37 - As-Saaffaat ()

|

(1) قسم دی په هغو ملائکو چې د عبادت پر مهال جوښت صفونه جوړوي.

(2) او قسم دی په هغو ملائکو چې ورېځې شړي، او هغه خوا ته یې ټېل وهي چېرته چې الله وغواړي چې وورېږي.

(3) او قسم دی په هغو ملائکو چې د الله کلام لولي.

(4) بېشکه ستاسو په حقه معبود -ای خلکو- یوازې یو دی چې شریک نه لري، او هغه الله دی.

(5) د اسمانونو رب، او ځمکې رب، او د هغو شیانو رب چې تر منځ يې دي، او د لمر رب د راختلو او پرېوتلو په ځایو کې د کال په اوږدو کې.

(6) بېشکه مونږ ځمکې ته نږدې آسمان په ښکلي ښایست سره ښایسته کړی، چې هغه ستوري دي چې په لېدلو کې د ځلېدونکو ملغلرو په څېر دي.

(7) او د دنیا آسمان مو په ستورو ساتلی له هر سرکښ او له طاعت وتونکي شیطان څخه؛ نو ویشتل کېږي به پرې.

(8) دا شیطانان وس نلري چې په آسمان کې د ملائکو خبرې واوري کله چې هغوی د شریعت او تقدیر په اړه خبري کوي کوم چې ورته خپل رب وحي کړې وي، او له هرې خوا په سوځوونکو لمبو ویشتل کېږي.

(9) دوی ته د غوږ نیولو څخه د شړلو او لرې کولو له کبله، او دوی لره په آخرت کې دردناک عذاب دی چې نه پرې کېږي.

(10) پرته له هغو شیطانانو چې څه وتښتوي، او هغه هم دا خبره وي په کومه کې چې ملائکې پرې بحث کوي او د دوی ترمنځ اوړي او لا هم د ځمکې خلکو ته یې علم نه وي رسېدلی، نو یو روښانه لمبه ورپسې شي سوځوي یې، او کله دا وینا له سوځېدو مخکې خپلو ورونو ته ورکړي نو کاهنانو (غیب ویونکو) ته ورسي، نو ورسره سل دروغه نور یوځای کړي.

(11) نو -ای محمده- پوښتنه وکړه له بعث (پاڅون) څخه منکرو کافرانو څخه: آیا دوی په پېدایښت کې سخت دي او په تنو کې ځواکمن دي او په غړو کې ستر دي له هغو څخه چې مونږ کوم آسمانونه او ځمکه او ملائکې پېدا کړي؟ مونږ دوی پېدا کړي له سرېښناکې خټې څخه، نو څرنګه له بعث (پاڅون) نه انکار کوي، په داسې حال کې چې دوی له یو کمزوري مخلوق څخه پېدا شوي چې هغه سرېښناکه خټه ده؟.

(12) بلکې ته تعجب کوې -ای محمده- د الله د ځواک او د هغه د مخلوقاتو د چارو د سمون په اړه او تعجب کوې په دروغجنولو د مشرکانو پاڅون لره او دوی مشرکان د پاڅون د سخت دروغجنولو له کبله په هغه څه ملنډې وهي چې ته یې د هغه (پاڅون) په اړه وایې.

(13) او کله چې دوی مشرکانو ته د پند اخیستلو لپاره وعظ وشي نو پند ترې نه اخلي، او نه ترې ګټه اخلي، د دوی د زړونو د سختوالي له کبله.

(14) او کله چې د پېغمبر علیه السلام د هغو نښانو څخه کومه نښه وګورې چې د ده د ریښتنولۍ څرګندونه کوي نو په ملنډو وهلو کې زیاتوالی وکړي او تعجب پرې کوي.

(15) او دوی و ویل: هغه څه چې محمد صلی الله علیه وسلم راوړي پرته له ښکاره سحر (کوډو) بل څه نه دي.

(16) آيا کله چې موږ مړه شو، خاورې او زاړه له منځه تللي هډوکي شو؟ آيا موږ به له دغه وروسته بېرته ژوندي را پاڅېږو؟ دا خو ډېره لرې خبره ده.

(17) او آیا زمونږ لومړني پلرونه چې مونږ څخه مخکې مړه شوي دي هم را پاځېږي؟!.

(18) دوی ته په ځواب کې ووایه -ای محمده-: هو، را پاڅئ به تاسو پس له دې چې خاورې او زاړه هډوکې وګرځئ او ستاسو لومړني پلرونه به هم را پاڅي، ټول به را پاڅئ په داسې حال کې چې خوار او ذلیل به یاست.

(19) نو بېشکه دا په شپېلۍ کې یو پوکی دی (دویم پوکی) نو یو دم به ټول د قیامت د ورځې سختیو ته ګوري او انتظار به باسي چې الله تعالی ورسره څه کوي.

(20) او پاڅون لره دروغ ګڼوونکي مشرکان به وایي: ای زمونږ تباهۍ دا خو د بدلې ورځ ده هغه چې الله پکې خپلو بندګانو ته بدله ورکوي د هغه څه چې د دنیا په ژوند کې یې کوم عمل وړاندې کړی.

(21) نو ورته به وویل شي: دا د بندګانو تر منځ د هغه فیصلې ورځ ده چې تاسو به ترې انکار کولو او په دنیا کې به مو دروغ ګڼل.

