(1) ثنا او صفت د کمال او عزت په صفتونو سره، او په ښکاره او پټو نعمتونو سره یوازې خاص الله تعالی لره دي هغه چې رالیږلی یې دی په خپل بنده او پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم باندې قرآن کریم، او نه یې دی ګرځولی دې قرآن لره کوږوالی او مایل والی د حق نه.
(2) بلکې ګرځولی يې دی دا کتاب نیغ برابر چې هیڅ ګډوډوالی او اختلاف پکې نشته؛ د دې لپاره چې وویروي کافرانو لره د قوي عذاب نه د الله تعالی له طرفه چې دوی يې انتظار کوي، او خبر ورکړي مومنانو ته هغوی چې نیک عملونه کوي په هغه څه سره چې دوی خوشحالوي چې یقینا شته دی دوی لره ثواب ښایسته چې هیڅ قسم ثواب ورسره نه برابریږي.
(3) همیشه به وي په دې ثواب کې همیشه، نو د دوی څخه به نه پرې کیږي دا ثواب.
(4) او وویروي یهودیان او نصاری او ځینې مشرکین هغوی چې وايي: نیولی الله تعالی نازولی.
(5) نشته دې دروغ جوړوونکو لره څه علم او دلیل په هغې دعوه چې دوی یې کوي د نسبت د زوی (نازولي) الله تعالی ته، او نشته د دوی هغو پلارانو (مشرانو) لره چې دوی یې تقلید کوي په دې کې څه دلیل، ډیره زیاته قبیحه ده دغه خبره چې د دوی د خولو نه په ناپوهۍ سره راوځي، نه وایي دوی مګر وینا د دروغو، چې هیڅ اساس او دلیل ورله نشته.
(6) نو آیا ته -ای پیغمبره- وژونکی یې خپل ځان لره د غم او خفګان له وجې کله چې دوی په دې قرآن ایمان نه راوړي، نو ته دا کار مه کوه، ځکه په تا باندې د دوی د هدایت قبلول نشته، بلکې په تا باندې یواځې رسول دي.
(7) یقینا مونږ ګرځولي هغه څه چې د ځمکې دپاسه دي د مخلوقاتو نه ښایست لپاره د ځمکې د دې لپاره چې مونږ ازمیښت وکړو په دوی باندې چې کوم یو د دوی څخه د ښایسته عمل والا دی هغه چې الله تعالی پرې خوشحالیږي، او کوم یو د دوی څخه د ناکاره عمل والا دی، د دې لپاره چې هر چاته بدله ورکړو د هغه څه چې دا یې مستحق وي.
(8) او یقینا مونږ ګرځوونکي یو هغه څه لره چې په مخ د ځمکه دي د مخلوقاتو نه خاورې چې بوټي پکې نه وي، او دا وروسته د ختمیدو د ژوند د هغو مخلوقاتو چې په دې کې دي، نو دوی دې د دې نه عبرت واخلي.
(9) ته ګومان مه کوه -ای پیغمبره- چې یقینا قصه د غار د اوسیدونکو، او د هغوی هغه تخته چې نومونه یې پکې لیکل شوي وو زمونږ د نا اشنا نښو څخه دي، بلکې نورې د دې نه ډيرې نااشنا دي لکه پیدايښت د اسمانونو او ځمکې.
(10) یاد کړه -ای پیغمبره- کله چې پناه ونیوله مومنو ځوانانو د وجې د تختولو په خپل دین سره، نو دوی خپل رب ته په خپلو دعاګانو کې وویل: ای زمونږه ربه! راکړي مونږ ته ستا له طرفه مهرباني داسې چې مونږ ته زمونږ ګناهونه وبخښه، او مونږ د خپل دښمن نه بچ کړه، او وګرځوه مونږ لره د هجرت کولو له چارې څخه د کافرانو نه او د ایمان راوړلو او پرې ټېنګیدلو څخه ښودنه د حق لارې ته او برابروالی.
(11) بیا وروسته د تللو د دوی نه او د پناه وړلو د دوی نه غار ته مونږ ووهلې د دوی په غوږونو باندې پردې د اوریدلو د اوازونو نه، او په دوی مو راوسته خوب ډیر کلونه.
(12) بیا وروسته د دوی د اوږده خوب نه مونږ دوی راویښ کړل د دې لپاره چې وپیژنو -په ښکاره پیژندلو سره- چې کومه یوه د دې دوه جګړه کوونکو ډلو څخه د دوی په وخت تیرولو کې په غار کې ډیر پوهه ده په اندازه د دغې مودې.
(13) مونږ خبر درکوو تا ته -ای پیغمبره- د دوی په حال باندې په رښتیا سره هغه چې هیڅ شک ورسره نشته، یقینا دوی ځوانان وو چې ایمان یې راوړی وو په خپل رب باندې، او د هغه په تابعدارۍ باندې یې عمل کړی و، او مونږ زیات کړ دوی لره هدایت او مضبوطوالی په حق باندې.
(14) او کلک کړي وو مونږ زړونه د دوی په ایمان او په هغه باندې په ثابت پاتي کیدلو، او په صبر کولو سره په پریښودلو د وطنونو د ایمان د وجې، کله چې دوی د کافر باچا مخکې یواځې په الله تعالی د ایمان لرلو اعلان وکړ، نو دوی ورته وویل: رب زمونږ هغه چې مونږ پرې یوازې ایمان راوړی او د هغه بندګي مو کړی رب د اسمانونو او د ځمکې دی، مونږ بندګي نه کوو پرته د هغه نه د هیڅ یو په دروغو سره جوړ شوي معبود، یقینا مونږ به ویلي وي -که چیرته مونږ د هغه نه پرته د چا بندګي وکړه- وینا ظالمانه لری د حق نه.
(15) بیا وکتل ځینو د دوی نه ځینو نورو ته او داسې یې وویل: دا زمونږ قوم دی جوړ کړی یې دي پرته له الله تعالی نه معبودان چې دوی یې بندګي کوي، او دوی نه لري د دوی په عبادت باندې هیڅ ښکاره دلیل، نو نشته هیڅ څوک ډیر ظالم د هغه چا نه چې جوړوي په الله تعالی باندې دروغ په نسبت کولو د شریک هغه ته.
(16) او کله چې تاسې په څنګ شوئ د خپل قوم څخه، او پریښودل تاسې هغه څه چې دوی یې د الله تعالی نه پرته بندګي کوله، نو تاسې بندګي نه کوله مګر یواځې د الله تعالی، نو پناه ویسئ غار ته لپاره د تختولو د خپل دین ستاسې پراخه به کړي تاسې ته ستاسې رب د خپل رحمت او مهربانۍ څخه هغه څه چې تاسې پرې ساتي ستاسې د دښمن نه او حفاظت مو کوي، او اسان به کړي تاسې لره ستاسې د کار نه هغه چې تاسې پرې فایده اخلئ د هغه څه نه چې تاسې ته پرې بدله درکوي د زندګۍ تیرولو نه ستاسې د قوم په منځ کې.
