(1) پاک دی الله تعالی او لوی دی؛ د وجې د قدرت د هغه نه په هغه څه چې هیڅوک پرې قادر نه دی، نو الله تعالی هغه ذات دی چې بیولی ېې و خپل بنده محمد -صلی الله علیه وسلم- په روح او بدن سره په ویښه په یوه حصه د شپې کې د مسجد حرام نه بیت المقدس جومات ته هغه چې برکت اچولی مونږ ګیرچاپیره د هغه نه په میوو او فصلونو سره او په ځايونو د اوسیدلو د پیغمبرانو -علیهم السلام-؛ د دې لپاره چې وویني بعضې زمونږ د نښو نه چې دلالت کوونکي دي د الله تعالی په قدرت باندې، یقینا الله تعالی ښه اوریدونکی دی هیڅ د اوریدلو وړ شی پرې پټ نشي پاتې کیدلی، ښه لیدونکی دی هیڅ د لیدلو وړ شی ترې پټ نشي پاتی کیدلی.
(2) او ورکړی و مونږ موسی -علیه السلام- ته تورات او ګرځولی و مونږ دې لره هدایت کوونکی او ښودونکی بني اسرایېلو لره، او مونږ بني اسرایېلو ته ویلي و: مه نیسئ پرته زما څخه څوک ذمه وار چې خپل کارونه ورته سپارئ، بلکې یواځې په ما باندې ځان وسپارئ.
(3) تاسې د اولادې د هغه چا څخه یاست چې مونږ په هغوی باندې انعام کړی وو په خلاصۍ سره د نوح -علیه السلام- په ملګرتیا کې د غرقیدو نه د اوبو په طوفان کې، نو دا نعمت را په یاد کړئ، او د الله تعالی شکر وباسئ یواځي د هغه په بندګۍ کولو او تابعدارۍ کولو سره، او په دې کې تاسې د نوح -علیه السلام- تابعداري وکړئ، ځکه چې هغه الله تعالی ته ډیر شکر ایستونکی و.
(4) او خبر ورکړی وو مونږ بني اسرایېلو ته په تورات کې چې یقینا خامخا به دوی په ځمکه کې فساد کوي په ګناهونو کولو او په تکبر کولو سره دوه ځله، او خامخا به دوی په خلکو باندې لويي کوي په ظلم او زیاتي کولو سره تیریدونکي به وي د حد نه په دوی باندې په لویي کولو کې.
(5) نو کله چې واقع شو د دوی نه اول ځل فساد مونږ په دوی باندې زمونږ داسې بندګان مسلط کړل چې خاوندان د طاقت او سخت جنګ وو چې دوی یې وژل او شړل، او ګرځیدل د دوی د کورونو په منځ کې خرابول ې هغه څه چې دوی پرې ورتیریدل، او دا وعده وه د الله تعالی په دې کار سره خامخا دا واقع کیدونکی وه.
(6) بیا مونږ بیرته تاسې ته غلبه او حکومت درکړ -ای بني اسرایېلو- په هغه چا باندې چې په تاسې مسلط کړی شوي وو کله چې تاسې الله تعالی ته توبه وویستله، او زیات مو کړل تاسې لره مالونه وروسته د هغې نه چې ستاسې نه په زور اخیستل شوي و، او زامن مو درکړل وروسته د غلامان کیدلو د هغوی نه، او ومو ګرځولئ تاسې ډیره ډله ستاسې د دښمن نه.
(7) که تاسې ښایسته کړئ -ای بني اسرایېلو- عملونه خپل، او په سمه توګه مو عملونه وکړل، نو د دې بدله ستاسې د فایدې لپاره ده، نو پس الله تعالی بې نیازه دی ستاسې د عملونو نه، او که چیرته تاسې بد کارونه وکړئ نو د هغه انجام هم په تاسې دی، نو پس الله تعالی ته ستاسې نیکي هیڅ فایده نشي رسولی، او ستاسې بدي ورته هیڅ ضرر نشي رسولی، نو کله چې دویم ځل فساد تاسې وکړ، مونږ به په تاسې ستاسې دښمنان مسلط کړو د دې لپاره چې تاسې ذلیل کړي، او بدوالی او ذلت به ستاسې په مخونو باندې ښکاره وګرځوي، د هغو بی عزتیو د وجې نه چې تاسې ته به یې دررسوي، او د دې لپاره چې بیت المقدس ته به ننوځي او خراب به یې کړي لکه څرنګه چې ورته اول ځل ننوتلي وو او خراب کړی یې و، او د دې لپاره چې ورانه به کړي هغه برخه د ښار چې دوی پرې غلبه حاصله کړي په پوره توګه هلاکولو سره.
(8) نژدې ده چې رب ستاسې -ای بني اسرایېلو- په تاسې رحم وکړي وروسته د دې سخت انتقام (عذاب) نه که چیرته تاسې هغه ته توبه وویستله، او خپل عملونه مو ښایسته کړل، او که چیرته تاسې بیرته فساد ته په دریم ځل یا زیات د دې نه راوګرځیدئ مونږ به راوګرځو ستاسو سزا درکولو ته، او مونږ جهم بستر ګرځولی دی د هغه چالپاره چې په الله جل جلاله یې کفر کړی دی، چې تل به پکې وي.
(9) یقینا دا قرآن کریم چې په محمد صلی الله علیه وسلم باندې نازل شوی؛ رسول کوي ښایسته لارو ته او هغه د اسلام لار ده، او خبر ورکوي په الله تعالی باندې ایمان لرونکو ته هغوی چې نیک عملونه کوي په هغه څه باندې چې دوی پرې خوشحالیږي، او هغه دا چې یقینا دوی لره د الله تعالی له طرفه دیر لوی ثوابونه دي.
(10) او خبر ورکوي هغو کسانو ته چې د قیامت په ورځ ایمان نه لري په هغه څه چې دوی خفه کوي، او هغه دا چې یقینا مونږ تیار کړی دوی لره د قیامت په ورځ دردناک عذاب.
(11) او خېرا کوي انسان د خپلی ناپوهئ له وجې په خپل ځان او بچو او مال باندې د غصې په وخت کې، لکه په شان د دعا د ده خپل ځان لره په خیر سره، نو که چیرته مونږ په شر سره د دې دعا قبوله کړی وی نو دې به هلاک شوی وی، او مال او بچې به یې هم هلاک شوي وی، او د انسان په طبیعت کې تلوار دی؛ نو د دې وجې کله دا په هغه څه تلوار کوي چې دې ته ضرر رسوي.
(12) او موږ شپه او ورځ دوې داسې نښانې پيداکړي دي چې د الله پر يووالي او ځواک دلالت کوونکي دي، ځکه په هغو دواړو کې په اوږدوالي او لنډوالي، ګرمايښت او يخنۍ کې يې توپير دی، نو شپه مو د آرامتيا او خوب لپاره تياره ګرځولې ده او ورځ مو رڼا ګرځولې ده، ترڅو د الله هغه روزي ولټوئ چې په خپله پېرزوينه يې درته ټاکلې ده او ترڅو يې پر يوبل پسې په راتګ د کلونو شمېر معلوم کړئ او د مياشتو، ورځو او ساعتونو هغه حساب چې اړتيا ورته لرئ، هرڅه مو څرګند بيان کړي دي، ترڅو شيان سره بېل شي او څوک چې پرحق دي له باطله څرګند شي.
