(1) هغه مهربان چې د پراخه لورېينې څښتن دی.
(2) هغه خلکو ته قرآن په آسانه يادولو او د هغه د معناوو په آسانه پوهولو سره ښوولی دی.
(3) هغه انسان سم پيداکړی، او د هغه صورت يې ښايسته کړی دی.
(4) هغه ته يې ښوولي دي چې څه ډول د خپل زړه خبره په ويلو او ليکلو سره بيان کړي.
(5) او لمر او سپوږمۍ يې اندازه کړي، چې په باوري حساب سره تاوېږي ترڅو خلک د کلونو شمېر او حساب پرې معلوم کړي.
(6) او هغه شينګي چې تنه نه لري او ونې دواړه الله پاک لره سجده کوي، هغه لره غاړه اېښودونکي او سر ټيټوونکي دي.
(7) او پر ځمکه سربېره يې آسمان د ځمکې لپاره د چت په توګه پورته کړی، او په ځمکه کې يې عدالت ثابت کړی، او خپلو بندګانو ته يې د هغه امر کړی دی.
(8) ای خلکو! عدالت يې د دې لپاره ثابت کړی ترڅو تاسو تېری او په تول او پېمانه کې خيانت ونه کړئ.
(9) او په خپلو منځونو کې تول سم په عدل سره ترسره کوئ، په تول يا پېمانه کې کمی مه کوئ کله چې نورو ته پېمانه او يا تول کوئ.
(10) او ځمکه يې داسې چمتو کړې اېښې ده چې خلک پرې ځای پرځای کېدای شي.
(11) په هغې کې داسې ونې دي چې مېوې کوي، او داسې د خرما ونې دي چې وښي يې له خرماوو ډک دي.
(12) او په هغې د وښو والا دانې دي لکه غنم او وربشې، او داسې شينګي دي پکې چې تاسې يې بويوئ.
(13) نو ای د پېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو د الله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟!
(14) هغه آدم عليه السلام له داسې وچې خټې پيداکړ چې شرنګهار يې اورېدل کېدی، لکه پخه کړل شوې خټه.
(15) او د پېريانو پلار يې د اور د لمبې چې د دود څخه پاکه سوچه وي پيداکړ.
(16) نو ای د پېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو د الله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟!
(17) هغه په اوړي او ژمي کې د لمر د دواړو ختيځونو او دواړو لوېديځونو پالونکی دی.
(18) نو ای د پېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو د الله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟!
(19) الله مالګين او خوږ دريابونه سره ګډ کړي په هغه ځای کې سره يوځای کيږي چې سترګې يې ويني.
(20) د هغو دواړو ترمنځ يو خنډ دی چې هر يو يې له دې څخه را ګرځوي چې پر بل دې تېری وکړي ترڅو خوږ همداسې خوږ پاتې شي او مالګين همداسې مالګين.
(21) نو ای د پېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو د الله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟!
(22) د دواړو دريابونو له ټولګې څخه لويې او کوچنۍ ملغلرې را وزي.
(23) نو ای د پېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو د الله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟!
(24) او يوازې هغه لوړ پاک ذات لره په دريابونو کې د غرونو غوندې روانو کښتيو کې تصرف کول دي.
(25) نو ای د پېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو د الله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟!
(26) هرڅه مخلوقات چې د ځمکې پر مخ دي هرومرو تباه کېدونکي دي.
(27) او ای رسوله! ستا پالونکی پاتې کيږي چې د لويۍ، احسان او پر بندګانو يې د پېرزوينې څښتن دی، نو هغه لره به هيڅکله فنا را نه شي.
(28) نو ای د پېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو د الله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟!
(29) او له هغه ټولې هغه پرېښتې چې په آسمانونو کې دي، او پېريان او انسانان چې په ځمکه کې دي خپلې اړتياوې غواړي، هره ورځ هغه د خپلو بندګانو له مړه کولو، ژوندي کولو، روزي ورکول او يا بل کوم کار کې وي.
(30) نو ای د پېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو د الله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟!
(31) ای انسانانو او پېريانو ژر به موږ تاسو سره حساب وکړو؛ نو هر چاته به د هغه څه بدله ورکړو چې له ثواب او سزا يې وړ دی.
(32) نو ای د پېريانو او انسانانو ډلې! پر ستاسو د الله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟!
(33) او الله به د قيامت په ورځ چې کله پېريان او انسانان را غونډ کړي ووايي: اې د پېريانو او انسانانو ډلې! که چېرې د آسمانونو او ځمکې له کونجونو څخه په کوم کونج کې د ځانونو لپاره د وتلو لار پيداکولای شئ؛ نو دا کار وکړئ، خو هيڅکله به تاسې دا کار ونه شئ کړای مګر د يو ځواک او دليل په مرسته، او دا ځواک او دليل به تاسو له کومه کړئ؟
(34) نو ای د پېريانو او انسانانو ډلې! پر ستاسو د الله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟!