(17) نو دوی هغه کار وکړ چې امر ورته پرې کړی شوی و او الله تعالی په دوی باندې خوب راوست، او دوی یې د خپل دښمن نه بچ وساتل، او ته به وینې -ای دوی ته کتونکيه- لمر لره کله چې راخیژي د مشرق طرف نه نو د دوی د غار نه به د ننوتونکي ښي طرف ته کږیږي، او کله چې د پریوتو په وخت کې لمر پریوځي نو کږيږي د دوی نه په چپ طرف باندې نو دوی ته لمر نه رسیږي، پس دوی په همیشه سیوري کې دي د لمر ګرمي ورته تکلیف نشي رسولی، او دوی د دې غار په پراخه برخه کې دي چې هوا ورته رسیږي څومره چې دوی ورته حاجت لري، دا دوی ته چې ورسیدل د پناه وړلو د دوی غار ته، او په دوی باندې خوب راوستل، او د دوی څخه د لمر کږیدل، او د دوی د ځای پراخوالی او د دوی د خپل قوم نه خلاصیدل: دا ټول د الله تعالی د عجیبه پیدایښت نه دي چې د هغه په قدرت دلالت کوي، چا ته چې الله تعالی د هدایت لارې ته توفیق ورکړي نو هغه په ریښتیا سره هدایت موندونکی دی، او څوک چې لرې کړي د هدایت د لارې نه او بې لارې یې کړي نو هیڅکله به ته دې لره څوک مددګار بیا نه مومې چې د هدایت طرف ته ورته توفیق ورکړي، او هغه ته یې ورسوي؛ ځکه چې هدایت د الله تعالی په لاس کې دی، نه د دې ګمراه او بې لارې کس په لاس کې.
(18) او ته به ګومان کوې په دوی باندې -ای دوی ته کتونکيه- د ویښو د سترګو د غړیدلو د وجې، او حال دا چې دوی ویده دي، او مونږ اړوو راړوو دوی لره د دوی په خوب کې کله ښي طرف ته، او کله چپ طرف ته هسې نه چې ځمکه یې جسدونه وخوري، او سپی د دوی چې د دوی سره ملګری و غځوونکی دی خپلو لیچو لره د غار په خوله کې، که چیرته ته ناڅاپه ورښکاره شې په دوی باندې او دوی ووینې نو د دوی نه به په منډه په شا وتختې د ویرې له وجې نه، او ستا نفس به ډک شي د دوی نه په ویرې سره.
(19) او لکه څرنګه چې مونږ په دوی باندې دغه کارونه وکړل کوم چې مونږ بیان کړل زمونږ د نا اشنا قدرتونو نه، همدغه شان مونږ دوی راویښ کړل وروسته د ډیرې مودې نه د دې لپاره چې پوښتنه وکړي ځینې د دوی له ځینو نورو څخه د هغې مودې باره کې چې دوی په خوب کې تېره کړې وه، نو ځینو دا جواب ورکړ: مونږ په خوب کې یوه ورځ او یا څه حصه د ورځې تېره کړې، او ځینو د دوی نه داسې جواب ورکړ چا ته چې معلومه نه وه خپله موده د خوب: رب ستاسې ښه پوه دی ستاسې په وخت تیرولو په خوب کې، نو تاسې د دې کار علم الله تعالی ته وسپارئ او تاسې هغه څه وکړئ چې تاسو پورې تړاو لري، نو ولیږئ یو کس ستاسې نه ستاسې په اشرفو (د سپینو زرو) روپو سره زمونږ دې معلوم ښار ته، نو ودې ګوري چې کوم یو د دې خلکو نه د حلال طعام او حلال کاروبار والا دی، او بیړه دې نه کوي په خپلو ننوتلو او وتلو او معامله کې، او دا دې ځیرکه وي، او هیچاته دې موقع نه ورکوي چې ستاسې ځای معلوم کړي؛ د دې وجې نه چې په دې باندې غټ ضرر جوړیږي.
(20) که چیرته ستاسې قوم په تاسې باندې خبر شي او ستاسې ځای معلوم کړي نو تاسې به ووژني د کاڼو په ویشتلو سره، او یا به مو بیرته خپل باطل دین ته واړوي هغه چې تاسې پرې وئ مخکې د دې نه چې الله تعالی په تاسې باندې احسان وکړ د هدایت کولو د حق دین طرف ته، او که چیرته تاسې بیرته دې دین ته وګرځیدئ نو هیڅکله به کامیاب نشئ، نه په دنیا او نه په اخرت کې، بلکې تاسې به په دواړو کې ډیر لوی تاوان وکړئ په سبب د پریښودلو ستاسې د حق دین لره هغه چې الله تعالی ورته ستاسې هدایت کړی، او په سبب د ګرځیدلو ستاسې دغه باطل دین ته.
(21) او لکه څرنګه چې مونږ وکړل په دوی باندې نا اشنا نا اشنا کارونه چې دلالت کوونکي دي زمونږ په قدرت باندې د ویده کولو د دوی نه ډیر کلونه، او راویښول د دوی وروسته د دې خوب نه، همدارنګه مونږ خبر کړل په دوی باندې د دوی د ښار والا د دې لپاره چې د دوی د ښار والا پوهه شي چې یقینا وعده د الله تعالی د مؤمنانو سره په مرستې او په دوباره راژوندي کولو باندې ریښتیا او حق ده، او یقینا قیامت راتلونکی دی خامخا هیڅ شک پکې نشته، نو هر کله چې د اصحاب کهفو حال ښکاره شو او مړه شول؛ هغه خلک چې په دوی باندې خبر شوي و هغوی په خپل منځ کې په اختلاف کې شول: چې د دوی سره څه وکړي؟ نو وویل یوې ډلې د دوی نه: جوړ کړئ د دوی د غار په دروازه باندې آبادي چې دوی پټ کړي او بچ یې وساتي، رب د دوی ښه پوهه دی د دوی په حال باندې، نو د دوی حال دا تقاضا کوي چې دوی لره دي د الله تعالی په نزد یو څه خاصیت وي، او وویل هغو کسانو چې سلطه او واک یې په لاس کې و خو علم او سم دعوت ورسره نه و: مونږ به خامخا د دوی په دې ځای باندې د عبادت لپاره مسجد جوړوو د دوی د احترام د وجې نه او د دوی د مرتبې د یادولو د وجې نه.
(22) زر دی چې وایي به بعضې د هغو خلکو نه چې بحث کوي د دوی په قصه کې د شمېر د دوی نه: چې دوی درې کسان دي او څلورم یې سپی دی، او بعضې به وایي چې دوی پنځه کسان دي شپږم د دوی سپی دی، او دې دواړو ډلو چې دا خبره کړې نو دا یې د خپل ګومان مطابق کړې پغیر د دلیل نه، او بعضې وایي: دوی اوه کسان دي او اتم یې سپی دی، ووایه -ای پیغبمره-: یقینا رب زما ښه پوهه دی په شمېر د دوی، نه پوهیږي د دوی په شمېر مګر لږ خلک هغوی چې الله تعالی ورته د دوی شمېر ورښودلی، نو ته بحث مه کوه د دوی په شمېر کې او نه په نورو احوالو د دوی کې د اهل کتابو او نه د نورو خلکو سره مګر بحث ښکاره چې ژوروالی پکې نه وي، داسې چې یوازې په هغو معلوماتو بسنه وکړې کوم چې د هغو باره کې په تا باندې وحې راغلې ده، او ته پوښتنه مه کوه د هیچا نه د هغوی تفصیلې حالاتو باره کې، ځکه چې دوی په دې باندې نه پوهیږي.
