(1) نږدې شوې خلکو ته حسابي د عملونو د دوی د قیامت په ورځ حال دا چې دوی په غفلت کې مخ اړوونکي دي د آخرت نه، په دنیا د اخته کېدو له امله.
(2) او نه راځي دوی ته هیڅ یو قرآن (وحې) د دوی د رب له طرفه چې نوي رانازل شوي وي مګر دوی هغه اوري خو داسې اورېدل چې فاېده ورته نه ورکوي، بلکې اورېدل د لوبو چې هیڅ پروا نه کوي په هغه څه چې په دې کې دي.
(3) دوی غوږ ایښودلی دې ته خو زړونه یې د دې نه غافل دي، او پټه کړې په کفر سره ظلم کوونکو خلکو هغې خبرې لره چې دوی پرې مشورې کوي داسې وایې: نه دی دا کس کوم چې دعوی کوي چې بېشکه دا پېغمبر دی مګر انسان ستاسې په شان، د دې خو ستاسې نه څه غوره والی او فرق نشته؟! او دې چې څه راوړي دا خو جادو دی، آیا تاسې د دې تابعداري کوئ او حال دا چې تاسې پوهیږئ چې ستاسې په شان انسان دی، او دې چې څه راوړي دا هم جادو دی؟!.
(4) پېغمبر صلی الله علیه وسلم وفرماېل: رب زما پوهېږي په هغو خبرو چې تاسې یې پټوئ، نو هغه پوهیږي په هره یوه وینا چې وتونکي وي د ویونکي نه په اسمانونو او په ځمکه کې، او هغه ذات ښه اورېدونکی دی د خپلو بندګانو ویناګانو لره، پوهه دی د هغوی په عملونو، او خامخا به ورله پرې سزا ورکوي.
(5) بلکې دوی د محمد صلی الله علیه وسلم په باره کې په شک کې دي، نو بس کله وایې: دا خو ګډوډ خوبونه دي چې څه تعبېر ورله نشته، او کله وایې: نه، بلکې دې خو دا د ځانه جوړ کړي په غېر د دې نه چې د دې دې څه اصل وي، او کله وایې: دا شاعر دی، او که چېرته دې په خپله دعوه کې ریښتونی وي نو پس رادې وړي مونږ ته یوه معجزه د مخکنیو پېغمبرانو په شان، نو پس یقېنا هغوی راتګ کړی و په غټو معجزاتو، لکه: د موسی امسا، او د صالح اوښه.
(6) ایمان نه دی راوړی مخکې د دوی نه د هیڅ یو کلي والا چې د معجزو غوښتنه یې کړې وه نو هغوی ته هغه معجزې ورکړل شوی لکه څرنګه چې هغوی غوښتلې وې، بلکې هغوی ته یې نسبت د دروغو وکړو نو مونږ هلاک کړل، نو آیا دا خلک به ایمان راوړي؟!.
(7) او مونږ نه دي لیږلي -ای پېغمبره- مخکې ستا نه مګر سړي د انسانانو څخه چې مونږ هغوی ته وحې کوله، او مونږ هیڅکله ملاېکې نه دی لېږلي، نو تاسې پوښتنه وکړئ د اهل کتابو نه کوم چې ستاسې نه مخکې و که چېرته په دې نه پوهیږئ.
(8) او مونږ نه و ګرځولي پېغمبران هغوی چې دوی ته مونږ لېږلي و صرف جسدونه چې خوراک یې نه کاوه، بلکې هغوی خوراک کاوه لکه څرنګه چې نور خلک خوراک کوي، او نه و دوی په دنیا کې تل پاتي کېدونکي چې نه مړه کېدل.
(9) بیا مونږ رښتیا کړه خپلو پېغمبرانو سره هغه څه چې مونږ ورسره وعده کړې وه داسې چې بچ مو کړل دوی او هغه څوک چې مونږ غوښتل بچ کېدل د هغوی د مومنانو څخه له هلاکته، او مونږ هلاک کړل تیرېدونکي دحد نه د وجې د کفر د هغوی نه په الله تعالی، او په کولو د هغوی ګناهونو لره.
(10) یقېنا مونږ نازل کړی تاسې ته قرآن کریم په دې کې ستاسې عزت او فخر دی که چېرته تاسې په دې باندې ایمان راوړ، او په هغه څه مو عمل وکړ کوم چې په دې کې دي، آیا تاسې په دې نه پوهېږئ، نو د یو بل نه مخکې والی وکړئ په دې باندې اېمان ته، او عمل کولو ته په هغو احکامو چې په دې کې دي؟!.
(11) او څومره ډېر دي هغه کلېو والا چې مونږ هلاک کړي د هغوی د ظلم او کفر په وجه، او مونږ پیداکړل وروسته د هغوی نه بل قوم!
(12) نو هر کله چې ولېده هلاکېدونکو زمونږ داسې عذاب چې بیخ کندي یې کوله په دغه وخت کې دوی د خپل کلي نه منډې وهلې لپاره د بچ کېدلو د هلاکت نه.
(13) نو دوی ته به د مسخرې په ډول اواز وکړی شي: منډې مه وهئ، او وګرځئ هغه څه ته چې تاسې پکې وئ د مزو اخېستلو نه ستاسې په نعمتونو باندې، او خپلو کورونو ته؛ شاېد چې ستاسې نه ستاسې د دنیا باره کې څه پوښتنه وکړی شي.
(14) وبه وايي دا ظالمان په داسې حال کې چې اعتراف کوونکي به وي په خپلو ګناهونو: ای هلاکته او تاوانه زمونږ! بېشکه مونږ ظالمان یو ځکه چې مونږ په الله تعالی باندې کفر کړی.
(15) نو همېشه به وي د دوی اعتراف په خپلو ګناهونو او ځان ته ښیرا (بد دعا) کولو د دوی په هلاکت سره، دوی به دا ښېرې بیا بیا کوي تر دې چې مونږ وګرځوو دوی په شان د رېبل شوي فصل، مړه چې هیڅ حرکت نشي کولی.
