو کې دي او د هغه څه پاچايي چې په ځمکه کې دي، د کوم شي پيروي کوي هغه مشرکان چې له الله پرته يې د شريکانو عبادت کوي؟! هغوی په حقيقت کې يوازې د شک پيروي کوي، هغوی الله ته د شريکانو په نسبت کولو کې يوازې درواغ وايي، الله د هغوی له وينا په لوی لوړوالي لوړ دی.
(67) هغه يوازې داسې ذات دی ای خلکو! چې تاسو لره يې شپه داسې ګرځولې ده تر څو له خوځښت او ستړيا څخه پکې آرامه شئ، ورځ يې رڼا ګرځولې ده تر څو په هغې د هغه څه کوښښ وکړئ چې تاسو ته مو په ژوند کې ګټه رسوي، بېشکه په دغه کې څرګند دلايل دي د هغه قوم لپاره چې د باور او منلو وړ اورېدل کوي.
(68) له مشرکانو يوې ډلې وويل: الله پرېښتې لوڼې ګرځولې دي، الله د هغوی له وينا پاک دی، هغه پاک ذات له ټولو مخلوقاتو يې بې پروا دی، هغه لره د هغه څه پاچايي ده چې په آسمانونو کې دي او د هغه څه پاچايي ده چې په ځمکه کې دي، ای مشرکانو ستاسو سره مو په خپله دغه وينا کوم دليل نشته، آيا پر الله لويه وينا تړئ کله چې هغه ته د زوی نسبت کوئ، پر حقيقت يې نه پوهېږئ پرته له دليله يې وايئ؟!.
(69) ای رسوله! هغوی ته ووايه: هغه کسان چې پر الله درواغ تړي هغه ته د زوی په نسبت کولو سره؛ پر هغه څه به بريالي نشي چې غواړي يې او نه به له هغه څه وژغورل شي چې ترې ډاريږي.
(70) هغوی دې نه دوکه کيږي چې د دنيا له خوندوروشيانو او پېرزوينو ګټه اخلي، هغه له منځه تلونکې لږ توښه ده، بيا يې د قيامت په ورځ موږ ته را ګرځېدل دي، بيا به سخته سزا وروڅکو پر الله د کفر او د هغه د رسول د درواغ ګڼلو له امله يې.
(71) کيسه بيان کړه ای رسوله! دغو مشرکانو ته چې د نوح عليه السلام خبره يې درواغ وګڼله کله چې هغه خپل قوم ته وويل: ای زما قومه! که چېرې زما اوسېدل ستاسو ترمنځ درباندې بوج شوي وي او زما لخوا د الله د نښانو يادونه او زما نصيحت درباندې سخت شوي وي، زما د وژلو هوډ مو کړی وي؛ نو ما يوازې پر الله بروسه کړې ده ستاسو د دوکې په ترسره کولو کې، خپل کارمو پياوړی کړئ، زما د وژلو تکل وکړئ او خپل معبودان مو را وبولئ ترڅو ترې مرسته وغواړئ، بيا دې ستاسو چل پټ ګونګ نه وي، زما د وژلو لپاره ستاسو د تدبير وروسته تاسو هغه وکړئ چې پټوئ يې او يوه لحظه مې هم مه وروسته کوئ.
(72) که چېرې تاسو زما له بلنې مخ اړولی وي نو تاسو پوه ياست چې ما د خپل پالونکي په پيغام رسولو له تاسو کومه بدله نه ده غوښتې، زما بدله يوازې پر الله ده، پر ما مو ايمان راوړی وي او که مو کفر کړی وي، او الله امر راته کړی چې په پيروۍ او نېک عمل هغه لره له غاړه اېښودونکو شم.
(73) قوم يې هغه درواغجن وګاڼه، هغه يې رېښتينی ونه ګاڼه؛ نو هغه او له مؤمنانو چې څوک په کښتۍ کې ورسره وو ومو ژغورل او له هغوی د مخکينيو لپاره مو ځای ناستي وګرځول او هغه کسان مو تباه کړل چې نښانې او د طوفان دليلونه يې درواغ ګڼلي وو؛ نو ای رسوله فکر وکړه چې د هغه قوم د چارو پايله څنګه وه چې نوح عليه السلام وېرولي وو، خو هغوی ايمان نه و راوړی.
