(1) ستا ملګري ستا څخه پوښتنه کوي -ای پیغمبره- د غنیمتونو باره کې چې څرنګه به یې تقسیموي؟ او په چا به یې تقسیموي؟ ته ورته ووایه -ای پیغمبره- د دوی دسوال جواب ورکړه: غنیمتونه الله تعالی او د هغه پیغمبر لره دي، او د هغه د ویشلو حکم هم د الله تعالی او د هغه د رسول په واک دی، نو په تاسو ندي لازم مګر غاړه کیښودل او تسلیمیدل، نو تاسو د الله تعالی نه وویریږئ -ای مومنانو- په عملي کولو د اوامرو د هغه او په ځان ساتلو سره د هغه له نواهیو څخه، او جوړ کړئ هغه چې ستاسو تر منځ وي د یو بل سره جداوالی او یا یو بل ته شا ګرځول په مینه کولو او تګ راتګ او په خایسته اخلاقو او بخښنې سره، او په ځان باندې لازم کړئ د الله تعالی او د هغه د پیغمبر تابعداري که چیرته تاسو په ریښتیا سره مومنان یاست؛ ځکه چې ایمان د نیکۍ په کولو او د بدیو نه د لرې کیدلو باعث کیږي، او دا پوښتنه د بدر له غزا نه وروسته شوې وه.
(2) بیشکه په ریښتیا سره مومنان هغه دي چې کله الله تعالی یاد کړی شي د دوی زړونه وویریږي؛ او زړونه او بدنونه یې د نیکۍ طرف ته راشي، او کله چې په دوی باندې د الله تعالی آیتونه ولوستل شي په هغې کې سوچ او فکر وکړي نو ایمان یې نور هم زیات شي سره د پخواني ایمان نه، او دوی یوازې په خپل رب باندې اعتماد کوي د مصلحتونو په غوښتلو او د فساد په دفع کولو کې.
(3) دا هغه کسان دي چې همیشوالی کوي په ادا کولو د لمونځونو په پوره توګه په خپلو وختونو کې، او د هغه رزق نه چې مونږ دوی ته ورکړی فرضي زکات او نفلي صدقې هم ورکوي.
(4) دغه کسان چې دا صفتونه لري همدوی په حقه سره مومنان دي؛ ځکه چې دوی په ځان کې د ایمان او د اسلام ظاهري خصلتونه راجمع کړي، او د دوی بدلې د الله تعالی سره لویې مرتبې دي، او بخښنه ده د دوی ګناهونو لره او د عزت والا رزق دی، او دا هغه څه دي چې الله تعالی دوی ته د نعمتونو څخه تیار کړي دي.
(5) لکه څرنګه چې الله تعالی ستاسو نه د غنیمتونو د تقسیم واک واخیستلو وروسته د اختلاف او جګړي ستاسو نه د دې په تقسیم کې، او د دې د ویشلو واک او اختیار یې خپل ځان او د هغه پیغمبر ته ورکړ، همدا رنګه ستا رب امر کړی -ای پیغمبره- په وتلو سره د مدینې څخه د مشرکانو د مخامخ کیدلو لپاره په هغې وحې سره چې په تا یې رالیږلې، سره د بد ګڼلو د يوې ډلې د مومنانو څخه دې وتلو لره.
(6) بحث کوي ستا سره -ای پیغمبره- دا ډله د مومنانو نه د مشرکانو سره په جنګ کولو کې وروسته د دې نه چې دوی ته دا واضحه شوه چې دا جنګ واقع کیدونکی دی، ګویا کې دوی مرګ ته بوتلل کیږي او دوی دې مرګ ته ښکاره ګوري، او دا د دوی د سخت بد ګنلو د وجې نه جنګ لره؛ ځکه چې دوی دې جنګ ته تیاری ندی نیولی، او نه یې ورته سامان د جنګ برابر کړی.
(7) او یادکړئ -ای جګړه کوونکو مومنانو- کله چې الله تعالی ستاسو سره وعده وکړه چې یقینا تاسو لره به کامیابي وي په یوې له دوو ډلو د مشرکانو نه، او هغه به یا قافله وي او هغه مال به وي چې د دې قافلې سره دی نو تاسو به یې د غنیمت په ډول واخلئ، یا به تاسو هغوی ته وروځئ نو جنګ به ورسره کوئ او په هغوی به کامیابیږئ، او تاسو دا خوښه ګڼئ چې تاسو پدې قافلې باندې کامیاب شئ ځکه چې په دې باندې تاسو په آسانئ غلبه کولئ شئ پغیر د جنګ نه، او الله تعالی غواړي چې ښکاره کړي حق لره په امر کولو سره تاسو ته په جنګ سره، نو عاقبت دا دی چې تاسو به د مشرکانو مشران ووژنئ، او د هغوی نه به ډیر بندیان کړئ د دې لپاره چې د اسلام طاقت او قوت ښکاره شي.
(8) د دې لپاره چې الله تعالی غالب کړي حق لره په غالبه کولو د اسلام او د مسلمانانو، او هغه داسې چې ښکاره کړي شواهد د هغه په ریښتنولۍ، او روښانه کړي بطلان د باطل په هغو دلیلونو چې د دې لپاره یې ښکاره کوي، او اګر که مشرکان دې لره بد ګڼي، نو پس الله تعالی دې لره ښکاره کوونکی دی.
(9) او یاده کړئ د بدر د غزا ورځ کله چې تاسو له الله تعالی څخه مرسته وغوښته په کامیابۍ سره ستاسو په دښمن باندې، نو الله تعالی ستاسو دعا قبوله کړه داسې چې ستاسو مدد به کوي -ای مومنانو- او مرسته به کوي ستاسو سره په زر پرښتو باندې، پرلپسي به یو بل پسې راتلونکې وي.
(10) او الله تعالی نه وه ګرځولې دا مرسته کول ستاسو سره په ملایکو باندې مګر زیری ستاسو لپاره -ای مومنانو- چې یقینا دا به ستاسو مدد کوونکي وي په مقابل د دښمن ستاسو کې، او د دې لپاره چې په ارام شي زړونه ستاسو داسې چې یقین کوونکي وي په کامیابۍ باندې، او نشته کامیابي په ډیروالي د عدد سره، او په پوره والي د سامان الاتو سره، بلکې کامیابي د الله تعالی له طرفه ده، بیشکه الله تعالی زورور دی په خپله بادشاهۍ کې، هیڅوک پرې نشي غالب کیدلی، د حکمت والا دی په خپله شرعه او تقدیر کې.
