(1) طس) د دغو ډول آيتونو په اړه تفصيل د البقره سورت په پيل کې تېر شو. دغه پر تا نازل شوي آيتونه د قرآن او داسې څرګند کتاب آيتونه دي چې هيڅ پټوالی پکې نشته، چا چې فکر پکې وکړ پوه به شي چې هغه د الله لخوا دی.
(2) دغه آيتونه حق لوري ته لارښوونکي او تر هغه پورې رسوونکي دي او پر الله او د هغه پر رسول ايمان لرونکو لره زيری ورکوونکي دي.
(3) هغه کسان چې په بشپړه توګه لمنځونه کوي، او مستحقو خلکو ته د خپلو مالونو زکاتونه ورکوي او په آخرت کې پر ثواب او عذاب باور کوونکي دي.
(4) بېشکه هغه کافران چې پر آخرت او په هغو کې د ثواب او عذاب پر شتون باور نه لري، هغوی ته مو يې بد اعمال ښايسته کړي؛ نو د هغو پر ترسره کولو يې دوام کړی؛ او هغوی لالهانده دي حق او سم کار ته لار نشي موندلی.
(5) دغه کسان چې په دغو ياد شويو صفتونو متصف دي، همدوی لره په دنيا کې د وژلو او بندي کېدلو بد عذاب دی او په آخرت کې تر ټولو خلکو زيات تاوانيان دي، چې خپل ځانونه او کورنۍ يې د قيامت په ورځ په اور کې د تل لپاره په اچولو زيانمنې کړي دي.
(6) او بېشکه ای رسوله! تاته دغه پر تا نازل شوی قرآن د داسې ذات لخوا در ښوول کيږي چې په خپل مخلوق، تدبير او شريعت کې حکمت لرونکی دی، ښه پوه دی د خپلو بندګانو له ګټو هيڅ هم ترې پټ نه دي.
(7) در په ياد کړه ای رسوله! کله چې موسی خپلې کور والا ته وويل: بېشکه ما يو اور وليدی، د بلېدو له ځایه به يې يا کوم داسې خبر درته راوړم چې لار راته وښيي، او يا به له اور څخه اخېستل شوې سکروټه راوړم چې له يخ څخه پرې تاوده شئ.
(8) کله چې د اور هغه ځای ته ور ورسېدی چې ليدلی يې و؛ نو الله آواز ورته وکړ: چې برکت ورکړل شوی دی هغه چاته چې په اور کې دی او هغه پرېښتې چې تر اور چاپېره دي، د مخلوقاتو پالونکي لره لويي ده او له هغو صفاتو پاک دی چې وړ يې نه دي او لار ورکي يې ورته بيانوي.
(9) الله ورته وويل: ای موسی! بېشکه همدا زه داسې برلاسی الله يم چې هيڅوک نشي را باندې برلاسی کېدلای، په خپل مخلوق، تقدير او شريعت کې د حکمت څښتن يم.
(10) او لکڼه دې و غورځوه، موسی حکم ومنلو؛ نو ويې ليدله چې ښوري او خوځيږي لکه يو مار چې وي، له هغې لکڼې په څټ ولاړ او بېرته را و نه ګرځېد، الله ورته وويل: له هغې مه وېرېږه، بېشکه زما پر وړاندې رسولان نه له ماره ډاريږي او نه له بل څه شي څخه.
(11) خو پرته له هغه چا چې پر ځان يې د ګناه په ترسره کولو ظلم کړی وي، بيا يې له دغه وروسته توبه اېستلې وي؛ نو بېشکه زه هغه لره بښونکی او پر هغه مهربانه یم.
(12) او لاس دې د کميس په هغه خلاص ځای کې ننباسه چې له غاړې سره دی، له ننه اېستلو وروسته به پرته د فيس له ناروغۍ د واورې غوندې سپين راووځي، د هغو نهو نښانو تر څنګ چې ستا پر رېښتينولۍ شاهدي ورکوي، چې له لاس سره: لکڼه، کلونه، د مېوو کموالی، طوفان، ملخ، سپږې، څنګښې او وينه ده، دغه نښې فرعون او د هغه قوم ته وې، بېشکه هغوی په کفر کولو د الله له پيروۍ وتونکي خلک وو.
(13) کله چې هغوی ته زموږ دغه څرګندې او ښکاره نښانې راغلې چې د موسی تاييد مو پرې کړی و، هغوی وويل: هغه نښانې چې موسی راوړې دي ښکاره کوډې دي.