(16) او مونږ نه دي پیداکړي اسمان او زمکه او هغه څه چې د دې دواړو ترمنځ دي لوبې او عبث، بلکې مونږ پیدا کړي دا دواړه لپاره د دلالت کولو زمونږ په قدرت باندې.
(17) که چېرته مونږ اراده کړې وه د نېولو د ښځې او بچي نو مونږ به خامخا نېولی وای د هغه چا نه چې زمونږ سره دي، او مونږ نه یو کوونکي دې کار لره ځکه چې مونږ د دې نه پاک یو.
(18) بلکې مونږ وېشتل کوو په هغه حق سره چې مونږ په هغه سره خپلو پېغمبرانو ته وحي کوو په باطل د کفر والاو باندې نو دا هلاک کړي او وران یې کړي، نو په دغه وخت کې د دوی باطل ختمېدونکی دی، او ستاسې لپاره -ای عقېده لرونکو په نېولو د الله تعالی ښځه او بچې لره- هلاکت دی ځکه چې تاسې الله تعالی ته هغه صفتونه بیانوئ چې د هغه سره مناسب نه دی.
(19) او یوازې دې الله پاک لره دی اختیار د اسمانونو او ځمکې او د هغه سره چې کومې ملاېکې دي هغه لويي نه کوي د هغه د عبادت نه، او نه ستړي کیږي د هغه د بندګۍ نه.
(20) همېشوالی کوي د الله تعالی په پاکۍ بیانولو، د دې نه نه ستړي کیږي.
(21) ایا مشرکېنو نېولي نور معبودان پرته له الله تعالی څخه، چې مړي نشي ژوندي کولی، نو څرنګه دوی بندګي کوي د هغه چا چې هغه د دې کار نه عاجز دی؟!
(22) که په آسمانونو او ځمکه کې له الله پرته نورشمېر معبودان وای، ځمکه او آسمانونه به د هغو معبودانو په پاچايۍ کې د شخړې له امله خراب شوي وو، خو حقيقت د دې پر خلاف دی، نو الله د عرش مالك له هغه څه پاک دی چې مشرکان يې په درواغو ورته بيانوي چې هغه لره شريکان دي.
(23) او الله تعالی یوازې دی په خپله بادشاهۍ او فېصله کې، هیڅوک ترې پوښتنه نشي کولی د هغه څه باره کې چې په تقدېر کې یې لېکلی وي او فیصله یې پرې کړي وي، او هغه د خپلو بندګانو نه د هغوی د عملونو باره کې پوښتنه کوي، او په هغې ورله بدلې ورکوي.
(24) بلکې دوی د الله تعالی نه پرته نور معبودان نېولي، ته ووایه -ای پېغمبره- دې مشرکېنو ته: راوړئ تاسې خپل پوخ دلېل چې دوی د عبادت مستحق دي، نو دا کتاب چې ما ته نازل شوی، او هغه کتابونه چې په مخکنیو پېغمبرانو نازل شوي تاسې لره پکې هیڅ دلېل نشته، بلکې د زیاترو مشرکېنو سره دلېل نه وي مګر جهل او تقلېد، نو دوی د حق د قبلولو نه مخ اړولی.
(25) او مونږ نه دی لېږلی مخکې ستا نه -ای پېغمبره- هیڅ یو پېغمبر مګر وحې مو ورته کوله چې نشته دی حقدار د بندګۍ مګر زه یم نو خاص یواځې زما بندګي وکړئ، او زما سره هیڅ شی هم مه شرېکوئ.
(26) او وایي مشرکین: الله تعالی د ځان لپاره ملاېکې لورګانې نېولي، پاک دی الله تعالی د هغو دروغو نه چې دوی یې وایي، بلکې ملاېکې د الله تعالی بندګان دي، عزت ورکړی شوی دوی ته د الله تعالی له طرفه، او هغه ته نږدې دي.
(27) نه مخکې کیږي د خپل رب نه په هیڅ خبره کې، نو خبرې نه کوي تر دې چې امر ورته وکړي، او دوی د هغه په حکم عمل کوي، نو د هغه د هیڅ حکم خلاف نه کوي.
(28) الله تعالی د هغوی مخکني او وروستني ټول اعمال پېژني، او سپارش نه غواړي مګر د هغه په اجازې سره د هغه چا لپاره چې الله تعالی د هغه لپاره سپارش کول خوښ کړي، او دوی د الله تعالی د وېرې نه ځان ساتونکي دي، نو د هغه مخالفت نه کوي په امر او نهی کې.
(29) او فرضا که چېرته د ملاېکو نه څوک داسې ووایي: بېشکه زه حقدار د بندګۍ یم پرته له الله تعالی څخه، نو یقېنا چې مونږ به ده ته سزا ورکوو په دې خبرې سره په عذاب ورکولو سره په جهنم کې د قیامت په ورځ همېشه به وي په دې کې همېشه، او د دې سزا په شان سزا مونږ هغه چا ته ورکوو چې ظلم ئې کړی په کفر او شرک کولو سره په الله تعالی باندې.
(30) آیا نه پوهېږي هغه کسان چې کفر یې کړی په الله تعالی چې بېشکه اسمانونه او ځمکه د یو بل سره یوځای وو، د دواړو ترمنځ خالي ځای نه وو چې باران ترې شوی و، نو مونږ دا دواړه د یو بل څخه جلا کړل، او پیداکړی مو دی د دغه اسمان څخه زمکې ته له نازل شویو اوبو نه هر یو شی که حیوان دی او که بوټی دی، نو آیا دوی عبرت نه اخلي د دې نه، او يوازي په الله تعالی اېمان نه راوړي؟!.