(35) اې انسانانواو پېريانو! پر تاسو به له داسې اوره لمبې چې له دوده خالي وي، او داسې دود را خوشي کړل شي چې لمبه به پکې نه وي، چې د دې منع کول به ستاسې په توان کې نه وي.
(36) نو ای د پېريانو او انسانانو ډلې! پر ستاسو د الله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟!
(37) کله چې آسمان د پرېښتو د را کوزدېدو لپاره وچوي؛ نو د رنګ په روڼ والي کې به تېلو غوندې تک سور وي.
(38) نو ای د پېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو د الله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟!
(39) نو په دغه لويه ورځ کې به نه انسان او نه پېری يې له ګناهونو پوښتل کيږي، ځکه الله به د هغوی پر کړنو پوه وي.
(40) نو ای د پېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو د الله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟!
(41) د قيامت په ورځ به ګناهکاران پر نښو يې پېژندل کيږي چې د مخونو توروالی او سترګو شينوالی دی، نو تندي به يې له پښو سره يوځای کړل کيږي او بيا به دوزخ خواته کشول کيږي.
(42) نو ای د پېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو د الله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟!
(43) او د ګواښ په ډول به هغوی ته ويل کيږي: دا هغه دوزخ دی چې ګناهکارانو به په دنيا کې درواغ ګڼلو اوس يې د سترګو په وړاندې دی چې هيڅ نټه نه شي ترې کولای.
(44) د هغه دوزخ او سختو ګرمو اوبو ترمنځ به اخوا دېخوا کيږي.
(45) نو ای د پېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو د الله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟!
(46) او د هغه چا لپاره چې په آخرت کې د خپل پالونکي په وړاندې له درېدلو ډاريږي؛ نو ايمان يې راوړی او نېک عمل يې کړی، دوه جنتونه دي.
(47) نو ای د پېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو د الله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟!
(48) دغه دواړه بڼونه د لويو شنو څانګو والا دي.
(49) نو ای د پېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو د الله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟!
(50) په هغو دواړو بڼونو کې دوې داسې چينې دي چې اوبه پکې بهيږي.
(51) نو ای د پېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو د الله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟!
(52) په هغو دواړو کې به له هغو مېوو چې خوند ترې اخېستل کيږي دوه دوه ډوله وي.
(53) نو ای د پېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو د الله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟!
(54) پر داسې فرشونو به تکيه وهونکي ناست وي چې استر به يې له پنډو وېښمو وي، او کومې مېوې او خوندور شيان چې له دواړو جنتونو ترلاسه کوي، د ولاړ، ناست او تکيه وهونکي لپاره به نېږدې وي.
(55) نو ای د پېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو د الله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟!
(56) په هغو کې به داسې مېرمنې وي چې نظرونه به يې يوازې پر خپلو مېړونو ورګرځېدلي وي، د هغوی بکارتونه به له خپلو مېړونو يې مخکې نه انسان او نه پېري ور زايل کړي وي.
(57) نو ای د پېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو د الله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟!
(58) ګواکې هغوی په ښايست او پاکوالي کې لال او مرجان دي.
(59) نو ای د پېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو د الله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟!
(60) د هغه چا بدله له دې پرته بل څه چې د خپل پالونکي په پيروي يې ښېګڼه کړې چې الله ښه بدله ورکړي؟!
(61) نو ای د پېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو د الله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟!
(62) او له دغو دوو يادو بڼونو پرته به دوه نور بڼونه هم وي.
(63) نو ای د پېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو د الله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟!
(64) پرته له شکه ډېر سخت شینوالی دی د هغوی دواړو.
(65) نو ای د پېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو د الله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟!
(66) په دغو دوو باغونو کې دوې داسې چينې دي چې اوبه به يې سختې را خوټيږي، د هغو دواړو د اوبو خوټېدل به هيڅ نه ختميږي.
(67) نو ای د پېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو د الله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟!
(68) په دغو دوو باغونو کې زياتې مېوې، لويې د خرما ونې او انار دي.
(69) نو ای د پېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو د الله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟!
(70) په دغو باغونو کې نېک خويه ښايسته مخونه والا ښځې دي.
(71) نو ای د پېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو د الله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟!
(72) په خېمو کې پټې حورې د هغوی د ساتنې په موخه.
(73) نو ای د پېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو د الله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟!
(74) هغوی ته يې له خپلو مېړونو مخکې نه انسان ور نېږدې شوی او نه پېری.
(75) نو ای د پېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو د الله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟!
(76) پر شنو پوښونو پټو تکيو او ښکلو فرشونو به ډډه وهونکي ناست وي.
(77) نو ای د پېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو د الله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟!
(78) ستا د پالونکي د نوم خير زيات اولوی دی، د لويۍ، ښېګڼې او پر بندګانو يې د پېرزوينې څښتن دی.