(23) او ته مه وایه -ای پیغمبره- د یو کار باره کې چې ته یې سبا ورځ کول غواړې: یقینا زه کوونکی یم دې کار لره سبا ورځ؛ ځکه چې ته نه پوهیږې چې آیا ته دا کار کولی شې، او که ستا او د دې کار تر منځ حایل واقع کیږي؟ او هر مسلمان ته دا ښودنه ده.
(24) مګر دا چې یوځای کړې دا کار د الله تعالی د مشیئت او ارادې سره چې داسې ووایې: زه به دا کار کوم -که چیرته د الله تعالی خوښه شي- سبا ورځ، او یاد کړه رب خپل لره په دې قول سره : ان شاء الله -کله چې ستا نه هیر شي چې دا ووایې- او داسې وایه: امید دی چې وبه ښایي ما ته رب زما ډیر نږدې د دې کار نه هدایت او توفیق.
(25) او تېر کړل اصحاب کهفو په خپل غار کې درې سوه نهه کاله.
(26) ته ووایه -ای پیغمبره- الله تعالی ښه پوهه دی په هغه زمانه چې دوی تیره کړې وه په خپل غار کې، او الله تعالی مونږ خبر کړي یو په وخت د تیرولو د دوی په دې کې، نو نشته وینا د هیچا وروسته د وینا د الله پاک نه، خاص دې الله پاک لره دي پټ هغه څه چې په اسمانونو کې دي او پټ هغه څه چې په ځمکه کې دي په اعتبار د پیدایښت او په اعتبار د علم، څومره ښه لیدونکی دی الله تعالی! نو هغه هر شی ویني، او څومره ښه لیدونکی دی! نو هغه هره خبره اوري، نشته دوی لره پرته لدې نه څوک دوست او کار ساز چې د دوی کارونه برابر کړي، او نه شریکوي په خپل واک او حکم کې هیڅوک، نو خاص هغه یوازې دی په حکم او واک کې.
(27) او لوله د قرآن کریم څخه، نو نشته څوک بدلوونکی د هغه د کلمو؛ ځکه چې هغه ټولې ریښتیا دي او د انصاف نه ډک دي، او هیچیرې به ته بیا نه مومې په غیر د الله پاک نه ځای د پناه چې پناه ورته ویسې، او نه څوک پناه نیوونکی چې پناه پرې ونیسې پرته له هغه نه.
(28) او کلک کړه ځان خپل په ملګرتیا د هغو خلکو کې چې دعا غواړي د خپل رب نه دعا د عبادت او دعا د غوښتلو د حاجت په اول سر د ورځې کې او په اخر د ورځې کې، خالص کوونکي وي د عبادت هغه لره، نه دې اوړي سترګې ستا د دوی نه، چې ته غواړي کیناستل د مالدارانو او لویانو خلکو سره، او ته خبره مه منه د هغه چا چې مونږ ګرځولی زړه د هغه غافل زمونږ د ذکر نه په مهر لګولو سره په هغه باندې، نو امر یې کړی تا ته په شړلو د غریبانو ستا د مجلس نه، او مخکې کړې یې ده تابعداري د هغه څه چې د هغه نفس یې غواړي په تابعدارۍ د رب خپل، او دې عملونه د هغه برباد.
(29) او وایه -ای پیغمبره- دې د الله تعالی د ذکر نه بې پروا خلکو ته د دوی د زړونو د غفلت د وجې نه: ما چې تاسې ته کوم څه راوړي خاص همدا حق دی، او دا د الله تعالی له طرفه دی نه زما له طرفه، او زه نه یم قبلوونکی ستاسو د مطالبو زما نه چې زه دې مومنان د خپل ځانه وشړم، نو څوک چې ستاسې نه غواړي چې ایمان راوړي په دې حق باندې نو ایمان دې پرې راوړي، او خامخا به یې په بدلې خوشحالیږي، او څوک چې ستاسې نه غواړي کفر پرې وکړي نو کفر دې وکړي، او خامخا به غمجن کیږي په هغې سزا چې دا یې انتظار کوي، یقینا مونږ تیار کړی په خپل ځان باندې ظلم کوونکو خلکو لره په اختیارولو د کفر سره اور لوی چې راګیروی به دوی د هغه دیوالونه، نو دوی وسع نه لري د تېښتې د دې نه، او که چیرته دوی مرسته وغواړي د اوبو د هغې سختې تندې د وجې چې دوی ته رسیدلې د دوی مرسته به وشي په داسې اوبو سره لکه ویلي کړی شوي تیل ډیر ګرم، وریتوي به مخونه د دوی د ډیرې ګرمۍ نه، ډیر بد دي دا څښل چې د دوی مدد پرې کیدلی شي، نو پس دا تنده نه ماتوي بلکې نوره یې هم زیاتوي، او نه هغه لمبې مړې کوي کومې چې د دوی پوستکی سوځوي، او ډیر بد دی دا اور ځای د ورتللو چې دوی ورته ورځي، او ځای د اوسیدلو چې دوی پکې اوسیږي.
(30) یقینا هغه کسان چې په الله تعالی یې ایمان راوړی او عملونه یې کړي نیک عملونه نو یقینا دوی ښایسته کړي خپل عملونه نو دوی لره دی ثواب لوی، بیشکه مونږ نه ضایع کوو ثواب د هغه چا چې ښایسته عمل یې کړی وي، بلکه مونږ ورکوو دوی ته بدلې د دوی پوره پوره پرته له څه نقصانه.
(31) دغه کسان چې صفت یې کړی شوی په ایمان او په کولو د نیکو کارونو دوی لره جنتونه د همیشه اوسیدلو دي چې دوی به پکې همیشه اوسیږي، بهیږي به لاندې د ماڼیو د دوی نه د جنت خوږې ویالې، دوی به ښایسته کیدلی شي په دې جنت کې د سرو زرو په بنګړو، او اغوندي به دوی جامې شنې د نرو وریښمو او د غټو وريښمو، تکیه به کوي په پالنګونو باندې چې ښایسته کړی شوي به وي په ښایسته پردو باندې، ښایسته ثواب دی ثواب د دوی، او ښایسته دی جنت ځای د میلمستیا او ځای د اوسېدلو چې دوی پکې اوسیږي.
(32) او ای رسوله د هغو دوو کسانو چې يو کافر بل مؤمن و بېلګه بيان کړه، کافر ته مو له انګورو دوه باغونه ورکړي وو، پر دواړو باغونو مو د خرما ونې چاپېرې کړې وې او په خالي ځايونو کې مو کښتونه را شنه کړي وو.
(33) نو ورکولې به هر یو باغ میوې خپلې د کجورو او انګورو او نورو میوو نه، او هیڅ شی به ترې نه کمیدلو، بلکې پوره پوره به یې ورکولې، او مونږ روانه کړې وه د دوی تر منځ یوه ویاله چې په اسانۍ سره یې اوبه کړي.