(11) او یاد کړئ -ای مومنانو-! کله چې الله تعالی په تاسو باندې پرکالي اچوله لپاره د امن د هغې ویرې د وجې نه چې تاسو ته رسیدلی وه ستاسو د دښمن نه، او رالیږه یې په تاسو باران دبره نه؛ د دې لپاره چې تاسو پاک کړي د بې اودسۍ نه (پلیتۍ نه)، او د دې لپاره چې لرې کړي ستاسو نه وسوسې د شیطان، او د دې لپاره چې مضبوط کړي په دې سره زړونه ستاسو؛ عاقبت دادی چې ستاسو بدنونه به دښمن سره د مخامخ کیدو په وخت کې کلک شي، او د دې لپاره چې کلک شي په دې باران سره قدمونه په سختوالي د شګلوړې ځمکې سره تردې چې قدمونه (پښې) پکې خویه نشي.
(12) کله چې ستا رب وحې وکړه -ای پیغمبره- هغو ملایکو ته چې الله تعالی په هغوی سره په بدر کې د مومنانو مرسته کړې وه: بیشکه زه ستاسو سره یم -ای ملایکو- په مرسته او ملاتړ سره، نو تاسو د مومنانو ارادې کلکې کړئ په جنګ کولو د دښمن د هغوی سره، خامخا زر دی زه به د کافرانو په زړونو کې سخته ویره واچوم؛ نو تاسو ووهئ -ای مومنانو- څټونه د کافرانو د دې لپاره چې مړه شي، او د هغوی اندامونه او د بدن غړي ووهئ چې ستاسو سره د جنګ کولو نه کیني.
(13) دا سزا چې کافرانو ته رسیږي د وژلو او د اندامونو د وهلو نه د دې وجه دا ده چې دوی د الله تعالی او د هغه د پیغمبر خلاف کړی، نو عمل يې ندی کړی په هغه څه چې دوی ته پرې امر شوی دی، او ندي منع شوي له هغه څه نه چې دوی ترې منعه شوي وو، او څوک چې پدې کې د الله تعالی او د هغه د پیغمبر خلاف کوي نو بیشکه الله تعالی د سختې سزا ورکوونکی دی ده لره په دنیا کې په وژلو او بندي کولو سره، او په اخرت کې په اور سره.
(14) دا ذکر شوی عذاب خو ستاسو لپاره دی -ای خلاف کوونکو د الله تعالی او د هغه د پیغمبر- نو وڅکئ تاسو دې لره چې په تلوار سره درکړی شوی تاسو ته په دنیا کې، او په آخرت کې ستاسو لپاره د اور عذاب دی که چیرته تاسو ستاسو په کفر او ضد کې مړه شوئ.
(15) ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی په الله تعالی او د هغه د پیغمبر تابعداري مو کړې، کله چې تاسو په جنګ کې د کافرانو سره مخامخ شئ او نږدې یاست یو بل ته نو د هغوی نه ماتې مه خورئ، او خپلې شاګانی هغوی ته د تېښتې په حال کې مه اړوئ، بلکې د هغوی په مخ کې کلک شئ، او د هغوی په مخامخ کیدلو باندې صبر وکړئ، بیشکه الله تعالی ستاسو سره دی په خپلې مرستې او ملاتړ سره.
(16) او چاچې وګرځوله دوی ته شا خپله د تېښتې په حال کې چې د دوی جنګ ته راګرځیدونکی نه و داسې چې دوی ته دا خپل تښتېدل وښايي خو په اصل کې دا یو چل وي، او دا په دوی باندې حمله کول غواړي، او نه وي یوځای کیدونکی په هغه ځای کې د موجوده مسلمانانو ډلې سره چې مرسته ورڅخه وغواړي؛ نو بیشکه دا راوګرځیده په غضب سره د الله تعالی له طرفه، او د دې مستحق شو، او په آخرت کې د ده ځای د جهنم اور دی، او ډیر بد ځای دی د ورتللو د ده، او ډیر بد دی ځای د ورګرځیدلو د ده.
(17) نو نه دي وژلي -ای مومنانو- د بدر د جنګ په ورځ تاسو مشرکینو لره ستاسو په طاقت او قوت سره، بلکې الله تعالی ستاسو سره په دې کې مرسته او مدد کړی دی، او تا مشرکان و نه وېشتل -ای پیغمبره- کله چې دې ویشتل هغوی، بلکې الله تعالی هغه ذات دی چې هغوی يې وویشتل کله چې ستا ګذار یې هغوی ته ورساوه، نو عاقبت دا دی چې امتحان به وکړي الله تعالی په مومنانو د هغو نعمتونو په وجه چې په دوی یې کړي لکه کامیابول د هغوی په خپل دښمن باندې سره لدې نه چې دوی پکې و د کموالي د عدد او د تیاریو نه د دې لپاره چې د الله تعالی شکر ادا کړي، بیشکه الله تعالی اوریدونکی دی ستاسو دعاوو او ویناګانو لره، پوهه دی ستاسو په عملونو، او په هغه څه چې ستاسو په هغه کې خیر وي.
(18) دا چې بیان شو د وژلو د مشرکینو نه، او ویشتل د هغوی تر دې چې ناکام شول او په شا وتختیدل، او ښېګڼه کول د مومنانو سره په کامیابولو د دوی په خپل دښمن باندې؛ دا ټول د الله تعالی له طرفه وو، او بیشکه الله تعالی کمزوری کوونکی دی چل ول د کافرانو لره؛ هغوی چې اسلام ته چلونه جوړوي.
(19) که تاسو غواړئ -ای مشرکینو- دا چې الله تعالی خپل عذاب او سزا په ظالمانو او تیري کوونکو باندې راولي نو بیشکه په تاسو يې راوستلی هغه عذاب چې تاسو غوښتلی، نو په تاسو یې داسې قسم عذاب رالیږلی چې سزا وه ستاسو لپاره او عبرت و لپاره د پرهیزګارانو، او که چیرته تاسو بند شئ د دې د غوښتلو نه نو دا به ستاسو لپاره ډیره غوره وي، نو شاید چې هغه تاسو ته مهلت درکړی وي او په تلوار سره یې ستاسو نه غچ نه وي اخیستلی، او که چیرته تاسو راوګرځئ د دې غوښتلو ته او د مسلمانانو سره جنګ کولو ته نو مونږ به راوګرځو په عذاب راوستلو سره په تاسو باندې او کامیابئ د مومنانو ته، او څه فایده به درنه کړي تاسو ته ستاسو ډله او نه ستاسو ملګري او اګر که دا ډیر تعداد او ډیرو تیاریو والا وي سره د کم عدد د مومنانو نه، او بیشکه الله تعالی د مومنانو سره دی په مرسته او تایید سره، او د چا سره چې الله تعالی وي نو په هغه باندې هیڅوک هم نشي کامیابیدلی.