(13) او هر انسان لره ګرځولی مونږ د هغه عمل چې هغه یې کوي لازم هغه لره داسې لکه څرنګه چې غاړکۍ (امیل) په غاړې پسې لازم وي، د هغه څخه نه جدا کیږي تر دې چې حساب ورسره پرې وشي، او مونږ به راوباسو دې لره د قیامت په ورځ داسې یو کتاب چې پدې کې به ټول هغه د خیر او شر کارونه وي چې دې کړي او دی به یې خپلی مخې ته پرانیستی او غوړیدلی وویني.
(14) او مونږ به ووایو ده ته په دغه ورځ: ولوله -ای انسانه- عملنامه خپله، او په خپلو عملونو د ځان سره په خپله حساب وکړه، پوره دی ځان ستا د قیامت په ورځ حساب کوونکی ستاسره.
(15) چاچې د ایمان لورې ته سمه لار و موندله نو ګټه یې د همغه لپاره ده، او څوک چې بې لاری شو نو یقینا سزا د بې لارې توب د هغه په هغه باندې ده، او نه به باروي یو نفس ګناه د بل نفس، او مونږ نه یو عذاب ورکوونکي یو قوم لره تر دې چې په هغوی باندې دلیل قایم نه کړو په لیږلو د پیغمبرانو سره هغوی ته.
(16) او کله چې مونږ اراده وکړو د هلاکولو د یو قوم د هغوی د ظلم له وجې؛ نو امر وکړو په تابعدارۍ سره هغه چا ته چې غرور کې اچولی هغوی لره نعمتونو نو هغوی تابعداري ونه کړه، بلکې نافرماني یې وکړه او د تابعدارۍ څخه ووتل، نو ریښتیا شو په دوی باندې عذاب د بیخ کندۍ ایستلو، نو مونږ هلاک کړل هغوی په هلاکولو د بیخ کندۍ سره.
(17) او څومره ډیر دي هغه دروغ ګڼوونکی امتونه چې مونږ هلاک کړي وروسته د نوح -علیه السلام- نه لکه عادیان او ثمودیان! او پوره دی رب ستا -ای پیغمبره- په ګناهونو د خپلو بندګانو خبردار لیدونکی، هیڅ شی په هغه باندې د دې نه پټ نشي پاتي کیدلی، او خامخا به ورله پرې بدله ورکوي.
(18) څوک چې په نېکو اعمالو د دنيا ژوند غواړي او په آخرت باور نه لري او هيڅ پروا يې نه لري، هغه ته همغه څه په بيړه ورکوو چې موږ يې غواړو نه هغه نعمتونه چې هغه يې غواړي، د چا لپاره چې موږ ورسره دا ډول کړنه وکړو بيا مو د هغه لپاره دوزخ پيدا کړی چې د قيامت په ورځ به ورننوځي ګرمي به يې د ملامتۍ سره زغمي ځکه دنيا یې په آخرت سره غوره کړې وه او پر آخرت د کفر له امله او د الله له لورېينې لېرې غورځول شوی دی.
(19) او څوک چې د آخرت د ثواب په خاطر د نیکو کارونو هڅه وکړي ، او کوشش کوي د اخرت د پاره داسې کوشش چې د ریا او ځان ښودنې نه خالي وي، او دا مومن وي په هغه څه چې الله تعالی پرې ایمان واجب کړی، نو دغه کسان چې دا صفات لري د دوی کوشش د الله تعالی سره مقبول دی، او خامخا به ورله پرې بدلې ورکوي.
(20) مونږ دې دواړو؛ نېکو او بدو ډلو ته ستا د رب له ورکړې څخه ډیر څه ورکوو پرته لدې چې پرې ویې دروو ای پېغمبره! او په دنیا کې ستا د رب ورکړه له هیچا څخه نه منع کیږي؛ خوا که هغه نیک وي او یا بد.
(21) وګوره -ای پیغمبره- څرنګه مونږ غوره کړي ځیني د دوی نه په ځینو نورو باندې په دنیا کې په روزئ او درجو کې، او خامخا اخرت ډیر لوی فرق لري په مرتبو د نعمتونو کې د دنیوي له ژوند سره ، او ډیر زیات دی په غوره والي کې، نو مومن باید په اخرت باندې حرص وکړي.
(22) مه ګرځوه -ای بنده- د الله تعالی سره بل معبود چې بندګي یي وکړې، نو ته به شي بد ویلی شوی د الله تعالی په نزد، او د هغه د نیکو بندګانو په نزد نه به وي ستاینه کوونکی تا لره، شرمیدلی به يې د هغه له طرفه، نه به وي مدد کوونکی تا لره.
(23) او امر کړی رب ستا -ای بنده- او دا یې لازم کړي چې د هغه نه پرته د بل چا بندګي دې ونه کړی شي، او حکم یې کړي په نیکۍ کولو د خپلو مور او پلار سره په ځانګړې توګه کله چې بوډاوالي ته ورسیږي، نو که چیرته ورسیږي یو د مور او پلار نه بوډاوالي ته او یا ورته دواړه ورسیږي ستا په ژوند کې، نو ته مه تنګیږه د دې دواړو نه په ویلو د هغه څه سره چې په دې تنګیدلو دلالت کوي، او دوی مه رټه او سخته وینا ورته هم مه کوه، او وایه ورته وینا ښایسته چې اسانتیا او نرمي پکې وي.
(24) او له خاکسارۍ نه کار واخله دې دواړو ته د عاجزئ او مهربانۍ له وجې نه، او ووایه: ای زما ربه! رحم وکړه په دوی باندې خاص رحمت د دې وجې نه چې په وړوکوالي کې یې زما پالنه کړې.
(25) رب ستاسې -ای خلکو- ښه پوه دی په هغه څه چې ستاسې په زړونو کې دي هغه ته د اخلاص نه په بندګۍ کې او د نیکیو په کارونو کې، او په نیکي کولو کې د مور او پلار سره، نو که چیرته ستاسې نیتونه په عبادتونو او معاملو کې د خپلو مور او پلار او نورو سره نیک وي نو یقینا الله پاک هغه چا ته چې هغه ته ډیر ګرځیدونکی وي په توبې سره بخښونکی دی، نو چا چې توبه وویستله دخپل مخکني کمي نه په تابعدارئ د خپل رب او مور او پلار کې نو الله تعالی هغه ته بخښنه کوي.
(26) او ورکوه-ای مومنه- خپلوانو ته حق د خپلولۍ (صله رحمۍ)، او ورکړه مسکین ته حق د هغه، او ورکړه لاروي ته په سفر د هغه کې، او مه خرچ کوه مال خپل په ګناه کې، او یا د زیاتي په ډول.
(27) یقینا هغه کسان چې خرچ کوي مالونه خپل په ګناهونو کې، او زیاتي کوونکي په خرچ کولو کې وروڼه د شیطانانو دي، تابعداري کوي د هغوی په هغه څه کې چې امر ورته پرې کوي د بې ځایه خرچ کولو نه او زیاتي کولو نه، او دی شیطان خپل رب لره ناشکري کوونکی، نو نه کوي مګر هغه کار چې په هغه کې نافرماني وي، او امر نه کوي مګر په هغه څه چې د هغه رب غصه کوي.
(28) او که ته چیرته انکار وکړې د ورکړي د دوی نه؛ د وجې د نه موجودیت د هغه څه چې دوی ته یې ورکړې انتظار کوونکی یې ته د هغه څه چې پراخه کړي الله تعالی په هغه سره په تا باندې د رزق نه، نو ووایه دوی ته خبره اسانه او نرمه، داسې چې ته دوی ته د رزق د پراخۍ دعا وکړې، او یا ورسره د ورکړې وعده وکړې که چیرته الله تعالی تا ته مال درکړ.