(22) ۲۲- ۲۳- او ملائکو ته به په دغه ورځ وویل شي: په شرک سره ظلم کوونکي مشرکان ظالمان او په شرک کې د دوی په شان خلک او په دروغجنولو کې د دوی ملګري راټول کړئ، او هغه بوتان چې دوی یې له الله پرته عبادت کولو، نو د اور لار ور وپېژنئ او ورته یې وښایئ، او هغې خوا ته یې ورټېله کړئ، بېشکه همدا یې د ورګرځېدو ځای دی.

(23) ۲۲- ۲۳- او ملائکو ته به په دغه ورځ وویل شي: په شرک سره ظلم کوونکي مشرکان ظالمان او په شرک کې د دوی په شان خلک او په دروغجنولو کې د دوی ملګري راټول کړئ، او هغه بوتان چې دوی یې له الله پرته عبادت کولو، نو د اور لار ور وپېژنئ او ورته یې وښایئ، او هغې خواته یې ورټېله کړئ، بېشکه همدا یې د ورګرځېدو ځای دی.

(24) او اور ته له ننوتلو وړاندې یې د حساب لپاره بند کړئ، پس د دوی څخه پوښتنه کیدای شي، بیا یې د اور خوا ته ور ټېله کړئ.

(25) او د رټلو په ډول به ورته وویل شي: په تاسو څه شوي چې یو بل سره مرسته نه کوئ لکه څرنګه به مو چې په دنیا کې یو بل سره مرسته کوله او دعوه به مو کوله چې بېشکه ستاسو بوتان ستاسو مرسته کوي؟!.

(26) بلکې هغوی نن د الله امر ته غاړه ایښودونکي او خوار دي، یو بل سره د ناتوانۍ او د قدرت د کمښت له کبله مرسته نه کوي.

(27) او یو بل ته به مخ کړي، ملامتول او جګړه به کوي په داسې حال کې چې ملامتول او جګړه ګټه نه رسوي.

(28) کشران به خپلو مشرانو ته وایي: بېشکه تاسو -ای مشرانو- به مونږ ته د دین او حق باره کې راتللئ نو کفر، شرک او د ګناهونو ترسره کول به مو راته ښایسته کړل او له هغه حق څخه به مو وېرولو او شړلو کوم چې پېغمبرانو د الله له لورې راوړی ؤ.

(29) مشران به کشرانو ته وایي: داسې نده -څرنګه چې تاسو دعوه لرئ- بلکې تاسو په کفر کې وئ او مومنان نه وئ، بلکې تاسو نه منونکي وئ.

(30) او ای کشرانو! پر تاسو خو زمونږ کوم زور او ځواک نه و څو تاسو په زوره په کفر، شرک او د ګناهونو ترسره کولو کې واچوو، بلکې تاسو په کفر او بې لاريتوب کې د پولې څخه تېرېدونکي وئ.

(31) نو اوس پر مونږ او تاسو باندې د الله (د عذاب) وعده لازمه شوه په دې وینا کې: (خامخا به دوزخ له تا او ستا له ټولو تابعدارانو څخه ډکوم) [ص:۸۵] نو لدې کبله مونږ څکونکي یو-بې له شکه څرنګه چې مو رب وعده کړې وه.

(32) نو مونږ تاسو بې لارېتوب او کفر ته راوبللئ، بېشکه مونږ خو د هدایت له لارې څخه بې لارې شوي وو.

(33) نو بېشکه کشران او مشران به د قیامت په ورځ په عذاب کې سره شریک وي.

(34) بېشکه مونږ لکه څرنګه چې په دوی عذاب وڅکل، په نورو مجرمانو یې هم څکو.

(35) بېشکه دې مشرکانو ته به چې کله په دنیا کې وویل شو چې د الله نه پرته بل معبود نشته، دې لپاره چې د دې مطابق عمل وکړي او خلاف کارونه یې پرېدې، د دې له منلو او غاړه ایښودلو یې د حق څخه په لویې کولو او ځان پورته ګڼلو انکار وکړ.

(36) او د خپل کفر لپاره به یې په دلیل نیوونکي حالت کې ویل: آیا د خپلو باطلو معبودانو عبادت د یو لیوني شاعر د وینا لپاره پرېږدو؟! پدې خبرې سره یې د الله رسول صلی الله علیه وسلم مقصد ؤ.

(37) بېشکه ستر دروغ یې وتړل، نه خو د الله رسول صلی الله علیه وسلم لیونی ؤ او نه شاعر ؤ، بلکې هغه قرآن یې راوړی ؤ چې د الله تعالی یووالي او د هغه د پېغمبر تابعدارۍ ته بلنه ورکوونکی دی، او د پېغمبرانو تصدیق یې کړی په هغه څه کې چې د الله تعالی دطرفه یې راوړي چې توحید او (قیامت)دی او د هغوی سره یې په هېڅ شي کې مخالفت نه دی کړی.

(38) بېشکه تاسو -اې مشرکانو- د قیامت په ورځ د دردناک عذاب څکونکي یاست ستاسو د کفر او د پېغمبرانو د دروغجنولو له کبله.

(39) او بدله به نه درکول کېږي تاسو ته -ای مشرکانو- پرته له هغه څه چې تاسو په دنیا کې په الله کفر کولو او ګناهونه مو ترسره کول.

