110 - An-Nasr ()

|

(1) اې رسوله! کله چې ستا د دين لپاره د الله مرسته او د هغه له لوري يې درناوی راشي او د مکې فتحه پېښه شي.

(2) او خلک ووينې چې په اسلام کې له يوې ډلې وروسته بله ډله داخليږي.

(3) نو پوه شه چې دغه د هغه کار د پای ته رسېدلو د رانېږدې کېدو نښه ده چې ته ورسره لېږل شوی وې، نو د خپل پالونکي پاکي دې بيانوه، د هغه پر مرسته او بريا د شکر اېستلو لپاره، بېشکه هغه د خپلو بندګانو د توبې ډېر قبلوونکی دی او هغوی بښي.