(29) او مه بندوه لاس خپل د خرچ کولو نه، او زیاتی هم مه کوه په خرچ کولو کې، نو شې به ته ملامت کړی شوی خلک به دې ملامتوي ستا په بخیلۍ باندې که چیرته دې لاس د خرچ کولو نه بند کړ، او بند به شي د خرچ کولو نه ستا د اسراف د وجې نه، نو څه به درسره نه وي چې خرچ یې کړې.
(30) یقینا ستا رب پراخوي رزق چا لره چې وغواړي، او تنګوي يې چا لره چې وغواړي د وجې د لوی حکمت نه، یقینا دا الله تعالی خبردار دی لیدونکی دی، هیڅ شی په هغه باندې د دوی نه پټ نشي پاتي کیدلی، نو چلوي خپل حکم په دوی کې څرنګه چې یې غواړي.
(31) او تاسې مه وژنئ بچې خپل د غریبۍ د ویرې نه په راتلونکي وخت کې که چیرته تاسې په دوی باندې خرچه وکړئ، مونږ د دوی د روزۍ ذمه واري کوو، او ستاسې د روزۍ هم ذمه واري کوو، یقینا د دوی وژل دا ډیره لویه ګناه ده؛ ځکه چې د دوی څه ګناه نشته او نه داسې وجه شته چې د دوی وژل واجبوي.
(32) او ځان وساتئ له زنا څخه، او ځان وساتئ د هغه څه نه چې د دې سبب کیږي، یقینا دا د بدۍ اخري حد دی، او ډیره بده لاره ده ځکه چې د دې په وجه نسبونه ګډوډیږي، او د دې په وجه د الله تعالی عذاب راځي.
(33) او مه وژنئ تاسې هغه نفس چې الله تعالی یې وینه بچ ساتلی په ایمان او سلامتیا سره مګر که مرګ یې روا شي په ردت سره (د اسلام نه په اوښتلو)، او یا په زنا کولو سره وروسته د واده نه، او یا په قصاص سره (چې یو څوک یې وژلی وي نو دا به د هغه په بدل کې وژل کیږي)، او څوک چې مظلوم ووژل شو پرته له داسې یو سبب نه چې د دې مرګ روا کوي نو یقینا مونږ ګرځولی هغه چا لره چې د دې متولي وي د وارثانو څخه اختیار او غلبه په دې قاتل باندې، نو ده لره روا ده چې د دې قاتل د وژلو مطالبه وکړي د قصاص په ډول، او ده لره د بخښني حق هم شته پغیر د مقابل نه، او دا حق ورله هم شته چې هم دیت واخلي او هم بخښنه وکړي، نو نه به اوړي د هغې اندازې نه چې الله تعالی ده لره روا کړې په غوڅولو د اندامونو د دې قاتل، او یا په وژلو د قاتل پغیر له هغې طریقې نه چې دې پرې هغه کس وژلی، او یا د قاتل په ځای بل څوک وژل، یقینا دا وارث د مړي چې دی د ده مرسته او مدد کړی شوی دی.
(34) او تاسې تصرف مه کوئ په مال د هغه چا کې چې پلار یې وفات شوی وي د ماشومانو څخه مګر په هغه طریقه چې هغه ډیره برابره وي دې لره د زیاتیدو د مال نه او د ساتلو د هغه تر دې چې د دې یتیم عقل پوخ شي او ځوانۍ ته ورسیږي، او پوره والی کوئ په هغو لوظونو چې ستاسې او د الله تعالی ترمنځ دي، او په هغو لوظونو چې ستاسې او د هغه د بندګانو ترمنځ دي پغیر د ماتولو او نقصان کولو نه، یقینا الله تعالی به پوښتنه کوي د لوظ ورکوونکي نه د قیامت په ورځ: ایا په خپل لوظ یې وفا کړې نو ثواب ورله پرې ورکړي او که یا یې پرې وفا نده کړې نو عذاب به ورکړي.
(35) او پوره کوئ پیمانه کله چې پیمانه کوئ د بل چا لپاره او مه یې کموئ، او تول کوئ په تله د انصاف هغه چې هیڅ شی هم نه کموي او نه په کې دوکه کوي، دا پوره والی د پېمانې او د تول غوره دی تاسې لره په دنیا او اخرت کې، او ډیر ښایسته دی په اعتبار د انجام سره د کمي کولو نه په کموالي د پېمانو او تلو کې.
(36) او مه زه -ای بنی ادم- په هغه څه پسې چې نشته تا لره د هغه باره کې دلیل،(که ته دا کار وکړې) نو ته به تابعداري وکړې د ګومانونو او اټکل، یقینا انسان ذمه وار دی د هغه څه باره کې چې دې پکې خپل غوږونه او سترګې او زړه استعمال کړي وي د خیر او یا شر نه، نو ثواب به ورکولی شي په خیر باندې، او سزا به ورکولی شي په شر باندې.
(37) او مه ګرځه په ځمکه کې په تکبر او لویي کولو سره، یقینا که ته په ځمکه کې لویي کوونکي وګرځې نو ته ځمکه په خپلو ګرځیدلو نشي څیري کولی، او ستا قد هم هغه اندازې ته نشي رسیدلی کومې ته چې غرونه رسیدلي په اوچتوالي او اوږدوالي کې، نو بیا د څه وجې نه تکبر او لويي کوې؟!
(38) دا ټول څه چې مخکې ذکر شول په دې کې بد کارونه په نزد د رب ستا -ای انسانه- ناروا دي، الله تعالی یې نه خوښوي د هغه چا نه چې دا کارونه کوي، بلکې بغض ورسره کوي.
(39) دغه څه مو چې له امرونو، نواهيوو او حکمونو څخه په ډاګه کړل هغه حکمت دی چې پالونکي دې وحي کړې ده، او اې انسانه له الله سره بل معبود مه نيسه چې د قيامت په ورځ به دوزخ ته داسې ملامت ور واچول شې، چې په خپله به هم ځان ملامتوې او خلک به دې هم ملامتوي، له هرې ښېګڼې به له لېرې کړل شوی وې.
(40) ای هغو خلکو چې دعوه کوئ چې یقینا ملاېکې د الله تعالی لورګانې دي، ایا خاص کړي یاست تاسې رب ستاسې -ای مشرکینو- په نارینه بچو سره، او د ځان لپاره یې ملاېکې لورګانې نیولي؟ اوچت دی الله تعالی د هغه څه نه چې تاسې یې وایئ، یقینا تاسې په الله تعالی باندې داسې یوه خبره وایئ چې هغه انتها د قباحت کې ده داسې چې تاسې هغه ته د بچي نسبت کوئ، او دا ګومان کوئ چې یقینا هغه لره لورګانې دي ستاسې د زیاتي کولو د وجې نه په هغه باندې په کفر کولو کې.
(41) او یقینا مونږ بیان کړي په دې قرآن کریم کې احکام او پندونه او مثالونه د دې لپاره چې خلک پرې پند واخلي، نو هغه لاره خپله کړي چې دوی ته فایده رسوي، او هغه لاره پریږدي چې دوی ته ضرر رسوي، او حال دا دی چې بعضې د دې خلکو نه داسې دي چې فطرتونه یې نسکور شوي نو نه زیاتي کیږي په دې سره مګر لرې والی د حق نه او بد ګڼل حق لره.
(42) ته ووایه -ای پیغمبره- دې مشرکینو ته: که چیرته د الله تعالی سره نور څوک حقدار د بندګۍ وی لکه دوی چې وایې د بهتان او دروغو د وجې نه نو خامخا دې ګڼل شویو معبودانو به غوښتلی وی د الله تعالی طرف ته چې خاوند د عرش دی یوه لاره چې د الله تعالی په بادشاهۍ باندې غالب شي او په دې کې ورسره جګړه وکړي.