(40) لیکن د الله تعالی هغه مومنان بندګان چې هغه خپل عبادت ته ځانګړي کړي، او دوی هغه ته عبادت سوچه کوي، دوی به له عذاب څخه په ژغورنه کې وي.

(41) د دوی مخلصو بندګانو لپاره ځانګړې روزي ده چې الله یې ورکوی، په پاکۍ، ښایست او پایښت کې ټاکل شوې ده.

(42) دغه روزي بېلابېلې مېوې له هغو پاکو څخه دي چې خوري یې او اشتها یې لري، او د دغه سربېره به د درجو په لوړوالي او د الله کريم مخ ته په کتو درناوی ورکول کيږي.

(43) دا هر څه به د تلپاتې ثابت او دوامداره جنت په نعمتونو کې ترلاسه کوي چې نه پرې کېږي او نه لرې کېږي.

(44) په تختونو به یې تکیه وهلې وي، مخامخ به یو بل ته ګوري.

(45) د هغو شرابو ګیلاسونه به ورباندې ګرځول کېږي چې په پاکۍ او روڼتیا کې د روانو اوبو په څېر وي.

(46) سپین رنګ والا، څوک یې چې څکي له څکلو به یې بشپړ خوند اخلي.

(47) د دنیا د شرابو په څېر نه دي، داسې نشه پکې نشته چې عقل یوسې، او نه یې څښونکي ته سردرد رسي، د څښونکی تن او عقل روغ پرېږدي.

(48) او دوی سره به جنت کې پاک لمنې ښځې وي، له خپلو میړونو پرته بل چاته یې سترګې نه اوږدېږي، ښایسته سترګو والا دي.

(49) د رنګونو سپینوالی یې زیړوالي سره داسې ګډ شوی وي لکه محفوظه هګۍ د یو مارغه چې لاس نه وي ور رسېدلی.

(50) نو ځینې جنتیان به ځینو نورو ته ورمخ کړي د خپلو تېرو شوو او په دنیا کې پېښ شوو حالاتو په اړه به یو بل نه پوښتنه کوي.

(51) د دې مومنانو څخه به یو ویونکی ووایي: په دنیا کې زما یو ملګری له بعث (پاڅون) څخه منکر ؤ.

(52) ما ته یې د انکار کوونکي او ملنډې وهونکي حال کې ویل: آیا ته -ای ملګریه- د مړو په ژوندي کېدلو باندې له باور کوونکو څخه یې؟.

(53) آیا کله چې مونږ مړه شو او خاورې او زاړه هډوکي شو نو بیا به هم مونږ را پورته کولی شو او د هغو کړنو بدله به راکولی شي چې دنیا کې مو کړې دي؟

(54) مومن دوست به خپلو جنتیانو ملګرو ته ووایي: ما سره پورته شئ چې د هغه ملګري انجام ووینو کوم چې له بعث (پاڅون) څخه انکار کولو؟.

(55) نو هغه به ور وګوري، نو خپل ملګری به د دوزخ په منځ کې ووینې.

(56) وایي به: په الله قسم -ای ملګریه- تا خو نږدې زه هم دوزخ ته په ننوتلو تباه کړی وم، ستا په بللو کفر ته او له بعث (پاڅون) څخه انکار کولو ته.

(57) او که د الله لورینه پر مونږ د هدایت او ایمان ښوونې او د هغې وس ورکولو نه وی، نو زه به هم ستا په څېر عذاب کې حاضر شوی وم.

(58) نو آیا مونږ -جنتیان- مړه کېدونکي نه یو؟.

(59) پرته له هغه لومړي مرګ څخه چې د دنیا په ژوند کې ؤ، بلکې مونږ په جنت کې تلپاتې یو، او مونږ عذابېدونکي هم نه یو لکه څرنګه چې کافران په عذابېږي.

(60) بېشکه دا بدله کومه چې الله راکړه - د جنت د داخلېدو او په هغه کې تلپاتې کېدلو او دوزخ څخه د بچ کېدلو- همدا ستره بریا ده چې هېڅ بریا ورسره نه برابرېږي.

(61) د همدې په شان سترې بدلې لپاره لازمه ده چې عمل کوونکي عمل وکړي، نو بېشکه همدا ګټوره سوداګري ده.

(62) آیا دا یاد شوي نعمتونه کوم چې الله تعالی خپلو هغو بندګانو ته چمتو کړي چې د خپل طاعت لپاره یې ځانګړي کړي، ډېر غوره او بهتر دي د مقام او عزت له اړخه که ونه د زقوم چې قرآن کې پرې لعنت ویل شوی هغه چې د کافرانو خوراک دی، نه چاغول کوي او نه له ولږې ګټه رسوي؟!.

(63) بېشکه مونږ دغه ونه یو عذاب ګرځولی چې د کفر او ګناهونو په وجه ظالمان پرې ازمول کېږي، ځکه چې دوی ویل: بېشکه اور خو ونې خوري، نو ناشونې ده چې پکې شنه شي.

(64) بېشکه د زقوم ونه له بنسټه خبیثه ونه ده، نو هغه د دوزخ په بیخ کې راوځي.

(65) بهر راوتونکې مېوې يې بد شکله د شیطانانو د سرونو په څېر دي، او بدرنګي یې د هغه څه په بدرنګۍ دلالت کوي چې په اړه یې خبر ورکول کېږي، او د دې معنا داده چې د مېوې خوند یې هم بد دی.

