26 - Ash-Shu'araa ()

|

(1) د دې په شان حروفو باندې بحث د سورت بقرې په اول کې تیر شوی.

(2) دغه د هغه قرآن آيتونه دي چې د حق له باطل څخه بېلوونکی دی.

(3) ښايي ای رسوله د خپل زيات حرص له امله چې هغوی ولې په سمه لار نه دي، د هغوی پر سمه لار راتلو د غم او حرص له کبله د ځان وژونکی شې.

(4) که له آسمانه کومه نښانه ورباندې ښکته کول وغواړو، ورباندې ښکته به يې کړو، چې غاړې به يې ذليله ورته ټيټې وي، خو د هغوی د ازمايښت له امله مو دا نه دي غوښتي: چې آيا هغوی پر پټو ايمان راوړي؟.

(5) دغو مشرکانو ته چې هر نوی نصيحت د رحمان لخوا- له داسې دلايلو سره - را نازليږي چې د الله پر يووالي او د نبي پر رېښتينولۍ دلالت کوي، هغوی يې له اورېدو او منلو مخ اړوي.

(6) کله چې هغوی هغه څه درواغ وګڼل چې رسول يې ورته راوړي وو؛ نو هغوی ته د به هغو خبرونو حقيقت راشي چې ملنډې يې پرې وهلې او عذاب به پرې رانازل شي.

(7) آيا دغه کسان پر خپل کفر ټينګار کوونکي پاتې شول، زمکې ته يې و نه کتل چې له هر ډول څخه مو څومره بېلابېلې شينګياوې چې ښکلی منظر او زياتې ګټې لري پکې را شنې کړېدي؟!.

(8) بېشکه په ځمکه کې بېلابېلې شينګياوې را شنې کول، د هغه چا پر قدرت څرګند دلالت دی چې مړي به را ژوندي کوي، خو د هغوی ډېری باور کوونکي نه دي.

(9) او بېشکه ستا پالونکی ای رسوله! داسې برلاسی دی چې هيڅوک نه شي پرې برلاسی کېدلی، پر بندګانو يې مهربانه دی.

(10) او (درياد كړه) ای پيغمبره! کله چې آواز وکړ ستا رب موسی ته پداسې حال چې امر کوونکی و هغه ته پدې خبره چې هغه ظالم قوم ته لاړ شي چې په الله ج یې کفر کړی او د موسی قوم یې خپل مریان ګرځولي دي.

(11) او هغوی د فرعون قوم دی، چې هغوی ته په نرمۍ اوښه توګه له الله څخه د وېرې حکم کوه تر څو د هغه امرونه ومني او له نواهيوو څخه يې ډډه وکړي.

(12) موسی عليه السلام وويل: بېشکه زه له دې خبرې ډارېږم چې په هغه څه کې به مې درواغجن وګني چې ستا لخوا يې ور رسوم.

(13) د هغوی د درواغ ګڼلو له امله مې سينه تنګيږي او له خبرو مې ژبه بنديږي؛ نو جبريل عليه اسلام زما ورور هارون ته ولېږه ترڅو هغه زما مرستيال شي.

(14) او د هغوی لخوا پر ما يوه ګناه هم شته د قبطي د وژلو له امله، وېرېږم چې وبه مې وژني.

(15) الله موسی عليه السلام ته وويل: هيڅکله نه، هيڅکله دې نه شي وژلی، ته او ورور دې هارون زموږ له داسې نښانو سره ورشئ چې ستاسو پر رېښتينولۍ دلالت کوونکې دي، پرته له شکه موږ ستاسو سره يو په مرسته او ملاتړ د هغه څه اورېدونکي يو چې تاسو يې وايئ او هغه څه چې تاسو ته ویل کیږي، له دغه څخه له موږ هيڅ هم نه پاتې کيږي.

(16) دواړه فرعون ته ورشئ ورته ووايئ: پرته له شکه موږ تاته د ټولو مخلوقاتو لخوا رالېږل شوي يو.

(17) دا چې بني اسرائيل له موږ سره ولېږې.

(18) فرعون، موسی عليه السلام ته وويل: آيا موږ ته کوچنی له ځان سره و نه روزلې، او د خپل عمر يوشمېر کلونه دې له موږ سره تېر کړل؛ نو بيا څه شي د نبوت دعوې ته و هڅولې؟!.

(19) او لوی کار دې وکړ، کله چې دې د خپل قوم د يو سړي د مرستې په موخه قبطي ووژلو، او ته د هغو نعمتونو څخه نټه کوونکی يې چې زموږ لخوا پر تا دي.

(20) موسی عليه السلام، فرعون ته د اعتراف کوونکي په توګه وويل: دغه سړی ما وواژه په داسې حال کې چې ماته له وحي راتلو مخکې زه له ناپوهانو وم.

(21) د هغه له وژلو وروسته د مدين کلي ته له تاسو څخه وتښتیدلم، کله چې ستاسو لخوا له وژلو وډار شوم؛ نو پالونکي مې پوهه راکړه او له هغو رسولانو يې وګرځولم چې خلکو ته يې لېږي.

(22) ستا لخوا زما روزنه پرته له دې چې مرېيی مې وګرځوې سره له دې چې بني اسرائيل دې مرېيان ګرځولي دي دا په رېښتيا کومه داسې پېرزوينه چې ته يې احسان پر ما اچوې، خو دا کار مې ستا له بلنې څخه نه منع کوي.

(23) فرعون، موسی عليه السلام ته وويل: دا د مخلوقاتو رب بيا څوک دی چې ګومان کوې ته د هغه رسول يې؟.

(24) موسی، فرعون ته د ځواب ويونکي په توګه وويل: د مخلوقاتو پالونکی، د آسمانونو، زمکې او څه چې د هغوی تر منځ دي د هغو پالونکی دی، که چېرې تاسو باور کوونکي ياست چې هغه يې پالونکی دی؛ نو يوازې هغه ولمانځئ.

(25) فرعون خپل شاوخوا د قوم سردارانو ته يې وويل: آيا د موسی ځواب او هغه درواغجن ګومان ته مو غوږ دی؟!.