(14) او هغوی پر دغو څرګندو نښانو کفر وکړ او هغه يې و نه منلې، حال دا چې په زړونو کې يې باور لرلو چې دا د الله له لوري دي، د هغوی د ظلم او له حق څخه د لويۍ له امله ای رسوله! فکر وکړه چې په ځمکه کې د ورانکارو خلکو د کفر او ګناهونو له کبله يې پايله څنګه شوه؟ پرته له شکه هغوی مو تباه کړل او ټول مو له منځه يوړل.
(15) او پرته له شکه داود او د هغه زوی سليمان ته مو پوهه ورکړه، له هغو څخه د الوتونکو د خبرو پوهه، او داؤد او سليمان د الله عزوجل د شکر کوونکو په توګه وويل: ټولې ستاينې هغه الله لره دي چې پر موږ يې پېرزوينه کړې ده چې موږ يې له خپلو ډېری مؤمنو بنده ګانو څخه په پوهه او نبوت ځانګړي کړي يو.
(16) سليمان مو يې په نبوت، پوهه او پاچايۍ کې د خپل پلار داود وارث وګرځاوه، هغه پر خپل ځان او خپل پلار د الله د لورېينې د ښکاره کولو په موخه وويل: ای خلکو! الله موږ ته د الوتونکو د غږونو پوهه راکړې ده او هر هغه څه يې راکړي دي چې نبيانو او پاچايانو ته يې ورکړي دي، پرته له شکه دغه څه چې الله پاک موږ ته راکړي دا يو ښکاره او څرګند غوراوی دی.
(17) او سليمان ته يې له انسانانو، پېريانو اومرغانو يې لښکرې را غونډې کړل شوې وې او هغوی په يو نظام يو بل ته چلول کېدل.
(18) همداسې چلول کېدل تر دې چې د مېږيانو ناو ته راغلل چې د شام په سيمه کې و، يو ميږي له مېږيانو وويل: اې مېږيانو خپلو کورونو ته مو ننوځئ تر څو مو سليمان او د هغه لښکرې تباه نه کړي، حال دا چې هغوی به پرتاسو پوه هم نه وي، ځکه که هغوی پرتاسو پوه وي؛ تر پښو لاندې مو نه کوي.
(19) کله چې سليمان د مېږي وينا واورېده، د هغه له دغې وينا مسکی په خندا شو او خپل پالونکي ته يې په رابللو وويل: ای زما پالونکيه! ما ته توفيق راکړې او دا مې په زړه کې را واچوې چې ستا د هغه نعمت شکر وباسم چې پر ما او زما پر مور او پلار دې پېرزو کړی و، او د دې توفيق راکړې چې داسې ښه کار وکړم چې ته پرې راضي شې او په خپله پېرزوينه دې ما د خپلو نېکو بندګانو په ډله کې داخل کړې.
(20) سلیمان علیه السلام ټول مرغان ولټول نو ملا چرګک یې ونه مونده، نو ویې ویل: څه دي چې ملا چرګک نه ویم؟ آیا د هغې له کتلو څه منع کړی یم، او یا ناسوب شوی دی؟.
(21) کله يې چې ناسوب والی ښکاره شو؛ نو ويې ويل: هرومرو به سخته سزا ورکړم، يا به يې د ناسوب والي له امله د سزا په توګه حلال کړم، يا دا چې څرګند دليل راوړي چې د ناسوب والي عذر يې بيان کړي.
(22) نو ملاچرګک په خپل ناسوب والي کې ډېر ځنډ ونه کړ، کله چې راغی، سليمان عليه السلام ته يې وويل: پر هغه څه خبر شوم چې ته نه يې پرې خبر شوی، د سبا نومې سيمې د خلکو څخه مې يو رېښتينی خبر درته راوړی چې هيڅ شک پکې نشته.
(23) بېشکه ما يوه ښځه وموندله چې پر هغوی واکمني کوي، او دغې ښځې ته د ځواک او پاچايۍ له اسبابو هرڅه ورکړل شوي دي، هغې لره يو لوی تخت دی چې له هغو څخه د خپل قوم چارې اداره کوي.
(24) دغه ښځه او د هغې قوم مې په داسې حال کې وموندل چې له الله پرته لمر ته يې سجدې کولې، او شيطان هغوی ته يې د شرک او ګناه کارونه ښايسته کړي دي؛ نو له حق لارې يې ګرځولي او هغوی حق ته لار نه مومي.