(66) نو بېشکه کافران به د دې له ترخې او بدرنګه مېوې څخه خوړونکي وي او خپلې تشو خیټو لره ډکونکي وي.

(67) بیا به دوی لره له دې خوراک وروسته د ګرمو اوبو بدرنګه ګډ شوی څښاک وي.

(68) بیا له دې وروسته د دوی ورتګ د دوزخ د عذاب په لور دی، نو دوی به له یو عذاب څخه بل عذاب ته اوړي.

(69) بېشکه دې کافرانو خپل پلرونه د هدایت له لارې څخه بې لارې موندلي وو، نو د هغوی تابعداري یې له دلیل پرته په تقلید سره کړې.

(70) نو دوی په بې لاریتوب کې تابعداري کوي د خپلو پلرونو د پلونو بیړه کوونکي.

(71) او خامخا له دوی مخکې زیاتره لومړني بې لارې شوي وو، نو ستا قوم -ای پېغمبره- له امتونو څخه لومړی بې لارې شوی قوم نه دی.

(72) او خامخا مو په هغو لومړیو امتونو کې پېغمبران لېږلي وو چې د الله له عذاب څخه یې ویرول، نو کفر یې وکړ.

(73) نو وګوره -ای پېغمبره- څرنګه وه پایله د هغو قومونو چې خپلو پېغمبرانو وېرولي وو خو دوی د هغوی ونه منله، بېشکه د دوی پایله اور ته ننوتل و، د دوی د کفر کولو او د پېغمبرانو د دروغجنولو له کبله به تل پکې وي.

(74) پرته له هغو چې الله پر ده د ایمان راوړلو لپاره ځانګړي کړي، نو بېشکه دوی له هغه عذاب څخه ژغورل شوي چې د همدغه دروغجنونکو کافرانو پایله ده.

(75) او بېشکه زمونږ پېغمبر نوح علیه السلام مونږ ته آواز وکړ کله چې یې خپل هغه قوم ته ښېرې وکړې چې دروغجن کړی یې ؤ، نو مونږ څومره ښه ځواب ورکونکي وو! بېشکه مونږ د ده د دعا په قبلولو کې بیړه وکړه.

(76) او بېشکه مونږ ده لره، د ده کورنۍ او ده سره مومنان د قوم له ضرر رسولو او په هغه ستر طوفان باندې د غرقیدلو څخه وژغورل کوم چې د ده د قوم په کافرانو لېږل شوی و.

(77) او د ده کورنۍ او یوازې مومنان تابعداران مو وژغورل او د ده د قوم نور کافران مو غرق کړل.

(78) او په وروستنیو امتونو کې مو د ده ښه ستاینه پرېښودله چې د ده ستاینه یې پرې کوله.

(79) امن او سلامتیا دې وي نوح لپاره لدې چې په اړه یې په روستیو امتونو کې بد وویل شي، بلکې ستاینه او ښه یاد به یې پاتې وي.

(80) بېشکه دغه بدله چې مونږ نوح علیه السلام ته ورکړه همداسې بدله نیکانو بندګانو ته ورکوو، د دوی په عبادت او یوازې د الله په اطاعت.

(81) بېشکه نوح زمونږ د مؤمنو د الله په طاعت عمل کوونکو بندګانو څخه ؤ.

(82) بیا مو پاتې خلک په هغه طوفان چې مونږ پر دوی رالېږلی ؤ غرق کړل، نو یو هم ترې پاتې نشو.

(83) او بېشکه ابراهیم علیه السلام د هغه د دین والا څخه ؤ چې توحید ته رابللو کې ورسره موافق وو.

(84) نو یاد کړه کله چې راغی خپل رب ته له شرک څخه پاک په روغ زړه سره، د الله لپاره نصیحت کوونکې په مخلوقاتو د هغه کې.

(85) کله چې یې خپل پلار او قوم ته په ملامته کونکي حالت وویل: له الله پرته د بل څه عبادت کوئ؟!.

(86) نو د رب العالمين په هكله مو څه ګومان دى؟.

(87) نو -ای قومه- څه ګومان کوئ په رب العالمین کله چې تاسو ورسره مخامخ شئ په داسې حال کې چې تاسو د هغه پرته د نورو عبادت کوئ؟! او څه فکر کوئ چې پر تاسو به د څه کوونکی وي؟!

(88) نو ابراهیم علیه السلام په ستورو کې یو نظر واچولو چې د قوم سره د وتلو څخه ځان خلاصولو لپاره څه چل جوړ کړي.

(89) نو د قوم سره د دوی په اختر کې د نه وتلو د لامل په اړه یې وویل: زه ناروغ یم.

(90) نو شاته یې پرېښود او ترې لاړل.

(91) نو د هغوی هغو الهو باطلو ته وروګرځېد چې له الله پرته یې د هغوی عبادت کولو، نو د هغوی باطلو معبودانو پورې په ملنډې وهونکي حالت کې وویل: آیا تاسو له هغه خوراک څخه نه خورئ کوم چې مشرکان تاسو ته جوړوي؟!.

(92) څه حال دی ستاسو چې خبرې نه کوئ، او نه هغه چا ته ځواب ورکوئ چې له تاسو پوښتي؟! آیا له الله پرته د داسې شیانو عبادت کېږي؟!.