(26) هغوی ته موسی وويل: الله ستاسو او ستاسو د لومړنيو پلرونو پالونکی دی.

(27) فرعون وويل: پرته له شکه هغه کس چې ګومان کوي چې تاسوته را لېږل شوی، لېونی دی، نه پوهيږي چې څنګه ځواب ووايي او هغه څه وايي چې نه پرې پوهيږي.

(28) موسی وويل:هغه الله چې زه مو ورته رابولم د ختيځ، لوېديځ او د هغو تر منځ چې څه دي د هغو پالونکی دی، که چېرې تاسو عقلونه لرئ او کار ترې اخلئ.

(29) فرعون په دليل وړاندې کولو کې له عاجزه کېدو وروسته، موسی ته وويل: که دې له ما پرته د بل معبود عبادت وکړ، هرومرو به دې له بنديانو وګرځوم.

(30) موسی عليه السلام، فرعون ته وويل: آيا ته ما له بنديانو ګرځوې که څه هم زه تاته داسې څه راوړم چې هغه زما دا رېښتينولي بيانوي چې زه درته د الله له لورې راغلی يم؟

(31) ويې ويل:هغه څه راوړه چې ياد دې کړل چې ستا پر رېښتينولي دلالت کوي، که چېرې ته په هغه څه کې له رېښتينو څخه وې چې دعوی يې کوې.

(32) نو موسی خپله لکړه په ځمکه وغورځوله؛ نو هغه سملاسي د ليدونکو لپاره په ښکاره ښامار بدله شوه.

(33) او خپل لاس يې په ګرېوان کې ننه اېستی چې سپين نه و، خو سپين نوراني يې ترې راوويستی چې د فيس ناروغۍ له سپينوالی هم نه و، ليدونکو همداسې وليدی.

(34) فرعون د خپل قوم چاپېرو سردارانوته وويل: پرته له شکه دغه سړی پر کوډو پوه کوډګر دی.

(35) غواړي په خپلو کوډو تاسو له خپلې ځمکې وباسي؛ نو ستاسو رايه څه ده د هغه څه په اړه چې له هغه سره يې وکړو؟.

(36) هغوی ورته وويل: هغه او ورور يې وروسته وکړه، د هغوی په سزا کې بيړه مه کوه، د مصر ښارونو ته خلک ولېږه چې کوډګر را ټول کړي.

(37) تاته به هر په کوډو پوه کوډګر راولي.

(38) نو فرعون خپل کوډګر په ټاکلي ځای او ټاکلي وخت کې د موسی د مقابلې لپاره راټول کړل.

(39) او خلکو ته وويل شول: آيا تاسو راټولېږئ چې ووينئ چې موسی برلاسی دی او که کوډګر؟.

(40) په دې هيله چې موږ به په دين کې د کوډګرو پيروي وکړو، که چېرې هغوی لره پر موسی برلاسي وه.

(41) نو کله چې کوډګر فرعون ته راغلل تر څو پر موسی برلاسي شي، هغه ته يې وويل: آيا موږ ته به کومه مادي يا معنوي بدله وي که چېرې موږ لره پر موسی برلاسی و.

(42) فرعون هغوی ته وويل: هو تاسو لره به بدله وي، د هغه پرخلاف ستاسو د بريا په حالت کې به تاسو زما له نږدې کسانو څخه وئ چې لوړې رتبې به درکړم.

(43) موسی په داسې حال کې چې د الله پر مرسته باوري او د دې خبرې بيانوونکی و چې څه له هغه سره دي هغه کوډې نه دي، هغوی ته يې وويل: وغورځوئ هغه رسۍ او لکڼې تاسو يې غورځوونکي ياست.

(44) هغوی خپلې رسۍ او لکڼې و غورځولې او د غورځولو پر مهال يې وويل: د فرعون پر لويۍ موږ برلاسي يو، او موسی به مغلوب وي.

(45) موسی چې لکڼه وغورځوله، هغه ماروګرځېدله؛ نو هغې سملاسي هغه څه تېرول پيل کړل چې خلکو ته يې له کوډو څه ښکارول.

(46) کله چې کوډګرو د موسی لکڼه وليدله چې د هغوی غورځول شوي د کوډو توکي يې تېرول، سملاسي په سجده پرېوتل.

(47) هغوی وويل: موږ د ټولو مخلوقاتو پر پالونکي ايمان راوړ.

(48) د موسی او هارون عليهما السلام پر پالونکي.

(49) فرعون، د کوډګرو د ايمان پر بد ګيلو سره وويل: آيا تاسو مخکې له دې چې زه اجازه درته وکړم پر موسی ايمان راوړ؟! پرته له شکه همدغه موسی ستاسو هغه مشر و چې تاسو ته يې کوډې درښودلې وې او تاسو ټول په يوه خوله شوي ياست تر څو د مصر خلک له خپل ښاره وباسئ؛ نو ژر به پوه شئ چې زه څنګه سزا درکوم، هرومرو به د هر يوه د يو لوري پښه د بل لوري لاس چې ښۍ پښه او چپ لاس يا سرچپه ور پرې کړم، او هرومرو به تاسو ټول د خرماوو پر ونو را وځړوم او هيڅوک به له تاسو پرې نه ږدم.

(50) کوډګرو، فرعون ته وويل: په دنيا کې چې د کومو پرې کولو او ځړولو ګوت څنډنه راته کوې، هغه دومره تاواني نه دی، ستا سزا پای ته رسېدونکې ده، موږ خپل پالونکي ته ورتلونکي يو او موږ په خپله تلپاتې پېرزوينه کې داخل کړي.

(51) موږ هيله لرو چې الله زموږ هغه پخوانۍ تېروتنې له منځه يوسي کومې چې مو ترسره کړي دي د دې له امله چې موږ تر ټولو لومړی پر موسی ايمان راوړ او هغه مو رېښينی وبللو.