(20) ای هغو کسانو چې په الله تعالی مو ایمان راوړی او د هغه د پیغمبر پیروي موکړی، تابعداري وکړئ د الله تعالی او د هغه د پیغمبر په عملي کولو د هغه د امر او په ځان ساتلو د هغه له نواهیو څخه، او تاسو د هغه نه مخ مه اړوئ د هغه د امر په مخالفت سره او د هغه په منهیاتو عمل کولو سره، او حال دا چې تاسو د الله تعالی آیتونه اورئ چې په تاسو لوستل کیږي.
(21) او تاسو مه کیږئ -ای مومنانو- د هغو منافقانو او مشرکانو په څېر چې کله په دوی باندې د الله تعالی آیتونه ولوستل شي دوی وايې: مونږ اوریدلي په خپلو غوږونو سره هغه چې پر مونږ لوستل کیږي له قرآن کریم څخه، او دوی نه اوري اوریدل د سوچ او پند اخیستلو؛ چې دوی فایده واخلي په هغه څه چې دوی اوریدلي.
(22) بیشکه بدتر د هغه چا نه چې حرکت کوي په مخ د ځمکه باندې د مخلوقاتو نه د الله تعالی په نزد هغه څوک دي چې کاڼه دي هغوی حق نه اوري په اوریدلو د قبولیت سره، ګونګیان دي حق نه وايې، پس نو دوی هغه څوک دي چې د الله تعالی په حکمونو او منهیاتو نه پوهیږي.
(23) او که چیرته الله تعالی دا ګڼلې وای چې په دې دروغ ګڼونکو مشرکینو کې خیر شته نو خامخا به يې دوی ته اورول کړی وی داسې اورول چې دوی پرې فایده اخیستلې وی، او د دې په وجه دوی په دلیلونو او معجزو پوهه شوي وی، خو لیکن الله تعالی پوهیږي چې په دوی کې خیر نشته، او که چیرته الله پاک دوی ته دا اورولی وی -فرضا- نو خامخا دوی به د حسد له وجې نه د ایمان نه مخ اړولی و، او حال دا چې دوی مخ اړوونکي دي.
(24) ای هغو کسانو چې په الله تعالی مو ایمان راوړی او د هغه د پیغمبر تابعداري مو کړې، ومنئ حکم د الله تعالی او د هغه د پیغمبر په غاړه کېښودلو سره د هغوی امرونو ته او په ځان ساتلو سره د هغه څه نه چې هغوی ترې منعه کړې ده، کله چې راوبلي تاسو هغه څه ته چې په هغه کې ستاسو زندګي وي د حق نه، او یقین وکړئ چې بیشکه الله تعالی قدرت لرونکی دی په هر یو شي باندې، نو هغه په دې هم قادر دی چې پرده واچوي ستاسو او د حق د قبلولو تر منځ کله چې تاسو دا وغواړئ وروسته لدې نه چې تاسو دا رد کړی دی، نو تاسو بیړه وکړئ دې ته، او پوهه شئ چې بیشکه تاسو به یوازې الله تعالی ته ورجمع کیږئ د قیامت په ورځ، نو تاسو لره به سزا درکوي ستاسو په هغو عملونو چې تاسو په دنیا کې کړي دي.
(25) او ځان وساتئ -ای مومنانو- د هغه عذاب نه چې په تاسو کې یوازې ګناهګار ته نه رسیږي، بلکې ګناهګار او غیر ګناهګار ټولو ته رسیږي، او دا هغه وخت چې کله ظلم ډير شي نو څوک يې نه بدلوي (نه بندوي)، او یقین وکړئ چې بیشکه الله تعالی سخت عذاب والا دی هغه چا ته چې نافرماني يې کوي؛ نو د هغه د نافرمانۍ څخه ځان وساتئ.
(26) او یاد کړئ -ای مومنانو- کله چې تاسې په مکه کې د لږ تعداد والا وئ، کمزوري ګڼلئ تاسې د مکې والاو، او په تاسو به يې زرو زیاتی کاوه، تاسو ویریدلئ لدې نه چې ستاسو دښمنان به تاسو په تلوار سره راونیسي، نو الله تعالی تاسو جمع کړئ داسې یوځای ته چې تاسو هغه ته پناه وړله چې هغه مدینه وه، او ستاسو مرسته يې وکړه ستاسو په کامیابولو سره ستاسو په دښمنانو باندې د جنګ په ځایونو کې لکه د بدر مقام، او تاسې لره يې روزي درکړه، د بیلګي په توګه هغه غنیمتونه چې تاسو د بدر په جنګ د خپلو دښمنانو څخه واخیستل، د دې لپاره چې د الله تعالی شکر ادا کړئ د هغه په نعمتونو، نو هغه به يې تاسو لره زیات کړي، او تاسو د هغې ناشکري مه کوئ نو ستاسو څخه به يې واخلي، او عذاب به درله درکړي.
(27) ای هغو کسانو چې په الله تعالی مو ایمان راوړی او د هغه د پیغمبر تابعداري مو کړې، خیانت مه کوئ د الله تعالی او د پیغمبر سره په پریښودلو د عملي کولو د اوامر د هغوی او په ځان نه ساتلو د هغو له منهیاتو څخه، او تاسو خیانت مه کوئ په هغه څه کې چې تاسو پرې امانت دار ټاکل شوي یاست د دین او نورو شیانو نه، او حال دا چې تاسو پوهیږئ چې بیشکه چې تاسو چې کوم کار کوئ دا خیانت دی؛ نو تاسو به د خیانت ګرو څخه شئ.
(28) او پوه شئ -ای مومنانو- چې بېشکه ستاسو مالونه او بچي یقینا دا د الله تعالی له طرفه ازمیښت او امتحان دی تاسو لره، نو کیدای شي دا تاسو لره د آخرت لپاره تیاری کولو څخه بند کړي، او تاسو په خیانت کولو مجبور کړي، او پوه شئ چې بیشکه خاص الله تعالی سره لوی ثوابونه دي، نو تاسو مه پاتې کوئ د خپلو مالونو او بچو په مراعت کولو سره د ځان څخه دا ثواب او د هغوی له وجې خیانت مه کوئ.
