38 - Saad ()

|

(1) (ص) د دې په څېر بېل بېل حروفو په اړه مخکې د سورت بقرې په پېل کې خبره شوې، قسم دې په قرآن چې خلکو ته په هغه نصیحت کولو شامل دی چې د دوی په دنیا او آخرت کې ورته ګټه رسوي، داسې نده لکه مشرکان چې الله سره د شریکانو د شتون ګومان کوي.

(2) لیکن کافران د الله د یووالي په اړه په لویۍ او جاهلانه غیرت کې دي او د محمد صلی الله علیه وسلم سره په مخالفت او دښمنۍ کې دي.

(3) څومره هغه ولسونه مو له دوی مخکې تباه کړل چې خپل رسولان یې دروغجن ګڼل، نو د عذاب پر مهال یې د ژغورلو لپاره چېغې وهلې، خو هغه وخت دوی لپاره د عذاب څخه د خلاصون وخت نه ؤ چې ژغورنې غوښتلو ورته ګټه رسولی وای.

(4) او په دې حیران شو چې کله ورته له خپلو څخه رسول راغی چې د الله له عذاب څخه یې وېرول که چېرې په خپل کفر پاتې شي، او کله چې کافرانو د هغه څه د ریښتنولۍ دلائل ولېدل چې محمد صلی الله علیه وسلم راوړي نو ویې ویل: دا سړی کوډګر دی په خلکو کوډې کوي، په خپله دې دعوا کې دروغجن دی چې د الله لخوا رسول دی او وحی ورته کېږي.

(5) آیا دې سړي له ګڼو معبودانو څخه یوازې یو معبود جوړ کړی چې له هغه پرته بل حق معبود نشته؟! بېشکه دا کار خو یې د حیرانتیا حد دی.

(6) او سرداران او مشران یې ولاړل په داسې حال کې چې خپلو تابعدارانو ته ویونکي وو: په هغه څه (لاره) ځئ چې مخکې پرې وئ او د محمد په دین کې مه ننوځئ او د خپلو خدایانو پر عبادت ټینګ شئ، بېشکه هغه څه چې محمد ورته تاسو رابلي چې یوازې د یو خدای عبادت دی دا یو غرضي کار دی چې غواړي پر مونږ ځان لوړ کړي او مونږ د هغوی پېروان شو.

(7) دا د الله یووالی کوم ته مو چې محمد رابلي مونږ ندي اورېدلي او نه مو پلرونه پرې موندلي او نه مو د عیسی علیه السلام په ملت کې موندلی، نو نه دي هغه څه چې له ده مو اورېدلي پرته له دروغو تړلو بل څه.

(8) آیا سمه ده چې زمونږ تر منځ (یوازې) پر ده قرآن نازلېږي او دې پرې ځانګړی شي او پر مونږ نه نازلېږي په داسې حال کې چې مونږ سرداران او مشران یو، بلکې دا مشرکان په شک کې دي له هغه وحي چې مونږ یې پر تا نازلوو او دوی لا د الله عذاب تر اوسه نه دی څکلی، نو دوی په مهلت ورکولو دوکه شوي او که چېرې یې وڅکه نو په کفر او الله سره شریک او هغه څه کې چې تاته یې وحي شوې شک کولو باندې به یې دومره جرات (بې ځایه زړورتیا) نه وه کړې.

(9) آیا دې دروغجنونکو مشرکانو سره ستا د هغه برلاسي رب چې هېڅوک پرې نشي برلاسی کېدلای د فضل خزانې دي؟ هغه ورکوي څه چې وغواړي چاته چې وغواړي، او د هغه د فضل د خزانو څخه نبوت (پېغمبري) ده، نو چاته چې خوښه وي ورکوي یې او دا (پېغمبري) د دوی په واک کې نده څو یې ورکړي هغه چاته چې د دوی خوښه وي او له چا چې وغواړي منعه یې کړي.