(43) پاک دی الله تعالی ډیر پاک دی د هغو صفتونو نه چې مشرکین یې ورله بیانوي، او اوچت دی د هغه څه نه چې دوی یې وایي په اوچتوالي ډیر سره.
(44) پاکي بیانوي الله تعالی لره اسمانونه، او پاکي بیانوي الله تعالی لره ځمکه، او پاکي بیانوي الله تعالی لره هغه څوک چې په اسمانونو او ځمکو کې دي د مخلوقاتو نه، او نشته هیڅ یو شي مګر د هغه پاکي بیانوي سره د ثنا ویلو نه هغه لره، خو لیکن تاسې د هغوی د پاکۍ بیانولو په طریقه باندې نه پوهیږئ، نو تاسې نه پیژنئ مګر پاکي د هغه چا چې ستاسې په شان په ژبه پاکي بیانوي، یقینا دا الله تعالی اوچت دی صبرناک دی په سزا ورکولو کې تلوار نه کوي، بخښنه کوونکی دی هغه چاته چې توبه ورته وباسي.
(45) او کله چې ته لولی -ای پیغمبره- قرآن کریم لره نو دوی واوري هغه رټنې او پندونه چې په دې کې دي؛ مونږ وګرځوو ستا او د هغو کسانو په منځ کې چې د قیامت په ورځ ایمان نه راوړي پرده پټوونکي چې بندوي دوی لره د قرآن کریم د پوهې نه؛ دا سزا ده دوی لره د دوی د مخ اړولو د وجې نه.
(46) او مونږ ګرځولي د دوی په زړونو باندې پردې تر دې چې په قرآن کریم باندې پوهه نشي، او مونږ ګرځولې د دوی په غوږونو کې دروندوالی تر څو د فایدې اخیستلو په اوریدلو سره قرآن کریم وانه وري، او کله چې ته یاد کړې ستا رب په قرآن کریم کې یواځې، او د هغوی ګڼل شوي معبودان یاد نه کړې دوی وګرځي په خپلو پوندو باندې، لرې کیدوونکي وي د توحید خالص کولو څخه الله تعالی ته.
(47) مونږ ښه پوهیږو په طریقه د غوږ کیښودلو د دوی د مشرانو قرآن کریم ته، نو په دې اوریدلو سره هدایت نه غواړي، بلکې غواړي هسې سپک ګڼل او لغوه کارونه کول ستا د لو ستلو په وخت کې، او مونږ ښه پوهیږو په هغو پټو جرګو د دوی چې دوی یې کوي په باره د دروغ ګڼلو د قرآن کریم او په باره د منعه کولو د خلکو د هغه نه، کله چې دا پخپلو ځانونو باندې ظلم کوونکي په کفر سره وایي: تاسې تابعداري نه کوئ -ای خلکو- مګر د جادو کړی شوي سړي چې عقل یې ګډوډ شوی دی.
(48) وګوره -ای پیغمبره- چې تعجب وکړې د هغه څه نه چې دوی پرې ستا مختلف بد صفتونه بیانوي، نو دوی د حق نه واوښتل، او بې لارې شول نو دوی د حق لارې ته هدایت بیانه موند.
(49) او وایي مشرکان د وجې د انکار کولو د دوی دوباره ژوند لره: آیا کله چې مونږ مړه شو او هډوکي شو، او زمونږ بدنونه زاړه شي، آیا مونږ به بیرته راژوندي کیږو په ژوند نوي سره؟! یقینا دا خو نا ممکن دی.
(50) ته دوی ته ووایه -ای پیغمبره-: شئ تاسې -ای مشرکینو- که چیرته کولی شئ تیږې (ګټې) په سختوالي کې، او یا اوسپنه شئ په قوت کې، او تاسې هیچیرې داسې نه شئ کولی.
(51) او یا شئ بل قسم مخلوق لوی د دې دواړو نه څومره چې ستاسې په سینو کې غټ مخلوق وي، نو یقینا الله تعالی بیرته ستاسې راپاڅوونکی دی د قبرونو نه لکه څرنګه چې یې اول پیداکړي وئ، او راژوندی کوونکی دی ستاسې لکه اول ځل چې یې پیداکړي وئ، نو خامخا وایي به دا عناد کوونکي: څوک دی چې مونږ بیرته ژوندي راپاڅوي وروسته زمونږ د مړه کیدلو نه؟ ته ورته ووایه: بیرته ژوندي راپاڅوي تاسې هغه ذات چې اول ځل یې پیداکړي یاست په غیر د مخکني مثال نه، نو دوی به خپل سرونه خوځوي مسخرې کوونکي به وي ستا د جواب نه دوی ته، او وايي دوی په داسې حال کې چې لرې ګڼونکي دي (بیرته راژوندي کیدلو لره): کله به وي دا بیرته راژوندي کیدل؟! ته ورته ووایه: کیدای شي دا نږدې وي، ځکه هر یو شی چې راتلونکی وي هغه نږدې دی.
(52) بیرته به الله تعالی راژوندي کوي تاسې په هغه ورځ چې اواز به درته وشي د محشر میدان ته، نو تاسې به قبول کړئ د هغه بلنه غاړه کیښودونکي به یاست د هغه حکم ته، د هغه ثنا به وایئ، او تاسې به دا ګومان کوئ چې تاسې په ځمکه کې وخت نه دی تیر کړی مګر لږ وخت.
(53) او ووایه -ای پیغمبره- زما هغو بندګانو ته چې په ما یې ایمان راوړی: ودې کړي دوی ښایسته خبرې کله چې دوی د یو بل سره خبرې کوي، او ځان دې وساتي د بدې نفرت پیداکوونکې کلمې نه؛ ځکه چې شیطان دا غنیمت ګڼي نو د دوی تر منځ په دنیوي او اخروي زندګۍ کې د فساد اچولو کوشش کوي، یقینا شیطان چې دی هغه دښمن دی ښکاره دښمني کوونکی، نو په مومن باندې لازمه ده چې د شیطان نه ځان وساتي.
(54) رب ستاسې -ای خلکو- ښه پوهه دی په تاسې، نو پټ نه پاتې کيږي په هغه باندې ستاسې نه هیڅ شی، که چیرته وغواړي چې رحم وکړي په تاسې نو رحم به درباندې وکړي داسې چې د ایمان او نیک عمل طرف ته به توفیق درکړي، او که چیرته وغواړي چې عذاب درکړي تاسې ته عذاب به درکړي داسې چې لرې به مو کړي د ایمان نه او په کفر به مو مړه کړي، او مونږ نه یې لیږلی ته -ای پیغمبره- په دوی باندې ذمه وار چې ته یې په ایمان مجبورکړې، او د کفر نه یې بند کړې، او د دوی عملونه حساب کړې، یقینا ته خو رسوونکی یې د الله تعالی له طرفه د هغه څه چې تا ته یې پرې د رسولو امر کړی.
(55) او رب ستا -ای پیغمبره- ښه پوهه دی په هغو چا چې په اسمانونو او ځمکه کې دي، او ښه پوهه دی د هغوی په احوالو او په هغه څه چې دوی یې حقدار دي، او یقینا مونږ غوره کړي بعضې د پیغبرانو نه په بعضو نورو په ډیروالي د تابعدارانو او په رالیږلو د کتابونو، او مونږ ورکړی و داود -علیه السلام- ته کتاب چې هغه زبور دی.