(29) ای هغو کسانو چې په الله تعالی مو ایمان راوړی او د هغه د پیغمبر تابعداري مو کړې، پوه شئ چې بیشکه که تاسو د الله تعالی څخه وویریږئ داسې چې د هغه حکمونه ومنئ او د هغه له نواهیو څخه ځان وژغورئ نو دربه کړي تاسو ته هغه څه چې تاسو پرې د حق او باطل ترمنځ فرق کولی شئ، نو په تاسو به دواړه نه ګډوډ کیږي، او لرې به کړي ستاسو نه هغه ګناهونه چې تاسو کړي، او ستاسو واړه ګناهونه به هم دروبخښي، او بیشکه الله تعالی د لوی فضل والا دی، او د هغه د لوی فضل څخه هغه جنتونه دي چې د خپلو پرهیزګارانو بندګانو لپاره يې تیار کړي دي.
(30) او یاد کړه -ای پیغمبره- کله چې جرګې کولې ستا په خلاف مشرکینو د دې لپاره چې تاته چل جوړ کړي ستاسو په بندي کولو او یا په وژلو او ستا په شړلو سره ستا له ښار نه بل ښار ته، او تا ته يې چلونه جوړول او الله تعالی د هغوی چلونه په هغوی باندې راګرځوي، او الله تعالی تدبیر جوړوي، او هغه غوره له تدبیر جوړوونکو څخه دی.
(31) او کله چې ولوستل شي په دوی باندې آیتونه زمونږ دوی د حق سره د ضد له وجې نه او د تکبر له وجې نه وايې: بیشکه اوریدلی و مونږ د دې په شان مخکې لدې نه، که چیرته مونږ غوښتلی وی چې د دې قران په شان ووایو نو مونږ به ویلی وی، ندی دا قران چې مونږ اوریدلی مګر د پخوانیو خلکو دروغ دي؛ نو مونږ هیڅکله په دې باندې ایمان نه راوړو.
(32) او یاد کړه -ای پیغمبره- کله چې مشرکینو وویل: ای الله که چیرته هغه دین چې محمد پرې راتګ کړی حق وي نو ته راووروه په مونږ باندې کاڼي له اسمانه چې مونږ هلاک کړي، او یا مونږ لره سخت عذاب راکړه، دوی دا خبرې د زیات انکار او مخ اړولو له وجې نه کړې وې.
(33) او ندی الله تعالی چې عذاب ورکړي ستا امت ته -برابره خبره ده که چا ستا دعوت منلی او که نه يي دی منلی (مسلمانان دی که کافران)- په داسې یو عذاب سره چې د دوی جرړي وباسي او ته -ای محمده- ژوندی يې د دوی ترمنځ يې، نو ستا شتوالی د دوی تر منځ دوی لره له عذاب څخه ژغورونکي دي، او ندی الله تعالی چې دوی ته عذاب ورکړي او حال دا چې دوی د الله تعالی څخه د خپلو ګناهونو بخښنه غواړي.
(34) او څه شی د دوی له عذاب څخه منع کول کوي حال دا چې دوی کړي هغه څه چې دوی د عذاب مستحق شوي د بندولو د دوی خلکو لره د مسجد حرام نه د طواف کولو او د لمونځ کولو نه پدې کې؟ او ندي مشرکان د الله تعالی دوستان، نو ندي دوستان د الله تعالی مګر نیکان خلک هغوی چې ویریږي د هغه نه په عملي کولو د حکمونو د هغه او په ځان ساتلو سره د نواهیو د هغه څخه، خو لیکن ډیر مشرکان په دې نه پوهیږي کله چې دوی دعوه کوي چې ګویا کې دوی د دې دوستان دي، او حال دا چې دوی د الله تعالی دوستان نه دي.
(35) او نه وو لمونځ د مشرکینو د مسجد حرام په خوا کې مګر شپیلي وهل او چک چکي کول وو، نو وڅکئ -ای مشرکینو- عذاب په وژلو او بندي کیدلو سره د بدر په ورځ ستاسو د کفر له وجې نه په الله تعالی باندې، او ستاسو د دروغ ګڼلو نه د هغه پیغمبر لره.
(36) بیشکه هغه کسان چې په الله تعالی يې کفر کړی؛ خرچ کوي مالونو خپلو لره لپاره د بندولو د خلکو د الله تعالی له دین څخه، نو زر دی چې دوی به خرچ کوي دې مالونو لره او حال دا دی چې نه به پوره کیږي دوی لره هغه څه چې دوی يې غواړي، بیا به عاقبت د دوی د مالونو د خرچ کولو افسوس وي؛ د وجې د تللو د مالونو د دوی او د وجې د نه حاصلیدلو د مقصود د دوی، بیا به دوی ناکام کړی شي په کامیابیدلو د مومنانو په دوی باندې، او بیشکه هغه کسان چې کفر يې کړی په الله تعالی باندې راجمع کیدلی به شي جهنم ته د قیامت په ورځ، نو ورننویستلی به شي جهنم ته؛ همیشه به وي په دې کې همیشه.
(37) بوتللی به شي دا کافران- هغوی چې خرچ کول يې خپل مالونه د الله تعالی له لارې څخه د بندولو لپاره- اور د جهنم ته د دې لپاره چې الله تعالی جلا کړي د کافرانو خبیثه ډله د مومنانو له پاکي ډلې نه، او د دې لپاره چې خبیث خلک او کارونه او مالونه د یو بل دپاسه ډیری کړي، نو بیا به وګرځوي دې لره په اور د جهنم کې، بیشکه خاص هم دغه کسان تاوانیان دي؛ ځکه چې همدوی خپل ځانونه او خپل خاندانونه تاوانیان کړي د قیامت په ورځ.
(38) ووایه -ای پیغمبره- هغو کسانو ته چې کفر یې کړي په الله تعالی او د هغه په پیغمبر ستا د قوم نه: که چیرته بند شي دوی دخپل کفر نه په الله تعالی او د هغه په پیغمبر، او د بندولو د دوی د لارې د الله تعالی نه هغه چا لره چې ایمان يې پرې راوړی؛ وبه بخښي دوی ته الله تعالی هغه ګناهونه چې دوی کړي، نو اسلام چې دی ختموي هغه ګناهونه چې مخکې چا کړي وي، او که چیرته دوی راوګرځي خپل کفر ته نو بیشکه تیره شوې طریقه د الله تعالی په پخوانیو خلکو کې هغه داسې وه چې کله دوی نسبت د دروغو کړی و او په دې یې همیشوالی کړی و په تلوار سره يې ورته سزا ورکړې.
(39) او جنګ وکړئ -ای مومنانو- ستاسو د دښمنانو سره د کافرانو نه تر دې چې پاتي نشي شرک او نه بندول مسلمانانو لره د الله تعالی د دین نه، او شي دین او تابعداري خاص الله تعالی ته چې هیڅ شریک ورله پکې نه وي، نو که چیرته کافران بند شول د هغه شرک او بندولو د الله تعالی د لارې نه نو بیا دوی پریږدئ، نو بیشکه الله تعالی خبردار دی د دوی په عملونو، پټ نشي پاتې کیدلی په دې باندې هیڅ یو پټ شي.
