(1) اې رسوله! کله چې ستا مجلس ته هغه منافقان حاضر شي چې اسلام ښکاره کوي، او کفر پټوي، وايي: موږ شاهدي ورکوو چې بېشکه ته هرومرو په حقه د الله رسول يې، او الله پوهيږي چې بېشکه ته په حقه د هغه رسول يې، او الله شاهدي ورکوي چې منافقان هرومرو درواغجن دي په هغه څه کې هغوی يې دعوا کوي چې پرته له شکه هغوی د زړونو له تلې شاهدي ورکوي چې ته د هغه رسول يې.
(2) هغوی خپل هغه قسمونه چې د ايمان پر دعوا يې کوي د ځانونو لپاره له وژلو او بندي کېدلو ډال او ساتندوی ګرځولي دي، او په هغه څه چې شک او تردد خپروي خلک يې له ايمان څخه ايسار کړي، بېشکه ډېر بد دی هغه نفاق او د درواغو قسمونه چې هغوی يې کوي.
(3) دا له دې امله چې هغوی د نفاق له مخې ايمان راوړلو، او ايمان يې زړونو ته ونه رسېدلو، بيا يې په پټه پر الله کفر وکړ، نو الله د هغوی پر زړونو د هغوی د کفر له امله مهر ولګولو چې ايمان نه ورننوځي، نو د دغه مهر له امله هغوی نه پوهيږي چې په څه کې يې صلاح او لارښوونه ده.
(4) اې کتونکيه! کله چې هغوی وينې د هغوی بدنونه او شکلونه به دې خوښ شي، ځکه چې په هغو کې تازګي او نعمت دی، او کله چې خبرې کوي خبرې يې اورېدل کيږي ځکه په هغو کې بلاغت دی، اې رسوله! هغوی ستا په مجلس کې داسې دي لکه درول شوي لرګي، چې پر هيڅ هم نه پوهيږي او نه يې درک کولای شي، هر اواز داسې ګڼي چې هغوی يې هدف دي ځکه هغوی بې زړه دي، هغوی په حقه دښمنان دي، نو اې رسوله! له هغوی وډارشئ چې راز مو ښکاره کړي او يا کوم چل درته جوړ کړي، پر هغوی دې د الله لعنت وي څنګه له ايمان څخه ګرځول کيږي سره لدې چې دلايل څرګند او برهانونه يې ښکاره دي؟!
(5) او کله چې دغو منافقانو ته وويل شي: د الله رسول ته د هغه څه له امله چې درڅخه شوي عذر کوونکي راشئ، هغه به تاسوته له الله څخه ستاسو د ګناهونو بخښنه وغواړي، هغوی په ملنډو او مسخرو خپل سرونه تاو کړي، او ته يې وينې چې له هغه څه مخ اړوي چې امر ورته کيږي، او هغوی د حق له منلو او پر هغو له باور کولو څخه کبر کوونکي وي.
(6) اې رسوله! د هغوی د ګناهونو لپاره ستا د بخښنې غوښتل او د هغوی لپاره ستا لخوا د بخښنې نه غوښتل سره برابر دي، الله به هيڅکله هغوی ته يې د ګناهونو بخښنه ونه کړي، پرته له شکه الله له خپلې پيروۍ وتونکي قوم ته توفيق نه ورکوي هغو کسانو ته چې له الله څخه په سرغړونه ټينګار کوي.
(7) هغوی داسې خلک دي چې وايي: خپل مالونه مو پر هغو بې وزلو او کوچيانو چې د مدينې په شاوخوا کې د الله له رسول سره دي مه لګوئ ترڅو هغوی ورڅخه ولاړ شي، حال داچې د اسمانونو او ځمکې زېرمې يوازې الله لره دي، له خپلو بندګانو چې چاته وغواړي په روزي يې ورکوي، خو منافقان پردې نه پوهيږي چې د روزۍ زېرمې د هغه پاک ذات په لاس کې دي.
(8) د هغوی سردار عبدالله بن أُبيّ وايي: که مدينې ته وروګرځېدلو هرومرو به عزتمن چې هغه زه او قوم مې دی له مدينې څخه بې عزته خلک وباسي چې هغه محمد او د هغه ملګري دي، حال داچې يوازې الله، د هغه رسول او مؤمنانو لره عزت دی، د عبدالله بن ابي او د هغه ملګرو لره عزت نشته، خو منافقان داسې خلک دي چې پر دې نه پوهيږي چې عزت الله، د هغه رسول او مؤمنانو لپاره دی.
(9) اې هغو کسانو چې پر الله يې ايمان راوړی او پر هغه څه يې عمل کړی چې ورته روا کړي يې دي، ستاسو مالونه او اولادونه دې تاسې له لمانځه او د اسلام له نورو فرائضو څخه بوخت نه کړي، او څوک چې مالونه او اولادونه يې د الله له واجب کړي لمانځه او نورو واجباتو څخه بوخت کړي، نو په حقيقت کې همدوی داسې تاوانيان دي چې خپل کورونه او خېلخانې يې د قيامت په ورځ تاوانيان کړي دي.
(10) او کوم مالونه چې الله په روزي درکړي له هغو څخه لګښت وکړئ مخکې تردې چې له تاسو څخه يو ته مرګ راشي؛ نو بيا خپل پالونکي ته وايي: اې زما پالونکيه ولې دې تر لږې مودې پورې وروسته نه کړم، چې له خپل ماله مې د الله په لار کې خيرات کړی وای، او د الله له هغو نېکو بندګانو څخه شوی وای چې کړنې يې سمې دي.
(11) او الله پاک به هيڅکله هغه څوک وروسته نه کړي چې وخت يې را رسېدلی وي او عمر يې پای ته رسېدلی وي، او الله پر هغه څه ښه خبر دی چې تاسې يې کوئ، ستاسو له اعمالو له هغه هيڅ هم نه پټيږي، که خير وو؛ نو د خير بدله به درکړي او که بد وو نو بده بدله به درکړي.