(31) او پېداکړي مو دي په ځمکه کې غرونه پاخه مضبوط د دې لپاره چې ځمکه په خلکو ونه خوځېږي، او جوړي کړي مو دي په دې کې لارې پراخه د دې لپاره چې دوی په سفرونو کې خپلو مقصدونو ته ورسېږي.
(32) او اسمان مو پرته له ستنو یو ساتونکي چت جوړ کړی له راغورځیدو څخه او ساتل شوی په غلا له غوږ نیولو څخه او مشرکېن د هغو آیتونو نه چې اسمان کې دي -لکه لمر او سپوږمۍ- مخ اړوونکي دي عبرت نه اخلي.
(33) او خاص الله تعالی هغه ذات دی چې پیداکړی یې ده شپه د ارام لپاره، او پیداکړی یې ده ورځ د زندګۍ د تېرولو لپاره، او پیداکړی یې دی لمر نښه د ورځې لپاره، او سپوږمۍ نښه د شپې لپاره، هر یو د لمر او سپوږمۍ نه ګرځي په خپل خاص مدار (خط) کې، د هغه څخه نه کږیږي او نه ترې اوړي.
(34) او مونږ نه دی ګرځولی هیڅ یو کس لره د انسانانو نه مخکې ستا نه -ای پېغمبره- همېشوالی په دې زندګۍ کې؟ آیا نو که ختمه شي ستا نېټه په دې زندګۍ کې او ته مړ شې نو آیا دوی ستا څخه وروسته پاتي کېدونکي دي؟! نه هیڅ کله نه.
(35) هو یو نفس مؤمن او کافر خامخا څکونکی دی مرګ لره په دې دنیا کې، او مونږ ازمېښت کوو په تاسې -ای خلکو- په ژوند د دنېا کې په تکلېفونو او نعمتونو او عذابونو، بیا وروسته د مرګ نه به یواځې مونږ ته تاسې راګرځئ نه بل چا ته، نو خامخا بدلې به درکوو ستاسې په عملونو.
(36) او کله چې ووینې تا -ای پېغمبره- دا مشرکین نو نیسي دوی تا لره مګر په مسخرو سره په داسې حال کې چې خپل پېروان ستا څخه لري کوي او داسې ورته وایي: آیا دا دی هغه څوک چې کنځلي کوي (بد وایي) ستاسې معبودانو ته د کومو چې تاسې بندګي کوئ؟! او دوی د دې مسخرو سره سره انکار کوونکي دي د هغه څه نه چې الله تعالی په دوی باندې په قرآن کريم کې نازل کړي او په هغو نعمتونو چې دوی لره الله تعالی ورکړي؛ کفر کوونکي دي؛ نو دوی ډیر حقدار دي په عیب ویلو باندې ځکه چې په دوی کې هر قسم بدي شته.
(37) پیداکړی شوی دی انسان په تلوار کولو سره، نو هغه په شیانو باندې تلوار کوي مخکې د واقع کېدلو نه، او د دې څخه په تلوار سره غوښتل د مشرکېنو دي عذاب لره، خامخا زه به وښاېم تاسې ته -ای په تلورا سره زما د عذاب غوښتونکو- هغه عذاب چې تاسې په تلوار سره غوښتلی و، نو تاسې هغه په تلوار سره مه غواړئ.
(38) او په تلوار سره وايي کافران هغوی چې انکار کوونکي دي د بېرته راژوندي کېدلو نه:کله به وي هغه بېرته راژوندي کېدل چې تاسې یې زمونږ سره ژمنه کوئ -ای مسلمانانو- که چېرته تاسې ريښتوني یاستئ په هغه څه کې چې تاسې دعوه کوئ د واقع کېدلو؟!
(39) که چېرته پوهه وای دا کافران کوم چې انکار کوونکي دي د بېرته راژوندي کېدلو نه کله چې به دوی اور د خپلو مخونو او شاګانو څخه نشي لرې کولی، او دا چې نه به وي دوی لره څوک مددګار چې د دوی مدد وکړي په لري کولو د عذاب سره د دوی نه، نو که چېرته دوی په دې باندې یقين لرلی نو عذاب به یې په تلوار سره نه و غوښتلی.
(40) نه به راځي دوی ته دا اور چې دوی ته پرې عذاب ورکولی شي په داسې حال کې چې دوی ته به پته وي، بلکه ناببره به ورته راځي، نو دوی به یې د ځانه د اړولو توان او طاقت نه لري، او نه به دوی وروسته کېدلی شي تر دی چې توبه وباسي نو دوی ته به مهرباني او رحمت ورسېږي.
(41) او که چېرته مسخرې کوي په تا باندې قوم ستا نو ته په دې کار کې نوی (يواځې) نه یې، نو په تحقيق سره مسخرې شوي په پېغمبرانو باندې مخکې ستا نه -ای پېغمبره- نو یقېنا راګېر کړي وو هغو کافرانو لره چې په پېغمبرانو باندې مسخرې کولی هغه عذاب چې دوی ورپسې مسخرې کولې په دنیا کې کله چې به ورته پېغمبرانو په هغه باندې وېره ورکوله.
(42) ووایه -ای پېغمبره- دې په تلوار سره عذاب غوښتونکو ته: څوک دی هغه ذات چې ساتي تاسې په شپه او ورځ کې د هغه عذاب نه چې رحمان ذات یې په تاسې د رالېږلو اراده لري او ساتي تاسې د هلاکېدو نه؟ بلکې دوی د خپل رب د نصېحتونو او پندونو او دلېلونو څخه مخ اړوونکي دي، فکر نه کوي په هیڅ شي باندې د دې نه د ناپوهۍ او کم عقلې د وجې.
(43) او که یا شته دوی لره معبودان چې بچ کوي دوی زمونږ له عذابه؟ دوی طاقت نه لري د خپل ځان د مدد کولو په لرې کولو د ضرر د هغوی نه، او نه په راوستلو د فاېدې هغه لره، او څوک چې د خپل ځان مدد نشي کولی، نو د بل چا به څنګه مدد وکړي؟! او نه دوی زمونږ د عذابه بچ کېدلی شي.