(93) نو ابراهیم علیه السلام پرې راوګرځېد او په ښي لاس یې وهل چې مات یې کړي.

(94) نو د دې بتانو عبادت کوونکو رامخه کړه چې بیړه یې کوله.

(95) نو ابراهیم ورسره په کلکه مخامخ شو، او ورته یې په ملامته کوونکي حالت کې وویل: آیا تاسو له الله پرته د داسې باطلو معبودانو عبادت کوئ چې تاسو یې په خپلو لاسونو تراشئ؟!.

(96) او الله تاسو پېدا کړي یاست او ستاسو کړنې هم هغه پېدا کړې دي او ستاسو له کړنو څخه دا بوتان هم دي، نو یوازې هغه د دې وړ دی چې عبادت یې وشي او بل څوک ورسره شریک ونه نیول شي.

(97) کله چې د دلیل ویلو څخه عاجز شول نو د زور او ځواک لاره یې ونیوله، نو خپل منځ کې یې مشوره وکړه چې ابراهیم باندې څه وکړي، ویې ویل: یوه ودانۍ ورته جوړه کړئ، او له لرګیو یې ډکه کړئ او اور پرې بل کړئ، بیا یې پکې وغورځوئ.

(98) نو د ابراهیم علیه السلام قوم د ابراهیم په اړه د بدۍ اراده وکړه چې تباه یې کړي او ترې بې غمه شي، نو مونږ تاوانیان وګرځول کله چې مونږ ورته اور یخ او سلامت وګرځوه.

(99) وویل ابراهیم: بېشکه زه خپل رب ته هجرت کوونکی یم، د خپل قوم وطن پرېښودونکی یم څو د (رب) عبادت وکړم، زر دی چې زما رب به ماته هغه څه وښایي چې زما پکې د دنیا او آخرت خیر وي.

(100) ای ربه، ماته نیک اولاد راکړې چې زما مرستندوی وي او په نا بلدتیا کې زما د قوم بدله وي.

(101) نو مونږ یې دعا قبوله کړه نو په هغه څه مو خبر کړ چې پرې خوشحاله شو، په داسې زوی مو زېری ورکړ چې ستر به شي او زغمونکی به وګرځي او دا زوی اسماعیل علیه السلام و.

(102) کله چې اسماعيل ځوان شو او د ځان او پلار هڅه يې درک کړه، پلار يې ابراهيم خوب وليدی او د نبيانو خوب وحي وي، ابراهيم خپل زوی ته د دغه خوب له مفهومه په خبرولو وويل: اې زويکیه! زه دې په خوب وينم چې زه تا ذبحه کوم، نو وګوره ته په دې اړه څه نظر لرې؟ اسماعيل خپل پلار ته په ځواب ورکولو وويل: اې پلار جانه! ترسره کړه هغه څه چې الله زما د ذبحه کولو امر درته کړی دی، که الله غوښتل ته به مې د الله په پرېکړه له زغمونکو او خوښو ومومې.

(103) او کله چې دواړو الله ته سر ټیټ کړ او هغه ته یې غاړه کېښوده، ابراهیم علیه السلام خپل زوی د تندي په اړخ وغوړځولو څو د هغه د حلالولو امر پر ځای کړي چې ورته شوی ؤ.

(104) او مونږ ورغږ کړ- په داسې حال کې چې هغه د زوی د حلالولو په اړه د الله د حکم عملي کولو کلک هوډ کړی ؤ- چې ای ابراهیمه!.

(105) بېشکه هغه څه دې ریښتیا کړل کوم چې تا خوب کې ليدلي وچې د زوی د حلالولو هوډ دې درلود، بېشکه -لکه څرنګه چې مونږ تا ته د دغه ستر ازمیښت څخه د خلاصون بدله درکړه- همداسې بدله نیکانو ته هم ورکوو نو د ازمیښتونو او سختیو څخه یې خلاصوو.

(106) بېشکه دا یو څرګند ازمیښت ؤ، او یقینا ابراهیم پکې بریالی شو.

(107) او مونږ د اسماعیل په بدله کې چې ستر پسه ورکړ چې پر ځای يې حلال شي.

(108) او د ابراهیم ښایسته ستاینه مو په وروستنیو امتونو کې پرېښودله.

(109) د الله لخوا ورته ښه راغلاست دی، او له هر زیان او آفت څخه ورته د سلامتیا دعا ده.

(110) لکه څرنګه مو چې ابراهیم علیه السلام ته په طاعت کولو دا بدله ورکړه همداسې بدله نیکانو ته ورکوو.

(111) بېشکه ابراهیم زمونږ له هغو مومنو بندګانو څخه ؤ چې د الله د بندګۍ په غوښتنو یې وفا کوله.

(112) او هغه ته مو په یو بل زوی زېری ورکړ چې نبي او نیک بنده به وګرځي چې اسحاق دی؛ د الله د هغه تابعدارۍ په بدله کې کومه یې چې د یوازیني زوی اسماعیل ذبحه وه.

(113) او مونږ په ده او د ده پر زوی اسحاق برکت نازل کړ، نو نعمتونه مو ورزیات کړل، چې له هغې څخه د دوی د اولاد زیاتوالی دی، او د دوی دواړو له اولادې څخه ځینې نیکان دي په تابعدارۍ د خپل رب، او ځینې په کفر او ګناهونو کولو سره په خپل نفس ښکاره تېري کوونکي دي.