(25) شيطان هغوی ته يې د شرک او ګناه کارونه ښايسته کړي، تر څو يوازې هغه الله ته سجدې و نه کړي کوم چې هغه باران را ښکاره کوي چې په آسمان کې یې پټ کړی دی، او هغه شينګيا چې په ځمکه کې ده، او پر هغو کارونو پوه دی چې تاسو يې پټوئ او يا يې ښکاره کوئ، له دغو هيڅ هم له هغه نشي پټېدلی.
(26) الله هغه ذات دی چې له هغه پرته په حقه بل معبود نشته، د لوی عرش رب دی.
(27) سليمان عليه السلام، ملاچرګک ته وويل: ګورو به چې تا په هغه دعوی کې رېښتيا ويلي چې کړې دې ده او که له درواغجنو يې.
(28) نو سليمان يو ليک وليکلو او ملاچرګک ته يې وسپارلو او ورته يې وويل: دغه زما ليک وېسه او د سبا سيمې خلکو ته يې وروغورځوه او هغوی ته يې وروسپاره، بيا له هغوی يو اړخ ته شه داسې چې هغه څه اورې چې هغوی يې د ليک په اړه سره تکراروي.
(29) ملکې ليک تر لاسه کړ او ويې ويل: ای سردارانو! ماته يو لوی عزتمن ليک راغورځول شوی.
(30) د دغه لېږل شوي ليک مضمون د سليمان لخوا دی او په بسم الله الرحمن الرحيم پيل شوی دی.
(31) دا چې لويي مه کوئ، غاړه اېښودونکي او د هغه څه منونکي راشئ چې ورته رابولم مو چې هغه د الله يووالی او د هغه شرک پرېښودل دي چې اوس تاسو پرې ياست، دا چې له هغه سره د لمر عبادت کوئ.
(32) ملکې وويل: ای سردارانو او مشرانو! زما په کار کې ماته حق لاره وښيئ، زه تر هغه د هيڅ کار په اړه پرېکړه کوونکی نه يم تر څو تاسو ماته حاضر نه شئ او خپله رايه مو پکې څرګنده نه کړئ.
(33) له قومه يې سردارانو وويل: موږ د لوی ځواک څښتنان يو، او په جنګ کې د ډېرې سختۍ څښتنان يو، نور نو رايه هغه ده چې ته يې مناسبه بولې، وګوره چې په څه امر راته کوې، موږ يې پر پلي کولو ځواکمن يو.
(34) ملکې وويل: پرته له شکه پاچايان چې کله له کليو څخه کوم کلي ته ننوځي، هغه په وژلو، چور چپاول ورانوي، مشران او سرداران يې خوار ګرځوي وروسته له دې چې هغه د عزت او درناوي څښتنان وي، پاچايان تل همداسې کوي کله چې د کوم کلي پر خلکو برلاسی شي، تر څو د خلکو په زړونو کې وېره او ډار پيداکړي.
(35) زه د ليک څښتن او د هغه قوم ته د يوې ډالۍ لېږونکې يم او بيا ګورم چې استازي د دغې ډالۍ له لېږلو وروسته له څه سره راځي.
(36) کله چې د هغې استازی او له هغه سره يې مرستندويان راغلل او سليمان ته يې ډالۍ را اخېستې وې، سليمان د هغوی د ډاليو رالېږل بد وګڼل ويې ويل: آيا تاسو مې په مالونو مرسته کوئ تر څو له تاسو وګرځم، کوم نبوت، پاچايي او مال چې الله ماته راکړي هغه غوره دي له هغه څه چې تاسو ته يې درکړي، بلکې تاسو پر هغه څه خوشحالېږئ چې د دنيا لږه توښه درکول کيږي.
(37) سليمان عليه السلام، د هغې استازي ته وويل: هغه ډالۍ بېرته هغوی ته وروړه، موږ به هغې او قوم ته يې له داسې لښکرو سره ورشو، چې هغوی به يې د مقابلې توان ونه لري او هغوی به د سبا نومې سيمې څخه خوار او بې عزته وباسو وروسته له دې چې پکې عزتمن وو، که چېرې هغوی ماته غاړه اېښودونکي را نشي.
(38) سليمان عليه السلام د خپل پاچايۍ جاسوسانو ته د ويناکوونکي په توګه وويل: ای خلکو څوک به له تاسو د هغې د پاچايۍ تخت ماته راوړي مخکې تر دې چې هغوی غاړه اېښودونکي راشي؟.
(39) له پېريانو مارد نومي پيري په دې ويلو ځواب ورکړ: زه به د هغې تخت درته راوړم مخکې تر دې چې ته له خپل هغه ځايه پورته کېږې چې پکې يې، زه يې پر راوړلو ځواکمن او د هغه څه په اړه امين يم چې پکې دي، هيڅکله به څه ترې کم نه کړم.