(10) یا که له دوی سره د آسمانو او د ځمکې او د هغو شیانو چې ترمنځ یې دي پاچایي ده؟ نو بیا خو یې حق دی چې چاته یې ورکړي او له چا یې منعه کړي؟ که چېرې یې دا دعوه وي نو آسمان ته دې د ختلو اسباب واخلي څو د ورکړې او منع کولو پرېکړې وکولای شي او هېڅکله به یې ونکړی شي.

(11) دا د محمد صلی الله علیه وسلم دروغجنونکي یو په شا تمبیدلی لښکر دی د مخکینیو هغو لښکرو په څېر چې خپل رسولان ته یې نسبت د درواغو کړي وو.

(12) دا دروغجنونکي لومړي دروغجنونکي نه دي، بېشکه له دوی وړاندې د نوح علیه السلام قوم دروغجن کړي وو، عادیانو دروغجن کړي وو، او هغه فرعون هم دروغجن کړي وو چې د خلکو د تعذیبولو لپاره ورسره میخونه وو.

(13) او ثمودیانو دروغجنول وکړل، د لوط قوم دروغجنول وکړل او د شعیب قوم دروغجنول وکړل، همدا لویې ډلې وې چې د خپلو رسولانو په دروغجنولو سره راټولې شوې وې او په هغه څه یې کفر کړی چې (رسولانو) یې راوړي وو.

(14) له دې ډلو څخه یوه هم نه وه مګر د رسولانو تکذیب یې وکړ، نو د الله عذاب پرې ثابت شو او د هغه سزا پرې نازله شوه اګر که تر یوه وخته پورې روسته شوې وه.

(15) او دا په محمد صلی الله علیه وسلم دروغجنونکي انتظار نه باسي پرته له دې چې په شپېلۍ کې دویم پوکی وشي چې بېرته ګرځېدل ترې نشته، نو عذاب پرې راوغورځي که د تکذیب په همدې حال کې مړه شي.

(16) او د ملنډې وهونکو په توګه وایي: ای زمونږ ربه! زمونږ د عذاب برخه راته د دنیا په ژوند کې د قیامت د ورځې څخه مخکې په بیړه سره راکړه.

(17) ای رسوله! په هغه څه صبر چې دا دروغجنونکي یې وایې کوه، څه چې تا نه خوشحالوي، او زمونږ بنده داود رایاد کړه کوم چې دښمنانو سره په توره وهلو کې د ځواک څښتن ؤ او د الله په طاعت کې د حوصلې، بېشکه هغه الله ته په توبه کولو سره زیات ګرځېدونکی و او په هغه څه عمل کونکی و چې (رب) خوشحالوي.

(18) بېشکه مونږ د داود سره غرونه تابع کړي وو، چې د هغه تسبیح سره به یې تسبیح ویله کله به چې ده د ورځې په پای کې او (د ورځې په) پېل د لمر ختلو مهال کې تسبیح ویله.

(19) او په هوا کې بند شوي مرغان مو (هم) تابع کړل، ټول منونکي وو چې له هغه پسې به یې تسبیح ویله.

(20) او مونږ یې پاچایي کلکه کړې وه چې هیبت او ځواک او په خپلو دښمنانو مو مرسته ورکړې وه او پېغمبري او په خپلو چارو کې مو سمون ورکړی و او په هره موخه کې مو ورته روغوونکی بیان ورکړی ؤ، او په خبرو او حکم کې مو د پرېکړې ځواک ورکړی ؤ.

(21) او ای رسوله! آیا تا ته د جګړه مارو خبر راغلی؟ کله چې د داود علیه السلام په عبادتځای ورپورته شول.

(22) کله چې دواړه ناببره په داود ورننوتل، نو په دې نا اشنا توګه د ناببره ننوتلو څخه وډار شو، کله چې دوی ته د هغه ویره ښکاره شوه دواړو وویل: مه ډارېږه؛ مونږ دوه جګړه ماران یو چې یو پر بل مو ظلم کړی، زمونږ تر منځ په انصاف پرېکړه وکړه او د پرېکړې پر مهال پر مونږ ظلم مه کوه او برابرې لارې ته مو لارښونه وکړه چې سمه لار وي.