(114) او بېشکه مونږ پر موسی او د هغه پر ورور هارون د پېغمبرۍ احسان کړی ؤ.

(115) او دوی دواړه او قوم یې؛ بني اسرائیل مو د فرعون د غلامۍ او غرقېدلو څخه ژغورلي وو.

(116) او مونږ د فرعون او د هغه د لښکرو پر وړاندې د دوی مرسته وکړه، نو بریا د دوی وه پر خپلو دښمنانو.

(117) او موسی او د هغه ورور هارون ته مو تورات د الله له خوا داسې کتاب ورکړ چې څرګند دی او هېڅ ګډوډی نلري.

(118) او دواړو ته مو هغه سیده لاره ورښوولې وه چې کوږوالی پکې نشته او هغه د اسلام دین هغه لار ده چې د پېداکوونکي خوښۍ ته رسونکې ده.

(119) او دواړو لپاره مو په وروستیو امتونو کې ښه ستاینه او پاک یاد پرېښود.

(120) د الله لخوا ورته پاک ښه راغلاست او ستاینه ده، او د هرې بدۍ څخه د سلامتیا دعا ده.

(121) لکه څرنګه مو چې موسی او هارون ته دا نېکه بدله ورکړه همداسې بدله نیکانو ته په طاعت کولو ورکوو.

(122) بېشکه موسی او هارون په الله د مومنو بندګانو او په هغه څه عمل کوونکو څخه وو چې ورته یې روا کړي وو.

(123) او بېشکه الیاس د خپل رب له لوري له استول شوو رسولانو څخه و، چې الله پر ده د نبوت او پېغمبرۍ انعام کړی و.

(124) کله چې یې خپل د بني اسرائیلو هغه قوم ته وویلې چې دې ورلېږل شوی ؤ: اې زما قومه! آیا د الله څخه نه وېرېږئ؛ د هغه د اوامرو په منلو، چې له هغې څخه یو د الله یو ګڼل دي، او د هغه د نواهیو څخه ځان ژغورلو نه، چې د هغې څخه یو شرک دی

(125) آیا تاسو له الله پرته د خپل بت بعل عبادت کوئ او د الله عبادت پرېږدئ چې ډېر ښایسته د پېداکوونکو دی؟!.

(126) او الله خو ستاسو رب دی چې تاسو یې پېدا کړي یاست، او ستاسو پلرونه یې هم پخوا لا پېدا کړي ؤ، نو هماغه د عبادت وړ دی، نه بل څوک له بتانو څخه چې نه ګټه رسوي نه زیان.

(127) نو د ده د قوم له خوا بل څه نه ؤ پرته له دې چې درواغجن یې کړ او د دوی د تکذیب له امله به دوی په عذاب کې حاضرکړای شوو څخه وي.

(128) د ده د قوم له مومنو او الله ته په عبادت کې له مخلصو کسانو پرته، نو بېشکه هغه عذاب ته له حاضرېدو څخه نجات موندونکی دی.

(129) او مونږ د ده ښایسته ستاینه او پاک یاد په ورستنیو امتونو کې پرېښوده.

(130) د الله لخوا دې الیاس ته ښه راغلاست او ستاینه وي.

(131) لکه څرنګه مو چې الیاس ته دا ښایسته بدله ورکړه، خپلو نیکانو مؤمنو بندګانو ته هم همداسې بدله ورکوو.

(132) بېشکه الیاس په حقه سره زمونږ له هغو مومنو بندګانو څخه ؤ چې په خپل رب باندې ایمان لرلو کې ریښتیني دي.

(133) او بېشکه لوط د الله تعالی له هغو رسولانو څخه ؤ چې ده خپلو قومونو ته زېری ورکوونکي او وېرونکي لېږلي دي.

(134) نو یاد کړه کله چې مو هغه او د هغه ټوله کورنۍ د ده په قوم له رالېږل شوي عذاب څخه وساتل.

(135) پرته له مېرمنې د ده، د خپل قوم عذاب ورته ورسېده؛ ځکه چې هغه هم د دوی په څېر کافره وه.

(136) بیا مو د ده د قوم څخه هغه پاتې شوي تباه کړل چې دا یې دروغجن ګڼلی و او څه چې ده راوړي ؤ پر هغه یې باور نه کولو.

(137) او بېشکه تاسو-ای د مکې والاو- خامخا شام ته په خپلو سفرونو کې د دوی په کورونو سهار مهال تېرېږئ.

(138) او تاسو پرې همدا راز د شپې لخوا هم تېرېږئ، آیا عقل نه چلوئ، او له هغه څه پند نه اخلئ چې دوی ور وګرځېدل پس له دروغجنولو او کفر کولو او د داسې بدکارۍ ترسره کولو چې مخکې ترې چا نه وه ترسره کړې؟!.

(139) او بېشکه زمونږ بنده یونس د الله له هغو رسولانو څخه و چې خپلو قومونو ته زېری ورکوونکي او وېرونکي یې لېږلي وو.

(140) کله چې له قوم څخه د خپل رب له اجازې پرته وتښتېد او یوې داسې بېړۍ کې سپور شو چې له مسافرو او سامان ډکه وه.