(40) له سليمان سره موجود يو نېک پوه سړي وويل: چې له هغه سره د کتاب پوهه هم وه، او ترڅنګ يې د الله لوی هغه نوم هم و چې د هغه په مرسته څوک دعا وغواړي؛ نو قبليږي: زه د هغې تخت درته راوړم مخکې ستا د سترګو تر رپ، داسې چې الله ته به دعا وکړم؛ نو هغه به يې راته راوړي، نو هغه دعا وکړه او دعا يې قبوله شوه، کله چې سليمان دهغې تخت له ځان سره نېږدې ځای پرځای شوی وليد ويې ويل: دغه زما د پالونکي پېرزوينه ده، تر څو مې وازمويي چې زه د هغه د نعمتونو شکر کوم او که يې ناشکري کوم؟ که چا د الله شکر واېستی؛ نو د شکر ګټه به يې ور ورسيږي، الله بې پروا دی، د بندګانو شکر يې هغه ته څه نه ورزياتوي، چا چې د الله له نعمتونو نټه وکړه او شکر يې ونه اېستی، بېشکه زما پالونکی د هغه له شکره غني او کريم دی، او د هغه له کرم څخه داده چې پر هغه چا يې غوروای ورکړی چې له نعمتونو يې نټه کړې ده.
(41) سليمان عليه السلام وويل: د هغې د پاچايۍ تخت له خپل پخواني حالت څخه ورته بدل کړئ چې وګورو: آيا هغه خپل تخت پېژندلی شي او که له هغو کسانو کيږي چې د خپلو شيانو پېژندګلوۍ ته لار نشي موندلی.
(42) کله چې د سبا سيمې ملکه، سليمان ته راغله د ازموينې په ډول ورته وويل شول: آيا دغه ستا تخت دی؟ هغې له پوښتنې سره سم ځواب ورکړ: ګواکې همداسې دی، نو سليمان وويل: الله موږ ته له هغې مخکې پوهه راکړې، پر داسې چارو د توان پيداکولو له امله، موږ د الله امر ته غاړه اېښودونکي او هغه لره پيروان يو.
(43) د الله له يووالي هغه څه راګرځولې وه چې د خپل قوم په پيروۍ او د هغوی په پل د پل اېښودلو له کبله يې له الله پرته نور شيان لمانځل، بېشکه هغه پر الله د کفرکوونکي قوم څخه وه، چې د هغوی غوندې کافره وه.
(44) هغې ته وويل شول: ماڼۍ ته ننوځه په داسې حال کې چې هغه د هوارې سطحې غوندې وه، کله يې چې وليده، ګومان يې وکړ چې اوبه دي؛ نو پايڅې له پنډيو راپورته کړې تر څو پرې ګډه شي، سليمان عليه السلام وويل: دا يوه ښویه د شيشوبنګله ده، او اسلام ته يې راوبلله، هغې په داسې ويلو د هغه بلنه ومنله: ای زما پالونکيه! ما ستا سره د نورو په لمانځلو پر ځان ظلم کړی و، او له سليمان سره يې د ټولو مخلوقاتو پالونکي ته غاړه کېښودله.
(45) او بېشکه ثموديانو ته مو د هغوی ورور صالح عليه السلام ورولېږی، چې هغوی يوازې د الله عبادت وکړي، خو د هغه له رابلنې وروسته هغوی سملاسي دوې ډلې شول: يوه مؤمنه ډله او بله کافره او په خپلو کې يې شخړې کولې چې کومه يوه پر حقه ده.
(46) صالح عليه السلام هغوی ته وويل: ولې له رحمت مخکې په بيړه د عذاب غوښتنه کوئ؟ آيا تاسو له الله د خپلو ګناهونو بښنه نه غواړئ په دې هيله چې درباندې ورحميږي.
(47) قوم يې په حق کې د ضد کولو له امله ورته وويل: موږ په تا او په هغو مؤمنانو پورې بد شاګوم نيولی چې ستا سره دي، صالح عليه السلام هغوی ته وويل: له بدفالۍ کوم بد مصيبت نه يې را ګرځولي، له الله سره پوهه ده له هغه هيڅ پټ نه دي، بلکې تاسو يو داسې قوم ياست چې ازمويل کېږئ په هغه خير چې درته پراخه کيږي او په هغه شر چې درته رسيږي.
(48) د حجر په ښار کې نهه کسان وو چې په ځمکه کې يې په کفر او ګناهونو فساد خپرولو، او په ايمان نېک عمل کولو يې سمون نه راوستلو.