(52) او موسی ته مو د امر کوونکو په توګه وحي وکړه، چې بني اسرائيل د شپې له لوري دررسره روان کړه، ځکه فرعون او څوک چې له هغه دي ورپسې دي تر څو یې بیرته راوګرځوي.

(53) نو فرعون ځنې عسکر ښارونو ته ولیږل تر څو نورې لښکرې راغونډې کړي او بني اسرائیل یې پر مټ بیرته راوګرځوي، هغه مهال چې فرعون یې له مصر څخه په تللو پوه شو.

(54) فرعون د بني اسرائلو په کم ګڼلو سره وويل: دغه بني اسرائيل يوه کوچنۍ ډله ده.

(55) او هغوی د هغه څه کوونکي دي چې موږ پر هغوی په غوسه کوي.

(56) او پرته له شکه موږ هغوی ته چمتو او بيداره يو.

(57) نو فرعون او د هغه قوم مو د مصر د زياتو باغونو او د اوبو چينو لرونکې ځمکې را ويستل.

(58) د مال لرونکو خزانو اوښکلو ځايونو څخه.

(59) لکه څنګه مو چې فرعون او د هغه قوم له دغو نعمتونو څخه واېستل، له هغوی وروسته مو د شام په ښارونو کې، بني اسرائيلو ته دغه نعمتونه ورکړل.

(60) نو فرعون او د هغه قوم د لمر د ښه راپورته کېدو پر مهال په بني اسرائيلو پسې شول.

(61) کله چې فرعون او د هغه قوم، د موسی او د هغه له قوم سره مخ شول، په داسې حال کې چې هرې ډلې بله ډله ليدله، د موسی ملګرو وويل: بېشکه فرعون او د هغه قوم په موږ پسې را ورسېدل او موږ د هغوی مقابله نه شو کولی.

(62) موسی خپل قوم ته وويل: چاره داسې نه ده لکه تاسو چې تصور کوئ، پرته له شکه زما پالونکی زما تاييد او مرسته کوي، ژر به لارښوونه راته وکړي او د خلاصون لار به راته وښيي.

(63) نو موسی ته مو د امر کوونکو په توګه وحي وکړه چې درياب په خپله لکڼه ووهي؛ نو هغه يې پرې وواهه، درياب و چاودلو او د بني اسرائیلو د قبيلو په شمېر دولس لارې ترې جوړې شوې، د درياب هره چاودل شوې ټوټه په لوی والي او ځای په ځای کېدو کې د لوی غره غوندې وه، په داسې ډول چې اوبه نه ترې بهېدلې.

(64) او فرعون او د هغه قوم مو دومره رانېږدې کړل چې درياب ته د داسې ګومان کوونکو په توګه ننوتل چې دغه د تګ وړ لاره ده.

(65) موسی او ورسره بني اسرائيل مو وژغورل، له هغوی مو هيڅوک هم تباه نه کړل.

(66) بيا مو فرعون او د هغه قوم په درياب کې په ډوبېدو تباه کړل.

(67) پرته له شکه د موسی لپاره د درياب په چاودلو، د هغه په خلاصون، د فرعون او د هغه د قوم په تباهۍ کې يوه داسې نښانه ده چې د موسی پر رېښتينولۍ دلالت کوي، خو ډېری هغه کسان چې له فرعون سره دي پرې باور کوونکي نه دي.

(68) پرته له شکه ای رسوله! ستا پالونکی داسې برلاسی دی چې له دښمنانو يې غچ اخلي، پر هغه چا مهربانه دی چې توبه ورته وباسي.

(69) ای رسوله! پر هغوی د ابراهيم کيسه ولوله.

(70) کله يې چې خپل پلار آزر او قوم ته وويل: له الله پرته دا د څه شي عبادت کوئ؟.

(71) قوم يې ورته وويل: بوتان لمانځو تل به يې همداسې په لمانځلو لګيا اوسو.

(72) ابراهيم هغوی ته وويل: آيا بتان ستاسو خبره اوري کله يې چې رابولئ؟.

(73) او يا ګټه در رسوي که يې پيروي وکړئ، او يا هم زيان در رسوي که سرغړونه ترې وکړئ؟.

(74) هغوی وويل: نه اوري کله يې چې رابولو، نه ګټه را رسولی شي که يې پيروي وکړو، او نه زيان را رسولی شي که سرغړونه ترې وکړو، بلکې لنډه دا چې موږ خپل پلرونه موندلي چې همداسې يې کول؛ نو موږ د هغوی پيروي کوو.

(75) ابراهيم وويل: آيا فکر مو کړی چې هغه بتان مو ليدلي وای چې له الله پرته مو لمانځل؟

(76) او هغه څه چې ستاسو پخوانيو پلرونو يې عبادت کاوه.

(77) پرته له شکه د ټولو مخلوقاتو له پالونکي پرته، نور هغوی ټول زما دښمنان دي، ځکه هغوی پر باطل دي.

(78) همغه ذات چې زه يې پيداکړی يم، د دنيا او آخرت ښېګڼې ته مې لارښوونه کوي.

(79) او يوازې همغه ذات دی چې کله وږی شم خواړه راکوي او چې کله تږی شم څښاک راکوي.

(80) او چې کله ناروغ شم يوازې همغه ذات له ناروغۍ روغتيا راکوي له هغه پرته بل روغتيا راکوونکی ما لره نشته.

(81) او يوازې همغه ذات دی چې مړ کوي مې چې کله مې نېته پوره شي او له مرګ وروسته مې بېرته راژوندی کوي.

(82) او هغه ذات دی چې يوازې له هغه څخه دا هيله لرم چې د جزا په ورځ به مې تېروتنې را وبښي.

(83) ابراهيم له خپل پالونکي څخه د دعاء غوښتو په حالت کې وويل: ای زما پالونکيه! ما ته په دين کې پوهه راکړه، له مخکېنيو نېکانو انبياو سره مې يوځای کړه چې له هغوی سره مې جنت ته داخل کړه.

(84) او له ما وروسته پېړۍ چې راځي په هغو کې ښه يادونه او ښکلې ستاينه راکړې.