(34) او وو د دې باغ والا نور مالونه او میوې هم، نو ویې ویل خپل مسلمان ملګري ته په داسې حال کې چې خبرې یې ورسره کولی د دې لپاره چې په هغه باندې تاثیر وکړي او مغرور وو: یقینا زه زیات یم ستا نه په اعتبار د مال سره، او عزتمند یم ستا نه په اعتبار د طرف، او ډیر قوي یم ستا نه په اعتبار د قوم.
(35) او ننوت دا کافر خپل باغ ته په ملتیا د مومن سره د دې لپاره چې وښایي ده ته خپل باغونه او حال دا چې دا ظلم کوونکي و په خپل ځان باندې په کفر او په تکبر سره، وویل دې کافر: زه دا ګومان نه کوم چې دا باغ دې هلاک شي کوم چې ته وینې؛ د وجې د هغو اسبابو چې ما د دې د ژغورلو لپاره نیولي.
(36) او زه ګمان نه کوم چې ګویا کې قیامت دی قایمیدونکی وي، بیشکه دا خو یوه روانه زندګي ده، او بالفرض که واقع هم شي نو کله چې زه بیرته راژوندی کړی شم او خپل رب ته وګرځول شم خامخا زه به بیاموم وروسته د بیرته راژوندي کولو نه هغه ته غوره زما د دې باغ نه، نو دا چې زه په دنیا کې مالدار یم دا تقاضا کوي چې زه دې بیرته د راژوندې کیدلو وروسته هم مالداره اوسم.
(37) وویل دې ته خپل مومن ملګري په داسې حال کې چې جواب یې ورته ورکاوه: آیا کفر وکړ تا په هغه ذات چې پیدا کړی یې دی ستا پلار ادم -علیه السلام- د خاورې نه، بیا یې پیداکړی یې ته د منۍ نه، بیا یې ستا نه نر انسان جوړ کړی، او ستا غړي یې برابر کړي او ته یې پوره کړی یې، نو پس هغه ذات چې په دې ټولو کارونو قادر دی ستا په بیرته راژوندې کولو هم قادر دی.
(38) لیکن زه خو ستا په شان داسې خبره نه کوم، بلکې وایم: خاص الله تعالی رب زما دی چې مهرباني کوونکی دی په خپلو نعمتونو سره په مونږ باندې، او زه نه شریکوم د دې الله تعالی سره هیڅوک په عبادت کې.
(39) او کله چې دې باغ ته ننوتلې ولې دې ونه ويل: ماشاء الله له الله پرته هيچا لره ځواک نشته، همغه دی چې څه وغواړي کوي يې او هغه پياوړی دی، که مې تر ځان بې وزله او د کم اولاد والا وينې.
(40) نو زه دا انتظار لرم چې رابه کړي ما ته الله تعالی غوره ستا د باغ نه، او یا به راولیږي ستا په باغ باندې عذاب له آسمانه، نو شي به ستا باغ یوه ځمکه چې هیڅ بوټی پکې نه وي ښویېږي به په دې کې قدمونه د هغه د ښویه والي له وجې نه.
(41) او یا به شي اوبه د دې ژورې په ځمکه کې نو ته به هغې ته په هیڅ یوې وسیلې د رسیدلو طاقت نه لرې، او کله چې یې اوبه ژورې شي نو بیا دغو اوبو لره هیڅ بقا نشته.
(42) او یقیني شو هغه څه چې مومن یې توقع کوله، نو چاپېر شو هلاکت د کافر د باغ په میوو، نو شو دا کافر چې اړول راړول یې ورغوي خپل د زیاتې ملامتۍ او پښیمانتیا د وجې په هغه مال باندې چې د دې د باغ په ابادولو او برابرولو یې خرچ کړی، او باغ راپریوتلی و په خپلو ستنو هغه چې په هغوی باندې یې د انګورو څانګې خورې کړې وې، او وایي: های افسوس کاش چې ما یواځې په خپل رب باندې ایمان راوړی و، او د هغه سره مې هيڅوک په عبادت کې نه و شریک کړی.
(43) او نه وو دې کافر لره کومه ډله چې ژغورلی یې و د ده باغ د هغه عذاب نه چې پرې راغلی و، حال دا چې دا هغه کس و چې په خپله ډله یې فخر کاوه، او دا پخپله هم نه وو بچ کوونکي خپل باغ لره د الله تعالی له عذابه.
(44) په دې ځای کې کامیابي صرف یوازې الله تعالی لره ده، هغه پاک ذات ډیر غوره دی په اعتبار د ثواب ورکولو کې خپلو مومنانو دوستانو ته، نو هغه څو چنده کوي دوی لره ثواب، او هغه غوره دی په انجام ورکولو کې.
(45) او بیان کړه -ای پیغمبره- په دنیا باندې دوکه شوي خلکو ته یو مثال، نو مثال د دنیا په ختمیدلو او زر تیریدلو کې په شان د باران د اوبو دی چې مونږ نازلې کړي د آسمانه، نو رازرغون شوي په دې اوبو سره د ځمکې بوټي او شنه شوي، نو وګرځي دا بوټې مات مات ذره ذره، چې باروي بادونه زرې د دې نورو ځایونو ته، نو ځمکه خپل پخواني حالت راوګرځي، او دی الله تعالی په هر شي باندې قدرت لرونکی، نشي عاجز کولی هغه لره هیڅ شی، نو ژوندي کوي څه شي چې وغواړي، او مړه کوي (هلاکوي) څه چې وغواړي.
(46) مال او اولاد د هغه څه نه دي چې د دنیا ژوند پرې ښایسته کیدلی شي، او په اخرت کې د مال هیڅ ګټه نشته مګر هغه چې د الله تعالی په رضا کې خرچ شي، او کوم عملونه او ویناګانې چې د الله تعالی خوښېږي ډیرې ښې دي په اعتبار د ثواب سره د دنیا د ټولو ډولونو او سینګارونو نه، او دا غوره د هغه څه نه دي چې انسان یې امید لري؛ ځکه چې د دنیا ښایست ختمیدونکی دی او د الله تعالی چې کوم عملونه او ویناګانې خوښیږي د هغو ثواب د الله تعالی سره پاتې کیدونکی دی.
(47) او یاده کړه هغه لرې به کړو مونږ غرونه د خپلو ځایونو څخه، او وینې به ته ځمکه ښکاره د وجې د لرې کیدلو د هغه څه چې په دې باندې دي د غرونو او ونو او ابادیو څخه، او راجمع به کړو ټول مخلوقات، نو پرې به نه ږدو له دوی نه هیڅوک مګر بیرته به يې راژوندي کړو.
(48) او پیش به کړی شي خلک ستا په رب باندې صفونه صفونه نو حساب به ورسره وکړي، او دوی ته به وویل شي: یقینا تاسې راغلي یاست مونږ ته یواځې پښیبله لغړ (بربنډ) نا سنته لکه اول ځل چې مونږ پيداکړي وئ، بلکې تاسې ګومان کاوه چې تاسې به هیڅکله بیرته راژوندي نشئ، او مونږ به هیڅکله تاسې لره وخت او ځای مقرر نه کړو چې تاسې ته پکې ستاسې په عملونو بدلې درکړو.