(40) او که چیرته دوی مخ واړاوه له هغه څه نه چې دوی ته پرې امر شوی د ځان ساتلو د کفر نه او د خلکو د منع کولو نه د الله تعالی د لارې نه، نو تاسو یقین وکړئ -ای مومنانو- چې بیشکه الله تعالی ستاسو مدد کوونکی دی په دوی باندې، ډیر ښه دوست دی د هغه چا چې دوستي ورسره وکړي، او ډیر ښه مددګار دی د هغه چا چې مدد ورسره وکړي، نو د چا سره چې دوستي وکړي نو دا کامیاب شو، او د چا سره چې مدد وکړي نو یقینا دا کامیاب شو.
(41) پوه شئ -ای مومنانو-بیشکه هغه څه چې تاسو د الله تعالی په لار کې په جهاد باندې د کافرانو څخه په زوره واخیست، نو دا به پنځه برخې کیږي؛ څلور برخې یې په مجاهدینو ویشل کېږي او پنځمه برخه چې پاتې شوه هغه به بیا پنځه برخې کیږې یوه برخه به یې د الله او د رسول لپاره وي هغه به د مسلمانانو په عمومي فايدو کې مصرفیږي، او یوه برخه به یې د نبي-صلی الله علیه وسلم-د خپلوانو لپاره وي چې هغه د هاشم او د مطلب اولاده ده او بله برخه به د یتیمانو لپاره وي او بله برخه به د فقیرانو او مسکینانو وي او بله برخه به د هغه مسافرو لپاره وي چې لارې پرې پرې شوي، که چېرې پر الله تعالی او پر هغه څه چې پر محمد صلی الله علیه وسلم یې د بدر په ورځ نازل کړي باور لرئ چې په دغه ورځ یې د حق او باطل تر منځ جدایې راوستې وه هغه وخت چې الله تاسو سره د دښمن په مقابل کې مرسته وکړه، دغه الله چې تاسو سره یې مرسته کړې وه پر هر څه قدرت لري.
(42) رایاد کړئ-مومنانو-کله چې وئ تاسو په نزدې غاړه د کندې مدینې طرف ته او مشرکین په هغه لرې غاړه دکندې وو مدینې طرف ته او قافله تاسو څخه ښکته د بحر غاړې ته نزدې وه که تاسو او مشرکینو یو د بل سره وعده کړې وای چې په بدر کې به مخامخ کیږو ضروربه خلاف کړی وای ځینو ستاسو د ځینو سره لیکن الله تعالی یوځای کړئ تاسوپه بدرکې په غیر د وعدې نه ددې لپاره چې پوره کړي فیصله کړای شوی کار چې هغه د مومنانو مدد او د کافرانو شرمول او د خپل دین پیاوړي کول او د شرک ذلیله کول دي او د دې لپاره چې مړ شي هغه چې مري ددوي نه پس دقايمولو د حجت نه په هغه باندې په سبب د غلبې د مومنانو په کافرانو سره د کموالي د کسانو او د وسايلو او ژوندي به پاتې شي څوک چې ژوندي پاتي شو سره د واضحه دلیل نه چې الله تعالی ورته ښکاره کړ پس پاتې به نه شي د هیچا دپاره د الله تعالی په وړاندې څه دلیل[عذر]چې الله تعالی ته یې پیش کړي الله تعالی د هر چا خبرې اوري او د هر چا په کارونو پوه دی، هیڅ شی د دوی د خبرو او د کارونو نه د الله تعالی څخه نه شي پټیدای او الله تعالی به هغوي ته په هغې جزا ورکړي.
(43) یاد کړه-ای پېغمبره- د الله تعالی د نعمتونو څخه په تا او په مومنانو کله چې الله تعالی مشرکین ښودلي وو تاته په خوب کې لږ او بیا دې مومنانو ته د دې خبر ورکړ، هغوي په دې ډیرخوشحاله شول او د هغوی سره یې د جنګ ارادې مضبوطې شوې که الله تعالی مشرکین په خوب کې ډیر درښودلی وای ضرور به ستا د ملګرو ارادې کمزورې شوې وې او د جنګ څخه به بیریدلې وای، لیکن الله تعالی د دې څخه روغ وساتل او د ناکامۍ څخه یې وژغورل پس هغوي یې د رسول-صلی الله علیه وسلم- په سترګو کې لږ وښودل بیشکه الله تعالی پوه دی په هغه څه چې زړونه یې ساتي او په هغه څه چې نفسونه یې پټوي.
(44) رایاد کړئ-ای مومنانو-هغه وخت کله چې تاسو له مشرکانو سره مخامخ شوئ نو لږ یې وښودل تاسو ته، او الله زړور کړئ تاسو په حمله کولو پر مشرکینو په وخت د جنګ کې اولږ یې وښودئ تاسو د هغوی په سترګو کې، پس راوړاندې شول هغوی هم ستاسو جنګ ته او پر شا ګرځېدل یې په فکرکې هم نه راتله د دې لپاره چې پوره کړي الله هغه کار چې فیصله یې کړای شوې وه، لپاره دبدلې اخیستلو د مشرکینو څخه په قتلولو او بندیانولو [د مومنانو په لاس] او د نعمت ور کولو لپاره مومنانوته په مدد او غلبې سره په دشمنانو او یو الله ته ورګرځي ټول کارونه، پس بد عمله ته به د هغه د بدۍ سزا ورکړي او نیک عمله ته به د هغه د نیک عمل اجرورکړي.
(45) ای هغه کسانو چې په الله یې ایمان راوړی او د هغه د رسول تابعداري یې کړې کله چې مخامخ شوئ یوې ډلې د کافرانو سره کلک شئ په وخت د جنګ کې هغوي سره او مه بزدله کیږئ او الله ډیر یادوئ او دعاګانې ور څخه غواړئ هغه د هغوی پر ضد تاسو سره د مرستې ځواک لري په دې هیله چې تاسو ته هغه څه در ورسيږي چې غواړئ یې، او له هغه څه مو وژغوري چې تاسو ترې ډارېږئ.
(46) په خپلو ویناوو او کړنو او ټولو حالاتو کې د الله تعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم پېروي وکړئ، او په خپلو نظریاتو کې اختلاف مه کوئ، ځکه چې اختلاف ستاسو د کمزورتیا او بې زړه توب لامل ګرځي، او ستاسي قوت او ځواک وړي، او دښمن سره د جنګ پر مهال صبر وکړئ بیشکه دالله تعالی مرسته او تایید د صبر کوونکو سره مل دي، او چا سره چې الله مل شو نو له شک پرته هماغه برلاسی او بریالی دی.