(56) ووایه -ای پیغمبره- دې مشرکینو ته: راوبلئ تاسې -ای مشرکینو- هغه کسان چې تاسې ګومان کاوه چې ګویا کې دوی حقدار د بندګۍ دي پرته له الله تعالی نه کله چې په تاسې څه تکلیف او مصیبت راشي، نو دوی وسع نه لري د لرې کولو د دې تکلیف او مصیبت ستاسې نه، او وسع نه لري د بدلولو د دې تکلیف بل چا ته د دوی د بې چارۍ د وجې نه، او څوک چې بې چاره وي نو هغه د بندګۍ حقدار نشي کیدلی.
(57) دغه کسان چې دوی ورته رامدد شه وایي د ملاېکو او نورو نه؛ هغوی پخپله لټوي هغه نیک عمل چې دوی الله تعالی ته نږدې کړي، او دوی په دې کې یو بل سره مقابله کوي چې کوم یو دې ته په تابعدارۍ کې ډیر نږدې دی، او دوی د الله تعالی د رحمت امید لري، او د هغه د عذاب نه ویریږي، یقینا ستا د رب عذاب -ای پیغمبره- باید د هغه نه ویره وشي.
(58) او هيڅ کلی او له کليو کوم ښار نشته چې اوسېدونکي يې کافران وي، مګر موږ د هغوی د کفر له امله د دنيا په ژوند کې عذاب او تباهي پرې راوستونکي يو او يا يې په پياوړي عذاب لکه وژل او داسې نورو اخته کوونکي يو، د هغوی د کفر له امله دغه تباهي او سزا په لوح محفوظ کې ليکل شوې يوه الهي پرېکړه ده.
(59) او مونږ نه دي پریښي رالیږل د حسي معجزو - هغه چې دلالت کوونکی وي په ریښتنولۍ د پیغمبر کومې چې مشرکینو غوښتلي وې لکه: د مړو ژوندي کول او نورې- مګر د دې وجې نه چې مونږ دا نازل کړې وې په پخوانیو امتونو نو هغوی دروغ وګڼلې دغه معجزې، نو یقینا مونږ ورکړي وه ثمودیانو ته غټه او ښکاره معجزه، چې هغه اوښه وه، نو هغوی کفر او انکار وکړ په هغې باندې نو مونږ په تلوار سره هغوی ته عذاب ورکړ، او مونږ نه رالیږو معجزې د پیغمبرانو په لاسونو مګر د ویرې ورکولو لپاره د هغوی امتونو ته؛ کیدای شي چې دوی غاړه کیږدي (مسلمانان شي).
(60) او یاد کړه -ای پیغمبره- کله چې مونږ تا ته وویل: یقینا ستا رب راګیر کړي ټول خلک په خپل قدرت کې، نو دوی ټول د هغه په تسلط او ګیر کې دي، او الله تعالی ساتونکی دی تا لره د دوی نه، نو ته ورسوه هغه څه چې تا ته یې په رسولو امر شوی، او مونږ نه دي ګرځولي هغه څه چې مونږ په سترګو ښودلي و تا ته د اسرا په شپه باندې مګر امتحان او ازمیښت لپاره د خلکو، چې آیا دوی دا ریښتیا ګڼي، او که دروغ یې ګڼي؟ او مونږ نده ګرځولی ونه د زقوم - چې په قرآن کریم کې ذکر شوې چې دا د جهنم په یخ کې راټوکیږي - مګر ازمیښت د دوی لپاره، نو کله چې دوی په دې داوړو معجزو ایمان را نه وړ نو دوی هیڅکله په نورو ایمان نه راوړي، او مونږ ویره ورکوو دوی لره په رالیږلو د معجزو، نو نه زیاتي کوي دوی لره دا ویره په رالیږلو د دې معجزو مګر زیاتی په کفر کې او ډیروالی په ګمراهۍ کې.
(61) او یاد کړه -ای پیغمبره- کله چې مونږ ملاېکو ته وویل: سجده وکړئ ادم ته سجده د احترام او سلام نه سجده د عبادت، نو هغوی ټولو د الله تعالی امر ومانه او ټولو ادم -علیه السلام- ته سجده وکړه، مګر ابلیس لويي او تکبر وکړ د دې نه چې ادم -علیه السلام- ته سجده وکړي او ویې ویل: ایا زه سجده وکړم هغه چا ته چې تا د خټې نه پیدا کړی، او زه تا د اور نه پیداکړی یم؟! نو زه خو د هغه نه ډیر عزتمند یم.
(62) ابلیس خپل رب ته وویل: خبر راکړه ما ته د دې مخلوق باره کې چې تا په ما باندې ده ته عزت ورکړی داسې چې ما ته دې هغه ته د سجدې کولو امر وکړ؟ که تا چیرته زه ژوندې پریښودم د دنیا د اخرې وخت پورې نو زه به خامخا امیدونه ورکړم د هغه بچو ته او بې لارې به یې کړم ستا د نیغې لارې نه مګر لږ د دوی نه چې تا بچ وساتل، او هغوی ستا خاص بندګان دي.
(63) خپل رب هغه ته وویل: لاړ شه ته او چا چې ستا تابعداري وکړه د دوی نه، نو یقینا جهنم ستا او د هغوی جزا ده پوره او پریمانه ستاسو د عملونو په وجه.
(64) او سپک کړه څوک چې ته سپک ګڼلی شې د دوی نه په خپلې بلنې سره د ګناه طرف ته، او راوبله په دوی باندې خپل سواره او پیاده هغوی چې ستا تابعدارۍ کولو ته بلنه کوونکي دي، او شریک شه د دوی سره په مالونو د دوی کې په ښایسته کولو د هر یو کار چې د شریعت مخالف وي، او شریک شه د دوی سره د دوی په بچو کې په نسبت کولو د دوی بل چا ته په دروغو سره، او په راوړلو د دوی په زنا سره، او د دوی نسبت د بندګۍ کولو غیر الله ته په وخت د نوم کیښودلو کې، او ښایسته کړه دوی لره د دروغو وعدې او باطلې ارزوګانې، او وعده نه کوي د دوی سره شیطان مګر وعدې د دروغو هغه چې دوی دوکه کوي.
(65) یقینا زما مومنان بندګان چې زما تابعداري کوونکي دي نشته تا لره -ای ابلیسه- په دوی باندې غلبه؛ ځکه چې الله تعالی د دوی نه ستا شر اړوي، او پوره دی الله تعالی ذمه وار هغه چا لره چې په خپلو ټولو چارو کې پرې اعتماد وکړي.
(66) رب ستاسې -ای خلکو- خاص هغه ذات دی چې چلوي تاسې لره کښتۍ په سمندر کې د دې لپاره چې تاسې د هغه رزق ولټوئ د تجارت په ګټو او نورو سره، یقینا دا الله تعالی په تاسې باندې مهربانه دی داسې چې تاسو لره یې دا وسایل اسانه کړي.
(67) او کله چې ورسیږي تاسې ته -ای مشرکینو- مصیبت او سختي په سمندر کې تر دې چې تاسې د هلاکیدلو نه وویریږئ نو ستاسې د ذهنونو نه هغه معبودان ورک شي چې تاسې به یې د الله تعالی نه پرته بندګي کوله، او نه یادوئ مګر الله تعالی نو د هغه نه بیا مرسته غواړئ، نو هر کله چې هغه ستاسې مرسته وکړي او تاسې بچ کړي د هغه څه نه چې تاسې ترې ویریدلئ، او تاسې وچې ته شئ مخ واړوئ د هغه د توحید او د هغه د یواځې رابللو نه، او بیا خپلو بتانو ته وګرځئ، او دی انسان انکار کوونکی د الله تعالی نعمتونو لره.