(44) بلکې مونږ مزي ورکړي دې کافرانو ته، او مزې مو ورکړې وې د دوی پلارانو ته په هغو نعمتونو چې مونږ دوی لره په پراخ ډول ورکړي و؛ دوی لره دا مهلت ورکول وو، تر دې چې اوږده شوه په دوی باندې زمانه نو دوی په دې سره دوکه شول، او په خپل کفر باندې ودرېدل، آیا نه ویني دا دوکه شوي خلک زمونږ په نعمتونو چې په تلورا سره غوښتونکي دي زمونږ عذاب لره چې مونږ راتلل کوو زمکې ته نېمګړې کوو یې د غاړو د هغې نه په هلاکولو زمونږ د دغه غاړو خلکو لره، او په غالب کېدلو زمونږ په هغوی باندې، نو چې عبرت واخلي په دې باندي هسې نه چې ونه رسيږي دوی ته هغه عذابونه کوم چې هغوی ته رسېدلی وو؟! نو دوی غالب نه دي، بلکې دوی مغلوب دي.
(45) ته ووایه -ای پېغمبره-: بېشکه زه ویروم تاسې -ای خلکو- د الله تعالی له عذابه په هغې وحې سره چې ما ته یې زما رب کوي، او د حق نه کاڼه خلک نه اوري هغه څه چې دوی ورته رابلل کېږي په اورېدلو د قبلولو سره کله چې ورته د الله تعالی د عذابه وېره ورکېدلی شي.
(46) او که چېرته ورسېږي دې په تلوار سره عذاب غوښتونکو ته څه برخه ستا د رب د عذابه -ای پېغمبره- نو خامخا په دغه وخت کې به وايي: ای هلاکته او تاوانه زمونږ، بېشکه مونږ وو ظالمان د الله تعالی سره په شرک کولو او په دروغ ګنلو سره هغه څه لره چې محمد صلی الله علیه وسلم پرې راتګ کړی.
(47) او د انصاف تلې د قیامت په ورځ د دې لپاره ږدو چې د دوی عملونه پرې وتلل شي، نو ظلم به نشي کېدلی په دغه ورځ په هیڅ یو نفس باندې په کموالي د نیکیو د هغه او یا په زیاتوالي د بدیو د هغه، او اګر که دا تلل کیدونکی شی ډیر لږ هم وي د اوري د دانې په اندازه نو هم به یې مونږ راوړو، او بس یو مونږ حساب کوونکي حسابوو عملونو د بندګانو زمونږ.
(48) او بېشکه مونږ ورکړی و موسی او هارون -علیهما السلام- ته تورات چې جدایي راوستونکی و په ما بین د حق او باطل او حلال او حرام کې، او هدایت دی د هغه چا لپاره چې ایمان یې پرې راوړی، او پند او نصېحت دی د هغه چا لپاره چې د خپل رب څخه ویرېږي.
(49) متقیان هغه کسان دي چې ویرېږي د خپل رب د سزا نه هغه رب چې دوی پرې اېمان لري سره لدې چې دوی نه دی لېدلی، او دوی د قیامت نه وېرېدونکي دي.
(50) او دا قرآن کریم چې نازل شوی په محمد صلی الله علیه وسلم باندې پند دی د هغه چا لپاره چې غواړي چې پند او نصېحت پرې واخلي، د ډېرې فایدې او خیر والا دی، نو آیا تاسې د دې سره لدې څخه انکار کوونکي یاست؟! په دې باندې اقرار کوونکي نه یاست، او نه په دې باندې عمل کوونکي یاست؟!
(51) او بېشکه مونږ ورکړی وو ابراهیم -علیه السلام- لره دلیل د خپل قوم مقابل کې په وړوکوالي کې، او مونږ په دې باندې خبر وو، نو ځکه مو ورته ورکړل هغه څه چې دې یې مستحق وو زمونږ په علم کې د دلیل نه د خپل قوم مقابل کې.
(52) کله چې هغه خپل پلار آزر او خپل قوم ته ووېل: څه دي دا بوتان چې تاسې په خپلو لاسونو جوړ کړي، او هغه چې تاسې د هغوی په عبادت باندې ولاړ یاست؟
(53) قوم یې ورته ووېل: بېشکه مونږ موندلي خپل پلاران (مشران) چې د دوی بندګي یې کوله، نو مونږ یې هم بندګي وکړه د هغوی د پېروۍ له وجې.
(54) هغوی ته ابراهيم وويل: پرته له شکه اي پيروي کوونکو تاسو او ستاسو پلرونه له حق لارې په څرګنده لار ورکۍ کې ياست.
(55) قوم یې ورته ووېل: آیا راغلی یې ته مونږ ته په ریښتیا سره کله چې تا ووېل هغه څه چې ودې وېل: او که ته ګپ لګوې؟.
(56) ابراهیم -علیه السلام- ورته ووېل: بلکې راتګ کړی ما تاسې ته په ریښتیا سره نه په ګپ سره، نو پس رب ستاسې رب د اسمانونو او د ځمکې دی هغه چې دا دواړه یې پیداکړي په نا اشنا شکل چې مخکې یې مثال نه و، او زه په دې خبره چې هغه رب ستاسې او رب د اسمانونو او د زمکې دی خامخا د ګواهي کوونکو څخه یم، او ستاسې د بوتانو په دې کې هیڅ برخه هم نشته.
(57) او ووېل ابراهیم -علیه السلام- کله چې یې قوم خبره وانه ورېدله: قسم په الله خامخا زه به چل جوړووم ستاسې بوتانو ته هغه چې تاسې یې بد ګڼئ وروسته د دې نه چې تاسې د هغوی نه خپلې مېلې ته لاړ شئ.