(49) او د عملنامو کتاب به کیښودل شي، نو بعضي خلک به اخیستونکي وي خپلو عملنامو لره په ښي لاس، او بعضي به اخیستونکي وي خپلو علمنامو لره په چپ لاس، او وینې به ته -ای انسانه- کافرانو لره ویریدونکي د هغه حالت نه چې دوی پکې دي؛ ځکه چې دوی پوهیږي په هغه څه چې دوی مخکې لیږلي د کفر او ګناهونو څخه، او وائې به: ای هلاکت او مصیبت زمونږه! څه وجه ده دې کتاب لره چې نه پریږدي ورکوټی او غټ زمونږ د عملونو څخه مګر ساتلی یې دي او شمیرلي یې دي، او بیا به مومي دوی هغه چې دوی کړي په ژوند دنیوي کې د ګناهونو څخه لیکل شوي ساتل شوي، او ظلم نه کوي رب ستا -ای پیغمبره- په هیچا باندې، نو سزا نه ورکوي هیچا لره بې ګناه، او نه کموي د نیکانو د بدلې نه هیڅ ثواب د هغو د نیکو عملونو.
(50) او یاد کړه -ای پیغمبره- کله چې مونږ ملاېکو ته وویل: سجده وکړئ آدم -علیه السلام- ته سجده د احترام، نو سجده وکړه ټولو ملاېکو د خپل رب د امر منلو او عملي کولو د وجې نه مګر ابلیس سجده ونه کړه؛ هغه و د پیریانو د نسل نه او نه و د ملاېکو نه، نو انکار يې وکړ او لویي یې وکړه د سجدې کولو نه، نو ووته د خپل رب د تابعدارئ نه، آیا نیسئ تاسې -ای خلکو- دا ابلیس او اولاد د دې دوستان چې دوستي ورسره کوئ پغیر له ما نه او حال دا چې دوی ستاسې دښمنان دي، نو څرنګه تاسې خپل دښمنان د ځان لپاره دوستان نیسئ؟! ډیر بد دی کار د ظالمانو هغوی چې جوړوي شیطانان دوستان د ځان لپاره په بدل د دوستې د الله تعالی کې.
(51) دا کسان چې تاسې نیولي دوستان پغیر له ما نه دوی ستاسې په شان بندګان دي، ما ندي حاضر کړي دوی پیدایښت د اسمانونو او نه پیدایښت د ځمکې ته کله چې ما دا پیدا کول، بلکې دوی په دغه وخت کې بیخې وو نه، او ما نه وو حاضر کړي بعضي د دوی نه په پیدایښت د بعضو نورو کې، نو زه یواځي یم په پيدایښت او برابرولو د چارو کې، او مونږ نه یو نیوونکي ګمراهانو لره د انسي او جني شیطانانو څخه مددګاران، نو زه بې حاجته یم د مددګارانو نه.
(52) او یاد کړه دوی ته -ای پیغمبره- ورځ د قیامت کله چې به الله تعالی ووایي هغو کسانو ته چې هغه سره یې په دنیا کې شریکان جوړ کړي وو: راوبلئ تاسې شریکان زما هغه چې تاسې ګومان کاوه چې دوی زما شریکان دي کیدای شي دوی ستاسې سره مرسته وکړي، نو دوی هغوی راوبلل نو هغوی ئې بلنه قبوله نه کړه او مرسته یې ورسره ونکړه، او مونږ ګرځولی د عبادت کوونکو او معبودانو ترمنځ ځای د هلاکت چې ټول به پکې یوځای وي، او هغه اور د جهنم دی.
(53) او وبه ویني مشرکان اور د جهنم، نو دوی یقین وکړ پوره یقین چې دوی خامخا غورځیدونکي دي په دې اور کې، او بیا به نه مومي دوی د دې نه بل ځای چې دوی ورته وروګرځي.
(54) او یقینا مونږ بیان کړي په مختلف ډول په محمد صلی الله علیه وسلم باندې نازل شوي قرآن کې ډیرې زیاتې بیلګې د مثالونو د دې لپاره چې دا خلک ترې پند او نصیحت واخلي، لیکن انسان -او په ځانګړې توګه کافر- چې دی ډیر څه چې د هغه نه لیدل کیږي هغه جګړه کول دي په ناحقه سره.
(55) او نه دي حایل شوي د ضدي کافرانو او په منځ د ایمان راوړلو په هغه څه باندې چې محمد صلی الله علیه وسلم د خپل رب له طرفه راوړی او نه دی حایل شوی په منځ د دوی کې او غوښتلو د مغفرت د الله تعالی نه د خپلو ګناهونو لپاره د بیان کموالی، نو پس یقینا بیان شوي دوی لره مثالونه په قرآن کریم کې، او راغلي دوی ته واضحه دلیلونه، بلکې یقینا بند کړي دوی لره غوښتلو د دوی -په زور سره- راتلل د عذاب د پخوانیو امتونو په شان په دوی باندې، او لیدلو د هغه عذاب چې دوی سره یې وعده کړی شوی.
(56) او نه لیږو مونږ هغه څوک چې لیږو ئې زمونږ د پیغمبرانو څخه مګر زیري ورکوونکي ایمان والاوو او نیکیو والا لره، او ویره ورکوونکي کافرانو او ګناهګارانو ته، او نشته دوی لره واک او زور د خلکو په زړونو چې په زور یې په هدایت باندې مجبور کړي، او جګړې کوي هغه کسان چې کفر یې کړی په الله تعالی باندې د پیغمبرانو سره؛ سره د ښکاره والي د دلیل دوی ته؛ د دې لپاره چې ونړوي په خپل باطل سره حق لره هغه چې په محمد صلی الله علیه وسلم باندې نازل شوی، او ګرځولی دوی قرآن کریم او هغه څه چې دوی ته پرې ویره ورکړی شوی خندا او مسخرې.
(57) او نشته هیڅوک ډیر ظلم کوونکی د هغه چا نه چې پند ورکړی شوی هغه ته په آیتونو د رب د ده، نو پروا یې ونه کړه په هغه څه چې پدې کې دي د وعید او عذابه، او مخ یې واړاوه د پند اخیستلو نه په دې باندې، او هیر کړي یې دي هغه ګناهونه چې مخکې یې کړي په خپل دنیوي ژوند کې د کفر او ګناهونو څخه او د هغو څخه یې توبه نه وي ویستلې، یقینا مونږ ګرځولی په زړونو د هغه چا چې دا یې صفت دی پردې چې منعه کوي یې د قرآن کریم د پوهې نه، او په زړونو د دوی کې کوڼوالی دی د قرآن کریم د اوریدلو نه، نو نه اوري دې لره په اوریدلو د قبلولو، او که ته چیرته دوی راوغواړي ایمان طرف ته نو دوی هیڅکله نه قبلوي هغه څه چې ته یې ورته دعوت ورکوې تر کومه چې د دوی په زړونو باندې دا پردې وي، او په غوږونو کې یې کوڼوالی وي.