(68) آیا بې غمه یاست -ای مشرکینو- کله چې ئې تاسې لره وچې ته نجات درکړو د دې نه چې په تاسې به دا وغورځوي؟ او ایا بېغمه تاسې د دې نه چې راوبه وروي په تاسې باندې د بره نه کاڼي لکه د لوط -علیه السلام- په قوم چې یې راورولي وو، بیا به تاسې بیا نه مومئ څوک ساتونکی چې تاسې وساتي، او نه څوک مددګار چې تاسې د هلاکت نه بچ کړي.
(69) او یا تاسې په امن کې یاست د دې نه چې الله تعالی مو بیرته دریاب ته وګرځوي، بیا به راولیږي په تاسې باندې سیلۍ سخته، نو غرق به کړي تاسې لره په سبب د ناشکرۍ ستاسې د الله تعالی په نعمت باندې هر کله چې یې تاسې لره اول ځل نجات درکړی و، بیا به تاسې بیا نه مومئ د ځان لپاره څوک پوښتنه کوونکی چې زمونږ څخه پوښتنه وکړي د هغه څه باره کې چې مونږ تاسې سره کړی ستاسې د مدد لپاره.
(70) او یقینا مونږ عزت ورکړی اولادې د ادم ته په عقل سره او په سجده کیدو د ملاېکو د دوی پلار ته او داسې نورو، او مونږ مسخر کړي دوی لره هغه څه چې دوی باروي په وچه کې د چارپایانو او سورلو نه، او هغه چې دوی باروي په دریاب کې د کښتیو نه، او مونږ دوی ته رزق ورکړی د خوندورو خوراکونو او څښاکونو او نکاح ګانو او نورو څخه، او مونږ غوره کړي دوی په ډیرو زمونږ د مخلوقاتو نه په غوره والي ډیر سره، نو په دوی لازمه ده چې په دوی باندې د الله تعالی د نعمتونو شکر ادا کړي.
(71) او یاد کړه -ای پیغمبره- په کومه ورځ چې اواز به وکړو مونږ هرې ډلې ته د هغوی په پیشوا باندې هغه چې دوی ورپسې په دنیا کې اقتدا کوله، نو هر چا ته چې ورکړی شوه عملنامه د هغه په ښي لاس نو دغه خلک به لولي خپلې عملنامې په داسې حال کې چې خوشحاله به وي، او د دوی د بدلو نه به هیڅ شي هم نشي کمیدلی، او اګر که دومره لږه نیکي هم وي په اندازه د هغه تار چې د کجورې د هډوکي په منځ کې وي.
(72) او هغه څوک چې په دې دنیا کې یې زړه د حق د قبلولو او هغه ته د تسلیمیدلو نه ړوند وي، نو دې به د قیامت په ورځ د دې نه هم ډیر ړوند وي، نو د جنت لارې ته به نشي رسیدلی، او ډیر بې لاری به وي د هدایت نه، او بدله د هر کار د هغه مطابق ده.
(73) او یقینا نږدې وه چې دې مشرکینو ته اړولی وې -ای پیغمبره- د هغه قرآن کریم نه چې مونږ یې تا ته وحې کړی ده؛ د دې لپاره چې ته دروغ جوړ کړې په مونږ باندې پرته له قرآن کریم نه هغه چې د هغوی د خواهشاتو سره مناسب وي، او که تا کړی وی هغه څه چې دوی غوښتلي و د دې کارونو نه نو خامخا دوی به ته خپل خاص دوست جوړکړی وې.
(74) او که مونږ په تا باندې احسان نه و کړی په کلکوالی ستا سره په حق باندې نو یقینا نږدې وه چې ته کوږ شې دوی ته په څه کږیدلو سره، نو ته به موافق شوی وی د دوی سره په هغو خبرو کې چې دوی یې تا ته وړاندیز کړی و؛ د دوی سختې دوکې د وجې نه او د دوی د سختو چلونو د وجې نه سره د زیات حرص ستا نه د دوی په ایمان باندې، خو لیکن ته مونږ بچ وساتلې هغوی ته د کږیدلو نه.
(75) او که چیرته ته کوږ شوی وې دوی ته د هغوی په وړاندیزونو کې نو خامخا څکلی به وی مونږ تاته په عذاب څو چنده په ژوند دنیوي کې او په اخرت کې هم، بیا به تا څوک مددګار نه و موندلی چې ستا سره یې زمونږ په خلاف مرسته کړی و، او ستا نه یې عذاب لرې کړی و.
(76) او یقینا نږدې وو دا کافران چې په تکلیف کړي تا لره په دښمنۍ د دوی ستا سره د دې لپاره چې تا د مکې نه وباسي، خو لیکن الله تعالی دوی بند کړل ستا د ویستلو نه تر دې چې تا د خپل رب په امر هجرت وکړ او که ته چیرته دوی ویستلی وې د مکې نه نو دوی به ستا د ویستلو نه وروسته په دې کې نه وو پاتي شوي مګر لږ وخت.
(77) دا حکم په نه پاتي کیدلو د دوی کې ورسته ستا نه مګر لږ وخت د الله تعالی همیشنۍ طریقه ده په پیغمبرانو کې مخکې ستا نه، او هغه دا چې کوم یو پیغمبر چې خپل قوم د خپل منځ نه ویستلی نو الله تعالی په دوی باندې عذاب راوستلی، او ته به بیا نه مومې -ای پیغمبره- زمونږ طریقې لره څه بدلیدل، بلکې ته به بیامومې دې لره ثابته همیشه.
(78) پابندي د لمانځه کوه په کولو د هغه سره په سمه توګه په خپلو وختونو د کږیدلو د لمر څخه د اسمان د منځ نه، او په دې کې د ماسپخین او مازدیګر لمونځونه شامل دي، د شپې تر تیارې پورې، او په دې کې د ماښام او ماسخوتن لمونځونه شامل دي، او د سهار لمونځ کوه او قرآن کریم په کې ډیر لوله، نو د سهار لمونځ چې دی دې ته د شپې او د ورځې ملاېکې حاضریږي.
(79) او په یوه برخه د شپې کې نو ودریږه -ای پیغمبره- او لمونځ وکړه په بعضې حصه د دې کې د دې لپاره چې ستا لمونځ تا لره زیاتي شي په اوچتوالي د درجو کې، داسې چې ته لټوونکی یې دې لره چې ودروي تا لره رب ستا په ورځ د قیامت سپارښت کوونکی ټولو خلکو لره د هغو سختیو نه چې دا خلک به پکې وي د قیامت په ورځ، او وي به ستا لپاره ځای د لوی سپارش هغه چې اولني او ورستني ټول خلک یې ستایي.
(80) او ووایه -ای پیغمبره-: ای زما ربه! زما د ننوتلو او وتلو ټولې لارې ستا په تابعدارۍ او خوشحالۍ کې وګرځوه، او وګرځوه ما لره ستا له طرفه ښکاره دلیل او معجزه چې ته پرې ما په خپل دښمن کامیاب کړې.
(81) او ووایه -ای پیغمبره- دې مشرکینو ته: اسلام راغی، او پوره شوه وعده د الله تعالی د هغه چا سره چې مدد ئې ورله کړی و، او شرک او کفر ختم شو، یقینا باطل ختمیدونکی او ورکیدونکی دی د حق مخې ته نشي پاتی کیدلی.
(82) او نازلوو مونږ دقرآن کریم نه هغه چې شفا ده د زړونو لپاره د ناپوهۍ او کفر او شک نه، او هغه چې شفا ده لپاره د بدنونو کله چې پرې دم شي، او هغه چې رحمت دی لپاره د هغو مومنانو چې عمل پرې کوي، او نه زیاتوي دا قرآن کافرانو لره مګر هلاکت؛ ځکه چې د قرآن کریم اوریدل دوی په غصه کوي، او دوی لره تکذیب او مخ اړول نور هم زیاتوي.