(23) یو له دوو جګړه مارو څخه داود ته وویل: بېشکه دا سړی زما ورور دی، نهه نوي مېږي لري، او زما یوه مېږه ده، نو ما څخه یې وغوښتل چې ده ته یې ورکړم، او په دلیل کې پر ما برلاسی شو.

(24) نو داود علیه السلام یې ترمنځ پرېکړه وکړه، او دعوا لرونکي ته یې وویل: ریښتیا چې ستا ورور درباندې ظلم کړی کله چې یې درڅخه ستا مېږه د خپلو مېږو سره د یوځای کولو غوښتنه وکړه او زیاتره شریکان یو پر بل زیاتی کوي د حق په اخیستلو او بې انصافۍ کې، پرته له هغو مؤمنانو څخه چې نیک اعمال کوي نو بېشکه هغوی د خپلو شریکانو سره انصاف کوي او زیاتی پرې نه کوي، لیکن دا خلک لږ دي، او داود علیه السلام باور وکړ چې په دې جګړه کې مونږ ده لره په ازمیښت کې واچوه، نو د خپل رب څخه یې بخښنه وغوښتله او الله ته یې د نږدېوالي لپاره سجده وکړه، او توبه یې ورته ویستله.

(25) نو مونږ یې دعا قبوله کړه او بخښنه مو ورته وکړه، او بېشکه هغه له مونږ سره له نږدیو څخه دی، او په آخرت کې دهغه د پاره ښایسته ځای د ورتګ دی

(26) ای داوده! بېشکه مونږ ته پر ځمکه کې خلیفه وګرځولې چې احکام نافذوې او دیني او دنیوي مسائل فېصله کوې، نو د خلکو ترمنځ په انصاف سره پرېکړه کوه، او د خلکو تر منځ د فیصلې کولو پر مهال هوس پسې مه ځه؛ چې یو جګړه مار ته د خپلولۍ یا دوستۍ له کبله ورکوږ شې او بل څخه د دښمنۍ له کبله کوږ شې، نو هوس به دې د الله له نېغې لارې څخه بې لارې کړي، بېشکه هغه کسان چې د الله له نېغې لارې څخه بې لارې کېږي هغوی لپاره ځواکمن عذاب دی، لدې کبله چې د حساب ورځ یې هېره کړې؛ ځکه که چېرې یې په یاد وی او ترې ډارېدلی نو خپلو هوسونو سره به نه کږېدلی.

(27) او مونږ آسمان او زمکه چټي ندي پېدا کړي، دا خو د هغو کسانو ګومان دی چې کفر یې کړی، نو د هغو کافرانو لپاره چې دا ګومان کوي د قیامت په ورځ د اور د عذاب هلاکت دی کله چې په همدې کفر او په الله د بد ګومانۍ په حال کې مړه شي.

(28) هېڅکله به هغه کسان چې په الله یې ایمان راوړی او د هغه د رسول پېروي یې کړې او نېک اعمال یې کړي په ځمکه کې په کفر او ګناهونو د فساد کوونکو په شان ونه ګرځوو، او نه به د رب څخه وېرېدونکي په منلو د اوامرو او له نواهیو څخه ځان ساتلو سره د هغو منافقانو په شان وګرځوو چې په ګناهونو کې ورننوتي وي، بېشکه د دوی دواړو تر منځ برابروالی ظلم دی چې د الله سبحانه وتعالی سره وړ او لائق نه دی، بلکې الله مؤمنو پرهېزګارانو ته د جنت د ننوتلو بدله ورکوي، او بدبختو کافرانو ته اور ته د ننوتلو سزا ورکوي؛ ځکه چې د الله په نزد سره برابر نه دي، نو بدله یې هم د ده په نزد برابره نه ده.