(74) بيا څه موده وروسته مو په نوح عليه السلام پسې نور رسولان خپلو قومونو ته يې ولېږل، رسولان يې خپلو امتونو ته له نښانو او دلايلو سره راغلل خو د هغوی د رسولانو په درواغ ګڼلو د خپل پخواني ټينګار له امله يې اراده نه وه چې ايمان راوړي؛ نو الله يې پر زړونو مهر ولګاوه، د دغه مهر غوندې چې د پخوانيو رسولانو د امتونو پر زړونو مو لګولی د هغو کافرانو پر زړونو په هر وخت او هرځای کې مهر لګوو چې د کفر له امله د الله له پولو اوښتونکي دي.
(75) بيا وروسته له څه مودې مو په دغو رسولانو پسې موسی او دهغه ورور هارون د مصر پاچا فرعون او د هغه د قوم لويانو ته ولېږل، هغوی دواړه مو له داسې نښانو سره ولېږل چې د هغوی پر رېښتينولۍ دلالت کوونکې وې، خو هغوی پر هغه څه له ايمان راوړلو لويي وکړه چې هغوی دواړه ورسره راغلي وو، هغوی ګناهکار قوم وو، پر الله د کفر او د هغه د رسولانو د درواغجن ګڼلو له امله.
(76) کله چې فرعون او د هغه له قومه لويانو ته هغه دين راغی چې موسی او هارون عليهما السلام راوړی و، هغوی د هغو نښانو په اړه چې دلالت کوونکې وې د هغه څه پر رېښتينولۍ چې موسی راوړي و وويل: بېشکه هغه ښکاره جادو دی حق نه دی.
(77) موسی پر هغوی د نيوکې کوونکي په ډول وويل: آيا حق ته جادو وايئ چې کله درته راشي؟ هيڅکله نه، هغه جادو نه دی، بېشکه زه ښه پوهېږم چې جادوګر هيڅکله نشي بریالی کېدلی؛ نو ما لره به د هغه راکړه ورکړه څنګه وي؟!.
(78) د فرعون قوم موسی عليه السلام ته په ځواب ورکولو وويل: آيا له دغه جادو سره راغلې تر څو موږ له هغه دينه واړوې چې خپل پلرونه مو پرې موندلي دي او پاچايي ستا او ستا د ورور شي؟ موږ تاسو دواړو لره ای موسی او هارونه! پدې اقرار کوونکي نه يو چې تاسو رسولان ياست او موږ ته رالېږل شوي ياست.
(79) فرعون خپل قوم ته وويل: ماته هر داسې کوډګر چې ماهر وي او هغه لره دقيق وي راولئ.
(80) کله چې هغوی فرعون ته ساحران راوستل، موسی عليه السلام هغوی ته وويل په داسې حال کې د هغوی پر وړاندې په خپله بريا باوري و: وغورځوئ ای ساحرانو هغه څه چې تاسو يې غورځوونکي ياست.
(81) کله چې هغوی ورسره شته جادو وغورځاوه، موسی عليه السلام ورته وويل: څه چې مو ښکاره کړل هغه کوډې دي، بېشکه الله به ژر هغه څه باطل کړي چې تاسو وکړل هيڅ اغېز به ونلري، بېشکه تاسو د خپل جادو په مټ په ځمکه کې ورانکاري ياست او الله د هغه چا کار نه سموي چې ورانکاری وي.
(82) الله حق ثابتوي او په خپلو تقدیري کلماتو او له شرعي کلماتو څخه په حجتونو او برهانونو ځای ورکوي، که څه هم دغه کار د فرعون له پېروانو ګناهګاره کافرانو ته ښه نه ښکاري.
(83) قوم د مخ اړولو ټينګه اراد ه کړې وه؛ نو موسی عليه السلام سره له دې چې له څرګندو نښانو او ښکاره حجتونو سره راغلی و، چا رېښتينی ونه ګاڼه پرته د هغه د قوم بنواسرائيلو له يو څو ځوانانو څخه، چې هغوی هم له فرعون او د هغه د قوم له لويانو له خپل ايمانه د اړولو وېره لرله ځکه هغوی ته يې سزا ورڅکله که د هغوی حال ورته ښکاره شوی و، بېشکه فرعون لويي کوونکی پر مصر او د هغو پر اوسېدونکو واکمن دی او هغه بني اسرائيلو ته په کفر، وژنه او سزا ورکولو کې له بريده اوښتونکو څخه دی.