(47) اومه کیږئ په شان د هغه مشرکینو چې راوتي وو د مکې نه په تکبر او ځان ښودنه کې خلکوته او بندول یې خلک د الله د دین نه او منعه کول یې د داخلیدونه په هغې کې او الله به هغه څه چې دوی یې کوي راګیروونکی دی پټ نه پاتې کیږي په الله باندې هیڅ شی د دوی د عملونو نه اوضرور به بدله ورکړي په هغې باندې.
(48) رایاد کړئ -ای مومنانو-د الله تعالی د نعمتونو نه په تاسو کله چې ښايسته کړي وو شیطان کافرو ته بد عملونه د هغوی او رازړور کړي یې وو په جنګ د مسلمانانو او ویلي یې وو ورته چې نشته نن ورځ په تاسو باندې څوک زورور او زه هم ستاسو مرستندوی او پناه درکوونکی یم د دښمن څخه، کله چې مخامخ شوې هغه دوه ډلې، د مومنانو له ډلې سره ملايکو مرسته کوله او د مشرکینو ډلې سره هغه شیطان وو چې ضرور یې وشرمول، شیطان شا واړوله په تیښته او ویې ویل بیشکه زه بیزاره یم د ستاسو نه یقینا زه هغه ملايک ګورم، کوم چې د مؤمنانو د مدد لپاره راغلي، بیشکه زه ویریږم په هلاکت خپل، او الله تعالی سخت عذاب ورکولو والا ذات دی او د هغه د عذاب توان هېڅوک نلري.
(49) رایادکړئ کله چې ویلي وو منافقانو او ضعیفه مؤمنانو:دوکه کړي دې مسلمانانولره دین ددوی هغه چې وعده کوي د دوی سره په مدد په خلاف د دښمن د دوی سره د لږوالي د عدد او د کمزورو وسايلو او سره د ډیروالي د دښمن په تعداد کې او سره د مضبوطو مهماتو د هغوی او په دې نه دي پوه دا کافر بیشکه د چا چې بروسه وي په یو الله او کلک باور لري د الله تعالی په هغه وعده د مدد چې د ده سره یې کړېده چې یقینا الله دده مدد کوونکی دی او هیڅکله به ونه شرموي هغه لره هر څومره چې هغه کمزوری وي الله زورور دی هیڅوک ورباندې زورور نشته او حکمت والا ذات دی پخپله فیصله او شریعت کې.
(50) که لیدلای وای تا-ای پیغمبره-هغه کسان چې کفر یې کړی و په الله او د هغه په رسول کله چې اخلي ملائک روحونه د هغوي په داسې حال کې چې راکاږي ورڅخه روحونه او وهي یې په مخونو کله چې ورته مخامخ وي او په شاګانوکله چې شا ورواړوي اوتښتي او ورته وایې:وڅکئ-ای کافرو-سوزوونکی عذاب که دا حالت وګورې خاماخا یو لوی شان والا کار به وګورې.
(51) دا دردوونکی عذاب په وخت د اخیستلو د روحونو ستاسو کې-ای کافرو-او دا سوزوونکی عذاب ستاسو لپاره په قبرونو او اخرت کې سبب د دې هغه څه دي چې کړي لاسونو ستاسو په دنیا کې پس الله تعالی په خلکو ظلم نه کوي بیشکه فیصله کوي په مینځ ددوی کې په عدل سره پس الله فیصله کوونکی دی په انصاف سره.
(52) او دا عذاب یواځې ددې کافرو پورې ځانګړی نه و، بلکه دا د الله تعالی روانه طریقه ده د ټولو کافرو سره په هر وخت او هرځای کې، په تحقیق سره رسیدلای و دغسې عذاب فرعونیانو ته او هغه امتونو ته چې پخوا د هغوی څخه وو کله یې چې د الله تعالی په آیتونو کفر کړی وو رانیولي وو الله په سبب د ګناهونو د هغوی نیول د زورور او باقدرته ذات، الله ورباندې خپل عذاب نازل کړی و، بیشکه الله قوي دی څوک ورباندې زورورکیدای نه شي او څوک ورباندې قوي کیدای نه شي، سخت عذاب ورکولو والا ذات دی هغه چاته چې نافرماني کړیده.
(53) د دې سخت عذاب سبب دا و چې بیشکه الله تعالی په یو قوم د یو نعمت پیرزو وکړي د خپل طرف نه، بیرته یې ورڅخه نه اخلي تر څو چې هغه قوم خپل ښه حالت په بد حالت نه وې بدل کړی، ایمان او د الله تعالی دحکمونو تابعداري او د نعمتونو شکر یې په کفر او د الله تعالی په نافرمانۍاو د هغه د نعمتونو په ناشکرۍ نه وي بدل کړی او بیشکه الله تعالی همیشه اوري خبرې دبنده ګانو او همیشه پوه دی د هغوی په کارونو او هیڅ شی د هغوی د خبرو او د کارونو څخه په الله تعالی پټ نه دی.
(54) شان د دې کافروپه شان د نورو دی چاچې کفر کړی و په الله لکه-فرعونیان-او هغه امتونه چې نسبت د درواغو یې کړی و مخکې د هغوي نه، نسبت ددرواغویې کړی و ایتونو د رب خپل ته پس هلاک کړي وو الله تعالی په سبب د ګناهونو د هغوي او هلاک کړي وو الله تعالی فرعونیان په غرقولو په بحر کې اوټول فرعونیان او پخواني امتونه ظالمان وو په سبب د کفر کولو د هغوی په الله او په سبب د شرک د هغوی د الله تعالی سره نو طلب کړی یې و په دې وجه عذاب د الله پس الله تعالی هم ورباندې واقع کړ.
(55) بیشکه بدترین د هغه موجوداتو نه چې حرکت کوي په ځمکه هغه کسان دي چې کفر یې کړی په الله او د هغه په پیغمبرانو او ایمان نه راوړي اګر که هر قسم نښه [معجزه] ورته راشي د وجې د ادامې ورکولو خپل کفر ته بیشکه ټول وسايل د هدايت د دوی فلج شوي:عقل،اوریدل،او لیدل[دا دهدایت وسایل وو الله ورکړي وو خو په کار یې وانه اچول].
(56) هغه کسان چې غوټه شوي وو د هغوی سره لوظونه اوکلکې وعدې لکه-بنو قریظه-بیا به یې ماتول خپل لوظونه بار بار او د الله تعالی څخه نه بیریدل نو پخپلو وعدو یې پوره والی هم نه کاوه اوضروري یې نه ګڼلې هغه کلکې وعدې چې ورڅخه اخیستل شوې وې.
