95 - At-Tin ()

|

(1) الله پر انځر او د هغه د را شنه کېدو پر ځای لوړه وکړه، او پر ښوون او د هغه د را شنه کېدو پرځای د فلسطين پر هغه ځمکه لوړه وکړه چې عيسی عليه السلام پکې لېږل شوی دی.

(2) او د سينا پر هغه غره يې لوړه وکړه چې هلته د الله نبي موسی عليه السلام له الله پاک سره مناجات کړي دي.

(3) او پر هغه حرام ښار مکه يې لوړه وکړه چې څوک ور ننوځي؛ نو په امن کې وي، چېرې چې محمد صلی الله د نبي په توګه لېږل شوی دی.

(4) پرته له شکه موږ انسان په تر ټولو ښه او غوره صورت کې پيداکړی دی.

(5) بيا مو هغه په دنيا کې زوړوالي او چټياتو ته راوګرځولو چې له خپل جسد څخه ګټه نه شي پورته کولای، لکه څنګه چې له ده ګټه نه شې اخېستی کله چې خپل فطرت له منځه يوسي او اور ته وګرځي.

(6) مګر هغه کسان چې پر الله يې ايمان راوړی او نېک کارونه يې کړي دي؛ نو هغوی که څه هم زاړه شي، بيا هم هغوی لره تلپاتې نه ختمېدونکې بدله ده او هغه جنت دی، ځکه هغوی خپل فطرت پاک کړی.

(7) نو اې انسانه! څه شی دې د بدلې د ورځې په اړه درواغ ګڼلو ته هڅوي، وروسته تردې چې د هغه د قدرت زياتې نښې دې وليدې؟

(8) ايا الله د قيامت د ورځې د بدلې د ورځې په ګرځولو سره ترټولو حاکمانو لوی حاکم او تر ټولو عادل نه دي؟! ايا دا عقل مني چې الله به خپل بندګان همداسې پرېږدي پرته له دې چې د هغوی ترمنځ دې پرېکړه وکړي، چې نېکي کوونکي ته يې د نېکۍ بدله ورکړي او بدکار ته يې د بدۍ بدله ورکړي؟