(85) او له هغو کسانو مې وګرځوې چې د جنت د هغو کورونو وارثان دي چې په هغو کې ستا مؤمن بندګان خوندونه اخلي او په هغو کې مې و اوسوې.

(86) او پلار ته مې بښنه وکړې، بېشکه هغه د شرک له امله له حقه له لارورکو څخه دی، د ابراهيم دعا د خپل پلار لپاره مخکې تردې وه چې هغه ته دا خبره څرګنده شي چې هغه له دوزخيانو څخه دی، خو کله چې هغه ته دغه ښکاره شوه بيا ترې بېزاره شو او دعا يې ورته و نه کړه.

(87) اوپه هغه ورځ مې په سزا راکولو مه شرموه، په کومه ورځ چې خلک د حساب لپاره راپاڅول کيږي.

(88) په هغه ورځ چې نه انسان ته هغه مال ګټه رسوي چې په دنيآ کې يې غونډ کړی وي او نه هغه زامن چې د هغوی په مرسته به برلاسی کېدلو.

(89) مګر هغه څوک چې الله ته له داسې روغ زړه سره راغلی وي چې نه په هغه کې شرک وي، نه نفاق، نه ځان ښودنه او نه هم لويي؛ نو هغه به له خپل هغه مال څخه ګټه واخلي چې د الله په لار کې يې لګولی وي او له هغو اولادونو څخه به ګټه واخلي چې هغه ته دعا کوي.

(90) د هغه ځان ساتونکو لپاره به جنت را نېږدې کړل شي چې د خپل پالونکي امرونه يې منل او له نواهيوو يې ځانونه ساتل.

(91) او د محشر په ورځ هغو لارورکو ته چې له حق دينه لار ورکي وو دوزخ ورڅرګند کړل شي.

(92) او هغوی ته به د ملامتيا په ډول وويل شي: هغه بوتان چېرې دي چې تاسو يې عبادت کاوه؟

(93) آيا له الله پرته مو د هغو عبادت کاوه؟ آيا د الله له سزا څخه په مخنيوي سره مو مرسته کولای شي او يا هغوی د خپلو ځانونو مرسته کولای شي؟

(94) نو ځينې به پر ځينو سربېره په دوزخ کې ور وغورځول شي، هم هغوی او هم هغه کسان چې لار ورکي کړي يې دي.

(95) او له شيطانانو څخه د ابليس ټول مرستندويان هم، هيڅوک به ځنې استثناء نه کړل شي.

(96) مشرکان چې له الله پرته د نورو عبادت يې کاوه او له هغه پرته يې نور شريکان نيول وبه وايي: په داسې حال کې چې له هغو کسانو سره به شخړه کوي چې له الله پرته يې د هغوی عبادت کاوه.

(97) په الله قسم موږ له حق څخه په څرګنده بې لارۍ کې وو.

(98) کله مو چې د ټولو مخلوقاتو د پالونکي غوندې وګرځوو، نو داسې عبادت به مو کوو لکه د هغه چې کوو.

(99) او موږ له حق لارې بل چا نه يو بې لاري کړي، مګر هغو مجرمانو چې له الله پرته يې موږ عبادت ته وربللو.

(100) نو اوس موږ لره سپارښت کوونکي نشته چې د الله پر وړاندې زموږ سپارښتنه وکړي، تر څو مو د هغه له سزا څخه وژغوري.

(101) او کوم خالص ملګری شته چې زموږ دفاع او سپارښتنه وکړي.

(102) که چېرې موږ لره يو ځل د دنيا ژوند ته ورګرځېدل وای؛ نو پر الله به باور کوونکي وو.

(103) پرته له شکه د ابراهيم عليه السلام په دغه ياده شوې کيسه او د درواغ ګڼونکو په داسې کېدو کې يو پند دی د پند اخېستونکو لپاره، خو د هغوی ډېری باور کوونکي نه دي.

(104) پرته له شکه ای رسوله! ستا پالونکي داسې برلاسی دی چې له دوښمنانو يې غچ اخلي، پر هغه چا مهربانه دی چې توبه ورته وباسي.

(105) د نوح قوم رسولان درواغجن وګڼل، کله چې هغوی نوح عليه السلام درواغجن وګاڼه.

(106) کله چې هغوی ته يې نسبي ورور نوح وويل: آيا له الله څخه نه وېرېږئ تر څو د هغه له وېرې د نورو لمانځل پرېږدئ.

(107) زه ستاسې لپاره یو استازی یم، الله تعالی تاسې ته رالیږلی یم، امانتګر یم هغه څه چې الله تعالی یې راته وحې کړې ده؛ نه پرې څه زیاتوم او نه یې تر کموم.

(108) له الله و وېرېږئ د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو څخه يې په ډډه کولو سره، زما پيروي وکړئ په هغه څه کې چې امر يې درته کوم او له څه څخه مو چې منع کوم.

(109) زه له تاسو پر هغه څه بدله نه غواړم چې د خپل پالونکي لخوا يې درته رسوم، زما بدله يوازې د مخلوقاتو پر پالونکي ده، نه پر بل چا.

(110) له الله ووېرېږئ د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو څخه يې په ځان ساتلو سره، زما پيروي وکړئ په هغه څه کې چې امر درته کوم او له کوم څه څخه مو چې راګرځوم.

(111) هغه ته يې قوم وويل: ای نوحه! آيا موږ د هغه څه پيروي وکړو او عمل پرې وکو حال دا چې ستا پيروان يوازې پست خلک دي په هغو کې موږ سرداران او درانه خلک نه وينو؟!.

(112) نوح عليه السلام هغوی ته وويل: زما به څه پوهه وي د دغو مؤمنانو پر هغو کارونو چې کول يې؟ زه پر هغوی وکيل نه يم چې کړنې يې څارم.

(113) د هغوی حساب يوازې زما پر پالونکي دی، چې پر پټو او ښکاره و يې پوهيږي، ما لره نه دی، که چېرې تاسو پوهېدلی نو هغه څه به مو نه وای ويلي کوم څه مو چې وويل.