(57) که چیرته مخامخ شوې د دوی سره-ای پیغمبره-په جنګ کې د هغه کسانو سره چې دا وعدې ماتوي سخته عبرتناکه سزا ورکړه تر دې چې نور یې په حال خبر شي او عبرت ورڅخه واخلي نو هغوی به ستا د جنګ او د ستا په خلاف ستا د دښمنانو غالبه کولوڅخه په تا وبیریږي.
(58) که چیرته وبیریدې-ای پیغمبره-د هغه قوم نه چې وعده یې درسره کړې وه؛ د دوکې اویا د وعدې د ماتولو نه په یوه علامه چې ښکاره شوه تاته نو خبر ورکړه هغوی ته په ماتولو د وعدې تر دې چې برابرشې هغوی ستا سره په خبرتیا کې په ماتولو د وعدې او ته مه مخکې کیږه په خیانت کې په هغوی باندې مخکې د هغوی د خبرولو نه، بیشکه د وعدې په ماتولوکې پټه غبته(سیالي)خیانت دی اوالله مینه نه کوي د خاینانوسره بلکه بغض ورسره کوي نو د خیانت څخه وبیریږه.
(59) ګمان دې نه کوي کافران چې بیشکه دوی خلاص شول د الله تعالی د عذاب نه او یا یې اړولی دی هغې لره، یقینا دوی نه ورڅخه خلاصیدای شي او نه یې د ځانه څخه اړولای شي، بلکه دوی ته رسیدلای او ورپورې نښتی.
(60) پوه شئ-ای مومنانو-څومره چې ستاسوتوان وي په تیارولو د کسانو او د اسلحو لکه نښه ویشتل، تیار کړئ دې کافرانوته هغه اسونه چې تاسو بند کړي د الله په لار کې نو بیروئ تاسو په دې سره د الله دښمنان او ستاسو دښمنان د هغه کافرانو څخه چې انتظار کوي په تاسو د بدو حوادثو او بیروئ په دې سره نورکافران چې هغوی تاسو ته نه دي معلوم او نده معلومه تاسو ته دهغوی هغه دښمني چې پټه کړې یې ده تاسو ته په زړونو کې بلکه یو الله پوه دی په هغوی او پوهه دی په هغه څه چې هغوی یې پټوي په خپلو زړونو کې او هغه څه چې تاسو یې خرچه کوئ د څه مال نه که هغه لږ وي او که ډیر وي، د هغې پر ځای الله تعالی تاسو ته نور پریږدي په دنیاکې او درکوي تاسو ته د هغې پوره ثواب په آخرت کې نه نیمګړی، پس تلوار وکړئ مال خرچه کولو ته دالله تعالی په لارکې.
(61) که دوی مایل شول صلحې ته او تاسره یې جنګ کول پریښودل، نو ته هم مایل شه-ای پیغمبره-صلحې ته او معاهده ورسره وکړه او په الله تعالی ځان وسپاره او د الله تعالی په ساتنه کلک باور ولره هېڅکله الله تا نه شرموي بیشکه دا الله همیشه دبنده ګانو خبرې اوري او همیشه د هغوی په نیتونو او عملونو پوه دی.
(62) که قصدکړی و هغوی په میلان کولو صلحې ته او په پریښولو د جنګ د دوکه کولوستا-ای پیغمبره-په دې صلحه ددې لپاره چې تیاری ونیسي ستا د جنګ بیشکه الله تعالی پوره دی ستا لپاره د هغوی د مکر او د دوکې په مقابل کې او الله هغه ذات دی چې ته یې مضبوط کړی یې پخپل مدد او مضبوط کړی یې ته په مرسته د مومنانو د مهاجرینو او انصارو نه.
(63) اوالله تعالی یوځای کړي وو زړونه د هغه مومنانوچې ستا مدد یې ورباندې کړی وو پس له هغې چې هغه جدا وو که خرچه کړای وای تا هغه مال چې په ځمکه کې دی د دې لپاره چې ته ددوی دا ټوټه ټوټه زړونه رایوځای کړې تابه نه و را یو ځای کړي، لیکن یو الله تعالی رایوځای کړل، بیشکه الله تعالی پخپله پاچاهۍ کې زورور دی هېڅوک پرې زورور کیدای نه شي او حکمت والا ذات دی پخپله فیصله، تدبیر او شریعت کې.
(64) ای نبي بیشکه الله تعالی پوره دی د دښمنانو د شر په مقابل کې او ستا په ملګرتوب کې د مومنانو هم کافي دی، پس پر الله بروسه او اعتماد وکړه.
(65) ای نبي مؤمنان جګړې ته وهڅوه او تیز یې کړه په هغه څه چې مضبوط کړي مورال د دوی او په حرکت راولي د هغوي همتونه؛ که چیرته شي ستاسو نه-ای مومنانو-شل جنګیالي صبر کوونکي په خلاف د کافرانو غالبه به شي په دوه سوه کافرو اوکه شي ستاسو نه سل جنګیالي غالب به شي په زرو کافرو دا په دې وجه چې یقیناکافران داسې قوم دی چې نه پوهیږي په دې چې د الله طریقه دا ده چې د خپلو دوستانو مدد کوي او دښمنان ذلیله کوي او کافران د جنګ هدف نه پیژني هغوی یوازې د دنیایې پرمختګ لپاره جنګیږي.
(66) اوس الله درڅخه پیټی سپک کړ -ای مومنانو- د هغې کمزورۍ له امله چې په تاسې کې ده، نو پر تاسو یې د مهربانۍ له مخې درڅخه پیټی سپک کړ، نو ویې منله چې ستاسو څخه یو تن دې د لسو پر ځای د دوو کافرو په وړاندې وجنګیږي، که چېرته ستاسو څخه سل تنه صبرکوونکي جنګیالي وي دوی به پر دوه سوو برلاسي شي او که چیرته ستاسو څخه زر صابره وي نو د الله جل جلاله په امر به په دوه زرو برلاسي شي، او الله جل جلاله په ملاتړ او مرستې کې د خپلو صابره مؤمنو بندګانو ملګری دی.
(67) نه دي مناسب پیغمبر لره چې وي دې د هغه لپاره بندیان د هغه کافرو نه چې جنګیدل د هغه سره، تردې چې په هغوی کې قتل ډیر کړي ددې لپاره چې په زړونو کې یې ویره راشي، چې بیا د پیغمبر جنګ ته زړه ښه نه کړي تاسواراده لرئ-ای مومنانو-په نیولو د بندیانو د بدر چې فدیه ترې واخلئ، او الله د آخرت اراده لري چې هغه د دین سره په مرستې کولو او پیاوړي کولو سره لاس ته راځي او الله زورور دی په ذات اوصفاتو او غلبه کې، هیڅوک ورباندې برلاسی کیدای نه شي او حکمت والا دی پخپله اندازه او پخپل شریعت کې.