(141) نو نږدې وه چې بېړۍ د ډکوالي له امله ډوبه شي، نو مسافرو پچه واچوله چې ځینې یې وغورځوي؛ د بېړۍ د ډوبېدو د ویرې له کبله د زیاتوالي د مسافرو، نو یونس علیه السلام له همدوی بایلونکو څخه ؤ، نو په سمندر کې یې وغورځولو.

(142) نو کله چې یې په سمندر کې وغورځولو نوماهي ونیولو او روغ یې تېر کړ، په داسې حال کې چې ده د ملامتیا کار کړی و؛ چې د خپل رب له اجازې پرته سمندر ته تللی ؤ.

(143) نو که چېرې یونس مخکې له دې چې څه پرې وشي د الله له ډېرو ذکر کوونکو څخه نه وی او که چېرې د ده تسبیح ویل د ماهي په خیټه کې نه وی.

(144) نو خامخا به د ماهي په ګېډه کې تر قیامت ورځې پورې ځنډېدلی وی څو یې قبر ګرځېدلی و.

(145) بیا مو د ماهي له ګېډې څخه د ونو او ودانیو څخه خالي زمکه باندې وغورځولو، په داسې حال کې چې تن یې کمزوری شوی و له دې کبله چې د ماهي په ګېډه کې څه وخت ځنډېدلی و.

(146) او په دغه خالي زمکه کې مو ورباندې د کدو بوټی را زرغون کړ څو یې سوري ته کښیني او خوراک ترې وکړي.

(147) او هغه مونږ خپل قوم ته استولی ؤ چې شمېر یې سل زره ؤ بلکې زیات وو.

(148) نو ایمان یې راوړ او په هغه څه یې باور وکړ چې ده ورته راوړي وو، نو الله تعالی ورته د دنیا په ژوند کې مهلت او سوکالي ورکړه تر دې چې هغه ټاکلي نېټې یې پوره شوې.

(149) ای محمده! د مشرکانو نه د انکار په ډول وپوښته: آیا تاسو الله لره هغه لورګانې ګرځوئ چې خپله یې بدې ګڼئ، او ځانونو لپاره هغه ځامن ګرځوئ چې ورسره مینه لرئ؟! دا څرنګه ویش دی؟!.

(150) څرنګه دوی دعوه لري چې ملائکې ښځینه دي، په داسې حال کې چې دوی د هغوی پېدایښت کې حاضر نه وو، او نه یې لېدلي ؤ؟!.

(151) خبر اوسئ پرته له شکه د مشرکانو پر الله له درواغ ويلو او تور لګولو څخه دا هم دي چې هغه ته د اولاد نسبت کوي، او هغوی په دغه دعوی کې درواغجن دي.

(152) خبر اوسئ پرته له شکه د مشرکانو پر الله له درواغ ويلو او تور لګولو څخه دا هم دي چې هغه ته د اولاد نسبت کوي، او هغوی په دغه دعوی کې درواغجن دي.

(153) آیا الله خپل ځان لپاره هغه لورګانې غوره کړي چې تاسو یې بدې ګڼئ په هغو زامنو باندې چې تاسو یې خوښوئ؟! هېڅکله نه.

(154) ای مشرکانو! په تاسو څه شوي چې دا د ظلم پرېکړه کوئ چې الله لپاره لورګانې ګرځوئ او ځانونو لپاره زامن ګرځوئ؟!.

(155) آیا نو پند نه اخلئ له باطل والي د هغه فاسدې عقېدې چې تاسو پرې یاست؟! نو بېشکه که تاسو پند اخیستلی نو دا وینا به مو نه کوله.

(156) ایا تاسو لره کوم ښکاره دلیل او څرګند حجت د کتاب یا رسول څخه شته؟!.

(157) نو خپل هغه کتاب مو راوړئ چې د دې خبرې دلیل پکې وي که چېرې تاسو په خپلو دعوو کې رښتیني یاست.

(158) او مشرکانو د الله او له دوی پټو ملائکو تر منځ خپلوي پېدا کړې کله چې یې دعوه وکړه چې ملائکې د الله لورګانې دي او خامخا ملائکې پدې پوهېدلي چې زر دی چې الله به مشرکان حساب لپاره حاضر کړي.

(159) الله تعالی پاک دی له هغه څه چې مشرکان یې په اړه بیانوي کوم څه چې ده لپاره مناسب نه دي د بچې او شریک څخه او داسې نور.

(160) مګر د الله غوره شوي بندګان؛ نو بېشکه دوی د الله لپاره نه بیانوي پرته د جلال او کمال له هغو صفتونو چې ورسره مناسب وي.

(161) نو تاسو ای مشرکانو او هغه څه چې پرته له الله تعالی یې عبادت کوئ.

(162) له حق دین څخه د هیچا یې لارې کوونکي نه یاست.

(163) پرته له هغه چې الله تعالی یې په اړه پرېکړه کړې وي چې د دوزخ والا دی، نو بېشکه الله خپله پرېکړه نافذوي نو کافر کېږي او دوزخ ته داخلېږي او هر چې تاسو او ستاسو معبودان دي نو ستاسو پرې هېڅ وس نشته.

(164) او ملائکو الله تعالی ته د خپلې بندګۍ بیانولو او د مشرکانو د دعوو څخه بېزارۍ په حالت کې وویل: او له مونږ څخه هېڅوک داسې نشته مګر د الله په عبادت او طاعت کې یې ټاکلی ځای دی.