(114) زه له خپل مجلسه ستاسو د غوښتنې پر بنسټ د دغو مؤمنانو شړونکی نه، ترڅو تاسو ايمان راوړئ.

(115) زه يوازې يو څرګند وېروونکی يم چې د الله له عذابه مو وېروم.

(116) هغه ته يې قوم وويل: که چېرې له هغه څه څخه لاس په سر نه شې چې موږ وربولې؛ نو هرومرو به له ښکنځل شويو او په ډبرو له وژل شويو څخه شې.

(117) نوح د خپل پالونکي د رابللو په حالت کې وويل: ای زما پالونکيه! پرته له شکه قوم مې درواغجن وګڼلم، په هغه څه کې يې زما تصديق و نه کړ چې ستا لخوا ورسره راغلی وم.

(118) نو زما او زما د قوم ترمنځه څه فيصله وكړې او ما وژغورې او څوك مؤمنان چې له ماسره دي.

(119) موږ د هغه دعا قبوله کړه، هغه او کوم مؤمنان چې ورسره وو هغوی مو له خلکو او څارويو په يوه ډکه کښتۍ کې وژغورل.

(120) بيا له هغوی پاتې خلک مو ډوب کړل، چې هغه د نوح قوم و.

(121) پرته له شکه د نوح او د هغه د قوم په ياده شوې کيسه کې، د هغه او ورسره مؤمنانو، د هغه له قومه د کافرانو په تباهۍ کې د پند اخېستونکو لپاره پند دی، و ډېری د هغوی ايمان راوړونکي نه دي.

(122) او پرته له شکه ای رسوله! ستا پالونکی برلاسی دی چې له خپلو دښمنانو يې غچ اخلي، پر هغه چا مهربانه دی چې له هغوی توبه ورته وباسي.

(123) عاديانو رسولان درواغجن وګڼل کله يې چې خپل رسول هود عليه السلام درواغجن وګاڼه.

(124) ياد کړه کله چې هغه وخت چې نسبي ورور يې هود ورته وويل: آيا له الله څخه نه وېرېږئ چې د هغه له وېرې د نورو لمانځل پرېږدئ.

(125) پرته له شکه زه تاسو ته رسول يم الله در لېږلی يم، امانت داره يم په هغه څه کې نه څه زياتوم چې الله يې دې رسولو امر راته کړی دی او نه څه ترې کموم.

(126) نو له الله ووېرېږئ د هغه د امرونو په منلو او له نواهيوو يې په ځان ساتلو سره او زما پيروي وکړئ په هغه څه کې چې امر يې درته کوم او په هغه څه کې چې ترې منع کوم مو.

(127) او زه له تاسو پر هغه څه بدله نه غواړم چې د خپل پالونکي لخوا يې درته رسوم، زما بدله يوازې د مخلوقاتو پر پالونکي ده، نه پر بل چا.

(128) آيا تاسو پر هر لوړ ځای داسې ساختمان جوړوئ چې پرته له کومې دنيوي يا اخروي ګټې هسې يوه چټي نښه وي؟!.

(129) او داسې کلاوې او ماڼۍ جوړوئ لکه تل چې په دغه دنيا کې ياست او له هغې څخه نه ځئ؟!.

(130) او کله چې په وژلو او وهلو برلاسي اختياروئ؛ نو پرته له زړه سوي او رحمدلي، ظلم کوونکي برلاسي اختياروئ.

(131) نو له الله ووېرېږئ د هغه د امرونو په منلو او له نواهيوو يې په ځان ساتلوسره، زما پيروي وکړئ په هغه څه کې چې امر يې درته کوم او په هغه څه کې چې ترې منع کوم مو.

(132) او د هغه الله له قهره وډارشئ چې تاسو ته يې داسې نعمتونه درکړي چې تاسو هم پرې پوهېږئ.

(133) تاسو ته يې څاروي درکړي او او لادونه يې درکړي دي.

(134) تاسو ته يې باغونه او روانې چينې درکړې دي.

(135) پرته له شکه ای زما قومه! زه پرتاسو د قيامت د لويې ورځې له سزا وېرېږم.

(136) قوم يې ورته وويل: ستا وېرونه او نه وېرونه زموږ لپاره برابره ده، هيڅکله به ايمان درباندې را نه وړو او له هغه څه هيڅکله ونه ګرځو چې پرې يو.

(137) دا يوازې د پخوانيو دين دی، د هغوی عادات او خويونه دي.

(138) اوموږ سزا ليدونکي نه يو.

(139) هغوی د خپل نبي هود عليه السلام درواغجن ګڼلو ته دوام ورکړ؛ نو هغوی مو د درواغجن ګڼلو له امله په شنډه هوا تباه کړل، پرته له شکه په دغه تباهۍ کې د پند اخېستونکو لپاره پند دی، خو د هغوی ډېری ايمان راوړونکي نه دي.

(140) او پرته له شکه ای رسوله! ستا پالونکی برلاسی دی چې له خپلو دښمنانو يې غچ اخلي، پر هغه چا مهربانه دی چې له بندګانو يې څوک توبه وباسي.

(141) ثموديانو رسولان درواغجن وګڼل، د خپل نبي صالح عليه السلام په درواغجن ګڼلو سره.

(142) کله يې چې نسبي ورور يې صالح ورته وويل: آيا له الله څخه نه ډارېږئ چې د هغه له وېرې د نورو لمانځل پرېږدئ.

(143) پرته له شکه زه تاسو ته رسول يم الله در لېږلی يم، امانت داره يم په هغه څه کې نه څه زياتوم چې الله يې د رسولو امر راته کړی دی او نه څه ترې کموم.

(144) نو له الله د هغه د امرونو په منلو او له نواهيوو په ځان ساتلو سره ووېرېږئ، او په هغه څه کې زما پيروي وکړئ چې امر يې درته کوم او په هغه څه کې چې ترې منع کوم مو.

(145) او زه له تاسو پر هغه څه بدله نه غواړم چې د خپل پالونکي لخوا يې درته رسوم، زما بدله يوازې د مخلوقاتو پر پالونکي ده، نه پر بل چا.