(68) که نه وای لیکل د الله چې مخکې په هغې فیصله شوې او اندازه شوې چې بیشکه الله حلال کړي ستاسو لپاره غنیمتونه او روا کړې یې ده ستاسو لپاره فدیه د بندیانو نو خامخا رسیدلی به و تاسو ته سخت عذاب د الله له طرفه په سبب د هغه غنیمت او هغه فدیې د بندیانو چې اخیستې وه تاسو مخکې د نازلیدلو د وحې نه د الله له طرفه په رواوالي دهغې.
(69) پس خورئ-ای مومنانو-د هغه مال نه چې نیولی مو دی له کافرو څخه په غنیمت کې؛ هغه حلال دی ستاسو لپاره او د الله نه وویریږئ په منلو د اوامرو او ځان ساتلو د نواهیو نه بیشکه الله بخښوونکی دی خپلو مؤمنو بنده ګانو ته، همیشه رحم کوونکی دی په هغوی.
(70) ای نبي ووایه د مشرکانو هغه بندیانو ته چې تاسو د بدر په ورځ نیولي او ستاسو په لاسونو کې پریوتي دي:که ستاسو په زړونو کې او یا ستاسو په نیتونو کې څه خیر او صلاح د الله تعالی په علم کې وي د هغه مال په باره کې چې ستاسو نه په فدیه کې واخیستلی شو. نو مه خفه کیږئ هغه مال پسې چې ستاسو څخه په فدیه کې اخیستل شوی دی، الله تعالی به درته ستاسو ګناهونه او الله بخښوونکی دی چې څوک ورته توبه وباسي له خپلو بنده ګانونه او تل ورباندې رحم کوونکی دی، او په تحقیق سره ریښتینې شوه دا وعده د الله د عباس-رضی الله عنه-دنبي-صلی الله علیه وسلم-د کاکا سره او غیر له هغه نه نوروکسانو سره هم چې ایمان یې راوړی و.
(71) که چیرته دوی ارداه لري -ای محمده -د خیانت کولو تاسره په هغه وینا چې تاته یې ښکاره کوي په تحقیق سره خیانت کړی و دوی د الله سره مخکې لدې نه او په تحقیق سره مرسته کړې وه تاسره الله ددوی پر خلاف، نو قتل شوي وو ددوی نه هغه چې قتل شوي وو او بندیان شوي وو هغه چې بندیان شوي وو پس انتظار دې کوي د دغې سختې سزا که بیادې ناوړه عمل ته راوګرځیدل او الله پوه دی پخپل مخلوق او په هغه څه چې په هغې دوی اصلاح کیږي او حکمت والا ذات دی پخپل تدبیر کې.
(72) بیشکه هغه کسانو چې ایمان یې راوړی په الله او ریښتونی یې ګڼلی د هغه رسول اوعمل یې کړی د هغه په شریعت او هجرت یې کړی د کفري ملک نه اسلامي ملک ته او یا هغه ځای ته چې د الله تعالی عبادت هغه ځای کې کولای شي په امن او امان او جهاد یې کړی په مالونو او ځانونو د پاره د اوچتولو د الله د کلمې[توحید]او هغه کسانو چې دې مهاجرینوته یې ځای ورکړی پخپلو کورونو کې او د هغوی مرسته یې کړې - دا مهاجرین او هغه کسان چې د هغوی مرسته یې کړې د دې کورونو والا ځینې د دوی دوستان دي د ځینو نورو په مرسته کولو کې او هغه کسانو چې ایمان یې راوړی په الله او هجرت یې ندی کړی د دار الکفر نه دار الاسلام ته؛ نشته په تاسو-ای مومنانو-چې د هغوی مرسته وکړئ او حمایه یې کړئ ترڅو چې هجرت وکړي د الله په لیار کې او که کافرانو ورباندې ظلم کړی وو او ستاسو څخه یې مرسته وغوښته بیا یې مرسته وکړئ د دښمن پر خلاف، مګر که وه ستاسو او د دښمن په منځ کې وعده او نه یې وه ماته کړې او الله په هغه څه چې تاسو یې کوئ لیدونکی دی هیڅ شی ورباندې پټ نه دی ستاسو د عملونو څخه او ژر دی سزا به درکړي په هغې.
(73) او هغه کسانو چې کفر یې کړی په الله را یوځای کړي هغوی لره کفر پخپل مینځ کې یو د بل سره مرسته کوي، دوستي دې نه کوي د هغوی سره مومن او کافرانو ته دې نه وراوړي(که دا کار وکړي) د مومنانو لپاره به غټه فتنه شي ځکه نه به مومي څوک کومک کوونکی له خپلو دیني ورونو څخه او په زمکه کې به لوی فساد جوړ شي په سبب د بندولو د الله د دین نه.
(74) او هغه کسان چې ایمان یې راوړی په الله او هجرت یې کړی د الله په لار کې او هغه کسانو چې ځای ورکړی هغه خلکو ته چې د الله په لار کې یې هجرت کړی او د هغوی مرسته یې کړې دا کسان په ریښتیا د ایمان په صفت موصوف دي او بدله د دوی د الله له طرفه بخښنه دګناهونو ده او رزق عزتمند او هغه جنت دی.
(75) اوهغه کسان چې ایمان یې راوړی وروسته له هغه مومنانو څخه چې هغوی وړاندیوالی کړی اسلام ته د مهاجرینو او انصارونه او هجرت یې کړی د دار الکفر څخه دارالاسلام ته او جهاد یې کړی د الله په لارکې ددې لپاره چې د الله کلمه لوړه شي او کلمه د هغه کسانو چې کفر یې کړی دی ښکته شي دا ستاسو څخه دي-ای مومنانو-لازم دي په دوی هغه حقوق کوم چې په تاسو لازم دي او واجب دي په دوی هغه څه چې په تاسو واجب دي او خاوندان د خپلولۍ د الله په حکم کې ځینې د هغوی ډیرلایق دي په ځینو نورو په میراث وړلو کې د میراث اخیستلو نه په ایمان او هجرت کې، هغه حکم چې مخکې و بیشکه الله په هر شي تل پوه دی، هیڅ شی ورباندې پټ نه دی او الله پوهیږي په هغه څه چې په هغې کې د بنده ګانو اصلاح ده نو همغسې قانون ورته بیاجوړوي.