(29) بېشه دا قرآن داسې کتاب دی چې تاته مو نازل کړې او د ډېر خیر او ګټې والا دی، دې لپاره چې خلک یې په آیاتونو کې سوچ وکړي او په معناګانو کې یې فکر وکړي، او د پیاوړي او روڼ عقل خاوندان ترې درس واخلي.

(30) او داود ته مو سلیمان زوی ورکړ د انعام او غوره والي په توګه څو یې پرې سترګه یخه شي، څومره ښه بنده ؤ سلیمان! بېشکه هغه زیات توبه کوونکی او الله ته په عاجزۍ ورګرځېدونکی ؤ.

(31) یاد کړه کله چې ماځېګر مهال ده ته تېز اصیل آسونه وړاندې کړل شول، په درې پښو ولاړ، څلورمه پورته، نو تل به ورته دا اصیل آسونه وړاندې کېدل تر دې چې لمر وغورځېد.

(32) نو سلیمان وویل: بېشکه ما د مال مینه-چې له هغې څخه دا آسونه دي- د خپل رب په یاد غوره کړه تر دې چې لمر پټ شو او د مازديګر د لمانځه څخه روسته شوم.

(33) دا آسونه ماته راوګرځوئ، نو ور ویې ګرځول، نو پېل یې وکړ په وهلو د پنډیو او د غاړو په تورې سره.

(34) او پرته له شکه سليمان مو وازمويلو او د پاچايۍ پر څوکۍ مو يې شيطان واچولو چې د انسان تمثيل يې کولو، په پاچايۍ کې يې د لنډې مودې لپاره تصرف وکړ، بيا الله سليمان ته پاچايي او پر شيطانانو ولکه ور وګرځوله.

(35) سلیمان وویل: ای ربه! ماته زما د ګناهونو بخښنه وکړه، او ماته یوه ځانګړې داسې پاچایي راکړه، چې له ما وروسته بل چا ته نه وي، بېشکه ته -ای ربه- د ډېرې ورکړې او لوی سخا والا یې.

(36) نو دعا مو ورته قبوله کړه او باد مو ورته تابع کړ چې د ده امر ته یې غاړه ایښودله په نرمۍ سره، لړزه پکې نه وه سره له ځواک او تېز تګ، باروه به یې چېرته یې چې غوښتل.

(37) او تابع کړي وو مونږ ده لره شیطانان چې د ده په حکم به یې کارونه تر سره کول، له هغوی څخه ځینې ودانۍ جوړونکي، ځينې هغه غوټه وهونکي وو چې په سمندر کې به یې غوټې وهلې او له هغې څخه به یې ملغلرې راویستلې.

(38) او له شیطانانو څخه ځېنې سرکښ وو چې ده ته تابع کړل شوي وو، نو په ځنځیرونو کې تړل شوي وو او خوځېدلی نشو.

(39) ای سلیمانه! دا زمونږه هغه ورکړه ده چې تاته مو درکړې ستا د غوښتنې په منلو سره، نو ورکړه چاته چې ته غواړې، او منع کړه له چا چې غواړې، هېڅکله به تا سره د ورکړې او منع کولو حساب ونشي.

(40) او بېشکه سلیمان له مونږ سره د نږدو څخه دی، او هغه لره ښایسته د ورتللو ځای دی چې ورګرځي به او هغه جنت دی.

(41) ای رسوله! زمونږ بنده ایوب یاد کړه کله چې یې خپل رب الله ته نارې کړې: بېشکه ماته شیطان ستړی کوونکی زورونکی کار را رسولی دی.

(42) نو مونږ ورته وویل: په پښه دې ځمکه ووهه، نو ځمکه یې په پښه خپله ووهله، نو ترې اوبه وبهېدلې چې څښل او غسل ترې وکړي، نو کوم رنځ او تکلیف یې چې درلود هغه به ترې لاړ شي.

