(1) هغه قيامت چې د خپلې سختۍ د لوی والي له امله به د خلکو زړونه کړنګوي.
(2) دغه قيامت څه دی چې د خپلې سختۍ د لوی والي له امله د خلکو زړونه کړنګوي؟!.
(3) اې رسوله! ته څه پوهېږې چې دغه قيامت چې د خپلې سختۍ د لوی والي له امله د خلکو زړونه کړنګوي څه دی؟! بېشکه هغه د قيامت ورځ ده.
(4) په کومه ورځ چې د خلکو زړونه کړنګول کيږي هغوی به هلته دلته د تيتو شيندل شويو پتنګان غوندې وي.
(5) او غرونه به د خپل تګ او خوځښت په سپک والي کې د ټکول شويو وړيو غوندې وي.
(6) نو بيا چې د چا نېک اعمال پر بدو اعمالو يې زيات شي.
(7) نو هغه به په خوشحاله ژوند کې وي چې په جنت کې به يې ترلاسه کوي.
(8) او د چا چې بد عملونه پر ښو علمونو يې زيات شي.
(9) نو د هغه هستوګنځی او د ورتګ ځای به د قيامت په ورځ دوزخ وي.
(10) اې رسوله! ته څه پوهېږې چې هغه څه ده؟!.
(11) هغه سخت ګرم اور دی.