(49) ځينو يې ځينو ته وويل: ستاسو هر يو دې پر الله قسم وکړي، چې هرومرو به يې نن شپه کور ته ورځو، هغه او کورنۍ به يې وژنو، بيا به د وينې ولي (څښتن) ته وايي: موږ د صالح او د هغه د کورنۍ په وژلو کې حاضر نه وو او موږ چې څه وايو په هغو کې رېښتيني يو.
(50) هغوی د صالح او د هغه د مؤمنو پيروانو لپاره په پټه چل جوړ کړ، موږ د هغه د مرستې او د هغوی له چل څخه د خلاصون لپاره او د هغه له قوم څخه د کافرانو د تباهۍ لپاره تدبير ونيوی، خو هغوی پردې پوه هم نه وو.
(51) نو ای رسوله! فکر وکړه چې د هغوی چل او تدبير څنګه پايله ورکړه؟ بېشکه موږ له خپل لوري په سزا ورکولو هغوی له بېخه و اېستل او هغوی ټول مو تباه کړل.
(52) دغه يې کورونه دي چې ديوالونه يې پر چتونو ور وران شوي دي او له څښتنانو يې د هغوی د ظلم له امله خالي شوي، بېشکه د هغوی د ظلم له امله په عذاب ور رسېدو کې د هغو خلکو لپاره پند دی چې ايمان راوړي، نو همدوی دي چې له نښانو پند اخلي.
(53) او د صالح عليه السلام له قومه مو هغه کسان وژغورل چې پر الله يې ايمان راوړی و، او له الله څخه وېرېدل د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيو څخه يې په ځان ساتلو سره.
(54) ای رسوله! در په ياد کړه لوط، کله يې چې خپل قوم ته ويل په داسې حال کې چې هغوی يې ترټل او پر هغوی يې بد ويل: ايا تاسو يو بد کار ترسره کوئ چې هغه لواطت دی په خپلو مجلسونو کې په ښکاره ډول چې ځينې مو ځينو ته ګوري؟!.
(55) آيا تاسو سړيوته د شهوت په موخه ورځئ ښځې پرېږدئ، چې پاک لمني او اولاد نه غواړئ، بېشکه دغه حيواني شهوت پوره کول دي، بلکې پر تاسو چې ايمان، پاکي او له ګناهونو لرېوالی لازم و، له دغو ټولو ناپوه خلک ياست.
(56) نو نه و د هغه د قوم جواب پرته لدې خبرې چې؛ د لوط کورنۍ له خپل کلي نه وباسئ، ځکه دوی داسې خلک دي چې کرکه کوي له پلتیو څخه، دا خبره یې د لوط پر کورنۍ د ملنډو وهلو له امله کوله، ځکه هغوی ورسره په هغه ناوړه او پلیتو کارونو کې ګډون نه کاوه چې دوی به کول، بلکه پر دوی به یي بد ویل د هغه بدو کړنو له امله.
(57) نو هغه او کورنۍ مو يې وژغورل، پرته د هغه له مېرمنې چې د هغې په اړه مو دا پرېکړه کړې وه چې هغه به په سزا کې له پاتې کېدونکو څخه وي ترڅو له تباه کېدونکو څخه شي.
(58) او پر هغوی مو له آسمانه ډبرې و اورولې، ډېر بد تباه کوونکی اورښت و د هغه چا لپاره چې له عذابه وېرول شوي وو خو هغوی خبره نه وه منلې.
(59) ای رسوله! ووايه: الله لره د هغه پر نعمتونو او د نبي صلی الله عليه وسلم د اصحابو لپاره د هغه له داسې عذاب څخه په ژغورنه ستاينه ده چې د لوط او صالح عليهما السلام پرقومونو راغلی و، آيا يو الله چې پر حقه د عبادت وړ دی د هر څه واک يې په لاس کې دی هغه غوره دی او که هغه معبودان چې مشرکان يې عبادت کوي چې نه د ګټې واک لري او نه د زيان؟!
(60) آيا چا چې آسمانونه او ځمګه پرته له مخکېنۍ بېلګې پيداکړي، ستاسو لپاره يې له آسمانه د باران اوبه را اورولې دي ای خلکو، پر هغو مو ښکلي او ښايسته باغونه را شنه کړي دي، چې تاسو د دغو باغونو ونې له هغه څخه د خپلې بې وسۍ له امله نه شوای را شنې کولای؛ نو الله هغه ذات دی چې دغه يې را شنه کړي، آيا دالله سره په دې کارونوکې بل شریک شته؟! نه، پس برابروي خالق دمخلوق سره غټ ظالمان دي.