(83) او کله چې مونږ په یو انسان باندې نعمت وکړو لکه د صحتمندۍ او مالدارۍ نو د الله تعالی د شکر نه مخ واړوي، او لرې شي له تکبر له وجې نه، او کله چې ورته مرض او غریبي او نور تکلیفونه ورسیږي نو بیا ډير نا امیدي کوونکی وي د الله تعالی د رحمت نه.
(84) ته ووایه -ای پیغمبره-: هر یو انسان عمل کوي په خپلې طریقې باندې هغه چې د هغه د حال سره یو شان وي په هدایت او ګمراهۍ کې، نو یقینا رب ستاسې ښه پوهه دی په هغه چا چې هغه ډیر هدایت موندونکی وي په اعتبار د حق لارې لره.
(85) او پوښتنه کوي ستا نه -ای پیغمبره- کافران د اهل کتابو نه د روح د حقیقت باره کې، ته ورته ووایه: د روح حقیقت نه پیژني مګر الله تعالی، او نه دې درکړی شوی تاسې او ټولو خلکو ته د علم نه مګر لږ د الله تعالی د علم په پرتله.
(86) قسم په الله تعالی که چیرته مونږ وغواړو بوتلل د هغه څه چې مونږ تا ته نازل کړي -ای پیغمبره- د وحې نه په لرې کولو د هغې سره د زړونو او کتابونو نه نو خامخا مونږ به ختمه کړی وی، بیا به تا نه وو پيداکړی داسې څوک چې ستا مرسته یې کړی وه او بیرته د راګرځیدو ذمه واري یې کړې وه.
(87) خو لیکن مونږ نه بوځو دې قرآن لره د وجې د رحمت ستا د رب له طرفه، او دا مونږ بچ ساتل شوی پریښودی، یقینا مهرباني د رب ستا په تا باندې ډیره لویه ده داسې چې ته يې پیغمبر ګرځولی یې، او په تا باندې یې پیغمبران ختم کړي، او په تا یې قرآن کریم نازل کړی.
(88) ته ووایه -ای پیغمبره-: که چیرته رایوځای شي انسانان او پیریان ټول په دې چې راوړي د دې قرآن کریم په شان کوم چې په تا باندې نازل شوی په بلاغت کې، او په ښایسته ترتیب کې، او په فصاحت کې، هیچیري نشي راوړی دوی او اګر که شي بعضي د دوی نه بعضو نورو لره مرسته کوونکي او مدد کوونکي.
(89) او یقینا مونږ بیان کړي خلکو لره په دې قرآن کریم کې، په مختلفو طریقو سره د هر هغه شي نه چې پند پرې اخیستل کیدی شي د نصیحتونو او عبرتونو او حکمونو او نواهیو او قصو څخه کیدای شي چې دوی ایمان راوړي، نو مخ واړاوه ډیرو خلکو مګر د دې نه چې انکار وکړي د دې قرآن کریم نه.
(90) او وایي مشرکین: مونږ په تا باندې تر هغه پورې ایمان نه راوړو تر څو چې راوباسي مونږ لره د مکې د ځمکې نه روانې چینې چې نه کمیږي او نه وچیږي.
(91) او يا ستا لپاره د خرما او انګور يو بڼ وی چې زياتې ويالې پکې روانې وې.
(92) یا دا چې راوغورځوي په مونږ باندې اسمان -لکه تا چې بیان کړی- ټوټي ټوټي د عذاب په ډول، او یا راولې الله تعالی او ملاېکې ښکاره تر څو چې دوی ګواهي ورکړي تا لره په ريښتنولۍ د هغه څه کې چې ته یې دعوه کوې.
(93) یا چې وي ستا لپاره یوه کوټه چې پوښل شوي وي په سرو زرو او نورو (جواهرو)، او یا ته اسمان ته وخیژې، او مونږ هیڅکله ایمان نه راوړو په دې خبره چې ته رالیږل شوی یې (پیغمبر یې) کله چې ته اسمان ته وخیژي مګر چې راوړي یو لیکل شوی کتاب د الله تعالی له طرفه چې مونږ پکې دا ولولو چې ته د الله تعالی پیغمبر یې. ته ورته ووایه -ای پیغمبره-: پاکي ده رب زما لره! نه یم زه مګر یو انسان او پیغمبر لکه د نورو ټولو پیغمبرانو په شان، زه د هیڅ شي د راوړلو ځواک نه لرم، نو زه څنکه کولی شم چې هغه څه راړوم چې تاسې یې وړاندیزونه کړي؟!.
(94) او نه دي بند کړي کافرانو لره د ایمان راوړلو نه په الله تعالی او د هغه په پیغمبر، او د عمل کولو نه په هغه څه چې پیغمبر پرې راتګ کړی مګر انکار کول د دوی دې خبرې لره چې پیغمبر دې د انسانانو له جنس څخه وي، کله چې وویل دوی په داسې حال کې چې بد ګڼوونکي وو او اعتراض کوونکي وو: ایا الله تعالی مونږ ته د انسانانو څخه پیغمبر رالیږلی؟!
(95) ته ووایه -ای پیغمبره- د دوی په جواب کې: که چیرته په ځمکه کې ملاېکې وې چې اوسیدلې پکې او په ارام سره پکې ګرځیدلې لکه ستاسو په شان نو مونږ به دوی ته ملاېک پیغمبر د دوی د جنس نه رالیږلی و؛ ځکه چې هغه کولی شي چې دوی پوه کړي په هغه څه چې پرې رالیږل شوی، نو دا د حکمت کار نه دی چې مونږ دې هغوی ته د انسانانو څخه پیغمبر ولیږو، او همداسې حال ستاسې هم دی.
(96) ووایه -ای پیغمبره-: کافي دی الله تعالی ګواهي کوونکی زما او ستاسې تر منځ په دې خبره چې زه تاسې ته رالیږل شوی یم، او په دې خبره چې ما پوره رسولي تاسې ته هغه څه چې زه پرې تاسې ته رالیږل شوی یم، یقینا دا الله تعالی راګیروونکی دی د خپلو بندګانو احوالو لره، هیڅ شی ترې د هغوی نه پټ نشي پاتي کیدلی، لیدونکی دی په ټولو پټو رازونو د نفسونو (زړونو) د دوی.
(97) او چا ته چې الله تعالی د هدایت توفیق ورکړي نو یقینا دا په ریښتیا سره هدایت موندونکی دی، او چا لره چې لرې کړي د دې نه او ګمراه یې کړي نو هیچیرې به ته بیا نه مومې -ای پیغمبره- دوی لره دوستان چې د حق طرف ته یې بوځي، او د دوی څخه ضرر دفع کړي، او دوی ته فایدې ورسوي، او راجمع به کړو دوی د قیامت په ورځ چې په مخونو به راښکل کیدلی شي نه به څه ویني او نه به خبرې کولی شي او نه به څه اوري، ځای د ورتګ د دوی هغه چې دوی به ورته ورځي جهنم دی، هر کله چې د دې لمبې په قلاره شي مونږ به یې نورې هم زیاتی کړو په بلولو سره.
(98) دا عذاب چې دوی ته به رسیږي دا بدله د دوی ده په سبب د کفر کولو د دوی زمونږ په رالیږل شوو ایتونو زمونږ په پیغمبر باندې، او په سبب د وینا د دوی د وجې د لرې ګڼلو د دوی دوباره راژوندې کیدلو لره: ایا هر کله چې مونږ مړه شو او زمونږ هډوکي زاړه او وراسته شي، او ټوټي ټوټي ذري ذري شي نو ایا مونږ به د دې نه وروسته بیرته په نوي پيدایش سره راپاڅیږو؟!