(84) موسی عليه السلام خپل قوم ته وويل: ای زما قومه! که مو پر الله حق ايمان راوړی وي؛ نو يوازې پر هغه باور وکړئ که تاسو مسلمانان ياستئ، پر الله بروسه له تاسو د بدۍ مخه نيسي او خير درته راجلبوي.
(85) موسی عليه السلام ته يې ځواب ورکړ ويې ويل: يوازې پر الله مو بروسه کړې ده، ای زموږ پالونکيه پر موږ ظالمان مه واکمن کوه، چې د دين په اړه مو په فتنه کې واچوي په سزا راکولو، وژلو او له دين څخه په اړولو.
(86) ای زموږ پالونکيه په خپله لورېينه مو د فرعون له کافر قوم څخه وژغوره، بېشکه هغوی موږ مرېيان وګرځولو او په سزا راکولو او ژولو يې وځورلو.
(87) او موسی او د هغه ورور هارون عليهما السلام ته مو وحي وکړه، چې تاسو دواړه مو د قوم لپاره په مصر کې یو ټاکلی کور د الله د عبادت لپاره وګرځوئ، او خپل کورونه مو د قبلې بيت المقدس لوري ته وګرځوئ او بشپړ لمونځ وکړئ، او ای موسی! مؤمنان د الله پر هغه مرسته او تاييد او د هغوی د دښمن پر تباهۍ او په ځمکه کې يې پر ځای ناستي کېدو خبر کړه چې هغوی خوشحالوي.
(88) موسی عليه السلام وويل: ای زموږ پالونکيه! بېشکه تا فرعون او د هغه له قومه اشرافو ته د دنیا ښکلا او زينت ورکړي دي او هغوی ته دې د دغې دنيا په ژوند کې مالونه ورکړي دي، هغوی ستا په ورکړه ستا شکر نه دی اېستلی، بلکې پر هغو مالونو يې ستا له لارې د لارورکۍ مرسته غوښتې ده، ای زموږ پالونکيه مالونه يې ختم کړه او له منځه يې يوسه، زړونه يې سخت کړه، چې ايمان را نه وړي مګر کله چې دردوونکې سزا وويني چې هغه مهال يې ايمان راوړل ګټه نه ورته رسوي.
(89) الله وايي: ستاسو دواړو دعا مې قبوله کړه ای موسی او هارونه! د فرعون او د هغه د قوم د اشرافو پر خلاف؛ نو پر خپل دين مو ثابت اوسئ او له هغه د هغو ناپوهانو لارې ته مه اوړئ چې د حق په لاره نه پوهيږي.
(90) د بنواسرائيلو لپاره مو له دريابه تېرېدل آسانه کړل وروسته له چاودلو يې تر دې چې هغوی خوندي ترې تېرشول، فرعون او د هغه لښکرې په ظلم او تيري ورپسې وو، تردې چې درياب پرې راغی، ډوب شو او له ژغورنې ناهيلی شو، ويې ويل: ايمان مې راوړی چې پر حقه معبود نشته مګر هغه ذات چې بني اسرائيلو پرې ايمان راوړی دی او زه هغه لره په پيروۍ له غاړې اېښودونکو څخه يم.
(91) آيا اوس ايمان راوړې وروسته له ژونده د ناهيله کېدوڅخه؟! حال دا چې ای فرعونه! تا د سزا له راتلو مخکې له الله سرغړونه کړې ده پر هغه د کفر او د هغه له لارې د راګرځولو له امله او ته له ورانکارو څخه وې د ځان په لارورکۍ کې او د نورو په لارورکولو کې.
(92) نو نن دې ای فرعونه! له دريابه راباسو، په لوړه زمکه دې ګرځوو ترڅو هغه څوک درڅخه پند واخلي چې له تا وروسته راځي او بېشکه ډېری له خلکو زموږ له حجتونو او زموږ د قدرت له دلايلو بې خبره دي په هغو کې فکر نه کوي.
