82 - Al-Infitaar ()

|

(1) او کله چې آسمان د پریښتو د راکوزیدو لپاره څيرې کړل شي.

(2) او کله چې ستوري تيت او شيندلي را ولوېږي.

(3) او کله چې دريابونه يو پر بل پرانېستل شي او سره ګډوډ شي.

(4) او هر کله چې د قبرونو خاورې لاندې باندې شي د هغه چا د راپورته کېدو په موخه چې پکې دي.

(5) هغه مهال به هر نفس پر هغه عمل پوه شي چې مخکې يې کړی دی او پر هغه څه چې ترې پاتې دی او نه يې دی کړی.

(6) اې پر خپل پالونکي کافر انسانه! څه شي داسې ګرځولی يې چې د خپل پالونکي له امر سرغړونه کوې کله چې هغه مهلت درکړ او په سزا درکولو کې يې له خپل لوري د مهربانۍ له مخې بيړه ونه کړه.

(7) هغه ذات چې ته يې وروسته ستا له نشتون څخه را منځته کړی يې او بيا يې د برابرو او معتدلو غړو والا ګرځولی يې.

(8) په کومه بڼه يې چې ستا پيداکول غوښتل همغسې يې پيداکړې، او پر تا يې دا پېرزوينه وکړه چې د خره، بېزو، سپي يا بل څه په شکل کې پيدا نه کړې.

(9) اې دوکه شويو خلکو! داسې نه ده لکه تاسې چې فکر کړئ، بلکې تاسې د بدلې ورځ درواغ ګڼئ؛ نو د هغې لپاره عمل نه کوئ.

(10) او پر تاسې داسې پرېښتې ګومارل شوې چې ستاسو اعمال ساتي.

(11) د الله په وړاندې عزتمنې دي، ليکونکې دي چې ستاسې اعمال ليکي.

(12) پر هغو کارونو پوهيږي چې تاسې يې کوئ؛ نو ليکي يې.

(13) او د ډېر خير او پيروۍ کوونکي به د قيامت په ورځ په تلپاتې نعمتونو کې وي.

(14) او د بې لارۍ څښتنان به په داسې اور کې وي چې پرې بليږي به.

(15) د بدلې په ورځ به ور ننوځي چې ګرمي به يې زغمي.

(16) او هيڅکله به له هغې پټېدونکي نه وي، بلکې تل به پکې وي.

(17) او اې رسوله! ته څه پوه يې چې د بدلې ورځ څه ده؟!.

(18) بيا ته څه پوهېږې چې د بدلې ورځ څه ده؟!.

(19) په کومه ورځ چې هيڅوک به هيچاته ګټه نه شي رسولای، او دغه ورځ به امر ټول يوازې الله لره وي، څنګه چې غواړي تصرف به کوي، بل به هيچا لره نه وي.