(146) آيا تاسو هيله لرئ چې تاسو به په هغو ښېګڼو او نعمتونو کې همداسې ډاډه پرېښودل شئ چې نه به وېرېږئ؟!.

(147) په باغونو او روانو چينو کې.

(148) په داسې کښتونو او خرماوو کې چې مېوې يې نرمې او پخې دي.

(149) او غرونه پرې کوئ، تر څو کورونه پکې جوړ کړئ چې پکې اوسېږئ او تاسو يې په توږلو کې مهارت لرئ.

(150) نو له الله څخه د هغه د امرونو په منلو او له نواهيوو يې په ډډه کولو ووېرېږئ، زما پیروي وکړئ په هغه څه کې چې امر يې درته کوم او په هغه څه کې چې ترې منع کوم مو.

(151) او د ګناهونو په تر سره کولو سره پر خپلو ځانونو له بريده اوښتونکو خلکو امر ته غاړه مه ږدئ.

(152) هغه کسان چې په ځمکه کې وران کاري کوي د ګناهونو په خپرولو، او د الله په پیروۍ د ځانونو سمون نه کوي.

(153) قوم يې ورته وويل: پرته له شکه ته يو له هغه چا يې چې څو څو ځلې کوډې پرې شوې دي، تر دې چې پر عقلونو يې غالبه شوې او له منځه يې ویوړ.

(154) ته هم يوازې زموږ غوندې انسان يې؛ نو تا لره پر موږ کوم غوراوی نشته تردې چې ته رسول وې؛ نو يوه داسې نښانه راوړه چې پردې خبره دلالت کوي چې ته رسول يې، که چېرې ته په هغه دعوا کې رېښتينی وې چې کوې يې چې ته رسول يې.

(155) هغوی ته صالح -په داسې حال کې چې الله هغه ته نښانه ورکړې وه، چې هغه يوه اوښه وه، الله له لويې ډبرې را اېستلې وه -وويل: دغه اوښه ده چې ليدل کيږي او لمس کيږي، هغې لره د اوبو خپله برخه ده او تاسو لره ټاکلې برخه ده، ستاسو په برخه کې هغه اوبه نه څښي او تاسو په هغه ورځ اوبه نه څښئ چې د هغې برخه ده.

(156) هغې ته کوم د زخمي کولو او وهلو زيان مه رسوئ، چې د هغه له امله به د الله عذاب درته ورسيږي چې په لويه ورځ به مو تباه کړي، ځکه چې په هغې ورځ کې پرتاسو کړاو را ښکته کېدونکی دی.

(157) نو پر وژلو يې په يوه خوله شول؛ چې تر ټولو بد بخته يې هغه ووژله، بيا هغوی پر هغه څه پښېمانه شول، کله چې پر ځانونو د خامخا راښکته کېدونکي عذاب په اړه پوه شول، خو دغه پښېمانۍ د عذاب د ليدو پر مهال هغوی ته کومه ګټه نه رسوله.

(158) نو هغې سزا ونيول چې له هغوی سره يې ژمنه شوې وه، چې هغه ځمکه ښورېدنه او چېغه وه، پرته له شکه د صالح او د هغه د قوم په ياده شوې کيسه کې د پند اخېستونکو لپاره پند دی، خو د هغوی ډېری ايمان راوړونکي نه دي.

(159) او پرته له شکه ای رسوله! ستا پالونکی برلاسی دی چې له خپلو دښمنانو يې غچ اخلي، پر هغه چا مهربانه دی چې له بندګانو يې څوک توبه وباسي.

(160) د لوط قوم رسولان درواغجن وګڼل، ځکه هغوی خپل نبي لوط عليه السلام درواغجن وګڼی.

(161) کله چې هغوی ته يې نسبي ورور لوط وويل: آيا له الله څخه نه وېرېږئ چې د هغه له وېرې شرک پرېږدئ.

(162) پرته له شکه زه تاسوته رسول يم، الله تاسو ته لېږلی يم، امانت دار يم نه په هغه څه کې چې د هغه لخوا يې رسوم نه څه پکې زياتوم او نه څه ترې کموم.

(163) له الله و وېرېږئ د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو څخه يې په ډډه کولو سره، زما پيروي وکړئ په هغه څه کې چې امر يې درته کوم او له څه څخه مو چې منع کوم.

(164) او زه له تاسو پر هغه څه بدله نه غواړم چې د خپل پالونکي لخوا يې درته رسوم، زما بدله يوازې د مخلوقاتو پر پالونکي ده، نه پر بل چا.

(165) ايا تاسو يوازې له خلکو څخه نارينه وو ته د شا لخوا ورځئ؟!.

(166) او هغه څه پرېږدئ چې الله ستاسو د شهوتونو د پوره کولو لپاره پيداکړي دي چې هغه ستاسو د مېرمنو شرمځايونه دي؟! بلکې تاسو د الله له پولو په دغه ناوړه نابلده کار اوښتونکي ياست.

(167) قوم يې ورته وويل: ای لوطه! که چېرې له دغه کاره زموږ له منع کولو او پر موږ د بد ويلو څخه لاس په سر نه شې، هرومرو به ته او څوک چې درسره دي زموږ له کلي څخه د اېستل شويو څخه شې.

(168) هغوی ته لوط وويل: پرته له شکه زه ستاسو د دغه کار چې کوئ يې له بد ګڼونکو او ناوړه ګڼونکو څخه يم.

(169) هغه د خپل پالونکي په رابللو سره وويل: ای زما پالونکيه! ما او کورنۍ مې له هغه عذابه وساتې چې دغو خلکو ته د هغوی د ناروا کار له امله رسيږي.

(170) نو د هغه دعا مو قبوله کړه او هغه او ټوله کورنۍ مو يې وژغورله.

(171) پرته د هغه له مېرمنې، بېشکه هغه کافره وه؛ نو له منځه تلونکو او تباه کېدونکو څخه وه.

(172) بيا وروسته له دې چې لوط او کورنۍ يې له سدوم نومي کلي څخه ووتل، پاتې قوم مو يې له هغه وروسته په سخته تباهۍ تباه کړل.