(61) يا هغه څوک چې ځمکه يې محکمه ثابته وګرځوله چې پر هغه چا نه خوځيږي چې پرې اوسيږي، په هغې کې يې د ننه سيندونه پيداکړي چې بهيږي، غرونه يې د هغې لپاره محکموونکي ګرځولي او د دوو دريابونو ترمنځ يې - چې یو ترېو بل خوږ دی- خنډ پيدا کړی چې د مالګين پر خوږ د ګډېدو مخه نيسي ترڅو خراب نه شي چې بيا د څښلو وړ نه وي، آيا داسې لمانځلی له الله سره شتون لري؟! نه، بلکې ډیری د هغوی نه پوهیږي، که چېرې پوهېدلی؛ نو له مخلوقاتو څخه به يې هيڅوک له الله سره نه و شريک کړی.
(62) ایا هغه ذات چې د هغه چا دعا قبلوي چې په کار کې تنګي پرې راغلې وي او کار يې سخت شوی وي، له انسان څخه ناروغي، بې وزلي او داسې نور لرې کوي، په ځمکه کې مو ځينې د ځينو له يو کهول وروسته بل کهول ځای ناستي ګرځوي، آيا له الله سره بل کوم معبود داسې کولای شي؟! تاسو ډېر لږ پند او نصيحت قبلوئ.
(63) ایاهغه څوک چې د وچې په تيارو او د درياب په تيارو کې د نښو او ستوريو په درولو لار درته ښيي، څوک دی چې د داسې باران د نېږدې کېدو زيری ورکوونکي بادونه لېږي چې پر بندګانو يې رحمت وي، آيا له الله سره بل معبود شته چې داسې وکړي؟! پاک دی الله او سپېڅلی دی له هغه څه چې له مخلوقاتو يې هغوی ورسره شريکوي.
(64) ایاهغه څوک چې د ميندو په رحمونو کې له يو پړاو وروسته د بل پړاو د پيدايښت پيل کوي، بيا يې را ژوندی کوي وروسته تردې چې مړ کړی يې وي، او څوک دی چې له آسمانه په باران ورولو روزي درکوي او له ځمکې د نبتاتوپه رازرغونولو روزي درکوي! آيا له الله سره بل کوم معبود شته چې دغه کار وکړي؟! ووايه ای رسوله! دغو مشرکانو ته: پر خپل شرک مو دليلونه راوړئ که چېرې تاسو په هغه دعوی کې رېښتيني یاست چې دا دعوی لرئ چې پرحقه ياست.
(65) ووايه ای رسوله: کومې پرېښتې چې په آسمانو کې دي او کوم خلک چې په ځمکه کې دي هيڅوک هم پر پټو نه پوهيږي، خو يوازې الله هغه ذات دی چې پرې پوهيږي، او له الله پرته نور ټول څه چې په آسمانو او ځمکه کې دي پر دې هم نه پوهيږي چې کله به را پاڅول کيږي.
(66) آيا د هغوی پوهه د آخرت پيروي کوي چې پرې پوه شي؟ نه داسې نه ده، بلکې هغوی د آخرت په اړه په شک او حيرانتيا کې دي، بلکې آن سترګې يې ترې ړندې شوې دي.
(67) او هغه کسان چې کفر يې کړی د بد ګڼلو په ډول يې وويل: آيا چې کله موږ مړه شو او خاورې شو، بيا شونې ده چې ژوندي به را پاڅول کېږو؟
(68) بېشکه زموږ سره ژمنه شوې وه او مخکې زموږ له پلرونو سره ژمنه شوې وه، چې موږ ټول به را پاڅول کېږو، خو موږ د دغې ژمنې را منځته کېدل ونه ليدل، دغه ژمنه چې زموږ ټولو سره کيږي يوازې د پخوانيو له هغودرواغجنوکيسو څخه دي چې هغوی يې په کتابونو کې ليکلې دي.
(69) ای رسوله! له بېرته را پاڅېدو دغو نټه کوونکو ته ووايه: په ځمکه کې هر لوري ته وګرځئ، تر څو فکر وکړئ چې د بېرته را پاڅېدو درواغ ګڼونکو مجرمانو پايله څنګه شوه، چې هغوی مو د درواغ ګڼلو له امله يې تباه کړل.
(70) ستا له بلنې د مشرکانو په مخ اړولو له امله مه خپه کېږه او نه دې د هغوی د چل له کبله ستا سينه تنګه شي، ځکه الله د هغوی پر خلاف ستا مرسته کوونکی دی.