(165) او بېشکه مونږ -ملائکې- د الله په عبادت او طاعت کې کتارونه ولاړ یو او مونږ د الله پاکي ویونکي یو له هغو صفتونو چې ده سره مناسب نه دي.

(166) او بېشکه مونږ -ملائکې- د الله په عبادت او طاعت کې کتارونه ولاړ یو، او مونږ د الله پاکي ویونکي یو له هغو صفتونو چې ده سره مناسب نه دي.

(167) او بېشکه د مکې مشرکانو به د محمد صلی الله علیه وسلم د بعثت څخه مخکې ویل: که چېرې مونږ سره د مخکینیو خلکو د کتابونو څخه کوم کتاب وی لکه تورات؛ نو الله ته به مو په اخلاص عبادت کولی او دوی په دې خبره کې دروغجن وو، نو بېشکه محمد صلی الله علیه وسلم ورته قرآن راوړ نو پرې کافران شول، نو زر دی چې د قیامت په ورځ به پوه شي په هغه سخت عذاب چې د دوی انتظار باسي.

(168) او بېشکه د مکې مشرکانو به د محمد صلی الله علیه وسلم د بعثت څخه مخکې ویل: که چېرې مونږ سره د مخکینیو خلکو د کتابونو څخه کوم کتاب وی لکه تورات؛ نو الله ته به مو په اخلاص عبادت کولی او دوی په دې خبره کې دروغجن وو، نو بېشکه محمد صلی الله علیه وسلم ورته قرآن راوړ نو پرې کافران شول، نو زر دی چې د قیامت په ورځ به پوه شي په هغه سخت عذاب چې د دوی انتظار باسي.

(169) او بېشکه د مکې مشرکانو به د محمد صلی الله علیه وسلم د بعثت څخه مخکې ویل: که چېرې مونږ سره د مخکینیو خلکو د کتابونو څخه کوم کتاب وی لکه تورات؛ نو الله ته به مو په اخلاص عبادت کولی او دوی په دې خبره کې دروغجن وو، نو بېشکه محمد صلی الله علیه وسلم ورته قرآن راوړ نو پرې کافران شول، نو زر دی چې د قیامت په ورځ به پوه شي په هغه سخت عذاب چې د دوی انتظار باسي.

(170) او بېشکه د مکې مشرکانو به د محمد صلی الله علیه وسلم د بعثت څخه مخکې ویل: که چېرې مونږ سره د مخکینیو خلکو د کتابونو څخه کوم کتاب وی لکه تورات؛ نو الله ته به مو په اخلاص عبادت کولی، او دوی په دې خبره کې دروغجن وو، نو بېشکه محمد صلی الله علیه وسلم ورته قرآن راوړ نو پرې کافران شول، نو زر دی چې د قیامت په ورځ به پوه شي په هغه سخت عذاب چې د دوی انتظار باسي.

(171) ۱۷۳-۱۷۱ او بېشکه زمونږ وینا رسولانو ته تېره شوې وه چې دوی به پر خپلو دښمنانو برلاسي وي ځکه چې الله ورباندې د حجت او توان احسان کړی او بېشکه غلبه به زمونږ د هغه لښکر وي چې د الله په لار کې د کلمې د لوړوالي لپاره جنګېږي.

(172) ۷۱-۷۳ او بېشکه زمونږ وینا رسولانو ته تېره شوې وه چې دوی به پر خپلو دښمنانو برلاسي وي ځکه چې الله ورباندې د حجت او توان احسان کړی او بېشکه غلبه به زمونږ د هغه لښکر وي چې د الله په لار کې د کلمې د لوړوالي لپاره جنګېږي.

(173) ۷۱-۷۳ او بېشکه زمونږ وینا رسولانو ته تېره شوې وه چې دوی به پر خپلو دښمنانو برلاسي وي ځکه چې الله ورباندې د حجت او ځواک احسان کړی او بېشکه غلبه به زمونږ د هغه لښکر وي چې د الله په لار کې د کلمې د لوړوالي لپاره جنګېږي.

(174) اې رسوله! له دوی سرکښو مشرکانو څخه تر یوې مودې چې الله پرې خبر دی مخ وګرځوه څو یې د عذاب وخت راورسېږي.

(175) ویې ګورئ کله چې عذاب پرې نازليږي؛ نو ورته ګوري به چې هغه مهال به کتل ورته ګټه نه رسوي.

(176) آیا نو دا مشرکان د الله په عذاب بیړه کوي؟!.

(177) نو کله چې پرې د الله عذاب را پرېوځي نو بد سبا د همدوی سبا دی.

(178) ای رسوله! له دوی نه تر هغه وخته مخ وګرځوه څو الله د دوی د عذاب په اړه پرېکړه وکړي.

(179) او ګوره، پس زر دی چې دوی به د الله هغه عذاب او سزا وویني کوم چې پرې نازلېږي.

(180) ای محمده! پاک دی ستا رب، د ځواک رب، او سپېڅلی دی د نقصان له هغو صفاتو څخه چې مشرکان یې ورته بیانوي.

(181) او د الله لخوا ښه راغلاست او ستاینه ده پر پتمنو رسولانو.

(182) او ټوله ستاینه یوازې الله لره ده، هماغه یې وړ دی او د ټولو مخلوقاتو پالونکی دی، له ده پرته بل پالونکی نلري.