(1) الله د قيامت پر ورځ لوړه وکړه په کومه ورخ چې خلک د مخلوقاتو پالونکي پر وړاندې دريږي.
(2) او پر پاک نفس يې لوړه وکړه کوم چې خپل څښتن په نېکو اعمالو کې پر کوتاهۍ د بدو کارونو په ترسره کولو ملامتوي، پر دغو دواړو شيانو يې لوړه وکړه چې هرومرو به خلک حساب او بدلې ته را پورته کوي.
(3) آيا انسان دا ګومان کوي چې موږ به يې له مرګ وروسته د بېرته را پورته کولو لپاره هډوکي را ټول نه کړو؟!.
(4) ولې نه، موږ له را ټولو سره د هغه د ګوتو د سرونو پر بېرته راګرځولو داسې په سمه توګه پيدايښت ځواکمن يو لکه څنګه چې وو.
(5) بلکې انسان د بېرته را پورته کېدو څخه په خپله نټه غواړي چې په راتلونکي کې هم پرته له کوم خنډ څخه خپلې بېلارۍ ته دوام ورکړي.
(6) د قيامت د ورځې د لرې ګنلو په توګه پوښتنه کوي: چې هغه به کله رامنځته کيږي؟.
(7) کله چې سترګې حيرانې شي او وارخطا شي کوم وخت چې هغه څه وويني چې درواغ يې ګڼل.
(8) او د سپوږمۍ رڼا ولاړه شي.
(9) او د لمر او سپوږمۍ ټیکلي يوځای کړل شي.
(10) په دغه ورځ به بدکاره انسان ووايي: چېرې به تېښته وي؟!.
(11) په دغه ورځ تېښته نشته، او نه د پناه ځای شته چې بدکاره پناه وروړي، او نه د خونديتوب څه شته چې پرې خوندي کړل شي.
(12) اې رسوله! په دغه ورځ به ستا د پالونکي لور ته د حساب او بدلې لپاره ورګرځېدل او ورتګ وي.
(13) په دغه ورځ به انسان پر هغه څه خبر کړل شي چې کوم اعمال يې مخکې کړي او کوم يې وروسته کړي دي.
(14) بلکې انسان پر ځان شاهد دی چې د هغه غړي به پر هغه څه شاهدي ورکوي چې کومه ګناه يې کړې ده.
(15) که څه هم له داسې عذرونو سره راشي چې له ځانه پرې دفاع کوي چې هغه هيڅ بد کار نه دی کړی خو ګټه به ورته ونه رسوي.
(16) اې رسوله! ته پر قرآن خپله ژبه ژر ژر مه ښوروه چې بيړه کوونکی وې چې در څخه هېر نه شي.
(17) پرته له شکه زموږ پر ذمه ستا لپاره ستا په سينه کې د هغه را جمع کول او ستا پر ژبه د هغه د لوستلو اثبات دی.
(18) کله چې پر تا زموږ استازی جبرئيل قرآن لولي؛ نو د هغه لوستلو ته غوږه نيسه او اوره يې.
(19) بيا پرته له شکه ستا لپاره د هغه تفسير هم پر موږ دی.
(20) هيڅکله نه، امر داسې نه دی لکه تاسې چې د بېرته را پورته کېدو د ناشونتيا دعوی کوئ، تاسو پوهېږئ چې څوک ستاسو پر لومړي ځل پيداکولو ځواکمن دی هغه به مو له مرګ وروسته له را ژوندي کولو عاجزه نه شي، خو ستاسو لخوا د بېرته را پورته کېدو د درواغ ګڼلو لامل هغه ستاسو د دنيا له ژوند سره مينه ده چې په بيړه پای ته رسېدونکی دی.
(21) او ستاسو لخوا د آخرت هغه ژوند پرېښودل دي چې لار يې د هغو پيرويو ترسره کول دي چې الله امر درته پرې کړی، او د هغو نارواو پرېښودل دي چې ترې منع کړي يې ياست.
(22) په دغه ورځ به د ايمان او نېکبختۍ د څښتنانو مخونه داسې تازه وي چې رڼا به لري.
(23) خپل پالونکي ته به کتونکي وي چې پر دغه به خوند اخېستونکي وي.
(24) او د کفر او بدبختۍ د څښتنانو مخونه به په دغه ورځ تريو وي.
(25) او باور به کوي چې لوی عذاب او دردوونکی عذاب به پرې نازليږي.
(26) امر به داسې نه وي لکه څنګه چې مشرکانو فکر کړی چې هغوی کله مړه شي عذاب به نه ورکول کيږي، کله چې له هغوی د يوه روح د سينې لوړې برخې ته ورسيږي.
(27) او ځينې خلک ځينو ته ووايي: څوک به دغه دم کړي، کېدای شي جوړ شي؟!
(28) او څوک چې په ځنکندن کې وي په هغه ورځ دا باور وکړي چې په مرګ سره له دنيا يې بېلتون دی.
(29) او د دنيا د پای ته رسېدو او آخرت د پيل کېدو سختۍ سره يوځای شي.
(30) کله چې دغه حاصل شي مړی به د خپل پالونکي لورې ته روان کړل شي.
(31) کافر خو نه پر هغه څه باور درلود چې د هغه (الله) رسول ور سره راغلی و او نه يې د الله پاک لپاره لمونځ کړی و.
(32) خو هغه څه يې درواغ وګڼل چې د هغه رسول ورسره راغلی و او مخ يې ترې واړولو.
(33) بيا دغه کافر خپلې کورنۍ ته ولاړ په داسې حال کې چې په خپل تګ کې يې له لويۍ خيال کولو.
(34) نو الله کافر ته ګواښ وکړ چې د هغه عذاب پرې را وګرځېدی او ورته نېږدې شو.
(35) بیا یې د تاکید په توګه جمله بیا تکرار کړه او ویې ویل: آيا انسان دا ګڼي چې خوشې (چيټي) به پرېښودل شي؟.
(36) آيا انسان دا ګومان کوي چې الله به د هغه همداسې پرېښودونکی وي پرته له دې چې پر شريعت يې مکلف کړي؟.
(37) آيا دغه انسان يوه ورځ د مني نطفه نه وه چې په رحم کې څڅول کېده.
(38) بيا له دې وروسته هغه د ټينګې وينې يوه ټوټه وه، بيا الله هغه پيدا کړ، او پيدايښت يې برابر کړ.
(39) نو له خپل جنسه يې دوه ډولونه وګرځول: نارينه او ښځينه؟!.
(40) آيا هغه ذات چې انسان يې له نطفې، بيا د وينې له ټوټې پيدا کړ له نوي سره د حساب او بدلې لپاره د مړيو پر ژوندي کولو ځواکمن نه دی؟! ولې نه، پرته له شکه هغه ځواکمن دی.