(93) بېشکه بنواسرائيل مو په ستايل شوې سيمه او خوښ کړل شوي ځای؛ د شام په مبارک ښار کې کوز کړل، هغوی ته مو پاکه حلاله روزي ورکړه، د خپل دين په چاره کې يې تر هغه اختلاف نه و کړی تر څو چې هغوی ته قرآن راغی؛ د هغه څه تصديق کوونکی و چې د محمد صلی الله عليه وسلم کوم صفت يې په تورات کې لوستی وو، کله يې چې له دغه څخه نټه وکړه سيمې ترې واخېستل شوې، بېشکه ستا پالونکی ای رسوله! د قيامت په ورځ د هغوی تر منځ په هغه څه کې پرېکړه کوي چې هغوی پکښې اختلاف کولو؛ نو له هغوی به حق پلوي او باطل پلوي هر يوه ته د هغه څه بدله ورکړي چې وړ يې وي.
(94) که چېرې ای رسوله! په شک او حيرانتيا کې وې د هغه قرآن له حقيقته چې تاته مو نازل کړی دی؛ نو له يهودانو چې تورات لولي هغه څوک وپوښته چې ايمان يې راوړی او له نصاراوو چې انجيل لولي، ژر به دې خبر کړي پردې چې کوم څه پر تا نازل کړل شوي هغه حق دي، ځکه هغوی يې په کتابونو کې د هغه صفت مومي، ستا د پالونکي لخوا داسې حق درته راغی چې شک پکې نشته؛ نو ته له شک کوونکو څخه مه کېږه.
(95) او له هغو کسانو مه کېږه چې د الله حجتونه اوبرهانونه يې درواغ ګڼلي، چې پر دغه کار به له هغو زيانمنو څخه شې چې ځانونه يې د خپل کفر له امله د تباهۍ ځايونو ته ور اچولي دي، دغه ټول وېرول د شک او درواغ ګنلو د خطر بيانولو لپاره دي، که نه نبي معصوم دی چې له هغه دې دغه څه صادر شي.
(96) بېشکه پر هغو کسانو د الله پرېکړه ثابته شوه چې هغوی به پر کفر مړه کيږي پر کفر د ټينګار له امله يې، هغوی هيڅکله ايمان نه راوړي.
(97) او که څه هم هغوی ته هره شرعي او کوني نښه راشي تر دې چې هغوی دردوونکې سزا وويني؛ نو ايمان راوړي چې هغه مهال يې ايمان راوړل ورته ګټه نه رسوي.
(98) داسې نه دي پېښ شوي چې له هغو ښارونو د کوم ښار خلکو دې د باور وړ ايمان راوړی وي چې موږ رسولان ورته لېږلي دي د سزا له ليدلو مخکې، نو ايمان يې ګته ورته رسولې وي د سزا له ليدو مخکې د ايمان د راتلو له امله، مګر د يونس قوم کله يې چې ايمان راوړ رېښتينی ايمان؛ موږ د دنيا په ژوند کې له هغوی د خوارۍ او رسوايۍ سزا پورته کړه او هغوی ته مو يې د مرګونو د وخت تر رسېدو پورې ګټه ورکړه.
(99) ای رسوله! که چېرې ستاپالونکي د ټولو هغو کسانو چې په ځمکه کې دي ايمان راوړل غوښتی، هغوی به ايمان راوړی وای، خو دغه يې د يو حکمت له مخې نه دي غوښتي، هغه په خپل عدل سره چې چاته وغواړي لارورکی کوي يې او په خپله پېرزوينه چې چاته وغواړي لارښوونه ورته کوي، ستا په توان کې نه دي چې خلک اړ کړې ترڅو مؤمنان شي، هغوی ته د ايمان راوړلو توفيق يوازې د الله په لاس کې دی.
(100) او هيڅوک نشي کولی چې له خپل لوري ايمان راوړي خو دا چې د الله اراده وشي؛ نو ايمان راوړل يوازې د الله په خوښه راځي، ستا نفس دې پر هغوی د افسوسونو له امله له منځه نه ځي، الله سزا او رسوايي پر هغو خلکو ګرځوي چې د هغه حجتونه، برهانونه، حکمونه او نواهي نشي درک کولی.
(101) ای رسوله! هغو مشرکانو ته چې له تا څخه د نښانو غوښتنه کوي ووايه: فکر وکړئ په آسمانونو او ځمکه کې کومې داسې نښانې دي چې د الله پر يووالي او قدرت دلالت کوونکې دي او د نښانو نازلول، حجتونه او رسولان هغه قوم ته ګته نشي رسولی چې په هغوی کې دا وړتيا نه وي چې ايمان دې راوړي پر کفر د ټينګار له امله يې.