(43) نو دعا مو ورته قبوله کړه او رنځ مو ترې لرې کړ، او کورنۍ مو ورکړه او نور بچي او لمسي مو هماغسې ور زیات کړل، زمونږ لخوا لورینه وه ورباندې، او د ده د صبر کولو بدله وه، او دې لپاره چې د غوره عقولونو څښتنان پند واخلي چې د صبر پایله راحت او ثواب دی.

(44) کله چې ایوب علیه السلام خپلې میرمنې ته غصه شو، نو قسم یې وخوړ چې خامخا به یې سل درې وهي، مونږ ورته وویل: ای ایوبه! د ډکو یوه ګېډۍ دې په لاس کې واخله نو د خپل قسم څخه د خلاصېدو په موخه يې پرې ووهه، او په هغه قسم چې تا کړې ځان مه ګنهګاروه، نو د ډکو ګېډۍ یې واخیسته او پرې یې ووهله، بېشکه مونږ ده لره په هغه څه چې پرې مو ازمایلی و صبر کوونکی وموند، څومره ښه بنده ؤ هغه، بېشکه الله ته زیات ورګرځېدونکی ؤ.

(45) ای رسوله! زمونږه هغه بندګان یاد کړه چې غوره کړي مو وو، او هغه رسولان چې لېږلي مو وو چې: ابراهیم او اسحاق او یعقوب وو، بېشکه دوی د الله په طاعت او د هغه د خوښۍ په لټولو کې د ځواک خاوندان وو، او د حق په اړه د ریښتیني بصیرت خاوندان وو.

(46) بېشکه مونږ پر هغوی یو ځانګړی احسان کړی ؤ، او هغه دا چې د دوی زړونه مو د آخرت په یادولو، او هغې ته په نېک عمل چمتوالي او خلک هم نېک عمل ته رابللو باندې ودان کړي وو.

(47) او بېشکه دوی له مونږ سره خامخا له هغو څخه وو چې مونږ خپل طاعت او عبادت لپاره غوره کړي وو، او مونږ د خپل پېغام وړلو او خلکو ته رسولو لپاره غوره کړې وو.

(48) اې پېغمبره! اسماعیل د ابراهیم زوی یاد کړه، الیسع یاد کړه، او ذا الکفل یاد کړه، او ښه ستاینه یې وکړه، همدوی یې وړ دي، او دا ټول د الله په نزد د غوره شوو څخه دي.

(49) دا په قرآن کې د دوی د ښایسته ستاینې یاد دی، او بېشکه د الله د اوامرو په ترسره کولو او د هغه د نواهیو څخه ځان ژغورلو باندې پرهېزګارانو لپاره د آخرت په کور کې ښایسته د ورګرځېدلو ځای دی.

(50) دا د ورګرځېدو ښایسته ځای د تلپاتې کېدلو جنت دی چې دوی به د قیامت په ورځ ورننوځي، او د دوی ښه راغلاست لپاره به یې ورونه پرانیستي وي.

(51) دوی لپاره په سینګار شوو تختونو به ډډه وهلي ناست وي، له خپلو خادمانو به غواړي چې هر هغه ډول زیاتو میوو څخه ورته وړاندې کړي چې دوی یې اشتها لري، او له څښاک څخه هغه شراب او نور څه چې دوی یې اشتها لري.

(52) او دوی سره به ښځې وي چې یوازې خپلو میړونو ته نظر اچوونکي وي، بل چا ته به نه اوړي، او دوی به په عمر کې سره برابرې وي.

(53) دا د هغې بدلې پاکه وعده ده -ای پرهېزګارانو- چې تاسو ته دنیا کې د نېکو عملونو په کولو د قیامت په ورځ درکول کېږي.

(54) بېشکه دا کومه بدله چې یاده شوله زمونږ هغه روزي ده چې پرهېزګارانو ته یې د قیامت په ورځ ورکوو، او دا جاري روزي ده، نه پرې کېږي او نه ختمېږي.