(99) آیا نه پوهیږي دا بیرته راژوندي کیدلو نه منکر خلک چې یقینا الله تعالی هغه ذات دی چې پیدا کړي یې دي اسمانونه او پیداکړې یې ده ځمکه سره د غټوالي د دې دواړو نه، قدرت لرونکی دی په دې چې پیداکړي د دوی په شان، نو څوک چې په دې قادر وي چې یو غټ شی پیداکړي هغه په دې قادر وي چې د هغه نه وړوکی شی پیدا کړي، او یقینا الله تعالی دوی لره په دنیا کې وخت مقرر کړی چې د دوی زندګي پکې ختمیږي، او دوی لره یې نیټه مقرر کړې د دوی د بیرته راژوندي کولو لپاره چې هیڅ شک پکې نشته، او سره د څرګندوالي د دلیلونو د بیرته راژوندي کیدلو بیا هم مشرکانو پریښې هر یو کار مګر انکار کول په بیرته راژوندي کیدلو باندې سره د ښکاره والي د دلیلونو د هغه.
(100) ووایه -ای پیغمبره- دې مشرکینو ته: که چیرته تاسې اختیار لرلی د خزانو د رحمت د رب زما هغه چې نه ختمیږي او نه ورکیږي، نو په دغه وخت کې به تاسې بند کړی شوي وئ د خرچ کولو د دې خزانو نه د ویرې د ختمیدلو د هغې هسې نه چې تاسې غریبان نشئ، او د انسان طبیعت دا دی چې دا بخیل دی مګر که دا مومن وي، نو دا خرچ کوي د الله تعالی د ثواب په امید.
(101) او یقینا مونږ ورکړې وې موسی -علیه السلام- ته نهه ښکاره معجزې چې د هغه په پیغمبرۍ یې ګواهي کوله، او هغه دا وې: امسا او لاس او د قحط کلونه او کموالی د میوو او طوفان او ملخان او سپږې او چنګښې او وینه، نو ته پوښتنه وکړه -ای پیغمبره- د یهودیانو څخه کله چې راتګ وکړ موسی -علیه السلام- د دوی مشرانو ته په دې معجزو سره، نو فرعون ورته وویل: یقینا زه ګومان کوم په تا باندې -ای موسی- د یو جادو کړی شوي سړي؛ ځکه چې ته نا اشنا نا اشنا شیان رواړې.
(102) موسی -علیه السلام- هغه ته په جواب کې وویل: یقینا ته خه پوهیږي -ای فرعونه- چې نه دي نازلې کړي دې معجزو لره مګر رب د اسمانونو او د ځمکې، دا یې نازلې کړي لپاره د دلالت کولو په خپل قدرت باندې، او په ریښتنولي د خپل پیغمبر باندې، خو لیکن ته انکار کوي د دې نه، او یقینا زه په دې خه پوهیږم، ته چې یې -ای فرعونه- هلاکیدونکی تاواني یې.
(103) نو اراده وکړه فرعون چې سزا ورکړي موسی -علیه السلام- او د هغه قوم ته په ایستلو د دوی د مصر نه، نو هلاک کړ مونږ فرعون او د هغه سره چې کوم لښکر وو ټول په یوځای په اوبو کې په غرقیدلو سره.
(104) او ومو ویل وروسته د هلاکت د فرعون او د هغه د لښکرو نه بني اسراېیلو ته: اوسئ تاسې په ځمکه د شام کې، نو کله چې د قیامت ورځ راشي مونږ به تاسې ټول یو ځای د حشر میدان ته د حساب کتاب لپاره راولو.
(105) او په حقه سره مونږ نازل کړی دا قرآن کریم په محمد صلی الله علیه وسلم باندې، او په حقه سره په هغه باندې نازل شوی پغیر د تبدیل او تحریف نه، او مونږ ته نه یې لیږلی -ای پیغمبره- مګر زیری ورکوونکی متقیانو ته په جنت باندې، او ویره ورکوونکی کافرانو او نافرمانو ته د اور نه.
(106) او مونږ نازل کړی دې لره قرآن کریم جدا جدا، او مونږ بیان کړی دې لره، امید دی چې ته یې ولولې په خلکو باندې په ارام ارام سره په تلاوت کولو کې؛ ځکه چې داسې لوستل ډیر نږدې دي فهم اخیستلو او سوچ کولو ته، او مونږ نازل کړی دا قرآن کریم لږ لږ جدا جدا د حادثو او حالاتو مطابق.
(107) ته ووایه -ای پیغمبره-: ایمان راوړئ تاسې په دې قرآن کریم باندې، نو نه زیاتوي دې قرآن کریم لره ایمان راوړل ستاسې هیڅ شی، او که ایمان پرې رانه وړئ، نو نه کموي دې لره ستاسې کفر کول هیڅ شی، یقینا هغه کسان چې پخواني اسماني کتابونه یې لوستلي، او وحې او پیغمبري يې پیژندلې کله چې په دوی باندې قرآن کریم ولوستل شي پریوځي په خپلو مخونو (تندو) باندې الله تعالی ته سجده کوونکي د شکر کولو د وجې نه.
(108) او وايي په خپلو سجدو کې: پاک دی رب زمونږ د وعده خلافۍ نه، نو هغه چې کومه وعده کړې د رالیږلو (پیغمبر کیدلو) د محمد صلی الله علیه وسلم نو هغه خامخا پوره کیدونکې ده، یقینا وعده د رب زمونږ په دې کار سره او په نورو سره خامخا پوره کیدونکې ده.
(109) او پرې وځي په خپلو مخونو سجده کوونکي الله تعالی ته ژاړي د هغه د ویرې نه، او زیاتوي دوی لره اوریدل د قرآن کریم او فکر کول د هغه په معناګانو کې عاجزي الله تعالی لره او ویره د هغه نه.
(110) ووایه -ای پیغمبره- هغه چا ته چې انکار کوي په تا باندې ستا د دعا کولو په داسې وینا سره: (یاالله، یا رحمن): الله او رحمن دواړه د هغه پاک ذات نومونه دي نو راوبلئ الله تعالی په هر یو سره د دې نه او یا په نورو نومونو سره د هغه د نومونو څخه، نو دي هغه -پاک ذات- لره ښایسته ښایسته نومونه، او دا دواړه نومونه هم د هغو څخه دي، نو تاسې راوبلئ الله تعالی په دغو دوو نومونو سره او یا د هغه په نورو ښایسته نومونو سره، او اواز مه اوچتوه په قراءت سره په خپل لمانځه کې نو مشرکان به ستا اواز واوري، او ډیر پټ یې مه وایه نو بیا به یې مومنان نه اوري، او ولټوه د دې دواړو کارونو ترمنځ درمیانه لار.
(111) او ووایه -ای پیغمبره-: ټول ثنا او صفت خاص الله تعالی لره دي لایق دی د قسما قسم ثنا او صفتونو هغه چې پاک دی د زوی (نازولي) نه، او پاک دی د هر قسم شریک نه، نو نشته هغه لره څوک شریک د هغه په بادشاهۍ کې، او نه رسیږي هغه ته عجز او کمزوري، نو ضرورت نه لري چا ته چې مرسته او مدد ورسره وکړي، او لویي بیان کړه د دغه ذات لویي ډيره، نو هغه ته د زوی (نازولي) او په بادشاهۍ کې د شریکوال او مرسته کوونکي او مددګار نسبت مه کوه.