(71) ستا له قومه د بېرته را پاڅېدو څخه انکار کوونکي کافران وايي: کله به وي د هغه سزا ژمنه چې ته او مؤمنان يې له موږ سره کوئ، که چېرې تاسې رېښتيني ياست په دغه دعوی کې چې کوئ يې؟.
(72) هغوی ته ووايه: ای رسوله! کېدی شي ځينې برخه د هغې سزا درته نېږدې شوې وي چې تاسو يې په بيړه غواړئ.
(73) او بېشکه ستا پالونکی ای رسوله! پر خلکو د لورېينې څښتن دی، چې هغوی ته په سزا ورکولو کې بيړه نه کوي، سره له دې چې هغوی په کفر او ګناهونو کې اخته وي، خو ډېری له خلکو د الله پر هغو نعمتونو شکر نه وباسي چې پرې کړي دي.
(74) او بېشکه پالونکی دې پر هغه پوهيږي چې بندګان يې په زړونو کې پټوي او څه چې ښکاره کوي، له هغه هيڅ هم پټ نه دي او پر هغو به جزا ورکړي.
(75) اونشته هیڅ یوشی چې هغه پټ وي دخلکوڅخه په آسمان کې اونه په ځمکه کې مګر هغه په څرګند کتاب لوح محفوظ کې شتون لري.
(76) بېشکه دغه پر محمد صلی الله عليه وسلم نازل شوی قرآن بني اسرائيلو ته ډېری هغه څه بيانوي چې هغوی پکې اختلاف کوي او د هغوی کوږوالی څرګندوي.
(77) او دا قرآن د هغو مؤمنانو لپاره لارښوونه او لورېينه ده چې پر هغه څه عمل کوونکي دي چې په هغه کې راغلي.
(78) بېشکه پالونکی دې ای رسوله! د خلکو ترمنځ - چې مؤمنان هم دي او کافران هم دي - د قيامت په ورځ په انصاف پرېکړه کوي، پر مؤمن رحم کوي او کافر ته سزا ورکوي، هغه برلاسی دی چې له خپلو دوښمنانو غچ اخلي او هيڅوک پر هغه نشي برلاسی کېدلای، داسې پوه دی چې حق او باطل نه ور څخه ګډوډيږي.
(79) نو پر الله بروسه وکړه او په ټولو چارو کې پر هغه باور وکړه، بېشکه ته پر څرګند حق يې.
(80) پرته له شکه اې رسوله! ته هغه مړي نشې اورولای چې پر الله د کفر له امله يې زړونه مړه شوي اونه هغه څوک اورولای شې چې الله يې د حق له اورولو غوږونه کاڼه کړي دي، هغه څه ته يې چې رابولې، کله چې ګرځي، له تا څخه مخ اړوونکي وي.
(81) ته د هغه چا لارښوونکی نه يې چې له حقه يې سترګې ړندې شوې وي؛ نو مه پرې خپه کېږه او ځان دې په هغه څه کې ستړی کړه چې توان يې لرې چې پر حق پوه شې، مګر هغه څوک چې زموږ پر آيتونو ايمان لري؛ نو هغوی د الله امرونو ته غاړه اېښودونکي دي.
(82) کله چې پر هغوی عذاب راشي او پر کفر او ګناهونو يې د ټينګار له امله عذاب پرې ثابت شي، او تر ټولو ناوړه خلک پاتې شي، هغوی ته به د قيامت په را نېږدې کېدو سره د لويو نښو څخه د يوې نښې په توګه له ځمکې يو ځناور را وباسو چې له هغوی سره به داسې خبرې کوي چې هغوی به پرې پوهيږي هغه دا چې خلکو زموږ پر نبي، زموږ نازل شوي آيتونه نه منل.
(83) ای رسوله! در په ياد کړه هغه ورځ چې د امتونو له هر امت څخه به د هغوی له لويانو يوه ډله داسې کسان را غونډ کړو چې زموږ آيتونه يې درواغ ګڼل، لومړي به يې وروستيو ته وروګرځوو، بيا به حساب ته بوتلل شي.
(84) د هغوی بوول به همداسې دوام وکړي، تردې چې هغوی به د حساب ميدان ته راشي، الله به د رټنې په توګه ورته ووايي: آيا زما هغه آيتونه مو درواغ ګڼل چې زما پر يووالي يې دلالت کولو او زما پر شريعت مشتمل وو، او تاسو ته در معلوم هم نه وو چې هغه باطل دي؛ نو بيا څنګه درته روا وه چې هغه مو درواغ ګڼل، ( یعنې لومړی به مو ځان پوه کړی و، بیا به مو د حق او یا باطل په اړه پریکړه کوله).