(55) دا کوم چې مو یاد کړل د پرهېزګارانو بدله ده، او د الله د حدودو څخه په کفر او ګناهونو تېری کوونکو لپاره د پرهېزګارانو د بدلې څخه متفاوته بدله ده، نو دوی لپاره بد ځای د ورګرځېدو دی چې د قیامت په ورځ به وروګرځي.

(56) دا بدله دوزخ دی چې ترې چاپېره دی، او دوی یې تودوښه او لمبې ویني، دوی لپاره له همدې څخه بسترې دي، نو بدې بسترې د دوی دي.

(57) دا عذاب خو سختې ګرمې اوبه دي، او په دې کې د عذاب شوو دوزخیانو له تنو څخه روانې زوې، نو ودې څښي، دا د دوی هغه څښاک دی چې له تندې خړوبول نه کوي.

(58) او دوی لره بل د دې په شان عذاب هم شته، نو دوی لره ګڼ ډول عذابونه دي چې په آخرت کې ورکول کېږي.

(59) او کله چې دوزخیان ننوځي نو د دوی تر منځ هغه ښکنځلې وشي کومې چې د جګړه مارو ترمنځ وي، او یو له بل څخه بېزاره شي، نو ځینې یې وایي: دا ډله د دوزخیانو تاسو سره دوزخ ته ننوځي، نو ځواب ورکوي: دوی ته دې هرکلی نه وي، دوی به هم د اور هغه شان عذاب څکي چې مونږ یې څکو.

(60) د تابعدارانو ډله به خپلو مشرانو ته وایي: بلکې تاسو -ای تابعداري کړل شوو مشرانو- ته دې هرکلی نه وي، هم تاسو زمونږ د دې دردناک عذاب لامل یاست زمونږ په بې لارې کولو او ستاسو په سرکښۍ کولو، نو بد تمځای خو همدا تمځای دی، د ټولو هغه تمځای چې د دوزخ اور دی.

(61) تابعداران به وایي: ای زمونږه ربه، چا چې مونږ د هدایت له راتللو څخه وروسته بې لارې کړي یو، نو په اور کې یې عذاب څو برابر کړه.

(62) او لویي کوونکي سرکښان به وایي: څه شوي چې ځان سره په اور کې هغه سړي نه وینو په کومو چې مو په دنیا کې د هغو بدبختیو ګمان کولو چې د عذاب وړ دي.

(63) آیا په هغوی زمونږ ملنډې او ټوکې نا سمې وې نو د عذاب وړ نشو، او که زمونږ ملنډې سمې وې، او اور ته ننوتي خو زمونږ سترګې پرې نه دي لګېدلي.

(64) بېشکه دا څه مو چې تاسو ته یاد کړل د قیامت په ورځ د کافرانو خپلمنځي جګړه خامخا حق ده او هېڅ شک پکې نشته.

(65) ووایه -ای محمده- د خپل قوم کافرانو ته: بېشکه زه بیرونکی یم تاسولره په واقع کیدلو دعذاب د الله پر تاسو، ستاسې دکفر دوجه او پیغمبرانو ته ددرواغو نسبت کولو له کبله، او نشته په خارج کې [وجود] نلري بل لایق د عبادت پرته له الله نه، نو هغه په خپله لویې، صفاتو او نومونو کې یوازې دی، او هغه داسې غالب دی چې په هر شي برلاسی دی، او هر شی ده ته عاجزي کوونکی دی.

(66) او هغه دی رب د آسمانونو او رب د ځمکې او رب د هغه څه چې د دې دواړو تر منځ دي، او هغه په خپل هغه سلطنت کې برلاسی دی چې هېڅوک پرې نشي برلاسه کېدلای، او هغه د توبه کوونکو بندګانو زیات توبه قبلوونکی دی.

(67) وایه -ای رسوله- دوی دروغجنوونکو ته! بېشکه قرآن د ستر شان لرونکی خبر دی.