(58) او دا چې نبي - صلی الله عليه وسلم - د درواغ ګڼونکو سزا ته لېواله نه وي، الله ورته وویل: اې ارسوله! پالونکی دې د خپلو توبه وېستونکو بنده ګانو د ګناهونو بښونکی دی، د داسې لورېينې څښتن دی چې هرڅه ته پراخه ده او د هغه له لورېينې دا هم ده چې ګناهګارانو ته فرصت ورکوي، چې کېدای شي توبه ورته وباسي، که الله تعالی دغو مخ اړوونکو ته سزا ورکولای؛ نو د دنيا په ژوند کې به يې د سزا په ورکولو بيړه کړې وای، خو هغه زغم لرونکی مهربان دی، له هغوی يې سزا وروسته کړه، تر څو توبه وباسي، بلکې د هغوی لپاره ټاکل شوی ځای او زمانه دي چې د هغوی د کفر او مخ اړونې له امله به پکې سزا ورکول کيږي که توبه ونه باسي، چې له هغه څخه به هيڅکله کوم داسې پناه ځای ونه مومي چې پناه ورته يوسي.
(59) او دغه کلي د کافرانو چې نږدي دې تاسې ته لکه کلي د قوم هود او صالح او شعیب هلاک کړل مونږ دوی لره کله چې دوی په خپلو ځانونو باندې په کفر او ګناهونو سره ظلم وکړ، او مونږ مقرر کړی و د دوی هلاکت لره وخت او نیټه مقرره.
(60) او یاد کړه -ای پیغمبره- هغه وخت کله چې موسی -علیه السلام- خپل خادم یوشع بن نون ته وویل: زه به ځم تر څو چې زه ورسیږم ځای د یوځای کیدلو د دوو دریابونو، او یا به زه ډیره زمانه ځم تر څو چې زه مخامخ شم د هغه نیک بنده سره، نو د هغه نه به علم یاد کړم.
(61) نو دا دواړه لاړل، پس هر کله چې ورسېدل ځای د یوځای کیدلو د دواړو دریابونو ته، دواړو خپل هغه ماهي هیر کړ چې د ځان لپاره يې د توخې په شکل را اخیستلی و، نو الله تعالی هغه ماهي راژوندی کړ، او ویې نیوله د ځان لپاره لار په دریاب کې د سوري په شان، چې اوبه ورسره نه یوځای کیدلې.
(62) پس هر کله چې دواړه د دې ځای نه تیر شول، موسی -علیه السلام- خپل خادم ته وویل: راوړه مونږ ته زمونږ ناشته (صباح ناری)، یقینا مونږ رسېدلي یو د خپل دې سفر نه سخت ستړي والي ته.
(63) وویل هغه ملګري: آیا ته خبر یې چې څه وشول کله چې مونږ تیږې (ګټي) ته پناه ویوړه؟! نو ما هیر کړل چې تا ته د ماهي باره کې خبر درکړم، او ما هېر نه کړل دا چې تا ته یې یاد کړم مګر شیطان راڅخه هېرکړل، نو ماهي ژوندی شو، او په دریاب کې یې ځان لره لاره ونیوله چې دا د تعجب خبره ده.
(64) موسی -علیه السلام- خپل خادم ته وویل: دا هغه څه وو چې مونږ غوښتل، نو دا نښه ده د هغه نیک بنده، نو دا دواړه راوګرځېدل چې د خپلو قدمونو اثار یې لټول؛ د دې لپاره چې د دغې لارې څخه ورک نشي تر دې چې همدغې تیږې (ګټي) ته ورسېدل، او بیا د دغې نه د ماهي د ننوتلو ځای ته.
(65) نو هر کله چې دوی دواړه د ماهي د ورکېدلو ځای ته ورسېدل هلته یې زمونږ د نیکو بندګانو څخه یو بنده بیامونده (او هغه خضر -علیه السلام-) و، مونږ هغه ته د خپل طرفه رحمت ورکړی و، او زمونږ د طرفه مو ورته پوهه ورکړې وه داسې پوهه چې نور خلک پرې نه پوهېدل، او دا هغه څه دي چې په دې قیصه کې دي.
(66) موسی -علیه السلام- ده ته په تواضع او نرمۍ کې وویل: ایا زه ستا ملګری شم په دې شرط چې ته به ښايې ما ته د هغه علم نه چې الله تعالی تا ته درکړی د هدایت نه حق طرف ته؟.
(67) خضر -علیه السلام- وویل: یقینا ته طاقت نه لرې د صبر کولو په هغه څه باندې چې ته یې وینې زما د علم نه؛ ځکه چې دا نه سمېږي د هغه علم سره چې تا سره دی.
(68) او څرنګه به ته صبر وکړې په هغه څه چې ته یې وینې د هغو کارونو نه چې ته پکې سم طرف نه وې؛ ځکه چې په دې کې ته فیصله کوې ستا د معلوماتو په اندازه ؟!.
(69) موسی -علیه السلام- وویل: زر دی چې ته بیامومې ما لره ان شاء الله صبر کوونکی په هغو کارونو چې زه یې ستا څخه وینم، کلک به یم ستا په تابعدارۍ باندې، هیڅ نافرماني به نه کوم ستا د هیڅ یو کار چې ته یې ما ته کوي.
(70) خضر -علیه السلام- موسی -علیه السلام- ته وویل: که ته زما تابعداري کوې، نو بیا به زما نه پوښتنه نه کوې د هغه څه باره کې چې ته ما وینې چې زه یې کوم، تر دې چې زه اول تاته د هغه سم بیان ونه کړم.
(71) نو هر کله چې دې دواړو اتفاق وکړ په دې خبرو نو روان شول د دریاب غاړې ته تر دې چې یوې کښتۍ سره مخامخ شول، نو په هغې کې سپاره شو پغیر د کرایي نه د خضر -علیه السلام- د احترام د وجې نه، نو خضر -علیه السلام- هغه کښتۍ سورۍ کړه په راویستلو د یوې تختې د هغې له تختو څخه، نو موسی -علیه السلام- ورته وویل: آیا تا سورۍ کړه دې کښتۍ لره حال دا چې مونږ د دې کښتۍ والا پغیر د کرايي نه سواره کړو د دې لپاره چې دوی غرق شي؟! یقیتا تا راتلل وکړل یو ډیر لوی کار ته.
(72) خضر -علیه السلام- موسی -علیه السلام- ته وویل: ایا ما نه و ویلي: چې ته طاقت نه لرې ما سره د صبر کولو په هغو کارونو چې ته یې زما نه وینې؟!
(73) موسی -علیه السلام- خضر -علیه السلام- ته وویل: ته ما مه نیسه په سبب د پریښودلو زما ستا لوظ لره د هېریدلو د وجې نه، او په ما باندې تنګستیا او سختي مه کوه ستا په ملګرتیا کې.