(102) آيا دغه درواغ ګڼونکي انتظار کوي مګر د هغو پېښو غوندې ته چې الله پر پخوانيو درواغ ګنونکو امتونو راوستلې؟! ای رسوله! هغوی ته ووايه: د الله د سزا انتظار وکړئ بېشکه زه ستاسو سره د خپل پالونکي ژمنې ته له انتظار کوونکو څخه يم.
(103) بيا پر هغوی سزا نازلوو او خپل رسولان ژغورو او هغه کسان ژغورو چې له هغوی سره يې ايمان راوړی دی؛ نو هغوی ته هغه څه نه رسيږي چې قوم ته يې رسېدلي، لکه څنګه مو چې دغه رسولان او له هغوی سره مؤمنان وژغورل همدارنګه د الله رسول او له هغه سره مؤمنان په داسې حقه ژغورنه سره ژغورو چې پر موږ لازمه ده.
(104) ای رسوله! ووايه: ای خلکو که چېرې تاسو زما د هغه دين په اړه په شک وئ چې زه مو ورته رابولم حال داچې هغه د يووالي دين دی؛ نو زه ستاسو د دين د فساد په اړه باوري يم پيروي يې نه کوم، زه د هغه شيانو عبادت نه کوم چې تاسو يې له الله پرته عبادت کوئ بلکې زه د هغه چا عبادت کوم چې مړ کوي مې او ماته يې امر کړی چې له هغو مؤمنانو شم چې هغه لره د دين ځانګړي کوونکي دي.
(105) همدارنګه يې ماته امر کړی چې پر حق دين نېغ واوسم او ثابت پرې پاتې شم له ټولو اديانو هغه ته راکوږ وم، زه يې له دې څخه منع کړی يم چې پر هغه له شرک کوونکو څخه شم.
(106) ای پېغمبره! له الله پرته بتان، مجسمې او نور هغه شيان مه رابوله چې نه د ګټې واک لري چې ګټه درته ورسوي او نه د زيان چې زيان درته ورسوي، که چېرې دې د هغو عبادت وکړ؛ نو هغه مهال به ته له ظالمانو د الله پر حق او ځانو پر حق له تيري کوونکو څخه وې.
(107) ای پېغمبره! که چېرې الله کوم کړاو درته ورسوي او د ګرځولو طلب یې درڅخه وکړای شي؛ نو له هغه پاک ذات پرته بل کوم ګرځوونکی نشته، که هغه د کومې پېرزوينې ارداه درته ولري؛ نو څوک نشته چې د هغه پېرزوينه در څخه وګرځوي، له بندګانو چې چاته وغواړي خپله پېرزوينه ورته رسوي، هغه لره کوم اړ اېستونکی نشته او له بندګانو يې د هغه چا لپاره ډېر بښونکی دی چې توبه وباسي، پر هغوی مهربانه دی.
(108) ای رسوله! ووايه: ای خکو! بېشکه د خپل پالونکي لخوا نازل کړل شوی قران درته راغی، څوک چې په سمه لاره شو او ايمان يې پرې راوړ؛ نو ګټه يې همغه ته ور ګرځېدونکې ده، ځکه الله د بندګانو له پيروۍ بې پروا دی، څوک چې لارورکی شو؛ نو د لارورکۍ اغېز يې يوازې پرخپل ځان دی، الله ته يې د بندګانو سرغړونه زيان نه رسوي، ته پر هغوی څارونکی نه يې، زه مو کړنې څارم او پر هغو حساب درسره کوم.
(109) ای رسوله! د هغه څه پيروي وکړه چې پالونکی يې دې درته وحي کوي او عمل پرې وکړه، او له قوم څخه دې د هغه چا پر تکليف چې مخالفت دې کوي او د کوم څه پر رسولو چې امر درته شوی د هغو پر رسولو صبر وکړه، همدغه ته دوام ورکړه ترڅو الله د هغوی ترمنځ په خپله پرېکړه سره پرېکړه وکړي چې په دنيا کې د هغوی پر خلاف ستا مرسته کول دي او په آخرت کې هغوی ته سزا ورکول دي که چېرې پر کفر مړه شي.