(1) الله پر داسې اسمان لوړه وکړه چې د لمر، سپوږمۍ او نورو شيانو پر منزلو مشتمل دی.
(2) او الله د قيامت په هغه ورځ لوړه وکړه چې ژمنه يې کړې چې په هغې کې به ټول خلک را ټولوي.
(3) او پر هر شاهد يې قسم وکړ، لکه نبي چې پر خپل امت شاهدي ورکوي او هر مشهود لکه پر چې نبي يې شاهدي ورکوي.
(4) پر هغو کسانو لعنت ويل شوی چې په ځمکه کې يې لويه کنده اېستلې ده.
(5) او هغوی پکې اور بل کړ، او مؤمنان یې ژوندي پکې واچول.
(6) هغه مهال چې هغوی پر دغه له اور څخه ډکه کنده ناست وو.
(7) او هغوی د هغه عذاب او سزا ليدونکي وو چې مؤمنانو ته يې ورکوله؛ ځکه هغوی هلته شتون درلود.
(8) او دغو کافرانو پر مؤمنانو يوازې له دې امله عيب لګولو چې هغوی پر داسې برلاسي الله ايمان راوړی و چې هيڅوک نه شي پرې برلاسی کېدلای او په هرڅه کې ستايل شوی دی.
(9) هغه ذات چې يوازې هغه لره د اسمانونو پاچايي او د ځمکې پاچايي ده، او هغه پر هر څه خبر دی، له هغه د خپلو بندګانو له کارونو هيڅ هم پټ نه دي.
(10) پرته له شکه هغه کسان چې مؤمنو نارينه او مؤمنو ښځينه و ته يې د اور سزا ورکړې ده تر څو هغوی يوازې پر الله له ايمان راوړلو څخه را وګرځوي، بيا يې الله ته له خپلو ګناهونو توبه هم نه ده اېستلې، د قيامت په ورځ هغوی لره د دوزخ عذاب دی او هغوی لره د اور عذاب دی چې سوزوي به يې، دا د هغوی لپاره د هغه څه سزا ده چې مؤمنان يې په اور کې سوځول.
(11) پرته له شکه هغه کسان چې پر الله يې ايمان راوړی، او ښه کارونه يې کړي دي، د هغوی لپاره داسې جنتونه دي چې تر ماڼيو او ونو لاندې به يې ويالې بهيږي، دغه بدله چې د هغوی لپاره چمتو کړل شوې ده لويه بريا ده چې هيڅ بريا نه شي ورته نېږدې کېدلای.
(12) اې رسوله! پرته له شکه ظالم لره ستا د پالونکي نيونه ډېره پياوړې ده که څه هم تر يوې مودې يې همداسې پرېږدي.
(13) پرته له شکه هغه خلک او عذاب د لومړي ځل لپاره پيدا کوي او د بيا ځلې لپاره يې راګرځوي.
(14) او هغه د هغه چا د ګناهونو بښونکی دی چې له بندګانو يې څوک توبه وباسي، او له ځان ساتونکو يې خپل دوستان خوښوي.
(15) د عزتمن عرش څښتن دی.
(16) چاته چې د ګناهونو بښنه او يا چاته سزا ورکول وغواړي ښه تر سره کوونکی يې دی، هغه پاک ذات لره څوک اړ اېستونکی نشته.
(17) اې رسوله! ايا تاته د هغو کسانو د لښکرو خبر رسېدلی دی چې د حق پر وړاندې د جګړې او د هغو د مخنيوي لپاره يې لښکرې جوړې کړې؟.
(18) د فرعون او د صالح عليه السلام د اصحابو؛ ثموديانو.
(19) د دغو خلکو له ايمان راوړلو څخه مخنيوونکی دا نه دی چې هغوی ته د پخوانيو درواغ ګڼونکو امتونو او د هغوی د تباهۍ خبرونه نه و راغلي بلکې هغوی د خپلو غوښتنو د پيروۍ له امله هغه څه درواغ ګڼل چې رسولان يې ورسره راغلي وو.
(20) او الله د هغوی پر کړنو په شمېرلو سره چاپېر دی، له هغو هيڅ هم نه ترې پاتې کيږي، زر دی چې بدله به پرې ورکړي.
(21) او قرآن شعر نه دی او نه قافيه ده لکه څنګه چې درواغ ګڼونکي وايي، بلکې هغه عزتمن قرآن دی.
(22) په داسې تخته کې دی چې له بدلون، تحريف، کموالي او زيادت څخه خوندي ده.