89 - Al-Fajr ()

|

(1) الله پاک پر سهار لوړه وکړه.

(2) او الله د ذوالحجې میاشتې پر لسو لومړيو شپو لوړه وکړه.

(3) او الله پر جفت او تاق شيانو لوړه وکړه.

(4) او پر شپه يې لوړه وکړه چې کله راشي، دوام وکړي او ولاړه شي او د دغو ټولو لوړو ځواب دا دی: چې تاسو ته به هرومرو پر خپلو اعمالو بدله درکول کيږي.

(5) ايا په دغو ياد شويو کې داسې قسم شته چې هوښيار ته قناعت ورکړي؟!.

(6) اې رسوله! ودې نه ليدل چې پالونکي دې د هود پر قوم عاديانو څه وکړل کله چې هغوی رسول درواغجن وګڼلو؟!.

(7) د عاد قبيله خپل نېکه ارم ته منسوبه ده چې ډېر اوږد و.

(8) هغه چې الله د هغو غوندې څوک په ښارونو کې نه وو پيداکړي.

(9) او ايا ودې نه ليدل چې پالونکي دې د صالح پر قوم ثموديانو څه وکړل، هغه کسان چې د غرونو لويې ډبرې يې تراشلې، او له ډبرو يې کورونه جوړول.

(10) او ايا ودې نه ليدل چې پالونکي دې پر هغه فرعون څه وکړل چې هغه لره مېخونه وو او خلکو ته به يې عذاب پرې ورکولو.

(11) دغه ټول په ظلم او سرکښۍ کې له بريده واوښتل، هر يو په خپل ښار کې له بريده واوښتی.

(12) او د کفر او ګناهونو په خپرولو سره يې ډېره ورانکاري پکې کړې وه.

(13) نو الله هغوی ته سخت عذاب ور وڅکلو، او له ځمکې يې له بېخه واېستل.

(14) اې رسوله! پرته له شکه پالونکی دې د خلکو کړنې څاري او ګوري، تر څو د ښو بدله جنت ورکړي او د بدو بدله په دوزخ سره ورکړي.

(15) خو د انسان طبيعت داسې دی چې کله يې پالونکی و ازمويي او عزت ورکړي، او د مال، اولاد او مرتبې پېرزوينه پرې وکړي، هغه دا ګومان کوي چې هغه د الله په وړاندې عزتمن دی؛ نو وايي: الله زه ونازولم ځکه چې زه يې د ناز وړ وم.

(16) او کله يې چې وازمويي او روزي ورباندې تنګه کړي، نو بيا هغه دا ګومان کوي چې ګواکې هغه يې د خپل پالونکي په وړاندې سپک دی؛ نو وايي: پالونکي مې سپک کړم.

(17) هيڅکله نه، امر داسې نه دی لکه دغه انسان يې چې فکر کړی چې نعمتونه د الله له خپل بنده څخه د خوښۍ دليل دی او سختۍ د دې خبرې دليل دی چې بنده د الله په وړاندې سپک دی، بلکې اصل خبره داده چې تاسو پر هغه څه چې الله یې روزي درکړې د يتيم درناوی نه کوئ.

(18) او ځينې مو ځينې نور هغه بې وزله ته په خوړو ورکولو نه هڅوي چې د ژوند تېرولو څه نه لري.

(19) او د کمزورو ښځو او يتيمانو حقوق په سختو خوړلو سره داسې خورئ چې د رواوالي خيال يې نه ساتئ.

(20) او مال ډېر زيات خوښوئ، چې د الله په لار کې په لګولو يې د حرص له امله بخيلي کوئ.

(21) په کار نه ده چې دا ستا عمل وي، در په ياد کړئ کله چې ځمکه سخته وخوځول شي او ولړزيږي.

(22) اې رسوله! چې کله ستا پالونکی د خپلو بندګانو ترمنځ د پرېکړې لپاره راشي او پرېښتې هم کتار کتار راشي.

(23) او په دغه ورځ به دوزخ په داسې حال کې راوستل شي چې اويا زره کړۍ به لري، له هرې کړۍ سره به اويا زره پرېښتې وي چې کشکوي به يې، په دغه ورځ به انسان ته هغه څه ور ياد شي چې د الله په حق کې يې کومه کوتاهي کړې ده، خو په هغه ورځ به چېرې نصيحت هغه ته ګټه ورسوي، ځکه هغه ورځ د بدلې ده نه د عمل؟!.

(24) او د سختې پښېمانتيا له امله به وايي: کاشکي مې د خپل اخروي حقيقي ژوند لپاره نېک اعمال لېږلي وای.

(25) په دغه ورځ به هيڅوک هم د الله د عذاب غوندې عذاب نه ورکوي، ځکه د الله عذاب ډېر سخت او تلپاتې دی

(26) او نه به هيڅوک په زولونو کې داسې تړل کوي لکه د هغه لخوا هلته د کافرانو تړل.

(27) د مؤمن نفس ته به د مرګ پر مهال او د قيامت په ورځ ويل کيږي: اې ايمان او نېک عمل ته ډاډه نفسه!.

(28) خپل پالونکي ته دې په داسې حال کې وروګرځه چې د لويې بدلې په تر لاسه کولو سره ته له هغه خوښ وې، او د هغه په وړاندې خوشحاله کړل شوی وې د هغه نېک عمل په وجه چې کړی دې و.

(29) بيا زما د نېکو بندګانو په ډله کې ور ننوځه.

(30) او له هغوی سره يوځای زما هغه جنت ته ننوځه چې هغوی لره مې چمتو کړی دی.