(85) پر هغوی به عذاب را ښکته شي، د هغوی د دغو ظلم له امله چې پر الله يې کفر کړی او د هغه آيتونه يې درواغ ګڼلي دي؛ نو هغوی به له خپلو ځانونو څخه د دفاع په موخه له دغه کار څخه د عاجزۍ او د هغوی د دليلونو د بطلان له امله خبرې نه شي کولای.
(86) آيا دغه د بېرته را ژوندي کېدو درواغ ګڼونکي نه ويني چې موږ شپه څنګه ګرځولې چې هغوی په خوب کولو آرام پکې کوي، او ورځ مو روښانه ګرځولې چې پکې ويني، ترڅو خپلو کارونو خوا ته هڅه وکړي، بېشکه په دغه تکراري مرګ او له هغه وروسته را ژوندي کېدو کې د هغو خلکو لپاره څرګندې نښانې دي چې ايمان راوړي.
(87) ای رسوله! در په ياد کړه هغه ورځ چې په پوکي ګومارل شوې پرېښته د دويم ځل لپاره په ښکر کې پوکی وکړي؛ نو ټول هغه څوک چې په آسمانونو او ځمکه کې دي په وېره به ووېريږي پرته له هغه چا چې الله په خپله پېرزوينه له وېرې ژغورلي وي، او ټول د الله مخلوقات به هغه ته په دغه ورځ غاړه اېښودونکي سرټيټي راشي.
(88) او په دغه ورځ به غرونه وينې چې ته به ګومان کوې چې کلک ولاړ دي خوځښت نه کوي او په حقيقت کې به د ورېځې غوندې تېز ځي، الله داسې جوړ کړي دي او همغه ذات به يې خوځوي، بېشکه هغه پر هغه څه خبر دی چې تاسو يې کوئ، ستاسو له کړنو له هغه څه پټ نه دي، او پر هغو به جزا درکړي.
(89) د قيامت په ورځ چې څوک له ايمان او نيک عمل سره راشي هغه لره به جنت وي، او هغوی به د قيامت په ورځ له وېرې څخه د الله په امن ورکولو ډاډه وي.
(90) او څوک چې له کفر او ګناهونو سره راشي، هغوی لره به اور وي چې پړ مخې به پکې اچول کيږي، او د ترټنې او سپکاوي په ډول به ورته ويل کيږي: آيا تاسو ته له هغه څه پرته د بل څه سزا درکول کيږي چې په دنيا کې مو کوم کفر او ګناهونه کول؟.
(91) ای رسوله! هغوی ته ووايه: بېشکه ماته خو يوازې دا امر شوی چې د هغې مکې د پالونکي عبادت وکړم چې محترمه يې ګرځولې ده، چې په هغې کې به وينه نه توييږي، په هغې کې به پر هيچا ظلم نه کيږي، د هغې ښکار به نه وژل کيږي او د هغې ونې به نه پرې کيږي او همغه پاک ذات لره د هر څه واک دی، او ماته امر شوی چې الله لره له تسليمېدونکو او په پيروۍ له غاړه اېښودونکو شم.
(92) او ما ته دغه امر شوی چې پر خلکو قرآن ولولم، چا چې د هغه لارښوونه غوره کړه او پر هغه څه يې عمل وکړ چې پکې دي؛ نو د لارښوونې ګټه به يې ځانته ورسيږي، او څوک چې لار ورکی شو او له هغه څه يې مخ واړوی او نټه يې ترې وکړه چې په هغو کې دي او پر هغه څه يې عمل ونه کړچې پکې دي؛ نو هغه ته ووايه: بېشکه زه يوازې له وېروونکو يم چې تاسو د الله له عذاب څخه وېروم او لارښوونه زما په لاس کې نه ده.
(93) ای رسوله! ورته ووايه: الله لره د هغه پر هغو نعمتونو ستاينه ده چې نه شمېرل کيږي، الله به تاسو ته ستاسو په ځانونو، آسمان، ځمکه او روزۍ کې خپلې نښانې دروښيي، تاسو به يې داسې وپېژنئ چې پر حق باور کولو خوا ته به مو لارښوونه وکړي، ستاسو پالونکی له هغه څه بې خبره نه دی چې تاسو يې کوئ، بلکې هغه پرې خبر دی، له هغه هيڅ هم پټ نه دي او تاسو ته به پرې جزا درکړي.