(58) نو ابراهیم -علیه السلام- د هغوی بوتان مات کړل تر دې چې وړې وړې ټوټې شول، او د هغوی مشر یې پرېښوده چې کیدای شي هغوی دې ته راوګرځي د دې لپاره چې د هغه نه پوښتنه وکړي چې دا بوتان چا مات کړي؟.
(59) نو کله چې دوی راوګرځېدل او خپل بوتان یې ولېدل چې مات شوي نو د یو بل نه یې پوښتنه وکړه چې: دا زمونږ معبودان چا مات کړل؟ یقېنا هر چا چې دا کار کړی نو خامخا دا خو ډیر ظالم دی، ځکه چې د هغه څه بې عزتي یې کړې چې د هغه لويي او احترام پکار وو.
(60) ځینو د دوی نه ووېل: مونږ د یو ځوان نه اورېدلي وو چې په دوی پسې به يې بد وېل او د دوی عیبونه به یې بیانول چې ابراهیم نومېږي، شاید چې هغه دا مات کړي وي.
(61) نو د دوی مشرانو ووېل: راولئ تاسې ابراهیم د ټولو خلکو مخې ته؛ شاېد چې دوی ګواهي ورکړي د هغه په اقرار په هغه کار چې دې کړی، نو د هغه اقرار به تاسې لره په هغه باندې دلېل وي.
(62) نو هغوی ابراهیم -علیه السلام- راوست او پوښتنه یې ترې وکړه: ای ابراهیمه! آیا تا زمونږ په بوتانو باندې دا نا اشنا بد کار کړی؟!.
(63) ابراهیم علیه السلام -ووېل په داسې حال کې چې خندا کوونکی (ټوکې کوونکی) و په هغوی باندې، د خلکو په وړاندې د هغوی د بوتانو د کمزورئ ښکاره کوونکی و: دا کار خو ما ندې کړی، بلکې د دوی مشر بوت دا کار کړی، نو تاسې ترې پوښتنه وکړئ که چېرته دوی خبرې کولی شي.
(64) پس دوی وګرځېدل خپلو ځانونو ته په فکر او سوچ کولو سره، نو ښه ښکاره شوه دوی ته دا خبره چې بېشکه د دوی بوتان نه چا ته ګټه رسولی شی او نه د چا نه ضرر بچ کولی شي، نو دوی ظالمان و کله چې یې بندګي کوله د دوی پرته له الله تعالی نه.
(65) بیا دوی راوګرځېدل خپل ضد او عناد ته، نو ویې وېل: یقېنا تا ته ښه معلومه ده -ای ابراهېمه- چې دا بوتان خبرې نشي کولی، نو ته څنګه مونږ ته واېې چې مونږ ترې پوښتنه وکړو؟ دوی دا غوښتل چې دا خو د دوی لپاره دلېل دی، نو هغه په دوی باندې دلېل شو.
(66) ابراهیم علیه السلام -هغوی ته ووېل په داسې حال کې چې انکار کوونکی وو په هغوی باندې: ایا تاسې بندګي کوئ پرته له الله تعالی نه د هغو بوتانو چې تاسې ته هیڅ ګټه او تاوان نشي دررسولی، نو دوی عاجز دي د ضرر بچ کولو د خپل ځانونو نه، او د ګټې رسولو خپلو ځانونو ته.
(67) افسوس او هلاکت دې ستاسې لپاره، او هلاکت دی هغه چا لره چې تاسې یې بندګي کوئ پرته له الله تعالی نه د دې بوتانو چې نه چا ته ګټه رسولی شي او نه ضرر، نو ایا تاسې ولې د عقل نه کار نه اخلئ، او د هغوی عبادت نه پریږدئ؟!.
(68) نو هر کله چې دوی د ابراهیم - علیه السلام- سره په دلېل د مقابلې کولو نه عاجز شول نو خپل قدرت او طاقت ته یې مخه کړه، نو ویې وېل: وسوځوئ ابراهیم لره په اور باندې؛ د وجې د مرستې او مدد کولو ستاسو د بوتانو هغه چې ده مات کړي که چېرته تاسې ده لره مخ نیوونکی، سزا ورکوونکي یاست.
(69) نو دوی اور بل کړو او ابراهیم -علیه السلام- ېې پدې کې ورواچاوه، نو مونږ ووېل: ای اوره! شه یخ او خاوند د سلامتیا په ابراهیم باندې، نو دا همدغه شان شو، نو هیڅ تکلېف ورته ونه رسېد.
(70) او د ابراهیم -علیه السلام- قوم هغه ته د چل کولو کوشش وکړ چې هغه وسوځوي، نو مونږ د هغوی چل باطل کړ او خاص همدوی مو هلاک شوي او ناکام وګرځول.
(71) او مونږ نجات ورکړ هغه ته او نجات مو ورکړ لوط ته، او ومو وېستل دواړه د شام زځمکې ته هغه چې مونږ پکې برکت اچولی؛ د هغو پېغمبرانو د وجې چې مونږ په دې ځمکه کې رالېږلي او د هغو نعمتونو له وجې چې مونږ په دې زمکه کې خواره کړي (اچولي دي) د خلکو لپاره.
(72) او وموبښه هغه ته اسحاق کله چې یې د خپل رب نه دعا وغوښته چې یو زوی ورته ورکړي، او ومو بښه هغه ته لمسی یعقوب زیات، او هر یو د ابراهیم او د هغه د زامنو اسحاق او یعقوب نه مونږ ګرځولي وو نېکان الله تعالی ته غاړه کیښودونکي.
(73) او کرځولي وو مونږ دوی داسې امامان چې خلک ورپسې د خیر په کار کې پېروي کوي، خلک رابلي یواځې د الله تعالی بندګۍ طرف ته د هغه په حکم، او مونږ هغوی ته وحې کړی وه چې تاسې د خیر کارونه کوئ، او لمونځ په پوره طرېقې سره ادا کوئ، او زکات ورکوئ، او وو دوی مونږ ته غاړه ايښودونکي.