(173) او پر هغوی مو له آسمانه د باران غوندې ډبرې و اورولې؛ نو د دغو کسانو باران چې لوط وېرول او د الله له عذابه يې ډارول ډېر بد و، ځکه چې هغوی د ناوړه کار په ترسره کولو کې دوام وکړ.

(174) پرته له شکه د لوط پر قوم د هغوی د ناوړه کار له امله یاد نازل شوي عذاب کې د پند اخېستونکو لپاره پند دی خو د هغوی ډېری ايمان راوړونکي نه دي.

(175) او پرته له شکه ای رسوله! ستا پالونکی برلاسی دی چې له خپلو دښمنانو يې غچ اخلي، پر هغه چا مهربانه دی چې له بندګانو يې څوک توبه وباسي.

(176) د ګڼې ونې والا کلي خلکو رسولان درواغجن وګڼل، کله يې چې خپل نبي شعيب عليه السلام درواغجن وګڼلو.

(177) کله چې هغوی ته يې نبي شعيب وويل: آيا له الله څخه د هغه له وېرې د شرک په پرېښودلو نه وېرېږئ؟!.

(178) زه ستاسې لپاره یو استازی یم، الله تعالی تاسې ته رالیږلی یم، امانتګر یم هغه څه چې الله تعالی یې راته وحې کړې ده؛ نه پرې څه زیاتوم او نه یې ترې کموم.

(179) نو له الله ووېرېږئ د هغه د امرونو په منلو او له نواهيوو يې په ډډه کولو سره، او په هغه څه کې زما پيروي وکړئ چې امر يې درته کوم او يا مو ترې منع کوم.

(180) او زه له تاسو پر هغه څه بدله نه غواړم چې د خپل پالونکي لخوا يې درته رسوم، زما بدله يوازې د مخلوقاتو پر پالونکي ده، نه پر بل چا.

(181) خلکو ته پېمانه پوره ورکوئ، کله چې څه پرې پلورئ او له هغه چا مه کېږئ چې خلکو ته د پېر پر مهال په پېمانه کې کمی کوي.

(182) او کله چې نورو خلکو تلل کوئ؛ نو په سمه تله تول کوئ.

(183) او د خلکو حقوق مه کموئ، او د ګناهونو په ترسره کولو په زمکه کې فساد مه زیاتوئ.

(184) او له هغه ذاته په دې وېره ځانونه وساتئ چې عذاب درباندې را نازل نه کړي، کوم ذات چې تاسو يې پيداکړي ياست، او پخواني امتونه يې پيداکړي دي.

(185) د شعيب قوم، شعيب ته وويل: پرته له شکه ته له هغو کسانو څخه يې چې څو څو ځلې کوډې پرې شوې دي، تر دې چې کوډې دې پر عقل غالبې شوې دي او له منځه يې وړی دی.

(186) او ته يوازې زموږ غوندې يو انسان يې او تا لره پر موږ کوم زيادت نشته؛ نو بيا ته څنګه رسول يې؟ او موږ ستا په اړه يوازې دا ګومان کوو چې ته له درواغجنو يې په دغه دعوی کې چې ته رسول يې.

(187) او که ته په هغه دعوی کې رېښتينی وې چې کوې يې؛ نو له آسمانه يوه ټوټه پر موږ راوغورځوه.

(188) شعيب هغوی ته وويل: زما پالونکی پر هغه شرک او ګناهونو ډېر پوه دی چې تاسو يې کوئ، له هغه څخه ستاسو له کړنو څه پټ نه دي.

(189) د هغه درواغجن ګڼلو ته يې دوام ورکړ؛ نو لوی عذاب ورته ورسېدی، داسې چې له سختې ګرمې ورځې وروسته ورېځ پرې راغله، پر هغوی يې اور را و اورولو، چې ويې سوځول، بېشکه د هغوی د تباهۍ ورځ د لويې وېرې ورځ وه.

(190) بېشکه د شعيب د قوم په ياده شوې تباهۍ کې د پند اخېستونکو لپاره يو پند دی، خو د هغوی ډېری ايمان راوړونکي نه وو.

(191) او پرته له شکه ای رسوله! ستا پالونکی برلاسی دی چې له خپلو دښمنانو يې غچ اخلي، پر هغه چا مهربانه دی چې له بندګانو يې څوک توبه وباسي.

(192) او بېشکه دغه قرآن پر محمد صلی الله عليه وسلم د مخلوقاتو د پالونکي لخوا نازل کړل شوی دی.

(193) د جبرئیل امين عليه السلام په واسطه نازل شوی دی.

(194) ای رسوله! ستا پر زړه نازل شوی، تر څو له هغو رسولانو شې چې خلک وېروي او د الله له عذابه يې ډاروي.

(195) په څرګنده عربي ژبه يې نازل کړی دی.

(196) او دغه ياد شوی قرآن د پخوانيو په کتابونو کې هم شته، چې پخوانيو آسماني کتابونو د هغه په اړه زيري ورکړي دي.

(197) آيا د دغو درواغ ګڼونکو لپاره ستا پر رېښتينولۍ دا يوه نښانه نده چې د هغه څه پر حقيقت د عبدالله بن سلام غوندې د بني اسرائيلو علماء هم پوهيږي کوم څه چې پر تا نازل شوي دي.

(198) او که دغه قرآن مو پر ځينو هغو اعجميانو نازل کړی وای چې په عربي خبرې نه شي کولای.

(199) او هغه پر دوی لوستی وای، بيا به هم هغوی ايمان راوړونکي نه وو، ځکه ويل به يې: موږ نه پرې پوهېږو؛ نو په کار ده چې د الله شکر وباسي چې په خپله ژبه يې نازل شوی.

(200) همدارنګه مو درواغ ګڼل او کفر د ګناهکارانو په زړونو کې ور ننه اېستلي دي.

(201) له هغه کفره نه اوړي چې پرې دي او نه ايمان راوړي ترڅو دردوونکی عذاب ونه ويني.