(68) تاسو د دې ستر شان لرونکي خبر څخه مخ اړونکي یاست، دې ته هیڅ توجه نه کوئ

(69) هغه څه جې د ملایکو تر مینځ څرخیدل د ادم ـعلیه السلام ـ دپیدایش په باره کې ما سره یې هیڅ علم نه وو که الله ما ته وحې نه وای کړی او زه یې نه وای پوه کړی.

(70) بېشکه ماته الله وحی کوي هغه څه چې وحې کوي، ځکه چې زه تاسو لره وېروونکی یم د هغه له عذاب څخه ښکاره، د وېرونکو له جملې.

(71) هغه وخت یاد کړه کله چې ستا رب ملائکو ته وویل: بېشکه زه له خټو څخه د یو بشر پېداکوونکی یم چې هغه آدم علیه السلام دی.

(72) نو کله مې چې د هغه پېدایښت برابر کړ، او شکل مې ورجوړ کړ او له خپل روح څخه مې پکې پوکی وکړ، نو تاسو ورته په سجده شئ.

(73) نو ملائکو د خپل رب امر پرځای کړ، ټولو د عزت سجده وکړه، او هېڅوک ترې پاتې نشو پرته له سجدې کولو آدم علیه السلام ته.

(74) پرته له ابلیس څخه چې له سجدې کولو یې لویي وکړه، او د خپل رب په امر کې په لویي کولو سره له کافرانو شو.

(75) الله وویل: ای ابلیسه! څه شي ایسار کړی یې له سجدې کولو څخه هغه آدم ته چې ما په خپلو لاسونو پېدا کړی؟! آیا لویۍ له سجدې کولو ایسار کړی یې، یا له مخکې څخه په خپل رب د لویي کولو له خاوندانو څخه وې؟!.

(76) ابليس وويل: زه له آدمه غوره يم، زه دې له اوره پيداکړی يم او هغه دې له خټې پيداکړی دی، دا د هغه ګومان و چې اور تر خټې غوره عنصر دی.

(77) الله تعالی ابلیس ته وویل: نو له جنت څخه وځه بېشکه ته لرې شوی[دالله د رحمت څخه] ښکنځل شوی یې.

(78) او بېشکه لازم دي شړل ستا د جنت څخه د بدلې تر ورځ پورې چې هغه د قیامت ورڅ ده.

(79) ابلیس وویل: نو ما ته مهلت راکړه، او ترهغې ورځې پورې مې مه مړ کوه په کومه چې ته خپل بندګان را پاڅوې.

(80) الله وویل: نو بېشکه ته له مهلت ورکړل شوو څخه یې.

(81) ستا د تباه کېدلو تر ټاکل شوې معلومې ورځې پورې.

(82) ابلیس وویل: نو ستا په قدرت او غلبې قسم، زه به خامخا ټول بنی آدم بې لارې کړم.

(83) پرته له هغو چې تا زما له بې لارې کولو ژغورلي، او یوازې خپل عبادت ته دې چاڼ کړي.

(84) الله تعالی وویل: حق زما لخوا دی، او زه حق وایم، له هغه پرته بل څه نه وایم.

(85) خامخا به د قیامت په ورځ له تا او په کفر کې ستا تابعداري کوونکو ټولو بني آدمو څخه دوزخ ډکوم.

(86) ووایه -ای رسوله- دې مشرکانو ته: کومه خېرخواهي (نصیحت) چې تاسو ته رسوم نو بدله یې له تاسو نه غواړم، او نه زه له ځانه جوړونکی یم په راوړلو د زیاتوالي په هغه څه کې چې ما ته پرې امر شوی.

(87) قرآن مکلفو انسانانو او پېریانو ته له نصیحت کولو پرته بل څه نه دي.

(88) او خامخا به د دې قرآن په خبر پوهه شئ، چې دا ریښتینی دی، په نږدې وخت کې کله چې مړه کېږئ.