(74) نو دا دواړه روان شول وروسته د ښکته کیدلو د دوی د کښتۍ نه چې تلل د دریاب په غاړه، نو دې دواړو یو هلک ولیده چې بلوغ ته هم نه و رسیدلی د نورو هلکانو سره یې لوبې کولې، نو خضر -علیه السلام- هغه مړ کړ، نو موسی -علیه السلام- ورته وویل: ایا تا مړ کړ یو پاک نفس چې بلوغ ته هم نه و رسېدلی پرته له کومې ګناه څخه؟! یقینا تا راتلل وکړل یو ډیر نا اشنا کار ته!
(75) خضر -علیه السلام- موسی -علیه السلام- ته وویل: یقینا ما تا ته ویلي وو: ته چې یې-ای موسی- طاقت نه لرې ما سره د صبر کولو په هغو کارونو چې زه ئې کوم.
(76) موسی عليه السلام وويل: که له دغه ځل وروسته مې د څه په اړه پوښتنه وکړه، نو بېل مې کړه، زه دې په ملګرتيا پرېښودلو کې د عذر وروستي بريد ته ورسېدم، ځکه دوه ځلې مې ستا د امر مخالفت وکړ.
(77) نو دواړه روان شول تر هغه پورې چې ورسېدل د یو کلي والا ته نو د هغوی نه ئې خوراک وغوښتلو، پس هغوی انکار وکړو چې دې دواړو ته خوراک ورکړي، او د میلمستیا حق ورله ادا کړي، نو دوی په دې کلي کې یو دیوال بیامونده چې کوږ شوی و او نږدې و چې راوغورځیږي او خراب شي، نو خضر -علیه السلام- هغه سم کړ تر دې چې نیغ برابر شو، نو موسی -علیه السلام- خضر -علیه السلام- ته وویل: که چیرته تا غوښتلی وی اخیستل د بدلې د دې په جوړولو نو اخیستلې به دې وه؛ زمونږ د اړتیا له امله، وروسته له دې چې هغوی زمونږ د میلمستیا کولو نه انکار وکړو.
(78) خضر -علیه السلام- موسی -علیه السلام- ته وویل: ستا دا اعتراض زما د مزدورۍ په نه اخیستلو د دې دیوال په ودرولو ځای د بیلتون دی زما او ستا ترمنځ، زر دی چې زه به خبر کړم تا په حقیقت د هغه څه چې تا یې طاقت نه لرلو چې په هغه باندې صبر وکړې کله چې تا زه ولیدم چې ما هغه کارونه کول.
(79) هر چې هغه کښتۍ وه چې تا په ما باندې د هغې د سوري کولو انکار وکړو؛ نو هغه د غریبانو خلکو وه چې په دریاب کې ئې پرې مزدوري کوله له هغې پرته یې بله کومه چاره نه وه، نو ما وغوښتل چې دا کښتۍ عیبناکه شي په هغه طریقه چې ما وکړه؛ تر دې چې واکدار (مسلط) نه شي په هغوی باندې هغه ظالم بادشاه چې د دوی مخې ته و او هره روغه کښتۍ به ئې په زور سره د خپلو مالکانو نه اخیستله، او هره عیبناکه کښتۍ به ئې پریښودله.
(80) او هر چې هغه ځوان هلک و کوم چې تا په ما باندې د هغه د وژلو انکار وکړ نو وو د هغه مور او پلار مومنان، او هغه د الله تعالی په علم کې کافر و، نو مونږ وویرېدلو که چیرته دا بالغ شي نو وبه غورځوي دوی دواړه لره په کفر او سر کښۍ کې د هغه(زوی) سره د زیاتې مینې له امله او یا د هغوی د زیات ضرورت د وجې نه دې ته.
(81) نو مونږ وغوښتل چې بدل به ورکړي الله تعالی دوی ته بل بچی چې غوره به وي د دې نه په دین، نېک والي او په پاکوالي کې د ګناهونو نه، او د دې نه به ډیر نږدې وي په مهربانۍ کولو کې په خپل مور او پلار.
(82) او هر چې هغه دیوال و کوم چې ما برابر کړ او تا په ما باندې د هغه د جوړولو انکار وکړ نو هغه د دوو ماشومانو و په هغه ښار کې چې مونږ ورته ورغلي وو حال دا چې د هغوی پلار مړ شوی و، او د دې دیوال لاندې د دې دواړو لپاره خښه شوي خزانه وه او وو پلار د دې دواړو ماشومانو نیک، نو وغوښتل رب ستا -ای موسی- چې ورسیږي دا دواړه خپلې ځوانۍ ته او غټ شي، او راوباسي دا دواړه خپل هغه خښ شوی مال د دې د لاندې نه؛ نو که چیرته دا دیوال اوس راغورځیدلی وی نو خامخا د دې دواړو مال به ښکاره شوی و او ضایع شوی به و، او وه دا کړنه مهرباني ستا د رب له طرفه په دې دواړو، او دا کارونه ما په خپل اجتهاد (خپله خوښه) نه دي کړي؛ دا و حقیقت د هغو کارونو چې طاقت نه لرلو تا په هغو باندې د صبر کولو.
(83) او پوښتنه کوي ستا څخه -ای پیغمبره- مشرکین او یهودیان د ازمیښت په ډول په باره د حال د ذو القرنین کې، ته ورته ووایه: زر دې چې بیان به کړم زه تاسې ته د هغه د احوالو نه یوه برخه د دې لپاره چې تاسې پرې عبرت او پند واخلئ.
(84) یقینا مونږ طاقت ورکړی و هغه لره په ځمکه کې، او ورکړی مو و دې ته د هر یو شي نه چې د هغه ورته ضرورت و یوه لاره چې خپل مقصد ته پرې ورسېږي.
(85) نو له ځان سره یې هغه لارې چارې واخستې چې مونږ ورکړې وې تر څو پرې خپل مقصد ته ورسیږي، نو لویدیځ لور ته روان شوی.
(86) او هغه په ځمکه کې ولاړ، تردې چې د لمرلوېدو لوري ته په ښکاره د ځمکې پای ته ورسېد، لمر داسې ورته ښکاره شو لکه په توده د تورو خټو په چينه کې چې ډوبيږي، د لمرلوېدو سره يې کافر قوم وليد، موږ ورته د اختيار په ډول وويل: اې د دوو ښکرو والا! يا خو دغو خلکو ته په وژلو يا بل څه سزا ورکړه او يا ښېګڼه ورسره وکړه.
(87) نو وویل ذو القرنین: پس هر چا چې شرک کړی وي په الله تعالی باندې او په خپل شرک باندې همیشوالی وکړ وروسته زمونږ د دعوت نه هغه ته د الله تعالی بندګۍ طرف ته نو زر دی چې سزا به ورکړو مونږ دې ته په وژلو سره په دنیا کې، بیا د قیامت په ورځ خپل رب ته وروګرځي نو عذاب به ورله ورکړي عذاب سخت ویروونکی.
(88) او هر هغه څوک چې د دوی څخه ئې په الله تعالی ایمان راوړ او عمل ئې وکړو عمل نیک نو خامخا وي به دې لره جنت؛ دا بدله ده دې لره د خپل رب له طرفه د دې په ایمان او نیک عمل باندې، او زر دی چې وبه وایو مونږ دې ته زمونږ د کار د دین نه د نرمۍ خبرې.
(89) بیا روان شو په بله لاره پرته د خپلې لمړۍ لارې نه په طرف د ختیځ (لمر راختلو).
