81 - At-Takwir ()

|

(1) کله چې د لمر ټوکۍ غونډه کړل شي، او رڼا يې له منځه ولاړه شي.

(2) او کله چې ستوري را ولوېږي او رڼا يې له منځه ولاړه شي.

(3) او کله چې غرونه له خپل ځايه وخوځول شي.

(4) او کله چې هغه بلاربې اوښې چې څښتنان يې لېوالتيا پکې لري، هغوی په پرېښودلو سره همداسې هېرې کړي.

(5) او کله چې وحشي ځناور له انسانانو سره په يوه میدان کې راغونډ کړل شي.

(6) او کله چې دريابونه ولګول شي تردې چې اور وګرځي

(7) او کله چې نفسونه له خپلو ورته سره يوځای کړل شي، نو بې لارې له بې لارې سره يوځای کړی شي او ځان ساتونکی له ځان ساتونکي سره.

(8) او کله چې ژوندۍ خښه شوې ماشومه الله وپوښتي.

(9) پر کومه ګناه وژل شوې يې چاچې وژلې يې؟!.

(10) او کله چې د بندګانو عملنامې پرانېستل شي؛ تر څو يې هر يو خپل د کړنو پاڼه ولولي.

(11) او کله چې آسمان داسې و اېستل شي لکه له پسه څخه چې پوستکی اېستل کيږي.

(12) او کله چې اور بل کړل شي.

(13) او کله چې ځان ساتونکو ته جنت را نېږدې کړی شي.

(14) هغه مهال به دغه څه تر لاسه شي چې هرڅوک به پر هغه څه پوه شي چې د دغې ورځې لپاره يې څه اعمال وړاندې کړي دي.

(15) الله پر هغو ستورو لوړه وکړه چې په شپه کې تر خپل روښانه کېدو مخکې پټ وي.

(16) په خپلو فلکونو کې روانو ستورو چې د سهار په ښکاره کېدو سره داسې پټيږي لکه هوسۍ چې خپل غار يعني کور ته ننوځي.

(17) او الله د شپې پر لومړۍ برخه لوړه وکړه کله چې مخه کړي او د شپې پر وروستۍ برخه کله چې شا کړي.

(18) او پر سهار يې لوړه وکړه کله يې چې رڼا ښکاره شي.

(19) پرته له شکه پر محمد صلی الله عليه وسلم نازل کړل شوی قرآن هرومرو د الله وينا ده چې امانتداره پرېښتې رسولې ده چې هغه جبرئيل عليه السلام دی، الله هغه امين ګرځولی دی.

(20) د ځواک څښتن، د عرش د پالونکي الله پاک پر وړاندې د لويې مرتبې والا دی.

(21) د آسمان خلک يې پيروي کوي، د وحي په رسولو کې پرې باور شوی دی.

(22) او محمد صلی الله عليه وسلم چې ستاسو سره تل وي تاسو يې عقل، امانت او رېښتينولي پېژنئ لېونی نه دی لکه څنګه چې تاسو د تور لګولو دعوی کوئ.

(23) او ستاسو ملګري (محمد صلی الله عليه وسلم) هغه جبرئيل پر خپل اصلي حالت کې چې الله پر کوم حالت پيداکړی دی د څرګند آسمان په څوکو کې ليدلی دی.

(24) او ستاسو ملګری پر تاسو بخيل نه دی، چې د هغه څه په رسولو کې بخيلي وکړي چې د رسولو امر يې ورته شوی دی، او نه مزدوري اخلي لکه څنګه چې غيب ويونکي مزدوري اخلي.

(25) او دغه قرآن د الله له رحمت څخه د رټل شوي شيطان خبره نه ده.

(26) نو وروسته له دغو حجتونو څخه بيا تاسو د نټې لپاره چې هغه د الله له لوري دی پر کومه لاره ځئ؟!.

(27) قرآن خو يوازې پند او نصيحت دی د پېريانو او انسانانو لپاره.

(28) له تاسو څخه د هغه چا لپاره چې غواړي د حق پر لار نېغ ولاړ شي.

(29) او ستاسو پر غوښتنو څه نه کيږي کوم چې استقامت او نور څه غواړئ مګر داچې الله دغه وغواړي، چې د ټولو مخلوقاتو پالونکی دی.