(74) او لوط ته مو ورکړی وو علم د پریکړې کولو په منځ د جګړه مارو کې، او د هغه د دین په کار مو ورته پوهه ورکړی وه، او بچ کړی مو وو د هغه عذاب نه چې کوم مو د هغه په کلي (سدوم) باندې نازل کړی و، هغه کلی چې خلکو یې بدکارۍ ته راتلل کول، بېشکه دوی وو قوم فسادیان وتونکي د خپل رب د تابعدارۍنه.
(75) او مونږ داخل کړی و ده لره په خپل رحمت کې کله چې مونږ بچ کړ ده لره له هغه عذاب نه چې د دې قوم ته رسېدلی و، بېشکه دی د هغو نېکانو څخه و چې زمونږ په حکم به یې عمل کاوه، او چې مونږ به د څه شي نه منع کاوه د هغه څخه به منعه کېده.
(76) او یاده کړه -ای پېغمبره- قصه د نوح؛ کله چې یې الله تعالی اواز وکړ مخکې د ابراهیم او لوط نه، نو مونږ د هغه بلنه قبوله کړه په غوښتلو د هغه څه چې غوښتلی یې و، نو مونږ نجات ورکړ ده لره او د ده کورنۍ لره هغوی چې مومنان وو د لوی مصېبت نه.
(77) او بچ مو کړ د چل د هغه قوم نه چې نسبت د دروغو یې کړی و په هغو آیتونو چې مونږ پرې دې مضبوط کړی و، کوم چې د دې په ريښتنولۍ دلالت کوونکي وو، بېشکه دوی وو قوم د فساد او شر، نو دوی ټول مو په اوبو کې غرق کړل.
(78) او یاده کړه -ای پېغمبره- قصه د داود او د هغه د زوی سلېمان -علیهما السلام- کله چې دواړو فېصله کوله په یوه قضیه کې چې دوی ته مخې ته راغلې وه د دوو جګړه کوونکو په باره کې؛ چې یو د دې دواړو څخه ګډې درلودې او د شپې لخوا د دې بل په فصل (کښت) کې ورګډې شوې وې نو هغه یې ورله خراب کړی و، او مونږ د داود او سلیمان فیصلې کولو ته حاضر وو، د دوی د فېصلې څخه هیڅ شی پر مونږ پټ نه و.
(79) نو ومو ښودله هغه فېصله سلېمان ته پرته د هغه له پلاره، او هر یو ته د دې دواړو څخه مونږ ورکړې وه پېغمبري او پوهه د دین د احکامو، یوازې سلېمان ته مو نه وه ورکړې، او تابع کړي مو وو داود سره غرونه چې تسبېح به یې ویله د هغه د تسبېح وېلو سره، او تابع کړي مو وو ده لره مرغان، او مونږ کوونکي وو دې ښودنې، فېصلې کولو، پوهې لرلو او تابع کولو لره.
(80) او مونږ ښودلې وه داود -علیه السلام- ته پغېر د سلېمان -علیه السلام- نه جوړول د زغرو د دې لپاره چې تاسې وساتي د رسېدلو د وسلې نه ستاسې بدنونو ته، نو آیا تاسې -ای خلکو- شکر وېستونکي یاست دې نعمتونو لره کوم چې الله تعالی په تاسې باندې کړي دي؟!
(81) او تابع کړې مو وه سلیمان لره هوا د تېزو الوتلو والا چې روانېده به د هغه په امر کله چې به یې ورته امر وکړ د شام ځمکې ته هغه چې مونږ پکې برکت اچولی و د دې وجې نه چې مونږ په دې کې کوم پېغمبران لېږلي وو، او د دې وجې نه چې په دې کې څومره برکتونه خواره کړی شوي، او مونږ په هر یو شي باندې پوهه یو، هیڅ څیز په مونږ باندې د دې نه پټ نشي پاتي کېدلی.
(82) او تابع کړي مو د شیطانانو نه ده لره هغه څوک چې غوپي به یې وهلې د ده لپاره په دریابونو کې راوېستلې به یې ملغلرې او نور شیان، او د دې نه پرته نور کارونه به یې ورله هم کوله لکه ابادي جوړول، او مونږ د دوی تعداد او کارونو لره ساتونکي (یادوونکي) وو، هیڅ شی راڅخه د دې نه نشي پاتي کېدلی.
(83) او یاد کړه -ای پېغمبره- قصه د ایوب -علیه السلام-، کله چې یې دعا وغوښتله د خپل رب څخه کله چې ورته مصېبت ورسېد؛ داسې ووېل: ای زما ربه! بېشکه ما ته مرض رارسېدلی او زما خاندان هم ورک شوی، او ته غوره د ټولو رحم کوونکو څخه یې، نو ما ته چې کوم مصېبت رارسېدلی دا زما څخه واړوه.
(84) نو مونږ د هغه دعا قبوله کړه، او هغه ته چې کوم تکلېف رسېدلی و هغه مو ترې لرې کړ، او کوم بچي او کورنۍ چې ترې ورکه شوي وه هغه مو ورته بېرته ورکړه، او د هغوی په شان مو ورته نور هم ورکړل، دا ټول کارونه مونږ د خپلې مهربانۍ له وجې وکړل، او په دې کې یادداشت او پند دی هر هغه چا لره چې الله تعالی ته یې په بندګۍ سره غاړه کیښودلې وه؛ نو هغه دې صبر وکړي لکه څرنګه چې ایوب صبر کړی وو.
(85) او یاد کړه -ای پېغمبره- اسماعېل او ادرېس او ذو الکفل -علیهم السلام-، هر یو د دوی نه صبر کوونکی و په مصېبتونو باندې او ولاړ وو په کولو د هغه څه چې الله تعالی پرې مکلف کړي وو.