(202) نو دغه عذاب ناڅاپه ورته راشي، په داسې حال کې چې په راتګ يې نه پوهيږي تردې چې ناببره يې را ګير کړي.

(203) نو له سخت افسوسه به وايي کله چې ناببره عذاب پرې را نازل شي: آيا موږ ته به مهلت را کول کيږي چې الله ته توبه وباسو؟!

(204) آيا دغه کافران زموږ لخوا په عذاب راتلو بيړه کوي وايي: موږ هيڅکله تا لره ايمان نه راوړو ترڅو آسمان پر موږ ټوټې ټوټې را ونه لويږي لکه ته چې ګومان کوې؟!

(205) نو ای رسوله! خبر راکړه که موږ دغو کافرانو ته د دنيا په ژوند کې تر اوږدې زمانې پورې له نعمتونو د مزو اخېستلو مهلت ورکړ، چې له هغه څه مخ اړوونکي دي چې زه ورسره راغلی يم.

(206) بيا له دغې زمانې وروسته چې دغه نعمتونه يې پکې ترلاسه کړي هغه عذاب ورته راشي چې ژمنه يې ورسره کېدله.

(207) هغوی ته به څه ګټه ورسوي هغه نعمتونه چې په دنيا کې ورسره وو؟! پرته له شکه دغه نعمتونه اوس پرې شول او هيڅ هم له هغو نه موندل کيږي.

(208) او موږ هيڅ امت له امتونو نه دی تباه کړی مګر وروسته د هغوی له عذر پای ته رسولو څخه د رسولانو په لېږلو او کتابونو په نازلولو سره.

(209) د هغوی لپاره پند او يادونه ده، موږ هغوی ته د رسولانو په لېږلو او کتابونو په نازلولو د هغوی له عذر ختمولو وروسته په سزا ورکولو ظالمان نه يو.

(210) او دغه قرآن د رسول الله صلی الله عليه وسلم پر زړه شيطانانو نه دی نازل کړی.

(211) او د هغوی لپاره صحيح نه ده چې د هغه پر زړه يې نازل کړي او نه د دغه توان لري.

(212) هغوی دا نه شي کولای، ځکه هغوی په آسمان کې له هغه ځايه ګوښه کړل شوي دي؛ نو څنګه به هلته ورسېدلی شي او هغه به نازل کړلای شي؟!

(213) نو له الله سره بل معبود مه رابوله چې له هغه سره يې شريک کړې، که نه د دغه له امله به بيا ته له عذاب ورکړل شويو څخه شې.

(214) ای رسوله! له قومه دې تر ټولو نږدې نږدې خپلوان ووېروه، تر څو د الله عذاب ورته و نه رسيږي که چېرې هغوی پر شرک پاتې شي.

(215) په کړنه او وينا دې خپل اړخ د هغو کسانو لپاره نرم کړه چې ستا پيروي يې کړې او مؤمنان دي، پر هغوی د رحم کولو او نرمۍ کولو له امله.

(216) که چېرې هغوی له تا سرغړونه وکړي، او هغه د الله يووالی او پيروي و نه مني چې ته يې امر ورته کوې؛ نو هغوی ته ووايه: زه له هغه شرک او ګناهونو بېزاره يم چې تاسو يې کوئ.

(217) او په ټولو چارو کې دې پر هغه برلاسي ذات بروسه وکړه چې له دښمنانو يې غچ اخلي، له هغوی پر هغه چا مهربانه دی چې هغه ته په توبه ورګرځي.

(218) هغه پاک ذات چې ويني دې کله چې لمانځه ته پاحېږې.

(219) او هغه پاک ذات چې له يو حاله بل حال ته په لمونځ کوونکو کې ستا بدلېدل را بدلېدل ويني، له هغه هيڅ هم پټ نه دي ته يې يا له تا پرته بل څوک يې ترسره کوي.

(220) بېشکه همغه ذات دی چې د هغه قرآن او ذکر اورېدونکی دی چې ته يې لولې يا يې په لمانځه کې کوې او پر نيت دې ښه پوه دی.

(221) آيا خبر درکړم چې هغه شيطانان پر چا نازليږي چې تاسو ګومان کوئ چې هغوی دغه قران را نازلوي؟

(222) شيطانان له غيب ويونکو څخه پر درواغ جوړوونکي او زيات ګناهکاره نازليږي.

(223) له پورته مجلسه شيطانان خبرې غلا کوي، بيا يې له کاهنانو(غيب ويونکو) خپلو دوستانو ته ور ښيي، او ډېری کاهنان درواغجن دي، که چېرې يوه کلمه رېښتيا وايي سل نورې درواغ ورسره جوړوي.

(224) او هغه شاعران چې تاسو دا ګومان کوئ چې محمد صلی الله عليه وسلم له هغوی څخه دی، د هغوی پيروي خو يوازې له سمې او نېغې لارې اوښتي خلک کوي؛ نو هغه شعرونه روايت کوي چې هغوی يې وايي.

(225) ای رسوله! ته وينې چې د هغوی د لار ورکۍ له نښانو دا هم ده چې په هر ناو کې لالهانده وي، کله د چا ستاينه کوي او کله يې بيا بد بيانوي او کله بيا له دغو دواړو پرته په بل حالت کې وي.

(226) او هغوی درواغ وايي؛ نو وايي: موږ دا وکړل او په حقيقت کې يې کړي نه دي.

(227) مګر له شاعرانو هغه کسان چې ايمان يې راوړی، ښه کارونه يې کړي، الله يې ډېر ياد کړی او د الله له دښمنانو يې غچ اخېستی وروسته له دې چې هغوی ظلم پرې کړی دی لکه حسان بن ثابت رضی الله عنه، او هغه کسان چې له الله سره په شريک نيولو او د هغه پر بندګانو يې په تيري کولو ظلم کړی دی ژر به هغوی پوه شي چې د هغوی لپاره څنګه د ورتګ ځای دی چې ورځي به؛ نو ژر دي چې داسې لوی ځای او دقيق حساب ته به وروګرځول شي.