(90) او هغه ولاړی تردې چې د لمرختو لوري ته د سترګو تر ليدو ورسېدی، لمر يې وليد چې پر داسې يو قوم را خېژي چې هغوی لره مو له لمر څخه د خونديتوب کورونه او د ونو سيوری نه وو ګرځولي.
(91) همداسې و حال د ذو القرنېن او یقینا راګیر کړی و زمونږ علم په تفصیل سره هغه قوت او بادشاهۍ لره چې د دې سره وه.
(92) بیا روان شو په بله لاره پرته د هغو لمړنیو داوړو لارو نه چې وه په منځ د ختیځ او لویدېځ کې.
(93) او روان وو تر دې چې ورسېده یو کنډو ته په منځ د دوو غرونو کې نو وئې مونده د دې دواړو په خوا کې داسې یو قوم چې نږدې نه و چې د بل چا په خبرو پوهه شوی وی.
(94) دوی وویل: ای ذو القرنین! بیشکه یاجوج او ماجوج (چې دا د بنې آدمو څخه دوه لوی امتونه دي) فساد کوونکي دي په ځمکه کې د هغو مرګونو او فسادونو په وجه چې دوی ئې کوي، نو آیا مونږ نه راجمع کوو تا لره څه مال په دې شرط چې ته جوړ کړي زمونږ او د دوی ترمنځ یو دیوال؟.
(95) وویل ذو القرنین: هغه بادشاهي او ملک چې زما رب ما ته راکړی ډیر غوره دی د هغه مال نه چې تاسې ئې ما ته راکوي، نو پس تاسې زما مدد وکړئ په سړو او سامان آلاتو سره زه به جوړ کړم ستاسې او د دوی ترمنځ پوخ دیوال.
(96) راوړئ ما ته د اوسپنې ټوټې، نو هغوی راوړلې نو شروع شو چې کیښودلې ئې دا په منځ د دواړو غرونو کې، تر دې چې دا دواړه غرونه د دې تختو په کیښودلو سره برابر کړل نو کاریګرو ته ئې وویل: په دې ټوټو باندې اور بل کړئ، تر دې چې ښې سرې او ګرمې شوې د اوسپنې ټوټي وئې ویل: راوړئ ما ته پیتل (زیړ) چې په دې باندې واړووم.
(97) نو طاقت نه لرو یاجوج ماجوج چې په دې باندې وخیژي د دې د اوچتوالي د وجې نه، او دا طاقت هم نه لري چې دا سوری کړي د لاندې طرف نه د دې د کلکوالي د وجې.
(98) ذو القرنین وویل: دا د دیوال زما د رب د مهربانۍ څخه دی چې حایل دی د یاجوج او ماجوج او د هغوی د فساد کولو ترمنځ په ځمکه کې، او د فساد څخه ئې منعه کوي، نو کله چې هغه وخت راشي چې الله تعالی د دوی د راوتلو لپاره مقرر کړی مخکې د قیامت د قایمیدلو نه نو دا دیوال به د ځمکې سره برابر کړي، او ده وعده د الله تعالی- په هموارولو د دې دېوال د ځمکې سره او په راویستلو د یاجوج او ماجوج- ثابته چې هیڅ وروسته والی پکې نشته.
(99) او پرې به ږدو ځنې خلک په اخري زمانه کې چې ګډوډیږې به او د یو بل سره به یوځای کیږي، او پوکی به وشي په دویمه شپیلۍ کې نو راجمع به کړو ټول خلک د حساب او بدلې ورکولو لپاره.
(100) او ښکاره به کړو مونږ جهنم کافرانو ته داسې ښکاره کول چې هیڅ ګډوډي به پکې نه وي د دې لپاره چې ښه ښکاره ئې وویني.
(101) مونږ ښکاره کړی دا جهنم هغو کافرانو ته چې دوی په دنیا کې ړانده وو د الله تعالی د یاد نه؛ لدې امله چې د دوی په سترګو باندې وې پردې منعه کوونکي د دې د لېدلو نه، او وو دوی چې طاقت ئې نه لرلو د اورېدلو د آیتونو د الله تعالی په اورېدلو د قبولوالي.
(102) ایا ګومان کړی هغو کسان چې کفر ئې کړی په الله تعالی باندې چې وګرځوي بندګان زما دملاېکو او پېغمبرانو او شیطانانو نه حقدار د بندګۍ پرته له ما څخه ؟! یقینا مونږ تیار کړی جهنم کافرانو لره ځای د اوسېدلو.
(103) ووایه -ای پیغمبره-: ایا زه نه خبروم تاسې -ای خلکو- په هغو خلکو چې د ډیر تاواني عمل والا دي؟
(104) هغه کسان چې وبه ویني د قیامت په ورځ چې بیشکه د دوی هغه کوششونه چې دوی په دې دنیا کې کول برباد شوي، او دوی ګومان کوي چې بیشکه دوی نیکي کوونکي دي په دې خپل کوشش کې، او دوی به په خپلو عملونو فایده حاصله کړي، او واقع حال د دې خلاف دی.
(105) دغه کسان خاص هم دوی هغه خلک دي چې کفر ئې کړی د خپل رب په هغو آیتونو چې دلالت کوونکي دي د هغه په یووالي، او کفر ئې کړی د هغه په ملاقات، نو برباد شوي عملونه د دوی د وجې د کفر د دوی نه په دې باندې، نو دوی لره به د قیامت په ورځ د الله تعالی په نیزد هیڅ قدر هم نه وي.
(106) دا چمتو شوې سزا دوی لره جهنم دی؛ د وجې د کفر د دوی په الله تعالی باندې، او لدې امله چې دوی زما نازل شوي آیتونه او پيغمبران مسخره ګڼلې و.
(107) یقینا هغه کسان چې ایمان ئې راوړی په الله تعالی او نیک عملونه ئې کړي دي شته دی دوی لره په اوچتو جنتونو کې ځای د دوی د میلمستیا لپاره.
(108) اوسیږې به دوی په دې کې همېشه، نه به لټوي دوی د هغه نه بدلېدل، ځکه چې د دې سره هیڅ قسم بدله نشي برابرېدلی.
(109) ووایه -ای پېغمبره-: یقینا زما د رب خبر ډېرې زیاتې دي، نو که چېرته دریاب د هغو د لیکلو لپاره سیاهي شي نو د دریاب اوبه به ختمې شي مخکې له دې چې د هغه پاک ذات کلمات ختم شي، او اګر که مونږ راوړو نور دریابونه هم نو خامخا دا به هم ختم شي.
(110) ووایه -ای پېغمبره-: یقینا زه یو انسان یم ستا په شان، وحی کېدلی شي ما ته چې بېشکه معبود ستاسې په ریښتیا سره معبود یو دی چې هیڅ شرېک ورله نشته، او هغه الله تعالی دی، نو څوک چې ویرېږي د ملاقات د خپل رب نه نو ودې کړي نېک عمل د شریعت موافق، اخلاص کوونکی دې وي په دې کې خپل رب لره، او نه دې شرېکوي د خپل رب په عبادت کې هیڅوک.