(86) او داخل کړي وو مونږ دوی ټول په خپل خاص رحمت کې، نو مونږ دوی پېغمبران ګرځولی وو، او دوی مو جنت ته داخل کړی وو، بېشکه دوی د الله تعالی د هغو نېکانو بندګان څخه دي چې د هغه په تابعدارۍ یې عمل کړی، او د هغوی پټ او ښکاره برابر شوي.
(87) او یاد کړه -ای پېغمبره- قصه د ماهي والا یونس-علیه السلام- کله چې لاړ پغېر د اجازې د خپل رب نه غصه وو خپل قوم ته د هغوی د سرکشۍ د وجې نه، نو ده دا ګومان وکړ چې مونږ به په ده باندې تنګسیا نه راولو؛ په سزا ورکولو سره د ده په تللو باندې، نو هغه وازماېل شو په سخته تنګسیا سره او په بند پاتي کېدلو سره کله چې ماهي هغه لره تېر کړ، نو د ماهي د خیټې او د دریاب او د شپي په تیارو کې یې د الله تعالی نه دعا وغوښتله؛ په داسې حال کې چې اقرار کوونکی و په خپله خطا باندې الله تعالی ته ورګرځېدونکی و، نو ویې وېل: نشته څوک حقدار د بندګۍ پرته له تا نه، ته پاک یې د هر قسم عیب او شرېک نه، بېشکه زه له ظلم کوونکو څخه وم.
(88) نو مونږ د هغه دعا قبوله کړه، او هغه مو د مصېبت د سختیو نه بچ کړ په راوېستلو د هغه سره د تیارو نه، او د ماهي د خېټې نه، او په شان د یونس د خلاصولو د هغه د مصېبت نه مونږ خلاصوو مومنان کله چې په تلکېف کې پريوځي او د الله تعالی نه دعا وغواړي.
(89) او یاده کړه -ای پېغمبره- قصه د زکریا -علیه السلام- کله چې یې د خپل رب نه دعا وغوښته داسې یې ووېل: ای ربه زما! مه پرېږده ما لره یوازې چې هیڅ بچی مې نه وي، او یقېنا ته غوره د باقي پاتي کېدونکو څخه یې، نو ما لره یو بچې راکړه چې زما څخه وروسته پاتې شي.
(90) نو مونږ د هغه دعا قبوله کړه، او هغه ته مو یحیی زوی ورکړ، او د هغه ښځه مو دې ته برابره کړه، نو وروسته د شنډوالي د هغې نه بچی راوړونکې شوه، بېشکه زکریا او بي بي د هغه او زوی د هغه وو دوی ټول چې تلوار به یې کاوه د خیر کارونو کې، او وو دوی چې رابللو به یې مونږ په داسې حال کې چې امېد به یې لرلو زمونږ د ثوابونو، او وېرېدل به زمونږ له عذابه، او وو دوی چې مونږ ته به یې عاجزي کوله.
(91) او یاد کړه -ای پېغمبره- قصه د مریم -علیها السلام- هغه چې خپل فرج (اندام مخصوصه) یې له زنا څخه ساتلی و، نو الله تعالی هغې ته جبرېل -علیه السلام- ولېږه، نو په هغې کې یې پوکی وکړ، نو هغه په عیسی -علیه السلام- باندې حامله شوه، او وو دا او زوی د دې عیسی نښه د الله تعالی د قدرت د خلکو لپاره، او یقینا چې نشي عاجز کولی الله تعالی لره هيڅ یو شي ځکه چې عیسی یې پغیر له پلار څخه پیداکړو.
(92) بېشکه همدا ستاسې دین دی -ای خلکو- دین یو، او هغه توحید دی کوم چې د اسلام دین دی، او زه ستاسې رب یم، نو تاسې ما لره بندګي خاص کړئ.
(93) او خلک ټوټې ټوټې شول، نو په دوی کې څوک موحد، څوک مشرک، څوک کافر او څوک مومن شول، او هر یو له دوی څخه خاص مونږ ته راګرځېدونکي دي د قیامت په ورځ، نو د دوی د اعمالو سزا به ورته ورکړو.
(94) نو د دوی څخه چې چا نېک عملونه وکړل او حال دا چې دې ایمان لرونکی و په الله تعالی او د هغه په پېغمبرانو او په ورځ وروستنۍ (د اخرت ورځ) نو د ده د نیک عمل به بې قدرې نشي کېدلی، بلکې الله تعالی به د ده دا عمل قبلوي او ثواب به ورله څو چنده کوي، او دې به خپل عمل د قیامت په ورځ په خپله عمل نامه کې بیامومي، نو په دې به خوشحاله شي.
(95) او ناممکن دي د یو کلي والاو لپاره چې مونږ هلاک کړي وي د هغوی د کفر په وجه چې هغوی دې بېرته دنیا ته راوګرځي، د دې لپاره چې توبه وباسي او د هغوی توبه دې قبوله شي.
(96) هیڅکله به راونه ګرځي تر دې چې د یاجوج ماجوج دیوال خلاص شي، او دوی به په دغه ورځ د زمکې د هرې اوچتې برخې نه په ګړندیتوب سره راوځي.
(97) او ښه رانږدې شوی قیامت د دوی په راوتلو سره، او د هغه سختۍ او تکلېفونه راښکاره شوي، نو یقېنا په دغه وخت کې د کافرانو سترګي به خلاصې وي (بوټي به راوتلي وي) د ډیر مصېبت او وېرې د وجې، او وایې به: ای هلاکت دی مونږ لره، بېشکه مونږ په دنیا کې په لهو او لعب کې وو او دې لویې ورځې ته د تیارۍ کولو نه مشغول وو، بلکې مونږ ظالمان وو په کفر او ګناهونو کولو سره.
(98) تاسې -ای مشرکېنو- او هغه بوتان چې تاسې یې بندګي کوئ پغیر له الله تعالی نه، او هغه څوک چې راضي دی ستاسې په بندګۍ کولو هغه لره د انسانانو او پېریانو څخه- خشاک د جهنم یاست، تاسې او ستاسې معبودان دې ته ورننوتونکي یاست.
(99) که چېرته دا معبودان په ریښتیا سره د بندګۍ حقدار وی نو د خپلو تابعدارانو سره به جهنم ته نه ننوتلی، او هر یو د معبودانو او تابعدارانو به په اور کې وي، همېشه به وي دوی په دې کې همېشه، هیڅکله به د دې څخه نه راوځي.
(100) وي به دوی لره په دې جهنم کې -د ډیرو تکلېفونو او دردونو د وجې- سخته ساه اخېستل (اسویلي)، او دوی به په اور کې اوازونه نه اوري د ډیر هېبتناک ویروونکي سختو حالاتو د وجې کوم چې دوی ته رسېدلي.
(101) او کله چې مشرکېنو ووېل: (بېشکه عیسی او ملاېکې هغوی چې بندګي يې شوي وه خامخا به اور ته داخليږي) الله تعالی ووېل: بېشکه هغه کسان چې مخکې مقرر شوې ده هغوی لره د الله تعالی په علم کې چې بېشکه دوی به د نېکانو څخه وي لکه عیسی -علیه السلام- لرې کړی شوي د اور نه.
(102) نه به رسیږي د دوی غوږونو ته اواز د جهنم او دوی به همېشه په هغو نعمتونو او مزو کې وي چې د دوی نفسونه یې غواړي، د دوی نعمتونه به هیڅکله د دوی څخه نه پرې کېږي.
(103) نه به ویروي دوی لره دا لوی مصېبت او بد حالت کله چې به اور په جهنمیانو باندې راتاو شي، او ملاېکې به د دوی استقبال وکړي په هرکلي سره داسې به وایي: دا ستاسې هغه ورځ ده چې تاسې سره یې وعده شوې وه په دنیا کې، او تاسې ته پرې زیری درکول کېده په هغو نعمتونو چې تاسې به ورسره مخامخ کیږئ.
(104) په هغه ورځ چې رانغاړو به مونږ اسمان په شان د رانغاړلو د صحېفې (کاغذ یا سند) په هغه لېکلو چې په دې کې وي، او راجمع به کړو ټول مخلوقات د دوی په هغه شکل چې دوی پرې اول ځل پیداشوي وو، وعده کړې مونږ په دې سره وعده داسې چې هیڅ وروستوالی پکې نشته، بېشکه مونږ کوونکي یو هغه څه لره چې مونږ پرې وعده کوو.
(105) او بېشکه مونږ لیکلي وو په هغو کتابونو کې چې مونږ نازل کړي په پېغمبرانو باندې وروسته د هغه نه چې مونږ ليکلي وو په لوح محفوظ کې: بېشکه زمکه چې ده مالکان کیږي به د دې د الله تعالی نېکان بندګان هغوی چې عمل کوونکي دي د هغه په تابعدارئ، او دوی د محمد -صلی الله علیه وسلم- امت او ډله دي.
(106) کوم نصحيت مو چې نازل کړی په هغو کې ګټه او د هغو خلکو لپاره چې د خپل پالونکي لمانځونکي دي بسنه ده پر هغه څه چې ورته روا کړي يې دي؛ نو همهغوی ترې ګټه اخلي.
(107) او مونږ ته پېغمبر نه یې لېږلی-ای پېغمبره- مګر رحمت لپاره د ټولو خلکو؛ ستا د هغه صفت د وجې چې ته یې لرې ستا د حرص نه په هدایت د ټولو خلکو او د هغوی د الله تعالی د عذاب نه بچ کېدل.
(108) ته ووایه -ای پېغمبره- بېشکه ما ته وحي کیږي زما د رب له طرفه د دې خبرې چې بېشکه حقدار د بندګۍ ستاسې په ريښتیا سره یو دی، هیڅ شریک ورله نشته او هغه الله تعالی دی، نو په هغه باندې ایمان راوړلو ته غاړه کیږدئ، او د هغه تابعدارۍ ته غاړه کیږدئ.
(109) نو که چېرته دوی مخ واړاوه د هغه څه نه چې تا پرې دوی ته راتګ کړی، نو ته ورته ووایه -ای پېغمبره-: ما تاسې ته خبر درکړی چې بېشکه زه او تاسې په یو برابر حالت کې یو زما او ستاسې ترمنځ د فیصلې کولو نه، او زه په دې نه پوهيږم چې تاسې ته به کله هغه عذاب راځي چې الله تعالی یې تاسې سره وعده کړې.
(110) بېشکه الله تعالی پوهېږي په هغو خبرو چې تاسې یې ښکاره کوئ، او پوهيږي په هغه څه چې تاسې یې پټوئ، په هغه باندې هیڅ شی د دې نه نشي پټېدلی، او خامخا به درله پرې بدله درکړي.
(111) او زه نه پوهېږم چې شاېد ستاسې د عذاب وروستوالی ستاسې لپاره ازمېښت او مهلت وي، او مزې درکول وي تاسې لره تر نېټي مقررې پورې د الله تعالی په علم کې؛ د دې لپاره چې تاسې په خپل کفر او ګمراهۍ کې نور هم ورننوځئ.
(112) رسول -صلی الله علیه وسلم- وفرماېل په داسې حال کې چې دعا کوونکی وو د خپل رب نه: ای زما ربه! فېصله وکړه زمونږ او زمونږ د قوم تر منځ هغوی چې په کفر باندې یې همېشوالی کړی په حقه فېصله، او مونږ په خپل رب چې رحمان ذات دی مدد غواړو د هغه کفر او دروغو په مقابل کې چې تاسې یې وايي.